اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
hewad
09.09.2008
ګرانو قدرمنو هېوادوالو اسلام اعليکم !
ښاغلی وهاج صاحب او ښاغلی حامد صاحب لۀ ستاسونه ډېره مننه !
١-د پشلمي او د سهار د لمانځۀ تر منځ فاصله شته او کنه؟ کۀ لۀ اذانه سره سم د پشلمي وخت پوره او لمونځ روا کېږي؟
٢-کۀ چېرې د تلاوت سجده لۀ چانه پاتې شي او يا شمير کې يې تېروزي ، څۀ بايد وشي؟
٣-کۀ څوک د تلاوت څو سجدې يو ځای ادا کوي٠ د هرې سجدې لپاره بايد بېل بېل نيت وتړل شي او کۀ پۀ يو نيت څو سجدې ادا کړي؟
٤-کۀ څوک د لماځۀ پۀ نيت کې تېروزي څۀ بايد وکړي؟د بېلګې پۀ توګه کۀ
د سهار لمانځۀ پۀ نيت کې څوک دوه ځلې نيت وکړي چې سنت لمونځ ادا کوي
او يا دواړه ځلې د فرض لمانځۀ نيت وتړي٠
٥-مسلمانانو ته ولې د ابراهيم عليه سلام ملت ويل کېږي؟
٦-د اسلام سمبول ولې سپوږمۍ او ستوری غوره شوی دئ؟
پۀ درنښت هېواد
رښتینی
09.09.2008
ښاغلی هیواد لیکلی :
[code:1:cdba94a187]١-د پشلمي او د سهار د لمانځۀ تر منځ فاصله شته او کنه؟ کۀ لۀ اذانه سره سم د پشلمي وخت پوره او لمونځ روا کېږي؟
٢-کۀ چېرې د تلاوت سجده لۀ چانه پاتې شي او يا شمير کې يې تېروزي ، څۀ بايد وشي؟
٣-کۀ څوک د تلاوت څو سجدې يو ځای ادا کوي٠ د هرې سجدې لپاره بايد بېل بېل نيت وتړل شي او کۀ پۀ يو نيت څو سجدې ادا کړي؟
٤-کۀ څوک د لماځۀ پۀ نيت کې تېروزي څۀ بايد وکړي؟د بېلګې پۀ توګه کۀ د سهار لمانځۀ پۀ نيت کې څوک دوه ځلې نيت وکړي چې سنت لمونځ ادا کوي او يا دواړه ځلې د فرض لمانځۀ نيت وتړي٠
٥-مسلمانانو ته ولې د ابراهيم عليه سلام ملت ويل کېږي؟
٦-د اسلام سمبول ولې سپوږمۍ او ستوری غوره شوی دئ؟ [/code:1:cdba94a187]
لومړۍ : اذان په سپیده چاود کیږی له کوچنی وقفی وروسته لمونځ رواکیږی
دویم : که پاته شی وروسته دی وکړی او شمیر دی په غالب ګومان ونیسی خو د
تلاوت په مهال یی سمدستی کول ډیر غوره دی
دریم : د نیت تړلو له پاره دامهمه نده چی په خوله به هغه معروف ګردان تکراروی
دقران دتلاوت دسجدی نیت په زړه کی لره او په سجده ورځه
څلرم : ډیر خلک دنیت ستونزی لری خو که څوک دا ستونزه ولری هغه
دی په خوله نیت نه وایی په زړه کی دی فرض یا سنت لری او تکبیر اولی
دی کوی اصلا ستونزه له هغه معروف ګردان نه راپورته کیږی چی نیت کوم
دلمانځه دومره رکاته او به دا وخت ..... نو که څوک په دی ګردانونو کی تیروځی
یاشکمن کیږی هغه دی دزړه په نیت بسنه او کفایت کوی
پنځم : د خدای رسول صلی الله علیه وسلم ته امر شوی : واتبع ملة ابراهیم حنیفا
شپږم : لا اعلم والله اعلم
په مینه او په روژی کی ددعا هیله لرو
ع کريم حليمي
14.09.2008
مکرم هيواد صاحب ،سلام مي ومنه
السلام [color=white:1905ac7bd0]عليکم[/color:1905ac7bd0]
٦[quote:1905ac7bd0]-د اسلام سمبول ولې سپوږمۍ او ستوری غوره شوی دئ؟ [/quote:1905ac7bd0]
په دې سبب چه :قال تعالى: ([color=blue:1905ac7bd0]شهر رمضان الذي انزل فيه
القران[/color:1905ac7bd0] هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان فمن شهد منكم
الشهر فليصمه من كان مريضا او على سفر فعدة من ايام اخر يريد الله بكم
اليسر ولا يريد بكم العسر ولتكملوا العدة ولتكبروا الله على ما هداكم
ولعلكم تشكرون