ادبي ټوکې ټکالې
انځورګر
14.03.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
څاروان
15.03.2005
د پردېسۍ د هجري يارانو په ګيډيو سلامونه مې قبول كړي.
خالد هادي صيب له انځور څخه خو ځوان معلوميږي نو بيا ولي ځانته سپين ږيري واي او كه دغه انځور ستاسي د ځواني د وخت دي؟ خير ستاسي ددي خبري پوري ((ياره داسي مي پر سر درد دی لکه وچه ډوډی او فالوده چي سره وخوري خو بيا مي هم په دا سپينه ږيره او زرغونو برېتو دادی د ټولو جواب په يوه ورځ ورکړ))
يوه كيسه راپياد سوه خو بي ادبي دي له اوس څخه معاف وي او خوابدي هم نسي.
يوي پيغلي انجلي منډي وهلي چه د ګل مير بابا پري پام سو نو ورته ئي وويل چه آي انجلي منډي مه وهه هسي نه چې قينچې دي پڅه سي. هغي ورته په جواب كې وويل چه كه قينچې مي هرڅومره پڅه سي بيا هم ستا سنت اخيستي سي.
د مجلس يارانو اوس د خداي په آمان كه ژوندي و نومجلس بيا وكړو.
ستاسي د كاميابي په هيله
څاروان
هيواد شېرزاد
15.03.2005
هادي ګله سلامونه، اخر راغلې، ما ويل که دا بنډار دې يوازې هوتک ته ورپرې ايښی و.
څاروان وروره، ته هم ستړی مشې. هادي ورور ، د پکتياوالو خبر ځوان ژڼی دی. :o
[quote:080a5f6e71]هوتک لالا تاخوا په ډاکټريزم کي انسان جوړيزم ويلی دی ياره داسي دوا نه ده درمالومه چي بېرته شل کلن ځوان شمه ياره والله که په بډايي کي هيڅ خوند وي د سړک پر دې غاړه روان يو پر هغه بله راسته سپين سراني لا مخ راڅخه اړه وي ځواناني خو څه که ېې [/quote:080a5f6e71]
ياره ستا پدې خبر د رباني پورې يوه کيسه راياده شوه، خو دلته به يې نه ليکم، هسې نه چې د فورم څخه مې څوک بند کړي. (بې چوکاټه ده) :)
که وشو په PM کې يې درته ليکم.
اوس لاړم خو بيا راځم .... :lol:
hotak
15.03.2005
سلامونه مينه اومستي :wink: :wink:
تاسي به واياست دامستي نو ولي؟؟؟
داځكه چي ادې مي پيښورته تللي ده اوغواړي چي ستاسي دغه خواركى ورور له خيره سره دملانيك نام په غضب ياني په كوژده اخته كړي. اوس واياست داڅه مستي ارزي كه نه :wink: :wink: :wink:
ياره زه خوچي له يوې خواورته گورم له مستي غړك غړك كيږم اوله بلي خوابياخداي شته يوڅه خوابدى هم يم ځكه عجبه ازاد ژوند لرم.لاابالي انسان يم والله كه مي دپلارپرواساتلي وي اوس به نو له خيره سره له يوه پلوه دببولالي نازونه اونخرې په ځان وړم.له بلي خوابه خوگ سر(بښنه غواړم خوسر) اوخواښي ترځان لاندي غټي تيږي ږدي. هوتك غريب به مجبوره وي ديوچا له سترگو به هرللوپنجو ته سپى سپى كيږي.
خيرخداي به خيركړي ................اوس خبره په ببولاله كي ده...............
ببولاله ښايي هغه نه وي چي ماورته ډيرددرواغو نفلونه اوتراويح كړيدي بلكي ادې مي غواړي چي يوه سيده ساده كليواله انجلۍ راته وگوري.بلكي راته كتلي يى ده.......له رنگه غنم رنگه خوله قده مندرۍ ده.هوتك په ونه جگ دى ځكه نوببولاله بايدچي ورسره په تگ كي كڼاوې په پښوكړي.
جانان مي دنگ دى زه لنډۍ يم................دديدن ځاي ته كڼاوې په څنگ كي وړمه
پاتي شوه هغه بله دينداره اولمونځ گوزاره چي همدلته په امريكاكي اوسيدله...هغې ته كه څه هم چي ماخورا ډيري مانورې وكړى خوله بده مرغه په برخه مي نشوه.ځكه موريى په ماپوه شوي وه چي دنصيرداټوله دينداري هسي نمايشي ده.ريښتياهم زه چي به هلته تلم كټ مټ به داسي وم لكه په امريكاكي اوسيدونكي افغانان چي به دطالبانوپه وخت كي افغانستان ته تلل.يوه مياشت دمخه به مي ږيره پريښودله.سپينه خولۍ به مي په سركړه وغيره وغيره..................خوچي كله به بيرته راستون شوم نوهماغه شين مخ اوهماغه زه به وم.......... :twisted:
خيردلته زه تاسي ته ټولوته دموقع په مناسبت داشعرډالۍ كوم.
وږمه وږمه وه دگلاب لور وه..........نغمه نغمه وه درباب لور وه
هوتكه ته چي ورته سپى سپى كيدې.........هغه انجلۍ خودقصاب لوروه :lol: :lol:
يارانوكه زمادكوژدى خبره وه نوكيداي شي يو دوه مياشتي وروسته زه هم پيښورته لاړشم اوخپله ځواني مي خسرخيلو(اسراييلو) ته ورښكاره كړم.پيخوري ياران دي خبروي...........كه څوك مي ليدل غواړي نودسميع يوسفزي په موبايل دي راته زنگ وهي..........................
مجيب انګار
15.03.2005
هوتک لالا مولا دې راوله
یاره نن خو دډېرو خوشالیو سره راغلی یې ، یوه دکوژدې خبره اوبله لادا چې پېښورته به راځې ، واه واه واه یاره هغه به هم ښه وخت وي چې له نږدې دې ووینم .
یاره وایي چې یوهلک خپلې مورته وېلي و ، چې مورې دا زما ماما ستا څه کېږي ؟ هغې په جواب کې ورته وویل : خوارنه شې هغه مې ورور دی ، زوی یې په وارخطا ورته وویل : وی ! ته خو مې نوره هم خپله وختې .
یاره سمېع سره خو لږ ډېر بلد یم هغه دې لاڅه کېږي ؟ او بله داچې که دې مور بي بي درځي نو وایه که دې کوم کتاب میتاب په کار وي چې درویې لېږم ، ګوره شمالي وال یم اومونږ په انډیوالۍ کې دکندهاریانو غوندې نه یو ، هاهاهاهاها
انځورګر
15.03.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
مجيب انګار
16.03.2005
سلامونه خالد خانه پر ما ګرانه
یاره خبره داسې ده ، چې ته دتېرې څه مودې راهیسې رانه خوابدی یې خوزه نه پوهېږم ، چې ولې ؟ ډېر برېښنالیکونه مې در ولېږل ، خوتایې ځواب رانه کړ ، دوه ښکلې مجلې مې هم دبېنوا لپاره درته راوړي هغه مې هم درته په یوه برېښنالیک کې لیکلې وې .... ماغوښتل چې ستاله خولې یووارې خپل نوم واورم ، چې وامې ورېد ..
ګلابه ! کندهاریان خومې دسرسترګې دي داخو هسې یوه بهانه وه ، چې ته مې پرې غږولې ...
تالیکلي ، چې خدای دې دکندهاریانو له انډیوالۍ او دښمنۍ وساته . ، نو دښمني خو دمیاشي هم ګرانه ده ، خو دغه دانډیوالۍ خبره دې سمه راته نه ښکاري ، زه خو وایم چې په یارانه کې به ښه وي
hotak
17.03.2005
يارانو سلامونه
مجيب جانه مينه!قربان دي شم كه دي زما ادې ته زمالپاره كتاب وركړنوبيادي والله كه په كوركي ورنه گام كيښود.ځكه هغه زما له همدغه عادته ډيره تنگه وه.ماچي به ډوډۍ هم خوړله نوكتاب به مي كوت.كله ناكله به مي گوله دخولې په ځاي دپوزي په سوړه ننه ايستله :lol: :lol: :lol:
پاتي شوه دسميع خبره نوهغه چي امريكا ته راغلى وو زما ميلمه وو.له ماسره يى شپې وى.خوله بده مرغه له امريكانه په ستنيدوسره سم دتورغروميلمه شو...............مينه
مجيب انګار
27.03.2005
هوتک خانه وروره !
سلامونه ، کوژ ده دې څنګه شوه؟
هيواد شېرزاد
27.03.2005
سلامونه دوستانو!
هيله ده چې جوړ او روغ اوسئ.
[quote:2afedd229a="مجيب انګار"]هوتک خانه وروره !
سلامونه ، کوژ ده دې څنګه شوه؟[/quote:2afedd229a]
انګاره وروره! د هوتک لالا فورم ته نه راتګ ددې شاهدي ورکوي چې کوژده يې شوې ده. ځکه چې اوس خو به لکه د افغانستان د عسکرو پشان هرې شېبې ته ټکټ رخصت اخلي. :lol:
وايي يو سړي بل ته ويلي و چې د زلزلي او واده په منځ کې څه توپير دی؟
نو هغه بل ورته ويلي وو توپير دا دی چې ، زلزه اول راځي خو وروسته خرابی کوي، مګر واده اول خرابی کوي ، وروسته راځي .
نو اوس دې الله پاک د هوتک لالا هم مل شي، دوعا ورته کوئ. 8)
[quote:2afedd229a="مجيب انګار"]سلامونه خالد خانه پر ما ګرانه
یاره خبره داسې ده ، چې ته دتېرې څه مودې راهیسې رانه خوابدی یې خوزه نه پوهېږم ، چې ولې ؟ ډېر برېښنالیکونه مې در ولېږل ، خوتایې ځواب رانه کړ ، دوه ښکلې مجلې مې هم دبېنوا لپاره درته راوړي هغه مې هم درته په یوه برېښنالیک کې لیکلې وې .... [/quote:2afedd229a]
ګرانه! که خالد لالا مجلې نه غواړي مونږ خو ورته په دوه پښتو ناست يو، ظالمه، خير که هغه دې وطندار دی. که په مرورتيا سړي ته مجلې استوې نو چې ..... :cry:
څاروان
29.03.2005
د مجلس يارانو د انجوګانو د مصاريفو په اندازه سلامونه مې قبول كړي.
ګرانو دوستانو دا تيره هفته مې د افغانستان په مختلف كلو كې تيره كړي نو ځكه ستاسي د خواږه بنډار څخه هم لري وم نو الله پاك دې وكړي چه ټول روغ او جوړ وي .آمين.
د هوتك جان د كوژدي خبره خو ډيره ګرمه ده او خداي دي وكړي چه پدي ... واوړي . بيا به ګورو چه په خپل تقسم اوقات كې د هجري مجلس ته وخت وركولي شي او كنه. ځكه چه بيا مصروفيات زياتيږي.
هغه خپله خبره رانه ياده وتلي وه نو اوس بيا راته راياده شوه چې په افغانستان كې انتخابات راروان دي نو په داخل د افغانستان كې خو په هر ځاي كې همدا د كانديدانو او انتخاباتو بحث روان دي خو د ښاښۍ مجلي د پخلنځى اشپزان بيا داسي نظر لري.
[ د لومړي ځل لپاره درته د كانديد پلو په پخولو څمڅۍ ښوروو.
د كانديد پلو اساسي مواد دادي:
1. دوه پياز غوټې مرستيالان.
2. شل بوتله باداران بناسپتي.
3. يوه كاشوغه چاپلوس نمك.
4. شپږ زره يو سلو دوه رومي كانديد پلوي.
5. څلور دېرش بورۍ كمپايني وريجې
6. اتلس او ګردانه كانديد واټر.
دا ټول مواد د نايانو په مسين كانديد دېګ كې واچوئ ښه غر غړې لمبې اور ورپسې كړئ او د ميزان په (۱۹ مه) يې سر پرانيزئ اوف... دغه ده مزه، دې كانديد پلو ته په عربي كې (اليخني الكانديد بلو)، په انګلېسي كې (يخنېنګ كانديد پلوشن) او په روسي كې (كانديد پلووف) وايي. د مور شيدې مو شه ، نوشي جان.]
ستاسي نظر څه دي؟
يوسف څاروان
هيواد شېرزاد
29.03.2005
هاهاهاهاهاها :lol: :lol:
مړه دې کړو څاروان وروره!
دا به والله چې عجيبه مزېداره پلو وي :shock: ، ياره چې موږ ته به راورسيږي او کنه؟ فکر نه کوم، ځکه پلو خورو به لا د مخکې نه ورته خپلې خېټې خوړې کړي وي.
بيا هم ، څاروانه وروره، ته زموږ نه ورته لږ نږدې يې، وګوره که کومه کاچغه دې ترې راوالوزل. دعا به درته کوو :lol: :lol: :lol: :P :P
مجيب انګار
30.03.2005
هیواد لالا ټنونه ټنونه سلامونه قبول کړه
یاره دا څه وایې دومره مجلې او کتابونه درولېږم چې چې چې ته هم ووایې چې شپاړس ... 5860412-0300 زمادګرځنده ټلیفون شمېره ده چې هرڅوک درتله نو ماخبر کړه چې سم پڼډونه درولېږم
او بله داچې خالد مې وطن دار نه دی بلکې ترهغه خو لاتاته درلنډ یم ، خوماته ټول داسې ګران یی لکه دشابۍ ترور دکلي چې یاست
داسې ښکاري چې هوتک لالا لاړ دبل چاشو ، یاره هوتک خانه لاړې او دکرارې ژوند دې ځانته په لوی لاس ګډ وډ کړ...
څاروان
31.03.2005
شيرزاد خانه او د هجري د مجلس يارانود سر د ويښتو په اندازه سلامونه مې قبول كړي.
شيرزاد خانه ته خو د كانديد پلو د خوړلو كوشش كوي خو د ښاښۍ مجلي په ډيكشنري كې د حكومتي وظيفو معناګانو څخه خبر ئې او كنه :roll: خير زه به يو څه درته د ښاښيوالو په ښاښۍ باد باد كړم او بيا دي خپله خوښه:
[color=darkred:45f041c880]ولسمشر:[/color:45f041c880] هغه دى چې په اونۍ كې يوه ورځ په كور او پاتې په صحرا كې په مزو چړچو تېروي.
[color=white:45f041c880]وزير:[/color:45f041c880]هغه څوك چې په اتو ساعتو رسمياتو كې اوه نيم ساعته په ملاقاتونو او مېټينګونو تېروي.
[color=darkred:45f041c880]معين:[/color:45f041c880] دا هغه بختور كس دى چې ټوله ورځ د وزارت له ښځينه مامورينو سره په ګپ او ژاولو جولو تېروي.
[color=white:45f041c880]والي:[/color:45f041c880] دا پوك مزاجه بې تاجه پاچا هغه څوك دى چې پخپلو معدوناتو د وچې ملكي كوي.
[color=darkred:45f041c880]رئيس:[/color:45f041c880] دا هغه بوخت شخص دى چې خپله ټوله ورځ په خپل سينګار او مېك اپ باندې تېروي.
[color=white:45f041c880]امر:[/color:45f041c880] دې كس ته روسۍ كلوشه هم ويلى شو چې په هره پښه كې جوړه راځي.
[color=darkred:45f041c880]مدير:[/color:45f041c880] دا هغه لاس په نام شخصيت دى چې دويم نوم يې تابعدار ګل دي.
[color=white:45f041c880]مامور: [/color:45f041c880]دا ډېربې صلاحيته شخص دى خو كه كار وكړي د كار پرزه ده.
[color=darkred:45f041c880]پياده: [/color:45f041c880]دا هغه څوك دى چې ورپسۍ پښتو كې دا متل چوړ شوي چې نه د پياز سر دى او نه يې بېخ.
خو [color=white:45f041c880]د ولس د وكيل [/color:45f041c880]په اړوند بيا داسي نظر لري:
[color=indigo:45f041c880]ملنګه دوه ګټې دې وكړې
يو دې خير ټول كړو بل دې وكړل ديدنونه[/color:45f041c880]
وروره جانه په هيواد كې خلك د كانديد پلو په پښولو كې خورا په مينه برخه اخلي ځكه هيوادوالو خو [color=darkred:45f041c880]روزګار ګل [/color:45f041c880]ته هر وخت داسي وايي:
غمجن مازيګرى دى بې له تانه مساپره
الله خو دې زر راوله جانانه مساپره
خو خير شيرزاد خانه كه ددي كانديد پلو څخه مونږ برخمند شو نو د هجري د مجلس يارانو سره به ئې [color=white:45f041c880]پيپټي پيپټي [/color:45f041c880]كړو.
اوس همدومره بس دي ځكه نن په پښتونخوا كې په هر ځاي كې اينډوخير دي مظاهري دي نو داسي نه چه شپه مو د كوره بهر راشي. بيا به ګورو سره الله حافظ
څاروان
hotak
01.04.2005
قدرمنو آشنايان بياهم سلامونه
ياره ترټولووړاندي دي دغه دخاښۍ انډيوال ستړى مشي.كه تاسي ته يادوي زه هم دډاكټرشاخي په نامه يوخپلوان لرم چي فعلا(دحليمي صيب په وينا فيعلن)په اماراتوكي خياطي كوي .........
پاتي شوه زما دكوزدى خبره نووالله ماته هم داسي ښكاري چي دبسوګلي واده ورنه جوړشي......... ليلاخورخو نوتاسي پيژنۍ. زمامشره خوراودباچالالاپه حبالهء نكاح كي ده... دهغې دمضري مداخلې له امله مي اوس مورهم تروره ده. اوس يئ انجلۍ نه خوښيږي. بيګاه شپه مي هم ادې ته په ټلفون كي ويل چي ياره اوكې يئ كړه.....توره دي وي خوچي وي........
خورمي نواوس له ماسره داخلاص بيځايه څرګندونه كوي. دباقي مامالور يئ يادوله چي سپوږمه يى لكه دنوښارسرنګ دومره ده..... دمرزامامالورخونو هسي هم ددئ په ويناپه بېيه لكه نورستانۍ بياڼه ټيټه ده.ددى غريبي نوځان ته ندى پام.........
خيرخداي به خيركړي............... دنياپه اُميدخوړل كيږي...............
څانګه به نن سباكي ګل شي*******مايى په سركي ګل غوټۍ ليدلي دينه
هوتك به نن سباكي نرشي*******موريى پبوكي جينكۍ ليدلي دينه
پاتي شوه هغه دپلاوخبره نو اوس خورا بيموډه يم.والله كه ټكي ليكل مي له وسه وي.......................مينه مننه
څاروان
02.04.2005
2-4-2005
يارانو دولس ترنګړه نرم او غوړ سلامونه قبول كړي
هوتك جانه خير يوسي كور دي ودان ښه شوه چه د پرديسيانو هجري ته دي سر راښكاره كړو پرون مې چه ستا مضمون د اجتماعي بحثونو په فورم كې وليدو نوپه فكر كې راوه ګرځيد لكه چه د هوتك وروره د كوژدي كار سوي.
خو خير وروره كوژده او واده به دي وسي خو بيا به دغه ازاد ژوند پسي ارمان كوي خو سره ددي [color=darkred:121b1900b8]ښځه هغه هنداره ده چه غمجني څېرې خندوې[/color:121b1900b8] خير صبر كوه د صبر مڼي خوږوي. او زړه خوشحاله او روغ رمټ ساته ځكه [color=white:121b1900b8]د ښكلا آډانه روغ رمټ زړه دي، كه دا رنځور شو نو تورې او ځلېدونكې سترګې بيا هېڅ هم نه شي كولاى[/color:121b1900b8].
ګرانه دا ستاسي خپلوان ډاكټر شاخي كه د ښاښۍ والو سره په ليكه كړو نو د ښاښۍ والو مټي به نوري هم پري قوي شي او د هيواد كاږه واږه به د اصلاح په نيت ښه باد كړي شي او زمونږ دغه انديښنه به هم لري شي چه د ښاښۍ داړي پڅي نه شي. نو د ښاښۍ مجلي د امتياز خاوند ئې خپسي نيولي وګړي دي او مشر ئې خبرلوڅ خوګياڼي دي او كشر ئې لالهاند چپلياري دي او د بريښناليك پته ئې داده khakhai_jalalabad@yahoo.com كه دغه معلومات دى ډاكټر شاخي ته وروه ليږل او هغه د خپلو ليكنو بوري د بريښناليك له لوري د ښاښۍ والو پر لوري وروليږدوله ، زما يقين دي چه ښاښيوال به ئې هم دروند هركلي وكړي ځكه د ډاكټر شاخي كيسي چه په همدي فورم كې تاسي كړي د نور غوبل كولو ضرورت ورته نه ليدل كيږي او زما په نظر بادولو ته چمتو دي.
[color=darkblue:121b1900b8]دوستانو كه ژوند وفا راسره كړه نو انشاء الله چه د هغه مشاعري يو څه برخه به درته وليكم چه پښتنو ميرمنو پكي د خپلو ميړونو په اړوند لنډي ويلي. نو بيا دي هر واده كونكي او اواده كړي پكي فكر وكړي. چه كومه لنډۍ .... [/color:121b1900b8]
په فكر كې مي داسي راګرځي لكه چه [color=blue:121b1900b8]د هجري د مجلس بعض ياران د كانديد پلو د پخولو په تياري بوخت دي او اساسي مواد ئې ورته تياروي[/color:121b1900b8]. خو دا د هجري كوربه هم نه ښكاري نه يم خبر چه زمونږ په راتګ .....
يوسف څاروان
hotak
04.04.2005
څاروان اونورويارانوته سلامونه
ياره دادكوژدې په خبره مي نورمه ....ياست . ادې مي وركه ده هسي نه زماپه ځاي يى دځان لپاره كوژده نه وي كړي . هغه موبايل چي ورسره دى په پرله پسې ډول بند دى . والله سم جدي وارخطايم . زموږدوه كونيان سپين ږيري خپلوان شته .هري پردۍ كونډي ته يى په كره خرېيلى وي . خداي دي خپل فضل كوي .
:lol: :lol: :lol:
پاتي شوه دډاكټرشاخي موضوع نو موصوف فعلا په متحده عرب اماراتوكي اقامت لري اوهلته له يوه كليوال سره دمرستيال خياط(درزي) دنده مخ په وړاندي بيايي .
مايي چي كومي كيسې ليكلي ټكي په ټكي ريښتيادي . خوله بده مرغه دهغو ډيره برخه دوطنمل كه خداي خبردهيوادشيرزاد كم نيتۍ اوبخيلۍ وخوړه . بياتي يى پرې راوايستله اودډاكټرشاخي دقبله ګاه دپرتاږه په څيريى پريك كړ.
دادشاخي دپلار دپرتاږه بيابله كيسه ده چي بيابه يى درته وكړم :
حضرت صيب(ډاكټرشاخي) چي كله په كمپ كي دخياطي درى مياشتنى كورس پاي ته ورساوه نويى ددى لپاره چي زده كړى كسب په عمل كي تطبيق كړي دخپل بچندرلپاره دكاليوپه جوړولوبريد وكړ . پوره لس ورځي ورباندي لګيا وو .دپبودمهاجربازارخياطان يى هم په مشوروستړي كړل . خوكله چي داوه كلن نوراحمدكالي تيارشول نوڅه ګوري چي يولستوڼى يى يونيم اوبل يى دوه نيم متره دى. پايڅه يى يوه شپږاوبله يولس انچه ده . دكميسه سايز يى دوه څلويښت انچه اوږد اوپرتوږ يى تردى هم دراز .
ماچي كالي وليدل نوشاخى مي خوراپرې تنګ كړ خويوه ورځ دشاخي ادې راته څرګنده كړه چي هغه پرتوږ يى يوڅه سره پله پوري كړى اوخپل پلارته يى وروړى وو .
خواباغريب يى هم له خندا پرته بله لاره نه لرله . داځكه چي ډاكټرشاخي واردمخه دنجارۍ په ډګركي هم ورته امتحان وركړى وو. يوتخت يى جوړاوه خوله بده مرغه يوه پښه يى لنډه وه .شاخي ددې لپاره چي دتخت انډول وربرابركړي كږې پايې ته يى پتليز وروړ اوپه دى ډول دتخت بله اوبيابله پښه لنډه اواوږده شوه . آن تردې چي دشاخي تخت دنجارۍ يوداسي شاهكاروګرزيد چي په څلوروپښو كي يى ديارلس پتليزه خوړولي وو خوبياهم روغ نه شو اوهماغسي په يوه پښه بونګ ولاړ وو . :lol: :lol: :lol:
اودطب په ډګركي چي حضرت صيب كومي خرې ګونډه كړي دهغو ځيني نادري ناولدي مي مخكي ليكلي هم دي خوكه وخت اوبخت ياري كوله دلته به يى څونوري عجيبي غريبي وليكم .
ډاكټرصيب څنګه چي دتخنيك له پلوه هم په ځان پوره وو ځكه يى نوله خپله كوره سره سره دشاوخواګاونډيانو(لكه موږوغيره) تخنيكي ستونزي هم ورهوارولى .
يوه ورځ زمادابانازولي جاپانۍ اصيله Panasonic راډيوڅه په دې ډول خرابه شوه چي په يوه ځاي به يى لس اسټيشنه راكشول .دبي بي سي دخبروپرمهال به كله دتهران راډيوراغله‘كله به دماسكو دسپين تڼي غږراپورته شواوكله به دخره دهينګاري په څيرديوې روسۍ سندري اواز پورته شو.شاخى چي هغه ورځ دمعمول په څيردسهارپه چايو زموږكره ناست وو(داځكه چي پلاريى په شاخي چاي بند كړى وو) دراډيوپه ليدلوسره زما اباته وړانديز وكړچي روغه به يى كړم . پلارمي اول نه منله خوترڅوچي يى موافقه كوله شاخي دراډيو خانه ورخرابه كړي وه .
راډيو نه يوازي داچي روغه نه شوه بلكي له اخه توخه يى هم واچوله .اودخوندخبره يى لاداچي په حساب پوره نولس پيچونه يى زيات شول ياني هغه يى په خپلوځايونو كي ټينګ نه شواى كړاى .
پلارچي مي داحالت وليدنويى شاخي ته ويل هلكه بدبخته داپيچونه خويى سره وربسته كړه .
شاخي ورته ويل چي حاجي صيب داپيچونه له كارخانې نه زيات پكي راغلي دكوم درد دوا ندي . يوازي انګريزانوددى لپاره پكي ايښي چي دضرورت په وخت په كار راشي . اوس چي زما داباراډيوهم خرابه ده نوداپيچونه به هغې ته په دردوخوري ..... :lol: :lol: :lol:
شاخي پدې ډول زماداباهغه نازولي راډيو وردربدره كړه چي ترادې مي هم ورباندي ګرانه وه . ځكه ادې به مي په شواروز كي يوازي څوساعته له اباسره وه خوراډيوبه ورسره 24 ساعته په خواكي پرته وه. :lol: :lol: :lol:
انځورګر
12.04.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
څاروان
12.04.2005
هوتك جانه او خالد روره سلامونو ته مو د حلوا په څير خواږه نرم او غوړ وعليكم السلام وايم او زما لخوا هم په بوغبندو بوغبندو سلامونه ومني.
خالد جانه هغه زما تيره ليكنه خو ړنګه شوي خو دادي د منطقيانو دعا هم قبوله شوه ډيري ليكني ئې د ړنګيدو څخه بچ شوي دي. په همغه وخت كې چا تاسي پتنګ لالا ته د منطقيانو د فورم په اړوند كومه خبره كړي وه ما هم لوستي وه خو زه چه كله ټول افغان ته په لومړي ځل راغلم او د منطق فورم مې وكتلو نو په اكثرو ليكنو كې راته دا څرګنده شوه چه بغير د منطق څخه نور هرڅه پكي شته. نو ځكه زه هم چه مجبور نه شم نو پكې كومه ليكنه نه كوم.
هوتك وروره د ډاكټر شاخي كيسي خو خورا خوندوري دي او نن مې غوښتل چه څه نوي ټوكې درته وليكم خو نن په ذهن كې هيڅ كومه داسي ټوكه نه راځي چه ستاسي د داړو د جنګيدو سبب ئې وه ګرځوم. اه دا ښاښۍ وال خو مې د ياده وتلي وه خير وده ريږي چه وه ګورم چه ښاښۍ والو كوم درمند د غوبل كيدو څخه ورسته باد كړي او كنه.
يرا پدي ګڼه كې خو داسي ډير څه د خندا راته نه ښكاري هسي لكه د سرخرود د داشونو غوندي لوږي ئې ډير خيږي او ... خو خير دغه يوه خبرتيا ئې ولولي :
[color=white:f425ca3e82]د نړيوال بانك د زراعت څانګى مسول بش نومي دهقان ته خبر وكوي چى د افغانستان نومي پټي په پوله كې د پاكستان نومي پټي لخوا چې موژكانو كومي سوړي كړي د دي پرځاي چې موژكان راووځي او ووژل شي ښه به دا وي چې د مشر مژي سر وتړل شي كه نه د بش دهقان فصل په خطر كې دي.[/color:f425ca3e82]
يارانو هغه ژمنه مې چه د ميرمنو د مشاعري په اړوند كړي وه راته ياده ده او كه خداي كول نو سبا ته به ئې درته وړاندي كړم. نو بيا دي [color=darkblue:f425ca3e82]هر واده كوونكې او واده كړي پكي فكر وكړي چه د ژوند ملګري ئې د كوم ګل سره تشبه وركوي.[/color:f425ca3e82]
څاروان
څاروان
14.04.2005
ياروانو له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته.
په تير ليكنه كې چه كومه وعده مي كړي وه نو اوس ئې پوره كولو ته لستوڼي رانغاړم او دادي د ميرمنو د مشاعري يوه برخه ستاسي د لوست لپاره تياره ده.:
څه به مو سر خوږوم چه اوږده شانته مقدمه كيږدم خو لنډه خبره به وكړم چه وروڼو په يوه كيلواله سيمه كې څه ميرمني راټولي شوي وي او هري يوي د خپل ميړه په اړوند د خپل احساس د څرګندولو لپاره يوه يوه لنډۍ ويلي:
يوه پيغله چه په ټولو ګلونو كې ئې د ګلاب ګل خوښ دى خپل مين ته هم د ګلاب نسبت كوي:
زما جانان ګل د ګلاب دى
پكې ثواب دى چې هردم يې بويه ومه
يوه بله پيغله خپلو همزولو ته وايي چې ما مه ملامتوئ زما مين ډير ارمانجن دي ځكه يې له ځان نه نه بيلوم:
زما جانان ګل د سوسن دى
ډېر ارمانجن دى ځان نه يې نه جدا كومه
بلې پيغلې ته چه خپل مين ډير ګران دي او بې له ځانه يې په نورو تش ديدن هم نه لورېږي داسي ناره پورته كړه:
زما جانان ګل د بادام دى
زما په نام دى نور يې هم ديدن كوينه
بله نيمزاله چه د ميندو او پلرونو په خوښه له كوم ناروغ او رنځور غاړي زلمي سره واده شوې ده چې دا ورسره هېڅ د زړه مينه نه لري نو ځكه په وير لړلي اواز سره خپلو همزولو ته خيل ژوند داسې معرفي كوي:
زما جانان ګل د شړشم دي
خيټه شړم دى د ناكام شپې تېرومه
همدغه خامسوزه پيغله چه ژوندون ئې تريخ او د ناكامې شپي سبا كوي ددې لپاره چې نورې همزولي پرې اعتراض ونه كړي، چې نو داسي شړم خيټې زلمي سره څنګه شپې سبا كوي، په بله ځل چه د ټيكۍ وار ورته ورځي نو وايي:
زما جانان ګل د بادرنګ دى
زيړ او بدرنګ دى زه يې خواته نه پرېږدمه
يو بله نيمزاله چې كوم وركوټى هلك ته چې د ميني او محبت په راز نه پوهېږي واده ده نړ ځكه د ناخوښۍ په لهجه يې د پالك ګل ګڼي:
زما جانان ګل د پالك دى
تنكى هلك دى تل يې لاس كې دنګومه
د غه مشاعره د ګندهار مجلي په پوره توګه راخيستي ته ده او ما خو دادي يوه څنډه ئې درته وليكله او اوس نو هر واده كړي او اواده كونكې دي له ځان سره فكر وكړي چه د كوم ګل سره مشابه دي.
د اوس لپاره مو په مخه مو ښه الله مو مل شه
څاروان
مجيب انګار
03.05.2005
سلامونه ورونو!
هوتک لالا هيڅ درک دې نشته داراته ووايه چې په کومه دنيا کې يې ؟
څاروان
08.05.2005
انګار وروره ورسته له سلامونو څخه
وروره دغه د هجري د مجلس بعض ياران لكه د كانديد پلو په پخولو بوخت شوي نو تر څو چه انتخابات تير نه شي په دربين كې به ئې هم ونه ګوري.
څاروان
څاروان
20.07.2005
د پردېسي د هجري د مجلس بي دركه يارانو د باران د څاڅكو په اندازه سلامونه قبول كړي.
څاروان هيله لري چه د روغيتا او صحت پكول به مو پر سر وي.
څوځلي مي هجري ته په دي نيت سر راښكاره كړو چه ياران به په هجره كې وي او ګپ شپ به روان وي خو ياروان خو پريده هغه د [color=white:d839f5942a]كوربه[/color:d839f5942a] د قلم ژبه هم راته وچه ښكاره شوه. به هر حال خداي دي خير كړي چه [color=darkred:d839f5942a]د ياروان په بدني كابينه كې د كوم وزير پاڼه نه وي زيړه شوي.[/color:d839f5942a]
خبره راڅخه په بله لاړه نه شي د اوس لپاره به درته د ښاښۍ مجلي څخه د بدن كابينه دروه پيژنم او بيابه وه ګورو چه د ياروانو د بدن د كابيني څه حال دي.
[color=white:d839f5942a]د بدن كابينه[/color:d839f5942a]
دماغ: -------- جمهوري رياست
ژبه: --------- د اطلاعاتو او كولتور وزارت.
غوږ:--------- د مخابراتو وزارت.
سترګې:------- د بهرنيو او كورنيو چارو وزارت.
وېښته:-------- د ځنګلونو وزارت.
معده:--------- د كرنې او خوراكي توكو وزارت.
ګوتې:-------- د ماليې وزارت.
سږي:-------- د چاپيريال ساتنې وزارت.
ګردې: ------- د اوبو او برېښنا وزارت.
پښې:--------- د ترانسپورت وزارت.
لاسونه:------- د دفاع وزارت.
زړه:---------- د لوبو او ځوانانو وزرات.
ياروانو سر خلاص كړي، د پښتنو د هجري په فضا باندي چپتيا دومره واكمنه نه وي لكه څومره چه د ټول افغان د پردېسي د هجري پر فضا د څه وخت څخه ده.
يوسف څاروان
hotak
21.08.2005
يارانو مينه اوسلامونه
خداي موغرق مكړه چي ومونه ويل چي داهوتك آخرورك په څه پسې دى.
يوخومي ادې وركه ده اوبله داچي زه يوې سرې سپيني خوستۍ پښتنې ګنډلى يم. ياران دي دزړه له كومي دوه ركعته صلوة حاجت وكړي اوبيادي دهوتك اوخوستۍ دكوژدې دعاوكړي. هوتك روان دى لومړی ډنمارك ته اوله هغه ځايه كه خيروو پيښورته ...............
هلكه مجيبيه! شومپړقه ځان تياروه چي هوتك در روان دى....كنه خيردي نشته ګورې................
مجيب انګار
22.08.2005
ګوره هوتک ماما آخرهم په سپينه ګيره مين شوې ، هه!
ياره مولا دې راوله زه خوديارانو راتګ ته ډېرخوشالېږم. خبرشوم چې څه موده دمخه هم پېښورته راغلی وې او ګوره ماخولاپخوادرته په دې فورم کې خپل دګرځنده فون شمېره ليکلې وه خوتا سپين ږيري مين هډو له زما تپوس ونه کړ.
زما دموبايل شمېره درسره واخله اوچې کله هم راشې مابه خبر کړې کنه نو خير به دې نه وي.
03339292934
اوياهم په قصه خوانۍ کې دانش کتابپلورنځي ته ځان راورسوه له هغه ځايه ماپه څودقيقوکې موندلی شې.