د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عبد السلام
16.02.2012

السلام علیکم !
له تاند ویب پاڼې څخه په مننه !
ددې موضوع سره په ارتباط د استاد شپون دا لاندې لیکنه هم ډیره په زړه پورې ده :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غر که د مچ وزر؟ - استاد سعدالدین شپون

http://taand.com/index.php?mod=article&cat
له اوس نه خبر نه یم، خو پخوا خان آباد دوې لویې مندرسې لرلي، د سمندر خان او د محب الله خان. د دواړو مندرسو د ملا امامانو خپلو کې سره ورانه وه. تر دې چې کله به یې تابعینو د بازار ګڼه ګوڼه کې له ږیرو سره نیولي وو. آخر کې د کلیو ملایانو په دوی ومنله چې د جمعې په ورځ به یې له خطبې مخکې سره سپینوي مناظره به سره کوي. موضوع معلومه وه:

که جنوب مصلي (لمونځ ګزار)د ګاوکش په لوی سیند کې ولامبي، بیا یې هم اوداسه ته حاجت پاتې کېږي که نه؟ د مولوي عجب ګل ډلې ویل چې هو. دلیل یې دا و چې په اوداسه کې د ترتیب رعایت هم شرط دی. اول د جنابت غسل چې ټول وجود، حتی د سر او ږیرې تار تار وېښته غرق لامده شي . بیا نو په ترتیب، له پاسه تر ښکیه، لا سونه. مح،....... مزمزه او انشاق، لاسونه تر لېچو، حتی مسحه او دپښو د ګوتو ترمینځ خلخال وشي. د کاپرکونج د مولوي یېرغه نفر، چې یو څه بلا پسې وو، ویل چې ګړم ځان سیند ته ګوزار کړه، اوه ځلې غوپې ووهه، اودس دې وشو، خو البته چې سم خیشت شې. په سیند کې دننه اسراف نشته، اګر ای خواجه درلب جو يي، نېست اسراف هر چې مېشويي. عجب ګل د اسراف خبره هم نه ور سره منله ، ویل یې چې حتې استنجا کې هم افراط نه دي په کار، مازې دې چې بدن په ګوتو زیږ ولګېږي کفایت کوي، بیا په تر تیب نور وجود مینځه خو تر ضرورته زیاتې اوبه مه لګوه.

ښکاري دا چې په خان آباد کې چې غونډه شولګره وه، د اوبو خبره یو څه باریکه هم وه. ییرغه والاو خو د اوبو اوه ځلی پرله اوښتل کافي بلل، خود ما پلي طالب قیوم ویل چې او به هم طاهرې دي و هم مطهرې، مانا نور شیان هم پاکوي، نو باید چې پخپله پاکې وي. د پایناب په اوبوکې هم اختلاف و، چا ویل چې رڼې دي او بهېږي، نو مطهرې دي. ملا قیوم جرحه ور کې کوله، ویل یې چې دا اوبه چې د بنګي له سیند نه را پېلېږي. په لار کې د شولې د پټیو مصنوعي سرې یې مرداروي، طاهرې نه دي نو څنګه به مطهرې وبلل شي؟ ثنا الله کاکا ته خدای ورکړه، ټوکې به یې کولې چې په لکهاو چونګښې د هر ټوپ سره یوه څمڅۍ متیازې ورخوشې کوي نو پاکې نه دي، خو مولوي یېرغه کومه عربي وینا مدرسې کې یاده کړې وه چې، دود ته الثمر کالثمر، مانا د مېوې چېنجی، د مېوې حکم لري، بېدرېغه یې خوره، نو د چونګښې اوبه هم د اوبو حکم لري. ثنا الله به خپله ناپړیته ورشتۍ کړه، د چونګښې اوبه د چونګښې حکم لري.

د جمعې په ورځ، د کلي ملایان او دا نورې وړې چوغکې، خط و برېت طالبان، د کتابونو ډګ څادرونه په شا په ښار ورشېوه شول. جمعه وه ښوونځي رخصت وو، خو موږ له دې تناریخي سیل نه مشرانو په پړو هم نشو ستنولی. هغه وخت لوډ سپیکر نه و، خود عجب ګل استاد غږ او چته را ته چې د زمري غوندې غوړمبېده، دا جمعه د محب الله خان جومات د معرکې ځای و، بله جمعه د سمنندرخان. تر یوه وخته خود امتیانو غږونه وو چې د ملا پسې یې ..... ولالله الحمدر ګردا ناوه، خو بیا لکه چې جرح او دفع شروع شوه، غږونه لوړېدل، نا څا به شور ما شور او بګیر بګیر اوچت شو، له جوماته نه یې بهر دربی شروع شو،. طالبان مو لېدل چې د کتابونو به څادرونو یې سره پرېبل. ټول بازار په تېښته کې شو. موږ هم را خپلې کړې.

په بله ورځ زموږ کلي کې آوازه شوه چې مو لوي یېرغه اشکمش ته تښتېدلی دی. زموږ ملا ویل د یېرغه نه مو سرکوزی جوړ کړ. والله اعلم چې چا د چا نه سر کوزی جوړ کړ ی و. د ملا یېرغه امتیانو به هم همداسې دعوه کوله. لسیزې پس چې اوس فکر ورته کوم، که هغه وخت کوم خارجي، مثلا د پاکستان ټونګ وای نو لوی جنګ او ناتار به ترې جوړ و. یوه هفته له دې پېښې پس دواړه مولویان، لاس په لاس کراچۍ ته لاړل او له هغه ځایه ګډ په بېړۍ کې چې موږ ورته اوګوټ ویل مکته الله شریف ته لاړل، ییرغه مولوي هماغلته ومړ، دا بل بیا د اورېدو له قراره د کمونستانو له راتګ وروسته فعال مجاهد و، چې اوس به مړ وي که ژوندی.

بلا وه برکت یې نه و، که نه په هېڅ موضوع به په توابه کې د وینو تالاو جوړ وای .


وصيل پېروز
16.02.2012

[quote:019986c0ff="هیښ"]السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
دښاغلي م .وصیل پيروز صاحب څخه ډیره مننه چې داقلیت او اکثریت مسئله ئې دقران کریم له نظره موږ ته بیان کړه او دائې واضح کړه چې دلږو او ډیرو په اساس دحق( دباطل ضد) دتثبیت په هکله فیصله کول دقران له نظره مردود دي.
دعقیدې او ایمان په برخه کې او په هغو مسائيلو کې چې دقران کریم صریح اوامراو نواهي بیان شوي دي او دحضرت رسول اکرم(ص) ثقه او ثابت اقوال او افعال موجود دي داکثریت او اقلیت پریکړې ته هیڅ ضرورت نه لیدل کیږي او هرمسلمان مکلف دئ چې ددې (قران او احادیثو ) دارشاداتو مطابق شخصی او ټولنیز کړه وړه عیار او عملي کړي.
[/quote:019986c0ff]
ښاغلی او دروند هيښ صاحب !
سلامونو ته مو وعليکم السلام
هيله ده چي خوشاله او خوښ به ياست .
ما په ټول قرآن کي د کمپيوټر په مټ ريسرچ يا څېړنه وکړه او ځان ته مي دا څرګنده کړه چي د اکثريت او اقليت حقيقت په قرآن کي څه دئ؟.
ايا قرآن هم د حق او حقيقت د معيار پېژندنې لپاره اکثريت او اقليت منتخب کړي دي که څرنګه؟.
کله چي مي قرآن پرانيست نو راته څرګنده شوه چي قرآن نه اقليت ته پام کوي او نه هم اکثريت ته بلکي قرآن تل د خپلې ادعا د ثبوت په خاطر دليل راوړي ، برهان وړاندي کوي او خلګ هم دې ته رابولي چي د خپلې مدعا د ثبوت په هدف يو ډول نه يو ډول دليل راوړي . همدا راز مي په قرآن کي د دې خبرې ځواب وموند چي تل د حق پلويان لږ وي او ډېری خلګ ډېر وخت د حق له منلو مخ اړوي ، مګر بيا هم قرآن د حق معيار کمښت او ډېرښت نه ښيي .
دا د قرآن پرېکړه هر هغه کس يې په منلو مکلف دئ چي ځان ته مسلمان وايي او بيا ترې دې فيصلې وروسته د ولي او څرنګه حق نه لري ، ځينو وروڼو له دې بحثه پر بل لور تللي نه غواړم د هغوئ پوښتنو او ګروېږنو ته ځواب ووايم ځکه د کوم څه په اړه چي موضوع مطرح شوې بايد د هماغې موضوع په اړه خبرې وکړو.
[quote:019986c0ff="هیښ"]
خو اسلامي امت دیوه لوی مشکل سره مخامخ دئ او هغه داچې داسې یوه واحده ،باوري او ټولوته دمنلو وړاسلامي مرجع نشته چې دسیاسي ،اقتصادي اوګروهي فشارونو او تمایلاتو نه مبرا وي او د اسلامي امت ،غوښتنو ،پوښتنو او پرابلمونو ته دقران کریم او نبوي احادیثو په استناد سوچه او بې غرضه دحل لارې،فتواوې او ځوابونه ووایي.
[/quote:019986c0ff]
ښاغلی هېښ ! يوه تريخ حقيقت ته مو ګوته نيولې ، دا بايد هر مسلمان ومني چي نن مسلمانه نړۍ پر ګڼ شمېر فرقو ، اندونو او لارو وېشل شوې ده . نن په ټوله اسلامي نړۍ کي موږ يوه داسي واحده مرجع نه لرو چي زموږ ستونزو او پوښتنو ته له اسلامي ليد لوري منصفانه ځوابونه ووايي ، بلکي ټول مسلمانان سره وېشل شوي او هر څوک غواړي د خپل مسلک ، خپل امام ا وخپلې رايې ړوند مقلد دئ .
په داسي حال کي چي په موږ کي د جمود وبا موجوده وي او څو چي په موږ کي د پلټنې نه کولو حس نه وي بيدار شوی تر هغو به موږ همدا حالات زغمو ، په دې لړ کي بايد د مسلمانانو لومړی ګام دا وي چي په ټولنه کي رواج شوی جمود مات او د خلګو ويدې وړتياوې ويښې کړې او خلګ پر ځان باور و ډاډ ته وهڅوي ، له دې پرته موږ هيڅکله هم نه شو کولای چي په اسلامي نړۍ کي يو واحد مرکز او يوه واحده مرجع را منځ ته کړو.
[quote:019986c0ff="هیښ"]
نو په داسې یوه حالت کې چې په اسلام کې مذهبونه ،فرقې اوشاخونه جوړشوي دي او هره ډله خپل موقف دقران او احادیثو په بیانولو سره درسته او حقیقت بولي ،اسلامي امت دکومې یوې ډلې نه پیروي وکړي او دحق او حقیقت دموندلو دپاره دهغوئ لاره تعقیب کړي او خپل ورځني شخصي او ټولنیز کارونه دهغې مطابق عیار کړي؟
مننه[/quote:019986c0ff]
هو ! بايد ومنو چي نن د رښتني اسلام انځور ورک دئ ، مسلمانان پر ګڼو ډلو وېشل شوي او هره ډله ځان د نېغي لارې يا صراط مستقيم لارويان بولي خو دا چي کومه ډله په خپله دعوه کي پر حق ده دا پرېکړه بايد موږ او تاسو معيار ته وسپارو.
که څوک غواړی چي ځان حق او حقيقت ته ورسوي نو هغه بايد لومړی ځان په دې پوه کړي چي اسلام له څه شي جوړ دئ؟.
کوم وخت چي نوموړی په دې پوه شو چي اسلام له څه شي جوړ دئ او يو انسان يا مسلمان د څه شي په منلو او عملي کولو مکلف دئ تر دې وروسته په خپله دا درک کولای شي چي کومه ډله حق او کومه پر ناحق ده .
موږ ته د الله له لوري امر شوی چي يوازي پر قرآن او حديث عمل وکړو له دې هاخوا د هيڅ شي په منلو هم موږ مکلف نه يو بلکي ترديد يې را باندي ضروري دئ ، اوس بايد موږ قرآن او حډيث را واخلو او دا ټولي ډلې د قرآن او سنت په تله کي وتلو چي کومه يوه پر حق او کومه پر ناحق ده .
هر وخت چي موږ د باطل او حق د معلومولو په هدف قرآن اوسنت ته رجوع وکړه نو تر دې وروسته کولای شو چي حق او حقيقت ځان ته جوت کړو.

په مينه او درنښت


م . ق
22.02.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم او فاضل ورور وصیل پیروز صیب د قرآني دلایلو په رڼا کې اقلیت او اکثریت ډیر ښه څیړلی او روښانه کړی دی چې د ګوتې نیونې هیڅ ځاي پکې نه لیدل کیږي.
خو دغه لاندې حدیث چې بعضې یې د خپل ځان لپاره دلیل ګرځوي هم باید روښانه شي چې مراد ترینه څه دی :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ ، قَالَ :حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " لا يَجْمَعُ اللَّهُ أُمَّتِي عَلَى الضَّلالَةِ ، يَدُ اللَّهِ عَلَى الْجَمَاعَةِ ، اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ " .
داحدیث چې په سواد اعظم او جماعت دلالت کوي نو د قرآني ایتونو سره په تطابق او توافق کې ایا ددې څخه مراد حنفي مذهب دی لکه څرنګه چې بعضې پرې استدلال کوي او کنه مراد ترینه اسلامي امت او جماعت اهلسنت دی؟؟
هیله ده چې پدې هکله هم د بعضو غلط فهمي او اشتباه لرې کړﺉ!!
زما په اند خو ددې څخه مراد اسلامي امت دی لکه د حدیث په اول کې هم دا راغلي لایجمع الله امتي!!!
او بیا دا حدیث په صحاح ستة کې یواځې ترمذي روایت کړی، مستدرک د حاکم هم روایت کړی.
ماته د حدیث په سند کې هم کلام ښکاري.

مننه


وصيل پېروز
23.02.2012

[quote:049ec3ed27="Mubariz Quraani"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم او فاضل ورور وصیل پیروز صیب د قرآني دلایلو په رڼا کې اقلیت او اکثریت ډیر ښه څیړلی او روښانه کړی دی چې د ګوتې نیونې هیڅ ځاي پکې نه لیدل کیږي.
[/quote:049ec3ed27]
ښاغلی مبارز قرآني صاحب ! له تاسو مننه ، د اقليت او اکثريت موضوع د قرآن له مخې په ښه ډول تشرېح شوې اوس چي تاسو په دې اړه حديث هم نقل کړی نو زما په اند به ښايي دا بحث نور هم په زړه پوري کړي ، وړاندي موږ د قرآن په رڼا کي دا جوته کړه چي اکثريت او اقليت د حق معيار نه شي کېدای او دا مو هم وويل چي د قرآن له مخې اکثره خلګ د باطل او ګمراهۍ پيروي کوي .
اوس به ستاسو نقل کړی حديث تر نظر تېر کړو.
[quote:049ec3ed27="Mubariz Quraani"]
خو دغه لاندې حدیث چې بعضې یې د خپل ځان لپاره دلیل ګرځوي هم باید روښانه شي چې مراد ترینه څه دی :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ ، قَالَ :حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " لا يَجْمَعُ اللَّهُ أُمَّتِي عَلَى الضَّلالَةِ ، يَدُ اللَّهِ عَلَى الْجَمَاعَةِ ، اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ " .
[/quote:049ec3ed27]
دا حديث مي له هر څومره لټون سره - سره په سنن ترمذي کي ونه موند خو په سنن ابن ماجه ، مسند ابی عوانه او... کي مي تر لاسه کړ ، په سنن ابن ماجه کي همدا حديث په دې ټکو نقل شوی :
[color=cyan:049ec3ed27](( حدثنا العباس بن عثمان الدمشقي . حدثنا الوليد بن مسلم . حدثنا معان بن رفاعة السلامي . حدثني أبو خلف الأعمى قال سمعت أنس بن مالك يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم : يقول ( إن أمتي لا تجتمع على ضلالة . فإذا رأيتم اختلافا فعليكم بالسواد الأعظم )) [/color:049ec3ed27] ( سنن ابن ماجه ، حديث نمبر ۳۹۵۰ )
تر دې وروسته پسي ليکل شوي :
في الزوائد في إسناده أبو خلف الأعمى واسمه حازم بن عطاء وهو ضعيف . وقد جاء الحديث بطرق في كلها نظر . قاله شيخنا العراقي في تخريج أحاديث البيضاوي
يعني په زوائد کي راغلي چي د دې روايت په سند کي ابو خلف الاعمی راځي چي نوم يې حازم بن عطاء دئ ، نوموړی ضعيف بلل شوی . او په ټولو طريقو کي يې نظر شته دئ يعني په هره طريقه چي دا روايت نقل شوی ټولي يې د نقد ښکار دي هر ځای يو ضعيف او مجروح شخص پکي موندل کېږي .
تر دې وروسته د دې حديث په اړه د شيخ الباني رحمه الله نظر نقل شوی :
قال الشيخ الألباني : ضعيف جدا دون الجملة الأولى .
يعني د الباني په اند د دې حديث له لومړۍ جملې پرته نور حديث په بشپړ ډول ضعيف دئ ځکه د ده په اند لومړۍ جمله په صحيح سند ثابته ده .
همدا راز دا روايت په مسند ابی عوانه کي په دې ډول نقل شوی :
(( دثنا محمد بن أبي بكر حدثنا مبارك حدثنا عبد العزيز عن أنس : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : إن بني إسرائيل افترقت على إحدى و سبعين فرقة و إن أمتي تفترق على ثنتين و سبعين فرقة كلها في النار إلا السواد الأعظم ))( مسند ابی عوانه ، حديث نمبر ۳۹۳۸ )
ژباړه: بې شکه يهود يا بني اسرائيل پر ( ۷۱ ) ډلو ووېشل شول او زما امت به هم پر ( ۷۲ ) ډلو تقسيم شي نو له سواد اعظم پرته يې نوري ټولي په اور کي دي .
تر دې لاندي د حسين سليم اسد نظر نقل شوی :
قال حسين سليم أسد : إسناده ضعيف .
د نوموړي جرح په مفسره نه وه له همدې کبله مي يې راويان په خپله وکتل چي د مبارک بن سحيم په نوم راوي مي پکي وموند ، د ده په اړه د مکتبيې شاملې تفصيلات په لاندي ډول دي :
[color=red:049ec3ed27]الاسم :[/color:049ec3ed27] مبارك بن سحيم ، و يقال ابن عبد الله ، أبو سحيم البنانى البصرى ، مولى عبد العزيز بن صهيب
[color=red:049ec3ed27] الطبقة :[/color:049ec3ed27] 8 : من الوسطى من أتباع التابعين
[color=red:049ec3ed27]روى له : [/color:049ec3ed27] ق ( ابن ماجه )
[color=red:049ec3ed27]رتبته عند ابن حجر : [/color:049ec3ed27] متروك
[color=red:049ec3ed27]رتبته عند الذهبي : [/color:049ec3ed27] قال أبو زرعة و غيره : منكر الحديث

د همدې راوي په اړه امام مزي په تهذيب الکمال کي د خلګو ويناوې را ټولي کړې ، وايي:
(( ( ق ) : مبارك بن سحيم ، و يقال : ابن عبد الله ، أبو سحيم البنانى البصرى ، مولى عبد العزيز بن صهيب . اهـ .
و قال المزى :
قال عبد الله بن أحمد بن حنبل : سمعت أبى يقول : و عرضت عليه أحاديث مبارك بن سحيم الذى حدثنا عنه سويد فأنكرها و لم يحمده أظنه قال : ليس بثقة ، و أنكرها إنكارا شديدا ، و أظنه قال : أضربوا عليه .
و قال أبو زرعة : واهى الحديث ، منكر الحديث ، ما أعرف له حديثا صحيحا ، و قد حسنوه بمولى عبد العزيز بن صهيب .
و قال أبو حاتم : منكر الحديث ، ضعيف الحديث .
و قال البخارى : منكر الحديث .
و قال النسائى : ليس بثقة ، و لا يكتب حديثه .
و قال فى موضع آخر : متروك الحديث .
و قال أبو بشر الدولابى : متروك الحديث .
و قال الحاكم أبو أحمد : ذاهب الحديث .
و قال أبو حاتم بن حبان : ينفرد بالمناكير ، لا يجوز الإحتجاج به .
روى له ابن ماجة حديثا واحدا عن عبد العزيز ، عن أنسا : " ما من مسلمين التقيا بأسيافهما إلا كان القاتل و المقتول فى النار " . اهـ .
ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ ْ
قال الحافظ في تهذيب التهذيب 10 / 27 :
و قال الساجى : منكر الحديث ، له عن عبد العزيز نسخة ، حدثنا عنه بندار .
و قال ابن عبد البر : أجمعوا على أنه ضعيف ، متروك .
و قال البزار : له مناكير ، و لم يسمع عن عبد العزيز بن صهيب شيئا .
و قال ابن عدى : لا أعلمه روى عن غير عبد العزيز مولاه . اهـ .
))
د سواد اعظم په اړه د راغلو احاديثو همدا اصلي واقعيت او حقيقت وو ، ما تر پوره پلټنې وروسته په دې باره کي همدا څو روايات موندلي دي چي د سند له پلوه بېخي کمزوري او د استدلال وړ نه دي . له دې پرته ځيني نور روايتونه هم شته چي په بېلابېلو کتابونو کي په بېلابېل ډول بيان شوي او هدف يې همدادئ چي سواد اعظم حق وښيي مګر د دې ټولو رواياتو وروستۍ مرجع ابو غالب دئ چي د ګڼ شمېر علماوو له لوري ضعيف او کمزوری ګڼل شوی ، د نوموړي په اړه په ( ميزان الاعتدال ) کي داسي ويل شوي :
(( 180( 2626 ) حزور أبو غالب ( د ت ) عن أبي أمامة ضعفه النسائي
وقال ابن حبان لا يحتج به . ))
د ابن حبان او نسايي په اند ضعيف دئ او حديث يې حجت نه دي .
له همدې کبله ويلای شو چي د دې روايت په ټولو طريقو کي خبرې دي او صحت يې په هيڅ ډول نه شي تائيدېدلای .
[quote:049ec3ed27="Mubariz Quraani"]
داحدیث چې په سواد اعظم او جماعت دلالت کوي نو د قرآني ایتونو سره په تطابق او توافق کې ایا ددې څخه مراد حنفي مذهب دی لکه څرنګه چې بعضې پرې استدلال کوي او کنه مراد ترینه اسلامي امت او جماعت اهلسنت دی؟؟
هیله ده چې پدې هکله هم د بعضو غلط فهمي او اشتباه لرې کړﺉ!!
زما په اند خو ددې څخه مراد اسلامي امت دی لکه د حدیث په اول کې هم دا راغلي لایجمع الله امتي!!!
او بیا دا حدیث په صحاح ستة کې یواځې ترمذي روایت کړی، مستدرک د حاکم هم روایت کړی.
ماته د حدیث په سند کې هم کلام ښکاري.

مننه[/quote:049ec3ed27]

ښاغلی مبارز صاحب ! کوم خلګ چي په دې روايت استدلال کوي هغوئ بايد لومړی خپل لاسوند او دليل کره ثابت کړي ، اوس چي د دوئ استدلال او منطق تر پوښتنې لاندي دئ نو څرنګه کولای شي چي خپله مدعا په ثابته کړي؟.
ستاسو وروستۍ خبره بېخي پر ځای ده چي د روايت په سند کي کلام دئ ، زما په اند د روايت په سند کي هم کلام شته او په متن کي يې هم ، متن يې نه يوازي دا چي له قرآن سره په څرګنده ټکر دئ بلکي له ګڼ شمېر احاديثو سره هم تعارض لري چي بيا به ان شاء الله وروسته پرې بحث وکړو.

په مينه او درنښت


م . ق
24.02.2012

محترم وصیل پیروز صاحب، تل همداسې پېروز او بریالی اوسې!!
ستاسو خبره سمه ده چې دغه حدیث چې ما نقل کړی په همدې سند او متن سره په ترمذي کې نشته او په ابن ماجه کې هم په بل سند او متن سره روایت شوی.
ما چې کوم حدیث رانقل کړی هغه د ابو نصر بن الشاه په نوم کوم محدث روایت کړی او پوره سند یې داسې دی:
حَدَّثَنَا أَحْمَدُ ، قَالَ : نَا أَبُو عَبْدِ اللَّهِ مُحَمَّدُ بْنُ الْعَبَّاسِ الضَّبِّيُّ ، قَالَ : نَا أَبُو طَاهِرٍ مُحَمَّدُ بْنُ أَيُّوبَ بْنِ بَكْرِ بْنِ مَعْقِلٍ ، حِفْظًا , وَلَمْ يَكُنْ عِنْدَهُ غَيْرُ هَذَا الْحَدِيثِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الْفَقِيهُ ، قَالَ : نَا عُثْمَانُ بْنُ عَفَّانَ السِّجْزِيُّ ، قَالَ : نَا مُعْتَمِرُ بْنُ سُلَيْمَانَ ، قَالَ : نَا أَبُو سُفْيَانَ سُلَيْمَانُ الْمَدِينِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ ، قَالَ : نَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ
پدې سند کې عثمان بن عفان السجزي دی چې د هغه په باره کې ویل شوي چې وضاع دی.
ددې حدیث د رانقلولو څخه زما موخه هم دا وه ترڅو څرګنده شي چې پدې حدیث استدلال نشي کیدلاي، ځکه په ټولو اسانیدو چې دغه روایت نقل شوی ضعیف دي او متون یې هم د یو بل سره ډیر توپیر لري.

اما دا حدیث په جامع الترمذي کې پدې سند او متن سره راغلی:
کتاب الجمعة: ابواب السفر:
رقم الحديث: 2094
حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ نَافِعٍ الْبَصْرِيُّ ، حَدَّثَنِي الْمُعْتَمِرُ بْنُ سُلَيْمَانَ ، حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ الْمَدَنِيُّ ، عَنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : " إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي ، أَوْ قَالَ : أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ ، وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ ، وَمَنْ شَذَّ شَذَّ إِلَى النَّارِ " ، [color=white:125605ef68]قَالَ أَبُو عِيسَى : هَذَا حَدِيثٌ غَرِيبٌ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ [/color:125605ef68]، وَسُلَيْمَانُ الْمَدَنِيُّ هُوَ عِنْدِي سُلَيْمَانُ بْنُ سُفْيَانَ ، وَقَدْ رَوَى عَنْهُ أَبُو دَاوُدَ الطَّيَالِسِيُّ ، وَأَبُو عَامِرٍ الْعَقَدِيُّ ، وَغَيْرُ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ ، [color=blue:125605ef68]قَالَ أَبُو عِيسَى : وَتَفْسِيرُ الْجَمَاعَةِ عِنْدَ أَهْلِ الْعِلْمِ هُمْ أَهْلُ الْفِقْهِ وَالْعِلْمِ وَالْحَدِيثِ [/color:125605ef68]، قَالَ : وَسَمِعْتُ الْجَارُودَ بْنَ مُعَاذٍ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ عَلِيَّ بْنَ الْحَسَنِ ، يَقُولُ : سَأَلْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ الْمُبَارَكِ : مَنِ الْجَمَاعَةُ ؟ فَقَالَ : أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ ، قِيلَ لَهُ : قَدْ مَاتَ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ ، قَالَ : فُلَانٌ وَفُلَانٌ ، قِيلَ لَهُ : قَدْ مَاتَ فُلَانٌ وَفُلَانٌ ، فَقَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ الْمُبَارَكِ ، وَأَبُو حَمْزَةَ السُّكَّرِيُّ جَمَاعَةٌ ، قَالَ أَبُو عِيسَى : وَأَبُو حَمْزَةَ هُوَ مُحَمَّدُ بْنُ مَيْمُونٍ ، وَكَانَ شَيْخًا صَالِحًا ، وَإِنَّمَا قَالَ هَذَا فِي حَيَاتِهِ عِنْدَنَا .

ددې حدیث او پورته حدیث چې ابو نصر بن الشاه روایت کړی دی د دواړو په سند کې سلیمان بن سفیان المدیني دی چې کنیه یې هم ابو سفیان دی او دده په باره کې وئیل شوي چې ضعیف دی.

دده په باره کې لاندې جرح وګورﺉ:
احمدبن شعیب النسائي وايي : لیس بثقة
ابن حجر العسقلاني وايي : ضعیف
دارقطني وايي : ضعیف
ذهبي وایي: ضعفوه
علي بن المدیني وايي: روی احادیث منکرة
محمد بن اسماعیل البخاري وايي: منکر الحدیث
ابو زرعة الرازي وايي: منکر الحدیث
ابو حاتم الرازي وايي: ضعیف الحدیث، یروي عن الثقات احادیث مناکیر

2520 تهذیب الکمال

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more