وطن پال او نور ګټور شعرونه
      کټوازی
      18.03.2006
    
يارانو سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ ، پۀ تېره بيا نوي [color=white:d5b2ceddc6]هيواد [/color:d5b2ceddc6]ته هر کلی او يوه لپه مينه !
   _____________________[color=blue:d5b2ceddc6]
 يو رنګين تصوير پوښلى د ټالونو هر بهير واى
 .تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې كتلاى[/color:d5b2ceddc6]
{ ګل  آغا احمدي }
      هادي حيران
      18.03.2006
    
[color=red:1b4fca0052]يو سړى چې هيڅ يې نۀ زده
استاد هم دى، لارښود هم دى[/color:1b4fca0052]
[url=http://www.worbal.com/pashto/index.php?option=content&task=view&id=155&Itemid=26] عبدالهادي حيران [/url]
      کټوازی
      18.03.2006
    
[color=blue:82003ea79a]
يوه سندره يي پۀ خوله ده داسې وايي ښايستوكې
  ....................... .............تل به نۀ وي تورتمونه تل به نه وي ژړاګانې[/color:82003ea79a]
 
{ ګل آغا احمدي }
      هادي حيران
      18.03.2006
    
[color=red:eae9bf9767]يو نظر راته راواړئي، يو نظر کې روک تالا شم
رڼا نور مستي لاهو شي، موټى خاوره د صحرا شم[/color:eae9bf9767]
[url=http://www.zmong-afghanistan.com/Ghani-pashto.asp] غني خان [/url]
      hewad
      18.03.2006
    
ګرانوهېوادوالوسلامونه!
زۀ د عصمت الله جان پۀ سپارښت ستاسو سره ونډه اخلم،مخکنی بېت رانه غلط شوی ؤ ګرانه هېوادشېرزاده بيابۀ انشاالله ښۀ پام ورته ونيسم٠
يو حقيقت مې پۀ هرڅيز کې ليدو
دا حقيقت زما نظر وختو
پۀ درنښت هېواد
      hewad
      18.03.2006
    
مخ دې نيم پۀ زلفو پټ وو لمرجوړ تندروو نيولی
دديدن دې ارماني وم ارماني دنظر نۀ يم
حمزه شينواری
هېواد
      Dost
      18.03.2006
    
سلامونه او مینه!
[color=yellow:578cdc6a2b]ماته کلونه زولني پر لمن ولی لیکې
...........................................دزلیخا په تورکې خــوب او زندان دواړه وینم
[/color:578cdc6a2b]
(جهاني)
      hewad
      18.03.2006
    
معرفت زدۀ کړه غافله دکثرت لۀ هره نوعه 
معرفت اومعروف يودي فرق يې نشته پۀ وحدت کې
حمزه شينواری
هېواد
سلام دې ورسېږي ټولوته٠
      هادي حيران
      18.03.2006
    
[color=red:74bf29e60f]يا خو زه ورته نظر کولاى نشم
يا خو دى ډېر په لېمو کې زورور دى[/color:74bf29e60f]
 خاطر اپريدى
      عصمت الله
      18.03.2006
    
بیا هم ټولو ته  دمینې ډک سلامونه وړاندې کوم
او له هیواد جانه یوه دنیا مننه کوم چې زما غوښتنه یې ومنله او زموږ سره یې یو ځای د بیت باز ۍ  په دغه  بې چکچکو مشاعره کې ګډون وکړ
  یوه دبغـــــاوت  ټپه چـــــــــــــــــې  سر دتېغه تېر کــــــــړي
   توکل غواړي سوچ نه غواړي دې دار ته ختل غواړي
رحمت شاه سائل
        
        
      هيواد شېرزاد
      18.03.2006
    
ټولو دوستانو ته سلامونه . هيله ده چې روغ اوسئ .
[color=darkblue:e838bbe18f]يو کم سل نومه د خدای پکې ياديږي
چا تړلی په رباب د تسبو تار دی؟[/color:e838bbe18f]
[color=darkblue:e838bbe18f]" کاروان"[/color:e838bbe18f]
      Muhammad Hafeez
      19.03.2006
    
[color=green:22b11f95f7]يو پټ غلي احساس دي چې ارام مې نه پريږدي
په اور مې پخوي لکه  چې خام مې نه پريږدي[/color:22b11f95f7]
ارواښاد ګل پاچا " الفت "
      Dost
      19.03.2006
    
[color=yellow:6a56a5e215]یوه شپه یـو راغلې بې اختیاره بې خبره
.......................................شـبـنم غوندې مو کډې پۀ غونچو درته ساتو[/color:6a56a5e215](جهاني)
      کټوازی
      19.03.2006
    
راته ګرانه دوسته ، سره له نورو يارانو مې سلامونه او نېکې هيلې ومنه !
____________________________
[color=blue:964e5845d2] وخت به سپيناوی د ښار دهرې بدنامۍ وکړي ،
 څوک وايي قاتل چې دتاريخ اتل ته ورته دی [/color:964e5845d2]
      کټوازی
      19.03.2006
    
راته ګرانه دوسته ، سره له نورو يارانو مې سلامونه او نېکې هيلې ومنه !
____________________________
[color=blue:fe3594ef62] وخت به سپيناوی د ښار دهرې بدنامۍ وکړي ،
 څوک وايي قاتل چې دتاريخ اتل ته ورته دی [/color:fe3594ef62]
 { هميم جلالزی }
      وقار
      19.03.2006
    
ګرانو ورونو نېکې هېلې و منئ.
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه به زه يم
هم به ځمکه هم اسمان وي نه به ته يې نه به زه يم
(جهاني)
________
وقار
      کټوازی
      19.03.2006
    
[color=blue:54991e8e3f] ماته د وعدې دماتېدو معذورتونه کړي ،
ستادلاس رنګونه نکريزو ساه نيولي دي [/color:54991e8e3f]
{  آافتاب بدر }
____________________
 وقار جانه ستړی مه سې !
      وقار
      19.03.2006
    
محترم صميم صېب, الله دې په ايمان ښايسته کړه سره د ټولو دوستانو
بخښنه غواړم چې د ځيني کړاوونو له وجهې نشم کولای چې هره ورځ  د وېب پاڼې کتلو ته راشم.
يو مې وليدزړه او روح, شېطان و نفس بل
صفتونه شول دهر يو را نما
پير روښان(ميرزاخان انصاري)
_______
وقار
      Muhammad Hafeez
      19.03.2006
    
[color=green:bee943dce7]اخرت کې مې راپورته په سپين مخ کړې
لدې وړاندې به خاونده څه ارمان کړم[/color:bee943dce7]
محمد يعقوب " شرافت "
      Dost
      19.03.2006
    
ټولو یارانو،صمیم،وقار،هادي،عصمت،حفیظ،هیواداو هیوادشېرزاد!
سلامونه مې ومنئ شکر اوس خو دومره ډېر سواست چې نوم پۀ نوم مخاطبول خو......
[color=yellow:d9c218d026]مور که  به  څه هم ددښمن  وه خو چې  بوره به شوه     
...........................................په  خدای  چې  زۀ به پې زهير  ومه  تر ډېره پوري
[/color:d9c218d026]
(درویش)
      hewad
      19.03.2006
    
ټولو قدرمنو ته سلامونه!
يوه شېبه چې پۀ کرار وم زما نۀ يادېږي
ستالۀ غمونو چې وزګاروم زما نۀ يادېږي
عبدالوهاب سرتېر
      Dost
      19.03.2006
    
یوځل بیا پۀ لپو،لپو سلامونه در شیندم!
[color=yellow:6109fb3119]یو د بل پۀ ځای کښېني د دنیا دؤد دی
........................................زۀ خوشحال قايم مقام یم د مجنون[/color:6109fb3119] (خوشحال بابا)
        
        
      هيواد شېرزاد
      19.03.2006
    
درنو دوستانو. سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ .
نوم به د سپينو وينو ورکړم وينې پاتې نه دي
شرم دې نه وي له غلبېلو زړونو اوښکې راځي
کاروان
      عصمت الله
      19.03.2006
    
ټولو ورورنو ته له خدایه خیر غواړم هر چیرې چې اوسي ښاد او برایالۍ اوسي
   یکـــــباره یې  قـــــراری لـــــــه مــــانه واخیست
   درسته شپه په ما حرام شه که مې خواب شئ
 خوشحال خان خټک
      هادي حيران
      20.03.2006
    
[color=red:eb84b6c60c]يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې[/color:eb84b6c60c]
غني خان