نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
01.09.2005
بريتو ګله بيا می سلامونه درواخه٠
ګلاپه
ځواب دی وروسته ليکم صرف دومره وايم چی:
زه خپله دستميانو دښمن يم،خو دومره دۍ چی وچ او ﻻمده به سره يو ځی نه سوځو٠
هغه افغانان چی ملی يوالۍ خوښوی که هر څوک وی،نو دستايلو وړدۍ٠
اوهغه يو چی دملی يووالی ضد وی نو سر يی دپری کولو دۍ ولاو که څوک وی٠
راغلم دی ته چی دبابک په نوم ډيری ليکني مالوستی،چی ملی يووالی او ورورولۍ بيانوی٠
دغه پورتنۍ ليکنه دبل چا ده ،کومه چی تاسی په کوته کړی،چون پارونکی ده ده يی دړنګولو غوښتنه کړی٠
اباد ووسی٠
ستاسی يو بی بريتو افغان :P :lol:
Anonymous
01.09.2005
((ستاسی يو بی بريتو افغان ))
افغانستان برېتورو جوړ او ساتلې يې دې ٠
دبرېتورو کشرورور
Anonymous
01.09.2005
مونږ د افغانستان دوښمنانو ته ګلان نه شيندو ، دغه ستاسود پرچميانو کاردې ٠
مونږ ثابته کړې چه دافغانانو د قاتلانو خولې څنګه ماتې کړو ٠
___________________________________________________________
بريتو وروره چندان ګولان تاهم والله كه كرلي وي ښايي دعقل بركت دي هم بريتو ته دروتلی وي , تاچي له بده مرغه دخراسان له تركيبه څه جوړ كړي هغه دي په اصل كي دلوي افغانستان دتاريخ سپكاوی كړي کاش چي لږ پوه واي ای كاش ..................................
___________________________________________________________
خراسان دمړه جسد نوم دې په ژړا نشي راژوندې کېدای ٠ مونږ ژوندې افغانستان مرګ ته پرې نښوده ځکه دوه ميليونه ترې فداشو ٠
ته هم په جغرافيه کی ناکام يې اوهم په تاريخ کی ٠
برېتو
Anonymous
01.09.2005
[quote:b42daf8e25]((ستاسی يو بی بريتو افغان ))
افغانستان برېتورو جوړ او ساتلې يې دې ٠
دبرېتورو کشرورور[/quote:b42daf8e25]
:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock:
ويم شاباسۍ شه او په همداتاسي بريتورو او ږيرورو شه په دا ابادۍ :roll: ٠
دا وطن چی داسی ښکلۍ ګل ګلزار دۍ٠٠٠٠٠ ويم افرين شه ،خوصرف دابه ووايم چی:
[color=red:b42daf8e25]دخداۍ او درسول خاطر وکی چی نور يی مه راجوړوي٠[/color:b42daf8e25]
همدومره بس دۍ٠ لږ څه نوروته پريږدي [color=green:b42daf8e25]ګواکی چی غير له ټوپکه يی په کوم بل شی جوړ کړی٠ [/color:b42daf8e25]
ستاسی يو افغان٠ (بی بريتو )
کټوازی
01.09.2005
[color=indigo:1b140d425a] برېتورو او بې برېتو وروڼو سلامونه مې ومنئ !!!
تر هر څۀ وړاندې ، مهر باني و کړئ ، دا چټي نا مطلوبه نومونه له ځانو ليرې کړئ !
ځکه چې افغا نستان نه بر ېتو ته اړتيا لري او نه کلين شېؤنو او ږيروته !!!
کار او فعاليت غواړي ، له نړيوالو سره ملګرتيا او انډېولۍ ته اړدی ځکه چې يوويشتمه پېړۍد دساينس او ټيکنالوجۍ پېړۍ ده ، نه چې دبر ېتو ،کلين شېؤنو او ږيرو !!!
په ننۍ نړۍ کې د Globlization معيا ر پياوړی اقتصاد او جديده ټيکنالوجۍ ! ده نه چې برېتونه او کلين شېؤنه او ږيرې !
د تکامل او نړيوالۍ ( Globlization ) پۀکاروان کې د ملګرتيا لپاره علم ، پوهې او همت ته اړتيا لرو ، نه چې ..............................!!!
راځئ چې خپله انرژي پۀ علمي او اکېډميک ليکنو پر مصرف ورسوۀ تر څو مو خپل تاريخي رسالت او ملي مسؤليت سرته رسولی وي . او بس !
ستا سې صميم ، کټوازی [/color:1b140d425a]
Anonymous
02.09.2005
ښاغلې کټوازې صېب سلام ٠
بيا عرض دادې چه ستاسو په ليکنې کی په دوه مطلبوونه رسېدم ٠ يوموداجمله چه
افغا نستان نه بر ېتو ته اړتيا لري او نه کلين شېؤنو او ږيروته !!!
نوهمدغه مذ کر جنس دې چه تاسوبې ارزښته کړ خو که ببر اوستاسوپه پښتو ،کلين شېؤنو اوږيرو نارينه له افغانستانه وباسې نو يواځې ښځې پاتی کيږي That's what you maen ?
بله جمله دی داسې ده:
د تکامل او نړيوالۍ ( Globlization ) پۀکاروان کې د ملګرتيا لپاره علم ، پوهې او همت ته اړتيا لرو ، نه چې ..............................!!!
څومره وګړي په نړۍ کی دپه اصطلاح ګلوبلايزېشن مني ٠ هېو يو أېور هرډ أباوټ ده ټرم ، أيلېګل ايميګرېشن ايشوان ده ويسټرن ولډ ؟ نوداګلوبلايزېشن خود ډېرو ممانعتونو د لرې کوولو معنی لري نود پاسپورتي قيوداتو لاندی کله دغه کار امکان لري ٠ نو- وټ ايز ګووينګ ټوبي ګلوبلايزد ؟ ناچرل ريسورسز ؟ فکر نه کووم !
ملګريه خلقيانو اوپرچميانو هم د ((انترناسيوناليستۍ)) چغې وهلې ٠ که هغه څه فايده کړي وي نودا به يې هم وکړي !
برېتو
کټوازی
03.09.2005
ښاغليه برېتو ، سلا مونه مې ومنه !
تر هرڅۀ وړاندې احترمأ هيله لرم ، دا راته ووايه ، زۀ خو پۀ پښتو تر تا که ډېر پوهېدم ، لږ نه پوهېږم ،نو تا ولې پۀ انګليسي ژبه کې خپلې پوښتنې طرحه کړې دي ؟ ايا له دې څخه ستا موخه پرته له دې چې ځان ناديده وښيې بله کېدای شي ؟
، تاسې پوښتلي ،پۀ نړۍ کې څومره وګړي د ګلوبلائزېشن اصطلاح مني ؟
دې پوښتنې ته دې تر ځواب ويلو وړاندې ، اړينه بولم چې داووايم ، ددې بحث سرليک زموږ له موضوع څخه بېخي توپير لري ،بايد درناوی ورته ولرو ، ما هم ستاسې اوځينو نورو پر پل ،پل کېښود ځکه مې پښه وښوېده ،خوزۀ پرخپل ځای له محترم حليمي صيب اونورو وروڼو څخه بښنه غواړم ، اوتاسې هم ورته رابولم !!!
تر څوپورې چې دګلوبلائزېشن داصطلاح خبره ده ، دې ته دې بايد پام وي چې ګلوبلائزېشن دکومې اصطلاح نوم نه دی ، ځکه چې داصطلاح مانا او تعبير هر وخت د استعماري او استثماري ځواکونو دپټو دسيسو اوتوطئو پر محور څرخي ، چې عمر يې دپښتو ددې متل پۀ مصداق ( د درواغو مزل لنډ وي ) ډېر لنډ اوتنګ وي او ډېر يې ژر دنړۍ اولسونو ته ناولې اوچټله څېره رسوا شي !
ګلو بلائزېشن داجتماعيت او عالمګيريت نوم دی ، دبشر دملګرتيا او مدنيت نوم دی ، چې زموږ سپېڅلی دين اسلام يي تر ټولو لوی علمبردار( بيرغچي ) دی ، زموږ ګران هيواد افغا نستان چې پۀ اوس وخت کې دنړيوالو ملاتړ او ملګرتيا ته اړدی ، او يا له نړيوال ،سيا سي ،اقتصادي ، علمي , فرهنګي او بالاخره له تکاملي کاروان سره ملګری کيېږي او له هر هيواد سره بېلا بېل تړونونه لاسليکوي ، نوموږ ويلای سو چې افغانستان پۀ نړيوالۍ يا ګلوبلائزېشن کې شامليږي يا پۀ بله ژبه له نړۍ سره ملګری کېږي !!! اوبس
له دې سره دې ټولې پوښتنې جواب شوې ، دلته خو مې ستا دپوهاوي لپاره ډېر ساده خو ولې ستا غوندې خلکو دپوهاوي لپاره جامع بېلګې راوړې ، که خدای کول بيا به پردې موضوع ( ګلوبلائزېشن ) بل وخت يو منطقي اوعلمي بحث کوۀ ځکه چې ستاغوندې ډېر خلک د ګلوبلائزېشن څخه وېريږي او دېته له مغربيت سره تعبير ورکوي ، چې بېخي بې ځايه نظر دی !!!
برېتو وروره : له دې جملې څخه ،
[color=darkred:087a9cc6ad]افغا نستان نه بر ېتو ته اړتيا لري او نه کلين شېؤنو او ږيروته [/color:087a9cc6ad]
زما موخه داده چې نور موږ نۀ شو کولای پۀ پخوانيو منطقونو او معيارونو له نړيوالو سره ، واوسو ،بايد دوخت له غوښتنو سره سم ځانونه عيار او تيار کړو ، او پۀ دې برخه کې بايد خپل ملي ارزښتونه او معيارونه هم خوندي وساتو ( پۀ خپل افغاني او اسلامي رنګ کې با يد بدلون او اوښتون ومنو ) تر څو خپل دافغانيت او اسلاميت وياړمن او قدرمن تشخص او حيثيت ته پايښت ورکړو .
[color=indigo:087a9cc6ad] نه دا چې زۀ د برېتو او ږيرې مخالف يم ، الحمدالله پۀ داسې حال کې چې د خپل طبيعي عمر پۀ نولسم پسرلي ګډ يم ، سوچه اونږه ږيره پر مخ لرم !
[/color:087a9cc6ad]
پۀ احترام ستاسې ورور ، صميم کټوازی
Anonymous
03.09.2005
ګرانه وروره کټوازيه ستاسلا مونه مې ومنل اوبل سلام هم درلېږم !
تاسوليکلي چه الحمدالله پۀ داسې حال کې چې د خپل طبيعي عمر پۀ نولسم پسرلي ګډ يږۍ ، سوچه اونږه ږيره پر مخ لرۍ ! خو پخواتردې مو فرمايلي وو دا چټي نا مطلوبه نومونه له ځانو ليرې کړئ !
ځکه چې افغا نستان نه بر ېتو ته اړتيا لري او نه کلين شېؤنو او ږيروته !!!
ځکه چې يوويشتمه پېړۍد دساينس او ټيکنالوجۍ پېړۍ ده ، نه چې دبر ېتو ،کلين شېؤنو او ږيرو !!!
نوځکه ستاسو په ځينو فرمانونو نه پوهېدم اوباور می وکړ چه د يوه تند عالم چه دهغه دوينا په استناد نولس کلن دې اوتردې حده چه زماله زوی څخه يې عمر هم کم دې ، څه زده کړم ٠
خو داچه دخپلې هيلې ربط موڅه ته ورکړې ، بيا له تاسو ځان کم بولم اونپوهېږم داپوښتنه څن
دا راته ووايه ، زۀ خو پۀ پښتو تر تا که ډېر پوهېدم ، لږ نه پوهېږم ،نو تا ولې پۀ انګليسي ژبه کې خپلې پوښتنې طرحه کړې دي ؟ ايا له دې څخه ستا موخه پرته له دې چې ځان ناديده وښيې بله کېدای شي ؟
وروره فکر نه کووم که ځان می ناديده کړې وي ٠ ددې برعکس ، ستاسو په ليکنه کی مې ډېر څه له نظره تېر شول اوپه دې هم وپوهېدم چه ستاسو انګريزي اصطلاحات له کومه ځايه څلکيږي ٠
تاسو ورپسې ليکلي :
((ددې بحث سرليک زموږ له موضوع څخه بېخي توپير لري ))
خپل ليک دې يوځل بيا ولوله اوزما دځواب سره يې مقايسه کړه نودرته معلومه به شي چه ايا زه خو خطاوتې نه يم !
((ما هم ستاسې اوځينو نورو پر پل ،پل کېښود ځکه مې پښه وښوېده ،خوزۀ پرخپل ځای له محترم حليمي صيب اونورو وروڼو څخه بښنه غواړم ، اوتاسې هم ورته رابولم ))
وروره ! ولا که می ستا په پورتنيو جملو سرخلاص شوې وي ٠ هرڅومره يې چه لولم نوهغومره می کله کټواز ، کله لغمان اوکله ګوشتې ته په تلو سرګردانه کړي ٠ حيران يم چه زما پښه په کوم ځای کی څه وخت خوئېدلې وه٠ خېردا به زما دپوخ عمر کمې تجربې وي خو په تنکي ځوانانو څه وشول چه د دومره زياتو تجربو سره سره په (پښه ښوئېدلي ) پسې روان وي ؟
بيا زما ښوئېدل دمحترم حليمي صيب سره څه تړاو لري ؟
نوزه چه پخپل ځان کی هيڅ قصور نه وينم ، بخښنه دڅه لپاره وغواړم ؟
نو کټوازې صېب ،
تر څوپورې چې دګلوبلائزېشن داصطلاح خبره ده ، دې ته دې بايد پام وي چې ګلوبلائزېشن اوس يوازې اصطلاح ده ٠ داصطلاح مانا او تعبيريواځې د استعماري اوا ستثماري ځواکونو دپټو دسيسو اوتوطئو پر محورنه څرخي ، بلکه ترڅو چه يوه موضوع \ شې \ پديده په مکان او زمان کی ځای ونه نيسي ترهغه دمه پرته له اصطلا ح څه کېدای شي ٠
اوستاسودخبرې برعکس (اصطلاح) اوږد عمر لري ٠
زه فکر کوم چه فلسفه اومنطق پيچلي څيزونه دي نو بحث پری نه کوو٠
دپښتو ددې متل پۀ مصداق ( د درواغو مزل لنډ وي ) ډېر لنډ اوتنګ وي او ډېر يې ژر دنړۍ اولسونو ته ناولې اوچټله څېره رسوا شي !
نه وروره ، داسې نه ده لکه تاسو يې چه غوڅ انګېرۍ !
د ګلوبلايزېشن اصطلاح له څوکالو څخه زيات عمر نه لري ٠ ددې اصطلاح مترادفو اصطلاحاتوپخوا وجود درلود لکه کارل مارکس د ((نړيوال انقلاب )) اصطلاح چه عملي شکل يې ونه موند ٠ همدغه راز د ((کروسېد)) او((أومه)) عالمګيريت اواجتماعيت هم ترننه محدود پاتې دي او د ګلوبلايزېشن سره يې تړاو بېخي پرځای نه دې ٠ همدغه راز دګلوبلايزېشن اهداف مادي دي او د مذهبي اهدافو سره نه تړل کيږي ٠
اودا چه ته وايې چه زموږ ګران هيواد افغا نستان چې پۀ اوس وخت کې دنړيوالو ملاتړ او ملګرتيا ته اړدی ، او يا له نړيوال ،سيا سي ،اقتصادي ، علمي , فرهنګي او بالاخره له تکاملي کاروان سره ملګری کيېږي او له هر هيواد سره بېلا بېل تړونونه لاسليکوي ، نوموږ ويلای سو چې افغانستان پۀ نړيوالۍ يا ګلوبلائزېشن کې شامليږي يا پۀ بله ژبه له نړۍ سره ملګری کېږي ٠ نو دا بيا ځانته تحليل دې ٠
نولس کلنه وروره ډېره مننه چه ليکلي دې دي :
((دلته خو مې ستا دپوهاوي لپاره ډېر ساده خو ولې ستا غوندې خلکو دپوهاوي لپاره جامع بېلګې راوړې ، که خدای کول بيا به پردې موضوع ( ګلوبلائزېشن ) بل وخت يو منطقي اوعلمي بحث کوۀ ځکه چې ستاغوندې ډېر خلک د ګلوبلائزېشن څخه وېريږي او دېته له مغربيت سره تعبير ورکوي ، چې بېخي بې ځايه نظر دی))
له دغه څرګنديږي چه اوس په افغانستان کی زامنو له پلرو څخه ډېره ترقي کړې اوتاسو چه فکرکوم تراوسه به موپر شونډه برېتونه هم نه وي راټوکېدلي خو چه سوچه اونږه ږيره پر مخ لرۍ د پوهې ، تحليل او منطق په برخه کی څومره مخکی تللي ياست !
تاسوبياسره اصطلاحات يوپه بل پسې تړلي ٠ کاش چه يوڅه مو منطقي نظر ورته کړې وای ٠ ګوره تاسو واياست چه
(( خپل ملي ارزښتونه او معيارونه هم خوندي وساتو ( پۀ خپل افغاني او اسلامي رنګ کې با يد بدلون او اوښتون ومنو ) تر څو خپل دافغانيت او اسلاميت وياړمن او قدرمن تشخص او حيثيت ته پايښت ورکړو . ))
ملي ارزښتونه او معيارونه هم خوندي ساتل او هم پۀ کې بدلون او اوښتون راوستل سره نه جوړيږي ٠ يابه يې بدلوې اويابه يې ساتې ٠
همدارنګه که ملي او مذهبي معيارونه او ارزښتونه بدل شي (تغيرومومي ) نو دافغانيت او اسلاميت تشخص او حيثيت به پر ځای پاتی شي ؟
په پای کی ډېره بښنه غواړم چه په سپينه ږيره مې ستاسو سره ځان برابر کړ ٠ ستاسو څخه می ډېر څه زده کړه ٠ انشأالله چه په راتلونکی کی به مې پښه ونه ښؤيږي اويواځې دخپلوسيالانوسره به بحث کووم ٠
لوی شې
ستاسو کاکا برېتو
Anonymous
03.09.2005
[quote:abc41a9d76="Assad ullah samim Katawazai"]+++++++پۀ داسې حال کې چې د خپل طبيعي عمر پۀ نولسم پسرلي ګډ يم ، سوچه اونږه ږيره پر مخ لرم !
[/color]
++++++++[/quote:abc41a9d76]
بريتو کاکا، دۍ وائی (( طبيعی عمر))، مانا دا چۍ يوبل عمر هم لری، کيداۍ شی مخصد ئۍ د ((عقلی عمر ))څخه وی، چی پدۍ صورت کی به دۍ ځان ستاسو همزولۍ او ياهم تاسو نه ځان مشر ګڼی، ايا دا په افغانانو کی هم د نسلونو د شخړو دبيلګۍ يوه نمونه ده او که د صميم جان خاص چلند دۍ؟
خوشاله اوسۍ٠ C
Anonymous
04.09.2005
وراره ، داپوښتنه له صميم کټوازي څخه وکړه :
ايا دا په افغانانو کی هم د نسلونو د شخړو دبيلګۍ يوه نمونه ده او که د صميم جان خاص چلند دۍ؟
عمرتل طبيعي وي مصنوعي عمر بلک نشته اوکه وي هغه هم تشبيح ده ٠
برېتو
کټوازی
06.09.2005
برېتو کاکا ته سلامونه او احترامات !
خدايزده ، ولې مو زما ليکنه ځان ته تش پۀ توره دومره پېچومی کړی ، چې پرته له دې ، تاسې ته له بحث څخه د پښو سپکولو لا ر هواره کړي ،بله مانا نه لري !
برېتو کاکا : داچې تاسې واياست ،
[quote:33c547fb52]باور می وکړ چه د يوه تند عالم چه دهغه دوينا په استناد نولس کلن دې اوتردې حده چه زماله زوی څخه يې عمر هم کم دې ، څه زده کړم[/quote:33c547fb52]
زۀ به پۀ عمر کې رښتيا هم ستاسې تر زوی کشر يم خوولې دا واقعيت هم بايد له پامه ونه غورځوئ ، زۀ که څۀ هم يو زده کړيال يم ، خوددې ترڅنګ [color=yellow:33c547fb52]،که دتظاهر تور راباندې و نه لګوئ [/color:33c547fb52] ستاسې غوندې عالمانو پۀ منځ کې چې د فلسفې او اصطلاح پر مانا نه پوهېږي ، يو کوچنی أنديال هم يم ! درحمان با با پۀ دود ،
[color=indigo:33c547fb52]......................... هم پند اخلم هم پند وايم و هر چا ته
................................................... زۀ د ځينو يم مور يد دځينو پير يم [/color:33c547fb52]
تعليم او تعلم دواړه کوم !!!
برېتو کا کا ،پر دې خبره دې ونه رسېدم ،
[quote:33c547fb52] په دې هم وپوهېدم چه ستاسو انګريزي اصطلاحات له کومه ځايه څلکيږي ٠[/quote:33c547fb52]
که لږ يې روښانه کړې ، منندوی به دې يم ,
پا تې شوې نورې خبرې ( اصطلا ح ، او ګلو بلائزېشن ) پر دې نور بحث کول ځکه نه غواړم ، چې تاسې لا اصطلاح او فلسفه نه سره پېژنئ ، نو څرنګه به وکولای شئ ، پۀ علمي او منطقي ژبه کې پرې بحث وکوئ ، ځکه چې دا موضوع خو سا ينټيفيکو دلايلو ته اړتيا لري !!! او زۀ يې هم نور نه شم درپېژ ندلای ځکه چې تاسې دخپلې ابوجهلانه أندتوګي ( انا نيت ) له مخې هيڅکله هم دا نه سئ منلای !!!
بر ېتو کا کا ،لږ خبرې ته پام کوه بيا پوښتنه پنځوه، ما داسې نه دي ويلي :
٠
[quote:33c547fb52]همدارنګه که ملي او مذهبي معيارونه او ارزښتونه بدل شي (تغيرومومي ) نو دافغانيت او اسلاميت تشخص او حيثيت به پر ځای پاتی شي [/quote:33c547fb52]؟
ماويلي وۀ :
[quote:33c547fb52] نور موږ نۀ شو کولای پۀ پخوانيو منطقونو او معيارونو له نړيوالو سره ، واوسو ،بايد دوخت له غوښتنو سره سم ځانونه عيار او تيار کړو ، او پۀ دې برخه کې بايد خپل ملي ارزښتونه او معيارونه هم خوندي وساتو ( پۀ خپل افغاني او اسلامي رنګ کې با يد بدلون او اوښتون ومنو ) تر څو خپل دافغانيت او اسلاميت وياړمن او قدرمن تشخص او حيثيت ته پايښت ورکړو . [/quote:33c547fb52]
[color=indigo:33c547fb52]زماد دريځ او ستاسې د انګېرنې تر منځ د مځکې او اسمان هو مره فرق
دی [/color:33c547fb52]
که ستاسې پۀ نظر دافغانيت او اسلاميت فکر دومره منجمد وي چې د بشري ټولنې مقتضاتو او داعياتو ته پۀ هر وخت او هره زمانه کې د بشپړ جواب ويلو وړتيا او شونتيا نه لري ، نو دا خو بياد اسلاميت او افغانيت د مرګ حکم صادروئ ، بطلان يې کوئ طبيعوالی يې منسوخوئ ، دجامعيت او عالمګيريت تکذيب يې کوئ !!! که څرنګه ؟؟؟
،
[color=yellow:33c547fb52]........... اس ګلستان مين مګر سننې والې هي نهين
................................................ داغ جو سينې مين رکهتې هون وه لالې هي نهين .[/color:33c547fb52] او بس .
پۀ پای کې له مېلمه C څخه پو ښتنه کو م چې تاسې له دې پو ښتنې ،
ا[quote:33c547fb52]يا دا په افغانانو کی هم د نسلونو د شخړو دبيلګۍ يوه نمونه ده او که د صميم جان خاص چلند دی؟[/quote:33c547fb52]
څخه څۀ مو خيځ لرئ ؟ لطفأ روښانه يې کړئ ، تر څو دناوړه پوهاوي مخه ونيول شي ، ځکه چې زۀ ستاسې پۀ پوښتنه سم نه پوهېږم !
پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي ،
................................................ نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Anonymous
19.09.2005
بحيث اعتراف اشکار اقای بابک ، به اين نوشتۀ وی هم استثنأ توجه کنيد:
با احترام م٠ زبر
_______________________________________________برگشت دوبارهء ح.دخ.ا و رهبران آن مانند آقای مزدک منوط ومربوط به شکل گيری وانکشاف وضع در درون افغانستان وچگونگی غلبه بر مشکلاتيست که در سازمانهای متعدد پرچم مانع وحدت آنها به عنوان سازمان واحد ونيرومند سياسی ميگردد.
در افغانستان نيروهايی در قدرت دولتی سهيم اند، که ظهور دوباره پرچمی ها را تهديدی به موجوديت و ابقا ی خود میپندارند. در مورد حضور سياسی پرچمی ها فورمول سوابق سياسی آنرا مطرح ميسازند. در حاليکه هر انسان سالم انديش ميداند که سوابق آنها تاريکتر ازنيروها وافرادی نيست که امروز با کشيدن ماسک دموکراسی به رخ شان، سد راه برگشت سياستمدارانی مانندآقای مزدک ميگردند.
با احترام
جواب عظيم بابک
_______________________________________________
Anonymous
25.09.2005
[quote:b8a3e7e92a="Assad ullah samim Katawazai"] پۀ پای کې له مېلمه C څخه پو ښتنه کو م چې تاسې له دې پو ښتنې ،
ا[quote:b8a3e7e92a]يا دا په افغانانو کی هم د نسلونو د شخړو دبيلګۍ يوه نمونه ده او که د صميم جان خاص چلند دی؟[/quote:b8a3e7e92a]
څخه څۀ مو خيځ لرئ ؟ لطفأ روښانه يې کړئ ، تر څو دناوړه پوهاوي مخه ونيول شي ، ځکه چې زۀ ستاسې پۀ پوښتنه سم نه پوهېږم !
.[/quote:b8a3e7e92a]
ښاغلۍ محترمه،
د يوازينئ استثنا په توګه خپل لاندينۍ عرض وړاندۍ کوم
د تاسو کړي سوال ځوابولو ته ځان اړ ځکه نه بولم چۍ :
١- پوښتنه مۍ د يو بل ليکونکي په وړاندۍ وه چۍ ډيره ښکاره ده
٢- ستاسو ليکنۍ معمولأ په داسۍ طرز او الحان کۍ نغښتۍ وي چۍ ځما د ليکدود هغۍ سره بيخی نه جوړيږی
٣- د پورتنی دليل لمبر٢ په اساس ستاسو دليکنود محتوا پهکله دخپل د اندونو
له څرګندولو څخه ډډه ، دځان له پاره يو نه ماتيدونکۍ ار بولم٠
والسلام- C
کټوازی
01.10.2005
ښاغلی مېلمه C ، سلامونه مې ومنئ ،
ستاسو له خوا تر ډېر ځنډ وروسته دځواب راکول ددې لامل سو ، چې زما دغه موضوع کورټ له ياده ووته ، خو پۀ هر حال پۀ دوهمه خبره مو بيا هم پوه نه سوم ،
[quote:a708602fa3]ستاسو ليکنۍ معمولأ په داسۍ طرز او الحان کۍ نغښتۍ وي چۍ ځما د ليکدود هغۍ سره بيخی نه جوړيږی [/quote:a708602fa3]
ياني څۀ ؟ مطلب مو سراسر ګونګ دی !!!
پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ،کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي ،
................................................ نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Anonymous
07.10.2005
ګلاب زوی د نر بچي په خوست کي وګټله
Anonymous
17.10.2005
[quote:3697af4d82] ....مگر سر من [color=yellow:3697af4d82]مهر يا تاپه ئ کمونيست [/color:3697af4d82]وملحد رانزنيد.
عظيم بابک ....[/quote:3697af4d82]
از فارسی.رو کاپی شده:
((2005-10-15
14:57:08
عاليقدرحشمت اورنگ:
من سوالی ندارم.فقط به پرسش قبلی نهضت آينذه پاسخ دادم .من هم به شمابه عنوان يکی از رهروان ردهء نخست جنبش چپ افغانستان وهم به محترم عبدالله ناييبی،چهره ءفرهنگی شناخته شدهء کشورحرمت قايل هستم.اما سازمان شما خاطرات اضمحلال جنبش مائويستی افغانستان را در اذهان زنده ميسازد.مائويستهای افغانستان با ايجاد حلقات روشنفکری متعدد در خارج کشوريکی از بزرگترين سازمانهای چپگرای کشور را مترلزل ومتفرق ساختند.امروز در جناح پرچم ح.د.خ.ا چنين گرايش مشهود است.با آنکه حلقات متعدد مائويست زير نام حزب کمونيست افغانستان متحد شده اند.اما ديگر زمان برای احيای دوبارهء آنها به پايان رسيده است.برای جناح پرچم زمان تاهنوز به پايان نرسيده است.زيرا نيروی همبستگی درونی آن بر نيروی انشعابگردر آن سنگينی ميکند.دير يا زود آنها سازمان واحد خود را احيا ميکنند. ظهور حزب متحد ملی افغانستان ونهضت ميهنی ترقی ودموکراسی مظاهر درخشان احيای پيروزمندانهء حناح پرچم است.اما در مورد خلقی ها:
فقدان تحليل از وضع متغييردر کشور،کمبوديها ونارسايي های بيشمار در طرح مشی جديد سياسی وگرايشات سمتی وقومی موجب آن گرديده است که سنگر های سياسی اين حزب بوسيلهء حزب افغان ملت اشغال گردد.هرگاه حزب افغان ملت به تقويت گرايشات سوسيال دموکراسی واحتراز از سياستهای قومگرايي بپردازذ،جايي برای جناح خلق در نظام سياسی افغانستان باقی نميماند.
من که مانند اکثريت مردم افغانستان از تقويت بنيادگرايي افراطی بيم دارم وآنرا برای افغانستان مضر ميدانم،آرزومند تقويت وتوسعه ئ تمام جناح های چپ افغانستان هستم.امروز که حتی تکنوکراتها در زير درفش جنگ سالارها وبنياد گرايان قرار ميگيرند،ضرورت همبستگی جنبش چپ از سازا تا جناح سوسيال دموکرات افغان ملت مبرم وارزنده گرديده است.
سازمان جديد شما ميتواند در درون جناح پرچم به عنوان يک پلاتفرم جديد سياسی عرض وجود کند،اما ظهور سازمانهای جديد وانشعاب از پيکر اصلی ضربه ايست که به دموکراسی آيندهء افغانستان وارد ميگردد.
با عرض حرمت بی پايان
جواب عظيم بابک))
برای قضاوت شما دوستدارا ټول افغان قرار داده ميشود،
با عرض حرمت و ارادت، م٠ زبر
Anonymous
18.10.2005
ميلمه وروره سلامونه
په دی خبره خو ټول افغانان او ټول نړيوال پوهيږی چې د پرچميانو ټول سياست او کارونه په دروغو ولاړ ؤ٠ تل ئی په ډيره سپين سترګی د خپل بام واوره په نورو ور اچوله٠ په خوله به يی يوه او د زړه لاره به يی بله وه٠ نو بابک هم چی پرچمی دی نو حتمی دروغجن هم دی٠ دوی خو پخپل منځ کی لاپی ولی نور ئی ايلا کړه مه پسی ګرزه٠
Anonymous
26.11.2005
لوی خلقيان لکه ستر جنرال سيد محمدگلابزوی ،مارشال شهنواز تنی او ستر جنرال نورالحق علومی د خلکو له خوا د افغانستان دپارلمان د غړو په حيث وټاکل شو.
پارسيوان ميلمه
Anonymous
26.11.2005
[quote:951513e7b8="Anonymous"]لوی خلقيان لکه ستر جنرال سيد محمدگلابزوی ،مارشال شهنواز تنی او ستر جنرال نورالحق علومی د خلکو له خوا د افغانستان دپارلمان د غړو په حيث وټاکل شو.
پارسيوان ميلمه[/quote:951513e7b8]
پارسيوانه ګلابزوۍ چا او کله سترجنرال که؟ تڼۍ چا او کله مارشال که؟ د څه خيذمت په بدل کې؟ او علومي کله خلقۍ شو؟
لطفا که رڼا واچوې ښه به وي٠
پښتون ميلمه
Anonymous
26.11.2005
پښتون ميلمه په خېر، ستاسو ددې ليکنې سره چې
((پارسيوانه ګلابزوۍ چا او کله سترجنرال که؟ تڼۍ چا او کله مارشال که؟ د څه خيذمت په بدل کې؟ او علومي کله خلقۍ شو؟
لطفا که رڼا واچوې ښه به وي٠
پښتون ميلمه)) زه هم څو پوښتنې يوځای کوم ٠
داپورته خلقيان کله مسلمانان شو ؟
دوی ولی مسلمانان شو ؟
دوی خوافغانان د مسلمانۍپه جرم مړه کړه اوس څه غواړي چه دديمکراسۍ په پلمه څه وکړي ؟
ددې پوښتنو باوجود ماته هوښيار ښکاري ځکه چه پرون د خلق اوپرچم په مرکزي کميټه کی ناست ؤ او نن په اولسي جرګه کی ٠
پرون دواړو ضابطانو د ولي د ګل لپاره يو ټکې استعمالاوه چه ((ووله)) نن د هغو ويشتل شوو ماتو ګوډو دغولولو لپاره په پټکي ، کميس اوپرتوګ کی پارلمان ته ځي ٠
انسان
Anonymous
26.11.2005
[color=orange:95fcb24e5f]داپورته خلقيان کله مسلمانان شو ؟
دوی ولی مسلمانان شو ؟ [/color:95fcb24e5f]
ته کله انسان شوی او ولی؟
Anonymous
26.11.2005
ددې پوښتنو باوجود ماته هوښيار ښکاري ځکه چه پرون د خلق اوپرچم په مرکزي کميټه کی ناست ؤ او نن په اولسي جرګه کی ٠
پرون دواړو ضابطانو د ولي د ګل لپاره يو ټکې استعمالاوه چه ((ووله)) نن د هغو ويشتل شوو ماتو ګوډو دغولولو لپاره په پټکي ، کميس اوپرتوګ کی پارلمان ته ځي ٠
انسان[quote:0702e40b0a]
له سلامونو ورسته دا بايد عرض کړم چی:
ولی داموږ افغانان دومره ساده يو ،چی لا تر اوسه موسر نه خلاصيږی،چی دا دنيا څو بغري ده؟؟؟؟؟؟؟
ګلونو!
په افغانستان کښی د بهرنيو زبرځواکونوترمنځ غوبل روان دۍ، دوی لګيا دی په خپلو کښی سره قدرت ويشني لګيا دی ٠ هر قدرت يا ځواک خپل تالی څټي لری او هغه را مخ ته کوی٠ او زموږ ساده ولس دا دټاکنو او راټاکنو په ډرامو غولوی ٠
دا نومول شوی کسان او هغه نور له قلمه پاتی پاټکی داړه ماران ،داټول په پردو خرڅ شوی خلک دی، او په خوار ولس ورتپل کيږی، که نه تاسی او خدای چی دوی ته به څوک هم خپله رايه ورکړی؟؟؟ نه او هيځ کله هم نه او نه چا ورکړی٠ د تقريبا دو دوه نيمو مياشتو شخړو وروسته زموږ بهرنی باداران دی نتيجی ته سره ورسيدل چی داسی يو خرڅ شوۍ پارلمانګۍ دی را جوړ شی٠ دا ټاکل شويو کسانو ته په سلو کښی دوو هم خپله رايه نه ده ورکړی٠
ښاد او اباد اوسی٠
س٠ باور[/quote:0702e40b0a]
Anonymous
26.11.2005
له سلامونو ورسته دا بايد عرض کړم چی:
ولی داموږ افغانان دومره ساده يو ،چی لا تر اوسه موسر نه خلاصيږی،چی دا دنيا څو بغري ده؟؟؟؟؟؟؟
ګلونو!
په افغانستان کښی د بهرنيو زبرځواکونوترمنځ غوبل روان دۍ، دوی لګيا دی په خپلو کښی سره قدرت ويشني لګيا دی ٠ هر قدرت يا ځواک خپل تالی څټي لری او هغه را مخ ته کوی٠ او زموږ ساده ولس دا دټاکنو او راټاکنو په ډرامو غولوی ٠
دا نومول شوی کسان او هغه نور له قلمه پاتی پاټکی داړه ماران ،داټول په پردو خرڅ شوی خلک دی، او په خوار ولس ورتپل کيږی، که نه تاسی او خدای چی دوی ته به څوک هم خپله رايه ورکړی؟؟؟ نه او هيځ کله هم نه او نه چا ورکړی٠ د تقريبا دو دوه نيمو مياشتو شخړو وروسته زموږ بهرنی باداران دی نتيجی ته سره ورسيدل چی داسی يو خرڅ شوۍ پارلمانګۍ دی را جوړ شی٠ دا ټاکل شويو کسانو ته په سلو کښی دوو هم خپله رايه نه ده ورکړی٠
ښاد او اباد اوسی٠
س٠ باور
Anonymous
27.11.2005
څانګه به نن سبا کې ګل شي
مائې په سر کې سرې غوټۍ لېدلي دينه
د توری ارتجاع يعنی کرزی-مجاهد سياست ماتی سره مخامخ شوه. د افغانستان د ژغورنی يوازنی لاړ د ټولو مترقی ځواکونه اتحاد دی .
Anonymous
27.11.2005
خانيه تاسومترقي څه ته وايۍ؟
خلق اوپرچم ته ؟
دې کسانو وطن په شورويانو نه وخرڅ کړې ؟
څوک چه خلقي ياپرچمي نه و هغه به يي دافغانستان له تابيعت نه خارجاوه ؟
ظالمانو چه د ټوپک په زور يي کمونيستي په خوارو افغانانوقبلوله دغوکمونيستي افراطيونو ته مترقي وايي ؟
نوخانيه تاسومترقي څه ته وايۍ؟
حقبين