د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

انځورګر
04.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
04.10.2005

پردېسۍ دحجرې خوږو يارانو سلامونه او پېشمني ته د پاڅېدو همتونه !!!

خالد جانه د يوۀ ليکوال ،قلموال او ژورناليست پۀ توګه دې حساسيت او بيدارۍ په تورو سترګو ، خو باور وکړئ ، زما ليکنه پۀ ضديت نه ده ولاړه ،چې د پاکستانيانو پر ژبه تاسې يي پۀ دومره سختۍ او سنجيدګۍ سره نو ټس واخيست !!!
او خدای دې هم و نه کړي چې زۀ به د ليک او قلم تقدس او سپېڅلتيا تر پښو لاندې کوم ( د کومې مهالنۍ او رسنۍ خپلواکۍ ته به پۀ درناوي نه لرلو سره بياهم هغه د اردو دانو پۀ ژبه د ناوړه پروپېګنډې سهاره اخلم ، او پۀ دې توګه به د خپل زړۀ بړاس باسم )
که زما ليکنه وا قعأ پۀ ضديت ولاړه وای ، ښايي بيا مې د ټوکو ټکالو پۀ پاڼې کې دا خبره مزاحأ نه وای کړې ، او بيا ولې دې موږ دومره غير مسؤلانه ، طفلانه او ماشومانه ذهنيت ولرو ،که د کومې مهالنۍ،اورسنۍ چلوونکي دې زموږ ليکنې د کومې نيمګړتيا له مخې خپرې نه کړي ، او موږ دې ورسره خامخا شخړو او خپړو ته راودانګو !!! يقينأ چې دا به زموږ بېخي غير مسؤلانه او طفلانه حرکت وي ، او پۀ دې توګه به مو د ژورناليزم اخلاق تر پښو لاندې کړي وي ، او بس

[quote:64b681f10c]هاهاهاها صميم جانه : ستا به دا خيال وي چي خالد به حجره پريږدي . هاهاها
نه نه بيغمه اوسه هيڅکله ئې په در خبرو نه پرېږدمه هاهاهاها [/quote:64b681f10c]
ولا که مې خالد جانه پۀ درېسوه شپېته(٣٦٠) رګه کې هم را ګرځي ، ځکه چې

ليلو باغ د باغوان دی
........................... موږه شنۀ توتيان يو نن دلې سبا به ځونه
خدایزده پۀ شمارمې لا څو شپې دلې وي ؟ او بيا پردې تړاو خو تاسو زما پۀ هکله د خپل اټکل اندازه له دې څخه پۀ ښه توګه لګولای سئ ، چې پۀ تېرو ورځو کې ستاسې د انسيډنټ له امله د غير حاضرۍ پۀ مهال زما راتګ تر حجرې پورې څرنګه او څومره وو ؟؟؟
ګوره زړګيه ! لږ خو پام کوه ، که دې خوا بده سوې وي ، پۀ بيا ،بيا درنه بښنه غواړم !!!

[quote:64b681f10c]
نو ما دي ليکنه په سترګو نه ده ليدلې ته وا ولي دي نه کړه نشر هاهااهاها خدای دي انصاف در کړي [/quote:64b681f10c]
دا خو ستاسو پۀ ايډيټوريل بورډ ( خپرنيزې څانګې ) پورې اړه لري ، بايد له هغوئ يې وپوښتئ ، تر څو واقعيت درک کړئ ،

خو خير ،
[quote:64b681f10c]ښه شو چي ومي پېژندلې اوس چي راوليږي هم نه ئې نشرومه ځکه چي پر ناحقه دي سل ځايه مصرع راپسي شروع کړي دي داکه پر حق وي څه حال به دي وای هاهاهاها
موږ دداسي خلکو ليکني نه نشره و هاهاهاها [/quote:64b681f10c]
که دې دا جملې هسې له نازه را وړې وي ،او بايد نازپرورې جملې يي وبولم ،ځکه چې پۀ خندا، خندا کې مو راته ويلې ،اوکه زما اټکل بيا هم هغه د پاکستانيانو پۀ ژبه هسې يوه خوش فهمي او غلط فهمي وي بيا هم پروانه لري ، ځکه چې

............... ياري د زور خبره نه ده ،
...............................................کلی مې ولې خامخا مجوروينه ؟

پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی

دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
.................................... ........ نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي


انځورګر
04.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
05.10.2005

هاهاهاهاهاها،
ګران خالد جانه ، ډېر خوښ سوم ، چې له مينې اولورينې ډکه ليکنه مې دې ولوستله ، خپګان خو دې پرځای وو خوکه يي تۀ دخپل نهايي ظرافت او صميميت له مخې خپګان نه بولې، نو بيا څۀ نه سم ويلای ،
زما دا لمړی ځل نه دی چې ستاسې خاطر رانه درنېږي ، تر دې وړاندې د هوتک لالا خوا هم راڅه بده سوې ده ، اوس نو ددې لپاره چې پۀ راتلونکي کې څوک رانه خوا بدي نه سي ، اړ يم چې ،
ژامې مې غړنده تر دې حاله دي ،
د حجرې ياران مې ټول خپه کړل ،
اړ يم، له پښ سره تماس ونيسم
ځکه چې کږه خله خو پۀ سوک سمېږي هاهاها

خو پۀ هر حال ، خالد جانه ، له مينې اولورينې دې منندوی يم ، خو کاشکې ، زۀ هم ستا غوندې ،دومره نهايي ظرافت ،لطافت او صميميت تمثيل کړم ، خو هغه دچا خبره، چې خدای نۀ دې راښوولي ، نو له کومه يي زده کړم ؟؟؟ هاهاهاهاها

پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی

دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي


انځورګر
06.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
06.10.2005

ها هاهاهاهاها
خالد جانه ، خدای سته ، وار پار مې ختاسو ، ما ويل خدای دې خير پېښ کړي ، دا د [color=white:6957a7a391]انځورګر [/color:6957a7a391]،پۀ مستعار نامۀ چا حجرې ته سر را ښکاره کړ ؟
و ډارسوم ، ما ويل ګواکې ، بيا هغه چا چې وړاندې يي د[color=white:6957a7a391] برېتور [/color:6957a7a391] پۀ نامۀ در سره مخ وهلی وو ،پر افت واړولې ، او خدای سته ، چې دا دواړه نومونه راته هم قافيه ( هم ږغي ) هم ښکاره سول ، چې پۀ دې توګه مې وار پار لا پسې ختاسو !هاهاهاها سهار،سهاردې څۀ ملنډې راباندې ووهلې !!؟

[quote:6957a7a391]اوس نو تاسي وواياست چي زوړ نوم ښکلی و او که په انځورګر کښي زياته ښکلا نغښتې ده :[/quote:6957a7a391]
تر دې پوښتنې پورې دې د يوۀ شينواري کيسه را پۀ يادسوه ، يو چا پوښتنه ،ځنې کړې وه ، چې خدای پاک لوی دی او که پيربابا ؟[color=white:6957a7a391] ( نعوذبالله )[/color:6957a7a391]

درته ويلي وو ، خدای دې همداسې حيران کړه ، لکه زۀ چې دې حيران کړم !!!

نو اوس هغه د شينواري پۀ دود ، خدای دې همداسې د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کې ايسار کړه ، لکه زۀ چې دې ايسار کړم !!! هاهاهاهاهاهاها

داځکه چې که له يوې خوا دې زوړيا اريز نوم [color=indigo:6957a7a391]( خالد هادي) [/color:6957a7a391] ډېر خوږ دی ،او: [color=white:6957a7a391]پۀ بل نامۀ دې يادولاوی نسم !!! [/color:6957a7a391]
نو له بلې خوا دې [color=indigo:6957a7a391]خوښه هم ، دځان خوښه بولم !!![/color:6957a7a391]

اوس نو :
............................. اوس دستا رضا جفا کې ،که وفاکې
.................................................................. ما دستا جفا قبوله پۀ وفا که

پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی

دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
.................................... ........ نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي



مجيب انګار
06.10.2005

يارانوسلامونه!
هلکه خالده نوی نوم دې مبارک شه،خو یاره په داسې حال کې دې نوم بدل کړچې تازه له روغتونه راوتلی يې. داخوماته څه نوې لوبه ښکاري...
خو جانانه داخو د... نوم دی هغه به څه وايي چې ولې دې زمانوم غړوپ کړ؟
دا هوتک لالا نه ښکاري چې بياخوست ته تللی که څنګه؟
ياره زماخو والله کې له خولې داسې ټوکې راووځي چې څوک ترېنه خوند واخلي خو بس وچ په وچه په خلکونيوکې کوم او هغه هم شايدزمادزړښت نښې وي.
ماداويل غوښتل چې په دې وروستيوکې ستاسې په ليکنوکې خبرې کمې او هاهاهاهاها ډېرې وي که دغه تشې هاهاګانې يوڅه راکمې شي نوبده به نه وي.


انځورګر
07.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


م ن غروال
08.10.2005

يارانو سلام!
زمونږ اشنا انګار خو پيښور کي دي او زلزله شويده خداي ج دې خير وکړي چې څه زيان نه وي ورته رسيدلۍ٠
هوتک خان ځکه ورک دي چې روژې پسي اخيستۍ دي ٠ هوتک چې روژه نشي نيوۍ خو نه دې يې نيسي که نه ! بوډا خو دۍ خو دومره به هم بوډا نه وي چې روژې ته يې .................!
انځورګره يار قربان!
له هغه وخته چې بېنوا پيل شويده نو ټول افغان دې پريښوده٠ خير اوس چې هم راپيدا سوي کور دې ودان!
او هوتک صاحب هغه د ځامنو کيسه دي چې ماته کړې وه هغه دلته وليکه چې انګار او خوستي ته يې پته ولګيږي چې سړۍ هسي ځان په ....... کي وهلۍ دي٠
خو هوتک ته زما لخوا څه ونه وايي چې بيا به مې څوک ورنه خلاصوي!
الله مو مل شه!
په درناوې



مجيب انګار
08.10.2005

سلامونه غروال صيب !
ياره چې په دې بده ورځ کې درته ياديم نو والله منم چې يارسړی يې(ياست)
همدااوس دشپې ۳:۲۰ بجې دي لږه شېبه مخکې هم زلزله وشوه،و الله که به له وېرې خوب راځي(دادوېرې خبره چاته و نه وايئ چې بیابه راپورې وخاندي چې شمالي وال ګوره چې له زلزلې وېرېږي) بس دعاکوئ چې خدای پاک(ج) خپل کرم وکړي


انځورګر
08.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو



مجيب انګار
08.10.2005

اخله ورته! داپکې لابله ، وايي په انګار څه ورانه او څه ودانه.
دخدای بنده که زه مړشم نو والله که بياپه دې دنياهغه خوند ووينې چې اوس دی.
ګرانه انځورګره! تاته خو مې نن په MSN کې وويل ما ....خوله بده مرغه بس خبره يې په لنډه خلاسه کړه چې زه بابانورنو ستاوخت(ځواني) تېردی...
ياره له هغې ورځې راپه ديخوا والله ځان راته رښتيابوډاښکاري او اوس نو چې تاهم راته بوډا وويل نو په والله چې دسلمان خان کورتۍ راواغوندې که به مې ځوان کړې...
پاتې شوه دزلزلې خبره ، نو مه پوښته دغه دی ګورې چې کرۍ شپه مې په ويښه تېره کړه او نيم ساعت پس به دپېشلمي په ستارخان بريدکوم(که زلزلې ونه خوړم)او که مړشوم نوډېره بښنه به راته کوئ او تل به مې يادوئ(خوبیابه راته ليکئ چې زموږ ځوانيمرګ ملکری)


انځورګر
08.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


خوستی
09.10.2005

له سلامونو او درناوي وروسته:
انګار لاله والله چې خوشاله شوم چې جوړ يې کنه نو ټول افغان او بينوا خو عرق او تباه وه :D
ياره خالده د انګار د سر خير غواړه، بوډامرګ او ځوانيمرګ څه کوې چې ورته ليکې يې :lol:


انځورګر
09.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
10.10.2005

يارانو له تاسې سره ګوزاره کول خو نور ولا هغه ، د سوی او شپانۀ کېسه ريښتيا کوي ،( که مو اورېدلې وي ) ځکه چې يو وار موپۀ هوتک لالا پۀ لوی لاس د زاړۀ نوم کېښود ، اوس مو بيا انګار سپين ږيری وبالۀ ، پاته زۀ سوم، نو خدای خبر ما لا پۀ کوم وړ نامۀ ونوموئ ؟

خو څۀ ووايم ،له يوې خوا زلزله،او له بلې خوا مو روژه ده ، ياتي زموږ دپاکستانيانو خو دې خدای مل شي ،


انځورګر
12.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


انځورګر
12.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


انځورګر
12.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو



مجيب انګار
12.10.2005

وای وای خالده پس له ډېرې مودې دې داسې په دواړو ژامو وخندولم ياره په نيمه شپه کې مې په خنداټول له خوبه راويښ شول.
والله داخو خوندور سړی دی، پس له اختره کندهارته ځم چې ورسره ونه وينم والله که وشي.
ګرانه! دنسواريانوحال خودرته ښه مالوم دی ولې چې تاهم له اته کلنۍ نه نسوار پيل کړي و او ترهغو دې ډزول چې امريکاته لاړې،زه خودې پېژنم بچو!کنه څه وشول چې اوس چيلم څښوې.
والله ياره زه خو دنسوارو بېلتون داسې کړی يم چې ټوله ورځ په سارا ګرځم اوداځکه چې که په کورکې کښېنم نو سور جنګ يم دنسوارو له لاسه زړه په وړو تشوم. خير دی که په دې روژه کې نسواريان ليکنې کمې يا نه کوي نو څه ورته مه وايئ او هوتک لالا خو لکه دمولوي قمبرعلي مرغوزي يا دپوزې نسوارکوي خو حيران يم چې په امريکاکې دغه بلا له کومې کوي...


انځورګر
13.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
13.10.2005

هاهاهاها
ګل مې انځور ګره ، د انځور پۀ انځوريزه ،سندريزه سپرلنيزه ،وږمه ايزه او خندنيزه نړۍ کې تل سندريز او خندنيز اوسې !
زړګيه ! له څۀ وخته راهيسې ،چې دې نوم بدل کړی دی ،ولا د ذهن نړۍ دې راته ډېره تر او معطر ه مالومېږي، ځکه چې داسې هائيکو ګانې خو ولا که تر اوسه هم زما پۀ نظر راغلې وي

او بله داچې تا ويلي ،
[quote:b20474c1a5]صميم جانه په دې هايکو مو اخته نه کړې اخير به شعرونه راڅه پاته وي .[/quote:b20474c1a5]
خدای سته که ما پرې اخته کړی يې ، او بيا که پرې اخته سوی يې هم ،نو ولا که پۀ تاوان کې روان يې ،
خوږ مې ،انځورګره ! د تاجو ماما کيسې دې ډېر خوند راکړ ، او خدای سته پردې تړاو ماته هم يو ډېره ښه کيسه را پۀ ياد سوه ،خو اوس يې ځکه نسم درته ليکلای ،چې چېرې روان يم ، خو دا ه به راته هرومرو وايې ، د تاجو ماماله تاسره وضعه څرنګه وه ؟ کله ،کله به يي يو چپلاخه ،څټ ته در شړله او که يه ؟
ګرانه : ملګري مه ملامتوه ، ځکه چې پخپله ښۀ پرې پوهېږې ، روژې اخيستي دي ، هسې نه چې ،هغه ستا پۀ دود له حسبه تر نسبه دې ټولې پېړۍ دريادې کړي ،
خو خير دنورو ملګرو خو څۀ نه سم ويلای ،خو ولې د هوتک لالا پۀ باب خو زۀ درته وايم ،چې بېخي يي مه ملا متوه ، ځکه چې يو خو اوس موږ ته مالومه سوه ،چې دلمسو څښتن دی ، نو حتما به يي نور پۀ شا هم هيله نه کېږي [color=white:b20474c1a5]( که څۀ هم پۀ خلۀ يي لا د بلې کوزدې خبرې زمزمه کېږي )[/color:b20474c1a5] ځکه خو پۀ دې روژه کې ورته تر حجرې راتګ هم هغه وخت شونی دی که يي چېرې پۀ حق کې دغروال صيب دا دعا[color=red:b20474c1a5] ( خدای دې بېرته ځوان کړه ) [/color:b20474c1a5]قبوله سوه ، خو خير دلته يي تر زړوالي پورې يوه څلوريزه را پۀ ياد سوه ،:
سړی چې زوړ شي نو اکثر خوږېږي ،
............................. کله يي پښې کله يي سر خوږېږي

چې دژوندون دراندۀ بارونه يوسي
........................... نو بيا يي ملا لکه د خر خوږېږي
ګلمې انځورګره : تاويلي
[quote:b20474c1a5]صميم جانه په دا پيښور کښي د هايکو والا ډير دي يو خو په دې ټول افغان روږد کي چي بيا به ته خپله وګورې[/quote:b20474c1a5]
خو دا به هم که خدای د زلزلې قرباني نه کړم ، پۀ بل ملاقات کې له يوې ډېرې خندونکې کيسې سره درته ووايم
نورنو اجازه راکړه ، پۀ تګ ،تګ کې دې پۀ دوو هائيکو لمانځم ، خو دا درته وايم ، چې که مو حجرې ته د امير کروړ د زمانې قلف ور واچو ۀ ،نو ولا که بيا څوک ورته پۀ مياشتو ،مياشتو هم سر راښکاره کړي ، نو ځکه دې دا وړانديز لړ بل منګه ياني بمالګې راته ښکارېږي ، پۀ الله پاچا دې سپا رم

دې ګېډورو او نسواريانو باندې ،
............................ له لاسه موږ ته کړې خرابې روژې ،
............................................... خدايه ! پر دوئ خو دې فرض کړې نه وای !!!

چې ږير ور مې يي پۀ خوا کې وليد ،
.................................. ما ول روزۍ کې مې څوک لغته وهي ؟
..................................................... چې ور نژدې سومه لالا وو زما



څاروان
14.10.2005

خدايه خير كړې ، د پرې يارانو پرېښوم
د مجلس او د دېرې ياروانو پرېښوم
چې خندل مې رانه ګير چاپېره ناست وو
چې ژړل مې سترګې سرې يارانو پرېښوم


کټوازی
14.10.2005

هاهاهاهاها

څاروان لالا ، لکه ،روژې ، چې اخيستی يې ، نن خو له شعرو سره رارهي يې ، ګوره ،لږ خو زموږ غم هم راسره وژاړه ، پر موږ څۀ حال دی ؟ او تا ډالۀ ته زور ورکړی ، دا نن څومه ورځ ده ، د زلزلياتو دبی ( سوباړی ) راپسې اخيستل سوی دی ،ولا تر وهلو يي پۀ منډو ډېر ستړي کړو ، کۀ تۀ لکه هغه زموږ پۀ کلي کې يوه ښځه وه ،مېړۀ يي بله ورباندې کړې وه ، يواځې يو زوی يې درلود چې تاج ګل نومېدۀ، نو يووارې به يي سرسرتور کړ ،وايي ، زما وچې ککرۍ ته خير کړې ، دتاج ګل وچې ککرۍ ته خير کړې ،زياتي مه دورې ،خير کړې،او مه دورې !!!


hotak
14.10.2005

[quote:25d9a1fee0="غروال"]و هوتکه ځوانه!
ماته شرم راشي چې د هلکانو په څېر غږ درباندې وکړم ځکه چې خداوراستي له ما مشر يې٠ د کوزدې لپاره دې ځان تنکۍ ځوان جوړ کړۍ دي خو هغه ليکنه خو دې هم لږه ولوله چې تا ليکلې او که له چا دې راپټه کړې ده؟
نو چې د تا ده بيا خو تنکۍ ځلمۍ نه يې کنه او د ظاهر شاه بابا په دوران کي دي مکلفيت دوره خلازصه کړې ده، ګوره خداي ته وګوره د کومي غريبي بې چاره عمر ورتباه نکړې ځان ورته وښيه خو په شرط ددې چې ويښتان ميښتان رنګ منګ نکړې ....................
او دا به هم نه وايې چې له امريکې راغلۍ يې ............. نو بيا که دې کوزده وکړه بيا دې نوشيجان!!!!
او ريښتيا ګوره په دا نورو بنډارو کي هم سمه رغنده ونډه اخله هغه د پاړسيبانو خبره چې ( خوده ده کوچې حسن چپ نزن) که نه!!!
ځه خداي دې بيرته ځوان کړه او خداي دې کوزده وکړه چې هسې خو سور................... يې
الله دې مل شه
نادر.[/quote:25d9a1fee0]
غروال صيب په مينه اوسلامونو دي لمانځم.ياره لومړی ترهرڅه بښنه پدې غواړم چي زه دا دوه اونۍ كيږي ميكسيكوته په يوه كارپسي لاړوم.مصروفيت مي دومره وو چي سرخوپريږده والله كه دك..........ي ګريداته هم خلاص شوى يم.ځكه خونوستاسي له دې خواږه بنډاره هم لري پاته وم.
راغله زما دعُمراوليكنوخبره نووالله چي زماهره ليكنه ترمامشره ښكاري. ستاسي خوستى كاروان صيب هم دعُمرله پلوه دديرشو په پيټۍ كي دى خوشعريى ماشاءالله دومره پوخ دى چي حمزه بابا اوحميدباباورته دحُجرې چړيان ښكاري.
زمادليكنوپه وړاندي چي هم داللوپنجوليكني دچڼو ګردان ښكاري نوعلت يى يوازي همدا دى چي دمهاجرت په زمانه كي مي دومره سړې تودې ليدلي دي چي والله كه به هيچاليدلي وي.اوس هم چي هوښيارنه شم نوهغه دمورخبره مي په تورټپي دي ومرم......(خداي دي نكړي ديوچاخوبه والله خواراباندي بديږي)
تاخولازه ليدلى نه يم.دكوزدې په ورځ چي مي ووينې نووالله به ته هم وخاندى چي ياره داخوريښتياسره خوله هلك دى.
اوته خوزماپه كوزده كي داسي فرض ګڼل شوى يى لكه دقروتو په سرغوړي اوپه اوړوكي مالګه.ځكه كه زه دي نه راوبولم نوزما خُسرګنۍ به دي خامخا رابولي ځكه هغه ټول ستاسي له كورنۍ سره نه يوازي داچي بلددي بلكي كورنۍ اړيكي هم درسره لري.خوامه بدوه (هغې) هم ليدلى وې.ويل يى په خوله كي يى يوغاښ نشته.
دى اوياكلن سپين ږيرى اوفيشن يى داحمدظاهركړى وي.
ږيره بريت خويى وايي داسي خريلي وي والله لكه څوك چي زړې چوترې ته دسپينوپورټلينډ سيمټو ګل ماله وركړي......
:D :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more