د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بدر
15.12.2007

[color=darkred:70d02b3e1c]دغه زما غيور ولس دی[/color:70d02b3e1c]
دغه توري سپيني ږيري
داببر ببر لاسونه
دا سري سري دا غټي سترګي
له هيبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټي
دپولادو مړوندونه
غيرتي ډبرين زړونه
دا زيږې زيږې خبري
دزمريو آوازونه
په سرونو کي يې شوردی
په سينو کې توپانونه
دا کږې وږي بګړۍ به
يوه ورځ سره غونډيږي
تر يو څو جرګو را وروسته
دتوپان په دود خروښيږي
دکلو تږي درې به
بيا په وينو اوبه کيږي
د غليم په بنګلو کي
هلته بل ميوند جوړيږي
جلا لا به را ژوندۍ کي
د اکبر په ميخانوکي
درز به واچوي سينو کي
ډار به واچوي په زړوکي
د خنجر عکس به يوسي
جهانګير ته په جاموکي
د اورنګ شراب په ورکي
دسرونو په کاسوکي
دا تر پښو لاندي قبرونه
دا هېرسوي لحدونه
هر لحد يې افتخاردی
پکي پټ دي داستانونه
دا تاريخ دمېړنيو
دنيکونو يادګارونه
هره پاڼه يې غيرت دی
په هرباب کي توپانونه
دا په وينو روزل سوي
دا لاله دا سره ګلونه
دا دغورنو لوړي څوکي
په لمنو کي لالونه
يو دبل په غېږا غوستي
لاړ پر لاړ پېيلي غرونه
دا وطن دعقابانو
دا ځالۍ ده دبازانو
دا خيبر دي دا شمشاد دی
قتلګاه دپرنګيانو
دا سرکښه دا مغروره
غزرائيل د دښمنانو
هر سيلاب يې بتشکن دی
هره دښته يې ميوند دی
د توپانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلمند دی
هر وړوکي يې دريادی
افريدی دی که مومند دی
پکي غورځي د پلار وينه
د ميرويس نيکه پيوند دی
دا ميوند ميوند دښتونه
دا هلمند هلمند رودونه
له غيرته ډکه مېنه
دا اټک اټک سيندونه
په څپوکي يې رزمونه
په هر موج کې سيلابونه
دا وطن دی زمريو
دا هيواد به آزاديږي
دا دمست پښتون ولس دی
دا په وينو کي غوريږي
په دې جنګ يې پلار مړ دی
چي ميدان ويني مستيږي
هيبت پروت دی دې لاسوکي
زولنې ځني بيريږي
دا يې زېری دطغيان دی
لا سبا توپاني کيږي
بيا به ګرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور دسمال تر ملا کي
بيا به تاوکي چنګ برېتونه
له آمو تر اباسينه
سره يو به کي موجونه
کي به ناڅي ښکلي پېغلي
سپيني لېچي سره لاسونه
کي به ځي کاروان د اوښو
ور آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور اخلي
تر سالو لاندي ګامونه
يوه ورځ پر دغه ځمکه
په همدې تنګ دروکي
د آمو مستو څپوکي
د اټک دسند موجوکي
تر همدغه آسمان لاندي
په همدې خاوري دښتوکي
د بازانو له ځاليه
د عقاب په آشيانوکي
د پړانګانو په کوروکي
د زمريو په زانګوکي
د همدې غرونو لمن کي
دغو ورانو خرابو کي
د سکندر لېچي وې ماتي
د چنګېز پر کور ناورين ؤ
د اورنګ خنجر يې پڅ کی
د پرنګ توپ يې خاموش کی
دبابا زړه يې لا شين ؤ
هره تيږه يې پاميرؤ
هر لښتی يې اباسين ؤ
دغه شني آسمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليدلو
دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه
دغه ورېځو هم کتلو
دسبا د جنګ په طمع
موږ دا نن لا خروښېدلو
دسرونو بازار تودؤ
مستانه باندي ورتللو
بيا به ګورئ بيا به وينئ
پردې ځمکه قيامونه
زندانونه به ماتيږي
ترې راوځي به مړونه
شخي- شخي به شملې وي
تور ببر- ببر برېتونه
د ملالي دننګ چيغي
پر دښمن باندي تاختونه
بريالي به را روان وي
د نېزو په سر،سرونه
بيا اختر به وي دفتحې
په سرو وينو سره لاسونه
نړوي به سوځوي به
د زاړه دښمن قصرونه
هيبتي ناري به واورئ
لړزوي به آسمانونه
بيا به دا آسمان شاهدوي
زموږ دفتحي د جشنونو
خُم به سر پر سر تشيږي
دمستانو په جامونو
غليمان به فراريږي
د ايمل بابا دغرونو
څوچي غرونه وي پرځمکه
څو سيندونه لا بهيږي
څو مجمر د آسمان تود وي
دجهان پر مخ ځليږي
څو چي ورېځ پر آسمان ګرځي
څوچي څاڅکي ترې توئيږي
څو په نوم انسانيت وي
د بشر په نوم ياديږي
دپښتون قام به ژوندی وي
او همدلته به اوسږي
دغه زما غيور ولس دی
دغه زما توپاني قام دی .

عبدالباري جهاني



15.12.2007

لنډه دا چې د خراسان په نامه کوم د حاکمیت کوم قلمرو، کوم دولت یا حکومت هیڅکله نه و، بلکې بیلابیلو هیوادونو او دولتونو پر خراسان حکومت کړی دی،
کله ایران، کله عربو او کله نورو پردیو د ځان یورې تړلی دی . دغسې نومونه مونږ نور هم لرو لکه آراکوزیا، ګندهارا او نور، چې کله هم یو مستقل اداري قلمرو نه و او مملکت ورته نشو ویل کیدای . افغانستان خو شکر یو مستقل هیواد او ۲۶۰ کاله کیږي چې دولتي پولې لري او تل ترې دفاع شوې ده. د خراسان په نامه چا کله دفاع کړې ده ؟
آیا خراسان پرې ددې له پآره نوم کیږدو چې ګاونډي دولتونه پرې دعوا وکړي؟ خراسان خو د ۷ مړونو ښځه وه چې کله به د یوه او کله به یې د بل هیواد او پردي حکمران سره د ظلمت او اسارت شپه په مات پالنګ تیروله ، ایراني واکمنانو، چنګیزخان، تیمور لنګ ، مغلي شاهانو ، عربو او نورو هر یوه په خپلو برچو له خراسان څخه ترنګړ جوړ کړی ، هر یوۀ خپل خر او خپل اس دلته ځغلولی او هر جابر د خراسان خاوره خپله کونډه بلله!
زه هیڅ افغان ورور خفه کول نه غواړم او دا خبره هیڅچااو هیڅ افغان ته شخصا راجع نه ده چې :
که څوک د وطن پتمنې مور ته خراسان ویل غواړي، څو بیا ترې د ایراني ، چینایي او عربي واکمنانو د انډوخر پالنګ جوړ کړي، نو ددې بی پتۍ له پاره دې په خپل تندي هم ورسره مرده ګاو ولیکي!


Bahram
15.12.2007

[quote:cc75225c5c="پتوال"]لنډه دا چې د خراسان په نامه کوم د حاکمیت کوم قلمرو، کوم دولت یا حکومت هیڅکله نه و، بلکې بیلابیلو هیوادونو او دولتونو پر خراسان حکومت کړی دی،
کله ایران، کله عربو او کله نورو پردیو د ځان یورې تړلی دی .[/quote:cc75225c5c]
افغانستان هم در طول 250 سالش دست به دست قدرت هاي جهاني شد. تا زماني زير دست انگيس بود و حتي بعد از استقلال همواره پيرو سياست هاي انگيسي بوده(مانند امروز) و هيچ زماني جرات نداشته تا مستقلانه و به نفع خود عليه منافع انگليس عمل كند. بعد ها زير سلطه روس ها رفت. حتي پاكستاني كه ريشخندش ميكنيد هم بالاي تان چند سالي حكومت كرد. حالا دوباره در چنگ انگيس و امريكا افتيده ايد. ببينيم كه چوقت اينها رهاي تان كرده دست تان را به دست ديگري ميدهند. شما دل خوش كنيد كه مستقل هستيد. مگرمعني مستقل بودن را هم مي دانيد يا خير؟


pattang
15.12.2007

بهرام جانه پتوال صيب د ې ښه سر در خلاص کړی دی او موضع ئي ښه درته تحليل
کړې ده٠ د احمد شا په دوره کې باندېنی سياست مستقيل وو له هغه نه وروسته چې
دروسانواوانګليسانو استعماري سياست ډېر قوي شه نو افغانستان ددې دواړو
قدرتو په منځ کې يو سر حد (Pufferzone/ Buffer zone ) شه او هر يوه کوشش
کاوه چې هلته يو څه خپل قدرت ولري او له بلې خو د احمدشا اولاده هم سره بې
اتفاقه شوه او پردې لاسونه پکشې پراته وو، يو مسال ئي د پايتخت راوړل له
قندهار کابل ته دی چې پر دې کار کې هم پردې لاسونه وو٠ خو که په عام ډول سره
که وګورو دې درېمې نړۍ ټول هيوادونه په سياسي ډول له افغانستان بهتره نوو ٠
افغانستان خوخپله ازادي په 1919 کال کې واخيسته ، که نورو افريقايې او
اسيايې دولتونوته وګورو هغوی ډېر وروسته ازاد شول ( ډېر تفسير زما نخوښېږي ).
[color=yellow:e2eaee2c63]کوم کار چې دوی ډېر غلط کړی او دبخښلو وړ ندي هغه دادی چې
يو خو ئي پايتخت له قندهاره کابل ته را نقل کړ او بل لوی خيانت يې دادی چې
دپښتو له ژبې او پښتني کلتور سره يې ډېر خيانت وکړ چې هيڅ وخت به ونه بخښل
شي٠[/color:e2eaee2c63]
اوپه پای کې : له امريکايانو سره خو NA لاسليک کړی او دطالبانو رژيم
( يا ښه يا خرابه ، هغه بله موضع ده ) په امريکايانو د B52 په مرسته ړنګ کړ٠
اوس هم د NA او امريکايانو قدرت دی ، کرزی خو خوشې په نامه ناست دی چې
هسې پښتانه پرې غلطوي ٠

[quote:e2eaee2c63="Bahram"][quote:e2eaee2c63="پتوال"]لنډه دا چې د خراسان په نامه کوم د حاکمیت کوم قلمرو، کوم دولت یا حکومت هیڅکله نه و، بلکې بیلابیلو هیوادونو او دولتونو پر خراسان حکومت کړی دی،
کله ایران، کله عربو او کله نورو پردیو د ځان یورې تړلی دی .[/quote:e2eaee2c63]
افغانستان هم در طول 250 سالش دست به دست قدرت هاي جهاني شد. تا زماني زير دست انگيس بود و حتي بعد از استقلال همواره پيرو سياست هاي انگيسي بوده(مانند امروز) و هيچ زماني جرات نداشته تا مستقلانه و به نفع خود عليه منافع انگليس عمل كند. بعد ها زير سلطه روس ها رفت. حتي پاكستاني كه ريشخندش ميكنيد هم بالاي تان چند سالي حكومت كرد. حالا دوباره در چنگ انگيس و امريكا افتيده ايد. ببينيم كه چوقت اينها رهاي تان كرده دست تان را به دست ديگري ميدهند. شما دل خوش كنيد كه مستقل هستيد. مگرمعني مستقل بودن را هم مي دانيد يا خير؟[/quote:e2eaee2c63]


Bahram
15.12.2007

پټنګ جانه،
لومرۍ خو دا Pufferzone نه بلکه Buffer Zone ده٠ دویم دا چې دولتي قدرت کرزي سره ده٠ د شمال اتحاد او دامریکایانو همکاري یوه موقته همکاري وه ترځو عرب او پاکستاني طالبان له مینځه لارشي٠ په فارسۍ کې وایو: [color=yellow:094da80b1b]دشمن دشمنت دوستت است٠[/color:094da80b1b]


pattang
15.12.2007

بهرام جانه ډېره مننه :
په جرمني ژبه کې Pufferzone ورته وايې اونه Buffer zone
خو په انګليسي کې ستا خبره درسته ده Buffer zone ورته وايې ٠

[quote:6ee9dfb15a="Bahram"]پټنګ جانه،
لومرۍ خو دا Pufferzone نه بلکه Buffer Zone ده٠ دویم دا چې دولتي قدرت کرزي سره ده٠ د شمال اتحاد او دامریکایانو همکاري یوه موقته همکاري وه ترځو عرب او پاکستاني طالبان له مینځه لارشي٠ په فارسۍ کې وایو: [color=yellow:6ee9dfb15a]دشمن دشمنت دوستت است٠[/color:6ee9dfb15a][/quote:6ee9dfb15a]


mehman
15.12.2007

دوستان شامل بحث سلام بر شما !
[quote:a79b3d1e3c]افغانستان هم در طول 250 سالش دست به دست قدرت هاي جهاني شد. تا زماني زير دست انگيس بود و حتي بعد از استقلال همواره پيرو سياست هاي انگيسي بوده(مانند امروز) و هيچ زماني جرات نداشته تا مستقلانه و به نفع خود عليه منافع انگليس عمل كند. بعد ها زير سلطه روس ها رفت. حتي پاكستاني كه ريشخندش ميكنيد هم [color=blue:a79b3d1e3c]بالاي تان[/color:a79b3d1e3c] چند سالي حكومت كرد. حالا دوباره در چنگ انگيس و امريكا [color=green:a79b3d1e3c]افتيده ايد[/color:a79b3d1e3c]. ببينيم كه چوقت اينها [color=blue:a79b3d1e3c]رهاي تان كرده دست تان را[/color:a79b3d1e3c] به دست ديگري ميدهند. [color=green:a79b3d1e3c]شما دل خوش كنيد[/color:a79b3d1e3c] كه مستقل هستيد. مگرمعني مستقل بودن را هم مي دانيد يا خير؟[/quote:a79b3d1e3c]
دوست عزیز آقای بهرام، هر گاه حکمروائی های بیگانگان بالای افغانستان طوریکه شما یاد آوری نموده اید درست باشد و از سوئی شما در نوشتۀ تان این حکمروائی را بالای اتباع دیگر افغانستان اطلاق نموده اید چنان وانمود میگردد که شما از افغانستان نیستید !!! اگر لطف نموده بگوئید که شما از کدام کشور همسایۀ افغانستان هستید که مطابق آن با شما بحث صورت گیرد؟؟؟

با تقدیم حرمت


Ghairat
15.12.2007

درنو ورونو ته درناوی !
د پتوال په تایید د بشپړاوي له پاره زیاتوم چې :
۱: افغانستان هیڅکله نه د ایران ، نه هند او نه کوم بل ګاونډي هیواد له خوا نیول شوی او هیڅ سیمه ییز قدرت پرې حکومت نه دی کړی . خو خراسان تل یا د ایران ، یا عربو او یا بل کوم ګاونډي قدرت جز، د هغوی دتاخت او تاز ډګر او له آزادۍ بی برخې پاتی شوی دی !
۲ـ د ۱۹ پیړۍ ستر استعاري قدرت انګلستان هم په افغانستان مستقیم حکومت نه ، بلکې غیر مستقیم او موقتي ډول حکومت کړی ، خو دولت، سیاسي مرکز او اداره یې له منځه نه ده وړې !
خو خراسان نه کله خپل دولت درلود، نه خپل مرکز او نه يې خپله اداره لرله . دا چې د خراسان په نوم کوم هیواد نه و، نو کوم تاریخي ویاړ یې هم نه درلود او هر څه یې د پردیو حکمرانانو (ایرانیانو، عربانو ، مغلو اونورو) په نامه تمامیدل !
اوس خو زمونږ ټول ورونه ولسونه شکر د افغانستان په نامه له ۲۶۰ کالو راهیسې خپل هیواد، خپل دولت ، خپله اداره او خپل ملي هویت لري ، نو څوک چې په دغه ویاړلي نوم کبر کوي ، د خراسان یا آریانا پسې ګرځي بی غرضه او بیطرفه اند ګور نه لري .
دولتونه په نړۍ کې هر ځای د یو یا بل دولت د تاٍٍثیر او څه ناڅه اقتصادي او سیاسي اغیز لاندې راغلي او یا په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې د اروپایي هیوادونو په شمول آزادي له لاسه ورکړې، افغانستان هم له دغو تاٍیراتو څخه مستثنا نه دی پاتې شوی ، خو هیڅکله د چا مستقیمه مستعمره نه ده ګرځېدلې او تل یو سرلوړی ملت پاتی شوی دی .


Bahram
15.12.2007

من از كشور موزنبيق كه در افريقا موقعيت دارد، هستم.


mehman
16.12.2007

[quote:9c5194619c]من از كشور موزنبيق كه در افريقا موقعيت دارد، هستم.[/quote:9c5194619c]
ببخشید آقای بهرام که با سوال خود شما را نا راحت ساختم!
با تقدیم حرمت


pattang
16.12.2007

http://www.youtube.com/watch?v=ps5XC9w2RhA

[quote:1854bbef5f="Bahram"]من از كشور موزنبيق كه در افريقا موقعيت دارد، هستم.[/quote:1854bbef5f]


Nawabi
17.12.2007

که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی
دا يې خاوره دا يې کلی دا يې کور دی
ستا د پاره به همدا خبره بس وي
چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی


Bahram
17.12.2007

په دې کې تا سره موافق یم خو تولوته [color=yellow:3d4a5a0bd3]عملن[/color:3d4a5a0bd3] باید په یو سترګه ولیدل شي او نه داسې چې افغانستان د پښتنو خاوره وي او نورو ته د میلمانه په توګه برخورد وشي٠

[quote:3d4a5a0bd3="Nawabi"]که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی
دا يې خاوره دا يې کلی دا يې کور دی
ستا د پاره به همدا خبره بس وي
چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی[/quote:3d4a5a0bd3]



17.12.2007

ښاغلی بهرام
تا سې ته ډاډ درکوم چې په مساوات، ورورولۍ او ملي رسالت کې پښتانۀ ټولو ورونو قومونو ته بلنه ورکوي او څوک چې په دغه سپېڅلې لار نځي هغه ته بیا خوشالخان با با داسې وایي:
[color=blue:6d10225735]چې نیشه د استبداد لري په سر کې
........................................ ماته یو دی که مغل وي که افغان

چې زما د کور اغزي ته کاږه ګوري
........................................ وایم اور شوای د هغه په ګلستان[/color:6d10225735]


Bahram
17.12.2007

[quote:e48dcd817a="پتوال"][color=blue:e48dcd817a]چې نیشه د استبداد لري په سر کې
ماته یو دی که مغل وي که افغان[/color:e48dcd817a][/quote:e48dcd817a]
خوشحال خان غوندې شخصیتونه په قدرت نلرو٠


Nawabi
18.12.2007

ګوره بهرامه څوک وای چی دا خاوره یوازی دپښتنو ده، خبره بلخوا مه اړوه
دا دی ټولو(ته, زه , هزاره , ازبک, بلوچ, اوداسی نور) افغانانو خاوره ده

[quote:14f8ba432e="Bahram"]په دې کې تا سره موافق یم خو تولوته [color=yellow:14f8ba432e]عملن[/color:14f8ba432e] باید په یو سترګه ولیدل شي او نه داسې چې افغانستان د پښتنو خاوره وي او نورو ته د میلمانه په توګه برخورد وشي٠

[quote:14f8ba432e="Nawabi"]که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی
دا يې خاوره دا يې کلی دا يې کور دی
ستا د پاره به همدا خبره بس وي
چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی[/quote:14f8ba432e][/quote:14f8ba432e][size=9:14f8ba432e][/size:14f8ba432e]



20.12.2007

[quote:ba186eb4cd]خدايه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ
.....................................................په يو ملک کې دوه خودسره بادشاهان[/quote:ba186eb4cd]

مینه محبت ، خوند او خوښي به وي د زړه کارونه
................................................خوسیاست، علم و منطق دي ټول د عقل بچیان !

چې کوم یو اخلې کوم پرېږدې ، هغه بیا ستا خوښه ده
خو................................ : څنګه کوی شې چې یواخلې، بل یریږدې په میدان ؟؟


Bahram
20.12.2007

[quote:7df30a2499="Nawabi"]ګوره بهرامه څوک وای چی دا خاوره یوازی دپښتنو ده[/quote:7df30a2499]

دغه امریکایي پښتون ځه لیکلې ده او ځه وایې؟ Fuck immigrants. Long live the Original Afghans

 مونړ چې خپل ځان افغان نګنو دلیل یې همدا ده٠ملامتیا په مونږ باندې ماچوه٠ خپل خلک ته ګوره چې خوله یې ځه وځي٠ که داسی ادامه ورکر شې افغانستان باید چې تجزیه شي٠ تاجکان ورشي تاجکستان سره او ازبکان هم ازبکستان سره٠ تاسو پوهیږې او خپل افغانستان٠ که پښتونستان جوروي او یا که اسلامي امارت هغه بیا ستاسو کار ده٠
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
[color=white:7df30a2499]ښاغلی بهرام !
تاسې چې کوم لینک پاس ورکړی ستاسې هدف نه پوره کوي، ځکه نوموړی پښتون
د ورونو قومون ترمنځ نفاق او تفرقه غورځونکو ته په قار دی ، غندي یې او ښکنځل ورته کوي او ټول قومونه د پښتنو ورونه بولي ، خو ددغې ښې موخې دوښمنانو ته بدې ښکنځلې یې هم يه ټول افغان کې د زغم وړ نه دي نو اړونده لینک مې ړنګ کړ ![/color:7df30a2499]


pattang
20.12.2007

انډيواله ماته داسې ما لومېږي لکه چې وړوکی احساساتي هلک ئي تا دنورو خبرې
هم اورېدلې دي ? دپښتنو او غېرې پښتنو نسبت ا/10 دی او دا يو واقعت دی
نه پرو پاګنده ٠ ته ورشه نور هم وګوره چې هغوی څه وايې او څه ليکي

[quote:8fb009da57="Bahram"][quote:8fb009da57="Nawabi"]ګوره بهرامه څوک وای چی دا خاوره یوازی دپښتنو ده[/quote:8fb009da57]

دغه امریکایي پښتون ځه لیکلې ده او ځه وایې؟ Fuck immigrants. Long live the Original Afghans

 [url]http://www.youtube.com/watch?v=h61xWEBGhb4&feature=related[/url]

مونړ چې خپل ځان افغان نګنو دلیل یې همدا ده٠ملامتیا په مونږ باندې ماچوه٠ خپل خلک ته ګوره چې خوله یې ځه وځي٠ که داسی ادامه ورکر شې افغانستان باید چې تجزیه شي٠ تاجکان ورشي تاجکستان سره او ازبکان هم ازبکستان سره٠ تاسو پوهیږې او خپل افغانستان٠ که پښتونستان جوروي او یا که اسلامي امارت هغه بیا ستاسو کار ده٠[/quote:8fb009da57]


Bahram
21.12.2007

[quote:ed68ee86a3="pattang"]دپښتنو او غېرې پښتنو نسبت ا/10 دی او دا يو واقعت دی[/quote:ed68ee86a3]
وبښه په هدف دې پوه نشوم٠ یو پر لس په ځه لحاظ٠لګ ړنا واچوه چې په ستا مقصد پوه شم٠ مننه٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more