وطن پال او نور ګټور شعرونه
      کټوازی
      23.03.2006
    
خوږو ملګرو ، او يارانو ،
 سلامونه او نېکې هيلې !
_________________________
[color=blue:9f4cdd2da9] ماته دې تېره بې لوظي يادېږي ،
 تۀ دومره کلک مه راکوه لاسونه [/color:9f4cdd2da9]{ رياض تسنيم }
_________________
 ګل مې دوست ! خير يوسې تۀ هم ستړی مه سې !
      وقار
      23.03.2006
    
سلامونه
مړبهتردی نه هغه چې څوک بې پت وي
په يارۍ کې دې  څوک نه کا خدای بې پته
      (رحمان با با)
په مينه
___________
وقار
      وقار
      23.03.2006
    
ګران ورور صميم صېب سلامونه مې ومنه.
فکر دې وي چې غلطي زما نه ده زما بخت په افريقايي خوب ويده دی.
وخت ته وګوره معلومات درته کيږي ما په        10:08 باندې تېر کړی او تاسو په 10:07 باندې خو بيا هم تاسو مخکې ياست. ديو څو لحظو کار وو
 هر کنډو يي دغليم په مخ افت دی
هر ګذر يي نمونه د طو فا نو نو
       (پير روښان)
په درنښت
____
وقار
      کټوازی
      23.03.2006
    
[color=blue:338fc35cef] وي به ړنده چې کومه سترګه شي ړنده درپسې ،
 دا څۀ څراغ نه دی چې بېرته به يي بل کړې آ شنا[/color:338fc35cef]
{ دروېش درانی }
__________________________
 هاهاهاهاها وقار جانه زما بخت درباندې زورور سو او که د نېټ د Speed  معاملې دې مخه ونيوه !!!
      sahar
      23.03.2006
    
دوستانو  سلامونه  
  
        [color=white:0efb7b2f12]وږمې دپسرلي  نشته  دابڼ راته  شړښکاري
         دشپې تياره کې  ورک  يمه   سبا کله  راځې       [/color:0efb7b2f12]((((خالد بارګامی ))))
سهار
      کټوازی
      23.03.2006
    
[color=blue:8179500e24]  يه پوهې ! اور واخلې چې وسوځې ايره ،ايره شې 
   تۀ راسره  يې که  پۀ  ژوند  باندې محشر  راسره [/color:8179500e24]
{ [color=blue:8179500e24]سعيد[/color:8179500e24][color=red:8179500e24] ګوهر[/color:8179500e24] }
---------------
 سهار صيب ستړي مه سئ !
      sahar
      23.03.2006
    
يوځل بياسلامونه
صميم صيب دا ځل مونږ او تاسو په يوه دقيقه کې وړاندې وروسته شو
        [color=green:237930d0b2]  اشناغم چې څومره وي نو راکوه يې  
      اوس  له نوره  غمه زه  درته   اوزګاريم  [/color:237930d0b2]((((خاطراپريدی))))))
په درنښت
      کټوازی
      23.03.2006
    
[color=blue:390035d76b] منم له لمره مې پناه غوښتله ،
 ماد وريځو سايې څۀ کولې [/color:390035d76b]
 { عارف تبسم }
______________________
 سهار صيب ! ولې ملنډې  راباندې وهئ ؟ :oops:  :lol:  :oops:  خو بېرته يي Editing iکوئ نو ! :oops:  :lol:
      sahar
      23.03.2006
    
يم  دې ناترسه زمانې ته  حيران
لکه  ماشوم وي  ايينې ته  حيران    (((خاطر اپريدی)))
صميم صيب بښنه غواړم ٠
      هادي حيران
      23.03.2006
    
[color=red:3f5f001de0]نوراني کا هغه ځاى چې سره کېني
ديرينه څلور ياران په مشورت[/color:3f5f001de0]
(ستر خوشحال خټک)
      Dost
      23.03.2006
    
سلامونه ټولو وروڼو او خویندو!
[color=yellow:9d825afba1]تنها حالات مو د سرو شونډو نه خندا شوکوي
.............................................کنۀ د حسن پۀ ورشو کې زندګي تېروو[/color:9d825afba1]   (اند)
هادي جانه ! وبښه چې سره ټکر سوي وو، دا دی بېرته مې تغیر ورکړ .
      sahar
      23.03.2006
    
سلامتيا ټولو خويندو ورونو ته د هميش لپاره غواړم
[color=white:61e671e662]وکړی پوښتنه دبنديانو نا ځوانې مه کوی
خپل لياقت وګټې, خپل شرافت وګټی دقام عزت وګټی[/color:61e671e662]
مننه صميم صيب د تود هر کلي نه دي مننه
      عصمت الله
      23.03.2006
    
بیا هم ټولو ته سلامونه او خوشاله شپی او  ورځې له خدایه غواړم
صمیمه وروره ښه شوله چې بیرته په خیر سره حاضر شولې
خو زموږ دا هیواد دان یا په بله وینا هیوادونه  ورورنه نشته خدای د وکړی چې په خیر سره هغوی  هم حاضر شی ،
یو ساعت د خدای په ذکر مشغول نه شوې
تمام عــمر دخپــل ځـــان په غــــــــم مشغوله  
 رحمان بابا
      sahar
      24.03.2006
    
اسلام عليکم
[color=white:6882d815c0]هر څوک به د ځان غم خوري زه په غم کې يم د يار 
قلنګ  د  تورو  سترګو   مي  په   ځان   منلي   دي[/color:6882d815c0] 
 
ملنګ جان 
بخښنه غواړم زما تير شعر هم د ملنګ جان دي
      Dost
      24.03.2006
    
سلامونه ګرانو!
[color=yellow:1fc7ceaff0]يو لحظه  د ي مخ  له رقيبا نو پټو مه    
................................لمبې خا مو شه نه سې تما شې ته دې  درځم    
[/color:1fc7ceaff0]
(جهاني)
      هادي حيران
      24.03.2006
    
[color=red:db12f4b498]ما ټيټ ورته لېمۀ کړۀ زما سر نۀ ټيټېدۀ
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم[/color:db12f4b498]
حمزه بابا
      Dost
      24.03.2006
    
[color=yellow:6b6ff3be69]مینې مې د ژبې پۀ سر نوم د یار کرلی دی
.........................................څۀ وکړم زاهده چې توبه مې پۀ خولۀ نه راځي[/color:6b6ff3be69]
(صديق کاوون)
        
        
      هيواد شېرزاد
      24.03.2006
    
سلامونه دوستانو!
يو او بل ته په خندا شي چې ګلان راشي دنيا ته
بس همدا بې خبري ده نوم يې ايښی پرې ګلزار دی 
"حمزه بابا"
      هادي حيران
      25.03.2006
    
[color=red:7755449f64]ياره زۀ حيران يې لېونى نۀ کړم
اوس دې په کتو کې اثر نشته دى[/color:7755449f64]
(باچازاده حيران)
      کټوازی
      25.03.2006
    
[color=blue:afa1d094e2] يم  دومره لېونی ستا دپرېشانو زلفو زۀ ،
 چې چېرې خو به خاورې بادېدې رايادېدې [/color:afa1d094e2]
{ خاطر اپريدی }
 
___________________
 عصمت الله جان وروره ! کور مو اوباد !
      هادي حيران
      25.03.2006
    
[color=red:4e58292df8]يا د ژوند بايللى جنګ دى
او يا زه پهلوان نۀ يم[/color:4e58292df8]
غني خان
      hewad
      25.03.2006
    
ګرانو هېوادوالو سلامونه!
زما وړانديز دادئ کۀ چېرې داشعرجنګي دشاعرانو لۀ لورې پرمخ يووړل شي ښۀ بۀ وي ٠ البته خپل شعرونه بۀ  ليکي٠ موږ سره خوکتابونه پراتۀ دي هرکتاب څخه يو څۀ ليکو٠شعرجنګي کې خوبايد لۀ ياده شعر وويل شي٠ دازماوړانديزدئ٠
پۀ درنښت هېواد
محبت مينه يې زړوکې تل ژوندی پايي پۀ مينه
دوحدت دنورپۀ وړانګوکې رڼايوه دره ده
نصرالله حافظ
      عصمت الله
      25.03.2006
    
موږ ته زخمونه  دځیګر دسترګو اوښکې پاتې
پاریس ته ځـــــي د زمــــــرودو دلاجـــــورو بیړی 
 پیر محمد کاروان
      عصمت الله
      25.03.2006
    
هیواده  وروره  سلامونه ښه شوله چې ته هم په خیر سره  حاضر شولې
خو  دا تصادف ګوره چې ته زما نه دوه دقیقی  مخکې شولې 
مخکې چې ما د کاروان  صاحب دشعر کوم بیت لیکلی وو هغه ستا  لخوا لیکل شوی بیت سره سر نه خوری  دا ده د غنی خان  دشعر یو بیت به ولیکم
هغه ده سپوږمي دونو څوکو کې مسکي شوله 
پاڅــیږه لالــــیه  اوس د باغ دکـرزیدو دي وخت  
غنی خان
      Dost
      26.03.2006
    
سلامونه او مینه!
[color=yellow:f551291b8d]تا ته چې خوښي زما ژړا کې تصور سوله
..............................................ما هم ډکو سترګو ته د(شال) لمنه ونیوه [/color:f551291b8d]
(مېرمن مستوره "شال")