ادبي ټوکې ټکالې
هوتک
24.05.2011
صادقه خدای ج دې راوله پرون چیرې وې یاره چه ستا کلیوال دومره غټه مهمانې کړی وه چه په فورم کې بې سارې وه او ته غیرحاضر وی اوپښتون اوتندر هم غیرحاضر وه؟ او روشتیا کلیواله یاره دې ته انډیوالې وایې ته وګوره په دې دومره مهمانې کې زمانه قریش هیر وه افسوس دی اوس رایاد شو او ډیر نور ملګرې مو هم هیرکړی دې؟
لکه اسدمومند، تراب، سادات،هیلال، نادر، شیرین جان، بیلال،عبدالوکیل،اونور.........نو دوې ته به کلیواله که داحمدشاه او خان آغا اجازه وې ددوۍ په ستوریز محفل کې شخصې کار ډونه لیږو؟که څنګه؟
-
24.05.2011
هاهاهاههاهاههاهاهاها
هوتکه زما اوستا یاران چا سره ویشلي چې ته بلال ،او عبدالوکیل، او تراب ،او نادر راغواړې نوزما یي درسره سل ځله خوښه ده. خو ای هوتکه! داسې یو کس زما او ستا دواړو څخه هیر شوی چې باید هیڅ نه وای هیر شوی، اوترهر چا وړاندې مو راغوښتی وای!!
ته به وایې دابه څوک وي؟
ولا زه خو اړم ته ډیر شرمنده یم، د اړم لپاره به یوه سپیشل مهماني تیاروو. څنګه دې خوښه ده؟؟
ښه کار ونه شو چې اړم ته مو وینا نه وه کړې.
دا ناغه به اوس په ځان منو، که څنګه هوتکه؟
هوتک
24.05.2011
کلیواله سلامونه!
اړم خو زما ومنه که هیر وو بس مایې له ویرې نوم په قران که پر خوله اخستی سوای ما ویل هسې نه چه دتندرصیب خبره موږ ته اړم سې هاهاهاهاهاها
زما درسره خوښه ده چه اړم ته یوه سپیشل مهمانې تیاره کړو خو یاره داده مهمانۍ خواړه زه نسم پخولای دابه څنګه سې اوپرتا مې دادومره تکلیف ولاکه پیر زو شې؟
-
24.05.2011
وعلیکم سلامونه هوتکه!
اړم دې خدای راولي، خوراکونه اسانه دي، اړم قانع زړی سړی دی په یو ګیلاس یخ شربت هم کفایت کوي.
اوبیا خو مومند افغان پرون یې لښته په لاس ټوله ورځ د دیګونو او اشپزانو سره تیره کړه. دومره څه خو به یې د پخولو زده کړي وي چې اړم پری عذر کړو.
که نور څه نه وي چپس به ورته پاخه کړو.
هوتک
24.05.2011
کلیواله ترهغو به څه نه ورپخوو ترڅو راغلی نه وې؟
او مومندافغان به زه وایم ډیر څه زده کړی وې خو ګومان مې نشې چه مومندافغان دې څه پاخه کړی ولې چه هغه پرون داشپزی خوند وكاتو د دیګو پرسر چه ولاړ وی داکس ډیر ګټمن وې خپله پوره حسه وړی هاهاهاهاهاها؟
او هغه بختور ملاصیب خو یې ګردسره غیب کړ دمومند صیب سره؟
۰
24.05.2011
هاهاهاهاههاها
یره هوتکه ډیر وران يي لکه چي بیا دي کلیوال باندي سودا ورحواله کړه اوتا پدي بهانه
چي په پخولو نه پوهیږي نو ځان خلاص کړ!
او ما خو پرون سرخواني وکړه کنه یو یو سړی به هر۲ ساعت بعد راته چي راواچوه
نو چي لخته مي ورپسي نه واي راخستی خو کار خراب وو کنه.
اوس نو چي څوک مبارکۍ ته راغلي نو ډیره ډیره مننه ورځني کوو او چي څوک غیرحاضر
دي لکه اړم او نور ملګري نو دوي خو ناغه دي باید ناغه ورکړي نه چي بیا به بیل پروګرام
ورته کوو زما خو همداسي خوښه ده نور نو کوربه اصل کي تاسو يي زه خو مو ناظر یم
بیا به ملګري واي چي کوربه ښه خلک دي خو دا ناظر يي څنګه او څنګه که څنګه کلیوال صیب؟!
مومندافغان
-
24.05.2011
ملابختور دې بیا هم خیریوسي چې په دومره مصروفیاتو کي یي زموږ محفل ته یوه منډه راوکړه اوزموږ دعوت یې ځمکي ته ونه غورځاوه. د هغه یوځل راتګ هم موږ ته لوی غنیمت دی .خو مومند افغان فکر کوم چي پرون ډیر ستړی شوی اوس به استراحت کوي.
رابه شي او که رانغی موږ ورپسي ورځو
نوټ:
دا لیکنه ما د مومند افغان سره په یو وخت کي تیره کړې وه، نو اوس چې مومند افغان راغلی یوځل بیا ورته هرکلی وایم.
مومندافغانه دا خبرې به نه وي چي زه کوربه او ته میلمه... یو وخت مې په دي فورم کي دا عربي شعر اوریدلی وه چي:
يا ضيفنا لو زرتنا لوجدتنا ،،،،، نحن الضيوف وانت رب المنزل
ترجمه به يې خان آغا وکړي په دوبۍ کې به يې دومره عربي زده کړي وي.
۰
24.05.2011
کلیوال صیب کلیوال دي دادی ستاسو دبیا راتګ سره سم رواوسیده فکر مه کوه
دسي بیکاره کلیوال دي ندی ځان ته ګوره خو همداسي دی کلیوال اعني مومندافغان
هم دی کنه!
او دا کامل خان ، اړم ، تراب ،هلال و غیرهم خو له ډیري مودي ورک دي د بي درکۍ اعلان پسي کوو
مومندا فغان
-
24.05.2011
هوتکه دی خلکو ته جواب ورکه ،ته چي هروخت په ماکوم کار حواله کړې نو دوی بیا ژر دافکر کوي چې هوتک ځان خلاصوي اوکلیوال ته یې چل ورکړی :D
دوی پوه کړه چې کیسه داسې نه ده. :)
او مومندافغانه رښتیا دې ویل، که بیلال، هلال، تراب، موبین، او کامل راحاضر نه شول نواعلان به پسې خامخا کوو.
خو ګوره دنادرکۍ په اعلان کې نښي اوعلامې ضرور دي. له اوسه اعلان برابروه.
۰
24.05.2011
کلیوال صیب ښه خبره موکړي همداسي ده خو که دوبۍ د ترجمي خبره شي نو بیا خو
به يي زه پخپله وکړم ګوره ورته
ترجمه:
یا میلمه في ملاقات زمونږ نو في وبه ګوري چي ...في مونږ لکه میلمانه اوفي تاسو لکه في کور والا
ودي لیده چي دوبۍ ته تللو افغانانو غوندي ترجمه کولی شم چي بیا ونه واي چي هرچیره عربي ترجمه وي ماته يي را وړاندي کوه .
مومندافغان
Kamil
24.05.2011
سلامونه
کليوال ته دې ١٠٠٠ ځله مبارک وي.
______________
[color=red:9567449bdc]امتحانونه لرم هيله ده چې پخپلو دعاګانو کې مې ياد وساتۍ.[/color:9567449bdc]
-
24.05.2011
کامل صیب د مبارکۍ نه دې ډيييييييييييييييييييیره مننه
بس موږ به درته دعاګانې کوو چي خدای دې په امتحانونو کي کامیاب کړه .
خو دایوشی د اتیایمې لسیزې څخه ماته تجربه شوی چي داسې کس چي په ځان دومره فشار راوړي چې شپه او ورځ کتاب ته اړم وي او خوب او استراحت ورنه پاتې وي، که په امتحان کي وازه خوله نه وي پاتي د نتایجو په ورځ خو یې حتما خوله وازه وي.
خو د کلیوال غوندې هم مه کوه چي د امتحان په شپه به هم بې غمه ویده وه، دسهار لمانځه نه وروسته به بیا ویده شو او دامتحان نه به ایله یو ساعت مخکې راویښ شو. :)
کلیوال خو دې بیا هماغسې نمبرې هم اخیستې هغه ته رسیدی هم نه شې :wink:
هوتک
24.05.2011
[quote:a42eef0c09="مومندافغان"]هاهاهاهاههاها
یره هوتکه ډیر وران يي لکه چي بیا دي کلیوال باندي سودا ورحواله کړه اوتا پدي بهانه
چي په پخولو نه پوهیږي نو ځان خلاص کړ!
[/quote:a42eef0c09]هاهاهاهاهاها
مومندصیب ځان مې نده خلاص کړی یو خوبه کلیوال په ښارکې سم بلدشی بل کلیوال په سودا هم ښه پوهیږې پرون خو دې یاد دې څومره خوندور خواړه یې راوړی وه چه وایم خوند به یې اوس هم ستا اودنورو ملګرو نه وې هیر؟
نو که اوس زه لاړم او سودا مې راوړه خدای وراستی که یې څوک پر خوا هم وګورې هاهاهاهاهاها
همداسې به یې بیا پرډیرانو غورځوو بیا نو شرم دی یاره؟
هوتک
24.05.2011
[quote:80bcd4eab0="كليوال"]هوتکه دی خلکو ته جواب ورکه ،ته چي هروخت په ماکوم کار حواله کړې نو دوی بیا ژر دافکر کوي چې هوتک ځان خلاصوي اوکلیوال ته یې چل ورکړی :D
دوی پوه کړه چې کیسه داسې نه ده. :)
[/quote:80bcd4eab0]کلیواله زه خو هغه چه یو دوه ګپې مې درسره وکړې برق لاړ سخت ورته خفه سوم؟ اوس دابره لیکنه مې دمومند صیب دا ورجواب کړه همدا جواب به کافې وې ؟
بله خبره تاسې ویل چه موږ په کامل بیلال هیلال مبین پسې اعلان کوو اعلان ته به حاجت نه وې کامل خو ځان حاضر کړ دانور هم دې ګپی ته دټینګې ندی خپله به راسې؟ که نه راغله بیابه اعلان پسې وکړو؟
ذاکر
24.05.2011
اسلام علیکم......
درنو دوستانو او ګرانو ملګرو ستاسو دی خواږه بانډار زه هم مجبور کړم چه خپل بستره ستاسو سره په دغه حجره کی واړوم که ستاسو اجازه
وه بس راغلم اوکه نه بس لاړم.
Kamil
24.05.2011
زاکره وروره ستړې مشې پخير راغلې.
بس يوه مبارکي کليوال ته ور وتوغوه چې يو ډک غورې وريجي درته راوړي.
ذاکر
24.05.2011
کامله له هرکلی دو مننه.
كلیوال ته مبارکۍ اول
می پوه کړه چه دڅه شی.
خیرکه د زوی مبارک وی اوکه یی واده کړی وی دایی مبارکی.
کلیواله مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک
قلم درنګه ډک دی.
Kamil
24.05.2011
[quote:76b6c3c5b2="ذاکر"]كلیوال ته مبارکۍ اول
می پوه کړه چه دڅه شی.
خیرکه د زوی مبارک وی اوکه یی واده کړی وی [/quote:76b6c3c5b2]
١٠٠ يې وهلې.
دلته چی کوم ورور ١٠٠ ليکنې پوره کړي نو يو پروګرام جوړوي او په هغې کی بيا خلک مبارکيانې ورکوي.
کليوال هم ١٠٠ ليکنې پوره کړي چې......
۰
24.05.2011
السلام علیکم
ذاکر صیب ستړی مشي پخیر راغلي هرکله راشي دومره ساده هم نه يي خو کوم یو
زوړ یار يي اوس په مونږ چالاکي مه کوه!
ددي ورونو به ځامن هم شوي وي خو هغه يي خپل محنت دي او دلته يي د نورو ملګرو
په زیار سل لیکني کړي اوس دهغي سللیکللمنځنغونډه ده نو مبارکي دسلو لیکنو ورکړه
اوس پوه شوي وروره ؟
مومندافغان
هوتک
24.05.2011
کامله پخیر راغلی هرکله راشه؟او ذاکرته هم هرکلی وایم خدای ج دې قدم راپسی دخیرکړې آمیننننننننننن [quote="كامل"][quote:ebc41bd8f3="ذاکر"]]
١٠٠ يې وهلې.
[/quote:ebc41bd8f3]هاهاهاهاهاهاها
داخو دې کلیواله ډیر ظلم دځان سره ندی کړی؟
۰
24.05.2011
څو يي ووهلې چیرته او څنګه يي ووهلې او ګوره هوتک صیب هم ورسره وهلې یواځي کلیوال صیب ندي وهلي نوش جاني شه بیا هم مبارک مبارک مبارک
او خیر که دوي ووهلي نو تاسو به يي هم هریو په خپل خپل وار ووهۍ خفه کیږۍ مه.
مومندافغان
-
24.05.2011
ذاکره ستړی مشې فورم ته پخیر راغلې :roll: :roll: :roll:
هوتکه ته وایې دابه ظلم نه وي؟،، نه یاره زه خو وایم سل لا اوس هم کمې دي.
باید چې ډیرې مي وهلې وای اوس خو لاځواني ده سړی ژر نه ستړی کیږي.
او د ذاکر خبره ، قلم هم د رنګه ډک دی زموږ پرې څه ځي؟
Ahmad shah
24.05.2011
zzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzz
پهٔ موږ هم خپله لیکنه زیاته نهٔ ده
یو شمېر وهابیان (ټول نهٔ، ځینې یې) د دین نه سکروټه جوړوي.
باور نهٔ کوم چې سوچه (بې میوزیکه) اتڼ دې ملایان هم ناروا وګڼي.
خو بس د وهابیانو پهٔ باره کې مې خولهٔ مهٔ راسپړئ
۰
24.05.2011
ورونو زه پدي کي درسره نه یم ډیییییییییییییییر وبخښۍ
او په جدي يي وایم چي بیا دا سي دعوت ماته مه راکوۍ کنه که نورمي هڅ له لاسه ونشي نو فورم به پریدم او وبه لیکم چي زه لاړم
لاحول ولاقوة الا بالله العظیم
-
24.05.2011
احمدشاه خانه په مطلب دي پوه نشوم، اودمومند افغان صیب په لیکنه خومي بیخي سرخلاص نه شو.
خو دومره پوه شوم چي اصلي فساد که هرڅه دی خو په دې
[quote:41ed745da4="Ahmad shah"]zzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzzz
[/quote:41ed745da4]
ځای کې دی. :roll: