د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عصمت الله
14.12.2007

هر مسلمان چې نیالګی کینوی او یا کښت وکړی نو له دغې ونې یا کښت څخه یې انسان ، مرغی یا حیوان وخوری ، نو دغه خوراک د ده صدقه ده.

هر یو ښه کار صدقه ده ، له ښو کارو څخه یو دا دی چې په ورین تندی دخلکو هر کلی وکړی او دښیګڼو یوه داده چې دخپل لوښی اوبه دخپل ورور په لوښی کې واچوی .

په مسلمانانو کې ښه کور هغه دی چې په هغه کې دیتیم وی او ښه ورسره کیږی،
او بد کور هغه دی چې په هغه کې یتیم سره ناوړه رویه کیږی.

څوک چې د خپل ورور له حقوقو څخه دغه په غیاب کې دفاع کوی ، پاک خدای «ج»
به یې د دوزخ له اوره وساتی .

دوه نعمتونه دی چې ډیر خلک یې قدر نه پيژنی یو صحت بل فراغت.

هغه څوک له موږ څخه نه دی چې خلک منحرف او افراطی قومیت ته رابولی هغه څوک له موږ څخه نه دی چې په دغه منظور جګړه کوی هغه څوک له موږ څخه نه دی چې په همدی مفکوری مړ شی .

حضرت محمد «ص »


مازدیګر
17.12.2007

د نه بری مانا دانده چې تاسو ته بری در په برخه نه شو
ددې مانا داده چې تاسو لا بریالي شوی نه یاست



17.12.2007

[quote:992281cb82]هغه څوک له موږ څخه نه دی چې خلک منحرف او افراطی قومیت ته رابولی [/quote:992281cb82]
دلته نارمال قومیت نه ، بلکې منحرف او افراطي قومیت غوښتنه رد شوې ده ، نو طالبان ،مجاهدین او کمونېستان چې خپل قومیت ، قوم او ملت یې په پاکستان ، ایران او شوروي پلورلی وو د اسلام له نظره هم په جرم اخته ملی خاینان دي .


مازدیګر
17.12.2007

خیر په دی کی ده چی له شر نه لاس واخلۍ

ام المومنین عایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها


مازدیګر
27.12.2007

when the night is the darkest that's when one lone candle makes the biggest difference

کومه شپه چي ډیره زیاته تیاره وي بس همدغه وخت وی
چي دیوه څراغ ګې له رڼا هم ډیر فرق راځې


رښتینی
27.12.2007

[color=indigo:a9eb5ab092]

تاسو خپلواولادونوته دهغوی له وخت اوزمان سره سمه روزنه ورکړئ
نه داسی روزنه لکه تاسوته چی درکړل شوی ده ځکه دوی ستاسو په
زمانه کی نه دی پیداشوی اوددوی زمانه ستاسو له هغی سره توپير لری

حضرت علی کرم الله وجهه[/color:a9eb5ab092]

په مینه


خیریوسی
27.12.2007

وروڼو ښه ژوند درته غواړم

داسمانه دسر و اوسپینو باران نه کیږی
ټینګ عزم دکارو کیلې ده
خپلی اوربشې نه دبل غنم
ای د زرق طلبونکی رزق په تاپسی ګرځی
قناعت پټه خزانه ده
خپل سِر ویوه ته وایه سلااو مشوره دډیرو سره کوه
هغه څوک دې ورور دي چی وتاته نصیحت کوی
دظالم خوب عبادت دی
که څوک دلندېدو څخه ډاریږی نو دی کبان نه نیسی
سلا اومشوره دعقل پیوند دی
مینه


رښتینی
27.12.2007

قرانکریم وایی :

ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا
په هغو خلکو باندی دبیت الله حج لازم ده چی بیت الله ته دسفرکولو لګښت لری

اوداراز وایی :
وا‌‌ذن فی الناس بالحج یاتوک رجالا وعلی کل ضامر یاتون من کل فج عمیق

په مینه


خیریوسی
29.12.2007

دنیا ( مال) لکه تروې اوبه څومره چی څښی تنده نوره زیاتیږی

مرغه په وزرو الوزی سړی په کسب وکار

ډیر ه ګرانه ده چی انسان خپل نفس وپیژنی او ډیره اسانه ده چی وبل نصیحت وکړی(اریسطو)

هر شئ چی ډیر سی ارزانه سی ... بیله عقله ... عقل چی ډیر سی ګران سی


مازدیګر
30.12.2007

life rewards those who persevere

دژوند خواږه دهغو په برخه وي چه دستونځو په وړاندی مقاومت وکړی


خیریوسی
30.12.2007

دپلار خدمت وکړه زوی به ستا خدمت کوی

---


خیریوسی
30.12.2007

په لږ خیرات مه شرمیږ ه نه ورکړه لوی شرم دی

کابل ورانوی خپل ځان له کور جوړوی

---


خیریوسی
30.12.2007

خلګ وعلم ته تر خوراک څښاک زیات ضرورت لری ولی خوړل او څښل دورځی یو یادوه ځله وی او دعلم ضرورت همیشه وی


خیریوسی
31.12.2007

لږ خوره ارام خوب کوه
- -
یو چا دحکیم څخه پوښتنه وکړه
دچاڅخه دی حکمت ذده کړی ؟
عالم وویل دنابینا څخه
ولی چی نابینا پرهغه ځای پښه نه ږدی تر څو چې یې پخپله امساځای نه وی کتلی


خیریوسی
31.12.2007

ژبه هډوکۍ نه دی لاکن هډوکې ماتوی
--
چا دمور څخه پوښتنه وکړه چې کوم زوي درباندی ګران دی
مور وویل : ناروغه ددوی څخه تر څو چې جوړ یږی ، ورک ددوی څخه تر څو چې پیداکیږی ، وړوکۍ ددوی څخه تر څو چې غټیږی ،ذده کونکی ددوی څخه تر څو چی ذده کړه کوی

--


خیریوسی
31.12.2007

که دزړه څخه خبره را ووزی په زړه ننوزی او که دژبی څخه خبره راووزی تر غوږ نه تیریږی

--


خیریوسی
31.12.2007

که دګرځندوی مصرف زیات دی نو پټه خوله بې مصرفه ده ( لیکونکې)

--


مازدیګر
01.01.2008

ستاسې مو سکا ممکن د چا لپاره په تو پاني شپه کي د رڼا پلوشه ثابته شي

smaile. it may be the ray of sunshine that some one needs in an otherwise storm day


خیریوسی
01.01.2008

په زر افغانی یوه موسکا نه رانیول کیږی

کب مه راکوه لاکن دکب نیولو چل راذده کړه

--


خیریوسی
01.01.2008

مازدیګر صاحب جوړاو روغ اوسی !

میلمه لمړی سره زر وروسته سپین زر او وروسته اوسپنه

حرامه میوه خوږه وی

الماس یوه ټوټه دکربون ده ... دیخ اوګرمۍ تکلیفونه یې وګالل وځان ته یې قیمت پداکړی


خیریوسی
01.01.2008

ددنیا څخه تښیدونکی که دنیا پیدا کړه زخمی به یې کړی او د دنیا طلب ګاره که دنیا پیدا کړه مړ به یې کړی


خیریوسی
01.01.2008

څلور شیان بدن ته قوت ورکوی

دغوښو خوړل ...دګل بویول ... بیله کوروالۍزیات غوسلونه کول ... دګلبهار کالی اغوستل

--


خیریوسی
01.01.2008

علم که پر کاغذ نه وی لېکی ورک به سی .... اوپټ سِر که دیوه نه زیات چا ته ووویل سی خپور به سی


خیریوسی
01.01.2008

څلور شیان بدن ناروغه کوی
ډیرې خبری .... ډیر خوب ... ډیر خوراک ........ ډیره کوروالۍ

---


خیریوسی
01.01.2008

څوک چې دخدای څخه وډاریدي نور نو دهیچا څخه نه ډاریږی

--


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more