ادبي ټوکې ټکالې
خیریوسی
16.09.2005
محترم هوتک صاحب الله دی دوالدینو رضا په نصیب کړه
ډیر فکر می خراب سو دا ستا په وینا او ستا تر وینا یوه راپیا دشوه
وای دیوه سودانی ښخه وواده ته تللی وه دشپی نا وخته راغله سړی (میړه ) یی او لور ( فاطمه) او زوی ( هشام ) نومیده بیده شوی وه ښځی دروازه وټکول
دهشام پلار پوښتنه ځنی وکړه څوک یی ښځی ورته وویل دهشام مور یم دروازه راخلاصه کړي دهشام پلار وهشام ته ږغ وکړ ولاړ سه ومور ته دی دروازه ورخلاصه کړه هشام ورته وویل زما دلاسه نه کیږی فاطمه دی ورخلاصه کړی فاطمی په جواب کی ورته وویل زما دلاسه نه کیږی بابا ته یی ورخلاصه کړه د بابا هم دلاسه څه نه کیدل ور ږغ ئی کړه دهشام مور په دانیمه شپه دهیچا دلاسه نه کیږی چی وتاته دروازه در خلاصه کړی ورځه ولاړه شه دپلار کورته بیا مه راځه هغه هم بیچاره دپلار کورته ولاړی ۰
په سودانیانو کی بیخی لټی نشته
دپردیسی دحجری یارانو دخوشحالی په هیله
ابو محمود
انځورګر
17.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
کټوازی
18.09.2005
پۀ ځوليو،ځوليوسلامونه !
محمو د وروره ، تا دکومې بورۍ ( جوال ) خله ورخلاصه کړېده ، زۀ خو ولاکه پرې پوهېږم ، له کومې خوا يې راکچې !!؟ هاهاهاها
که هسې وايې ، چې ځه يو څۀ تۀ هم پکې ووايه ، څوک يې سرپورته کوي !!؟ شهر ناپرسان دی ! هاهاهاها
خالد جانه ،تر دې محبوبانه راتګ خودې پۀ نه راتګ خوښ يم ، چې هسې لکه د کليوالې پيغلې تر دېوال سر راهسک کړې ، او زموږ زړونه لکه د کوڅه ئې مينانو د تشې خندا پۀ څپو کې يوسې !! ځکه دا د Yes/No فارمول ولاکه زما خوښېږي ، تر دې خو بياNet Chating ډېر راته ښۀ دی ځکه که پوره نه وي ، نيم ديدن خو ولا دی !هاهاهاها
هوتک لالا لکه چې بيا دې د کوزدې نشه سرته ختلې وي ، ځکه دې درک ورک دی ، خو ګوره چې پښه دې ونه ښوئېږې ، ځکه ، چې وايې :: اول زده کړه ،بيا کوزده کړه ، هاهاها ها تا زده کړي دي ؟ هاهاهاها
انګاوروره ، څه کوې تۀ چې لکه څاروان لالا پردۍ ښايسته تر اوبو پورې باسې او خپله دې پر خدای سپارلې ( موږ ته وايې خپلو ټوکو ټکالو ته زور ورکړئ ، او پخپله دې ځان مرده بدست زنده ګرځولی دی ) هاهاهاها
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
hotak
18.09.2005
يارانو يكشنبه ايي سلامونه مي واخلۍ.
كه څه هم ديكشنبې ورځ مي رخصتي وي اوټوله ورځ مي دكاليفورنياپه بيچ باندي په بوفې خوړولو تيره شي.خو اوس مي فكروكړياران غريبانان به لكه دبيكاره كلي طالبان دابومحمود باسي اوچڼاسي وهلوټوكانوته ناست وي ځكه مي نوپريكړه وكړه چي كه نوره دسړيتوب غوره نشم كولاى سلام خو بايدچي ورواچوم.
خويارانو خفه كيږۍ مه له كومي ورځي چي دغي خوستۍ شيشكي راباندي وزر غوړولي دي طوطي مي داسي بند بند وي.وروڼه مي هم راته وايي چي ډيرټنبه ګرزى
خداي دي خيركړي....................................كه مي طوطي يوڅه خلاص شو نوبيابه يوه نوي ناولده درته وولم...............مينه مننه
کټوازی
19.09.2005
پۀ مينه او خوښۍ ,,,,
هوتک لالا ښۀ دی چې څۀ دې راته ونه ويل ، نور خيردی ، که دې خوښه وي خالد جان به پۀ يوې نږه جاپاني نژاده پښتنې پيغلې ونازوم ، ځکه چې ډېره يې خوښېږي ،
د ا تېرې نام څڼې يې څاړی وواهه
خلک هم ټول سولو خبر راباندې
خو هغه نجلۍ پر ځای هلک وختۀ !
ولا د خالد جان فېشن هم[color=white:47d3f4d144] تېرې نام [/color:47d3f4d144]ته ورته ، د طبيعت پر ژبه و ګړېدم !هاهاهاها که څرنګه ؟هاهاهاهاها
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
انځورګر
19.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
څاروان
20.09.2005
۲۰-۹-۲۰۰۵
يارانو سلامونه او نيكي هيلي.
له اوږد انتظار څخه ورسته هغه كاندي پلو هم د همدي مياشتي په ۱۸ تاريخ پوخ شو او دا انګار لالا چه نادركه دي فكر كوم چه د كانديد پلو د مالګي كتلو لپاره د مختلفو ديكونو په كتلو به بوخت وي.
خير [color=brown:139767d011]انګار لالا[/color:139767d011] چه راتلي نو په دي مو هم خبر كړه چه د كوم كانديد د پلو خوند ښه او مالګه يي پوره وه.
[color=white:139767d011]خالد جانه [/color:139767d011]دا د كاموال له لوري چه د ستورو كوم ويش شوي ، زما سر پري نه خلاصيږي چه دا په كوم اساس شوي ځكه د بعض خوارانو په اسمان كې يو ستوري هم نه ليدل كيږي او بعض به ترينه په تنګ وي، او دا رانګونه يي لا په څه معنى خير ....
اوس دا [color=blue:139767d011]هيكوګاني[/color:139767d011] ولولي
ويل يې ډېره پرتا ګرمه يمه
ما ويل پام كوه د باندې مه ځه
ژمى دى هسې نه توده سړه شې
=======
د ازادۍ راډيو ته غوږ غوندې شوم
يوې انا لمسو ته نكل كاوه
چې لږ څه ځير شومه داود وفا وو
[color=white:139767d011]هوتك لالا[/color:139767d011] ستا ددي خبري پوري چه خوستۍ ششكي دي طوطي بندي كړي د عبد الله پيكار صيب د نظم دغه بيتونه راپه زړه شوه:
اوس هغه سور او سندريزه كرشمه نه لرم
اوس هغه تال او ترنم هغه نغمه نه لرم
[color=darkblue:139767d011]اوس مې د زړه تارونه تار په تار شلېدلي پراته
د شرنګېدلي غزل مسته زمزمه نه لرم[/color:139767d011]
اوس مې په زړه كې د صنم د مسكا وږم نشته
د چا د ياد هغه حسينه بت خانه ورانه ده
اوس د سپوږمۍ او لمر په راز او نياز كې نه يم شريك
اوس خو له ماسره دا ټوله زمانه ورانه ده
په مينه او مننه
څاروان
کټوازی
20.09.2005
أف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف ف خالد جانه تۀ او غوسه !!؟
خدايږو که مې زړۀ ته لوېږي ، خو خير نن يوه بله هائيکو همدرباندې لوروم ، خو ګوره که هوتک لا لا ځانته متوجه کړه ، بيا به مې ورته يواځې نه پرېږدې ، هاهاهاها
د کونډې زويه څۀ خو بويه کنه ،
.................................... ستا ځوانېدو او لويدو پۀ هيله ،
.................................................................... مور دې پۀ تور سر له مېړۀ وتلې !!!
خالد جانه رښتياهم انسا ن فطرتأ له هغه شي سره مينه لري ، چې ميسر نه وي ورته ، خو موږ خوران خو ولاکه پخپله خوښه کالي هم ګنډلای او اغوستلای سو ،پۀ دې لار کې مو ناوړه محيطي قيودات او ذهني کيفيات مخه نيسي ، [color=indigo:f83256e4ff]( سره له دې چې موږ پخپلو جامو ،ناسته ولاړه کې د نورو پېښې هم نه کوۀ ، يواځې داچې د خپل ملي فرهنګ پۀ ټولو برخو کې د پرمختګ غوښتونکي او منونکي يو )[/color:f83256e4ff]
خو خير ، وايي چا اوښ ته وويل چې داغړۍ دې ولې کږه ده ؟
دۀ ورته سر وښوراوۀ ، او وويل : وه دؤسه ،کوم ځای مې هم سم دی ؟ ستا پکې يواځې غړۍ ته ورپام سو !!؟
نو اوس هغه داوښ پۀ دود ، زموږ کومه خوا هم سمه ده ؟ هاهاهاهاها
راته ګرانه خالد جانه ، دکابليان اوس هم پر خپل هغه پخواني خرۀ سپارۀ دي ، مخکې که پۀ روسي شرابو مست وۀ ، اوس پر انګريزي شرابو دومره بې خوده سوي دي ، چې دخيام بېخودي يې پښو ته ايښې ده ، خدای خو مو دې دلوی افغانيت ملاله پېغله نه سرتوروي !!!
اوبس[color=white:f83256e4ff] ( هسې نه چې د شرابي کابل پۀ غاړه کې پروت دلوی افغانيت او سپېڅلي اسلاميت د تېزندۍ دپړي پر کچلو سر سم )[/color:f83256e4ff]
خالد جانه ، د انګار پۀ هکله خو زما اټکل دادی ، کېدای سي ، لکه د سيف الملوک کومې بدرۍ يې زړۀ ولجه کړی وي ، ځکه د ماذيګر تګ خو هم بې څۀ نه وي ، او بيا نن سبا خو پۀ نړۍ کې سياست او محبت د اوبو پۀ بيه دي ، له نورې نړۍ خو مې سم حال نسته ،دلې پۀ پاکستان کې خو دسياست او محبت دا حال دی چې نائې خانې ټول پۀ ټوله دسياسي بحثونو مرکزونه دي ، نائې هلته حجامت کوي ، او پۀ خواکې يې پر دومره سخته سياسي ږغېدا کېوتی وي ، تۀ به وايې چې ياره ،يو دا حجامتونه يې نه کولای ، نور خو ډېر غښتلی سياستوال دی ، همدارنګه تعليمي او علمي ، ادارې بيا ټول پۀ ټوله Love centre ونه دي ، خدای دې يې له نظره کوي نه ،د ښوونکو ګراف يې پردې حساب تر د زده کوونکو لوړ دی هاهاهاهاها
نور عام وګړي خو يې پرېږده ، د دامينې او محبت داستانونو يې تر اسمبليو (ملي شورا او ولايتي شوراګانو ) پورې سرايت کړی ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزير شېخ رشيد ددې لوبې يو غښتلی او پياوړی لوبغاړی دی ، بېنظير بهټو چې کله لمړۍ وزيره وه ، نو دۀ ( شېخ رشيد) به عن چې لا دپارليمان پۀ غونډه کې تنګوله هغه مهال نوموړی پۀ اپوزېسيون کې وۀ ، اخېريې بېنظيره دې ته اړکړه ، چې پۀ جلسه کې يې دکلاشينکوف د راوړلو پۀ بې اساسه تور د ٧ کالو لپاره پۀ بند محکوم کړي ، ځکه اصلي خبره خو دې هم پر ميدان نه سوای کولای ، اخېر يوه پلمه خو به يې ورته کوله !!! هاهاهاهاها
مجيب انګار
21.09.2005
انالله واناالله راجعون!
دادی خالد هم موټر وواهه. ياره سږنی کال دقلموالو دمرګونو او دردونو کال دی. خو داهم دچاخبره بلاوه او برکت يې نه چې له مرګه خدای ساتلی.
الله دې روغه سټه ورکړي.
يارانو زه خو درته مالوم يم چې زماټوکې دټوکوپشان نه وي يابه ووايم چې دټوکوپه چل نه پوهېږم خوتاسې خو داسې مه کوئ کنه. خپل بنډار تودساتئ.
کټوازی
22.09.2005
د پردېسۍ د حجرې خوږو يارانو ، پۀ خواشينۍ او خوښۍ !!!
پر خواشينۍ پردې ، چې زموږ دپښتنې حجرې ( ټولنې ) ژڼکی ملنګ ، ګران خالد جان پۀ يوه ترافيکي پېښه کې ژوبل سو ! او خوښۍ له دې امله ، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی !!!
ګنئ خدای مکړه که څۀ ورسوي وای ، نو اوس يې ولاکه زما غوندې له خلکو څخه هم ځان خلاص کړی وای ، او ويل به يې چې : دا ځل به يي له دې دمه سره ښه اوسي ، ډېر يې ځا ن مخته ، مخته کاوۀ ، تر څو يي له خپله لاسه ځان تخته کړ !!!
خو پۀ هر حال پۀ دې هيله چې د ګران خالد جان د بشپړ روغتيا خبر تر لاسه کړم ، خدای خو دې يي له هرې بلا پخپل امان کې وساتي ،امين ثم امين
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
hotak
22.09.2005
انالله وانااليه راجعون
خداي دي ګران خالد جان راته روغ كړي.پروردګاردې دغه ژيړه تنکۍ ځواني دناځوانه خزان له سيلۍ نه راته وساتي. اخ خدايه ته مي خالدجان ته روغه څټه وركړی.آه خجايه پاكه دبي بي فاچمې دپلارپه بركت دخالدجان څټ دومره كړې چي په ګرانه يى له ګل آغا شيرزي سره فرق وشي.
خوامه بدوه ياره دانسان په ژوندكي هرډول حالت راځي.داشكردى چي ډيرنه يى خوږ شوى.والحمدلله على ذلك
اوپاتي شوه دادتېرى نام اوطالبانو دمنكراتو خبره نوماشخصاً پخپله هم يوڅوشپې دكندهاراوكابل دمنكراتو په جيلونوكي تيري كړيدي چي تاخداي ښه كړي نوپه خداي دومره خندونكي كيسې به يى درته وكړم چي له خندابه دي ورته بډوګي دردوكړي.........................
hotak
23.09.2005
ګرانو يارانو مينه اوسلامونه!
يارانودادټول افغان په قهرمانانو څه بلامشه نازله ده.دهوتك دكيسو هغه شاهزاده خوبه پيژنۍ؟ ډاكټرشاخى يادوم هغه غريب هم دچارمغزوله وني رالويدلى اودپاسه ورباندي دچارمغزوونه ناسته ده.مغزی اودخاصرې لګن يى دواړه له خپله مداره وتلي دي.خلك وايي شاخی چي اوس روان وي نوسريى په يوه خوااوكو.....نه يى په بله خوا وي.ياني دواړه قطبونه درواني په وخت كي ديوه بل مخالف لوري ته حركت كوي.تاسي فكروكړۍ عجبه منظره به يى نوي تشكيل كړي؟؟؟
بيخي داسي به ښكاري لكه صاحب جان آكا دصالح محمد پلار..........
دانوبيادوه بيخي لمبربدل اوعجبه مرغان دي...كله يى راپه يادكړۍ چي ډيري عجبي ناولدي يى درته وكړم.................................مينه مننه
م ن غروال
23.09.2005
هوتکه وروره سلامونه ومنه!
او نورو ټولو يارانو ته هم سلامونه وايم!
هوتکه داسي مې چيرې تر غوږ شول چې خوست کي دې د کوزدې نيت کړۍ دی، څنګه دا خو به ريښتيا نه وي؟
چرت مې په ولا ډير بند دی نپوهيږم ولې، ليکل هم ډير په جبر کوم بس ....................
هغه د کندهاري او کوټه وال ټوکه دې کله کله ولولم پخداي چې ........................
خير، ته يو ځل د کوزدې احوال راکړه بيا به سره ګورو
في الحال دې په مخه ګلونه
نادر
hotak
24.09.2005
غروال صيب اودرنويارانو سلامونه اومينه!
ياره غروال صيب څه وكړم.ټول ژوندمي په لودګۍ اولنډه غرۍ كي تيركړخوالحمدلله دګناه په مردارۍ مي ځان نه دى لړلۍ.په ژوندكي مي يوه لويه تشه لرله اولرم يى.
پلارمي دي خداي وبښي په همدې ارمان كي له نړۍ سترګي پټي كړې. مورمي هم يوه پښه په قبركي اوبله په وطن كي ده.غريبه ډيره كمزوري شوي.دپلارمرحوم له رحلته وروسته خوبيخي له ښې لويدلي.تل يى راسره شور وي چي ديارانوپه مجلس كي خودي دغسي حال وي يوڅه دي دژوندغمه وخوره.وروڼه مي شكرټول دخپل عيال څښتنان دي والله كه به زماپه قيصه كي هم وي........................
مجبوراً مي له مورسره ښه كړي ده.پاتي شوه دادخوست خبره نوخداي شته ريښتياده خوكه سريى سره ورشي.ځكه تردې مهاله پدې لاره كي يوكوچنى مشكل شته. ياني پنځوس فيصده كارشوى يانى زه راضي يم خودهغوي رضالاپاتي ده.
بس ستاسي مشفقينو دُعاګاني په كاردي نوركارماته پريږدۍ....مينه مننه
م ن غروال
25.09.2005
هوتکه!
د خپلي کوزدې غم وړۍ يې له مونږه خو ولا که پوښتنه وکړي چې خيرت خو به وي چې زړه دې تنګ دي٠
خو خير که زما په دعا خو کيږي نو خداي دې له کوزدې وساته٠
دا يو سر ډير ښه دي بې غمه يې٠ که دا دکوزدې زولنې پښو ته درولويدي نو بيا په چغو شي ......
او بله دا ده چې که کوزده په ريښتسا کوې نو زما په عمر لمسيانو ته به څه وايي؟
هوتکه زه خو ريښتسا ليکم نو انګار او خالد حيدري وروڼه خو دې لا تر اوسه ............... کړي دي خو اوس به دوي په دې ريښتيا پوه شي٠
ادې دې خداي درته ژوندۍ لري زما لخوا يې لاسونه مچې کړه او ورته ووايه چې بس نور کوزده نه کوم ځکه چا د لمسيانو خبره راپسي وکړه ........
ځه الله دې مل شه
په درناوې
نادر
بل ځل مې نادر نوموه نه ..............
hotak
25.09.2005
غروال صيب بياهم مينه اوسلامونه
ياره داخپل غم كله ناكله دومره دروند شي چي دسړي پردي غمونه هغه دپيښوريانوپه خبره هډو ورپه ياد نه وي.بښنه غواړم چي پوښتنه مي نه ده درباندي كړي .پاتي شوه دلمسيانوخبره نوپه خداي كه به يالمسى لرم يالمسۍ.
نه يوازي دابلكي تراوسه پدې هم والله كه خبريم چي خواښي مي دغي نړۍ ته سترګي غړولي اوكنه تراوسه هم لادعدم په نړۍ كي ده.
اوبله نادره ناولده يى داچي ستاسي غوندي شخصيت هم ماته دنه كوژدې سپارښتنه كوي؟؟؟؟
ولي؟؟؟؟ آيا زمادهري ګړۍ دبيقرارۍ درملنه كولاى شۍ؟؟؟
مينه نورڅه نه وايم كنه ډيري سپكي وركي په خوله راځي............................
مجيب انګار
27.09.2005
سلامونه هوتک لالا،غروال لالا او نورو ټولو يارانو!
ياره خالده که ښه شوی يې يو وارې خو حجر ې ته سر راښکاره کړه.
غروال لالا مولادې له هرې بلاپه امان کې لره. او ګوره غروال لالا څو ورځې مخکې مې دهوتک يو ډېرنژدې ملګری وليديوه شپه يې هم راسره وکړه نو دادرته ويلای شم چې هوتک ښه تنکی ځوان دی.
او ګوره هوتک خانه! چې دغروال لالا ونه منې وردانګه او ځانته کور ودان کړه؛خو ګوره چې اخوا ديخوا ښځه ونه کړې دپېښوريانو خبره ښه په سوج سمج سره کار وکړه او سم ځای ته لاس واچوه.والله داسې مزې به وکړې چې ته هم ووايې چې شپاړس....
کټوازی
28.09.2005
د پر دېسۍ د حجرې خوږو يارانو ، د مينې او لورينې تاودۀ سلامونه مې ومنئ !
تاسې به واياست ، کټوازی هم ، يواځې د خالد جان لپاره راتلۀ او بس ...................... !!! باور به مو رانه شي ،که درته ووا يم ، هره ورځ راځم ، خو بېرته چپه خله وځم ، نه پوهېږ م ، چې څۀ راباندې وسول ، نن مې وويل ، هسې نه چې ياران مې رانه خوابدي سي ، ځکه دا يو څو ګوډې ماتې کرښې د زړۀ پۀ زور توروم ،او بس نوره مانۀ مه راڅه کوئ راځئ پۀ يو دووهائيکو مو هم ولمانځم ،
پرون وزير صيب پۀ پوهنتون کې ووېل
نن ډېر خو شاله يم چې تاسو باندې ......
د [color=white:e4e53c197f]کلورا [/color:e4e53c197f]بر ي ليکونه وېشم !!! هاهاهاهاها
.................................................................... يوۀ خبر يال مو له کانديد و پو ښتۀ
........................................................................ صايبه ځان مو نومولی څۀ ته ؟
....................................................................... دۀ وېل ملي [color=indigo:e4e53c197f]اپارتمان[/color:e4e53c197f] ته کنه !!! هاهاهاهاها
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
خوستی
28.09.2005
دروند غروال صيب او نورو دوستانو سلامونه او ښې چارې
هوتک لالا، وايم مبارک دې شه، د ښايسته خوست له باغونو څخه د ګلابو يو ښايسته هار جوړوم او غاړې ته يې د تبريکۍ په شکل درغورځوم :D
ګوره چې څوک دې غلط نکړي، که خوستۍ سره خو دې واده وکړ، نو ايله بيله به د ژوند په خوند پوه شې :shock:
خو دا ووايه چې څنګه او چېرته دې پيدا کړي ده :?: ظالمه يوه ما ته هم راپيدا کړه، په خدای چې زه مه در په در او خړي خاورې په سر ګرځم :cry:
ستا غم خو دې خدا وخوري، نور مې وس نشته خو دعابه درته کوم :!:
په مينه او مننه
م ن غروال
29.09.2005
ګرانو وروڼو سلامونه او نېکې هيلې!
تاسو ولا عجب خوش باوره خلک ياست٠ هوتک د لويي کورنۍ څښتن دي خو چې انګار او خوستي وروڼو ورته خوښه وي زه به يې نه مزاحم کيږم٠
او بيا که خوست کي په رښتيا کوزده موزده وکړه نو زما به هم لږ خپل شي او ايله چې ګپ به مې ورسره آزاد شي٠
انګاره وروره ته خو يې د واده اتڼو ته خوشحاله يې خو هوتک باندي خداوراستي که د ما دا اعتبار وي چې ما او تا به خبر کړي٠ داسي نه وي چې پټ واده تېر کړي٠
خير اوس خو يې تصميم نيولۍ دي بس دعا به ورته کوؤ چې خداي پاک دې يې دا د خير معامله مع الخير سره هر څه زر تر زره تېر کړي چې غوصه به يې هم کمه شي ځکه اوس خو هسي هم سور اور دي ........!
په الله تعالی مو سپارم ـــ آمين *
ورور مو نادر
hotak
29.09.2005
يارانوبيامينه اوسلام
[quote:f07f6a5bda]سلامونه هوتک لالا،غروال لالا او نورو ټولو يارانو!
ياره خالده که ښه شوی يې يو وارې خو حجر ې ته سر راښکاره کړه.
غروال لالا مولادې له هرې بلاپه امان کې لره. او ګوره غروال لالا څو ورځې مخکې مې دهوتک يو ډېرنژدې ملګری وليديوه شپه يې هم راسره وکړه نو دادرته ويلای شم چې هوتک ښه تنکی ځوان دی.
او ګوره هوتک خانه! چې دغروال لالا ونه منې وردانګه او ځانته کور ودان کړه؛خو ګوره چې اخوا ديخوا ښځه ونه کړې دپېښوريانو خبره ښه په سوج سمج سره کار وکړه او سم ځای ته لاس واچوه.والله داسې مزې به وکړې چې ته هم ووايې چې شپاړس....[/quote:f07f6a5bda]
انګارجانه سلام! ياره هغه خداى وهلى خوزمادكوچنيتوب انډيوال دى.ماته يى خبره وكړه چي له تاسره يى شپه كړي وه.لكه دخلقيانوعسكرجبري دريشي يى اغوستي وه كنه.....
زماموربه هغه ته خيانت الله ويل اوداځكه چي هغه به تل زمادمورله بوخڅكۍ نه هغه دپيښوريانوپه خبره بلاډيري چينج (ميده) پيسې غلاكړي وى.
زموږكورچي په ګنج كي وو نومااوهغه به ټوله غرمه درحمان باباپه هديره كي دبيرو ترونو لاندي تيره كړه.له مكتبه به پټ شو اولكه هکۍ خواره سپي په غرموبه ګرزيدو.
په اسلاميه كالج كي هم يوځاي ووسره.بياوروسته ددوي كډه كراچۍ ته لاړه.
مااوهغه خورا ډيري ګډي كانې سره لروچي كه خداي كول سره وايوبه يى.
البته دوه نادري به يى درته وكړم:
زماآكادي خداى لري دحضرت په تنظيم كي قومندان وو.په خپله حضرت مجددي ورته ويلي وو چي ياره يوغونډبه درته رسمي كړم. وسله اومهمات دآدم خيلو په دره كي خرڅوه اودكور چلاو ورباندي كوه. آكابه هم پخپل واروسله مياشت په مياشت راايستله اوخرڅوله به يى.بله ورځ يى موږپه ډپو روږدي شو.داسي ورځ به نه وه چي يوه ميكاروف ياكلاشنكوف اوياهم څوصندوقه مرمۍ مونه وي خرڅي كړي.
په خوراكمه موده كي ډيرزيات شتمن شو.دومره شتمن چي پيسوځان پټ نكړاى شواى.كاكاموهم شك اخستى وو نويى ترمراقبت لاندي ونيولو.يوه ورځ چي موږ دڅوتنوكليوالو ملګروپه مرسته دپلنګي دريشيوګاټ راشيندلى وو اوهغه موله كړكۍ نه دباندي راغورزولى آكاموراباندي راغى اولاس په لاس يى ګيركړو......
بيانوڅه وشول؟ موږوتښتيدو. درى څلور ورځي ورك وواوچي راغلونوزماخداى بښلي پلاروروغوښتو.ډيريى سپك كړو خوماورته ويل چي پلاره ته نوګل لالاته ولي څه نه وايى چي ترموږ وړاندي يى دغه دنده پيل كړيده.........
هغه بله كيسه به بياوليكم. اوس مي ددفترناوخته دى.
[quote:f07f6a5bda]پرون وزير صيب پۀ پوهنتون کې ووېل
نن ډېر خو شاله يم چې تاسو باندې ......
د کلورا بر ي ليکونه وېشم !!! هاهاهاهاها
.................................................................... يوۀ خبر يال مو له کانديد و پو ښتۀ
........................................................................ صايبه ځان مو نومولی څۀ ته ؟
....................................................................... دۀ وېل ملي اپارتمان ته کنه !!! هاهاهاهاها [/quote:f07f6a5bda]
اسدجانه سلامونه! ناځواني به نكوې ګوره كه وتښتيدى په قرآن به دټوټ غازي اوپيرګل ټولي كيسې درپسى وليكم..................
داستاترهايكو پوري زماهم يوه واوره:
په كلي كي ديوه سړي خرورك وو
شاوخواكلي يى ټول ولټول
هغه دله دټاكنوپه دفتركي كانديد وو
[quote:f07f6a5bda]ګوره چې څوک دې غلط نکړي، که خوستۍ سره خو دې واده وکړ، نو ايله بيله به د ژوند په خوند پوه شې [/quote:f07f6a5bda]
خوستى جانه ستړى مشى.ميني اوپيرزويني ته دي غوټ مات يم.................
زه كه خوستۍ وي يالوګرۍ‘مشرقي واله وي كه كندهارۍ‘غزنيچۍ وي كه زابلۍ دپښتنوپتمنو حياناكو پيغلو غلام يم. په اوښكويى اودس كوم اودپلو په پيڅكه يى لمونځ كوم.
ددوي له حيانه لوګى لوګى شم.قسم په خداي چي چيري هم پښتنه پيغله په تيره بياپه چادري كي ووينم نوله ژړا ورته ټيكۍ يم.
پاتي شوه زمادكوزدې خبره نو ياره دا دقسمت خبري دي.خوكه خداى مي له خوستۍ سره نصيبه كړي وه په قرآن به دمهاجربازارطالبانوته يوغويي په صدقه كي حلال كړم.
[quote:f07f6a5bda]انګاره وروره ته خو يې د واده اتڼو ته خوشحاله يې خو هوتک باندي خداوراستي که د ما دا اعتبار وي چې ما او تا به خبر کړي٠ داسي نه وي چې پټ واده تېر کړي٠ [/quote:f07f6a5bda]
غروال صيب شفقت ته دي نيم نه يم پاتي.واده اوله تاسي پټ تيرول.خالدجان دي خداى لري له سي اين اين نه به راته اعلان تيركړي.بس ولس دي راچليږي.خداوراستي كه ستاسي په يوه پيشقاب وريجومي وچولى ګونځي شي.
اوبياچي سره خپلوان شو نوپه خداي چي خړخندى خوبه وي ....آوكنه...............
کټوازی
30.09.2005
د پردېسۍ دحجرې خوږو يارانو ،د مينې او لورينې سلامونه مې ومنئ !
هوتک لالا ولاکه ويلای سم ، چې دکټواز يې او که دزابل ؟ ، ځکه د کټواز پۀ او کټوازيانو پۀ هکله دومره مالومات لرې ، چې بايد رهنمائې درڅخه واخلم ،،
[quote:62d562bdd2]اسدجانه سلامونه! ناځواني به نكوې ګوره كه وتښتيدى په قرآن به دټوټ غازي اوپيرګل ټولي كيسې درپسى وليكم.................. [/quote:62d562bdd2]
خدای دې ونه وهه ، دا غازيان ،( ټوټ او پيرګل ) دې چيرې پېژندلي دي ، که يې يو دوه کيسې راته وکړې ، استاد به مې سې ، ځکه زۀ خو هم د هغو له ډلې څخه يم ، چې دهجرت پۀ ديار کې يې نړۍ ته سترګې غړولې دي ، او له خپل کور کلي څخه ليرې او ډېر ليرې اوسي ، او دا ليرې والی او تجريد يې ددې لامل سوی ، چې حتا دخپل نيکۀ نوم يې هم لا نه دی اورېدلی !!!
ياره هوتک لالا پر دې جاپاني نژاده پښتنې خو ګران خالد جان ( خدای دې يې پۀ روغ ساعت ديدن را پۀ برخه کړي ) پۀ لوی لاس مئين کړم ، نن مې بيا يوه وښنده پېغله ياني له نوموړ يوپېغلو څخه ، پۀ ډېرې خوارۍ را پیداکړېده خدايزده ،چې خوښه به يې کړئ او که يه ؟ ( خو ګوره هوتک لالا ، د....................... ګمان راباندې ونه کړې ، ځکه که مې هغه دنده لرلای ، ولا به مې اوس ټولو يارانو ته څلور ،څلور کېنولې وای ، ځکه بيا خو زۀ ډېر توکلي يم !!! هاهاهاهاها )
خو خير راځئ چې د نوموړې جاپاني نژادې پېغلې ، خيالي دیدن د رباندې وکړم ،
............. مور يې وېل ما ته خو مرکه کول دي ،
........................................ خو د بدل شرط که يې کېښود راته ؟
.............................................................................. زوی يې وېل ،بيا خو هم تۀ يې ادکې !!! هاهاهاهاها
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
م ن غروال
02.10.2005
و هوتکه ځوانه!
ماته شرم راشي چې د هلکانو په څېر غږ درباندې وکړم ځکه چې خداوراستي له ما مشر يې٠ د کوزدې لپاره دې ځان تنکۍ ځوان جوړ کړۍ دي خو هغه ليکنه خو دې هم لږه ولوله چې تا ليکلې او که له چا دې راپټه کړې ده؟
نو چې د تا ده بيا خو تنکۍ ځلمۍ نه يې کنه او د ظاهر شاه بابا په دوران کي دي مکلفيت دوره خلازصه کړې ده، ګوره خداي ته وګوره د کومي غريبي بې چاره عمر ورتباه نکړې ځان ورته وښيه خو په شرط ددې چې ويښتان ميښتان رنګ منګ نکړې ....................
او دا به هم نه وايې چې له امريکې راغلۍ يې ............. نو بيا که دې کوزده وکړه بيا دې نوشيجان!!!!
او ريښتيا ګوره په دا نورو بنډارو کي هم سمه رغنده ونډه اخله هغه د پاړسيبانو خبره چې ( خوده ده کوچې حسن چپ نزن) که نه!!!
ځه خداي دې بيرته ځوان کړه او خداي دې کوزده وکړه چې هسې خو سور................... يې
الله دې مل شه
نادر.
انځورګر
02.10.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
کټوازی
03.10.2005
پۀ مينه اوخوښۍ ،
هاهاهاهاها
راځئ چې له نوې مو خبر کړم ، د يوې پښتو برېښنا پاڼې چلوونکو او څارونکو د خپلې پاڼې تګلاره پۀ دې ډول روښانه کړه :::
[color=yellow:7c569c44f7]زموږ پا ڼې ته راتلونکې ټولې ليکنې ددې له امله نه خپرېږي ، چې دځينو ملګرو پۀ طبعه برابرې نه وي [/color:7c569c44f7]،هاهاهاهاها
راشه که تو دېږې ، له ژورناليزم څخه يي نېچرليزم جوړ کړ ، ، پرمختګ يې بولې که يه ؟ هاهاهاهاها
زۀ پرخپل نوبت ددغې پاڼې چلوونکو ته د ورورۍ مشوره ورکو م چې د خپلې پا ڼې پۀ لمړي مخ دې وليکي : يوه ځانګړې خبرتيا ،
[color=white:7c569c44f7]((زموږ پا ڼې ته راتلونکې ټولې ليکنې ددې له امله نه خپرېږي ، چې دځينو ملګرو پۀ طبعه نه وي برابرې )))[/color:7c569c44f7]
پخپله به يي وويني چې د سوکانو ځای پرې کېږي اوکه يه ؟ هاهاهاهاها
د پا ڼې نوم مې ځکه له تاسې پټ وساتۀ ، او ښايي چې هيڅکله يي هم ښکاره نه کړم ، ځکه چې بيا رانه[color=white:7c569c44f7] خالد جان[/color:7c569c44f7] خپه کېږي !!! هاهاهاهاها څرنګه پرده يي بولئ او که يه ؟ هاهاهاهاها
پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
.................................... ........ نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي