د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

-
24.07.2011

[quote:73b4d98db2]ولې نشته؟ زه خو وایم چې د انسان دخالت پکې شته، [/quote:73b4d98db2]
چې د یوې کوچنۍ الوتکې په خوځښت کې د یو بل مدبر قدرت (انسان) د وجود څخه انکار نه شـــــې کولـــــی!!!! نو آیا دا به کوم عاقل انسان ومني چې لویې لویې هستۍ لمر، سپوږمۍ، ځمکې او نورو سیارې په خپله په خوځښت راځي او د بل مدبر قدرت دخالت پکې نشته؟؟؟؟

او هرکله چې ته زما د ګوتو پیداوار وینې او زما آثار وینې او بیا قضاوت کوې چې یو څوک شته، نو ترتابه بل احمق نه وي چې شاوخوا ځمکه او اسمان لمر او سپوږمۍ وینې او ترشا یې د خالق او پنځوونکي ذات په اړه فکر نه کوې.

ستا نظریه خو پخپله دې ویلي چې ناقصه ده او تکامل ته نه ده رسیدلې، نو ته ترهغه وخته انتظار وکړه چې یوځل تکامل ته ورسیږي او بشپړه شې بیا یې رامیدان ته کړه. خو دا خبره مې ځان سره نوټ کړه چې ستا ډاروینیان به (دحلیمي په اصطلاح) په ۷۰۰۰ کاله کې هم ونه توانیږي چې دا نابالغه نظریه تکامل ته ورسوي.


-
24.07.2011

او یوه هیله درڅخه کوم چې زما دنامه سره (ښاغلی) یا (ورور) یا دې ته ورته د احترام القاب مــــه لیکه.
زه نه غواړم ستا په شان ملحد او دهري دې زما احترام او درناوی وکړي
او که مې نوم دسره په دا خوله وانخلې نو ډیر به خوشاله شم.


رښتینی
24.07.2011

منطق ګله دنویو څېړنو خبره دې نوی نده بلکه قران هم دا خبره کړې ده
او ددې نویو څېړنو موخه داشوه چې دقران خبره یې ثابته کړه قران وایې
کله چې الله د ادم دپنځولو اراده وکړه نو ملایکو ورته وویل : ایا ته په
ځمکه کې داسې څوک پیدا کوې چې هغه به په ځمکه کې فسادونه
کوې او وېنې به تویوې ...
ددې موخه دا شوه چې مخکې مخلوقات وو او هغوی پساتونه کول

منطق ګله که ته کوشان نه یې نو زړه مې درباندې خوږېږې دخدای
عقیده لرل او پر اسلام باور لرل تاته کوم تاوان نده لومړۍ داباور پیدا
کړه او اسلام ومنه وروسته ټول عمر څېړنې وکړه او په علمی دلایلو
پسې د حق دپلټنی او موندنې په موخه ځان ستړی کړه حتما به حق
بیامومې او دا چې تا لومړۍ د خبل کمزوري عقل په غوښتنه لادینیت
اعلان کړی دی او اوس دې د دین او ټولو ګروهو مخالفت اعلان کړی دی
دا لاره له ازغو ډکه ده اوزه باور لرم چې په دې توګه به دې ډیر څه له لاسه
ورکړې وې


رښتینی
24.07.2011

ستا دینی معلومات نیمګړي دې نو له دې نیمګړیو معلوماتو سره ستا
نیوکی هم منطقی نشې بلل کېدلی تایو ځا وویل دینی ښوونې لومړۍ
انسان ادم بولې او دهغه ټول اته زره کلونه وتلې دې او نوې څېړنې بل
څه وایې او اوس بیا په بله ولاړې ؟!!

او دینونه د انسانې ذهن تخلیق ځکه ندې چې قران یو معجز کتاب دی په هغه
کې علمې او تکوېنې معجزاتي ایتونه شتون لرې کاش تاسو یوځل د قرانکریم
داعجاز په اړه مطالعه کړې وی زه به یی لینکونه درکړم لطفا هغه یوڅه په غور
سره وګوره او په ښه سړه سینه سوچ پرې وکړه

http://www.quran-m.com/firas/en1/


-
25.07.2011

[quote:22690d5d7c]نو پوښتنه دا راځي چې که دا دومره لوي کاینات یو ذات پیدا کړی دی نو دغومره لوي ذات چا پیدا کړی دی؟ د خدای خالق څوک دی؟ [/quote:22690d5d7c]

دا پوښتنه ډیره غیر منطقي ده.

تاته مې مخکې هم په هغه بل بحث کې ویلي وه چې د خالق او مخلوق، او د دوه لرې شیانو د صفاتو ترمنځ خلط مه راوله.

که یو څوک وايي چې نجار (ترکاڼ) دروازه جوړه کړه، نو نجار بیل شی دی او دروازه بیل شی دی ځینې مشترک صفات به لري لکه دواړه وزن لري حجم لري او داسې نور خو هیڅکله داسې نشي کیدی د دواړو د صفاتو ترمنځ خلط راشي د نجار صفات جلا دي او د دروازې صفات جلا دي. دروازه د لرګي څخه جوړه ده رنګ شوې ده میخونه پکې ټک وهل شوي دي رنده شوې ده..... خو نجار انسان دی خوراک، څښاک، خوب او نور... کوي.

که ته د مخلوق صفات کټ مټ په خالق تطبیقوې نو ددې معنی دا ده چې دروازه دې نجاره کړه او د نجار څخه دې دروازه جوړه کړه.

له بلې خوا، زه چې درته وایم احمق یې او د عقل څخه خلاص یې نو ښه وایم. هر انسان (زه، ته، حلیمي، وطنمل) هر یو په خپل ذهن کې خاصې نظریې لري دا نظریې د څه شي څخه جوړې شوي؟ دا نظریې په ژوند کې د هغو تجربو څخه جوړې شوي چې مونږ ورسره مخامیږو، بیا یې د حواسو له لارې زمونږ عقل ته لار موندلې او هلته په نظریاتو بدلې شوي. نو هرکله چې مونږ یو نوی شی ووینو سمدستي یې په هغو نظریاتو قیاسوو چې زمونږ په ذهن کې موجود دي.

مثلا که مونږ ووایو چې الله تعالی مهربان دی، نو سمدستي دې د (مهربان) هغه معنی ذهن ته درځي چې په ژوند کې درته تجربه شوې. یا مثلا که مونږ ووایو الله تعالی عادل ذات دی نو سمدستي دې د (عدل) هغه معنی ذهن ته درځي چې د ژوندانه د تجربې څخه دې زده کړې. خو په حقیقت کې د الله تعالی مهرباني او عدل مطلقه مهرباني او عدل دي، او د بندګانو مهرباني او عدل نسبي دي، او هیڅکله مشابهت نلري.

یا مثلا انسان اوري چې الله تعالی ګنهګارو بندګانو ته (جزا) ورکوي نو سمدستي یې د (جزا) هغه مفهوم ذهن ته راځي کوم چې یې د پخوا څخه په ذهن کې انځور شوی وي.

خو کله چې دا واوري چې الله تعالی (اول) دی او د الله تعالی څخه مخکې هیڅ شی نه دی پیدا شوی، نو د انسان په ذهن کې داسې کوم مفهوم وجود نه لري، نو دلته ملحدین بې لارې کیږي او د الله جل جلاله د وجود څخه منکریږي.

خو په اصل کې ملحد د (تعقل) او (تصور) ترمنځ فرق نشي کولی. که دیو چا ذهن ددې څخه عاجز شي چې د یو شي تصور په ذهن کې راولي یا یې خیالي انځور جوړ کړي، ددې عجز معنی هیڅکله دا نه ده چې نوموړی شی په عقل ثابت نه دی.

مونږ باید د (په ذهن کې انځور جوړول) او (د عقل څخه ثابتول) ترمنځ فرق وکړو.

دمثال په توګه:

ته په خپل کور کې د کورنۍ د غړو سره ناست یې په دې وخت کې د دروازې زنګ ووهل شو، نو ټول د عقل څخه کار اخلي او په عقل دا ثابتوي چې یو کس په دروازه کې ولاړ دی چې زنګ یې وواهه!!
خو د هر چا خیالي تصویر فرق لري آیا سړی دی که ماشوم دی، لوړ دی که ټیټ دی، ښځه ده که نر دی، میلمه دی که سوالګر دی، خپلوان دی که پردی دی، د لرې ځایه راغلی که د نږدې ځایه، سخي دی که بخیل دي، حلیمي دی که وطنمل دی.... او داسې نور

نو اوس که یو څوک په دروازه کې د ولاړ سړي په هکله هیڅ خیالي انځور ونلري نو آیا ددې معنی دا ده چې په دروازه کې د چا د شتون څخه منکر دی؟؟؟؟

نه، زه په دې عقیده لرم چې په دروازه کې یو څوک شته او ولاړ دی خو په دې نه پوهیږم چې ښځه ده که نر، لوړ دی که ټیټ، د رنګه تور دی که سپین، میلمه دی که کوربه دی، حلیمي دی که وطنمل دی هیڅ نه پوهیږم..

خو زما دغه عدم پوهیدنه هیڅکله ددې معنی نه لري چې زه په دروازه کې د یو چا د موجودیت څخه منکریږم.

مسلمانان هم د الله جل جلاله په وجود کې هیڅ شک نلري، خو په اړه یې د خیالي انځور په هکله توقف کوي او وايي څرنګه چې زمونږ په ذهن کې دې ته ورته کومه پخوانۍ تجربه نشته نو د الله جل جلاله په اړه تصور او خیالي انځور نشو کولی، خو د الله جل جلاله په وجود باندې مو ایمان هماغسې پوخ دی او د خیالي تصور او د یو شي په حقیقت کې د موجودیدا ترمنځ خلط نه راولو.

نو د ملحد بیچاره ذهن هم ددې څخه عاجز دی چې د الله جل جلاله د وجود تصور وکړي او انځور يې په ذهن کې راولي، نو ددې پرځای چې په تصور کې ځان پاتې راولي د الله جل جلاله د وجود څخه منکریږي.

دا یو کوچنی مثال وه.

بله دا چې ډیر داسې شیان دي چې د انسان ذهن یې نه شي تصور کولی، مثلا د نور سرعت په ثانیه کې، دقیقه نه ښیم، ثانیه کې ۲۹۹۷۹۲۴۵ مترو ته رسیږي، آیا ته کولای شې په (یوه ثانیه) کې د نور دغه چټک سرعت تصور کړې؟؟!!!!!!!

که هرڅومره قوي سوچ وکړې او هرڅومره خپل ترکیز په همدې نقطه راټول کړې ته خو لا څه چې ستا ډاروین به يې هم تصور نکړی شي.

نو آیا ددې تصور څخه ستا عاجز کیدل ددې دلیل دی چې نور وجود نلري؟؟؟؟؟؟

خو زه بیا هم په دې ټینګار کوم چې (په تصور کې پاتې راتلل) او (په عقل ثابتیدل) دوه جلا جلا مفاهیم دي.

مونږ د الله جل جلاله وجود په عقل ثابتوو، خو ملحدین یې راڅخه خیالي انځور غواړي. ددې معنی دا ده چې زه وایم په دروزاه کې یو څوک ولاړ دی خو ملحد وايي زه یې ترهغه درسره نه منم چې ترڅو دې اول د نوموړي تصویر نه وي راوړی او د ونې، قیافې، خوی، عاداتو، رنګ، په اړه دې معلومات نه وي راکړي.

څومره د جهالت څخه ډکه عقیده ده د ملحدینو؟!!!!

له بلې خوا ددې ملحد دې ته فکر نه دی چې پخپله هم په غیبو ایمان لري او بیا ما ملامتوي. زه ددې ملحد څخه پوښتنه کوم چې آیا ته پخپله په غیبو ایمان نلري؟؟؟؟؟ دا چې ستا ډاروین وايي چې انسان د بیزو څخه جوړ دی آیا ډاروین دغه بیزو لیدلې؟؟؟؟؟؟ آیا هغه مالیکونونه یې لیدلي چې انسان ترې نشو اونمو کړې؟؟؟؟؟ خو د تحقیق (؟) په نتیجه کې یې دا لاسته راوړنه کړې چې انسان یو وخت د بیزو په مرحله کې وه..

ددې معنی دا شوه چې ډاروین هم په غیبو ایمان درلود بیزو میزو یې په سترګو هم نه ده لیدلې خو د تحقیق (؟) او څیړنې (؟) په نتیجه کې یې د بیزو وجود ثابت کړی.

نو چې خبره د بحث او تحقیق شوه نو ما هم د بحث او تحقیق په نتیجه کې دا ثابته کړې چې الله جل جلاله موجود دی (وشتان بین البحثین)..

خو زه چې بیا په الله جل جلاله باندې په غیبو ایمان لرم ما ګرموي؟!!

ددې جاهلو ملحدانو مثال داسې دی لکه یو سړی چې له دروازې ووځي او له کړکۍ بیرته راننووځي.

ډاروین سره دې خدای حساب وکړي، مونږ په غیبو ایمان باندې محکوموي خو پخپله یې په غیبو ایمان راوړی او هغه بیزو چې دی ترې انسان خلق شوی ګڼي په سترګو هم نه ده لیدلې.


عادل عادل
25.07.2011

السلام علیکم

منطق ګله!

د قراني صاحب خبرې څوڅو ځله ولوله !

د هغوی د یوې خبرې په اړه مې یو ایرانی ملحد رایاد سو، ماته به یې د استهزا په توګه وخت ناوخت ویل چې آخر دا چرګه لومړی پیدا شوې او که هګی؟ ما وېل چې هر یو لومړی دي نو پیدا خو دي، او چې پیدا دي، نو خالق به لري، ده ویل : من که ندیدم... یانې ما خو نه دي لیدلي ..... او زیاته یې کړه:

من حتی مطمین نیستم که از نطفه بابای خود بدنیا امدم و یا اینکه مادرم با کسې دیګرې حال و هول کرده، منو بدنیا اورده است!!

ژباړه: - زه ډاډه نه یم چې د خپل پلار له نطفې به پیدا وم او که به مې مور د بل چا سره ګوتې خوږې کړي او زه یې زیږولی وم !

ما ورته وخندل او زیاته مې کړه چې:- ..... پس بابای شما چطور میتوانست شما را حین جماع با مادرت، شاهد میګرفت، پس ایا خودت بذات خود چیزې کم از همان تخم مرغ نیستي کې دعوی قدامت میکني؟ .... ژباړه: نو ستا بابا څنګه کولای شول چې د تا د مور د وطی په وخت یې تاسو شاهد نیولی وای، نو ایا تاسو په دې ځای کې د چرګې د هګی په موقف کې نه یاست چې د بابا د وطی په وخت د خپل پوچ شهود/قدامت توقع لری!!

بیا مې ورته ویل چې، که خدای زما د خوښې په ځای کې په ګوتو راکړې، نو خدای به خامخا درباندې ووینم.

ده وېل څنګه

بیا مې د هغه بزګر کیسه ورته وکړه،......

د منتک-ګل په شان یو د خدای نه منکر ملحد چې یوه اسلامي دعوتګر سره یې د بحث پر ځای د مسلمانانو په معتقداتو ملنډې وهلې، نو دعوتګر ورته وویل چې تاسو ولاړ شی هاغه کروندې ته، هلته یو بزګر دی هغه به تاته خدای دروښایي...... ملحد چې د بزګر لوري ته ورغی نو هغه سر ځوړند خپله .... یویې .....یانې قلبه .... کوله، ملحد ورته وویل چې زه تاسو ته هغه دعوتګر رالیږلی یم چې ماته خدای راوښایی...... بزګر وېل صبر چې زه دا غوایان راتاو او دمه کړم...... غوایان یې د پټي په سر کې ودرول او د چوکې او لمدې لښتې سره ورته راغی او بې سواله او ځوابه یې تر وهلو ټکولو لاندې ونیو، تر څو یې چې رمباړې پورته شوې او د هر وار سره یې تر خوله د الله!!!! غږ پورته شو، ..... بزګر دمه شو او ورته یې وویل چې نور ورځه، الله ج به دې حتما لیدلی وي، کنه نو د الله نارې به دې نه وهلې!

==================================

عزتمند ورور طالب جان ته

السلام علیکم

وروره، که طرف یانې ملحد مچ .... د متقابل احترام په اصولو ولاړ بحث کولای شي، نو فبها او فکر نه کوم چې هیڅوک به یې هم په بدو خبرو سره ولمانځي....

........ خو لکه چې ګورې، که ددې ناولي مطلب په اسلامي معتقداتو ملنډې وهل وي، او حلیمي صاحب هم بړستن په مخ راکاږلې ناست وي، نو مطمین اوسی چې دا ملحد به داسې ښکنځل کیژي لکه سپی!


خیریوسی
25.07.2011

ابو المنطق صاحب ستړی مه شی وټول افغان ته په خیر راغلی امید لرم چي دټول افغان څخه په زړه پوری ځوابونه دځان او نورو دقناعت دپاره یوسی د ټولو ورڼو څخه هیله کوم چي لیکونوکی دسپکو څخه ډډه وکړی او قناعت کونکی ځواب په سړه سینه سره ولیکی کورمو ودان
ګوره ابو منطق صاحب که فرض کړو ته پخپله کوټه کې شیان داسی پاشلی پریږدی ( کورپچه یو ځای بالښټ بل ځای توپ دانی چپه سوی ، کمپیوټر یو ځای او کیبورډ یي بل ځای ، او جامی دی بل ځای اواری کتابونه اوار پراته وی ....او د کوټې ودروازې ته اووه قولفان هم ورواچوی او کیلی هم ته دځان سره کښیږدې دبل چا سره کیلی نه وی ته په یوه کار پسی ولاړسی پنځه شپږ ساعته وروسته راسی قلفان یو یو خلاص کړې کله چي وکوټې ته ننوزی وګورې چې ستا په کوټه کې هر څه پر خپل ځای په ښه ترتیب سره پراته دی .
دلته دوه کاره امکان لری
1ـ یا کوټې پخپله دا کار کړي دي چي خپل ځان یی پخپله ترتیب کړی شیان یي په ترتیب سره ایښی دی یا بادوکوټی ته ورغلی او زلزلی دا کار کړی دی بیل دی چې یو نفر وکوټی ته ننوزی .
2ـ یا خو دا کوټې ته څوک راغلی دی ټول شیان په ښه ترتیب سره ایښی دی بیله دې چي په ځه توګه وکوټې ته ننوتی هغه خو امکان نه لری ولی کیلۍ ټوله ستا سره څنګه وکوټې ته ننوتي .
اوس ته نه پوهیږی چي چا چي دا فعل کړی دی ضرور ودې فعل ته فاعل سته چي دا کوټه یی ترتیب کړی ده که نه ؟ ښه فکر پر وکړه خیر دی ځواب دی وځنډیږی
خیریوسی


هوتک
25.07.2011

[quote:7020d49c2f="منطق ګل"] نو دغومره لوي ذات چا پیدا کړی دی؟ د خدای خالق څوک دی؟ ‏[/quote:7020d49c2f]‎څومره دخره خبره ده،‏
داسې خبره به یو حیوان هم ونکړې(که حیوان په خبرو راشې)
بې منطقه ستا پر زړه چه الله ج دګمراهۍ کوم مهر درلګولی فکر نکوم چه دابه موږ درنه اخوا کړو،
ته په خپله ګمراهۍ کې ډوب یې،‏
ته دالله ج درضا څخه زغلې،؟؟؟؟؟؟
او زموږ پسې نوکان ووتل چه کوم ځای کې به دالله ج رضا پیداکړو؟
فکرکوم چه کلیوال او نورو وروڼو تاته څه ولیکل هم به یې مطلب دالله ج رضا وه؟
‏‎ ‎
افسوس دحلیمی او وطنغل په حال؟


رښتینی
25.07.2011

دالله قدرت

دانسان وجود له څو مادي څېزونو نه جوړ شوی دی لکه اوبه ، کاربن ،آکسیجن اوڅه نور
کیمیایې توکې په ظاهري توګه انسان د داسي یوڅو توکیو او عناصرو مجموعه ده رابرټ
پیټسین R.pattison دانسان د مادې اجزاو دارزښت اندازه لګولې ده او وایې چې د
بازار د شرحي په لحاظ دانسان دبدن ټول اجزاء شپږنیم ډالره ارزښت لرې .خو همدا دشپږ
نیم ډالره له سامان نه الله یوداسې مخلوق تیار کړی دی چې په دنیا کې دهغه له پاره قیمت
نشې ټاکل کیدلی که فرضا زه منطق ګل ته ووایم چې ته څو ډالره ارزښت لرې نو دی به
خپه شې او دی نه غواړې دنړۍ په ټولو ډالرو ځان ورکړې خو په حقیقت کې د منطق ګل او
رښتینی په دواړو بدنونو باندې دیارلس ډالره لګښت شوی دی !!

انسان ولی دومره ارزښتناک ده ؟ داخبره موږ هغه مهال ښه معلومولی شو چې کله دانسان یو
غړی ضایع شې فرضا دمنطق ګل یوه سترګه پوچه ووتله یاپه جهاد کې د رښتینی پښه له منځه
ولاړه اوس دوی دواړو ته داپښه او سترګه دهرڅومره ډېرو ډالرو په بدل کې دنړۍ په ټولو بازازونوکې بېرته نشې پیدا کیدلی

که منطق ګل یو جادوګر ووینې چې په کوم منتر سره یې کاڼی وغږاوی نو هغه به حیران او
وازه خوله پاتې شې او د جادوګر کمال ته به غاښ په ګوته پاتې شي خو داچې دی په خپله
ګړېږې او په ویب سایټونو کې دهغه ستر خدای دنشتوالی (نعوذبالله )په اړه اوتی بوتي
ولی او دشپږنیم ډالرو ارزښت لرونکو توکو نه جوړ وجود اوپه هغه کې د څو سینټو په ارزښټ
لرونکو دماغو سره دومره لویې خبرې کوې دا ورته دتعجب وړ نه برېښې !!

انسان که خپل ځان ته متوجه شې او دنورو ګردو مخلوقاتو په پرتله دانسان ځانګړتیاوې
درک کړې نو هغه مهال به دی د الله دوجود هم قائل شې موږ که یو ښایسته بلډنګ ووېنو نو
روښانه خبره ده چې دهغه طراح او جوړونکی یو انسان بولو او دنړۍ ټول واړه او لوی
کاینات د داسي یوڅه جوړولو وړتیا او صلاحیت نلرې همدا دانسان دځانګړتیا او
خصوصیت له درکولو روسته موږ په نړۍ کې یو بل رښتونی ځانګړتیا ته رسوي چې
هغه د خالق او مخلوقاتو په منځ کې توپیر دی

له ټولو وروڼو نه هیله کوم چې له منطق ګل سره دې په بحثونو کې
له سپکې خولې ښورولو نه لاس واخلي


رښتینی
25.07.2011

منطق جانه زما په ځواب کې خو دې چې څه لېکلې دې هغه
بیخی دیوه ماشوم خبره ده زما دلومړۍ خبرې په اړه هم چوپ
پاتې شوی یې ستا خبرې ډېری سطحی او کمزورې دې

اوبل موږ هم درباندې زیات شوو
ددې ټولو پوښتني لوستل بیا ځوابونه ورکول سخت دې
ته خو به هم کارونه لرې ځه الله دې سمه لار دروښیې


رښتینی
25.07.2011

خو کوم خلک چې په خدای عقیده لري هغوی ته یواځې په ښایسته شیانو خدای وریادیږي. په بدرنګو ځکه نه وریادیږي چې هغوی وايي خدای ښایسته دی نو که د یو بدرنګ شي سره د خدای تصور وکړي بیا ذهن ته دا خبره ورځي چې خدای به هم بدرنګ وي. نو په دې خبره کې څومره ستر تضاد دی؟

داستا هغه خبره ده چی زما د وړ خبرې په ځواب کې دې لېکلې ده !
ولی د بدرنګ شي خالق به هم بدرنګ وې ؟!!

دشایسته بلډنګ خبره ما یواځی ددی له پاره کړې وه چې په ټولېزه توګه
یو ښایسته شی جوړول سخت او ډېرې پوهی ته اړتیا لرې خو دا کار کول
یواځې دانسان وړتیا ده او نور هیڅ مخلو ق داسی څه نشې کولی

اوبل داراته ووایه چې ته خو انسان یې نو یو ډول اخلاق خو به منې
او له یوچا سره چې خبرې کوې دهغه انسانی کرامت خو به منی
او له هغه سره به په انسانی اخلاقو چلند کوې ته پوهېږې چې مسلمانانو
ته خپله عقیده مقدسه وی او د هغی له پاره له سره هم تېر وې نو ته له
مسلمانانو سره د خبرو په مهال باید دهغوی مقدساتو ته په درنه سترګه
وګورې البته که درنښت ، احترام ستا په قاموس کې شتون ولرې


مومن مهاجر
25.07.2011

ټولو وروڼو ته له منتک کل پرته سلامونه اونېک احساسات
داچي منتک کل غواړي له مسلمانانو سره پردې بحث وکړي چي ایا نړۍ یو پنځوونکی لري کنه ؟ دکائناتو ددې ستر نظام تر شا دیو داسي چا لاس شته چي علم قدرت ، بصیرت اوپه ټوله کي کامل صفات ولري کنه ؟ نو زما په اند ښه داوه چي لومړی داپوښتنې ده راپورته کړې وې نو بایدچي ده خپله نظریه اومفکوره په بشپړ ډول لوستونکوته په تفصیلي ډول وړاندي کړې وای . بیا به موږ دالله داثبات داسي دلائل ورته راوړي وای چي دده په معیار هم پوره وای . زه خو وایم اوس دي هم نوموړي ته وخت ورکول شي چي خپل ملحدي نظریات په تفصیل سره زموږ مخ ته کښېږدي او دده دوار ترپای ته رسېدو وروسته به موږ په ګډه دده دلائل دمعیارپه تله وتلو او ده ته به دالله دوجود کوټلي اوکره دلائل راوړو . خو منتک کل دي مقدساتو ته دسپکاوي له کاره لاس واخلي . که دده هدف داوي چي په شعوري ډول ځان دالله په وجود قانع کړي نولازمه ده چي دتکذیب ، تحقیر او تذلیل له رویې لاس پر سرشي او دیو طالب په توګه لومړی هغه شکوک وړاندي کړي چي دی دالله پروجود باورته نه پرېږدي اوپه دویم قدم کي له مسلمانانو دهغودلائلو دوړاندي کولو غوښتنه وکړي چي دوئ یې په وسیله دالله پروجود اوکاملوصفاتو باور لري ، قرآن اونور مقدس کتابونه دهغه له خوا رالېږل شوي بولي ، درسولانوپه لړۍ باورلري اومحمدصلی الله علیه وسلم دالله وروستی استازی ګڼي . دازما یوه مشوره ده .


رښتینی
25.07.2011

مایوځای مخکی درته لېکلې و چې دمسلمانانو عملی کمزوری
او بیلاری باید دین ونه بلل شي ته چې په دین نه پوهیږی نو ستا
خبری دیو ه توت ارزښت هم نلرې
داچا ویلې دې چې مسلمانان په خلکو په زوره اسلام منی ؟؟
او دا چا درته وېلې دې چې مسلمانان یواځی خپلی عقیدی ته
احترام لرې ؟؟
مسلمان باید دیوه مشرک هغه بت ته هم بد ونه وایی چې هغه یې عبادت کوې
مسلمانان باید دمنطق ګل عقل ته هم بد ونه وایې هغه چې ده خدای ګرځولی دی
ځکه ده خپل عقل خدای ګرځولی دی

ستا دا خبر ې بیخی بی منطقه دې په نوم دې خبرې د ویسا وړ نه ګرځې
چې ګواکې منطق ګل شوې نو خبره دې هم په منطق برابره ده


وزیري
25.07.2011

له دی عظیم صبر دی جار شم خدایه!!! همداسی صبر له خدایی سره ښایی. سبحان الله!!!
تاسی په خدای ج یقین وکړی چی زه د منطق ګل زنکدن ته چرتی یمه چی دی غریب څنګه چی دا د قهر ملائیکی ووینی څه فکر به وکړی؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!
دی به څه وایی چی دا د تکامل کومه پروسه ده؟؟؟ الله اکبر

مشوره:
منطق ګله! خبره می دا کوله چی که ته په خدای باندی عقیده ولری او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبری ومنی یعنی زما مطلب دا ده چی ایمان راوړی نو څه به وشی؟
مطلب می دا ده که ماته ووایی چی لادینه شه نو تاوان می په کی دا ده چی زه په بیا ژوندی کیدو او دوزخ عقیده لرم نو بیا یی د ځان په تاوان وینمه یعنی په عذاب به شم. نو ځکه بی دینی راته تاوان معلومیږی خو که ته له دی بی دینۍ نه راووځی او اسلام قبول کړی نو ایا ستاسی په بی دینی کی هم داسی څه قیود شته چی بیا درته په بل ځای کی په تاوان تمامیږی. که نه وی نو د احتیاط لپاره خو دا کار وکړه.
فرض کړه، ته تیروتی یی او مسلمانان په حقه دی، ټول عمر دی په بی دینی باندی تیر کړ، مرګ درته راغی، د مرګ ملائیکو سره مخ شوی او ستا روح یی د دوزخ په طرف کش کړو، نو آیا بیا به تاته دا پښیمانی څه فایده وکړی؟ نه!
نو ته خو په دی ځای کی له عقل نه استفاده نه کوی ځکه چی ته د save side لپاره Back up plan نه لری.
که مسلمان په حقه وخوت نو بیا خو تا نه جبرانیدونکی تاوان وکړو او مسلمان ګټه وکړه او که ته په حقه وختی نو مسلمان خو بیا هم کوم تاوان ونه کړو.
نو مشوره می درته دا ده چی لکه څنګه می وویل مسلمان په دواړو خواوو کی په ګټه کی ده نو بهتره به دا وی چی داسی طرف خپل کړی چی دو طرفه دی په کی ګټه وی.

مسلمانو وروڼو ته!
مونږه او تاسی خو الحمد الله په دی باندی کامله او مکمله عقیده لرو چی زمونږ اسلام بی شکه او بی شبهی په حقه ده او د یو ذری قدری شک هم په کی نشته. خو دا پاسنۍ د مسلمان په نزد کمزوری خبری می صرف ده ته یو زړه سوانده مشوره او مثال وه.

والسلام


شاکری
25.07.2011

صفيه له روسيې څخه (عيبرتناکه قصه )
غير مصنف أبريل 15th, 2011

نوې مسلمانه شوې صفيه د اسلام راوړلو قصه داسې بيانوي : 30 کاله مې په داسې يوې کورنۍ کې ژوندتير کړل چې هيڅ مذهب يې نه لرلو بغير له کمونستي افکارو څخه . هيڅ ډول عقيداو مذهب زمونږ په ژوند کې موجود نه وو ، هيڅ داسې شی نه ؤ چې د هغې په وسيله ښه او بد پرتله شوي وای بس هر څه به مجار او روا وو .

ښو او بدو ته بې توجهۍ زمونږ چاپيريال احاطه کړی وو ، کورني اختلافات خو يو عادي کار ؤ ، د نارينه او ښځو تر منيځ کشمکش او جنجال ، وايه مه وايه منطقي روابط شميرل کيدل ، اولاد په ډيره آسانۍ سره له خپلو والدينو څخه جلا کيدل چې بيا به د ډيرې مودې د پاره يو د بل له حاله خبر نه وو .

نه مذهب ؤ نه د خدای خاطرچې سړی وکولای شي د هغه په وسليه له ځان څخه حمايت وکړي .

صفيه زياتوي : بلاخره مې يو ورځ په جدي توګه د ځان او خپل ژوند په اړه په فکر او سوچ کولو شروع وکړه او پوه شومه چې هيڅ کوم خاص هدف نه لرم او فکر مې وکړ چې فقط ددې سرګردانۍ او فريشانۍ نه د نجات لاره يوازې خودکشي کيدای شي او بس .

يو ورځ سهار له خوبه پاڅيدم مخکې له دې چې خپلې دندې ته لاړه شم څو تابليت يا ګولې مې وخوړلې ، کله چې د کار او دندې ځای ته ورسيدم کم کم مې حال خراب شو همکارانو مې بې له ځنډه روغتون ورسولم ، د يوې مسلمانې ډاکترې چې حجاب يې لرلو په وسليه مې نجات وموند .

کله مې چې حال ښه شوه .له هغې څخه مې وپوښتل چې څنګه کولای شم خپل ژوند ته خاتمه ور کړمه (څنګه ځان وژنه وکړمه ) ، هغې ما ته توضيحات را کړل چې په ځان وژنه نجات نشې موندلای بلکي د هميشه د پاره به په دوزخ کې اوسيږي .

د خپلو خبرو په باب مې له هغې څخه پوښتنې وکړې ، له هغې څخه مې عجيب او جالب شيان وارويدل چې هيڅکله مې نه ؤ اوريدلی ، په اسلام کې ځان وژنه منع ده او هر څوک چې بې هدفه داسې وکړي د ابد د پاره به په دوزخ کې وي . کم کم مې د هغې په توضيحاتو اطمنان حاصل شو ، او پوه شوم چې الله تعالی دومره مهربانه او بخښونکی دی چې كه په ګناهونه توبه وکړم هيله ده زما ګناهونه وبښي .

مسلمان دوكتور د اسلام په اړه ما ته ډير توضيحات راکړل او د قرآن آيتونه يې را ته تلاوت کړل داسې يې وښوده چې تر هر څه ژر ددې بې اخلاقه ،بې دينه او بې خدايه محيط څخه ځان وباسه ، او د اسلام د پاکدامنۍ ، صلحې او آرامۍ څخه خوند واخله ، داسې ژوند مې تجربه کړ چې تر اوسه مې نه لرلو . زما او د هغې رابطه په دوستۍ وا وښته او د هغې سره مې په ناسته ولاړه او خبرو آوريدو خوند اخيستلو . هغې زه خپل کور ته دعوت کړم ، د ژوند حالت او طريقه يې له نورو سره بالکل بدله او فرق لرلو .

د خپلې کورنۍ سره يې قوي روابط لرل او هر يوه يو له بل سره مينه او دوستي لرله او يو د بل احترام يې کولو اسلام يې اصلي دين او قرآن يې آسماني کتاب ؤ ، په اسلام کې هيڅ څوک پرته له اجازې د چا کور ته نشي ننوتلای ، ښځه پرته د خاوند له اجازې او هغې ته د خبر ورکولو پرته له کوره نشي وتلای .

زما په دې شيانو پوهيدل ددې باعث شول تر څو د اسلام راوړلو په اړه تصميم ونيسم او د خپل دوست سره مې د محلې جومات ته لاړه شم تر څو هلته شهادين اعلان کړمه .

بلاخره مې خپل تصميم ته د عمل جامه ور واغوسته او شهادتين مې اعلان کړل او د سرګردان او فريشانه حالت څخه مې نجات وموند . څه موده پس دبی ته لاړم هلته مې په اسلامې مرکز کې د دوهم ځل د پاره شهادتين په ژبه او زړه ولوستل .

منبع : المهتدين


عادل عادل
25.07.2011

منطک-ګل صاحب

تاسو چې په خدای ج او هېڅ اسماني دین ایمان نلری، نو په کورني ژوند کې مو د خپلو خویندو، میندو او وروڼو سره برخورد هم په تکاملي توګه بنا او تغیر موندونکی دی که څنګه؟

ایا په کورنی او کورني ژوند باندې باور لری کنه؟

که یې لری نو د انسان شهواني غرایضو ته په کتو سره، عملا داسې څه اصولو ته پابند یاست چې د حد یا حدودو تر نامه لاندې د کورنی د غړو تر منځ وجود ولري او ټول یې په مراعات سره ګډ ژوند پر مخ بوزي؟

ایا د تکامل په پړاوونو کې اخلاقي معیارونه شته، کنه چې څه دې زړه غواړي کوه یې؟

ایا په الحادي ټولنه کې په عامه توګه د ښځې او په خاصه توګه د مور، خور او لوڼو عفت او حقوق څومره خوندي دي؟

ایا په الحاد کې د عفت په نوم هم څه شته؟

پورته سوالونه ځکه زما ذهن ته راغلل چې په خپلو تېرو لیکنو کې مې اخلاقي معیار د تاسو په لحاظ نادیده نیولی وو، او یو څه ستوغې او ښکنځللړلې کلمې مې درته کارولې وې، خو تاسو په غبرګون کې هغه زما د تکاملي دورې یو پړاو یاد کړی وو!!

ستاسو د تفصیلي توضېحاتو په هیله


م . ق
25.07.2011

ټولو ګرانو مسلمانانو او خوږو مؤمنانو ورونو ته د زړه له کومې د اسلام مبارکه ډالۍ الا وهی السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

مچ ګله، د پرون سهار څخه مې انټرنیټ خراب وو، ډیر صبر مې وکړو ما ویل ښایې د یو څه پروسې نه وروسته به خپله جوړ شي خو سره د ډیرې اوږدې پروسې بیا هم خپله جوړ نه شو تردې چې ما جوړ کړلو.

لنډه خبره: ستا په نزد هرڅه د انساني عقل په واسطه جوړ شوې دي او جوړیږي که هغه ساینس او ټکنالوژي ده او که نور پرمختګونه
خو بیا داهم وایې چې هرهغه شی چې په فزیکې توګه ونه لیدل شي او یا ورسره تماس ونه نیول شي خبرې ورسره ونه شي نو هغه موجود نه وي.
اوس سوال دادې چې دغه عقل تا لیدلې چې ته یې په وجود قایل یې؟؟
ایا نورو خلکو ته یې ورښودلی شې؟ ځکه چې دا خو موجود شی دی باید ټول خلک یې وګوري چې څه شی دی؟ د څه نه جوړ دی؟ څه رنګه شکل یې دی؟
که ته وایې چې دغه دماغ خپله عقل دی، کله چې دماغ نه وي نو عقل هم نشته نو بیا سوال دادی چې دغه دماغ خو نور حیوانات هم لري ولې هغوي دومره عقل نه لري لکه انسان یې چې لري؟؟ دغه دماغ خو د مرګ نه وروسته هم د انسان په سر کې وي بیا ولې عقل نه لري؟؟ دغه دماغ خو د لیوني په سر کې هم وي بیا ولې عقل نه لري؟؟؟
که ته وایې چې عقل د ژوند سره تړاو لري نو دا ژوند څه شی دي؟؟؟ څه قسم رنګ لري څه رنګه بوي او شکل لري؟؟ د څه شي نه جوړ دي؟؟ چا لیدلی دی؟؟
که ته وایې چې ژوند د هغه ژوندي جسم نوم دی چې په خپله خوښه او اراده حرکت کوي، سوچ او فکر کوي، خوب کوي، په خوراک سره وده او نشوونما کوي او داسې نور کارونو سر ته رسوي نو دغه جسم ولې د مرګ نه وروسته دغه کارونه نه کوي حالانکه هماغه جسم وي هماغه غوښه وي هماغه دماغ وي؟؟؟ که ته وایې چې هغه خو یې یا یوه عضو فیل شي او یا یې وینه وبهیږي ځکه نو ژوند ترینه لاړشي، نو خیر دی نوره وینه ورته تیره کړه ساینس او عقل خو ستا په خبره ډیره ترقي کړیده نو بله عضو ورته ولګوه خیردی په خپله انساني فابریکه کې که پلستیکې جوړوې او کنه د بل انسان عضو ورته لګوې خو په هرصورت د انسان جسم هم پوره شو او وینه وغیره هم لري نو بیا په کې ولی ژوند نه راځي؟؟؟ که ته وایې چې دا وینه خو پمپنګ غواړي نو بیا ورته د پمپنګ ماشین هم ولګوه او یا ورته په خپل دې موجود عقل باندې یو زړه جوړ کړه چې بغیر د کوم بهرني تحریک نه خپله پمپنګ شروع کړي. که ته وایې چې دا خو غوښه ده وخت پرې تیر شوی دی خسا شوې ده او د بیا فعالیت جوګه نه ده نو بیا د هماغه میټیریلونو مادیاتو مرکباتو او عناصرو څخه چې غوښه ترینه جوړه شوې ده نوي غوښه جوړه کړه ځکه چې په تا کې عقل موجود دی او ستا په خبره د هرشي خالق عقل دی.

نو لنډه خبره دا ده چې کچیرته عقل او ژوند موجود وي نو ثابت یې کړه چې څه شی دی؟ د څه شي نه جوړ دی؟ څه قسم شکل لري، څه رنګه بوي لري؟ څه قسم رنګ لري؟؟ تراوسه پورې چا لیدلې؟؟ چا ورسره خبرې کړې دي؟؟
کله چې دې دا مونږ ټولو ته ثابت کړو او مونږ کې یو کس هم ولیدلو نو بس خبره ختمه ده او ستا هره خبره سمه ده.
باقي په فضول خبرو خپل دماغ مه خرابوه، ته خو ابو منطق او منطق ګل یې نو چټیاتو، او فضول خبرو باندې وخت مه ضایع کوه.
بله داچې هسې چټې لاپې شاپې مه وله، ملایان لا ژوندي دي مړه نه دي.


pattang
25.07.2011

هلکه منطق ګله !
داسې خبرې به خلقيانو کولې چې خدای ووهل ، ستا خپل کاردی دنورو خلقو
په عقيده کې کار مه لره٠ اسلامي کړنه اسلامي روزنه اسلامي عقېده اوس دومره
دکاميابي په اوج کې دي چې ستاسو پخواني دوښمنانو او اوسني دوستانو پرتوګونه ډک کړي ٠ نالت په ليبراله غربي ديموکراسي ، خرګيري ٠ څو کاله ورسته
ته به وحشت شروع شي اوس هم لوڅ ګرځي ٠ عقيدوي مسائل ، اخلاقي مسائل
له طبعي علومو بېل کړه ! دهغوی مخه اسلام نه نيسي !


۰
26.07.2011

منطق ګله ددي بدو خبرو نه څه نه جوړیږي په غیر ددي نه چي د انسانانو زړونه بد شي که رښتیا هم خبره ښکاره کول غواړي نو ددي بدو خبرو نه تیر شه او دا سکالو بیخي نوره بنده کړه او د نورو ملګرو نه هم هیله لرم چي دا د ناندرو خونه نده نوره دا سکالو پریږدۍ او هغه د مومن مهاجر سکالو ته یواځي منطق ګل او مومن مهاجر پریږدی چي مونږ اوتاسو ته خبره واضحه کړي که د منطق ګل مدعا صحیح وه نو بیا به يي ډیر ورسره ومني او مقصد ته به هم زر ورسیږي او که مدعا يي غلطه وه نو رجوع به وکړي نو راځي دي بدو او سپکو سپورو نه تیر شۍ او منطق ګل او مومن مهاجر منطیقي خبرو ته پریږدۍ.
مومندافغان


عادل عادل
26.07.2011

منطک ګله

یوه خبر ځوابوې او لس نورو باندې اغماض کوې، داسې ښکاري چې د هغو چا له لمنې څخه د الحاد سندرې وایې چې پخوا به دې جهانخوره امپریالیزم بلل، ته غول خورې چې په متمدنه ټولنه مثال ورکوې، ته خپلو ورستو کمونستي ټولنو ته رجوع وکړه، او له هغې ځایه د کورني ژوند، د خور، مور او لوڼو د حفاظت حدود مونږ ته ووایه، په متمدنه ټولنو کې خو بیا هم د همدې عقیدې زور دی چې خلک یو د بل حق پېژني، د سپي زویه چې د اسلام سره جوړ نه یې نو بیا بد کوې چې ممیزې یې په مترقي نومونو سره یادوې او افتخار پرې کوې، او که پخپله خبره ټینګ یې چې نه په دیموکراسی ځپلو او مدني ټولنو کې د عقیدې څرک نشته، نو د همدې فورم ملتپالان صاحبان به دې په مرداره خوله سوک درکړي، مونږ خو ستا ارشد لارویان د سر په سترګو مشاهده کړل، پښتون کمونست خپله ځوانه لور خپل روسي مشاور ته هبه کړې ده، داسې نظامي افسران خو زښت ډېر وو، که غواړې چې د یوه یوه نوم یې درته ولیکم، چې له کار څخه به و کور ته راغی، نو ډرېور ته به یې ویل چې لږ تم شه، خپله ښځه به یې په زېړي مازدیګر کې خپل روسي مشاور ته لیګله، عذر به یې ورته کاوه، چې نن شپه تاسو فلاني- موف ته ورشی، ځکه هغه ډېر وخت مسافر دی!!

ته ورشه مسکو ته، ته ورشه نوو ازادو شوو جمهوریتونو ته چې ستا لادینه مفکورې ښځې څومره ځپلې دي ؟؟؟

غولنه سر دې نه خلاصوې، ته اسلام یوې خواته پرېږده، ته وخپل قوم، ټولنې، خپلو خپلوانو ته هم مخ نلرې، ته یو رټل شوی انسان یې، ځکه خو شیطان ستا په عقل احتوی کړې، او د عقدې په ټټو یې سپور کړی یې او داسې دې غپوي لکه د کوچیانو سپی !


م . ق
26.07.2011

ورونو دا منترِغل دلته دې لپاره نه دی راغلی چې په دلایلو یا حقیقتونو ځان پوه کړي، که مقصد یې ځان پوهول یا حقیقت ته رسیدل وو نو د مؤمن مهاجر ورور د کلیوال صیب د عادل صیب او زما د سوالونو به یې معقول او مدلل ځواب ویلې وو خو تاسو ګورﺉ چې دا منتر غل هرڅه په ملنډو اخلي او جدي بحث ته نه دی تیار، ځکه چې دا خادي خیران د یهودي فیلډرز شاګرد دی د اسلام د بدنامولو لپاره هرځاﺉ خپل غل شیندي، ځکه چې د غربیانو او یهودیانو پرتوګ نور زیړ شوی دی او نه پوهیږي چې د اسلام د پرمختګ مخه څنګه ونیسي خو دا ابله احمق خنزیران پدې نه پوهیږي د یو مچ په غلو لوي بحر نه چټلیږي، اسلام یو بحر دی او داسې ډیر مچان به پکې غرق شي، ددې بحر چپو اروپا او یهودیان لاندې کړي دي.

منترغله، دلته خپل منتر نه شی پخولی، په څومره بې شرمۍ دې لمن په سر راړولې، که تاکې زره قدرې منطق او عقل هم وی نو زما د سوالونو معقول او مدلل ځواب به دې کړی وو، خو تالکه د مټیزي او کچنۍ غوندې سترګې پرې خړې کړې او نوره دې هم بربنډه کړله.
ته متمدن یې؟ :shock: د نن زمانې هجړاګان هم متمدن دي، Gay او Boy هم متمدن دي، مرده ګاوي هم تمدن دی، ستا په متمدنه ټولنه کې خو سړي د هلکانو سره واده کوي، نو ستا هغه اصلي میړه فیلډرز به هم تاسره واده کړی وی او کنه بغیر د واده نه پروسه د تکامل په حال کې ده؟؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
ته زما په دلایلو ملنډې وهې مچ غله :evil:
چې ځواب یې درسره نه وو نو بیا یې چینګه چینګه او ویته ولې نیسې ما خو خرابولې نه خو که ته وایې چې نه خامخا مې دغه کړه نوبیا راشه :wink: :wink: :wink:

د ملنډو ځواب دې درواخله اوس دلایلو ته راځم:

[quote:da909afaee]که یی لنډه درته ووایم نو په تا کی عقل نشته ځکه یی ته نه وینی.[/quote:da909afaee]

په تاکې خو به کم از کم د مچ هومره عقل وي کنه هغه راته راوښایه چې مونږ یې وګورو چې د مچ په عقل او د مچ په غلو کې څه فرق شته او کنه دواړه یوشی دي.

ته وایې هرشی چې موجود وی باید ولیدل شي، راښکاره شي، خبرې ورسره وشي، او معلوم شي چې د څه شي نه جوړ دي نو ستا په سر کې عقل موجود دی او کنه؟ که موجود وي خو جسم او شکل یې راوښایه او که ته وایې چې عقل ظاهرا په سترګو نه ښکاري خو موجود دی نو بیا څنګه وایې چې کوم شی ونه لیدل شي او معلوم نه شي نو هغه موجود نه وي؟؟؟

بل مهم شی ژوند دی چې ستا خالق یعنې عقل پرې هم پایې، دغه ژوند هم موجود دی خو ته یې راته شکل، رنګ، او جوړښت راوښایه، که شکل صورت او جسم لري نو مونږ به یې هم وګورو او که یې نه لري نو بیا څنګه موجود دی؟؟؟ ځکه ته خو غیر مرئي شیان نه مني.

[quote:da909afaee]اصلی خبره داده چی عقل د تربیی او تجربی په نتیجه کی منځته راځي.[/quote:da909afaee]
چې د هرشي په نتیجي کي راځي خو ته یې ثابت کړه چې دغه دی عقل، دغه یې رنګ دی، دغه یې شکل دي دغه یې حجم دی، دغه یې وزن دی او ددغې شي څخه جوړ دی. مثلا زه نه منم چې ستا په سرکې عقل شته زه وایم چې ته هسې کدو یې، نو ته څنګه ماته خپل عقل په سر کې راښودلی شي چې دا وګوره زما سر کې عقل دی کدو نه دی.
سترګې به خړې نه نیسې او نه به په چټیاتو ځان وباسې.

[quote:da909afaee]ما درته مخکی مثال درکړی و چی یو سړی دومره عقل لری چی انټرنېټ ایجادوی او ګرده نړۍ وصل کوي. بل دومره عقل نلری چي هیڅ په دې نه پوهیژي چې انټرنېټ لا څه بلا ده[/quote:da909afaee]

همدغه عقل چې انټرنیټ یې ایجاد کړی دی مونږ ته یې وجود او شکل راوښایه ځکه ته وایې چې دهر شی خالق عقل دی او خالق باید موجود وي چې ټول یې وګوري، خبرې ورسره وکړي، نو اوس ته د هرشي خالق عقل ولې نه شي راښودلې؟؟؟ ایا هغه موجود نه دي؟؟ ایا هغه ویریږي؟ او کنه د انسان سترګې یې د لیدو توان نه لري؟؟؟
[quote:da909afaee]په امریکا کې سپي خلک د خطر نه بچ کوي، په افغانستان کې انسانان په سپو خولی لګوي. دا د تربیی او تجربي نتیجه ده.[/quote:da909afaee]
[color=blue:da909afaee]هو په امریکا کې سپي هم متمدن دي، ډیره تجربه او تربیه یې حاصله کړې ځکه خو یې ښځو هرې یوې ځان لپاره یو ساتلی دی، میړنو ته ضرورت نه لري، په همدغه تجربه کارو سپیو یې د تکامل پروسه روانه کړې ده، ګورو به چې د تکامل پروسې نه وروسته څه ترینه زیږیږي. بزو، سپی، او که خنزیر.[/color:da909afaee]

نوټ: لیکنه ما کاپي کړیده ړنګول یې فایده نه لري


محمود سعيد
26.07.2011

وروڼو زما سلامونه هم ومنئ.

استغفر الله-استغفرالله

لا إلـ‗__‗ـه إلآ اللـ‗__‗ـه محمـ‗__‗ـد رسـ‗__‗ـول اللـ‗__‗ـه

بحث مې سر تر پایه وکوت، د منطق ګل ټولې خبرې او شننې بې منطقه او د ناپوهۍ پر بنسټ ولاړې وې، د هغه د عقل دایره تر اوسه له شمسي نظام هاخوا د درک وړتیا نه لري. که څه هم منطق ګل ځان ډیر پوه ګڼي او ښيي چې ډیر څه ېې کتلي او پلټلي دي خو له خبرو ېې له ورایه څرګندیږي چې هغه لا په ډیرو خبرو پوهیدو ته اړتیا لري.
منطق ګل یو ځای لیکي

[quote:5859b435b1]انسان هم یو حیوان دی. ملایان ورته په ناپوهۍ کې حیوان ناطق وايي (یانې په ناپوهۍ کې د تکامل په تیوري عقیده لري). دا انسان د حیوان د حالت نه په ملیونونو کلونو کې راوتلی دی او تجربو عقل ورکړی دی. عقل ورته لارې ایستلې دي. په نړۍ کې ځنې انسانان اوس هم داسې شته چې عقل یې دغې درجې ته نه دی رسېدلی وجه یې دا ده چې هغوی د مناسبو تجربو او بیا د زده کړې د هغه ماحول نه تېر شوي نه دي چې نورو ته میسر و. [/quote:5859b435b1]
دلته نوموړی ځان داسې ښيي چې ګواکي د عقل نبوغ ته رسیدلی دی او هغه چاپیریال ورته میسر وو چې نورو ته نه وو موجود.
نو چې داسې ده چې منطق ګل د خپل ښايي ۳۰-۴۰ کاله عمر په لړ کې د عقل نبوغ ته ورسید او د الله له شتون څخه منکر شو نو دا نور زرګونه میلیونونه انسانان بیا د زرګونه کلو په تیریدو ولې دې پړاو ته ونه رسیدل چې ستا دا پوچه نظریه ثابته کړي او یا لږ تر لږه له شمسي نظام هاخوا د څه درک وکړي؟
بل ځای منطق ګل لیکي

[quote:5859b435b1]تاته دا معلومه نده چې دا هر څه خپله فارموله لري لکه لمبر هایډروجن او خپل مقناطیسي کشش لري. ځمکه د دې نه تاوېږي. که ته وایې چې خدای سره یې ریموټ کنټرول په لاس کې دی نو داسې نه ده. مهمه پوشتنه دا ده چې ته په دې خو به پوهیژې چې کاینات اوه ځمکې او اوه اسمانونه ندی. ځمکه یوه سیاره ده چې د لمر نه تاویژي. سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده. نور نو خلا ده. پخوانو پیغمبرانو خو ویلي چې اوه اسمانونه دي او دپاسه پرې عرش دی. هلته خدای ناست دی. اوس ټول مذهبي خلک هم مني چې اوه اسمانونه یا ځمکې نشته. یوه ځمکه ده او دا یوه سیاره ده چې ګرده ده او د لمر نه تاویژي. نو دا راته ووایه چې د دې سیارو ریموټ کنټرول په لاس خدای ورته په کوم ځای کې ناست دی؟[/quote:5859b435b1]
منطق ګله! ستا او ستا د دې دهري نظریې ټول پلویان د الله په کایناتو کې د یوې ذرې قدر پوهه هم نه لري. آیا ته نه ېې خبر چې ځمکه، سپوږمۍ، لمر، مریخ، عطارد، زهره او نور ستوري چې د شمسي نظام په نوم یادیږي، ټول په یوه کهکشان کې سره راټول شوي دي چې په هغه کهکشان کې په میلیونونه نور داسې شمسي نظامونه شته او یبا په فضا کې په میلیونونه داسې نور کهکشانونه هم شتون لري چې انسان ېې ان له تصور کولو څخه عاجز دی.
الله د ټولو وګړو ته نیکه لار وښيي.


-
26.07.2011

اوس به که خیر وي وطنمل راپیدا کیږي او دا بحث به یا تړي او یا به یي ړنګوي او یا به لږ ترلږه زما دغه لیکنه ړنګوي،
ځکه چې منطق غل د عادل، قرآني، مومن مهاجر، د مدللو ځوابونو څخه عاجز دی.
ګورئ چې همداسې وشي!
که د منطق غل بحث د فورم مدیرانو په دې خاطر پریښی وي چې ګنې منطق غل مدلل بحث کوي نو تر ډاروین به هم بې عقله وي، ځکه چې ټول وینو چې منطق غل بحث نکوي، پوښتنې نه ځوابوي، بلکې پوښتنه د ملنډو په ټیل کې تالا کړي.


۰
26.07.2011

السلام علیکم
کلیوال صیب په ښاغلي وطمنل صیب دي اعتراض بي ځایه دي ځکه وطنمل صیب خو هڅکله د منطق ګل دفاع نده کړي او نه يي بل څوک تري منع کړي او که د منطق ګل خبري ړنګي کړي خو بیا هم د اعتراض لاندي راځي .
مونږ تاسو ته يي راپریښوده چي دلایل ورسره ووایو او په دلیل يي مات کړو خو اوس دا بیله خبره ده چي منطق ګل یواځي اسلام ته ښکنځلي کوي او مدلل بحث نه کوي ،فکر کوم دي کي به د ښاغلي وطنمل صیب قصور نه وي.
ستاسو مومندافغان


محمود سعيد
26.07.2011

یوه وړه مرغۍ چې د پاڼو په منځ کې سيندرې وایي، د الله د شتون د ثبوت لپاره بس ده.- وېکټور هوګو

کومه سینه چې د الله له ذکره خالي وي، هغې محکمې ته ورته ده، چې قاضي پکې نه وي.-روسو

شونې نه ده چې انسان وي او د الله پرشتون دې باور ونه لري او زه د کلیسا د هغو مشرانو خبرو ته حیران یم، چې وایي، مېټرلېنګ پر الله باور نه لري - موریس مېټرلېنګ

ایا د عقل کچه دومره پراخه ده، چې لوی الله هم پخپل ځان کې ځایولای شي؟ - توفیق الحکیم

د الله وهل د بنده پېغور

که الله خوږ دی مالګې یې ټاکې دي

الله چې مهربان شي وچ خوړونه به روان شي

الله چې داد کړي بنده به ښادکړي، بنده چې داد کړي بیا به یې یاد کړي

پښتومتلونه

یو پاچا یوه هوښیار ماشوم ته وویل: )بچیه که ودې ویل چې الله ج چېرته دی یوه اشرفۍ به په انعام کې درکړم). ماشوم ځواب ورکړ پاچا صیب که تا وویل، چې الله ج چېرته نشته زه به دوه اشرفۍ در كړم.

پښتو روايت

یو ځوان له سیمې لاړ و، په اوږده مسافري کې یې ډېر مهال مطالعه وکړه، کله چې خپل وطن ته ستون شو، نو له خپل پلار څخه یې وغوښتل، چې هغه ته کوم مذهبي یا ماهر شخص پيداکړي، چې درې پوښتنې یې ورځواب کړي. د هغه پلار له ډېر سوچ وروسته بالاخره یو مسلمان عالم ورپه نښه کړ. زوی یې هم ځنډ ونه کړاونېغ اسلامي عالم ته ورغی.

ځوان : ته څوک یې ؟ زماپوښتنوته ځواب ویلای شې؟

عالم : زه د پاک الله ج بنده یم اوکه خدای کړي ،ستا پوښتنو ته به ځوابونه درکړم.

ځوان : ته ډاډه یې؛ ډېرو پوهانواو ماهرانو زما پوښتنو ته ځواب رانه کړ.

عالم : ګرانه زه به هڅه وکړم . د الله ج په مرسته به ځوابونه در ته پیداکړم.

ځوان : زه درې پوښتنې لرم!

لومړۍ پوښتنه : ایا خدای ج شته که داسې وي، نو د هغه شتون راوښیه.

دویمه پوښتنه : برخلیک (تقدیر) یې لا پسې څه؟

دریمه پوښتنه : که شیطان له اور څخه جوړ وي، ولې په پای کې دوزخ ته اچول کیږي ، چې هغه هم له اور څخه جوړ دی ایا الله ج په دې اړه فکرکړی دی؟

ناڅاپه اسلامي عالم دغه ځوان ته پر مخ کلکه څاپېړه ورکړه . ځوان چې سخت خوږ شو،ویې ویل _ ولې پر ماغوسه شوې چې ځواب دې راکولای نه شو، نو ولې دې ووهلم.

عالم _ زه غوسه نه یم زما څاپېړه(څپړه) ستا د پوښتنو ځواب و.

پر ډبره د الله ج نوم
ځوان : دا څه وایې؟

عالم : کله چې ما ووهلې، نو څه احساس دې وکړ؟

ځوان : هر ګوره( البته)سخت خوږ شوم.

علم : ښه، نو ته باور لرې چې خوږ(درد) شته؟

ځوان : هو ولې نه.

عالم : ښه نو ماته یې وجود وښیه .

ځوان : نشم کولای.

عالم : دا زما لومړۍ ځواب دی، موږ ټول د الله ج د وجود له لېدلو پرته د هغه شتون احساسوو ... تېره شپه تا خوب لیدلای و، چې زه به دې ووهم؟

ځوان : نه صیب.

عالم : ایا کوم وخت تا فکر کړی و، چې زه به دې نن ورځ وهم؟

ځوان : نه

عالم : دا برخلیک (تقدیر) دی. ستا د دویمې پوښتنې ځواب . زما څاپېړه چې ته مې پرې ووهلې له څه شي جوړه ده؟

ځوان : له غوښې جوړه ده.

عالم : او ستا مخ له څه شي جوړ دی؟

ځوان : زما مخ هم له غوښې جوړ دی.

عالم : نوکله چې ما ووهلې څه احساس دې وکړ؟

ځوان : سحت خوږ شوم.

عالم : شاباس دا ستا د دریمې پوښتنې ځواب دی. که څه هم شیطان او همدارنګه اور دواړه له اور څخه جوړ دي، خو که پاک الله ج وغواړي، نو دوزخ به د شیطان لپاره په ډېر دردناک ځای بدل کړي.

٫٫٫٫٫

یو سړی سلماني ته ورغی، چې وېښتان او ږیره يې کم کړي. کله چې سلماني د هغه پر وېښتانو لګیاشو، نو په خپلوکې یې خبرې اترې پیل کړې، په خبرو خبروکې د الله ج په اړه وغږېدل. سلماني وویل زه باور نه لرم چې الله ج دې وي.

سړي وپوښته : دا ته څه وایې؟

سلماني :چې څه وایم ښه وایم، كه زما له هټۍ(دوکان)کوڅې ته ووځې، نوپه خپله به وپوهېږې، چې الله ج نشته .که الله ج وي، نو بیا به ولې خلک ناروغ کېدل ؟ولې به بې سرپرسته ماشومان وو ؟ که الله ج وى، نو رنځ اومصیبت به نه ول .زه فکر نه کوم، چې مینه ناک الله ج به دغوشیانو ته اجازه ورکړې وی .

سړي څه مهال سوچ وکړ، خو څه یې ونه ویل ځکه نه یې غوښتل چې بله مناظره اومباحثه پیل شي.

سلماني چې سر او ږیره ور سم کړل، سړی له هټۍ ووت. په کوڅه کې یې یو کس ولید، چې اوږده ،ګډوډ او ګګر وېښتان او ږېره یې درلودل. سړی د سلماني هټۍ ته ستون شو او سلماني ته یې وویل:( پوهېږې چې هیڅ سلماني نشته) ؟

سلماني په حیرانتیاوپوښت دا څه وایې؟ ولې نشته دا دی یو یې زه هم یم. څو شیبې دمخه مې ستا وېښتان در سم کړل.

سړي په غوسه وویل: (نه نه هیڅ سلماني نشته. که وی نو د اوږدو، ګګرو او ګډوډو وېښتانو کسان به نه وای، لکه دا یو یې چې ستا له هټۍ څخه بهر په کوڅه کې دی.

سلماني ځواب ورکړ دا خو د دې په معنا نه ده، چې سلماني نشته، چې خلک ماته نه راځي، نو زه خو ورتلای نه شم، چې وېښتان یې ور کم کړم.

سړي ځواب ورکړ، د نښې منځ دې وویشت. الله ج هم شته دا چې خلک غوښتنه نه ترې کوي، له هغه سره د اړیکو پر ټینګېدانه پوهیږي او مرسته نه ترې غواړي، نو په نړۍ کې به ولې ناروغان نه وي او رنځ او مصیبت به څرنګه له منځه لاړ شي.
تاند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more