د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
17.12.2011

25

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایې : دمکي دفتحي په مهال یوه سړي له رسول
الله صلی الله علیه وسلم سره خبري کولي ، دخبروپه مهال په سړي باندي درسول الله صلی الله
علیه وسلم رعب او هیبت دومره ولوید چې له ویري په لړزه شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم
ورته وویل : " هون عليك فإنما أنا ابن امرأة من قريش كانت تأكل القديد " یعني مه ویریږه !
زه دقریشو دهغي ښځي زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړله !!
(المستدرک للحاکم )
دحدیثو یوشارح امام القسطلاني رحمه الله وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خبري نه دهغه خورا زیاته تواضع او عاجزي معلومیږې اوهغه داسي چې هغه ځان دیوې میرمني زوی وباله نه دیوه سړي اوبیا یې خپله مور داسي یاده کړه چې وچه غوښه به یې خوړله یعني هغه
ډیره مسکینه وه ځکه وچه غوښه دمسکینانو خوراک ده اوشتمن خو تازه تازه غوښې خوري نو
مطلب یې داشو چې زه دیوې مسکیني ښځې زوی یم له ما نه مه ویریږه ! اوپه یوه بل روایت کې راځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : زه باچا نه یم زه دقریشودیوې داسې میرمني زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړله !

رسول الله صلی الله علیه وسلم داد عاجزي خبري دمکي دفتحي په مهال کړې دي او ددي
فاتح لښکر مشري هم دده په غاړه وه اوپریوه داسي میرڅمن یې غلبه اوبرلاسی ترلاسه کړی و
چې هغه څو کاله په ده او دده په ملګروبي شمیره ظلمونه کړي واو هغه داسي دښمن وچې تردي
مهاله د رسالت په لاره کې ټول خنډونه یادوی او یاد دوی په ملتیا رامنځته کیدل خو په دي
حالت کې له دا ډول دښمن سره دالله دستر پیغمبر له تواضع او عاجزي ډک چلند په دالوړ روایت
کې موږ ولید .

په داسي حالت کې که موږ د نن وخت یو فاتح په دي ځای کې فرض کړو نوڅه فکر
کوئ چې دهغه چلندبه له مفتوحه او مغلوبو وګړو سره څه ډول و؟ !دفتحي او غلبي پرمهال
انساني روحیات ډیر لوړ او له تکبر نه ډک وې او موږ که دتاریخ دفاتحینو حالاتو ته ځیرشو
وبه وینو چې هغوی له مغلوبووګړو سره څه ډول مغرورانه او له تکبر نه ډک چلند کړی دی قرانکریم دفاتحو پاچاهانوپه اړه وایې : هغوی چې کله کوم کلي ته ننوځي هلته فسادپیل
کړي او عزتمن خلک یې سپک کړي (النمل 34)
ناویلي دې نه وې پاتي چې موږ هم په خپله سیمه کې ډیر فاتحین او دهغوی کړني لیدلې دي
اولایې هم وینو! والی الله المشتکي .


رښتینی
17.12.2011

26

ابوهریره رضی الله عنه وایې : له رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سره بازار ته ولاړم ،
نو هغه دپرتاږه له پاره جامه واخیستله او وزن تلونکي ته یې وویل : داپه ښه توګه وتله ( هغه مهال
شاید ځیني جامي په تول خرڅیدلي نه په کچ ) په دي حالت کې پلورونکي راټوپ کړل اوغوښتل
یې درسول الله صلی الله علیه وسلم لاس ښکل کړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه
نه لاس څنډ واهه او ورته ویې ویل : د لاسونو ښکلول دعجموکاردی اوهغوی دخپلو پاچاهانو لاسونه
ښکلوي ، اوزه پاچا نه یم ، زه ستاسو په څیر یو سړۍ یم .

بیا رسول الله صلی اله علیه وسلم دپرتاږه جامه واخیستله او روانیدی زه ور مخته شوم
څو هغه جامه ورڅخه واخلم او ورسره یویې سم ، نو راته ویې ویل : دمال څښتن باید په خپله
خپل شی واخلې .
(رواه أبو يعلى و الطبراني و الدارقطني)

زموږ په ټولنه کې داسي پوهان اوعلماء هم شته چې که یوڅوک دهغوی لاس نکړې ښکل
نو دا کړنه دځان سپکاوۍ بولي ! او هغوی په مختلفوناستو اومجلسونو او آن جلسوکې خلکو ته
هغه دلایل بیانوي چې ددوی په آند دعلماو لاسونه باید شکل او هغوی ته په مجلسونوکې خامخا
ولاړ او درناوي یې وکړل شي په دي کې شک نشته چې دعالم احترام او عزت ډیر مهم او قلبا له
هغوی سره مینه ډیره مهمه اولازمي ده خو لکه په حدیث کې چې تاسو ولیدل له ځیني عجمي
تکلفاتو ځان ژغورل مهم دي اوباید علماء کرام خلکو ته درسول الله صلی الله علیه وسلم رښتینی
ژوندود بیان او تشریح کړي .

که څه هم ما لا ددي حدیث دضعف او قوت په اړه پوره پلټنه نده کړي خو اصلا بیځایه
تکلفات او دخپل ځان په اړه خلکوته داحترام کولو لاري چاري بیانول خوندور کار نه بریښي او دبیځا
یه تکلفاتو په اړه موږ مخکي هم خبرې کړې دي .


رښتینی
21.12.2011

27

رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کراموته وویل دیوه سفر له پاره ځانونه تیار کړئ
عام مسلمانان دسفرله پاره په تیاري بوخت شول ، په دي وخت کې ابو بکر صدیق رضي الله
عنه دخپلي لور عائشه رضي الله عنها کره ورغی ، او هغه هم دسفرپه تیاري بوخته وه ، ده
خپلې لورته وویل : ایاتاته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دسفرله پاره د تیاري امر کړی
دی ؟ هغي ورته وویل : هوکي . ابوبکر ورته وویل : دا سفر کوم لورته کیدونکی دی ؟ هغي
ورته وویل : په خدای سوګند چې زه نه یم خبره . (سیرة ا بن هشام ۳-۱۴)

داهم درسول الله صلی الله علیه وسلم یو سنت ده چې هغه به په نازکو پیښو کې هر
وخت خپل راز پټ لاره او هغه به یې نه افشاکاوه دا لوړه کیسه د مکي دفتحي دسفر په اړه
ده رسول الله صلی الله علیه وسلم او لس زره صحابه کرام له مدیني څخه په سفر روان شول
خوهغه دوی ته دانه ویلي چې موږ فلاني لورته سفرکوو او نه صحابه په دي خبر ووچې موږ
کوم لورته ځو ،دوی وایې کله چې موږ هغي لارې ته ورسیدو چې هغه سیخه مکي ته تللي
وه هلته موږ پوه شوو چې دا سفر مکي ته ده ،

دژوند په نازکو او مهمو پیښو کې راز خوندي ساتل خورا ډیر مهم کار دی ډیر ځله
بریالیتوب دمخالف لورې په ناخبري پوری تړلی وي او که مخالف له وخته مخکي خبر شي
نوبیا پر هغه مخالف برلاسی نشي ترلاسه کیدلی ، داراز دژوند په مختلفو اړخونوکې د
راز ساتنه خورا مهمه او ګټور کار دی ځکه فتنه ګر او کینه ګر انسانان پرته له دې چې کومه
ګټه ولرې یوه انسان ته ستونزې او کړاونه دخپل بد عادت له مجبورې څخه هم جوړوي
اورسول الله صلی الله علیه وسلم دا حکمت دژوند په مختلفو مرحلوکې عملي اوپلی
کړی دی .


رښتینی
21.12.2011

28

عثمان بن طلحه وایې : موږ به د جاهلیت په زمانه کې ددوه نۍ اوپینځنۍ ( دو شنبي او
پنج شنبي )په ورځو کې بیت الله خلاصوله ، یو ه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم هم
راغی او غوښتل یې له خلکو سره دی هم بیت الله ته ننوځي ، عثمان وایې : ما هغه ته ډیرې
بدي خبرې اوښکنځلي وکړي خو ده هیڅ هم راته ونه ویل اوچوپ پاته شو ، په اخر کې یې
راته وویل : ياعثمان لعلك سترى هذا المفتاح يوما بيدي أضعه حيث شئت ، يعني :
عثمانه ! یوه ورځ به خامخاته داستاپه لاس کې دکعبي کیلي زماپه لاس کې وویني او
چاته مې چې خوښه شي ورکولی به یې شم .عثمان وایې ماورته وویل : په دي ورځ به قریش
هلاک اوسپک شي ، ده راته وویل :داسي نده په دې ورځ به قریش رښتینی ژوند او عزت
ترلاسه کړي ،له دی خبري وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله ته ننوت او دده خبره
زما زړه ته ولویدله نو مې وویل چې همداسي به کیږي لکه ده چې وویل ،

کله چې مکه فتحه
شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : عثمانه ! کیلي راوړه ! ما هغه ته کیلي ورکړه
او هغه ورواخیستله ، بیا یې بیرته ماته راکړه اوراته ويې ویل: واخله ! دابه همیشه او دتل له
پاره له تاسره وي له تاسوبه یې هیڅوک وانخلي یواځي ظالم به یې درنه اخلي ، څو یې نوري د
نصیحت خبري ورته وکړي ، عثمان وایې کله چې زه روان شوم له شا یې غږ راوکړ زه ورستون
شو م نوراته کړه یې : ماچې یو وخت څه درته ویلي و خبره هماغسې نشوه ؟! زما سمدستي دده
هغه له هجرت نه مخکي خبره رایاد شوه چې راته ویلې یې و :يا عثمان لعلك سترى هذا المفتاح
يوما بيدي أضعه حيث شئت ، عثمان وایې : ماورته وویل : ولي نه بلکل هماغسي شوه اوزه شاهدي
وایم چې ته دالله رسول یې .

(الطبقات لابن سعد)

آل عثمان او آل شیبه دبیت الله سدنه بلل کیږې اوترقیامته پورې به دبیت الله حجابه او کیلي
له دوی سره وي او له دوی نه یې وړل ناروا دي ویل کیږې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
کله له عثمان څخه دبیت الله کیلي واخیسته نو دا ایت ورته نازل شو : " ان الله يأمركم أن تؤدوا
الأمانات الى أهلها "یعني الله تاسوته امر کوې چې امانتونه خپل اهل ته رسوئ . او هغه کیلي
ده ته ورکړه ،او ترنن ورځي پوري دبیت الله کیلي له دي کورنۍ سره ده او دکیلي مسؤل هم ددي
کورنۍ مشر کس وي چې په موجوده وخت کې یې مشر شیخ عبدالعزیز آل شیبه دی


رښتینی
23.12.2011

29

فضاله بن عمیر اللیثي رضی الله عنه وایې : زه لا مسلمان شوی نه وم ، د مکي دفتحي
په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیت الله باندي طواف کاوه او مایې د وژلو اراده
وکړه کله چې ورنږدي شوم راته ویې ویل : ایاته فضاله یې ؟ ماورته وویل : هو زه فضاله یم
یارسول الله ! ده راته وویل : لږمخکي دې له ځانه سره څه خبرې کولې ؟ ماورته وویل : هیڅ
مې هم نه ویل ما دالله ذکر کاوه .

فضاله وایې : زماپه دې خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل ، بیا یې وویل : استغفر
الله او بیا یې زماپه سینه لاس کېښود نوزما زړه ډاډه شو ، فضاله به ویل : په خدای سوګند
رسول الله صلی الله علیه وسلم لا لاس زما له سیني نه و پورته کړی چې دده مینه زما دزړه
تل ته ننوتله او له هرشي نه دی په مازیات ګران شو .
( البداية والنهاية ج4/ص308)

قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم دعالمیانو له پاره رحمت بللی دی(الأنبياء
107) او الله جل جلاله ده ته امر کړی دی چې ته دوی ته نرم شه (آل عمران، 159)
له لوړ روایت نه داسي معلومیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فضاله په بده اراده
پوه شو خو له هغه سره یې بیاهم د هغه په سینه درحمت لاس کېښود چې په برکت سره یې
الله جل جلاله د هغه زړه له ایمان او درسول الله صلی الله علیه وسلم له میني څخه ډک کړ
او له دي کیسي څخه دا څرګنده شوه چې هغه د ټولو عالمیانو له پاره رحمت و .
درسول الله صلی الله علیه وسلم دا لوړ انساني تعامل موږته دا درس راکوي چې مینه او
رحمت پراخه کړو او دمیني او رحمت چلند هغه غوره او اغیزمنه لاره ده چې په برکت سره
یې یو انسان دبل انسان زړه ګټلی شي .


رښتینی
23.12.2011

30

که یو څوک له اسلامي تاریخ سره ډیره کمه اړیکه هم لري په دي به خبر وې چې دمکي
مشرکینو په مسلمانانو او په ځانګړي توګه په رسول الله صلی الله علیه وسلم سره باندې څومره ظلمونه کړې دي ، داسلامي تاریخ مکي پیر له خورا سختو بوږنونکو پیښو ډک دی دمکي پیرپه مهال مسلمانان کم او کمزوري وو اومشرکینو اسلام دخپل واک او پلرني کلتور پر ضد باله نودمسلمانانو او رسول الله صلی الله علیه وسلم پرضدیې چې څه له وسه کیدل نه یې سپمول

خبره رالنډوم یواځي یوه فرضیه درسره شریکوم او هغه دا چې که چیرته په دي مشرکینو
باندي دموجوده مسلمانانو کومه ډله بریالئ شوې وی او دا مشرکین یې ټول په جګړه کی لاس تړلي نیولي وی نو تاسوڅه فکر کوئ چې څه چلند به یې ورسره کاوه ؟ دځواب په اړه یې له ځانه سره فکر وکړئ او پیدا یې کړئ اوزه به په خپله دهغو مظلومو مسلمانانو دسرلښکر دچلندکیسه دلته په لنډو جملوکې درته بیان کړم بیا خپل ځواب له هغه سره پرتله کړئ او وروسته په دي سوچ وکړئ چې موږ او نبوي لاره واټن سره لرو ؟

کله چې مکه فتحه شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الله ته راغی طواف یې وکړ
او وروسته یې دبیت الله دربان یاسادن عثمان بن طلحه راوغوښت له هغه نه یې کیلي واخیستله، بیت الله ته ننوت اوبیا دبیت الله په دروازه کې ودرید دمکي ټول مشرکین یې مخته پنډ وواو له هغو څخه یې وپوښتل : تاسو څه فکر کوئ چې اوس به زه څه چلند درسره کوم ؟هغوی ورته وویل : ته زموږ عزتمن ورور یې او زموږ د عزتمن تره زوی یې ، موږ دا ګومان کووچې ته به موږ ته بښنه وکړي او که ته له موږ څخه غچ او انتقام واخلي نو موږ یې مستحق یوځکه موږ بد کړي دي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :

اذهبوا فانتم الطلقاء ................

یعني ځئ تاسو ازاد یئ .

په یوه روایت کې راغلي دي چې هغوی ټول پورته شول او روان شول اوداسي ښکاریدل
لکه له قبرونوڅخه چې راپورته شوي وي .

(سیرة ابن هشام ، زاد المعاد شرح ، المواهب اللدنیه )

--------------------------------------------------------------


رښتینی
24.12.2011

31

قیله بنت مخرمه رضی الله عنها یوه صحابیه ده داوایې : زه رسول الله صلی الله علیه
وسلم ته ورغلم دی په ډیره عاجزي په یوه مجلس کې ناست و، ما چې دی ولید له ویري
مې بدن په لړزه شو ، یوه ملګري یې ورته وویل : یارسول الله ! هغه مسکینه ډار نیولي
ده ، زه درسول الله صلی الله علیه وسلم شاته ولاړه وم او هغه ماته نه کتل او راته ویې ویل :
یا مسکینة، علیک بالسکینة یعني ای مسکیني مه ویریږه !
کله چې ده دا خبره راته وکړه زما په هماغه ځای زما ویره ختمه شوه .
(طبقات ابن سعد ، الشفاء للقاضی عیاض )

دا له میرمنو سره درسو ل الله صلی الله علیه وسلم د غوره چلند یوه بیلګه ده له علی بن
لبی طالب نه یو روایت راغلی دی هغه وایې کله به چې یوچا په لومړي ځل رسول الله صلی الله
علیه وسلم ولید نوپه هغه کس به یې رعب ولوید او چې یوڅه به ورسره بلدشو بیابه یې مینه
ورسره پیداشوه ، قیله یوه میرمن وه او دیوه بل روایت له مخي دي مخکي رسول الله صلی الله
علیه وسلم نه و لیدلی دایې دلومړي ځل لیدل و خوکله چې دا وویریده نو رسول الله صلی الله
علیه وسلم په خوږه لهجه ورته وویل : یا مسکینه علیه بالسکینه .

دخوږي خبري ښه اغیز د بدي خبري له ترخه او ناوړه اغیز نه ښه معلومیدلی شي بده خبر
که له ډیر ګران انسان نه یوڅوک واوري په زړه کې یې غوټه او عقده پیداشي او دا بد اغیز له
انسان سره ډیره موده ملګری وې اوښه خبر هغه موثره او اغیزمنه وسیله ده چې په برکت سره یې
د دښمن زړه هم سړی ګټلی اوخپلولی شي په خوږه خوله او درنښت سره د ډیر سرسخته انسان
زړه هم ایل کیدلی اوخپلیدلی شي .

قیله بنت مخرمه رضی الله عنها ډیره زړوره میرمن وه او خورا فصاحت اوښه بلاغت یې
لاره ډیر پخوا یې اسلام منلی و او صحابیه وه په یوه وفد یاپلاوي کې رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته راغلې وه ، له هغه نه یې حدیث اوریدلې و او له له هغه سره یې لمونځ کړی و
او دسیرت په ځیني کتابونوکې یې له دي روایت سره یوه نسبة اوږده کیسه هم .

( بلاغات النساء لابن طیفور)


رښتینی
28.12.2011

32

(لَا تَكُونُوا إِمَّعَةً ، تَقُولُونَ : إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا ، وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا ، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ ، إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا ، وَإِنْ أَسَاءُوا فَلَا تَظْلِمُوا) رواه الترمذي (2007)

تاسو( امعه) له ځانونومه جوړوئ چې وایئ که خلکو ښه کول موږ به هم ښه کوو اوکه خلکو
ظلم کاوه موږ به هم ظلم کوو، بلکي ځانونه محکم ولرئ که خلکو ښه کول تاسو هم ښه کوئ
او که خلکو بدکول تاسو ظلم مه کوئ .
دلغت کتابونو د إِمَّعَةٌ توري معنا داسې کړې ده : إمَّع هغه شخص ته وایې چې هرچاته وایې : زه
له تاسره یم اوپه یوه رایه ثابت نه وي ځکه دهغه رایه کمزوري وي او تاء دمبالغي له پاره پکې
زیاته زیاته شوې ده یعني امعه هغه انسان دی چې خپله رایه نلري اوپه پښتو کې یې که موږ
په مړتت سره تعبیرکړوبیځایه به نه وي ځکه مړتت خلک دمرتد په معنا نه اخلي بلکي هر سست مذهبه او یا دوخت زوی خلک مړتت بولي .
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په امت کې دشخړو او فتنو پرمهال وویل :
موږبه په جاهلیت کې امعه هغه چاته ویلي چې یوچابه ډوډۍ ته نه و بللی او دی په ور روان و
او نن ورځ په تاسو کې امعه هغه څوک دی چې په دین کې دهرچا پیروې کوې او عبدالله بن
مسعود به ویل : تاسوهیڅ کله په دین کې دچا تقلید مه کوئ داتقلیدپه دي معنا چې تاسو
چې دچا تقلید کوئ هغه په داسي توګه وي چې که هغه مسلمان و تاسو به هم مسلمان یئ او
هغه کفرغوره کړ تاسوبه هم کفر غوره کوئ ځکه په شرکې دچا پیروي نشته .

ددي مبارک حدیث په رڼا کې موږ ځانونه هم تللی شو او خپل اړوند او چاپیریال هم تللی شو
الهي دین دمحکمواصولو ، کره احکامواو لوړو انساني اخلاقو دین دی په دي دین له سم پو
هیدلو ورسته یو انسان ډیره ښکاره او ځلانده لاره موندلی شي چې په دي لاره کې بیا دهیڅ
ډول شک او دوه زړیتوب ځای نه وي اویو رشتینی انسان او هوډمن اودعزم خاوند مسلمان
تل په دي لاره مستقیم او دروندپاته وي اوکه یوڅوک خپل دین دویمي درجي ته راښکته
کړي او د وخت او مصلحت تابع یې وګرځوي اود مال او متاع اونورو سپکو دنیوي موخوپه
لټه کې وي هغه له وختونو سره ځان بدلوي ، دخپلوسپکو موخو دترلاسه کولو په نیت په یوه
رایه او یوه ګروهه ثابت نه پاته کیږي اوهرچاته وایې : زه له تاسره یم (امعه ) وي .


رښتینی
28.12.2011

33

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم مکي ته په داسي حالت
کې ننوت چې داوسپني خولۍ یې په سر وه ، چاورته وویل : ابن خطل دادی د کعبي په پردوپوري
یې لاسونه تم کړې دي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ویې وژنئ .
(الشمائل المحمديه للترمذي)

دمکي دفتحي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم دڅو کسانو د وژلو اعلان وکړ او هغه
داسي چې دا کسان باید په هر حالت کې ووژل شي آن که دبیت الله په پردوپوري نښتي وي هم لکه په
یوه روایت کې راغلې ي :رسول الله صلی الله علیه سلم وویل دڅلورو کسانو له پاره په حل او حرم کې
امان نشته ،حویرث بن نقید،هلال بن خطل ، مقیس بن صبابه او عبدالله بن ابی السرح اوپه یوه بل
روایت کې د دووښځو یادونه هم شوې ده دوی که د کعبي په پردوپورې نشتي وي هم ویې وژنئ داروایتونه حاکم ، بیهقي ، البزار اونورو راخیستي دي

داسلام ضد په اصطلاح مفکرین او مستشرقین دابن خطل اونوروپه موضوع کې درسول الله
صلی الله علیه وسلم او اسلام پرضد ناوړه خبري کوې او دناخبره مسلمانانودذهنیتونو د شکمن
کولو او په کفري نړۍ کې داسلام پرضد دتبلیغاتو په موخه دبن خطل او دي ورته نور موضوعات
په ډیر شداومد سره بیانوي خو ابن خطل دری جرمونه کړي و یو یې قتل کړی و او درسول الله
صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو پرخلاف یې سپکي خبري او تبلیغات کول او بل مرتد شوی و
او دانن سبا د نړۍ په ډیرو نظامونوکې داډول مجرم او دنظام باغي او مخالف له وژلو پرته بله
سزا نلري .


رښتینی
29.12.2011

34

دمکي له فتحي وروسته عرب ډلي ډلي اسلام ته ننوتل او داکال په اسلامي تاریخ کې عام
الوفود (دپلاویوکال)بلل کیږې , خلک به ډلي ډلي راتلل او اسلا م ته به داخلیدل ( سورة الفتح)
دبیلګي په توګه له یمن څخه اووه سوه کسیزه ډله راغله اسلام یې منلی و ، ځینو یې اذانونه
کول ، چا قرانکریم تلاوت کاوه اودځینوپه خولو د( لا اله الا الله )خوږه زمزمه روانه وه د
دوی په لیدلو رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر خوشاله شو ، عمربن الخطاب او عبدالله
بن عباس رضی الله عنهم خو له ډیرې خوشالي ژړل ،(تفسیرالقرطبي ۲۰ـ۲۰۵)

ددي پلاویوپه لړ کې د طائف دبنوثقیف پلاوی هم راغی خو دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسلام دمنلو له پاره داشرط وړاندي کړ چې اسلام به مني خونه به زکات پرې کوې
اونه به جهاد کوې ،رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی دا شرط ومانه او زموږپه سیمییزه اصطلاح دثقیف کورنۍنیمګډر مسلمانان شول ، خودا ډول اسلام نه دمنلو وړ دی او نه په دي سره نور مسلمانان قانع کیدل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : کله چې دوی مسلمان شي وروسته له هغه به زکات هم پرېکوې اوجهادبه هم کوې داروایت ابوداود داسي راخیستی دی :

" عن جابر قال: اشترطت ثقیف على النَّبيِّ-صَلَّى اللهُ عليهِ وسَلَّمَ- ألاَّ صَدَقَة عليها, ولا
جِهَادَ, فقال النَّبيُّ-صَلَّى اللهُ عليهِ وسَلَّمَ-بعد ذلك: (سَيَتَصَدَّقون ويُجَاهِدُونَ إذَا أَسْلَمُوا.
(أخرجه أبوداود)

درسول الله صلی الله علیه وسلم په دي له حکمت ډکه کړنه اوعمل سره موږ دهغه ایینده
پیژندنه یا مستقبل بیني ښه معلومولی شو ، او دده له دي کړني نه موږ دا هم معلومولی شو
چې اینده پیژندل اوپراساس یې لویې او مهمي پریکړې کول درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او لاره ده ،انسان کاڼی ندی چې هیڅ اغیز به نه مني انسان یو داسي مخلوق دی چې هروخت بدلیږي دانسان موجوده حالت باید دده له اینده حالت سره پرتله نکړل شي له هرچا
سره دچلند په مهال باید دي ټکي ته متوجه واوسو،دیوې معاملي پرمهال په سمدستي تبد
یلي ټینګار کولو سره په انسان کې ضدپیدا کیږې او که یوڅه دوخت او دشرایطو تبدیلي
ته انتظار وکړل شي نو په اینده کې به هغه څه رامنځته شي چې موږ یې په اوس وخت کې غوښتنه لرو .


رښتینی
30.12.2011

35

په مدینه منوره کې یو وخت خلک یوه اواز وویرول خلکوټولو د دي اواز لورته منډي
کړي خو چې کتل یې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخه ورغی او هغه اواز ته له دوی نه مخکې
ورغلی و هغه په داسي حال کې دوی ته په مخه ورغی چې دابوطلحه الانصاري په لغړ آس سپور
واو توره وررسه وه نو خلکو ته یې ویل : ای خلکو ! هلته د ویري کومه خبره نه وه مه ویریږئ !
مه ویریږئ ! بیایې ابوطلحه ته وویل : ستا آس ډیره ښه اوپراخه منډه کوله . ویل کیږې دابوطلحه
دا آس په منډه کې ډیر کمزوری و خو له دي ورځې وروسته هیڅ آس له ده نشوی مخکې کیدلی
(بخاري ، مسلم ، أعلام النبوة للماوردي)

که یوه کورنی ، یوه سیمه او یو ملت او ولس له کومي ستونزې یاویرې سره مخ کیږې نو مشریې
دهغي دمخنیوې په باره کې ترټولو باید ځان مخکې کړي او دا دهر مشر ا و مسؤل دنده او وجیبه
بلل کیږې درسول الله صلی الله علیه وسلم دا سپیڅلي اوله میړاني اوغیرت ډک چلند دیوې
کورنۍ ، ولس او ملت دمشرانو له پاره پریمانه توکې لرې ،هرډول کم اولوی مسؤلیت لرونکې
مسلمان که درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند له رڼا څخه ځان برخمن کول غواړي دژوندپه
ټولو لاروچاروکې به پریمانه لارښووني ترلاسه کړي .

له بده مرغه کومي کورنۍ او یا ولس چې داسي یو خواخوږۍ او مدبر مشر ونلرې هغوی
آن دژوند په ابتدایې او اساسي چارو کې لابند پاته وې اودپرمخیون اوترقي لاري خوبه یې
خامخا پرمخ تړلې وي . والی المشتکي


رښتینی
03.01.2012

36

دبخاري اوو مسلم په یوه صحي روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
چې وفات شو هغه مهال یې هم خپله زغره له یوه یهودي سره په رهن ایښې وه له یهودي نه یې
څو پیماني اوربشي اخیستي وي او دهغوپه بدل کې یې خپله زغره په رهن کې ورته ایښې وه
د امام احمد په یوه روایت کې راغلي دي چې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمرګه پورې
دومره څه ونه موندل چې له هغه یهودي څخه یې خپله زغره پرې راخلاصه کړې وی .
(صحیح بخاري ، صحیح ، مسلم ، مسنداحمد)

دحضرت عایشي رضي الله عنها یو بل روایت هم شته چې په میاشتو میاشتو به زموږ په کور
کې له دوو تور شیانو(خورما او اوبو) پرته بل هیڅ هم نه وو او له مختلفو صحابه کرامو داسي
روایتونه راغلي دي چې هغوی ویلي دي موږ به کله کله په غزاګانو کې له داسې لوږې سره مخامخ
شوو چې واښه به مو خوړل .

دا روایتونه مې ددي له پاره راواخیستل چې ځیني لویدیځوالو مستشرقینو لیکلي دي :
رسول الله په مدینه کې دنبوت پرلاره روان وخو کله چې مدیني ته مهاجر شو نو نبوت ته یې شا
کړه او پاچاوګرځیدی !! نوله پورته صحي روایاتو لوستلو وروسته باید لوستوال فکر وکړي
چې ایا داکیدی شي چې یوپآچا په داسي حال کې ومري چې خپله زغره یې د اولاد په نفقه کې
له یوه یهودي سره رهن اېښې وي ؟!
اودا چې دیوه پاچا په کور کې دي په میاشتو میاشتو اور نه بلیږې او کورنۍ دي یواځې په دوو
توروشیانو (اوبواوخرماو) ګذاره کوې ؟!
اوداچې دهغه لښکر په غزواتو کې آن دوښو خوراک ته اړکیږې ؟!


رښتینی
06.02.2012

37

رکانه بن عبد یزید بن هاشم دقریشو پلوان و د ده داسلام منلو عجیبه کیسه دلت را اخلم ، په دي اړه دوه روایتونه راغلي دي په یوه روایت کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رکانه ته وویل : افرئیت ان صرعتک اتعلم ان ما اقول حق ؟ یعني که چیرته زه تاپه غیږ وولم نوته به زما په دین داباور وکړي چې دا حق دی ؟ (البدایه والنهایه ۳ــ۱۰۳)
په بل روایت کې دا خبر رکانه ت منسوب شوې ده یعني هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ت وویل : ان صرعتني علمت انک صادق ، یعني که ز ه دي په غیږ وویشتلم نو زه به ستاپه رښتینولي باور وکړم . ( الکامل فی التاریخ ۲-۷۵) په هرصورت رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله رکانه ته په غیږ ورغی رکانه یې راوویشت او په دي توګه هغه اسلام ومانه .

عمر بن الخطاب رضي الله عنه هم دقریشو یوپهلوان و خو دده داسلام منلو کیسه له رکانه څخه بیخي مختلفه د ه د خپلي خور په کور کې قرانکریم تلاوت کړ اودقران په تلاوت سر ه حق ورته روښانه شو او اسلام یې ومانه .

په حقیقت کې انسانان په دو ډوله دي یو عوام اوبل خواص ، عوام هغه دي چې په خلقي توګ یې د ذهن سطحه ټیټه وې اوخواص هغه دي چې دذهن سطحه یې لوړه وي د دواړو ذهني اړتیاوي بیلي بیلي وي اودواړه ته باید دهغوی له ذهنیت سر برابر داسلام پیغام ورسول شې ، رکانه له عوامو سره اړیکه لرله نوهغه د پهلواني له لاري په اسلام باندي ډاډه شو خوعمر بن الخطاب له خواصوڅخه واوهغه دلوړ ذهني صلاحیت لرونکی و اودلوړ ذهنیت لرونکي خلک په حقایقو او دلایلو سره قانع کیږې .


رښتینی
21.05.2012

دتبوک د غزا (9هجري) په پیښو کې یوه یې درسول الله صلي الله علیه وسلم داوښې دورکیدلو کیسه ده ، په دي سفر کې یو وخت درسول الله صلي الله علیه وسلم اوښه ورکه شو ه صحابه کرام رضي الله عنهم په اوښه پسې یوه بله خوا ګرځیدل په دي سفر کې د زید بن اللصیت په نامه یو منافق هم له دوی سره وهغه چې صحابه کرام ولیدل چې یوه بله خوا ګرځې نو پوښتنه یې وکړه چې څ چل دی ، چا ورته وویل چې درسول الله صلي الله علیه وسلم اوښه ورکه شوې ده زید په طنزیه توګه ورته وویل :
أليس محمد يزعم أنه نبي , ويخبركم عن خبر السماء وو لا يىري أين ناقته
( سيرة ابن هشام 4- 178)
یعني محمد خو ګومان کوې چې نبي دی او تاسو ته له اسمان نه خبرې (وحي ) راوړې او دی په دي ندی خبر چې اوښه یې چیرته ده !

رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوچا د د يمنافق خبره ورسوله نو هغ وویل : په خدای قسم چې ماته الله کوم حال راکوې له هغه پرته زه په بل هیڅ شې نه یم خبراو اوس الله جل جلاله ماته اوښه راوښودله ، زما اوښه په فلانی کنده کې په فلاني ځای کې ده مهار یې په یوه بوټي کې بند شوی دی او هلته ولاړه ده ، څو کسانو ته یې امر وکړ چې تاسو ورشئ هغوی چې ورغلل نو اوښه یې بیاموندله او رایې وستله ، ابن اسحاق وایې چې ځینې خلکو ویلي دي چې له دي وروسته زید بن اللصیت اسلام ومانه او ځیني نور وایې چې نه په همدي منافقت کې ومړ .

رسول الله صلي الله علیه وسلم څو ځله له منافقانو داسې سپکې خبرې اوریدلي وې خو هغوی ته یې څه نه ویل ، یو وخت خو عمر بن الخطاب رضي الله عنه د لوی منافق ابۍ بین سلول په باره کې ورته وویل چې یارسول الله ماته اجازه راکړه چې سر یې ووهم خو رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه منعه کړ او ورته ویې ویل چې بیا به کفار وایې چې محمد خپل ملګرې وژني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more