اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
طاهر مسافر
24.07.2011
د ابو منطق نه سوا ټولو مسلمانو ورڼو ته السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
ابو منطق ته به د لوی خدای و لیاری ته د هدایت دعا کوو
د ابومنطق له خبرو معلومیږی چه هغه په دین عقیده نلری. خو خوارکی نه پوهیږی چه هغه د بیدینی په مذهب بی دلیله عقیده لری. مونږ بیا هم منلی منطق لرو چه عقلی او سمعی دلیلونه بیله وو او د سمعی دلیلو له لیاری خپل ایمان او باور ډیروو خو ابو مینطق هسی د یوه غولیدلی په توګه ځان ته نهایی قناعت نسی پیداکولای.
ابو منطق هغه د فیل مرغ په څیر سر په خاورو منډی او له واقعیاتو نه تښتی. او یا خو د یوه تنبل په توګه د ډیر تفکر نه ځان خلاصوی. هغه به هیڅکله هم ځان قانع نه کړی چه ولی خدای (ج) د کایناتو پیداکونکی نشی. هغه د دارویین او یا بیګبنک نظریی خو د قناعت وړ نظریی نه دی ځکه هغه بیا هم صرف نظریی دی، او هغه به هیڅکله ثابتی نشی. که وایی چه ثابتی شوی نو ددی ویونکی د ثبوت په مانا نه پوهیږی.
نو فکر کوم ابو منطق هسی د منطق نوم اخلی. که رشتیا د منطق سړی وی نو بیا خو باید د یوی پیشو په څیر ژوند ونلری. پیشو د خوړو او د هغو د پیدا کولو جوګه دی نه د منطق او تفکر.
انسان اول باید په خپل خالق ایمان ولری او که هغه نشی نو بیا ورسره د دین او خدایی کلام د ریښتینوالی دلیلونه عبث دی.
ابو منطق خبری ګواهی ورکوی چه هغه لا د خپل خالق په پیژنلو ناکام دی او په دی کی ډیر وخت ته ضرورت لری.
مومن مهاجر
24.07.2011
ټولو ګډونوالوته سلامونه او احترامات !
ګرانو لوستونکو ! داسي ښکاري چي تش په نوم ابومنطق دهیڅ شي لپاره په منطق اوان په وجود قائل نه دی . کیدای شي دده یوهدف داوي چي په دې اپلتو خلګ دښو لیکنو له وړاندي کولو راوګرزوي او دده دخېټي په چټیاتو یې مصروف وساتي . خوراځئ له نوموړي وپوښتو چي په نړۍ کي په څه شي باورلري ایاصرف په او رېدو لیدو، ذوق ، لمس اوبوی باور لري که داسي شیان هم مني چي ددې پنځوپه ډله کي نه راځي ؟ کله چي دی خپل ماهیت سم څرګند کړي بیا موږ پوهیدای شو چي له ده سره کوم منطق په کار دی ؟ خوکه یې بیاهم ځان داسي ګونګ او مجهول واچاوی نو زه دټول افغان له ادرې غواړم چي سمدستي دده اوامثالهم اکاونټونه بندکړي .
م . ق
24.07.2011
[quote:ada675861c]د کوم ځایه او د چا لخوا په ثبوت رسېدلې؟ او په کوم ډول ثبوت؟ عقیده خو ړوند ایمان ته وايي ثبوت نه مني. که خبره د ثبوت شوه ټولې هسې ببولالې دي یوه خبره هم څوک په ثبوت نه شي رسولی. [/quote:ada675861c]
ابو مچه ستا څه خیال دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویناوې هم لکه ستا د مادي نجاستونو او خباثتونو پشان په مایکروسکوب باندې ولیدل شي او یا ستا د فزیک او ریاضي په فارمولو او معادلو باندې ثبوت ته ورسي؟
ته ماته ووایه چې د هغه کومه خبره ثبوت نه لري؟ او ته څه رنګه ثبوت غواړې؟
دا چې د هغه هره وینا د حکمت، سالم عقل او انساني ارزښتونو څخه ډکه ده دا پخپله ثبوت ثبوت دی او کنه ته ثبوت دې ته وایې چې ستا د غرب په ناقصو قابل تغیر و تردید فارمولو کې فټ راشي؟
که ثبوت دغه انساني فارمولو ته وایې دا خو دې بیا غټ احمقتوب دی ځکه دغه فارمولې خپله بیا د نورو سایندانانو لخوا یا تغیریږي او یا باالکل تردید کیږی.
بله خبره دا چې د کورمغزه غبیانو په انکار سره حقیقت نه باطلیږي، بلکه کورمغزه غبیان دې ته اړ دي چې خپل عقل ته رشد او نمو ورکړي او په اثبات ورسوي چې ددوي عقل واقعا یو انساني عقل دی نه یو حیواني او وحشي عقل.
عقیده:
عقیده ړنده نه ده ته ړوند یې چې په عقیده نه پوهیږې، عقیده هغه مفکورې ته وایې چې د یقین درجې ته رسیدلي وي،
دا ته چې اوس د یقین په درجې سره دهري یې ایا دا یوه عقیده نه ده؟ البته چې یوه عقیده ده خو باطله شیطاني او حیواني عقیده.
[quote:ada675861c]مطلب دا چې په مچانو او ماشیو کې هم مسلمانان او کافر شته؟ زه خو په دې پوهېږم چې مچ یو مردار شی دی هیڅ شفاء مفاء پکې نشته. تا ته په مرداري کې ځکه شفاء ښکاري چې عقیده دې پرې ده او عقیده تل ړنده وي[/quote:ada675861c]
بی عقله ابو خره، چې ستا غوندې د مچ عقل ولري نو خامخا به ستاغوندې کافر وي ځکه چې عقل او فهم مو یوه هومره دی.
او ته خود پدې پوهیږې چې مچ مردار شی دی ځکه یو مردار بل مردار پیژني کنه، هندواڼه د هندواڼې څخه خسا کیږي.
د مردارانو لپاره الله پاک مردار مچان رالیږي او د پاکو خلکو لپاره د هماغه مچ نه مضر اثرات په خپل قدرت سره لیرې کوي خو پدې ماده پرستان نه پوهیږي ځکه هغوي د معنویاتو او روحیاتو د ادراک لیاقت او استعداد هډو لري نه.
[quote:ada675861c]ځینې خلک وايي د محمد په دې خبره کې طب دی او په هغې کې ساینس دی او دا هغه. دا خو هر څوک ویلی شي چې معده د مرضونو سر دی، یا سر د مزغو کور دی، یا غاښونه د جراثیمو جالې دي، یا بدن د رګونو نه ډک دی. دا خو بېخي داسې سرسري خبرې دي چې په پنځه زره قبل مسیح کې لا یو عادي بزګر ته معلومې وې. په دې کې د کمال او طب څه خبره ده؟[/quote:ada675861c]
دلته دې خپله بې وقوفي او حماقت بیا په اثبات رسولی دی، دا نور مثالونه چې تا د معدې د خبرې سره وړاندې کړي دي د معدې د خبرې سره هیڅ مماثلت او مشابهت نه لري ځکه په دغه نورو امیانه خبرو کې هیڅ حکمت او فلسفه نشته خو د نبي صلی الله علیه وسلم پدې خبره کې چې معده سر د ټولو مرضونو دی غټ طب رانغتلی دی، خو ستا غوندی د غبیانو سر په جامعو کلماتو نه خلاصیږي، تاسو ته باید هره خبره ټکی په ټکی وښودل شي.
[u:ada675861c]ددې حدیث حکمت:[/u:ada675861c] انسان په خوراک ژوندی دی، خوراک او د انهضام سسټم ټول په معدې پورې تړلی دی، کله چې معده سمه نه وي خوراک صحیح نه شي هضمولی، بدن ته لازمي وټامنونه او انرجی نه رسي، د ویني ضروریات نه پوره کیږي چې په نتیجه کې یې د بدل ټول سسټمونه متضرر کیږي او پدې توګه بدن کې ډول ډول مرضونه پیدا کیږي.
دا وجه ده چې کله د شرابیانو معدې خرابي شي نو ټول بدن یې بې کاره او ژوند یې لنډ و تنګ شي، که یې نه منې نو یو څو بوتله شراب مسلسل وڅکه چې درته معلومه شي چې معده څومره اهمیت لري او هم درته معلومه شي چې د شرابو په منع کې څومره حکمت نغښتلی دی.
د جدید مشرقي طب قانون مفرد اعضاء کې معده په درې اساسي اعضاء رئیسه کې شمیرل شوې ده چې عبارت دي له دماغو، جګر او معدې څخه.
د جدید ساینس او ډاکټري طب(ایلوپیتي) په رڼا کې قانون مفرد اعضاء نوی مشرقی تحقیق دی چې خپله د ایلوپیتي ډاکټرانو لخوا نه شوي دی.
[quote:ada675861c]دا هر څه ضروري نه ده چې یو خدای کړي وي. دا د تکامل یوه اوږده پروسه ده چې ستا پرې سر نه خلاصېږي. ولې د نړۍ په یو سر (لکه امریکا کې) یو سړی په اسانۍ سره داسې انټرنېټ ایجادولی شي چې ګرده نړۍ په یو جال کې رابندوي او د رابطو کار د برق په څېر تېزوي خو په بل سر (لکه خوست یې ونیسه) کې داسې خلک شته چې هغوی لا انټرنېټ لیدلی هم نه دی او تصور نه شي کولی چې دا به څه بلا وي؟ دا هر څه د ماحول او د تجربې خبره.[/quote:ada675861c]
ته چې په خدای عقیده نه لرې او وایې چې هرڅه د یو تکاملی پروسې نه وروسته مینځ ته راغلي دي نو مطلب دا چې انسان، دنیا او نور ټول کاینات پخپله مینځ ته راغلي، خدای نه دي پیدا کړي او یا دا چې خالق ته ضرورت نه لري، نو دغه د انټرنیټ جال چې ته یې وایې ولې د یو تکاملې دورې نه وروسته پخپله جوړ نه شو؟؟؟ دغه جال خو هم یو خالق جوړ کړی چې انسان دی خو د انسان په ذهن کې دا دومره عقل او لیاقت چا پیدا کړو؟ دغه کار ولې حیواناتو ونه کړو؟ دماغ خو دهغوي په سر کې د انسانانو نه زیات دي.
زما پدې ډیر ښه سر خلاصیږي چې ته د ډارون پوچ فکر لرې چې وایې انسان د بزو نه جوړ شوی دی خو د یوې اوږدې پروسې نه وروسته، خه انسان که د بزو نه جوړ شوی نو دا بزو د څه نه جوړه شوې ده؟ او د هر هغه شي نه چې بزو جوړه شوې وه هاغه شی بیا د څه شي نه جوړ شوي وو؟؟
که انتها بیا هم مادې ته رسې نو دا ماده بیا چا پیدا کړه او خپله څه رنګه پیدا شوه؟ که ماده د نورو عنصرونو او یا مالیکیولونو څخه جوړه شوې وي نو دغه عنصرونه او مالیکیولونه څه رنګه راپیدا شو؟
که دغه عنصرونه او مالیکیولونه د خپل مینځي کیمیاوي تعامل نه وروسته مینځ ته راغلي وي نو دغه کیمیاوي اثرات په کې څه رنګه او چا راپیدا کړل؟؟؟ ولی پدغه عنصرونو کې یو ډول اثرات او خواص موجود نه وو پداسې حال کې چې ټول په یو چاپیریال کې پیدا شوي دي؟؟؟
خپل مینځ کې تعامل ته څنګه او چا اړ کړل؟؟؟
واقعا چې د رښتینی صیب خبره عقلي دلایل د عقلمندو خلکو سره وییل کیږي چې انساني عقل لري او د حیواناتو غوندې یې عقلونه شرابو نه وي مدهوش کړي.
[/quote]
رښتینی
24.07.2011
درنو وروڼو ستاسو ټولو له احساساتو وواري شم
ښاد اوسرلوړي اوسئ خو زما یوه خبره واورئ هغه
داچې د استشراق شاګردان ډېرهوښیار دې
ددې نوې راغلې ښاغلې نوم ته ځېر شئ چې یو هوښیارنوم
یې ځان ته غوره کړی دی او بیا یې خپل نامه ته د ملایې خت
اوپرتوګ هم وراغوستې دې (ابومنطق ) (؟!)
دوی هیڅکله له مسلمانی ځان نه باسې او نه دکومې ګروهی
څرګندونه کوې ددوی موخه په اسلام کې شکونه پیدا کول دی
او غواړي په دې توګه ساده او خالی الذهنه مسلمانان بیلارې
کړې دوی د اسلام حقانیت دموجوده مسلمانانو په ځېنې عملې
بیلاریو سره داغداره کوې او د دروغژنې وطنپالې غیږې ته
پنا وړې ځانونه د بی وزله خلکو خواخوږې ښکاره کړې او بیا په
یوه ګروهه نیوکې پیل کړې
بناء ددوی مکارې او شیطنت ته باید متوجه واوسئ
-
24.07.2011
اوس چې الله جل جلاله نه منې، پیغمبر نه منې، او په لادینیت معتقد یې نو تاسره په فروعو کې بحث کول هسې د ځان ستړیا ده، چې
لومړی باید تاسره د الله جل جلاله په وحدانیت، د محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت او نبوت په رښتینولۍ، او د قرآن په حقانیت بحث وشي.
هر کله چې تا الله جل جلاله، محمد صلی الله علیه وسلم، او قرآن ومنل د مچ او نورو معمولي فروعاتو په اړه به دې خود بخود یقین راشي. اوس تا سره په فروعاتو کې بحث بې فایدې دی، راځه چې د اصولو یې راشروع کړو چې اصول دې راسره ومنل فروعاتو ته هیڅ اړتیا نه پاتې کیږي پخپله به یې منې.
الهي څومره لوی فضل او نیکي دې راسره کړې چې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم امتي دې پیدا کړی یم.
ستا دغه کوششونه به هیڅکله ما په خپل ایمان کې کمزوری نکړي په الله مې دې سوګند وي چې ستا د خبرو نه وروسته مې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره مینه لا زیاته شوه:
والله لو کرهت یدي أسلافنا..........لقطعتها ولقلت سحقا يا يدي
أو أن قلبي لا يحب محمدا...........أحرقته بالنار لم أتردد
فعلى الرسول وآله وصحابه........مني السلام بكل حب مسعد
قسم مې دې په الله وي چې ماته نن په اسلام باندې د فخر او اعتزاز احساس وشو، او نږدی یم چې د ډیرې خوشالۍ مې د سترګو اوښکې راشي چې الله جل جلاله څومره لوی احسان راباندې کړی چې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د امتیانو په ډله کې یې پیدا کړی یم!!!
عادل عادل
24.07.2011
السلام علیکم،،، ) الا الزباب الملحد منتک ګل(
وروڼو ښه يې ورټی، دا بې شعوره خر تر اوسه د خپل ولس دین او مذهب نه پیژني !
منتک ګله !
د عقیدې خبره به یوې خواته پرېږدو، دا چې په پښتو سره لیک لوست کولای شې نو خامخا به د افغاني نطفې په اصطلاح تکاملي برخه وې، یانې افغان به یاست.
نو وایي چې یو ځل یو فرانسوی خبریال د ګاندي د لیدو لپاره هندوستان ته په سفر تللی وو، ډېرې شپې ورځې یې په دربار کې منتظر پاته شو، تر څو خپل ارمان ته ورسي، چې کله یې د لیدو اجازه ورکړه، نو ګوري چې هغه د خاورو بت ته په سجده پروت دی، چې دا حالت یې ولید، نو فرانسوي خپل فکر ته 180 درجې تغیر ورکړ، او ورته یې وویل چې ما ستا د ډېرې پوهې اورېدلي وو.، خو زه چې تا اوس ګورم چې د خاورو نه جوړ یو بت ته عبادت کوې نو دا ستا حماقت دی، ګاندي ورغبرګه کړه، چې زه هم په دې باور یم چې دا له خاورو جوړ دی، خو دا چې د هند نیمه قاره ټول خلک د همدې بت عبادت کوي، نو زه د خپلو ولس په احترام د همدې بت تعظیم کوم .........
تر پورته کیسې پورې .....ستا حماقت او بدبختي دومره ژور دي چې تل ته یې مونږ نشو رسېدای، تاسو په لومړي قدم کې د حق څخه منکر شوي یاست او په دوهم قدم کې مو په الحاد کې چې ستا د ولس دین او فکر نه دی، د خپل ټول ولس څخه خپل ککړ ځان .... چې تاسو خپله مچ بللی دی ...... په انزوا کې اچولی دی...... ستاسو درنښت، ستاسو هویت .... ستاسو قدر ..... یوازې او یوازې په خپل قوم او ولس کې قیمت لري، خو که د خپل قوم، ولس او خلکو لخوا رټل کېژی لکه چې مشاهده یې کوی، نو تر دې خو چې ستا په عقیده د سپي په بڼه تکامل ته رسېدلی وی بهتره به وای، دا حال مې واقعا درباندې نه لوریژي ........... خدای ته توبه وباسه .......... حق ته تسلیم شه ........... د معتقدو مسلمانانو سره راسه درسه پیل کړه، تر څو له دې مظلمې څخه نجات پیدا کړې، او په دې توګه خپل تیاره دونیا او خراب اخرت دواړه روښانه کړې، که وایې چې نه په ټولنه کې هماغه د ګاندي په چم سر په ځمکه وهم، او د درواغو مسلماني کوم، نو بیا به له خپل ضمیر څخه څنګه خلاصی مومې.
که زما د وروری دا نصیحت او توصیه منې نو ویې منه که یې نه منې .... نو د ټولو وروڼو ګډونوالو تر ....... - - - ....... ځار ،،،،، نور به څه نه درته وایو .....ځکه چې همدا اوسنی خواري/ذلت دې بس دي !!!
-
24.07.2011
زه دې هرې خبرې ته جواب لرم او داسې قانع کوونکي جوابونه به درکړم چې خوله به دې واااااازه پاتې شي خو مخکې لدې چې جوابونه درکړم درې شرطونو ته به دواړه غاړه ږدو:
اول: د مسلمانانو شخصي اعمال به د اسلام په دین په تعبیروې.
دوهم: هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي ویلي په دروغو به یې نه ورته منسوبوې.
دریم: یوه موضوع به په بله کې نه ورننباسې او چې د یوې موضوع څخه فارغ شوو بلې ته به ورننوځو.
که پورتني درې شروط دې راسره ومنل او د بحث په جریان کې دې ترې سرغړونه ونکړه، نو که ستا هدف رښتیا هم حقیقت ته ځان رسول وي زه په یقین سره ویلی شم چې په همدې فورم کې به په خپلو ټولو خبرو پښیماني څرګنده کړي او حق دین ته به غاړه کیږدې.
عادل عادل
24.07.2011
[quote:cfff04d73c]اوس زما هیڅ خواري/ذلت نشته اغا صیب. زه په دې خوښ یم چې په ببولالو عقیده نلرم او عربي جهالتونو ته تقدس نه ورکوم. زه یواځي د علم او پوهې لاره نیسم. [/quote:cfff04d73c]
د خرې زویه ذلت سپین وي که تور چې د خرې زوی درته وایم، تاسو ته به ستا د الحادي مکتب لارویان هم خامخا په ټیټه سترګه ګوري، د یتیم په څېر به دې ګڼي، او وایي به چې دا کمبخته ګوره چې 36 میلیونه قوم یې په یوه عقیده دی او دا بدبخته په هېڅ عقیده هم نه دی، ستاسو بدبختي او ذلت په دې کې دی چې د خپل قوم او ټبر رټلي یاست، مهمه نه ده چې قوم دې بودیست دی که مسلمان!!
د اوس لپاره به د ګران ورور کلیوال صاحب د لیکنو په احترام یو څه صبر وکړم........ خدای ج مو هدایت په نصیب کړه، امین
-
24.07.2011
[quote:118d0fee59]که په دلیل دې قانع کړم، خامخا ستا په لاره دراوړم.[/quote:118d0fee59]
زه خپل دلیل وایم هدایت او قانع کول زما په لاس کې نه دي، د نه قناعت ترشا ډیرې نورې انګیزې پرتې وي چې د یو چا اعتراف او عدم اعتراف هیڅکله د یوې خبرې د حقیقت او بطلان معنی نلري. نو مطلب مې دا دی چې ته (منتک ګل) هیڅکله د حق او باطل د معلومولو معیار نه یې !! په دې معنی که ته قانع شوې نو الله جل جلاله موجود او که ته قانع نه شوې نو (العیاذ بالله) نشته.
ستا اسلاف ابوجهل، ابولهب، ابوطالب او نور ټول په زړونو کې پوهیدل چې اسلام حق دین دی خو دا چې په خوله یې اقرار نه دی کړی ددې معنی نه ده چې اسلام باطل دین دی والعیاذ بالله.
زه بل وار ستا پوښتنه هم درځوابوم خو ستا خوښه چې منې یې او که تجاهل پرې کوې خو زه به د یوې ذرې د زرمې برخې په اندازه هم د الله جل جلاله په وجود کې شک قدرې ونکړم.
زما دخوا نه صرف تذکیر دی، هدایت زما په لاس کې نه دی.
زه بیاراځم
-
24.07.2011
[quote:4d69b0359b] ته خدای څنګه تشریح کوې او څنګه یې ثابتوې؟[/quote:4d69b0359b]
هسې دې نوم منطق ایښی او په لاسلیک کې د عقل استخدام ته بلنه ورکوې ګنه ډیره بې منطقه او د عقل نه لیرې پوښتنه دې کړې. دا مې خپل عقل راته امر کوي چې د الله جل جلاله په وجود ایمان ولرم او د ټولو کایناتو خالق او پیداکوونکی یې وبولم. زه چې یوه الوتکه ووینم چې په هوا الوزي نو دستي پوهیږم چې یو پیلوټ پکې ناست دی او چلوي یې ځکه چې په هوا کې په خپل مسیر روانه وي او د خپل مسیر څخه انحراف نکوي. زه چې د غره په سر ناست یم او لاندې په کږو وږو لارو کې ګورم چې یو موټر په ډیر سرعت روان دی او په کږلیچونو او پیچومو کې په ډیر دقت تاویږي راتاویږي او هیڅ نه ټکر کیږي نو سمدلاسه پوهیږم چې یو موټروان پکې ناست دی او چلوي یې.
ولې زه پوه شوم چې په الوتکه کې پیلوټ دی، او موټر موټروان چلوي؟؟؟
ځکه چې دا هیڅ عقل نه مني چې الوتکه په خپل سر په دومره دقت سره پرواز وکولی شي او نه موټر په دومره احتیاط بې د موټروان څخه په دې سختو لارو کې حرکت کولی شي.
نو آیا څه فکر کوې چې لمر، سپوږمۍ، ځمکه، ستوري، او په میلیونونو سیارې چې هره یوه په خپل مدار څرخي او په ډیر دقت په خپل مسیر روانه وي آیا کوم د عقل څښتن به ومني چې دا دقیق نظام په خپله بې د کوم مدبر قدرت څخه پرمخ ځي؟؟؟؟
زه چې د یوې الوتکې حرکت بې د پیلوټ د موجودیت څخه نه شم قبلولی نو دا دومره لویې لويې هستۍ څنګه ومنم چې په خپله اختیار حرکت کوي؟؟؟
دا به ډیر بې عقل وي چې د الله وجود نه مني.
خو اوس راځم ستا ببولالو ته: :D
ته ماته ووایه، چې انسان خو دې د بیزو څخه خلق شوی وګاڼه، دا لمر، سپوږمۍ، ستوري، اسمان، بحرونه، غرونه، ونې، کاڼي، حیوانات، مرغان..... دا هم د بیزو څخه پیدا شوي دي او که څنګه؟؟؟؟
دا څنګه بیزو ده چې تر نن ورځې پورې یې حتی تاسو هم ماهیت نه دی کشف کړی او پخپله دې اقرار کړی چې د تکامل نظریه تراوسه اخیري پړاو ته نه ده رسیدلي:
[quote:4d69b0359b]دا چې نړۍ څنګه منځته راغلې او انسان څنګه تکامل کړی دی په اړه یې په سلهاو څېړنې شوې دي او تیورۍ منځته راغلې دي. [color=red:4d69b0359b]دغه تیورۍ او څېړنې هر څو که یو اخري پړاو ته نه دې رسېدلي او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي[/color:4d69b0359b] خو تر دې حده رسېدلي دي چې د دینونو دا ببولالې یې غلطې ثابتې کړې دي چې یو ادم و د هغه نه حوا پیدا شوه[/quote:4d69b0359b]
تاسو د منطق دې منطق ته وګورئ!!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
نو چې دتکامل نظریه دې نابالغه شوه او تکامل ته نه ده رسیدلې بیا ولې یې په لکۍ پسې نښتی یې؟؟؟ او څنګه په یوې داسې عقیدې چې پخپله یې هم په عدم تکامل اقرار کوې د الله وجود نفې کولی شې؟؟؟؟
په خپلو خبرو کې دې ټکر او نقض دی، رښتیا هم چې لادینه کس داسې وي لکه په یوه لویه صحرا کې ورک انسان.
ستا د بیزو عقیده تراوسه نابالغه ده او تکامل ته نه ده رسیدلې، :lol: چې کله تکامل ته ورسیده بیا راشه او د خدای وجود پرې نفې کوه. (هغه د چپرهاري خبره) ښه!!! پوه شوې؟؟
او دامې هم واوره چې ان شاء الله په میلونونو کلونو کې به هم تکامل ته ونه رسیږي او همداسې ناقصه چې ده همداسې ناقصه به وي. :D :D :D :D
-
24.07.2011
[quote:d12d27e7aa]ته لا خبر نه یې چې بې پیلوټه الوتکې هم شته او بې ډرایوره موټرې هم.[/quote:d12d27e7aa]
که لږ یې تشریح کړې چې بې پیلوټه الوتکې څنګه شته؟؟؟ او بې ډرایوره موټرې څنګه؟؟؟
:lol: :lol: :lol: :lol:
زه خو ومنه که تراوسه پوهیږم چې داسې الوتکې او موټرې هم په دنیا کې شته چې بې د انسان د کنټرول څخه پخپله حرکت کوي. :cry:
که لږ یې تشریح کړې نو ماته به کار ډیر اسانه کړې...
[quote:d12d27e7aa]او کله چې د پیلوټ لخوا چلول کېدونکې الوتکه راوغورځي یا د ډرایور موټر ټکر وکړي بیا څه فکر کوې؟ مسیر خو یې غلط شي. ستا د دومره ساده عقیدې خو دا مطلب دی چې الوتکه په سم مسیر روانه وي ته عقیده لرې چې پیلوټ پکې شته، که مسیر ترې غلط شو او راوغورځېده ستا عقیده هم ختمېږي.[/quote:d12d27e7aa]
نه زه بیا هم دا ګومان نه کوم چې الوتکه بې پیلوټه ده، بلکه داسې وایم:
چې د پیلوټ په شتون کې خو شک نه شته، خو مسیر ترې غلط شوی.
او دا چې ته وایې:
[quote:d12d27e7aa]یانې تاته معلومه نه ده چې سیارې هم ټکر کوي، او د کاینات سیسټم څومره په سم مسیر چې ته یې یادوې نه دی. د کاینات په سیسټم کې ډېرې ګډوډۍ شته، سیارې ټکرې کوي، زلزلې، طوفانونه، سیلابونه، لاوا، د غرونو ښویدل، جګړې او فسادونه، او نورې ډېرې خبرې شته. نو که ته خبر شې چې دا ټولې ګډوډۍ شته دغه به ستا لپاره یو قانع کوونکی دلیل وي چې څوک کنترول والا یې نشته او یا بېغمه ویده دی؟[/quote:d12d27e7aa]
ددې جواب هم درکوم چې ولې زلزلې، طوفانونه، سیلابونه، لاوا، او...... رامنځته کیږي؟؟؟؟
او ستا د همدې خپلو خبرو څخه درته ثابتوم چې الله موجود دی.
او ایا په شمسي نظام کې او د ځمکې پر سر دا هر څه تحولات د خالق په وجود دلالت کوي او که په عدم وجود یې؟؟؟؟
خو لومړی ته ماته د پاسینۍ پوښتنې جواب راکړه.!!
هوتک
24.07.2011
ټولو وروڼو ته (بغیر له دې لعینه)اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ستاسو ټولو احساسات د قدر وړ دې الله تعالی دی اجرونه درکړې چه دخپل دین نه مو په کلکه دفاع کړې ده؟
ګران کلیوال جانه ستا له دې پاکو احساساتو اوله دې ریښتونې مینې چه دالله جل جلاله او دالله جل جلاله د رسول اکرام حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم سره یې لرې لوګی شم ،
[quote:e197cba514="كليوال"]الهي څومره لوی فضل او نیکي دې راسره کړې چې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم امتي دې پیدا کړی یم.
ستا دغه کوششونه به هیڅکله ما په خپل ایمان کې کمزوری نکړي په الله مې دې سوګند وي چې ستا د خبرو نه وروسته مې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره مینه لا زیاته شوه:
والله لو کرهت یدي أسلافنا..........لقطعتها ولقلت سحقا يا يدي
أو أن قلبي لا يحب محمدا...........أحرقته بالنار لم أتردد
فعلى الرسول وآله وصحابه........مني السلام بكل حب مسعد
قسم مې دې په الله وي چې ماته نن په اسلام باندې د فخر او اعتزاز احساس وشو، او نږدی یم چې د ډیرې خوشالۍ مې د سترګو اوښکې راشي چې الله جل جلاله څومره لوی احسان راباندې کړی چې د جناب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د امتیانو په ډله کې یې پیدا کړی یم!!![/quote:e197cba514]څومره په زړه پورې او دقدر وړ خبره ده ؟
په الله ج قسم ده چه ددې شیطان صفته لیکنې مې ولوستې الله ج ته مې په زر کرته شکرونه ویستل چه داسې یې په سترګو ړوند اوپه غوږو نه یم کوڼ کړی؟
له ټولو مې زیات حلیمی او وطن مل ته دسرماغزه چړیکې کوې چه ددې کافر له لیکنو نه خوند اخلې او تر اوسه یې هغه دپاکستان دبنګیانو دنده نه ده ترسره كړې؟
-
24.07.2011
وه د عقل نه خلاصه!!!!!!
ددې جواب وروسته درکوم کنه چې سیارې ولې جنګیږي؟؟؟
تا زما د پوښتنې جواب رانکړ چې بې پیلوټه الوتکه او بې موټروانه موټر څه رقم وي؟؟؟؟ :lol: :lol: :lol:
ولې موټروان کله کله خپل موټر نه بور کوې؟؟ (ولله المثل الآعلی)
خو زه دې ددې پوښتنې تفصیلي جواب درکوم!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
خو تا بې پیلوټه الوتکه او بې موټروانه موټر مونږ ته راونه پیژاند؟؟ :lol: :lol: :lol:
-
24.07.2011
زه پوه یم چې ته بې پیلوټه الوتکه او بې موټروانه موټر څه شي ته وایې؟ ما په اولنۍ لیکنه کې قصدا د بې پیلوټه الوتکې موضوع ګونګه پریښوده او تا ته مې دلیل په لاس درکول غوښتل..
خو زه غواړم ددې پوښتنې جواب ستا د خولې واورم چې:
آیا هغه الوتکه چې ته یې بې پیلوټه بولې او هغه موټر چې ته یې بې موټروانه بولې، په خپل سر الوځي او پخپله خوښه حرکت کوي او که نه، کوم څارونکی او کنټرولر لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
اوس پوه شوې په سوال مې او که لا ځان نه پوهوې؟؟؟؟
هوتک
24.07.2011
[quote="منطق ګل"][quote:acd11a439b="كليوال"] خو هغه خدای ورته ثابت دی چې تراوسه هیچا نه لیدلی دی نه یې بل کوم اثار چیرته لیدل شوي دي. [/quote:acd11a439b]وه په څلورو خره پرتا دخره بلا هم وګرځه؟؟
چه ته تراوسه دالله تعالی وحدانیت نه منې؟
بې شعوره په تاکې ددې شعور نشته چه دالله تعالی اثار ووینې؟
ځکه چه په تاکې ایمان نشته لاړ شه توبه وباسه او ولامبه کلیمه ووایه.
بیابه دالله تعالی اثار هرچرته ووینې؟
-
24.07.2011
هوتکه سړی مې (د عادل صیب خبره) ډیر مناسب راګیر کړی. :)
خو د بیزو زوی چالاکي کوي او ځان تیروي.
زما مطلب هم همدغه دالله جل جلاله د وجود آثار او نښې نښانې دي.
(البعرة تدل علی البعیر و آثار القدم تدل علی المسیر فهیکل العلوی بهذه الکثافة وهیکل السفلی بهذه اللطافة آلا یدلان علی الصانع الخبیر؟؟)
چې د اوښې یوه پچه په ځمکه پرته وي نو د اوښ په موجودیت دلالت کوي ځکه همدا یې آثار دي، او په ځمکه د قدمونو نښې په دې دلالت کوي چې یو سړی شته په دې ځمکه تیر شوی،
نو آیا دا پورته ستره هستي په دومره لوی حجم سره، او دا لاندې د ځمکې هستې په دې نظم او دقت سره آیا د یو مدبر خالق او پیدا کوونکي په وجود دلالت نه کوي؟؟؟؟؟!!!!
هوتکه ډیره مننه دا د الله جل جلاله د وجود آثارو خبره دې ډیره کره کړې او زما مطلب هم د پورتنیو مثالونو څخه همدا وه.
هوتک
24.07.2011
څومره دافسوس ځای دی چه دیوه پښتون له خولې داسې څه اورم چه زما په ټوله زندګې مې نه اوریدلې اونه مې لیدلې وې،
او څومره دافسوس خبره ده چه دحلیمی او وطنمل په فورم کې داسلام توهین وونکې لیکنې لولم توبه توبه توبه،
م . ق
24.07.2011
[quote:73128a0085]دا ډېرې زړې کیسې دي خو تا ته ځکه جدیدې ښکاري چې د عربو نه درته راغلې دي. که ستا مطالعه د عربو د لوري نه لږه نورې دنیا ته هم واوختله ډېر څه درته معلومېږي او سر دې خلاصېږي چې څه ریښتیا او څه دروغ دي، .[/quote:73128a0085]
منطق غله اوس دې د مچ اصلي وظیفه اجراء کړله او منطق دې هم په غلو ولړلو،
دایې زړي، زوړ والی خو د بطلان دلیل نه دی، ستا غوندې د ډاروینیانو او دهریانو خرافات هم زاړه دي حتی د اسلام او عیساییت او ستا د اصلي یهودي پلار د یهودیت نه مخکې هم دهریت موجود وو اوس نو وایه چې دا خبرې زړې دي که ستا دهریتوب؟
ما ستا د بادارو یهودیانو دهري عقاید مطالعه کړي، زه ستا غوندې محدود لنډ او تنګ نظر نه لرم چې صرف هماغه څه درته سم ښکاري چې یهودیان یې درته ښایې، بچیه ته صرف د یهودو په غیږ کې خوبونه کوه او هغوﺉ به درته اللو للو وایې، تاسو د خپل ټول قدامت او زوړوالي سره د عربانو غوندې اسلامي تمدن او انساني تهذیب په ټوله نړۍ کې دومره په لنډ وخت کې نه شئ راوستلاﺉ، اوس چې درته اسلام د لندن او برلین دروازې درټکوي نو ټیزونه درباندې ولګیدل او غرتهار مو ټوله دنیا په سر اغیستې ده.
[quote:73128a0085]څه څېړنې او څه اورېدلې خبرې دي[/quote:73128a0085]
هو تا کومې څیړنې کړې دي؟ دلایل او ثبوتونه یې څه دي؟ ستا د حیواني عقل څیړني خو هیڅکله هم نشي تکمیلیدلاﺉ، نو کوم شی چې نتیجې ته نه وي رسیدلی نو هغې نه به څنګه حتمي نتیجه او قطعی حکم اخذ کړل شي؟
ګوره په منطق باندې ډیر غل مه کوه مچ خانه،
[quote:73128a0085]اوریدلې خبرې:[/quote:73128a0085] ته چې کومې اپلتې او ببولالې وایې دغه د یهودیانو څخه اوریدل شوې خبرې دي چې هیڅ دلیل او ثبوت نه لري فقط په مطلق ړوند انکار او جاهلانه دعوو بناء خبرې دي، پاتې شو الهي ادیان نو ټولې نړۍ او ټولو ملتونو ته ثابت شوي حقایق دي چې یواځې حیوانات ددغې حقایقو څخه نا خبره دي.
منطق غله بې دلیله او بې ثبوته تشې دعوې او مطلق انکار نشې کولاﺉ.
[quote:73128a0085]یقین په څه؟ شک د علم لاره ده، په هر څه کې چې شک وکړې د تحقیق لاره درته خلاصېږي او کولی شې چې نور نوښتونه پکې وکړې، نوې لارې پکې رابرسېره کړې. ستا مذهب تاته ویلي دی چې هر څه چې دي همدغه دي یقین پرې وکړې نور ګنجایش پکې نشته. تا چې پرې یقین وکړو په ځان دې د کټوۍ ټاپه ولګوله او په ځان دې د فکر لارې بندې کړې. نو ځکه ته همدغلته پاتې یې، نړۍ مخکې روانه ده[/quote:73128a0085]
شک د لیونیانو او حرمونو لاره ده، ایا ته په خپل پلار کې یقین نه لرې؟ او کنه په هغې کې دې هم تحقیق شروع کړې دی،؟
تحقیق په غیرثابت شي کې کیږي، هغه شې چې په تحقیق سره یې نور غیر واضح جزئیت کشف کیږي لکه ساینسي انکشافات،
د اسلام مبارک دین انسانانو ته په ټولو کایناتو او مخلوقاتو کې د تحقیق دروازې خلاصې پرانستې دي بلکه امر یې ورته کړی چې لاړ شئ وګرځیږﺉ او په کایناتو کې تحقیق وکړﺉ ترڅو د الله نور مخلوقات هم درته منکشف شي او هم درته د خپل لوي رب قدرت ظاهر شي.
کم عقله بې وقوفه د دنیا پرمختګ او ترقي د الله نه په انکار کې نه ده، نه دا کوم علم دی نه تحقیق او نه ساینس،
ایا د دنیا ساینسدانان ټول د خدای څخه منکر وو ځکه ساینس پرمختګ وکړو که څنګه؟ ته په کوم دلیل علم ساینس تخنیک او پرمختګ د الله څخه په انکار پورې تړې؟
دا جاهلانه ټیزونه دې بیرته درواخله مچ خانه! په کومه غل خانه کې به دې پکار راشي.
یقین د تفکر او تعقل د پختګۍ نتیجه وي او تحقیق د مزید علم د حصول لپاره کیږي ځکه نو یقین د تحقیق پورې تړل احمقتوب او جهالت دی.
[quote:73128a0085]دا انسان د حیوان د حالت نه په ملیونونو کلونو کې راوتلی دی او تجربو عقل ورکړی دی. عقل ورته لارې ایستلې دي. په نړۍ کې ځنې انسانان اوس هم داسې شته چې عقل یې دغې درجې ته نه دی رسېدلی وجه یې دا ده چې هغوی د مناسبو تجربو او بیا د زده کړې د هغه ماحول نه تېر شوي نه دي چې نورو ته میسر و.[/quote:73128a0085]
ته چې وایې انسان حیوان دی، نطق او عقل یې د وخت په تیریدو سره زده کړی دی نو په دنیا کې خو د انسانانو نه مخکې هم نور حیوانات موجود وو چې د انسان نه یې هم ډیره اوږده زمانه طۍ کړې ده ولې هغوﺉ کې دغه پروسه شروع نه شوه او یا ولې تکامل ته ونه رسیده؟ خر سپی غوایې لیوه او داسې نور حیوانات چې زرګونه کلونه مخکې هم دغه سپی خر او غوایی وو او نن هم هماغه خر سپی او غوایی دي حالانکه دغو اهلي حیواناتو خو انسانانو سره په لکهاو کلونه په میراثي توګه ژوند کړی دی، ولی عقل او تجربو هغوي ته لارې پرانه ویستلې؟؟
مچ خانه په عقل دې د جهل پردې راغوړیدې دي او په سترګو دې د تعصب او عناد یهودي پټۍ. همدا بزو چې انسان ورنه ستاسو په اند پیدا شو دا باقي نورې یې ولې انسانان نه شول؟؟ حالانکه په یوځای کې اوسیدل د یو نسل څخه وو د هاغه تجربو او عقل څخه چې دا نورې انسان شوې بزوګانې تیرې شوې خو دغه پاتې بزوګانې به ترینه هم تیرې وې کنه؟
منطق او استدلال نه لرې مچ خانه! هسې په یهودي غلو ټیزونه اچوې.
[quote:73128a0085]دا چې نړۍ څنګه منځته راغلې او انسان څنګه تکامل کړی دی په اړه یې په سلهاو څېړنې شوې دي او تیورۍ منځته راغلې دي. دغه تیورۍ او څېړنې هر څو که یو اخري پړاو ته نه دې رسېدلي او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي خو تر دې حده رسېدلي دي چې د دینونو دا ببولالې یې غلطې ثابتې کړې دي[/quote:73128a0085]
مچ غله! چې دغه خبرې صرف یوه تیوري ده او هیڅ یو پړاو او نتیجې ته نه ده رسیدلې نو بیا څنګه قطعې حکم کولاﺉ شې چې انسان د ادم او هوا څخه نه دې پیدا شوي، هر انکار او دعوه ثبوت او دلیل ته اړتیا لري، ته چې د ادم او هوا عقیده نه منې نو بیا درسره متبادله کومه ثابته شوې نظریه ده چې دغه نظریه پرې رد کړې؟؟؟ معلومه ده چې بله نظریه نه لرې او د ډاروین هماغه پوچه غیر معقوله نظریه لرې نو بیازما د لاندې سوالونو ځواب راکړه:
انسان که د بزو نه جوړ شوی نو دا بزو د څه نه جوړه شوې ده؟ او د هر هغه شي نه چې بزو جوړه شوې وه هاغه شی بیا د څه شي نه جوړ شوي وو؟؟
که انتهی بیا هم مادې ته رسې نو دا ماده بیا چا پیدا کړه او خپله څه رنګه پیدا شوه؟ که ماده د نورو عنصرونو او یا مالیکیولونو څخه جوړه شوې وي نو دغه عنصرونه او مالیکیولونه څه رنګه راپیدا شو؟
که دغه عنصرونه او مالیکیولونه د خپل مینځي کیمیاوي تعامل نه وروسته مینځ ته راغلي وي نو دغه کیمیاوي اثرات په کې څه رنګه او چا راپیدا کړل؟؟؟ ولی پدغه عنصرونو کې یو ډول اثرات او خواص موجود نه وو پداسې حال کې چې ټول په یو چاپیریال کې پیدا شوي دي؟؟؟
خپل مینځ کې تعامل ته څنګه او چا اړ کړل؟؟؟
نورو خبرو ته بیا راځم تر هغې دا ومنه چې د انسان عقل د الله رب العزت د کایناتو او مخلوقاتو د ادراک په هکله ناقص او قاصر دی او د عقل او فهم صرف یو محدود حد او لیاقت لري چې د دغه حد نه بهر نور شیان نه لیدلاﺉ شي او نه یې په عقل کې ځایدلاﺉ شي ځکه انسان هم د همدغه مخلوقاتو څخه یو مخلوق دی.
بله خبره دا چې د هرې خبرې معقول او مدلل ځواب غواړم هسې مطلق انکار به نه کوې او که بیا دې کوم شې ته هسې قیصې او خبرې وویلې نو باید په اثبات ورسوې چې قیصې ټولې غلطې وي ځکه نو په دلیل کې یې څوک نه شي وړاندې کولی. او کچیرته دې دا ثابته کړه نو بیا به ته هم د پخواني دهریانو خبرې او قیصې نه کوې ځکه چې دلیل نه دی.
شاکری
24.07.2011
اسلام عليکم
اصلاً ددې مطلب ثبوت په ساينس او طب سره زمونږ مطلب نه دی او نه هم د ساينس ثبوت ته څه ضرورت شته .
دين او پيغمبر صلی الله عليه وسلم دواړه د الله تعالی لخوا را استول شوی دي چې مؤمن د هغه په ټولو ويناوو باور لري .
ساينس او طب د انسان د مشاهدو او تجربو ثمره ده کوم چې د کشف او عمل د پاره يې الله تعالی د انسان په دوماغ کې په ميلينونو حجرې ځای پر ځای کړی دي .
مګر هغه کسان چې له عقيدې څخه خالي وي او د اسلام کومې وينا ته ګوته نيسي نو د شبهاتو د دفع په خاطر هغه ته عقلي دلايل وړاندې کيږي ځکه چې هغه عقدتي هستي نه لري ، نو ځکه مو د پورته مطلب د پاره د کفري نړې د ځنو ساينس پوهان هغه څيړني را نقل کړی دي کوم چې په مچ کې يې د انتي باکتريا ماده کشف کړي ده .
له بده مرغه په دې بحث کې له داسې کسانو سره مخ يو چې نه په طب پوهيږي او نه هم په ساينس بس له يوه سره د خپلو باطلو شيطاني عقايدو او مفکرو اظهار کوي ، که نه يوه رښتني ډاکټر او ساينس پوه ته دا ډيره ساده ده ځکه ډاکټر پوهيږي چې د پينسلين اتي بيوتيک د يوې کثيفې حشره کيک څخه جوړ شوی دی .
نو چې د کيک په حشره کې د اتي بيوتيک ماده موجوده وي نو بيا د مچ په حشره کې د اتي بيوتيک د مادی د موجوديت د پاره څه سوال دی ؟
د اسلام ټولی ويناوي او وړانديزونه رښتنې دي او رښتني به شي مثلاً اسلام او نورو آسماني اديانو له پخوا پړيو څخه د موجوده نړی د له مينځه تللو او ړنګيدو او د قيامت د قيام خبر ورکړی دی مګر تر ډيرې موده پورې کفارو دا نه منله خو اوس د نړي اکثريت ساينس پوهان په دی باور لري چې موجوده نړی له زوال سره مخ کيږي او دوي د زوال د پاره خپلی څيړني داسې وړاندی کوي :
مونږ وينو چې خام مواد د کمود په حال کې دي او همدا اوس هم په نړی کې د خامو موادو په سر لوی جنګونه روان دي دا هغه مواد دي چې د انسانانو د ژوند اړتياوي بلل کيږي بلاخره به داسې وخت هم راشي چې دا مواد به بالکل ختم شي . نو ددې موادو ختم په دې دلالت کوي چې د دنيا موجوده حالت به زوال و مومي .
د ځمکې زړه له اور څخه ډک دی او ځمکه د يوه بمب شکل لري ځکه چې ګازات انفجار کوي او الوزي خو دغه د ځمکي د فرار او انفجار قوه بيا د لمر د وړانګو په وسليه د فضا هوا ټيل وهي چې په هر متر مربع لس کلوګرامه وزن واردوي چې بلاخره د ځمکې قوه دفع کوي نو چې کله لمر له مينځه لاړ شي ځمکه به انفجار وکړي او يوه لويه چاودنه به را مينځته شي .
اسلام د قيامت د قيام د شروع په اړه خبر ورکوي چې لمر به له مغرب څخه را پورته شي او د لمر رنګ به تک سور وي .
په دې اړه د قيامت او لويي زلزلی په اړه ساينس پوهانو ډير دلايل وړاندی کړي دي چې مونږ د هغوی دلايلو ته هيڅ ضرورت نه لرو ځکه چې مؤمنان يو او د هغه په قيام پوره باور لرو .
او دې مطلب ته مې ځکه لږ اشاره وکړه چې هر څه به په تبوت ورسيږي تاسې لږ صبر کوی .
کافرانو به هم خپلو پيغمبرانو ته ويل چې چيرې هغه غذاب او کله به راشي هغه غذاب کوم چې ته يې مونږ ته يادونه کوې .
تاسې هم لږ صبر کوی هر څه په خپلو په سترګو ووینی او پوه به شی چې زه چا پيدا کړی وم او د څه د پاره پيدا شوی وم .
د مور په رحم کې چا پاللم حال دا چې خپله مور مې نا خبره وه او نن په پوره سپين سترګی پر چا ملنډې وهم .
-
24.07.2011
زه مداریتوب نکوم سمه صفا خبره کوم خو ته کونه اوباسې.
[quote:d5c85be9f6]هغه چې په خپل سر الوځي هم ډېرې دي[/quote:d5c85be9f6]
زه نور له تا هیڅ نه غواړم خو دا راته په ثبوت ورسوه چې یو الوتکه په خپل الوزي او د کنټرولوونکي هیڅ رنګه دخالت او لاسلرنه پکې نه وي.
نو هرکله چې ته د یوې الوتکې په خپل سر حرکت نه شې ثابتولی نو ددومره سترو سترو سیارو او ستورو خپل سري حرکت ثابتول به دې ډیر حماقت او جهالت نه وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نو د یوې وړې الوتکې د خپل سري حرکت د ثابتولو څخه عاجز یې، زه تاته دا چلینج درکوم، چې ته به په زرو کالو کې هم ماته ثابته نکړې چې شمسي نظام په خپل سر حرکت کوي.
یوه قصه:
وايي یوه ورځ د امام ابو حنیفه رحمه الله سره هم د یو دهري او ملحد بحث شو، دهري یا ملحد هم د الله جل جلاله د وجود څخه منکر وه او د دنیا په خپلسري خلقت معتقد وه.
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل سمه ده زما او ستا د مناقشې ځای سباته فلانی ځای دی. په سبا امام ابو حنیفه قصدا د ټاکلي وخت څخه ناوخته ورغی. ملحد ډیر غصه وه چې ولې ناوخته راغلې؟
امام صاحب وویل: غصه کیږه مه، ځکه وځنډیدم چې پر لار یوه سیند مخې ته راغی نو نه مې شو کولی راپورې وځم. نو په دې کې یو ناڅاپه د سیند په غاړه یوه ونه راشنه شوه، لږ وروسته ښه سمه غټه شوه، بیا لږ وروسته په خپل سر یوه اره راپیدا شوه او ونه یې په بیخ کې اره کړه، بیا لږ وروسته په خپل سر دونې څخه د لرګي تختې جوړې شوې، او بیا ورڅخه پخپله بیړۍ جوړه شوه او بیا سیند ته ورګډه شوه او بیا زه پکې سپور شوم او پخپله یې د سیند دې غاړې راوپورې ویستم. نو ځکه وځنډیدم.
دهري نور هم نور غصه شوه چې اوس راباندې ملنډې وهې؟ ونه څنګه پخپله راشنه کیدای شي او بیا څنګه ترې پخپله بیړۍ جوړیدای شي داهیڅ امکان نلري چې بیړۍ دې پخپله جوړه شي.
امام صیب وویل: زما او ستا مناقشه هم په همدې ځای پای ته ورسیده.
ملحد حیران شو چې څنګه مونږ خو لا مناقشه شروع کړې نه ده؟!!
امام ابو حنیفه رحمه الله وویل: هرکله چې ته د یوې بیړۍ هومره څیز نه شې منلی چې په خپل سر او بې د نجار (ترکاڼ) څخه جوړ شي نو دا دومره لوی لوی کاینات، لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، بحرونه څنګه امکان لري چې په خپل سر پخپله رامنځته شي؟؟؟!!
ملحد چوپه خوله پاتې شو او د جواب څخه عاجز شو.
دلته هم که منطق ماته دا ثابته نکړه چې یوه الوتکه د کنټرولونکي او څارنونکي د مطلق لاسرسي څخه پرته الوتی شي او حرکت کولی شي، نو زما او دده ترمنځ بحث پای ته ورسید، ځکه چې دی ماته د یوې الوتکې خپلسري نه شي ثابتولی نو د لمر، سپوږمۍ، او نورو سیارو حرکت به یې د ډاروین پلار هم ثابت نکړي شي.
هوتک
24.07.2011
[quote:3078259faa="كليوال"]
چې یوه الوتکه د کنټرولونکي او څارنونکي د مطلق لاسرسي څخه پرته الوتی شي او حرکت کولی شي،.[/quote:3078259faa]داخو ښکاره خبره ده چه ولاکه یې دمچ پلار درته ثابته کړې؟(دی وایې راروانه ده هههههه) څومره بې عقله خبره ده،
هغه وخت به چیرې یې نادانه دځان درک دې سته،
ځکه چه عزرائیل ع هم سته،
طالب جان
24.07.2011
پتمنواوقدرمنووروڼواوخوېندو؛ السلام علېکم ورحمة الله وبرکاته
لومړۍ خبره خودا چي په خپله پاڼه ټول افغان کي په خپلي ژبې پښتو باندي لیکني اوژباړي کوۍ ۰ دوهم داچي داڅانګه دناندریونه ده که دچا ښې خبري له وسه کیږي نو ودي لیکي کنه دبدو خبرو لیکلو اویاهم په چا شخصي تعرض کولوته اجازه نشته دمهرباني له مخي پدې اړه مرسته راسره وکړۍ.
عادل عادل وروره حلیمي صېب زمونږ ټولو مشردی په هغه مو ناوړه څه نه لوریږي ځکه نو ډير پام کوه چي درڅخه خپه نشي.
دمچ په اړه پورتنی حدیث له حوالو سرا راوړل شوی ځکه انکار ور څخه کول بدکار دی خو ښه ژباړه يي پتوال صېب کړي البته دعلماووپه اړه یي قلم خورا تند تللی .
دامنم چي پدې اړه به له علماوو سستي شوي وي مګر په تندو اوتېزو توروسره یي بد ویل ښه کار نه راته ښکاري . الله تعالی دي مونږ ټول په سیخه لاربرابرکاندي ، امین ثم امین.
منافق صفته سايټ
شاکری
24.07.2011
اسلام عليکم
ځنو کسانو ليکلی دی چې مچ دومره بحث کول نه ارزي ،
خو دلته د بحث مطلب د سنتو څخه دفاع کول دي د علمي بحث پر ځای په سنتو او د اسلام په شعايرو باندې د ملنډو وهلو څخه د فاع کول دي .
دلته چې کوم ملحد او منافق راځي د هغه مطلب علمي بحث نه وي بلکي هغوی فقط د خپلو شيطاني عقايدو اظهار کوي .
دا ځګه چې د ټول افغان منافق صفته سايټ دوی ته دا چانس ورکړی دی چې د علمي بحث پر ځای په اسلامې شعايرو ملندي ووهل شي .
که نه دا سی د بحث فرمونه په نوره اسلامې نړی کې هم شته خو هلته هيچا ته ددې اجازه نه وي چې په اسلامې شعايرو ملنډي ووهي .
که د تاسې هدف د دين قيام وي نو بيا په دين باندې ملنډو وهلو ته ولی جانس ورکوﺉ ؟
او که په زړه کې مو همدا منافقت وي نو بيا په ښکاره ډول د اسلام مقابلی ته را وړاندی شی او د اسلام تر نامه لاندې رزالت او منافقت مه کوﺉ .
را به شم اصلی مطلب ته کافران به هم ويل چې الله تعالی په قرآن کې د کوچنيو شيانو لکه غوماشه او مچ مثالونه بيانوي الله تعالی دوی ته خطاب کوي .
إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ (73) حج
يقيناً هغه کسان چې بغير له الله تعالی څخه د بل چا بلنه او عبادت کوي (مشرکان او دهرين ) هيڅکله يو مچ هم نشي پيدا کولای که څه هم دوی د مچ د پيدا کولو د پاره جمع شي ، او کچيرې دغه مچ له دوی څخه څه شي وتښتوي نو دوی نشي توانيدلای چې هغه شي بيرته ور څخه واخلي .
يعنې دغه کوچنی حشره چې د دوی په نزد ډير حقير او کمزوری هم دی ، کچيرې دوی د هغه د پيدا کولو د پاره سره را ټول هم شي دغه کوچنې حشره نشي جوړولای ، جوړول او پيدا کول خو لا پريږده چې کچيرې له دوی څخه يا د دوی د بتانو څخه څه شي وتښتوي نو که ټول د دغه کوچنې حيوان مقابلې ته ووځي هم هغه شی نشي ور څخه تر لاسه کولای .
که څه هم د دوی په نزد دغه کوچنی حيوان ډير حقير هم دی خو په دغه حيوان کې د الله تعالی د قدرت ډيرې لوړې نښاني موجودې دي .
دا کوچنی مچ په عجيبه تنالوژي سمبال دی . په هره دقيقه کې تقريباً ۴۵ ځله پرواز کوي حال دا چې په يوه طرف کې زهرجن مواد او په بل طرف کې درمل له ځانه سره نقلوي .
او ددې زهرو او درملو د نقلولو په چارو کې دومره تکتيک تر سره کوي چې انسان د هغه مقابله نشي کولای لکه په پورته آیت شريف کې چې اشاره ور ته وشوه .
ددې مچ په سر کې دوه دکشف آنتنونه موجود دی چې ډير حيرانونکی جوړښت لري ، په دوماغ کې داسې تنالوژی ځای په ځای شوی ده چې د نن عصر په پرمختللو هوايي ترانسپورت (طيارو) هم نشته د بيولوژی علماء تر اوسه په دې پوره نه دی توانيدلی چې د مڅ د دوماغ په اړه پوره تحقيقات وکړي ځکه چې هغه يوه عجيب او ظريف جوړښت لري .
نو کافران او منافقان ددې پر ځای چې د الله تعالی د قدرت نښانو ته ځير شي په هغه باندې ملنډي وهي ځکه چې دوی بې حده ډير کم عقلان دي .
د هغه بتانو عبادت کوي چې کچيرې دغه کمزوری مچ د هغه څخه څه شی وتښتوي نو دوی هغه نشي ورڅخه اخيستلای ، نو پوه شی چې څومره کمزوري او بې عقلان ياست .
مؤمن چې کله د الله تعالی د قدرت نښاني وویني نو له سترګو يې اوښکې رواني شي او په خپل رب جل جلاله يې نور هم باور او یقين تينګ شي خو کافران او منافقان بيا په خندا او ملنډو ځان خلاصوي ځکه دوی خو له خپل رب او خالق څخه مخ اړولی دی .
[color=red:6554f06af9][/color:6554f06af9][color=blue:6554f06af9][/color:6554f06af9]
هوتک
24.07.2011
[quote:bff4a84993="طالب جان"]
عادل عادل وروره حلیمي صېب زمونږ ټولو مشردی په هغه مو ناوړه څه نه لوریږي ځکه نو ډير پام کوه چي درڅخه خپه نشي.
[/quote:bff4a84993]ښه نو حلیمې اوس تاته ترالله جل جلاله هم ګران دې او تر حضرت محمد(ص) هم درته ګران دی؟
معلومه خبره ده چه درته ګران به وې،
دلته دالله او دالله ج په رسول مبارک ملنډې وهل کیږې، خو تاته ترهغوې حلیمی ډیرمحترم دی،
درمبارک یې،
عادل صیب به هم بیا څه نه ورته وایې،بیغمه اوسه۰
-
24.07.2011
[quote:58fe94ab06]د بې پیلوټه الوتکې مطلب دا دی چې پیلوټ نه لري دا خبره خو ما مخکې درته کړې وه.[/quote:58fe94ab06]
جاهل مطلقه که بحث درسره کوم نو د ځینو د انتقاد لاندې راځم چې ولې تا غوندې احمق ته د زړه د غوټې سپړولو وخت درکوم او که نه يې کوم نو ته په خپله مرداره عقیده کې د کامیابۍ خیال کوې.
جاهل مطلقه زما پوښتنه دې راځوابه نکړه. زه کولی شم تاته نقلي دلایل مخې ته کیږدم، خو ځکه اصرار په عقلي دلایلو کوم چې ته احمق نقلي دلایل نه منې.
راځم بیرته خپل مثال ته:
احمقه دا الوتکه چې د ځمکې څخه الوزي او په حرکت راځي آیا په دې حرکت کې یې د انسان هیڅ قسم دخالت نشته؟؟؟ زمونږ مطلب اسماء (نومونه) نه دي زما مطلب په خوځښت راوستونکی انسان دی چې ته یې پیلوټ بولې او که هر شی، او دا ضرور نه ده چې پیلوټ (په خوځښت راوستونکی انسان) دې د طیارې په منځ کې ناست وي یا په شا کې یا په هوايي ډګر کې.. مهمه نقطه دلته داده چې دا به ستا پلار هم په ثبوت ونشي رسولی چې طیاره خودبخود الوزي، چې هرڅومره د تخنیکي ماشینونو د مرحلو څخه تیره شي بالآخره یې مــــــــــــــرجــــــــــــع انسااااااااااااان دی. او ستا د ډارون پلار به هم ونه توانیږي چې ادعا وکړي او ثابته کړي چې موټر یا الوتکه پخپله جوړ شوي او پخپله خوځښت راځي او د انسان پکې هیڅ قسم دخالت نشته.
هغه امام ابوحنیفه سره ستا په څیر دملحد قصه یو ځل بیا ولوله.
جاهل مطلقه تر تا زیات مې هغه چاته غصه راځي چې تا احمق ته یې دا فرصت درکړی چې په ټول افغان کې کفري لیکنې وکړې خو چې څوک یې بیا درجوابوي بیا پرې انتقاد کیږي.
زما پرځای ولې په حلیمي او وطنمل انتقاد نه کيږي چې دې خنزیر ته یې د کفریاتو د خپرولو حق ورکړی په نورو ویب ساټونو کې چې ځان ثبتوې اول درڅخه عهد اخلي چې دیني شعائرو ته به سپکاوی نه کیږي.
څه شو هغه حلیمي چې په اسلامي بحثونو کې به يې موضوع لږ په طبعیت هم برابره نه وه نو دستي به یې قلف ورواچاوه او یا به یې چوره ډیلیټ کړه؟؟!! زه خو که څوک مې په دار هم ځړوي خو چې زما په رب او زما په پیغمبر ملنډې وهل کیږي چوپه خوله نه شم پاتې کیدلی.
یو ځل بیا دې جاهل احمق ته وایم چې:
آیا دا اوس چې زه دا لیکنه کوم آیا ته ما وینې؟؟؟ نو بیا ولې زما شتون منې؟؟؟ مه یې منه ځکه چې تا خو زه نه یم لیدلی چې زه په کمپیوټر لیکنې کوم.... بیا ولې نه وایې چې د کلیوال په نامه لیکنې په خپل سر ټول افغان ته اپلوډ کیږي او د هیچا لاسلرنه پکې نشته؟؟؟ لکه دنیا چې په خپل سر پیدا شوې؟؟؟
نوش جان دې احمقه رزیله چې د وطنمل په غیږ کې ورته د الله او د پیغمبر توهین کوې او وطنمل پریښی یې.