نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عادل عادل
19.03.2012
السلام علیکم
پتوال صاحب !
دا چې تاسو مقاومت په ای-اس-آی تورنوی نو خامخا به ورته یو مناسبت تراشی،،، هغه دا چې په تش لاس د یوه قوي دښمن سره مقاومت کول ستونزمن کار دی، نو ځکه خو به له ای-اس-آی څخه مرسته اخلي،،،، په دې مناسبت به یوه تکمیلي جمله زه درزیاته کړم، چې د اشغال په صورت کې د مقاومت مشرتابه ته خدای ج، رسول صلی الله علیه و سلم اوعام وولس اجازه ورکړې ده چې له مسلمانو او غیر مسلمانو هېوادونو څخه بلاقید او شرط مرستې تر لاسه کړي،،،،
خو ستاسو دا هېر دي چې په عین وخت کې د مقاومت سره مخالفت چې ستا ازلي عادت جوړ دی،،، د یرغلګرو او د دوی له لاسپوڅو سره ستاسو مستقیم مناسبت جوړوي،،، ځکه چې یرغلګر د روسانو خلاف پراخه تهاجمي جبهې پر مخ ولي چې په غیر جګړییزو جبهاتو کې یې متاسفانه ستاسو ونډه تر لمر ښکاره او په تول ښه درنه ده،،، کومې خبرې چې ته یې د قوم، زي او خېل په ادرس کوې،،، او یا هم د وولس بې درېغه قربانی د ای-اس-ای ابتکار بولې،،، کېدای شي دا ټولې به تاسو ،،، د نیک ګومان له مخې له خپلې خېټې یا شخصي عقدو له مخې کوی،،،،، خو وروره یرغلګر هېوادونه دا لس کاله کیژي چې په منظم ډول په میلینونو ډالر مصرفوي چې د خلکو خولو ته ستا د ډول خبرې واچوي،،،، تر څو یې د شک په پولو ودروي او ځان ته د کار ځمکه سړه کړي!!!!
بل دا چې تر اوسه او په دې تېر لس کلن تاریخ کې تاته متهم مقاومت کوم یو داسې عمل کړی چې د افغانانو د ارادې، دین او کلتور خلاف وي؟؟؟؟ چې په تاسو کې خوسی شوی او ورځ تر بلې په پړسېدو وي؟؟؟؟؟
،،، او دا هم ستا څخه پوښتنه کوم یرغلګرو او د دوی غیرمتجانسو بیلابیلو مستقیمو او غیر مستقیمو لاسپوڅو په تېر لس کلن تاریخ کې د افغان وولس دین او کلتور په خیر کوم یو داسې کار کړی چې د ملاحظې وړ وي،،،، ؟؟؟
12-دولسمشر کرزی دې په نړیوالو کنفرانسونو کې په پوره بې شرمی د مخابراتو کرېډت چې د خصوصي سکتور پانګونه ده، تعلیم چې خلک یې په خپلو وینو او پیسو کوي،،، او د بیان ازادي چې هیڅ فزیکي وجود او مثبته ګټه نلري [color=white:31cd28bc5c]***په جز د ملي او مذهبي ګستاخیو*** [/color:31cd28bc5c]خپلې لس کلنې لاسته راوړنې ګڼي،،، هیله ده چې دا او دې ته ورته لاسته راوړنې په مخ راونه موښی،،،،،،،
د قوم، خېل او زي په نوم تربګنی په تېره بیا په یوه لوېدلي هېواد کې دومره مهم شول چې 44 هېوادونه په یرغلیزه توګه د یوه په وړاندې د بل ملاتړ ته راودانګي؟؟؟؟!!!!!
تاسو کوښښ مه کوی چې دولسمشر کرزی د یوې وولسي کتلې د یوه منتخب نماینده په توګه قلمداد کړی،، هغه مسکین یو فرد دی چې کرز ته منسوب او دا لس کاله د شورای نظار د لنډغرو محض ترجماني کوي،،، او دا کوښښ هم مه کوی چې د ټلوالې لنډغرو ته د دوی د ملي او تاریخي جنایاتو په اړه د برائت پرتوګ وسکڼئ؟؟؟؟
زه به تاسو ته سپین ووایم،،،، خاطر دې مه درنوه،،،، تاسو به ټلواله له نږدې نه پېژنی،،، زه پکې ملګري لرم،،، بحثونه ورسره کوم،،، غږوم یې،،،، د خپل باطل موقف د توجیه لپاره کټ مټ د پتوال صاحب دلایل وایي،،، په دومره توپیر چې د پټوال صاحب په توګه ځانونه درېمګړي یا ثالث الخیر نه ښيي،،، په نره وایي چې طالب په حقه دی، خو زمونږ ورسره دښمني ده،،،
دا سوال دې یو څوک راځواب کړي،،، چې ولې دې بحثفورمونو ته د ټلوالې په ملاتړ کې څوک ګډونوال ثبت او راپیدا نشول،،،، ځواب یې واضح دی،،، دلته متاسفانه د بین الافغاني کدورتونو او نفاق ) مطلب مې دا من- من او خروار خروار پښتانه دي((،،،،له وجې د ټلوالې د د غوښتنو او شیطاني سیاسي طلسمونو او مکر سره سم عمل کیژي،،،
دلته د دوی مخالفت نه بلکه په قسمي او تر لمڅي لاندې په آګاه یا نااګاهانه ډول د جنایتکارې ټلوالې د ملاتړ سره موازي تاریخجوړونکي پښتانه او پښتني برحقه جهات ټکول کیژي،،،،،
[color=white:31cd28bc5c]*** ملي او مذهبي ګستاخی***[/color:31cd28bc5c]: دا دواړه ډول ګستاخان په فورمونو کې موجود دي او خپل ځانونه پېژني،،، د یوه خوښ ډم د بل کرسي
نور بیا ،،،،،،
larghonay laraway
19.03.2012
السلام عليکم!
عجيبه خبره ده چې هيڅوک هم پړه نه مني خو ښه دليل هر چا پيدا کړی چې په بل پړه اچول دي.
که د ملاعمر ډلګۍ ته دې وويل چې ستاسو د وحشت له لاسه پښتانه د وحشت تورو کندو ته ولوېدل نو وايي خامخا امريکا، د کرزي حکومت او ټلوالې ته کار کوې او ډالر يې در کړې دي.
که د کرزي ډلې ته دې وويل چې په ډېره بې شرمۍ غلامي کوئ نو خامخا به وايي چې القاعده او طالبانو او پاکستان ته کار کوئ.
په اصل کې دا دواړه ډلې غلامې ډلې دي چې د انګليس په فکر جوړې شوې دي. د ملاعمر وحشي او انپړه ډله هم د انګليس پلان ؤ چې د پاکستان له لارې يې عملي کړه و د کرزي سسته او غلامه ډله هم د انګليس مفکوره د چې د امريکاله لارې په مستقيمه توګه عملي شوې ده.
د دواړو په زرګري جګړه کې يو شمېر احساساتي او مسلمان کم عقل پښتانه وژل کېږي. ځکه هغوی فکر کوي چې رښتيا هم د يرغلګر په وړاندې جګړه کوي او آزادي غواړي خو خبر نه دي چې پاکستان يې دمنډوي د خرو په څېر خرڅوي او ګټه يې بالاخره امريکا ته رسېږي. امريکا د دوی په واسطه اوبه خړوي او خپلو اهدافو ته ځان رسوي!
پښتانه ليکوال بايد لږ تر لږه دومره مسؤوليت ادا کړي چې خپلې ټولنې ته دواړه غلامې ډلې (مستقيم غلام او غير مستقيم غلام) ور وپېژني او حالات په خپله ګټه راوڅرخوي.
عادل ليکلي په دې بحث فورم کې د شمالي ټلوالې خلک ځکه نشته چې د پښتنو بې اتفاقۍ يې دغه تشه ډکه کړې ده. رښتيا هم ځکه چې طالب لالا په اصل کې د ټلوالې لپاره کار کوي. باور وکړئ چې په ګډو ولايتونو کې چې پښتانه او پاړسيوانان اوسي هلته يوازې او يوازې د انتخاباتو په وخت کې طالبان راپيدا شول چې د پښتنو مخه يې ونيوله او پاړسيوانو ته يې فرصت ورکړ چې په خپله نفع صندقونه ډک کړي.
طالبان په عامه توګه د پاکستان په اشاره څرخي او د امريکا لپاره کار کوي خو په وړو مسألو کې د تاجيکو، ازبيکو، هزاره وو او نورو غير پښتنو لپاره کار کوي او د پښتون پښې وهي. تاسو وګورئ په ټول شمال کې يې د تاجيکو، ازبيکو او ترکمنو لپاره کار وکړ او پارلمان ته يې راوستل او د پښتنو مخه يې ونيوله او په غزني کې يې ټول هزاره ګان راوستل او پښتانه يې شاته کړل.
که ددې حکومت پارلمان غير مشروع وي نو بې شعوره او وحشي طالب بيا د غير پښتنو لپاره ولې نه خنډ کېدو؟
[color=red:9e912a9b1d]يوه ټوکه:
تېره ورځ د کرزي لور پيدا شوې ده. هيواد مل مبارکي ورکړې چې : رئيس صاب مبارک سه لور دې سوې ده!
کرزی : يه! يه ! دا زما کار نه دی بلکې دا حتماً د القاعده او طالبانو کار دئ![/color:9e912a9b1d]
م . ق
19.03.2012
محترم لاروي صاحب،
زه یوې نتیجې ته ورسیدم او هغه داچې متاسفانه دا خلک په سولییزه ټوګه په خبرو، مذاکراتو او افهام وتفیهم نه پوهیږي، دوي غواړي په هره توګه چې وي د ټوپک په زور په مونږ خپله مشري راوتپي، او زمونږ څخه د رايې، د مشر دټاکنې مسلم حق واخلي.
خپله کندهارۍ ډله او کندهاري مشري په اسلامي حرکت سره توجیه او تعبیر کړي ترڅو پدې توګه نور قومونه پرې ایل او محکوم کړي.
یو کندهاری لڼدغر د خپلې سیمییزې ډلې د ناحقه دفاع لپاره وايي:
[quote:a65fe99596]تابه هم دیو پښتنی مور شوده رودلی وی نر شه میدان ته ور وروزه او دامریکایی ظالمانو پر ضد عملی میدان ته راووزه او د خپل اولس غچ واخله له ظالمانو نه [/quote:a65fe99596]
مونږ میدان ته ډیر پخوا راوتلي یو، خو ستا کندهارۍ جاهله ډله د خپل ځان څخه پرته بل څوک نه مني، په هرچا خپله ظالمانه او جابرانه مشري تپي، نه شي زغملاي چې په څنګ کې یې یو سیاله ډله موجوده وي، د حزب اسلامي په مقابل کې مو ولې سنګر نیولی؟ ؟؟ هر مجاهد او غازي چې په خپلواکه توګه د یرغلګرو په واړندې ټوپک ته لاس کوي ترټولو دمخه یې همدا ستاسې ډله ځپي او ټکوي، چې اول په زور لکه د یزید غوندې زمونږ سره بیعت وکړﺉ او هرڅه به زمونږ په قوماندې او مشرۍ کوﺉ.
نو چې تاسو د هرخپلواک مجاهد او غازي مخه د یرغلګرو څخه هم لا د وړاندې نیولې وي، پداسې حال کې څوک څنګه د یرغلګرو په وړاندې یو عام پاڅون وکړي؟؟؟ ددې څخه په ډاګه دا معلومیږي چې د یرغلګرو سره شعوري او یا غیر شعوري مناسبت او تړاوونه لرﺉ، کنه نو ولې د خپلواکو مجاهدینو او ولسي مخورو، پخواني قومندانانو او نورو مشرانو مخه نیسئ؟ ترڅو خپلواک ولسي پاڅون رهبري کړي، خو تاسو نه غواړﺉ چې مشري مو دلاسه ووځي او په افغانستان کې د پاڅون ثمره او لاسته راوړنې د بل چا شي.
په افغانستان کې دننه ټول سیمییز خلک پدې خبر دي چې د طالبانو سیمییزې ډلې چې ټولې یې د نوو هلکانو، لوچکانو، بدمعاشانو او بې تعلیمه، بې کاره بې کسبه زلمیانو څخه جوړې شوې دي، د دوي په لاس ټول هغه پخواني تجربه کاره مشران، پوهه ملایان، قومي سپین ږیري، پخواني جهادي قومندانان او تعلیم یافته ځوانان ووژل شول او لا وژل کیږي، دا ټول د یرغلګرو او بهرنیو کړیو دستور دی ترڅو په افغانانو کې د سر سړی او د پاڅون د مشرۍ لپاره هیڅ اهل او لایق کس پاتې نشي، او پدې توګه د ټول ولس رهبري یواځې داسې جاهلانو انپړو او اغیار پالو ته پاتې شي چې صرف د هغوي د موخو لپاره کار کوي او هیڅوک یې مخه نشي نیولاي.
مننه
هیوادوال
19.03.2012
پتوال مننه کوم چی زما هرکلی دی وکړ آبا اوسی ستا تر ای اس ای به دعادل ورور دخبری په تاید یوه مشوره درکړم هغه داچی که ځان مسلمان حسابوی او ځانته مسلمان وایی نو لومړی باید چی اسلامی معلومات وګوری او ځانتی معلومه کړی چی پر یو اسلامی مملکت کفار تجاوز او یرغل وکړی بیا دهغه هیواد مسلمانانو ته څه کول او د چا او چا څخه مرسته حاصلول پکار دی که ای اس ای نن ( ستاسی په وینا) دطالبانو مشری کوی نو زړګیه الله پاك کله کله په منافق دخپل دین ساتنه کوی نن ور ځ که طالبان ستا په خبره غمل وکړی او د ای اس ای سره لاس او ګریوان شی نو د ا راغلی بد مخی به څوک باسی ؟ زه ؟ زه خو په خپل شخصی ګټه پسی شپه او ورځ ورک یم دیته نه یم اوزګار؟ ته یعنی پتوال ستا د بچو روزی خو د ای اس ای سره په دښمنی ولا ړه ده ستا یی ورباندی څه ؟ مبارز مبارز بیا دادی خپله ورسره په شخصی کمپنیو کی منډی وهی که لاس پکار شی بیابه روزی له کوم ځایه راوړی ؟بی لاری لارو ی هعه خو ټول وینو چی د کرزی پر پاسماندی باندی شخوند وهی او بیا ورته بد رد هم وای په ده خو یی په والله که بیخی ودانه کړی ؟ اوس قضاوت ستا شو چی د غیرت من طالبان دای اس ای سره مشت او چپلاخ شی پر میدان به موږ بی غیرته پاته شو بیا به دپتمنو پښتنو پیغلو عزت څوک ورساتی او د الله پاک د دین ساتنه به څوک کوی ؟
پتوال خانه دمسلمان اول شعار به دکلمی د سر لوړی وی اوبس نور دی خپل ځان او ایمان وګوره چی ستا ایمان څنګه دی
پتوال
19.03.2012
السلام علیکم
[quote="عادل عادل"]
پتوال صاحب !
[quote:0efe7d8363]دا چې تاسو مقاومت په ای-اس-آی تورنوی نو خامخا به ورته یو مناسبت تراشی،،، هغه دا چې په تش لاس د یوه قوي دښمن سره مقاومت کول ستونزمن کار دی، نو ځکه خو به له ای-اس-آی څخه مرسته اخلي،،،، [/quote:0efe7d8363]
:lol: :lol: :lol: :lol:
واه واه عادل صیب ، ماکله دغسې کوم تړاو تراشلی ؟؟؟؟
خو دا ستا اندتوګه ده چې په خبل نامه یې د څرګندولو جرئت هم نشې کولی : ایا له خپلو طالبانو ویره لرې ؟ او که
د ISI په کومه مذیقه او ګواښونکې محاصره کې ښکېل یې ؟؟؟؟
دا خپلتراشه (( مناسبت ؟)) مقدمه کوې او بیا نو ددې عامې جملې د بوسو لاندې د ISI د غلام د غلامۍ خړې اوبه داسې تیروې :
[quote:0efe7d8363]په دې مناسبت به یوه تکمیلي جمله زه درزیاته کړم، چې د اشغال په صورت کې د مقاومت مشرتابه ته خدای ج،
رسول صلی الله علیه و سلم [color=darkred:0efe7d8363]اوعام وولس اجازه ورکړې ده [/color:0efe7d8363]چې له مسلمانو او غیر مسلمانو هېوادونو څخه [color=red:0efe7d8363]بلاقید او شرط [/color:0efe7d8363]مرستې تر لاسه کړي،،،،[/quote:0efe7d8363]
اول خو عام ولس تاسوته اجازه نه ده درکړې او نه الله او د هغه رسول چاته امر کړی چې لهISI څخه مرسته تر لاسه کړئ
او نه چیرې هم د ISI مرسته بلا قیدو شرط ګڼل کېدای شی !
آیا هغه مسلمان هیواد چې مرسته ترې واخلئ په نړۍ کې یوا ځې ISI ده ؟؟؟ او هغه کافر هېواد هم چې مرسته ترې واخلئ یواځې ISI ده ؟؟؟؟ او که نه هغه هیواد چې د افغانانو تاریخي دوښمن دی بنجابی پاکستان او پنجابي ISI نومیږي !!!!
او هغه وخت چې ته ISI په پښو درولې او مرسته یې درسره کوله په افغانستان آزاد نه و او حکومت د جمعیت او ملا رباني
حکومت نه و ، آیا د یو مسلمان او آزاد حکومت پر ضد جهاد کول اسلامي او روا و ؟؟؟؟؟
د دیکتاتورئ د راپرځولو له پاره پاڅون روا و، خو نه د دیکتاتورانو د بدلون له پاره ، ترڅو چې صرف د دیکتاتور نوم له ملا ر باني څخه
ملا عمر ته بدل شی !
اعتراف مو منم چې طالبه د ISI مرستې دې ښې بیدریغه اخیستی او تر غوږونو پورې دغلام په غلامۍ کې ښکېل یې،
او دا مرستې دې د الله ، رسول الله او خپل عام ولس پر ضد د ملی خیانت له پاره اخیستي دي او بس !
پاتې شو د اشغالګرو او لاسپوڅو حکومت ، نو دا خو یو واجب العزل ، واجب القتل حکومت دی او پر ضد یې باید عام
او سرتاسری ملي اسلامي پاڅون تر سره شي ، بې لدې چې د چا پښه د ISI په تلک کې ونښلي ! دا پاځون باید هم سوله ییز او هم وسله وال وي او د ملي اسلامي انقلاب بڼه ولري!
خو ISI - پلوه خاینان طبعاً دغه سوله ییز سیاسی انقلاب په عوامفریبۍ سره د کرزي او شمالي ټلوالې په طرف بولي (!!!!)
[quote:0efe7d8363]کومې خبرې چې ته یې د قوم، زي او خېل په ادرس کوې،،، او یا هم د وولس بې درېغه قربانی د ای-اس-ای ابتکار بولې،،، کېدای شي دا ټولې به تاسو ،،، د نیک ګومان له مخې له خپلې خېټې یا شخصي عقدو له مخې کوی،،،،، خو وروره یرغلګر هېوادونه دا لس کاله کیژي چې په منظم ډول په میلینونو ډالر مصرفوي چې د خلکو خولو ته ستا د ډول خبرې واچوي،،،، تر څو یې د شک په پولو ودروي او ځان ته د کار ځمکه سړه کړي!!!![/quote:0efe7d8363]
وروره پلمې او دروغ و درب مه تراشه ، ملت له تاسو صرف د ISI علني رټل او د دوښمن پنجابی پاکوستان دګل غواړي !!!!
چط دومره نشئ کولاظ نو مه وایاست چې د وطن د آزادۍ له پاره مو پاڅون کړی ، بلکې صرف موقتي اشغال یې په دایمی
اشغال بدلول غواړئ او د لر افغانستان اشغال په بر هم تعمیمول غواړئ او بس !
[quote:0efe7d8363]او دا هم ستا څخه پوښتنه کوم یرغلګرو او د دوی غیرمتجانسو بیلابیلو مستقیمو او غیر مستقیمو لاسپوڅو په تېر لس کلن تاریخ کې د افغان وولس دین او کلتور په خیر کوم یو داسې کار کړی چې د ملاحظې وړ وي،،،، ؟؟؟[/quote:0efe7d8363]
دا پوښتنه له ما څخه نه ، دا پوښتنه دې لطفاً د خپل منلي بادار(پاکستان) له بادار (امریکا) څخه وکړه چې د خپل
پاکستنانی غلام د غبرګوني ورور افغانی غلام حکومت
د لاسته راوړنو تقریر درته وکړي!
دا نور ځان غولونکي تخلیقات دې تر دې هم بیځایه او بې معنی انګیرنې وې چې په څواب هم نه ارزي!
رښتینی
19.03.2012
:( :( :(
لکه سر دپسه په اورغاښونه سپین کا
هسي مالره له غمه خندا راغله
پتوال
05.05.2012
هیوادوال لیکي :
[quote:7e8c14fc6c]چی پر یو اسلامی مملکت کفار تجاوز او یرغل وکړی بیا دهغه هیواد مسلمانانو ته څه کول او د چا او چا څخه مرسته حاصلول پکار دی که ای اس ای نن ( ستاسی په وینا) دطالبانو مشری کوی نو زړګیه الله پاك کله کله په منافق دخپل دین ساتنه کوی [/quote:7e8c14fc6c]
دین خو دې د رباني په دوره کې د کفارو د ګواښ لاندې نه و، هغه ولې د ISI په مرسته له منځه ویوړل شو ؟؟؟؟
آیا طالبانوصرف د امریکا له برید وروسته ISI ته مخه وکړه؟؟؟؟؟
[quote:7e8c14fc6c]نن ور ځ که طالبان ستا په خبره غمل وکړی او د ای اس ای سره لاس او ګریوان شی نو د ا راغلی بد مخی به څوک باسی ؟[/quote:7e8c14fc6c]
د ISI سره به ولې لاس او ګریوان کیږي، صرف مرسته او باداري دې د هغوی نه مني!
د امریکا پر ضد پټې وسلې ورکول دآزاد مارکېټ له لارې چین او روسیې هم ورکولی شوې، نو بیا د غلام غلامۍ ته څه اړتیاوه؟؟؟؟
د امان الله خان د وخت د نړیوالو شرایطو څخه ننني نړیوال شرایط ښه دي، نو د غازی امان الله خان څخه يط ولې نه زده کوي ؟؟؟؟
[quote:7e8c14fc6c]زه ؟ زه خو په خپل شخصی ګټه پسی شپه او ورځ ورک یم [/quote:7e8c14fc6c]
دا ګټه له ISI څخه تر لاسه کوې ؟ که نه نو بیا څنګه فکر کوې چې
[quote:7e8c14fc6c] پتوال ستا د بچو روزی خو د ای اس ای سره په دښمنی ولا ړه ده ..؟ [/quote:7e8c14fc6c]
آیا روزي بی له غلامۍ څخه نشې تصور کولاي؟؟؟؟ او که ستاسې د بحث توګه صرف تورلګول دي او بس ؟؟؟؟؟؟
که داسې وي نو ایا بیا دداسې کس سره بحث کول امکان لري؟؟؟؟
والسلام !
Musaferjan
06.05.2012
پتوال صيب:
نه پوهېږم چې ولې همېشه د سقاو له بچو دفاع کوې؟؟
رباني خو ستا په اصولو يو نامشروع رئيس جمهور وو، ځکه چې د يو انقلاب او
توطئې په ترځ کې منځ ته راغی، کوم منتخب رئيس جمهور خو نه وو۰
[quote:aaf8e462a8="پتوال"]
دین خو دې د رباني په دوره کې د کفارو د ګواښ لاندې نه و، هغه ولې د ISI په مرسته له منځه ویوړل شو ؟؟؟؟
آیا طالبانوصرف د امریکا له برید وروسته ISI ته مخه وکړه؟؟؟؟؟ ....
آیا روزي بی له غلامۍ څخه نشې تصور کولاي؟؟؟؟ او که ستاسې د بحث توګه صرف تورلګول دي او بس ؟؟؟؟؟؟
که داسې وي نو ایا بیا دداسې کس سره بحث کول امکان لري؟؟؟؟
والسلام !
[/quote:aaf8e462a8]
پتوال صيبه: لږ انصاف وکړه، که خبره د پاکستان د غلامۍ شي؛ نو بيا ولې د امريکا
غلامي ونشي؟ ښه پوهېږې چې ډالر، عيش او نوش په کوم اړخ کې زيات دي۰
نن سبا د اشغالګرو واړه واړه جاسوسان چې د خپل عمر 25 م پسرلی يې هم نه وي
اړولی د مليونو ډالرو خبرې کوي، زه خو وايم چې افغانستان ته راشه، دا کوم
تبليغات چې تاسې په مقاومت پسې له بهره کوئ، نو که په افغانستان کې يې
وکړئ، نو داسې ډالرې به پيدا کړئ چې د لمسو او کړوسو پورې به يې خلاصې نشې
کړئ، هسې په خدايجتي تبليغاتو او پروپاګنډو وخت ضايع کوئ.... :o :o :o :o
په درناوی
پتوال
06.05.2012
مسافر خان صیب ښې چارې!
ستا بحث همیشه بې اصوله او بیځایه ټوپونه وي:
د رباني مشروعیت نه، بلکی اسلامیت مې تایید کړی ، ته او طالبان دې ورته نامشروع ځکه نشئ ویلی چې پخپله دوی د نامشروع
قدرت په لټه کې وو او دي !
هیوادوال صیب صرف د کفارو د برید په وخت د ISI ملاتړ منل
جایز بللي و ، نو زما پوښتنه ترې داوه چې طالبانو بیا ولې د رباني په ضد د ISI له ملاتړ څخه پرېمانه کار اخیسته؟؟؟؟؟
هغه خو نه بهرنی و او نه کافر !
د رباني قدرت راپرځول روا و ځکه چې نامشروع و، نو باید چپه شوی وای، خو طالبان باید قدرت ته نه وای رسیدلي ،
ځکه چې نا مشروع وو ! مشروعیت نه رباني په خبله لنډه او نه طالبانو په خپله ۶- کلنه دوره کې لاسته راوړ !
مشروعیت دومره اسانه هم نه دی چې څوک یې د کرزی غوندې د بهرنیانو په موجودیت کې لاسته راوړي!
له داوده تر کرزي پورې ټول د نامشروعیت اولاده وه چې حکومتونه یې کړي دي ـ چا د KGB چاد CIA اوچا د ISI په مرسته !
[quote:f8b4f5b194]هسې په خدايجاتي تبليغاتو او پروپاګنډو وخت ضايع کوئ[/quote:f8b4f5b194]
مونږ پرو پاګنډا نه کوو، صرف حق وایو او حق ویل باید تل وړیا جهاد وي ! والسلام