نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Re: دا ډول دينی تبليغات د مشخصو کړيو د سياست له پاره ګټور دی!
و.افغان
16.02.2008
محترم دقدر وړ، مولانا حلیمي صاحب، ښاغلې محمد حسن، دروند ورور منلې صاحب، ښاغلې سلام، او دبحث نورو ګډونکوونکو ته په ګیډیو ګیډیو سلامونه، نیکې هیلې او پیرزوینې وړاندې کوم.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ښاغلې محمد حسن صاحب: تاسو په خپلې تفصیلي لیکنه کې ډیرې موضوعګانې رانغاړلې دي، چې کیداي شي هر یوه موضوع يي بیل بیل بحث ته اړتیا ولري.
لومړۍ باید دا ووایم چې: تاسو ځما ددې لاندینۍ پوښتنې ځواب نه دې کړې، او ما تاسو ددې پوښتنې په اړه پورته دیني ځواب درکړې وو، هغه ځکه چې لکه څنګه مې درته ویلي وو زه په دیالکتیک باندې ایمان نه لرم، او په خپل دغه معتقد باندی دیوه ملحد ملزمول هم صحي کار نه ګڼم، خو ستاسی دلیکنې څخه ظاهرا بریښې، چې دمحارمو دنکاح او نه نکاح ته تاسو ددیالکتیکي منظور څخه ګورۍ، او فکر کوۍ چې په دغه قضیه کې تغیرات ددیالکتیکي قوانینو په نتیجه کې رامینځ ته شوې، نو تاسی یو وار بیا لطف وکړۍ او ځمادغې لاندینۍ پوښتنې ته ځواب ووایۍ:
[quote:da41fdef59] زه خو په دیالتیک ایمان اوعقیده نه لرم، تاسو محمد حسن صاحب خو دمارکس ددیالکتیک څخه پوره دفاع کوۍ، نو له تاسو هیله کوم چې دغه مسئله تاسو ددیالکتیکي قوانینو له مخې واضحه کړۍ، سوال مې په کې دادې چې:
اوس وخت کې چې په ډیرو غربي دولتونو کې ورځ په ورځ دمحارمو سره زنا زیاتیږي، او اروپايي هیوادونو او امریکا يي ډيرې بیلګې لیدل کیږي، آیا دا هم ددیالتیکي حتمي قوانینو نتیجه ده؟؟
او که داسي وي، نو بیا دمحارمو سره زنا به یوه ښه کار وي،
ځکه چې ددیالکتیک له نظره هر څیز ښه طرف ته حتمي تطور کوي، او انتخاب همیشه داصلح لپاره وي. او که داسی نه ده؟؟؟،[/quote:da41fdef59]
بله دا چې ځمونږ موضوع دلته دمارکسیزم دالحادي فلسفې په اړه روانه وه، او ما دا ویلي وو، چې مارکس هم ملحد دۍ او هم يي فلسفه الحادي ده، ځکه چې هغه خپله ټوله الحادي فلسفه په یوې الحادي بنیاد او اساس ودرولې، که چیرې هغه اساس له مینځه لاړ شې نو ټوله فلسفه يي له مینځه ځي، هغه که اجتماعي جانب پورې اړه لري، او که سیاسي جانب پورې اړه، آو که اقتصادي جانب پورې اړه لري، او دغه الحادي اساس او قاعده ده چې هغه وايي: ماده له فکر څخه مخکې ده، (((په آینده کې به دفکر باره کې ښه تفصیلي لیکنه وکړم))) تاسو لیکلي:
[quote:da41fdef59] د خدای د موجوديت او د دين د حقانيت په اړه هغه په فایرباخ پسې په دې نظر دی چې ماده له ازله موجوده ده، او تر ابده به وجود ولری. دا نه چا رامنځته کړی او نه یې څوک له منځه وړای شی. د کائناتو دا جوړښت او په هغو کې يو او یابل ډول تغيرات پخپله د مادې او د هغو د مختلفو اجزاوو او اشکالو ترمنځ د فعل او انفعال نتيجه ده. له ماليکول او اتوم څخه نيولې بياد مادی تر لوړو، پيچلو او غټو اشکالو اولمريزو سيستمونو پورې ټول د مادې د خپلو داخلی خواصو او قوانينو په واسطه عيار شوی او چليږی. هر کله چې دا توازن خراب شی، د مادې د مختلفو اشکالو او سيستمونو ترمنځ په اړيکو کې بدلون راځی او دلته او يا هلته حالات تغير کوی.
دلته دا خبره لازمه ده چې مارکس هر هغه شی ته چې د انسان له مغز د باندې قرار لری، ماده وايی. [/quote:da41fdef59]
ښه محمد حسنه وروره: په خلص ډول دلته تاسو له ماسره موافق یاست چې مارکس ملحد وو یا ددغې الحادي نظريي قائل دی، پاتې شوه دطبیعي ظواهرو باره کې خبرې، دفعل او انفعال، او دسبب او متسبب خبرې هغه بیله موضوع ده، او اوږد تحلیل غواړې، او دمارکس نظریه په کې په جزئي ډول صحي ده، خو په استنتاج او سلیم تحليل کي خطا شوې دی.
که داختلاف نقطه لږه راتنګه او محدوده کړو، نو وبه وایو: چې تاسو غواړۍ دمارکس عقیدوي الحادي نظریه په ځاي پریږدۍ، ځکه چې پرته له الحاده بل څه په کې شتون نلري، او بیا غواړۍ چې له اقتصادي نظام څخه يي ګټه واخلۍ، ځکه چې دبردګۍ نظام له مینځه وړي، طبقاټي ټولنې ختموي، او یو مساویانه نظام رامینځ ته کوي.
خو ځما خبره بیا داده: اصلا کله چې تاسو دمارکس دغه الحادي عقیدوي اساس ونه مانه ، او بیا نوره اقتصادي، اجتماعي، او سیاسي فلسفه يي صحي او ګټوره بولۍ، نو تاسې غواړۍ چې په یوې وران شوې بنیاد باندې دیوال پورته کړۍ، او طبیعي خبره ده چې په وران شوې اساس باندې ددیوال پورته کولو به هیڅ توان پیدا نکړۍ، او نه دغسې دیوال ودریږي.
تاسو لیکلي دي:
[quote:da41fdef59] له دې او ډيرو نورو ليکنو د داسې ښکاری چې تاسې تر اوسه د فلسفې، سياست او حقوقی نظام ترمنځ حد نه ټاکې ا و همدا راز ددې ټولو فرق له دين سره نه کوئ. له همدې کبله تاسې ماټرياليسم، دياکتيک او نور فلسفی موضوعات له سوسيالیسم، فيوډاليسم، برده ګۍ ټولنيز – اقتصادی او سياسی نظامونه د سيکولاريسم له حقوقی سيستم سره ګډوی. دتاريخ په اوږدو کې او په تېره بيا په اوسنۍ زمانه کې د دين، فلسفې او مشخصو علومو د موضوعاتو او همدا راز د هغوی د تحقيق د ميتودونو ترمنځ بايد فرق په نظر کې ونيول شی. په غير له هغې څخه په کلياتو باندې خبرې کول نتيجه نه ورکوی. [/quote:da41fdef59]
په جزئي ډول سره زه ددغو ټولو څیزونو تر مینځ فرق کوم، او تنها نومونه يي ددې لپاره کفایت وکړې چې ددغو څیزونو تر مینځ فرق وشې، لیکن په عمومي ډول دغه ټول جزئیات دیوه کل لاندې راټولیږي، چې هغه کل دا قاعده ده: المادة قبل الفکر، والفکر نتاج المادة، یعنې دهیجل دفلسفي سرپه تلاق ودرول.
[color=white:da41fdef59]اوس ځما پوښتنه له تاسو داده چې آیا دمارکس اقتصادي فلسفه، دسیاسي نظام فلسفه، او اجتماعي فلسفه په هغه الحادي قاعدی (( ماده په فکر مخکې ده))) بنا ده او که نه ؟؟؟؟[/color:da41fdef59]
که په دغه الحادي قاعدې بنا شوې وي، نو طبیعي خبره ده چې هر کله دغه الحادي قاعده له مینځه لاړه شې، نو نوره فلسفه خپله له مینځه ځي.
او که تاسې وايۍ: چې نه، دمارکس اقتصادي فلسفه، او دسیاسي نظام فلسفه په دغې الحادي اساس بنا نه ده،
نو پوښتنه کوم، چې مارکس دغه ددیالکتیک حتمي قوانین له کومه مینځ ته راوړل؟؟؟
نه راستنیدونکې انقلاب يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟؟
دتاریخي مادیت او جبر فکر يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟
اقتصادي نظام، اوسیاسي دیکتاتوري نظام يي په څه بنا کړې دی؟؟؟
له تاسو هیله کیږي چې ددغو افکارو اصلي منبع او مصدر مونږ ته وښایاست؟؟
او که هر کله چې تاسو ددغو پورتنیو پوښتنو په صحي ځوابولو کې کامیاب شوۍ، نو بیا کولاي شۍ چې ووایۍ: امکان لري چې دانسان دخداي معتقد هم وي، او په عین حال کې مارکسي هم وي، په دې معنا چې دمارکس الحادي عقیدوي نظر نه مني، خو له اقتصادي، او سیاسي فلسفي څخه يي ګټه پورته کوي، البته دا خبره به یواځې دومره دلالت وکړي، چې دمارکس اقتصادي، او سیاسي فلسفې باندې تګ دخداي دموجودیت سره ټکراو نلري، خو دمسلمانکیدو لپاره بیا هم کفایت نه کوي، ځکه چې اسلام خپل عام نظام لري، اقتصادي نظام لري، چې داسلامي لويو محدودو اصولو په رڼا کې مینځ ته راځي، نو هغه څوک چې اسلامي نظام تر پښو لاندې کوي، او مارکسي نظام رامینځ ته کوي، بیا هم مسلمان نه شو.
ګوره ښاغلې محمد حسن صاحب:
زه شخصا دمارکس شخص پسې نه غږیږم، کیداي شې چې هغه خپلو ټولنیزو مشکلاتو او دردونو دیته مجبور کړې وي، چې دغه رنګ له عقله لیرې نظريي مینځ ته راوړي، لکه څرنګه چې ورته ښاغلي منلي صاحب اشاره کړې، خو هغه څه چې هغه نړۍ ته توښه کړل، پرته له تباهۍ او بربادۍ بل څه نه وو.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
تاسې ته نوې موضوع نه ده پاته. د مارکس د فلسفې د الحاد ٍثبوتول؟ دا څه مانا ورکوی؟[/quote:da41fdef59]
[color=blue:da41fdef59]بیخي صحي خبره مو کړې، ما ته هیڅ نه دي پاتې، ځکه چې دمارکس فلسفه دتاریخ ډیران ته لویدلې، خو ځینو لیکنو ته په دی مجبوریږم، [/color:da41fdef59]چې ځمونږ ځیني خواږه افغانان تر اوسه دفیل په غوږ کې اوده دي، او دمارکس دفلسفي شعارات يي په ويښه او خوب کې په غوږونو کې انګازي کوي، او ځانونه پرې نشه کوي، او مارکس ته دیوه ستر عالم او فیلسوف په سترګه ګوري.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
تاسې چې په ورکړل شوی لينک کې څه شی ليکلی، هغه د مارکس او د تاسې په ژبه د الحاد په ګټه دی، نه د اسلام. ستاسې دا ليکنه سوالونو ته ځواب نه، بلکې د تشويشونو او شکونو په راپيدا کولو کې مرسته کوی. [/quote:da41fdef59]
اوس وخت بدل دې، الحمد لله دعلم رڼا هر ځاي ته ځان رسولې دی، دومره په آسانه دچا ذهن ته دمارکس او انجلز ډیراني افکار لار نه شي پیدا کولې.
او ستاسو لپا خصیصا هغه لیکنه دلته را کاپی کوم:
[quote:da41fdef59] ډالۍ: دا لیکنه دافغانستان هغو کمیونستانو ته ډالۍ کوم، چې دخلکو دغولولو لپاره ناکام کوښښ کوي چې مارکسیزم او دخداي وجود دواړه په یوه وخت ثابت کړې، یا په بل عبارت چې وايي: چې مارکسیزم او پر خداي یا دین اعتراف کوم تضاد نه لري.
ځما ګرانو ورونو: زه به دې لیکنه کې تاسو د ځیني کمیونستي معتمدو کتابونو څخه خبرې را نقل کړم، او تاسې پرې فیصله وکړۍ:
غواړم چې دجورج بولیټرز، جيبیس، موریس کافین، له کتابو څخه دغه عبارتونه راواخلم، او دغه کتابونه دکمیونستۍ دپیژندنې لپاره مهم او اساسي کتابونه پیژندل شوي، چې مبتدئین او متخصصین ټول ترې استفاده کوي.
دجورج بولیټرز کتاب (دمارکسي فلسفې أصول) کوښښ کړې چې دمارکسی فلسفي ټول أصول په مختصر ډول په یوه کتاب کې راغونډ کړي، دا کتاب له نورو کتابونو ډیر مهم دې، ځکه چې دنورو کتابونو کې مارکسي اصولو تر څنګ دګوندونو، سیاسي پروګرامونو، دانقلابي تنظیم طبیعت او داسی نور مسائل ګډ شوي دي.
ځکه خو په دغه کتاب کې به مو دمارکسي فلسفې دپیشوایانو لکه مارکس، انجلز، ماوتچې تونګ، جوزیف ستالین، لینین او دداسی نورو ډیر اقتباسونه دمطالعي پر مهال تر سترګو کیږي.
په پورته یاد شوې کتاب کې یو وړوکې فصل شتون لري چې د دین څخه عموما اودخداي دوجود څخه خصوصا دمارکسیزم موقف ډیر ښه واضحوي، ددغه فصل نوم دې: (مارکسیت او دین).
او دغه وړوکې فصل د ۲۳۶ صفحي څخه نیولې تر ۲۴۵ صفحې پورې غزیدلې دې، ///دصیدا مکتبې چاپ، بیروت لبنان.
لومړۍ اقتباس:
دکتاب لیکوونکې وايي:
کومه چې مادي نظریه ده، نو مادې ته دهغې نظر، اودمادې داخلي ضروري ودې ته دهغې کتنه هغه مجبوروې چې په دې قائله شي چې دا نړۍ یا دا کون همیشه پاتې کیدونکې دی، او په خپل همیشنې تحولاتو او تغییراتو کې نهایت نه لري، او دا چې ماده فنا کیږي نه، اونه پیدا شوې ده.
دوهم اقتباس:
په دې کې هیڅ شک نشته چې دخداي فکره، دیني عواطف، او دیانت په نړۍ کې شتون لري، خو دغه څیزونه یو تفسیر ته ضرورت لري، او په ځاي ددی چې مونږ ووایو چې انسان یو الهي مخلوق دی، چې په خپل ذات کې الهي عنصر، او طبیعي عنصر جمع کوي، لکه څرنګه چې دمرګ او همیشوالې عنصرونه په دې دنیا او په آخرت کې جمع کوي،
پکار ده چې ووایو: خداي او دیانت دواړه یو انساني جوړ څیزونه دي، ځکه چې الهي عنصر دانسان لاس جوړ دې، او انسان دالهي عنصر لاس جوړ نه دې.
دریم اقتباس: بیا مارکسي عقیدې ددین دتفسیر لپاره وروستي عناصر مینځ ته راوړل، او دادې ددغه تفسیر مبادئ:
لومړۍ مبدأ: ددیانت لومړنۍ صورت، او همدارنګه روحاني مراسم، دطبیعي اواجتماعي اوښتونو مثالي یا میتافیزیقي بدائي تفسیر، او همدارنګه ددیانتونو هغه لوړ صورتونه چې په فلسفي، اخلاقو نظریاتو، او په روحاني مراسمو ولاړ دي، لکه لمونځ، اوتصوفي قربانۍ، دغه ټول څیزونه دیوه انساني حقیقي لاس جوړونې څخه تعبیر کوي:
او هغه دا چه: دانسانیت په شروع کې انسان ډیر عاجزه وو، دطبیعت په وړاندې عاجزه وو، دا هغه کمزورتیا وه چې دکمزورې انتاج ودې پورې يي تړاو لره، همدارنګه دغه انسان داجتماعي مظاهرو په وړاندې عاجزه وو، کوم چې په طبقاتي ظلم، دامید ورکیدا، او داجتماعي پوهې کمزورتیا پورې اړه لري .....
خو که چیرې دیانت مونږ ته دعملي ژوند دورکړل شوو څیزونو انځور کاږي، نو ضرور ددغه څیزونو سرچپه انځور کاږي.
دمثال په طور: دغه دیانت مونږ ته دخوبونو، او دهغه انسان دخواهشاتو انځور کاږي کوم چې دجهل ښکار شوې دی، نو بیا خداي دهغه لپاره لوړ بچوونکې شي، او تر هر څه کاملترین جوړ شي،
او هغه تناقض او تضادونه چې مونږ دخداي په فکره کې پیدا کړي، یواځې او یواځې دداخلي فکري تضادونو تعبیر کوي، کوم فکري تضادونه چې په پوره کمال، پوره پیژندنې، او پوره خوشالۍ کې انسان دخپل ځان لپاره جوړوي.
او دغه ټول فکرونه خیالي، میتافیزیکي فکرونه دې، چې دغه انسان په کې دخپل واقعي نړۍ، او خیالي غوښتنو، انځور ویني، کوم انځور چې هغه ته دهغه ناپوهې کاږي.
دویمه مبدأ: پکار ده چې ددین باره کې دڅیړنې یو بل اهم عامل هم وپیژنو، هغه دا چه هر کله دین له جهل او ناپوهۍ څخه ځیږیږي، نو په دې وخت کې دعلمي تفسیراتو ځاي خیالی تفسیرات نیسي، نو په واقع پټه کړي، او داوښتونو اوتغییراتو په حقیقی یا موضوعي تفسیر باندې پردې واچوي.
نو ددې په خاطر متدین شخص هر وخت دعلمي مبادئو ضد وي، او دغو علمي مبادئو ته دشیطان عمل وايي، ځکه چی هغه دیندراه په خپلو وهمونو باندې ډیر حریص وي، او په ټولنه کې استفاده جو طبقي کوښښ کوي چې دغه خاصیت استعمال کړي، تر څو خپله استفاده جويي له زیارکښو طبقو څخه پټه کړي، لکه څرنګه چې مو مخکې درس کې ورته اشاره وکړه، نو دغه استفاده جو طبقي دزیارکښو طبقو جمود او سلبیاتو ته ډیر ضرورت لري تر څو چې دهغوي ټکول همیشوالې پیدا کړي، همدا رنګه هغوي په حاجت کې دي چې سر ټیټ کړي او په شوې قضا او قدر باندې ایمان راوي.
دا له یوه اړخه، له بل اړخه پکار ده چې عام خلک دیوی بلې دنیا دخوشالیو په طرف وهڅول شي، او د همدې لپاره جنت ته دداخلیدو ارزو، او تسلي مینځ ته راشي، او دا دخلکو ته وویل شي، چې دغه ارزو او تسلي ستاسو دهغو قربانیو عوض دې، کومې چې تاسو په ځمکه تر سره کړي دي.
نو دلته عقیده واړول شي، او هغه خلکو چې دغو سختیو ته يي دیوه سخت مصیبت په سترګه کتل، هغه نظر يي په آخرت کې د خلاصیدو په امید بدل شي.
څلورم اقتباس: نو اوس پوه شو چې دیانت له لومړیو پیړیو څخه دیو فکري قوت په څیر استعمال شوې دی، تر څو نظام وساتي، او دا دیانت دخلکو لپاره نشه کوونکې آفیین دي، لکه څرنګه چې مارکس ویلي دي، سره له دې چې روشنفکرې حاکمې طبقي دهغو نظریاتو په یوی کلمې هم اعتقاد نه کوو، کوم نظریاتو چې هغوي په عامو طبقو باندې دتأثیر دهمیشه لپاره استخدامول.
پنځم اقتباس: له دې درس څخه په دې فکر ه ووځو، چې دا نړۍ مادي ده، او مادي دیالکتیکي عقیده ځمونږ په دې وخت کې یواځينۍ انقلابي عقیده ده.
نو هر کله چې دخداي فکره، او دروح فکره، یواځي یوه تشه فکره شي، او یواځې دپخواني انسان د رنګارنګ جهالتونو لپاره یو رمز شي، نو نشته هیڅ کله هیڅ یو لوي خلاصوونکې چې انسان خلاص کړي.نشته دانسان لپاره هغه څه چې هغه ييي غواړي مګر هغه کار چې دۍ خپله په دې دنیا کې ترسره کوي، او لاس ته يي راوړي. او مادي نظریه دا ښوونه ورښيي، چې نړۍ چې څنګه ده هماغسې ده، نړۍ په خپله صحيح وضعه کې ده، نه په سرچپه وضعه کې.
ځما محترمو ورڼو: د فریډریک انجلز له کتاب څخه ((انټي دوهرنګ، یا ضد دوهرنګ، ))) دغه خبره تاسو ته را اخلم.
نوموړې دخپل کتاب (ضد دوهرنګ، انجلز، دار التقدم،) په ۳۶۶ صفحه کي وايي:
بیشکه دین چې کوم دی، هر یو دین چې وي، دخلکو په ذهنونو کې یواځې دهغه بهرني قوتونو انعکاسي خیال دې کوم چې په هغوي باندې په روزمره ژوند کې تسلط او سیطره لري.دا یو داسې انعکاس دې چې په هغه کې ځمکنې قوتونه ځانته دغیر ځمکنې قوتونو شکل غوره کوي.
ځما محترمو وروڼو: دغه ځینې خبرې چې ما دمارکسیانو له کتابو څخه نقل کړې ددې په څیر په سلهاوو خبرې نوری هم شته دې چې ټولې يي ددغه قانون څخه نتیجه ګیرې کوي، او هغه داده : چې فکر دمادې څخه زیږیدلې دې، یا ماده له فکر څخه مخکې ده، او یا فکر او عقل دمادې په نتیجه کې مینځ ته راغلي دي، په دې معنا چې ماده یو ازلي ورکوونکې موجود دې، او فکر ددغه ازلي ورکوونکې موجود په نتیجه کې مینځ ته راغلې، او ددغې مادې انعکاس کوي، نو فکر دوهم ورکوونکې چې له دغه اول ورکوونکې څخه زیږدیدلی دی.
انجلز په یوه بل ځاي کې وايي: ددیانت اصول په څو محدودو جاهلو نظریاتو کې راټولیږي، کوم چې په همجي حالت کې مینځ ته راځي.
ګرانو ورونو: له پورتنیو خبرو څخه ښکاري چې هغوي الحاد ته دعوت کوي، او نه په رب، او نه په کوم دین اقرار کوي.
نو له دې وروسته چې څوک په یوه وخت کې دمارکسیت او دیانت دعوی لري،
یا خو دمارکسیت په اصولو جاهل دې، او یا هم درواغجن او منافق دې، ددې لپاره چې جاهل ځوانان دهغوي په ګنده پنجرو کې ورغورځیږي.
او که دا فرض کړو چې دغه سړې جاهل دي، او په جهل سره په یوه وخت کې دمارکسیت او دیانت دعوی لري، نو دغه ایمان هیڅکله هغه ته ګټه نه رسوي، ځکه چې دهغه دا نظر دی چی دمارکس دخداي جل جلاله تر شریعته بهتر دې،
بلکه لوي حماقت دادی چې ځیني له دوي څخه دا ګمان وکړي، چې یواځي دخداي په وجود باندې ایمان له هغوي څخه مسلمانان جوړوي، نو دا څرنګه مسلمان دې، چې دخداي شریعت په ځاي پریږدې، او دمارکس شریعت پری بهتر بولي، دا څنګه مسلمان دې چې دالله جل جلاله له امرونو څخه سرغړونه کوي، او دمارکس
شریعت ټکې په ټکې تطبیقوي.
محترمو وروڼو: په حقیقت کې ددې قاعدې چې فکر دمادي په نتیجه کې مینځ ته راغلې، او دالله جل جلاله وجود تر مینځ هیڅ توافق نشي راتلاي، او مارکس خپل ټول قوانین ددغې قاعدې په بنا ایښي، په دې معنا چې که چیرې دغه قاعده ماته شي نو دمارکس ټول اقتصادي، او سیاسي فلسفه له مینځه ځي، او له دی سقوط وروسته به دمارکسیت په اړه غږیدل هم صرف لیونتوب وي. [/quote:da41fdef59]
تاسو بیا لیکلي دي:
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
تاسې غواړی چې د داروين نظريات چې د ټولو نواقصو او
خاليګاوو سره سره د بيولوژی او جنيټيک د علم پر بنسټ را منځته شوې دی، په داسې مذهبی دلايلو او د هغوی خبره په (خيالی افسانو) ردکړی؟ د هغو د رد له پاره لومړی د جنيټيک علم ژور زده کړی او بيا د هغو د تجربو او نتيجو پر اساس ورته خپل د رد دلايل وليکي، چې د بې علمه، غيرمسلکی او عوامو ديندارانو د غولولو باعث نه، بلکې د مسلک د محققينو او عالمانو له پاره د منلو وړ وګرځی. . دا هم په نظر کې ولره چې تر اوسه پورې چا؟ د علم او جنیټیکی (وراثت) د اصولو پراساس د داروين نظريات رد کړی دی او که يې رد کړی دی نوڅنګه؟ د داروين نظريات چې د بيولوژی او وراثت د علم پر اساس بنا شوی دی، د همدې علم د زده کړی او تحقيق له لارې په ثبوت رسیدای شی. او ددې له پاره د همدې مشخص علم په ساحه کې لازمې پوهې ته اړتيا ده او بس. [/quote:da41fdef59]
نه ښاغلې محمد حسن صاحب: هیڅکله داسی نه ده، دداروین نظریه یوه افسانوي خیالي نظریه ده، دجنیټیکي یا وراثت علم سره هیڅ تعلق نه لري، هو: هغه ډیر کوښښ کړې، چې خپلې نظريي ته علمي رنګ ورکړي، او دبیالوژۍ او وراثت علم پورې يي په دروغو او بهتان سره وتړي، او خلکو ته يي داسی وړاندې کړي، چې ګواکی دغه نظریه له علمي تجریبي او تطبیقوي تجربو په نتیجه کې مینځ ته راغلې،
صحي ده چې زه په دغه علم کې متخصص نه یم، خو لیکن دوراثت دعلماوو په خبرو پوهیږم، ددی قرن او مخکیني قرن دوراثت علماوو ټولو یا آکثرو دداروین نظریه په قطعي دلائلو رد کړې، او غلطه يي بللې.
اګر چې دا یوه تفصیلي موضوع ده، خو زه تاسو ته چیلنج درکوم چې دا ما ته او نورو لوستونکو ته ثابته کړې چې داروین خپله دغه نظریه دجنیټکي علم دتطبیقي اوتجریبي کړنو په نتیجه کی مینځ ته راوړې، تاسو ما ته هغه دلائل ذکر کړۍ، البته عمومیات نه غواړم، یو یو دلیل غواړم چې دهغی په بنا داروین خپله نظریه وضع کړې، او زه تیار یم چې ښه دورورۍ په فضا کې ورباندې بحث وکړو.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
څو کاله ترمخه چې انسان د لومړی ځل له پاره سپوږمۍ ته ختلی ؤ، نو په مسجدو
کې ددې خبرې په کولو د هغو وخت مکتبيان تحقير او تکفير کيدل او ملايانو به ورته د (سبع سموات والارض) موضوع په مخکې نيولې وه او نه يې شوای منلای، چې څوک د د آسمان له مختلفو هوایی او فلزی طبقو تير او سپوږمۍ ته د وخيژی. مګر اوس يې موږ او تاسې وينو چې سرمايداران او تجاران ورته داسې هوايی ميدانونه جوړوی، چې خلک د مخصوصو «الوتکو » په واسطه د تفريح له پاره سپوږمۍ او حتی نورو سيارو ته پورته کړي. [/quote:da41fdef59]
تاسو ته خپله معلومه ده، چې ځمونږ دوطن علما البته ټول نه، شل پنځه ویشت کاله په منطق او نحو او صرف کې تیروي، هغه وخت چې باید قرآن او حدیث له يي ورکړي نه يي ورکوي، زه هیڅکله دهغوي دمغلقو نظریو معتقد نه یم، او نه دهغوي دتشدداتو پلوي کوم، بلکه تر خپله وسعه يي ځپم، البته په وطن کې تیر شوې رژیمونه هم دهغوي ددغه عصري تخلف مسئول دي.
په اسلامي نړۍ کې ډیرو علماوو دا خبره ومنله، او ډیرو نورو علماوو دا خبره وکړه، چې دا ځمونږ تخصص نه دې، مونږ پرې پوهیږو نه،
هغوي هماغه وخت وویل: که چیرې سپوږمۍ دآسمان څخه لاندي وي، نو ورختل ممکن دي، او که چیرې سپوږمۍ په اسمان کې وي، نو بیا ورختل نا ممکن دي، او مونږ ته معلومات نشته، چې سپوږمۍ اسمان کې ده او که داسمان څخه لاندې ده، نو مونږ ددې خبرې نه تصديق کولاي شو ، او نه تکذیب.
او دا خبره حقه خبره ده، دیوه دیني عالم موقف دې همیش داسي وي، او ښکاره خبره ده چې سپوږمۍ داسمان څخه لاندې ده، نو ورختل ممکن دي، البته دیوه څیز او دیوه څيز نه تصدیق دواړه فرق سره لري، باید سره ګډ نه شي، که څوک سپوږمۍ ته ختل ممکن وبولي، خو لیکن تصدیق يي نه کړي، ځکه چې په خپلو سترګو يي نه ده لیدلې، او دبل چا په خبره اعتقاد نه کوي، نو دا کوم تخلف نه دی.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
نو که د داروين نظر د جنيټيک او بيالوژی د علم پر اساس رد نه شی، د تاسې په شان د هغې په ضد عاميانه، مسخره ای او بې دليله مخالفت هم کټ مټ په هغو وخت کې د همغو ملايانو له مخالفت سره مشابه دی. [/quote:da41fdef59]
دداروین نظریه هم دجنیټیک او بیالوژۍ له مخې مردوده ده، او هم دادیانو له مخې، دداروین نظریه یوه افسانه او دتاریخ ډیران ته ولاړه، اوسمهال دې ملحدین دنورو نظریو په تلاښ کې شي، ځکه چې دداروین نظريي سر وخوړ، او یوې مردارې بې ګټې مړې بویناکې جوسي ته ورته ده.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
وروره تا يوازې په دا مارکس پسې را اخيستی او يا د هسې کوم څوک د مارکس په ضد لمسوی. که تاسې د کفارو په ضد تبليغ هدف وی، له کمونستانو پرته نورکفار چې په اوس زمانه کې د افغانستان او اسلام له پاره تر کمونستانو ډیر خطرناک دی، هم وجود لری. که غواړې چې د اسلام او دين په دفاع کې خپل عقل پوخ او د پخوانيو عالمانو نظريات انتقاد کړی، په دې کې دې کوم پټ سياسی هدف نه وی او يا د نورو د مشخصو اهدافو له پاره کار نه کوې، نو بيا يې ولې له مارکس څخه را شروع کوی؟ دا خو تر مارکس له مخه او تر هغې وروسته هم ډیرو عالمانو، فيلسوفانو دين او په مشخصه توګه اسلام تر انتقاد لاندې نيولې دي. [/quote:da41fdef59]
نه مې څوک لمسوي، او نه مې یواځې مارکس پسې راخیستي، بلکه هر هغه چا پسې مې راخیستې چې ځما ددین دختمولو لپاره کولنګ په لاس راته ولاړ دی، زه یواځې دمارکس په ضد لیکل نه کوم، ځما نورې لیکنې که وګورې دنورو دښمنانو په ضد مې هم ډیرې لیکنې کړې، خو څنګه چې تاسو ته مارکس ډیر ګران او محترم دی، نو ځما هره لیکنه تاته دمارکس په ضد ښکاري.
زه هیڅ سیاسي هدف نلرم، زه یو متمدن مسلمان ځوان یم، او تر اوسه محصل یم، او دخپل دین او وطن درد مې دیته هڅوي چې دا لیکنې وکړم، اګر که دا ځما تخصص هم نه دې، ځما تخصص علم حدیث دې، او فی الحال په کې اکاډیمي بوختیاوي هم لرم، او په ډیری سختۍ ددی لیکنو لپاره دخپل وخت څخه څه ټوټه شکوم، او دلته لیکنې کوم.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
. نو دا بايد له ځانه وپوښتو چې ولې د ډيرو دينی مبلغينو خبرې
تر هرچا زياتی د مارکس په ضد دی؟ په داسې حال کې چې ډيرنور له مارکس څخه زيات د دين او اسلام په ضديت کې واقع کسان شته!
همداسې چې د مارکس ترمخه، همدا ډول د مارکس څخه وروسته او پخپله د ماکس په همزولو کې هم داسې ډير کسان شته چې له مارکس څخه زيات او په ډیر شدت او حدت يې دين رد کړی او د خدای له خدايۍ یې انکار کړی دی، ولې په هغو پسې دا د دين مبلغين څه نه وايی؟ [/quote:da41fdef59]
ددین علما او مبلغین په ټولو ګمراهانو پسې یو شان خبرې کوي، البته دکوم خطر چې ډیر زیات وي، دهغه دحقیقت ښکاره کولو لپاره به ډیر کوښښ کوي، سلمان رشدي دې او تسلیمه نسرین، او که نورې بلاوې دي، په پوره تفصیل سره په هغوي ردونه شوي، اګر که هغو ردونه ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیده، ځکه چې بطلان يي له لمر څخه زیات روښانه وو، خو ځینو ناپوهو مسلمانانو ته لازمه وه، چې په حقیقت يي پوه شي، او دغه ټول ملحدین او لادینیان دیوې کاسی سپي دي، هماغه یو رنګ ببولالې تکراروي، او په یوه باندې رد له ټولو باندې رد څخه کفایت کوي.
خو مارکس تر ټولو په دې خطرناک وو، چې هغه بیخي بل دین رامینځ ته کړ، چې عقیدوي، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، آوتاریخی جوانب يي لرل.
البته دمارکسي افکارو چې څومره اضرار وو، او څومره په ملیونهاوو مسلمانان يي قربانې شوه، ددغو اضرارو او مفاسدو لپاره یوه لیکنه بلکه یو کتاب هم نه کافي کیږي.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
چې د مارکس او مارکسيسم په ضد د دين او دينی مبلغينو تبليغ تر
هر څه له مخه سياسی جنبه لری چې د بورژاوزی نظام په خدمت کې ترې کار اخيستل کيږی. په اوس وخت کې د راديکالو دينی افراطيانو او بنيادګرو فاندمنتاليستی «ديندارو» عالمانو تبليغ ، یو سياسی ، هدف، وسيله او تبليغ دی چې د ځواک، واک ، پيسو او عیاشيو د امکاناتو د ترلاسه کولو او ساتلو په خاطر د عامه ديندارو ولسونو د غولولو له پاره له دينی او ايديولوژیکی وسيلی څخه کار اخيستل غواړی. په افغانستان کې له دې نامه څخه او تر دې پرده لاندې د افغانانو د نفاق او شقاق او په تېره بيا پخپله د پښتنو د ځواک او قدرت د پاشلو او د تودو ترمنځ د هغو د روشنفکری او مکتب خوانه قشر د تجريد او بې اعتباره کولو په لارکې ترې کار اخلی. [/quote:da41fdef59]
ښاغلي محمد حسن صاحب: په مارکسي او کمیونستي الحادي عقیدي باندی رد دعلماوو وجیبه او فرض ده، هر هغه ملحد او کافر چې ځمونږ دټولنی دین ختموي، او ددغه کار له مخې خپل نفوذ په مونږ قائموي، باید مونږ ټول يي مخی ته ودریږو، او دانتشار مخه يي ونیسو، دا به درسره ومنم چې کیداي شي دمارکسیانو په ضد دا دیني ردونه دمقابل جانب په ګټه تمامیږي، خو ته باید دا هم راسره ومنه چې دیهودي مارکس دنظریاتو منل او دهغو نه ردول، په وطن کې دیوه ګوډاکي، روسي، یهودي، او ملحد نظام ودرولو لپاره لار هوارول دي، لکه څنګه چې هوراه شوې وه.
که چیرې دافغانستان کمونستان په رښتیا په افغانستان کې دبردګۍ نظام ختمول غواړي، او یو عادلانه مساوي نظام راوستل غواړي، چې فقیر په کې وجود ونلري، نو دمارکسي قوانینو پرته په اسلامي کړنلاره هم ترسره کیداي شي.
په اسلام کې سود نشته، سود حرام دي، تر سود بله لويه ګناه نشته، نو که چیرې بنک هم قرضه ورکوي، دسود مقابل کې به يي نه ورکوي، دټولني ټول فقیران دغنیانو په مالونو کې فرض او واجب حق لري، چی هر کال باید فقیران دغنیانو له مال څخه څلویښتمه حصه لاس ته راوړي، او له زراعت څخه يي لسمه او یا شلمه برخه لاس ته راوړي، او دا دحکومت وجیبه ده چې دغه پیسې او مالونه په زور له غنیانو څخه واخلی ، حتی ولو که خبره جګړې ته هم ورسیږي، او که دا کار تر سره شي نو هیڅکله به یو فقیر دخپل حالت شکایت ونه کړي، په اسلامي کې همدارنګه ولسواکي شته دی، دیکتاتوري په کې نشته لکه څرنګه چې خلقیانو کې وه، ټول ولس حق لري چې خپل ولسمشر خپله وټاکې، ددې په خاطر چې څوک دیوه حریص پاچا دحرص قرباني نه شي.
مارکسیانو او کمیونستانو وطن ته پرته له خرابۍ او بربادې نور څه راوړل؟؟؟
کوم عدالت او انصاف يي مینځ ته راوړ؟؟؟
یوه قیصه راته په یادیږي چې وايي، دامریکا دکمونیزم حزب مشر دشوروي په وخت کې مسکو ته راغلې وو، نو په مسکو کې دهغه وخت وزیر خارجه نوموړۍ دکارګرانو دلیدلو لپاره یوې فابریکي ته بوته، کارګران خوشاله ښکاره کیدل، او له دغه امریکايي مشر څخه يي وپوښتل چې کله به امریکا کې شوروي انقلاب مینځّ ته راځي، نو هغه ورته وویل:
هر کله چې دامریکايي کاګرانو حالت ستاسو په شان شي.
مطلب دا چې هغوي پوري يي ریشخند ووهلو، په هغه وخت کې په امریکا کی دکارګرانو حالت دشوروي دکارګرانو تر حالت ډیر ښه او هوسا وو.
لکه څنګه چې منلي صاحب ویلي دي، چې مارکسي افکار یواځې یوه هڅه وه تر څو دهغه وخت یهود دډیر ذلیل حالت څخه وباسي او همداسي وشوهم .
دکمیونستې حکومت دراتګ سره ټولې لوي چوکیګانې یهودو ونیولې، او دمسکو ارتودوکسو ته يي سخت ګوذارونه ورکړل، بلک دغه انقلاب دیهودو په لاس تر سره شو، او په سر کي يي لوي یهودان: لینین، زینوفیف، کامینیف، تروتسکي، سفردلوف، وو.
څنګه چې لینین په چوکۍ کښیناست دوار له مخې يي اعلان وکړ: چې دیهودو سره دښمني قانونا حرامه ده، او هغه څو ک يي چي کوي مجازات کیږي به.
په یوه تقریر کې لینین وویل: اګر چې دیهودي دین خرافات دنورو ادیانو دخرافاتو څخه کم نه دي، خو لیکن یهود یو مظلوم ولس دې، یو مقهور ولس دې، ددې لپاره چې خپل سلب شوي حقوق لاس ته راوړي، باید په خپل دین کلک ودریږي.
په روسیه کي يي په مختلفو مؤسساتو کې یهودي لاسونه ته په پراخه پیمانه اجازه ورکړه................. نه غواړم چې خبره بل خوا ته لاړه اګر چې زما دمعلوماتو له مخې په دی موضوع کې (((یهودیت او دمسکو مارکسي انقلاب))) به کتابونه ولیکل شي، او که وخت وو، نو آینده لیکنو کې به ددې قضيي په اړه معلومات ولیکم.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
په پای کې: ښاغلی ساپی، ستاسې ليکنې تر هر بل د پښتون ضد او افغان
دښمنه تبليغ څخه زياتې اول پخپله د پښتنو او افغانانو ضد دی. ![/quote:da41fdef59]
نه داسی نه ده، زه په خپل وطن او دین مین یم، ترقي ورته غواړم، او دهغه وخت په انتظار یم چې ځما وطن دنړۍ دپیشرفته هیوادونوپه قطار کې ودریږي، البته تاسو چې کومه لار غوره کړې وه، غلطه وه، او تاریخ هم تاسی ته وښودله چې غلطه ده، او واقع هم شاهدي ورکړه چې غلطه ده، نو بیا ولې هغو زړو ببولالو پسې نښتي یاستۍ.
دمارکس فلسفی تاسو ته پرته له تباهۍ بله څه نه دي راوړي، آو نه به يي په آینده کې راوړي، که دوطن ترقي غواړۍ نو په ډیرو لارو کیږي، داسې لارې چې ځمونږ ددین او دملت دعنعناتو سره ټکړ نه کوي.
تاسو ملا دطالب او پیر دمرید مخکې بې عزته کړ، سره ددی چې دی کارته هیڅ ضرورت نه لیدل کیده،او نه هغوي دترقۍ مخې ته خنډ جوړیده، تاسو خپله دترقۍ په لار کې خنډ شوۍ، چې په پټه او ښکاره مو اسلام پسې راواخیسته، او وطن مو دتباهۍ سره مخ کړ.
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
تاسې يوازې د پښتنو د يوه قوی، روشنفکری ځواک (خلقيانو) پر ضدد دين د تبلیغ تر نامه لاندې، زهر شيندی. تاسې نور څوک نه يادوی، خو دا خلقيان بېچاره ګان چې همدا اوس په نظر او عمل کې له تا څخه ډير زيات د خپل قوم، وطن او کلتور په ساتلو کې نقش لوبوی او د پښتنو او ټولو افغانانو د ډيرو دښمنانو د سترګو اغزی او سترګې يې ترې سوځی، تاسې اول همدوی تر حملې لاندې نيولی. نور مو ټول هير دی اويايې پيژندل او تفکيک درته ګران دی، او که څنګه؟![/quote:da41fdef59]
روشنفکر یعني څه معنا؟؟
که روشنفکري په دې وي چې دمارکس الحادي فلسفه باندې لاړ شۍ، نو دا کار تر ټولو تیاره فکري ده، او تردې بله ظلمت فکري په ټول جهان کې نشته، روسیه خپله اوس ورو په پښو ودریږي، او دامکان څخه لیرې نه دې چې سره ددې لویو صدمو بیا نړۍ دیوه قوي حریف په توګه میدان ته راووزي، سره له دې چې هلته اوس کمونستي نظام ختم دی، کمونستي نظام چې څومره داقتصاد دپیاوړتیا دعوی لرلي، همغومره يي اقتصاد له پښو وغورځاوه.
تاسو خلقیانو ته څنګه بیچاره ګان وايۍ،
آیا دا ترننه روانه درپه درۍ باندې مو دومره په آسانه خاورې واوړلې، کومه چې دخلقیانو په برکت مونږ ته راورسیدله.
آیا دوه ملیونه شهیدان مو دومره زر هیر کړل، کوم چې ددی کمیونستي احمق سیاست له وجهيي دخاورې سره خاورې شول؟؟
آیا په میلونهاوو افغاني مهاجرونو دمهاجرت سختۍ، او مصیبتونو مو هیر کړل، کوم چې ددغه ګنده رژيم له لاس هغوي ته ورسیدلی..
ګوره وروره: دغو خلکو خو داسې اورونه بل کړل چې تر نن ورځي په کې مونږ سوځیږو، ددغه مردار رژیم څخه دظاهر شاه هغه دوره سل زره کرتې ښه وه، کومې ته چې تاسو توره ارتجاع ویله.
[color=white:da41fdef59]هو: که چیرې خلقیان په خپلو پخوانیو کړنو پښیماني ښکاره کړي، او له ټول ملت څخه بخښنه وغواړي، او ملت ورته بخښنه وکړي، نو بیا هم ددې افغانۍ ټولنې غړي دي، ځمونږ ورورنه دي، یوه نوې اسلامي لاره دې خپله کړي، له مارکسیزم څخه دې په ښکاره بیزاري اعلان کړي، او داخلاص توبه دې ترې وباسي، ، په انتخاباتو کې دې هم ګډون وکړي، او دخپل وطن خدمت دې شروع کړي، ددین او علماوو سپکاوۍ دې په ځاي پریږدي، او دوطن دترقۍ لار دې خپله کړي، ان شاء الله هیڅوک به ددوي مخې ته ونه دریږي.[/color:da41fdef59]
[quote:da41fdef59="Mohammad Hassan"]
نور به يې همدلته بس کړو!
بريالی او روغ اوسې![/quote:da41fdef59]
ښاغلي محمد حسن صاحب: که بس کوي يي او که استمرار ورکوي، تاسو پورې اړه لري، زه اراده لرم چې دغې خپلې موضوع ته نور وده هم ورکړم.
و.افغان
18.02.2008
یو بله ډالۍ
کمونستان وايي:
ماده په فکر مخکې ده، یا فکر دمادې پیداوار دی.
محترمو وروڼو:
دغه پوتنۍ وهم دکمیونستۍ دژرندې أساسي محور بلل کیږي، او په دغه پورتنې وهم کمیونستانو او مارکسیانو خپل ټول نور خیالي وهمونه بنا کړي دي، دوي وايي چي: ماده په وجود کې په فکر مخکې ده، او همدغه مادة ددې نړۍ دپیداکیدنې سبب ده، ماده ازلي ده، له مینځه نه ځي، ځکه نو انسان، حیوان، نباتات، او نور مخلوقات ددغې ازلي مادي پیداوار دي، او دخدايي فکري مخترع انسان دی، انسان هغه څوک دې چې نعوذ بالله خداي يي مینځ ته راوړې دی، انسان هغه څوک دې چې اخلاق، روحي مسائل، او دآخرت ژوند يي خلق کړی دی.
کمیونستان وايي: او هر کله چې ماده ازلي ده، نو بی له شکه ابدي ده، نه فنا کیږي، ځکه هغه څه چې شروع نلري، نو نهایت هم نلري.
نو ددغو خبرو په بنا ددې مادې چې ځمونږ سترګې پرې لګیږي تر شا بل څه وجود نلري، بلکه وهم او وهمونه دي.
ګرانو وروڼو: دغه مخکیني قاعده ((فکر دمادي پیداوار دی)) دکمیونستانو دټولي فلسفي اساسي محور دی، او هر کله چې دکمیونستانو مخالفین یعني په خداي ایمانلرونکي دا ثابته کړي، چې دغه فکر باطل دی، او ماده هیڅکله په فکر مخکې نه ده، نو دکمیونستۍ ټوله آبادي له مینځه ځي، او سره له تاداوونو ختمیږي، او ددغې فاشلې نظريي خاوندان ترې لاندې کیږي.
که ددغی دالحادي قاعدي دسقوط څخه وروسته بیا هم کمیونستان ددې کوښښ وکړي، چې خپل کمیونستي افکار و ته کومه بله لاره پیدا کړي، نو هیڅکله به دا توان پیدا نه کړي، مګرکه دمخکینۍ الحادي قاعدي دجوړوونکو په ټوټه شوو ، مات شوو او ختم شوو سرونو باندی يي دیوال پورته کړي.
ګرانو وروڼو:
فکر په دوه رنګه دی:
مخکینۍ فکر او وروستۍ فکر، یا دفیلسوفانو په ژبه: فاعل فکر، او منفعل فکر، او کمیونستان دخپل عادت له مخي په دغه دوه فکرونو کې دیوه فکر دثبوتولو څخه تښتي، او بل فکر ثابتوي.
کمیونستان دمخکني فکر او یافاعل فکر له اثبات څخه تښتي، او وروستۍ فکر یا منفعل فکر باندې يي ژامي ټینګې کړي، او معلومداره ده چې دوي داول فکر، یا مخکني فکر، یا فکر فاعل له اثبات څخه ولې تښتي؟؟؟
او ورستې فکر یا منفعل فکر باندی ولي ژامي ټینګوي؟؟
کمیونستان دفاعل ((کوونکي)) فکر څخه تښتي، ځکه چې که هغوي یوه لمحه ددغه فکر مخې ته ودریږي، نو هیڅکله په يي دهلاکت او تباهیو کندو یو قدم هم نه وو اخیستي، کومو کندو کې چې هغوي ځان تباه کړل، او نور ډیر خلک يي هم له ځانه سره برباد کړل.
او همدارنګه معلومداره ده چې ولي هغوي په وروستي فکر یا په منفعل فکر منګولې ولګولي، او ژامي يي پرې ټینګې کړي، ځکه چې په دغه کار سره هغوي دځان دشهوت او ګمراهۍ لپاره یو خوږ زین کړې آس پیدا کړ، تر څو يي درنګا رنګ نشو په حالت کې دشیطانانو پاچاهۍ ته او دهلاکت کور ته ورسوي.
هو: فکر دوه رنګه دی:
لمړنۍ فکر ((فکر فاعل))، او وروستۍ فکر ((فکر منفعل)).
کمیونستانو په فکر باندې دمادي دمخکیوالي لپاره په یو لړ شواهدو استدلال کوي، کوم شواهد چې ماده دپیدا کولو وروسته مینځ ته راوړي، لکه رنګا رنګ احساس، او مختلف هغه افکار چې دانسان په ذهن کې ګرځي.
او دغه افکار چې دانسان په ذهن کې ګرځي دا هغه وروستي افکار یا منفعله افکار دي چې دمادي له تصور څخه وروسته مینځ ته راځي.
کمیونستان دا وايي: چې دغه فکر، احساس، او مختلف مشاعر چې انساني ذهن ته راځي سبب يي ماده ده، او دطبیعي ظواهرو تصور دی.
کمیونستان په دغه استدلال کې له حقیقت څخه لیري شوي دي، اګر که دهغوي مصدر په دغه لاس ته راوړنې دواقع یو اړخ دی.
اوس مونږ شروع کوو، او دهغه واقع څخه دهغوي دفکر او دلیلونو بطلان ښکاره کوو، له کومې واقع څخه چې کمیونستانو یواځي فکر منفعل ثابت کړې، او په فکر فاعل يي سترګي پټي کړي دي.
له واقع څخه هغه شواهد چې دکمیونستانو دعوي باطلوي:
مثلا کله چې ځما دا پورتنۍ خبرې لولې، نو خبرې له کلمو جوړي دي، او هر کلمه بیا دلیکل شوو حرفونو څخه جوړه ده چې د دې انټرنټي پاڼې له پاسه انځور شوې او یا لیکل شوي دي، نو کله چې ته دې خبرو ته له دی منظوره وګوري نو خبرې رسم، تصویر، او انځوریزه ماده ده، همدارنګه په هغه کاغذ چې دا خبرې لیکل شوي دي، هغه هم یوه مرئي ماده ده چې په سترګو لیدل کیږي.
هر کله چې تاسو مثلا دا خبرې لولۍ، نو دا خبرې ستاسو په ذهن کې ضرور ځیني افکار راپاروي یا وایو چې ځيني افکار راپیدا کوي.
لیکن هغه افکار چې دغه کلمي او خبرې يي دلوستلو په حال کې ستا په ذهن کې راپاروي، دا یواځيني افکار نه دي چې دغه کلام پورې تعلق لري، ځکه چې هلته نور افکار هم وجود لري، چې دغه کلام یا خبرو پورې قوي تعلق لري.
نو هغه کوم افکار دي، یا کوم فکر دی؟؟
هغه فکر هغه فکر دی چې له کلام یا کلمي څخه مخکې مینځ ته راغلې دی، بلکه دغه کلام او خبرې دهغه مخکیني فکر په نتیجه کې مینځ ته راغلي دي.
همدارنګه هر ډول خبرې چې انسان يي لولي او دهغه په ذهن کې افکار پیدا کوي، اصلا هغه خبرې دیوه مخکیني فکر څخه مینځ ته راغلي دي، ځکه چې خبرې دا افکارو بهرنۍ سیورې دی، او هر کله چې مونږ خبرو ونکړو ، نو فکر یواځي دیو لړ مجردو نفسیاتو په شکل کې پاته شي، چې پرته له فکر کوونکې څخه پری نه څوک پوهیږي، او نه يي څوک حس کولاي شي.
نو هر كلام چې لوستل کیږي، او یا اوریدل کیږي، ددوه فکرونو تر مینځ واقع وي، یو هغه فکر چې له دغه کلام څخه مخکې واقع شوی وي، او دغه فکر فاعل یا فکر مخترع دی کوم چې کلام دهغه په نتیجه کې منځ ته راغلې، او هغه فکر فاعل يي مسبِّب دي, چی لومړۍ په انساني نفس کې وګرځیده، او ورپسي کلام مینځ ته راغۍ چې دهغه فکر څخه يي تعبیر وکړ.
او تر کلام وروسته نور انګازې او سیوري منځ ته راځي، چې هغه وروستي افکار دي، هغه افکار او مشاعر دي چې دغه کلام يي دلوستلو یا اوریدلو په وخت کې دلوستونکي او اوریدونکې په ذهن کې راپاڅوي.
دغه دوهم فکر ته فکر منفعل ویلي شي، چې کله دخوشالۍ مشاعر و په صورت کې ابراز وکړي، او کله دخفګان او نفستنګۍ دمشاعرو په صورت کې رامنځ ته شي.
د فکر دغه دوه ډوله له مادي سره مستقیمه رابطه لري، لیکن ددواړو رابطه له مادې سره مختلفه ده،
دمخکیني فکر یا فاعل فکر رابطه دمادې سره دسبب او مسبَّب ده، او که چیرې دغه فکر فاعل یا فکر سابق وجود نه لرلو، نو هیڅ ممکنه نه وه چی یا ماده منځ ته راغلي واي، او یا هغه آثار منځ ته راغلي واي کوم چې دمادي په نتیجه کې منځ ته راځي، چې له هغي څخه تعبیر په فکر لاحق یا وروستي فکر یا فکر منفعل سره کوو.
دفکر منفعل یا لاحق رابطه بیا دمادي سره دمسبّب او سبب ده.
نو معلومه خبره ده: چې فکر سابق (فکر فاعل) په سبب ماده وجود ته راغلي، او که چیرته دغه فکر فاعل وجود نه لرلاي ماده هیڅکله منځ ته نشوه راتلاي.
او فکر لاحق ((یا فکر منفعل)) بیا دمادي دوجود په سبب منځ ته راغلې، په دی معنا چې دا فکر له مادې سره انفعال کوي، او په نتیجه کې تصورات او مشاعر منځ ته راځي، ، نو که چیرې سابق فکر یا فکر فاعل وجود نه لرلاي نو دا فکر بیخي منځ ته نشو راتلاي.
نو معنا دا چې خپله ماده او فکر منفعل چې دمادي په سبب راپاریدلې، دواړه دفکر فاعل په نتیجه کې منځ ته راغلي دي، او دا فکر فاعل په دغو دواړو څیزونو مخکې دی، او که چیرې دغه فکر فاعل نه واي، نو نه به ماده وه او نه له مادي څخه منفعل افکار.
دډیر وضاحت لپاره دلاندینې مثال څخه کار اخلو:
که چیرې مونږ فکر فاعل (کوم چې په ماده مخکې دی)) ته د A رمز وټاکو.
او هغه ماده چې دهغه فکر فاعل په نتیجه کې منځ ته راغلې د B رمز وټاکو.
او هغه فکر لاحق یا فکر منفعل چې دمادي دتصور څخه راپاریدلې، هغه ته د C رمز وټاکو.
نو دې حال کی به د B او A علاقه او رابطه به دمعلول بعلته رابطه وي، او دمفعول بفاعله رابطه وي، او مسبب بسببه وي، په دې معنا چې A علت دي، او B يي معلول دی، A فاعل دی يي B مفعول دی، A سبب دی، B يي مسبب دی،
او معلومداره ده چې علت هر وخت په معلول مخکې وي، سبب هر وخت په مسبب مخکې وي، فاعل هر وخت په مفعول مخکې وي.
معلول تر هغي معلول نه وي تر څو چې علت پرې مخکې نشي، او همدارنګه مسبب او مفعول تر هغه مسبب او مفعول نه وي تر څو سبب او فاعل پرې مخکي نه وي، لکه څرنګه چې دقلم حرکت دلاس دحرکت په نتیجه کې منځ ته راځي.
نو B په وجود کې د A ممنونه ده، او د C رابطه له B سره داسې ده لکه څرنګه چې د B دای سره ده، رابطه دعلت او معلول، نو C په خپل وجود د B ممنونه ده، ځکه که B نه واي نو هیڅکله C منځ ته نشوه راتلاي.
نو نتیجه دا شوه، چې :
B او C دواړه په وجود کې د A ممنوني دي، ځکه که چیرې A نه واي، نو هیڅکله به B او C منځ ته نه واي راغلي.
نو په خلص ډول هر مادي صورت درې عناصر لري:
لمړۍ عنصر: فکر فاعل چې له دغې مادې مخکې دې، او دا فکر فاعل، مخترع ، او پیداکوونکې دی.
دوهم عنصر: خپله ماده دمادې له منظور دهغه فکر مخلوقه ده، او جوړه شوې ده.
دریم عنصر: فکر منفعل دې، دا هغه ثانوي تقلیدي فکر دی چې دمادې دتصور په حال کې راپیدا کیږي.
نو که چیرې هغه مخکینۍ فکر یا فکر فاعل وجود نه لرلاي، نو نه به ماده منځ ته راغلې وه، او نه هغه فکر چې دمادې له تصور څخه منځ ته راځي.
دوهم عنصر خپله ماده ده، چې مونږ يي حس کوو.
او دریم عنصر هغه فکر دې چې له مادې څخه پیدا کیږي، نو ددی دریواړو عنصرونو تر منځ وجودي تر تیب داسی دی:
لومړۍ A بیا B بیا C دی.
B هیڅکله په A نشې مخکې کیداي، او نه C په B باندې مخکی کیداي شي، او که نه نو وجود به له منځه لاړ شي.
اوس یو سوال مطرح کوو،
هغه کوم فکر چې کمیونستان دهغه فکر سره ودریدلي، او ایمان يي پرې راوړې دی.
جواب دادې چې:
چې کمیونستان ددوهم فکر سره ودریدلې کوم چې په وجودي ترتیب کې دریم نمبر راځي چې له C څخه عبارت دی، او فکر لاحق یا منفعل ورته ویل کیږي.
دا دوهم فکر چې کمیونستان ورسره ودریدلې، او فکر سابق يي نه ثابت کړې او نه پرې ایمان لري، دغه دوهم فکر دپیدا کیدلو په عملیاتو کې هیڅ رنګ تأثیر نلري، بلکه همیشه منفي وي، ځکه چې هغه فکر یا مفعول وي، او یا منفعل وي، او هیڅکله فاعل نه واقع کیږي.
دغه دوهم قسم فکر ((فکر منفعل ))) هیڅکله مستمر وجود نلري، بلکه هغه وخت منځ ته راځي کله چې ځمونږ دحواسو څخه کومه یوه حاسه له مادې سره وصله شي، لیکن هر کله چې ماده له حواسو لیري وي، اګر که ماده خپله هم موجوده وي نو دغه فکر وجود نلري، او نه منځ ته راتلاي شي، نو داسې ماده یواځي او یواځي دلمړني فکر ((فکر فاعل یا سابق)) دآثارو یو آثر پاته وي.
دغه پورتنۍ تحلیل دا په ګوته کوي، چې کمونستان دیوه مړه فکر سره ودر یدلې، چې دتکوین او پیدا کونې سره هیڅ قسم رابطه نلري، او په دې خوسا کمیونستي فکر يي بیا خپله هغه مقوله بنا کړې چې وايي:
په وجود کې ماده په فکر مخکې ده.
ځما مسلمانو وروڼو: تاسو پوهه شوۍ، چې پکار داوه چې په استدلال کې هغه فکر استخدام شي کوم چې فکر سابق دې یا فکر فاعل دی، او له دغه تحلیل څخه یقیني نتیجه په لاس راځي، چې دکمونستانو استدلال تباه دی، برباد دی، بلکه دسلیم انسان فکر يي هم نشي تصور کولاي
یو بل مثال:
لړۍ دوام لري:
و.افغان
20.02.2008
دبحث ټولو ګډونوالو ته دمیني او محبت څخه ډک ډک سلامونه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ښاغلی محمد حسن صاحب:
د داروین نظریه یوه وهمي نظریه ده، او یو ماشوم هم کولاي شي چې پرې پوه شي ،
دداروین نظریه دعلم وراثت سره سراسر په ټکر کې ده ، دعلم وراثت سره هیڅ تړاو نلری، که چیرې دغه وهمي نظریه یوه طبي تجریبي نظریه نو ما به یوه کرښه دهغي باره کې نه وه کښلي ، ځکه چې زه طبیب یا ډاکټر نه یم، خو که څوک دهغه کتابونه او مقالې مطالعه کړي ، نو پرته له خندا به يي بیا نور کار نه وي ، دداروین خپلو ملګرو به هم دهمیش لپاره داروین پورې خندل ، که چیرې هغه تطور چې دعلم وراثت په باره کې په یویشتمه پیړۍ رامنځ ته شو ، داداروین په وخت کې موجود واي ، نو هیڅکله به داروین دا له حماقته ډکه نظریه نه وه راویستلې .
دداروین نظریه څنګه چې دملحدینو په ګټه وه ، نو دهر علمي طبي اکتشاف سره دغو ملحدینو هڅه کړې ، چې دداروین دغې نظريي ته علمي رنګ ورکړي، خو لیکن دداروین نظريي نه دا چې علمي رنګ يي قبولې وي ، بلکه دا يي په اثبات رسولې چې له ټولو علمي اکتشافاتو سره ۱۰۰٪ تضاد لري.
ځکه خو زه بیا په مکرر ډول هر هغه چا ته چیلنج ورکوم چې دداروین دنظريي دطبي علمیتوب معتقد وي، چې را میدان ته دې شي او راته په اثبات دې ورسوي، چې دداورین نظريه یوه طبي وراثي علمي نظریه ده:
داروین چې په 1809 کې پیدا شوې دی، ه نه طبیب وو ، او نه ډاکټر ، نوموړي تر شپاړس کلنۍ پورې په هیڅ نه وو خبر ، خپل استاذ به ورته سست سپۍ ویلو ،
له هغه وروسته خپل پلار په یوه طبي فاکولته کې داخل کړو ، خو هلته هم له ناکامۍ سره مخ شو، فاکولته يي پریښودله ، دهغه مینه زیاته له ښکار سره وه، او هر وخت به يي سپیو او موږکانو پسې منډی وهلي ،
دطب فاکولتې له ناکامۍ وروسته يي پلار دکمبردج پوهنتون ته ولیږي ، چې هلته دیني مسیحي درسونه ووايي، داروین چې هیڅ له درس سره شوق نه وو، خو دپلار دفشار له امله يي دغه دیني فاکولته سر ته ورسوله ، دا وخت دده عمر دوه ویشت کاله وو ،
تر دې وروسته يي ځیني علماوو سره رابطه پیدا کړه ، او په همدغه عمر کې په 27 دیسمبر 1831 دپیجل کشتۍ کې سور شو ، کومه چې دطبیعي تاریخ دڅیړنو لپاره تیاره شوې وه، دکښتۍ دسفر په لمړي پړاو کې داروین دسیر شارلز کتاب ولوست، کوم چې دعلم فلک باره کې وو ، او دده اصلي سفر دبیړۍ له سفر څخه دوه کاله ورسته شروع شو ، په دی معنا چې کښتۍ له دوه کاله سفر څځه وروسته په ځینو جزیرو ودریدله ، چې هلته داروین خپل معاینات شروع کړل ، او خپل خیالونه يي سره په کې وجنګول او دتطور نظریه يي رامنځ ته کړه , دغو معایناتو درې کاله دوام وموند . چې په نتیجه داروین دغه نظریه منځ ته راوړه ، او له ویرې يي شل کاله پټه وساتله ، او بیا يي دخپل لومړني کتاب په شکل په 1859 کال کې راوویستله.
دداروین دمعایناتو ځیني نتایځ او دهغه دملګرو ځیني اکتشافات تاسو ته زه وړاندې کوم ، بیا تاسې قضاوت وکړۍ چي دتطور یا تکامل نظریه علمي نظریه ده او که یوه وهمي شیطاني نظریه ده:
داروین وايي:
تۍ لرونکې کائینات شپیته ملیونه کاله مخکې ماهیانو ته تطور وکړ ، یعنې ماهیان ترې جوړ شو، په هغه وخت کې ځییني تیۍ لرونکو حیواناتو زړورتیا وکړه او اوبو ته ورښکته شوې ، تر څو دځان لپاره ډوډۍ پیدا کړي، نو ورو ورو يي شاتنۍ پښې ورکیدلې ، او مخکینۍ پښي يي په وزرو بدلې شوې، او د پورۍ شکل يي هم بدل شو، او ویښته يي هم له منځه لاړل ، او په پوستکي بدل شو.!!!!!!!
national geographic vol.752 p.50
داروین په خپل یوه نوټ کي دهغو جزیرو باره کي وايي، دکومو چې هغه دیدن کړی، او چونګښي او تۍ لرونکې حیوانات يي په کی نه دي پیدا کړي:
((دا ځکه چې دغه حیوانات کومه طریقه په لاس نلري چې دغو جزیرو ته ځان ورسوي)).
خو دۍ دا فکر نه کوي چې دځمکې په نورو ټوټو کې بیا دا تۍ لرونکې حیوانات له کومه راغلي ؟؟؟
ددې خبرې ځواب یو بل دارویني داسی کوي:
تۍ لرونکې حیوانات په اصل کې زواحف وو، په یوه وخت له وختونو کې ځینو زواحفو وغوښتل چې دځان دحرارات دساتلو لپاره خپل اسلوب بدل کړي، نو قشري يي پوستکو ته بدلې شو، او په صدفتي ډول ځیني وړو زواحفو شروع وکړه ، او دخپلو مورګانو خولې یا عرق يي څټل تر چې جسم يي نرم شي، نو ځینو غدو شروع وکړه او ډیر عرق یاخولې يي انتاج کړي، او بیا دا عرق ا وخولې په آخر کې په شیدو بدلې شې.
هههههههههههههه ډیر اعلی.
جورج ګاموف george gamow p.149
أ[img:e72dbcdfec]http://server2.uploadit.org/files/HabibHabib-mamals.jpg[/img:e72dbcdfec]
داروین دخپل کتاب اصل الانواع یا THE PRESERVATION OF FAVORED ROCES IN THE STRUGGLE OF LIFE
په یوه برخه کي وايي: چې ماهي له خرس څخه تطور کړې دی، ولۍ؟؟ ځکه چې خرس کله اوبه ته راځي نو خوله وازه وازه کوي...
په دې خبره يي څو ملګرو ورپسی وخندل ، چې بیا دخپل کتاب په وروستي چاپونو که دغه خبره ګل کړه.
چې دا خبره يي هم دخندا وړ ده،
[quote:e72dbcdfec="Mohammad Hassan"]
موږ چې د يوه ساده لابراتوار د جوړولو امکانات نه لرو، نو څنګه به د تجربو د لویو ستیشنونو د جوړولو امکانات ومومو، او بیا د يوه علم وده له نورو علومو سره تړلې ده او موازی یوله بله حرکت کوی. په دې اساس ددې سوال ځواب او ددې تيوری رد که ممکن وی، نو اساسا باید په پرمختللو هېوادو کې منځ ته راشی. د اروپا او امريکا د ډیرو کليساوو امکانات د ځينو اسلامی هیوادو څخه زيات دی.
نیکمرغی مو غواړم.[/quote:e72dbcdfec]
دداروین دنظريي رد کولو لپاره هیڅ قسم امکاناتو ته ضرروت نشته، دداروین خپله نظریه دخپل ځان دبطلان شاهدي ورکوي،
منطقي خبره داده چې هر هغه څوک چې دیوې نظريي دعوی کوي باید دهغې لپاره دلائل وړاندې کړي ، او له دغو دلائلو څخه داروینیان تر اوسه عاجزه دي، او هر نوي اکتشاف دهغوي نظریه دتاریخ دډیران تاترین ته رسوي.
داروینیانو تر اوسه پورې دحلقة الوصل ، یا ورکې شوی حلقي لپاره یو مثال پیدا نه کړ.
سره له دې چې دغو داروینیانو په دغه اثبات کې له دروغو هم دریغ رانه وړ، او ډیر کرته يي داسې په خپل لاس جوړ شوي مرکب څیزونه خلکو ته وړاندې کړل، مجلو کې يي خپاره کړل ، چې مونږ خپله ورکه شوې حلقه پیدا کړه، خو بیا بیا يي په مکر ر ډول سره دغه دروغ میدان ته راووتل ، چې هغه څیز به دوي مرکب یا په خپلو لاسونو جوړ کړي وو،
یو مثال يي دمرغانو تطور دې له دیناصوراتو څخه ، چې په څو ځله هغوي دیناصورات جوړ کړل، او ورزی ورته ورکړې وي، خو بیا به يي دروغ رسوا شول.
دمرغانو باره کې داروینیان عقیده لري چې له منقرضو حیواناتو دیناصوراتو څخه يي تطور کړې دی، څنګه يي کړې؟؟
وايي: چې دیناصوراتو به حشراتو او مچانو پسی منډی وهلې چی ويي خوري، نو وزري پیدا شوې ....
دا خبره هم دخندا لایق ده ...
دا خبره داروینیان ځکه کو ې چی هغوي عقیده لري چې دهر حیوان مکتسب صفات بچو ته انتقالیږي، خو دوراثت علم داثابته کړې چې دا خبره دروغ ده ، مکتسب صفات لکه علم سپورټ ، او داسی نور هیڅکله بچو ته نه انتقالیږي.
داروینیان وايي چې دزرافه حیوان غاړه په دی اوږده شوې چې ضرورت يي لرلو چې دجګو وڼو پاڼې وخورې نو ددغه کوښښ سره سره يي غاړې اوږدې شو، او بیا يي اوږد غاړي بچې پيدا کړل
خو مونږ مسلمانان او دآبراهیم علیه السلام اولاده چې له زرګونو کاله خپل بچي سنتوو ، ځمونږ هیڅ یو ماشوم هم سنت پیدا نه شو، دهر ماشوم په آله تناسلي باندی هماغه پرده پرته وي.
خبرې نورې نه اوږدم، خو دومره بیا وایم، چې دداروین نظریه نه علمي وه، او نه علمي کیداي شي، اونه علمي شي، هر نوۍ اکتشاف يي ردوي،
تر اوسه ورته دطبابت یوه عالم هم دنظريي څخه کم اوچت مقام نه دی ورکړي، او نه دطبابت په علم کې کوم رول لري، که چیری همدا اوس دنړۍ دټولو درسي منهجونو څخه دداروین نظریه لري کړاي شي، او لوستل يي ختم شي، نو دطبابت په علم به هیڅ سلبي تأثیر ونه غورځوي، خو ضررو به ایجابي تأثیر وغورځوي.
او هر هغه څوک چې ددغی نظريي دعلمیتوب عقیده لري نو رامیدان ته دي شي، آو ددی نظريي علمیتوب دی مونږ ته ثابت کړي، مونږ به يي ورسره ومنو.
Mohammad Hassan
21.02.2008
ښاغلی وهاج ساپی سلامونه او احترامونه درته وړاندې کوم.
نه مې غوښتل چې تاسې ته مزاحمت او بحث ته دوام ورکړم، خو چې د تاسې ليکنی لولم، ناچاره شم چې يو څه در ته وليکم.
تاسې لیکلی چې:
[quote:478278b6ae]کمونستان وايي:
ماده په فکر مخکې ده، یا فکر دمادې پیداوار دی. [/quote:478278b6ae]
اول بايد دې خبرې ته پام وکړی چې د فکر او مادی د تقدم او تاءخير موضوع يوه فلسفی موضوع ده، نه سياسی. کمونيستی يو سياسی جريان دی، نه فلسفی!
نو تاسې د سياست او فلسفې فرق نه شی کولای او که يې عمدا يو له بله سره ګډوی؟ سياسی مکتبونه د فلسفی او فلسفی بيا تر سياسی لاندې مطالعه کوی.
د مادی او شعور د پيدايښت د وړومبی توب او وروسته والی موضوع د کمونيسم نه، بلکې تر فلسفی موضوعاتو لاندې څيړل کيږی. هغه فلسفی جريان چې شعور تر ماده مقدم بولی، د ايدياليسم تر نامه لاندی ياديږی، نه د ضد (کمونيسم).
هغه فلسفی مکتب چې ماده پر شعور مقدمه بولی، هغه د ماترياليسم په نامه ياديږی، نه د کمونيسم.
کمونيسم بيا هغه سياسی - اجتماعی مکتب دی چې د توليد پر وسايلو د خصوصی ملکيت (فکر د نيسه ۰ نه« شخصی» ملکيت) ردوی او له د ې لارې دټولنيزو مساواتو له پاره هڅې کوی او د انسان له خوا د انسان د استثمار سره مبارزه يې شعار دی. ...
اوس نو تاته زه مجبور کورنۍ دنده درکړم او هغه دا چې تاسې چې په فلسفی موضوعاتو کې بحث کوی، نو مخکې تر دې نه چې احکامو ته ورسيږی، بايد هغه فلسفی مقولات او تعريفونه چې په کاروی يې، لوستونکو ته توضيح کړی .
له دې کبله تاسې بايد موږته وواياست چې تاسې فکر څرنګه تعريفوی او آيا دا له شعور سره يوشی بولې او که څنګه؟
فکر فاعل او فکر منفعل څه معنی لری، آيا فکر مفعول هم شته؟
دوهم دا چې ستاسې له نظره ماده څه شی ده؟
آيا ماده هم فاعل، منفعل او مفعوله کېدای شی؟
کله چې دا دواړه واضح تعريف او توافق ورباندې وشو، فاعل، مفعول او منفعل يې تعريف کړای شول، وروسته له هغې بيا د حکم د کولو له پاره بحث شروع کېدای او معلوميدی شی، چې کوم يو يې مخکې او کوم يې وروسته پیدا شوی دی!
بيا مو ليکلی:
[quote:478278b6ae]B او C دواړه په وجود کې د A ممنوني دي[/quote:478278b6ae]
نو دا A د چا ممنون شو او دا له کومه شو؟
نن همدومره او نور د په خدای سپارم.
سينما او که تياتر؟ آيا فرق لری او که څنګه
Mohammad Hassan
21.02.2008
ښاغلی وهاج ساپی سلامونه او احترامونه درته وړاندې کوم.
نه مې غوښتل چې تاسې ته مزاحمت او بحث ته دوام ورکړم، خو چې د تاسې
ليکنی لولم، ناچاره شم چې يو څه در ته وليکم.
تاسې لیکلی چې:
[quote:6af9849ed8]کمونستان وايي:
ماده په فکر مخکې ده، یا فکر دمادې پیداوار دی. [/quote:6af9849ed8]
اول بايد دې خبرې ته پام وکړی چې د فکر او مادی د تقدم او تاءخير موضوع يوه
فلسفی موضوع ده، نه سياسی. کمونيستی يو سياسی جريان دی، نه فلسفی!
نو تاسې د سياست او فلسفې فرق نه شی کولای او که يې عمدا يو له بله سره
ګډوی؟ سياسی مکتبونه د فلسفی او فلسفی بيا تر سياسی لاندې مطالعه کوی.
د مادی او شعور د پيدايښت د وړومبی توب او وروسته والی موضوع د کمونيسم
نه، بلکې تر فلسفی موضوعاتو لاندې څيړل کيږی. هغه فلسفی جريان چې شعور تر
ماده مقدم بولی، د ايدياليسم تر نامه لاندی ياديږی، نه د ضد (کمونيسم).
هغه فلسفی مکتب چې ماده پر شعور مقدمه بولی، هغه د ماترياليسم په نامه ياديږی، نه د کمونيسم.
کمونيسم بيا هغه سياسی - اجتماعی مکتب دی چې د توليد پر وسايلو د
خصوصی ملکيت (فکر د نيسه ۰ نه« شخصی» ملکيت) ردوی او له د ې لارې
دټولنيزو مساواتو له پاره هڅې کوی او د انسان له خوا د انسان د استثمار سره
مبارزه يې شعار دی. ...
اوس نو تاته زه مجبور کورنۍ دنده درکړم او هغه دا چې تاسې چې په فلسفی
موضوعاتو کې بحث کوی، نو مخکې تر دې نه چې احکامو ته ورسيږی، بايد هغه
فلسفی مقولات او تعريفونه چې په کاروی يې، لوستونکو ته توضيح کړی .
له دې کبله تاسې بايد موږته وواياست چې تاسې فکر څرنګه تعريفوی او آيا دا
له شعور سره يوشی بولې او که څنګه؟
فکر فاعل او فکر منفعل څه معنی لری، آيا فکر مفعول هم شته؟
دوهم دا چې ستاسې له نظره ماده څه شی ده؟
آيا ماده هم فاعل، منفعل او مفعوله کېدای شی؟
کله چې دا دواړه واضح تعريف او توافق ورباندې وشو، فاعل، مفعول او منفعل
يې تعريف کړای شول، وروسته له هغې بيا د حکم د کولو له پاره بحث شروع
کېدای او معلوميدی شی، چې کوم يو يې مخکې او کوم يې وروسته پیدا شوی
دی!
بيا مو ليکلی:
[quote:6af9849ed8]B او C دواړه په وجود کې د A ممنوني دي[/quote:6af9849ed8]
نو دا A د چا ممنون شو او دا له کومه شو؟
نن همدومره او نور د په خدای سپارم.
Re: دا ډول دينی تبليغات د مشخصو کړيو د سياست له پاره ګټور دی!
و.افغان
21.02.2008
ښاغلې محمد حسن صاحب:
په خیر راغلې.
سلامونه مې ومنه:
مخکې له دې چې زه ستاسو سوالونه جواب کړم، نو تاسې څخه هیله کوم چې ځما مخکنیو پوښتنو ته ځواب ووایۍ، چې یوه پوښتنه مې د محارموو زنا ددیالکتیک له مخې شرحه کول وو؟؟ چې تاسو خپله دیته اشاره کړې وه :
او نورې پوښتنې ځما په لاندنیو خبرو کې دي، کومې چی مې مخکې تا ته لیکلې وی، البته دیته مو فکر وي چې دفلسفي مفهوم وسیع دي، او کوم تعریف يي چې ستاسو په ذهن کې دی ، دفلسفي استخدام تنها هغي تعریف پورې محدود نه دې، نو که څوک وواييي، چې سیاسي فلسفه یا اقتصادي فلسفه یا داسې نور ، نو خطا ورته نشو ویلاي:
[quote:570d99ca3d="وهاج ساپی"]
خو ځما خبره بیا داده: اصلا کله چې تاسو دمارکس دغه الحادي عقیدوي اساس ونه مانه ، او بیا نوره اقتصادي، اجتماعي، او سیاسي فلسفه يي صحي او ګټوره بولۍ، نو تاسې غواړۍ چې په یوې وران شوې بنیاد باندې دیوال پورته کړۍ، او طبیعي خبره ده چې په وران شوې اساس باندې ددیوال پورته کولو به هیڅ توان پیدا نکړۍ، او نه دغسې دیوال ودریږي.
تاسو لیکلي دي:
[quote:570d99ca3d] له دې او ډيرو نورو ليکنو د داسې ښکاری چې تاسې تر اوسه د فلسفې، سياست او حقوقی نظام ترمنځ حد نه ټاکې ا و همدا راز ددې ټولو فرق له دين سره نه کوئ. له همدې کبله تاسې ماټرياليسم، دياکتيک او نور فلسفی موضوعات له سوسيالیسم، فيوډاليسم، برده ګۍ ټولنيز – اقتصادی او سياسی نظامونه د سيکولاريسم له حقوقی سيستم سره ګډوی. دتاريخ په اوږدو کې او په تېره بيا په اوسنۍ زمانه کې د دين، فلسفې او مشخصو علومو د موضوعاتو او همدا راز د هغوی د تحقيق د ميتودونو ترمنځ بايد فرق په نظر کې ونيول شی. په غير له هغې څخه په کلياتو باندې خبرې کول نتيجه نه ورکوی. [/quote:570d99ca3d]
په جزئي ډول سره زه ددغو ټولو څیزونو تر مینځ فرق کوم، او تنها نومونه يي ددې لپاره کفایت وکړې چې ددغو څیزونو تر مینځ فرق وشې، لیکن په عمومي ډول دغه ټول جزئیات دیوه کل لاندې راټولیږي، چې هغه کل دا قاعده ده: المادة قبل الفکر، والفکر نتاج المادة، یعنې دهیجل دفلسفي سرپه تلاق ودرول.
[color=white:570d99ca3d]اوس ځما پوښتنه له تاسو داده چې آیا دمارکس اقتصادي فلسفه، دسیاسي نظام فلسفه، او اجتماعي فلسفه په هغه الحادي قاعدی (( ماده په فکر مخکې ده))) بنا ده او که نه ؟؟؟؟[/color:570d99ca3d]
که په دغه الحادي قاعدې بنا شوې وي، نو طبیعي خبره ده چې هر کله دغه الحادي قاعده له مینځه لاړه شې، نو نوره فلسفه خپله له مینځه ځي.
او که تاسې وايۍ: چې نه، دمارکس اقتصادي فلسفه، او دسیاسي نظام فلسفه په دغې الحادي اساس بنا نه ده،
نو پوښتنه کوم، چې مارکس دغه ددیالکتیک حتمي قوانین له کومه مینځ ته راوړل؟؟؟
نه راستنیدونکې انقلاب يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟؟
دتاریخي مادیت او جبر فکر يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟
اقتصادي نظام، اوسیاسي دیکتاتوري نظام يي په څه بنا کړې دی؟؟؟
له تاسو هیله کیږي چې ددغو افکارو اصلي منبع او مصدر مونږ ته وښایاست؟؟
او که هر کله چې تاسو ددغو پورتنیو پوښتنو په صحي ځوابولو کې کامیاب شوۍ، نو بیا کولاي شۍ چې ووایۍ: امکان لري چې دانسان دخداي معتقد هم وي، او په عین حال کې مارکسي هم وي، په دې معنا چې دمارکس الحادي عقیدوي نظر نه مني، خو له اقتصادي، او سیاسي فلسفي څخه يي ګټه پورته کوي، البته دا خبره به یواځې دومره دلالت وکړي، چې دمارکس اقتصادي، او سیاسي فلسفې باندې تګ دخداي دموجودیت سره ټکراو نلري، خو دمسلمانکیدو لپاره بیا هم کفایت نه کوي، ځکه چې اسلام خپل عام نظام لري، اقتصادي نظام لري، چې داسلامي لويو محدودو اصولو په رڼا کې مینځ ته راځي، نو هغه څوک چې اسلامي نظام تر پښو لاندې کوي، او مارکسي نظام رامینځ ته کوي، بیا هم مسلمان نه شو.[/quote:570d99ca3d]
ستاسو پوښتنو ته به بیا راشم، او هیله ده چې د ورورۍ او صداقت په فضا کې بحث مخ ته بوزو،
او هیڅ مشکل نه دۍ چې زه ځان ستاسو شاګرد وبولم، او تاسې ما ته کورنۍ وظیفه راکړۍ ، لکه څنګه چې مو مهرباني کړې ده، ځکه چې علم اخیستل له هر چا څخه پکار دي، هر څوک چې وي، او ته خو بیا ځمونږ یو افغان ورور يي ، زه به په ډیرې دلچسپۍ ستاسو له خوا راکړل شوې کورنۍ وظیفه حل کوم ،
په خداي مو سپارم ،
خوشاله اوسۍ.
Mohammad Hassan
22.02.2008
ښاغلی وهاج ساپی، هيله ده چې سلامونه مې ومنې او په تن روغ او طبعه د سمه وی.
تا زما هغې ليکنې ته چې د (ځينې سوالونه او د هغو ځوابونه ، یا چې سوال
هغسې ځواب) تر عنوان لاندې مې د ښاغلی حلیمی د سوال په ځواب کې ليکلې
وه، دلته ځواب ويلی، نو زه به لومړۍ هغه ليکنه هم دلته را نقل کړم چې
لوستونکی ته په آسانه څرګنده شی چې تاسې د څه په اړه بحث کوی. هغه ليکنه
داده:
[quote:2a466b48a2]دليکنې نېټه : ٢ شنبه فروري 18, 2008 7:00 pm
عنوان : په کوم مقیاس يې ارزوو؟ په دينی او که د انسان په علمی او عقلی؟
د بحث د فورم ګډون کوونکو او لوستونکو ته يو ځل بيا سلامونه!
همدا اوس چې لږ فارغه شوم، راغلم چې د ښاغلی وهاج ساپی هغې د ديالکتيک
او په غربی نړۍ کې له محارمو سره د زنا د زياتوالی؟ په اړه يو څه ورته وليکم.
\خو چې بيامې ولیدل هلته داسې شيونه ليکل شوی، چې زما دليکنو له پاره هيڅ
ځای نه ؤ پاته. نو له دې کبله مې دا ښه وبلله چې د ښاغلی مولانا حليمی له خوا په
هغه بحث کې طرحه شوې پوښتنې دلته راواخلم.
ښاغلی حلیمی د داروين د نظریې پر اساس پر انسان باندې د شادی د تکامل په
اړه داسې پوښتنه کړې:
[quote:2a466b48a2]
اقتباس:
تاسو دا نظريه منلې ؟؟؟چه بيزو تکامل کړي او انسان ترې
جوړ سو
پوهېږم چه خپلي ليکني ته مو داسي قيد هم وراچولی ((د داروين نظريات چې د
ټولو نواقصو او خاليګاوو سره سره ))...[/quote:2a466b48a2]
محترم مولانا صاحب: دلته دوې خبرې دی.
که څوک خدای منی او د خدای په موجوديت او د هغو په قدرت عقيده ولری، نو
موضوع حل ده. هغه په دينی کتابو او مسلمانان بيا په قرآن کریم ايمان لری اود
آدم(ع) او بی بی حوا او د انسان د پيدايښت موضوع بې سواله ورته د منلو و ړده.
د داروين نظريه يوه انسانی نظريه ده، چې د انسان، طبيعت او نړۍ څخه د انسان د
اوسنی علم او عقل پر اساس ولاړه ده. د هغو منل زما له نظره حتميت نه لری. او
هغه هم داسې نه ده چې تاريخ د بيزو د تکامل مراحل په اسنادو او مدارکو درج
کړی وی، ځکه چې انسان چې نه ؤ، نو تاريخ يې هم نه ؤ. نو د داروين تيوری،په
دې اړه يوازې يوه تيوری ده، چې دی د خپلې پلټنې، علم او تجربو په نتيجه کې
دې نظريې ته رسیدلی دي. او دا د دده خپل حق دی، څوک ورباندې د بېځايه
تعرض حق نه لری. نو دا طبعی ده چې د نورو ډیرو انسانانو له پاره ورپکې شکونه
شته.
خودا هسې خوشې د ټوکو او ريشخند خبره هم نه ده، چې هر بې سواد، او يا په
نورو علومو کې د کم سواد کسان د هغه د ملنډو وهلو، سفسطې او د داروين له
علم او پوهې څخه د انکار او يا د هغه له يهويت سره د ضديت او تعصب له لارې
رد کړای شی. څرنګه چې دا تيوری د وراثت د علم د تجربو او تعقل پر بنسټ ولاړه
ده، نو د عقلی او منطقی (نه له دينی) لحاظه يوازې د همدې جنيټيک د علم له
لارې ردېدلای شی. هغه بیا هغه وخت کېدای شی چې په نړۍ کې داسې يو د
جينيټک بل له داروين نه لوړ عالم راپيدا شی، چې په دې علم کې د تحقيق او
تجربو له لارې د داروين تيوری علما، عقلا او منطقا رد کړی. د ما د معلوماتو
پراساس د داروين د وراثت تيوری د تکامل يوه پراخه تيوری ده، چې د انسان او
شادی قصه یې یوازې یو جز دی. د انسان او شادی په قصه هم زما د اوریدلو
معلوماتو پراساس تنقيدونه او شکونه شته، خو تر اوسه کوم د بيولوژی او وراثت
د علم کوم عالم داسې نظريه نه ده وړاندې کړی، چې د داروين دا نظر رد کړی او د
وراثت د عالمانو په معتبرو محفلو او ارګانونو کې د قبول وړ وګرځی، د داروين د
نظریۍ ځای د ونيسی او يا د هغه له اعتباره ساقطه کړی.
خو دا معلومه نه ده، چې تر څه وخته پورې به د داروين دا نظريه د وراثت په علم
کې مسلطه نظريه وی؟ آيا په راتلونکې زمانو کې به داسې نوی کشفيات او
اختراعات ونه شی چې دا نظريه رد کړی؟
زه شخصا د داروين د نظريې د رد په اړه د علمی، منطقی او عقلی لحاظه دلايل نه
شم راوړای، ځکه چې زه ددې څانګی مسلکی نه یم او د هغو پر ضد د بدبينۍ او
تخريب او شور او شر دايجادولو طرفدار هم نه یم ځکه چې له يوې خوا زما له نظره
د وراثت د علم په وړاندې د ديندارانو حساسيت او مخکې له مخه بد قضاوت او
تعصب راپاروی، چې دا بيا ددې باعث کيږی چې دوی په دې اړه بې علاقې شی،
او له بلې خوا بې ځايه او بې ضرورته دين او په تېره بيا د اسلام دين او مسلمانان
له علم سره داسې يوې جګړې ته ور ننباسی، چې په همدا اوسنی وخت کې ورسره
عقلا د مقابلې توان کم دی.
د داروين دا نظريه يوازې د اسلام او هغه هم په افغانستان کې د اسلام ضد نه ده،
دا د ټولو نورو آسمانی او ډیرو ځمکنيو اديانو سره مخالفت لری، پريږده چې
هغوی چې له مسلمانانو یې امکانات زيات دی، په دې جدل کې مخکې شی.
افغانان چې ډيره مېړانه وکړی، نوخپل پرابلمونه به حل کړی.
زموږ افغانانوغم په دې کې دی ، چې پخپل کار کې نه پوهيږو، خپل مشکلات نه
شو حلولای، خو د نړۍ د غټو او ټاپ مشکلاتو د حل له پاره ډولونه وهو. دوه
کتابه خو لاڅه، که د کوم کتاب دوې پاڼو مو مطاله کړی، فکر کوو چې بس اوس
نو جامع الکمالات رانه جوړ شو.
اوس مې دقيق له ياده وتلی چې کوم عالم ؤ، خو په خيال مې چې سقراط؟ؤ چې
ويل يې چې ستر علميت دادی، چې سړۍ پخپل جهالت پوه شی.
موږ چې د يوه ساده لابراتوار د جوړولو امکانات نه لرو، نو څنګه به د تجربو د
لویو ستیشنونو د جوړولو امکانات ومومو، او بیا د يوه علم وده له نورو علومو
سره تړلې ده او موازی یوله بله حرکت کوی. په دې اساس ددې سوال ځواب او ددې
تيوری رد که ممکن وی، نو اساسا باید په پرمختللو هېوادو کې منځ ته راشی. د
اروپا او امريکا د ډیرو کليساوو امکانات د ځينو اسلامی هیوادو څخه زيات دی.
نیکمرغی مو غواړم [/quote:2a466b48a2]
د يوې موضوع اوريدل او سرسری لوستل په هغې باندې له ځان پوهولو فرق لری!
Mohammad Hassan
22.02.2008
ښاغلی ساپی ته ډیر سلامونه او ورسره يوځای ددې موضوع
لوستنونکو ته هم احترام!
ښاغلی وهاج ساپی ليکلی :
[quote:e432680d93]ځکه چې ددیالکتیک له نظره هر څیز ښه طرف ته حتمي تطور کوي، او
انتخاب همیشه داصلح لپاره وي. او که داسی نه ده؟؟؟ [/quote:e432680d93]
ستاسې دا خبره د نهايی او کلی حکم په حيث سمه ده چې د ديالکتيکی تيوری
له نظره جهان هميشه په تغير او تکامل کې دی او تکامل بیاد روحی پديدو او
مادی شيونو بیرته په شانه تلونکی، قانونمند، موجه، مثبت او معقول بدلون ته
وايي . له دې کبله هر بدلون هم تکامل نه دی. د زيات معلومات له پاره د
ديالکتيک د نفی، نفی قانون ښه دقيق مطالعه او ځان پرې وپوهوه، تاسې خپل
سوال بيا پخپله ښه حل کولای شی.
(دلته زه په دقيقه توګه د فلسفی مقولې په حيث د «تطور» په تعريف سم نه
پوهېږم، چې په عربی کې همدا د تکامل په ځای استعماليږی او که څنګه ؟ که يې
تعريف راته وليکی خوشحاله به شم)
بله داچې :
[quote:e432680d93]اوس وخت کې چې په ډیرو غربي دولتونو کې ورځ په ورځ دمحارمو سره
زنا زیاتیږي، او اروپايي هیوادونو او امریکا يي ډيرې بیلګې لیدل کیږي، آیا دا
هم ددیالتیکي حتمي قوانینو نتیجه ده؟؟[/quote:e432680d93]
په دې اړه ما د کوم بل عالم نظر چې موضوع يې د ديالکتيک او يا مټافزيک له
نظره توضيح کړې وی، نه دی لوستی، چې له تاسې سره يې هم شريک کړم. خو زه
به په دې اړه خپل نظر داسې درته وليکم.
۱- دا احصائيه ما نه ده لوستې چې په کوم ځای کې ، په کوم وخت کې او د کوم
بل وخت په نسبت د محارمو سره د زنا ګراف په کومه فيصدۍ سره مخ په زياتیدو
دی. دا چې هم په امريکا، هم په آسيا، هم په اروپا او افريقا او نورو ځایوکې له
محارمو سره د زنا پيښې شته، او له دې څخه د نورو بې قانونه کارونو او
ګناهونو په شان هيڅ ټولنه مستثنی نه ده، دا خبره مو احتمال لری، چې په معين
وخت کې به يې ګراف جګ شوی او يا ټيټ شوی وی. خو زما له نظره دا ډول
تغيرات نه دوامدار، نه قانونمند، نه موجه او نه معقول دی، بېرته يې مخه هم نيول
کيدای شی، یعنې چې بيرته په شاګرزیدونکی هم دی. نو ځکه د ديالکتيک د
قوانينو پر اساس يې توجيه هسې لويه ساده ګی ده. دا او نور ټول غير قانونی
واړه او لوی جرمونه د ټولنې له مروجو عنعنو، عقيدو او قوانينو څخه د افرادو او
ډلو وتل دی، چې يو علمی، قانونمند، موجه او معقول بنسټ نه لری، بلکې د
قانومندو پروسو په خلاف یو استثنايی شی دی. نو د ديالکتيکو قوانينو په
قانونمنديو باندی د هغو ورتپل يا د ديالکتيک د متعصبو او ليونيو دښمنانو کار
دی، يا د هغو کم عقلو ناپوهانو کار دی، چې د ديالکتيک له قانونمنديو ناخبره او
د ټولنی ، طبیعت او معنوی پروسو د علمی او قانونمند تکامل او تغير په مفهوم
نه پوهيږی او د علمی او قانونمند تغير او تکامل په جريان کې د استثنا حالات نه
شی پيژندلی، د ضرورت او تصادف معنی، ماهيت او مضمون نه پيژنی.
۲- داچې په امريکا او اروپا اوځينو نورو هېوادو کې خلک رسیدلی، قانون
مسلط دی، پوليس وسايل لری، تابوګانی او شرمونه دومره قوی رول نه لری، دا
او ډير داسې نور شرايط شته چې په ټولنه کې ډیر جنايتونه کشف او جنايتکاران
او ګناهکاران د قانون منګلو ته وسپارل شی. خو په ځينو نورو وروسته پاتوټولنو
کې چې د سياسی استبداد، دولتی ناتوانيو، اقتصادی مجبوريتونو او عقیدتی
او عنعنوی فشارونو او شرمو په قيوداتو کې ژوند کوی، هلته دداسې ګناهونو او
جنايتونو د کشف او د عدالت پنجو ته د ګناهکارانو د سپارلو شرايط او
امکانات کم دی ، چې ډیر جرمونه، ګناهونه او جنايات پټ پاته کيږی او احصائیه
ئې نه شی نيول کېدای. او که نه نو دانسان ماهيت او سرشت يو دی او ګناهکاران
او مجرمين په ټولو هېوادو کې شتون لری.
۳- تاسې پخوا په يوځای کې يوه بله موضوع ليکلې وه، چې متآسقانه اوس مې
چې هرڅومره ستاسې له خوا غوړیدلې بړستنې پسې را واړولې، پيدا مې نه کړه،
هغه دا چې تاسې داسې ويلی ؤ، چې ګويا هغه څوک چې اسلام پريږدی، نو ټول
انسانی قيودات هم پريږدی او له محارمو سره زنا هم کوی.
دا نو هغه تبليغ ته ورته دی، چې پخوا به چا د ترقی او علم خبره وکړه يا به د چا
په باره کې د شرابی خبره وشوه،، نو اول به د ځينو مغرضو له خوا پسې تبليغ
شوه چې کافر دی او بيابه یې ورپسې ويل، چې دا کارونه چې څوک کوی، نو له
خور او مور سره هم زناکوی. ستاسې له خوا طرحه شوې موضوع هم عين خبره ،
خو په نوی شکل وه.
ځرنګه چې هغه مې پیدا نکړه، چې په دقت او مشخصه توګه مې يې په هکله
ځواب ليکلی وای، نو مجبور يم چې ستاسې د غوښتنو پر اساس دلته په عامه
توګه يوڅه وليکم.
تاسې خو له مانه ښه پوهيږی، چې په دنيا کې موجود مادی او معنوی شیان
دمدنی علومو پراساس په طبيعی او کلتوری پديدو او پروسو ويشلای شو.
نو ټول هغه څه چې د انسان او انسانی ټولنې د کار، تفکر او راشې درشې په
نتيجه کې د انسان او ټولنې د مادی او معنوی ژوند د بشپړتيا، راحت، نظم او ښه
والې په خاطر رامنځته شوی دی، کلتوری پديدې دی. او دا بيا د تاريخ په اوږدو
کې د ژوند او زمانې له غوښتنو او د انسانانو له امکاناتو او استعدادونو سره سم
رامنځته شوې، محکم شوی او نسل پر نسل انتقال مومی.
نو هغه کسان چې په اسلام باور نه لری، او يا له دينه اوړی، نو د ټولنې له ټولو
کلتوری نارمونو څخه تښتېدل نه غواړی او نه هم ترې تښتېدلی شی.
اوسنی علوم د دين، مذهب او نورو ايديولوژيکی عقيدو تر څنګ هنر، اخلاقی
برداشتونه، رواجونه او د انسان نور هغه ټول مهارتونه چې د ټولنې د يوه غړی په
حيث يې زده کوی، د کلتور د مختلفو اجزاوو په حيث پيژنی. نو د يوه معين
کلتوری ارزش نه منل او يا د کوم انسان له خوا د ټولنې د کلتور د يوه جز تر پښو
لاندې کول، د نورو ارزشونو او اجزاوو د بې ارزشه کېدو او تر پښو لاندې کولو
حتميت نه را منځته کوی.
نو له همدې کبله هغه کسان چې مسلمانان نه دی، يا اصلا د خدای په موجوديت
عقيده من نه دی، د ټولنې د غړو په حيث نه غواړی او نه شی کولای چې له ټولو
نرخونو او ارزشونو ووزی.
دا چې له محارمو سره زنا او يا نکاح څه نواقص لری، دا بيا اوسنيو علومو هم
ثابته کړی ده او له اسلامه پرته په نورو اديانو او نورو ټولنو کې هم ناروا ؤ.
همدا اوس په عيسويانو کې د خاله، ماما، عمه او کاکا د اولادونو ترمنځ نکاح او
جماعت منعه او حرام دی، په داسې حال کې چې په اسلام کې يې نکاح رواده.
دعيسوی ټولنو چې په سيکولاريستی حقوقی نظامونو کې هم ژوند کوی، ټولنيز
نظم او قانون يې خورامنظم او د ټولنې د اکثريت غړو په زړه جوړ دی. ديندار او
بې دينه، مسلمان او کافر ورپکې په آزاده ژوند، کار او خپل عبادت کولای شی.
دا چې په آخرت کې به د هغوی څه او زموږ څه حال وی، دا نو بيا خدای ته معلومه ده!
ژوندی اوسې!
Re: د يوې موضوع اوريدل او سرسری لوستل په هغې باندې له ځان پوهولو فرق لری!
و.افغان
22.02.2008
ښاغلې محمد حسن صاحب:
دپښتنې مینې سلامونه مې قبول کړه:
په جدي بحثونو کې هیله کوم چې بړستن له ځانه لیري کړې، او دبړستنو خبرې هم په ځاي پریږدی:
راځم موضوع ته:
تاسو ځما داساسي پوښتنو ځواب نه دې کړی، او اخوا دیخوا ترې تیر شوي یاست، ستاسو دټولو پوښتنو ځوابونو ته به زه راځم، خو لومړۍ ځما طرحه شوو پوښتنو ته بشپړ ځواب ووایه، چې یو ځل بیا يي په اختصار سره تاسو مکرم ته وړاندې کوم:
لومړۍ پوښتنه: دمادي دیالکتیک فلسفه په الحاد او دخداي څخه په انکار ولاړه ده، او که نه؟؟ او ولې ورته مادي دیالکتیک ویل کیږي؟؟، آیا په دې نه ده ولاړه چې ماده پر فکر مخکې ده، او له مادې څخه مخکې بل هیڅ څیز هم نه وو؟؟
دوهمه پوښتنه: آيا تاریخي مادیت ددیالکتیکي مادیت حتمي قوانین په مجمتع او دمجتمع په تاریخ تطبیقوي او که نه ؟؟؟
دریمه پوښتنه: که چیرې ددیالکتیک څخه دمادیت قید لرې کړاي شي، نو آیا امکان لري چې دتاریخي مادیت پورې اړوند حتمي قوانین پر ځاي پاته شي؟؟؟ دکوم په اساس چې سیاسي کمونستي نظام، او اقتصادي نظام جوړیږي، یا منځ ته راغلې وي؟؟
څلورمه پوښتنه: دشوروي دا لوي نظام او لوي انقلاب ددیالکتیکي قوانینو له مخې تاسو یو استثناء بولۍ، ځکه يي سقوط وکړ ، او که څنګه؟؟؟؟
هر کله چې مو ځما ددې پوښتنو ځواب ووایه، نو کولاي شو بحث مخ ته بوځو، او ستاسو دپوښتنو ځوابونه هم درکړم، او ستاسو دمخکینیو ځوابونو تحلیل به هم وکړ.
ملاحظه: دتطور دکلمې څخه مې مراد دتکامل نظریه ده.
[quote:8cb220b425] نو دا A د چا ممنون شو او دا له کومه شو؟ [/quote:8cb220b425]
که لږ زړه غټ کړې، او دا سوال دې نور هم صریح کړې، تر څو لوستنکې پوه شي، چې ستاسو د A څخه مطلب څه دی؟؟
ځواب به درکړم ، او ان شاء الله که صریح يي وکړې نو څه مشکل به نه وي په کي.
زه په دی عقیده یم، چې تاسو کوم څه ته دعوت کوۍ، نو هغه تاسو ته حق ښکاري، او زه چې څه بیانوم ماته حق ښکاري، خو خبره داده چې حق یو وي، نو خپل وجدان ځانته او ستاسو وجدان ستاسو مخ ته ودروم چې په بحث کې به له صداقت څخه کار اخلو، او په زړه کې به دموضوع په اړه هیڅ څیز نه پریږدو، مګر چې ذکر کوو به یي، او داسې دحق موندلو ته لار پیدا کړو.
په فلسفه کې اصطلاحات دقيق استعمالوه!
Mohammad Hassan
22.02.2008
ښاغلی وهاج صافی سلامونه مې بيا هم ومنه!
دادی نن د جمعې ورځ مې تر ماښامه همدلته تيره کړه.
ددې ليک تر ليکلو د بيا تر راتلونکې اونۍ پورې په خدای سپارم.
خو دوې خبرې په اول کې:
تاچې د خپلې هرې ليکنې په لکۍ پسې دومره اوږده بړستن غوټه کړی وی، نو
څنګه کېدای شی، چې سړئ يې ونه وينی او يا ترې يادون ونه کوی؟
دوهم دا چې په هر علم، خو په ځانګړې توګه په فلسفه کې هر لغت د هغې د عامې
معنې برسيره مشخصه اصطلاحی معنی لری، چې هغه بايد دقيقه تعريف شی. نو له
همدې کبله هغه بايد پرځای او دقيقه هم وکارول شی.
ما داسې فکر کاوه، چې ما د تاسې د پوښتنو ځواب په خپل ننی ليک درکړ. خو
زما دا خيال سم پرځای نه ؤ او دادی تاسې خپلې پوښتنې بیا مطرح کړې.
زما او ستا په بحث کې يو مشکل بل هم شته. هغه دادی چې تاسې دا فلسفی
اصطلاحات زما په ګمان له عربی څخه را اخلی، خو ما عربی يوازې د مسجد او د
ليسې د ښوونځی په سطحه لوستې او ډیر ورباندې وارد نه يم. نو مخکې له دينه
چې زه د تاسې پوښتنو ته ځواب ووايم، د ځینې مقولو او اصطلاحاتو دقت ته
اړتيا ده مثلا:
ستاسې په ليکنه کې ذکر شوې (دمادي دیالکتیک فلسفه ) او (مادی ديالکتيک)
اصطلاحات زه سم نه پيژنم، خو خيال کوم چې دابه مو هدف هغه (ديالکتيکی
ماترياليستی فلسفه ) او (ديالکتيکی ماترياليسم) يا په فارسی (فلسفهء
ماترياليسم دالکتيک) او (ماترياليسم ديالکتيک) وی او که کومه بل څه؟
[quote:6130b1edc1] آيا تاریخي مادیت ددیالکتیکي مادیت حتمي قوانین په مجمتع او
دمجتمع په تاریخ تطبیقوي او که نه ؟؟؟ [/quote:6130b1edc1]
تاريخی ماديت به د حتما د تاريخی ماټرياليسم څخه مطلب وی او مجتمع به د
مطلب جامعه او ټولنه وی او که څنګه؟
تاسې ليکلی:
[quote:6130b1edc1]که لږ زړه غټ کړې، او دا سوال دې نور هم صریح کړې، تر څو لوستنکې
پوه شي، چې ستاسو د A څخه مطلب څه دی؟؟ [/quote:6130b1edc1]
دا ِA هغه د ی چې د تاسې په ليکنه کې ذکر شوی او له هغې څخه مو B او C
ممنون بللي . نو اوس تاسو بايد وواياست چې د A ؛خه ستاسو مطلب څه دی؟
خو زما په خيال چې ستاسې مطلب له هغه څخه ستاسې خپل ځان يا په بل عبارت
فکر فاعل دی. او که نه داسې نه ده؟
تاسې ليکلی :[quote:6130b1edc1]زه په دی عقیده یم، چې تاسو کوم څه ته دعوت کوۍ، نو
هغه تاسو ته حق ښکاري، او زه چې څه بیانوم ماته حق ښکاري، خو خبره داده چې
حق یو وي، نو خپل وجدان ځانته او ستاسو وجدان ستاسو مخ ته ودروم چې په
بحث کې به له صداقت څخه کار اخلو، او په زړه کې به دموضوع په اړه هیڅ څیز نه
پریږدو، مګر چې ذکر کوو به یي، او داسې دحق موندلو ته لار پیدا کړو[/quote:6130b1edc1]
زه دومره زيات هم په مسايلو کې وارد نه یم او په تيره بيا چې زه اصلا هيڅ وخت د
ډیر بحث له پاره نلرم. خو کله کله چې وخت پيدا کړم، له تاسې سره به له بحث څخه
مخ نه اړوم، ګوندې له دې لارې ستاسې منطق هم غِښتلی او د حق او عدالت لاره
نوره هم درته ښه څرګنده شی.
اوس د نور په خدای سپارم
Re: په فلسفه کې اصطلاحات دقيق استعمالوه!
و.افغان
22.02.2008
محترم محمد حسن صاحب:
سلامونه مې ومنه.
وروره: هسې دې ځان په بیستو کې وهلۍ دی، ښه پوهیږې خو ځان ناپوهه نیسې (ټوکه).
ما خو تاسو ته مخکې هم عرض کړې وو، چې دمارکسیت په اړه مطالعه ما په عربي ژبه کې کړې، همدارنګه خپله دمارکسیانو هغه کتابونه مې لوستلي دي چې عربي ژبې ته ژباړل شوې دي.
له بده مرغه تر اوسه زه په فارسي ژبه او یا پښتو ژبه مارکسي کتابونه نلرم، دا څو ورځې مې کوښښ وکړ چې لاس ته يي راوړم، خو تر اوسه ونه توانیدم، نو که تاسو ته يي ادرس په نټ کې معلوم وي نو هیله ده چې له مونږ څخه يی ونه سپموۍ.
په هر حال کوښښ به کوو، چې یو بل سره پوه کړو، او بیا به وروسته خبره ډیر آسانه شي، ته دعربي اصطلاحاتو سره اشنا شې ، او زه دپښتو او فارسي اصطلاحاتو سره اګر که دې دواړو ژبو کې يي په اصلي کلماتو کې ډیر فرق نه دی راغلي.
[quote:cbd367b412="Mohammad Hassan"]
ستاسې په ليکنه کې ذکر شوې (دمادي دیالکتیک فلسفه ) او (مادی ديالکتيک)
اصطلاحات زه سم نه پيژنم، خو خيال کوم چې دابه مو هدف هغه (ديالکتيکی
ماترياليستی فلسفه ) او (ديالکتيکی ماترياليسم) يا په فارسی (فلسفهء
ماترياليسم دالکتيک) او (ماترياليسم ديالکتيک) وی او که کومه بل څه؟[/quote:cbd367b412]
هو، همدغه ماتریالیستي فلسفه مې موخه ده، چې عربي ژبه کې و رته الدیالکتیکیة المادیة وايي، او همدارنګه ورته المادیة الجدلیة وايي.
[quote:cbd367b412="Mohammad Hassan"]
تاريخی ماديت به د حتما د تاريخی ماټرياليسم څخه مطلب وی او مجتمع به د
مطلب جامعه او ټولنه وی او که څنګه؟[/quote:cbd367b412]
همداسې ده، عربي ژبه کې ورته المادیة التاریخیة وايي.
[quote:cbd367b412="Mohammad Hassan"]
دا ِA هغه د ی چې د تاسې په ليکنه کې ذکر شوی او له هغې څخه مو B او C
ممنون بللي . نو اوس تاسو بايد وواياست چې د A ؛خه ستاسو مطلب څه دی؟
خو زما په خيال چې ستاسې مطلب له هغه څخه ستاسې خپل ځان يا په بل عبارت
فکر فاعل دی. او که نه داسې نه ده؟[/quote:cbd367b412]
همدغسې ده، خو کله چې مونږ د A رمز څخه مقصود خداي کړو، نو یو نوې بحث رامنځ ته کیږي، چې هغه بحث زه دخداي جل جلاله په حق کې بې ادبي بولم، خو څنګه چې دملحدینو او ماټریالسټانو له خوا داسوال اوس ډیر طرحه کیږي، نو ځواب يي په تفصیل سره پکار دی، اګر چې زړه می ورته نه ښه کیږي، دلته بیا دتسلسل العلل او تسلسل الحوادث، او تسلسل الأسباب بحثونه هم رامنځته کیږي.
په هر حال، آینده کې به پرې څه ولیکم.
فی الحال دومره بس ده،
په لوي خداي جل جلاله مو سپارم.
ديالکتيک هم په ماټرياليسم او هم په ايډياليسم کې استعمالېدای شی!
Mohammad Hassan
25.02.2008
ښاغلی وهاج ساپی او د بحث نورو ګډون کوونکو او لوستونکو ته سلامونه!
ښاغلی وهاج ، ما د تاسې ځينې ليکنې يو ځل بيا وکتې، سره له دې چې د انټر نيټ د پاڼې د فارمت له خاطره مې يې ليکنې پوره او دقیقې ونه شوای لوستلای، ځکه چې ټولې نه ښکاريدې، خو بياهم فکر کوم چې په عمومی روحيه يې پوه شوی يم. تاسې په يوځای کې داسې ليکلی چې:
[quote:cab454864f]
مارکس دغه ددیالکتیک حتمي قوانین له کومه مینځ ته راوړل؟؟؟
نه راستنیدونکې انقلاب يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟؟
دتاریخي مادیت او جبر فکر يي له کومه مینځ ته راوړ؟؟؟
اقتصادي نظام، اوسیاسي دیکتاتوري نظام يي په څه بنا کړې دی؟؟؟
له تاسو هیله کیږي چې ددغو افکارو اصلي منبع او مصدر مونږ ته وښایاست؟
[/quote:cab454864f]
او دا د آخری ليک پوښتنې مو هم له همدې منبع څخه شروع کيږی.
دې پوښتنو ته ځواب ويل زما په نظر څه آسان کار نه دی. که څوک وغواړی چې دې پوښتنو ته رښتيا ځواب ووايی، نو هره يوه يې يو جدا بحث او باب دی. د ځينو له پاره بايد ځينې مواد تازه وکتل شی، چې داکار وخت او حوصله غواړی.
څرنګه چې تاسې په دې اړه ځينې نورې پايلې اخيستنې لری او نورې پوښتنې هم درسره پيدا شوی دی، زه به کوښښ وکړم چې ځواب يې پخپل عقل داسې لنډ کړم چې په عين وخت کې د تاسې د نورو پوښتنو له پاره هم ځوابونه ولری.
زما د معلوماتو پر اساس ، کارل مارکس ديالکتيکی قوانين له خپل استاد هيګل څخه زده کړی او لاس ته راوړی دی.
لکه چې ما مخکې په دې ټينګار کړی چې په فلسفی بحثونو کې د هر استعمال شوی لغت او مقولی فلسفی تعريف او پېژندنې ته اړتيا ده، نو ځکه ديالکتيک هم بايد د فلسفی پوهې له زاويې وپيژنو.
د (ديالکتيک) مصدر د يونانی «ديالوګوس» کلمه ده ، چې د سوال او ځواب او جرو بحث معنی ورکوی. په منطق او فلسفه کې د لومړی ځل له پاره دلرغونی يونان د فلسفې د پلار (سقراط) له خوا د سفسطی منطق په ضد کارول شوی او بيا د هغه شاګردانو(افلاطون او ارسطو او نورو) کارولی او وده يې ورته ورکړې ده. وروسته له هغې ډيرو نورو فيلسوفانو دا روش کارولی او ستر آلمانی ايدياليست فيلسوف (فريد ريش هېګل) هغه د فلسفی منطق او تحليلی ميتودپه حيث د تکامل اوج ته ورساوه. د ستر ايدياليستی فيلسوف (هګل) شاګرد (کارل مارکس) هم د هګل له همدې ديالکټیک څخه ګټه واخيسته او هغه يې د خپلو فلسفی تحليلونو له پاره وکاراوه. داسې چې ديالکتيک په فلسفه کې د مارکس نوې ابداع او اختراع نه وه او له ديالکتيک سره د مارکس له خاطره دښمنی او تعصب کول معقول او موجه نه دی.
په لنډه او ساده ډول ويلای شو، چې مارکس ديالکتيک له هګل څخه زده او لاسته راوړ.
د فلسفی د تحقيق ديالکتيکی طريقه دنړۍ د مادی او معنوی پديدو د پيژندلو له پاره د انسانانود کار او تفکر هغه روش دی چې د کائناتو ټولې پديدې او پروسې يو له بله سره په ارتباط او متقابل تاثير کې مطالعه کوی. دديالکتيک له نظره ټولې موجودې پديدې او په نړۍ کې روانې پروسې نه يوازې يو له بله سره پيوستون او متقابلې اغيزې لری، بلکې په مکرره او دوامداره ډول د تغير او تکامل په حال کې دی او هميشه بايد په همداسې جريان کې تر مطالعې لاندې ونيول شی. زاړه شيونه له منځه ځی او ځای يې د تاريخ په اوږدو کې نوی، تر هغه متکامله شيونه په نوی کيفيت سره نيسی.
دفلسفی تحقيق ديالکتيکی طريقه لکه څنګه چې په ماترياليستی فلسفه کې استعمالیدای شی، همدا شان په ايدياليستی او دوواليستی فلسفی مکتبونو کې هم د استعمال وړ دی. له دې کبله د ديالکتيک سره له دې خاطره مخالفت غير علمی او غير موجه دی، چې داسې فکر وشی، چې ديالکتيک يوازې د الحاد او ماترياليسم په خدمت کې قرار لری او بس. مخکې مو هم يادونه وکړه، چې د ديالکتيک له پاره تر ټولو ډير کار، يوه ايدياليستی فیلسوف (هګل ) کړی دی.
د فلسفی ديالکتيکی تحقيقی طريقې، فلسفی( ضد) مقوله، هماغه د فلسفی تحقيق مټافزيکی روش دی، چې جهان د مختلفو پديدو او څيزونو يوه میخانيکی او ثابته مجموعه بولی، په تکامل عقيده نلری،یوازې په کمی تغيراتو بسنه کوی. د زړو څيزونو په حتمی زوال او د نويو په حتمی او قانونمند بری باور ردوی، نوی څيزونه او تعاملونه يو له بله بيل، پخپل منځ کې بې اړيکو او جدا جدا تصادفونه بولی او نړی د مکررو، ميکانيکی او تکراريدونکو بهيرونو په نتيجه کې پايداره وينی.
دا روش هم د ايډياليسم، ماټرياليسم او دوواليسم په مکتبونو کې استعالېدای شی.
ماترياليسم هغه فلسفی مکتب دی چې ماده پر شعور مقدمه بولی. او دا عمدتا د ايدياليسم او همداراز د دوواليسم ضد فلسفی مکتب دی، چې لومړی ئې شعور پرماده مقدم بولی او دا بل يې بيا د شعور او مادی تقدم او تاءخیر د فلسفی اساسی مسئله نه بولی او د وحدانيت د تيوری پرځای د دوو او يا ډیرو مبداؤ موجوديت نه ردوی.
دا ټول فلسفی مکتبونه هم له مارکس څخه تر مخه موجود ؤ او مارکس په هغو کې د فايرباخ تر اغيزی لاندې د فلسفی ماترياليستی مفکوره خپله کړه. یعنې چې ساده داسې ويلای شو، چې مارکس ماترياليسم له فايرباخ څخه تر لاسه کړ.
د مارکس ابتکار داؤ چې مدرن اود هغه د عصر په علمی لاسته راوړنو ولاړ ماترياليسم يې له علمی او منطقی ديالکتيک سره يوځای کړ او (ديالکتيکی ماترياليسم) يې ترې جوړ کړ.
مارکس او انګلس بيا د بشری جامعی د مادی تحليل پر اساس خپل تاريخی ماترياليسم هم رامنځته کړ او په هغې کې يې هم د ديالکتيک فلسفی تحقيق ميتود په کار واچاوه. په هغې کې يې هم د دیالکتيک د اصلی او فرعی قوانينو اغيزې تر بحث او څېړنی لاندې ونيوی.
مارکس د طبيعت او ټولنې د قانونمندې تاريخی ودې په بهير کې د داخلی اضدادو د مبارزې په نتيجه کې د زړو د له منځه تللو حتميت او د نوو عناصرو د برياليتوب په نتيجه کې د پديدو د کيفی تحولاتو منځته راتګ لازمی بولی. او تاريخی ماټرياليسم يې په ټولنه کې د همدې قانومنديو پر اساس رامنځته کړی دی.
له زياتی توضيح پرته او له همدې ځای څخه هم تاسې د خپل سوال ځواب موندلای شی چې د مارکس له ماترياليستی بنسټ پرته د هغو ديالکتيک، اقتصاد او سياسی نظريې د منلو او کارولو څخه نه لويږی!
زما له نظره، د مارکس ماټرياليسم، ديالکتيک، اقتصادی تحليلونه او سياسی طرحې هغه مختلفی خښتی(ډبرې) دی، چې په يوه خاص او معين شکل او ترتيب په مارکسيسم کې سره يوځای شوی دی. خو د هغو تر خپل منځ او همداراز پر نورو بنسټونو باندې د نويو او رنګارنګ تعميرونو د جوړولو له پاره د هغو د يوه او يا څو اجزاوو څخه کار اخيستل هم ممکن دي. دا خښتې توږل کيدای او د نويو اهدافو او مودونو له پاره له هرې يوې څخه جدا او يا له نورو سره جوړه ترې کاراخيستل کېدای شی. تر دې زيات چې د اړتيا په وخت کې د هغو د يوې خښتې له يوې او يا څوټوټو او برخو څخه هم کار اخيستل کېدای شی، ولې نه؟
د مارکس تيوری کوم دينی او مذهبی نصوص او محجرې دګمی نظريې او احکام نه دی، چې تغير او بدلون ونه مومی، يوه برخه يې له بلې جدا نه شی او يا د يوې رد يې د ټولو رد او د يوې برخې منل يې د ټولو منل وی. په مختلفو ژبو او ډولونوترجمه، تعبير او تفسیر يې د انسانانو په واک کې دی. له وخت او شرايطو سره سمه اود اړتيا په وخت کې د ضرورت مطابق د هغو ماتوَنه او په کارونه، نه يوازې دا چې روا دی، بلکې پخپله د مارکس او مارکسيسم اساسی حکم هم دی.
د روسيې انقلابی شخصيت (ولاديمير الئيچ لنين) یو له هغو څخه ؤ، چې مارکسيسم يې پخپل فکر تعبير او خپل نظريات يې ورباندې زيات کړل. لنين په روسيه کې د اکتوبر د انقلاب رهبری ونيوه. د اکتوبر سوسياليستی انقلاب او تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته نړیوال سوسياليستی سيستم د مارکسيسم ـ لڼينيسم د ايديولوژۍ تر اغيزې لاندې منځته راغی او وده او پراختيا يې وموندله او بالآخره له منځه ولاړ. (نه درښتينی او سوچه مارکسیسم په اساس، د ځينو له نظره)
تر هغې اندازې چې زه معلومات لرم، د شوروی اتحاد دړنګېدو په اړه مختلف نظريات او متفاوتې پايلې اخيستنې شته. ځينې وايی چې د شوروی اتحاد د سوسياليستی رژیم ماتې د مارکس د ا نظر منسوخوی چې له کپيټاليسم وروسته د سوسياليسم راتګ حتمی دی. ځينې وايی چې نه، د مارکس دا نظر پرځای دی، خود شوروی نظام د مارکس د نظر مطابق نه، بلکې د لنين او لنينيسم د نظر مطابق منځته راغلی ؤ، نو د هغې ماتې هم د لنين د نظر ماتې ده. دا ډله داسې څرګندوی چې د لنين او مارکس د نظرونو تر منځ د سوسياليستی انقلاب په اړه توپيرونه موجود ؤ.
داسې نظرونه مې هم اوريدلی او لوستلی دی، چې وايی، د اکتوبر انقلاب په يوه فيوډالی ټولنه کې دموکراتيک او ياهم سرمايداری انقلاب ؤ، چې د برياليتوب پروسې يې اويا کاله دوام وکړ او بالآخره بريالئ شو. یعنې په روسيه کې سرمايداری انقلاب په ۱۹۱۷ کال کې شروع او تر ۱۹۸۵ کاله يې د برياليتوب پروسې دوام وموند. او داسې نور...
د شوروی اتحاد او د عينی سوسياليستی بلاک ماتې که هر بل څه دی او که نه دی، خو د لنینیسم او د مارکس د لنينی تعبير د ماتې پیغام په روښانه له ځانه سره لری او دا څرګندوی چې د هغه پخوانيو مروجو کمونيستی او سوسياليستی انقلابی شعارونو او عملونو وخت تیردی، رښتينوالی يې تر شک لاندې دی او نوی شرايط له ځانه سره د نويو سياستونو او شعارونو اړتيا رامنځته کوی.
په دا آخری ليک کې مو داسې ليکلی:
[quote:cab454864f]خو کله چې مونږ د A رمز څخه مقصود خداي کړو، نو یو نوې بحث رامنځ ته کیږي[/quote:cab454864f]
زموږ په دې بحث کې د داسې غټو او حساسو موضوعاتو څيړل نه ضرور دی او نه هم لازم. همدا A; B او cيې سم دی.
په خدای د سپارم
Re: ديالکتيک هم په ماټرياليسم او هم په ايډياليسم کې استعمالېدای شی!
و.افغان
25.02.2008
ښاغلې محمد حسن صاحب:
سلام ته دې وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
ښاغلې محمد حسن صاحب: یو بل به په خبرو سره پوه کوو، او هیله لرم چې په هغو مصطلحاتو او تعریفونو ما ملزم نه کړۍ، کوم چې دیوي خاصي فلسفې له مخې ستاسو ذهن جذب کړي دي، څه چې زه وایم دهغې تحلیل به کوو، او څه چې ته وايي دهغې تحلیل به هم کوو.
له تاسو څخه ما څو پوښتنې کړې وي, چې په لاندی ډول يي ذکرکوم:
[quote:19da57e03d]
لومړۍ پوښتنه: دمادي دیالکتیک فلسفه په الحاد او دخداي څخه په انکار ولاړه ده، او که نه؟؟ او ولې ورته مادي دیالکتیک ویل کیږي؟؟، آیا په دې نه ده ولاړه چې ماده پر فکر مخکې ده، او له مادې څخه مخکې بل هیڅ څیز هم نه وو؟؟ [/quote:19da57e03d]
ښاغلي محمد حسن صاحب: ستاسو له لیکنې بریښي چې دماټریالسټۍ بنسټ الحاد دې، او دا ستاسو له خوا یو مثبت ګام دې چې په دې مو اقرار کړې، چې دماټریالیزم فلسفه په الحاد یعني دخداي جل جلاله څخه په انکاره ولاړه ده، تاسو لیکلي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]ماترياليسم هغه فلسفی مکتب دی چې ماده پر شعور مقدمه بولی. او دا عمدتا د ايدياليسم او همداراز د دوواليسم ضد فلسفی مکتب دی، چې لومړی ئې شعور پرماده مقدم بولی او دا بل يې بيا د شعور او مادی تقدم او تاءخیر د فلسفی اساسی مسئله نه بولی او د وحدانيت د تيوری پرځای د دوو او يا ډیرو مبداؤ موجوديت نه ردوی.
دا ټول فلسفی مکتبونه هم له مارکس څخه تر مخه موجود ؤ او مارکس په هغو کې د فايرباخ تر اغيزی لاندې د فلسفی ماترياليستی مفکوره خپله کړه. یعنې چې ساده داسې ويلای شو، چې مارکس ماترياليسم له فايرباخ څخه تر لاسه کړ. [/quote:19da57e03d]
دلته مو بیا له خبرو صفا ښکاري، چې دماټریالستۍ فلسفه په دې ولاړه ده چې ماده له شعور څخه مخکې ده، له مادې څخه مخکې هیڅ څیز وجود نه درلود، او شعور یا فکر دمادې په نتیجه کې منځ ته راغلې، تاسو دخبرو څخه له ورایه بریښي چې دغه قانون: ((ماده له شعور څخه مخکې ده)) یو الحادي قانون دي، او یاده کړي مو ده چې مارکس دا فلسفه له فایرباخ څخه اخیستي، فایرباخ هم یو ملحد وو، دا مو هم یو مثبت ګام او مونږ سره په کې یو بل ته نږدې کیږو.
[quote:19da57e03d]
دوهمه پوښتنه: آيا تاریخي مادیت ددیالکتیکي مادیت حتمي قوانین په مجمتع او دمجتمع په تاریخ تطبیقوي او که نه ؟؟؟ [/quote:19da57e03d]
تاسو ددې پوښتنې ځواب داسې کړې،
تاسو ویلي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]مارکس او انګلس بيا د بشری جامعی د مادی تحليل پر اساس خپل تاريخی ماترياليسم هم رامنځته کړ او په هغې کې يې هم د ديالکتيک فلسفی تحقيق ميتود په کار واچاوه. په هغې کې يې هم د دیالکتيک د اصلی او فرعی قوانينو اغيزې تر بحث او څېړنی لاندې ونيوی. [/quote:19da57e03d]
ستاسو په خبرو کې یو لړ تناقض لیدل کیږي، دلته تاسو په دې اقرار کوۍ چې مارکس دتاریخي ماټریالیزم یا تاریخي مادیزم لپاره دهغه الحادي فلسفي میتود په کار واچوه، کومه چې په الحاد استواره ده او بنسټ يي دا خبره ده: چې ماده پر شعور مخکې ده، یعنې تر مادې مخکې هیڅ څیز هم موجود نه وو، ماده ازلي ده، او شعور یا فکر دمادې پیداوار دې.
دلته تاسو جانب په حق یاست، او زه هم درسره ملګري یم، خو په بل ځاي کې تاسو خپله خبره ماتوۍ او وایۍ چۍ:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]له زياتی توضيح پرته او له همدې ځای څخه هم تاسې د خپل سوال ځواب موندلای شی چې د مارکس له ماترياليستی بنسټ پرته د هغو ديالکتيک، اقتصاد او سياسی نظريې د منلو او کارولو څخه نه لويږی! [/quote:19da57e03d]
دا خبره تاسو بې دلیله کوۍ، اګر که داسې مو طرحه کړۍ چې بیخي مسلَّمه خبره وي، خو داسې نه ده، ستاسو لمړنۍ خبره صحي ده، او په حقائقو ولاړه ده، او دوهمه خبره مو غلطه ده.
ځما او ستاسو داختلاف نقطه ډیره سره راتنګه شوي، په دی معنا چې تاسو دماټریالیزم الحادي بنسټ منۍ، خو دا نه منۍ چې دغه اقتصادي، سیاسي، او اجتماعي نظريي په هغه الحادي بنسټ ولاړي وي، ځکه خو يي دبنسټ دباطلیدو په موقع سقوط هم نه منۍ،
خو زه بیا وایم چې دغه اقتصادي نظريي، سیاسي، او اجتماعي اشتراکې نظام په دغه الحادي ګنده بنسټ ولاړ دې ، او هر کله چې دغه ګنده الحادي بنسټ له منځه لاړ شي، خو به خوده داقتصادي، سیاسي، او اجتماعي نظامونونظريي له منځه ځي.
دغه نقطه ځما او ستا دخلاف محور دې، او هیله ده چې ښه په سړه سینه پرې بحث وکړو.
او زه به دا په آینده کې ښه روښانه کړم، چې تاسو په دې مسئله کې په خطا یاست.
[quote:19da57e03d]
دریمه پوښتنه: که چیرې ددیالکتیک څخه دمادیت قید لرې کړاي شي، نو آیا امکان لري چې دتاریخي مادیت پورې اړوند حتمي قوانین پر ځاي پاته شي؟؟؟ دکوم په اساس چې سیاسي کمونستي نظام، او اقتصادي نظام جوړیږي، یا منځ ته راغلې وي؟؟ [/quote:19da57e03d]
دا پوښتنه مخکینۍ پوښتنې ته نږدې ده، فکر کوم چې ستاسو له خبرو داسې معلومیږې چې ځواب راکوۍ ، چی هو.
یعني که دمادیت قید هم له منځه لاړ شي بیا هم دتاریخي ماټریالیزم وجود پاته کیداي شي، دا ستاسو نظر دې خو صحي نظر نه دې، ځکه چې هیڅ امکان نه لري چې دمادیت قید دې له منځه لاړ شي، او بیا دې هم تاریخي ماټریالیزم پر ځاي پاته شي، او دهمدي په خاطر خو فریدریک انجلز خپل کتاب ضد دوهرنګ لیکلې دی، چې هغه ته وښايي چې ګوره ته دایمان بالغیب په طرف روان يي، باید ماده دهر څه اصل وبولې، چې له دغه خطره بچ شې، دا دمارکسیانو او لینینیانو غټ حجت او دلیل دي،
لینین دغه لوي دلیل دفیورباخ څخه په خپل کتاب (مادیت او تجریبي نقدي مذهب) کې رانقلوي او وايي: چې فیورباخ ویلي: ((له دیالکتیک څخه پرته نور ټول نظریات، او بل هر یو فلسفي اتجاه، دسببیت په قضیه کې، او دطبیعت دحتمي قوانینو څخه انکار، ایماني اړخ ته روانیږي، دا ځکه چې واضحه خبره ده چې ذاتي اتجاه دسببیت او دطبیعت دقوانینو په قضیه کې دبهرني موضوعي عالم پورې تړاو نلري، بلکه دشعور، عقل او منطق پورې تړاو لري...)).
څنګه چې دوهرنګ یومادي دی خو د عالم په نهایت ټینګار کوي، او دلیل يي په دې خبره کې دادې چې چې دمتولدو علتونو تسلسل تر لانهایته باطل دي، فلسفه کې دیته برهان التطبیق وايي، دلته ورباندې انجلز رد کوي او ورته وايي: چې ته خو دخپل ځان سره په تناقض اخته يي، هر کله چې ته دلانهایته تسلسل عقیده باطلوي، نو دا کار تا په خداي باندې دایمان پنجو کې غورځوي..
[quote:19da57e03d]
څلورمه پوښتنه: دشوروي دا لوي نظام او لوي انقلاب ددیالکتیکي قوانینو له مخې تاسو یو استثناء بولۍ، ځکه يي سقوط وکړ ، او که څنګه؟؟؟؟[/quote:19da57e03d]
تاسو ددې پوښتنې په ځواب کې دفقهي داختلف العلماء میټافیزیکي حل اختیار کړې دی، تاسو لیکلي دي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"] تر هغې اندازې چې زه معلومات لرم، د شوروی اتحاد دړنګېدو په اړه مختلف نظريات او متفاوتې پايلې اخيستنې شته. ځينې وايی چې د شوروی اتحاد د سوسياليستی رژیم ماتې د مارکس د ا نظر منسوخوی چې له کپيټاليسم وروسته د سوسياليسم راتګ حتمی دی. ځينې وايی چې نه، د مارکس دا نظر پرځای دی، خود شوروی نظام د مارکس د نظر مطابق نه، بلکې د لنين او لنينيسم د نظر مطابق منځته راغلی ؤ، نو د هغې ماتې هم د لنين د نظر ماتې ده. دا ډله داسې څرګندوی چې د لنين او مارکس د نظرونو تر منځ د سوسياليستی انقلاب په اړه توپيرونه موجود ؤ. [/quote:19da57e03d]
په هر حال څومره نظریات چې هم رامنځ ته شي، خپله دلوي شوروي سقوط دمارکس دشنډې فلسفې دبطلان ښکارندوي ده، دمارکس دفلسفي مادي، تاریخي، او حتمي قوانین په کې داسې ګوډ مات شوي دي چې غیر مارکسیانو يي هم دومره تصور نه کولو.
اوس نو باید په حق اقرار وکړې، او پړه په لینین وانه چوې، اصلا دمارکس فلسفه په خونړي انقلاب استواره ده، لینین چې څه کړي دي، هغه څه يي تطبیق کړي دي، کوم تعلیمات چې دمارکس له خوا ورکړ شوي وو، مارکس له ډیره پخوا څخه دروسيي دقیصري نظام دړنګیدو لپاره هلې ځلي کولې، دلته خپله تاریخ تاریخي ماټریالیزم ته داسې ګوذار ورکړ چې هر څوک يي یادوي نو خندا ورپسې کیږي.
هو دا درسره منم چې کومې وعدې او وهمي خیالې وعدې چې مارکس دجامعې لپاره ایښي وي، هغه یوه ټوله یوه ډرامه وه، بلکه په حقیقت کې یوه افسانه وه، او عجیب تناقض دادې چې هغه څوک چې یواځې په مادي ظواهرو دایمان دعوی کوي، او بیا داسې غیبي څیزونو باندې عقیده پیدا کوي، دمارکس دغه وهمي او خیالي انځورونه چې دخلکو دنشه کولو او دهغه سره دملګري کیدو لپاره استعمال کړل، له حقیقت لري وو، نه تطبیقیداي شو او نه به تطبیق شي او نه دتطبیقیدو امکان ولري، اونه يي لرلې دی.
اوس ددې لپاره چې ځان دوړو پوزه جوړه کړي، نو یا ملامتیا په لینین اچوي، او یا وايي چې دیالکتیک وخت په وخت تطور کوي، او دشوروي نوره بقا په دې نه وه ځکه چې ددیالکتیکي قوانینو بله نوي متطورې بڼي ته ضرورت لیدل کیده، خو څنګه چې هغه قوانین تطبیق نه شو، شوروي سقوط وکړ،
اوس يي نو دمارکسیست اولینیست سره مائیوئیست ملګرې کړ، خو څومره چې دوي کوښښ وکړي ، دشوروي دنه راستنیدونکي انقلاب خپله ددیالکتیکي حتمي قوانینو لپاره ډیر سخت ګوذار دې، چې نه يي د اطروحي یا دور اول څه پاته شو، او نه يي دنفي الآول څه پاته شو، اونه يي دنفي النفي څه پاته شو، چې بیرته بیا په لولبي دائري شکل په پورته طرف روان شي.
تاسو لیکلي دي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]داسې نظرونه مې هم اوريدلی او لوستلی دی، چې وايی، د اکتوبر انقلاب په يوه فيوډالی ټولنه کې دموکراتيک او ياهم سرمايداری انقلاب ؤ، چې د برياليتوب پروسې يې اويا کاله دوام وکړ او بالآخره بريالئ شو. یعنې په روسيه کې سرمايداری انقلاب په ۱۹۱۷ کال کې شروع او تر ۱۹۸۵ کاله يې د برياليتوب پروسې دوام وموند. او داسې نور... [/quote:19da57e03d]
ښه دخندا وړ نظر دې، خوڅنګه چې تاسو رانقل کړې دی، نو نه به پرې خاندو، ته اوخداي دا رنګه نظر هم دیوه عاقل انسان له سره ووځي.؟؟
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]د شوروی اتحاد او د عينی سوسياليستی بلاک ماتې که هر بل څه دی او که نه دی، خو د لنینیسم او د مارکس د لنينی تعبير د ماتې پیغام په روښانه له ځانه سره لری او دا څرګندوی چې د هغه پخوانيو مروجو کمونيستی او سوسياليستی انقلابی شعارونو او عملونو وخت تیردی، رښتينوالی يې تر شک لاندې دی او نوی شرايط له ځانه سره د نويو سياستونو او شعارونو اړتيا رامنځته کوی. [/quote:19da57e03d]
دا خبرې دخلکو په ذهنونو باندې د ریشخند وهلو بل څه نه دي، دا خبرې یواځي ددې لپاره کیږي، چې دځيني احمقانو په ذهن کې بیا دمارکس دحتمي قوانینو دحتمیت امید پیدا کړي، او څنګه چې اوس شوروي ختم دی، نو دمائوتسه تونګ په طرف روان شي، ځکه چې هغه نسبت لینین دمارکس دفلسفې ډیر وفادار دې، ځکه خو يي تر اوسه حکومت ټینګ دی، خو البته حقیقت به داسې نه وي، کوم حالت چې اوس چین کې دی، هغه حالت نه دې دکوم حالت افساني اوخیالات چې مارکس په خپل سر کې جنګولي وو، او خلک يي پرې په خوږې نشه مشغول کړي وو،
تاسو دکومو نویو سیاستونو او شعارونو خبره کوۍ، تا خبره به مو هغه وخت صحي وه چې دمارکسیت دحتمي قوانینو قافله مخ پورته روانه وه، حقیقت خو دادې چې کمونستي قافله مخ په ځوړ روانه ده، او دلته هغه قاعده چي وايي: البقاء للأصلح، یا انتخاب الأصلح په هیڅ وجه نشي تطبیقیداي، او نه په هیڅ وجه دنفي او دنفي النفي قوانین تطبیقیداي شي، او که شي نو تاسي يي واضح کړۍ.
په آخر کې تاسو لیکلي دي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]
زموږ په دې بحث کې د داسې غټو او حساسو موضوعاتو څيړل نه ضرور دی او نه هم لازم. همدا A; B او cيې سم دی. [/quote:19da57e03d]
دلته بیا مشکوک حرکت کوۍ، صحي داده: چې لومړۍ A ، او بیا B ده، او بیا C ده، B چې عبارت له مادې څخه دې، پرته له فکر څخه منځ ته نشي راتلاي او نه راغلې ده.
ددغې غټې او حساسې مسئلې څیړل واجب او فرض دي، ځکه چې وخت په وخت دملحدینو له خوا طرحه کیږي، او زه يي خپل پوره پوره ځوابونه لرم.
بالخصوص کمیونستان دا پوښتنه مطرح کوي.
بل ځاي تاسو ویلي دي:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]
زما د معلوماتو پر اساس ، کارل مارکس ديالکتيکی قوانين له خپل استاد هيګل څخه زده کړی او لاس ته راوړی دی.
لکه چې ما مخکې په دې ټينګار کړی چې په فلسفی بحثونو کې د هر استعمال شوی لغت او مقولی فلسفی تعريف او پېژندنې ته اړتيا ده، نو ځکه ديالکتيک هم بايد د فلسفی پوهې له زاويې وپيژنو.
د (ديالکتيک) مصدر د يونانی «ديالوګوس» کلمه ده ، چې د سوال او ځواب او جرو بحث معنی ورکوی. په منطق او فلسفه کې د لومړی ځل له پاره دلرغونی يونان د فلسفې د پلار (سقراط) له خوا د سفسطی منطق په ضد کارول شوی او بيا د هغه شاګردانو(افلاطون او ارسطو او نورو) کارولی او وده يې ورته ورکړې ده. وروسته له هغې ډيرو نورو فيلسوفانو دا روش کارولی او ستر آلمانی ايدياليست فيلسوف (فريد ريش هېګل) هغه د فلسفی منطق او تحليلی ميتودپه حيث د تکامل اوج ته ورساوه. د ستر ايدياليستی فيلسوف (هګل) شاګرد (کارل مارکس) هم د هګل له همدې ديالکټیک څخه ګټه واخيسته او هغه يې د خپلو فلسفی تحليلونو له پاره وکاراوه. داسې چې ديالکتيک په فلسفه کې د مارکس نوې ابداع او اختراع نه وه او له ديالکتيک سره د مارکس له خاطره دښمنی او تعصب کول معقول او موجه نه دی.
په لنډه او ساده ډول ويلای شو، چې مارکس ديالکتيک له هګل څخه زده او لاسته راوړ. [/quote:19da57e03d]
دهیګل او مارکس فلسفه ضد او نقیض ده، هیګل په خداي باور درلود، او ماده يي دهر څیز اصل نه بلله، بر عکس مارکس ماده دهر څیز اصل بولي،
هیګل عقیده لري چې په بهرني وجود کې هر څیز دیوه فکري ابداع یوه میوه ده، هغه وايي: چې فکر لومړۍ دیوه څیز صورت او مثال ابداع کړي، بیا يي بهر ته دهماغه صورت او مثال دمطابق حقیقت په څیر راوباسي.
هیګل چې کله دفکر تعبیر استعمالوي، د هغه موخه له فکر څخه ځما او ستا یا دنورو جزئي فکر نه دی، بلکه په کلي توګه يي فکر يي مقصد دی، نو په دغه حال کې الاهي تدبیر لره هم شامل دی، دهغه مطلب له کلي فکر څخه وجود مطلق مراد دي، چې پخوانیو فلیلسوفانو به ورته لويترين عقل ویلو.
ځکه خو دهیجل فلسفه له طبیعت څخه ماورا نړۍ نه نفي کوي، او نه روحي عالم باطلوي، بلکه درسیدو لپاره ورته یوه منطقي لیاره ګوري.
دهیګل په عقیده هر کله چې کلي فکر یو صورت او مثال ابداع کړي نو دې مرحلي ته دأطروحي مرحله وايي، دوهمه مرحله ورپسي په بهر کې ښکاره کیدل دي، چې دېته نفي یا طباق وايي، دریمه مرحله بیا هغه دا چې په هغه خارجي شکل دذهني وجود سره مطابقت لري، او هغي ته نفي النفي یا ترکیب وايي، مقصد دادې چې دا هره یوه مرحله خپل ځان نفي کوي تر څو په راروانې مرحله کې ورداخل شي.
که چیرې خبره دکلي فکر څخه انساني فکر ته خبره راتنګه کړو، نو دا به معلومه شي چې انساني فکر دکلي فکر یوه وړه نمونه ده، ځکه خو انساني فکر دهیجل په نظر دقوي او پر حقیقته آبادۍ یو لوي عامل دی، کوم چې په طبیعت دحرکت او ترقۍ روح پیدا کوې.
دلته څه نور تفصیلات هم شته خو فی الحال دا خبرې دهیجل دفلسفي اړه کافي دي،
کوم چې دمارکس دیالکیتک دی، نو هغه بیا دهیګلي فلسفي ضد دی، مارکسیان وايي، هیګل دیالکتیک سر په تلاق ودرولې وو، نو مارکسیان چې کله راغلل هغه يي په خپلو پښو ودراوه.
خو حقیقت دادې چې مارکسیانو دغه فلسفه سر په تلاق ودروله، مارکسیانو داطروحي، نفي، او نفي النفي قانون یواځي او یواځي په ماده کې منحصر کړ، او دهیګل هغه فلسفه يي رد کړه کومې چې دغه قانون دفکر او مادي تر منځ په یوه دائري شکل ترتیب کړې وه.
مارکسیانو له مادي څخه ټول خارجي عوامل نفي کړل، او فکر يي هم دمادي په جنس کې شامل کړ.
په هر حال دهیګلي فلسفي او مارکسي فلسفي نږدیوالې په هیڅ توګه متصور نه دې.
اوس راځم ستاسو مخکینو غوښتنو ته:
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"] اوس نو تاته زه مجبور کورنۍ دنده درکړم او هغه دا چې تاسې چې په فلسفی موضوعاتو کې بحث کوی، نو مخکې تر دې نه چې احکامو ته ورسيږی، بايد هغه فلسفی مقولات او تعريفونه چې په کاروی يې، لوستونکو ته توضيح کړی .
له دې کبله تاسې بايد موږته وواياست چې تاسې فکر څرنګه تعريفوی او آيا
دا له شعور سره يوشی بولې او که څنګه؟ [/quote:19da57e03d]
فکر: هغه مثبته عملیه ده چې نفس يي په معقولاتو دحرکت پر وخت کاروي،او د هر بهرني نشاط لپاره اساسي شرط ګڼل کیږي، او ددغه فکر پواسطه بهرنۍ نړۍ په دنظریاتو او مفهومونو په شکل کې څرګنديږي.
شعور دفکر یوه نوعه جوړوي، چې فکر منفعل پورې اړه لري، بلکه خپله فکر منفعل ته مونږ هم شعور ویلاي کوم چې دمادي تصور یا معنوي تصور په نتیجه کې منځ ته راځي، مثلا لکه دیوه خطرناک ځناور په لیدو سره دویرې شعور، دیوې ګناه کولو څخه وروسته دپښیمانتیا شعور.
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]
فکر فاعل او فکر منفعل څه معنی لری، آيا فکر مفعول هم شته؟ [/quote:19da57e03d]
له فکر فاعل څخه مې هغه فکر مراد دې چې دمادې لومړۍ وجود دهغه په سبب منځ ته راغلي وي، په پښتو کي يي معنا کوونکې دی، او هم ورته فعل سابق یا مسبب ویل کيږي، یو فکر فاعل کیداي شي مخکې منفعل وي، مثلا ځما مطلب ترې هغه لمړنۍ فاعل مختر ع دی.
دمادې لومړي وجود څخه مقصد عموم ماده هم صحي کیږي، او نسبي مقصد هم صحي کیږي.
دانسان په لاس جوړ سوو څیزونو کې زه ددې یو مثال وړاندی کوم، مثلا دلومړي ګاړې دمخترع فکر مو فکر فاعل بللۍ شو، خو لیکن له هغه وروسته چې کوم تطور ګاړو ته ورکول کیږي دفاعلینو په واسطه، نو دغه فاعلین نسبت هغو ګاړو ته چې دوي يي ایجاد کوي فاعلین شمیرل کیږي، او نسبت هغه ګاړي ته چې لومړۍ جوړ شوې دی ددوي فکر بیا فکر منفعل شمیرل کیږي،
همدارنګه مثلا داهرامو لومړۍ جوړونکې مونږ فاعل مخترع یا سابق بللې شو، خو له هغه څخه وروسته داهرامو دتصورکوونکې فکر فکر منفعل بللۍ شو، خو کله چې دغه فکر منفعل دنور زیات فکر له امله په دغه کار نوۍ مادي څیز رامنځ ته کړي، نو بیا يي فکر فاعل نسبي بللۍ شو.
فکر منفعل: عبارت له هغه فکر، شعور، او احساس، څخه دی چې دمادی دتصور څخه وروسته ذهن کې پیدا کیږي، او دا فکر هیڅ خارجي وجود نلري، یواځي په ذهن کې وي مګر په هغه حال کې چې فکر فاعل ته واوړي، نو بیا په بهر کې دخپل وجود سیورې ثابتوي، منفعل له انفعال څخه دې چې په معنا دتأثر استعمالیږي.
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]دوهم دا چې ستاسې له نظره ماده څه شی ده؟ [/quote:19da57e03d]
زه به تاسو ته هغه تعریف ذکر کړم چې دم ګړۍ پورې چلیږي، او امکان دی ولري چې نورو علمو تطوراتو سره تغییر هم شي،
دمادي تعریف: ماده هغه څیز ته ویل کیږي چې دلاندنیو مکوناتو څخه جوړه شوي وي، جسم، فضاء، کتلة، طاقت، قوت.
کلاسیکي تعریف مې ځکه ونه کړ چې هغه اوس سقوط کړي، او ناسم حسابیږي.
البته دغه پورتني یاد شوي مکوناتو دا شرط نه دې چې په یوه ماده دې راټول شوي وي، ځیني مادي دي چې کتلة نلري، خو طاقت لري ........
اوس تاسو راته هغه تعریف وړاندې کړۍ چې مارکس ورباندې خپل قانون ((ماده په فکر مخکې ده)) ایښي دي؟؟ هغه کوم تعریف دی.
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]آيا ماده هم فاعل، منفعل او مفعوله کېدای شی؟ [/quote:19da57e03d]
ماده خپله فاعله نشي جوړیداي، بلکه دخارجي مؤثر په نتیجه کې تغییر خوړلاي شي، ځکه چې کول قصد غواړي، او قصد په فکر بنا دی، او ماده فکر دواړه سره بیل دي، له مفعول کیدو مو مطلب څه شې دی؟؟ که مطلب مو تری مخلوقیکدل، نو بیشکه چې ماده هم دالله جل جلاله له مفعولاتو څخه ده، او دمفعولاتو اصطلاح په اسلامي فلسفه کې استعمالیږي، او که مطلب مو نسبت بنده ته وي، نو بنده دیوه مادي څیز صانع ګڼل کیداي شي نه خالق، ځکه چې په خلق کې من عدم شرط دې، او له دې کار څخه انسان عاجز دی.
مخکې له دې چې ځما دتعریفونو تحلیل وکړۍ، هیله کوم چې هغه تعریفونه ذکر کړۍ کوم چې مارکسیانو دفکر اومادې لپاره کړې دي؟؟ او هیله ده چې غیر مارکسي تعریفونه دلته ذکر نه کړۍ.
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]کله چې دا دواړه واضح تعريف او توافق ورباندې وشو، فاعل، مفعول او منفعل يې تعريف کړای شول، وروسته له هغې بيا د حکم د کولو له پاره بحث شروع کېدای او معلوميدی شی، چې کوم يو يې مخکې او کوم يې وروسته پیدا شوی دی! [/quote:19da57e03d]
ښاغلي محمد حسن صاحب:
ددې لپاره چې موضوع ګډه وډه نشي، ځکه چې ډیر زیات جوانب لري، نو په یوه نقطه کې چې ځما او ستاسو اساسي اختلاف دې، په هغې به مباحثه کړو،،،
او هغه دا نقطه ده، چې آیا دمارکسیزم دبنسټ دختمیدو سره چې هغه الحاد دی، نور کمونستي سیاسي نظام، اشتراکې او اجتماع نظام له منځه ځي، او که نه ځي؟؟
که ځي، نو خبره ختمه شوه،
او که نه ځي، نو دغه څیزونه تاسو په څه تکیه کوۍ، آیاکوم بل دا څه شته چې دغه کمونستي اشتراکي نظام پرې بیا تکیه وکړي، که وي،واضح يي کړې، او که خبره دمصلحت او مفسدة وي، په دې معنا چې دغه رنګ نظام حتمي نه دې، خو البته فایدې اوګټې په کې زیاتې دي نو دا بیا بله خبره ده، بیخي جدا خبره ده، بیا نو پکار ده چې سیاسي کمونستي نظام هم دمصالحو او مفاسدو له مخې وڅیړل شي، او همدارنګه اقتصادي نظام يي داقتصاد له مخې وڅیړل شي.
البته له دې ټولو خبرو دمخه تاسو باید هغه سوالونه ځواب کړۍ کوم مو چې ماته دفکر، شعور، او مادې په اړه وړاندې کړي وو،
ددغه ذکر شویو څیزونو تعریفونه راته وکړۍ،
[color=white:19da57e03d]هو چې پام مو وي، چې خپل نظریات په دغو تعریفونو کې څرګند نه کړۍ، بلکه تاسې باید له ما سره دیوه مارکسي په توګه وغږیږۍ، ستاسو په نظر به بیا وروسته غږیږو اوتحلیل به يي کوو: [/color:19da57e03d]
[quote:19da57e03d="Mohammad Hassan"]زما له نظره، د مارکس ماټرياليسم، ديالکتيک، اقتصادی تحليلونه او سياسی طرحې هغه مختلفی خښتی(ډبرې) دی،[/quote:19da57e03d]
په درنښت.
ډوکتر څپاند
26.02.2008
په بحث کې دملحدینو تګلارى: له موضوع تښتیدل، دموضوع ګډوډول، دځواب شوو سوالونو تکرارول، سپکاوۍ او بدې ردې دمتقابل نظر داحترام په نامه،تر ټولو ګنده اسلوب منافقت، دلادینیت تر نامه ځان پټول
محترم ساپی!
واقعا چه ملحدين مو ډیر ښه پيژندلي،افرين٠
مګر پام ساتي چه يو شمير منافقين د اسلامد د مقدس دین دفاع تر نامه لاندي غواړي چه خپل شوم سياسي اهداف تر سره کړي٠
موږ او تاسی دسر په سترګو وليدل چه پاکستاني واکدارانو د اسلام او مذهب تر نامه لاندي
رنګارنګ خدمتونه انګرزانو ته تر سره کړه٠ ښاغلي سدار محمد داود چه واقعا يو ملی او وطنپرست مسلمان وو دپاکستاني واکدارنو له خوا شپه او روځ د راډیو ګانو په څپو کي د ليوني،ملحد او کمونست په نامه تخريبيده٠
وس زه ددې نه په بيره کی يم چه داځل انګریزان خدای مکړه زموږ ملت د ستاسو پشان زړه پاکو مسلمانانو په واسطی سره د ملحد،منافق،اصلی او نقلي مسلمان القابو تر نامه لاندي سره وويشی او پا سادګی سره يو بی اتفاقه ملت تر دايمې غلامی لاندی وساتی٠
زما په اند که زما افغان کافروې اويا مسلمان تر انګريز او روس نه شرف لری٠
زه به هغه مسلمان ځه کړم چه دانګريز په معاش اوږده ګيره او هرکال حج ته ځي مګر په عمل کي يوه پيسه هم د خپل هيواد پر خوا او غريب نه مصرفوی٠
هيله دا چه مخکي له دې چه ما هم منافق و ملحد وګڼي ځما ليکنه په دقت سره ولولی٠
ع کريم حليمي
26.02.2008
ډېر مکرم استاد قاري صاحب ، ښاغلي محمد حسن صاحب او درنو
لوستوونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
[quote:c5a4f7b3f4]لومړۍ پوښتنه: دمادي دیالکتیک فلسفه په الحاد او دخداي څخه په انکار ولاړه ده، او که نه؟؟ او ولې ورته مادي دیالکتیک ویل کیږي؟؟، آیا په دې نه ده ولاړه چې ماده پر فکر مخکې ده، او له مادې څخه مخکې بل هیڅ څیز هم نه وو؟؟ [/quote:c5a4f7b3f4]
تر هر څه دمخه بخښنه غواړم ، چه ستاسو د بحث په مابين کي ځان دراچوم
په ټول عمر مي چپۍ فلسفه نده کتلې ، بېله داچه په 'ټول افغان ' کي مي
لوستې او کتلې
چپۍ فلسفه په دې ډېره غلطه بولم چه شخصي ملکيت نه مني
او د اسلام په شرعه دا فکر لويه ګناه ده ، ولي چه د مال ساتنه ،دعقل ساتنه
د دين ساتنه ، د نسب ساتنه ، او د نفس ساتنه پر هر مسلمان فرض ده
نو داچه چپي انقلابونه کاميابه سي ،د خلقو شخصي مالونه او جايداد
ورڅخه اخلي ، داکار حرام دی ، او له چاڅخه چه شخصي مال په زور
اخستل کيږي ، نو د مال خاوند د قتل او قتال (جنګ )حق لري چه د مرګ
تر لحظې وجنګيږي ، که غواړي !
زما سره دا پوښتنه سته چه ؟؟
که ماده دمخه وي که فکر ، نو دا څه خبره ده ؟
انسان خو ډېره لږ پوهه لري ، د ناپوهۍ علامه يوه دا ده چه تر مادې او مانا
چه ورتېر سي ، بيا نو ړوند او کوڼ دی ، اما داسي نده چه الله نو يوازي
د دې دوو شيانو خالق دۍ اوبس
دا خو ډيره د عقل خبره ده چه مانا تر مادي لمخه ده
راسۍ داسي يوه فرضيه کښېږدو چه مانا تر مادې د مخه ده
که داسي وي چه خدای مانا ده نو بيا ډېره بده خبره ده او کفر دی
خدای خو هغه ذات دي چه په ذات کښي د چا سره ندی شرک
رب العزت خو تر مادې او مانا لور دي
رب خو د مادې او مانا رب دي ، او واحد او بې همتا دي د نمبر په حساب
او فرد صمد لايزال،احد دي په ذات ،
ايا رب ته دا مشکله ده چه اول ئې ماده پيداکړې وي او بيا فکر او يا معکس ئې
په درنښت
و.افغان
26.02.2008
[quote:f94816248e="Fared Besada"]
مګر پام ساتي چه يو شمير منافقين د اسلامد د مقدس دین دفاع تر نامه لاندي غواړي چه خپل شوم سياسي اهداف تر سره کړي٠
موږ او تاسی دسر په سترګو وليدل چه پاکستاني واکدارانو د اسلام او مذهب تر نامه لاندي
رنګارنګ خدمتونه انګرزانو ته تر سره کړه٠ ښاغلي سدار محمد داود چه واقعا يو ملی او وطنپرست مسلمان وو دپاکستاني واکدارنو له خوا شپه او روځ د راډیو ګانو په څپو کي د ليوني،ملحد او کمونست په نامه تخريبيده٠
وس زه ددې نه په بيره کی يم چه داځل انګریزان خدای مکړه زموږ ملت د ستاسو پشان زړه پاکو مسلمانانو په واسطی سره د ملحد،منافق،اصلی او نقلي مسلمان القابو تر نامه لاندي سره وويشی او پا سادګی سره يو بی اتفاقه ملت تر دايمې غلامی لاندی وساتی٠[/quote:f94816248e]
دروند او ګران ورور فرید بی صدا صاحب:
سلامونه مې ومنه.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
وروره: ډیر ښه خبر مو کړې، او زه تاسو سره په کې موافق یم،
مشکل دادې چې دهر بهرني ګمراه فکر والا هغه کار ته لار جوړه وي،
له کومه کار څخه چې تاسو ویره احساس کړې.
په دې معنا چې ځمونږ افغاني کمونستانو پرون دمسکو عبادت کوو،
تر څو يي سرې لښکري افغانستان راته راوستلي، او داسې اورونه يي بل کړل،
چې تر اوسه یي
لمبي جیګیږي، او معلومه نه ده چې کله به مړ ې شي.
خو نن بیا دچینیانو په پښو کې ورغورځيږي،
ځکه چې دتاريخي ماټریالیزم له مخې باید دهغوي شعار اوس زنده باد مارکسیستي، لینیستي، او مائیوئستي وي.
پاته شوه دځینوساده افغانانو خبره چې دځینو شیطاني دولتونو
په دامو کې په شعور او یا ناشعورۍ غورځیدلي دي،
او دخپل هیواد تخریب کوي، نوهغه هم ښه پیژنم،
ځما یواځي او یواځی کوښښ ددی لپاره دې چې یو داسی آزاد مترقي افغاني فکر رامنځته شي چې افغاني ټولنه مخ په وړاندی بوځي،
او دغه فکر داسلامي اقدارو او ځمونږ دعنعناتو سره ضد نه وي،
او دا خبره هلته کیداي شي چې پوهه عامه شي، دځمونږ دځینو مغلق الذهن
ملایانو ذهنونه خلاص شي، دولت دهغوي په عصري تثقیف کولو اهتمام وکړي،
هیڅ مشکل به نه رامنځته کیږي، اسلامي دین دهیڅ یوی ترقۍ مخه نه نیسي،
او نه يي نیولې، مشکل خپله په مونږ کې، او حل يي نه کمونستي ده،
او نه دپردیو حلقه بګوش کیدل دي.
[quote:f94816248e]ښاغلي سدار محمد داود چه واقعا يو ملی او وطنپرست مسلمان وو دپاکستاني واکدارنو له خوا شپه او روځ د راډیو ګانو په څپو کي د ليوني،ملحد او کمونست په نامه تخريبيده٠[/quote:f94816248e]
واقعي چې ښاغلي شهید سردار محمد داود یو ملي اووطنپرست مسلمان وو،
یو مسلمان شخصیت وو، زه يي دنوم یادولو سره روح ته هر وخت دعا کوم،
خو په عینې حال کې يي یو غافل انسان بولم، دغه انسان هغه وخت را بیدار
شو کله چې دوطن او ددې ملت ددښمنانو لاسونه دهغه تر ستوني رسیدلي وو.
الله دې شهادت قبول کړي، روح ښاد او آباد وي.
د ښاغلي شهید سردار داود څخه دځيني افغانانو دزړه ګرځیدلو سبب همدا دروس
ګوډاګیان وو، چې مونږ ټول افغانان يي داسې در په در کړو چې بیرته دخپل کور
دجوړیدو او کورته دراتګ لپاره لیار نشو پیدا کولي.
[quote:f94816248e="Fared Besada"]زما په اند که زما افغان کافروې اويا مسلمان تر انګريز او روس نه شرف لری٠
زه به هغه مسلمان ځه کړم چه دانګريز په معاش اوږده ګيره او هرکال حج ته ځي مګر په عمل کي يوه پيسه هم د خپل هيواد پر خوا او غريب نه مصرفوی٠
هيله دا چه مخکي له دې چه ما هم منافق و ملحد وګڼي ځما ليکنه په دقت سره ولولی٠[/quote:f94816248e]
صحي خبره مو کړې، ډیر په ځاي خبره مو کړې،
ځما هغه کافر افغان چې دافغان په خاوره کې اوسیږي، وطن ته مخلص وي،
هغه ډیر لوي حرمت لري، اوس که تاسو افغاني اندوان او سیکان وګورۍ،
دوي دلوي حرمت والا دي، مشکل هغه افغان دې چې دخپل کلتور دښمن وي،
خپل وطن خرڅوي، دخپلې ټولنې دماتیدا لپاره دالحاد او نورو ګمراهو
فکرونو لپاره لارې مروجوي.
که تاسو تاریخ ته پام کړې وي، نو ښکاره به مو لیدلې وي، چې غربي او شرقي نړۍ
هغه وخت په عالم اسلام باندې تسلط پیدا کړ، کله يي چې فکري جنګ شروع کړ
او خپل هم نظره يي په اسلامي دولتونو کې وځیږول، داسې هم نظره چې دهغوي
لپاره يي ډیر مخلصانه خپل وطن، خپل دین، خپل عنعنات او کلتور خرڅ کړل.
که نه نو دیني اعتقاد خودهر چا دزړه خبره ده، هر افغان که په اسلامي دین عقیده نلري،
نو اسلام مونږ ملزم کړي نه یو، چې دهغه زړه وڅیرو، او نه دا ممکنه ده،
هغه کولاي شي چې خپل کفر پټ وساتي، (((مطلب مې هغه کفر دې چې داسلام څخه
وروسته راغلي وي))) او دټولنې سره په تضاد کې نشي، ځکه چې په دې کار دعام
نظام دلړزولو خبره رامنځ ته کیږي، اما که څوک له اصله کافر وي لکه هندوان
،سیکان او نور نو دا خلک شه په آزادانه خپل کفر څرګندولي شي.
[quote:f94816248e]
هيله دا چه مخکي له دې چه ما هم منافق و ملحد وګڼي ځما ليکنه په دقت سره ولولی٠[/quote:f94816248e]
ورور جانه: په دې خبره مو خفه کړم، صحي چې زه په کفر او الحاد رد کوم، خو
مسلمان ته هیڅ کله کافر نشم ویلاي، ځکه چې دمبارک صلی الله علیه وسلم حدیث
دی: چې څوک مسلمان ته کافر ووايي: نو دا په دواړو ضرور په یوه راګرځي.
یعنې که هغه کس کافر نه وي، نو داکلمه بیرته په ویونکې راګرځي.
په درنښت.
و.افغان
26.02.2008
ډیر محترم، دقدر وړ مولانا حلیمي صاحب،
ځما له طرفه هم سلامونه او احترامات قبول کړۍ:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
[quote:e4fce6e842="ع کريم حليمي"]
زما سره دا پوښتنه سته چه ؟؟
که ماده دمخه وي که فکر ، نو دا څه خبره ده ؟ [/quote:e4fce6e842]
محترم او مکرم حليمي صاحب:
دا مقوله (ماده په فکر مخکې ده) یوه مارکسي مقوله ده، او هر کله چې مارکسي مقوله ده، نو مونږ دهغوي څخه پوښتو چې مطلب مو ترې څه دې؟؟
هغوي په ځواب کي و ايي: مطلب مو تری دادې،
چې ماده ازلي ده، شروع یا بدایت نلري، او فکر یا شعور په کلې معنی ((نه دیوه شخص یا څو اشخاصو)) دهمدې مادي پیداوار دی، ځکه خو هغه قوانین چې
چې په ماده کې حتمي اوضروري دي، نو فکر باید هم دهماغو قوانینو لاندي راشي،
همدا خبره وه چې تاریخي ماټریالیزم هم يي منځ ته راوړ، نو دلته څو مشکله رامنځ ته
کیږي:
۱- دخداي دوجود څخه انکار.
۲- فکر، یا عقل، یا روح دمادي تابع کول.
۳- څنګه چې فکر یاعقل یا روح دمادې پیداوار دې نو واضحه خبره ده چې دمادي
حتمي قوانینو ته به غاړه ږدي.
دمادي دقوانینو په تطبیقولو کې هم مارکسیان خطا شوي دي، چې دا بیله موضوع ده او
بیل بحث ته اړتیا لري.
دماټریالیزم فلسفي مقابل کې بیا مثالي فلسفه ده، چې ایدیالیزم هم ورته ویل کیږي، البته لومړنۍ اصطلاح په عربي ژبه کې استعمالیږي،هغوي بیا فکر مقدم بولي،
خو بیا مثالیین په دوه قسمه دي، ځيني دخداي په وجود اقرار کوي، چې هیګل هم له هغوي څخه دی، او ځیني يي دخداي له وجود څخه منکر دي، نو دلته ورته مارکسیان وايي:
ګورۍ هر کله چې تاسې فکر په ماده مقدم بولۍ نو دا کار تاسو ایمان
طرف ته کش کوي، نو ستاسو دا فلسفه غلطه ده، دلته بیا دموضوعي حقیقت، او دمطلق حقیقت موضوع رامنځ ته کیږي، چې هغه هم بیله موضوع ده او وروسته به بیا پرې وغږيږو.
صحي خبره داده: چې هم مثالیین ((ایدیالیزم نظريي والا)) په غلطه دي، او هم ماټریالیستان ((مادیزم نظريي والا)) په غلطه دي.
صحي خبره داده: چې ماده هم خداي پیدا کړې، او انساني فکر هم خداي پیدا کړۍ، دا
دواړه دالله جل جلاله مخلوق دي، ځکه خو فکر دمادې پیداوار نه دې.
نو چې دمادې پیدوار نه شو، نو دمادې تر قوانینو لاندې هم راتلاي نشي.
سره له دې چې مارکسیان دتطبیقي علم دعوی کوي، خو دلته په خطا ځکه دي چې دتطبیقي علمونو
سره مخالفت کوي، هغه داسې چې هر کله روح دمادې پیداوار شي، نو داسې شوه چی روح
بچۍ شو، او ماده يي مور شوه، نو مونږ خو دمادې هغه وړو وړو ذرو ته ورسیدو
او بیا دذرو اجزاوو: مثبتو پروتونونو ، منفي الکترونونواو هم نیوترونونو ته ورسیدو، خو روح چې
دمادې پیداوار دې دهغې باره کې هیڅ معلومات نه لرو، او دمادي دیوه تعریف
لاندې هم نشي راتلاي، ځکه چې دمادي یو خواص هم مونږ په کې نشو کشف کولاي
او نه په کې چا تر اوسه کشف کړ،
ځکه خو صحي خبره داده چې روح دمادې پیدا وار نه دی.
فیلسوفان له ډیره مخکې تر اوسه پورې دا خبره کوي چې روح دطبیعت ضد دې، او فکر دمادې ضد دي، نو څنګه بیا دیوه ضد قوانین په مقابل ضد باندې تطبیق کړو.
هو: دلته یوه بله خبره هم شته، چې کله مونږ ووایو: چې فکر په مادې مخکې دی، نو
مطلب ترې فکر کلي وي، او دخداي جل جلاله څخه تعبیر هم په کې شامیلیداي شي، او پخوانیو
فیلسوفانو به دخداي څخه تعبیر په العقل الأکبر کولو.
ځکه خو مادیان ((ماټریالیستان)) ځيني ملحدو مثالیينو ((ایډیالیانو )) ته وايي
چۍ ګورۍ ستاسو فلسفه تاسو په خداي باندې دایمان طرف ته کش کوي.
زه خپله نه داصطلاحات خوښوم، او نه راته جائز ښکاري، ځکه چې خداي جل جلاله
ته باید هغه نومونه استعمال شي، کوم چې هغه دځان لپاره غوره کړي دي، او بس.
حتی دا هم غوره بولم، چې دخداي دکلمي پر ځاي دالله کلمه استعمال شي، اګر چې
ان شاء الله دخداي کلمه استعمالول به جواز ولري، او زه خپله پرې آموخته یم
استعمالوم يي، خو چون چې دالله جل جلاله په اسماء الحسنی وو کې نشته نو
دالله جل جلاله په نومونو کې نه راځي، خو دومره ویلاي شو چې دالله جل جلاله څخه
پرې تعبیر کیږي.
الله جل جلاله فرمايي: ولله الأسماء الحسنی فادعوه بها...
[quote:e4fce6e842="ع کريم حليمي"]
ايا رب ته دا مشکله ده چه اول ئې ماده پيداکړې وي او بيا فکر او يا معکس ئې
په درنښت [/quote:e4fce6e842]
ډیر محترم او دقدر وړ حلیمي صاحب:
دا تاسو محترم چې څنګه مسئله مطرح کړې، دې کې هیڅ رنګ مشکل نه لیدل کیږي، هر کله چې مونږ په دې عقیده ولرو چې ددې دواړو څیزونو خالق الله دی،
خو کوم یو څیز يي مخکې پیدا کړې، ضرورا دیني تحقیق اوعلمي تحقیق مونږ دی نتیجي ته ورسوي چې الله جل جلاله ماده مخکې پیدا کړې، بلکه دانسان څخه يي په زرګونو یا لکونو کلونه مخکې ماده پیدا کړې.
خو دا چې انساني او انساني ذهن دهمدي مادې پیداوار وي، دا خبره غلطه ده، ځکه چې تر اوسه یوې علمي تجربي دا ثبوت نه کړه، تر اوسه ټول علمي ثبوتونه دا وايي چې هر ذي روح څیز دتیرې زماني په اوږدو کې کاملا منځ ته راغلې، او له هیڅ
بل څیز څخه يي تطور نه دې کړې،
تر اوسه هیچا داسې دوصل حلقي پیدا نه شوې کړۍ، چې ووايي: مثلا دا حلقه
د انسان اصل دې، او انسان له دې حلقې تطور کړې.
دا خبره یواځي دانسان په اړه نه بلکې دهر ذي روح او ذي فکر په اړه ده.
و.افغان
06.03.2008
ښاغلې هوشیار صاحب لیکي:
[quote:db597ccb7a]mazhaboona da bashari haqoqo au ilam w parmakhtag khilaf di zaka e za na manam[/quote:db597ccb7a]
تاسو لیکلي چې: مذهبونه دبشری حقوقو او دعلم او پر مختګ مخالف دي ،
ځکه يي زه نه منم:
ښاغلې هوشیار صاحب: زه یو مسلمان یم، او زه به تا سره دیوه اسلامي منظور څخه وغږیږم ، له نورو دینونو سره ځما کار نشته ، څنګه تاسو دغه پورتنۍ خبره ستاسو دهرې لیکنې سره مله کړي، نو له تاسې دوه لنډې پوښتنې کوم:
لومړۍ پوښتنه: داسلام دین دکوم علم او دکوم پرمختګ مخالف دی؟؟؟؟
دوهمه پوښتنه: تاسو دبشري حقوقو زده کړه له کوم ځاي څخه یاده کړې؟؟؟
هیله کوم چې له موضوع څخه ونه ووځي، یوه، بله دا چې لیکنې راته په پښتو تورو کوه، ځکه چې دپښتو لیکلې په انګلیسې حروفو نه خوښیږي، او نه يي لوستلو ته تیار یم.
په درنښت.
[/quote]
hoshiyar
06.03.2008
[quote:6d955c56d6="وهاج ساپی"]لومړۍ پوښتنه: داسلام دین دکوم علم او دکوم پرمختګ مخالف دی؟؟؟؟
دوهمه پوښتنه: تاسو دبشري حقوقو زده کړه له کوم ځاي څخه یاده کړې؟؟؟
[/quote:6d955c56d6]
شاغلي محترم صافي داسي پوشتنه له ما کوي چي زه د شوونځي ماشوم زده کوونکي يم
پهرحال ستاسي د تصلۍ ل پاره وايم
لومړي ځواپ : اسلام د هر علم او پرمختک مخالف دي
شوونځي سوزول کيژي، سرکونه، روغتونونه ويجاړيزي، موبايل شرکتونه دړکې ورکوي کيژي
تاريخ يو اړخيز او تنګ نظره ليکل کيزي، معصومانو ته مدرسو کي تش نفرت او جهالت ورايزده کيژي
دوهېم ځواب: ديرو پوهنتونو، کتابو، او نور څه کي
و.افغان
06.03.2008
[quote:954c9d00c0="hoshiyar"][quote:954c9d00c0="وهاج ساپی"]لومړۍ پوښتنه: داسلام دین دکوم علم او دکوم پرمختګ مخالف دی؟؟؟؟
دوهمه پوښتنه: تاسو دبشري حقوقو زده کړه له کوم ځاي څخه یاده کړې؟؟؟
[/quote:954c9d00c0]
شاغلي محترم صافي داسي پوشتنه له ما کوي چي زه د شوونځي ماشوم زده کوونکي يم
پهرحال ستاسي د تصلۍ ل پاره وايم
لومړي ځواپ : اسلام د هر علم او پرمختک مخالف دي
شوونځي سوزول کيژي، سرکونه، روغتونونه ويجاړيزي، موبايل شرکتونه دړکې ورکوي کيژي
تاريخ يو اړخيز او تنګ نظره ليکل کيزي، معصومانو ته مدرسو کي تش نفرت او جهالت ورايزده کيژي
دوهېم ځواب: ديرو پوهنتونو، کتابو، او نور څه کي[/quote:954c9d00c0]
اووووووو ورور درنه کربان سه ، څومره عالي ځوابونه ، والله ماته خو يي هغه
درحمان بابا شعر راپه زړه کړ ، چې وايي:
چې منکر پرې اعتراض کولاي نشي
دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز
بې بې دې درنه کربان سه ، خفه نه سې ، یو بل شعر هم را په یاد سو ، البته تاسو ته متوجه نه دی ، وايي : چې یوه کس ځان په ملایانو کې وهلې وو ، نو کوم طالب ترې پوښتنه کړې وه چې تر کومه دې کتابونه ويلي دي، نو هغه ورته ویلي وو چې تر خــدايي پوري (هدایه) ، بیا ترې پوښتلي وو، چې کوم ځاي کې ؟؟ نوهغه ورته ځواب ورکړې وو، چې قابل کې (کابل کې) نو هغه ځوان طالب ورته ویلي وو:
دخ له هدايي او د کافه دقابله
را معلوم شوې حمار ګلـــــــــــــــه
نور ګرانه روکیه :
تاسو چې دومره عالې ځوابونه وما راته کوۍ، نو زه بیا کله کولاي سم چې له تاسو
څخه ځان په سطحي خبرو خلاص کړم ...
فکر کوم چې ځما او ستا بحث شنډ او بې ګټې دی
ما خو داسې فکر کاوه چې ته به دموضوع په اړه ځواب راکړې ، خو تاسې
رښتیا له ځانه څخه دابتدايي ماشوم جوړ کړ، اګر که ځان مو مونږ ته ماسټر او دوکتور ښودلاي.
په هر حال یو وار بیا کوښښ وکړۍ او ځما ددې دواړو سوالونو ځواب راکړۍ
خو هغسې عالي نه لکه چې ورکړې مو دی:
لومړۍ پوښتنه: تاسو وايي چې اسلامي دین له علم سره سراسر مخالف دی البته په هر څه کې ،
زه له تاسو څخه ددلیل لپاره یوه یوه بیلګه غواړم ، کوم مثالونه چې تاسو راوړي دي هغه ځمونږ موضوع سره هیڅ تړاو نه لري ، او ما درته له پیله ویلي وو، چې له موضوع به نه وځو، خو ته سیاست طرف ته تللۍ يي ، په دې معنا چی کیداي شي دغه کارونه دځيني استخباراتي کړیو له مخې وشي ، په هر حال زه درسره دا سیاسي بحثونه کوم ،
یوه قاعده ذهن کې کلکه ونیسه:
چې اشخاص په حق پيژندل کیږي
نه حق په اشخاصو.
دوهمه پوښتنه کې مو دومره عالي ځواب راکړې چې له خندا مو مړ کړم،
په هر حال ځما مقصد اصلي منبع او مصدر وو، نه دا چې دا درسونه تا په پوهنتون یا سکول کې زده کړي ، دحقوق بشرو اصلي منبع له کومه راغلي ، مطلب دا چې هغه دحقوق بشر دعوی کوي ،او هیڅ یو مذهب نه مني ، نو دا دواړه خبرې څنګه سره یوځاي کیداي شي؟؟
اخلاق، تهذیب ، آداب، او حقوق آیا ماده يي مونږ ته راښودي ، ؟؟؟؟
یو څیز ښه دې او یو څیز بد دې ، له کومه ځایه دي دا خبره منځ ته راوړې؟؟؟
انساني مساوات او عدل مو له کومه ځایه راوړې دې؟؟؟
له چا مو زده کړې؟؟
ځکه چې حقوق بشر یوه میتافزیقي مسئله ده،،،
ماده خو خپل ځان لپاره قواعد لري ، کوم چې داروین وضعه کړي او په کې ویلي دي چې ټول زنده جات ددې قانون لاندې راځي، او هغه دالصراع من أجل البقاء قانون دی، یعنې مبارزه کول جګړه کول، ((دا ټول يي تری لاندې راځي)) د بقا په خاطر ، دنه فنا کیدو په خاطر ،
او دا هغه قاعده ده چې اوس امریکا او ځيني اروپايي هیوادونه دمسلمانانو په مقابل کې پرې عمل کوي،
نو بیا ددغه قانون په وړاندې هیڅ حقوق بشر ارزښت نه لري،
همدارنګه یوه بله دارویني قاعده چې وايي: البقاء للأصلح، او الانتخاب الطبیعي، او الانتقاء الطبیعي،
مطلب ترې دادې چې اصلح او ښه څیز دبقاء او پاتیکیدو لیاقت لري، دژوند حق لري، او همدا قانون داروپايي هیوادونو دداخلي جګړو یو عامل بلل شوۍ، همدا رنګه داورپايي هیوادنو له پلوه دنړۍ دنورو دولتونو لپاره دښکیلاګ ښه دلیل تطبیق شوې دی، دکوم په نتیجه کې چې مستعمر دولتونه منځ ته راغلل.
ځکه چې دغو مستعمر دولتونو دآزادۍ حق نه لرلو.
افغانستان وو چې په زور يي خپل آزادي له دغو خلکو واخیستله او په زور يي خپله آزادي پرې ومنله ، خو نن چې بیا هغوي قوي دي او افغانستان ضعیف وو یو ځل بیا راغلل او هڅه کوي چې ددې وطن آزادي له مینځه یوسي.
په آخر کې درته دومره وایم چې اسلام باره کې دې مطالعه قوي کړه او بیا بحثونه کوه ،
ښه ورځ درته غواړم.
hoshiyar
07.03.2008
شاغلي صافي ورور
ستاسي لهه ما څه غوشتنه وه چي ستا پوشتني ځواب کم او له موضوع بهر نه شم
ما درته هغه پوشتني ځواب کړي
اوس تا هسي اوتي بوتي پيل کړي
ما دپاره دا خبري نوي نه ده
چي چيرته هم ملايانو سره په داسي بحث کيوتلي يم
په همداسي اوتو بوتو سر شوي
ځکه چي د خبري ځواب او د حقيقت پر ځواب کي ثبوتت نلري
نو شه ورځ درته غواړم
منلی
07.03.2008
هوښیار ! له همدغه ځان صفت څخه موښکاری چې څومره هوښيار یاست
[quote:083087dc7b]هوښیار لیکی
شاغلي محترم صافي داسي پوشتنه له ما کوي چي زه د شوونځي ماشوم زده کوونکي يم
پهرحال ستاسي د تصلۍ ل پاره وايم
لومړي ځواپ : اسلام د هر علم او پرمختک مخالف دي
شوونځي سوزول کيژي، سرکونه، روغتونونه ويجاړيزي، موبايل شرکتونه دړکې ورکوي کيژي
تاريخ يو اړخيز او تنګ نظره ليکل کيزي، معصومانو ته مدرسو کي تش نفرت او جهالت ورايزده کيژي [/quote:083087dc7b]
یهود چې داسلام سخت دښمنان دی په دومره بی شرمی اوبی عدلتی سره داسلام په هکله دداسی خبرو جرات نه کوی کومی چې تاسو لیکلی
محترم ساپی صاحب درله سمه اوپه ځای مشوره درکړی چې تاسو لومړی داسلام په هکله ذده کړی وکړی اوبیا بحث کوی .
hoshiyar
07.03.2008
[quote:33701e5658="منلی"] یهود چې داسلام سخت دښمنان دی په دومره بی شرمی اوبی عدلتی سره داسلام په هکله دداسی خبرو جرات نه کوی کومی چې تاسو لیکلی
محترم ساپی صاحب درله سمه اوپه ځای مشوره درکړی چې تاسو لومړی داسلام په هکله ذده کړی وکړی اوبیا بحث کوی .[/quote:33701e5658]
درونده ورور منلى
د مسلمانو څخه مي يو په دي خبره زړه چاودلي چي په يوه خبره نه تينګيژي
تراوسه مي غوږونه دي خبرو راپاخه کړه چي د مسلمانو د ټولو بدبختيو
لامل يهود دي مګر اوس ته وايي چي هغه د خبرو جرات نشيي کړي
پهرحال که يهود څه نه وايي دا د هغو خپل کار دي کيدي شي هغوي څه ګټهه ځني لري
که يهود او مسلمان سره ورونه شي تر دي بله شه خبره نشته ځکه دواړه مذهبي خلک دي او يو تر بل زيات تنګ نظر دي مګر يهود بيا دا خاصيت لري چي علم و فکر ورسره ډير دي او په خپلو کي يو بل سره نه وژني مسلمان دغه کار ډير کړي دي چي په جومات کي بل مسلمان ته چپلکي هم نه پريژدي پټوي يي
و.افغان
07.03.2008
[quote:31a313891c="hoshiyar"]شاغلي صافي ورور
ستاسي لهه ما څه غوشتنه وه چي ستا پوشتني ځواب کم او له موضوع بهر نه شم
ما درته هغه پوشتني ځواب کړي
اوس تا هسي اوتي بوتي پيل کړي
ما دپاره دا خبري نوي نه ده
چي چيرته هم ملايانو سره په داسي بحث کيوتلي يم
په همداسي اوتو بوتو سر شوي
ځکه چي د خبري ځواب او د حقيقت پر ځواب کي ثبوتت نلري
نو شه ورځ درته غواړم[/quote:31a313891c]
هوشیار صاحب:
که ځما په پورتنیو ځینو خبرو او نقلونو خفه شوې يي، نو بخښنه غواړم ،
کیداي شي تاسو ته به نامناسبه ښکاره شوي وي، په هر حال هغه له ذهنه لیري
کړه او دغه دوه وو لنډو سوالونو ځواب راکړۍ.
ّپه درنښت.
hoshiyar
07.03.2008
[quote:50a0805897="وهاج ساپی"]
که ځما په پورتنیو ځینو خبرو او نقلونو خفه شوې يي، نو بخښنه غواړم ،
کیداي شي تاسو ته به نامناسبه ښکاره شوي وي، په هر حال هغه له ذهنه لیري
کړه او دغه دوه وو لنډو سوالونو ځواب راکړۍ.
ّپه درنښت.[/quote:50a0805897]
وروره جانه په دي بحثونه کي بخشنه غوشتل ضروري نه ده همداسي کيزي
خو تاسي يو ځل بيا خبره هسي بلخوا تاو کړي ده
ما ستاسي د دوو لنډو سوالونو لنډ ځوابونه (څنګه چي تاسي غوشتنه کړي) درکړي دي
خو اوس راته بيا وايي چي ځواب راکه
دا زما د اعتراظونو د هيرولو هڅه خو نکړي؟
زما اعتراض به يو ځل بيا درته وويم
مذهبونه د تعليم او پرمختګ مخالف دي ځکه چي
که تعليم عام شي د مذهبونو ارزشت نه پاته کيژي او خلک پوهيژي چي دا هسي يوه دوکه ده
که پرمختګ راشي د خلکو په هغو شيانو عقيده نه پاته کيژي چي مذهبونو په خيال کي جوړ کړي دي لکه خداي، جنت، دوزخ، حوري، غلمان او داسي نور.
نو د دي لپاره چي دغسي يو حالت جوړ نشي مذهبونه تل د علم او پوهي او پرمختګ مخنيوي کړي
کله وايي دا شي په اسلام کي نشته کله وايي دا علم د عيسويت مخالف دي کله څه کله څه
دغسي د بشري حقونو په باره کي د مذهبونو چلند دير خراب ريکاډ لري مذهبونو تل ذهني او بدني
غلامي ته وده ورکړي او خلک يي ندي پريشي چي ازاد ژوند وکړي
لکه اسلام واخله چي د شځو په وړاندي يي څه چلند دي
نو وروره که رشتيا په بحث پوهيژي دا پوشتني به نه کړي چي زه کوم ځاي پيدا شوي يم
او کوم ځاي مي تعليم زده کړي يا کوم چرته مي واده کړي
دا خبري پريژده کومه چي موضوع ده په هغي خبره وکره
او دا هم راته مه وايه چي فلانکي پيغامبر دا کړي او پلانيکي اصحابي دا ويلي
په عمل يي راته وشايه چي عمل کي څه کړي
درناوي