د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

larghonay laraway
02.04.2013

سليمان خېل صيب د هغه چا خبرو ته زه ځواب نه ليکم چې دليل نه لري او وظيفوي دفاع کوي!
ستاسو دغه بل ملګری يا ته يې او يا کوم بل وظيفوي دفاع کوونکی دی چې مجبور دی يو څه وليکي خو په ځواب نه ارزي.

ښه شوه چې تا هم ومنل چې کرزی د کار سړی نه دی او بايد استعفی ورکړي!
خو ته دې ته په انديښنه کې يې چې د کرزي بديل به څوک وي؟
ګرانه کرزی يو هوټلي او ترجمان دی نو د بهرنيانو د بيسونو ترجمانان خو لږ نه دي هر يو د کرزي بديل دی!


pattang
02.04.2013

[quote:737bd00f7b]سلامونه اوښې چارې ! سلیمانخیل صاحب ستاسو مباحثه دې سوچه پښتنو سره هغه کیسه را په یاد کړه چې د کوم چانه چا وپوښتل چې څو کلن یې هغه ځواب ورکړ چې ۳۰ کلن. دو کاله وروسته یې بیا له دغه سړي نه و پوښتل چې څو کلن یې هغه بیا ځواب ورکړ چې ۳۰ کلن. کله چې درې کاله وروسته دغه سړي د همدې سوال په ځواب کې بیا وویل چې ۳۰ کلن دی -ورنه یې وپوښتل چې تا ۵ کاله د مخه هم وویل چې ۳۰ کلن یې او نن هم -وایې چې ۳۰ کلن یې نو دا څه چل دئ؟ هغه سړي په ځواب کې وویل چې زه غیرتی پښتون یم که ۱۰ کاله وروسته هم زمانه همدا پوښتنه وکړې زما همدا یوه خبره ده چې ۳۰ کلن یم ! دا عزیزان هم د کرزي په اړه خپله پریکړه کړې ده . دوی یواځې دکرزی د دورې منفی اړخونو پسې ګرځي! یوه ته کرزی له پیله قذلباش و او بل هر کار چې وکړي ارزښت نلري او بل ته بل څه او داسې نور ! [/quote:737bd00f7b]

ځوانه ورک وې را پيداشوې ستړی مشې !
دپښتانه له ډېرو خواصو څخه يو صداقت او ريښتيا وېيل دي ،څوک چې
داونلري هغه په اوصافو پښتون ندی !

-کرزی ريښتيا هم په خټه ازري قزلباش دی !
-د امريکې د CIA جاسوس دی
-د امريکايانو اخيستل شوی غلام دی
-د ايران اخيستل شوی غلام دی
د شمال دقاتلانو هلک دی
...........................................
کوم کار کرزي کړی ? پيسې cia او ايران ورکوي ?
يو سړی هم دکار نلري ټول دپړه ماران ددالرو غله سره يو ځای
شوي دي،دالر خوري په سپينو ستر ګو نا موس خرڅوي .
دکرزي دولت غل او جعل کاره دی يوه افغانۍ دوه کلدارې دي خوکه
ملي عايدات او اکسپورتexport يې وسنجول شي نو دسړي په سر
دکال ايله 100 دالره شي چې وچ غنم هم نکيږي !
د کرزي د خوراکي او ضروري نرخونه دالمان په سويه ، خودنفر په سر
ګټه يې 100 دالره ، ايا لدې زياته جادوګيري غير له cia بلڅوک کولی
شي !!! نه ولاکه يې يو اقتصاد دان هم په نړۍ کې وکړي !
- کرزي له 11 کالو ورسته اوس دوکتوراوې ور کوي فروفيسران او
معلمين يې د cia پيريان دي !!
- کرزی شهادتنامې ور کوي خو بې پوهې ايا داسې معجزه غير له کرزي
او cia بلڅوک کولی شي ?
-کرزی په کابل کې د پلاستيک دکڅوړو کنارابونه لري ، که څوک قضائې
حاجت لري نو بايد په پلاستيکي خلته کې خپل کارخلاص کړي داځکه چې
کنارابونه نشته تر څو چې کوڅې پرې چټلې نشي .
..............................................
کرزی اوس داسې معجوزې هم کوي او هغه داده چې دی غواړي چې
اوس طالبان د cia تر کنترول لاندې انتخاباتو ته را وبولي !!
- کرزی کله کله دخپلو بادارانو په خلاف لکه د (پرې ري ) سور پوستکی
په تور مخ د جنګ او بر خلافي ډانس هم کوي خو کله يې چې باداران سترګې
پرې سرې کړي نو بيا خپلې خېمه ته وتښتي خپل مخ پاک کړي نو بيا وايې
چې زه خو عصبي يم دوا مې خلاصه شوې !


monir
02.04.2013

دکلونو راهیسې همدا ببولالي!!! یاره پتنګ صیب ما مه مجبوروه چې د یو چا نه چې اصلاْ نه غواړم دفاع وکړم خو درته دومره ویلای شم چې د کرزي سپئ هم د دغه د پاکستان نوکر او د افغانانو دښمن ملاعمر څخه ښه دئ ! دغه انتقادونه چې تا د کابل ښار په اړه کړي دي تر یوه حده سم دي خو د بصیرت سترګې په کار دي چې وویني چې په همدې وخت کې په هېواد کې نور بنسټیز عام المنفعه کارونه هم شوي دي خو تاته ارزښت نلري! زما ښه یادېږي چې تا یو وار د کوم چا په ځواب کې وویل چې تعلیم یافته خلک څه کوو چې کار پیدا نشي. ته پخپله پدې نه پوهېږې خو د پاکستان د نوکرانو په دفاع څخه په حقیقت کې ته یو پښتون دښمنه متعصب سړئ یې خو شاید لږ تر لږه پدې وپوهېږي چې په هغه چا کې چې تعصب وي عقل ور څخه تېښته کوي ! هیله ده چې خپه نشې ګرانه !


pattang
02.04.2013

منير خانه تر سبا پورې !

[quote:d31df9c633]دکلونو راهیسې همدا ببولالي!!![/quote:d31df9c633]

ته يې بابولالې بولې خو زه يې ايماني وظيفه !
خوار فقير هروخت له ځان سره لکړه ګرځوي !

[quote:d31df9c633]یاره پتنګ صیب ما مه مجبوروه چې د یو چا نه چې اصلاْ نه غواړم
دفاع وکړم خو درته دومره ویلای شم چې د کرزي سپئ هم د دغه د پاکستان
نوکر او د افغانانو دښمن ملاعمر څخه ښه دئ ![/quote:d31df9c633]

انډيواله زه دنه مجبوروم خو ستا طبيعت همداسې دی او بېله مجبوري څخه
دې خپل استفرا ق وکه ، ځکه چې دغوخلکو ستاسې ديکتاتوري د پروليتا در
ماته او ورانه کړه ! خو ناځوانه دې خلکو خو تاسوته ښه دخارج برسونه
درکړل او ځينو ته يې دا اوس ،cia ددوی له برکته دومره مياشتني غټ، غټ
معاشونه ورکوي چې نور اکسريت اولس يې په خپل ژوند کې هم نشي پيدا
کولی! نو ته ولې داسې بې شکره سړی يې !!
تا سو خو په زړو کې بايد شکر وباسۍ او پټه يې ونيسۍ !!

[quote:d31df9c633]دغه انتقادونه چې تا د کابل ښار په اړه کړي دي تر یوه حده سم
دي..... [/quote:d31df9c633]

تر يوو حده څه ما نا لري !! نو دا ناسم يې دکابل د ښار په اړه څه شی دي ?

[quote:d31df9c633]خو د بصیرت سترګې په کار دي چې وویني چې په همدې وخت کې
په هېواد کې نور بنسټیز عام المنفعه کارونه هم شوي دي خو تاته ارزښت
نلري! [/quote:d31df9c633]

هغه به کوم کارونه وي ?
واکسين خو د ( un ) له خوا هم کېدل ، يوازې هخه لارې او سرکونه چې
دوی دداؤد خان د وخت ترميم کړې دي هغه دخپل ترانسپورت او دشپې
دچاپولپاره او داسې جوړ شوي دي چې له څو مياشتو وروسته بېرته غار
غار شي !

[quote:d31df9c633]زما ښه یادېږي چې تا یو وار د کوم چا په ځواب کې وویل چې تعلیم
یافته خلک څه کوو چې کار پیدا نشي. [/quote:d31df9c633]

زه دا اوس هم وايم چې هر حرکت بايد دضرورت په اندازه داسې پلا ن شي
چې quality and quantity يې يو نورم او ستنډرد ولري نه لکه دې چرګې
چورګوړي چې بېکاره او کم پوهه ګرزي!٠ دافغانستان مکتبونه په داسې
سرعت نمايشي دي او بس !
ګور ه چې بحث کوې نو په مسلکي مسائلو کې بايد مسلکي پوهه او مسلکي
ترمينالوګې ولرې او که نه يې لرې نوخوشې ځان مه تمبه کوه !!!!

[quote:d31df9c633]ته پخپله پدې نه پوهېږې خو د پاکستان د نوکرانو په دفاع څخه په
حقیقت کې ته یو پښتون دښمنه متعصب سړئ یې خو شاید لږ تر لږه پدې
وپوهېږي چې په هغه چا کې چې تعصب وي عقل ور څخه تېښته کوي ! هیله
ده چې خپه نشې ګرانه ![/quote:d31df9c633]

انډيواله که واقعت را باندې وايې زما لپاره نه افغانستان مهم ده او نه
پاکستان ، زما لپاره پښتون دهغه سياسي شعور او پوهه مهمې دي !!
زه به پکو ستان څه کوم چې پښتون پکشې غلام دی او زه به افغانستان
څه کوم چې پښتون پکښې دويمه درجه انسان ،د خپلې ژبې حق نلري اوتر
خراساني بيرغ لاندې ژوند کوي ! زما ټاټوبی دپښتنو ټاټوبی دی !
که په مځکه وي اوکه په اسمان ، نه افغانستان او نه پا کستان اوس په

خبره پوه شوې !
هغه ملک به زه څه کوم چې سابندي راته پکشې پيداکېږي!

اخيري لنډۍ : ستا دکرزي وزيران او نوريې ټول بېکاره غله دي زه
يې هغه کاري او بودجوي راپورونه وينم چې دوی يې دخرو په ستور ګه
کې زړو ، ړندو ، کڼو خرو ته ور کوي !


larghonay laraway
03.04.2013

السلام عليکم!
منير صيب بحث منطق او حوصله غواړي!
تاسو د ضد او کينې له مخې بحث کوئ چې ستاسو له دې جملې ښه په ډاګه کېږي:
[quote:836fbd2b4c]!!! یاره پتنګ صیب ما مه مجبوروه چې د یو چا نه چې اصلاْ نه غواړم دفاع وکړم خو درته دومره ویلای شم چې د کرزي سپئ هم د دغه د پاکستان نوکر او د افغانانو دښمن ملاعمر څخه ښه دئ ! [/quote:836fbd2b4c]
يعنې څه؟
ولې اصلا نه غواړې چې له کرزي دفاع وکړې؟
ځکه چې وجدان دې يې نه مني چې له يوه غله، فاسد او د پښتنو له دښمن څخه دفاع وکړې کنه؟
نو بيا ضد ولې کوې چې خامخا د يو داسې چا ځواب ووايې چې پر کرزي انتقاد کوي؟
دا چې تا په پښتنو پسې د ملا نصرالدين افواه تړلې چې لس کاله پس هم وايي چې لس کلن يم ځکه چې د پښتون يوه خبره وي نو ايا ستا دا ضد له همغې خبرې نه کم دی؟

بله دا چې د کرزي مخالفت يوازې دا نه دی چې پر ځای يې د ملاعمر ملاتړ وشي!
بلکې د اسلامي او ملي فکر پر بنسټ بايد يو څوک رد يا تائيد شي!
دا چې تاسو ملاعمر بد ګڼۍ چې د پاکستان نوکر دی نو کرزی خو هم له پاکستانه پټې پيسې اخلي کنه؟
کرزي خو ټوله کابينه، واليان او چارواکي د پاکستان په خوښه ټاکلي او د ای ایس ای په خدمت کې دی کنه؟
ایا ته له ګل اغا شيرزی نه نه يې خبر چې په تورو شيشو لرونکو موټرو کې ازادانه پاکستان ته ځي او راځي؟
ایا ته نه يې خبر چې د کرزي کابينه د ايران او پاکستان له نوکرانو ډکه ده؟

زه خو وايم ښاغلی منير صيب
که مبارزه کوو نو بايد هدف مو معلوم وي!
مبارزه له يو بل سره د ضد او دښمنۍ پر بنسټ نه کېږي!
بلکې مبارزه د يو اسلامي او ملي هدف لپاره ښه ده
نو راځئ چې د افغانستان د هر دښمن که د امريکا تاليڅټی وي او که د پاکستان او ايران په کلکه يې وغندو او د داسې اشخاصو ځواب ووايو چې په وظيفوي توګه د کرزي يا بل دفاع کوي!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


pattang
03.04.2013

لرغونی صيب له حقائقو څخه دې مننه !


Samsor Afghan
07.04.2013

بیا می هم سلامونه ومنی!
وروڼو
دا ماته ثابته شوی چی افغانان له خپل هیواد سره ډیره زیاته مینه کوی او همدی مینی دوی هڅولی چی په خپله خپل هیواد ته یو څه وکړی خو په پایله کی د بی علمی او ناپوهی له امله دوی له رهبرانو اطاعت نه دی کړی او د مایوسی په وخت کی بیا خرڅ شوی دی
منیر خان د خبری په هدف پوه شوی او تاسی تر اوسه پوری د خپل هیواد په مجبوریتونو او ناخوالو او بدمرغیو فکر نه ده کړی
ستاسو په یوه خبره زه تبصره کوم
تاسو وایاست چی مکتبونه په ظاهری ډول جوړ سوی کیفیت او کمیت نه لری؟؟؟؟
خو د ته مو پام نشته چی د افغانستان نصاب او سیستم څومره رغول شوی!
څومره مکتبونو ته ودانی جوړی سوی!!!!
څومره مکتبونو ته مسلکی استادان تربیه شوی او لیژل شوی!!!!!
او داسی سل نور
دا سمه ده چی زمونژ د تعلیم کچه د جرمنی په پرتله صفر ده خو دا سمه نه ده چی فقط دومره وویل شی چی هیڅ نه دی شوی
کیژی به او دا کاروان روان دی زه ته او نور تکړه وروڼه به د خدمت ټګر ته راشو تر کرزی او د ده تر کابینی به زیات کار وکړو خو دا باید هم ومنو چی دا سیسټم او اسکلیټ کرزی صاحب مونژ ته ایښی نه ملاعمر او نه د پنجاب غلامانو.

مونژ او تاسو ته دا نه ده پکار چی منفی بافی وکړو په حقایقو سترګی پټی کړو او فقط یوه خبره مو کلکه نیولی وی چی ولا کرزی ته له ایرانه پیسی راځی ګل آغا شیرزی په تورو شیشو موټر کی پاکستان ته ځی.
هر څه کیژی عبدالرحمن خان د دیورنډ کرښه ولی امضا کړه آیا هغه هیواد ته خاین وو؟ او که مجبور
پتنګ ورور او لرغونی ورور د کرزی په کابنیه کی داسی سړی خواره شته چی ساری نه لری خو کرزی هغه نه شی ایسته کولای دا به د وخت په تیریدو له واکه لویژی او په ځای به یی د هیواد او دین اصلی بچیان کار کوی. طالب او جهادی تنظیمونه نور په دی هیواد کی مثبت کار نه شی کولی ځکه دوی خرڅ شوی.

په درناوی
سمسور سلیمانخیل


Samsor Afghan
07.04.2013

او ریښتیا بله خبره می هیره شوی
منیر خان زه نه یم
زه ځان ته نوم لرم او ستاسو په درانه حضور می وړاندی کړی خو اوس مو ماته شک را واچواوو چی دا پتنګ ته نه یی لرغونی ورور. هههههههههه ولا په تحلیل او وړاندوینه کی ډیر تکړه سوی یاستی.

په ډیر درنښت


larghonay laraway
10.04.2013

سليمان خېل صيب دا بحث يوازې له تاسره نه دی
ما چې د منير نوم اخيستی نو د هغه د خبرې ځواب مې ليکلی ته لکه چې يوازې ځان وينې
:P
بله دا چې ستا له ټول بحث څخه معلومه شوه چې کرزی يو مجبور ولسمشر دی!
بالکل مونږ درسره موافق يو ځکه چې د غلام به نو څه کاکګي وي.
غلام خو وي مجبور
عبدالرحمن خان له انګلیسانو څخه د مياشتې پنځلس زره اخيستې چې هغه يې ورته څو چنده کړې نو وطن يې ووېشلو
تاسو بالکل د نښې منځ ويشتی دی
د کرزي د مجبوريت نتيجه به هم همدا وي چې پښتانه به غرقېږي، وطن به وېشل کېږي او د کرزي کورنۍ به فيوډاله کېږي
مننه
ښه شوه چې ستا د مجبوريت په هدف پوه شوم.
پاتې شوه د نصاب خبره
نصاب ګله نصاب دومره په شرمو وشرمېدو چې هر کال پرې په مليونونو ډالر مصرفېږي، نصاب بدلېږي خو په شرمو يې وشرمولو
باور وکړه تر دې د افغانستان پنځوس کاله پخوانی نصاب هم قوي ؤ، هم اسانه ؤ او هم ملي ؤ


Samsor Afghan
11.04.2013

لرغونی ورور

ما هم ستا او ستا په شان سیاسیون وپیژندل

بس تاسو آرام ویده شی او صبر وکړی چی طالب سپګن پاچاهای ته ورسید بیا راشی او هیواد ته مو خدمت وکړی.

زه تنها ځان نه وینم تاسو هم وینم چی داسی ښکلی د هیواد ملی ګټو د پاره لیکنی کوی او د پاکستان د سوچه مسلمانانو فوج یعنی طالب طرفداری کوی الله پاک د تاسو ته توفیق درکړی چی په د ښایسته ګوتو مو د طالب د اصلی څیره په اړه خپلو هیوادوالو ته هر څه بیان کړی

ډیره زیاته مننه
ستاسو کشر ورور


larghonay laraway
13.04.2013

سمسور خانه
ما هيڅکله هم د طالب طرفداري نه ده کړې.
حتی زما شعار دی چې د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي او ملاعمر يو جاهل دی!
ولې د دې دا معنی نه ده چې د يو ليوني، بوالهوس، مافياغړي، فاسدو غل او د شمالي ټلوالې د لنډه غرانو غوړه مال کرزی تائيد کړم!
طالب په پاکستان پورې تړل وړې خبرې دي.
زه وايم ملاعمر او کرزی دواړه د امريکې غلامان دي خو د کرزي باداري په مستقيمه توګه کوي او ملاعمر يې پاکستان ته سپارلی دی
تو لعنت دې په دې بې وجدانانو شي


Samsor Afghan
13.04.2013

لرغونی ورور ستا دا خبره مه خوښه شوه

حتی زما شعار دی چې د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي او ملاعمر يو جاهل دی

بکل د حقیقت ویلی
او بل دا چی زه دا هم منم چی ملا عمر جاهل او کرزی دواړه د امریکی له خوا ګمارل شوی خو ملا عمر وطن ورانوی او کرزی خو حد اقل یو څه وکړل د هیواد د آبادی د پاره.

په ډیر درنښت


larghonay laraway
14.04.2013

السلام عليکم!
سمسور صيب زما دواړه خبرې سمې دي خو دا چې ته د يوې خوا مدافع وکيل يې نو ځکه د کرزي په اړ ه انتقاد نه وينې، نه يې تحليلولی شې بلکې يا وظيفوي او يا په ناپوهۍ سره د کرزي دفاع کوې!
کرزي او ملاعمر دې هېواد ته نه جبرانيدونکي زيانونه واړول!
ما خو درته مخکې هم ليکلي وو دا څو بې کيفيته سړکونه او په پور بريښنا دې سر وخوري. ایا کوم داسې حکومت به راشي چې د ورځې تر زر جريبو زياته غصب شوې ځمکه بېرته د شمالي ټلوالې له لنډه غرانو او د کرزي له مافيايي ډلې او کورنۍ نه بېرته واخلي؟
دا چې هر کال په زرګونو هزاره او تاجيک په ناقانونه توګه پوهنتونونو ته ځي او پښتانه شته پاتې کېږي د کرزي پلار به دا جبيره کړي؟
ايا مسعود، مزاري او نورو لنډه غرانو ته چې کرزي څومره مادي او معنوي وياړونه ورکړي دا به د چا پلار بيا ترې واخلي؟
ايا د پښتنو تر منځ چې د کرزي له خوا د خېل او زي په برخه کې نفرتونه کرل شوي دا به څوک له منځه يو وړلی شي؟
ايا په دې حکومت کې د پښتنو دا کاواکه رول به بل حکومت راسم کړي؟
ايا يوازې عطا چې له پښتنو سره څه کړي دا به جبيره شي؟
ايا دوستم چې څومره پښتانه له خپلو ځمکو شړلي دا به څوک بېرته ورکړای شي؟
نو سمسور خانه ته د کرزي همدغه کاغذي بيارغونه راته سترګو سترګو ته کوې چې دا هم تر يو کال نه سړک دوام کولی شي، نه بريښنا او نه د بهرنيانو دا تيارې جوړې شوې کوټې!
يوه د خندا وړ خبره مې ستا به خبرو کې وليده او هغه دا وه چې تاسو ويلي وو کرزی د يو ستر هدف لپاره دا نادودې مني!
دا هدف ماته داسې ښکاري لکه د يو بد فعله تمانچه چې چا ورسره بد کار کاوه او د ده تر څنګ تمانچه وه هغه ترې پوښتنه کړې وه چې په دې څه کوې؟
ده ورته ويلي وو چې که چا راسره بد کار کاوه نو پرې ولم يې!
هغه خندلي وو چې دا بد کار به نو نور څه ته وايي؟
زه نه پوهېږم چې وطن له تباهۍ سره مخ دی، مسلمانۍ ته ګواښونه دي، پښتانه تباه شول او کرزی يو ستر هدف لري چې دا به څه شی وي؟
ته خو هسې هم په ارګ کې کار کوې او فکر کوم ګومارل شوی يې ته او خدای که مخامخ نه وي بالواسطه ترې پوښتنه وکړه چې دا هدف دې څه شی دی چې دومره دوسيانې منې او هدف ته ځان رسول غواړې؟


Samsor Afghan
14.04.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

لرغونی ورور

د ښونځی په آخرو کالو کی د سیاینسی مضامینو شبهاهت زیاتیژی
زه او ته تقریبا سره یو هدف ته رسیدلی یو
هغه دا چی:
د طالب په اړه زما او ستا دریځ یو دی
د پاکستان او امریکی په اړه زما او ستا خبره یوه ده
خو فرق دومره دی چی تاسو وخت ته د د خارجی کال حساب کوی او زه د افغانستان
معنی دا چی
ته وایی چی کرزی هیڅ هم نه دی کړی
خو زه وایم چی د وخت په تناسب او د سیاسی وضعی او قومی ګواښونو باوجود کرزی ډیر څه کړی.
که یی په پښتونو سیمو کی کم کړی وی هغه د طالب له لاسه او بس
د کرزی لوی او ستر هدف فقط او فقط د یو سالم نظام جوړول دی او ددی کار د پاره د هر نوع تهدید او خطر په ځان منلی.


daud
14.04.2013

سلامونه او احترامونه

 
نيويارک ټايمز: کرزی پر هغو لاسونو غاښ لګوي چې ده ته ډوډۍ ورکوي
روهی ویب
4/14/2013
نيويارک ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د ( د افغانستان د تاريخ يوه اروا) په نامه د ويليم ډال ريمپل په قلم يوه ليکنه خپره کړې او په هغه کې يې په دې اړه  بحث کړی چې ولې کرزی په  پرله پسې ډول له خپلو ملاتړو سره په ټکر کې دی او پر هغو لاسونو غاښ لګوي چې ده ته ډوډۍ ورکوي. ويليم ډال ريمپل هغه څوک دی چې د (Return of A King) کتاب يې د افغانستان په اړه ليکلی دی.
په  ليکنه کې د کرزي هغه څرګندونې را اخېستل شوې چې د مارچ په لسمه نېټه کرزي د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت يوې لويې غونډې ته وکړې او ويې ويل چې طالبان د امريکايانو په اشاره بريدونه ترسره کوي. په ليکنه کې راغلي، چې: کرزی چې د پوپلزيو مشر دی د شاه شجاع مستقيم خلف يا ځايناستی بلل کېږي. د طالبانو په يوه  خبرپاڼه کې چې د مارچ په اتلمسه نېټه يې خپره کړې ده، راغلي: «هرڅوک پوهېږي چې څنګه کرزی کابل ته راوړل شو او څنګه د شاه شجاع پر بې دفاع تخت باندې کښېنول شو. له دې امله دا حيرانوونکې خبره نه ده چې امريکايي سرتېري پر ده ملنډې وهي او د ده پر مخ څپېړې وهي، ځکه چې دا د يرغلګرو عادت دی چې په پای کې له خپلو ګوډاګيانو څخه  کرکه کوي او په دې توګه خپلو غلامانو ته سزا ورکوي.»

ليکنه وايي، چې طالبانو په دې توګه  يوې ډېرې کليدي مسألې ته ګوته نيولې چې د هغې له مخې سړی د کرزي پر سايکالوژۍ پوهېدای شي. ليکوال وايي، چې که څه هم ښايي لږ شمېر خلک به په لوېديځ کې پرې پوهېږي، خوتاريخ يو ځل بيا په افغانستان کې تکرارېږي. ښايي موږ د استعمار هغه تاريخ هېر کړی وي، چې څنګه يې د بهرنيو واکمنيو پر وړاندې د افغانانو کرکه رامنځته کړه، خو افغانانو دا خبره نه ده هېره کړې. نن ورځ شاه شجاع په  افغانستان  کې د انګرېزانو د ګوډاګي په  نامه  مشهور دی او د ده پر وړاندې وزير محمد اکبر خان او د ده پلار ته د اتلانو په سترګه کتل کېږي. او کرزی له همدغسې تاريخي واقعيتونو سره لوی شوی دی.

مننه

دازاك او خپلواك افغانستان په هيله


larghonay laraway
15.04.2013

السلام عليکم!
سمسور ليکلي دي:
[quote:db265cb31d]ته وایی چی کرزی هیڅ هم نه دی کړی
خو زه وایم چی د وخت په تناسب او د سیاسی وضعی او قومی ګواښونو باوجود کرزی ډیر څه کړی.
که یی په پښتونو سیمو کی کم کړی وی هغه د طالب له لاسه او بس
د کرزی لوی او ستر هدف فقط او فقط د یو سالم نظام جوړول دی او ددی کار د پاره د هر نوع تهدید او خطر په ځان منلی.[/quote:db265cb31d]
سمسور صيب ما هيڅکله هم نه دي ويلي چې کرزي هيڅ نه دي کړي. بلکې دا مې ويلي او وايم چې کرزي دومره خيانت کړی چې په څو پيړيو کې هم نه شي جبيره کيدلی چې مثالونه مې هم پورته ياد کړې دي.
همدا راز تاسو د يو سالم نظام جوړول د کرزي هدف ښودلی خو زه وايم چې کرزی د يو سالم نظام پر وړاندې تر ټولو حتی تر ملاعمر هم ستر خنډ دی!


Samsor Afghan
15.04.2013

بیا هم سلامونه

بس لرغونی ورور ستاسی نظر ده زه د هر چا دنظر احترام لرم.

خو یوه خبره هم ومنه چی یو فرد به څومره کار وکړی او که یی قصد ولری بیا زمونژ او تاسو د افغان ټولنه کی ډیر مشکل دی چی په یوازی ځآن څه وکړی.
زمونژ په ټولنه کی هغه وخت یو څوک ښه نوم ترلاسه کولای شی چی توری خاوری پری ورواوړی.
زمونژ ملت خو امان الله خان هم د کافر په نوم یادوو خو کله یی چی هیواد پریښود بیا د خلکو په زړو کی یی ځای پیدا کړ.

په درنښت


pattang
15.04.2013

[quote:a29dc7413d]بیا هم سلامونه

بس لرغونی ورور ستاسی نظر ده زه د هر چا دنظر احترام لرم.

خو یوه خبره هم ومنه چی یو فرد به څومره کار وکړی او که یی قصد ولری بیا زمونژ او تاسو د افغان ټولنه کی ډیر مشکل دی چی په یوازی ځآن څه وکړی.
زمونژ په ټولنه کی هغه وخت یو څوک ښه نوم ترلاسه کولای شی چی توری خاوری پری ورواوړی.
زمونژ ملت خو امان الله خان هم د کافر په نوم یادوو خو کله یی چی هیواد پریښود بیا د خلکو په زړو کی یی ځای پیدا کړ.

په درنښت[/quote:a29dc7413d]

نه نه په توده کې سړه مه غواړه !
يا طالبان او يا يو ملي هيواد پالونکی پاک ملي ديکتا تور چې ټولو ته اخلاق
ور په ګوته کړي او دوښمنانو ته ښکاره کړي چې افغانستان به تل يو موټی
وي !! په دې ايتنيکې ټېکدارانو ، اجنټانو او غلو وطن نه اباديږي !
سليانخېله ګوره چې اتڼ هير نکړې دملا محمد عمر اخند صيب ځواب زه وايم !!


Samsor Afghan
15.04.2013

پتنګه
زما لاره معلومه ده
زه اسلام ملت او هیواد د پاره خدمت کوم او دا چی ته یی اتڼ ګڼی ستا خپل نظر دی اتڼ هم ځآن ته خوند لری بلکل سلیمانخیل به یی کوی او ټول پښتانه اتڼ کوی او خوند تری اخلی خو ټول پښتانه له ملا عمر نه سخت بد راځی هغه ملا هم نه ده خو که ملا هم شی څه یی په وس کی نشته به غیر د وژلو او د پښتون د نوم بدول.

زه د اوسنی حکومت طرافدار فرد یم له خپلی خاوری نه کلکه دفاع کوم عزت یی راته محترم دی خپل سر پری ورکوم ملی اردو سره مینه لرم او دهیواد تکړه ځوانان یی بولم .
خو ملا عمر اخوند نه دسیاست سړی ده او نه ملی
ټول خلک نفرت تری کوی او هیڅ وخت نور دی کابل په سترګو نه شی لیدلی ځکه تر هغو پوری چی دی د پاکستان په لاس استعمالیژی ژوندی به وی او استعمالیژی به او کله یی چی په درد ونه لګیژی جای پر جای یی قتلوی.

ډیره مننه د ملاعمر طرفداره


larghonay laraway
16.04.2013

سلامونه!
سليمانخېله وروره نه خو څوک دومره وخت لري چې تکرار ولولي او نه ټول خلک د کرزي غوندې د وخت دښمنان دي چې خپل وخت داسې ضايع کړي لکه کرزي چې دا لس دولس کاله خراب کړل.
ګرانه ته هيڅ حق نه لرې چې د امان الله خان توهين وکړې.
ته کرزی ولې له غازي امان الله خان سره پرتله کوې؟
کرزی تر شاشجاع او ببرک کارمل هم ټيټ او پست انسان دی!
تاسو به ونه ګورئ چې د غلام شاشجاع يا ببرک کارمل کورنۍ غلا کړې وي او غصبونه يې کړې وي. کرزی هم غلام دی، هم غل دی او هم فاسد دی!
کارمل يوه مفکوره لرله چې خلکو ته د منلو نه وه ولې لږ تر لږه يو ارمان او هدف ورسره ؤ چې هغه کمونيزم ؤ.
کرزی خو ليونی دی.
نه هدف لري!
نه په هدف پوهېږي او حتی شرم هم نه لري! د کرزي په وخت کې افغانستان په غلا کې لومړی شو ځکه چې کرزی غل دی.

سليمانخېله څومره بې عقله او بې منطقه خبره دې کړې چې ويلې دې دي:
يو فرد به په يوازې ځان څه وکړي!
ستا په نظر لکه چې نور هېوادونه لس لس ولسمشران لري؟
خدای دې پوه کړه په ټوله نړۍ کې ولسمشر يو وي خو انسان وي، پوه وي، غل او فاسد نه وي چې د کرزي غوندې غله سره راټول کړي او چور او تالان ګډ کړي!
چې په رأس کې څوک فاسد، غل او مافيايي وي نو کابينه او ټيم به يې خامخا غل وي.
يو مثال به يې درکړم: معلم عطا ته د کرزي سترګې ټيټې دي ځکه چې په غلا کې ورسره شريک دی نو دا چې معلم عطامحمد خان نور په کرزي ته د توت اهميت هم نه ورکوي او حتی وايي که په تذکره کې (افغان) راشي نو زه او کورنۍ به يې وانخلو! کرزی کله ورته ويلی شي چې ته زما والي نه يې؟
د کرزي مافيايي تللی ورور احمد ولي خو د عطا سره په قاچاقو کې شريک ؤ، کرزی هم ورسره په غلا کې شريک دی او سترګې يې ورته خړې دي!

پاتې شوه د ملاعمر خبره:
پتنګ صيب ډېره قوي خبره کړې چې يا ملاعمر او يا ملي حکومت!
تر کرزي د ملاعمر سپی هم ښه دی ځکه ملاعمر يو نالوستی سړی دی او دا چې اته کاله يې په افغانستان کې د همدې کم لوست په زور څومره ناخوالې له منځه يوړې نو کرزی يې هيڅکله هم نه شي سيال کيدی.
تاسو نه شئ ښودلی چې د ملاعمر کورنۍ غلا کړې وي او يا يې ځمکه چور کړې وي!
تاسو نه شئ ښودلی چې د ملاعمر کوم وزير پر چا جنسي تېری کړی وي خو کرزی اوس هم په دوستم وياړي!
تاسو نه شئ ښودلی چې د ملاعمر په حکومت کې چا د ملا اخوند د فرمان خلاف کار کړی وي خو کرزی حتی د يو عادي پنجشيري او د ټلوالې د مامور د ځواب هم نه دی او په ډاګه يې په امضاء او فرمانونو ملنډې وهي!
خو د دې معنی دا هم نه ده چې ملاعمر دې د دې وطن واګي په لاس کې واخلي. که څه هم تر کرزي شريف دی خو دواړو وطن برباد کړ!


Samsor Afghan
16.04.2013

سلامونه
لرغونی ورور

د یو آزاد دیموکرات او ولس پاله نظام جوړول دومره آسانه کار نه دی له چی تاسو یی په خپلو ټکو کی ډیزاینوي.

یا داده چی تاسو هیڅ وخت عملا د حکومت د جوړولو قصد نه لری اویا د تروریستو مطبوعاتو لیدونکی او تمثیلونکی یاست.

ما آمان الله خان له کرزی سره نه ده مقایصه کړی بلکه یو مثال می د خلکو د طبعی خوی او خواص ورکړی.
او بله خبره دا چی ریس جمهور چی هر څومره قوی مدیر شی چی کابینه یی له قومی او د سمیی د سیاست او غښتلو په بنیاد جوړه وی ډیره نا ممکنه خبره ده چی هغه سل پر سله ټول اهداف لاس ته راوړی.
ډیر وخت نه دی پاتی څه کم یو کال وروسته به بل ریس جمهور راشی بیا به سره خبری وکړو چی څومره به موفق وی.

ستاسی ټکی می هم خوښ شوو


pattang
16.04.2013

هو ديموکراسي خپل کلتور لري او غواړي يې ! خو رشوت ،ظلم ، ناپوهي
جيب ډکول ددېموکراسي لپاره هيڅ وخت ضمينه نشي برابرولی !


larghonay laraway
16.04.2013

السلام عليکم!
ګوره سمسور صيب
دا چې کابينه خرابه ده خو کرزي جوړه کړې ده کنه؟
دا خو بهانه ده چې له بهره پرې تپل شوې ده. باور وکړه همغه خلک څه ناڅه ګوزاره کوي چې بهرنيانو پرې تپلي دي. په کابينه کې چې څومره غله، فاسد او ناکاره مافيايي کړۍ دي هغه ټول ده په خپله انتخاب کړې دي.
بله دا چې تاسو د يو کال وروسته خبره کړې ده!
ما خو په کراتو مراتو درته وويل چې کرزي او ملاعمر دومره خيانتونه وکړل چې راتلونکی حکومت څه چې راتلونکو پيړيو کې به هم پاک او جبيره نه شي.


Samsor Afghan
17.04.2013

پتنګ صیب

زه ستاسو له لیکنی سره موافق یم خو دومره باید پوه شو چی هر ملک دا سلسلی تیری کړی په انډیا کی اوس هم ډير پراخ فساد روان دی همداسی په پاکستان کی او حتی په سوټ امریکا یعنی برازیل چیلی کولمبیا پانامه او نور ملکونه یی هلته هم همدا کړنی کیژی خو فرق یی دومره دی چی هغوی له مونژ مخکی کړی او زمونژ حکومت او ملت یی اوس شاهد دی.
او یو بل ستر مشکل زمونژ د ټولنی داده چی دا د مجاهدینو حزبونو ژور که هر وخت کم شی بیا به یو څه فساد هم کم شی.


larghonay laraway
18.04.2013

نه سليمان خېل صيب!
فساد تر فساده ده!
فساد خو په ټوله نړۍ کې شتون لري خو دومره له شرمه ډک نه دی لکه کرزي چې شروع کړی دی.
بله دا ده چې نوره نړۍ د خپل هېواد لپاره فساد کوي خو کرزی يې دخپلو لنډغرانو شماليان، قاچاقبرې او مافيايي ډلې او کورنۍ لپاره
بل توپير يې دا دی چې نورې نړۍ که فساد کړی نو څه ناڅه مخ په وړاندې هم تللې خو کرزي دومره خيانت وکړ او افغانستان کې يې دومره درزونه، ناقانونۍ او ناخوالې رامنځته کړې چې په پيړيو پيړو به جبيره نه شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more