د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

عادل عادل
19.04.2011

السلام علیکم

[quote:5b2df53577]دغسي چلونه راښایه[/quote:5b2df53577]

مشر ورر مومند صاحب

دلته خو هسې هم د ټوکو/نکتو/لطیفو خونه ده، زه چې کله هم د خپلو افریدي یا کوزې پښتونخوا له پنجابزده ملګرو سره په مخامخ/ټلیفوني روغبړ شم، نو د سلام سره متصل دا یو ټکی ضرور پوښتي چې : [color=red:5b2df53577]څنګه چل دی؟[/color:5b2df53577] خدای شته ماته غصه راولي، خو په تش مکث سره یې تر اوسه په ځواب کې ورک یم چې څنګه به یې ترې اړوم :)


۰
19.04.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
عادل صیب زه چي کله په پاکستان کي یم او دپاکستاني پښتنو سره خبري کوم
نو ښه څرګندیږي چي زه یو بر پښتون او دوي بیا لر پښتانه دي خو چي کله بیا
کلي ته لاړشم نو چي دخپلو کلیوالو خبرو ته ګورم او بیا خپلو خبرو ته ګورم بیخي
راته ځان لرپښتون اعني پاکستانی ښکاري چي دا کارماسره غیر ارادي شوي
ماالبتة کوښښ ډیر کړی چي لهجه مي بدله نشي خودي ځینو کلماتو ته بیا نه یم
پوه شوي او رانه پاکستانۍ شوي.
خو ګیله دي رامشه دلته په افغانستان کي مي بیا داشی ډیر زوروي چي چاته په
مبایل خبره کوي واي بلي بلي نو مونږ که ددي پرځاي اورم اورم ووایو نو کوم
مشکل کاربه وي چي بلي بلي وایو ؟
عادل صیب زه دنورو پښتنو پشان متعصب نه یم او ددري ژبي سره مي دښمني
نده [اګر که یو ټکی دري هم نه راځي] خو وایم چي هره ژبه دي کوښښ وشي چي
تر یوه حده سوچه وویل شي دري دپښتو سره او پښتو د دري او اردو سره ګډوډه
نشي ستاسي څه نظر دی؟
اووووووووووووووووووووووووووووووووه دا خو بیا رانه خبره اوږده شوه!
مننه


؟؟؟
24.04.2011

ښه دری دری شیان دی مګر موږ دری به هم منی له لویه جنجاله مو خلاص کړاست

زه
فهلوان
او باز


SADEQ MUSALMAN
24.04.2011

اوزه :lol:
اوابوخليل قدوسي
اوپه اخرکي وطنمل


فهلوان
24.04.2011

اسلام علیکم.
ما چه کله اراده وکړه چه وننګرهاری ته په غیږ ورسم خدای ج سته چه دفورم له چلوونکو سخت ډاریدم ما ویل هسی نه چه دفورم چلوونکی درته غوسه سی اوټول خواری مې راعبث نکړی خدای ج دی نه خرابه وی چی ږغ یی ونکړ ، چه کله می ځان ریجستر کړ ، بیا مې تلوار ونکړ ماویل هسی نه څوک شک وانخلی چی زوړ ګډونوال دی مګر له دی نه هم انکار نه یم چی زوړ ګډونوال نه یم بلکی یم دفورم زوړ ګډونوال یم ،
خبره می څومره اوږده کړه ،
ستاسی ټولو شکریه اداکوم چی زماسره مو ملګری وکړه خصوصآ دټکی . . ورور صادق باز .
ټکی ټکی ټکی وروره ستا دکار وظیفه می چی وکتل ډیر زیات ډاډه سوم ،
خدای ج دی راته تل ژوندی لره او دداسی اشخاصو په ورکولو کی دی اوږه پر اوږه ملګری غواړم.
په درنښت


و.افغان
25.04.2011

عادل عادل صاحب:
ډېر په شکل او وزن برابر ټرينګلات ته دې ميدان ته وړاندې کړي. :) :)

په رښتيا چې سياست سره مې هيڅ نه لګي، باور وکړه، چې له مجبورۍ نه په کې ګوتې
وهم.

په درنښت


Kamil
03.05.2011

په دريو ايمان لره:
1-الله
2- قران
3- قيامت
د دريو احترام كوه:
1-مور او پلار
2-قانون
3- استاذ
درى هميشه ياد لره:
1- مرګ
2- احسان
3- نصيحت
دريو نه پرهيز كوه:
1-چغل خوري
2-دروغ
3-غيبت
درى هميشه قابو ساته:
1-غصه
2-زړه
3-ژبه
دريو نه ځان ساته:
1-افسوس
2-فرياد
3-بد دعاء
درى پاك ساته:
1-جسم
2-لباس
3-خيالات
د دريو لپاره جنګ كوه:
1-اسلام
2-ملك
3-خپل حق
درى په فكر كى ساته:
1-ايمان
2-ناموس
3-غيرت


pupal
20.06.2011

څه ښه ګپه به وه د و.افغان او عادل صیب ترمنځ؟؟
[quote:a75d41ff69="و.افغان"]عادل عادل صاحب:
ډېر په شکل او وزن برابر ټرينګلات ته دې ميدان ته وړاندې کړي. :) :)

په رښتيا چې سياست سره مې هيڅ نه لګي، باور وکړه، چې له مجبورۍ نه په کې ګوتې
وهم.

په درنښت[/quote:a75d41ff69]
خو بدو سترګو ووهل او اوس وهاج افغان مرور دی.
رښتینی صیب تاویل ته ورسره په تلیفوني ارتباط کې یې نو څنګه شو کوششونو نتیجه ورکړه او که نه وهاج صیب څه وايي چې راځم که نه؟


محمود سعيد
21.06.2011

دلته زما سلامونه هم ومنئ!
ډیر ښې او په زړه پورې نیوکې وې، خو د ټوکو په چوکاټ کې!
په دریو شیانو پسې ډیرخواشینی یم:

په فورمونو کې د پښتو برخه.
د وهاج صیب لیکنې.
دریم باور وکړی که رازده کیږي.

ستاسو د بیا راتګ په هیله.


عابد
08.08.2011

ډیر خه مینه والو


رښتینی
08.08.2011

[quote:e0452d2f10="pupal"]څه ښه ګپه به وه د و.افغان او عادل صیب ترمنځ؟؟
[quote:e0452d2f10="و.افغان"]عادل عادل صاحب:
ډېر په شکل او وزن برابر ټرينګلات ته دې ميدان ته وړاندې کړي. :) :)

په رښتيا چې سياست سره مې هيڅ نه لګي، باور وکړه، چې له مجبورۍ نه په کې ګوتې
وهم.

په درنښت[/quote:e0452d2f10]
خو بدو سترګو ووهل او اوس وهاج افغان مرور دی.
رښتینی صیب تاویل ته ورسره په تلیفوني ارتباط کې یې نو څنګه شو کوششونو نتیجه ورکړه او که نه وهاج صیب څه وايي چې راځم که نه؟[/quote:e0452d2f10]

پوپل صیب سلامونه اونیکې هیلې
وهاج صیب ډیر بوخت دی
او بل دټول افغان حالت هم خوندور نده
او روژه هم ده

نو دادرۍ لاملونه شول
څوله موضوع ونه وځو
:)


عادل عادل
09.08.2011

السلام علیکم

[quote:8b45ca1eb0]او بل دټول افغان حالت هم خوندور نده [/quote:8b45ca1eb0]

نو دا خو عذر نه شو بلکه برعکس د ضرورت اوج دی چې باید خامخا راڅرګند سوی وای.

دا هم غالبا د دوی طبیت دی چې تشریفاتي مقام ته به تر بې الایشه چوپړ یوه ماشه زیات میلان ښیي،،،، خدای دې یې په غیبت کې نه حسابوي،،، اللهم اغفرلي و له اجمعین، آمین

زما سلامونه ورته وایه او دا هم ورته ووایه چې سخت زړیه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more