ادبي ټوکې ټکالې
هوتک
24.05.2011
څنګه حساب دی پوه پرې نشوم .
داسې غوصه راته ښکارې؟
چپرهاری صیب چه کومه خبره دې پرمیزاج برابره نه وی لږ اشاره خو ورکوه چه داخبرې راباندی بد اثر وکړ.
اوس دې سوچ كې واچولم؟
خان آغا
24.05.2011
دچپرهاری صیب دمشرتوب په خاطرمی ړنګه کړه....
-
24.05.2011
مومندصیب دا حوقلة دي ولې وویله؟ :)
احمدشاه صیب زه خو پوه نشوم چي تا څه شی لیکلي وو چي مومندافغان پرې خوابدی شوی؟
د خان آغا د خبرو داسي پوه شوم چې کومه ویډیو وه. خان آغا به يې ووايي چي په ویډیو کې کوم داسې شی وه چې د مومند افغان په خوشالۍ کې خنډ وګرځيد؟
داخبرې پریږدۍ راځۍ هلته پښتون داسي سرې سرې هندواڼي راوړي چې دوطنمل صیب خولې به هم ورته زه وایم اوبه کړي وي. :)
۰
24.05.2011
نه ورونو له تاسو خو نه خفه کیږم خو ګوره دا احمدشاخان نه ملا ګوری نه سپین ږیري
ګوري او اتڼ ته يي راکاږي دی لږ پوه کړی چي دسپینږیرو سره ګذاره کوي.
مومندافغان
خان آغا
24.05.2011
مومندصیب بس خبره خلاصه سوه بیابه احمدشاه داسی غلطی نکوی خو احمدشاه هم ملامت نه ګڼم ولی چه مومندصیب انټرنیټی بانډارونه دی څوک څه خبر دی چه دلته څوک مشر دی اوڅوک کشر دی بیابه انشاءالله داسی نه کیږی بیغمه اوسه-
هوتک
24.05.2011
چپرهاری صیب ښه ده چه زما اوکلیوال نه یې خفه زه خو دې ومنه چه سخت خفه وم،
۰
24.05.2011
نه وروره الله دي نه کړي چي له چا نه خفه شو احمدشا هم زما کشر ورور دی او شاید شوخي يي مقصد نه وو خو خبر به نه وو چي مومند د ملاي سپین پګړۍ سره ږیره هم سپینه ده نو ځکه يي اتڼ ته دعوت راکړي وو او زه هم فکر کوم چي ګرمۍ به وهلی وم یوه سپوره به مي لیکلي وي اوس پښیمان یم بښنه غواړم.
مونږ تاسو افغانان یو عمر په کړاونو او تکالیفو کي تیر کړ او د ژوند او ځونۍ په خوند هڅ پوه نشو دلته چي د لږ ساعت لپاره خپل پام غلطوو نو هم لوي غنیمت دی څوک له چا څه خبر دي چي څوک څومره غمونه لري خو دا داسلام او هیواد غم خو بیا مونږ تاسو ټولو مشترک دي نو ددي غمونو نه پام غلطۍ لپاره دلته کله ناکله بنډار کوو نو خیر که یو ورور نه خبره سپوره شوه بل به لږ تحمل وکړو
او که بل څوک يي کوي او که نه زه خو يي کوم نوري مي ناندري له لاسه نه کیږي او هغه هم بیا د تفریح په خونه کي .
نور نو احمدشاخان ورور دي هم ډیر نه خشمیږي بس دي چي هرڅه وو یا دی پوه نه شو او یا زه خو تیر په هیر .
ستاسو ۴۳ کلن ملا ورور مومند افغان
هوتک
24.05.2011
[quote:ddb965af2f="مومندافغان"] ستاسو ۴۳ کلن ملا ورور مومند افغان[/quote:ddb965af2f]ښه ده مومندصیب چه خپل عمر دې راوښود زما هم دغرمې راهسې ورته سودا وه؟
مومندصیب ته خو ولا ترموږ ډیر زیات مشر یې دلته موږ اوتاسو روشتیا هم چه غم غلطوو زه خو خپله بغیر له ګپې نه ولاکه بل هیڅ مقصد لرم ګنې مومندصیب زما پر زړه چه کوم غم دی ته ومنه که زه تاسې ته ویلای سم کلیوال صیب ته پته ده ستا داخبره بیخې ځای نسې چه دلته غم سره غلطوو نو مومند صیب بس خپل ګپه به سره کوو خو هر وخت که سره بیل شو بخښه به هم سره کوو دلیکنې اصلې مقصد مې هم بخښه ده اوبس؟
ذاکر
24.05.2011
ملګرو اسلام علیکم.......
چه زه رغلم تاسو سره په ګیلو اوبانو پیل وکړ زه هم حجری په یو کونج کی درته غلی کیناستم له ځان سره می وویل که دوی سره ترخه شول بس بستره اوچته وه اوځغله هغه خیرسو بیا می ځان درسره شریک کړ هیله ده چه زما راتګ په بده وانخلۍ،
Ahmad shah
24.05.2011
مشر ورور مومند افغان صیب ښهٔ شو چې پخلا شوئ، ګنې ما ته دې خفګان پهٔ هیڅ قیمت د تحمل وړ نهٔ و.
ما ویل تهٔ به پهٔ څهٔ شي خفه شوی ييييیې؟ :cry: :cry:
دا خو دومره غټه خبره نهٔ ده خیر کهٔ مشر یې د خوښۍ پهٔ محفلونو کې کله پهٔ مشرانو کې هم د ځوانانو شوخي راټوکېږي او مشران نو هم بیا کله کله د کشرانو لاس زغمي چې پرې کېښودل شي. :) :D
اوس بیرته مرور نهٔ شې ګپ لګوم. :lol: