د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

م . ق
31.10.2011

نوروز خان صاحب، ماویل چې ته به ملا یې او ښایې یو څه علمي ځوابونه به ولیکې خو نه ته هم لکه د نورو صرف د خلاصې او قدوري پورې محدود اوختې، ترننه مې ستاپه خبرو کې کوم آیت شریف یا حدیث ونه لیدو بلکه ټولې د زور او جبر خبرې دي.
د منطق ګل سره په مناظره کې هم تاسو د زور خبرې کولې خو هغه درته ویلي وو چې که د زور خبره وي نو هرڅوک یې مني.
پدې بحث کې ما د خپل لوظ مطابق یوه بده خبره هم درته نه ده کړې، بحث هم ستا په بلنه شروع شوې وو، زما سوالونه ټول علمي دي، ټول مې قرآني او شرعي دلایل وړاندې کړي، ایا قرآني دلایل ښکنځلې دي؟؟؟ آیا زه حق نه لرم چې د خپل قناعت او د حق د اثبات لپاره د تانه شرعي دلایل وغواړم؟؟؟آیا غواړې چې په پټو سترګو هرڅه ومنم؟؟؟ ته چې د طالب رسمي نماینده یې او ماته قناعت نه شې راکولاي نو که زه ستا خبرې په پټو سترګو ومنم نو بیا به زه بل چا د دغه سوالونو څه ځواب ورکوم؟؟؟
ګوره لږ واقعبین واوسه، ما کوم بد کار نه دی کړی، کومه کفري یا غیر شرعي خبره مې نده کړې، ټولې خبرې مې د شریعت سره تعلق لري او بیا خو ظاهرا ستاسو هدف هم دشریعت نفاذ دی نو ایا ته مکلف نه یې چې دجدي ملاحظاتو شرعي ځواب وکړې او هرڅه شرعا په اثبات ورسوې؟؟؟
دلته علماء او پوهان شته دي، که زما سوالونه غلط او غیر شرعي وي دوي دې ماته ووایي.
خو جنابه په زور کلي نه کیږي، ته وایې چې په افغانستان کې به طالب ته نظامي ماتې ورنه کړې، نو انډیواله دا سوچ دې غلط دی، مونږ د طالب نظامي ماتې نه خوښوو، مونږ هم د شریعت نفاذ او اسلامي حکومت غواړو خو د اسلامي شرعې په رڼا کې، زمونږ د طالب او ملاصیب سره کومه شخصي دښمني نشته بلکه یوڅه ملاحظات لرو چې منجمله د هغې نه د امیر ټاکلو او حکومت ته د رسیدلو شرعي طریقه ده، که وایې چې د ټوپک په زور باید زمونږ امیر ته بیعت وکړﺉ نو دا خو بیا هماغه د یزید کار شو چې په زوره یې د اهل مدینه څخه بیعت غوښتو، داخو بیا اسلامي امارت نه شو بلکه یزیدي حکومت شو،هره ډله خپل امیر لري او هر امیر غواړی چې د هغه سره بیعت وشي اوس نو یواځینۍ لار داده چې له سره منتخبه شوری جوړه شي او په شرعي توګه نوی امیر وټاکل شي.
هو دا خبره دې تر غوږو تیره کړه چې زما ایمان ټول افغاني نه بلکه قرآني دی،او دغه قرآني ایمان مې په غټو حجرو کې د غټوغټو ملایانو په مخ کې ثابت کړی، مشر ملا او کشر ملا اهمیت نه لري، اهمیت هغه څوک لري چې شرعي دلایل ولري، او خپل حقانیت ثابت کړي اګر که انجنیر وي .
او که د زور خبره وي نو ټوپک او ګردنۍ راته د نیکونو د انګلیسانو سره د غزا د وخت نه په میراث پاتې شوې دي، سرزوري دې د ذهن نه اوباسه، مونږ هم بنګړي نه دي اچولي.
پاتې شوه د ایریا خبره دې، نوما خو تاسو ډیرې اوچتي علمي ایریا او مستوی ته راپورته کول غوښتل او دغه بحث شاهد دی چې ما همیشه د قرآن او سنتو طرف ته راپورته کړي یاست خو تاسو بیا هم ځمکې ته زور وهئ د خپلو خواهشاتو تابعداري کوﺉ او قرآني دلایلو ته په سپکه ګورﺉ لکه څرنګه چې الله پاک پدې ایت شریف کې فرمایي:
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ......الخ سورة اعراف ایت ۱۷۶


نوروز خان
31.10.2011

ښاغلی میم او قاف صاحب
ډیر ښه آیت مو میندلی ، چې زما او ستاسو ترمنځ په وروستي تعامل ښه صادقیږي ، نور نو په دې نسبت تر پتوال پورې ټول یاران پوهیږي چې څوک پست او څوک بلند دی


م . ق
31.10.2011

[quote:de10428081="نوروزخان"]ښاغلی میم او قاف صاحب
ډیر ښه آیت مو میندلی ، چې زما او ستاسو ترمنځ په وروستي تعامل ښه صادقیږي ، نور نو په دې نسبت تر پتوال پورې ټول یاران پوهیږي چې څوک پست او څوک بلند دی[/quote:de10428081]
ښه ډیر ښه، د خپل ځان او شخصیت نه دومره زر دفاع کولاي شې او تند غبرګون ښايي خو د اسلامي امارت په اړه د ټولو سوالونو په وړاندې چوپ یې حالانکه د هغوي رسمي نماینده هم یې ګواګې ته هم پدې مطمئن نه یې چې دا به واقعا اسلامي امارت وي :D
جنابه، د قران مجید آیت څه ورک نه وو چې ما ومیندل بلکه په قرآن مجید کې موجود دی او که تاسو د قرآن مجید تلاوت کوﺉ نو هم به یې وګورﺉ او بیا به درته ښکاره شي چې یواځې مانه بلکه ټولو مسلمانانو میندلی دی.
پورته ایت کې پست هغه چا ته ویل شوی چې د الله تعالی د ایتونو څخه ځان وباسي لکه ددې ایت څخه په مخکې ایت کې فرمایي: وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ، د فانسلخ په معنی خو پوهیږي، او پدې هم پوهیږي چې د قرآني ایتونو څخه څوک ځان وباسي، نو قرآن مجید هم هماغې کس ته پست وايي. (دا دې د ټیټې ایریا خبره کړیوه ځکه مې درته ثابته کړله چې په ټیټه ایریا کې څوک قرار لري.) من قال مالا ینبغي سمع مالایشتهي.
اوس راځو بلندتیا ته: قرآن مجید بلند هغه چاته وایي چې علم ورته ورکړل شوې وي:
يَرْفَعِ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ، او که نور دلایل غواړې نو پدې هکله به درته احادیث نبوي هم راقطار کړم لکه هغه حدیث چې عالم په کې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ بلل شوی دی، او د سپوږمۍ بلندتر بیااسمانونه دي یعنې عالم د ټولې ځمکې او دهغې دمخلوقاتو څخه بلندتر دی چې ټوله ځمکه روښانوي.
اوس نو پتوال صاحب نه نیولي ټول یاران پدې پوهیږي چې په علمي لحاظ څوک په کوم ځاي کې قرار لري.

اذا کان الغراب سید قوم
فیهدیهم الی قذر وجیف


نوروز خان
01.11.2011

مبارزه
په خدای چې ستاسو به خبرو کې دقرآن ایت ووینم په قرآن مې زړه وسوزي ، دنهمې او اته ویشتمې سپارې ایتونه راته لیکې ، خو دشپږمې اول آیت دې هیر کړی دی .
ماته احادیث مه قطاروه ، یوازې دې که په دې دعمل کولو توفیق وموند ، کیدای شي خدای دې نیکبخته کړي
أخبرناه أبو الحسن علي بن عبد الرحمن بن ماتي بالكوفة ، ثنا الحسين بن الحاكم الحيري ، ثنا إسماعيل بن أبان ، ثنا صباح بن يحيى ، عن ابن أبي ليلى ، عن الحكم ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله ، أن النبي - صلى الله عليه وآله وسلم - قال : " المؤمن ليس بالطعان ، ولا الفاحش ، ولا البذي "
دادې داخلاقي بحث ځواب
نور نو دسیاسي مباحثې په اړه چې نه غواړم تراخلاقو یې قربان کړم ،به درته ووایم چې
تاسو خپل کار کوئ ، موږ به خپل کار کوو


م . ق
01.11.2011

[quote:6112e971cb="ن"]مبارزه
په خدای چې ستاسو به خبرو کې دقرآن ایت ووینم په قرآن مې زړه وسوزي ،[/quote:6112e971cb]
نوروز صیب، قرآن محفوظ او مصئون دی، په خپل ځان زړه وسوزوه چې په خپلې سیاسي ماتې دې اقرار وکړلو او هم دې خپله لاځوابي ومنله لکه چې وایې:
[quote:6112e971cb]تاسو خپل کار کوئ ، موږ به خپل کار کوو[/quote:6112e971cb]

[quote:6112e971cb="ن"]دنهمې او اته ویشتمې سپارې ایتونه راته لیکې ، خو دشپږمې اول آیت دې هیر کړی دی .[/quote:6112e971cb]
د شپږمې سپارې اول ایت ماته نه بلکه تاسو ته متوجه دی ځکه جهر باالسوء تاسو کوﺉ زه نه،
زه نهی عن المنکر او تعاون علی البر والتقوی او هم توصیه بالحق کوم خو داهم نوټ کړه چې د جهر باالسوء اخرنی نیم ایت دې هیر کړې دی: الا من ظلم وکان الله سمیعا علیما، دغې استثنی ته هم پام وکړه.
[quote:6112e971cb="ن"]یوازې دې که په دې دعمل کولو توفیق وموند ، کیدای شي خدای دې نیکبخته کړي[/quote:6112e971cb]
زه نیکبخته یم چې د حق او حقیقت لمن مې نیولې، بدبخته هغه څوک دي چې د ضال او مضلو ډلو ړوند تقلید کوي او حتی پدې نه پوهیږي چې په کوم دلیل یې تقلید کوي، هیله ده چې پدغه ایت شریف عمل وکړﺉ او په خپلو نفساني خواهشاتو پخې کیږدﺉ.
لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ. الایة

لاندې حدیث مبارک هم تااو ستاسو ملګرو ته راجع دی چې حقپرستو ته د ټیټې ایریا خلک وایې خو دا موهیر دي چې خپله په اسفل السافلین کې قرار لرﺉ.

[quote:6112e971cb]أخبرناه أبو الحسن علي بن عبد الرحمن بن ماتي بالكوفة ، ثنا الحسين بن الحاكم الحيري ، ثنا إسماعيل بن أبان ، ثنا صباح بن يحيى ، عن ابن أبي ليلى ، عن الحكم ، عن إبراهيم ، عن علقمة ، عن عبد الله ، أن النبي - صلى الله عليه وآله وسلم - قال : " المؤمن ليس بالطعان ، ولا الفاحش ، ولا البذي "[/quote:6112e971cb]

وَعِبَادُ الرَّحْمَـٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا
والسلام علیکم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more