نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
27.11.2005
حقبينه!
ته په خپل تعصب کی ډوب يي . ته کله د ترقی په معنا پوهيږي .
مترقی هغه څوک دئ چې ترقی غواړی!
Anonymous
27.11.2005
حقبين صيب ته له سلام او ډير احترام وروسته!
حقبين صيب ليکی:
[color=green:f70d35f364]((خانيه تاسومترقي څه ته وايۍ؟ (خلق اوپرچم ته ؟ ) ))[/color:f70d35f364]
زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی. .
خلق او پرچم ته ولې نه؟ خو نه په مجموع کې!
په خلق او پرچم کې هم زموږ د هېواد ډيرو زړه سواندو، تعليميافته او اصيلو بچيانو غړيتوب لاره او د هغوی ترمنځ هم د رښتينو مترقی عناصرو او قوتونو امکان خورا پراخ دئ.
[color=green:f70d35f364]بل ځای وايی: (دې کسانو وطن په شورويانو نه وخرڅ کړې ؟ )[/color:f70d35f364]
که دا کار شوئ هم وی، نو په ټول جنبش د څو تنو ګناه اچول به سم کار نه وی!
او که هغوی په شورويانو خرڅ کړ، دا راوروسته بيا چا څو ځلې په نورو خرڅ کړ؟
بل ځای ليکی [color=green:f70d35f364]((څوک چه خلقي ياپرچمي نه و هغه به يي د افغانستان له تابيعت نه خارجاوه ؟ )) [/color:f70d35f364]
نه هيڅکله نه، داسې کار نه شوئ او نه ئې د کېدو امکانات موجود ؤ، مثال ئې هم نشته. او يا زه پخپله خو نه يم ورباندې خبر!
بل ځای وائې[color=green:f70d35f364]((ظالمانو چه د ټوپک په زور يي کمونيستي په خوارو افغانانوقبلوله دغوکمونيستي افراطيونو ته مترقي وايي ؟ ))[/color:f70d35f364]
که څوک په افغانستان کې د خلقيانو او يا هم پرچميانو له خوا جوړ شوی سياسی سيستم ته کمونيستی وايی، نو نه يوازې چې هغه سيستم نه پېژنی خو ورسره کمونيستی هم نه پېژنی.او زما په نظر خلقيانو ته د کمونيستی افراطيونو حطاب کول له عينی واقعيت او حق او عدالت نه لرې خبره ده
ملا ضريبن
Anonymous
27.11.2005
[color=red:1a761fed1f]څانګه به نن سبا کې ګل شي
مائې په سر کې سرې غوټۍ لېدلي دينه
د توری ارتجاع يعنی کرزی-مجاهد سياست ماتی سره مخامخ شوه. د افغانستان د ژغورنی يوازنی لاړ د ټولو مترقی ځواکونه اتحاد دی [/color:1a761fed1f].
دا خو بيا بابک ليکلی دی .
Anonymous
27.11.2005
ميلمه :?
((حقبينه!
ته په خپل تعصب کی ډوب يي . ته کله د ترقی په معنا پوهيږي .))
خلقيه يا پرچميه !!!!!!
تاسووطنفروشان چه پری پوهيدۍ کومه ترقي مو افغانستان ته راوړه ؟؟
دوه ميليونه قتلونه ؟
درې لکه روسي عسکر ؟
په زرګونو کونډی يتيمان ، معيوبين ؟
پنځه ميليونه افغان مهاجرين ؟
لس ميليارده قرضداري ؟
په زرګونوبمبارد کلي اوښارونه ؟
په زرګونوتنکي ځوانان له مکتبو څخه جګړو ته لېږل ؟
ولی ناکام شوۍ ؟؟
ولی په خړو سترګواوس د دوښمن کوڅو کی پراته ياست ؟؟
ولی درسره ستاسو ترقي افغان اولس او نړۍ ونه منله ؟؟
اوس راته ترقي تشريح کړه چه زه پری پوه شم !!!!!
اوهغه مترقي کارونه هم راوښيه چه تاسو د( 1978 ) او( 1989 ) ترمنځ په افغانستا ن کی کړي وي ؟؟
حقبين
دربار
27.11.2005
نړۍ ليد ( جهانبني) عقلمندي ده
نو که موږ او تاسي ټول خپل اوسني حالت ته لږ ځير شو او خپل ځای د نړۍ په خلګو کي وګورو دا به هر چاته معلومه شي چي موږ چپه پر خره سپاريو او شاته درومو
خو نړۍ راسته سپاره دي او مخ پر وړاندي ځي
ولي ؟ ځکه موږ توکم پرسته يو
که موږ د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي موضوع نوره شاته پريږدو او او د منطقوي حلقو يعني جلال ابادي ، پکتياوال، او کندهاري څخه راووځو
نو زه سل په سلو کي باور لرمهچي په افغانستان کي به پښتانه په نړواله کچه خپل د اکثريت معيار ثابت کړي
هر څوک کي د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي په غولو کي لرګۍ وهي اصلاٌ زموږ د يوالي دښمن همدغه دی
Anonymous
27.11.2005
[color=green:fa8838f4d2]ولی درسره ستاسو ترقي افغان اولس او نړۍ ونه منله ؟؟ [/color:fa8838f4d2]
له دی کبله چه تا غوندی وطن پلورونکی زمونږ په منځ کی ځای درلود.
Anonymous
27.11.2005
((هر څوک کي د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي په غولو کي لرګۍ وهي اصلاٌ زموږ د يوالي دښمن همدغه دی))
غلط !
بلکه هر څوک چه د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبي غول پټوي اصلاٌ د افغان بېوسه اولس لوی دښمن همدغه دی٠
افغان اولس د دغسې يووالي له بويه پزه بندوي او يو له بله جلا کوي او اعمال يي څيړي ٠
غل په غره کی هم ځای نه لري ٠
حقبين
Anonymous
27.11.2005
ولی درسره ستاسو ترقي افغان اولس او نړۍ ونه منله ؟؟
له دی کبله چه تا غوندی وطن پلورونکی زمونږ په منځ کی ځای درلود.
نو ځکه راته په ګو نډو شوې :o ؟
حقبين
Anonymous
27.11.2005
[color=yellow:fc5bc08b18]افغان اولس د دغسې يووالي له بويه پزه بندوي او يو له بله جلا کوي او اعمال يي څيړي ٠ [/color:fc5bc08b18]
ته څوک يي چه دلته خپل ځان د افغان ولس استازی بولی.
خدای پوهيژی چه ته به څومره ښځی او ماشومان ويشتلی يي .
Anonymous
27.11.2005
ته څوک يي چه دلته خپل ځان د افغان ولس استازی بولی.
خدای پوهيژی چه ته به څومره ښځی او ماشومان ويشتلی يي .
اوته څوک يي خانيه چه دلته خپل ځان د خلقيانو ياپرچميانواستازی بولی ؟؟
اوزه هغه څوک يم چه تاغوندی روسان يي په کوناټو ويشتل اوتر اروپايي وزغلول٠
حقبين
Anonymous
27.11.2005
[color=orange:4d8a64d1d5]اوزه هغه څوک يم چه تاغوندی روسان يي په کوناټو ويشتل اوتر اروپايي وزغلول٠ [/color:4d8a64d1d5]
حق بينه!اخوانيه!اخوان الشياطُينه!
او وروسته بيا د پنجابيانو او يهود او صليبانو غلامی قبول کړ.او په يوی ورځ کی 1000 راکت د کابل په خلکو وويشتل او بيا چو و چپاول او قاچاق پيل کړ او داسی نور.
ع کريم حليمي
28.11.2005
محترم دربار صاحب سلامونه !
امريکا به هيڅ وخت د کمونيزم د دښمنۍ لاس وانخلي !
ولي چه امريکا ښه پوهيږي چه روس يو امپراتور ملت دۍ ٠ هر قوم چه د امپراتورۍ خوند ليدلۍ وي ٠ نو اولاد ئې هم بيا د امپراتور خوبونه ويني ٠ او يو وخت بيا امپراتور سي ٠
امپراتوري يا امپراتور ځانته خپل اخلاق لري ٠ او پر هغه اخلاقو کار کوي او پر روان وي ٠ چه يو اخلاق ئې دادي چه :کوم قوم چه دروني اختلافات لري ٠ کله چه ملي منافعو ته چه خطر پيداسي نو تر داخلي اختلافاتو تېريږي !!!
او همدارنګه د امپراتور د استسمار څخه ځان خلاصول هم ځانه ته
اخلاق ، اصول لري ٠ چه هغه هم دادي چه اختلاف دروني وغورځوي
او بدبختانه د افغان ملت يا اقوامو نه د امپراتورۍ خوب ويني او نه د امپراتور رانو سره معمله کولي سي ٠
يعني هغه کټي چه د امپراتورانو دي ور وئې ساتو او کومي کټي چه زموږ دي
د دوۍ له خطره ئې وساتو ٠
اخوانيانو ،خلقانو، پرچميانو ، ملي ګيرايانو!
موږ ټوله وړونه يو !
قانونا او اخلاقا او اصولا داحق نه لرو چه يو پر بل بد ووايو
څرنګه چه د ورور بد ويل و ځان ته بد ويل دي ٠ هو ! خود به يوه ورور قتل کړي
وي يا غلا ٠
چون چه وړونه يو نو په قتل او غلا کښي اکثره وړونه ئې معوينين يو ٠
نو د ډېر بد ويلو يا هيڅ بد ويلو خق نه لرو ٠
خو بيا هم داسي ساده خبره هم نده !!!!
راځۍ چه راولاړ سو ٠ او په هر حزب کښي پنځه تر شپږو قاتلان معلوم کړو
او نور ملت د تهمت او تهديد څخه خلاص کړو ٠
نوبه اشتي ملي منځ ته راسي ٠ او هر څوک به خاين ،غل ، قاتل نه حسابل کيږي
نوبه په ټولو يو څو خلګو ته ګوتي ونيسو ٠ نوبه قلبي ارامي راسي
Anonymous
28.11.2005
حق بينه!اخوانيه!اخوان الشياطُينه!
او وروسته بيا د پنجابيانو او يهود او صليبانو غلامی قبول کړ.او په يوی ورځ کی 1000 راکت د کابل په خلکو وويشتل او بيا چو و چپاول او قاچاق پيل کړ او داسی نور.
له اوتو باوتو د ښکاري چه تاسوکمونست خاينان او ملي ترورستان دومره ايمان نه لرۍ چه رامخامخ شۍ !
ليکه هرڅه چه ليکی ښه اوبد به ضرور حساب کو ٠
حق بين
Anonymous
28.11.2005
[color=indigo:30f9767bcf]له اوتو باوتو د ښکاري چه تاسوکمونست خاينان او ملي ترورستان دومره ايمان نه لرۍ چه رامخامخ شۍ !
ليکه هرڅه چه ليکی ښه اوبد به ضرور حساب کو ٠
حق بين[/color:30f9767bcf]
هيڅ څوک نه غواړی د جانی او درنده سره مخامخ شی.هوشيار سړی خو ځنی تښتی .
Anonymous
14.12.2005
بيا د خلقيانو درک نشته .دا خلقيان چيری دی؟
daa za yam khlqi
Anonymous
23.12.2005
salaam tolo ta
daa za yam nar khalqi chi na mi watan khrs karrai ao na mi da chaa naamos ta ba katalui,na mi watan wraan karrai ao na mi da khaarijyaano nokari karri laka daa akhqwaanyaan ao mojaahadin.zmong da mashraano ao mong tolo pa jib ki da malat yo qhiraan ham nashta kgho mojaahadino daqo ashraaro da malat ao pradyo pa payso z<aanta qasrona jorr karrui.mong da daqa shaan zolam mokhaalafaan wo ao yo.daa da aslaam sara jorra laara da,kho afsos chi jaahalaano da pradyo pa dastor zmong makha waniwala....kho mong byaa raazo la khpalo staro armaanono sara.mong chaa ta sar ttitti na yo .mong sara chi chaa khyaanat karri haqa da afghanistaan doshmanaan di.
آفرین
Anonymous
24.12.2005
شاباس نر خلقي !
دې ته وایي نر او مخامخ خواب ، خلقیان هم لکه نور افغانان د افغانستان ویاړلي خلک دی ، نوش جان دې شاغلی نر خلقی په دغه قیام ،.هر هغه څوک د احترام وړ دی چې په نره ووایي چې دا دی زه یم . په رښتیا هم خلقیان په دېرو برخو کې له دېرو کسانو برتري لري .راخئ چې احساساتي برخورد و نه کړو او د مروجو تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانسو ، خلقیان یو واقعیت و ،یو واقعیت دی او یو واقعیت به وي .خلقیان او د هغوی مشر ارواشاد نورمحمد خان تره کی په اصل کې د وطن د نورو شریفو بچیانو په شان شریف او نیک خلک وول خو له بده مرغه چې د امریکا او شوروي اتحاد یا په بله وینا د کاپیتالیزم او سوسیالیزم د سیالیو د میدان په منځ کې له دواړو خواوو ووهل سول و او دوی له خپلو ټولو شریفو او نیکو اسلامي او علمي پروګرامونو سره د جهالت د استازو دغه د ډالرو او کلدارو د نوکرانو او له بلې خوا د شوروی د برتری غوښتونکی سیاست د هوسونو قرباني سول ، له هغوی سره هغه حه وشول چې له امان الله خان سره شوي و ، هغوی د امان الله خان او د میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا د لارې پیروان و چې رښتیا هم لږ خو ښه وځلېدل ږ ملت باور لری چې دوی به بیا راسي .
له بلې خوا دلته ډېر نور مسایل دې چې د خلقیانو له مسایلو ډېر مهم دي .خلقیانو خو به نره د افغانستان هویت مالوم کړ او داسې مشر یې درلود چې ښه ډیپلومات و ، ښه خبرنګار او نویسنده و او ښه نیکتایي یې تړلې و خو همیشه یې پشتو ویله او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی شخص دی چې تل یې پشتو ویلې .کوم تعصب یې هم نه درلود و خو د هغه له برکته اوس په ټلویزیون ، سی ډي ، انترنیت او بل هر ځای کې د هماغه وخت پښتو او ملی سندرې او اتڼونه ګورو ، د هماغه وخت کارونه مو سترګو ته کیږي چې پښتو او پشتنو پرې افتخار کاوه .کاشکي کرزی او یا بل کوم پشتون د نور محمد تره کی په شان یو کوچنی ګام هم د پشتو د رواجولو لپاره اخیستی وای .تره کی لومړنی افغان مشر دی چې هم په امریکا او هم په شوروی اتحاد کې یې له رسمی ستیزونو پښتو وویله . پښتنو ته همدا مهمه ده ، کټ مت لکه دا نورو ته چې مونږ ولیدل ، هغوي ته فرق نه کوي چې مسعود ، یا کارمل ، یا دوستم او یا کمزاری او محقق او یا قانوني او پدرام او یا منصور څوک دی او له کومې ایډیالوزۍ نمایندګي کوي ؟ هغوي ته په ستر فارسي ژبی چاپیریال باندې ایمان مهم دی او دا د هغوي ستراتیژي ده او دلته تا غوندې نا ځوانه پشتانه په غټو عنوانو لیکې چې دا خلقیان چېرې دی ، او پلانی او بیستانکی .......لږ ګرېوان ته سر ټیټ کړه او د خپل وخت وخت ضرورتونه درک کړه .اوس موږ تول په ګډه ورکیږو او ته راته د د خلقي او پرچمي به بولالې وایي ، وروره هغه وختونه لاړل اوس راځه همدا ته پښتو ته څه کولای شي ؟ کوم نوښت او کومه لاره لرې .؟
که لاره لرې خو ښه کنه نو نور دا د خلقیانو ښېرا مه اخله ، دا دی یو سړي خو درته ولیکل چې دادی زه نر خلقي یم څه ویل غواړې ؟ او خپل تول دلایل یې هم درته لیکلي . زه فکر کوم چې نر خلقي ډېر برحقه او منطق یې دېر قوی دی ږ نور نو بس . ستاسو د یووالي په هیله
Anonymous
24.12.2005
دې ته وایي نر او مخامخ خواب ،
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زه يې هله نر ګڼم چه په افغانستان کی د خلقي په نوم چاته مخامخ شي :wink:
خلقیان هم لکه نور افغانان د افغانستان ویاړلي خلک دی ،
او دا دکله نه :?:
نوش جان دې شاغلی نر خلقی په دغه قیام ،
کوم قيام :?: :idea:
.هر هغه څوک د احترام وړ دی چې په نره ووایي چې دا دی زه یم .
داد جاهلانو فکر دې :!:
په رښتیا هم خلقیان په دېرو برخو کې له دېرو کسانو برتري لري .
په څه کی :?: :idea:
خلقيان واقعیت و ،یو واقعیت دی او یو واقعیت به وي .
8) خو څنګه واقيعيت :?:
خلقیان او د هغوی مشر ارواشاد نورمحمد خان تره کی په اصل کې د وطن د نورو شریفو بچیانو په شان شریف او نیک خلک وول خو له بده مرغه چې د امریکا او شوروي اتحاد یا په بله وینا د کاپیتالیزم او سوسیالیزم د سیالیو د میدان په منځ کې له دواړو خواوو ووهل سول و او دوی له خپلو ټولو شریفو او نیکو اسلامي او علمي پروګرامونو سره د جهالت د استازو دغه د ډالرو او کلدارو د نوکرانو او له بلې خوا د شوروی د برتری غوښتونکی سیاست د هوسونو قرباني سول ،
دې ته په رڼو سترګو درواغ وايي :(
له هغوی سره هغه حه وشول چې له امان الله خان سره شوي و ، هغوی د امان الله خان او د میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا د لارې پیروان و چې رښتیا هم لږ خو ښه وځلېدل ږ ملت باور لری چې دوی به بیا راسي .
دې ته په رڼو سترګو درواغ وايي :(
خلقیانو خو به نره د افغانستان هویت مالوم کړ
:oops: :oops: :oops:
او داسې مشر یې درلود چې ښه ډیپلومات و ، ښه خبرنګار او نویسنده و او ښه نیکتایي یې تړلې و
:oops: :oops: :oops:
خو همیشه یې پشتو ویله او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی شخص دی چې تل یې پشتو ویلې .
داکوم مهم کا ر نه دې چه هغه کړې :!:
او د خپل وخت وخت ضرورتونه درک کړه .اوس موږ تول په ګډه ورکیږو او ته راته د د خلقي او پرچمي به بولالې وایي ،
دادخلقي او پرچمي له لاسو :(
دا دی یو سړي خو درته ولیکل چې دادی زه نر خلقي یم څه ویل غواړې ؟
نوم ، ادرس يې اوس هم نامعلوم دي نو په څه نر شو :?:
ستاسو ترټولو نر ګلاب زوی دې ، ايا هغه به داجرات وکړي چه په پارلمان کی ووايي چه زه نر خلقي وم ، يم او وم به :?:
خلقيان او پرچميان هم اولين جنا يتکاران او وطن فروشان و او غواړي چه اوس په يو نوم او
بل نوم خپل جنايتونه پټ کړي خو دافغانستان کاڼي بوټي هم په دوی شاهدي وايي ٠
دجنايت کارانو د محاکمې په هيله
حقبين
Anonymous
24.12.2005
No School Today
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څنګه چې دغه ليکنه نه پر پښتو اونه پر دري ژباړل شوې او پر پرديو (بهرنيو) ژبو ليکنې دلته نه کيږي ، نوځکه
دا ﻻندينۍ ليکنه ړنګه شوه ، ليکونکی دې د هغې پښتو ژباړه نشر ته وسپاري . په درنښت . وطنمل
Anonymous
25.12.2005
څنګه چې دغه ليکنه نه پر پښتو اونه پر دري ژباړل شوې او پر پرديو (بهرنيو) ژبو ليکنې دلته نه کيږي ، نوځکه
دا ﻻندينۍ ليکنه ړنګه شوه ، ليکونکی دې د هغې پښتو ژباړه نشر ته وسپاري . په درنښت . وطنمل
--------------------------------------------------------------------------------
salaam tolo ta
daa za yam nar khalqi chi na mi watan khrs karrai ao na mi da chaa naamos ta ba katalui,na mi watan wraan karrai ao na mi da khaarijyaano nokari karri laka daa akhqwaanyaan ao mojaahadin.zmong da mashraano ao mong tolo pa jib ki da malat yo qhiraan ham nashta kgho mojaahadino daqo ashraaro da malat ao pradyo pa payso z<aanta qasrona jorr karrui.mong da daqa shaan zolam mokhaalafaan wo ao yo.daa da aslaam sara jorra laara da,kho afsos chi jaahalaano da pradyo pa dastor zmong makha waniwala....kho mong byaa raazo la khpalo staro armaanono sara.mong chaa ta sar ttitti na yo .mong sara chi chaa khyaanat karri haqa da afghanistaan doshmanaan di.
داپورتنۍ ليکنه ولی ړنګه نه شوه :?:
ليکونکی دې د هغې پښتو ليکبڼه نشر ته وسپاري . ځکه چه ٩٩% پښتانه پری نه پوهيږي اونه يې لوستلای شي ٠
درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځکه چې دا بيا هم خپله ژبه ده، ښايي ليکونکی لا هم د پښتو کيبورد څخه کار نشي اخيستلای.. داستونزه بايد ژر تر ژره حل کاندي . والسلام . وطنمل .