د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

shokoor
06.10.2010

[color=cyan:6b92d7a3ea]په کلات کې د يوه پارک او په چپرهار کې د يوه لوى پول د جوړېدو کار پيل شو[/color:6b92d7a3ea]

جلال اباد، کلات: (پژواک د تلې ١٣مه ٨٩): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه لوى پول او د زابل په مرکز کلات ښار کې د يوه پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د چپرهار ولسوال معلم معشوق د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه د ولسوالۍ اړونده د کنډي باغ په سيمه کې د اګام پر خوړ جوړېږي، چې ١١٢ متره اوږدوالى، ٧ متره او اوه سانتي سور لري.

هغه زياته کړه، چې پر دې پول ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ملګرو ملتونو د يونپس(UNOPS) ادارې له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

د نوموړي په وينا، ددې پول له جوړېدو سره به د سيمې د ١١٠ زره اوسېدونکيو ستونزه هواره شي.

د چپرهار د ټولنيزې شورا مشر غلام صديق زهير وايي، چې د اګام په خوړ کې هر وخت اوبه روانې وي او د بارانونو پر مهال له سېلابي اوبو ډک وي، چې له امله يې خلک له زياتو ستونزو سره مخ کېدل.

د يوه بل خبر له مخې، نن په زابل کې د يوه پارک د جوړولو چارې پيل شوې.

د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پارک د کلات ښار په نوي کلي (ميرويس مېنه) کې د پنځه جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې د دغه پارک د جوړېدو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي په وينا، پر دې پارک ۱۳۵زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې ددې ولايت د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له لوري ورکول کېږي.

د والي وياند وايي، چې دا په زابل ولايت کې لومړنی پارک دى او په جوړېدو به يې ددې ولايت اوسېدونکيو ته ښه تفريحي چاپېريال برابر شي.

ددې ولايت اوسېدونکي هم، د دې پارک پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي، چې دا پروژه د ولايت د ټولو اوسېدونکيو په ګټه ده.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي اتلس کلن وحيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې ځوانانو او زده کوونکيو د تفريح لپاره هېڅ مناسب ځای نه درلود.

هغه وايي، که دغه پارک جوړ شي، نو دا به د دولت له لوري د ځوانانو د ستونزو لور ته د پام اوښتنې په مانا وي.
http://www.pajhwok.com/ps/2010/10/05/%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D9%84%D8%A7%D8%AA-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%8A%D9%88%D9%87-%D9%BE%D8%A7%D8%B1%DA%A9-%D8%A7%D9%88-%D9%BE%D9%87-%DA%86%D9%BE%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%8A%D9%88%D9%87-%D9%84%D9%88%D9%89-%D9%BE%D9%88%D9%84-%D8%AF-%D8%AC%D9%88%DA%93%DB%90%D8%AF%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%8A%D9%84-%D8%B4%D9%88

[color=blue:6b92d7a3ea]د نغلو د بريښنا کوټ د رغولو چارې پاى ته ورسيدې[/color:6b92d7a3ea]

جلال آباد ( پژواک ١٣ تله ٨٩ ):د نړيوال بانک د ٣٢ ميليونه ډالرو په مالي لګښت د نغلو بريښنا کوټ د څلورو توربينونو د رغولو چارې د يوې روسي کمپنۍ لخوا بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

داوبو او انرژۍ وزير اسماعيل خان د تلې په ١٣مه،د نغلو بند د څلور توربينونو د پرانېستې په مراسمو کې پژواک خبرې اژنس ته وويل،چې د نغلو بريښنا بند د١٠٠ ميګا واټو د ظرفيت په درلودلو سره ٤٣ کاله وړاندې د يوې روسي کمپنۍ له لورې جوړ شوى دى.

د نوموړي په وينا،د يادو څلورو توربينونو د رغولو چارې د نړيوال بانک د ٣٢ ميليون ډالرو په مالي لګښت د روسي هېواد د Techno pro mexportکمپنۍ لخوا په څلور کالو کې بشپړې شوې.

هغه وويل، چې دغه توربينونه به تر راتلونکيو شلو کلونو پورې په برياليتوب سره فعاليت کوي او د سل ميګا واټو بريښنا د توليد وړتيا به ولري.

د بريښنا وزير وويل، چې نن يې د ننګرهار د درونټې بند يو توربين هم د (USAID) د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې د اته ميليون ډالرو په مالي لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپاره .

د اسماعيل خان په وينا،په راتلونکيو ١٥ ورځو کې به جلال اباد او مهترلام ښارونه ته د٣٢ ميګا واټه بريښنا مزو د غځولو چارې هم پيل شي، چې د روان کال تر پايه به د نغلو بريښنا يادو دواړو ښارونو ته وليږدول شي.

هغه وويل، چې لغمان ته به له ننګرهار سب سټيشن څخه ١٦ ميګاواټه بريښنا ورکړل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، درې کاله وروسته به د ننګرهار د بريښنا کچه ٦٤ ميګا واټه لوړه کړي، چې په هغه وخت کې به د کابل ښار لپاره بريښنا بشپړه شوي وي اود نغلو بريښنا به ختيځو ولايتونو ته وليږدول شي.

د بريښنا وزير وويل،چې د ننګرهار د ګمبيري دبريښنا د بندد سروې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به يې د جوړولو د چارې بل پړاو پيل شي.

هغه وويل،چې دکامې د بريښنا بند د سروې پروژه هم بشپړيدونکي ده.

[color=yellow:6b92d7a3ea]د پروان - باميانو د لويې لارې د قيرکولو کار پيل شو[/color:6b92d7a3ea]

کابل(پژواک د تلې ٨مه ٨٩): د ٥٠ ميليونه ډالروپه لګښت د پروان پل مټک - باميانو د لويې لارې د قيراچونې کار پيل شو.

د ياد شوى سړک د کار د پيل د پرانېستې پرمهال دفوايد عامې وزير عبدالقدوس حميدي خبريالانو ته وويل ، چې دغه سړک ١٠٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١متره سور لري .

د نوموړي په خبره ، چې ددې سړک مالي لګښت د پروان او باميانو د ولايتي بيارغونې ډلو له خوا ورکول کيږي .

هغه وايي ، چې ددې سړک کار تر دې وړاندې هم څو ځلې پيل شوى و، خو دمالي ستونزو له امله ځنډېدلى دى .

هغه زياته کړه، چې ددې سړک کار په ٩ سيمو کې پيليږي ، چې ٥ يې د پروان او څلور يې په باميانو پورې اړه لري .

حميدي وايي ، چې دهرې سيمې کار د يوه ساختماني شرکت له لوري پرمخ وړل کيږي .

د حميدي د معلوماتو له مخې، دغه سړک د پروان _ باميانو د لارې په اوږدو کې د پروان ولايت د غوربند، شيخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ سره نښلوي .

د هغه په وينا ، ددې سړک ٩٤کليومتره ، چې په پروان ولايت پورې اړه لري ، د اسفالت کار يې تېرکال پيل شوى ،چې پاى ته ورسېده او پاتې برخه يې ، چې په باميانو پورې اړه لري د اسفالت او قير اچونې کار يې نن يوځاى پيل شو.

همداراز په دغه غونډه کې د پروان والي بصيرسالنګې د ياد سړک جوړېدل د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې يو مثبت ګام و باله ، خو زياته يې کړه ، چې ددې سړک کار په ډيرې سستۍ سره پرمخ ځي .

نوموړې د فوايدعامې له وزير څخه غوښتنه وکړه ، ترڅو د ولايتي بيارغونې له ډلوڅخه وغواړي ، چې د کومو شرکتونو له لوري ، چې دغه سړک رغول کيږي، پيسې يي په خپل وخت ورکړي ، ترڅو کار په ټاکل شوي وخت(يوکال) کې پاى ته ورسيږي .

د شيخ علي ولسوالۍ يوتن قومي مشر حاجي دستګير پژواک خبري اژانس ته ددې سړک په جوړېدو خوښې څرګنده کړه او ويې ويل ، چې د سړک له جوړېدو وروسته به دوى وکولى شي ، چې په خپل وخت ناروغان روغتونونو ته ورسوي .

همداراز د غوربند ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ميرزاد پژواک ته وويل ، چې د دوى ولسوالۍ ډول ډول ميوې، خو د سړک د خرابوالي له امله نه شي کولى، چې په خپل وخت يې بازار ته ورسوي.

هغه وايي ، چې د ياد شوي سړک په جوړېدوسره به د دوى دغه ستونزه پاى ته ورسيږي.

نوموړى په دې يقينى دى ، چې که بزګران په خپل وخت سره وکولى شي ، چې خپل حاصلات بازار ته وړاندې کړي، نو هيڅکله به زړه ښه نکړي ، چې نشه توکي وکري.

[color=blue:6b92d7a3ea]په کابل ښارکې د٥،٢ کيلومتره سړکونو د پخولو چارې پيل شوې[/color:6b92d7a3ea]
کابل (پژواک دتلې ٦مه ٨٩): دکابل ښار دڅلورمې حوزې دسړکونو د قيرکولو چارې نن پيل شوې.

کابل ښاروال محمديونس نواندېش دتلې په ٦مه ، ددغو سړکونو د چارو دپيلېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ديادو سړکونو اوږدوالى ٥،٢کيلومتروته رسيږي.

نواندېش وويل،چې ددغو سړکونو لګښت دوه ميلونه اوپنځه سوه ٦٧زره امريکايي ډالره دى ،چې دښاروالۍ له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دغه پروژه کې د درېيم پروان ، بادام باغ څلورلارې، لب جر- دهوايي ډګر څلوېښت متره سړک، دتاجورسلطانه او ملکه ثريا دلېسو سړکونه شامل دي.

هغه زياته کړه،چې ديادو واټونو دقېرکولو چارې به په شپږو راتلونکيو مياشتوکې بشپړې شي.

د هغه په وينا، کابل ښاروالۍ له ټولو ساختماني شرکتونوڅخه غوښتي ، چې خپلې چارې له ٨ ساعتونوڅخه ٢٤ساعتونوته زياتې کړي.

د ښاروال دمعلوماتو له مخې،دپنځمې ناحيې دسړکونو دقيرکولو کار هم پيل شوى دى.

دکابل ښاروال وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به دپل محمودخان دنوي پول د جوړولو کار هم پيل شي.

دافغان- جرمن دساختماني شرکت مشر خليل الله ځدراڼ ،چې دڅلورمې ناحيې دسړکونو دقيرکولو چارې پرمخ بيايي وويل،چې ياده پروژه به له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې اوپه ښه کيفيت سرته ورسېږي.

کابل ښاريان،چې له ترافيکي ګڼې ګوڼې څخه په تنګ شوي، د سړکونو د قيرکولو د پروژو هرکلى کوي.

[color=cyan:6b92d7a3ea]په نرنګ کې٢٢کيلومتره اوږد کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو[/color:6b92d7a3ea]
اسعد اباد (پژواک د تلې ٤مه ٨٩): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د امريکا په مرسته جوړ شوى ٢٢ کيلومتره اوږد کانال د تلې په ٤مه، ګتې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ١٧ نيم زره جريبه ځمکه به خړوبه کړي.

ددې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې چې د تلې په ٤مه، جوړ شوي وو، د کونړ والي، فضل الله وحيدي، يو شمېر رييسانو، د ولايتي شورا غړيو، قومي مشرانو، کروندګرو او د امريکا د متحدو ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) د ايډيانيو پروګرام استازيو برخه اخيستې وه.

ددې ولايت د اوبو لګولو رييس انجنير عبدالرشيد زلمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سالارپه نامه دغه کانال ياوياله، د کونړ د اسعد اباد او نرنګ ولسواليو د ۸۵۰۰کروندګرو کورنيو شاوخوا ۱۷۵۰۰جريبه کرنيزې ځمکې خړوبوي.

هغه زياته کړه، چېدا پروژه د امريکا د متحده ايالتونودولت د ايډيانيو پروګرامد ٦٤٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت په ٧مياشتو کې د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د کليو بيارغونې او پراختيا رياستونو په نږدې همکارۍ پلې کړې ده.

د نوموړي په وينا، دغه وياله د درې متره پراخوالي په لرلود پېچ له سيند څخه سرچينه اخلي او د اسعداباد او نرنګ ولسواليو په ۲۰کليو کې نږدې ۲۴کيلومتره بهېږي.

انجنير زلمي وويل، چې د ويالې په اوږدو کې د خوړ د اوبو د تېرېدو دوه لارې، چې وياله د سېلابونو له زيانه خوندي کوي او د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په موخه ۳۴۰۰متره استنادي دېوالونه هم،جوړ شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په خپلو خبرو کې له کروندګرو وغوښتل، چې له دې اوبو څخه سمه ګټه پورته کړي او له ضايع کېدو مخه يې ونيسي.

د سيمې د اوسېدونکيو په وينا، د ويالې تر رغېدو وړاندې کابو ۶۰۰هکتاره ځمکې اوبو ته محدود لاسرسىلره او ۴۰۰هکتاره نوره ځمکه په بشپړه توګه للمه وه.

د ولايت د مرکز اسعداباد ښار د يوې کليوالي پراختيايي شورا مشر، حاجی فيض محمد پژواک اژانس ته وويل، چې په وياله کې د اوبو زياتوالي ډېر وارې سر بند ته نږدې کورونه او ځمکې او ان د اسعداباد ښارګوټی زيانمن کړی و.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپلو کليواليامکاناتو د داسې مصيبت مخه نه شوه نيولای. اوس چې وياله رغول شوې، ډاډه يو چې په راتلونکي کې به سېلابونه موږ ته نور سرخوږی نه پيدا کوي او هغوځمکو ته به هم اوبه رسېږي،چې په تېرو شل دېرشو کلو کې بېخي نه ور رسېدې.))

د يادې شوې ادارې له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا رغول شوې وياله او د ايډيانيو کرنيز پروګرامونه، چې کروندګر د مېوو او سبزيو کرلو له عصري لارو چارو سره اشنا کوي، په ګډهبهد کروندګرو کورنيو د توليداتو او عايداتو په لوړولو کې مرسته وکړي. غنم، جوار، وريجې، تازه سبزيجات او د انګورو، الوچو او زردالو په ګډون بېلابېلې مېوې، چې ځايياو ولايتي مارکېټونو ته لېږدول کېږي، په کونړ کې په زياته اندازه توليدېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د يادې شوې ويالې د پروژې د پلي کېدو په ټول بهير کې نږدې ۲۵۰کليوالو ته هره ورځ د کار زمينه برابره شوې وه او لسګونه نور خلک د پروژې لپاره له شاوخوا ساحو د ساختماني موادو په راوړلو بوخت وو، چې له لارې يې ۳۵۰زرهامريکايي ډالره په ځايي اقتصاد کې ورزيات شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اوبو د منظمې بهېدنې په ډاډمنېدو سره نږدېلسو پخوانيو کوچنيو اوبيزو برېښناکوټونو،چې په تېر کې به سېلابونو ويجاړول، بېرته په کار پيل وکړ او تمه ده،چې لسګونه نور ورته برېښناکوټونه د ويالې په اوږدو کې جوړ شي او سلګونه کورنيو ته برېښنا برابره کړي.

[color=blue:6b92d7a3ea]د کندهار ښار ١٥٠ کيلومتره پلې لارې پخيږي[/color:6b92d7a3ea]
کندهار ( پژواک ٢٩ وږى ٨٩) : د کندهار ښاروال وايي، چې د کندهار ښار ١٥٠ کيلومتره پلې لارې او ٨٠ کيلومتره د ناپاکو اوبو ويستلو لښتي به په پاخه او اساسي توګه ورغول شي.

ښاروال غلام حيدر حميدي د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کارونه د هغه تړونليک له مخې تر سره کېږي، چې تېره ورځ يې د مرکزي اسيا له پرمختيايي ګروپ CADG (Central Asia Development Group) سره لاسليک کړى دى.

د ده په وينا، د کندهار ښار د پليو لارو د کانګرېټولو پروژه د کاناډا د پرمختيايي ادارې CIDA له خوا تمويلېږي، چې تخنيکي چارې يې د سي اې ډي جي موسسې په غاړه دي.

هغه زياته کړه، چې د کندهار ښار د ٥٠ کيلومتره پليو لارو د کانګرېټولو چارې لومړى د UN HBAITAT ادارې له خوا پيل شوې.

نوموړي وويل، چې څه موده وړاندې د کندهار ښار ٥٠ کيلومتره پلې لارې کانګرېټ شوي، چې اوسمهال ١٥٠ کيلومتره نورې پلې لارې د CADG موسسې سره د قرارداد له مخې کانګرېټ کېږي.

دى وايي، چې په دې توګه به د کندهار ښار ٢٠٠ کيلومتره پلې لارې پخې او د خلکو د ګټې اخيستو وړ وګرځي.

ښاروال وويل، چې ياده شوې اداره د راتلونکيو دوو مياشتو لپاره د کندهار ښار د پاکولو چارې هم پر مخ وړي.

د هغه په خبره، د سي اې ډي جي په نوم دغې ادارې د کندهار ښار د پاکولو لپاره ١٢٠٠ تنه کارګر او ٤٣ عرادې باروړونکي موټر د ښاروالۍ په اختيار کې ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دا د هغو ٢٢ ميلونو ډالرو مرستې دوام دى، چې د کاناډا هېواد د پرمختيايي ادارې CIDA له خوا د کندهار ښار د پرمختيا لپاره ځانګړې شوې دي.

د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، چې په ښار کې د پلچکونو، سړکونو، چريو، پليو لارو او استنادي دېوالونو پروژې تر کار لاندې دي، چې يو شمېر يې بشپړېدونکي او ځينې نورې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د دغه راز پروژو د پلې کېدو هر کلى کوي او وايي، چې له دې لارې به د ښاريانو ګڼې ستونزې هوارې او د ښار ښکلا به زياته شي.


abdulhaq-watan
06.10.2010

سلامونه
ګوره افغانستان چې جنت شی د ما ندی پکار چې د پښتو حق د پښو لاندی وی او پښتانه بمباری کیږی زه د آبادی سره د خرزی ونیسه تر امریکې د بوش او اوباما پوري د ټولو د مور------- وکړم
که څوک نر وی خپله دې آباد کړي د آبادی په خاطر خپل ناموس د نه خرڅوی۰
دا آبادي دې د مسعود وطنفروشانو ورمبارک شی زما غریبه جونګړه خو د نر
او پښتون جونګړه ستا آباده او معتبره جونګړه خو د بی غیرتی جونګړه
که وطن د افغان په مټ آبادیږی خو زنده باد او که د یرغلګرو په مټ ابادیږی
خدای دې هیڅ وخت نکړی آباد!
که خدای روزی پخپل مټ راکوی الحمدالله کنه مرګ مې په سر سترګو منلی
باقی دا ګنده ګنده آبادی مابادی بس کړئ چې شرم دی که شرم درله درځی
خدای مو پوه کړه
وسلام


shokoor
06.10.2010

[color=blue:ef6715b8b8]د ننګرهار د کامې او ګوشتې ولسواليو ترمنځ سړک پوخ شو[/color:ef6715b8b8]

جلال اباد (پژواک د تلې ١٤ مه ٨٩): د ننګرهار د کامې او ګوشتې ولسواليو ترمنځ ١٦ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او د تلې په ١٤مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په ننګرهار کې د ولايتي بيارغونې امريکاي ډلې (PRT) له لوري د درې نيم ميليونه امريکاي ډالرو په لګښت، د دغه ولايت د کامې او ګوشتې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ١٦ کيلومتره سړک پخولو چارې د تلي په ١٤مه، سرته ورسېدې.

د دې ولايت د فوايد عامې رييس انجنير محمد عارف د سړک د پرانېستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ١٦ کيلومتره سړک نهه متره پلنوالى او لس سانتي ډبلوالي سره جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه راز د دې سړک په اوږدو کې ٧١ پولګوټي، لس معبرونه او درې سوه متره استنادي دېوال هم جوړ شوي دي.

د نوموړي په وينا، پر دې سړک درې نيم ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د امريکا د متحدو ايالاتو د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له خوا په دوو کلونو کې يې چارې بشپړې شوې دي.

انجنير عارف وويل، چې دغه سړک به د کامې او ګوشتې ولسواليو دوه سوه زره کورنيو ته د کرنيزو محصولاتو د خوندي لېږدونې او ترانسپورتي اسانتياوو ترڅنګ، د ټولنيزو اړيکو په پياوړتيا کې مهم رول ولوبوي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوشتې او کامې ترمنځ غځېدلى سړک د ننګرهار د والي د هغه پروګرام له مخې پوخ شوى، چې د تورخم بندري ښارګوټى او جلال اباد ښار د دغه ولايت له دوه ويشت ولسواليو سره د حلقوي سړک له لارې نښلوي.

د نوموړي په وينا، په ننګرهار کې د ننني بشپړ شوى سړک په ګډون پنځلس سوه شپاړس کيلومتره لويې لارې په تېرو پنځو کلونو کې قير شوي دي.

د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالودود خان پژواک اژانس ته وويل، چې د کامې او ګوشتې ولسواليو ترمنځ د سړک په پخېدلو سره نه يواځي دا چې د دوى د سبزيجاتو، مېوو او غلو دانو جلال اباد ته د رسولو لاره، چې پخوا دوه ساعته وه، يوه ساعت ته رالنډه شوه، بلکې له تېرې يوي مياشتي راهيسې چې د دوى کرايه تر کامې پورې سل روپۍ اخيستل کېده، پنځوسو روپو ته راټيټه شوې.

د ګوشتې ولسوال حاجي سيدرحمان پژواک اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې رياست او ننګرهار والي ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به د ګوشتې او لال پورې ولسواليو ترمنځ د غځېدلي ٢٨ کيلومتره سړک د پخولو چارې هم پيل کړي

[color=blue:ef6715b8b8]کار تمدید لین برق کندز ـ پلخمری آغاز شد[/color:ef6715b8b8]

شهر کندز (پژواک، ١٤ميزان٨٩) : کار تمدید لین برق ٢٢٠ولت از شیرخان بندر کندز الی پلخمری بغلان در شهر کندز آغاز شد.

انجنیر حمیدالله رئیس برق کندز به آژانس خبری پژواک گفت که کار نصب پایه های این برق، از شش ماه پیش آغاز شده بود که کار تمدید لین آن به طول ١٧٠کیلومتر، ظهر امروز از کندز آغاز گردید.

به گفتۀ وی، نصب پایه ها، انتقال لین و ساخت سب استیشنهای این برق در حدود ٢٧میلیون دالر هزینه در بر می گیرد که از سوی بانک انکشافی آسیایی پرداخت می شود.

موصوف افزود که در حال حاضر در کندز ١٠میگاوات برق وارداتی کشور تاجیکستان موجود است که با تمدید لین برق متذکره، میزان ٣٠٠میگاوات برق به کندز و بغلان داده می شود.

بنابر گفته های حمیدالله، این پروژه تا دو ماه دیگر، تکمیل گردیده که توسط آن تمام باشنده گان کندز، از نعمت برق مستفید خواهند شد.

وی اظهار داشت که در مسیر این پروژه ٥٧٠پایه نصب شده که کار آن توسط کمپنی هندی ـ پاکستانی انجام می شود.

در عین حال، نجیب الله یکی از کارمندان افغان این پروژه در گفتگو با پژواک گفت که از دو ماه بدینسو در این پروژه شامل شده و روزانه ٣٠٠افغانی دستمزد دریافت می کند.

به گفتۀ وی این پروژه هم برای مردم و هم برای کارمندان مفاد دارد.

گفتنی است که این پروژه یکسال پیش، توسط محمد اسماعیل وزیر وقت انرژی و آب کشور با همتای تاجیکستانی اش در شهر دوشنبه پایتخت کشور تاجیکستان امضا شده بود.

[color=blue:ef6715b8b8]معاون سفارت امریکا : دها ملیون دالر در بازسازی کندز به مصرف خواهد رسید[/color:ef6715b8b8]

کندز(پژواک ١٣ ميزان ٨٩): انتونی وینی ، معاوین سفارت امریکا امروز در یک کنفرانس مشترک خبری باوالی کندز اظهار داشت که کشور متبوعش در نظر دارد تا دها ملیون دالر را در بخش بازسازی درین ولایت به مصرف برساند .

وینی که به منظور دیدار از روند بازسازی وهمچنان بحث روی پروژهای بعدی با مقامات این ولایت،امروز وارد کندز شده بود گفت که بیشتر این پول که مقدار آن را مشخص نکرد در بخش زراعت ، معارف ایجاد شغل برای جوانان به مصرفخواهد رسید

معاونسفارت امریکاانتونی وینی Antuany wayneعلاوه کرد :« چون کندز یک ولایت زراعتی است ، به همین منظور ما میخواهم در قدم اول در بخش زراعت کمک کنیم ، برای دهاقین قرضهای کوچک میدهیم ، برای محصولات انان بازاریابی میکنیم وتخم اصلاح شده را برای شان توزیع میکنیم .»

انتونی وینی میگویدکه در بخش معارف نیز کمک های لازم صورت خواهد گرفت ، تا جوانان بتوانند به شکل بهتر به تعلیمات اساسی دست رسی پیدا کند .

به گفتهوىبرنامهای روی دست است تا برای جوانان کار پیدا شود وانان بتواند در محیط خود شغل مناسب داشته باشند.

از سوی دیگر انجینر محمد عمر والی کندز درین کنفرانس خبری از کمک های قبلی ایالات متحده امریکا اظهار خرسندی کرد وگفت کهاين کشور،تا هنوز دها پروژه در عرصههای مختلف مانند ، زراعت ، معارف ، فرهنگ وبلند بردن ظرفیت ادارات دولتی کمک نموده است .

عمر افزود :« هرگاه روند بازسازی درین ولایت سرعت پیداکند ، به مشکلات مردم رسیدگی صورت گیرد وبرای جوانان کار پیدا شود ، دیگر خود به خود ناامنی از بین میرود وامنیت تامین میشود .»

والی کندز همچنان خواستار کمک در عرصه نظامی نیز شد وگفت که باید به پولیس واردی ملی افغان،کمک بیشتر نظامی صورت گیرد تا بتوانند خود از مناطق خود دفاع نمایند.

قابل یاد آوری است که معاون سفارت امریکا در حالى در بخش های متذکره به این ولایت وعده کمک را مینماید که به گفتۀمسوولین ریاست زراعت کندز،٩٥ فيصدباشنده گان این ولایت مصرو ف زراعت ،مالداری وباغ داری هستند.

همچنان درین ولایت،بیش از ٤٠٠باب مکتب وجود دارد که در آن بیش از ٢٥٠هزار شاگر اعم از دختر وپسر مصروف آموزش هستند.

به گفته مسوولین ریاست معارف کندز ، ٥٠در صد مکاتب تعمیر ندارد وشاگردان در زیر خیمه ها ویا هم فضای باز درس میخوانند .

همچنان به گفتۀمسوولین ریاست کار وامور اجمتاعی این ولایت ، هزاران جوان در حال حاضر درین ولایت بیکار هستند وبه علت همین بیکاری،برخی آنان به صفوف مخالفان دولت رفته اند .

با این همه در حال حاضر در ولایت کندز،یک کندک نیروهای امریکایی که تعداد شان به بیش از ٨٠٠تن میرسد در چوکات آیساف در پهلوی نیروهای جرمنی و نیروهای امنیتی افغان فعاليت ميکند.

ولایت کندز یکی از ولایات ناامن در شمال کشور است که درین اواخر،شاهد فعالیت های زیادی گروه طالبان والقاعده است .

والی کندز میگویدکه در ولایت کندز،بیشتر از یک هزار مخالفین مسلح دولت که بیشر از ٢٠٠تن آنان اتباع خارجی اند ودر ٤٠در صدمناطق این ولایت،فعالیت دارد وباعث ایجاد ناامنی میشود .

والی کندز میگوید که بزودی تمامی نقاط کندز دریک عملیات مشترک از وجود طالبان پاکسازی خواهد شد .

[color=yellow:ef6715b8b8]په پل علم کې د غونډو تالار ګټې اخيستنې ته وسپارل شو[/color:ef6715b8b8]

پل علم (پژواک د تلې ١٣مه ٨٩): د لوګر په مرکز پل علم کې د ٢٧٧زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى د غونډو تالار د تلې په ١٣مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پل علم ښاروال محمدهاشم حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوى تالار د ښاروالۍ په انګړ کې په ٨٠٠ متره مربع مساحت کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى، چې په يو وخت کې د څلور سوو تنو د ځايېدو وړتيا لري.

هغه زياته کړه، چې د تالار ترڅنګ يوه د ناستو خونه، پخلنځاى، د معلوماتو خونه او ١٥ عصري تشنابونه او د موټرو لپاره تمځاى هم جوړ شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددې پروژې لګښت له هغو يو ميليون امريکايي ډالرو څخه ورکړل شوى، چې تېر کال دې ولايت ته د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې وزارت له خوا د بديل معيشت د پروګرام له خوا ورکړل شوى و.

د لوګر والي عتيق الله لودين په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې له دې څخه وړاندې ياد شوي ولايت د غونډو منظم تالار نه درلود او مهمې غونډې به يې تر خېمو لاندې کولې.

ياد شوى تالار د لوګر د ولايتي شورا مشر عبدالحکيم سليمانخېل په وړانديز، د لوګر د والي عتيق الله لودين په نوم ونومول شو.


monir
18.10.2010

[u:8d1918aafc]په بګرام کې د شاوخوا ٢٠ کيلومټره سړکونو د قير کار پيل شو[/u:8d1918aafc]

چاريکار ( پژواک د تلې ٢٥مه ٨٩ ) : د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د شاوخوا ٢٠ کيلومټره سړکونو د قير اچولو کار پيل شو .

د پروان والي عبدالبصير سالنګي د تلې په ٢٥مه ، په بګرام کې ددې سړک د کار د پرانېستې په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژه ١١،٣ ميليونه امريکايي ډالره لګښت لري ، چې په دې ولايت کې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې ( PRT) له خوا ورکول کيږي .

د بګرام ولسوال کبيراحمد رحيل د معلوماتو له مخې ، د بګرام د هوايي ډګر له دروازې د کابل _ پروان تر لويې لارې ٧،٥ کيلومټره، د هوايي ډګر له نظام قراول څخه د بګرام تر نوي سړک د ٣،٥ کيلومتره ، د دې قراول څخه د کاپيسا ولايت د مرکز اړوند د صياد د سيمې تر سړکه د ١.٥ کيلومتره او د بګرام د حسن خېلو له کلي تر يوزباشي کلي د ٨ کيلومتره سړک قيرکول په ياده پروژه کې شامل دي .

هغه وويل چې له دې سړکونو څخه شاوخوا لس زره کورنۍ ګټه پورته کوي .

چارواکي وايي چې ددې سړکونو، چې لس متره سور لري ،کار به په راتلونکيو ١٨ مياشتو کې بشپړ شي.

د يوزباشي دکلي اوسېدونکى حميدالله ، چې د کابل –بګرام پر لاره سراچه موټر چلوي ، وايي چې ددې پروژې د کار د پيل له امله د سيمې خلک ډېر خوښ دي .

د ده په وينا، په تېره بيا د بګرام د هوايي ډګر له دروازې د کابل –پروان تر لويې لارې سړک ډېر خراب دى او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي .

[u:8d1918aafc]د بره کي - ده افغانانو سړک پرانېستل شو[/u:8d1918aafc]

کابل (پژواک د تلې ٢٥مه ٨٩): د کابل ښار د بره کي –ده افغانانو سړک له قيرولو وروسته په رسمي توګه پرانېستل شو.

ددې پروژې کار، چې څه موده مخکې د ټيکا د پراختيايي ادارې له خوا د ترکيې په مالي مرسته پيل شوى و، د تلې په ٢٥مه، د کابل ښاروال او په هېواد کې د ترکيې سفير له خوا پرانېستل شو.

کابل ښاروال محمد يونس نواندېش وويل، چې دغه سړک څلور کيلومتره اوږدوالى او ٢٨ متره سور لري، چې ٤،٥ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد شوى سړک په کابل ښار کې يو تر ټولو عصري سړک دى، چې دواړو خواوو ته يې څراغونه هم نصب شوي دي.

همدارنګه د کابل ښار د تايمني سړک د جوړولو چارې هم د تلې په ٢٥مه، د ترکيې هېواد په مرسته د کابل ښاروال او د ترکيې د سفير له خوا پيل شو.

د کابل ښاروال د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې پنځه فرعي سړکونه شامل دي، چې د ٢،٢٨ کيلومترو په اوږدوالي او ١٥ متره سور په لرلو سره جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه سړک د ترکيې هېواد د ٣،٤ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوى او د څه کم اته مياشتو په موده کې به پاى ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ترکيې سفير بسط اوزترک وويل، چې د ترکيې د مرستې تر ټولو ستر پروګرام د افغانستان لپاره ځانګړى شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ترکيه په کابل ښار کې د سړک جوړولو اوه پروژې تر لاس لاندې لري، چې يو شمېر يې بشپړې او ځينې تر کار لاندې دي.

همدارنګه کابل ښاريان هم، ددې سړک له جوړېدو څخه خوښ دي او د کابل ښاروالۍ ددې کار ستاينه کوي.

د کابل ښار د بره کي سيمې اوسېدونکي محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې سړک په قيرولو سره د کابل بڼه ښايسته شوې ده.

هغه وويل، چې د بره کي –ده افغانانو سيمه د ښار يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ده، چې ددې سړک په پرانېستلو سره په ټرافيکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

[u:8d1918aafc]د شينډنډ ولسوالۍ د سړک قير کولو لپاره ٧ ميليونه يورو مرسته وشوه[/u:8d1918aafc]

کابل (پژواک د تلې ٢٢مه ٨٩): ايټاليا د هرات شينډنډ ولسوالۍ د ١٨،٣ کيلومټره سړک قير اچولو په موخه ٧ ميليونه يورو مرسته وکړه.

د دې مرستې تړون د تلې په ٢٢مه، په کابل کې د فوايد عامې وزارت اداري مرستيال او سرپرست وزير احمدشاه وحيد او د ايټاليا د پراختيايي ادارې تخنيکي سلاکار ويتوريو روسيو (Vittorio Roscio)ترمنځ لاسليک شو.

د فوايد عامې وزارت مرستيال وويل، چې په دې پيسو به د هرات شينډنډ ولسوالۍ پر سړک، چې د يادې ولسوالۍ مرکز د کندهار _ هرات له عمومي سړک سره نښلوي، قير واچول شي.

هغه ددې سړک سور ٧ متره وښوده او په وينا يې د کار چارې به يې د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو د کليوالو سړک جوړونې پروګرام په چوکاټ کې پيل او په دوه کلونو کې به بشپړ شي.

احمد شاه وحيد وويل، چې د نوموړې پروژې تدارکاتي چارې پيل شوي، چې د قير اچولو تړون به يې د روان زېږديز کال د راتلونکې مياشت په لومړيو کې لاسليک او کار به يې پيل شي.

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې سړک په مسير کې ٢٥ کوچني او متوسط پلونه هم شته، چې د دې پروژې يوه برخه جوړوي.

د نوموړي په وينا، د دې ترڅنګ چې له ياد شوي سړک د نوموړې ولسوالۍ ٨٠٠ زره وګړي ګټه اخلي، په سلګونو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

هغه د ايټاليا هېواد له دې مرستې څخه مننه وکړه.

په ياده خبري غونډه کې د ايټاليا د پراختيايي ادارې تخنيکي سلاکار ويتوريو روسيو وويل، چې هېواد يې مخکې له دې هم د افغانستان د سړک جوړونې په برخه کې مرستې کړې دي.

هغه په راتلونکي کې له افغانستان سره د ايټاليا د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د سړک جوړونې په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د فوايد عامې وزارت چارواکيو د معلوماتو له مخې، په بانډو کې د لارو جوړونې پروګرام چې د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو ګډ پروګرام دى، د نړيوال بانک په ملاتړ په ٢٠٠٢زېږديز کال کې پيل شوى، چې موخه يې په هېواد کې د ولاياتو په کچه د دويمې درجې سړکونو جوړول دي.

د فوايد عامې وزارت اداري مرستيال احمدشاه وحيد وويل، چې دوى د ياد شوي پروګرام له لارې تر اوسه په هېواد کې شاوخوا ٢٥٠ کيلومټره سړکونه قير کړي او په شاوخوا ١٢زره کيلومټره سړکونو يې جغل اچولى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د فوايد عامې وزارت له ٢٠٠٢زېږديز کال راهيسې په ټول هېواد کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې تراوسه شاوخوا ٦زره کيلومټره سړکونه قير کړي دي.

[u:8d1918aafc]په سرپل کې د ٣٦ کيلومتره سړک د قيرکولو چارې پيل شوې[/u:8d1918aafc]

مزارشريف (پژواک د تلې ٢٢مه ٨٩): د سرپل ولايت د مرکز او کوهستاناتو ولسوالۍ ترمنځ د ٣٦ کيلومتره سړک د قير کولو چارې نن پيل شوې، چې له امله به يې نږدې ۱۰۰زره كسانو ته ترانسپورتي اسانتياوې برابرې شي.

د دغه ولايت د والي مرستيال قمرالدين شكېب د تلې په ۲۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سرپل ولايت د مركز له بروتي سيمې څخه د كوهستانات ولسوالۍ تر چرغان سيمې پورې پر ۳۶كيلومتره سړك د كرېړ اچونې كار نن پيل شو.

نوموړي زياته كړه، چې پر سړك ۲۰سانتي متره كرېړ اچول كېږي او ۶متره سور به ولري.

د هغه په وينا، د سړك په اوږدو كې ۹۰پلونه او پلګوټي، ۱۰۰۰متره استنادي دېوالونه او ۲۷۵متره د سېل د مخنيوي په موخه سيمي جالۍ درول كېږي، چې په منځ كې به يې بورۍ وي.

قمرالدين شكېب وويل، چې دغه سړك به د راتلونكيو شپږو مياشتو په موده كې د سويډن هېواد په مرسته د ۱ميليون ۳۴زره او ۹۰۰امريكايي ډالرو په لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه سړك به د نږدې ۱۰۰زره كسانو د تګ راتګ ستونزې هوارې كړي.

د كوهستانات ولسوالۍ د مركز اوسېدونكي محمد حسين، چې د ولايت په مركز كې هټۍ لري، پژواك ته وويل : ((ولسوالۍ ته د تګ پر مهال له داسې لارو سره هم مخ كېږو، چې هېڅ پرې موټر نه شي تلى.))

نوموړي زياته كړه، چې په ژمي كې خو د واورو له امله نږدې پنځه مياشتې لاره بنده وي.

د هغه په وينا، كه دولت يې په سمه توګه كرېړ كړي، نو ممكن ستونزې يې هوارې شي.

د والي مرستيال وويل، چې پرته له سنچارك ولسوالۍ د سرپل د ټولو ولسواليو لارې خامه دي.

[u:8d1918aafc]په کابل کې د غاليو د پروسس او توليد مرکز جوړېږي[/u:8d1918aafc]

کابل (پژواک د تلې ١٤مه ٨٩): په کابل ښار کې د تنوير سوداګريز شرکت له خوا د ٢،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د غاليو د پروسس او توليد مرکز جوړېږي.

د ياد شوي مرکز د جوړېدو چارې، چې په درېيو مياشتو کې به بشپړې شي، د تلې په ١٤ مه، پېل شوې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د تنوير سوداګريز شرکت مرستيال احمد فهيم پيرزاد وويل، چې په دې مرکز کې به ١٤٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شي، چې ٧٠ سله به يې ښځې وي.

نوموړي وويل، چې ياد شوى مرکز به چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا په افشارو کې په ورکړل شوې ٩ جريبه ځمکه کې جوړېږي، په مياشت کې د ٢٦٦٦ متره مربع غاليو د توليد وړتيا ولري.

دغه راز هغه زياته کړه، چې په دې مرکز کې به د افغاني غاليو د قيچي او وينځلو چارې هم تر سره کېږي.

ده وويل، چې دا مهال افغاني غالۍ د قيچې او وينځلو لپاره پاکستان ته وړل کېږي.

پيرزاد وويل، په پام کې لري چې په راتلونکيو ٣ کلونو کې د هېواد په ١٤ نورو ولايتونو کې هم، د ٣٣ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې، دې ته ورته مرکزونه جوړ کړي.

د تنوير شرکت مشر حاجي محمد داوود جبارخېل پر سوداګرو غږ وکړ، چې يو بل ته لاس ورکړي او د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي.

د ده په وينا، افغانان بايد ددې پر ځاى چې په هېواد کې د شته ستونزو په اړه نور هېوادونه ګرم کړي، بايد د خپلو لاسته راوړنو په باب فکر وکړي او د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره مټې بډ وهي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د دې مرکز جوړېدل د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې يو ستر ګام وباله او په وينا يې، دغه کار به د افغاني غاليو د توليد کچه لوړه او په صادراتو به يې ستره اغېزه ولري.

ده وويل، چې افغاني غالۍ په نړيوال مارکېټ کې اوچت نوم لري او د هېواد له مهمو صادراتي توکيو څخه دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې وروستيو څو کلونو کې خصوصي سکتور په افغانستان کې پرمختګ کړى او د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د غاليو د توليداتو له برخې سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي.

د احدي په وينا، ياد شوي وزارت هڅې پېل کړې دي، چې په هېواد کې د غاليو توليداتو له سکتور څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د جذب يو صندوق جوړ کړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګريو او صنايع خونې د عامل پلاوي مشر محمد قربان حقجو، په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د خصوصي سکټور رول حياتي وباله.

هغه په نړيوالو مارکېټونو کې افغانۍ غالۍ د افغانستان د پېژندګلوۍ نښه وبلله، خو ويې ويل، تراوسه چې په افغانستان کې کومې غالۍ اوبدل کېږي، په نړيوالو معيارونو برابرې نه دي.

حقجو د پوهنې او اطلاعاتو کولتور له وزارتونو وغوښتل، چې په هېواد کې د معياري غاليو اوبدلو په موخه د غاليو اوبدلو يو انسټيټيوت جوړ کړي.

د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې مشر احمد جاوېد هم، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ياد شوي مرکز جوړېدل، يو نېک ګام وباله.

هغه په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو له صنعت څخه د ملاتړ په موخه له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د غاليو اوبدلو لپاره ځانګړي صنعتي پارکونه جوړ او له ټکټانې پرته د پورونو او بانکي ضمانت ليکونو اسانتياوې برابرې کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکيو د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال په ټوليزه توګه د ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې ١٥٠ ميليونه يې د غاليو په برخه کې و.

په نننۍ ناسته کې يو شمېر سوداګرو، د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمه ګيلاني او د ولسمشر ارشد وزير هدايت الله امين ارسلا هم ونډه لرله.

د تنوير د چارواکي د معلوماتو له مخې، دې شرکت په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې په لندن او دوبۍ کې فعاليت پيل کړى او له ٢٠٠٨ کال راهيسې په افغانستان کې د کرنې، اوبو او برېښنا او سوداګرۍ په برخو کې فعاليت لري.

[u:8d1918aafc]د نغلو د بريښنا کوټ د رغولو چارې پاى ته ورسيدې[/u:8d1918aafc]

جلال آباد ( پژواک ١٣ تله ٨٩ ):د نړيوال بانک د ٣٢ ميليونه ډالرو په مالي لګښت د نغلو بريښنا کوټ د څلورو توربينونو د رغولو چارې د يوې روسي کمپنۍ لخوا بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

داوبو او انرژۍ وزير اسماعيل خان د تلې په ١٣مه،د نغلو بند د څلور توربينونو د پرانېستې په مراسمو کې پژواک خبرې اژنس ته وويل،چې د نغلو بريښنا بند د١٠٠ ميګا واټو د ظرفيت په درلودلو سره ٤٣ کاله وړاندې د يوې روسي کمپنۍ له لورې جوړ شوى دى.

د نوموړي په وينا،د يادو څلورو توربينونو د رغولو چارې د نړيوال بانک د ٣٢ ميليون ډالرو په مالي لګښت د روسي هېواد د Techno pro mexportکمپنۍ لخوا په څلور کالو کې بشپړې شوې.

هغه وويل، چې دغه توربينونه به تر راتلونکيو شلو کلونو پورې په برياليتوب سره فعاليت کوي او د سل ميګا واټو بريښنا د توليد وړتيا به ولري.

د بريښنا وزير وويل، چې نن يې د ننګرهار د درونټې بند يو توربين هم د (USAID) د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې د اته ميليون ډالرو په مالي لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپاره .

د اسماعيل خان په وينا،په راتلونکيو ١٥ ورځو کې به جلال اباد او مهترلام ښارونه ته د٣٢ ميګا واټه بريښنا مزو د غځولو چارې هم پيل شي، چې د روان کال تر پايه به د نغلو بريښنا يادو دواړو ښارونو ته وليږدول شي.

هغه وويل، چې لغمان ته به له ننګرهار سب سټيشن څخه ١٦ ميګاواټه بريښنا ورکړل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، درې کاله وروسته به د ننګرهار د بريښنا کچه ٦٤ ميګا واټه لوړه کړي، چې په هغه وخت کې به د کابل ښار لپاره بريښنا بشپړه شوي وي اود نغلو بريښنا به ختيځو ولايتونو ته وليږدول شي.

د بريښنا وزير وويل،چې د ننګرهار د ګمبيري دبريښنا د بندد سروې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به يې د جوړولو د چارې بل پړاو پيل شي.

هغه وويل،چې دکامې د بريښنا بند د سروې پروژه هم بشپړيدونکي ده.


shokoor
08.11.2010

[color=blue:f6bff4f2ef]جرمني له افغانستان سره ۵۲ میلیونو ایرو مرسته وکړه [/color:f6bff4f2ef]

د افغانستان د مالیی وزارت د معلوماتو له مخې د دغو دوو تړونونو پر بنسټ، چې کومه نقدي مرسته افغانستان ته ورکولاې کیږي له هغې نه به د هېواد په شمال کې د زیربناو په جوړولو او د کلیوالي پروژو په پلي کولو کې کار واخیستلای شي.

له افغانستان سره د جرمني د دغه دوو پنځوسو میلیونو ایرو د مرستې تړونونه د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د جرمني د پراختیایي بانک د مسؤل او د افغانستان د مالیي د وزیر ترمنځ لاسلیک شول.

د مالیی وزیرعمر زاخیلوال د دغو مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل، چې د دغو مرستو یوه برخه به یي د افغانستان د بیارغونې د اماناتو صندوق ته هم استولې کیږي:

(لومړنی تړون چې د ۲۲ میلیونه ایرو ارزښت لري دا په شمال کې په ۵ ولایتونو کې بدخشان،بغلان،تخار،کندز او بلخ کې به په زیر بنايي پروژو باندې مصرفیږي.

دوهم تړون د ۳۰ میلیونو ایرو په ارزښت په دې کې به ۱۰ میلیونه یورو د ملي پیوستون پروګرام ته ورکول کیږي،۵ میلیونه ایرو به په کلیو او ولسوالیو کې د سرکونو په پروګرام باندې به مصرفیږي او ۱۵ میلیونه ایرو به د دولت په اختیار کې وي.)

ښاغلي زاخیلوال وویل، چې د بیارغونې دا پروژې په راتلونکې کال کې پیلیږي، چې په هغو کې د سړکونو، د اوبو رسولو او د نورو زیربنایی پروژو بیارغول هم شامل دي.

په افغانستان کې د جرمني د پراختیایی بانک مسؤل کلاوسن بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې دوي به دا مرسته په روانه میاشت کې د افغانستان د بیارغونې د اماناتو صندوق ته وسپاري:

(د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق په اړه باید ووایم کله، چې موږ فرانکفورټ ته ورستنیږو نو د نړېوال بانک له چارواکو سره به اړیکه ټینګه کړو او هڅه به وکړو، چې ټولې پیسې دغه صندوق ته انتقال کړو، البته دا کار به په نومبر میاشت کې وشي، چې زما په نظر ډیر ژر دې.)

جرمني یو له هغو اروپایی هېوادونو څخه دې، چې په افغانستان کې نه یوازې د بیارغونې په برخه کې کار کوي، بلکه د امنیت په ساتلو کې هم پراخه ونډه لري او همدا اوس یي له څلورو زرو نه زیات سرتېري د افغانستان په شمال کې میشت دي.

[color=blue:f6bff4f2ef]په سمنگانو کې دزعفرانو دکرکېلې پروژه پيل شوه[/color:f6bff4f2ef]

په سمنگانو ولايت کې د لومړي ځل لپاره دزغفرانو دکرکېلې پروژه پيل شوه په سمنګانو ولايت کې دسره صليب دنړيوالې کميټې مسوول ميراقا چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبري کولي وويل : دغه پروژه دسره صليب دنړيوالې کميټې په مالي مرسته ددوه جريبه ځمکې په ساحه کې پيل شوې ده اودزعفرانو څلور ټنه پياز چې له هرات ولايت څخه پيرودل شوي دي او دسرپل ، سمنگانو ،بلخ او فارياب دولايتونو په بزګرانوباندې ويشل شوي دي . د ه ويلي دي دهيواد دشمالي ولايتونو په بزګرانو باندې دزعفرانو دپياز دويشلو هدف دکم ځمکو بزګرانو داقتصادي کچې لوړول دي او کرکېله يې ډيره اسانه او حاصلات يې دنورو بوټو په پرتله زيات دي . دده دڅرگندونوله مخې همدا اوس دايبکو ښار په اتو تنو بزگرانو باندې دغه مواد ويشل شوي دي چې په يو جريب ځمکه کې دزعفرانو نيم ټنه پياز کرل کېږي . دده دڅرگندونوله مخې : بزگران په لومړي کال کې له يو جريب ځمکې څخه له دوه سوه څخه تردرې سوه کرامو پوري دزعفرانوحاصل ترلاسه کوي او حاصل ورکول يې تراوو کلونو پوري دوام کوي. ددغي کميټې مسوول وايي دافغانستان زعفران دنړۍ دهيوادونو په کچه په لوړه درجه کې دي اوپه افغانستان کې يو کېلو يې په درې زره پنځه سوه ډالره اوپه بهرنيو بازارونو کې په اته زره ډالره پلورل کېږي . دسمنګانو ولايت دکرنې رياست مرستيال نورمحمد په دې باب وويل دهغي سروي له مخې چې ترسره شوې ده ددغه ولايت هوادزعفرانو دروزنې لپاره ښه ده اوپه راتلوونکې کې ددغه ولايت بزگران کولاى شي له کرکېلي څخه يې زيات حاصل ترلاسه کړي . دايبکوښاريو بزګر دباختراژانس خبريال ته وويل دزعفرانو عوايد ښه دي اوبزگران هم غواړي چې زعفران وکري


mehman
23.11.2010

[color=blue:9de9695a57]در افغانستان و تاجکستان کار اتصال شبکه های انرژی برق جریان دارد[/color:9de9695a57]

در هفته گذشته در خاک تاجکستان کار اعمار لین انتقال برق به طول 116 کیلومتر و طاقت 220 کیلوات تکمیل گردید. تکمیل امور ساختمانی جز کار بالای پروژه منطقوی در باره توحید لین انتقال انرژی برق افغانستان و تاجکستان می باشد.

ارزش مجموعی سرمایه گذاری پروژه را مبلغ 109,5 میلون دالر تشکیل میدهد. از این مبلغ 55,5 میلیون دالر جهت انکشاف بخش شبکه منطقوی افغانستان تخصیص داده شده است. کارها را بانک اسیایی انکشاف و کمپنی سهامی "برق تاجک"، بانک ااسلامی انکشاف و همچنان فوند اوپیک تمویل میکنند.

جاجی تاکشی نماینده دایمی بانک اسیایی انکشاف در تاجکستان در مورد جزئیات پروژه انرژی چنین معلومات داد: " جز اساسی پروژه اعمار لین دو خطه برق 220 کیلوات می باشد که فابریکه برق ابی سنگ توده – 1 در تاجکستان را با شهر شیرخان بندر – قندوز – بغلان – پلخمری و بالاخره با کابل در افغانستان وصل میکند".

طول لین دوخطه انتقال برق در خاک افغانستان به 159 کیلومتر میرسد. در حال حاضر کار تمدید لین انتقال برق در منطقه سرحد تاجکستان تا شهر پلخمری، مرکز ولایت بغلان، جریان دارد. از جمله 583 پایه برق که مطابق پروژه در قست افغانی باید نصب گردند، همین اکنون 200 پایه نصب شده و برای 175 پایه کار ریختن تهداب انجام شده است.

تحقق این پروژه به اساس انکشاف شبکه اقتصادی و صنعتی منطقه، بهبود زندگی مردم محلی و همچنان تحکیم روابط اقتصادی بین افغانستان و تاجکستان مبدل خواهد گشت.
http://www.farsi.ru/doc/3364.html


mehman
06.12.2010

[color=blue:4fa7ec1fb7]كمك 158 ميليون دالري آمريكا براي فابريكه كود برق مزار شريف [/color:4fa7ec1fb7]

/6.12.2010

سفارت آمريكا در افغانستان در نظر دارد تا فابريكه كود برق مزارشريف كه توسط اتحاد شوري ساخته شده بود را به هزينه 158 ميليون دالر آمريكايي از كمك هاي بدون باز پرداخت خويش دو باره سازي نمايد.

كرستون كولمن مشاور بخش زراعت سفارت آمريكا در افغانستان عین بازديد از فابريكه كود و برق مزار شريف به رسانه هاي گفت سفارت آمريكا در افغانستان ميخواهد اين فابريكات را در مراحل مختلف كه حدوداً بيش از دو سال را در بر خواهد گرفت بازسازي نمايد.

وي هدف بازسازي اين فابريكات را كمك بر كشاورزان و خود كفايي افغانستان از طريق زراعت عنوان كرده افزود آمريكا با بازسازي زيربناي اقتصادي افغانستان زمينه خوب كاري براي مردم و توليدات كود هاي كيمياوي،شيميايي و برق را در سطح ولايات شمال افغانستان افزايش ميدهد.

انجنير پيوند رئيس فابريكات كود و برق مزار شريف نيز ميگويد، از شش ماه بدين سو ايالات متحده آمريكا توجه جدي بر اين فابريكات داشته و بازسازي آن ميتواند سطح توليدات كود شيميايي را تا 105000 تن در سال بالا ببرد كه در اينصورت افغانستان نياز بر وارد كردن كود هاي زراعتي از ساير كشور ها را ندارد . وي به رسانه های محلی گفت ، اگر اين فابريكات بازسازي درست گردد تولدات برق آن به 46 ميگاوات در ساعت ميرسد كه 11 ميگاوات آن در فابريكات كود و برق ضرورت است و باقي آن ميتواند نيازمندي هاي شهر مزار شريف تا حدي مرفوع كند .

رئيس كود برق مزار شريف همچنان گفت براي بازسازي بخش هاي مختلف اين فابريكات به 173 ميليون دالر نياز است كه 158 ميليون آن را امريكا پرداخت مينمايد و باقي آن كه 15 ميليون دالر ميشود از بودجه انكشافي دولت افغانستان پرداخت ميگردد .

گفته ميشود كه ايجاد ذخيره گازي در ولايت جوزجان ، بازسازی فابريكات كود و برق و اعمار لوله گاز از شهر شبرغان الي كود و برق مزار شريف به طول 85 كيلو متر جزي پروسه بازسازي اين فابريكات خواهد بود.

در عین حال، برخی ناظرین بازسازی این فابریکه را بدون همکاری متخصصین روسی کار مشکل خوانده اند
http://www.farsi.ru/doc/3409.html


Lotfollah
12.12.2010

[color=blue:4583f6fc38]دعينکو دمسو په کان کې دراايستلو لپاره عملي مقدماتي کارونه به ونه ځنډول شي[/color:4583f6fc38]
http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=15421

دعينکو دمسو دکان پروژې مقدماتي عملي پراختيايي او پرمختيايي کارونه به ونه ځنډول شي اوکاريې دبرابرشوي پروګرام اودلاسليک شوي تړون دموادو له مخې ترسره کيږي . دکانونو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره دباختر اطلاعاتي اژانس ته ويلي دي دعينکو په ساحه کې دضنمي پروژو دتطبيق بهير اوعملي پرمختيايي اوپرمختيايي مقدماتي کارونه دوام لري او تراوسه پوړري د ٧١٣/٥ ميلونه مربع متره ځمکي ساحه له ماينونوڅخه پاکه شوې ده اود ٦١٥٢٣٧٨ مربع متره په مساحت ځمکه نوي ساحي دماين پاکولو په مقصد تثبيت شوي دي ساحي دزيرمو دتثبيت په خاطر په بيلابيلو ژورتياو کيندل شوي او ٢٢٢ نموني د١٦٣٧ کيلوګرامو په حجم دتجزيې په خاطر چين ته ليږل شوي دي.

دکان دحلقوي سړک دپخولو کار چې اولس کيلومتره دي پيل شوي دي داوسپنې پټلې د جوړولو دلومړني تخنيکي سروي څيړنې بشپړي اود اقتصادي اوتخنيکي پلوه وروستيو څيړنو ته چمتو دي دانرژي دلومړينو موادو دتامين لپاره دتفحص اوپلټنې په مقصد دباميانو ولايت دکليج او اشپشتي په ساحو د ٤٠٠ ميګاواټو په ظرفيت دحرارتي بريښنا دفابريکي د جوړولو په مقصد د ٨٦٥ مربع کيلومتره ځمکي په مساحت ام سي سي کمپني پوري اړونده قرارګاه دمرکزي بيزکار اوافعان ماهرانو پوري اړوند قرارګاه بشپړه شوې ده داوبورسولو دسيستم کار چې دخوشحال مينې له ويالي څخه چې اولسم اونولسم لمبرڅاګانې پکي موقعيت لري او ام سي سي ترمرکزي بيز اونورو تاسيساتو پوري دنلونو دغځولو کار پيل شوي دي.

دغه وزارت دفرهنګي ميراثونو دساتنې لپاره دانديښنو دکمولو په مقصد هم لرغونپوهانو ته لازمي اسانتياوي برابري کړي دي چې وکولاى شي په لازمي ډول خپلې څيړنې ترسره کړي په همدي مقصد ددغه وزارت مشرتابه داطلاعاتو او فرهنگ له وزارت سره هم دهمکاري تفاهم ليک لاسليک کړي دي. ددغه تفاهم ليک له مخې دعينکو دکان راايستل ددغې ساحي لرغونو اثارو ته چې په کوچني سيمه کې دي زيان نه رسوي او دواړه وزارتونه به دبودايي ددريو سترو تاريخي اثارو او فرهنکي ميراثونو دخوندي ليږدونې په مقصد لازم اقدامات وکړي. له يوکال را په دې خوا دعينکو مس په محدوده ساحه کې استوپي او څو منقول اثار ترلاسه شوي يو شمير يې کابل ته ليږدول شوي دي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هم ددغو اثارو دساتنې په خاطر دلوگر په ولايت کې دعينکو په نامه ديوموزيم جوړول په پام کې لري .او دکانونو وزارت به له خپلې همکاري څخه ډډه ونه کړي . داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين هم په دې برخه کې ددغو دوو وزارتونو دهمغږي له امله دمننې په ترڅ کې په دې باور دي چې ددغې ساحي تاريخي اوفرهنګي ميراثونه په ښه ډول وڅيړل شي او وساتل شي. ديادونې وړ ده چې له بده مرغه په هيواد کې دبي ثباتي په وخت کې دغه ساحه دلرغونو اثارو دقاچاق وړونکو له خوا لوټه اوويجاړه شوې وه.

په لوګرولايت کې ‌ځيني جيولوجيکي محاسبات اوتخنيکي څيړنې ښيې چې دعينکو ساحه په نړۍ کې دنه ايستل شويو مسو دزيرمو ستره ساحه ده او دمسو دشتون ظرفيت پکي د٣/٢ په فيصدي سره ٢٥٠ مليونه ټنه او دنننۍ بيې په پام کې نيولوسره دمسو ټول ارزښت يې په نړيوالو بازارونو يعني يو ټن په ٧٧٣٢ امريکايي ډالره دي چې ټول يي ٤٣ مليارده ډالره اټکليږي. د ام سي سي په دغې پروژې اوپه هغې پوري په اړوندو بنسټونو کې د ٤٠٠ ميګاواټو په ظرفيت دبريښنا دتوليد ددستگاه اوپه افغانستان کي داوسپنې پټلۍ د جوړولو په برخو کې ٥ مليارده ډالره پانګه اچولې ده اوله دې پلوه هرکال څه ناڅه ٣٠٠ مليونه ډالره ددولت عوايد اودافغانستان اقتصادته دپروژي ټوله ونډه به په کال کې يو اعشاريه دوه مليارده ډالره وي.


Lotfollah
13.12.2010

[color=blue:a79f84a90b]دګاز و دنل ليکي دتمديدولو پروژه دسيمې خلک نږدي کوي[/color:a79f84a90b]

http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=15520

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير وايي دافغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان دګازو دنل ليکي د غځولو دموافقه ليک لاس ليک دسيمې دخلکو په نږدي کولو او دتروريزم سره دمبارزې په لاره کې مثبتې اغيزې لري .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير وايي دافغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان دګازو دنل ليکي د غځولو دموافقه ليک لاس ليک دسيمې دخلکو په نږدي کولو او دتروريزم سره دمبارزې په لاره کې مثبتې اغيزې لري . دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ، دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول چې نن يي دکانونو له وزير وحيد الله شهراني سره په کابل کې په يومطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولي څرګنده کړه . دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول دافغانستان له لاري هند او پاکستان ته دترکمنستان دګازو د ليږدونې نل ليکي دغځولو د موافقه ليک لاسليک کول دسيمه ئيزو همکاريو دپراختيا په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله ده وويل دغه تړون دسيمې دهيوادونو دخلکو باور زياتوي دکانونو وزير وحيد الله شهراني ددغې پروژې د تخنيکي مسئلو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او وي ويل چې دغه نل ليک د يو زرو اووه سوه پنځه ديرشو(۱۷۳۵) کيلو مترو په اوږدوالي غځول چې ٢٠٠ کيلو متره يي دترکمنستان په خاوره کې اووه سوه پنځه ديرش(۷۳۵) کيلو متره يي دافغانستان په خاوره کې او اته سوه(۸۰۰) کيلو متره يي دپاکستان په خاوره او نور يي دهند په خاوره کي غځول کيږي او دغه تفاهم ليک دديرشو کلونو لپاره اعتبار لري . دکانونو وزير وويل دګازو د ليږدونې ددغې نل ليکي په غځولو سره افغانستان په کال کې پنځه اعشاريه يوولس(۵،۱۱) مليارده مکعب متره ګاز ، پاکستان او هند هر يو ديارلس اعشاريه اته (۱۳،۸)مليارده مکعب متره ګاز ترلاسه کوي ددغې پروژي کار به په ٢٠١٢ کال کې پيل او تر ٢٠١٤ کال پوري بشپړ شي او لګښت يي چې څه ناڅه اته ۸ مليارده ډالره کيږي داسيايي پرمختيايي بانک له خوا و رکول کيږي دکانونو وزير زياته کړه په افغانستان کې ددغې پروژې دامنيت دتامينولو لپاره په ملي پوليسو سربيره اووه زره تنه نور سرتيري هم ګومارل کيږي او دکورنيو چارو وزارت دنل ليکي دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري ده زياته کړه دګازو دپيرودنې او پلورني بيه تراوسه نه ده ټاکل شوي او خبرې ورباندې رواني دي .

[color=blue:a79f84a90b] تر دريو کلونو پورې دهيواد په اتباعو الکترونيکي تذکري ويشل کيږي[/color:a79f84a90b]
http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=15523

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت نن دالکترونيکي تذکرو دپروژي دپيل اعلام وکړ .
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت نن دالکترونيکي تذکرو دپروژي دپيل اعلام وکړ . ددغه وزارت دمقاماتو د څرګندونو له مخې افغانستان په سيمه کې يواځني هيواد دي چې دغه تذکري په اتباعويي ويشل کيږي دباختر داطﻻعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه تذکري چې په راتلونکي کې به وويشل شي د پرمختللو تخنيکي وسايلو دتذکري د خاوند دګوټي په نښه ، عکس او سترګو چاپيږي . دمخابراتو او معلوماتي تکالوژي وزارت سرپرست انجنير امير زي سنګين ددغې پروژي دلاس ليک کولو په مراسمو کې وويل دغه تذکري دافغانستان خلکو ته زياتي اسانتياوي برابروي او د الکترونيکي تذکرو دتطبيق او ويشلو ټوله بيه يو سلو يو اعشاريه پنځه مليونه ډالره کيږي چې ددولت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي دده د دڅرګندونو له مخې دغه پروژه په دريو پړاونوکې اجرا کيږي چې له اتو مياشتو وروسته به په کابل ښار کي دهغه ويشل پيل شي او په دويم پړاو کې ديو کال په بهير کې دهيواد په پنځلسو ولايتونوکې تطبيقيږي . او دريم پړاو به يي په شپاړسو مياشتو کې دهيواد اتلس ولايتونه به تر دعملي پوښښ لاندي ونيسي چې په ټوليز ډول په دريو کلونوکې به دهيواد ټول وګړي ورڅخه ګټه واخلي په داوطلبي کې ددغې پروژي اجرا کول د جي تي ار په کمپني پورې اړه پيداکوي چې نن دهغه دتطبيق تړون دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي په وزارت کې په داسي حال کې چې دکورنيو چارو او عدليې وزير ان حاضر و لاسليک شو .

[color=blue:a79f84a90b]شهروندان افغانستان صاحب شناسنامه‌های الکترونیک می‌شوند[/color:a79f84a90b]
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/12/101212_k02-afghan-citizens-electronic-idcards.shtml

دولت افغانستان اعلام کرده است که قصد دارد که به عنوان نخستین کشور در منطقه به شهروندان خود شناسنامه های الکترونیک بدهد.

امیرزی سنگین، سرپرست وزارت مخابرات افغانستان به خبرنگاران گفت که توزیع این شناسنامه ها از هشت ماه بعد آغاز می شود و تا پنج سال آینده همه شهروندان دارای شناسنامه الکترونیک خواهند بود.

به گفته او، این شناسنامه ها مشخصات دقیق از جمله نشان انگشت و چشم صاحبان آنها را دربرخواهد داشت و امکان جعل و تقلب آن ناچیز خواهد بود.

آقای سنگین گفت: "یک نفر می تواند صرف یک کارت داشته باشد و اطلاعات دیگر در چیپ (کارت حافظه ای) که در کارت جاسازی شده است، ذخیره می شود."

سرپرست وزارت مخابرات گفت که پلیس دستگاه ویژه ای در اختیار خواهد داشت که به وسیله آن اطلاعات ذخیره شده در کارت حافظه شناسنامه های الکترونیک را می تواند بخواند.

مقامهای دولت افغانستان گفته اند که از این شناسنامه به عنوان کارت رای انتخاباتی، گذرنامه و گواهینامه رانندگی هم می شود استفاده کرد.

به گفته این مقامها، با توزیع این شناسنامه ها زمینه جعل و تقلب که در حال حاضر در استفاده از شناسنامه ملی، گواهینامه رانندگی، کارت رای دهندگان و موارد دیگر وجود دارد، تقریبا از بین خواهد رفت.

مقامهای دولت افغانستان می گویند که توزیع شناسنامه های الکترونیک به شهروندان، دولت را قادر می سازد که در باره جمعیت و شهروندان کشور اطلاعاتی دقیق داشته باشد و از ورود افراد خارجی به گونه غیرقانونی در کشور هم جلوگیری کند.

به گفته این مقامها، این امر به بهبود امنیت در کشور هم کمک خواهد کرد.

مقامها همچنین می گویند که ارائه خدمات به شهروندان هم پس از توزیع این شناسنامه ها بهبود و سرعت بیشتری خواهد یافت.

قرار بود شناسنامه های الکترونیک در سال گذشته و پیش از برگزاری انتخابات ریاست جمهوری توزیع شود، اما کمبود امکانات و بودجه باعث شد که این کار به سال آینده خورشیدی به تاخیر انداخته شود.

در کار تهیه این شناسنامه ها چند وزارتخانه دولت افغانستان، از جمله وزارت داخله (کشور)، مخابرات، مالیه (دارایی) و عدلیه (دادگستری) سهم دارند.

طرح توزیع شناسنامه های الکترونیک بیش از صد میلیون دلار هزینه بر می دارد و یک شرکت مخابراتی داخلی آن را اجرا خواهد کرد.

این شرکت مخابراتی "گراند تکنولوژی رسورس" نام دارد و سه شرکت مخابراتی کره ای، مالزیایی و آمریکایی با آن همکاری خواهند کرد.

[color=blue:a79f84a90b]دسلماد بريښنادبند کار په چټکې سره د وام لري[/color:a79f84a90b]

http://bakhtarnews.com.af/index.php?news=15103

په هرات ولايت کې دسلمابند دجوړولو کار په سلوکې اويا پرمختللي دي . د هرات ولايت داوبو دتنظيم رئيس فضل احمد ذاکري د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: همدا اوس څه دپاسه دوه سوه پنځوس هندي انجنيران او څه ناڅه پنځه سوه کورنۍ انجنيران په دې پرو ژه کې کارکوى چې ددغه بند په بشپړيدو سره به څه دپاسه اويا زره هکتاره ځمکه خړو به شي .. ده زيا ته کړه : دغه بند د څه دپاسه څلويشت ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفيت لري . سره له دې چې د هرات دولتي مقا ما تو ددغې پرو ژې لو مړنې لګښتو نه څه دپاسه اتيا مليو نه ډالره تثبيت کړي و، خود اوسنيو ستو نزو له ا مله يې لګښتو نه يو سلو اتيا مليو نو ډالروته زيات شوي دي . په هرات کې د هندو ستان جنرال قونسل دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل :هندوستان په خپلې ژمنې ولاړ دى او په سلوکې اويا ددغې پروژې د کار په بشپړولو سره هلې ځلې کوى ددغه بند کار د١٣٩٠ لمريز کال تر وروستيو پورې پاى ته ورسوي د هرات ولايت د او بو دتنظيم رياست دمعلو ما تو له مخې : دسلما داوبو دبريښنا بند د پنځه سوه پنځوس مترو په اوږد والي اود يوسلو اوومترو په لوړ والى جوړيږى چې د څه دپاسه پنځه سوه څوارلسو بليونو مکعب متره او بو ظرفيت به ولري


pattang
13.12.2010

[quote:b81652e47c]دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت نن دالکترونيکي تذکرو دپروژي دپيل اعلام وکړ[/quote:b81652e47c]

دا دجاهل زامن خو په خپله خبره هم نه پو هيږي او خره هم ورته خاندي !
اليکترو ني تذکرې څه مانا ? دا دجاهل ز امن خو داسې لوده او کيفي شيان
ليکي چې علم پرې شر ميږي٠

اليکتروني تذکرې نشته !!!!!!!!!!!!!!!!!!
خو د CIA اوا نتر پول لپاره به هغه زاړه د تذکرودسبت کتابونه له کتاب او کاغذه
لرې کوي او ددې په ځای به شخصي هويتونه او مدني حالتونه په DB
data base کې ساتي او هر اتباع به يو ه نمره لري چې هر چېرته به داشغالګرو
له خوا لوستل کيږي او دد دې سړي په هکله به ټول مالومات حاصليږي٠
دغه کار حقوقي بند دی خو اشغالګر او لاسپوڅي په خوار ملت هره مسخره کوي٠

دا دافغان اولس په درد نخوري ، يواځې داشغالګرو او د cia لپاره خدمت او
cia ته کاسه پاکي کوي .
افغان اولس د اشغالګرو وتل غواړې چې سوله منځ ته راشي ٠


mehman
19.12.2010

در سرحد افغانستان با ازبکستان عمارت نو گمرک افتتاح شد
/19.12.2010

در شهر بندری حیرتان ولایت بلخ افغانستان در تاریخ 18 دسمبر عمارت نو گمرک افتتاح شد. طوریکه رسانه های روسیه به نقل قول از نماینده ISAF اطلاع داده، گشایش این پروژه به تجارت متقابل بین افغانستان و ازبکستان مساعدت میکند.

عمارت جدید گمرک در نزدیک سرحد، در فاصله یک کیلومتری ستیشن راه اهن حیرتان، قرار دارد.

قبل از گشایش گمرک تاجران مجبور بودند مسایل مربوط به کالای تجارتی را در شهر مزارشریف، مرکز اداری ولایت بلخ حل نمایند.

قرار ارزیابی کارشناسان، تکمیل کار ساختمان اولین شاخه راه اهن حیرتان – مزارشریف، در ماهیت امر، وضع کاملاً جدید دورنمای اقتصادی را در منطقه بوجود می اورد.

قابل یاداوری است که کمپنی " راه های اهن ازبکستان" در ماه نوامبر سال 2010 کار ساختمان شاخه راه اهن حیرتان – مزارشریف را به طول 75 کیلومتر تکمیل نمود. بانک اسیایی انکشاف برای تمویل این پروژه مبلغ 129 میلیون دالر تخصیص داده بود.

http://www.farsi.ru/doc/3454.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more