د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالب ISI
04.12.2011

عادل صاحب پتوال خو د پرې معاف کړ په طالبانو!
خو که زه ورشم نو معاف به مې کړي که به مې په مرمیو غلبیل، غلبیل کړي؟

چې د طالب داسې حکومت راشي چې د خلکو په رایو ګټل شوی حکومت وي او او ای،اس،ای چې کوم بده ورځ د افغانانو لپاره غواړي د هغې ضد حکومت وي ، نو ما خپل خون وربښلی.
البته په عمومي ډول د طالبانو ځینې پالیسۍ یو ډول وي خو په عمل کې بل ډول.
مطلب یو طالب چې یوه ساحه کې نفوذ لري هغوی نه د نجونو د ښونځیو خلاف دي، نه پرمختګ د کارو، حتا حکومتي مامورین هم ځي او راځي.
خو ځینو ځایو کې یې د هلکانو ښونځې هم تړلي، او چې خپلوان د چیرت موسسه کې وي، او یا دولت کې نو تا ته به جنجال جوړوي.

خو که په عمومې توګه مونږ نیوکې وکړو داسې پيښې بیا نه تکراریږي لکه لغمانې ځوانان چې ټول یې د ملي اردو په نامه شهیدان کړل او دوی ایران ته تلل.
یا به په ښارونو کې په عامه ځایو کې چاودنې کیدې. نو دغه ډول نیوکې ، په سړي بدې لګي خو پایله یې هم طالب هم خلکو ته ښه ده.

البته ملا صاحب عمر د جهاد قوماندان و او زما نیږدې ملګري کتل ورسره شوي، لیدلی یې دی، په زړه نرم سړی دی، عاجز سړی دی، خپلو قوماندانانو ته یې همیش نصیحت کولو چې زه خو مقرر کوم خو تاسې او خدای پوه شه چې په چا ظلم ونه کړی. په اولو وقتو کې یې د جمعې مونځ هم ورکاوه خو وروسته له بمونو له ویرې ځان یوې خواته کړ. هغه انجینر چې دده نوی کور یې جوړ کړ، هغه مې هم لیدلی او ویل یې چې کور مې سم کلک جوړ کړه، دغه انجینر ویل چې د پښتنې او عربې ښځې ماشومان به یې هلته ګرځیدل ، چې د عربې ماشومان سم پاک سوتره او د پښتنې یو څه خیرن و.
اوس نو الله خبر دی چې ای،ای،ای شهید کړی، ژوندی دی، دده له نامه ګټه اخیستل کیږي که څه خبره ده. خو داسې روشن فکره ملا هم نه دی، تلویزیون او دې ته ورته شیانو مخالف دی، داسې ویلای شو چې یو کلیوال متقي ملا دی.

البته اوسنې ځانمرګي بریدونه، عام وژنه داسې څرګندوي چې دغه ټول کارونه خپله د مشر ملا نه وي، او ټول د ای،اس،ای کارونه وي.

والله اعلم


پتوال
04.12.2011

[quote:5cc7974eb8]اوس به د مقاومت د طرز خبرې وکړو،،، که څوک روڼ اندی یا ولسواک په دې اند وي چې د مقاومت واګی، یا طرز دې
په دیموکراتیکو اصولو برابر وي،،، [color=white:5cc7974eb8]ډېره لویه تېروتنه کوي،،، [/color:5cc7974eb8]ځکه چې زمونږ ټولنه ۹۹.۹ فیصده ټول مسلمانان دي،،، که د مقاومت واګی د خوست د هندوانو په لاس کې هم شي،،، نو لازم به خپل شعار [color=red:5cc7974eb8]د ټولنې د اکثریتو د عقایدو سره سم جوړوي،،، [/color:5cc7974eb8][/quote:5cc7974eb8]
عادل صيب سلامونه ، او بيا وبخښئ چې په دې ليکنه مو ډير وروسته راپېښ شوم
تاسو دخپلې لومړئ جملې متن په دويمه کې بېرته نقضوئ ،
ځکه چې د ټولنې د اکثريت په عقايدو مو تکيه کړې او د اکثريت اصل د همغو ديموکراتيکو اصولو څخه دی چې مراعات يې
تاسو په مخکينۍ جمله کې [color=yellow:5cc7974eb8]ډيره لويه تيروتنه [/color:5cc7974eb8]بللې ده ، دا په يوه بام دوه هوا دي او که په دې اعتراف دی چې د اسلام
په شمول په عقايدو کې هم دموکراتيک اصول چلښت لري .


عادل عادل
05.12.2011

السلام علیکم

شهیر صاحب مونږ او تاسو دې خدای ج معاف کړي،،، تاسو وایی آمین

اوس به د فرقاني صاحب په اجازت یوه کیسه درته تېره کړم:-

د کورنیو جګړو په مهال د خپل استاد دیدن ته ولاړم،،، د مردان نه هاخوا سخاکوټ ته نږدې په یوه کلي کې اوسېدی،،، پخوا د کابل ښار د حوزه مرکز مشر او ورپسې د مهاجرت په تنظیمي دفترونو کې کې د ریاست په ګڼو پوستونو کې پاته شوی وو،،، اوس خو هر څوک phd پیزه-هاټ-ډیلېوري او ماسټري لري،،،خو هغه پخوا ماسټري درلوده،،،، چې هیچا نه درلوده،،،

چې کله د دوی د مهاجرت کلي ته ورسېدم،،، نو مې زنګ ورته وواهه،،، د کور پته یې راکړه،،، خو په اخر کې راته کړل چې،،، زه هم بهر او کاله ته پرلاره یم،،، ستاسو سره سم به رسم،،، تاسو درځی،،، مونږ چې دوه ملګري وو،،، وخت مو غنیمت او د ماسپښین مسافرانه لمونځونه مو نږدې جومات کې وکړل،،،،

کور ته چې ورسیدو،،، استاد مو مخې ته راغی،،، د کور له انګړ نه د دوی لوېدلی اقتصادي حالت څرګند وو،،، مهمانخانې ته ننوتلو،،، وېل واړه ماشومان مې ناروغه وو،، دا اوس مې ډاکټر ته بیولي وو،،، یوه پنډه دوا یې څنګ ته ایښې وه،،، سره لدې چې زمونږ استاد وو،،، پخپل لاس یې اوبه راوړې او لاسونه مو پرې مینځل او خپل د غرمې په غریبانه دیګي یې ورسره شریک کړو،،،

القصه،،،،،

استاد به خامخا زمونږ له څېرو فهمولې وه،،، چې د دوی په حالت مو زړونه ودردېدل،، نو یې د تسکین په خاطر دا لاندې کیسه راته تېره کړه:-

وېل په جرمني کې مې له کاروبار درلود،،، افغانستان ته به مو موټران واردول،،، په څنګ کې مې ماسټری هم ویله،،، د ماسټری وروستی شپې ورځې وې،، دا هغه مهال وو چې روسانو په ټول افغانستان باندې د اشغال وحشي سیوری خپور کړی وو،،، زندانونه له خلکو ډک او د شکنجو له زوره مظلومانه زګیرويو یې تر عرشه خپله لار موندلې وه،،، ،،،، لوړ مازدیګر مې له پوست-بکس نه د یوه ملګري لیک تر لاسه کړ،،، په لیک کې یې داسې کښلي وو:-

له سلام او احترام وروسته ،،،،، فلانی شهید شو،،، د فلاني مړی او ژوندی ورک دي،،، فلانی په زندان کې دی،،، فلانی ټپي شو،،، د فلانی ټول فامیل په بمبار کې شهیدان شول،،، یوازې زه،،، فلانی او فلانی پاته یو،،،،دا یې د ټولو هغو ملګرو په اړه مالومات راکړي وو چې د اسلامي نهضت د پیل مجاهدین او زمونږ ملګري او همدرسي وو،،، او بیا یې زما د حال پوښتنه کړې وه،،،،،، ستاسو څه حال دی؟ هیله ده چې خوښ به وی او وخت به مو ښه تیریژي!!! ،،،،،، د لیک په لوستلو مې په سترګو کې اوښکې راغوټه شوې او یوه یوه مې په مخ را روانې شوې،،، یوې خواته کاروبار؟،، بلې خواته ماسټري؟؟،،، بلې خواته د اروپا مرفه ژوند؟؟؟،،، بلې خواته ځواني او نشاط ؟؟؟؟،،، بلې خواته الهي ازمیښت!،،، وطن!!،، دین!!!،،وولس!!!!، تاریخي مسوولیت!!!! ؟؟؟؟

ناببره پاڅېدم،،، لمر لا نه وو لوېدلی چې د طیارې ټکټونه مې واخیستل،،، سبا ماښام اسلام اباد او ناوخته پېښور ته ورسېدم،،، او دادی تر ننه مې د خپل نفس خواهشاتو ته لبیک نه دی ویلی،،، خدای ج دې یې په خپل دربار کې قبول کړي !!!

نو شهیر وروره،،، طالبان خو به مونږ معاف کړي یا به مو نکړي،،، خو زما پوښتنه دا ده چې ایا زمونږ او تاسو وجدان به مونږ معاف کړي که یا؟؟؟ ایا مونږ خپلو ځانونو ته معافي کولی شو؟؟؟

ایا څوک به اوس هم داسې پیدا شي چې د اروپا خوږ ژوند ته شاکړي ،،، ؟

زمونږ د استاد خلاف خو نن سبا اروپایي افغانان د ډالري فیس په بدل کې یرغلګرو ته کلتوري مشورې او د پښتو ژباړې خدمات وړاندې کوي،،، زمونږ د سیمې یو کلیوال چې کورنی یې ځانونه په پخوانیو مجاهدینو پورې ایستل،، په لندن کې له فامیل سره اوسیدل،،،ناببره بې درکه شول،،،، فلانی چېرته دی؟؟؟ کابل ته لاړ دي،،، ښه کله به راځي؟،،، ولا یو دوه میاشتې به تېروي،،،، په کابل کې یې بیا کورنی وایي چې نه هغوی په لندن کې دي،،، همدا تیره اوونۍ ستانه شول،،، له شرمه یې نشي ښکاره کولای،،، خو حقیقت دا دی چې له امریکایانو سره په هلمند کې ژباړن دی،،، په کابل کې یې کور ورته په کرایه نیولی،،،، خوښ به هم خامخا وي چې د دین او وطن خدمت کوي،،،،،،،،،

خدایه ته مو معاف کړې،،،، امین


طالب ISI
05.12.2011

عادل صاحب ښکلې کیسه د لیکلې ، د متحرم استاد مینه او جذبه په ریښتیاد قدر وړ ده.
خو که دغه استاد جرمني کې پاتې شوی وی، او کار یې کړی وی، په خپلو پیسو یې هلته له زخمیان، ښونځیو، یتیمانو سره مرسته کولای شو. هغه کور چې د کور مشر یې شهید شوی وی، یو زوی یې جرمني ته را غوښتی شوی تر څو هغه بیا د خپل ټول کور کفالت وکړي. مطلب زما په اند ده په خپل مینه، جذبات په لا موثره توګه استعمال کړي و.

دا چې ده هلته ډیر غریب کور درلود نو نه پوهیږم ده د مجاهدینو یا یې له فامیلو سره څه مرسته کړي وي.
په هر ترتیب، راغلم ستا د خپلوان کار ته چې ستا په اند ترجمان دی. ګوره خو که دی ترجمان نه وي نو په ځای به یې کوم تاجک یا هزاره ترجماني کوي، هغه بیا یو خو غلطه ترجماني کوي، چې پایله کې یې پښتنو ته لا تاوان رسیږي. حتا هغه طالب چې بندي وي، شاید پدې شکل ترجمه وکړي چې ټوله ترجمانې د هزاره یا تاجک په کینه ولاړه وي، او د طالب د لا شکنجې سبب شي.

ځینو حالاتو کې ترجمانانو د طالبانو سره مرسته هم کړې. ځینې حالاتو کې امریکایانو خپله ترجمانان وژلي.
هو که څوک جاسوسي کوي، دا نو بیا لوی خیانت دی، ځکه نومړی شخص باید په خپل وژدان، ایمان، پښتونولی پښه کیږي دي، او طالب امریکایانو ته ور په ګوته کړي، هغه هم داسې طالب چې رویه، جهاد ، اخلاق یې ټول د یوه ریښتیني طالب او مجاهد وي.

نو ځکه هر څه ته زړه مه خوره، ډیر داسې کارونه دي چې که له یوې بلې زاویه فکر ورته وشي مثبت وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more