وطن پال او نور ګټور شعرونه
Miwand Patang
15.05.2007
ما درته مخکې ویل سلاما
هغه سلام چې د جاهل په طرف ځینه
د آیت متن داسې نه دی
ای ګناهګاره توبه وباسه مینه
سرتمبګۍ ته هم یو حد وي
تا ټول حدود د رسوایۍ طی کړي دینه
ته د ښکنځلو جګړه مار یې
ته د قرآن کلام غلط لیکې مینه
دا د عربو سلام نه دی
د خدای سلام دی چې ناپوه ته یې کوینه
د آیت شریف متن داسې دی:
لوی الله په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمایلي دي:
(و اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما) الآیه
ژباړه: (او کله چې له جاهلانو سره مخ شوی نو ورته ووایه چې سلاما) ځکه هغه د پتنګ په څیر هر ډول معقول دلیل ته د رد ځواب وايی او چې نور څه یې په وس پوره نه سي کله کله د نصیحت لاره را مخې ته کړي، کله تهدیدونه کوي، کله له خونکارو طالبانو خلک ویروي او چې بیا هم هیڅ و نه سي نو ښکنځاوې خو یې د مغزو په تارونو کې د غڼې د ځالې په څیر هر لوری وودلې او داسې څه له خپلې خولې بادوي چې په هیڅ کتاب نه وي روا.
پتنګ لیکلي دي:
[color=cyan:10d3072b08]نورې لنډۍ ستا سره نکړم
..................................................په عربي ژبه سلام در اچوومه :
اذا خاطب هم الجا هيلونا قا لو سلا ما ![/color:10d3072b08]
Miwand Patang
15.05.2007
د پاسه دوې جنازې راغلې
د دادالله جنازه تور پنجاب ته وړینه
خړ مشرف په ژړا ژاړي
کمکی شاګرد د آی ایس آی مړ شوی دینه
دادالله لاړو ګورستان ته
د جنت پاڼې بړبوکیو وړې دینه
د جنایت لپاره حد وي
یو ځای وژل کړي بل جنت تضمینوینه
چې پرې یې نه ږدی ملایکو
ګمراه غوڅ کړي د بې وزلو ډیر سرونه
Anonymous
18.05.2007
پر پنجابيانو ماتم جوړ سو
د اجنټانو خولي يي ډک له خاورو دي
دا نوي نوم دي مبارک سه
پتنګ خو نه يي شکنځل خان به درته وايم
pattang
19.05.2007
له پنجاپيانو غره ساتي
............................................امريکا ئي ته خپله خوله کنډا سه وېنه
پنجاپی ندی درغلی
....................................امريکايان د په ناموس لوبې کوينه
وفاداري په تا کې نشته
.........................................په دو دالرو خپله غره خرڅوېنه
اول طالب اوس پنجشېری شوې
........................................................د پښتانه په نوم نور مکوه ليکونه
له هر نظام سره جوړېږې
..........................................له خپله ګټو څخه نه اخلې لا سونه
سلا م سلام زه درنه لاړم
........................................ له بيوفا يار سره نکړم مجلسونه
Mohammad Hassan
19.05.2007
سلام، سلام وروڼو سلام دئ
دامې کلام دئ، احترام درته کومه
دا سياسی لنډۍ چې وايو
په سياسی ژبه به وايو مطلبونه
د سياست ژبه پسته وی
تېزې، تروې خبرې کله خوند کوينه
په نرمه ژبه مطلب واياست
دا يو او بل به سره نه آزاروونه!
مونږه د يوه مجلس ياران يو
د خپل مجلس ياران به نه خپه کوونه!
چې پتنګان ځانوته وايی
پتنګ د یار په مينه ځان قربانوينه!
دا يو او بل ته ګذشت ښه دئ
حلم او صبر دواړه ډير لری خوندونه
دا آخری مسرۍ د داوی
يو به د بل زخمونه نه تازه کوونه
دايوه د بله ورپسې وی
خدای د زموږ حوصلې ډیرې کړی مينه
pattang
19.05.2007
له اسيل ياره مې قربان کړې.
................................................دغه ياران دې په دالرو خرڅوينه
ستا نصېحت دورور ګلوۍ دی
..................................................دغله ميونه وجدان يې کله قبله وينه
ميوند دسرو بازانو ځای دی.
.............................................دا ميوندی پردي نومونه غلا کوينه
miwand يې درست patang غلا شوی
..............................................................دميوند ځای يې په شرمو وشر ماونه
ستا نصيحت به زه قبول کړم
................................................ دغله ميوند زيمه زه نه درته وهمه
Miwand Patang
21.05.2007
پتنګه لوی خدای دې سړی کړه
د ټول افغان وروڼه دې ټول آمین کوینه
محمد حسنه رښتیا وايې
ستاسو غوښتنه زه په غبرګو لیمو ږدمه
د پتنګي خوی در معلوم دی
لکه غومبسه هر ګړۍ چیچل کوینه
لیکوال ښکنځل نه کوي یاره
خو د پتنګ مغز یې ټول نیولی دینه
داسې طالب درته مالوم دی
چې جرمني کې د ځانمرګو په خوا وینه
خپله خوشتې د جرمني خوري
د القایدې په ژبه سخت یرغل کوینه
پښتون خو دومره نامرد نه وي
چې د افغان په مړینه ویاړ کوي مینه
هر یو وحشت یې تایید کړی
هر یو ځانمرګي ته شاباس وايی مینه
که پتنګی چیرې سړی شو
زه به ورلیږمه د مښکو پیغامونه
پتنګه دا خبره واوره
ته د نامه قباله نه لرې مینه
نوم د انسان شریک میراث دی
دغه دعوه ستاسو باطله ده مینه
داسې مثال لري پتنګه
لکه طیاره چې قومندان غصب کوینه
دغه کوپتر د حضرت علي ده
څوک یې دعوه د ملکیت کولی شینه؟
پتنګ سلګونه او زرګونه
اصلي پتنګ د ګلو پاڼې بویوینه
پتنګان راغلل ډلې ډلې
د غول ګونګټ څخه بیزاره دي مینه
Miwand Patang
21.05.2007
پتنګه خپله ذمه وکړه
که دې ښکنځل پریښودل سم سړی به شینه
راشه دا یوه ژمنه کړه ټینګه
د حوصلې ډګر پراخ ساته مینه
او له ښکنځلو یې نظیف کړه
بیا به د تا خیال د لیکوال مقام کې وینه
میوند به هله در پخلا شي
چې له ښکنځلو بیزاري وکړې مینه
Miwand Patang
21.05.2007
دوزخیان
د پاسه دوه دوزخیان راغلل
یو دادالله دی بل عمر ورپسې ځینه
ملا عمره جګړه ماره
د آی ایس آی په فتوی وژنې زلمي جونه
خدای دې بدل در څخه واخلي
تا مو هیواد ته سرې لمبې راوستې دینه
له یوه پلوه ستا وحشت دی
له بلې خوا د صلیبیانو تور ظلمونه
ستا د طغیان له برکته
پښتون ولس د جهالت په لوري ځینه
ښوونځۍ، کلی، کور یې وران سول
هر یو مظلوم درته ښیراوې کړي مینه
د پرمختګ لاره یې بنده
تر څو به دغه ولس وینې ورکوینه
له لوږې، تندې چولاوه دي
د وحشتونو پدیدې یې ژړوینه
د خدای لپاره ورته ګوره
چې هر ځانمرګی په لسګونو خلک وړینه
ته پرې خوښي کړې مردارخوره
قاري یوسف یې په خوښۍ اعلانوینه
له خدایه ویره له تا تللې
تا د تکفیر په لار طالب سم کړی دینه
Miwand Patang
21.05.2007
په سره جومات کې پاچاهي ده
د آی ایس آی لومو ملان تړلي دینه
عالمه بیله ننداره ده
اسلام آباد کې طالبي نظام راځینه
مشرف بیا دي کوډې کړې
په لال جومات کې ملایان روزي مینه
هدف یې هر چا ته څرګند دی
په چل ول بیا پښتانه تبا کوینه
پاکستان ځای د مرداریو
ترې را وتلي دادالله ترهګر سرونه
Miwand Patang
21.05.2007
کرزیه خوشی پرې مین یې
تا په شعله سپنتا کې څه لیدلي دینه
خلکو له بلې مو خبر کړم
پنځلس کاله یې هیواد چور کړی دینه
کرزیه دا څنګه انصاف دی
له شمالي لوټمارو ډک سفارتونه
وایم افغان ورته وزیر کړه
بیا هیوادپال سفیران ولیږه مینه
د دې هیواد مقام به لوړ سي
که پښتنو ته چارې وسپارې مینه
د خدای لپاره لږ بیدار سه
په درد دې نه خوري لعنتي مصلحتونه
د پنشیریانو لاره پریږده
د روس زامن دې په غلیم پلوري مینه
د آخوندانو یاري پریږده
هغه آخوند چې خمیني روزلی وینه
دا افغانان به دې پر مخ وړي
چې یې وټونه د بري درکړي دینه
Miwand Patang
21.05.2007
په آخوندانو باور نشته
هغه آخوند چې له ایران راغلی وینه
ته د ایران غداري ګوره
له مهاجرو سره څه چلند کوینه
بل یې طالب وسله وال کړی
چې ورانوي مو ښوونځۍ، کلي، کورونه
زموږ وګړي راته وژني
مرګ یې راوستی بیا ژړاوې، فریادونه
دا خړ او پړ افغانان ښه دي
په خپل هیواد غواړي د سولې کاروانونه
سهار د لمر د وړانګو غواړي
چې نه تروږمۍ وي نه د جهل تورتمونه
خدایه په سوله یې سمبال کړې
چې د پوهنې لیلا وخاندي مینه
pattang
21.05.2007
کرار کرار مسلمانېږي
.....................................ددادالله ننګيالي مکړه غيبتونه
چې جنګيا لي دبد اېسيږي
.............................................نو دميوند په نو م نور مکوه وياړونه
جنګيالي ساته سوله غواړه
.................................................بې جنګياليو دې څوک حق نه درکوينه٠
چې ډار يې نوي سوله نکړي
...................................................که په زاريو هره ورځ سوال ترې کوېنه
سيال مې هغه ده چې رښتين وي
........................................................ددروغجن نه زه هميش تښته کومه
طالب خو ستا دکور سړی دی
.....................................................دپاکستان په نوم يې ولې خرڅوينه
چې ای سې ای يې در نه بو ولي
........................................ملا دې ماته شه ته چېرې بيده وېنه
د ای سي ای په جاموورشه
....................................................دا خپل طالب دې کوزې خواته ولېګنه
په دوی ته هلته ځانمرګي کړه
...................................................چې پښتانه له پنجاپي نه را خلا ص شينه
يوه به بله ورپسي کړم
...........................................د پتنګ عقل په تندي وڅړونه
که ته لا پوه نه يې ميونده
...........................................په سياسي چارو کې مه وهه لاسونه
Miwand Patang
22.05.2007
چې زده دې نه دي پتنګیه
په دې لنډیو کې نور مه وهه لاسونه
ځان ته سیاسي وایې جانانه
نو په سیاست کې چا ښکنځل لیدلې دینه؟
د حوصلې ممبر دې لوړ کړه
بیا د لنډیو وزن وګوره مینه
د خپل مطلب وضاحت وکړه
چې له کلامه دې خواږه اوري مینه
د دادالله صفت دې مه کړه
دغه قاتل خو پښتانه تبا کوینه
د الله شکر چې مردار سو
اوس به الله پاک ته څه ځواب لري مینه
ډیر مظلومان یې حلال کړي
د پرمختګ کښتۍ یې ډوبه کړه مینه
جګړه خو کله فرض وي ګله
خو کله سوله فرض عین شي مینه
لا به تر څو دا وطن سوزي
لا به تر څو مري زموږ خلک او خیلونه
تا د طالب نظام لیدلی
د سړیتوب څرک پکې نه لګي مینه
اسلام بیزار له هغه چارو
چې په لنګۍ، ږیره طالب راوستی وونه
زه دې له بلې نه خبر کړم
د طالب جان له لاسه لاړل ایمانونه
ستا به یاد که به دې هیر وي
د طالب وخت کې په لکهاوو کافر شوونه
له لوږې ډیرو اسلام پریښود
د مسیحیت لمن ته ورغلل زرګونه
اسلام خو دین د عدالت دی
اسلام کې نشته زور، وهل او تور ظلمونه
که موږ عمل په قرآن سم کړو
بیا به د ژوند چارې سمون راوړي مینه
هم به طالب تاته څرګند کړي
چې یوه زره د دین په لار نه دي مینه
د آی ایس آی دین یې راوړی
ناپوه طالب په ټول افغان کوي ظلمونه
زما ټاټوبی یې ویران کړ
ورته را مارش یې ټول ترهګر د دنیا کړونه
د شومو هیلو مثلث دی
طالب، پنجاب او القایده کوي ظلمونه
Miwand Patang
23.05.2007
ملالۍ جویا:
ما له غوجل باسي کرزیه
د خدای لپاره جنګي خره مې نه پریږدینه
کرزی:
اوس ورته ټینګه شه خوږکې
د ویتې ښځې په خوله ورکړه ځوابونه
ملالۍ جویا:
زه خو به خپل ځوابونه ورکړم
په دې مې ډار دی تا به پرې نه ږدي مینه
کرزی:
په ما کې ری مه وهه نجلې
زه به یې سم کړم د حکمت په تاویزونه
ملالۍ جویا:
خدای دې زما له زړه خبر کړه
چې در معلوم شي د جنګي خرو کردارونه
چې یو وار هنګ وهي جانانه
دا قانوني کوټی له ټولو مخته ځینه
کرزی:
زه خو یې ښه پیژنم ګلې
په سترګو ژاړم چې یې وینم فساتونه
ملالې ماته کرزی وایي
زه به یې سم کړم بیا یې سیل کړه مینه
pattang
23.05.2007
ميونده ! خوشې تشې خره ګوډ ه وې او بل څه نه !
( خر مه ګوډه وه : پر دې اصطلاح پو هيږې ?)
Miwand Patang
23.05.2007
پتنګه خر خو تا ګوډ کړی
چې د لنډیو څرک دې نه لګي مینه
دا اصطلاح وي په کیسه کې
چې نقل چي يې د کیسې منځ کې کوینه
یوه ټپه پکې را واخلي
او زمزمه یې په خواږه نظم کوینه
pattang
25.05.2007
کګې وګې لنډۍ د څه شوې
کوچنی هلکه ولې ورک له ځايه شوېنه
چې ينګ دې پورته شې بيا راشې
کاڼه غوږونه چاته وار نه ورکوېنه
لنډۍ د ټولې ګډې وډې
ته د پتنګ شاګردي ولې نکوېنه
رنګ د سپېره سترګې دژېړې
د داد لله قبر ته ولې نه ورځېنه
که له دښمنه امان غواړې
دجنګياليو قدر ولې نکوېنه
که ازبکان در پسې را مرش شې
د پښتنو نا موس به څرنګه ساتېنه
چې جنګيالي په قوم کې نوي
د غلامي کړۍ به تل په غاړه وړېنه
پتنګ يوازې پتنګ ندی
د پښتو پير دی لاس نيوی به ترې کوېنه
Miwand Patang
04.06.2007
دوستم کافر لیونی شوی
د ګلم جم بلوا په سیمو را ولینه
Miwand Patang
09.06.2007
د شمالي لنډغر ګوره
کرزیه پریږده لعنتي مصلحتونه
لوی څارنوال یې درته خوړین کړ
زه خو ویریږم تا به هم وهي مینه
د خدای لپاره لاس په کار شه
افغان ولس، دنیا دې ټول ملاتړ کوینه
د غدارانو علاج دا دی
یواځې مرګ یې سمې لارې ته راوړینه
د لنډغرو دوستي پریږده
ریښتین افغان ته د دوستۍ ورکړه لاسونه
د افغاني همت په توره
دا شیطاني ټلواله ماته کړه مینه
دا د لستوڼي ښاماران دي
هره لحظه کوي له زهرو ډک چیچونه
هله به ستا کامیابي راشي
چې رباني خاین په دار وخیژوینه
هغه به ورځ د خوشحالۍ وي
کافر دوستم چې جهنم ته کشوینه
هغه مهال به افغان خوښ وي
چې خلیلي، محقق تیر له چاړې شینه
بس دغه یوه چاره را پاتې
په زړورتوب باندې اصلاح راځي مینه
د ستم میندې کړه ور بورې
چې د عبرت په لاره واخلي قدمونه
د بغاوت چاره اعدام دی
په نورو لارو به یې سم نه کړې مینه
مرور وروڼه را پخلا کړه
د خاینانو دوستي وخت ضایع کوینه
Miwand Patang
10.06.2007
مرګ په ترهګرو جنګسالارو
افغان ولس به معقول خلک جوړوینه
چې سوله سوله یې شعار وي
د پرمختګ لیلا ته ورکړي زیړ ګلونه
که څوک ترهګر یا لنډغر دي
زموږ ټاټوبي کې ځای نه لري مینه
د دادالله صفت خو مه کړه
له ستر قاتل نه به خدای واخلي کساتونه
پتنګه عقل راوړه سر ته
په بې عقلۍ کې ګټه نشته ده مینه
Miwand Patang
11.06.2007
میوند ریښتنی نر افغان دی
پتنګ شیدې د آی ایس آی رودلې دینه
میوند افغان ته سمون غواړي
پتنګ کلدارې له پنجاب اخیستې دینه
پتنګه هله به سړی شې
چې د نفاق څیره بدله کړې مینه
ښکنځل خو کار د منافق دی
په لنډغر، ترهګر دې تل وي لعنتونه
راشه ریښتنی مسلمان شه
د پاکستان په فتوی مه ږده قدمونه
د خپلو خلکو سمون غواړه
تا په چټل پنجاب کې څخه لیدلي دینه
د آی ایس آی له لومو ووزه
غریب افغان خاورې ته مه راوړه جنګونه
په ترهګرۍ کې ګټه نشته
د علم، پوهې لاره و نیسه مینه
pattang
11.06.2007
کوچنی هلکه سياست زدکړه
دپنجشېريانو په بام مه باسه بانګونه
کرزی په خپله لڼډه غردی
اجرا کوي د cia شوم پلانونه
له ګوډاګي نه ګيله مکړه
ګيله له ځان کړه خوشې وخت ضايع کوېنه.
لنډه غران سر ه ملګري
ميوند دخرې پر شا سورڼی ورته وهينه
زما او ستا لارې جدا دي
پتنګ خوپۍ د پښنې رودلې دينه
نورې لنډۍ ورسره نکړم
پرخره سپورشوی ميوند کله غوږ نيسينه
زما به هلته ارمان وکړې
چې شماليان د بيا کورونه چوره وينه٠
_________________
pattang
11.06.2007
د دادلله له قبره جار شه
کرزی سادو د cia مذدوري کړينه
دا ټول دولت د خا ئنانو
خوشې اولس په څو دالرو غولوينه
دکرزي مخ د مداري دی
خوشې افغان ملت په نورو خرڅوينه
ماورته وېل استعفا وکړه
دالريې خوش دي خپل جيبونه ډکوينه
ميونددومره درته وايم
هغوی ته څټ کړه چې دبل مذدوري کړينه
دميوند نوم د توريالودی
کوچنی هلکه ولې توره نه اخلينه.
Miwand Patang
14.06.2007
پتنګ استازی د ترهګرو
په هره ښه خبره کرښه کشوینه
څومره کلدارې دې اخیستې؟
د مشرف مزدوره ورکړه ځوابونه
څومره ډالرې دې اخیستې
د الفایدې عربو څه درکړې دینه
خاورو ایرو دې شه خوله ډکه
د CIA جال کې دې څه لیدلي دینه