د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


ع کريم حليمي
26.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

عادل صاحب ليکي ٠ د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 24, 2004 7:58 am
[color=blue:002e0223ce]دريم غروال صاحب په ورځ د قيامت چې الله پاك قاضي وي او رسول عليه السلام ولاړ وي نو زه او تاسي به د خپلو خبرو جواب هلته بيا وركوي نو بيا به درته معلومات وشي چې ..... [/color:002e0223ce]

عادل صاحب تاسو ولي دومره غرور کوۍ چه خدای قاضي وي ته کوم سند په لاس کښي لرۍ ٠ دا کوم سند دي
چه ستاسو سره سته او غروال صاحب ئې نه لري ٠
ايا په عبادت غره ئې ٠
د قيامت هغه ورځ ده چه د نبي کالي ئې درکړي وي چه اغوستي دي وي پايده به درته ونکړي ٠
داسي غرور خوښه نه دي ٠ فکر کوه چه سردار عالم داسي فرمايي
صحيح البخاري
كتاب الجهاد والسير
[u:002e0223ce]باب لا يقول فلان شهيد [/u:002e0223ce]
حدثنا قتيبة، حدثنا يعقوب بن عبد الرحمن، عن ابي حازم، عن سهل بن سعد الساعدي ـ رضى الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم التقى هو والمشركون فاقتتلوا، فلما مال رسول الله صلى الله عليه وسلم الى عسكره، ومال الاخرون الى عسكرهم، وفي اصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم رجل لا يدع لهم شاذة ولا فاذة الا اتبعها يضربها بسيفه، فقال ما اجزا منا اليوم احد كما اجزا فلان‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اما انه من اهل النار ‏"‏‏.‏ فقال رجل من القوم انا صاحبه‏.‏ قال فخرج معه كلما وقف وقف معه، واذا اسرع اسرع معه قال فجرح الرجل جرحا شديدا، فاستعجل الموت، فوضع نصل سيفه بالارض وذبابه بين ثدييه، ثم تحامل على سيفه، فقتل نفسه، فخرج الرجل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال اشهد انك رسول الله‏.‏ قال ‏"‏ وما ذاك ‏"‏‏.‏ قال الرجل الذي ذكرت انفا انه من اهل النار، فاعظم الناس ذلك‏.‏ فقلت انا لكم به‏.‏ فخرجت في طلبه، ثم جرح جرحا شديدا، فاستعجل الموت، فوضع نصل سيفه في الارض وذبابه بين ثدييه، ثم تحامل عليه، فقتل نفسه‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم عند ذلك ‏"‏ ان [color=red:002e0223ce]الرجل ليعمل عمل اهل الجنة فيما يبدو للناس، وهو من اهل النار، [/color:002e0223ce][color=blue:002e0223ce]وان الرجل ليعمل عمل اهل النار فيما يبدو للناس، وهو من اهل الجنة ‏"‏‏.‏ [/color:002e0223ce]
[color=red:002e0223ce]ته وائې دا اعمال ئې د اهل جنت دي ٠ خو هغه به اهل النار وي ٠ خدای دي موږ او تاسو ټوله د اوره وساتي [/color:002e0223ce] داسي مه کوه چه نور خلګوته د اهل النار په سترګه ګورې ٠
يوازي الله خبر دي ٠ د فضل نارې وهه ٠ که ئې فضل نه وو ٠ په عمل دي څه نده جوړه ٠ د يوې سترګي په مقابل
کي به دي ټول اعمال خلاص سي ٠
بسمه تعالی [color=blue:002e0223ce]٠يَأَيهَا الانسنُ مَا غَرَّك بِرَبِّك الْكرِيمِ [/color:002e0223ce]
تفسير : يعني هغه کريم رب ايا د دئ خبري وړ و چه ته خپل جهل او حماقته د هغه په حلم او کرم باندي ډاډه سوئ
سر به دي غړاوه ٠ تاته خو داښه وه چه د هغه له دې کرم څخه به شرمېدې او د حليم له قهره څخه به ډېر ويرېدې
ولي چه الله تعالی ډېر کريم دي خو ورسره منتقم او حکيم هم دي نو که دا تيرواته او غرور نه دي نو څه دي
ته ئې په يوه صفت پېژنې او له بله صفته ئې سترګي پټوې
[color=brown:002e0223ce]بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ[/color:002e0223ce]
ترجمه : نه دي (دا غرور ستامناسب ) بلکه دروغ وايئ تاسي په ورځ د جزا باندي
طالبانو غرور کاوه پای ئې څه سوو ٠ که ئې غرور نوي کړي ٠ نو ولي خدای داسي وکړه ٠ چه ٠٠٠٠
دا مځکه د امتحان ځای دي ٠ تاسو دي خدای له ناکامۍ راوساتي سره زما
لهوالحدث مه ليکه ٠
مبارک فرمايي
باب قتال المسلم ‏‏

اخبرنا اسحاق بن ابراهيم، قال انبانا عبد الرزاق، قال حدثنا معمر، عن ابي اسحاق، عن عمر بن سعد، قال حدثنا سعد بن ابي وقاص، ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ قتال المسلم كفر وسبابه فسوق ‏"‏ ‏.‏

د مسلمان وژل کفر دي او په عذابول (cursing , swearing , abuse , libel )ئې فسوق دي ٠ نوولي و قتل ته د مؤمن خلګ هڅوئ ٠ دخدايه نه ډارېږئ

ولقد سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول يخرج من امتي قوم يسيئون الاعمال يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم قال يزيد لا اعلم الا قال يحقر احدكم عمله من عملهم [color=red:002e0223ce]يقتلون اهل الاسلام [/color:002e0223ce][color=blue:002e0223ce]فاذا خرجوا فاقتلوهم[/color:002e0223ce] [color=red:002e0223ce]ثم اذا خرجوا فاقتلوهم[/color:002e0223ce] [color=darkred:002e0223ce]ثم اذا خرجوا فاقتلوهم [/color:002e0223ce]فطوبى لمن قتلهم وطوبى لمن قتلوه كلما طلع منهم قرن قطعه الله عز وجل فردد ذلك رسول الله صلى الله عليه وسلم عشرين مرة او اكثر وانا اسمع‏.‏



Adil watanmal
26.10.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
حليمي صاحب وخت ډير نلرم خو بيا هم يوڅو ټكي به درته وليكم

ستاسي ددينه په وړاندي ليكنه كي مو چې كوم مهرونه استعمال كړي نو هغه هيڅ رنګ نلري. شايد چې د خبري په مطلب پوه شوي ئې
[color=yellow:7e7e016d45]عقلمند ته اشاره كافي ده[/color:7e7e016d45]

[color=blue:7e7e016d45]اخريني ليكني ته به مو راشم.[/color:7e7e016d45]
ګرانه زما هر ليكنه پر تاسو سرګرځوي و د لوستولو څخه وړاندي ورته جزباتي شي كه لږ په غور او سوچ زما ليكنه ته وه ګوري نو د ليكل شوي الفاظو څخه زما مقصد دا په ډاګه كېږي چې غروال صاحب مونږ او تاسي چې څه ليكو ددي پوښتنه به را څخه كيږي او جواب به ئې وايو نه دا چې تير په هير نه جناب مونږ هر يو د خپلي ليكني مسول يو نو د ليكلو پر وخت بايد د اسي الفاظ ونه كارو چې په هغه ورځ ئې بيا جواب نشو ويلي. او شرمنده ولاړ يو. او زه او تاسي ټول به په روځ د قيامت د خداي پاك په مخ كي دريږو نو بيا به هرسړي د خپلو ليكنو جواب وايي او د حق معلومات به ورته وشي چې د چا سره دي.
[color=yellow:7e7e016d45]حليمي صاحب د غرور په اړوند مو چې نصحيت ليكلي زه درسره بلكل موافق يم [/color:7e7e016d45]او انسان بايد چې په خپلو اعمال غرور ونكړي ځكه جنت ته تګ او د جهنم نه نجات په اعمالو نه كيږي بلكي د الله پاك په فضل كيږي خو كاشكي ذكر شوي نسخه لومړي پرځان تطبيق كړي.
[color=darkblue:7e7e016d45](((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ (44))))[/color:7e7e016d45]

[color=white:7e7e016d45]تاسي دغه حديث ذكر كړي او زه به ئې څه تشريح وكړم.[/color:7e7e016d45]

((ولقد سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول يخرج من امتي قوم يسيئون الاعمال [color=yellow:7e7e016d45]يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم [/color:7e7e016d45]قال يزيد لا اعلم الا قال يحقر احدكم عمله من عملهم يقتلون اهل الاسلام فاذا خرجوا فاقتلوهم ثم اذا خرجوا فاقتلوهم ثم اذا خرجوا فاقتلوهم فطوبى لمن قتلهم وطوبى لمن قتلوه كلما طلع منهم قرن قطعه الله عز وجل فردد ذلك رسول الله صلى الله عليه وسلم عشرين مرة او اكثر وانا اسمع‏.‏)))

[color=blue:7e7e016d45] ريښتا ده چې اوس داسي وخت راغلي چې ځان ته به مسلمان وايي او چې ورته وواي چې الله پاك فرمايي:[/color:7e7e016d45]
[color=darkred:7e7e016d45]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَاناً مُبِيناً (144)[/color:7e7e016d45]
[color=yellow:7e7e016d45]خو هيڅ اثر به پري نه كوي ځكه حقيقتاَ يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم [/color:7e7e016d45]او تعجب خبره خو لا داده چې د كفارو سره د اړيكو ټنګو لپاره به شپه او ورځ كوشش كوي خو ګرانو لوستونكو ددغه كار سبب هم الله پاك په ډاګه كړي:
[color=darkred:7e7e016d45]فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (52)[/color:7e7e016d45]
[color=white:7e7e016d45]
ان شاء الله چې وخت به ثابته كړي چې څوك به پښيمانه شي.[/color:7e7e016d45]
حليمي صاحب ډير په ښه ځاي كي مو دا حديث ذكر كړي الله پاك دي درته اجر دركړي حقيقت همدا دي چې اوس هم داسي خلك شته چې ځانو ته مسلمانان وايي خو د قرآن كريم اياتونه ئې د حلق نه لاندي نه ځي او د الله پاك قانون پر ځاي د انسان د لاس جوړ شوي قانو غواړي او د الله پاك دغه قول كې فكر نه كوي:

[color=darkred:7e7e016d45]أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (50)[/color:7e7e016d45]

[color=white:7e7e016d45]او بعض خو ئې لا دا خبره هم كوي[/color:7e7e016d45]

[color=darkred:7e7e016d45]وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11)[/color:7e7e016d45]
[color=white:7e7e016d45]خو الله پاك بيا فرمايي:[/color:7e7e016d45]

[color=darkred:7e7e016d45] أَلا إِنَّهُمْ هُمْ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لا يَشْعُرُونَ (12)[/color:7e7e016d45]

حليمي صاحب وخت راسره اوس كم دي كنه نو ډير زيات اياتونه به مي اوس درته ښودلي وايي چې د ډيرو خلكو د حلق څخه نه كښته كيږي.

----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
26.10.2004

درنو طالب جان ، طالب خان ، عادل ،اسلام دوست او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته.
وايي چې سياسې علاقې دد دايرې له شکل څخه د مربع شکل جوړوي. دا کار اوس پر ځينو ملا صيبانو هم شوی دي اود اياتونو يوه پنځمه يا لسمه برخه، چې ايت اصلأ د طبيعت ، ځمکې اواسمانونو د خلقت او د ستورو يا شمسي نظام په هکله د الله تعالی اعجاز ، احکام او امرونه بيان کړي وي، خو سياسي ملاصيب يې دغه د امرونو برخه ترې را بيلوي او د حکومت او سياسي ﻻنجو په برخه کې يې د ځان په ګټه کاروي.:

[quote:438a5ba2fd]أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف [/quote:438a5ba2fd]

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو .

مترم حليمي صاحب دا چم رسوا کوي او د بشپړ ايت شريف د رانقلولو سره ورته دسې ځليمانه او استادنه ځواب فرمايي:

[quote:438a5ba2fd]ګرانه وروره داخبره خو داسي نه ده ٠ چم کوې دلته يعني خپل مطلب په رشتيا کوې اوبس ٠ داسي مه کوه
اصلي مطلب داسي دي

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِى خَلَقَ السمَوَتِ وَ الاَرْض فى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ استَوَى عَلى الْعَرْشِ يُغْشى الَّيْلَ النهَارَ يَطلُبُهُ حَثِيثاً وَ الشمْس وَ الْقَمَرَ وَ النُّجُومَ مُسخَّرَتِ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الخَْلْقُ وَ الاَمْرُ تَبَارَك اللَّهُ رَب الْعَلَمِينَ(54)
[/quote:438a5ba2fd]

(( ترجمه : بېشکه چه رب ستاسي الله دی هغه (الله) چه پېداکړي ئې دي اسمانونه او مځکي (او هغه شيان چه د دوی په
منځ کښي دي )په ((مقدار د)) شپږو ورځو کښي بيا ئې استوا وکړه پرعرش پټوي (تياره د) شپې په (رڼا د) ورځي
چه طلب کوي هره يوه بل لره په تلوار سره او (پيداکړي ئي دی) لمر او سپوږمۍ او ستوري حال داچه مسخره (منقاد)
کړې شوي دی امر ((حکم)) د الله ته ، خبردارشئ چه ((خاص)) الله لره دی پيدا کول او امر (حکم فرمايل)
لوی برکت والا دی الله چه رب (پالونکی ) د ګردو (ټولو ) عالميانو (دجهان) دی ))

سياسي ملا به نو خود له يوه بل حقيقت نه هم کورټ منکريږي او وايي چې په ټولټاکنو کې درايو د مستحقو افغانانو صرف 10 % وګړو برخه اخيستې ده چې هغه هم د سياسي ملا په خيالپلو کمونستان وو:
[quote:438a5ba2fd]
زه په پوره ايماني جرأت سره دا ادعاكوم چي په نهوجنوبي اومشرقي ولاياتو لكه زابل‘ارزګان‘هلمند‘پكتيا‘پكتيكا‘كونړ‘نورستان اوننګرهار كي له سره ټاكني شوي ندي.البته دخوست اوغزني په مراكزوكي ځيني زاړه كمونيستان رايواچولو ته راغلي وو.له بله پلوه په كابل اوشمالي ولاياتوكي هم دخلكو ګڼه ګوڼه خوراكمه وه.دراجسترشويو يو ميليون خلكو له ډلي نه ايله په مټي 10% خلكو رايه واچوله
. [/quote:438a5ba2fd]
همغه بي بي سي چې تاسو هم پرې تکيه کړې او زه يې هم اورم ، وايي او ٩٨٪ يا څه دپاسه ٨ ميليونه رايي شميرل شوي دي، بي له هغو صندوقونو څخه چې د ملګرو ملتونو د کنترول کميسيون په قرانطين کې اچولي او نه دي شميرل شوي . نو وروره که ستا سې پورتنۍ ادعا د يوې اوربشي په قدر هم حقيقت لرلای، نو دا اته ٨ ميليونه رايې له کوم ځايه څخه وشميرل شوې، پردې خو هغه مات شوي کانديدان هم څه نيوکه نلري. ، چې له هرراز بهانو څخه کار اخلي .

دغه راز ترشاګردانو پورې ملا صيب له سيلمې دا سی حقايقوته هم دحپل مطلب په خلاف تن نه ږدي چې دمثال په توګه ووايو : خمکه . الارض او زمين يوشی دي او د کور ، خانه يا House څخه هم مطلب (مفهوم) يو دی.: ځکه ،
[color=blue:438a5ba2fd]په عين ډول ديموکراسي ، اولسواکي يا امت واکي دريواړه د حکومت شکل بيا نوي، او ماهيت يې دادي چې د حکومت بنسټ د اولس يا امت اراده ده. دا بيا دوهمه خبره ده چې د اولس يا امت د ارادې تشکل په اروپاکې دنورو ارزښتو نو او په اسلامي هيوادونوکې طبعأ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ تر سره کيږي . او په دې توګه ديموکراسي بيل بيل ډولونه او شکلونه اختياروي لکه : ليبراله ديموکراسي، ملي ديموکراسي، اسلامي ديموکراسي ، خلقي ديموکراسي او سوسيالستي ديموکراسي او داسې نورشکلونه .
مونږ هيڅډول فرق نه منو چې په افغاستان کې دې د مسلمان ملت اولسواکې يو شی او امت واکي دې بل شی اوسي . هغه څه چې په اسلامي امت واکۍ کې اساس دی، هغه به په افغاني اولسواکې هم اساس جوړوي : وګورئ په ټولونوموړو اولسواکيوکې ( له خلقي او سوسيالستي اولسواکيو پرته چې د ريو سرګندونه په کې ازاده نه وه) په ټولو کې داولس ازاده اراده مشترک بنسټ دی، چې د عامې،سري، ازادې اوعادﻻنه رايګيرۍ پر اساس تبارز مومي او پلې کيږي. . تر دې وروسته چې کومې ټولټاکنې کيدې لويځوالو به ليبراله اولسواکي، ختيزې اروپا کې به خلقي يا سوسيالستي اولسواکي غوره کيدله، او دغه راز هم اسلامي امت واکي او په ځينو هيوادونو کې ملي اولسواکي پلې کيدلی شي. الحمد ل الله اسلام د خلفاو له وخته اسلامي امت واکي پيژني ، افغا ن سيد جمال لدين يې هم د ټول اسلام د امت له پاره ( د شورايت په نامه ) غوښتنه کوله او يوه ځلانده سابقه لري. مونږ په دې وياړو چې اسلامي امت واکي له اروپايي ديموکراسۍ څخه ډيره وړاندې په ٧ عيسوي پيړۍ کې منځته راغلی وه ، کوم وخت چې ارپايانو ﻻ د وحشت په تورتم کې ژوندکاوه خو د اسلام خلفاو د امت واکۍ رڼا خپره کړې وه. خو دغه رڼا وروسته په سلطنتي ذلت او ظلمت بدله شوه، په تير بيا د طالبانو په کرغيړنه دوره کې يې له سلطنت پرته يې هم د ظلمت بدترينه ولکه رامنځته کړه !
نومهربانې وکړئ که د اسلامي اولسواکۍ يا اسلامي امت واکۍ ره دوښمني نه لرئ ، نو دغوښتنې ، او ليکنې پرې وکړئ او دافغانستان مسلما ن اولس امت واکۍ ته راوبولئ او د امت واکۍ ، يعنې اسلامي اولسواکۍ په ﻻره کې هم د امريکايانو او هم دلويديځ د ليبرالې اولسواکۍ پر ضد اولس مبارزې ته راوبولئ ، چې اولس مو غږ واوري. او اجرونه مو نصيب شي. ولې نور دا ړانده غونډاري مه ولئ چې ګواکې هره ديموکراسي ليبراله ده اوپه دې ډول هره اولسواکي لويديځواله وبلل شي. په درنښت .[/color:438a5ba2fd]


م ن غروال
26.10.2004

محترم ورور ښاغلۍ حليمي صاحب حضور ته مو د بنده احترامات ومنئ!
ستاسو لخوا د هغوئ پام يوې بارزښته اسلامي کلتور او مشور ې په مناسبت د بنده يو عالم مننې قبول کړئ٠
که د بې نياز خالق د هادي د نوم برکت نه وائ نو زه به هم د ابليس له ډلې وائ٠ يا به هم له ابليسه بد تر وائ٠ زه مې د خپل لاشريک رب څخه خورا زيات شکر ګذاره يم چې د محمدي طيبې کلمي مؤمن لايق يي بللۍ يم٠ په همدې بنسټ او ايمان لرم چي د خپلو کړو به د هغه د شأن مقام ته ودريږم٠
زه چې څه ليکم او وايم د خپل افغان مسلمان ولس د امن او د يوې وچې يا لمدې ډوډۍ د رسيدو لپاره او په هېواد کي د جګړې د پاي، او افغان او مسلم ملي يووالې او په ګران افغانستان کي د يوه قانوني حکومت د جوړېدو، په هدف او ارمان يي ليکم او بس!!!
[color=yellow:2184c281b6]زه غروال غرنۍ سړۍ يم ريښتيا وايم.................... بس دا مي ايمان دي که ثواب دي يا ګنا[/color:2184c281b6]
د زړو مالک پاک مقتدر لوئ الله ج دي بس زما دې خداي پاک په دين اود نيا غاړه بنده لري او د هغه له مبارک دربار څخه هر څه زر تر زره د خپل نيت او دخپل مرام دجزأ غوښتونکۍ هم يم ٠ او پاتې شول هغوئ چې د اسلام په نامه، د اسلام د بدنامۍ سبب شول او د جهاد او شهادت په وياړ يي د نېستۍ خاورې ورپاشلې او ملت يي په کوم د ورکېدو او تباهۍ کندو کي تم کړ او نن د هرې بدبختۍ مسئولين او مجرمين ګڼل کيږي، هغه به هغه عادل او بصير او خبير ذات هم په دغه دنيا او هم په هغه دنيا د خپلو اعمالو جزأ ورکړي لکه چې ګورو يي٠
ښاغلۍ حليمي صاحب څومره لوئ او با ارزښته شۍ دي، منطق!
په درناوې



ع کريم حليمي
27.10.2004

محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته

عادل صاحب ليکي ٠ د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 25, 2004 6:15 am
(وروره د پوښتني په اړوند به دومره ووايم چې عقل دا نه مني چې يو سړي چې څه غواړي او د څه مخالف وي او بيا دي هغه نه پيژني زه ديمكراسي ډيره ښه پيژنم او پدي هم پوهيږم چې ستاسي د پوښتني مطلب څه دي؟؟؟؟؟؟؟ )

نه وروره ولسواکي نه پېژنې ٠ که تاسو پېژندلای ٠ نوهيڅکله به مو د صليبيانو اجار نه بللی ٠
ولي د چه اولسواکۍ دود تر موسی ع او عيسی ع هم د مخه دي ٠
هغه وخت چه د اولسواکۍ ږغ پورته سو ٠ نه عيسی وو او نه موسی
داسي لاهم وه چه عيسايانو هم تر ډېر اولسوکي نه غوښته ٠ لکه طالبان
هغه چا چه د ولسواکۍ ږغ پورته کۍ ٠ نو د ملک خلګو ئې ډېر خدايان جوړکړي وه
چه دغه ئې نومونه ديAphrodite،Apollo ، Ares ، Artemis ،Demeter
Zeus ،Dionysus ،Hermes ،Hephaestus ،Poseidon ،Athena٠
د ولسواکۍ غوښتونکي دغه خدايان هم نه منل ٠ او يوازي ئې طبيعي اخلاق منل ٠
او ويل ئې چه طبيعي اخلاق د تغيرېدو نه دي ٠
نو تاسو ولي ولسواکي د عيسايانو کڼۍ ٠ داسي معنا نه لري ٠
ايا ويلاي سي چه ولسواکي ٠ چه ولسواکي ٠ د کافر انسان نظر دي ؟؟
او يا موږ ويلاسو چه د اسلام دين د عربو دين دي ٠ که شريعت محمدي دي !
ولسواکي د يورپ ملايانو ( ربانيون) هم نه غوښته ٠ تر څو چه انقلاب خلګو وکړي ٠ نو ولسواکي راغله ٠ د سرو
په بيعه ٠
تاسو هم د اسلام ربانيون ياست ٠ نن ولسواکي نغواړۍ ٠

ګرانو ٠ دغه حديث : ((ولقد سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول يخرج من امتي قوم يسيئون الاعمال يقرءون القرآن لا يجاوز حناجرهم قال يزيد لا اعلم الا قال يحقر احدكم عمله من عملهم يقتلون اهل الاسلام فاذا خرجوا فاقتلوهم ثم اذا خرجوا فاقتلوهم ثم اذا خرجوا فاقتلوهم فطوبى لمن قتلهم وطوبى لمن قتلوه كلما طلع منهم قرن قطعه الله عز وجل فردد ذلك رسول الله صلى الله عليه وسلم عشرين مرة او اكثر وانا اسمع‏.‏)))

خو د هغو خلګو په باره کښي نه دي ٠ د ملايانوته خطاب کوي ٠ او بعضي ملايان به وي چه قرانونه لولي
او ايمان به ئې تر ستوني نه وي ورکښته سوۍ ٠
تاسو به هيڅ کله ملانوي ليدلۍ چه دغه احاديث ٠ په خطبه کي ولولي ٠
يوازي شپه او ورځ هغه احاديث لولي چه عواموته پکښي اشاره وي ٠ زما و ظيفه ئې ګڼم چه ملايانو ته هغه احاديث تبلغ کړم ٠ چه و ملاته اښاره پکښې وي ٠
لکه دغه ٠
مبارک فرمايي
باب قتال المسلم ‏‏

اخبرنا اسحاق بن ابراهيم، قال انبانا عبد الرزاق، قال حدثنا معمر، عن ابي اسحاق، عن عمر بن سعد، قال حدثنا سعد بن ابي وقاص، ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏[u:40c9366d0a] قتال المسلم كفر وسبابه فسوق [/u:40c9366d0a]‏"‏ ‏.‏

د مسلمان وژل کفر دي او په عذابول (cursing , swearing , abuse , libel )ئې فسوق دي ٠ نوولي و قتل ته د مؤمن خلګ هڅوئ ٠ دخدايه نه ډارېږئ

ايې ملايانو ږغ پورته کړي ٠ چه د مسلمان وژل کفر دي ٠
[color=red:40c9366d0a]وما علينا الاالبلاغ المبين[/color:40c9366d0a]


نقاد
27.10.2004

درنو طالب جان ، طالب خان ، عادل ،اسلام دوست او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته.
وايي چې سياسې علاقې دد دايرې له شکل څخه د مربع شکل جوړوي. دا کار اوس پر ځينو ملا صيبانو هم شوی دي اود اياتونو يوه پنځمه يا لسمه برخه، چې ايت اصلأ د طبيعت ، ځمکې اواسمانونو د خلقت او د ستورو يا شمسي نظام په هکله د الله تعالی اعجاز ، احکام او امرونه بيان کړي وي، خو سياسي ملاصيب يې دغه د امرونو برخه ترې را بيلوي او د حکومت او سياسي ﻻنجو په برخه کې يې د ځان په ګټه کاروي.:

[quote:acbeb88bd4]أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف [/quote:acbeb88bd4]

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو .

مترم حليمي صاحب دا چم رسوا کوي او د بشپړ ايت شريف د رانقلولو سره ورته دسې حليمانه او استادنه ځواب فرمايي:

[quote:acbeb88bd4]ګرانه وروره داخبره خو داسي نه ده ٠ چم کوې دلته ،يعني خپل مطلب پرې رشتيا کوې اوبس ٠ داسي مه کوه
اصلي مطلب داسي دي

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِى خَلَقَ السمَوَتِ وَ الاَرْض فى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ استَوَى عَلى الْعَرْشِ يُغْشى الَّيْلَ النهَارَ يَطلُبُهُ حَثِيثاً وَ الشمْس وَ الْقَمَرَ وَ النُّجُومَ مُسخَّرَتِ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الخَْلْقُ وَ الاَمْرُ تَبَارَك اللَّهُ رَب الْعَلَمِينَ(54)
[/quote:acbeb88bd4]

(( ترجمه : بېشکه چه رب ستاسي الله دی هغه (الله) چه پېداکړي ئې دي اسمانونه او مځکي (او هغه شيان چه د دوی په
منځ کښي دي )په ((مقدار د)) شپږو ورځو کښي بيا ئې استوا وکړه پرعرش پټوي (تياره د) شپې په (رڼا د) ورځي
چه طلب کوي هره يوه بل لره په تلوار سره او (پيداکړي ئي دی) لمر او سپوږمۍ او ستوري حال داچه مسخره (منقاد)
کړې شوي دی امر ((حکم)) د الله ته ، خبردارشئ چه ((خاص)) الله لره دی پيدا کول او امر (حکم فرمايل)
لوی برکت والا دی الله چه رب (پالونکی ) د ګردو (ټولو ) عالميانو (دجهان) دی ))
دلته جوته ښکاري چې د شمسي نظام او نورو ستورو کردش ټول د الله تعالی په امر صورت نيسي، نه د باطلو معبودانو لکه بتانو او داسې نورو چې کفارو به ورته منسوبول ، دلته دخدای د امر او حکم مطلب همدادی او بس. څرګنده ده چې د سياسي ملا صيب خاص مقصد په دې ايت کريمه هم نه پوره کيده چې الله تعالی
فرمايي: اطيعوا لله واطيعوالرسول و اولی الامر منکم. ځکه اولی الامر به د اسلامي خلا فت له پاره هم د اسلامي امت له خوا(د امت په بيعت) ټاکل کيدل .

سياسي ملا دغسې له يوه بل حقيقت نه هم کورټ منکريږي او وايي چې په ټولټاکنو کې درايو د مستحقو افغانانو صرف 10 % وګړو برخه اخيستې ده چې هغه هم د سياسي ملا په خيالپلو کمونستان وو:
[quote:acbeb88bd4]
زه په پوره ايماني جرأت سره دا ادعاكوم چي په نهوجنوبي اومشرقي ولاياتو لكه زابل‘ارزګان‘هلمند‘پكتيا‘پكتيكا‘كونړ‘نورستان اوننګرهار كي له سره ټاكني شوي ندي.البته دخوست اوغزني په مراكزوكي ځيني زاړه كمونيستان رايواچولو ته راغلي وو.له بله پلوه په كابل اوشمالي ولاياتوكي هم دخلكو ګڼه ګوڼه خوراكمه وه.دراجسترشويو يو ميليون خلكو له ډلي نه ايله په مټي 10% خلكو رايه واچوله
. [/quote:acbeb88bd4]
همغه بي بي سي چې تاسو هم پرې تکيه کړې او زه يې هم اورم ، وايي او ٩٨٪ يا څه دپاسه ٨ ميليونه رايي شميرل شوي دي، بي له هغو صندوقونو څخه چې د ملګرو ملتونو د کنترول کميسيون په قرانطين کې اچولي او نه دي شميرل شوي . نو وروره که ستا سې پورتنۍ ادعا د يوې اوربشي په قدر هم حقيقت لرلای، نو دا اته ٨ ميليونه رايې له کوم ځايه څخه وشميرل شوې، پردې خو هغه مات شوي کانديدان هم څه نيوکه نلري. ، چې له هرراز بهانو څخه کار اخلي .

بل ځای مو ليکلي :

[quote:acbeb88bd4]د.. بُش اوكيري مثال به ستاسي مخي ته كيږدم.تيره اونۍ يى دخپلي مناظرې پرمهال يوه هم بل ته په ناوړه نامه خطاب ندى كړى.هغوي چي مسيحيان دي دومره ظرفيت لري. تاسي خوشكرمسلمانان ياست.ولي بايد دومره له سياسي اخلاقوعاري ژبه وكاروۍ؟ [/quote:acbeb88bd4]
هو ، منم چې د مسلمان اخلاق بايد له هر چا څخه لوړ وي ، او شکر دی لوړ دي، خو هير مو نشي چې تاسو دلته دوه تيروتنې کړي دي، يو داچې ستاسد د اند بر عکس د بوش او جان کيري سليقه د مسيحيت سرهېڅ ډول تړاو نه لري ، څه چې لري هغه يې له اولسواکۍ او سياسي کلتور څخه خپل کړي، نه له مسيحيت څخه. دويم دا چې زما هغه الفاظ چې تاسو يې ښه نه بولئ، حتمأ هغه جګړه مارو ډلو ته راجع دي چې په ناشروع توګه يې دهيواد واکمني غصب کړې او په زر ګونو بي ګناه افغانان يې د قدرت له پاره د قدرت په وخت کې وژلي دي. دا خاينې او جنايت کاره ډلې خلق ، پرچم، مجاهدين دوتميان ستميا او طالبان وو. دا دهر افغا لم حق دی، تر څو پورې چې دغه کسا ن نيول شوي، محاکمه شوي او پر سزا رسيدلي نه وي، لږ تر لږه يې په درانده نوم ياد نکړي او خپله کرکه ترې د حق په ويلو او د حق په ياد او ژوندي ساتلو سره سره څرګنده ړي. دظلم يرول او تبرئه ول پپله د يو بل ظلم د پلي کولو لپاره مقدمه ايښودل دي. نن هر ظالم کروپ دا نارې وهي او پوښتنه کوي چې ظلم چا نه دی کړي؟ نو تير په تير ، څو دوی په کې تير شي. خو ظلومان د حق او عدالت غوښتنه کوي او هر جنايتکار د فرد فرد په توګه محکمې ته راکشول غواړي ، او دا به کيږي ، دا د هرافغان حق دی. دا خبره ما څولې مخکې هم تکرار کړې ده، نو ځکه ستاسو ﻻنديننۍ نيوکه بيځايه او بي مورده بولم :

[quote:acbeb88bd4]نووروره لري به نه ځو.ستاسي همدغه ليكنه ماشاألله دتعقل او تمنطق شاهكار ده.تاسي خپله دغه لاندي ليكلي جمله په غور ولولۍ:
اقتباس:
(( د طالبانو د ژوبڼ دوره ددېولو وحشتونو سرتاج او و د ځنګليانو غوبل نه و؟ ))[/quote:acbeb88bd4]
وروره تا بيا هم په همدغه ليکنه کې چې وايې ، زما مطلب هيڅکله ذاتي تيری نه دی، داسې پر ما بهتا ن لګولی دی:
[quote:acbeb88bd4]داشوني ده چي تاسي به دانترنيټ دكاروني له امله له مختلفو جهاتو معاش اخلۍ خونورخلك بيادانټرنيټ دكاروني لپاره له جيبه پيسې كاروي[/quote:acbeb88bd4]
يو بل ځای مو صريح ادعا کړې چې له کليسا او صليبيانو څخه خوبه راشن او نورې مرستې نه اخلی؟ نو طلبه وروره طالب او چړي ته يې ، او دبل چا د وظيپو خوراک او سوالونه کول به زما کار وي؟ اوکه ته وايې چې دا شونې ده، نو ورره دا کوم عدالت او صلاحيت دی چې د شونتيا او امکان له مخې خپله بدګماني د حکم يا لږ ترلږه د رښتيا ويلو په شکل صادروئ؟ ايا دا هم خپل کوم ډول اخلاق بولئ؟ شونې خو داهم ده، چې خدای مکړه ته کافر شې، نو ايا زه بايد ددې امکان له مخې پر تا د کافر تور ولګوم او کافر دې وبولم ؟ ماته خو نه زما وجدان اونه منطق دا اجازه راکوي چې څوک نه پيژنم او نه پرې ثبوت او شواهد ولرم ، دمره سخت تهمت پرې ووايم. نعوذ با لله من ذالک .
بل ځای ليکئ :
[quote:acbeb88bd4]پاتي شوه داسلامي امارت خبره نو وروره دهغو بيچارګانو پښه پخپله پايڅه كي بنده وه.....طالبانو وروڼو دواك دويشلو پلان درلود خوهغه دچاخبره مخ كي له دى چي دخدايداد نوم پوره واخلي صليبيانو ورباندي دترهګرۍ ټاپه ولګوله. [/quote:acbeb88bd4]
وروره مونږ دې خداې د عيسويانو او لويديځوالو له پلوي څخه وساتي ، خو کومې لوبې او سياسي وحشت چې طالب د الاقاعدې په مشرۍ زمونږ پر هيواد او هيواد والو وچلاوه ، مون مچبوروي چې کرکه ترې ښکاره کړو. دا کرکه د هيواد والو مسلم حق دی، او د لويديځوالو د پلوي معی نه لري . نو ځکه بايد پښت چې ايا
دا يواځې يوه تشه ټاپه د طرهګرۍ وه چې ستاسې په قول صليبيانو پرې و لګوله، که د سپتمبر د ١١ نيټې د بريد بي سارې سترې ترهګرۍ هم واقعيت درلود، چې د لمر په څير اوس په دوه ګوتو نه پټيږي؟

تاسو زما پر حو صله ملنډې وهل او ليکئ:
[quote:acbeb88bd4]وروره !داسي ښكاري چي دقلم څوكه دي هم دحوصلې په ډول ماته ده.دلته خوڅوك په ګرانه ستاسي په املاء او انشاء پوهيږي.دپاي له جملې نه ستاسي موخه څه ده؟؟؟ [/quote:acbeb88bd4]
ما ليکلي و چې :
که د هر لويديځ هيواد د اساسي قانون مادې په کلي توګه خلکو د حقه حقوقو په اړه دلته معرفي کړئ، ښايي د لوستونکو په ذهنيت کې به خپلې پښې پر تبرګو ووهئ. او مونږ يې خو يې ځکه نه معرفي کوو چې د له يوې خوا زمونږ د غربي ديموکراسۍ له ليبراليزم سره ورانه ده ، او نه يې غواړو، او له خوا هغه څهچې مونږ يې په نړيوال کلتور کې مثبت هم تثبيت کړو، نو د را کاپي کولو سره يې مخالف يو، ځکه چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سمون ونه لري، قبلولی يی نشو ، چې هر شی وي.
خو دا ستاسې له پاره هسې يوه بهانه وه ، ځکه څوک چې خپله پوښتنه سمدلاسه پخپله ځوابوي، د هغه مطلب پوښتنه نه، بکې د يو اتها م د لګولو له پاره يوه پلمه
لټول وي. او دا کار تاسو په دې جملو کې د خپلې پوښتنې په ځواب کې داسې کړی دی :

[quote:acbeb88bd4]حقيقت دادى چي همدا تاسي ياست چي له ډمو-كراسۍ نه مويوآيده آل جنت جوړكړى خوله بده مرغه تعبيرولاي يى نه شۍ.ما اوملګروخو دادى داسلامي حكومت بڼي په واروار درته په ګوته كړې خوچي تاسي يى دلوستلو حوصله نه لرۍ نو دهغې علاج خو والله كه له هيچاسره وي.لطفا ترټولو وړاندي ته پخپله داچارو هغه ډبلى موږته معرفي كړه چي موږستاپه نظرپوه شو[/quote:acbeb88bd4]

١ـ وروره که د مسلمان افغان ملت اولسواکۍ ته ، ته د ډمانو واک وايې ، نو پخپله مو ځان افغان اولس ته معرفي کړ چې تاسو افغان اولس ته په کوم ټيټ ، بد او سپک نظر ګورئ. او په عين وخت کې عرب اسامه بن ﻻدن او القاعدې ته په کوم نظر ګورئ، چې اسمان ته خيژولي دي. د خپل اولس همدغه سپکاوی ددې علت و، چې تاسو افغان اولس او دهغوي ټول سرنوشت د اسامه د سر خيرات کړ، هيواد مو د پرديو په ﻻس کې ورکړ، لويديځوال مو راسوق کړل او پښتانه مو پرې تباه تباه کړل، اوس ﻻ خبرې هم تاسې کوئ ، آخر تاسو نور له دغه ځپلي او ستاسو له ﻻسه سل ځلې وژل شوي مظلوم مسلمان ملت څخه څه غواړئ؟
٢ــ ما ستاسې ليکنې ټولې لوستلي دي، خو دا چې تاسې د اولسواکۍ په اړه زما نظر غواړئ، نو دا پوښتنه ولې له ځان څخه نه کوې چې ايا د اولسواکۍ په هکله نقاد يوه سلامته رساله د پوهې او فلسې په فورم کې له ځومره وخت راهيسې درنو لستونکو ته وړاندې کړې نه ده ؟ ايا تاسو هغه لوستلې ؟ او هغه ددې له پاره ليکل شوې ده چې دتاسو د اسلام په خلاف په کې يو ټکی هم چيرې پيدا کړئ ، نو معرفي يې کړئ. سر بيره پر دې غروال صاحب هم په ديموکرسۍ ليکنې کړي دي ، چاونشو کړای چې د متن کوم ټکی يی تنقيد کړي. عام اوبه خړوونکي تورونه او ملنډې وهل په منطقي او جدي بحثونو، تحليلونو او ځوابونوکې د ليکونکي د ناپوهۍ او کم ظر فيتۍ نښه ده، دا کا ر د اولسواکۍ په هکله تاسو کوم يو نه دی کړی، چې د يو منطقي ځواب پر ځاي ورته يو ډموکراسي، بل د کفري فلسفو اچار او بل ورته کوم بل څه وايي.

د خواشينۍ ځاي دی چې يو سياسي ملا نشي کولی دا سی حقايقوته دحپل مطلب خلاف تن کيږدي چې هر سليم عقل يې مني: دمثال په توګه که ووايو : خمکه . الارض او زمين يوشی دي او د کور ، خانه يا House څخه هم مطلب (مفهوم) يو دی.، نو همدغه مطلب د اولسواۍ په هکله ملا صيب نه مني : ځکه ،
[color=blue:acbeb88bd4]په عين ډول ديموکراسي ، اولسواکي يا امت واکي دريواړه د حکومت شکل بيا نوي، او ماهيت يې دادي چې د حکومت بنسټ د اولس يا امت اراده ده. دا بيا دوهمه خبره ده چې د اولس يا امت د ارادې تشکل په اروپاکې دنورو ارزښتو نو او په اسلامي هيوادونوکې طبعأ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ تر سره کيږي . او په دې توګه ديموکراسي بيل بيل ډولونه او شکلونه اختياروي لکه : ليبراله ديموکراسي، ملي ديموکراسي، اسلامي ديموکراسي ، خلقي ديموکراسي او سوسيالستي ديموکراسي او داسې نورشکلونه .
مونږ هيڅډول فرق نه منو چې په افغاستان کې دې د مسلمان ملت اولسواکې يو شی او امت واکي دې بل شی اوسي . هغه څه چې په اسلامي امت واکۍ کې اساس دی، هغه به په افغاني اولسواکې هم اساس جوړوي : وګورئ په ټولونوموړو اولسواکيوکې ( له خلقي او سوسيالستي اولسواکيو پرته چې د ريو سرګندونه په کې ازاده نه وه) په ټولو کې داولس ازاده اراده مشترک بنسټ دی، چې د عامې،سري، ازادې اوعادﻻنه رايګيرۍ پر اساس تبارز مومي او پلې کيږي. . تر دې وروسته چې کومې ټولټاکنې کيدې لويځوالو به ليبراله اولسواکي، ختيزې اروپا کې به خلقي يا سوسيالستي اولسواکي غوره کيدله، او دغه راز هم اسلامي امت واکي او په ځينو هيوادونو کې ملي اولسواکي پلې کيدلی شي. الحمد ل الله اسلام د خلفاو له وخته اسلامي امت واکي پيژني ، افغا ن سيد جمال لدين يې هم د ټول اسلام د امت له پاره ( د شورايت په نامه ) غوښتنه کوله او يوه ځلانده سابقه لري. مونږ په دې وياړو چې اسلامي امت واکي له اروپايي ديموکراسۍ څخه ډيره وړاندې په ٧ عيسوي پيړۍ کې منځته راغلی وه ، کوم وخت چې ارپايانو ﻻ د وحشت په تورتم کې ژوندکاوه خو د اسلام خلفاو د امت واکۍ رڼا خپره کړې وه. خو دغه رڼا وروسته په سلطنتي ذلت او ظلمت بدله شوه، په تير بيا د طالبانو په کرغيړنه دوره کې يې له سلطنت پرته يې هم د ظلمت بدترينه ولکه رامنځته کړه !
نومهربانې وکړئ که د اسلامي اولسواکۍ يا اسلامي امت واکۍ سره دوښمني نه لرئ ، نو دغوښتنې ، او ليکنې پرې وکړئ او دافغانستان مسلما ن اولس امت واکۍ ته راوبولئ او د امت واکۍ ، يعنې اسلامي اولسواکۍ په ﻻره کې هم د امريکايانو او هم دلويديځ د ليبرالې اولسواکۍ پر ضد اولس مبارزې ته راوبولئ ، چې اولس مو غږ واوري. او اجرونه مو نصيب شي. ولې نور دا ړانده غونډاري مه ولئ چې ګواکې هره ديموکراسي ليبراله ده اوپه دې ډول هره اولسواکي لويديځواله وبلل شي. په درنښت .[/color:acbeb88bd4]


م ن غروال
27.10.2004

محترمو مسلمانو خويندو او وروڼو سلامونه عرض کوم!
زما په آند نوره دغه ټکي ته سره بالاخره رسيږو چې په واقعيت کي، نه په حقيقت کي، د طالبانو القاعده ، عمر او بن لادن پلويانو په وړاندې منطق يعنې هيڅ! لکه ددوئ د پاليسۍ د ترهګريو د تجاوز د زور زياتيو او نور ډيرو غيري اسلامي او غيري انساني اعمالو څخه افغان مسلمان ولس او نړېوالو ته جوته شوه٠
هغه کنايي او بد بويي جملې چې بالخصوص د طالب خان لخوا ښاغلي نقاد ورور ته کارول شوي دي زه يي په ترجمه نه پوهيږم٠ ما چېرې هم د قلم ادب په قاموس کي داسي جملې نه دي ليدلي٠
مطلب روښانه دي٠ هر هغه څوک چې له اوسني حکومت سره کار کوي د دوئ له عقيدې لاسپوڅي خو څه چې حتی ملحدين دي او واجب القتل دي٠ او يا کفار بايد ووژل شي که نوره ګناه يي نه وي کړي دا ګناه خو يي کړې ده چې کافر دي٠ دغه يعنې منطق! هغه بيا چې اسلامي ديزاين ورکړي٠
زما لپاره چندانې د تعجب خبره هم نه ده ځکه که دوئ په علميت او منطق تکيه درلودائ نو نن به هېواد په دا خامار نه اوښتۍ٠ د همدغه لويي نيمګتيا ليري کولو لپاره او مسلمان ملت د يووالي او ملت هم په اسلامي سياست او پوهې او اخلاقو روزلو ته د وخت او شرايطو په پام کي نيولو سره، د دوئ منطق دا دي چې که تباه کيږئ او که ورک کيږئ او که تور سرې مو د طالبانو يوازني ورور پاکستان په غيږ کي کچکول په لاس ګدايانې وي، او واړه يتيم ماشومان مو ١٠ يا ١٢ ساعته ثقيل بدني کار د يوې ګولۍ ډوډۍ لپاره کوي. او٠٠٠ او ٠٠٠٠، خو جګړه به رواه وي او نوم د جګړې به وي جهاد!!!
دا دې د دوئ منطق! دا ده د دوئ علمي کړن لاره! او دا ده د دوئ د حل لارې چارې!
محترمو: څومره چې هېواد کي قانوني حکومت پياوړۍ کيږي او څومره هم سوله منځ ته راځي او څومره هم مطبوعات او قضی خپلواکي تر لاسه کوي او څومرهم تر ټولو خورا با ارزښته چې خلک په خپله خوښه خپل زعيم ټاکلۍ شي، هماغومره به جګړه تجاوز يا تيري او وژل او د کوکنارو کرل او نا أمني به له هېواده سره د ايساف نظامي قواؤ خپلې مبارکې کډې په شا کوي او ورځ په ورځ به ملت د ژوند ساه اخلي او افغانستان به د تېر په شان يو سيال هېواد کيږي٠
نور که څوک په ګران افغانستان کي د جګړو سکروټو ته د اورپوري کولو لپاره پوکي ورکوي نو ټول افغان پاڼه به يا زيانمنه کيږي او يا به هم د دوئ مخه له دغه وسيلي څخه نيولئ کيږي٠ دا زهرجن تبليغات چې ګران هېواد افغانستان او افغان مسلمان ولس ته پرته له تباهۍ نور څه په ثمر نه ورکوي د وطنپالنې په منطق او وجدان نور د مسلمان هېواد پالو ليکوالو او لوستونکو ته د زغم وړ نه دي٠ له دا راپاراوونکو ليکنو د ورور وژنې او تباهۍ بوئ راځي چې د ټول افغان پاڼه نبايد د يوه غلط او بدې ګټې پورته کولو په غرض د استفادې وړ وګرځي٠
په درناوې ــ غروال



Kliwal
30.10.2004

محترم استاد نقاد صېب سلامونه او احترامات مو ومنه
ستا ښكلو ليكنو زه په دغه باوري كړي يم چې تاسې د پياوړې او پراخې پوهې خاوند ياستى، ځينو ليكنو او بيا په ځانګړې توګه دغه ليكنې زه دغه لاندې پوښتنې ته وهڅولم، هيله ده ما پكې پاك نيتى وبولئ او تاسې جناب يې په ورين تندي ولولئ: [color=darkred:2e8ba4aa41](( ډېره پوهه او زياته خوش باوري او ډېره كركه)) دا څنګه؟[/color:2e8ba4aa41]
قدرمنه: زه چې څومره پوهېږم، پوهه كسان تل پراخ نظره، مثبت سازش ته لېواله او په هره مساله كې پوره زغم لرونكي وي، د بېلګې په توګه: كه پوهه سياستمدارنو ته وګورو وبه وينو چې هر څومره يې سياستونه او تګلارې مختلف يا د اور اوبو په ډول وي بيا هم ګډه ناسته پاسته، هسكه ټيټه لري، او د يو او بل ځواك او قوت مني او ناپوهه سياسيان بيا داسې نه دي.
همداسې كه يوه اختلافي مساله د يو تكړه ديني عالم او بيا له يوه كم علمه كس نه وپوښتې جواب به يې ځمكه او اسمان غوندې توپير ولري.
خوش باوري: په ريښتيا چې سړي بايد تل ايجابي وي خو تاسې ماشاء الله د موجوده نظام په هكله دومره خوش باوري څرګنده وي، چې نور پوهان كه هرڅو دغه نظام ته خوشاله هم دي خو بيا هم اندېښمن دي.
زما په آند دغه خوش باوري هغه مهال تر يو حده پر ځاي وه چې د بن غونډه كېناسته او بيا موقته اداره جوړه شوه هلته دا تمه وه چې نور له هرې خوا نه لمر په ځلېدو دى خو بيا وروسته د دغه خوش باورۍ نيالګى ځكه مخ په تږيېدو شو چې:
[color=red:2e8ba4aa41]۱- د نوو شعارونو بيرغونه د همغه سر كښانو په لاس كې پاتې شول كومو چې يو وخت همدا (شعارونه او دا بيرغونه) د خاوندانو سره شين دود كول.
۲_ په ټول هېواد كې هغه واكداران چې ملت ترې تر پوزې راغلى و، د طالبانو د سقوط نه وروسته يې يو ځل بيا جلب را اېله شو او د خلكو لپاره يې نوې مچنې كېښودې.
۳_ د افغانستان په باعزته نامه چې څه پيسې را ټولې شوې وې په هغې هسې تالان جوړ شو چې نور خو پرېږده يواځې د كابل غريبو او وږيو سوالګرو ته هم هېڅ پاتې نه شول او د وطن جوړونه خو د كابل ښار د آبادۍ نه ښه قياسولاي شو.[/color:2e8ba4aa41]
كركه:استاده تاسې هر كله د طالبانو په هكله كلكه كركه ښكاره كړې، ځينې نور هم وايې چې طالبان په هېڅ نه پوهېدل هسې يې د اسلام نوم وشرمولو كېداى شي چې دا څه نا څه سمه وي خو تاسې په دغه خپله پوهه د طالبانو دومره خوبايي هم پيدا نكړه چې دا د كركې كچه مو لږ را ټيټه كړي.
د موجوده نظام د (بن غونډې) بيا يوې لويې جرګې او بيا ورپسې بلې جرګې په نظام كې كوم بدلون را نه ووست بلكې يواځې يې زړو څېرو ته نوې جامې وكړې خو خوش باوري مو پر مخ روانه ده
كه طالبان ددې وړ نه وو چې اسلام د تطبيق كړي دغه د زور واكداران، يواځې د ځاني خير غوښتونكي ، د ملت د شتمنيو جيپ ته اچوونكي او په خلكو ظلم كوونكي هم ددې وړ نه دي چې دېموكراسي د تطبيق كړي.
دابه سمه نه وي چې له ځينو دومره كركه وكړو چې هېڅ ښېګړه ورته پاتې نه شي او ځينې دومره بري كړو چې هېڅ غلطي ورته پاتې نه شي.
په افغانستان كې اختلافونه خورا پراخه او قوي دي خو تش په كركه او نفرت يې حل نه راځي، پوهانو، او بادركه كسانو ته پكار ده چې د ملي پخلاينې لپاره زيار وباسي افغانان يوالي او ورورۍ او زغم ته و هڅوي، [color=green:2e8ba4aa41]په همدې هيله.[/color:2e8ba4aa41]
..............................................كليوال


د امريكا همدردي

ilham
30.10.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
كرانو لوستونكو د تولو نه مخكي جه يو خو تور تكي وليكم خبلو هيوادوالو ته د زره له كومي روزي او راروان كوجني اختر مباركي ورانجي كوم به قبلولو به يي د تولو نه مشكور يم.

كله جه شهيد سردار محمد داؤد خان د مسكو به ورستي سفر د برزنيف او د هغوي كداكيانو سره د شمالي افغانستان به باركي وران شو (برزنيف به غونده كي وويل جه د شمالي افغانستان خلكو سره زمونز مخالفينو تماس نيولي او تا حه ونه كرل ) نو داود خان د هغه حاى حخه خبل سادر راواخست او د افغانستان به لور راروان شو د رارسيدو سره سم يي دامريكا دسفير به وسيله دهغوي دحكومت حخه يي د مرستي غوستنه وكره جه د افغانستان د اقتصادي بلان سره مرسته وكري خو هغوي جندان علاقه ونه خودله اخوا او ديخوا بهاني يي ورته كولي ولي امريكا به هغه وخت د افغانستان سره خبله همدردي نه خودله اوس غواري جه به افغانستان كي ديموكراسي نظام غواري , متل ريختيا واي (كيره زما واك يي د ملا) غربيان خبل ناوره اعمال د ترقي بشر دوستي او ديموكراسي به نامه به ملتونو تحميلوي به سياسي زور او اقتصادي لحاظ د تولنو داكثريت واك او قدرت ديو حو تنو مزدور ذهنه وطن بلورونكو او ملحدينو ته سباري او دسته جمعي استبداد(توتاليتريزم)منح ته راوري بدي دول سيستمونوكي دفكر بيان او عقيدي ازادي نه وي او هجا ته د يوي مخالفي خبري اجازه نه ور كوي دازادي نوم بوري ملندي وهي سنكه دديمكراسي ادعا كوي همدا سبب دي جي به زياتو كفري دولتونوكي خلك دزوند خحه تنك دي مثلا دشرقي برلين خخه غربي برلينته د خلكودتيختي دمخنوي لباره به 1961كال كي ديوال جورشو دوي دبشر دحقوقو غوختنه كوي خرنكه ددوي به خلو دبشر دحقوقو خبري راخي دبشر حقوق ولي به فلسطين كي نه مراعت كيري جي داسرايلو يلغركر خواكونه دفلسطنيانو به كورونو بلدوزري ورخيزوي اودفلسطين ملكيت تري به زور نيسي اوهررنكه سكنجي وركوي ولي دهغوي لا سونه نه نيسي اوكه دفلسطين خلك د بشر حقوق نه لري او يا به بله وينا باندي هغوي بشرنه دي؟؟؟؟
همداسي دامريكا ديمكراسي بله نمونه جي به عراق كي دعراق اسيدونكونر اوخخو سره يي وكره ايا دديمكراسي غختونكوولي دهغوي خخه ستركي بتولي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟جه د خنا لباره يي انسانانوته زناور وربريردي او عذابوي ايا دا ستا سونفسونه مني ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
جي به افغا نستان كي جي دكومو خلكو سره وكرل شول تا سي دامريكايي ديمكراسي غوختنكي بري خو شحاله يي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
يو خومياشتي مخكي كه فكر وكرو جي خارجي قواوو ديو خو افغا ني زورنالستانو سره بدكار كري ؤدا صحيح دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ورنو امريكا غواري جي دتولو افغانانو سر داسي كارونه وكري او دافغا نستان به كوخوكي شراب خاني او زنا خاني او نايت كلبونه جور كري لكه دكابل به هره كوخه كي يي جي جوركري او هغه خلك ورته خوشحاله دي جي دامريكا غلا مان اولاس بو سي دي اوكوم بدعمل جي هغه خلكو سره شوي ؤ هغوي نه زورنا لستان !!!!!!! هغوي ددالرولباره ورسره ؤ اوغلا مي كوله به هغوي دا هم كمه ده!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
خبري راخخه اوردي شوي راخم خبلي اصلي مو ضوع ته وطن مل اونورو ملكرو خبل نظرونه ويلي دير بري خوخ شوم خو بعضي ورنو لكه نقاد صاحب جي ويلي ؤ جي اسلامي ديمكراسي اونور اسلا مي كلمي به ليكنه كي يي كدي كري وي دير دافسوس خبره ده جي داسلام دين به غلطو لاروكي استعمال شي اوحرامو ته حلال ووايي خو خير هغه هم ملا مت نه دي خكه جي يو خو دالر به يي اخستي وي اوهغه به حلا له وي لكه ملي شهيد احمد شاه مسعود جي دفرانسي اوروسي او نو روكفري دولتونو خخه جسكي (بيسي)اخستلي اوكورني اور ونه يي تازه كري ؤ اودطالبانو سره يي جهاد كولو ايا داجهاددي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
اوس كولي شو جي اوايو جي كوم لقب جي دملي شهيد وركرل شوي به ملي غل بدل كرو .
كه خوك دمولوي صاحب خالص به شان دجهاد اعلا ن وكري هغي ته ليوني او يا نفسي مريض وايي لكه ميراسي والي دين محمد جي به هغه يي دا تور لكولي دداسي مشرانو خخه به خه كته مونر افغانان وكرو دوي به مونر ته خنكه ازادي واخلي جي خبل نفسي خواهيشاتوكي مصروف وي دوي به مونرته خنكه هيواد جوركري ! زمونر كران هيواد ته به هغه وخت سبرلي راشي جي كله نا اهله خلك له منخه لار شي او كار داهل خاوندانو ته وسبارل شي او ميرا سي وظيفي له منخه لا ري شي افغا نان هغه بهادر قوم دي جي دروسانو به شان خلكوته يي غاره نه ده ايخي او يو نيم ميليون شهيدان يي وركري كله به امريكا يي ديمكراسي ته غاره كيردي افغانان داسلا مي شريعت اواسلامي عقيدي نظام قبلوي نه داسي فا سد نظامو نه !!!
افغانان دخبلي خوخي ازادي غواري نه داسي خاينه !!!
محترمو لوستونكو كه خه كمي زياتي شوي وي نو ديره بخنه غوارم اكر جي داتول حقيقت ؤ .
مننه
ازادي كه بخششي وي كه دجا مهرباني وي
افتخاربه بري ونكري كه غيرت يي افغا ني وي
كودر


Re: د امريكا همدردي

نقاد
02.11.2004

الهامه وروره پخير راغلې، سلامونه او نېکې هيلي ومنه. په مصر کې مو ديو افغاني محصل په توګه دلته ليکنه د قدر وړ بولم ، او په راتليزه کې مو بيطرفانه او پر سړه سينه ليکنې غواړم . وروره دلته شر ملي او اسلامي اولسواک عناصر ډير دي، کوم چې له امريکايي ديموکراسۍ څخه همدغسې کرکه لري لکه تاسو او نور، خو له ديکتاتورۍ څخه چې په هر شکل کې وي هم نفرت لري . ددوی طرحه د ملي و اسلامي ديموکراسۍ غوښتنه ده ، او له دواړو افراطي ډلو يعنې (لويديځ پلوو) اليبرالستانو او سختدريځه اسلامستانو په وړاندې له دې لارې څخه په علم ، منطق او استدﻻل سره پر بري سره دفاع کوي . وروره وروره مونږ تير ديکتاتوي رژيمونه چې افغانانو په وينو يې دقدرت په وخت کې ﻻسونه او غاښونه سره پاتې وي دي، د هغوی تر محاکمې تر وخته پورې لږ تر لږه د غندنې وړ بولو ، رهبران يې له کوم شخصي عناد له مخې نه، بلکې بر عکس شخصيت يې د سياسي جناياتو له کبله ، چې د افغان اولس په وړاندې پرې مرتکب شوي دي، تورمخي ګڼو. نور په بحث کېنه پر چا پسې تور تړو او نه هم چاته اجازه ورکوو چې د بل په وړاندې د دليل او منطق او ثبوت پر ځای له تور اوسقاوي حه کار واخلي . د ساري په توګه ته خو ما نه پيژنې، که يواځې پر دې چې زه د ملي او اسلامي اولسواکۍ په دﻻيلو سره پلوی کوم، او پر دې ګناه ما يا بل افغان ته ډالر خوړونکی ووايې ، نو هغه اته ميليونه افغانانو چې عملأ يې په ټولټاکنو کې ونډه واخيسته او د اولسواکۍ عملي ملاتړ يې په ښکاره وښود، هغه به ټول د امريکا ډالر خواره غلامان بولې؟
نو روره شته داسې نور کسان هم ، چې د قلمي عفت مدعيان هم دي، خو ستا په څير ړانده غونډاري يې په جذباتي توګه له خولې څخه وځي. يواځې ماته نه ، محترم غروال صاحب ، محترم حليمي صاحب او يو شمير نورو قدرمنو ليکونکو ته هم له اتهاماتو څخه يو يا بل استفاده کړې ده. ښايي دوی هر يو داسې کسان وسي چې که تاسو او نور يې وپيژنئ، اوددوی لوړ اخلاق ورته معلوم شي، نو پر خپلو تورونو او بدګمانيو به له نفرين پرته بل څه ونه وايي، خو دلته د ناپيژندګلوۍ په عالم کې دوی پا څيږي، پر هغوی تهمتونه وايي.
زه د فورمونو له مسول چلوونکي وطنمل صيب څخه غوښتنه کوم چې که له چا څخه دغسې عمل د نورو برخه والو په وړاندې مجوعأ درې ځلې سر ووهي ، بايد سمدلاسه له د بحث له ټولو اړوندو فورمونو څه وويستل شي ، که څه هم نوموړی د کوم فوروم مسئول چلوونکی اوسي !!! داچې تاسو دلته نوي راغلي ياست او پر لومړي حل مو دغسې يوه تيروتنه کړې ده، بيا هم کولی شئ له نورو دوه ځلې تکرار مخه يې ونيسئ او د اخراج له ګواښ څخه تل وژغورل شئ، خو هغو کسانو چې مجموعأ يې دوه ځلې دغسې شخصي تيری پر يو يا دوه بيلو کسانو کړی وي، له يوه بل ځل وروسته يې شايد کډې بار شي.
تاسې هم فرمايلي دي: [quote:6e14a314f3]خو بعضي ورنو لكه نقاد صاحب جي ويلي ؤ جي اسلامي ديمكراسي اونور اسلا مي كلمي به ليكنه كي يي كدي كري وي دير دافسوس خبره ده جي داسلام دين به غلطو لاروكي استعمال شي اوحرامو ته حلال ووايي خو خير هغه هم ملا مت نه دي خكه جي يو خو دالر به يي اخستي وي اوهغه به حلا له وي ...[/quote:6e14a314f3] وروره ستا په اند افغان سيد جمال الدين چې اسلامي اولسواکي يا امت واکي د شورايت پر نامه غوښتله، ايا هغه هم د مريکا ډالر يا د انګلستان سترلينګ پونډ اخيستي وو او حلالول يي؟ او که ستا په اند هغه د اسلام يو نابغه عالم نه و؟
سر بيره پر دې وروره له تا او دې نورو طالب پلوو نه ډير مخکې مونږ د مسعوديانو، ستميانو، دوستميانو او نورو څخه د طالبانو دفاع په بري سره کړې ده، خو خپل تنقيد مو هماغه د قدرت په وخت کې پرې هم درلود. او څنګه چې سم، علمي ، منطقي او پر ځای و، اوس هم دوام لري. پاتې شوه اولسواکي، دا هيڅکله له بل ځای څخه نه راځي او نه يې له بهر څخه پردي قدرتونه په زور رامنځته کولی شي، له دې بله د افغانانو خپل يو مستقل ګام سل ځلې زيات ارزښت لري، نه د غرب ټوله نماشي ديموکراسي چې دغربيانو له خوا پلي شي. واسلام .



طالب خان
03.11.2004

محترم اوعزتمن ورور نقادصاحب اونورو مينه والو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
محترم نقادصاحب تركومه ځايه چي الهام صاحب ته ستاسي دگواښ اوياهم له ورور وطنمل نه له فورم نه دهغه چا دايستلو خبره ده چي ستاسي په وينادفورم ددرنو اومشرو گډونوالو په وړاندي يى سمه خوله نه وي خوزولي. موږټول درسره داخبره منو اوتاييد يى كوو.موږان له لومړۍ ورځي دداسي څه په هيله وو.ښه وشوه چي تاسي ياده كړه.خوانصاف بايدچي له ځانه پيل شي.كه وطنمل صاحب دچا كډه له دى امله ورباروي چي هغه دفورم دگډونوالو په وړاندي سم نه دى چليدلى نوبياخو په كارداده چي تاسي پخپله له دغه فورم نه لاس په سرشۍ.ځكه زورگويي،تهديد،تمسخر،شخصي سپكاوي،دطبيعي اوفطري جسمي نيمگړتياوو پيغورونه خوتاسي خلكو ته وركوۍ.
له بده مرغه تاسي تراوسه پوري يوازي له څو مواردو پرته چي طوعاَ اوكرها موخپله اشتباه منلي هيڅ كله هم ددغه بدچلن له امله معذرت ندى غوښتى.سمه ده تاسي به له ملامحمدعمر اواسامه بن لادن سره مخالف ياست خوايا داتاسي ته وړبريښي چي هغه ته دړانده،گوډ،جاهل اونور نومونه واخلۍ؟؟؟
يقيناًتاسي به يى وړنه بولۍ خومتاسفانه تاسي ډيري داډول ملغلري شيندلي دي.
وروره كه دفورم موخه داوي چي هرڅوك په ازادۍ سره خپل نظرنوروته ورسوي نو ولي يى بيا بايد په دغه ډول ټګۍ برگۍ سره مخه ونيول شي.محترم الهام لا له موږ اوتاسي سره سم پيژندلي نه وو چي تاسي ورپسي ډنډه راوايستله.پداسي حال كي چي گل اغا احمدي صاحب(چي ستاسي هم فكره دى) لافورم ته راغلى نه وو چي تاسي ورته دتملق اوچاپلوسۍ فرشونه وغوړول.
خاټول خوركه كومه موضوع (دډيموكراسۍ مينان دي وگوري) په نوم وليكي نوستاسي په لړمانه كي اوربل شي اوهغه په سملاسي ډول بدله كړۍ چي (دنړۍ ډيموكراتان يى غندنه كوي.......)
اوكه نقادصاحب موضوع وليكي چي (ملت القاعده طالبان ورټل اوپه يوه سپيړه يى لولپه كړل...) نوبيا هيڅوك نشته چي دوطنمل صاحب پام ورته راواړوي اونه هم وطنمل صاحب پخپله تراوسه ددى څه دسموني لپاره گام پورته كړى.
له تيري ښايسته اوږدى مودى راهيسي ماته داسي بريښي چي په ټول افغان فورم كي داسلام خوښوپرخلاف يولړغيرمحسوس معاندانه خيالات وده مومي.په داسي حال كي چي داڅه پخپله دهماغي ډموكراسي له ارونو نه خلاف كاردي چي تاسي غواړۍ ددغه فورم له لاري خلك ورته راوبولۍ.دالاڅه بلكي دموكراتان وروڼه دبحث په وخت كي له اسلام پالو سره له مخامخ تخاطب نه ډډه كوي اويوازي په خپلو منځونوكي سلامونه سره اچوي. ولي؟؟؟ ايا غواړۍ پخپل دغه كارسره اسلام پالي له فورم نه وتلو ته اړباسۍ؟؟؟ كه داسي وي بيانو دغي ټګۍ ته هيڅ اړتيا نشته چي تاسي له موږسره خوښ نه ياست نوسم غږ وكړۍ. موږ به په خوراسمه درنه كډه وكړو.خونه داسي بايد ونه شي.ټول افغان دټول افغانانو فورم دى.ټول حق لري چي برخه پكي واخلي. البته له هغوي سره بايدچي په اوسني چلن له سره كتنه وشي.


نقاد
03.11.2004

محترم اوعزتمن ورور طالب خان صاحب اونورو درنو لوستونکو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

[quote:600b249457]خوانصاف بايدچي له ځانه پيل شي.كه وطنمل صاحب دچا كډه له دى امله ورباروي چي هغه دفورم دگډونوالو په وړاندي سم نه دى چليدلى نوبياخو په كارداده چي تاسي پخپله له دغه فورم نه لاس په سرشۍ.ځكه زورگويي،تهديد،تمسخر،شخصي سپكاوي،دطبيعي اوفطري جسمي نيمگړتياوو پيغورونه خوتاسي خلكو ته وركوۍ.[/quote:600b249457]
وروره اوبه خړول او کبونه نيول دا هم دي، چې د فوروم د غړو د درناوي په نامه د هغه د هغو سياسي معبودانو درناوی هم غواړې چې دافغانانو په وينو يې ﻻسونه سره کړي دي، او دا بيا د خپل قدرت لرلو په وخت کې. دا له سل ځلو څخه زيات د يوه بنسټيز اصل په توګه ما په ډاګه کړې چې ددغسې جنايت کارانو تر نيول کيدو او محاکمه کيدو تر وخته پورې دافغان اولس له خوا د قهر ، کرکې ، غندنې او سپکاوي وړ دي، دوی په نامشروع توګه قدرت غصب کړی او د بيايې په سلګونو او زرګونو افغانانو د وينو رودونه بهولي دي. داسې خو نشي کيدای چې دوی د خلکو ورونه خويندې مور و پلار د خپل نامشروع غصب کړي قدرت د ټينګولو له پاره وژلي وي او د وژل شتيو افغانانو بازمانده ګان او نور د ويښ وجدان خاوندان به بيا هم ورته ددرنښت القاب کاروي، ولی؟ نن فرد فرد افغان حق لري چې تره کي ته خره کی ، د شوروي ګوډاګی، امين ته قاتل او جلاد، کارمل ته ملي خاين او د کی جي بي نانزکه ، د تنظيمونو مشرانو ته په عمل کې له دې بدو بدتر او طالب مشرانو ته يې بدترين ووايي. که په ړندک ، ګوډ يا جاهل ويلو ملا عمر چيرې د افغانستان له خلکو څخه خلاصيدای شوای، نو خولۍ به يې له خوښۍ نه اسمان ته غورځولې وای. لنډه دا، چاچې يو ځلې پر تخت خپله مرداره ايښې ده اوسياسي مردارئ يې کړی دی، د هغه درناوی غوښتل نو تش جنون اوليونتوب دی.
له دې کبله مو داسې توقع بيخې بيځايه بولم :
[quote:600b249457]له بده مرغه تاسي تراوسه پوري ... هيڅ كله هم ددغه ...چلن له امله معذرت ندى غوښتى.سمه ده تاسي به له ملامحمدعمر اواسامه بن لادن سره مخالف ياست خوايا داتاسي ته وړبريښي چي هغه ته دړانده،گوډ،جاهل اونور نومونه واخلۍ؟؟؟
[/quote:600b249457]
وروره ، که دتاريخ بدو بدنامو ته خرکيان بد ترو بدنامو ته يې ملي خاينان ويل سم وي نو بيابه بدترين بدنام ته څنګه يو جاهل يا ړندک ويل قدرې هم سم نه وي، آيا دا د هغه د جرم له پاره ډيره کمه نه ده؟
پاتې شول د فوروم غړي پخپله، دوی نه پر خلقيتوب، نه پرچميتوب ، نه اخوا نيتوب او نه طالب توب تورن کيدای شي ، په خپل نظر څرګندونه کې د آزاد قضاوت حق لري، له دې کبله مونږ تاسو ته د طالبانو د ډلې طالب نه وايو، او د هغوی پر ګناه تاسو مجرم نه ګڼو، که هر څومره تاسو د هغوی پلوی کوئ او له وياړه مو پرځان دا نوم هم ايښی دی، خو دا مو حق دی چې يوه سياسي ډله وغندئ او بله وستايئ، که کرزی ته هر څه وواياست ، ملي خاين، د امريکايانو ګوډاګی ورته ووايئ يا پر کوم بل تور يې تورن کړئ، دا ستاسې بي ادبي نشي تلقي کيدای، په تخت ناست دی او هر څوک پرې د خپل قضاوت کولو حق لري. خو که په افغانسان کې مو د طالب چارواکو په پلوۍ د کوم افغان پر وينو ﻻس ککړ هم ثابت شي، بيادې په فوروم کې پريښودل هم جنايت بولم. دغه راز بايد يو قاتل خلکی او پر چمی هم دلته د ليکنې چانس ونه لري .
[quote:600b249457]يقيناًتاسي به يى وړنه بولۍ خومتاسفانه تاسي ډيري داډول ملغلري شيندلي دي.[/quote:600b249457]
نه داسې نه ده، د ژوندي تاريخ بد ، بدتر او بد ترين مجرمان به يقينأ ددې وړ بلل کيږي، مګر داچې محاکمه شول، او تر هغې پورې به د نفرين دا ډول ملغلرې پرې تل شيندل کيږي. وروره خلقيانو ته خپل بامبړ مقدس دی، خو افغان ملت په سترګه يو ګور ډډوزی ملحد سياسي جنايت کار دی، داسې به تاته خپل ملا عمر سپېڅلی وي، خو کوم ناورين يې چې پر افغانستان و لوراوه، ملت په وړاندې يې د تاريخ د منفور ترينو کسانو په ليکه کې ځای خپل کړ. زه او زما پر څير نور ډير خواخوږي يې له دې امله هم نشو بښلی چې د بي شميره طالبانو ورونو
د مرګ سبب ګرڅيدلی دی او ﻻ هم ګرځي. دغه خواران د خپلو ښو او نېکو احساساتو له امله هر ډول قرباني ورکوي، خو د سادګۍ څخه يې مشرانو دومره ناوړه استفاده پورته کړه چې له څيلمې يې پردوښمنانو تباه تباه کړل، خو خپل ځانونه يې پرې وساتل.

[quote:600b249457]وروره كه دفورم موخه داوي چي هرڅوك په ازادۍ سره خپل نظرنوروته ورسوي نو ولي يى بيا بايد په دغه ډول ټګۍ برگۍ سره مخه ونيول شي.محترم الهام لا له موږ اوتاسي سره سم پيژندلي نه وو چي تاسي ورپسي ډنډه راوايستله.[/quote:600b249457]
هو، څوک يې ﻻ پيژندلي نه چې د ناحقه تورونو ړنده ټاپه يې ولګوله، ايا دا بده ده چې لومړۍ تيروتنې ته په اول کې متوجه کړی شي، و دنورو تيری کوونکو په پل بل پل وانخلي.
پاتې شوه د فوروم موخه، نو هغه يقينأ دا نه چې يو غړی دې پر بل ناروا تهمتونه و لګوي ، دا ازادۍ معنی نه، بلکې د بل غړي د آزادۍ د نقضولو فهوم لري، تاسو هم بايد دا ټکي له پامه ونه غورځوئ.
نور ما د ښاغلي الهام ليکنه اتيا فيصده تاييد او ستايلې ده، او هيلمن يم چې نورې ليکنې به يې تر دې هم زياتې د منلو وړ اوسي.

[quote:600b249457]دموكراتان وروڼه دبحث په وخت كي له اسلام پالو سره له مخامخ تخاطب نه ډډه كوي اويوازي په خپلو منځونوكي سلامونه سره اچوي. ولي؟؟؟ ايا غواړۍ پخپل دغه كارسره اسلام پالي له فورم نه وتلو ته اړباسۍ؟؟؟ [/quote:600b249457]
ښايي دا ددې سر تړاو ولري ، چې ډيرو ته ددوی ځوابي ليکنې مخکې له مخکې مالومې او د تصور وړ اوسي، او ځوابونه يې د موضوع د انکشاف او پرمختګ مخه نيسي. نو ښايي يو يا بل ورسره بي غلاقه شوی وي، خو ما پخپله ددې سره سره هم بيا داسې نه دي کړي ، او د اسلام پالو وروڼو سره مې تخاطب ، مخاطبه ا و خبرې په ورين تندي مخامخ دوام لري. والسلام


Rezwan Arman
28.12.2004

دټول افغان ډېرو درونو کارکونکو او غزتمندو مېنه والو ته د زړه له کومی سلامونه او احترامات وړاندی کؤم٠
ستاسو دا پاڼه دادری ورځی کېږی چی لولم ېئ٠ خدای شته ډېر په زړه پوری مطالب پکښی ځای لری٠ او په خپل وار سره ددی پاڼی دپر مخ بېونکو ته بری او سر لوړی دڅښتن تعالا څخه دتل لپاره غواړم٠
وروسته له دی می غوښتل چی ښاغلی عادل وطنوال ورور ته ولېکم چئ ٠
وروره هر څوک د ازاد نظر خاوند دی ٠ ته دا حق لری چی د طالبانو پلوئ وکړی خو دا ېاد ساته چی افغانان دپېړېو راپه دېخوا مسلمانان دی او وی به خو د طالبانو توره او تېاره دوره ېا نظام به بيا هېڅ کله ونه منی٠
دطالبانو وحشت او د اسلام سپېڅلئ دين سره په ېوه تله کښی مه تله٠
وسلام٠ارمان



Adil watanmal
29.12.2004

د عزت وړ رضوان ارمان صاحب په پنډو پنډو سلامونه مي ومنه.
وروره ټول افغان ته مو په راتګ حقيقتاَ ډير زيات خوشحاله شوم په خير راغلي هركله راشي وروروه تاسي په ټول افغان كې نوي ياست نو شايد چې د ډيرو ليكوالانو د نظريو په اړوند درته معلومات نه وي خو زه به درته د خپل ځان په اړوند بعض معلومات دركړم چې ما په مختلفو ليكنو كي په ګوته كړي هم دي:
1. [color=indigo:eaf70cae32]وروره دا مهر په ماباندي له وړاندينه لږيدلي وه چې زه د طالبانو نماينده يم په ټول افغان كي خو هغه ورور ته زما جواب دا وه چې تاسي ته هم دي:[/color:eaf70cae32]

((( ګرانه زه پدى فورم كې د طالبانو د حكومت نماينده ګې نه كوم نو هيله لرم چې طالبان راته ډير مخكې مخكې مه كوه او دا عادت دى پريده چې هر اسلام اند ليكوال ته تاسي د طالبانو حكومت مخكي مخكي كوي. زه په خپله د طالبانو د ډيرو كارونو سره موافق نه وم او نه يم. او همدارنګه زه د طالبانو د حكومت پر وخت په يو نړيوال اسلامي پوهنتون كې په خپله زدكړه بوخت وم. او كله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم نو صلبي يرغلګرو زمونږ په ګران هيواد باندى د استعمار جال غوړولي وه خو په خداي پاك دا يقين لرم چې دغه يرغلګر به ډير زر د افغانستان پريښودو ته مجبور شي او حال به ئې د وحشي روسانو او بوډاګيانو څخه بد شي.)))
[color=darkred:eaf70cae32]2. د خپل ځان او كورني په اړوند درته دغه قدر معلومات دركوم چې په يوه بله ليكنه كي مي هم بيان كړي وه:[/color:eaf70cae32]
(( وروره زه پښتون يم او زما كورني هغه وخت هجرت كولو ته مجبوره شوه چې زما عمر له يو كال څخه هم كم وه او اوس زه ده ٢٧ كالو په عمر يم او د كورني څو غړو مې د روسي وحشي لښكرو سره په وسلواله مبارزه كې د شهادت جام نوش كړي او والد صاحب مې څو ځلي زخمي شوي خو مرګ په نيټه دى او د روسي يرغلګرو او بوډاګيانو د ماتي خوړلو نه ورسته ئې نه د مجاهدينو په حكومت كې اونه ده طالبانو په حكومت كې كار كړي. نو زما تربيه په يوه پښتنه مجاهده كورني كي شويده. )))

[color=green:eaf70cae32]وروره اسلام كي بيان ازادي شته خو[/color:eaf70cae32] خپل وصول لري چې سر ورته ټيټول په هر مسلمان فرض ده خو له بده مرغه چې نن ډير مسلمانانو پدي كوشش كي دي چي اسلام د خپل خواهشاتو تابع وګرځوي خو اسلام كوم د انسان د لاس جوړ شوي قانون نه دي چې انسان يي د خپل خواهشاتو تابع كړي نو ځكه د اسلام په پيروانو دا لازمه چي قانون ته ئي غاړه كيدي كه نفس ئي مني او كنه.
[color=darkblue:eaf70cae32]په سويډن كي اوسيدونكي ورور په وطن كي دي [/color:eaf70cae32]نور خو څه كوي د قلم ازادي هم نشته د نورو ثبوتونو نه به تير شم خو شايد چي دا خبر دي نه وي اوريدلي چي د نوښت مجلي څو ورځي وړاندي د طورخم په سرحد ئې افغانستان ته د ننوتلو لاره ونيولي شوه نو ګرانه د ملك نه لري ئې او خبر نه ئي چي په هيواد كي چغي د ډيموكراسۍ وهل كيږي خو روانه پكي سوټوكراتۍ ده نو آي د صلبي يرغلګرو د چتري لاندي د اسلامي حكومت غوښتونكو د اندلس تاريخ مو وه ګوري كه تاريخ لوستل درته ګران وي نو د شاهين ناول وه ګوري.

[color=darkblue:eaf70cae32]د طالبانو حكومت دروه توره وه او كه سپينه زه پري[/color:eaf70cae32] بحث كول نه غواړم ځكه تاسي كولاي شي چي دغه بحث د كوم داسي فرد سره وكړي چې د طالبانو تحريك كي ئې كار كړي وي خو زه اوس دا وايم چې اوس صلبي يرغلګرو زمونږ په هيواد تيري كړي او دغه تجاوز پر همدي حد نه دي ولاړ بلكي د افغانانو په دين ناموس ثقافت باندي هم تيري كړي چې ثبوتات ئې ډير زيات دي خو ګران [color=darkred:eaf70cae32]رضوان ارمان صاحب تا تر اوسه ددغه يرغلګرو نه د ګران هيواد افغانستان د ازادولو په اړوند په يو شكل د شكلونو نه هم سوچ او فكر قدر هم كړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د عمل پوښتنه درنه نه كړم [/color:eaf70cae32]بلكي فقط پدي اړوند دي سوچ هم كړي كه كړي دي وي نو هيله درڅخه كوم چې لوستونكو ته ئې په ډاګه كړي. چي ستاسي په نظر په څه طريقه اوس مونږ كولاي شو چې هيواد ددغه يرغلګرو څخه خلاص كړو؟؟؟؟؟؟؟
زه دلته نه غواړم چي پدي بحث وكړم چي ددغه يرغګرو په پنجو كي د هيواد ګيريدو عاملين څوك دي ځكه اوس ئي وخت نه دي اوس خو بايد يرغلګر او هغه لاسپوڅي ئې چي ددوي ډول ته نڅا كوي بايد په لومړي قدم كي لمنځه يووړل شي.
[color=indigo:eaf70cae32]د كرزي سره زه كومه ذاتي دشمني نلرم كه كرزي دوه كاره وكړي نو زه به ترينه خپل سر هم قربان كړم چې لومړي ملك كي د اسلامي قانو حاكميت په هغه معني چې ما د اسلام په فورم كي د اسلامي حكومت په اړوند په ليكنه كي په ګوته كړي راولي او دوهم يرغلګرو ته د دښمن په نظر وه ګوري نه د بادار .[/color:eaf70cae32]

[color=darkred:eaf70cae32]بخښنه غواړم خبره راڅخه اوږده شوه خو په اخر كي د اوسني پروفيسرانو او د طالبانو او په نوم مجاهدينو د حكومتونو په اړوند د هوتك جان د يوي ليكني يوه برخه دلته درته په ګوته كوم چي.....[/color:eaf70cae32]
((( طالبان كه دپاكستان په خره سپاره وو خو نه به پوهيدل.دا اوسني دانشمندان خو ټول يا پروفيسران دي او ياهم دكتوران.داخو پوهيږي.دوي ولي دامريكا په يابو سپاره دي؟؟؟
خرخو چي مرورشي بيچارگى لغته غورزوي.يابوچي مرورشي سړي ته مرداري هم ورشيندي.
ماويل غوښتل چي دافغانانو بدبختي داده چي چارواكي يى تل ديوه چا نه ديوه چا په خره سپاره وي.ترپرونه كه كمونستان دشوروي په خره سپاره وو نو جهادي مشران هم والله كه دومره پاكي فرشتى وى.هغوي بيا هريوديوه يوه ځانگړي هيوادپه خره سپاره وو.مزاري دايران په خره سپور وو او په هيواد كي يى دمتروك اومنسوخ شيعه ازم دجرړو ټينگول غوښتل.دهغه ټوله نظريه اومفكوره ترباميانو او غرب كابل پوري محدوده وه.دلويديځ كابل له جواليانو او پيت پزو ياجوجو ماجوجو پرته والله كه څوك ورته هډو دسړي زامن ښكاريدل.
سياف بيا دوهابيزم په جال كي ځان گير كړى وو.داځانته خبره ده چي عربان پخپله دوهابيزم په نامه كوم مشخص مسلك اومشرب نلري.خو دغه دپغمان ټګ زموږ دخلكو دغولولو لپاره دغه فورمول گټور بللى وو.
پروفيسررررررررر رباني بيا دلوى تاجيكستان پلوي وو.پيردشراب خورو او سگ شويانو مشر وو.
له هغه وروسته طالبان ستاسي په وينا دپاكستان خلك وو.خو دا اوس هم كوم مستقل خلك خو په واك ندي ناست.داخوهم هماغه زاړه ټګان دي.چا دلته په امريكا كي سپي مينځل او چا په المان كي دسگريټوغرفه لرله.پخپله دكاليفورنيا دبيورلي هيلز له سيمي يو ډم تللى دى.دلته په يوه بار كي ويټر وو او هلته دلوړو او مسلكي زده كړو په وزارت كي رييسسسسسسسسسسسسسس دى.دغه رقم په سلگونو نور حراميان دي دلته يى چا په گوز پسي نه خندل او چي كابل ته ورشى نو تري پيس سوټ به يى اغوستي وي اوداسي خرامانه به روان وي والله لكه دولس مشر بوش سكه تربور چي وي او يا يى هم پلار په ټيكساس كي دبوش په رانچ كي دهقاني كړي وي....... )))

خپلي ليكني ته د پاي ټكي د قرآن كريم پدي ايات مبارك باندي ايږدم.

((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))
ژباړه:
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)

---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
29.12.2004

عادله وروره ! سلامونه
داسي راته بريښي چه تاسو په California، Golden State د سرو زرو په ښار کښي اوسېږئ ٠
تاسوليکلي چه دلته (California )
دلته په امريكا كي سپي مينځل او چا په المان كي دسگريټوغرفه لرله.پخپله دكاليفورنيا دبيورلي هيلز له سيمي يو ډم تللى دى.دلته په يوه بار كي ويټر وو او هلته دلوړو او مسلكي زده كړو په وزارت كي رييسسسسسسسسسسسسسس دى.دغه رقم په سلگونو نور حراميان دي دلته يى چا په گوز پسي نه خندل او چي كابل ته ورشى نو تري پيس سوټ به يى اغوستي وي اوداسي خرامانه به روان وي والله لكه دولس مشر بوش سكه تربور چي وي او يا يى هم پلار په ټيكساس كي دبوش په رانچ كي دهقاني كړي وي....... )))

ژبه خولنده ده ٠ او خط چه وليکل سي نو وچ سي ٠



Adil watanmal
30.12.2004

حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
-----------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم حليمي صاحب له نظر څرګندوني څخه مو مننه خو هيله درڅخه كوم چې زما ليكنه يوځل بيا وه ګوري ځكه چې د ليكني كوم طرف ته چي تاسي اشاره كړي هغه زما نه بلكي د محترم ورور نصير احمد هوتك ليكنه ده چي دلته ما رنقل كړي ده او د همدي وجه نه چي څوك په اشتباه كي ونلويږي نو د هوتك ورور د ليكني د رانقلو څخه د مخه مي داسي ليكلي دي
[color=darkred:84602ab3dd]>>>>>>>>>>> بخښنه غواړم خبره راڅخه اوږده شوه خو په اخر كي د اوسني پروفيسرانو او د طالبانو او په نوم مجاهدينو د حكومتونو په اړوند [color=darkblue]د هوتك جان د يوي ليكني يوه برخه [/color:84602ab3dd]دلته درته په ګوته كوم چي.<<<<<<<<<<<<<<<<<<[/color]
او متغير رنګ مي هم وركړي چي تر څو ښه واضحه وي خو نه پوهيږم چي تاسي ولي دي جملي ته پام سوي نه دي.

----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------عادل وطنمل


Rezwan Arman
01.01.2005

محترمه عادله وروره سلام ٠ روغ اوجوړ دی وؤسی ٠
ستاسی د هرکلی نه وماته ېو دنېا مننه او خداېدی وکړی چی په بحثونو کښی د ېو او بل دخوابدی با عث ونه ګرځو٠ داچی دطالب په خطاب وتاسی ته راڅخه خوا بدۍشوۍ ېی نومافی درنه غواړم٠
راغلم وؤ دېته چی ېو څه توحېن مو شعېه مذهبو او هغو وروڼو ته چی له غربی هېؤادونو څخه وطن ته را ستانه شوېدی کړېدی، ګرچی د بل چا له قوله،او ستاسی بېا زکرکول ېی دتصدېقولو مانا لری٠ خو بېا هم ښه کار نه دی٠ زما په نظر باېد دوی ته لږ څه دکار کولو وخت ورکړای شی پرېږده چی دوی ېئ ثابته کړی چی په رېښتېا دوی سپی وېنځلی او ېا دا چی په کار پوه خلک دی٠ دوزارتخانو د څوکېېو قبالی ﻻدوی ته چا نه دی ورکړی ٠ او راغلم و دېته چی دامرېکاېی ېرغلګرو سره باېد څه وشی نو زما نظر دادی چی موږ تاسی افغانانو په خپل لاس ځان د بېګانه ؤ تر څپيړو لاندی راوستۍ دۍ٠ داچی کله روس او کله امرېکا موږ تر اسارت ﻻندی راولی دا زموږ دبی اتفاقی او کمزورتېا نتېجه ده ٠ دا چی دامرېکاېانو د وېستلو لپاره باېد څه وشی هغه دادی چی لومړۍپه خپلو کښی اتفاق سره وکړو او ديو نظام په جوړولو کښی چی کار ېی پر مخ روان دی ېو بل ته اوږه سره ورکړو او په خپلو افغانانو باور وکړو ٠ کله چی افغانان په خپلو پښو ودرېږی داسی امېکاېان به په خپله زموږ له هېواده درومی٠
انشأاله ٠ ستاسۍ د خوښۍ په هېله
رضوان ارمان


م ن غروال
02.01.2005

درنو او محترمو ليکونکو او لوستونکو خويندو او ورڼو سلامونه عرض کوم!
غواړم دلته يوازې يو ټکۍ ذکر کړم چې ممکن په کُلي صورت د ټول افغان پاڼې د درنښت ساتلو او د بحثو د متقابل درناوي لپاره يا هم ډير مهم وي او يا خو هم لا اقل د قلم او اسلامي او پښتو کلچر تر يوه حده رعايت شوۍ وي٠
که څوک کوم رهبر مشر او قوماندان آمر او نور داسي کسانو ته چې مستقيماً به قلمي بحث کي مخاطب نه دي د چا لخوا ورته سپک ورک وليکل شي نو د بحث ګډونکوونکي او لوستونکي دي ځانته دومره حق نه ورکوي چې په مقابل کي يي ليکوال ته بيرته سپک ځواب او ناخوښوونکي کلمات وکاوروي٠
څوک که په ښاغلي نقاد دا نيوکه لري چې ولې يي چاته ړوند کوډ او داسي نور ليکلي دي زما په پوره باور، هغه ځکه چې دۍ دا ډول ليکل به په هېواد کي د هغوئ په اعمالو تړي چې پرته له بربادۍ او تباهۍ يي نور څه له ځانه سره ندي درلودلي٠ د افغان مسلمان ولس د دردنو او زخمونو او ژړا او پرياد د وطنپالو افغانانو پر خوا او تبيت خورا منفي او ځورونکي اغېزه لري نو خامخا ورته هماغه ټکي کارول کيږي چې مستحق يي بللي دي٠ اودا مقابل د قلمي مجلس څخه غايب دي ٠
دلته بعضې وروڼه چې د ښاغلي نقاد ورور تر نيوکې لاندې دي هغوي مسقيم د ديموکراتانو اجنټانو او د داسو نورو ناخوښوونکو کلماتو په وسيله شخص ليکونکۍ او لوستونکۍ دخپلو ليکلود توهين او تحقير او سپکاوي تر تيغ تېروي٠
د مثال په ډول که مونږ د نني حکومت څخه پلوي کوؤ نو هر څوک حق لري او د هر چا نظر آزاد دي چې حکومت د امريکا ګوډاګۍ رژيم بولي او که د ملحد حکومت، او همدا ډول که ښاغلي کرزي ته هره کلمه او لقب کاروي، هغه پوي شه او نظر يي او ليکل يي او اخيستل يي له نني وضعې! پر هغې مونږه کومه نيوکه نلرو،اما که ټول هغه څوک چې د کرزي پلويان دي او يا ددنني رژيم او يا د ديموکراسۍ، او په نني حکومت کي په کار لګيا دي، هغو ټولوته د ګوډاګې، بې غيرته او داسي نور خطاب وشي دا ليکونکي ته د مستقيماً توهين او سپکاوي معنی لرلاي شي٠
ښاغلي نقاد ورور ځکه او په دې دليل ښاغلي الهام ورور ته ور په ګوته کړې ده چې شکل دليکلو او ترتيب د رټلو په مناسب صورت او ليکوالو ته د متقابل درناوۍ په پام کي لرلو سره په ټول افغان کي ليکل وکړي او دهغه په مثال نور هم همدا ډول!
پدې لحاظ او هدف د ښاغلي نقاد ورور نيوکه او دهغه وړانديز ښاغلي وطنمل صاحب ته اړين او مثبت ښکاري او دښاغلي طالب خان استدلال هم خورا ضعيفه او منفي!
په درناوې
غروال



ع کريم حليمي
02.01.2005

درنو ، ښاغلو لوستونکو عرض کوم ! او تمنالرم چه په داد مي راورسيږۍ
داڅومره بد اخلاقي ده ؟؟؟ چه
يو څوک راولاړيږي او يوخلاف څه ليکي ٠ او بل ليکونکۍ قلم رااخلي او بيا کوټېشن کوي چه فلان ورور داسي ليکي
((دلته په امريكا كي سپي مينځل او چا په المان كي دسگريټوغرفه لرله.پخپله دكاليفورنيا دبيورلي هيلز له سيمي يو ډم تللى دى.دلته په يوه بار كي ويټر وو او هلته دلوړو او مسلكي زده كړو په وزارت كي رييسسسسسسسسسسسسسس دى.دغه رقم په سلگونو نور حراميان دي دلته يى چا په گوز پسي نه خندل او چي كابل ته ورشى نو تري پيس سوټ به يى اغوستي وي اوداسي خرامانه به روان وي والله لكه دولس مشر بوش سكه تربور چي وي او يا يى هم پلار په ټيكساس كي دبوش په رانچ كي دهقاني كړي وي....... )))

اخلاقأ٠ دغه څرنګه اخلاق دي ٠ چه يو ورور خلاف ليکي اوبل ئې بيا په خپله ليکنه کښي د سند په ډول کاروي
ايا دغه اسلامي اخلاق دي ؟؟ که د بې مسؤليتۍ اخلاق دي ؟؟؟
او هم ښه پوهېږي ٠ هغه څوک چه دکوره ووځي او درغ وايي ٠ يعني چه خلاف ليکني کوي چه خداي کومه جزا ور کوي ٠ (په قيامت به ئې ملائکي خوله تر غوږو پوري په چنګک ور څيري )
دغه نفر چه هوتک جان ئې يادوي فکر کوم چه زه ئې پېږنم ٠ هغه يومسلمان با ديانته انسان دي ٠ او د کور خرڅ ئې اولادونه ور استوي ٠ او پخوا ئې هم په وزارت معارف کښي کار کاوه ٠
بئ مسؤليته ليکنه کول ښه کار نه دي ٠
هو که خطا له چانه وسي ٠ جلا خبره ده
خلاف ليکل په شعوري ډول ٠ نو بې بندباري ده ٠



Adil watanmal
02.01.2005

ګران رضوان ارمان وروره
--------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

وروره له نظر څرګندوني څخه مو مننه او زه ستاسي څخه خفه نه يم فقط په تيره ليكنه كي ما ستاسي پام ديته را اړو چي دغه موضوع مونږ وړاندي څيړلي ده او همدارنګي اوس غواړم وروره دا درته په ګوته كړم چي په ټول افغان كي هيڅ يو ليكوال په هيڅ كومه موضوع كي ځان په ناحقه نه ګڼي سره ددي كه په ليكنه كي خطا شوي هم وي خو د خپل نظر نه به دفاع كوي خو اوس د ټول افغان ليكوالان يوه ډله ئي په افغانستان كي ډيموكراسۍ غواړي چي د كومي لپاره د صلبي يرغلګرو د چتري لاندي كار شروع دي او بله ډله بيا په افغانستان كي اسلامي حكومت غواړي او د يرغلګرو او لاسپوڅو په خلاف خپلي ليكني تر سره كوي خو متآسفانه چي بعض ليكوالان د وطن څخه لري او د خبرونو د تصديق لپاره فقط و غربي ميډيا ته تكيه كوي خو له بلي خوا څخه بعض ليكوالان همدا مهال په ګران افغانستان كي د ننه ګرځي او حالت له نيژدينه څاري او د خپل سر په سترګو ګوري چي صلبي يرغلګر او لاسپوڅي ئي د ډيموكراسۍ په نوم په وطنوالو څه كوي خو د خبرو پر وخت جانبين ځانونه پر حق ګڼي خو لوستونكي پوهيږي چي د چا خبره پر حق ده.
او همدارنګي د طالبانو حكومت كه هر قسم وه خو زما پر نظر د مريض علاج د هغه مرګ نه بلكي تدوايي ده. خو اوس جانبينو ته افغانان مري او بيا خاص پښتانه. او هر جانب د بل پر مرګ خوشحالي كوي.ډير د تآسف ځاي دي چي دښمن راته د خير پر غونډي ناست دي او مونږ ددښمن پر ځاي يو او بل وژنو.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
02.01.2005

ګران حليمي صاحب
---------------السلام عليكم ورحمه الله
حليمي صاحب له ليكني څخه مو مننه.
وروره لومړي خو دادي چي لمر پر يوه ګوته نه پټيږي او د ټول افغان كتونكو ته معلومه ده چي د چا اخلاقي امپير پر كوم ځاي ولاړ دي خو حليمي صاحب بايد يادونه وكړم چي تاسي هميشه زما د ليكنو د لوستلو پر وخت جزباتي كيږي نو حقيقت داد ي چي جزبات سړي د حق نه د سترګو پر پټولو مجبوروي لومړي خو پدي كي سهوه شوي واست چي دغه ليكنه زما ده او كه د بل چا او اوس د هوتك جان په پيژندلو كي مو داس ځان اچولي دي ته به وايي چي د لومړي ځل لپاره ئي نوم اوري سره ددي چي په دوهم ځل ليكنه كي ما درته په ګوته كړي چي دغه ليكنه د نصير احمد هوتك ده چي د ټول افغان هير ليكوال ئي پيژني .
نو هيله درڅخه كوم چي زما ليكني په ارام دماغ سره ولولي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
02.01.2005

السلام عليكم ورحمه الله
عادل جانه صاحبه له ليكني څخه مو مننه.
وروره ٠ اول تاسو ته ئې لازم بولم ٠ چه تاسو دامعلومه کړي چه هوتک جان څه ليکلي رشتيادي ٠ که رشتيا وه
بيانو تاسو ته اخلاقأ اجازه ده چه کوټېشن وکړي ٠
هر چاخبر وليکلۍ ٠ اول پر مسلمان واجب کيږي ٠ چه دا ځان ته معلومه کړي ٠ چه خبر رشتيادي که درغ ٠ بيا ئې نو که خبره رښتياوه ٠ کوټېشن د کولو حق سته ٠
که تاسو تحقيق نوي کړي ٠ نوغاړي په بنديږي ٠
اې هغه کسانو چه تاسو ايمان راوړي که چيري راغلۍ تاسوته فاسق او بد کاره خبره ئ درته راوړه ٠ نو تاسو ښه
تحقيق پکښي وکړۍ ٠ په دې خاطر د بېري چه تاوان به رسوۍ يو قوم ته ٠ په ناپوهي سره ٠٠٠٠ الی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more