نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Adil watanmal
16.09.2004
د عزت وړ غوټي خوري او درنو لوستونكو له تاودو سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته
غوټي جاني خور:
په هغه ورځ چې مي ستاسي جوابي ليكنه ترسترګو شوه نو خوشحاله شوم ستاسي د نظر په څرګندونه خو د يو څه مصروفتيا له كبله مي سمدلاسه جواب ونه شوه ليكلي او چې كله له دفتر څخه كورته راستون شوم نو كمپيوټر مي د انټرنټ سره پيوند كړه او د ټول افغان ويب پاڼه مې چې خلاصه كړه نو د لونګين صاحب ليكنه مي په سترګو شوه نو ستا ليكنه ئې راڅخه له ياده وه ايستله او مجبوره شوم چې د دغه موضوع دلته د ليكني په اهدافو څه وليكم خو خير [color=darkblue:abb012ed4b]ګراني خور بخښنه غواړم چې ستاسي ليكني ته ناوخته جواب ليكم.[/color:abb012ed4b]
همدارنګي په ليكنه كې چې تاسي كومو بيتونو ته اشاره كړي نو خورجاني حقيقت همدا دي چې تاسي ليكلي او په دغه ځاي كې زه جزباتي شوي يم او د ليكوالي ادب مي نه دي مراعت كړي او زه په دي كار[color=white:abb012ed4b] بخښنه غواړم.[/color:abb012ed4b]
او ما مخكې ددي ليكني د هدفونو څخه دووهدفو ته اشاره كړي ده نو بيا ئې نه تكرار وم.
[color=white:abb012ed4b]د پاي ټكي:[/color:abb012ed4b]
غوټي خور:
زما سره په لسګونه نوري قيصي هم شته چې ډيري شرمونكي دي بالخصوص د باګرام د هوايي ميدان خو دلته ما صرف هغه څه ليكلي دي چې د تصديق لپاره مي يوڅو ملګرو ته چې په كابل كې اوسيږي د بريښنا ليك په واسطه وه ليږلي او د هغوي جوابي ليكنه مثبته وه او د يو څو نور شرمناكو واقعو ذكر ئې هم كړي وه او كه بيا هم د چا پدي كې شك وي نو كولاي شي چې په ذكر شوي ځايو كې د دغه پيښو د تصديق په اړوند په كابل كې له چاسره تماس ونسي.
[color=blue:abb012ed4b]زما د مږي عادت ډير بدي شي چې كله له يوي سوړي او كله له بلي سر راباسي. خوري دلته يو څو داسي ليكوالان شته چې د يوي پيسي دوه مخه دي.[/color:abb012ed4b]
............................................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
................................................................................................عادل وطنمل
islam dost
16.09.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورعادل وطنمل صيب يقيناچي تاسودصليبيانواوپه اصطلاح دديموکراسئ نارې وهونکوله ناولوڅيروڅخه پرده پورته کړي اودهغوی هغه جنايات اوناراواوې موګوته کړي چي په هغوچوپ پاتي کيدل اويايی پټول ددا ډول ناراواووقربانيانوسره خيانت اودصليبيانوپه ناولوڅيرودپردي اچولوپه معنی دی ، داتاسوقدرمن چي کومي ناراواوې دنموني په توګه راخستي ښايی دايی په سلوکښي پنځه وي ٠
نه پوهيږوداسي نوره به څومره ناکردې اونادودې زمونږپه ګرانوهيوادوالوتيري شوي وي چي ښايی ياتري مونږاوتاسونه يوخبرشوي اويايی دپښتني شرم له امله پټه خوله پاته کيدل غوره ګڼلي وي ٠
زمااندد اډول جنايتوڅرګنده ول ډيرښه کاردی اوقدرمن ورورعادل وطنمل صيب اوپتمنې خورخاټول جانې ډيرپه زړه پوري کارکړی چي ديرغلګروصليبيانوناولي څيرې يی بربنډې کړي اودايی څرګنده کړه چي ديموکراسي يعني څه ؟؟؟
اوکوم کسان چي دبي ادبی پلموپه کاره ولوسره غواړي ددا ډول ليکنومخه ونسي زماپه اند هغوی دصليبيانوپه څيرو پرده اچول غواړي خوولي دوی بايدوپوهيږي چي اوبه که هرڅومره دبوسولاندي پټي لاړي شي بياهم ښکاره کيږي ، وحشي صليبيانوهغه څه وکړل چي شورويانويی تصورهم نه شوکولای ٠
په درناوي
اسلام دوست
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
نقاد
16.09.2004
اسلام دوست وروره سلامونه مې ومنه.
وروره د اوبو خړول او کبونه نيول ښه کار نه دی او له تاسو سره نه ښايي! ديموکراسي صرف د اولس واکمنۍ ته وايي او صرف ديکتاتورۍ ضد او دوښمنه ده او بس. له دې نه پکې يوه زره بل شی نه ځاييږي،نو په غوڅه توګه د يو مسلمان اولس واکمني به هم ضرور اسلامي وي . او داچې له بنسټه له ديکتاتورۍ سره ضديت او دوښمني لري، نو ديوه خارجي حاکميت و استعمار ره خو تر هرڅه زيات ضديت لري او ضديت او دوښمني ورسره غواړي .
له دې کبله ديموکراتان هيڅکله د امريکايانو پلوی نشي کولی ، او ورسره ورسره د نورو ديکتاتورانو پلوی هم
نه کوي. دا اصول خو تاسوته هم په کراتو مراتو ويل شوي بيان شوي او آن د مقالو په شکل يې تل لوستلی شئ.
پاتې شوه د امريکايانو شخصي بنديخانې او نور ظلمونه ، نو هغه هم تاسو نه دي افشا کړي، هغه دولتي سرتيرو کشف ، اړونده امريکايان يې ونيول او ديمکراتيکو خبري رسنيو په ډاګه اعلام کړل. په دې کار له تاسو څخه ملي او ديموکرات کسان زيات خوشاله شوي دي. ستاسې دې هم کور اباد وي ، ولې ددې بري امتياز ستاسو حق نه دی .
مونږ تل دا اندود وړاندې کړی چې اسلام ، ملي ګټې او ديموکراسي په اړينو اصولو کې سره وحدت لري او وحدت کولی شي، وګورۍ د پوهنې او فلسفې په فوروم کې د ديموکراسۍ مضمون، چې هلته کوم اصل د اسلام کوم اصل نقضوي؟ څرګنده ده چې ټول اصول يېنه يواځې توافق لري بلکې د واقعأ اسلامي ټولنې روح پکې خوندي دی. که سره ددې هم تاسو څانونو ته اجازه ورکوئ، چې د هيواد په مسلمانو ملي ديموکراتانو عناصرو ملنډې ووهئ ، او په هره بهانه اوبه خړې کړۍ او ملنډو ته دوام ورکړئ، نو دا نه يواځې انصاف نه دی، بلکې جرم او ګناه ده ، او زه نه پوهيږم چې ټول افغان وياړلې پاڼه به تر کومه خته پورې نور هم ستاسې دا ناز او نخرې په اوږو يسي؟ دا منم چې ټول افغان ملي، اسلامي او ديموکرايکه پاڼه ده، او دا يې ديموراتيک عنصر دی، چې تر اوسه يې ستاسې ملنډې زغملي دي، ولې هر څه حدود لري، که هغه حدود دوامدار نقض کيږي، نو چې کاسه ډکه شي
اوبه ترې نورې اوړي او چپه کيږي او خدای دې نکړي چې ستاسو او نورو خوږو دوستانو کاسه په ټول افغان کې د څو تنو له ﻻسه ځکه چپه شي چې د موضوع سره يې د برخورد اصول په تهور او پرله پسې توګه تر پښو ﻻندې کول . مونږ په طالب جان او طالب خان څخه بې اصوله برخورد نه دی ليدلی، خو دهغوی نه رالاندې ملګري يې دا سې کړندود تکرار تکرار ښودلی دی، ستاسو دغه وروستۍ ليکنه يې هم يوه روښانه بيلګه ده، ولې همدغسې تيريو ته هغوی هم ﻻسونه پړکوي او شابسي ورته وايي، اوددوی د اصولوتهورانه نقضولو ته هڅوي، نو زه هم دومره وايم که په خپل روش او کړندودته نوې کتنه ونکړئ، نو دازيری درکوم چې په دغسې ليکنوبه مو ، چې ﻻندې يې رااخلم ، داوړۍ شړۍ نشي.
[quote:af4a40c36c="islam dost"]
قدرمن ورورعادل وطنمل صيب يقيناچي تاسودصليبيانواوپه اصطلاح دديموکراسئ نارې وهونکوله ناولوڅيروڅخه پرده پورته کړي اودهغوی هغه جنايات اوناراواوې موګوته کړي چي په هغوچوپ پاتي کيدل اويايی پټول ددا ډول ناراواووقربانيانوسره خيانت اودصليبيانوپه ناولوڅيرودپردي اچولوپه معنی دی ....
زمااندد ...قدرمن ورورعادل وطنمل صيب اوپتمنې خورخاټول جانې ډيرپه زړه پوري کارکړی چي...دايی څرګنده کړه چي ديموکراسي يعني څه ؟؟؟
په درناوي . اسلام دوست . والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته[/quote:af4a40c36c]
ع کريم حليمي
17.09.2004
اسلام دوسته وروره سلام !
طلب جان ورورخوهغه سړی دۍ چه په هره ومضوع کي معلومات لري او هغه د دجال ومضوع ئې ليکلې چه زه ئې
په دغه عربي ليکنه ور تصديق کوم ٠
1 [color=red:2b6edd206b]إن الدجال يبلغ كل منهل إلا أربعة مساجد مسجد الحرام ومسجد المدينة ومسجد طور سيناء ومسجد الأقصى[/color:2b6edd206b].
2 [color=darkred:2b6edd206b]إن ربكم تعالى ليس بأعور وإنه أعور - يعني الدجال - مكتوب بين عينيه (كافر) يقروؤه الأمي والكاتب[/color:2b6edd206b]
3 [color=green:2b6edd206b]الدجال يقتله عيسى ابن مريم على باب لد[/color:2b6edd206b].
4 [color=brown:2b6edd206b]كيف بكم إذا ابتليتم بعبد قد سخرت له أنهار الأرض وثمارها، فمن اتبعه أطعمه وأكفره، ومن عصاه حرمه وعنه؟؟، إن الله تعالى يعصم المؤمنين يومئذ بما عصم به الملائكة من التسبيح، إن بين عينيه (كافر) يقرؤه كل مؤمن كاتب وغير كاتب. [/color:2b6edd206b]
5 [color=red:2b6edd206b]ما شبه عليكم منه - يعني الدجال - فإن الله تعالى ليس بأعور، يخرج فيكون في الأرض أربعين صباحا، يرد منها كل منهل إلا الكعبة وبيت المقدس والمدينة، الشهر كالجمعة والجمعة كاليوم، ومعه جنة ونار، فناره جنة وجنته نار، معه جبل من خبز ونهر من ماء، يدعو رجلا لا يسلطه الله عليه فيقول: ما تقول في؟ فيقول: أنت عدو الله وأنت الدجال الكذاب، فيدعو بمنشار فيضعه حذو رأسه فيشقه حتى يقع على الأرض ثم يحييه فيقول: ما تقول في؟ فيقول: والله ما كنت أشد بصيرة مني فيك الآن! أنت عدو الله الدجال الذي أخبرنا عنك رسول الله صلى الله عليه وسلم، فيهوي إليه بسيفه فلا يستطيعه فيقول: أخروه عني. [/color:2b6edd206b]
6 يخرج الدجال في خفقة من الدين وإدبار من العلم، فله أربعون ليلة يسيحها في الأرض، اليوم منها كالسنة واليوم منها كالشهر واليوم منها كالجمعة ثم سائر أيامه كأيامكم هذه، وله حمار يركبه، عرض ما [color=darkred:2b6edd206b]بين أذنيه أربعون ذراعا [/color:2b6edd206b]فيقول للناس: أنا ربكم، وهو أعور وإن ربكم ليس بأعور، [color=blue:2b6edd206b]مكتوب بين عينيه (ك ف ر) مهجاة يقرؤه كل مؤمن كاتب وغير كاتب[/color:2b6edd206b]، يرد كل ماء ومنهل إلا المدينة ومكة، حرمهما الله وقامت الملائكة بأبوابهما، ومعه جبال من خبز والناس في جهد إلا من اتبعه، ومعه نهران أنا أعلم بهما منه، نهر يقول: الجنة، ونهر يقول: النار، فمن أدخل الذي يسميه الجنة فهي النار، ومن أدخل الذي يسميه النار فهي الجنة، ويبعث الله معه شياطين تكلم الناس، ومعه فتنة عظيمة، يأمر السماء فتمطر فيما يرى الناس، ويقتل نفسا ثم يحييها فيما يرى الناس! لا يسلط على غيرها من الناس، فيقول للناس: أيها الناس! هل يفعل مثل هذا إلا الرب؟ فيفر المسلمون إلى جبل الدخان بالشام، فيأتيهم فيحاصرهم فيشتد حصارهم ويجهدهم جهدا شديدا، ثم ينزل عيسى فينادي من السحر فيقول: يا أيها الناس! ما يمنعكم أن تخرجوا إلى الكذاب الخبيث؟ فيقولون: هذا رجل جنى، فينطلقون فإذا هم بعيسى عليه الصلاة والسلام، فتقام الصلاة فيقال له: تقدم ياروح الله! فيقول: ليتقدم إمامكم فليصل بكم، فإذا صلوا صلاة الصبح خرجوا إليه، فحين يراه الكذاب ينماث (ينماث: ماثه يميثه ويموثه: أذابه. الفائق 3/396. ب) كما ينماث الملح في الماء فيمشي إليه فيقتله حتى أن الشجر والحجر ينادي: يا روح الله! هذا يهودي، فلا يترك مما كان يتبعه أحدا إلا قتله.
او اسلام دوسته وروره ٠ ستاسو سره کومه قوه سته چه وئې ليکۍ ٠
په دغه کال تاسو يو علمي جواب ندۍ ليکلۍ ٠ بيله واوا ، هاها ٠ څرنګه جواب دي ور ته ليکلۍ
زه فکر کوم چه په وطن کښي به يوه لويشت مځکه زراعتي هم نه لرې ٠ او پر ټول افغاستا ن ، شرعت دي
غيږ راڅرخولې ده ٠ او داسي هم معلومېږې چه اسلاميات دي نه زده و دا علم فنون دي هم نزده ٠
داښه کار نه دۍ چه توحين اميزه ليکني کوۍ ٠ موږ ټوله سره وړونه يو ٠
د بل ورور توحين ښه کار نه دۍ ٠ تاسو به ممکن پوهيږۍ چه توحين ګناه کبيره ده ٠
که تاسو داسي يوه علمي ليکنه در لودای ٠ نو ستاسو به واجب اللا حترامه بوای ٠
لکه طالب جان ورور ٠ هو په بعضو موضعاتو کي به اختلاف حسن سره لرو ٠ اما موږ ته واجب اللا حترامه سړی دۍ
په ډير احترام و استاد وطنمل صاحب ته عرض کوم ٠ چه د توين کونکو مخنيۍ وکړي ٠ ولي چه توحين جرم دۍ
.
islam dost
18.09.2004
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دقدروړورورنقادصيب خدای جل جلاله شاهد ،واحد دی چي : دديموکراسئ له نارو وهونکوڅخه مي تاسومراد نه واست بلکي له هغوڅخه مي يواځي اويواځي امريکايان مرادووچي په خوله دديموکراسئ اوبشرحقوقونارې وهي خوپه عمل کښي بيا شرموونکي اونه بخښونکي جنايات ترسره کوي ٠
داچي تاسوديموکراسي شخصي ميراث ګڼئ نويقينادحيرانتياځای ځکه دی چي يومسلمان دسوچه اسلامي نظام په موجوديت کښي څنګه جرئت کولای شي چي ديموکراسي نظام ته لومړيتوب ورکړي ؟؟؟؟
يا ايا په اسلامي نظام کښي کومه نيمګړتياياتشه موجوده ده چي هغه ديموکراسي نظام ډکولای شي ؟؟؟
اوکه څوک داسي ووايی چي مونږاسلامي ديمکراسي غو اړونه غربي ديموکراسي يعني داچي يواړخ يی اسلامي وي اوبل اړخ ديموکراسي نوزما په انددا خويی لمړي ځل څخه هم خراب اړخ دی چي بياددي ايت شريف لاندي راځي چي : ((((( افتؤمنؤن ببعض الکتاب وتکفرون ببعض ٠٠٠)))))
مونږاوتاسومسلمانان داسلامي نظام په موجوديت کښي ديموکراسي ته اړتيانلرو٠ بخښونکي اومهرابان خدای جل جلاله راته داسي نظام راکړی چي په ډيرکم مصرف اوپه لږوخت اولږوکسانوکښي خورا په زړه پوري بريالتبونه درلودلی شي چي ژوندی مثال يی دطالبانوحکومت ووچي په يوه والسوالی کښي به لس کسان ووخودغره په سرکښي به چالس روپی هم نه شوي غلا کولای ،اواوس دټولي نړئ عسکرهم يواځي يوکابل هم نه شي اداره کولای ٠
نوپه داسي حالاتوکښي چي دقيامت په سخته اوهيبت ناکه ورځ به راڅخه خدای جل جلاله پوښتنه هم کوي
بيابه په کوم دليل داسلامي نظام پرځای دديموکراسي نظام پلوي وکړو؟
لږخودقدرمن ورورطالب جان داسلام په فورم کښي د (((( ديموکراسي شرعي حيثيت لري ؟؟؟ )))) ترعنوان لاندي ليکنه هم يوځل بياوګوری چي اسلامي نظام اوديموکراسي سره څومره متقابل واقع دي ٠
په ديموکراسي نظام کښي ښايی يوڅوک د نيکيولورته رابلل کيدی شي خواماله بدوکارونوڅخه يی منع کولای نه شي خوپه داسي حال کښي چي په اسلامي نظام کښي (( امربالمعروف ونهی عن المنکر )) بايديوفعاله څانګه وي اودنيکوکارونوته درابللوپه ځای بايد له بدوکارونوڅخه هم خلک منع کړي ٠
پاک خدای جل جلاله دمونږاوتاسوداسلامي نظام سره مينه نوره هم زياته کړي ٠
درونداومشرورورحليمي صيب ماکله ويلي چي زه دومره لوی عالم يم يامي دا دعوی کړي چي ټول علوم اوفنون اواسلاميات مي خلاص کړي يامي ليکني دومره علمي دي چي پوهو پوښتنه يی مه کوه ٠
هو الحمدولله دومره توفيق اواستعدادخدای جل جلاله راکړئ چي حق ورباندي وپيژنم ،حق تائيدکړم اودحق پلويانواودحق ليکونکوملاوروتړم که څوک دهغوحوصله ماتول وغواړي دهغې مخه ونيسم ٠
نورنوزماڅخه به کم علمه اوکم فهم په ټول افغان کښي نه وي ٠
خوداسي علم هم نه غواړم چي :
1: دقران کريم ايتونه اواحاديث نبوي ته داسي تأويل ورکړم چي په اسلامي هيوادونودکفاروحملې روا وبولم يادمسلمانانولپاره دوسلواواتوم بم جوړه ول ورباندي ناروا کړم ٠
٢ : ديرغلګروکفارو په وړاندي دمسلمانانو مقاومتونوته سياسي جګړې ووايم ٠
٣ : داسلام ځيني احکام يا شرعي مسائل لکه دښځوحجاب اونورکله داخلاقواوکله دزجري اونه زجري په پلموداسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم ياداصحابوکرامورضی الله تعالی عنهم اجمعين ترزماني پوري اړوند وګڼم ٠
٤ : کله چي له متقابل علمي ځواب څخه نااميده شم بيادټول افغان پاڼې له شرأئطوسرغړه ونه وکړم اومقابل لوري ته دحق نه بنده ولوپه صورت کښي بي ځايه ګواښونه وکړم ٠
٥ : دقران کريم اواحاديث نبوي ښکاره دلايلو په موجوديت کښي دپلار،نيکه اوقاضي القضات ياديو فرد يا يادکوم هيوادنظام دليل ونيسم ٠
په درناوي
اسلام دوست
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
___________________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم
ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي
Adil watanmal
18.09.2004
محترمو او قدرمنو لوستونكو او ليكوالانو
..............................................السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
محترمو:
صلبيان او يا د وخت فرعونيان [color=darkblue:728966823a]امريكايان چې افغانستان ته راغلي د ديمكراسي فلسفي د عملي كولو لپاره [/color:728966823a]خو نه پوهيږم چې هغه خلق چې ددغه فلسفي څخه دفاع كوي دوي په ديمكراسي نه پوهيږي او يا دغه صلبيان پري نه پوهيږي ځكه چې دفاع كونكي د صلبيانو وحشي كارونو ته په بد نظر ګوري او صلبيان بيا د افغانانو وژل ماشومانو وژل د كورونو ورانول د هيواد په پتمنو پيغلو جنسي تيري كول او حتى په نرانو هم جنسي تيري كول د ودونو په غم بدلول يو عادي كار ګڼي زه چې كله دغي وضعي ته ګورم نو داسي راته ښكاري چې دا ديمكراسي د تطبيق كولو لومړني مرحلي دي او[color=blue:728966823a] د پټي سر دي او پټي وروسته سورور دي[/color:728966823a] نو ګورو به چې نور تطبيق به ده ديمكراسي څه وي.
د قدر وړو:
د [color=darkblue:728966823a]ديمكراسي او اسلام ترمنځ فرق[/color:728966823a] په داسي امورو كې دي چې دغه دواړه فلسفي د بنسټ نه سره جدا كوي او د يو او بل متضادي راځي او له دغه فرقونو څخه به زه فقط يوه ته اشاره وكړم چې تر څو دا خبره واضح شي چې [color=white:728966823a]ديمكراسي او اسلام تضادي فلسفي دي كه موافقي.[/color:728966823a]
1. ديمكراسي غواړي چې د انسان قانون په انسان تطبيق كړي يا په بل عبارت د خلقو قانون په خلقو تطبيق كولو ته ديمكراسي وايي او اسلام غواړي چې د الله پاك قانون ده هغه په بندګانو [انسانانو] تطبيق كړي نو په د[color=green:728966823a]يمكراسي كي د خلقو قانون په خلقو تطبيق كول دي او په اسلام كې د الله پاك قانون په خلقو تطبيق كول دي.[/color:728966823a]
الله پاك زمونږ خالق او رازق دي او هغه زمونږ لپاره اسلام غوره كړي ځكه فرمايي:
[color=darkblue:728966823a]((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: ((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.
اوس د هر فرد د ځان سره فكر وكړي چې دا زمونږ بدبختي ده او كه نيك بختي چې مونږ د الله پاك خوښ كړي قانون په پوله ايږدو او دانسان د لاس جوړ شوي قانون ته غاړه ايږدو. [color=darkblue:728966823a]ايا د الله پاك راليږل شوي قانون د انسانانو د مشكلاتو د حل لپاره كافي نه دي؟ [/color:728966823a]چې مونږ ئي پريږدو او بل قانون خوښه وه.
او د انسان لپاره قانون ايښودل دا د الله پاك حق دي:
[color=white:728966823a]((.... أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) الاعراف))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
(( خبر دار شي چه (خاص) الله لره دى پيدا كول او امر (حكم فرمايل) لوي بركت والا دى الله چه رب ((پالونكې)) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دي.))
او همدارنګې هغه خلق چې د اسلام دين پرځاي بله كومه فلسفه غواړي نو ددي پوښتني د الله پاك به څه جواب كوي:
[color=darkblue:728966823a]((أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ.......... (21). الشورى[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
آيا دي دوي لره شريكان چي ساز كړي دوي لياره هغوي ته له دين (د جاهليت) هغه (چيز) چې اذان حكم نه دى كړي په هغه سره الله.
بعض خلق دا نظر هم لري چې څه اسلام او څه ديمكراسي تطبيق كړي نو دغه خلق دي لږ پدي قول د الله پاك كې فكر وكړي:
[color=darkblue:728966823a](( .... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) البقرة)))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
ايا (مني او) ايمان راوړئ تاسي پر ځينو (احكامو د) كتاب او كافران كيږي په ځينو نرو. پس نه ده سزا د هغه چا چه كوي دا (كارونه) له تاسي څخه مګر خو رسوايي ده په ژوند د دنيا كښي او په ورځ د قيامت كښي ګرځول كيږي دوي ډير سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دي الله غافل له هغه څه چه كوي ئې تاسي.
[color=darkblue:728966823a]((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (50) المائدة)))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
آيا پس حكم د جاهليت غواړي دوي؟ ( او د الله له حكمونو څنګ كوي) او څوك ډير ښه دي له الله څخه له جهته د حكم هغه قوم ته چه يقين لري په الله (يعني هيڅوك نه دي)
تفسير: يعني هغه كسان چه د الله تعالى په مالكيت او شهنشاهي او كامل رحمت او محيط علم باندي كامل يقين لري. د دوي په نزد په دنيا كښي د هيچا حكم د الله تعالى د حكم په مقابل كشي د التفات وړ (لايق) نشي كيدي نو بيا ولي دا خلق د الله تعالى د احكامو د رڼا (رنړا) له راتللو څخه وروسته د ظنونو او اهواؤ او آراؤ او كفر او جا هليت د تيارو په لوري تلل خوښوي؟
الله پاك انسانان د خپل عبادت لپاره پيداكړي:
[color=darkblue:728966823a]((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (56) الداريات))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
او نه دى پيداكړي ما پيريان او انسانان مګر لپاره د دى چه عبادت وكړي دوي ځما.
اوس د الله پاك عبادت به انسان څنګه كوي؟؟ واضحه خبره ده چې د الله پاك راليږل شوي قانون په ځان تطبيق كولو سره سړي د الله پاك عبادت كوي نو كه ديمكراسي ته په يو بل نظر وه ګورو نو پدي فلسفه انسان د انسان جوړشوي قانون په ځان تطبيق كوي نو معنى دا چې كله انسان د الله پاك قانون په ځان تطبيق كوي نو د الله پاك عبادت كوي او كه د انسان د لاس جوړ شوي قانو په ځان تطبيق كوي نو د انسان عبادت كوي او اسلام راغلي ددي لپاره دي چې انسانان د انسانانو د عبادت څخه وه باسي او د الله عبادت كونكي ئې جوړ كړي.
دا خبره تاسي لوستونكو ته پريدم چې د چا قانون ته غاړه ايږدي چې د الله پاك قانون ته او كه د انسان د لاس جوړ شوي قانون ته او الله پاك شاهد ګرځوم چې ما ددي دواړو فلسفو ترمنځ تاسي ته فرق په ګوته كړي.
[color=green:728966823a]د پاي ټكي:[/color:728966823a]
هغه خلق چې كوشش كوي چې اوبه خړي كې او يا اوبه د بوسو لاندي تيره وي نو لږ پدي قول د الله پاك كي فكر وكړي:
[color=darkblue:728966823a]((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))[/color:728966823a]
[color=blue:728966823a]ژباړه:[/color:728966823a]
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)
كه جاهل وكړي ګناه، شي به معذور=== پوهند عاصي به وي له عذره دوره
نابينا كه شي اړتاو ملامت نه دى ==== كه په غټو ګوري وي خو په زړه كوره
------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-----------------------------------------------------عادل وطنمل
gulghotai
18.09.2004
ډير محترم ورور عادل وطنمل صاحب السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
ښه شوه چي زما خبره دي اخر هم ومنله پدي زه هم پوهيژم چي پردي د چا نه خپليِژي څه ښه يي ويلي دي
خپل هميشه خپل وي پردي كله خپليدي نه شي
وينه چي يووينه وي هيڅكله بيليدي نه شي
بله دا چي خپل خپل وي او پردي پر ډيرو نارو خپل وي خوشحاله اوسۍ
ستاسي خور
غوټۍ
لونګين
19.09.2004
ګل غوټۍ جانې !
تل غوټۍ اوسي، ګل مشي چې شيته نشې سلام عليکم !
ما يواځي ستا نوم ليکلي دى نو دا ګناه را وبخشه او په فوروم کې هر څوک هر چا ته لېکې ما ستا مضمون هيځ ندي کا پي کړي اويوه کلمه هم ستا د مضمو ن ما ندى اخستي. زه ګمان کوم چې فکر دي خراب وو او خوب د سم پوره شوي ندي.
ستا د مو ضع مفهوم او مانا ما څو هفتي مخکى ستا څخه ليکلي دي .کولاي شي چې زما ليکنې وګوري..
(((په پښتنو كى د ښځو د عزت اود انساني کرامت د ساتلو په وياړ او په غيري اسلامي نړۍ کې د ښځود قانونې خرڅولو د مراعات او ددوى څخه د ظلم د ليرى كيدو په هيله)))
په درنښت لونګ
[quote:677d427a3f="gulghotai"]محترم ورورلونګين ته سلام
ډيره لويه غلطي موکړې چې ما دليکنې ځواب تاسې راکړ ځکه چېتاسې مخاطب نه وۍ او زه په تشويش کې شوم چې ايا دا عادل او لونګين بيل دي او که که يوتن په بيل نوم اوياخوموځان په عارفانه تجاهل کې اچولې او دادب له ميدانه ووتې ايا دا چې کله له يوې کړکۍ سرراباسۍ او کله له بله.
ستره ګناه دې دا کړې چې زما ليکنه دې کټ مټ کاپي کړې دڅه لپاره او دچا په اجازه ليکوال همداسې کوي.
بل وايي چې اوسني عصر کې داخبرې داسي شيان کومه معنی نوبيا څه مهم دي په مردارۍ کې خولرګي څه چې تاسی خپل قلم هم وهلو.
لکه څرنګه چې عادل په خپله کې روښانه کړی چې د بديو (منکراتو) مخنيوی پکاردې که نه نوعلم ,سوله،اقتصاد،کلتور به هرڅه له لاسه ورکړی او په هيواد کې د راتلونکي امکاني تحولاتو ومطرح کولواو ناندريو و خت به نلرې او دخلکو دپيغور به شو٠
نووروره احتياط کوه او د بل په ځای ځواب مه ورکوه مثالونه به نه چې خفه نه شې او هم ځما ليکنه د انتقاد لاندې رانشي.
[color=red:677d427a3f](((په پښتنو كى د ښځو د حقونو د مراعات او ددوى څخه د ظلم د ليرى كيدو په هيله))) [/color:677d427a3f]ستاسي خور غوتۍ[/quote:677d427a3f]
Adil watanmal
20.09.2004
غوټي خور له سلام او نيكو هيلو څخه ورسته
خوري له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه او زما عادت دادي چې زه د حق خبري څخه سترګي نه پټوم كه زما ګټه پكې وي او كه تاوان او پدي عقيده يم چې الله پاك انسان عاجزه پيداكړي خطا ترينه كيږي.
--------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
----------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
27.09.2004
ګرانو او د عزت وړ لوستونكو د سلامونو او درناوي څخه ورسته
محترمو په افغان قوم د صلبيانو د جنسي تيريو غوبل لا روان دي او پدي اړوند ستاسي پام وه هغي شرمونكې پيښي ته را اړوم چې د څرګ مجلي په اتمه ګنه او ٢٢ پاڼه كې د (په لوستو ارزي د رباني په كلي) د سرليك لاندي په ګوته كړي شوي دي:
[color=darkblue:852a45c055](((((((((((( ..... دادي د رباني صيب دوستو قواوو د هغه په كلي د بدخشان په مجاهده سيمه كې د آغاخان د خيريه موسسې د كاركوونكو تربڼې په پنځو تنو پيغلو او ميرمنو له هغه وروسته چې په نشه يي توكيو يې بې حسه كړې وې د شلو امريكايانو له خوا پري جنسي تيري وشو....!!!! كه څه هم د هغې سيمي خلكو د خپلو افغاني ولولو كاڼې د آغاخان په سيمه ايزو د فترونو وورول ...........)))))))))))))[/color:852a45c055]
ښاغلي رباني اوس هم په خړو او ټيټو سترګو د صلبيانو ملاتړ كوي.
---------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
--------------------------------------------------------عادل وطنمل