وطن پال او نور ګټور شعرونه
Mohammad Hassan
22.03.2007
سید شاه خانه زما وروره
ستا له نيوکې نه کوم تشکرونه!!
ناڅاپی نن دلته راپيښ شوم
سترګې مې ستا په انتقاد ولګېدېنه
ما خو لنډۍ خپله اصلاح کړه
په دې امید چې سياسی به تعبير شينه
زما مطلب ترې سياسی ؤ
حق د ښکنځلو ځان ته کله ورکومه
Miwand Patang
02.05.2007
رباني بیا په اتڼ راغی
د بدخشي مور دې پرې بوره شي مینه
خلق او پرچم سره پخلا شو
ستم دارو د مدارۍ خوړلي دینه
په شیعه ګانو یې ورچوپ کړه
ټول د ایران ډول ته روسي رقص کوینه
دا کرزي خیل یې وارخطا کړل
د چور لښکرې په ماشه راغلې دینه
رباني تا ته مبارک شه
د کاجي بي پګړۍ دې و تړه مینه
ستا دې په خپل وجدان قسم وي
ستا په ناولي سر کې څومره چینجی دینه
Miwand Patang
07.05.2007
رباني وايي:
د چا به کور کلی یادیږي
زما یادیږي آی آیس آی دسترخوانونه
څوک به مین په کاکولا وي
زما به هیر نه شي د بیرو بوتلونه
باده په باد مې سلام وایه
په هغه باد چې د مسکو په لوري ځینه
که چا ویل چې پوتین راغی
د کا جي بي لنګۍ به زیری ورکومه
ما د ایران له سترګو جار کړې
د خمیني زیات ته بیا ورځم مینه
سپینو لیمو به یې جارو کړم
ماته یې شنه شنه تومان ډیر را کړي دینه
افغانستان ویشمه خلکو
په فدرالي لاره به وکړمه مزلونه
له خلق، پرچم نه مې قربان کړې
ماته به راوړي د مسکو شیرین روبلونه
Miwand Patang
07.05.2007
رباني وايي:
د چا به کور کلی یادیږي
زما یادیږي آی آیس آی دسترخوانونه
څوک به مین په کاکولا وي
زما به هیر نه شي د بیرو بوتلونه
باده په باد مې سلام وایه
په هغه باد چې د مسکو په لوري ځینه
که چا ویل چې پوتین راغی
د کا جي بي لنګۍ به زیری ورکومه
ما د ایران له سترګو جار کړې
د خمیني زیارت ته بیا ورځم مینه
سپینو لیمو به یې جارو کړم
ماته یې شنه شنه تومان ډیر را کړي دینه
افغانستان ویشمه خلکو
په فدرالي لاره به وکړمه مزلونه
له خلق، پرچم نه مې قربان کړې
ماته به راوړي د مسکو شیرین روبلونه
pattang
07.05.2007
دلته خو ډېر زمری ښکاريږي
خودکرزي په لوري غبرګ کړې سلا مونه ٠
ميونده هلته به زما يار شې
چې هم پښتون او مسلمان په خټه شينه ٠
پښتون په ژبه پښتون ندی
پښتون هغه دی چې يې خوی د پښتون وينه
Miwand Patang
07.05.2007
پتنګ ته:
که مې له زړه څخه خبر شې
پتنګه یاره بیا به غبرګ وهې ډولونه
له افغانانو مې قربان کړې
هغه افغان چې خپل هیواد آبادوینه
زه مسلمان او کلک پښتون یم
په خپل کوشش به د هیواد کړم خدمتونه
که مې د زړه مراندې سپړلې
بیا به آرمان کړې چې میوند ته ځم مینه
په نا کردو به دې پښیمان وې
د میوندجان په لار اخلي قدمونه
وړاندیز: ستا لنډۍ که په دې شکل وای نو خوندورې به راغلې وای:
دلته خو ډیر زمری ښکارې
خو دکرزي په لوري غبرګ کړې سلامونه
میوند زما د مینې یار دی
چې هم پښتون او ریښتنی مومن دینه
پښتون په ژبه پښتون ندی
پښتون هغه دی چې د سولې اتل وینه
ما د پښتون له پګړۍ جار کړې
هغه پښتون چې لګوي سپین مشالونه
د پوهې علم طرفدار وي
له پرمختګ څخه بیا غیږه ګرزوینه
دا خپل کلتور یې وي ساتلی
هر یوه افغان ته د ورورۍ ورکړي لاسونه
پتنګ وايي:
[color=white:84c3c943f0]دلته خو ډېر زمری ښکاريږي
خودکرزي په لوري غبرګ کړې سلا مونه ٠
ميونده هلته به زما يار شې
چې هم پښتون او مسلمان په خټه شينه ٠
پښتون په ژبه پښتون ندی
پښتون هغه دی چې يې خوی د پښتون وينه[/color:84c3c943f0]
pattang
07.05.2007
پښتون ته پاتې يو وقاردی
چې وقار نوي تشه سوله څکوينه
سوله به هلته سره غواړو
چې د ليلې شهيدان سترګې پټې کړينه
که سوله وي او وقار نوي
سبا د بيا تر پاکستانه تيره وينه
دښمن دې ما ر لوی اژده ها دی
سپينې کوترې تل د سولې تېروينه
نجيب اله دې سوله غوښته
ستم بندي طالب په دار وځړاونه
راځه راځه توره را واخله
چې د مزار شهيدان بيرته وګټونه
که زه پا چا دزمانې شم
هېر به مې نشي د دوستم کړي ظلمونه
کلا جنګي به هېره نکړم
که عزرائيل رانه کوي دژوند سوالونه
نور خو د ټول کارون سم دي
خو دکرزي په دولت مکوه وياړونه
نه به ميوند نه به پتګ شي
چې درنه هېر شې دملالې قدمونه
اوربوز تړه توپک را واخله
پاس مرکه ده په پښتو تړاو کوينه
زماپه سردومره لنډۍ دي
د استا ټول عمر به په سلو ضربه وينه
پتنګ عاشق په پښتنو دی
توره ليلی ئي په کيږدۍ کې ژوند کوينه .
Miwand Patang
08.05.2007
هله به ستا لنډۍ پخیږي
چې شاګردي د میوندګل وکړې مینه
زه خو د هر ظلم خلاف یم
هغه ظلمونه چې دوستم کافر کوینه
دغه له ګیله له آی آیس آی کړه
چې یې پرې مړه کړه طالبان ژڼي فوځونه
د لیلې دښت یې کړه پرې ډکه
ډیر بې خبر ځوانان یې خاورې خاورې کړونه
اول خو نوم د ایتلاف وو
ملک مرستیال د بهرنیو چارو شوونه
بیا پرې طوفان د کافر راغی
نازک طالب څخه یې و ریبل سرونه
د سادګۍ لپاره حد وي
ما د طالب سادګي هر وخت ژړوینه
د القایدې په لومو بند شول
د پاکستان په جال یې و خوړل سرونه
پتنګه یاره عبرت واخله
تاریخ ته ګوره چې در وښيي درسونه
یو وخت به جنګ وي فرض عین
خو بل وخت سوله فرض عین شي مینه
ته دا مظلوم وګړي ګوره
چې القایده طالب یې مرګ ته ورکوینه
څوک یې پخپله دي وژلي
په چا رابولي د صلیب د اور بمونه
ملامت ټوله آی ایس آی ده
چې یې طالب لومو کې ټنګ تړلی دینه
پښتون بیزار دی له وحشته
هغه وحشت چې یې طالب دلته کوینه
که د پښتون ښیرازي غواړې
په سوله، پوهه او ورورۍ کې ده مینه
د ټوپک وخت تیر شوی ګله
ټوپک دې خدای په جهنم کې وسیزینه
دا د ټوپک له لاسه خوار شوو
په جرمني کې پتنګ ژوند څه له کوینه
هیواد مې ټول تکه تکه دی
خدایه له تا غواړي د سولې شنه شالونه
دلته دعلم ګلان شنه کړه
چې د ورورۍ دریا یې هر وخت اوبوینه
هیواد مو مه بیایی تورتم ته
پتنګه لاس له رڼایۍ تاو کړه مینه
Miwand Patang
08.05.2007
هله به ستا لنډۍ پخیږي
چې شاګردي د میوندګل وکړې مینه
زه خو د هر ظلم خلاف یم
هغه ظلمونه چې دوستم کافر کوینه
دغه ګیله له آی آیس آی کړه
چې یې پرې مړه کړه طالبان ژڼي فوځونه
د لیلې دښت یې کړه پرې ډکه
ډیر بې خبر ځوانان یې خاورې خاورې کړونه
اول خو نوم د ایتلاف وو
ملک مرستیال د بهرنیو چارو شوونه
بیا پرې طوفان د کافر راغی
نازک طالب څخه یې و ریبل سرونه
د سادګۍ لپاره حد وي
ما د طالب سادګي هر وخت ژړوینه
د القایدې په لومو بند شول
د پاکستان په جال یې و خوړل سرونه
پتنګه یاره عبرت واخله
تاریخ ته ګوره چې در وښيي درسونه
یو وخت به جنګ وي فرض عین
خو بل وخت سوله فرض عین شي مینه
ته دا مظلوم وګړي ګوره
چې القایده طالب یې مرګ ته ورکوینه
څوک یې پخپله دي وژلي
په چا رابولي د صلیب د اور بمونه
ملامت ټوله آی ایس آی ده
چې یې طالب لومو کې ټینګ تړلی دینه
پښتون بیزار دی له وحشته
هغه وحشت چې یې طالب دلته کوینه
که د پښتون ښیرازي غواړې
په سوله، پوهه او ورورۍ کې ده مینه
د ټوپک وخت تیر شوی ګله
ټوپک دې خدای په جهنم کې وسیزینه
دا د ټوپک له لاسه خوار شوو
په جرمني کې پتنګ ژوند څه له کوینه
هیواد مې ټول تکه تکه دی
خدایه له تا غواړي د سولې شنه شالونه
دلته دعلم ګلان شنه کړه
چې د ورورۍ دریا یې هر وخت اوبوینه
هیواد مو مه بیایی تورتم ته
پتنګه لاس له رڼایۍ تاو کړه مینه
Miwand Patang
08.05.2007
دا د جګړو له لاسه خوار شوو
له خپل وطنه پتنګ لاړ و تښتیدنه
که خپل هیواد ګل ګزار کړو
دلته به به خوښ وي افغانان زیړي ګلونه
Mohammad Hassan
10.05.2007
بيا رغونې ته يې ګورۍ
تبليغ يې ټوله دنيا ونيوه مینه
خو د کندهار په پوهنتون کې
د څښاک اوبو پسې سرګردان دی زلمی، نجونه
نه يې ماحول ورته جوړ کړ
نه يې په مينه استادان درس ورکوينه
دا انجو ګانې څه بلا دی؟
له پوهنتونه استادان ګمراه کوينه!
Miwand Patang
12.05.2007
سلام سلام ګرانه کوشانه
خپلې لنډۍ دې یو ځل بیا لیکه مینه
د تا کوشش د تقدیر وړ دی
که لږ خواري وکړي نو ښې به شي مینه
یا خو یې سمې کړه پخپله
یا اجازه راکړه چې زه یې سمې کړمه
دا یوه خبره پام کې نیسه
اول مصرع د لنډۍ نه سیلابه وینه
دیارلس سیلابه یې دوهمه
بیا یې نو خوند او رنګ واړوه لاسونه
ستا د کلام مطالب ښه دي
هله به نور ښه شي چې وزن پیدا کړینه
دا آخري مصرۍ به دا وي
خدای دې هیواد ګل ګلزار لري مینه
یوه دې بله ورپسې وي
غلیم د دې وطن به خاورې خاورې شینه
Miwand Patang
12.05.2007
ښاغلی کوشان صیب بیا هم سلامونه
که ستاسو کلام په دې ډول و لیکل شي زه فکر کوم چې لنډیو ته به ورته شي او موږ به سیاسي لنډۍ ورته وویلی شو خو زه دا کار یوازې د فورم د دې برخې د سمسور ساتلو په موخه کوم او بل هدف مې دا دی چې د یو بل له لیکنو او تجربو څخه د دې منظوم کلام په درشل کې ګټه واخلو. نو کیدای شي زما په لنډیو کې هم ډیر نواقص وي چې ستاسو کره کتنې ته هر وخت انتظار باسي او ستاسو لنډۍ زما تر نیمګړې تر کره کتنې وروسته په دې ډول ولیکل شوې هیله ده چې ستاسو د یوه کشر ورور څخه یې د یوې کوچنۍ ډالۍ په حیث و منی او زما په دې کار د خپګان څرګندونه ونه کړی.
جګړه خو کار د پښتون نه ده
پښتون هغه دی چې د سولې اتل وینه
چې نه معمار وي نه ښوونکی
چې نه ډاکتر وي پښتانه ناروغه دینه
یوه خوا ملا بله بلا ده
عقله په غاړه د حکمت کړه تعویذونه
جنګې سړې د سولې وخت کې
د پتنګي په څیر په ځان خولې لګوینه
پښتون به هغه وخت سرشار وي
چې خپلواکي یې د رڼاوو سره وینه
هویت به هغه وخت محفوظ شي
چې لیک او لوست مو په شیرینه پښتو شينه
بس په دې یوه لار مو بریا ده
چې روغه، جوړه مو ګاڼه د ژوندون شینه
په دې تورتم به پاتې نه شو
که پرمختګ مو د ژوندن په خوا کې وینه
مننه
ستاسو میوند پتنګ
Miwand Patang
12.05.2007
یوه طباعتي سمونه:
دیارلس سیلابه یې دوهمه
بیا یې نو خوند او رنګ ته واړوه لاسونه
Miwand Patang
12.05.2007
محمد حسنه زما یاره
خدای دې بهار کړه چې دې وګورم ګلونه
ستا لنډۍ له ګلو ډکې
له داسې ګلو چې د مښکو وږمې وړینه
Miwand Patang
12.05.2007
ستاسو لنډۍ له ګلو ډکې
له داسې ګلو چې د مښکو وږمې وړینه
pattang
12.05.2007
کچنی ميوند په ژبه راغی
............................................پلا ريې هېر کړی دې دادا نارې وهينه
يوه دې بله ور پسې وي
......................................... ميوند روان دی دپتنګ سلا م ته ځينه .
راځه زما شاګر دي وکړه
.........................................چې وطنوال دې په تندي وګرزه وينه
Miwand Patang
13.05.2007
زه د لویۍ دعوه دار نه یم
خو پتنګي ته مې ورکړي دي درسونه
که د میوند شاګردي وکړي
د سړیتوب په څرک به و زانګې مینه
له ها ښکنځلو به بیزار شې
چې یې د تا مغزو کې ځای نیولی دینه
زه به همیش ځم ستا سلام ته
که دې زما خبرې خوښې شوې مینه
که له جګړو څخه بیزار شوې
تر لاس نیولي به یو ځای کورګي ته ځونه
خدای دې د علم پتنګی کړه
چې له ډیوو څخه انوار اخلې مینه
یو سمونه:
کوچنی میوند په ژبه راغی
پلار یې هیر کړی د ادې نارې وهینه
پتنګ وايي:
[color=cyan:5cd27a9a77]کچنی ميوند په ژبه راغی
............................................پلا ريې هېر کړی دې دادا نارې وهينه
يوه دې بله ور پسې وي
......................................... ميوند روان دی دپتنګ سلا م ته ځينه .
راځه زما شاګر دي وکړه
.........................................چې وطنوال دې په تندي وګرزه وينه[/color:5cd27a9a77]
pattang
13.05.2007
په لوټه خېځې ځان لوړ بولې
................................................. لکه چور ګوړی هر ګړۍ کوې بانګونه
د چړيتوب په کرسۍ ناست دی
.....................................................مېوند جان خوشې دملا دعوه (داوه ) کوينه٠
ميونده خدای که به ملا شې
.............................................. تا دکرزي په کور کې وېلي سبقونه
زما مطلب له ادې نوو
......................................ستا نا پوهي ده چې دادا (ادې) کوېنه .
زما دا يو ټکی در واخله
.........................................داشغالګرو په بريد مکوه وياړونه ٠
Miwand Patang
13.05.2007
ته به خبرو سړی نه شوې
خدای دې دارو د سړیتوب درکړي مینه
زه یې په یوه مصرۍ کې وایم
د اشغالګرو پښو کې ته رغړې مینه
ته شین طالب القایده یې
تا نیم خوردې د جرمني خوړلې دینه
خدایزده چې څه ډول بلا یې
په یوه طالب په بله غرب ته کړې رقصونه
عقل دې بیا راوله سر ته
د ناپوهۍ سراب کې مه کوه مزلونه
ته په فرانکونو کې لوبیږي
غریب میوند ته یادوې بیا ډالرونه
په ډالر تا زړه دی بایللی
د غرب لمنه کې لاس بند کړي دینه
تا پرې ځانمرګي را ایله کړل
له بې ګناه پښتنو اخلې کساتونه
تا پرې بی دوه پنځوس را مارش کړې
تا پرې را خوشي کړل د کروزو راکټونه
ستا د طالب ناځوان له لاسه
افغانان ګرزي سپیرې مینې ړنګ کورونه
چې آی ایس آی درنه رضا وي
پروا مو نشته چې پښتون خوارو زار وینه
ستا د پښتو دعوه دروغ ده
د هر پښتون په مړینه ته کوې ویاړونه
هره حمله تا ته تایید ده
هغه حمله چې پښتانه خاورې کوینه
خدای به پوښتنه درنه وکړي
پتنګه ظلم سرنګون په دنیا وینه
Miwand Patang
13.05.2007
ستا دې قسم په ذوالجلال وي
پتنګه څومره جاسوسۍ دې کړې دینه
دا آی ایس آی مو ستر غلیم دی
چې د ځانمرګو ډلې بیا سمبالوینه
ته که رښتینی هیوادپال وې
د مشرف ډول ته نڅا پریږده مینه
pattang
14.05.2007
نور خو دځان ښه مشهور کړی
..................................................خو د مسجد خړی دې پاته ده ميونده
دابادۍ په نوم يې ليکې
............................................ خو دترور په نوم مې کلي ګډوينه٠
پښتنون په خټه دروغ نکړي
.................................................څوک چې دروغ کړې دپردي له ذاته وينه
له دې سياسته دي لا س واخله
...................................................کوچنی هلک يې خپله پزه پاکونه .
دومره دبس ده لنډۍ پريږده.
.................................................غيرت د نشته پښتو ولې شرموېنه
Miwand Patang
15.05.2007
زه له لوستونکو عفوه غواړم
زما هدف دی د پتنګ غولن ځوابونه
دلته یې ځان راته طالب کړ
خو په آلمان کې پتنګ غره ورکوینه
ذات د پتنګ خو ګډوډ دی
هره لیکنه کې یې شل ښکنځاوې وینه
اول یې زده بیا یې ښکاره کړه
ستا په لنډیو کې نه خوند شته نه وزنونه
د حراموني ذات معلوم وي
د پتنګي په څیر یې عقل ناقص وینه
pattang
15.05.2007
:P
pattang
15.05.2007
نوم دې غلا کړی مېوندۍ وې
...................................................د پتنګ نوم دې په شرمو وشرماونه
زما ته سيال نه يې هلکه
........................................ته خپله غره په پرديو خرڅوېنه
د پشت او سړو پو په کار وان کې
.....................................................قزل باش وينم د مېوند ديدار ته ځينه .
دومره خولې دې اشنا بس دي
.................................................کاغذ در واخله خپله غره وچه کنه
نورې لنډۍ ستا سره نکړم
..................................................په عربي ژبه سلام در اچوومه :
اذا خاطب هم الجا هيلونا قا لو سلا ما !