د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Mohammad Hassan
06.09.2006

ما د پتنګ تر سترګو جار کړې
ده به زما لنډۍ په ځير لوستلې وينه!
چې نوره لاره ترې خطا شی
ټاپه په جيب کې ګرځوی وهی مهرونه
د ترقۍ شعار چې واوری
بس نو ګمان کوی خلقيان راغلی دينه
چې د ملی وحدت ناره شی
زړه په لړزه شی د غماز چې خلقيان دينه
چې د ورورۍ خبره وکړی
وايی له خولې نه خو د بوی د خلقی ځينه
چې د خلقی په نوم د بولی
بيا نو سل نور ناحقه وکړی تهمتونه
هسې به تا ورته بهانه کړی
نور په خلقيانو پسې بد کړی تبليغونه
که د په عقل دليل جوړ کړ
يا د کافر يا د خلقی به نوموينه
پتنګه عقل نه کار واخله
پخپلو پښو باندې د ې مه وهه تبرونه
ته د خلقيانو سکنئ ورور يې
بې له هغوی د ژوند ممکنه نه وينمه
يار مې په نيمه نه پوهيږی
زه د پوره خبرو وخت کله لرمه؟
دا آخری لنډۍ د داوی
خدای د په ګير راکړه چې ودې غږومه
دا يوه د بله ورپسې وی
خدای د تازه لره، تازه درباندې يمه


Mohammad Hassan
06.09.2006

هزره / ته چې د بې حيا ښځو لوڅ عکسونه يې را استولی او ښکنځل يې کړې دی.

چې خپل ناموس ورباندې ګران وی
د بل ناموس ته نو ښکنځل کله کوينه؟
ما تاته څه بد رسولی؟
چې مې ښکنځې او رالېږی بد احوالونه
لکه چې خور د خريېمه ده
ته وارخطا يې لټوې ورته مېړونه؟
زه د دخور خريدار نه يم
ماته يې مه را استوه لغړ عکسونه!
نن به همدومره درته وايم
ته دې خپل کار کړه په موږ مکړه تعرضونه


Mohammad Hassan
07.09.2006

شوروی خپلې ګټې غوښتې
امريکايان پخپلو ګټو پسې دينه
مرستې يې تشې بهانې دی
دا انګريزان په انتقام راغلی دينه
له خارجيانو طمعه مکړۍ
وطن مو خپل دئ له موږ غواړی زحمتونه
خپلو منځو کې سوله وکړۍ
دا پر پرديو وسلو مه وهۍ زورونه
که موږ پخپلو کې را جوړ شو
دا اجنبيان به خواه مخواه له ملکه ځينه
که د ين، تاريخ او کلتور ساتې
پخپله خاوره کې د مه کوه جنګونه


Mohammad Hassan
11.09.2006

چې د کرزی کاروته ګورم
داسې نخرې به ليونی ونه کوينه
يابه له عقله بېګانه وی
يا به يې خپل اختيار په بل خرڅ کړئ وينه
چې احمد شاه پرې قهرمان کړی
د مزاری ياران به خود ګيلې کوينه
چې د مسعود سنګر کې پروت وی
نو حکمتيار به اوروی پرې راکټونه
ځان يې مسعود باندې سريښ کړی
د نور ملت خواستو ته کله پام کوينه؟
د شمالې ټلوالې يار دئ
د نور ملت په غم کې سر نه خوږوينه
هم طالبانو نه دعوت کړی !
هم د مسعود په يو وېښته سر ورکوينه!
چپيان خو يوه لوری ته پرېږده!
دا جهاديان څنګه په ځان را ټولوينه؟
نه د جهاد قصه کې اوسی
نه د وطن خدمت ته نيسی تدبيرونه


Mohammad Hassan
12.09.2006

دلنډيو درنو لوستونکو او مينه والو ته سلام!
نن مې دا لاندې خبر په بېنوا ويبپاڼه کې ولوست .
((ناټو وايى د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ کې د افغان او ناټو د ګډو فوځى عملياتو په ترځ کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ٩٢ طالبان وژل شوي دي))
او په دې اړه غواړم تاسې درنو لوستونکو ته څو لنډۍ وړاندې کړم. هيله ده چې که مو په ذوق برابرې نه وی ، ماته بښنه وکړۍ.

لنډۍ

عوام مو وژنی چې طالب دی
روشنفکران په کمونيسم ټکوينه
که طالبان که عسکران دی
ټول افغانان دی غم يې موږ غمجنه وينه
فکر مو ونيسئ ملګرو
په هره خواکې افغانان تباه کوينه
چا په تاريخ کې اوريدلی؟
چې انګريزان بې مدعا مرستې کوينه!
که د دوی خپلې ګټې نه وی
زموږ په دښتو، غرو کې څه شئ لټوينه؟
د مافيا ګروپ يې راته راووړ
وايی چې دا ديموکراسی در جوړه وينه!
[/quote]


Mohammad Hassan
13.09.2006

په زور يوبل ته تسليم نه شوو
راځۍ پخپلو کې منطق وجنګوونه
وسلې ټوپک به سره پرېږدو
په تشو لاسو به سيالی سره کوونه
د يو او بل به احترام کړو
يو به د بل مخ په څپېړو نه وهونه
هر فرد پخپله به آزاد وی
چې کوم خيال او مفکوره اختياروينه
خپل مرامونه به خپاره کړو
د خپل ولس منځ کې به کړو فعاليتونه
بيا نتيجو ته به يې ګورو
چې څوک له چا سره کوی قناعتونه؟
صندوق به هر ځای ورته کېږدو
ټول به پخپله خوښه رايې ورکوينه
زمو.ږ ټاکنې به رښتياوی
دا د کرزی په شان به نه کوو چمونه
چې هرچا ډيرې رايې يوړې
دا لږه کی به يې منو حکومتونه
خو..
د ډېره کيو حکومت به
په لږه کيو باندې نه کوی ظلمونه
صرف د قانون په يوه چوکاټ کې
به فعاليت کړی، چلوی به خپل امرونه
د يوې ټاکلې مودې وروسته
به موږه خپل انتخابات له سره کړونه

دا وخت به خواه مخواه را درومی
خو زه بې ګورته راسره وړم ارمانونه
سترګې مې ډکې شوې له اوښکو
د خپل هېواد ويجاړ حالت مې ژړوينه
زړګيه صبر کړه مه ژاړه
خدای خو رحمان دئ ګوندې وکوی رحمونه
نور د ليکلو توان نشته
بند شول له غمه مې د غاړی ټول رګونه


Miwand Patang
18.09.2006

مشرف ته:
د مشرف انګریزي واورئ
لکه تور کاڼي چې د ټیم په منځ کې وینه
د غره له سر یې را خطا کړې
په ګړز او ګروز کې یې افهام ورک شي مینه
یا یې په تور خره باندې بار کړې
په یوه چارګام کې له ټیم وباسي آهونه
مشرف بیا لاړو نیویارک ته
د شیطانت ګوډي به بوش ته خالي کړینه
کرزیه پام غلط دې نه کړي
د ابلیس زوی دی هر انسان خطا کوینه


Miwand Patang
18.09.2006

که چا ویل دوستم مردار شو
زه به د پوهې ډېوې زیری ورکومه
که چا ویل رباني مړ شو
زه به یووالی شرینۍ کې ورکومه
که چا ویل جګړې شوې ختمې
سپینې کوترې به شنه باغ ته راولمه
که چا ویل ړوند ملا مړ شو
زه به د سولې ګلابي خوله ورکومه
که چا ویل اسامه مړ شو
زه به افغان ولس ته زیري واورومه
په اتفاق کې مو بقا ده
بیلتون پالنه مو عدم ته کشوینه
په ورورګلوۍ کې مو بریا ده
افغان ولسه ورکړئ یو بل ته لاسونه
راځئ په سوله سره ټول شو
ورک کړو له خاورې د خیانت ببر سرونه


Mohammad Hassan
19.09.2006

نه انقلاب شو، نه جهاد شو
وطن برباد شو، پرېږدئ نور عداوتونه
چې انقلاب ته موزړه ښه کړ
بيا شوروی راباندې وکړل يرغلونه
چې مو جهاد په ثمر راغئ!
امريکا راغله د خپل ځان غلام يې کړونه


Miwand Patang
20.09.2006

اوښکو مې لارې پر مخ وکړې
هره لحظه مې دا جنګونه ژړوینه
د خدای لپاره څه ترې غواړی؟
له دې سپیرو خلکو چې وران یې شول کورونه
زماهلمندیې را چټل کړ
پکې پټ شوي د ورانکارو شوم ګامونه
طالبه تا دې الله مړ کړي
د تا له لاسه ټول هیواد فریاد کوینه
ستاسو اعمال د حیواناتو
انسانان کله بدې چارې کړي مینه
اسلام بیزار دی له طالبه
هغه طالب چې د دوزخ په لوري ځینه
اسلام بیزار دی له طالبه
هغه طالب چې مکتبونه ورانوینه
که مو مشرک لیدلی نه وي
هغه طالب دی چې ځانمرګی برید کوینه
د دوزخي علامه دا ده
خپله تباه نور انسانان تباه کوینه
که چا ویل چې جنګ شو ختم
زه به رڼاوې لپې لپې ورکومه
بیلتونه بل خوا چیرته لاړ شه
افغانان وروڼه د ورورۍ ژوندون کوینه
په ورورګلوۍ کې مو بری دی
په بیلتانه کې سره اغزي شیندلي وینه
اوښکې مې پریږدئ چې بهیږي
جګړو، ناخوالو په ځیګر ویشتلی یمه
خدای دې طالبه په لار سمه کړه
چې در معلوم انسانیت لوړ مقامونه
د پاکستان په فتوی مست دي
اوس ایراني رباب ته ږیرې غورزوینه
بنسټ یې وران کړ زما د کلي
ناپوه طالب د القایدې په لاره ځینه
له دې نه لوی وحشت به څه وي؟
چې هدیرې په بې ګناوو ډکوینه
ای ځان وژونکو مشرکانو
په کوم قانون مورواکړي وحشتونه


Mohammad Hassan
20.09.2006

طالبان دوی راته پيدا کړل
اوس يې ګناه زموږ په ولو باروينه
دلته طالب سره جنګيږی
تر غرونو اېخوا تعليمونه ورکوينه!
که دا ناتو که امريکا ده
په بېګناوو اوروی د مرګ اورونه
چې کوم طالب په کور کې پټ شی
محاصرې پرځای، پرې غورځوی بمونه!
وايی موږ سوله درته ساتو!
راغورځوی په موږ درانه، درانه بمونه
له نورې مرستې نه مو تير يو
د مونږه مه بمباروۍ خاورين کورونه!

که د طالب ماته مطلب وی؟
الترناتيف يې افغانان پخپله شينه
د ناتو ستره مرسته داده.
چې جنګسالار له حکومته وشړينه
دا د مافيا ، جنګسالارانو
تر حکم لاندې سوله څه امکان لرينه؟
که په افغان يې زړه خوږيږی؟
دا د مافيا ډله د بيرته لرې کړينه!

دا خپل بدنام ټولګئ د واخله
امريکا روی د خدای- رسول درته دروړمه!
تا راوستلی، ته يې بوزه
له داخلی جنګونو ډېره ستړی شوونه
د خپلې ډلې حمايت کړی
بيا په دانورو اوروې راکټ ، بمونه!

وطن به هله آباديږی
چې کښې چليږی دموکرات حکومتونه
هلته به ژوند د ملت سم شی
چې وطنپال دموکراتان يې مخکې شينه


pattang
20.09.2006

افرين وړوکيو مړه مشۍ ، خدای پاک د نور هم قدرت درته در کړي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ


خیریوسی
20.09.2006

دانه روس نه امریکا دی
رب وموږ ته دخپل عمل سزا راکړینه
راځې چی ټوله توبه ګارشو
په صداقت دتوبې دروازه وټوکونه
دبد عمل نتیجه داده
هرڅوک پر سر راکوی سخت ګوزارونه
رب کریم ورحیم دواړه
په هر کار کی لری ډیر ډیر حکمتونه
که وخپل رب ته لږنژدی شو
دهری لاری نه راغلی پر هغه به ځینه
لیکونکی خپل عمل ته پام کړه
دخپل ځان مه کړه ډیر ډیر صفتونه

مینه


Mohammad Hassan
20.09.2006

ابو محموده زوروره
زه خو د تا په مطلب ونه پوهېدمه
يو د لنډۍ ټولې بې توله
بل د خبرې ګډې وډې کړې دينه
که غواړې دلته ليکل وکړې
نو په لنډيو د وباسه زحمتونه
لومړۍ مصرع د لنډۍ - نهه- وی
دوهمه دايې بياوی ديارلس سيلابونه
دلته په نثر خبر مکړه
بې له لنډيو نه چليږی نور شعرونه!
آخرينۍ لنډۍ د داوی
زه به له خدايه درته غواړم توفيقونه
دا يوه د بله ورپسې وی
که د زور نه رسيږی، پرېږده مجلسونه


Miwand Patang
30.09.2006

تا د مافیا خبره وکړه
زه حسنه په زړګي ویشتلی یمه
هیواد به هله په امان شي
چې د مافیا سوداګر خاورې خاورې شینه
وطن به هله بیا سمسور شي
چې جنګسالار پکې را وپرځي مینه
زه دې کرزي ته حیرانیږم
د جنګ سالار تر څنګ یې څه لیدلي دینه
هر یو خاین دې خدای برباد کړي
د جنایت ګوډي دې څیرې څیرې شینه
که د هیواد آبادي غواړئ
یو بل ته ورکړئ د ورورۍ ښکلي لاسونه
ستا تر نظر مې دې خدای جار کړي
حسن حسین زما د زړه خبره کړینه
ابومحموده وروره واوره
دا تخلص له ځانه لرې کړه مینه
یو افغاني تخلص خپل کړه
په خپل کلتور باندې کوه د ناز ویاړونه
عربان موږ ته په درد نه خوري
دا خائنان مو ورانوي سپیره کورونه
د نشنلیزم ښاماران دي
افغان تاریخ ته کوي بد بد نسبتونه
یو ځلې بیا غور پرې وکړه
ځان ته معلوم کړه د عربو خیانتونه


Miwand Patang
30.09.2006

یوه سمونه:
تا د مافیا خبره وکړه
زه یې حسنه په زړګي ویشتلی یمه


منلی
30.09.2006

اي کاش زمونږ ريسان داسې وو
چي دچوکي په ځاي يي وطن ته کړه کارونه

هي کاش زمونږ مشران داسي وو
چي قوم سره يي په ژوند کي نه وو توپيرونه
اي کاش زمونږ ځوانان داسي وو
چي څنګ په څنګ يي دوطن کړه خدمتونه
هي کاش زمونږ عالمان داسي وو
چي دوطن ارتقا لپاره يي ګالل زحمتونه
اي کاش زمونږ قومونه داسي وو
چي دتعصب په ځاي يي کړل مصلحتونه
هي کاش زمونږ ملايان داسي وو
چي په سمه لار روان کړي وو امتونه
اي کاش زمونږکوچنيان داسي وو
چي دمزدوري په ځاي کړه تعلمونه
هي کاش زمونږ مورپلارداسي وو
چي دغم په ځاي کړل خواږه مجلسونه
اي کاش زمونږ دوطن خلک داسي وو
چي دربه درنه وه لرل يي خپل کورونه
هي کاش زخمي ستادخبروڅه اثروو
چي بيابه نه وه په دي خلکو داسي وختونه


Miwand Patang
01.10.2006

سلام سلام زخمي سلام دی
هغه سلام چې د زخمي په لوري ځینه
زخمي زخمونه دې خدای جوړ کړه
ستا په احساس باندې دې اوري رحمتونه
تا د هیواد مینه پاللې
تا تشویق کړي افغانان غوره کارونه
دا د لنډیو تول دې سم کړه
بیا پکې واچوه خواږه نصیحتونه
لومړی بیت یې نه سیلابه
دیارلس سیلابه د لنډۍ دوهم بیت وینه
یو ځلې بیا کوشش پرې وکړه
چې پرې یې نه ږدې د عسلو مجلسونه
ستا له احساسه مې قربان کړې
ځینې څرګند دي د خواږه سبا یادونه


Miwand Patang
03.10.2006

:lol: چټلستان ته
چټلستان دې خدای تباه کړي
زموږ هیواد یوې آرامۍ ته نه پریږدینه
که خدای کول وار یې راغلی
دوی به هرو مرو د شرم په لار ځینه
مشرف ډیر وارخطا شوی
لکه ګیدړ د مکارۍ کوي چلونه
نړۍ دی ټولې پیژندلی
نور به بربنډشي پنجابیانو پټ رازونه


Mohammad Hassan
09.10.2006

[quote:25f1803786]کرزي او اندوالانوته يي ;
افغانه ياره دينداري دي ډيره وکړه
اوس ديمکراسي شوه کونه لوڅه کړه مينه[/quote:25f1803786]

عقل د کم راته ښکاره شو
ياره محبوبه چې ليکې داسې څيزونه
بې عقلی نه ده چې جنون دی
ديموکراسی چې کونلوڅی تعبيروينه

چې خلک خپله حکومت کا
داسې نظام ديموکراسی بللئ شينه
ډيرې ښېګڼې ورپکښې دی
خو څوک بې ځينې شيان هم نه خوښوينه
چې پکښې ظلم، تعدی نه وی
هر يو فردی آزادی خپله کښې ساتينه
د هر چا خپل ضمير آزاد دئ
يو څوک په بل چا څه شئ نه تحميلوينه
هر څوک دخپل کار اختيار من دئ
خو يو به بل ته نقصان نه ور رسوينه
تودې د فرد تابعيت نه کا
مشران له ځانه فرعونان نه جوړوينه
خلک آرام، آزاد ژوندون کړی
قانون د هرچا حقوق ښه تنظيموينه
حقوق د واړو مساوی وی
دولت له واړو نه دفاع تضمينوينه


Mohammad Hassan
11.10.2006

په کابل جان به خدای رڼا کا
تل خو به نه وی دا جګړی او تورتمونه
د خدای په لوی قدرت به کيږی
په انسانی عقل خو سخت ښکاری حالونه


Mohammad Hassan
12.10.2006

ټولو يوځای سره جهاد کړ
چا ښار آباد کړ د چا ورک پکښې قبرونه
چا په کښې نويې پيغلې وکړې
چا په کښې بايلول خپل کړی ناموسونه
دا د جهاد څو رهبران دی
دا د وسلو سوداګران دی ورک د شينه
زموږ د وينو سوداګر دی
کله رهبر دی، غولوی مو ولسونه
د خدای به قهر پرې نازل شی
چا چې زموږ په غوښو جوړ کړل بلډينګونه


لنډۍ که ښکنځل ؟

Syed Shah SaqeeM
02.12.2006

[color=cyan:a5af1856c0]سلامونه ياره نه پوهېږم دا تاسو بيا څه لېونۍ اوبه څښلي دې چې ټول له پلوه ليونيان سوي ياست ؟
دا لنډۍ دي که ښکنځل ؟
د خداى له پاره خو د ټولو لنډيو رنګ مو وربد کړ .
له مسول کس نه مي دا غوښتنه ده چې نوره دا لړلۍ ختمه کړي .
ځکه دا ددې په ځاى چې فايده وکړي يو د بل په زړونو کې کرکه زياتوي .
هغه متل دى وايې: ياري به کوو خو کور ته به نه سره ځو .
لنډۍ به وايو خو ښکنځل به نه سره کوو .
په تانده مينه ستاسو سيد شاه سقيم [/color:a5af1856c0]


کوشان ته

Syed Shah SaqeeM
03.12.2006

[color=cyan:2b25875c05]سلامونه کوشانه !
اکثر بې سواده خلک يوه او بل ته داسي خبرې کوي چې هغه ولاکه په خوله کې جوړېږي لکه : زوى . زما زوىه . ستا د.......... او ......................................................................................
نو کله چې له هغوۍ نه ددې ښکنځلو په اړه وپوښتې هغوۍ وايي چې ياره زمونږ ګپه سره خلاصه ده .
نو که ته چېري ده لنډۍ ښکنځل نه بولې بيا نو ددې په ځاى چې په ما باندې د [[[حجت الاسلام ولمسلمين حاجي او الحاج شيخ سيد قطب الدين ولد تاج الدين ]]] نوم کېږدي يوازې دا وليکه چې ياره ته ورځه زمونږ تر منځ ګپه خلاصه ده او ځان په هغو خلکو کې وحسابه چې يو بل ته په ښکنځل کولو خوا نه بدوي .
ګوره ته دا لاندې لنډۍ وګوره دا ښکنځل نه دي څه دي ؟ او بيا دا هم وګوره چې پتنګ ورته په پاى کې څه وايې ؟
البته دا لنډۍ او د پتنګ خبر ما له همدې پاڼې ته کافي کړې دي [/color:2b25875c05].

Mahbob
افغانه ياره دينداري دي ډيره وکړه
اوس ديمکراسي شوه کونه لوڅه کړه مينه

Ashfaq
ملاعمره ګوډ شيطانه
د مشرف په کور کي ناست وي کړي جنګونه
دا جهاديان که ملايان دي
غله دي ډاکوان دي هسي مونږه شرموينه
د اسلام نوم يي ښه بدنام کړ
دا طالبان خو دي د سپو د خوراک شينه

که حکمتيار د سړي زوي واي
د رباني په لاس به ولي مړه کيدونه
ملا عمر هم ډير دله دي
په کندهار او په هلمند چاودني کړينه
که دغه ټول دله ګان سم وي
نه به دوستم وي نه مسعود نه يي کارونه
Larghonay
كه دووسان درته په شمار كړم
يو هيوادمل دى سل به نور در وښيمه
هيوادمل شين په خندا راغى
كرزي په غټه خوله دووس بللى ونه

Muhammad Hasan
کرزئ په ځان باندې بند نه شو نو د وطن د ناموس څه پروا ساتينه

Maiwand
سیافه څومره غټ غویی وې
تا رباني په ښکرو وواهه مینه
که چا ویل ړوند ملا مړ شو
زه به د سولې ګلابي خوله ورکومه
ملا عمر په غار کې پټ دی
په غار کې پټ موږک د ځمکې زړه ته ځینه
ملا عمر په غار کې پټ دی
په غار کې پټه موږک میدان ته نه راځینه
په ړانده ترخې زرغونې شوې
ساده طالب یې لا د ژوند تمه کوینه
که چا ویل چې سوله راغله
ډیوه د پوهې به زه زیری ورکومه
[color=cyan:2b25875c05]ګرانه ته خو يو ځل داپه ډاګه کړه چې ته پوهه لرې . له لنډيو نه خودي معلومېږي چې .......[/color:2b25875c05]د اکوړې په دال مینو
پاکستان کله د اسلام په لاره ځینه
Patang
افرين وړوکيو مړه مشۍ ، خدای پاک د نور هم قدرت درته در کړي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[color=cyan:2b25875c05]نور نو دقضاوت تله ستاسو او ګرانو ملګرو په لاس کې ده
په تانده مينه ستاسو سقيم اشنا[/color:2b25875c05]


Miwand Patang
08.03.2007

ښاغلی سید شا سقیم صیب سلامونه او شې چارې!
خدا دې نور هم د حق په لاره کې سقیم لره. د دې سلسلې په هکله باید درته ووایم چې دا سیاسي لنډۍ دي او په سیاسي لنډیو کې کیدای سي داسې الفاظ استعمال سي چې د ځینو نه خوښیږي خو له دې لنډیو څخه موخه چا ته ښکنځل نه دي بلکي دلته خبره دا ده چې هر افغان حق لري خپل غږ اوچت او هغه څیرې د خپلو شعري او نثري کلامونو په وسیله رسوا کړي چې زموږ د هیواد لویشت لویشت یې د خپلو ناروا اعمالو په وسیله په وینو سره کړې او هره ورځ د دې خاورې یو شمیر مظلوم زامن په ډیره ناځوان مردانه توګه د ګور په لوري لیږي.
الله پاک دې د افغانستان ټول کورني او بهرني غلیمان د دنیوي او اخروي ماتې سره مخ کړي. نو وروره خبره په دې کې ده چې دغه راز ناولې څیرې باید رسوا سي که هغه د لنډیو په وسیله وي، که د نورو شعري او نثري کلامونو په وسیله.
سقیمه راسه چې پخلا شو
د هر غلیم مور به پرې بوره سي مینه
چې د هیواد آبادي غواړي
خدای دې هغه ځوانان آباد لري مینه
چې د هیواد سمسورتیا غواړي
خدای دې هغه لاسونه تل لري مینه
چې د هیواد ویجاړي غواړي
خدای خو دې ورک کړي د تورتم ککړ لاسونه

مینه او مننه
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more