ادبي ټوکې ټکالې
Mazloom
27.06.2004
وروڼو او خوندو سلامونه . ښه شوۍ چي راويښ شوۍ . خالد ته خو يوځان مصروف ښکاري او بس ولالکه دا موږ چي دنيټ لپاره پيدا شوي يو . هوتک خوڅه ليکي نه بيا يي چي ليکي نو ښکنځلي . راځۍ زه به نن درته دخپلي ترور الله دي وبښي يوه کيسه وکړم ځما ترور مو له وطنه دغاښونو دښودلو لپاره پيښورته راوستله عمر يي نږدې 75کاله وو ځما والدالله تعالی دي رحم ورباندي وکړي روانه کړه ځه هم ورسوه روان شوم چي ډاکتر ته په رسيدو شوونو په لاره يوه پيښوري ته ودريده ورته ويل يي [ ا ځويه داژيره ولي خروې ؟ هغه ورته وويل موري ځما ګيره لا راغلي نه ده لکه . ځما ترور ورته وويل واي خداي ته به څه جواب وايي؟ هغه ورته وويل خدې ته به هم داسي ويم کنه چي ځما ګيره نه وه راغلي . ترور ورته وويل چي خداي به هم درته وايي چي مخ دي تور شه .
دخپل ورور يوه کيسه به بيا بل وخت درته وليکم اوس وخت نه لرم .
مجيب انګار
27.06.2004
سلامونه !
هلکه هوتکه ! نوټولو نسواريانوته ولې سپکې وايې؟ آخر موږ هم .........يو :lol:
انځورګر
05.07.2004
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
مجيب انګار
05.07.2004
سلامونه مې ومنئ !
ګوره خالد بابا داسې ونکړې موږ ونه شړې ، ياره خو بس ګرمي ډيره ده والله هيڅ نه کيږي
انځورګر
21.07.2004
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
لړمون خوړينی
30.07.2004
سلامونه خويندو اووروڼو !
داولې پټه خوله ناست يئ ؟ هيڅ درک مونشته .
hotak
31.07.2004
سلام لړمون خوړينى وروره!
ياره پداسي حال كي به نوڅوك څه وليكي.ته لږهغه داسلام خوني ته خو سرورښكاره كړه.يارانو دي يوه بل ته دكفرفتواگاني ورسمي كړيدي.يووايي بوش كافر دى هغه بل وايي نه ياره بوش خودخداى استازى دى.اصل كافرخو اسامه دى چي هغه دوه دنيويارك برجونه يى ونړول اوپه زرگونو بيگناه انسانان يى قتل كړل.يوځوان خوبياراپاڅيدلى اوخبردارى يى وركړي چي په فورم كي به دالقاعده ټول خواخوږي ايف بي ايي ته په گوته كړي..................................
دادي دافغانانو دزغم يومثال دى.داسلام په فورم كي سم غوبل دى.يوازي مورخور يى ندي ښكنځلي نور خو يى والله كه هيڅ څه پري ايښي وي.اياداافغانيت دى.زموږيى په بوش اواسامه څه؟؟؟داخپل غمونه مو كم دي چي اوس نوله خيره دبوش وكالت پاتي وو؟؟؟ايا هغه پدى ارزي چي پدغه درانه فورم كي دي دومره دفاع ورنه وشي؟؟؟يووارمي زړه راته ويل چي راځه داموضوع يى ورخرابه كړه بيامي ويل ستايى پرى څه؟؟؟ هغه نو له كومه داسي جدي بحث كونكي دي.غريبانان فلسفيان اوملايان خلك دي.بل كارخو له دوي نه پاتي دي بس نوچي لرشي اويابرشي په ټول افغان وربرابرشي.اوبياداسي برابريدل چي نه داسلامي اخلاقو پروالري اونه هم دافغاني؟؟؟داسمه ده موضوعات بايد مطرح شي اوبحث هم ورباندي وشي خو دابايد قطعا ونه شي چي څوك ستاخبره نه درسره مني اوته له واره هغه زنديق يامرتدكړى اويايى هم په ايف بي اي باندي وډاروى.همدا اوس يوه ښاغلي داسلام په فورم كي يوه نوي موضوع ليكلي اودقرانكريم كوم ايت شريف يى را اخيستى اودهغه درى ډوله ژباړه يى ليكلي اوبيايى نو ددى فورم دځينو برخه والو مرگ ورباندي روا كړى.
ايا دادومره مرگونه او وژني موبس ندي چي لا اوس په امريكا كي هم په يوه بل پسي تيرې چړې گرزوو؟اوبياداوژني دچا لپاره؟دبوش لپاره؟اخر ولي؟؟؟
دلته زماهدف داندي چي ياران دي نوله خيره زما ددى خبروپه ځواب كي راسم شي او نيم نيم مترځوابونه دي وليكي بلكي مايوازي داغوښتل چي فورم ته دخپل نه راتگ علت په گوته كړم.
بله خبره داچي په خپله دفورم چلونكى خالدجان نه راځي نوموږخو څه دهغه نوكران نه يو چي هسي به گډيو.
وروستۍ خبره داچي راځۍ موږخپله داموضوع دومره سره توده كړو لكه هغه په اسلامي كي چي فلاسفه وو او علماوو توده كړيده.خوپام :!: :!: :!: دلته به دكفر فتواوي نه وي اونه به هم ايف بي اي ته دجاسوسۍ گواښونه وي.دلته به ادبي ټوكي ټكالي وي او خنداگاني به وي.
هوريښتيا زه له خيره سره دډاكټرشاخي په بلنه يوڅو ورځي وروسته دوبۍ ته روان يم.له هغه ځايه به كه خير وو درسره گپ شپ لگوم......................مينه مننه مينه مننه مينه مينه مينه مينه مينه مينه مينه پاكه مينه
انځورګر
01.08.2004
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
hotak
31.10.2004
يارانو سلامونه
ياره داسي ښكاري چي دكونډي زامن دنظره شول.كنه ټوكيان خو داسي غلي هيڅكله هم ندي ليدل شوي.غلي خوفلاسفه وي چي خبري ته يى له وسه نه كيږي.هغه نه مودي اوريدلي چي درى فلسفيان غره ته دفكراوچورت وهلولپاره ختلي وو.دوي دخبرو نه كولو هوډكړى وو.يوكال وروسته يوه ورته وويل چي څومره وخت به مووتلى وي چي دلته راختلي يو.بل كال دوهم ورته وويل چي ياره كال موپوره شو.
دريم كال دريم فيلسوف څادرټك وهلى واي حراميانو تاسي خودومره خبري كوۍ چي زما مغزموراخراب كړ.ځم درنه دخداي په آمان :lol: :lol: :lol:
خوله بده مرغه زموږدحجرې ديارانو له چوپي خولې نه فلاسفه ووګټه پورته كړه اودځان لپاره يى هاغه دى دليونيانو‘ببرسريواوشليدلوګريوانونو په نوم ځانته فورم هم خلاص كړ.تاسي خولږسرورښكاره كړۍ! كه موداپاتي ايمان هم له لاسه ورنكړبيامي هوتك مه بولۍ.................
خداي وهلي داسي څه ليكي چي والله كه يى ياپخپله سرپرې خلاصيږي اوياهم دلوستونكو.بس اوتي بوتي دي اوپه هواكي غشي چلوي.دمنطق په نامه سپيره كفرسره خرڅوي. دهغوموضوعاتو له لوستلو وروسته سړي ته خداي‘رسول‘ايمان‘دين ‘اسلام‘قرآن هسي ملنډي ښكاره شي.هلته دشادګل صيب په نوم يو’’غنم,, حكمفرمادى.هماغه چي ورغلى نوده به دي په ايمان ډاكه غورزولي وي. دتشكيك او ارتياب توري مي اوريدلي وو.خوعملي تطبيق می په ړومبي ځل دشادګل خان په ليكنوكي وليد.
يارانو راځۍ!دايمان دسوداګرۍ په ځاي موهمدا خپلي ساده بډنګي ټوكي ټكالي غوره دي.
خالدجانه بسم الله كړه!داسي ورك يى نه دي درك شه نه خرك.چيري ورك يى؟؟؟
كه خبره دمصروفيت شي چي قرآن وكړم هم ترماوالله كه مصروف يى.اوبياته خودفورم چلونكى يى.له تاسره خوبايداحساس وي.چي ته پخپله فورم ته نه راځې نودهوتك .........نه څه كاه كوي چي راشي :lol: :lol: :lol:
خيركه هرچاژرځواب راكړنوپه قرآن چي دډاكټرشاخي اوياهم جمعه ګل داسي ريښتيانۍ غوره ورته وكړم چي له خندابه يى بډوګي ورته شنه شي.
هيواد شېرزاد
01.11.2004
سلامونه، هوتک خانه. ستاسې خبره، الله دې راوله.
غوره خو به خود راته کوې. خالد خو هسې د فورم مشر دی، مګر د فورم اصلي چلوونکی خو ته يې.
که رښتيا درته ووايم نو هره ورځ دې حجرې ته نېغ سر راښکاره کړم، خو چې وګورم نوی څه شی په کې نه وي نو بېرته ترېنه ځوړوند غوږونه ووځم.
ښه شو چې بيا په خير راغلی، دا دېره دې بيخي سړه پړه وه. زموږ خو ستا پشان ډېرې نه زده، خو اوس مو بډوګي ستا غورو ته غوړ کړي، وګورو چې څه کيږي.
hotak
02.11.2004
شيرزادخانه سلامونه اومينه
ياره داستا تر’’خداي دي راوله,, پوري يوه خوندوره غوره راپه يادشوه.وايي ښاغلى كرزى چي كله ارګ ته دولس مشرپه صفت ولاړ نوله ده سره يوه تن داسنادو اوارتباط درييس په دنده كاركاوه.نوموړى فارسي وان وو.يوه ورځ چي ښاغلى كرزى له ګڼوميلمنوسره ناست وونو داسنادو او ارتباط رييس صاحب هم هغى خوني ته دڅه كارلپاره ورغى.ښاغلي كرزي چي دى وليد نوهغه په كندهارۍ لهجه يى ورته ويل: اوووو رييس صيب خداي دي راوله!!!
رييس صيب چي غوښتل يى خلكو ته وښيي چي پښتويى هم زده ده نويى په ځواب كي ورته وويل: خداي دي شه ’’دربوزي,, صيب :lol: :lol: :lol:
ياره زه هم همداسي وم.وايي خبره له خبري زيږي.خوچي بل څوك خبره نكوي نوزه به څه خاوري خبري ووايم.اوس خوښه شوه چي تاپيل وكړ.بس لږله خيره سره داروژه نرمه شي نوبيابه ګپ شپ لګوو خو داوس لپاره دادى دشاخي يوه نوي غوره.......
انځورګر
02.11.2004
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
hotak
02.11.2004
خالدجانه سلامونه مينه مينه مينه مينه مينه مينه
خداي دي راوله(دفارسيوان رييس په وينا رابوزه)
نرمي بولى كه يه؟څنگه مي له سوړي راوايستلى؟؟؟خداي دي خوارمه كړه له ځانه دي اسامه بن لادن جوړكړى چي هيڅ درك دي نه وي معلوم.سړى ياغږوكړي ياوټوخيږي.ستاخودرك خرك داسي ورك شووالله چي گومان مي كاوه هسي نه چيري دي په چا باندي دځان مرگي پريدتابيا نه وي كړي؟؟؟
خيراوس خوراغلى خداي دي راوله.زه دغه گړۍ په خداي دومره مصروف يم ددوسيو پوره انبار مي مخي ته پروت دى. باس امركړى چي له روژه ماتي مخكي بايدكارخلاص كړم.خواوس دادى روژه ماتي ته يوساعت پاتي دى.په خداي كه دچاپلاريى هم په دومره كم وخت كي دومره ډيركارخلاص كړي.خوهغه دپيښوريانوخبره خداي چي يى درپيښه كړي نوځان به ورته ميښه كړى.
بس دادى ماهم ځان ورته ميښه كړى.لومړى به دغه كارخلاص كړم اوبيابه كه خداي كول گپ شپ درسره ولگوم.بښنه هم غواړم..................مينه اومننه............
انځورګر
12.01.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
hotak
13.01.2005
خالدجانه سلامونه لكه غرونه،پاسته داسي لكه دليلا لاسونه،
ياره كه له خدايه ډارنشم نو ښيرا به مي درته كړي وي اوسره لمبه به مي كړى يى. كه ولي نه يم نو خالي هم نه يم.ته هسي دللوپنجو گومان راته ونكړي.نرۍ دادا ته مي ښيراكړي له هغي ورځي يى په قران كه خواړه هضم شوي وي.نرۍ دادا مي داكا ميرمن ده.زه چي كوچنى وم خورا راسره ورانه وه.زه په كوچنيتوب كي خورا ډنگر وم. يو واري يى راباندي دگړنگن(په پيښورۍ كي ورته خڼاپس وايى) نوم ايښى وو.بيايى راباندي دچينجن نوم ولاړكړ........
اصلاما ورسره ضد اخستى وو.نوموړي ډيره لوړه دنگه خو خورا نرۍ او وچه كلكه وه.دنرۍ دادا نوم هم زما اختراع وه چي داوروسته په همدغه نامه مشهوره هم شوه.له همدغه ځايه يى راسره عقده واخيسته اوهيڅ بى هيڅه به يى په خپل اكا چي موږبه له نازه گل لالا او له قاره اگړ(ددى نوم په مانا نن هم والله كه پوهيږم خو زما دشريردماغ اختراع وه.) باله. گل لالاپخپل وار اكا نه وو تيارخدرى وو.داگړله نامه وروسته خو يى راسره تياره دټام جيري دكارتون دپشو كانه راواخيسته. زه به له مخي وم او گل لالابه له شا دكمپ په كوڅوكي راپسي زغستل.يوه ورځ مي منډي ترى وهلى او دى حسب عادت له شا راپسي غورزيدلى وو.زه تريوه كونج ترى تاو شوم.دغه مهال دكوڅې په نوش باندي دكاكاخيرمحمد دكور خاك انداز وو.دكمپ خاك اندازونه تيار دوطن په نقشه جوړشوي وو.ټول كال به خلكو ځانونه پكي تشول اوچي پسرلى به شو نو خپل كړي......... به يى په پاكستانيانو دنغدو پيسو په بدل كي خرڅول.هغوي به بيا پخپلو كروندوكي دتبرك لپاره شيندل او فصلونه به يى له طفيله پنځه چنده زيات وختل.پيښوريانو به ويل هلكو كابليانو خداي موغرق كړه غول هم په پيسو دي :lol: :lol: :lol:
خيرزه چي دكوڅې له كونج نه تاوشوم نو په خاك انداز كي پروت سپى وكټيد او دخاك انداز په دروازه كي يى مورچه ونيوله.هماغه چي گل لالاپه ماپسي راتاويده سپى له خاك اندازه سم له لاسه پرى راووت او ترپښه يى ونيو.گل لالاله وارخطايي راوغورزيد او په چغويى پيل وكړ........
گل لالا بيا دنرۍ دادا نازولى ميړه وو.
راغلم دښيراكيسې ته نو يووخت نرۍ دادا سخت بغل درد ووهله اوكوم نيمه طبيب اوياهم طبيبي ورته ويلي وو چي خورې ځان دچرگانو په غولو اوهډوكو كي خوله كړه.كه خداى كول روغه رمټه به شى.خو وراترمخ بايددچرگانو خچره اوهډوكي سره وايشول شي.نرۍ دادا ماته او زما داكا نوروزامنو ته ډيوټي راكړه.يوه ورځ مي پوره دجانان اكا له كوره رانيولي دنذيراوحيدرخان تركورپوري چړوواهه پداسي حال كي چي داسي چرگه نه وه چي موږيى ټوله ورځ دبولي اوتناسلي سسټم څارنه نه وي كړي.هماغه چي دچرگ به شاوخواته غرت شو نو ياران نكته دان به وروزغليدل اوپه لاس كي لرلي خلته به يى دچرگي شاته ونيوله.خير غو.....او هډوكي تيارشول اونرۍ دادا په پوره چمتو والي سره ديگ په اورباركړخو دغه مهال له نصيرنه غلطي داوشوه چي لمن يى په ديگ كي بنده شوه او دچرگانو له غولو ډك ديگ سردلاندي راوغورزيد.كه څه هم دغه مواد وروسته دنرۍ دادا له كاره ونه وتل خوماهسي دگل لالا له لاسه وهل پكي وخوړل.په عين حال كي مي نرۍ داداته هم سخته ښيرا له خولې ووتله .دنرۍ داداهماغه ورځ شوه. په ملايى سخت درد شو اوترننه روغه نه شوه.
ته هم تياره نرۍ دادا يى.دادشرپه فورمونوكي خبروته ښه تيار يى خوكله چي خبره دپرديسۍ دحجرى ديارانو شي نوبياته هم ورك يى.
خيرخداي دي خيركړي.راځۍ چي دغه فورم داسي تود وساتو چي هغه شوره پشتي شريان اوفلسفيان هم دلته رامات شي.اوزموږ گپ شپ ته چينگه خوله او وراني داړي پاتي شي.
مينه مننه.،،...،،،.....،،،،،نصيراحمدهوتك ساكن ولسوالي بيورلي هيلز ولايت كاليفورنيا كشور ايالات متحده امريكا...،،،،.....،،،،...،،،،
لړمون خوړينی
20.01.2005
[img:a287a6e118]http://www.normsradio.com/components/september-pics/cat-funny.gif[/img:a287a6e118]
يارانو ښامارانو ! سلامونه او غوړې چارې
ياره ! داسې بوخت او لټ يم لکه .... مجلس درنه ډېر سوړ شوی دا ولې؟
انځورګر
31.01.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
ګل آغا احمدي
09.02.2005
د پرديسۍ هجرې د تاوده مجلس يارانو،ګرانو صاحبانو هر يوه نصير هوتك، خالد هادي، هيواد شيرزاد، مجيب انګار، لړمون خوړينى، مظلوم شيواني، او ګرانو صاحباتو هرې يوې ليلما، ډيوې، فرشتې او زركې ته ګوربت د غره په څير درانه او د ګلونو په څير پاسته سلامونه وړاندې كوم.
بښنه غواړم ما عاجز بنده ته هم اجازه شته چې ستاسو په څير جينګه او د خندا ډكه خوله ستاسو د تاوده مجلس هجرې ته درشم؟
يارانو چې ستاسو بنډار مې وليد نو ما هم دادي ډاره منده حجرې ته د درتللو لپاره زړه ښه كړى دى له بلې خوا تاسو هم كومه شرعي قباله په لاس كې نه لرى چې په حجره كې په يوازې ځان نيغ نيغ كيږى.
ياره هوتكه ستا د لڼد جمپر او وړوكو لستوڼو نه داسې جار شم لكه د لمر څرك چې سهار د سپين غره له څوكو غيږه تاو كړي، خداى دې له يارانو سره يو ځاى ژوندى راته لره تل همداسې د خندا ګوډۍ اوسې.
كه ستاسو آغلو او ښاغلو خوښه وي نو زه به هم يوه وړه غوندې ټوكه درته وليكم هيله ده چې خولې مو نورې هم پرې داسې جينګې شي چې د داړو رڼا مو تر ما خواركي پورې هم را ورسيږي.
وايي يوې خواښيې يې خپلې نګور ته لمونځ ورښود خو په لمانځه كي دا ځاى يي بيخي نه زده كيده چې(انك حميد مجيد) نو خواښيې يې ورته وويل: ګوره چې كله په لمانځه كې دې ځاى ته را رسيدلې نو خپل ميړه او ليور دې در په زړه كوه ميړه دې حميد نوميږي او ليور دې مجيد. نګور يې هم چې كله لمونځ دې ځاى ته را رسولى دى نو د حميد او مجيد نومونه هم ترې هير شوي دي او ويلي يې دي: [color=green:caf49d83c6](انك لكه دى لكه لالا)[/color:caf49d83c6]
ډاکتر وطنمل
09.02.2005
درنو لوستونکودهوتک صیب لاندینۍ لیکنه مې د جدي بحثونوله فورم څخه د مسوول په توګه دې مناسب فورم ته را ولیږدوله :
مشرقي واله ياره ته خو بيخي یو اړخیزه یې . چي بهيرسياست وال نه شي نو ته كله له
پلار نکه څخه سياست وال شوى .دلته هرڅوك دڅه ليكلو حق لري ولو كه هغه دهوتك ښكنځلي هم وي . اوبيا دچا سپكه وركه كول خو هسي هم چندان دښه سړي خوي ندى. هرڅوك يوشخصيت او اصالت لري.انسان هرڅه زغملاي شي خوپه شخصيت او اصالت تيرى نشي زغملاي. دبهيرليكنه ته سمه وگوره داسي ټكي يى ليكلي چي زمااوستاغوندي دللو پتو ورباندي سم سرنه خلاصيږي.
البته دانوځان ته خبره ده كه ته بهيرله نژدى پيژنى چي خداي نخاسته قصاب وغيره خوبه نه وي.په هرصورت كه هرڅوك وي زموږ ورور او ددى فورم محترم غړى دى.
ته هم دومره بدسړى نه يى. هسي يوڅه ناديده يى .گومان كوم په خوگيانيو اوياهم شونكړۍ كي دامريكايانو په مرسته دلومړي ځل لپاره انټرنيټ كلب پرانستل شوى او ته هم دلومړي وارلپاره پرى سيخ شوى يى ځكه نودغسي له چتې ورته وتلى يى.
خير............. سړى به شى. نوى فورم ته راغلى يى. دلته چي اول هرڅوك راځي ځان ورته سياست وال ښكاري خوكله چي يوڅو واره دهوتك سپوري ستوغي واوري نوايله يى مازغه او سد سرته ورشي.
وايي ببرك كارغل يوه دارالمجانين ته دكتلو لپاره ورغى. له يوه ليوني سره يى دروغبړپه وخت نورو ليونيانو وليد. هغوي پرى راټول شو. دنوي ميلمه ملگري گومان يى ورته كړى وو.ډول ډول نخرى يى ورباندي كولى. يوه ليوني ترټايي كش كړ.ببرك ورته ويل پري مي ږده ته مانه پيژنى چي زه ددى هيواد مشريم. ليوني ورته ويل زويه ډيرژر به دي سرته سد ورشي. دلته چي هرڅوك اول راشي ځان ورته ولس مشرښكاري خوچي دليونتون بوړيى كولمې وروشكوي بيانو ايله سم سړى(ليونى) شي...... مينه مننه....
hotak
17.02.2005
گرانو سلامونه اوزما دخپلي شخصي ناراستي،سستي اوكاهلي له امله يوه نړۍ بښني. يوخو مصروف دومره يم چي والله كه هغه دچاخبره سرگرولو ته هم خلاص يم.كله كله مي ريښتياهم سربخاركوي خو گرولاي يى والله كه شم. كاشكي چي داكاونټنگ دغه ستړى مسلك مي نه واي خوښ كړى. خوخيرهغه هم مجبوري وه. په پاكستان كي مي درس وايه. دميډيكل سيټ مي داسي وگاټه لكه دمورشيدې خوداچي له وينو،ناروغيو،دډيټولو اواسپيرټو له بويونو،دناروغانو له زگيروي،ټوخي،خواگرزيدلو اوعمل (اسهال) مي بدراتله ځكه مي نودميډيكل پرځاي دځان لپاره ژورناليزم خپل كړ.خوله بده مرغه چي ژورناليزم مي دمور نه وو خوښ.ددى مانانو دانه ده چي هغى نوگوكي پخپله په ټولن پيژندنه كي دكتورا اخيستي ده. دصوفي محمددين لورده. الف ته اوس هم لكڼه وايي.خو كشرورور مي خطاكړي وه. يوه ورځ په ډيره خوشالۍ كورته راغلم.دپيښوريونيورسټي كاغذونه مي ورته مخي ته كيښودل ورته ويل مي مورى مبارك دي شه بچي دي په ژورناليزم كي داخله ترلاسه كړه.
مورمي په غوسه شوه واي والله كه گام هم رانه واخلي. دژورناليزم اوكمونيزم نو څه فرق دى. دكمونستانو له لاسه له وطنه ورك شو اوچي په كوركي مي ژورنالستان پيداشي نو له كوره به هم ورك شو!!!!!!!
پخداي كه درواغ وايم.......... هماغه وو چي بيامي چارټرډاكاونټنگ واخيست اوپه پاي كي داسي شى رانه وخوت چي دنورو دميليونونو حسابونه كوم اوپخپله مي پخداي كه په ژوند خپل دپيسو حساب كړى وي.
خيرخبره اوږده شوه..........
گل اغاجانه ستړى مشى.ښه دي وكړل چي دلته راغلى. هغه دفلسفيانو اوليونيانو په فورم كي چي دي ماليكني وليدلى نوگومان مي كاوه چي ياره يو نوى ليونى دى.خوته شكردى هاغه دى سم سړى يى.
وايي دوه چرسيان سره ناست وو.ملاصاحب ورباندي تيريده.چرسيان چي يى وكتل نويى سلام ورواچاوه.
چرسي هغه بل ته وايي چي ياره هغه دى په ملايانوكي هم مسلمان شته.
نوستاله راتگ سره مي هغه دچرسي خبره راياده شوه.....خوامه بدوه ټوكه دي ازاده وي....په وردگ كي هم شكرمسلمان شته :lol: :lol: :lol:
اوبياوردگ خوهسي هم په ټوكوټكالوكي نوم لري.زمايوهمصنفي محمد داود دتنگي وردگ وو.ياره باوروكړه داسي په خرپ گپ شپ اوټوكي به يى كولى.قسم په خداي كه به موخندا ورته تكيه كيدله. داود اوس په فرانسه كي دى.
داستا ترټوكي بله ټوكه راياده شوه.......
وايي يوى ديوى ښځي دميړه نوم رحمت الله وو. دى اوريدلي وو چي ښځي ته دميړه نوم اخستل ندي روا.
دى چي به لمونځ كاوه نوپه سلام كي چي به كله السلام عليكم ورحمت الله ته راورسيده نوبه يى هغه مسئله ورياده شوه نوبه يى ويل السلام عليكم دهلكانو پلاره :lol: :lol: :lol:
هوريشتيا گل اغاجانه ته خو به داحمدي صاحب دكورنه يى؟؟؟؟هماغه احمدي صاحب چي زموږپه زابل ك ي داملاكو رئيس وو. زمادپلارخورا ملگري اويار وو.اوس نه يم خبرچي په څه حال كي به وي البته دومره خبريم چي يوزوى يى په لندن كي دى. كه ته هغه يى نوبيادرته دسلام پرځاي عسكري سيلوټ كوم. تړلى چرگ دي يم. كه په بازارمي خرڅى درسره ځم.كه مي حلالوى چړې ته دي پريوزم.اوكه هماغه احمدي نه يى نوكه هغه پيژنى ماته يى لطفا دايميل ادرس زما په ايميل راواستوه اوياهم دخصوصي پيغام له لاري راواستوه.............مينه مننه نصيرهوتك.......................................
ګل آغا احمدي
08.03.2005
ګران ورور هوتك صيب بيا مو هم د سلامونو رنګينه ډالۍ په مباركو منګولو كې ږدم هيله ده چې عالي جناب او د پرديسې هجرې ټول ياران زما خواږه سلامونه او نيكي هيلې ومني.
لومړى به ستا دپوښتنې په اړه زياته كړم چې زه هغه احمدي نه يم خو خداى دې وكړي چې ما ته هم په هماغه سترګو وګوري او ستا دعسكري سيلوټ وياړ تر لاسه كړم. په هر صورت زه د هغه احمدي صيب په هكله مالومات نه لرم چې تا يې له ما څخه پوښتنه كړې وه خو كه چيرې پته راته ولګيده نو هرو مرو به يې د جناب هوتك په خدمت كې ږدم.
ستا ټوكو يوه بله ټوكه را په ياد كړه وايي چې په يوه كلي كې يو ملا اوسيده كله كله به يې د كلي له خلكو سره ګپ لګاوه ځكه چې د نوموړي كلي زياتره خلك ټوكيان وو. يوه ورځ يوه حامله داره ميرمن كاريز ته روانه ده چې اوبه راوړي نو ملا صيب يوه كليوال ته ويلي دي چې زه خو ټوكه پرې كوم. كليوال ورته ويلي دي چې ګوره ملا صيب څه مه ورته وايه پښيمانه به شي خو ملا صيب ويلي دي چې ما خپل تصميم نيولى توكل په خداى چې هر څه را پيښه شوه نو د كاريز خواته ورغلى او ښځې ته يې ويلي دي: څه بده مړه يې؟ ښځې سمدلاسه ورته ويلي دي: ملا صاحب كه غواړې چې داسې موړ شي نو ته هم كو........... وركړه.
بې ادبي معاف
pattang
08.03.2005
مزي خوتا وکړې ګيدړې چې هميش دي شونډې غوړې .
ما ويل چې دا هوتک چيرې په څوړ ننوتلې دي ،دي خو دلته لګيا ده او خپله سور اومانچه ئي شروع کړې دي .
مزې خو دلته دې ما خو چيټي خپل مازغه په سفسته او سياست خراب کړل ٠
هيواد شېرزاد
09.03.2005
سلامونه سلامونه! خدای مو روغ، چاغ او په ګېډه ماړه لره.
پتنګ خانه ! نوم دې ځکه خوږ دی چې ماته هم په کور کې زما کورنۍ پتنګ وايي :lol:
ته لکه د بګۍ اس په يو طرف روان يې، کله چې فورم ته راشې نو د فلسفيانو او سياستوالو په خونه ورسم شې، دا خوا درته هډو ښکاري نه. خير اوس به هم ډېر څه درته نه وايو هسې نه چې بيا دې هماغې خواته مخ شي :) اوس چې راغلې يې نو راځه !
په مينه
[quote:096618b546="pattang"]مزي خوتا وکړې ګيدړې چې هميش دي شونډې غوړې .
ما ويل چې دا هوتک چيرې په څوړ ننوتلې دي ،دي خو دلته لګيا ده او خپله سور اومانچه ئي شروع کړې دي .
مزې خو دلته دې ما خو چيټي خپل مازغه په سفسته او سياست خراب کړل ٠[/quote:096618b546]
لړمون خوړينی
11.03.2005
یاره پتنګ خانه وروره دې شېرزاد لالا خو سم ټک درباندې کړی ، هاهاهاهاها ...
خیر دلته چې راڅې نو زړه به سم لکه داوښ غټ ساتې خپګان مپګان به پکې نه وي ، او یاره که دغه غروال لالا اونور پرې خپه نشي نو پلسپه هسې دسړي ماغزه خراپوي دلته ګرزه راګرزه چې تبیت دې برابر وي .
څاروان
13.03.2005
د پردېسۍ هجري تاوده مجلس يارانو نرم او غوړ سلامونه درشغوم
له څه وخت څخه مي زړه غوښتل چه د يارانو سره پدي هجره كې څه بنډار وكړم خو د مهاجرت او مسكينت په شپو كې په ارام زړه بنډار كول خورا ګران دي نو په مټه نن مي لږ وخت پيدا كړو چه وه ګورم په هجره كې ياران سته او كه يا او په څه سره خبري كوي. د بعض يارانو له خبرو پوه سوم چه د سياستوالو او فلسفيانو څخه يي زړه شين سوي خو خير د هرچا خپل نظر وي زه به اوس ستاسي په وړاندي دوي كوچني كيسي وليكم هيلمن يم چه ستاسي به خوښي سي.
يو تيل ايستونكي د خپل غوايه په غاړه كې زنګ اچولي ؤ.
يو شاګر ورته راغي او وې ويل: پلارجانه دا زنګ دې د څه د پاره د دغه غوايه په غاړه كې اچولي دي؟
تيل ايستونكې وويل: كله چې زه له خپل كور څخه بيرون وم او ددغه زنګ غږ رانشي، نو پوهېږم چې غوايي ولاړ دي او كار نه كوي.بيا راځم او په كار يې اچوم. شاګر وويل: كه غوايي ولاړ وي او خپل سر وخوځوي، نو په هغه صورت كې هم د زنګ غږ درتلي شي؟
تيل كش په چرت كې شو او شاګرد ته يې وويل: بچيه ته څه شي لولې؟
شاګر وويل: منطق.
تيل ايستونكي وويل: زما غوايه منطق نه دى ويلي چې دارنګه چلونه يې زده وي.
يو سړي ډاكټر ته ورغي او له ناروغۍ څخه ئې شكايت وكړ.
ډاكټر ورته وويل: ولي ژر رانغلې؟
ناروغ وويل: پخوا مې له يوناني طبيب څخه دوا اخيستله.
داكټر وويل: هغه مزخرف سړى دى او د څو مزخرفو دوا ګانو نومونه ئي زده دي.
ناروغ وويل: هو ستا مزخرف نوم ئې هم زده ؤ
خداي دي وكړي چه زما ما ليكنه ستاسي د خواږه بنډار په مابين كې خنډ شوي نه وي.
څاروان