ادبي ټوکې ټکالې
سلامونه
Syed Shah SaqeeM
02.05.2008
[size=18:6714e23364][color=cyan:6714e23364]سلامونه
ملګرو په حجره كې ځاى شته كه بېرته لاړ شم ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:6714e23364][/size:6714e23364]
Nazar
02.05.2008
السلام علیکم
syed shah saqeem وسلام
یاره ګوره ګوره سی ولاړ نسی
خپل درد بیان کړه
عبدالله عبد
28.05.2008
سلامونه دوستانو
یوه ورځ 20 کسان په لاره روان وه چی یو په دوی کی هندو وه او دا 19 نور یی (د یو ولایت چی نوم یی نه اخلم خو ټول یی پیژنی او ډیر ټوکیان دی) وه.چی مخی ته یی دوه کسان غله ودریدل او دا ټول یی لوټ کړل او بیا غلو ورته وویل چی اوس به اتڼ راته کوی او سندری به هم ورسره وایی.
په دی کی ټولو اتڼ شروع کړ او اول ټکی هندو ورته وکړه
دا یو یی په ما دابل یی په دا 19 په تاسو
او دا 19 کسانو به ورته وویل !
ای ددین دښمنه په مړه به مو کی.
خدا د وکړی چی خوشحال شوی یاست.
hotak
16.09.2008
هېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېې دټول افغان دپرديسۍ دخوني يارانو سلامونه اومينه مي درواخلۍ.
زه هوتک يم.ډيروخت وشوچي هغه دپاکستانيانوپه خبره دډالروپه تلاش کي ورک وم.خولکه هغه مسلمان شوی هندو نه مي دين شو نه غ...........................ڼ.
والله که مي ياډالرګټلي وي یاشی.همداغسي کنګال ګرځم.خورله موره ده که دشانزده پولۍ درک لګيږي. ډيروخت مي په خره ناسي مکسيکوکي تېرکړ. له انټرنېټه دومره ليري وم لکه دسپي له غُلو. خودادی اوس بياخپل بیورلي هېلزکاليفورنياته راغلی يم.
پخپل کورکي مېشت يم. تراوسه همداسي بې ناموسه ګرځم!!!)يانې کوژده مي لانده کړي.هماغسي مينده پل يم لکه چي وم(
پام: دادبې ناموسه په اړه یوه په زړه پوري ټوکه لرم.که زړه مووي چي درته بیان يی کړم.
مينه اومننه: ستاسي نصيراحمدهوتک
و.افغان
18.09.2008
[quote:8da8724797="hotak"]هېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېې دټول افغان دپرديسۍ دخوني يارانو سلامونه اومينه مي درواخلۍ.
زه هوتک يم.ډيروخت وشوچي هغه دپاکستانيانوپه خبره دډالروپه تلاش کي ورک وم.خولکه هغه مسلمان شوی هندو نه مي دين شو نه غ...........................ڼ.
والله که مي ياډالرګټلي وي یاشی.همداغسي کنګال ګرځم.خورله موره ده که دشانزده پولۍ درک لګيږي. ډيروخت مي په خره ناسي مکسيکوکي تېرکړ. له انټرنېټه دومره ليري وم لکه دسپي له غُلو. خودادی اوس بياخپل بیورلي هېلزکاليفورنياته راغلی يم.
پخپل کورکي مېشت يم. تراوسه همداسي بې ناموسه ګرځم!!!)يانې کوژده مي لانده کړي.هماغسي مينده پل يم لکه چي وم(
پام: دادبې ناموسه په اړه یوه په زړه پوري ټوکه لرم.که زړه مووي چي درته بیان يی کړم.
مينه اومننه: ستاسي نصيراحمدهوتک[/quote:8da8724797]
ای دخداي انصاف داره هوتک خانه !
په دی کنډواله کې دی څه چیغي شروع کړي دي،
دلته خو هر څه وران ویجاړ دي،
زه خو دخبرو تکړه نه یم، خو هر وخت به می لکه دنورو ملګرو غوندي ستاسو
ګرم ډانډس ته سر راښکاره کاوه، او ډیر ساعت به مو تیریده، خو له کله چې هوتک خان
او کټوازي صاحب او ځیني نورو ملګرو له هجري مهاجرت پیل کړه، نو مونږ د
چت دراغورځیدو له ویري له هجري پښي سپکی کړي.
رښتیا ټوکه دی هیره نه شي، انتظار يي کوو، خو چې دپندانۍ قیصه ترې جوړه نه کړې
:)
hotak
19.09.2008
ګرانه وهاج صېب! په سلامونو دي لمانځم
ځه ښه شوچي کم ترکمه ته خوهم کله ناکله پدې کنډواله کي ګرځې راګرځې. دانوريارانو خوداسي له فورمه ورک دي لکه دخره له سره ښکر!!!
په هرحال!دانوپه مااوتا اړه لري چي مرورآشنایان سره راټول کړو.
زه خووالله بيخي پردېس يم.صميم جان مي ډېرياديږي.که هغه زمادغه ليکنه ګوري نودخدای په پاردي یو واري سرراښکاره کړي.پتنګ هم غلی دی.لږدي ځان سره وښوروي.
غروال،پاڅونوال اونوردي هم لږګېرولګوي.
پاتي شوه هغه ټوکه نولومړی به ته راته ټوکه ليکې بیابه زه دبې ناموس ټوکه درته وليکم.
مننه اومينه
و.افغان
19.09.2008
هوتک صاحب
زما خو دومره ټوکې نه دي یادی، خو زه یو کوښښ به وکړم،
وايي چې له یوه پښتون نه دخپلی ښځي په حضور باد تللی وو،
نو له ډیره شرمه يي له کوره پښې سپکې کړي، او ډیره موده پردیس شو، په دی امید ګوندی دښځې می دا شرمیدلې پيښه
هیره شي، بیا به کور ته راستون شوم.
نو له ډیرې اوږدی مودی وروسته يي زړه راوکړ چې دکور په لور په ګامو شي،
کور ته چې نږدی شو، نو ځان سره يي ویل، چې هلکه یو تجربه پکار ده، داسی نشي
چې ښځې ته می زما دهغه بادو کیسه اوس هم یاده وي، نو له ځان څخه يي خیرات
خور جوړ، او دخپل کور دروازه کې يي غږ وکړ، چې هۍ دکور خلکو دخداي په
نامه خیرات غواړم خیرات !
نو ښځي يي دکور له انګړ څخه دخپل میړه په نامه چیغي کړي، چې او فلانیه تیزنه
څه شوي،؟؟ خیرات ورکړه، نو سړي دوه خپلی او دوه پردۍ کړي، او تر تله پردیس
پاته شو.
نو خداي مو دی له داسی حالت څخه ساتي
:o :)
hotak
20.09.2008
ګرانه سلام!
په زړه پوري ټوکه وه خوهغه ستاخبره څنګه چي په ټوکمارۍ کي تجربه نلرې ځکه نودټوکي پلاټ درنه لږګډوډشوی.فرق نکوي.که له هوتک سره وې والله چي په سپېره ډاګ به درنه ټوکمارجوړشي.حليمي صېب په سپينه ږيره راسره ټوکمارشو.
په هرحال..... داټوکه درواخله.
وايي یوسړی ويده وو باديی پرې شو.چي سترګي يی وغړيدې مېرمن يی سرته ولاړه وه.په دابل انډي راواوښت اویودانه يی قصداً خوشی کړ.لږه شيبه وروسته چي راويښ شو مېرمن ته يې ددې لپاره چي هغه خپل ټرپه پرواړوي کيسه پیل کړه چي خوب مي وليدچي یوه ډېره ښکلي ښايسته،تکه سپينه،پنډه منډه ښځه مي کړي وي.خوکله چي يی دغه ددله کورته راورسوم سترګي مي خلاصي شوې اوراويښ شوم. مېرمن يی ورته ويل والله واده خودي ماونه ليد خودواده ټکامي دي واوريدله :lol:
بله درواخله!
دوو کسانو دکوهي کيندلو کارکاوه.یويی په کوهي کي دننه وو اودابل يی په څرخ ولاړ وو اوسلواغه يی راکشوله. دڅرخ والاچي څرخ ته پښه ورکړه دلته يی بادپرېک شو.سم له لاسه يی په څاکي دننه کارکونکي ته ورغږکړ: مرجانه! ماوينې؟
هغه ورته راغږکړ: والله وينم خودي نه خوغږونه دي اورم! :lol:
دريمه هم درواخله:
دوه غله یوه کورته په ديوال وراوښتل.لومړی غل دديوال منځ ته رسيدلی وو چي باديی پریک شو.دابل ته يی مخ راواړاوه او ورته ويل يی: داسي ګومان ونکړې چي له ډاره مي ټروکړ. خېټه مي خرابه ده.
و.افغان
21.09.2008
هوتک صاحب له خندا دی مړ کړم
:D :D
دا خو لا څه کوي، پرون په حرم کې دامام سره په وترو باندی په وروستۍ قاعده ناست وو،
چې ناڅاپه دغه کوهي او آواز قیصه ذهن ته راغله، نږدی وه، چې لمونځ می خراب شوی
وو خو امام دخیر یوسي ژر يي سلام وګرځولو
:lol: :lol:
دا هم یوه بله ټوکه ، خو په له دی وروسته به دهغه بی ناموس ټوقه په لیکه کوي ضرور
وايي چې یو پنجابی او پښتون سره په ضد شوي وو، پنجابی ويل چی دی کار زه
تکړه یم،او پښتون ويل چې زه مړه ، زه په کی سم تبرګی یم، خو خیر یو دریمګړي له ورغلل
نو هغه داسی وکړل چې دواړو له يي یو بیزو ورکړه، او څه معلومه موده يي دواړو
ته وټاکله، نو چي ګوري پنجابي تری دری راوړی وو، او پښتون تری دوه راوړي وو،
نو پنجابی پښتون ته کړل، چې نه ګوري چې زه درنه تکړه یم، او درنه ومی ګټله،
نو هغه پښتون ورته ژر وویل: چې زه مړه، تاته خو يي ښځه بیزو درکړي، او ماته يي
نر بیزو راکړې وو، دا دوه می درته دنر بیزو نه دنګولي دي.
بې ادبی دی معاف وي، او دلوستونکو مخی ته پرده وي (خيالي ټوکه ده، او له یوه پنجابی ملا نه می په مدینه شریفه کی اوریدلي).
:)
hotak
23.09.2008
ګران وهاج صېب!
داشکردې چي خدای توفيق راکوي چي کله ناکله غمژن وروڼه په خنداکړم. که څه هم په ټوکوکي مي بې ادبي ډېره وي خوګومان کوم ماته به همداڅه ثواب وي ځکه چي بيخي ډېرخلک ورباندي خندوم.
په هرحال!
هغه ټوکه نه بلکي حقيقت دی. زمایوکليوال ملا.................نوميږي. دطالبانوپرمهال يی په کابل کي لويه دنده ورسپارلي وه.زه هم له یوې چينايي کمپنۍ سره کابل ته تللی وم.هغه ورځ دده معرفي وه. مامورينوته په خوراطمطراق وروپېژندل شو.
لوی ريیس وو زمازوی. له معرفي وروسته په چايوکي ورنه خپل خلقي مرستيال په پاړسي وپوښتل چي رييس صېب واده دي کړی؟
رييس صېب غوښتل چي په مامورينو دخپلي پاړسي پوهني رُعب واچوي.هڅه يی وکړه چي لغات ورګډ کړي. ورغبرګه يی کړه: نې صېب ! والله تاحالِ بې ناموس استيم!!!
مامورينویوبل په څنګله سره ووهل اوکړس په خنداشول.
زمایوبل طالب ملګری په کندهارکي رييس وو اودلوی ملاصاحب نژدې انډیوال وو.
هغه هم واده نه ووکړی. ماله آمريکاورته چاپي پاڼي وروړې.دانجمن بېناموسان کشورپه نامه. هغه ملګري چي کوژدې يی نه وې کړي ټول ددې ګوندغړي بلل کیدل.
رښتینی
24.09.2008
...............
...............
ع کريم حليمي
05.10.2008
هوتک صاحب ، تاوده سلامونه در واخله !
هوتک صاحب زه خو تا منم ، په تا کي شک نه لرم ، خو ځيني عجم سته چه
چه په تاکښي شک لري ، شک ئې ور و کاږه
او غوښتنه ئې کړې وه ، چه دابله خوا راښکاره که ، توره وکه ور ښکاره ئې که
چه تاسو هم باتور سۍ ، يو زورور داستان ورته وليکه چه شک ئې خلاص سي
زه خو ئې مستحق ګنم ، او ښه پوښتنه ئې کړې وه
[quote:255f7bffa4]فرق نکوي.که له هوتک سره وې والله چي په سپېره ډاګ به درنه ټوکمارجوړشي[/quote:255f7bffa4]
لغوړن بې کړې ،اوياغرق -خو ټوکمار والاکه ترې جوړ کړۍ
په مينه او ميييييييييييييييييييييييييي
باتور
15.11.2008
محترم حليمي ته !
ميدان ته توره اېستل د هر چا کار نه دی . که داسي نه وای نو خدای پاک به خره ته هم ښکر ور بښلي وای ،
په درنښت
غورځنګ ghorzang
05.01.2009
[color=red:941f11c6f1][size=24:941f11c6f1]سلامونه زړو ګناهګارانو![/size:941f11c6f1][/color:941f11c6f1]
دا ډېر وخت نادرکه يئ، څنګه چل دى، سم شوي يئ که ساړه شوي؟
هوتکه ياره! ستا په شمول د ټولو زړو يارانو نه دې بيخي د خرو ښکرونه جوړ شوي، هډو پته مو نه لګيږي.
ظالمانو! هغه د شېرزاد او فرښته ګلې خوږې خوږې خبرې مې ياديږي. دا چېرته ورک دي. خداى دې وکړي چې زما دا چلېنج ټول راپيدا کړي.
او ريښتيا هغه ځان چې به يې در پورې مښلو ، څه نومېده؟ ډيوه وه که پلته ؟ هغه خو هم بيخي نا درکه ده.
او هغه انګار يار دې هم لکه چې نور ايرې شوى؟ څه تپ مپ خو ترې نه راخيژي، ظالم باندې اولاده پوښتنه يې وکه. په ............کې يو څو پوکيه ورکه، ګوندې بېرته راتازه شي.
که ريښتيا پوکيو ته خو ته هم اړتيا لرې، چې تا ته به يې څوک درکړي؟ نه پوهېږم چې دا دنده چا ته ور وسپارو؟
ځه مړه دا کس خو ته وټاکه، لږ نقل به ځه درکړم: کس بايد داسې يو څوک وي چې خوله يې غټه او اوږده وي چې په څو پوکيو ډېر کار وکړي. نور نو کار ستا دى زه درنه لاړم ياره، د خداى په امان.
M Tahir
21.02.2009
د پردېسۍ د هجرې د ساړۀ مجلس يارانو!
سلامونه او نېکې هيلې
د اسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال پۀ کوم کلي يو کوچي پر يوه ښځه روږدی وو څۀ موده وروسته خلک پرې شکمن سوي وو او طالبانو ته يي پۀ لاس ورکړی وو، کله چې له کوچي څخه د طالبانود جنايي پېښو دپلټنې هيات څۀ داسې پوښتنې کولې چې څرنګه او له کومې لارې يي له دې ښځې سره اړيکې درلودلې؟ ايا يوازې دی او که د ځينو نورو ځوانانو هيلې هم له دې ځايه خړوبېدلې؟ او داسې نورې پۀ لسهاوو پوښتنې چې دجرم د اثبات او دپېښې دپلټنې پۀ موخه يي کولې.............. وايي د کوچي پلار چې دې پېښې ډېر ځورولی وو او پۀ عام محضر کې يي د خپل زوی اعترافات نه شوای اورېدلای، د طالب خبرې يي غوڅې کړې او ويي ويل چې:
[color=blue:1894debcad]وېغام ملاساب خو غوولې يي وليکه ياتي څه کوې سي نوره پسې غييييييييييييې [/color:1894debcad]
پۀ مينه ستاسو طائر
watanmal
23.11.2009
د مجلس يارانو ډير وخت وشو پته مو نه لګيږى ، اوړى تير شو راځۍ چى حجره جوړه كړو د بوخارۍ او اور شنو چايو او شوروا بندوبست يى وكړو چى د ژمى په يخنۍ كى ګرم بحثونه پكى وكړو،[color=white:313c863773] داسى ښكارى چى ځوانان د هوتك لالا واده ته تللى دى ،[/color:313c863773]او كه هوتك بابا د غورځنګ په خبره عمل كړى ، د حجرى په اړه يوه ټوكه را ياده شوه چى وايى له يو كلى وال څخه پوښتنه وشوه چى هلكه دا حجره د چا ده ، هغه ورته وويل چى خولاچى زه ئى غرباوم ، هلكه ټيكله پكى څوك وركوى ، څه خبر يوووووووووووووووووو
زمونږ د حجرى هم همدا حال دى له دى هم بدتر دى نه يى څوك غربوى او نه ټيكله پكى شته بلكى په توشكو او بالختونو يى ګردونه پراته دى او د حجرى خاوند:
[color=darkblue:313c863773]يار مى كوچى ؤ كوچ يې وكړ
زه يې خالى دربار ته تل سلام كومه[/color:313c863773]
نور مو خوښه
په مينه
وطنمل
رښتینی
23.11.2009
هۍ هی وطنمل صاب !
په دی حجره کی یو وخت هوتک او صمیم کټوازی داسی
غوبل جوړ کړی و چی خلک به له خندا ورته مړه شول یعنی
ډیر به یی وخندل که نه خلک له زړا نه مری نو له خندابه ولی مری !
خو اوس دادواړه زلمیان دا ډیره موده نادرکه دی دکټوازی له حاله خو
په کال کی یوځل خبر شم کومه اختر ومبارکی را لیږی او دا بل زوی مړۍ
یی مکی بیخی ترۍ تم دی هوتک ښیم !
دی بلا وهلی په ډالرو بیخی مین و او دده له کږه بخته دالر هم په لاس نه ورتلل
کومه یهودی نجلۍ یی ملګری کړی وه هغه به یی په دی حجره کی ډیره
یادوله ګومان کوم هغی مردارخوری زموږ ګران هوتک رانه نادرکه کړ
راځی موږ اوتاسو دا حجره سره توده کړو کیدی شی هغوی هم را ښکاره شی
watanmal
25.11.2009
حامد وروره په خير راغلى كور دى اباد چى حجرى ته دى سر راښكاره كړو ،
روره اختر رالنډ دى په سوداګانو بوخت يم ، اوږده ليكنه مى كړى وه نه پوهيږم
چى زما د تلوار د وجهى او كه كمپيوټر سرخوړلى باندى څه چل وشو وركه سوه
بيا به خبرى سره كووو د اختر مباركى درته په اډوانس كى وايم.
او هوتك كه د واده په غم ځان اړولى وى نو زمونږ غوندى سره او تندى به يى
نه لګيږى ښه ورته همدا ده چى د زړه بړاس ايستلو لپاره همدى حجرى ته رامخه
كړى او په راتګ سره به يى نور ياران هم راشى .
اختر مو مبارك شه
اختر مو مبارك شه
اختر مو مبارك شه
اختر مو مبارك شه
په مينه
وطنمل
M Tahir
21.12.2009
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ وبرکاتۀ!
ولا که رښتيا راباندې واياست دا ستا د پر دېسۍ د هجرې کړپېدلي بحثونه تر ټولو بحثونو غوره دي، ځکه چې هر بحث پۀ افراطي بڼه پر مخ وړل کېږي چې زما غوندې کسانو ته پۀ کې ځای نه پاته کېږي,
غواړم چې له تاسو سره ملګری شم او پۀ اونۍ لږه تر لږه سر را ښکاره کړم.
وايي حجيان حج ته روان وو، يو چرسي پۀ لار کې ناست وو او وپوښتل چې دا نن څرنګه خدای سره يو ځای کړي ياست چېرې روان ياست؟
هغوئ ورته وويل چې بيت الله شريفې او د رسول الله (ص )مبارکې روضې ته روان يو!
چرسي ورته وويل چې وه خدای مو کور ړنګ مه کړه، زموږ دلته له رسول پاکه پزه غوټه پرې کېږي، تاسې هورې پسې روان ياست!!!؟؟؟
پۀ مينه
ستاسو طائر
رښتینی
22.12.2009
محترم وطنمل او ښاغلی طایر صیب سلامونه می ومنﺉ !
طایر خانه هغه داندړو وروڼو غوندی وام زما دزړه خبره دی کړی ده
دانورو بحثونو ماته هم ولا که خوند راکوی او دا اوجره چی ګرمه او توده
ولرو زه وام دا به ښه وی
طایره چی دا نوم دی طاهر... کړو ښه به نه وی ؟؟
M Tahir
27.12.2009
محترم ورور حامد صاحب
اسلام عليکم
ياره طائر راباندې پۀ څو حوالو ډېر ګران دی خو تاسو چې شايد پۀ کوم نسبت خبره کوئ هغه تړاو ته پۀ يو جهان سپېڅلتيا قايل يم او دا دی اوس طاهر کېږم (دا هوتک يې بله مانا وانه خلي، ياني ګواکې چې غسل کوم) هلکه ټيک ټاک يم دا دی لمانځۀ ته روان يم !
پۀ مينه
ستاسو طاهر
watanmal
13.01.2010
طاهر جانه او حامد صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
طاهرجانه په خير راغلى هركله راشى ، له هوتك څخه بى فكره شه هغه
په ډالرو پسى ورك دى ګوندى د ډالور كومى بوجۍ ته لويدلى هغه پدى
ورانه ويجاړه حجره كى څه كوى او دا امكان دى هم ولرى چى واده يى كړى وى
او په حجرو كى له ناستى او ګپ شپ څخه منع كړى شوى وى. د پيسو د ګټلو
امر ورته شوى وى . خو ګرځو به پسى هسى نه چى بله كومه
حجره يى پيدا كړو او له دى حجرى پټ شوى ټول هلته راټول وى او مونږ پرى خبر
هم نه وو.
حامد صيب مونږ به هم د هغه شاعر په قول د صبر جرنيټر ولګو:
ستا د ديدن لوشيډنګ زيات شو
زه به د صبر جرنيټر ولګومه
وطنمل
و.افغان
16.01.2010
وطنمل صاحب :
سلامونه او نېکې هيلې.
زاړه ياران به راځي، مونږ به ورته حجره ګرمه ساتو ، ځکه چې يخني ده ، واورې وريږي
خو مونږ د ژمي په موسم کې درې موسمونه نور هم ګورو، يخ بکسه سټاټ ده lol:
په درنښت :
پښتون یار
15.02.2010
د مينې ډک مې ومنی
ګرانو وړونو ستاسو د دوستانو حجره که داسې نو والله كه ئي شل كړی نه يم خبر چې يخ وهلي ياست كه نه بله خبره ده
دحجرې د بيرته ګرميدو په هيله
ستاسو وړوكي ورور فخرالدين (ثاقب)ا
hotak
27.09.2010
يارانو! وايي له کوچي نه چاوپوښتل چې ايمان ښه دی که اويا ميږي؟ هغه يوڅه فکر وکړاوځواب يې ورکړ چې ايمان خو ايمان دی خو دا اويا ميږي هم پچچچچچووووووو!
ستاسې حجره خو نو مه پوښتﺉ چې څومره به راته ګرانه وي،خوباور وکړﺉ چې دا ډالرکافران هم والله لکه هغه دکوچي اوياميږي داسي پچچچچوووووو!
بله داچې زه دا دومره موده والله که خاص په ډالروپسې هم ورک وم.بلکې هغه دکوچي په ډول سپېرې ګنډلی وم.هغه به تاسې اوريدلي وي کنه چې وايي دکوچي مور وفات شوي وه اوخلک فاتحې ته ور روان وو.له بده مرغه يې په همدغو ورځوکې يوه خورا فعاله اوچټکه خره هم مرداره شوي وه.خلک فاتحې ته ورغلي دي او کوچی داسې ګنډلی ناست دی چې خبر نه ورسره کيږي.هغه څوک چې فاتحې ته ورغلي دي،هغه ورته وايي چې فلانيه خير دی خوا مه بدوه.مرګ حق دی.زموږ هم دغه لاره ده.نن دی که سبا بس روان يو.صبر کوه.فکرډېر مه خرابوه.
کوچي ورغبرګه کړه چې آکا دمور څه اوڅه کړي والله که يې په کيسه کې يم.زه چې يم سپيرې(خرې) ګنډلی يم.
نويارانو! زه هم سپيرې ګنډلی وم.هغه دکوژدې او واده په کيسه خو مې نو تاسې خبروﺉ،چې ډيري انجوني مې راته مور اوخوندو کتلې وې.خوځينې به زما نه وې خوښي،ځينې به مې دمور نه وې خوښې او دځينو به بيازه نه وم خوښ.
لومړی خو مې مورته زه شهزاده بريښيدم.هرسهاربه يې راته سپيلني لوګی کول.خوچې کله له ۳۵کلنۍ ورواښتم.سرمې پک شو اوخيټه مې لکه دبلاربي راووتله.اودکوژدې له پاره چې به يې دانجلۍ کورته بوتلم او هغوي به مې ځوړنده شونډي اوپړسيدلې خيټه وليده نو له مخه به يې انکار وکړ.بيانو دې خبرو هم ګټه نه کوله چې شکر دی زوی مې په خارج کې دی.کورلري،موټرلري،دخدای راکړي هرڅه شته اوداسې نور.......
په پای کې داسې وشول چې يوداسې شی مې په برخه شوچې زما داناپه عمر ده.والله حيران يم چې څه وکړم.(شکر دی چې ټول افغان نه پيژني.ځکه داسې ډاډه لګيا يم)
مخسد داچې کوژده او واده مې وشول.
تېره مياشت له کاليفورنيانه مکسيکوته له تبليغيانو سره تللی وم.هلته مې خوب وليد چې دبحرڅپو يوه زړه لارۍ چې دنولسمي پيړۍ کومه نيټه ورباندي ليکلي وي،دباندي را ايستلي وي.دغه زړه لارۍ ماته په لاس راشي. زه يې سم له لاسه په انجن کې ګوتې وهل پيل کړم او له څه پلټنې وروسته دسپينو زرو يوصندوخ ترې راوباسم.
له ماسره په تبليغ کې يوپاکستانی عالم وو.هغه ته مې خوب ووايه.هغه هوښيار وو.راته ويل يې چې زه به کتاب وګورم ځواب به درکړم.
خيرله تبليغه راغلم.يوه ورځ يې راته ټليفون وکړ.سره له دې چې زما دکوروالاپه ناروغۍ خبر هم نه وو،خوبيايې هم رانه وپوښتل چې هغه ناروغان دي څنګه دي؟ ماورته وويل چې شکر دی اوس ښه دي.لور مې زوکړه. ده راته وخندل او راته ويې ويل چې دادی ستا دهغه خوب تعبير............
که دهوښيار زامن ياست پوه به شﺉ کنه نو خدای مو پوه کړه.
يانې له اسکريپ شوي لارﺉ نه دې دسپينو زرو صندوخ راوايست.