ادبي ټوکې ټکالې
hotak
29.08.2006
یارانو په تیره بیا صمیمه د زړه له کومي سلامونه اومينه مي ومنه.
زه راغلی یم له دې وروسته ګپ شپ ته تیاریم
کټوازی
03.09.2006
راته ګرانه نصير احمد جان هوتکه ، او نورو يارانو مينه والو ، لوستونکو او کتونکو !
پۀ لمنو لمنو سلامونه او نېکې هيلې مې و منئ !
دؤس به درواغ درته وايي له يوې خوا مې دومره سرونه خيشت کړي چې اوس مې يي سمبالولو ته واڼې وتې دي ، هغه زموږ د سېګانې د ډم راسوي دي چې پۀ يو وار به يي د ويالې پر غاړه لس پنځلس ورته کېنولي وو ، چا به سرونه خيشتول ، چابه تخرګونه ورته نيولي وو ، چابه پر حجامتونو او څټونو صابون موښول ، او ځينې به پۀ کې لا بل وړ مرده ګاوان هم وو چې داتر نامۀ د لاندې حجامت ته به يي هم ورته اړولي وو ، ډم خوارکی به پر څلورو ولاړ وو وار به يي ورته ختا وو چې اول څوک و کټېيم او چاته يي وروخرېيم ........؟؟
ولې چې مجبوره وو او پۀ کال کې به يي د کور پر سر يو د لاندي هډوکی او چارک وړۀ ورکول !
زۀ هم پۀ ورته سيچوېشن کې راګير يم ، دا خو يي څه کوې چې هغه د پېښوريانو خبره د پاسه ورباندې لا نور هم ډېر څۀ لاندې باندې شول !
او هغه د کليوالو خبره يايي که پټې تېرې [color=white:de8dbc2011]( بلاربې ) [/color:de8dbc2011] سئ، ښکاره به رالنګې سئ
عن لا پۀ کوچنيوالي کې چې له چاسره د Cyber پۀ زانګو کې ځنګېدلم او لا ځنګېږم ناڅاپه يي مراندې وشلېدې او پړمخ پر مځکه راولوېدم ..................... !
کيسه ډېره اوږده ده څۀ به مو سر پرې خوږوم ، پۀ لوی لاس يې دؤس کړم اوس نو پاته کېږم هم نه روان يم ، درک مې مالوم نه دی چې چېرته به ولاړسم خو عربو ته مې زړۀ کېږي که نور څۀ نه وو داد عربو شېخان هسې هم ټول پيسې _ دينار له ځانه پسې ورکوي ، هغه ورځ راته يو چا ( اوس مې پۀ ياد نه دی ) د کوم انګرېزي سايټ لينک راکړ چې يوازې پۀ کويت کې دا دله ګان_ ممېسيان دومره ډېر شوي چې شمېر يې ١٠٠٤ ته رسېږي او پۀ يو لاس غ ,,,,,,,,,,,, وووووووووووووو ښې نغدې له ځانه پسې ورکوي !
نور به نو پۀ سوکه سره ږغېږو ، دا پاس يو څو کرښې مې هم پۀ وچ زور تورې کړې پر خدای هر شی مې تر پام بدشول !!
پر الله پاچا دې سپارم
hotak
04.09.2006
هلکه صميمه بیاپخير!
هلکه خیرخو به وي کنه.لکه چي دډیرو سرونو دخیشیتیدو له امله دي اوس د ډوبۍ ټغاخیژي ځکه خو دي دوبۍ په خوله ورکړي. ترداسرونو خو چي دي غري خيشتې وای یوڅه ګټه خو به يي وه.
دپيښور په هزارخانۍ کي که دي لیدلي وي درحمان باباهدیره ده. دمړو نفوس به يی غالبادپيښور ترژوندو زیات دی. یوه ورځ درحمان بابازیارت ته روان وم چي پریوه قبرمي سترګي ومښتلې. شیبه ګړۍ ورته پښه نیولی شوم. یوه خورا پرديسي طالب ورباندي مسرۍ ليکلي وه:
زړه مي له تورو وینو ډک سو+++که مي نارې کړی ټول جهان به خبرکړمه
یوه بل زخمي طالب بیا ورته لیکلي وو: ملاګل دین هم ایضا کذلک
یاني دملاګل دين هم کټ مټ دغه حال دی.خوڅوک حال یایي څوک يی نه یایي!
اوس نو وروره والله زه هم داسي يم لکه تا.
دطالبانو پرمهال مي یوپه ملاکړوپ،تک زیړ مرض وهلی نیمی نیم کله طالب ولید. غوټه يی اخيستي وه اومخ په کلي روان وو. له ماسره په سراچه موټرکي پرڅنګ کیناست. ټوله لار يی دساه بندۍ له امله په سینه کي داسي حال وو لکه بیکاره ژرنده.ماچي دده حال ولید نومي هسي په غره کي دشناخت چينجی وخوځید.ځني ومي پوښتل چي ملاصیب څه کوې له خیره سره؟
ده راغبرګه کړه انډیواله په قرآن که مي یوکارسميږي. دمور یوزوی يم. ادې مي راته ويل ولاړ سه لدغو طالبانو سره که نورڅه نه وي موټرخوبه دي ښه زده شي. خواوس چي دلته راغلم نومي والله که یوکار سمیږي.
په ماهم هماغه ټوکه سويده والله که مي یوکار برابریږي. پیسې ګټم خو ډاډ نلرم. دژوندراتلونکي مي تته راته ښکاري. اوس خومي نوله خیره سره دسترګو شاوخوا ګونځي لويدلي.چي ږيره وخريم چنغړک مي لاندي راځوړند شي.لکه مراهق سپی داسي ښکارم. تراوسه خومي تمه وه چي ځه وخت شته والله به انجوني کورته منډه درپسې را واخلي.خواوس پوهیږم چي والله که مي غيي لاهم.....
والله که مي دسپوله نرخه بولي..... دعاراته کوۍ چي خدای مي دژوند دغه پړاو هم روښانه کړي....آمين..
خیریوسی
05.09.2006
محترم هوتک صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانه ورک ورک ئې چی راسی نو خاماخا یو منګۍ چپه کی
دا لنډۍ درواخله :
پاس پراسمان راشه رامداره
داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
پاس پراوږودې منګی مات شه
چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
دابله هم درواخله :
پۀ نيمه شپه سندره وايه
څوک چې پۀ زړۀ ويشتلی وي بېداربۀ شينه
مینه
کټوازی
11.09.2006
يارانو سلامونه !
پۀ تېره بيا هوتک جانه !
پر خدای رښتيا دې ويلي چې د ډېرو سرونو تر خيشتېدا خو د غرو خيشتېدا را ته ښه وه که نور څۀ نه وای مادي اړخ خو به مې لږ څۀ موړ وای ، او بيا هسې هم نن سبا کمرشلائزډ دور دی هر څۀ چلېږي خو بس چې کمرشل وي ، ګنئ دا زما تر کارو خو به پر خدای چې د غرې ورکېدا هم نه يي ښه ! :lol:
ا ود ا چې څوک نارې وهي څو ک يې نه !
ولا ما خو که تر دې دمه لا نارې وهلې وي که مې له ټول افغان څخه ور اخوا بل ځای زړۀ تش کړی وي ، دلته دومره موقع پۀ لاس راځي چې کم از کم يوه نيمه خبره له يارانو سره شريکه کړو ، ګنئ بل ځای مې و لا که سپوڼ هم کښلی وي !
او يه ! هوتک جانه !
دا خلکو خو راپسې د بېباکۍ نوم ولاړ کړ ، عن پرون يوۀ راته وويل چې دا پۀ هجره کې ولې دومره ډېره بېباکي کوې ؟
سره له دې چې دا زموږ بېباکي خوند هم ورکوي ياني زړۀ يي هم کېږي او ساړۀ هم ، او هغه د يوې کونډې واله پرې سوې چې شرمېدله به هم ډېره او سړېدله به هم نه !
يوه ورځ چا ورياده کړې وه ، نو کله چې يي کاروايي پيل کړې وه دې ورته ويلي وايي وۍۍۍۍۍۍ خدای خو مې دې پرده وکړي
سړي ورته ويلي وايي ;; غم يې مه کوه د پردې پۀ ځای کې مې درايښی دی !
بې ادبي او ګستاخي دې معاف وي ! پر خدای که يي له مستي ليکم !
له دې سره سره هغه د کوچي کيسه را پۀ ياد شوه !
هغه کيسه خو ډېره اوږده ده ، پۀ تېرو پا ڼو کې مې پۀ تفصيل سره يو ځای ليکلې دلته به يي شارټ کټ وليکم
يو کوچي پۀ کابل کې کوم ملا ته ورغلی وو چې ملا صاحب مړۍ مې تر مړۍ نه سره رسېږي !
ملا تر يوې اوږدې شيبې پورې تسپې اړولې راا ړولې ،او بيا ورته ويلي چې پر تا باندې چا کوډې کړې ، خو هغه څوک نه درښيم ځکه چې ماته اجازه نسته !
البته د دې لپاره چې کوډې ماتې کړم هغه کوډګر درښوولی شم چې کوډې کړي او له هغه سره به يوه معامله کوې !
نو يي پۀ ښار کې هغه سپبن ږيری سيکهه ورښوولی چې د دۀ بد اېسېد، چې دا کار ورسره وکړي تر څو د کوډو پۀ ماتولوکې ملا ته اساني وي !
کوچي سمدلاسه له ملا را ولاړ شوی او نېغ هغه سيکهه ته ورغلی ، خوارکی يې پۀ زور را نيولی ، سيکهه نارې کړي چې وه مسلمانه خدای دې ووهه سپين ږيری يم !
کوچي چې ګنډه يي پۀ لاس کې وه ، يايي :: ولا که دې له مستي غيييييييييييييم چې ځوان يې که سپين ږيری له نيستي دې غييييييييم مړۍ مې تر مړۍ نه رسېږي
بياهم بې ادبي معاف
تر بيا پورې ورور مو صميم
مازدیګر
17.09.2006
سلامونه
ډیر پخوا می یو متل اوریدلی وو وای چه
په لیونو دی حجره ړنګه شی
همداسی دی کنه :?:
هیله ده چه همد اسی وشی
دربار
19.09.2006
یاره ماذیګره :
بغیر د روژه ماتي مي بل وخت ولاکه درڅه ښه رځي
که مي لنډۍ درپسي شروع کړي وچ به دي .....................ترویاله پوري باسم
هلکه سم سم ښوره تا لکه چي د حلیمي په خیرن سټ غوړي نه دي کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که در خبر سو په یوه څپېړه به دي ګړنګ د هوتک لالا پر ښونډو پراته وي :P
ع کريم حليمي
19.09.2006
ياره درباره (کوهی قاف شاپېره )!
په تاسو هم د هغي نجلۍ کانه سوې
ملا ته ئې ويل چه ملا صاحب ! ته ولي دا قاف (ق) داسي کلک کلک وايي
نو ملا صاحب ورله ووېل چه قوسۍ دا ستا د دوو ګوتو قوس له پاره زه
دحرف قاف مخرج نسم خرابولی ، او خامخا ارومرو ئې مخرج ته رسوم
که تاته خوند درکوي که ئې نه درکوي !
او د غين او خا مخرج په حلق کښي دی خو لږ کښته
نو پام کوه شاپېره ! زما غين (غ)، حا اوخا کار مه لره
که در ولاړ سوم نوبه د مرغۍ کانه در وسي
ولې چه زيرک مرغه هم په دام کښي بنديږي او په پرېشاني کښي مناله سي
په احترام
د ملا تر شا مه تېرېږۍ
مازدیګر
19.09.2006
سلام
درباره ددربار مازدیګر خو رښتیا پیکه وی
او بیا په کوه قاف کی ګودرونه چرته یی او مازدیګری چرته
زموږ یو هم صنفی هلک به تل دخپل ماماد......صفت کاوه یوه
ورځ چا ورته ویل ورک شی خپله هم څه لری که دماما په.....توری وهی.
پټه څېره
25.02.2007
ټول ستړی مه شئ
ههوو وه هوتک ماغوده دغه څه غره راکوې
که چکۍ نه در پیدا کیږی ؟
نو ته خو ېې دی کوفارو په وطن کی لاس ور واچوه دا ماغود رانیسه څه نا څه د کندهار په لوټه خو به دی سسسسسسسسومبببببببببببببئ پاکه کړې وي
هسی ګوزاره کوه کنې نو دی صمیم اٌوپشن هم بد نه ده
خدای دې در نیک مرغ کی
ستاسو د ګډ ژوند په هیله
pattang
17.03.2007
انډيواله داپاڼه خو ښڅې هم ګورې ، پښتني کلتور لوڅې څېرې لري او داسې
الفاظ له پښتني چوکاټه وتلي دي ٠
که خپلې خبرې دې اصلاح کړې ښه به وي .
[quote:a405e67e7e]
ټول ستړی مه شئ
ههوو وه هوتک ..................
که چکۍ نه در پیدا کیږی ؟
نو ته خو ېې دی کوفارو په وطن کی لاس ور واچوه .....څه نا څه د کندهار په لوټه
....................خو به دی .............. کړې وي
..........................................................
خدای دې در نیک مرغ کی
ستاسو د ګډ ژوند په هیله
_________________
جانان مي دنگ دى زه لنډۍ يم.....دديدن ځاي ته كڼاوې په څنگ كي وړمه[/quote:a405e67e7e]
مننه
عبيدالله تسل
21.03.2007
سلامونه ګران ورور هادي در څخه ډېره مننه کوم چي دنازولو ماشومانو دپاره دي دا ښايسته پاڼه پرانيستې ده تا ته همېشه د اوووووووږد عمر او ښه صحت دعا کوم نه يوازي زه ټوله ماشومان در ته دعاوي کوو څنګه ګلاليو ماشومانو تاسي هم ور ته دعاوي کوي هو خامخا به يې ور ته کوي
ژوندی اوسې :oops:
سلامونه
Abid
20.09.2007
زه هم په خپل وار سره د خالدجان څخه مننه کوم چې د دا بنډارځای يې بيا د يارانو پر مخ پرانيست، زه ډېره موده پس دې هوجرې ته سر در ښکاره کوم، او په دې تمه چې ياران به مې د تير په څير ونه رټي.
ستاسې د ټولو يارانو د ښه ژوند په هيله ستاسې کشر ورور عابد
خیریوسی
13.10.2007
محترم ورور انځورګر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
وروره اول وتاسو او محترمو لوستنکو ته دکوچنی اختر مبارکی وایم
ستاسوپه حجره کی ددوړو دلاسه هغه بوریا هم نه معلومیږی ډیر وخت کیږی چی یاران یو نه معلومیږی
مینه اومننه
دګړنګن لپاره
لړمون خوړينی
15.10.2007
سلامونه ورونو!
يو وخت زه هم ددې خونې ملګری وم،ښه بنډار به مو جوړ و،غورې دربې به موکولې ... حجره ډېره ښايسته وه؛خو که رښتيا راباندې وايې کله چې دغه ګړنګن غوندې نومونو باندې خلک راغلل نوره مې کډه بار کړه...
وروره ! هيله درنه کوم چې دا نوم دې بدل کړه،دا خو والله که دسړيتوب نوم وي
مازدیګر
15.11.2007
مرزا قلمکار خوش نویس ددی حجری لپاره یوه لوحه لیکلی چی موږ ېې
دچارواکو له اجازی پرته دلته ځوړندول غواړو او که د چا خوښه نه وه نو
هر خاص او عام ته ېې د ړنګولو اختیار ده.
خبرتیا
ټولو هغو درنو او سپکو ښاغلیو ته چه دنن په ماشینی زمان کی هم په ټوکو ټکالو
او بانډارونو پسی ګرزی خبرداری ورکول کیږی چه د ا حجره چه یو وخت پکی
ښه په درز غیبت غوری دربی چیلمان سندری او داسی نور کیدل د سیاسی
اړۍ ګړۍ له امله له پامه غورزیدلې ده او له بده مرغه د جهانی اقتصادی
کساد بازاری له امله نه یو توانیدلې چه دا تاریخې حجره ترمیم کړو نو تاسی
ښاغلی چه اکٍثره په تلو تلو کی دلته سرونه راښکاره کوی یا یوه نیمه ناپړیته
لیکی باید خبر اوسې چه قوی امکان شته چه د دروازی له خلاصولو سره سم
ټوله کوټه ستاسی په څټ یا خدای مکړه سر راپریوزې
چون موږ دلته فقط یو ډاکتر لرو هغه خوارکې هلته په هغه نورو کوټو کی له(توباش توباش)
نه دسر ګریداته نه خلاصیږې نو د کومې امکانی حادثی په صورت کی له
هغه نه دعلاج طمع هم مه لرې او هسی هم ېوه پښتو ټپه داسی ده واېی
(اوړی دی پاس کابل کی تیر کړو ............په ژمی راغلی سلامت غواړی ګلونه
نو چه کله دلته ځوانان وو بانډارونه وو نو تاسی نه وی او اوس چه عمر تیر شو
هغه بانډاریان خواران هم کړپ کړوپ بوډاګان شول نو که اوس تری د اندړو
اتڼ غواړې دا خو به نو ظلم وی ...............
په درناوی .....................................................به قلم خود مرزا قلمکار خوش نویس
M Tahir
16.12.2007
ښاغلي مازديګر او نورو ته سلامونه!
دانځورګرصيب د هجرې تاودۀ مجلسونه پر يو څو لېونيو تاودۀ وو او چې هغوئ ولاړل نو ددې لنډۍ په مصداق:
څنګه کراکري سوه
چې لېونی جانان مې ورک له ملکه سونه
دهجرې تودو مجلسونو هم طلسماتي چوپتيا ته ځای ورپرېښود!
خو برسيره پردې که لږ هم د انساني ظرافت رعايت وشي او د ښاغلي عابد صيب پۀ څېر پرملګرو وارله مخه د دې لنډۍ صدق و نه شي چې :
رنګ دې په تشه ګله ژېړشو
هلته به څه کړې چې شرنګی د تورو وينه!
نو که خدای کول يو وارې به بيا د خالد بابا هجره دخاموښۍ له اوږدې شپې وروسته د ګويايۍ سهارته ورسېږي
خو پردې شرط چې ملګري [color=white:278e19180b]لږ[/color:278e19180b] ګنجايش ولري ياهم پيداکړي
پۀ مينه ستاسو طائر
مجاهدكتوازي
06.01.2008
نوم يي ادبي ټوكي پي يښي خو په ده تاوده مجلس كي داسي چټيا ت ويل سوي چي چټيا تو يي دا سي تود كړي لكه دي موږ په كټواز كي دي توخا ني تنو ر
وميد ده سي ليږ خوله په غاښ ووږي
M Tahir
20.01.2008
مجاهد جانه!
ستړی مه شې
ستاسو له خبرې سره دوديز توافق کېدای شي! خوتردقيقي کتنې وروسته بيااړيوچې ووايو:
دادبي ټوکوټکالودبرخې ټول توکي زموږ له ټولنې څخه راکاپي کېږي ياهم منعکس کېږي او پۀ يو فرد پورې تړاو نه لري ا ودافغاني ټولنې دذوقي مسايلوکيفيت اوکچه نندارې ته وړاندې کوي چې پۀ دې توګه دفورم عنوان او منځپانګه ترژورې کتنې وروسته يوله بل سره پۀ ټکرکې واقع نه دي اوهغه څۀ وړاندې کېږي چې موږيې پۀ خپل فردي او ټولنيز ژوندانه کې شاهدان يو!
پۀ مينه ستاسوطائر
hotak
29.01.2008
يارانو سلام!
هغه بزرګان چي دتبليغ ځای يی تخنيږي له هغو هيله کيږي چي بستره ترشا غوټه کړي (سره لدې چي یوه بستره يی هسي هم په Built in ډول ترشاتړلي ده) اوله تبليغيانو سره ووزي.
وروڼو اسلام دومره جامد اومتحجر دين هم ندی چي ټوکه ټکاله ګنجايش نه پکې لري. دحضرت فخرالرسل صلی الله عليه وسلم ژوندته لږځيرشۍ، سراسرمينه،رحمت،اُلفت اومودت وو.دهغه مبارک(صلی الله عليه وسلم) په مبارکه څیره کي به یوځانګړی ډول سرور،سکينه اوکيف له ورايه ښکارېده. تل به يې خوله له موسکا ډکه وه.له سلامه وروسته هره خبره يی خوښۍ،خوښۍ اوسرور سرور وه. یوه ورځ ورته یوه بوډۍ راغله ورته ويل يی دالله رسوله دعاراته وکړه چي خدای جنت راکړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته جنت ته نشې تلای! بوډۍ په ژړاشوه. دالله رسول ورته موسکی شو او ورته ويی فرمايل: په جنت کي هره میرمنه ځوانه شي ( خدای دي وکړي چي په روايت کي مي ډېرتحريف نه وي کړی)
یوبل صحابي ورته راغی اوښ يی ترې وغوښت. مبارک صلی الله عليه وسلم ورته وويل : داوښي زوی به درکړم. صحابي ورته عرض وکړ: یارسول الله داوښي زوی به مي دکوم درد دوا شي؟ مبارک صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ولي اوښ داوښي زوی نه وي؟
مبارک صلی الله عليه وسلم له علي رضی الله عنه سره خورماوي خوړلې. مبارک صلی الله عليه وسلم چي به خورما وخوړه نو زړی به يی په پټه دحضرت علي رضی الله عنه مخي ته کیښود. شېبه وروسته مبارک صلی الله عليه وسلم دعلي مخي ته پرتو زړو ته اشاره وکړه او ويی فرمايل: علي څومره خورماوي دي وخوړې چي دومره زړي دي ترې وايستل؟
علي رضی الله عنه ځواب ورکړ: يارسول الله! تاسي خو لکه چي له زړو سره وخوړې..... سبحان الله الله الله
داسي ښکلی رسول چي هره ادا يی سرور او ذوق وو.
ياران دي ټوکي سره کوي خویوڅه دي داپام کوي چي هسي نه لکه کوشان ديني آرونه اوپښتني دروندوالی ترپښو نکړي.
اودازه چي بياکله له چوکاټه وتلي خبري وکړم نوپدې خوتاسي هم پوهېږۍ چي یو یو مينده خوپه هرچاکي وي کنه!!! مينه مننه
ع کريم حليمي
31.01.2008
هوتکه ځوانه وعليکم دي سلام و رحمه الله
ياره بلايي بلا !
ګوره ! ورور دي جارسم ، ستايو وخت د لاندي کټوي ته هوا کېدله
يوه ښايسته ځوان پرون د لاندي کټوو راته راوړه ، نو ستا دا مبارک نوم
مي په کله کښي راوګرځېدی ، چه آه آه ها هوتک ويل چه د لاندي کټوي ته
ئې هوا کيږي ، نو وروره ! که دا رشتيا وي
[quote:1ea5c10bdc]چي یو یو مينده خوپه هرچاکي وي [/quote:1ea5c10bdc]
نو راسه نيويارک ته چه د دې ځوان د لاندي پر کټوو دي مېلمه کم
دده په قول چه د شيرخسي پوسه کترې دي او د کټواز څه ئې ورته را استولي او زما بيا پر تاسو پېرزو دي
وروره ! چه خبري مي کږې نه کې کش ، مېلمه کوم دي بله قصه ميصه په
راګډه نکړې ، ته خو بلا کوې بلا ، چه داسي فلسفې راته ونه ليکې چه :
اتنخبقخ استلبسته مسلانمځبه ؤتنخږوناه تالبيسشزږړودن
په مينه او درنښت
hotak
03.02.2008
مشره سلامونه مي ومنه!
له بده مرغه چي تاميلمستياوکړه اوزه په آسپانياکي يم. دلته هواخوندوره توده ده. تېره اونۍ له بده مرغه ناروې ته ولاړم.هلته مي یوکمونسټ خپلوان وو.له قلاته ورته چا داوزو قورت راوړي وو.دومره يی راباندي وخوړل چي په خدای تراوسه مې خوندپه خوله کي دی.
دوه مياشتي لاپه آسپانياکي يم.له هغه وروسته به خبري په کوو که خدای کول.
لاندي خو نو دقلات وو.آخ واخ کوشان زمازوي یی په خوند څه خبردی.هغه نه دي دي اوريدلي وايي خرپه خاګينه څه پوهیږي؟
مازدیګر
08.02.2008
سلام علیکم
دادهوتک لالا غږ خو داسی ولګیده لکه (په وران کلی کی باغ دګلو وینه)
خو ټوپک په لاس خدای خبر بیا لا څنګه تبلیغ کیږی
او هم میندوی او هم .................
مم یعنی دچا خبره (خان یه بهی کرتا هی اور وه بهی)
په مینه او احترام
عبدالله عبد
02.03.2008
سلامونه ګرانو وروڼو.
ګرانه هوتکه هر کله راشی او ستا راتګ دلته داسی دی لکه په کنډواله کی ګل ګلاب او زه به هم یو ټوکه درته ووایم.
زمونږ په کلی کی یو ماشوم وه او هغه ۷کلنی ته رسیدلی وه او د مخی داړه یی خوزیده او مور یی د هغه داړه راویستله او په یو ټوکر کی یی وتړله او دباندی یی واچوله .د څو ورځو نه ورسته ماشوم د خپلی مور نه وغوښتل چی هغه ایستلی داړه یی بیرته ورکړی او مور یی ورته وویل چی بچیه داړه ما د باندی واچوله اوس راته معلومه نده چی چیری ده .ماشوم یو وار په ژړا شو او مور ته یی وویل چی ته اوس غواړی زما داړه خپل ځان ته وساتی هله زر کوه ماته می داړه راکړه.ځکه چی د مور یی هم د مخه داړه نه وه .او نوی داړه یی ایښی وه.
مننه
خیریوسی
24.04.2008
هوتک لالا السلام علیکم ورحمة الله
وروره کله چې ستا مینوال زیات شول نو تا توپک پر راواخستی ( ټوکه )
وروره داسی مه کوه یوڅه لیکه دا اهل دنیا ولاکه خوشحاله سی چې شپه اوورځ کار وروته وکړی هیڅ زړه سوی نه لری
په درناوی