د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Mohammad Hassan
23.07.2007

دا يو له بله يې شناخت نشته
پر يو او بل د CIA ټاپې وهينه

د يو او بل موقعيت درک کړی
پر يو او بل د کفر مه وهی مهرونه

دې احساساتو ملک خراب کړ
ملګرو جوړ مو کړی په عقل خپل کارونه

راځی چې يو ، بل ته غوږ کېږدو
د ګډ هدف له پاره نيسو تدبيرونه


Mohammad Hassan
15.01.2008

بلتون یې اور راباندې بل کړ
دا د مجلس ياران مې ټول ورک شوی دينه
(ميوند پتنګ) آشنا مې نشته
ماته د ده يادونه خولې را لګوينه
(پتنګ) به چيرته مشغولا کا؟
ددې مجلس ډيوې يې پريښوې، نه راځينه
(خانجان)، (کوشان) دواړه خبر کړی
چې د هجرې د نغری مړه ښکاری اورونه
که سيد شاه ورپکې نه وی
زموږ ليکنې به نو څوک نقد کوينه؟
ټولو يارانو ته سلام دی
دامې کلام دی را تازه کړی مجلسونه
زه به نو څه ورپسې ژاړم
که د لنډیو شوق لری را ټول به شينه
آخرينۍ مسرۍ د داوی
يارانو واوری زما سوی فريادونه
دا يوه د بله ورپسې وی
راځی، راځۍ چې راتازه کړو مجلسونه

15.01.08


Mohammad Hassan
30.01.2008

زموږ جهان چې يو قطبی شو
اوس امريکا پکښې کوی نوی چمونه

د دښتو غرو ګيدړ را ټول کړی
ورباندې کړی د شرمښانو تقليدونه

غله او رهزن سره يوځای کړی
وايی دا موږ دموکراتان روزلی دينه

د لو لرونه لاس کې ورکړی
ورباندې ريبی په وطن کې جګ سرونه

بيانو له لرې ورته ګوری
پرې ورانوی زموږ غريبو خوار ملکونه


وطندوست
31.01.2008

غم دخپل سر کوه زما یاره
له ځانه وروسته بیا جهان ته کړه سوچونه

دا په سر چې دې بلیږه دغه مړ کړه
بیا به وزګار شی چې مړه کړې نور اورونه.

مصیبت خو تاسو مونږ ته جوړ کړ
چې سرې لښکری مو را مرش په وطن کړنه.

څه ښکلې ملک څه ښه ودان وو
اوس په کی نشته هغه ښکلې منارونه

وطن مو خرڅ په بې غورۍ کړ
اوس به نو ځکه دهجران شپی تیروونه.

دکور، کالو ، وعدې مو کړلې.
کور مو شو ګور کالي کفن ډوډۍ غمونه.

حیا، احساس، غیرت مو لاړل.
په کومه خوله دوطن اخلۍ نومونه.

شروع دظلم تاسو وکړه،
سردار داود مو ډیر په ظلم ختم کړنه.

په سبب مو لکونه خلک فنا شول.
په کومو سترګو اوچتوۍ اوس نظرونه

دا څه چې وشو او څه چی کیږي
تر همیش به يي ګناه ستا په غاړه وینه.


اول سلام پسې کلام دی!

Mohammad Hassan
04.02.2008

سلام کوه سلام سنت دی
. .......... بې ادبان به بې سلام مجلس ته ځينه
اول سلام پسې کلام دی
. .......... دا بې سلامه کلام خوند کله کوينه!
نې سلام زده نه پرې پوهيږی
........... نادان آشنا ته مې ورليږم سلامونه!
له لرې، لرې را په ياد شوې
. له لرې ځايه در ليږم خپل سلامونه
÷÷÷÷÷÷÷

ښه شوې چې ته له خيره راغلې
........... په دې حجره کې زه يوازې پاتې ومه
زما آشنايه (وطن زاره)
. .......... خدای د وطن له زهرو وساته مينه
چې کله دې خواته رادرومې
........... د تهمتو ټاپې د کور پريږده مينه!
دا خپل نظر د آزاد وايه
........... بې ځايه مکړه په اشخاصو تعرضونه
د خدای رسول په لاره سم ځه!
. .......... په ګومانو باندې دې مه خوره ايمانونه
د هر مجلس عادت جدا وی
. .......... په دې مجلس کې په ادب کړه بيانونه
÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷

د چا چې نوم د (وطن زار) وی
.......... داسې يې زار بوله وطن ته ايډيالونه!
کږې وږې لنډۍ ترې وزی
. .......... کاږه واږه ئې وی د عقل تنابونه
لنډۍ ئې تول ته نه جوړيږی
. .......... عقل او پوهه ئې په تول کې نه راځينه
د «سېلابو» انداز د ګوره
. .......... داسې ګډ وډ دی ستا ليکلی نظرونه

نه دې لنډۍ په تول کې سمې
........... نه د مطلب پکې دلچسپ ويلی دينه
دا دلنډیو تول د جوړ کړه
. .......... هسې بې توله لنډۍکله خوند کوينه؟
څوک چې بې توله لنډۍ وايی
. .......... هغه د ځان په څير لنډۍ هم شرموينه

د سياسی لنډيو ځای کې
. .......... لنډۍ پخې کړه، سياسی کوه بحثونه
چې نه لنډۍ نه سياسی وی
.......... هسې چټی وی، څوک د ځان نه شرموينه!
وايی چې:«زده کړه بيا کوزده کړه!»
.......... لنډۍ پخې کړه بيا پرې ليکه مطلبونه!
مطلب په داسې لنډۍ ليکه
. .......... چې څوک يې لولی ځنې پورته کړی خوندونه
ددې حجرې ژبه لنډۍ دی
........... په ګوډه ماته ژبه مکړه صحبتونه

ته دې لنډيو کې زيارباسه
. .......... بيا به کوو په آرامۍ خپل مجلسونه
که د لنډۍ کږې وږې وی
. .......... زموږ او تاسې سره نه شی مجلسونه
اصلی هدف پخې لنډۍ دی
. .......... نه چې ښکنځلې يو او بل ته ور ښیندونه!
دا آخری مسرۍ د داوی
. .......... تر بل ديدنه د په خدای سپارم مينه!
دا يوه د بله ورپسې وی
. .......... که ژوند باقی ؤ، بیا د اخلم احوالونه


Mohammad Hassan
18.02.2008

سلام مې بيا درته در لېږم
له ما نه ورکه ياره بيا دې لټومه
په سرو لښکرو دې لعنت وی
په مارش کوونکو يې زر وارې لعنتونه
چې څوک درواغ چا پسې وایی
لکه د تا غوندې به بايلی ايمانونه
سترګې رڼې، نښه صحی کړه
په پټو سترګو هوایی مکړه ډزونه
ځينې د روس خدمتګاران ؤ
ځينو بيا وکړل امريکا ته خدمتونه
د سرو لښکرو وخت خو تېر شو
تورې لښکرې به هم خدای وشرموينه
د سرو لښکرو شنو دښمنو
تورو لښکرو تر مخ مکړئ اتڼونه

دا آخری مسرۍ د داوی
افغان به خپل وطن پخپله جوړوينه


وطندوست
26.02.2008

سلام می واخله ځما یاره
پس له سلامه به جاري ساتو شعرونه

په دې حجره کې به حاضر یم
څو چې دزړه خوالې یو بل ته وړاندې کړونه

سیاسي لنډۍ ځما خوښیږي
دحق خبره کې به نکړو خفګانونه

نادان آشنا مې ګیله من دی
ګیله يي اخلم چې يی زړه خوشاله شینه

تهمت ټاپې مې عادت نه دې
زه دکمون له مکتب لري پاته یمه.

تهمت ټاپی خو ستاسو کار دی
په دې ټاپو مو پاک افغان وشرموونه

چې خوا دی بده نشي یاره
زه په اشخاصو باندې نکړم تعرضونه

اسلام مو توره ارتجاع کړه
هم له مسلمو نه مو ډک کړل زندانونه
دترقۍ وعدې مو کړلې
بې له ورانۍ نه مو نو څه راوړل مینه

شعار مو ډک له خوشالۍ وو
خو په عمل کې مو برباد کړل امیدونه

په دې سربیره نه صبریږي
ددولتي لوړو پوستو ویني خوبونه

حیران په دې یمه ځما یاره
چې شرم احساس ودوي ته ولې نه راځينه

دخداي رسول په لار روان شه
نور وشرمیږه په پردو مکړه نازونه

دین او وطن خپله قبله کړه
چې دی سیده شي بیا دعقل تنابونه

که دا دی ونه کړه ځما یاره
کږې وږې به دی هر وخت له خولې وځینه

روسي لاسپوڅو هیواد وران کړ
کمعقلان تړي په غربیانو امیدونه

دا آخرې مسرۍ دی داوي
ازاد افغان به دا هیواد ودانوینه


نقاب د دين يې پر مخ پروت دی

Mohammad Hassan
07.03.2008

سلام به تاته نذارانه كړم
په دواړو لاسو درته کړم احترامونه

لنډۍ د داځلې خوږې دی
اوس به خواږه شی دا آنلاین مجلسونه

د زړه بړاس به پرې وباسم
تاته به ليکم د جهاد يو څو شعرونه

ملک خو د تاسو جهاد وران کړ
چې سوځول مو ښوونځی، کلینیکونه!

چا په ايران چا پاکستان کې
هر چا به ځان ته جوړول خپل تنظیمونه

چا د ايران کاسې څټلې
چا به وهل د پاکستان په دال شخوندونه

د پاک جهاد تر نامه لاندې
بربادول مو تاريخی افتخارونه

د ا د جهاد قوی طوفان ؤ
د موږ يې ړنګ کړل تاريخی جګ منارونه!

نه يې آرشيف راته راپرېښود
نه يې را پرېښود کتابتون او کتابونه

د کافر نوم به ئې پرې کېښود
حلالول ئې افغانی غيور سرونه

اوس د غربيانو ډول ته ناڅی
هاله ئې کړل د پاکستان په ساز رقصونه

له خپل رهبره د تپوس کړه
چې یې د «بوش» تر څنګه څه ليدلی دینه؟

د خپل «جهاد » ثمر د وليد؟
چې کافران در باندې څه نخرې کوينه!

ځينې تر اوسه نه شرميږی؟
لا د رهبر لورته جوړه کړی سلامونه!

دې جهاديانو وطن خرڅ کړ
دا افغانان يې برمته نيولی دينه

په خوله نارې د پاک اسلام کړې
توطيې پټې له کافرو سره کړينه

نقاب د دين يې پر مخ پروت دی
ترې لاندې ګرځی نمرودان پليد مخونه


Mohammad Hassan
14.06.2008

Watazar ليکی:
[quote:7addacf325]سلام می واخله ځما یاره
پس له سلامه به جاري ساتو شعرون[/quote:7addacf325]

ټولو يارانو ته سلام دی
ډيره موده مو په بلتون کې کړيدمه

چې د هجری مخې ته راشم
د خپل آشنا په لوری غبرګ کړم سلامونه

نه د شعرو ته دوام ورکړ
نه د پر ځای کړل هغه خپل کړی قولونه

لافې د ډیرې ووهلې
په وس د نه وه چې پرې وکړې عملونه

زه چې له کوره مسافر وم
ماوې چې تا به وی ډک کړی کاغذونه

د ډیرو خلکو دا عادت وی
خبره يوه خو عمل بل رنګه کوينه

نارې بې (اللهُ اکبر) کړې
بيا په مسجد باندې بې وار کړل راکټونه

په خوله به چيغې د اسلام کړی
کړی په عمل کې به د کفر خدمتونه

هم به دعوا د پاک جهاد کړی
هم چلوی به د ترياکو کاروانونه

جهاد، جهاد نارې سورې کا
خپلو بانکو کې ټولوی شنه ډالرونه

نه يې له خدايه وهم کيږی
نه له مخلوقه خپلې سترګې شرموينه

دا آخری مسرۍ د داوی
د منافق له جال مو خدای د وساتينه

دا يوه د بله ورپسې وی
څو ورځې نور د خدمت کړم، نور درنه ځمه

.


وطندوست
14.06.2008

[quote="Mohammad Hassan"]Watazar ليکی:
[quote:bbf9b4861d]

ټولو يارانو ته سلام دی
ډيره موده مو په بلتون کې کړيدمه

.[/quote:bbf9b4861d]

باور دې راشه حسن جانه
چې مو بیلتون کې مونږه ډیر وکړیدونه

ما ویل چې څه درباندی وشوه
زړه می له ویرې ډیر چټک وهل ټوپونه

ښه شوه په خیر چې راښکاره شوې
دټول افغان پاڼې دې ډیر کړل ارمانونه

سلام ځما په ځان منظور کړه
دپردیسانو سلام کله کله وینه

ستا له تلو وروستو زه هم لاړم
بي ځاي لیکنو راته زړه وپړڅوونه

دا ته چې راغلې راپیدا شوم
اوس به خوږاه شي دغه خکلي مجلسونه

ته چې له کوره مسافر شوې
ماته پیدا شو هغه وخت کې ډیر کارونه

خلاف ضرور مو منځ کې شته دې
خو له بحثو مې دې اخیستې ډیر خوندونه

کاش چې له تورې بلا تیر شې
کلک مسلمان شي پریږدې بیا کمون سوچونه

یار به دې لوړ په غیږ کې جیګ کړي
بیا په ډیر ناز به دې لیمو کې ځنګوینه

ستاسو دخلکو دا عادت وو
چې خپل هویت مو ډیر آرزانه خرڅوونه

خلکو ته يی ویل دیموکراسي ده
خو په عمل کې يي تری ګونګي جوړ کړي وونه

په چا کې توان د چیغې نه وو
که چا به چه غږ کړ ژر به یخ په خپل ځاي شونه

روسان ددوي له لاسه راغلل
اوس امریکا ته ځان شیني شیني کوینه

په روبلو دوي سره ډک نه شو
اوس په ډالرو ډکوي خپل بیلرونه

شرم حیا ترې باد ده وړې
امید مې نشته که حیا بیرته راشینه

بس دې دخداي له قهره ډار شۍ
بیا به بې ګټې سره مروړۍ خپل لاسونه

که اوس دعوی دملتیت کړۍ
نو که ښه غواړۍ له ملت پټ کړۍ مخونه

لکه دښځو په کار پیل کړۍ
کفاره ورکړۍ چې مو کړل چټي ظلمونه

چوکۍ نه لاس تر زنې کښینۍ
دخدمت وخت کې مو هم یاد کړۍ ضرورنه

زه هم دفاع له مجرم نه کړم
چې پاک جهاد يي په شرمو وشرموونه

هغه به م کش کړو محکمې ته
بیا به يي واچوو غړۍ ته مهارونه

په دار به يي ټول مظلوم راټول وي
دکونډو رنډو به خوشاله شي داغ زړونه

چې هر خادي په دار ځړیږې
هم یتیمان او یسیران به کړي جشنونه

د آخرۍ مسرۍ دې داوۍ
چې پاک افغان به له بیرحمو پاکوونه

دا یوه بله هم پسې واخله
نران په آسانه نه پریږدې میدانونه


ژوند جوړوی دين ورته پلوری

Mohammad Hassan
15.06.2008

[quote:33f341960f]کاش چې له تورې بلا تیر شې
کلک مسلمان شي پریږدې بیا کمون سوچونه

حیران په دې یمه ځما یاره
چې شرم احساس ودوي ته ولې نه راځينه

[/quote:33f341960f]


په تا د سل ځل آفرين وی
څه ښايسته لنډۍ د بيا ليکلې دينه!

اوس يې چې لولم خوند ترې اخلم
په لږ موده کې د ځان ښه ورساونه
÷÷÷
له موره نوی چې پیدا يم
ملا مې کړی دی په غوږ کې آذانونه

زه خو له اصله مسلمان يم
اسلام فروشان راباندې وايی تهمتونه

ژوند جوړوی دين ورته پلوری
نوم د جهاد کړی، غولوی پرې ولسونه
÷÷÷
روسان د چاد لاسه راغلل؟
دې جهاديانو ورته جوړ کړل دليلونه!

روسانو خپلې ګټې غوښتې
د تا له پاره خو يې نه ګالل زيارونه

امريکا خپلې موخې غواړی
ستا جهاد يان يې پښې څټی ورسره ځينه!

د امريکا او که د روس وی
که څوک اجنټ د انګليس هم وی ورک د شينه

څوک چې پرديوته خدمت کړی
چې خپل وطن بربادوی، برباد د شینه
÷÷÷
په څو کلدارو بې ځان خرڅ کړ
اوس په ډالرو خپل قيمت اوچتوينه

چې په پیسو ځانونه پلوری
کلدارې، روبل، ډالر نه کړی تميزونه
÷÷÷
راځه چې دواړه لاس تر لاس شو
په وطن فروشوباندې وايو لعنتونه

وطن هغوجاهلو خرڅ کړ
چې د«جهاد» په بازار پلوری ايمانونه

د ملت ژوند مو يې برباد کا
چې د ډالر له پاره کاندی «جهادونه»!

حيا په هغو چاکې نشته
چې د جهاد په نوم ډالرې ټولوينه

حيا په هغو چاکې نشته
چې د بل چا په حيا بند نه وی مينه

خپله حيا په ډالر پلوری
د انګريزانو تر مخ لوڅ منډې وهينه

د بې حياوو خلکو کار دی
چې خپل شرمونه به په نورو ور تپينه

احساس د مړ راته ښکاره شو
حق او ناحقه په هرچا کړې تهمتونه

که د احساس شيمه پکې وای
بيا به يې نکړل بې احساسه بيانونه

خود به احساس او ایمان بايلی
څوک چې بيځايه هره خوا خولې لګوينه

آخرينۍ مسرۍ د داوی
دا جهادی رهبر د ورک له ملکه شينه

دا يوه د بله ورپسې وی
خدای د د دوی له شره موږه وساتينه

.


Ghairat
19.06.2008

سلام عليک پخواني ياره
ښه چې راپیښ د ې په خوږو لنډيو شومه

خبرې ښې کونه يې ورانه
ګوته په غاښ دې مهارت ته پاتې شومه

دې توازن ته يې حيران يم
چې دانصاف ډنډۍ کوم خواته څرخوينه

٩٥ فيصده ښه وَی
پاتې ٥ مرچ ونمک بلمنګه دينه

کور دې ودان بچي دې لوي شه
اوس دې هم ډير په ځان ګاللي دي زمولونه

[color=white:61f888b1dd]له خدايه صبر درته غواړم
دتاريخ حکم په هرچا پلی کوينه[/color:61f888b1dd]


اسلام يې توره ارتجاع کړه

Mohammad Hassan
24.06.2008

Watanzar لیکلی:
[quote:cc0347e01f]اسلام مو توره ارتجاع کړه
هم له مسلمو نه مو ډک کړل زندانونه
دخداي رسول په لار روان شه
نور وشرمیږه په پردو مکړه نازونه
[/quote:cc0347e01f]

یاره سلام به درته وکړم
نور دا بيځایه په چا مکړه ګمانونه

د ټاپو رنګ د خدای در خلاص کړه
چې دله غمه شی بې غمه عالمونه

لنډۍ د ډیرې ښايسته کړې
اوس به د دواړو مزه ناک وی مجلسونه

د پاک جهاد نوم يې پرې کيښود
نوئې شروع کړل ارتجاع ته خدمتونه

اسلام يې توره ارتجاع کړه
چې د« جهاد» په نوم يې جګ کړل بيرغونه

اسلام يې توره ارتجاع کړه
چې په مسلمو يې ور وايستل تېغونه

اسلام يې توره ارتجاع کړه
په ترقۍ يې د الحاد وهل مُهرونه

د تا په حال مې افسوس راغئ
چې درنه پاته د کمون دی سبقونه

په پردو هغه خلک ناز کړی
چې په کلدارو او ډالر کړی جهادونه

په پردو هغه خلک نازی
چې پخپل عقل باندې نه کا باورونه

په پردو هغه خلک نازی
چې لا له مخکې نه پردو روزلی وينه

دا «پردئ کټ تر نيمو شپو وی»
چې په پرديو ناز کوی ناکام به وينه

نو شاه شجاع کله کامياب شو؟
چې به کرزی ور پکې وکوی خيرونه

دا د پرديو اجنټان ؤ
دا جهاد يان ؤخپل وطن بې وراناونه

د شر فساد دوران يې جوړکا
چور او چپاو دی له چا نشته تپوسونه

آخرينۍ مسرۍ د داوی
خالق د تاته هدايت وکړی مينه!

دا يوه به بله دعا وکړو
خدای د ما اوتا له رحمه نه محروموينه

.


که سل او شل کالونه تيرشی

Mohammad Hassan
25.06.2008

[quote:c3960eefbd]سلام عليک پخواني ياره
ښه چې راپیښ د ې په خوږو لنډيو شومه [/quote:c3960eefbd]

«غيرت» زما د بحث یار دی
په دواړو سترګو به يې اخلم سلامونه

ښه شوې چې ته په خير راغلې
ما لا د مخه د کول انتظارونه

په انګړ داسې وخت کې راغلی
چې زه به نن، سبا ترې کډې بارومه

د تاريخ حکم دی جانانه
چې ړنګوی به دا خوسا شوی نظامونه

د تاريخ حکم داسې وايی
چې ترقی به ارتجاع له منځه وړينه

دا بر بريت به ناکاميږی
دا مدنيت به ترې آخر وړی ميدانونه

که سل او شل کالونه تيرشی
وروستی بری د ارتقاء په لوری وينه

زما د بحث هوښياره ياره
تشو اوهامو نه د پاک ساته خيالونه

له تعصب مو د خدای ساتی
دا تعصب د سړی سترګې ړندوينه

د انتقام وختونه نه دی
راځی چې ونغاړو وحدت ته مړوندونه

آشنايه وخت مې نه رسيږی
که نه، له تاسې سره خوند کړی مجلسونه

اوس بې همدلته درته پريږدم
که بيا را پيښ شوم درته ليکم به شعرونه

د خدای پامان اوس درنه ولاړم
په تابه سپارم دا هجرې دا انګړونه

آخرينۍ مسرۍ د داوی
تاريخ به ورکړی ارتجاع ته ګوذارونه

دا يوه د بله ورپسې وی
د مدنيت دښمن د خدای وشرموينه

.


وطندوست
30.06.2008

دا بر بريت به ناکاميږی
دا مدنيت به ترې آخر وړی ميدانونه
په

دبربريت په معنا پوه شه
نادانه ياره بيځاي مه وهه دانگونه

هم مدنيت له ما نه زده كره
چي توپیر وكړي به دي دواړو كي ميينه

را به شم ستاسو مدنيت ته
چي کړم روښانه ټول عالم ته وحشتونه

كوم كي چي تاسو ياره ښكيل وي
په ډیر وحشت مو خپل افغان بربادونه

دخپل منصب به مينه مست وي
دا خوار ولس مو سور خامار ته واچوونه

تاسو پري هم چړي كري پسي
له سره خاماره تاسو پورته شوئ مينه

محكمي تش نوم ته شوي پاتي
دخاورو لاندي مو ژوندي خخ كړل ميړونه

په كوم دليل مو خلك مړه كړل
زرګونه كونډي يتيمان بي سره شونه
دهر فساد جرړه شوئ تاسو
نفاق، شقاق، نه مو ټولنه ډكه كړنه

دتعصب اور هم تاسو بل كرو
اوس دوژلو يي چا له نه ورځي چلونه

ملا وو ناست په خپل جومات كي
نه يي چوكي كړه نه يي غوښت دا لوړ پوسټونه

خو ستاسو دظلم تور لاسونو
له خپل جومات نه ډير به ظلم وويستونه

بيا مو شهيد په ناروا كر
له طالبانو نه مو تش كړل جوماتونه

بيا عوام خلكو پسي لاړئ
به خلاص ميدان مو پري ورخلاص كړل ماشينونه

بيا بلډوزري به ژر راغلي
به ژوندو مړو به يي زر جور كړل امبارونه

حال دكيرالي لژ راياد كړۍ
بيا مخاطب كړۍ خپل مړه شوي ضميرونه

بيا لږ هرات ته هم سوچ وكړۍ
چي په يوه ورځ كي مو روان كړل سره رودونه

دحوت 24 مي مطلب دي
نادانه ياره اوس به راكړي ځوابونه

دا چي په وينو كي لت پت شول
دا انسانان وو, كه سيندو راوړي وونه

په خلق پرچم كي يو راښايه
چي دسړي او دانسان زوي پاته وينه

دزندانونو حال را ياد كره
دا شرم و احساس تاسو ته ولي نه ګورينه

دسروري ظلمونه ياد كره
بي له قضا يي ختمول تنكي نسلونه

دا ترقي دا تمدن دي؟؟
چي په هر كور كي تاسو جوړ كړل ماتمونه

په دي سر بيره نه شرميږۍ
لكه د مار مو بيا اوچت كړلو سرونه

كه شعور عقل په دوي كي واي
له خپله لاسه به يي څكلي وو زهرونه

د كونډو رنډو لاس كه لنډ شو
خداي خو د خپل زور سره همه نابود كړينه

چي دا وطن بيا ګلستان شي
خلقي برچم نه يي هر لوري صفا شينه

دا آخرئ مسري دي دا وي
چي دهيواد ځوانانو بريښي دي خوبونه

دا يوه دي بله م وربسي وي
دهر ظالم نه به ژر اخلي انتقامونه


کټوازي

motakhel
10.07.2008

راكيټه لوړه غرغړه کړه

زموږ وطن ته كافيران راغليدينه

كا بل خوټول ډيموكرا سي شو

وس ملا عمر مجا هيد نشته غرك به سينه

په دا كرزي كي هيمت نه شته__ دي اميركا په غيږ كي پوروت ولي ګوزونه

دا ملا عمر اصلي افغان ده __ په تورو غرو كي مسا فر دي را به شينه


مېلمه
02.11.2008

کافران ځکه راغله ياره
ړانده عمر دې ورته ورکړل فرصتونه

عمر په غره ندی نادانه
سپينه ماڼۍ کې دی د بوش سره تل وينه

که دی رښتيا هم يو افغان وای
د ه به د افغان په وينو نکړل تجارتونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more