ادبي ټوکې ټکالې
کټوازی
08.09.2005
[color=indigo:b0f8b70d80] ګرا نو يارانو سلامونه خو مې بې بيې ومنئ !
نور خو ستاسې دعاګانې دي له هر ې خوا خلاص شوی يم !
هو تک لالاخبر دې يې ، وايې پۀ تيارۀ کې هر څوک ډارېږي ، خو څوک نارې وهي او څوک يې نه ! زما لا ډېر پخوا پښه ښوئېدلې وه ، اوس هم لا پسې ښوئېږم ، تر دې وروسته خدايزده لا نور څومره پسې وښوئېږم ، خو ولې اوس ستاسې دعا ګانې دي تردې ځايه ښوئېدلی يم چې هر ځای کېنم که غم وي که ښادي ، له ځانه سره سندرې وايم !
دا له ډېر پخوا راهيسې زما حال دی ، ستاسې به اوس پښه ښوئېږي ، زما تر ځايه چې را رسېږئ ،خدايزده ، پر نارو مو څومره خلک خبر شي !
پۀ ځوانه ځواني سپين ږيری شوی ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی [/color:b0f8b70d80]
انځورګر
09.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
مجيب انګار
09.09.2005
ګرانه خالده!
ياره نن مې چې ستادابې ټوکې او بې خنداليکنه وليده نو ډېرخوښ شوم؛خوښ په دې شوم چې دپېښوريانو خبره کم سې کم دا برخه خو درته ياده ده.
جانانه تالکه دنجيب عامر په ژوند ځان رانه پټ کړی .داسې مه کوه کله کله خو يونيم دټوکو غونډاری را ګوزاروه.
کټوازی
09.09.2005
ښاغلي خالد هادي ورور ته سلامونه او نيکې پيرزوينې !
ګرانه ليکنې دې ولا زۀ هم نامېنده کړم ، او بيا دې لنډۍ ،
[quote:414d233aeb] د طالبانو درک نشته ++ پر حجره باندي ئې پرېوتل ګردونه [/quote:414d233aeb]
[color=indigo:414d233aeb]خو دې خدای سته ، ډېر اغېزمن کړم ، ما خو ويل دلته به ( ستاسې پۀ حجره کې ) لږ ساه واخلم ، ځکه پۀ نورو حجرو ( فورمونو ) کې خو مې يوڅو ځايه دخلې خوند ډېر بد شو ، خو ولې ستاسې له خوا ، له يوې داسې ګيلمنې ليکنې سره مخ شوم ، چې ځان مې هېر سو او ستا سې ګيلمنې او نامېندې ورځې مې د خيال پېغله څو اوښکو تويولو ته اړ کړه !!!
زما ناأشنا أشنا ،خالد جانه :
ګوره چې دپښتنې حجرې دروازې دې راته پورې نه کړې !!! [/color:414d233aeb]
[color=indigo:414d233aeb] پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی[/color:414d233aeb]
مجيب انګار
09.09.2005
سلامونه وروره!
دې درنې حجرې ته ستړی مه شې.
وروره ! تاسې ته به مالومه وي چې ددې حجرې چلوونکی هم خالد صاحب دی خو دکله نه يې چې دبينوا ويب پاڼه جوړه کړې دیخوا سر نه راښکاره کوي اوښکاره خبره ده چې خالد بابا ډېر بوخت دی بیايې هم آفرين چې په يوازې ځان دا دومره ستر کارونه کوي؛ خو که لږ لږ ديخوا هم رازي نو موږته به وياړ را وبښي.
خالد بابا يوه زړه شړۍ او دوه خيرن بالښتان ؟ چې دازه به شړۍ يم که بالښت(په خندا)
انځورګر
10.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
خیریوسی
10.09.2005
محترمو د فردیسی دحجری یارانو په وریښمین دسمال کی پیچلی سلامونه ومنی
ما به هم دحجری ودیواله ته ډډه لکولي وه ستاسو ټوکی به می اوریدلی کله ناکله به می ډیر وخندل اوس چی راشم تر ماښامه دحجری ودیوال ته ډډه ووهم ماښام پټو تکوهم ولاړسم دهیچا ټوخي نه واورم دروازه ئی لا بنده کړی وی چی لاروی به اوبه پکښ ونه چښی دهوتک لا لا لکچی بخت خلاص شوی دی او هیوادصاحب په دیوان لیکولولو بوخت دی انګار صاحب د میلمنوسره اخته شوی دی که څه ورپیښه ده او خالد لالا وایی زما کارونه ډیر دی سلام راوچوی زر دحجری څخه راووزی او هغو دوو خوندو بیخی درک نسته او تاسو ته دی معلومه وی هغه دوه بالښتان وه په حجره هغه یی هم لابراتوار ته دمعاینی دپاره وړی دی
زه به هم یوه وړه ټوکه درته ولیکم بس په يوه شرط چی د هوتک لا لا څخه به می ساتی چی ټوکه راباندی ونکړی
زموږ په کوڅه کی یوسړی و نوم يي وزیر ؤ یوه ورځ دوزیر اکا د منګور سره یوه ښځه مخامخ شول روغبړ يی سره وکړ په اخیر کی پوښتنه ځنی وکړه خورکي ته دچا دکوریی د وزیر اکا مونګور ورته ویل زه تر پاچا را لاندی دهغه مونګور یمه
ابو محمود ستاسو دحجری خدمګار
کټوازی
10.09.2005
د پردېسۍ د حجرې خوږو يارانو ، تر هر څۀ وړاندې مې رنګين سلامونه و منئ !
خالد جانه ، ستاسې مينه به څرنګه کمه و بولم ، چې پۀ لمړۍ ليکنه کې دې دومره مينه او لورينه محسوسوم لکه دکوچنيوالي ياران چې يو ، او يا ډ ېر له پخوا راهيسې سره پېژنو ،اوبس ٠ ([color=yellow:0aadb38fdc]هسې نه چې د رومانس رنګينې ،حسينې او دلنشينې نړۍ ته ننوځم [/color:0aadb38fdc] )
حجره مو رښتيا هم تر نورو ټولو حجرو هوسا اوبسيا ده ، اوکه ياران دروښان خيالو پر اصطلاح Expire نه شول که خدای کول نوره به هم لاپسې توده شي !
پۀ نورو حجرو (فورمونو ) کې خو دپېښوريانو پر ژبه هسې ځان ته کارکتل دي ، او يا پاړسيوانان وايې [color=darkred:0aadb38fdc]اګر غم نه داري بز بخر [/color:0aadb38fdc]!
پاته شوه د هوتک لا لا د انټرنېټ يارانه ، نو خالد جانه فکر نه کوم ، چې پښه به يې وښوئېږي ، ځکه هوتک لا لا خو زما اوستا غوندې نه دی چې ټول عمر دې يوې لارې ته پر کتو کتو تېر کړي ، او بيا دې ووايي [color=indigo:0aadb38fdc]:ياره دې يارانې له کاره و ايستلم ، ګنئ پۀ ما کې خو ويل نۀ و ۀ ![/color:0aadb38fdc] د لته پۀ دې هکله يو هائيکو را پۀ زړۀ شو،
[color=darkred:0aadb38fdc].............................................. چې دهغې ډولۍ پر مخه راغله ،
.............................................. چا وېل پۀ تا باندې خو هيڅ و نه شول
............................................ ما وېل زۀ چا چا پسې وژاړمه !!؟[/color:0aadb38fdc]
[color=indigo:0aadb38fdc] پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه [/color:0aadb38fdc]
خیریوسی
11.09.2005
کټوازی صاحب په خیرراغلي به خیر راشی وروره خلګ ټوله دانارو انګورو پر میلو اوښتی دی
لابراتوار تر معینی ورستته دا په ډاګه کړه چی بالښت کی دوی دری زهر لرونکی شپوږی موندل شوی دی
چی هغه دانسان وجود دا لاندی مواد داخلوی :
بیزوفروف :( دامواد که دانسان وجود ته داخل شی سمدستی انسان د ځنګل بر مخ روانیږی دهغه دکور کالی ډوډی ضرورت رفع کیږی)
حقو نوف: (دامواد که دانسان وجود ته داخل شی سمدستی نر او ښځه په ځپل منځ کی په جګره ماری اخته اونور ځنی بیغمه پاته کیږی
نو دهجری دڅارونکو څخه په جدی توګه هیله کیږی چی د بیف باف دشرکت سره دټیکی لاسلیک وکړی چی دښپږو مخنیوی اول په اول وشی که نه نوبه دحجری بالښټان دډډی وهلو څخه خالی پاته شی
نور به زه خپل پټو وڅنډم خلګ دانګور وانار په میلو بانی اوښتی دی
دپردیسی دهجری دیاران نو دخوشحالی په هیله
ابو محمود
کټوازی
12.09.2005
د پر دېسۍ د هجرې خوږو يارانو پۀ ځو ليو،ځو ليو سلامونه !
أبومحمود وروره ، ژ وندی او ګړندی اوسې چې خبر دې کړم ، د هجرې پۀ بالښتانو کې دوې درې سپږې پيداسوې دي ، چې د انسان بدن ته د[color=red:480178a165] بیزوفروف اوحقو نوف [/color:480178a165]پر نومونو زهر ژن مواد داخلوي چې انسان پر لېونيو او سرچپه ناروغيو اخته کوي ، خدای مکړه ستاسې د ګېډي لابراتوار ازموينو اووړاندوينوکه پۀ عملي ډول ځای ونيو ، نو انګار به رانه پۀ کوم غار کې ځان خلاصوي ؟ ځکه پۀ بالښتانو کې خو دی، حساب دی ، او دامې هم وواره ، چې خالد جان هم و لاکه پۀ سوکه پرېږدمه ، ځکه د اټوله پړه خو د دۀ ده ، چې له ډېره وخته راهيسې بالښتان پر ېمينځلي دي او نه يې لمر ته ايستلي دي ، تر څو يې ورځنې داسې لېونۍ سپږې وکړې ،چې پر خوړلو سمدلاسه دسړي مېله ورسپېروي !!! توبه ، توبه خدای مې دې و ساتي !
زما اټکل خو د خالد جان پۀ هکله تش راووت ، ځکه ما خو داسې اټکلوله ، چې خالد جان به پۀ خپلو چارو کې ډېر جدي وي ، مګر اوس و پوهېدم ، چې ياره صميمه يو تۀ نه يې ،نورهم ډېر ملګري لرې ، او له ځانه سره مې وويل ،[color=white:480178a165] چې دننه يم وايم زما ورانه ده ، خو چې د باندې راووځم ، وايم يه ، زما ودانه ده د بل ورانه ده ! [/color:480178a165]
[color=indigo:480178a165] اوس هم بايد شکر وکاږو ، چې خالد جان خدای د سړيو پۀ ډله کې راګڼلی دی ، خدای مکړه که ښځه وای ؟ د کوم بد بخته پۀ کور به ورننوتله ؟ مخ خو دې يې پر دواړو لاسو تورولای !!! ها ها ها ها [/color:480178a165]
[color=yellow:480178a165]
پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه [/color:480178a165]
انځورګر
12.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
کټوازی
13.09.2005
ها ها ها پۀ مينه او خو ښۍ ،
ډېر زبردست خالد جانه څومره ښۀ وړانديز مو کړی ،
خو زۀ وايم که داسې وکړو ، دا بالښتان او شړۍ ( انګار او هوتک ) بېخي له دې ځايه و شړو نو لا به ښه وي ، تر څو د تل لپاره له دې سپږو ځنې ځان خلاص کړو ، ځکه يواځې د سپږو پر شړلو سره نه سو کولای ځانونو له ياد سوو سر چپه ناروغيو څخه و ژغورو ، او پرته له دې شړۍ او بالښتان خو هسې هم او س ډېر زاړۀ سوي دي له دې امله يې هم بايد نور د فيلسوفانو منځ ته و ر غورځوۀ تر څو هغوئ پر بلا اخته کړو ٠ها ها ها
خو خالد جانه : يو ې خبرې ته بايد ستا غوږونه هم راتاو کړم ، تاسې پۀ دې حجره کې د کوربه پر ګدۍ ناست ياست ، ځکه دا دنده هم پر غاړه لرئ چې هر وخت د حجرې د پاکوالي فکر ولرئ ، او که راسره و مو نه منله ، بيا دې خپه کوم [color=yellow:63387f9139] ( پۀ مينه )[/
color] ځکه چې ناراستي ار سستي زما هيڅکله هم نه خوښېږي ، [color=white]مګر د بل ، نه خپله !!![/color:63387f9139] ها ها ها هها
خالد جانه دامې هم واوره :
[color=indigo:63387f9139] مينه پۀ تلو راتلو زياتېږي ****** کله راځه کله به زۀ درځم ميئنه ! [/color:63387f9139]
[color=yellow:63387f9139]پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه [/color:63387f9139]
hotak
13.09.2005
زمادهجرت دغريب خانې درنو اوسپكو ميلمنو اكثره ستړي مشۍ!
ياره داستاسي ترهايكوګانوپوري يوه هايكوماته هم راياده شوه.
مورمي پيښورته لاړه
زه يي دكوزدې په تمه كينولم
داچي راغله ځان ته يى كوزده وكړه
*************************************
زه مي هم دمورله قصده
په يوه خوستۍ جلۍ مين شوم
هغه مي هم ترمورمشره وخته
يارانو داوس لپاره همدومره. ځم كارته روان يم بيابه كه خيروي ګورو.....
مينه مننه نصيراحمدهوتك
انځورګر
13.09.2005
سلامونه
څاروان
14.09.2005
د څاروان غريبانه سلامونه قبول كړي.
خوښ شوم چه د هجري پر فضا د څه وخت څخه حاكمه چپتيا ژامي ماتي شوي او كډه يي كړي. او د فلسفيانو له ويناو څخه ستړي شوي ياران پكي په ګپ شپ بوخت دي، هيله من يم چه د دمي جوړلو څخه ورسته مو لكه پنچر سيكل په نيمايي لار كې پري نه ږدي.
خالد جانه د هوتك لالا د كوژدي څخه د بسوګي واده جوړ دي خواركي چه په خپل كوم مزي غزولي وه هغه هم ..... خير هوتك لالا دا د انټرنټ ياراني همداسي خيږي.
-------------------
په مينه او مننه
څاروان
--------------------------------------
په ژبه هر يو كار نن كيږي
په خوږه ژبه راخپليږي پردي زړونه
د جانان ژبي ته حيران يم
څومره خوږي پستي خبري پري كوينه
خیریوسی
14.09.2005
دپدریسی دحجری یارانو روغ جوړ خوشحاله په تن پټ او په کیډه ماړه اوسی
هوتک جانه پر تا دکوژدی ډیر کړاونه تیرشوی دی اوس ستاسو دمشوری په ډول پوښتم ما یوه دانترنت یاره پیداکړی ده او موافقی دکوژدی هم سره رسیدلی خپل انځور یی دلږعمر رالیږلی دی لاکن د اواز څخه ښکاری اتیا کلنه جته ده
ستاسو څه مشوره ده که نور څه نه نو ( دسر درد و ډیر خوب و دبندو درد و دوینی پشار او داسی نورو مرضو علاج کولای شی) سنت دنبی کریم (ص) به ژوندی کړی (حجامة ) ومسلمانو ته به وینی ورکاږی
ستاسو ټولو دخوشحالی په هیله
ابو محمود
کټوازی
14.09.2005
له بدو سترګو پۀ امان اوسئ ، ورځ پۀ ورځ د فيلسوفانو له بحثونو راستړېږئ، که خدای کول نور به هم لا راستړي شي ، خو دڅاروان لالا پۀ دود هسې نه چې له کريابې ورځې راځي او بيا مو لکه پنکچر بايسيکل پۀ نيمه لار کې پرېږدئ [color=yellow:c498c11e00] ( ځان نه شمېرم )[/color:c498c11e00] [color=indigo:c498c11e00]هه هاهاهاها[/color:c498c11e00]
هوتک لالا ولاکه پوه سوی يم ، زۀ دې پۀ کومو مېلمنو کې ګڼلی يم ،[color=yellow:c498c11e00] ( پۀ سپکو ،که پۀ درنو کې ؟ ) هه هاهاها[/color:c498c11e00]
[color=white:c498c11e00]هوتک لالا ، خدای دې پۀ لوري سه ، خو څوک خبردي ، وايي د زوی پۀ هيله مور له مېړۀ ووته ، کېدای سي ستا مور خوارکۍ هم ستا پۀ هيله .................. ځکه يې داسې سرچپه تصيم نيولی وي !!! هه هاهاهاها ولا که بل وړوي ![/color:c498c11e00]
[color=yellow:c498c11e00]پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه [/color:c498c11e00]
انځورګر
14.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
مجيب انګار
14.09.2005
دادی له خيره دټول افغان دازموينې پايلې اعلان شوې اوتکړه زده کوونکی ښاغلی حليمي صاحب د۷۰۰ ليکنوسره لومړی مقام او ۷ ستوري(مډالونه) ترلاسه کړل.
مبارکي ورته وايو.
یاره خالده که داسې خبر وای چې يووخت به مډالونه هم وېشل کېږي نو اوس به حليمي اکا رانه اووه نيم شلې لوېشتې شاته و. او به ماته به شپږ شلې ستوري لږېدلي وو او لکه داستادرباني دوخت پوځيان سينه او څټ به مې له مډالونو ډک وه.
خوداهم ددې کړيتي پړيتي ټوکوبرکت دی کنه نو اوس به داهم نه و، خوياره لکه چې داخبرونه او راپورونه هيڅ مډال نه لري؟
ياره غوږ دې لږ رانژدې کړه او زمال له خولې درنه خبرنه شي کامه وال ته ووايه چې دخبرونو مډالونه به کله وېشي؟
hotak
15.09.2005
يارانو سلامونه اودټول افغان ټولو درنو خورضابطانو‘ډګرمنانو‘ډګروالانو‘جنرالانو اومارشالانو ته دمډالونو دګټلو له امله مباركي وايم.
په تيره بيا مارشال حليمي صيب ته چي پكارده دمارشال په ځاي ورته سترمارشال وليكل شي.ځكه دومره مډالونه خو والله كه دسټالين دپير اليګزانډرتيخونوف هم اخيستي وي .اوس نوګرزه غوړبريتونه!تراوسه هم خلكو كونه درنه پوده اوس نو والله كه په مخه هم درشي ځكه دنوري بدماشۍ ترڅنګ له خيره مارشال هم شوې اودادمارشالي له ... دي خداي سړی ساتي.......
دادمارشالۍ تر.....د.... يوه په زړه پوري ټوكه راياديږي خودحليمي صيب درانه شخصيت ته په احترام سره ورنه تيريږم........
خويوه خبره ده. كامه وال دادومره مډالونه له كومه كړي چي په هرللوپنجو يى ويشي؟
اوآيادامډالونه يوازي په ليكنو(پرته له دې چي محتواته يى ځيرشو) وركول كيږي؟
كه داسي وي سرله ننه يى ګورۍ....هماغه خپلي پخوانۍ كړتي پړتي به ليكم.
پريږده چي زه هم دفورم مارشال شم.
هلكه صميمه بچوپخير!!! ته خولاراغلى نه يى اوله خولې داسي پارچاو شوې لكه عمل وهلي(اسهال) چرګه چي نه ډيران ګورې نه دسترخوان.....
پام چي په موركي مي نورڅه ونه وايى كنه نو هغه دكوچي خبره بيادي ...............
هوريښتيا دارته ووايه چي په كټواز كي څوك يى؟ سليمانخيل؟خروټى‘ اندړاوكه سيد؟يوځل چي زه پوه شم ته په قام څوك يى بيا يى نو نورماته پريږده.............
پاتي شوه دكوزدې خبره نو زه دنيټ چنجى نه يم چي هلته به له ناليدلوانجونوسره تارونه غزوم. ماچي دومره وخت لرلاى نو اوس به مي راباندي خپله دغه دپرديسۍ حجره آباده واى.... وايي دكلال سپی دكورله ښې هم وتلى وي اودصحرا له توښې هم.
هوتك هم تياردكلال سپى دى. والله كه به يامورراباندي خوندي شي ياپلار......
هسي دژوند شپې دي چي اړوو يى...............................
مينه مننه: ستاسي كشر نصيراحمد هوتك ابن حاجي ملخى هوتك مرحوم ومغفور
کټوازی
15.09.2005
د پردېسۍ د حجرې خوږو يارانو له سلامونو او مډالونو سره !
شېرزاد کاموال صيب ته دې خدای ج اوږد عمر ورکړي ، چې د حضرت صيب پۀ څېر يې ټول د جنرالۍ او مارشالۍ پۀ څوکيو و نازول او يو ډېر ښۀ روايت يې راژوندی کړ !هاهاهاها
نصير احمد ( هوتک ) جانه ، خدايزده، ولې دومره راته پۀ قار يې ، چې ځيګر دې يواځې پۀ هغه صورت کې راباندې يخېدای سي چې خپل قام يا قوم درته و ښيم ، خير تۀ راباندې خپل ځيګر يخ کړه ، څومره چې دې وس وي ، درياب پۀ لوټه نه خړېږي زۀ پۀ قوم سلېمان خېل يم خو اوس دې هم ولاکه چندان ګلان شيندلي وي ، چې ستا د سړيتوب جوهر وښيئ !!!
وايي يوه ورځ درې څلورو غلو يو سړی د بازار پۀ منځ کې کلک کلک و تړۀ تر څو يې يوسي ، سړي چيغې او بدې ورځې وکړې چې د خدای پاردی غلو يووړم !!! خلک سره پرې راټول سول ، چې واقعيت درک کړي ، مګر غلو له ډېرې څلاکۍ او مکارۍ څخه کار واخيست ،او پۀ ډېر خواشينونکی ډول يې و ويل تا دې خدای را روغ کړي ، موږ به غلۀ هم راتېر سو
نو اوس هوتک جانه تا دې خدای دومره کړي ، چې نورپۀ خپلې مور پسې له پسخند څخه لاس پر سر سې ، موږ دې ملامت يو ، ګنئ تۀ يې پۀ اثبات نه سې رسولای ، ما ستا دمور پۀ هکله له بې باکۍ څخه کار اخيستی وي ، ما پۀ خپله ليکنه کې د ټوکې پۀ توګه ستا د ورستې ورځې يادونه کړې ده ، چې بېرته يې پۀ ساړۀ دماغ کتلای او لوستلای سې ، ګنئ خالد جان ، څاروان لالا او انګار ورور دې د انصاف تله پۀ لاس کې
واخلي او بس .
پۀ بې کچه مينه ، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
مجيب انګار
15.09.2005
سلامونه
ترهرڅه دمخه يوه غوښتنه کوم چې داپه سرو شنو رنګونو ليکنې مه کوئ په تېره دازيړرنګ خو والله لکه پتي(دال) چې په ....
اسدالله خانه وروره يوخوداستانوم دومره اوږددی چې په ليکلويې سړی ستړی کېږي.(خپه نه شې ټوکه ده)
دهوتک سره دغه لانجه همدلته پای ته ورسوئ او خپلو ټوکوټکالوته زور ورکړئ.
هوتک لالا ته هم لږپام کوه کنه ياره چې په ګرمه کې راشې بياهرڅه لکه لړشنګ بادباد کړې.
بس نورداموضوع بدله کړئ.
hotak
16.09.2005
يارانو مينه اوسلامونه
له ټولوهغو دوستانو بښنه غواړم چي زړونه يى رانه ازارشوي وي.په تيره بيا له صميم جان كټوازي نه. وايي: په يارانه كي ځان سندان كړه*پكي پيښېږي دهوتكوګوزارونه
ياره ټوكه بايدچي ترمنځ ازاده وي.زه پخپله ډيره مرداره پارچاو خوله لرم.والله كه مي له وروره هم سپمولي وي.خوامه بدوۍ خوله زړه نه بيا ګورۍ ډيرپاك يم......
مينه مننه
کټوازی
16.09.2005
د پردېسۍ دحجرې خوږو يارانو پۀ ځوليو ،ځوليوسلامونه !
ياره انګاره وروره ، د جرګو مرکو سړی راته ښکاره سوې ، خالد جان خو تش پۀ توره د خرۀ لکۍ ( ټايي ) پۀ غاړه کې اچولې ده ، ولا دواړه يې ختا دي !هاهاهاهاها
مګر تاسې هم پۀ نېشه کې تېشه راووهله ، ژېړ رنګ خو زما أئيډل رنګ دی ځکه چې زۀ پرې ديو روماني انسان پۀ توګه د يوۀ ځانګړي مهال تنده ماتوم !!!
**********
أف بيا رانه پۀ اتڼ کې د پيرانو ( قوالي ) غاړه وسوه ، خدای خو دې د دې رومانس بوټی وکاږي ، يو ځای يې هم له اغېزه نه سم وتلای ، بيا که هوتک جان راته څۀ ووايي ، نارې به هم زما له خوا وي !
نصير احمد جانه ( هوتک لالا) پۀ ياري کې بنګړي ماتېږي ، پۀ محبت اوسياست کې هر شی روا دي ، زموږ مجلس خوهم که ټول پۀ ټوله سياسي او روماني نه دی خو ولې ورځنې خالي هم نه دی ،لوړ ځوړ هر ځای پېښېږي . .....................
پۀ مينه او لورينه، ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
ځان دې زړوجامو کې جوړ کۀ
.................................. لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه
انځورګر
16.09.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو