د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې


مجيب انګار
11.07.2006

يارانو سلامونه!
هوتک خانه دا نوی يار دې ګوره چې درباندې برګ شوی،والله ډېر يې ګواښلی يې.
ياره انځورګر ته مې ډېروويل چې دا دناځوانو چمونه مه کوه راځه بېرته فورم ته راشه سم سړی شه.... ګورو که بېرته راشي او زړه يارانه توده کړي.
ياره ماخو مخکې هم درته ويلي چې داسې تعويذونه به درته وکړم چې دجينۍ پلار به خپله لور کورته درته راوړي.


کټوازی
13.07.2006

يارانو پۀ لمنو ، لمنو سلامونه
پۀ تېره بيا هوتک جانه له خاورې انګار سره خاورې مه سې ........... !
ياره هغه د ملانصيرالدين پۀ پاڼه کې دې غږ راباندې کړی چې خانداني ملا يې هسې دې د ماغودۍ صدرۍ بزه کړې ............
پر خدای چې ډېر دې وخندولم ، غوښتل مې چې هورې يي درته وليکم ، خو هغه غروال صيب دې خدای تل زموږ او د خپلې کورنۍ د غړيو پۀ منځ کې لري ، طبيعت يې ناساز وو ځکه مې دې خوا ته پونده پرې ورکړه !
ياره باور دې وسه که به مې پۀ ټول خاندان کې ملا يي !
خو دا ستا تر خبرې پورې يوه راپۀ زړۀ سه ،
د نورمحمد تره کي پۀ وخت کې چې دولت د عمومي پاڅون سره مخ کېدونکی وو ، نو ملايان يې نيول ځکه چې د ولسي قيام تر شا د ملايانو لاس وو ، نو زموږ پۀ سېګانه کې يي هم څو ملايان نيولي وو ، بله ورځ يو ملا چېرې روان وو چا پسې ږغ کړي وو چې ( وه ملا صيب يو تاويز خو را وکاږه ......... !
ملا پۀ قهرپۀ شا مخ ورته را ړولی وو يايي[color=cyan:df0b8e6cb2] داد دې ماغود پۀ نامۀ مې مه بوله [/color:df0b8e6cb2] :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:

او ياره د خوند خبره دې کړې ، چې زما غوندې تۀ هم د هغې مرده ګاوې فلسفې پر پېچومو خېژې ، خو پر خدای باور وکه لا به ناولي تر دنيا تېر سو .

خو پۀ هر حال د غروال صيب او نورو يارانو پۀ باب به لږ څۀ نور هم وليکم چې ياران او پۀ تېر ه بيا غروال صيب له موږ ولې مرور سو ،
که مو فکر وي هسې هم غروال صيب له موږ څخه له ډېر پخوا راهيسې مرور غوندې دی او نن يې خپله مرورتيا پر ډاګه کړه، نور کله به يي له موږ سره د هجرې پۀ بنډارونو کې هم ګډون کاوۀ ، خو له کله راهيسې چې هغه د هادي حيران پۀ دود زموږ مجلس د نامۀ او زګانۀ تر منځ [color=blue:df0b8e6cb2]( چې زۀ ورته Personal Area وايم ) [/color:df0b8e6cb2]را ايسار شوی ، نو غروال صيب بېخي دې خواته نه دی راغلی ، خدای دې وکړي چې رښتيا هم مرور نۀ وي ، او يو وارې بيا له زړو يارانو سره د هجرې پر درشل خپل درانۀ او پښتانۀ قدمونه کېږدي .
رښتيا هم زاړۀ ياران مو بېخي له ياده ايستلي ، څاروان لالا ، هيواد شېرزاد چې له ما نه مرور هم دی ځکه چې د هيلې مجلې لپاره يي يو څۀ راڅخه غوښتي وو ، ما خو وولېږل خو هغوئ ته پۀ انټرنېټ کې د کومې ستونزې له کبله ښايي نۀ وي ورسېدلي ،
همدا رنګه هغه زما کليوال دوست محمد جان مې پر خدای باور وکړئ چې ډېر مې يادېږي ، خدای دې يي پۀ روغ ساعت له ټولو يارانو سره راولي ،

پاته شو انځورګر .......... و لا له کندهاريزم يې ارتداد کړی چې پۀ نه خبره يي ميدان پرېښوو ، نور به څۀ نه ورته وايم نن سبا هسې هم پر اېم اېس اېن نه ان لاي کېږي خدای خبر چې ډيليټ کړی يې نه يم ، او دا هادي حيران که يي تاسې منئ او که يه ! خو ماته مالوم دی چې پر مستعار نامۀ پۀ ټول افغان کې ليکنې کوي ، له ځانه دې سړی جوړ کړي او پر خپل نامۀ دې هجرې ته راځي ، ګنئ بيا به يي ګيله له ځانه وي چې ټولو ته يي وروښيم
او انګار کاکا خو کله ، کله چې موږ يوې بلې خواته ولاړ سو نو پر موږ د ملامتيا د راچولو لپاره هجرې ته سر را ايسته کړي چې ګواکې زۀ خو هر وخت دلې يم دا تاسې چېرې ياست ؟
نورې به نو که خدای کول بيا سره کوو ........... تر بيا پورې مو پر الله پاچا سپارم


م ن غروال
13.07.2006

ډير زړه راته نږدي خوږو دوستانو او يارانو تاوده سلامونه مې ومنئ!
خوشحاله يم او وياړم چې د تاسو نېکو دوستانو په قلمو دروند ياديږم له تاسو يوه نړۍ مننه کوم٠
کټوازی ورور ستاسو خبرې خورا خوږې او دوستانه دي مونږ هم د سر په سترګو منلې دي او خداي ج دې هم نکړې چې مونږه به خوابدې ؤ٠
کله نا کله شته داسي شيان چې واقعاً غواړم مداخله وکړم هغه ځکه چې په هر چا ټوکې کول سم کار ندي٠ افغانتوب او زمونږه کلتور د انسانيت له مخې الحمدالله ډير شتمن او غني دي چې مونږه ډير لوي او غټ غټ ادب او نزاکتونه دي چې بايد رعايت يې کړو او نشو کولاي لکه کوشان چې د لوېديځې نړۍ په هغه بازار کي يې خرڅلاؤ کړو کوم چې قاموس کي يې د ناموس لغت له سره شته نه٠
په تېره بيا خو ستاسو لپاره چې ټوکې وليکئ او هغه هم بيا په ملا پسې، نو که د هېواد دستونزو او کمښتونو او او د پښتنو په سيمو کي د تاؤ تريخوالو په هکله يوه د خير جمله وليکله فکر کوم چې د سلو فکاهياتو او ټوکو به غوره وي٠
خير ددې لپاره چې زړه کي مو څه ونه ګرځي يوه ټوکه يا د سترګو ليدلی حال به تاسو مونږه هم وړاندې ځکه کړو چې کوشان صاحب خو تاسو به خبر واست چې مفتي دي ( البته په اسلام پورې کنايې ويلو کي) نو حکم يې صادر کړی دي چې خندا به نه کوئ ځکه چې روژه ماتيږي اوداسي نورې بابو لالې يې شته چې چمن کي يې په فضل د خداي پرته له دوړو او له اغزو نور هيڅ هم نه ښکاري خير دا هم يو طبعيت او استعداد دي له ده به څه سر شکومه خير رابه شو دغه ټوکې ته چې غواړم درته يې ډالی کړم:
يو وردګ او کندهاری خورا زيات سره آشنايان ؤ او تل به يې يو له بل سره ټوکې کولې يوه ورځ کندهاري ته څه ورپېښه وه نو وردګې نصيحت ورته وکړ او کندهاری خوښ شو او څو څو ځلې ترې مننه وکړه او په آخر کي څه داسي نا سمه غوندې کلمه د خولې نه ووته، هغه نو وردګي دستي غږ پرې وکړ:
اي زما بې عقله کُنداريه وروه؛ کندهاري ورور سمدلاسه په قهرجنه لهجه ورته وويل :
چپ! خداي دې خوارکه، وردګ ته يې او بې عقله ماته وايې؟ ٠
د زياتې بخښنې په غوښتو هيلمن يم چې څوک خوابدې نشي٠
خير بيا به ګورو که خير وي
په درناوې


کټوازی
14.07.2006

ګران او محترم ، ورور ښاغلی غروال صاحب ،
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايو او پۀ څنګ کې يي زموږ سلامونه او نېکې هيلې هم و منئ !
رښتيا هم چې د هيواد او پۀ تېره بيا د پښتني ولاياتو بده ورځ دا نه ايجابوي چې پر څۀ پوه کسان دې ( د قلم خاوندان ) د ليلا پۀ زلفو کې و اوسي او يا دې هم د ټوکو ټکالو او فکاهياتو پۀ څپو کې ډوب وي ،!
اما ډېر مصلحتونه شته چې سړی اړباسي د خواصو شونډې پرې وګنډي !
خو پۀ هر صورت ، داچې يو وارې بيا هجرې ته راغلاست ، پر راتګ مو د زړۀ له تله خوشحاله يو !
نور نو راځئ چې هوتک ته انتظار وباسو ، چې څۀ سوما ګلان راوړي ..... !! ؟؟


مازدیګر
05.08.2006

السلام علیکم

هیله من یم ټول به روغ جوړ یاست صمیم ورور زه خبر نه وم چه حجره به
هغه دچا خبره داسی یخه پخه وی کنه نو یو څادر ګې خو لرم 
خدایزده ښیرا دی کړی وه که دوعا چه (اوس دی خدای مه وروله)
خو زه خدای وروستلم .......سيګانې ته ښه نزدی 
له ځان سره می تبه سردرد زکام او د سفر دوړی وروړی خو دوی بیرته 
په بدل کی عزتونه میلمستاوی او احسانونه راکړل 
نیم می ولید نیم می پریښود ځکه چی چرته به می سترګو ته تروی اوبه
راوختی نو پټی به می کړی او چرته چی به زما خوله چینګه شوه
هغه ته هم واوره
په يوه دکان لېکلې لوحه داسی لوستلای شوه
(دلته ډالر کلداری رختونه او ددیګ مساله تر لاسه کولای شی)
هوتک ورور خدای دی وبخښه نو .....
که دورور خبره منی خو تر دی شوق تیر شه 
ډېرې به بیا سره کوو داوس لپاره په لوی الله سپا رلی٠


Anonymous
06.08.2006

ووووښښښښښښښښ ستړي ستومانه رالمه وي وي اندړ يم تسليم يم
اول سلاميدي هوتک اسې ته بل په دا نورو ګردووووووو
هوتکه کئېېېېې که لنګتیییییی وهېېېېېې
وس سی هر څۀ راته يايي لاس دی ازاد ولي چې د شپانه مړي می وخوړله
بشنه  غ ي م پښتو سمه نه راځېېېېې
[b:ae959d71f2]ستاسو ګردو ګران ګړنګن[/b:ae959d71f2]


خوشحال
06.08.2006

ګرانوخویندووروڼو!
سلامونه
زه دتاسونوې ملګرې قبلوی مې او که نه هسی هم زه په همدی صفحه کې واردواره دګړنګن سره مخامخ شوم هیله ده یاخوځواب اویامې همدلته قبوله کړۍځواب خوپه دی مه راکوی ځکه چې ستاسودټولو لیکنوپه خدای چې ډیرخوندراکړی
ستاسونوې ملګرې ګل مکۍ


Anonymous
07.08.2006

[quote:22cc7cccdc]هسی هم زه په همدی صفحه کې واردواره دګړنګن سره مخامخ شوم هیله ده یاخوځواب اویامې [color=red:22cc7cccdc]همدلته قبوله کړۍ[/color:22cc7cccdc][/quote:22cc7cccdc]
سلامونه او نیک پېغامونه
راځه د قندهاریانو په چم خدای دی شاد او شادي راوله
او ګړنګن دومره بدنېتئ نه ده چي ستاسو په لاره کی په ګړنګ شيندي
او پاته شوه خبره د قبلېدا ټول افغان په بد کئي چي تاسو به نه قبلوي
هسي ټوکي دي چي خپګان ونه کي
ستاسو ګړنګن نن ېې بیا غوزن


بصير افغان
08.08.2006

کنګړن صاحب دا انځور دي ولې لري کړی؟


Anonymous
08.08.2006

[quote:93d1616c96]کنګړن صاحب دا انځور دي ولې لري کړی؟[/quote:93d1616c96]
یاره بصیر جانه په دې نه پوهېږم چی دې مصول :twisted: څه ووايم
بې سواله بې جوابه د کرزي توره يه وکړه او زما عکس ېې لري کړو
چی مېکونېم غول مکونېم دې فورم ته راتلل مېکونېم وس به بېرته لکه دله تلل
مېکونېم ااااااررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررررر


Anonymous
12.08.2006

خلک خفه کېږي نه غواړم چې رانه خفه شي
ستاسو لپاره می عکس ......... ته ونیول


خوشحال
12.08.2006

ګړنګنه سلامونه مې درواخله ځکه چې بې سلامه پرته خوډیربدکارده کنه زړه خومې نده سلامه درولیږم
ګړنګنه ته لکه چې موږپه دی انځورونوباندی ددې فورم نه منع کوی
زموږدی د مخکې عکس نه لکه له ...................کرکه کیدله اوس خودی بس نورڅه نه لیکم خدای .................. :evil: غم مکوه همدغسی انځورګربه درباندی واوړی چې خپله به پښیمانه شی ماسمه ولې خودګړنګنوسره خپل قیمتې وخت نه ضایع کوم
ستاسوخورګل مکۍ
واي ته بیا په دومره وړه خبره خفه شوی زه درنه لاړم


Anonymous
12.08.2006

هاهاهاها ګل مکۍ انا
دا خو انځورګر ته سر ورخلاصوم
کېدای شی انځورګر په دا عکس باندی خپله خودکشه حمله وکي
ورته په مورچه کې یم


Anonymous
12.08.2006

یاره انځورګره تاسو هم لکه کرزئی څه کوی نه هسي می ځائی نیولي ده يو وار خو سر راښکاره که
ستا د لیدو په تمه ستا ګړنګن


رښتینی
12.08.2006

محترم او دروند وروګړنګن صيب سلام او نيكى هيلى مى ومنه

محترمه ستا په نامه كى خو دا حكمت نغښتى دى چى څوك يي ووينى
نو ګومان كوم ليكنه به دى بى لوستلو نه پريږدى ځكه نوم دى جالب دى
چى په هر ډول وى خو محترمه ليكنى دى يو څه نورى هم ښكلى كړه او
هڅه وكړه څو ګټورى ليكنى وكړى

او بل محترمه موږ ټول نارى وهو چى پښتو ډيره خوږه ژبه ده دا خبره بيځايه نه ده
ځكه ته دا ستا دنوم اهنګ ته ځير شه څومره زړه راښكونكى تورى دى ؟؟؟؟؟؟؟؟
موخه مى داده چى همدا نوم دى كافى شافى دى د انځورونو را وړلو ته اړتيا نه
ليدل كيږى
په مينه او درنښت

ورور دى حامد


کټوازی
13.08.2006

ډنګ ډنګ ډنګ ډنګ !
يو ضروري اعلان واورئ !
د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ مجلس ياران يو وارې بيا د هجرې د تګلارې مهم نکات خپلومېلمنوته ډاګيزه کوي !
دپردېسۍ د هجرې ياران د هجرې د Natural Policy پۀ خاطر چې هدف يې يوازې د پردېسيانو پر يو محور راټولول او پۀ خرت خندول دي ، د هيچا خاطرهم نه کوي او د هجرې طبيعي تګلارې ته اوليت او لومړيتوب ورکوي ، ياني هرڅوک چې دلته راځي له رئيس جمهوره تر مزدوره ، له اميره تر فقيره او له امي تر مولوي ټولو ته پۀ يوه سترګه کتل کېږي پر همدې اساس ټول بايد له خپل Social Level څخه د هجرې لېول ته راکښته او پر يو ه خلۀ دخاموښۍ پۀ مجلسونه کې د ګويايۍ او خندا څپې راپورته کړي هغه که زموږ خو يندې ، تريندې او که وروڼه دي چې هجرې ته راځي هر قدم يې پرلېمو !
خو سر پښې يي نه منلې کېږي چې و وايي موږ خو تورسرې ، او يا هم مشران يو !

خودد ې دا مطلب هم نه دی چې د چا پر شخصيت او اصالت تېری او زياتی روا بلل کېږي اوپر هرې روا او ناروا د هاهاهاها څپې را پورته کېږي !

نبايدد چا پر شخصيت او طبيعي اصالت تېری وشي ، ټولې ټوکې او ملنډې پۀ بشپړ بې پلوۍ سره و ليکي ګنئ پۀ بل صورت کې دې بيا دانځور ګر کاکا کوتک ته ملا ونيسي !
_____________________________
يادښت ::
دااعلان مې يوازې د نويو ملګرو پۀ تېره بيا د ګرانې خور ګل مکۍ داګاهۍ او ذهني تيارۍ لپاره خپور کړ چې نوې نوې هجرې ته راغلې !
موږ يې هرکلی کوو او هر قدم يې پۀ لېمو اخلو !
پۀ درنښت ورور مو صميم


خوشحال
13.08.2006

ګران ورورصمیم جانه سلامونه مې قبول کړه !
ګران وروره ستادنیک هرکلې نه ډیره خوشحاله شوم خداي دکامیاب لره
خوپښیمانه یم امکان لری درڅخه بیرته لاړه شم هغه پدې چې یوخوزه دومره تکړه نیم چې دتاسوسره وچلیږم اوهرمطلب ته موځواب ووایم اودوهم تاسوټول نارینه اوزه یوه درپکې ښځه تراوسه خوخلک راباندې پسخندوهې چه ته نریی اوکه ښځه
دستاسو دهرکلې نه یواربیا مننه زه بس نه پوهیږم چې په دې بحث فورم کې څه روان دې
نوردوخت نه نیسم دستاسوخورګل مکۍ


Anonymous
13.08.2006

صمیم جانه په نامه خو زه ګړنګن یم لېکین په حقیقت ژوند کې ولاکه د لونګو لو وکم
په نامه خو ښځه نر کیداي نشي او نر ښځه کېداي نشي؟


کټوازی
14.08.2006

هاهاهاهاها
ولې زما اعلان خو پر چا دروند نۀ شو تمام ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ګل مکۍ خورې !
يه ، يه ! ولاکه ګام هم واخلې چېرې به ځې زما له اعلانه مه ډارېږه ، دومره خوهغه د پېښوريانو خبره د جومات او هجرې فرق راباندې مالوم دی ، کنه بيا خو هغه د چرسي خبره تيار کافر يم چې دا هم ر اباندې مالوم نۀ وي !
د چرسي غوره هم بايد درته وکړم !
يوۀ چرسي چې مور يې ډېره ازورده کړې وه نه به يي پۀ ماښامي پۀ سوکه پرېښوه او نه هم پۀ پېشمني !
بله ورځ يې دا مور ورته ويلي وو چې خدای خو مې دې زياتي درڅه خلاصه کړي ، نوره که مې پۀ قلاره نه پرېږدې ، دا پېشمنی خو پۀ غم مه رالړه !
دۀ ورته ويلي وو چې وه ادې !
سر دې هسې باد ته سپين کړی ، ولې پر خبره ځان نه پوه کوې ؟
ښۀ درته مالوم يم چې نه لمونځ کوم ، نه روژه نيسم او نه هم بل کوم د مسلماني کار کوم ، نو دا پېشمنی چې هم و نه کړم ، بيا خو نو يم کافر ! څۀ شی را پاته کېږي ؟ :cry: :lol:
_______________________

او ګړنګه تۀ لږ لا وار وکړه چې له انځور ګر نه د فورم مسؤليت پر غاړه واخلم بيا به سره ګورو داستا پۀ وارختايۍ پورې هغه د ګيدړې او زمري کيسه راپۀ زړۀ شوه ( که دې اورېدلې وي )
يوه ورځ ګيدړه زمري ته ورغله او ورته ويي ويل چې زمری لالا له ٠له څو ورځو راهيسې مې څۀ شي نۀ دي خوړلي که يو ښکار راته وکړې ، ما ليدلی دی خو وس مې نه پرې رسېږي !
زمري ورته ويل درځه چې ورشو چېرې دی ؟
نو يي د ځنګل هغې خوا ورسره بوت چې ښۀ شين چمن وو او يو خر پۀ کې څرېد،
زمری يوۀ لوړ ځای ته ورته وخوت او له هسکه يي پرې ورټوپ کړ ، خوله بده مرغه خرۀ ته ور ونه رسېد او داچې مځکه ډېره لنده وه نو پښې يي پۀ مځکه کې ننوتې ، ګيدړه چې پردې پوه شوه چې نور زمری دا توان نه لري له مځکې راو خېژي ، نو مخ ته ورته کېناسته اوپۀ زوټه زوټه يي وخندل څو د ځنګل نور ځناور هم راخبر کړي !
زمري ورته وويل چې خدای وهليه زۀ مرم او تۀ خاندې !؟
دې ورته وويل چې زمری لالا ! خاندم خو اوس نه ! خندی خو به هلته وي چې د خرۀ څښتن له دبي سره درته راشي :cry: :lol:
نو اوس ګړنګه !
لږ لا ودېږه چې له انځورګره کوتک زۀ پر اوږې کړم بيا به سره ګورو !
خو پۀ هر صورت !
دومره ودرېږه چې ګل مکۍ خور هم ستا غوندې وپېژنم ، يو دوه ورځې کې چيله شروع کوم بيا راته ګوره !
تر بيا پورې ورور مو صميم


Anonymous
14.08.2006

الاوئی
قربان شم .......
ستا تر ځواني تک شین ګړنګ وووووووووګرزومممممممم (سترګي می تورئی سوې)

صمیم ګله ټوکه خو دی ولا ښه راپوري کړي ده او وچه کلکه راته برابره هم ده خو په دې بورسېره درته ګورم چې څه وخت به انځورګر رالاندي کې او
هغه اخ ظالمي په اوبو کي زلزله یي به پې راولې .
هغه ستا غوا هوتک نه معلومیږي که دی چيري وليدل سلامونه می پې یایه
او ورته ووایه که واده نه درپیدا کیږي هغه کونډالیزه رائی خو نن سبا خپله ده ګوزاره کوه ورسره.
او ګل مکۍ خور خو تر ما هم دلته نوې ده لکه له ما خفه داسی معلمیږي
نه پويږم چې په ټوکه نه پویږي که ساده تر دغه حاله ده...
بس د اتي ستړي سوم


خوشحال
14.08.2006

ګرانووروڼوسلامونه !
ګران ورورګړنګن صاحب زه نه خو کله دجانه تراوسه خفه شوې یم اونه به انشالله خفه شم اوبیاګړنګنه دستاسره زماڅه دې بس ګړنګ که دبهیژی خوستاګړنګ به وې زمایی پرڅه بس دستاسو لیکل هره ورځ ګورم ورکه نه یم تلم خوچې صمیم ورورمې نه پریږدی نودستاسولیکنې به ګورم .
نورمووخت نه نیسم تاسوخورګل مکۍ


pattang
14.08.2006

ګړنګنه يوه پوښته !
داسې را مالومېږي لکه چې دسليمانخيلو ډار دې له سترګو څخه وتلی وي اوله
کولخټکان سره حيران ولاړ يې ٠
پتنګ

[quote:4c4594ee15="ګړنګن"]الاوئی
قربان شم .......
ستا تر ځواني تک شین ګړنګ وووووووووګرزومممممممم (سترګي می تورئی سوې)

صمیم ګله ټوکه خو دی ولا ښه راپوري کړي ده او وچه کلکه راته برابره هم ده خو په دې بورسېره درته ګورم چې څه وخت به انځورګر رالاندي کې او
هغه اخ ظالمي په اوبو کي زلزله یي به پې راولې .
هغه ستا غوا هوتک نه معلومیږي که دی چيري وليدل سلامونه می پې یایه
او ورته ووایه که واده نه درپیدا کیږي هغه کونډالیزه رائی خو نن سبا خپله ده ګوزاره کوه ورسره.
او ګل مکۍ خور خو تر ما هم دلته نوې ده لکه له ما خفه داسی معلمیږي
نه پويږم چې په ټوکه نه پویږي که ساده تر دغه حاله ده...
بس د اتي ستړي سوم[/quote:4c4594ee15]


کټوازی
15.08.2006

اررررررررررررررررر
پتنګ کاکا !
ستړی مه سې ، چېرې ورک يې ؟
هغه د اسلام پۀ پاڼې کې مې ستاسې جوابي ليکنې ته سترګې پرلار وې چې د طالب جان صيب له خواړنګې شوې ، پر خدای دومره قهر راغلی ووچې له ډېره قهره مې هيڅ هم ورته و نه ويل :oops:
ما ويل غم يې مه کوه مولوي صيب ! خدای خو به دې يوو ارې زموږ هجرې ته هم راولي ولا لا به يي غچ خودرڅه واخلم ، دلته ډېره پۀ زړۀ پورې ټوکه راپۀ زړۀشوه خوداچې خامخابه يي څوک پرشخصي کسات تعبيرکړې ،ځکه و رڅه تېرېږم ګنئ نوره کومه خبره نه شته ،!
______________
اوګل مکۍخورې !
دانوم خودې ډېرکلاسيک نوم دی ، دا نو پۀ جام جمشېد کې يوه بله نظاره ده چې ترسترګوکېږي مې :oops: :oops:
او دا چې ايساره شوې منندوی مو يم !
رښتياهم دلته ترماپورې ډېرپۀ شيدوسوي دي اومستوته ورپوکي ،نوخپله زمادامشوره ده چې که يوڅوک پۀ رښتياهم ښځينه وي ،نوبايدپۀ نارينه نوم ځان راجسترکړي ،يوعلت خو مې يي داپاس ياد کړ چې ټول پۀ شيدوسوي يواومستوته ورپوکو ،دويم يې هم له همدې ځايه سرچينه اخلي ،اوهغه داچې پۀافغاني ټولنه کې پۀ ټولنيزوچاروکې له سړوسره دښځودونډې اخيستنې بهيرلادماشوتوب مراحل بشپړوي ،نوچېرې چې هم کومه افغاني مېرمن پۀداپاس سيچوېشن کې راښکارېږې ،بېخي نوې مالومېږي او د هر يوۀ دا کوشش وي چې له کومې لارې ورسره اشنا شي ، تۀ به وايې ګواکې له اسمانه خررالوېدلی دی :oops: :oops:
ګنئ ملالۍ جو يا خو يي ژوندی ثبوت دی چې ډېر پرلارخلک يې بې لاري کړي :oops: :oops:
خو پۀ هرصورت ،خبره راڅه اوږده شوه ،
ګړنګن دې اوس پاته يي بيا به يي ګورم خو داسې مالومېږي چې دد ې پاس تجزيې پخپله پر ما صدق کېږي چې ګړنګن خوارکی مې پۀ وچ منځ کې پرېښوو :oops: :oops: که څنګه ؟
خو دا هوتک څۀ مرض نيولی دی ؟ چې لوری يې نه مالومېږي !
بېخي يي له سړيتوبه ځانه ګوښې ته کړی
تر بيا پورې ورور مو صميم


Anonymous
17.08.2006

سلام سلام سلامونه قدرمنو بښنه غواړم د ناوخته کېدا
تنګه وبښه پتنګه سلېمانخیل لا څوک ده په خدای چې هغه نامی قندهاری می درزخلولئ ها د قندهار سلېمانخیل سر کاتیب مو للللا پیژني.
صمیم جانه راځه پې هسی هغې جینکئ نن میلمه کړئی یم له خیره ۵شنبه جمعرات ده
خدای دی راته خیر کی.
هوتکه ګړنګاااا دی راځي غږ دی نه راځي.


Anonymous
17.08.2006

پورته خوشحال خان صیب ته سلام او په ګل مکۍ می هم سلام وایه
او حمید جانه ستاسو جواب رانه پاته شو پښنه غواړم وائی چې څه تیر شو هغه هېر سو
صمیم جانه زما په هغه کافری ګرل فرینډ باندی يو مینځئ عشق سوی ده له کراچی نه هغه هم ده نیټ د لاري بائ چاټینګ
خو ډیر غوړ ده ابله ورځ می ورته ویل چې یوه ویزټ ویزه ورته وباسه مسافر یم پام به می غلط سی نور نو بیا مه خبریږه بالښتان چپل څه څه می په سر نه ورېدل .خیر
نور به بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more