د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

هادي حيران
15.03.2006

[color=red:7ea7727a5d]هلــته په جــنت كـــې يوه سيمه پښتنه هم شته
ما او تا راوړي لــه هغه ځــايه د عــشق لونگ[/color:7ea7727a5d]

[url=http://www.lekwal.com/fullstory.php?id=191] غفور لېوال [/url]


کټوازی
15.03.2006

[color=cyan:c8062c7c6a]ګنا ه کې د با د ا ر و څو کيد ا ر د ی چا تړ لی
............................. شوګير وهلې سترګې د شبخون سره جوړ نه دي[/color:c8062c7c6a]
{ نجيب عامر }


وقار
15.03.2006

ټولوښاغلو ته دزړه دکومي سلامونه.
زړه مې ډېر څه غواړي چې تاسو درنو ورونو ته يي ډالۍ کړم او هر يو وستايم خو زما دلنډ مطلب ليکلو راز دادی چې په موس ليکل کوم خو قدرمنو زما دا تش سلام په ډېر څه قبول کړئ خدای شته چې ډېر مې زړه ته نژدې ياست, ستاسو د لا زيات برياليتوب په هيله.

يو وېښته مې د صورت بې عشقه نه دی
څوکيدار په هر نفس د خپل کاروان يم

(ارواښاد عبدرحمان بابا)
په مينه

وقار


هادي حيران
15.03.2006

[color=red:8cbfd1c998]ما معذور ګڼه زاهــــده پــــه تـــــوبه کــــې
ستا په زهد مې قسم که په خپل وس يم[/color:8cbfd1c998]

[url=http://lekwal.com/poem/fullstory.php?id=14] عبدالغفار بريالى [/url]


وقار
15.03.2006

ماچې عزم ستا د سپين ر خسار دی کړی
وابه نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم
( مرحوم ملنګ جان)

__________________
وقار


هادي حيران
15.03.2006

[color=red:7cad1d1836]ما ويل حج دې مبارک شه وروره
په تا لوي فضل پاک غفور کړى دى
هغۀ ويل ما سړيه حج څۀ کوو!
دا خو محلت کې مې تربور کړى دى[/color:7cad1d1836]
(ماسټر شېرافضل)


عصمت الله
15.03.2006

ټولو ورونو اوخویندو ته سلامونه وړاندی کوم
هیله ده چې ټول سره خوشاله اوسی صمیم وروره کور دې ودان دا ټول ستا له برکته ده چې داسی مست او کرم بازار جوړ شوي ده زه خو ورته ډیر خوشاله یم ټول دې همداسې خدای خوشاله لری
یاران په لوی کـــابل کې نه ځاییږي
مونږ ملنګان یوشپــې په کند تیروو
کـــــاږه باڼه دې دلـــــیوه نوکــــــــارې
زخمي کاروان ستا پر ایلبند تیروو
پیر محمد کاروان



هيواد شېرزاد
15.03.2006

ویده لمر به څه درانه خوبونه ویني
چې شبنم د ګل پر پاڼو باندې بار شي
مصطفی سالک


وقار
16.03.2006

يو غم دی چې زما غريب تر کوره ځي راځي
بېلتون دی, دې جونګړې ته په زوره ځي راځي

(محمد افضل ټکور)

________
وقار


کټوازی
16.03.2006

د ټول افغان د بيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ،
سلامونه ، نېکې هيلې او ښې چارې !
ماشا الله ، ما شا الله ، خدای مو ژوندي او ګړندي لره ،
__________________________
[color=cyan:ff7cc48447]يو د ناتوانو مړوندونو څۀ چاره نه راځي ،
............................................. فصل مې پوخ ولاړ دی مخې ته مې لور پروت دی [/color:ff7cc48447]
{ قيصر اپريدی }


هادي حيران
16.03.2006

[color=red:4d08acbc4d]يوسف خو کاروان خرڅ کړ د يو مصر په بازار کې
باېد چې د يعقوب د غم ړندې خبرې اوکړو[/color:4d08acbc4d]

[url=http://www.khyberwatch.com/pakhto/] اجمل خټک [/url]


وقار
16.03.2006

واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ
ګڼه, زه په ځان مين د سر ښندل څوک

(خوشحال خان خټک)

________
وقار


هادي حيران
16.03.2006

[color=red:00d6a9875d]کله چې په برند نظر د لرې نه را اوګوري
ما کړي د بڼو په څوکو غوڅ خبرې نه کوي[/color:00d6a9875d]

[url=http://www.khyberwatch.com/pakhto/ghazal.htm] اکمل لېونى[/url]


وقار
16.03.2006

يو څوک خو شته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي
دزهرو ذکر به يې رو,رو په ارام وليکم

(کاروان)

_____
وقار


هادي حيران
16.03.2006

[color=red:84de544cf8]مرګی خو د جانان غيږې له تلۀ دي خوشالي ده
ژوندون خو د جانانه عبارت دی ځکه خوږ دی[/color:84de544cf8]

[url=http://www.khyberwatch.com/pakhto/ghazal.htm] اباسين يوسفزى [/url]


عصمت الله
16.03.2006

بیا هم دزړه له کومې ټولو ته سلامونه وړاندی کوم
هیله ده چې ټول سره روغ او خوشاله اوسی .زموږ دوست ورور دا څو ورځې کیږې چې غیر حاضره ده خدای دی وکړي چې ژر بیرته حاضر شې
یو له بــل نه بهــــره مومۍ په اخلاص او په توفیق
چې یې زه لــرم په زړه کې عجب فکــــر دي دقیق

خوشحال خان خټک
په دی هیله چې بل ځل زما په نوبت کې (ی) نوی


هادي حيران
17.03.2006

[color=red:5b5bdf4487]قلم قلم به "قلندر " شي منم
شي دې چې دا يې د قلم خوښه ده[/color:5b5bdf4487]

[url=http://www.tolafghan.com/baheer/karakathana/karakathana.php?id=3664] قلندر مومند [/url]


کټوازی
17.03.2006

خوږو ملګرو او يارانو ،
خدای مو ژوندي او ګړندي لره چې شعرونه مو پر ټول افغان خدايي نغمې او ملکوتي انګازې خپروي !
______________
[color=blue:17d8bd3fab]هلته ټول ښار زماخلاف پورته وو ،
.................... هلته به ما فيصلې څۀ کولې [/color:17d8bd3fab]
{عارف تبسم }


عصمت الله
17.03.2006

یو دریاب وه دبیلتون طوفان اخیستي
کـډ په چغو وه په شور وه په غـوغـــا وو
کاروان
دی دغه پورتنی بیت مکمله شعر ما په نهم وه یالسم د نومبر له خپله
پیر محمد کاروانه صاحبه آوریدلې وه چې استاد منور ته یې تازه لیکلي وه .
که چا غوښتل زه به یی ورته مکمله شعر ولیکم دفورم په دغه پاڼه کې .
څه وکړمه صمیمه وروره د(ی) ګانو وروستۍ ډزې دي چې کوم
ستاسو د ټولو روغتیا په هیله


hewad
17.03.2006

سلام هېوادوالو!
لا چې ګوزار وخوري دقوي نه لا قوي شي
پلک د حوادثو دې راځي د زړۀ سندان ته
(حمزه شينواری)
پۀ درناوي هېواد



هيواد شېرزاد
17.03.2006

سلامونه دوستانو !
نوی هېواده ستړی مه شې وروره، زه چې ګورم نو ستا شعر د شعربازۍ له ټغر څخه پښې ايستلي. خير، اوس به همداسې پسې ځو ...
[color=indigo:c1810bb9e7]
هر څه هر څه يې کړل قتل، د غليم شه خونه ورانه
خوب خندا اوکه ساغر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته[/color:c1810bb9e7]

عبدالمالک بېکسيار


هادي حيران
18.03.2006

[color=red:30655c2098]همګي بزرګواران چې څوک يې وائي
د همه و بزرګوار دى رب ځما[/color:30655c2098]

[url=http://www.pakpost.gov.pk/philately/stamps2005/rehman_baba.html] رحمان بابا [/url]


Muhammad Hafeez
18.03.2006

[color=red:61348f3dd7]افسوس افسوس پدې بې غمه ژوندون ستا انسانه
ارمان ارمان پدې ناسمه ژوندون ستا انسانه [/color:61348f3dd7]

لطف الله " خير خوا "


وقار
18.03.2006

سلامونه

هرشی غواړي چې مقبول شي ستا حضور کې
دلاله په زړه کې هم دغه ارمان دی

(الفت)

په مينه
______
وقار


Dost
18.03.2006

ټولو یارانو،صمیم،وقار،هادي،عصمت،هیواداو هیوادشېرزاد!
یو ځل بیا مې درانه درانۀ سلامونه ومنئ ،دا چې ځینو دوستانو یادکړی وم الله مو خوشاله لره .،دادئ اوس لۀ Delhi راستون سوم .
[color=yellow:ec46ba6cd1]يادونه د اشنا چې راته وخاندي په خوب كې
.....................................................بستر مې راته اور شي سوځم بيا په اندېښنه كې[/color:ec46ba6cd1]
(دیوۀ ځوانیمرګ شاعر شعر دی،چې یو وخت به يي پۀ همدې فورم کې د غښتلي پۀ نوم لیکنې کولې ، ارواښاد خالد بارګامي یادوم .)
پۀ کلیواله پښتنه مینه ستاسي "دوست"


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more