اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حلیم
12.07.2011
سلام
زموږ او تاسو له تبصرو او د اصلی موضوع ترمنځ واټن دا ښیی چی موږ دلته یوازی د ناندریو او ساعت تیریو لپاره راځو، نه مو د علم زده کړه او نه هم ورکړه مطلب ده.
که تاسو خپلی تبصری له سره تر دی ځایه وګوری خپله به درته معلومه شی.
پدی هیله چی خفه نشی :lol: :lol: :lol: :oops:
خیریوسی
12.07.2011
حلیم صاحب سلام ته دې وعلیکم السلام وایم
دمشرانو ومخ ته دې لاس وی
زما په فکر دپر مختګ لارچي یی نیولی هم دغه شخصی ګټی اویو دبل دتعرض څخه دخونداخستلو نتیجه ده .
پکار خو داوه چي مولیان صاحبان دحدیث شریف دفاع وکړی او ډاکتران صاحبان بیا خپل علم په ثبوت ورسوی او نتیجه یی ولوستونکو ته کښیږدی
زموږ کور خو دلته وران دی چي دوطن دابادولو اواووبشر ته د ګټی رسولو پر ځای پر خپل ورور تعرض، نیوکه او بدرد ویلو څخه خواند اخلو که دوه لږ څه فکری اختلاف ولری بیا نو نور وروڼه نوکان ورته جنکوی او خپلی خداوی به پر کوی .
په درنښت
ډاکتر څپاند
12.07.2011
محترم خيريوسې صاحب،
دنني طبابت دې معلوماتو پر بڼسټ مچان د انسان دنورو دښمنانو په شمول،
خاصتا مياشي او ورته موجودات،دې ډول ډول ناروغيو سبب ګرځي٠
زه وايم سره ددې چې ننی طبابت واضحا مطلق ندی،خو دمچ اضرار دې پټولو
وړ ندي٠
شاکری
14.07.2011
اسلام عليکم
که يو مريض ډاکټر ته رجوع وکړي د درملني د پاره ډاکتر ور ووايي چې مالګه مه خوره ، غوړي مه خوره ، ناروغ په پوره باور سره د ډاکټر خبرې قبلوي او په هغه عمل کوي ځکه ناروغ پوهيږي چې مالګه او غوړي که څه هم ظاهراً کټور خواړه دي خو زما د مرض د پاره تاوان رسوي .
همدارنګه مؤمن په الله تعالی او رسالت ايمان لري نو ځکه د قرآن او سنتو په ټولو خبرو باور کوي هغه که ظاهري وي او که باطني .
مګر هغه کسان چې په ماده باور لري هغه بيا وايي څه شی چې په ظاهر کې په سترګو ليدل کيږي هغه د منلو وړ دی او څه شی چې نه ليدل کيږي هغه نه منو .
نو ځکه ماده پرستانو د اسلام په علمي اعجازو باور نه کولو خو وروسته يې چې خپله وڅيړل نو بيا هغه ومنل .
إذا وقع الذباب في إناء أحدكم فليغمسه ( البخاري )
په دې حديث شريف کې عجيب علمي اعجاز نغښتي دي اول دا چې د مچ په يوه وزر کې درد يا جراثيم لرونکې ماده ده او په بل وزر د هغه جراثمو ضد ماده موجوده ده .
دلته د نبوي سنتو اعجاز څرګنديږي چې په داسې زمانه کې د چراثيمو او باکتريا او د انتي باکتريا خبر ورکوي چې هغه وخت د جراثيمو او باکتريا پيږندني وسايل موجود نه وو .
دوهم : په حديث کې دا بيان شوی دي چې مچ لومړی هغه وزر مخکې کوي په کوم کې چې جراثيم دي ، تحقيقاتو دا ثابته کړي ده چې وجه يي دا ده :
د مچ هغه وزر په کوم چې جراثيم او باکترياوي انتقالوي نظر هغه بل ورز ته دروند او وزمين دی نو ځکه لومړی همدا وزر په لوښي کې سقوط کوي .
دريم : په حديث کې د مچ د غوټه کولو حکم په مچ دوستۍ دلالت نه کوي ځکه په اسلام کې د خوړولو د لوښو د سر پټولو حکم شوي دا که فرضاً نا چاپه په لوښي کې پريوځي د هغه په غوټولو کې يو ستر علمي اغجاز موجود دی چې تحقيق کونکو په ثبوت رسولی دی هغه دا چې : د مچ په کوم وزر کې چې د شفا سريښناک ماده ده هغه يواځې په مايع محيط کې آزاديږي .
په دې اړه چې کوم تحقيقات شوی دي لنډ بيان يې په لاندې ډول دی :
استراليايي ډاکتره ميرمن "جوآن کلارک" اولين ډاکتر بلل کيږي چې د ۲۰ قرن په شروع کې يې د حشراتو د خميرې په اړه تحقيقات تر سره کړل ، هغه ددې تحقيقاتو په نتجه کې پوه شوه چې د مچ په خارجی سطح کې زيات شمير پادزهر وجود لري چې د درملني سبب دی .
هغوی د خپلی ادعا د پاره زياتوي :
مچ له ځانه سره يو شمير مضر جراثيم نقلوي او له بلې خوا د هغه جراثيمو ضد مواد هم لري تر څو د هغه په وسيله خپل ژوند ته ادامه ورکړي .
وروسته نور محقيقان هم په دې اړه پلټنې وکړي او ډيره عجيبه دا جې دغه د شفا ماده د ابو په محيط کې آزاديږي .
د توکيو د پوهنتون استاذ پروفسور جان الوارز براوو وايي : نور شيان هم موجود دي چې انسان بايد هغه قبول کړي هغه په مچ کې د شفا موجوديت ، نو دا به ډير ژر په ثبوت ورسيږي چې په مچ کې د ځنو امراضو د شفا ماده شته .
همدارنګه په ۱۹۴۸ کال کې د بريتانيا پوهانو په نوم د بريان ، کورتيس او جيفيرس په ژوندې مچ د باکتريا ضد ماده کشف کړه .
په کال د ۱۹۴۹ کې د انکليزيان کومسي ، فارمر ، سوئيس ژرمن ، روټ او پلانز په نوم پوهانو په دي اړه تحقيقات تر سره کړل او په مچ کې يې انتي باکتريا ماده کشف کړه چې دا ماده د وبا ، خوني اسهال او نورو باکترياوو باندی قوي اثر لري .
د اهل سنت والجاعت يوه سايټ اسلام ټکس په دې اړه د يوه ملحد په ځواب مقاله ليکلی ده . http://www.islamtxt.net/content/article/906
نور تفصيل دلته وګورﺉ
http://www.science4islam.com/index.aspx?lng=e&act=da&id=147
http://www.syriavet.com/vet/showthread.php?t=1573
وزیري
14.07.2011
السلام علیکم:
له شاکری صاحب نه ډیره مننه چی په دی باره کی یی زیار ویستلی دی او له ثبوت سره یی په ټول افغان فورم کی د حیواناتو متخصص (ډاکتر څپاند) ته یوه درنده څپیړه ورکړی او ماغزه یی پری ورخلاص کړی دی.
زما عقیده خو الحمد الله، الله جل جلاله داسی جوړه کړیده چی جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم زهرو ته هم دوا ویلی وای نو په دنیا کی به ټول زهر ترقیامته پوری شفا ګرځیدلی وای.
والسلام
-
14.07.2011
[quote:ccf9594445="وزیري"]چی جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم زهرو ته هم دوا ویلی وای نو په دنیا کی به ټول زهر ترقیامته پوری شفا ګرځیدلی وای. [/quote:ccf9594445]
تا نه ځار شم وزیري صاحب څومره ښکلې خبره مو کړې!!!!
په والله چې کله مې ددي حدیث باره کې د حیواناتو متخصص ډاکټر (څپاند) کمونستي عقیده لیدلي د ټول افغان نه مې زړه تور شوی..
خو تا دومره ښایسته خبره کړې چې که مانه څوک پوښتنه وکړي چې په ټول افغان کې مې د خپل ژوند په موده کې د کومې جملې نه تر ټولو زیات خوند اخیستی؟ زه به بې له درنګه ووایم چې:
[color=blue:ccf9594445]که جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم زهرو ته هم دوا ویلی وای نو په دنیا کی به ټول زهر ترقیامته پوری شفا ګرځیدلی وای. [/color:ccf9594445]
ما ته خو یې ډیر خوند راکړ، او ډیر تاثیر یې راباندې وکړ.
الله مو دې د څپاند د عقیدې څخه وساتي. آمین
عادل عادل
14.07.2011
السلام علیکم
دروند عزتمند او زړونو ته نږدې شاکري ورور ه!
ستاسو څخه یوه نړی مننه کوم چې په خپله ارزښتناکه لیکنه مو د بحث د سرلیک په رڼا کې ګټوره لیکنه وړاندې کړه، خدای ج مو ټول خیرونه په نصیب کړه، آمین.
تاسو په همدې لیکنې سره په اثبات ورسوله چې پښتانه علما د دین په رسولو کې تر هېڅ چا وروسته ندي، له بلې خوا مو د عصري علومو .... ځنو !!!! افغان متخصصینو ته چې د ډاکټری او اوچتو عصري علمي او احیانا !! سیاسي ظرفیتونو او جهاندیده شخصیتونو دعوی هم لري، د دوی د هم مسلکه نامسلمانو او غیرپښتنو ډاکټرانو او متخصصینو د علمي او تجربي څېړنو د بېلګو په راوړلو سره وښوده چې دوی په خپل مسلک، تجربو، مطالعه او تحلیل کې مطلق بېسواده !، بې وقوفه!!! او پاګلان!!!! دي.
زه په تکرار سره ښاغلي پتوال صاحب ته ور په یادوم چې دا یوه خبره ښه ټینګه ومني چې که فرض کړو مونږ ټول افغانان پرمختللي یو، نو بیا ټول قشرونه پر مختللي یو، او که فرض کړو چې وروسته پاته یو نو بیا ټول په وروسته پاته یو، چې د پرمختګ/وروسته پاتېدو ورته یون د هرې ټولنې او ټونیز ژوند تقاضا هم ده چې یا به ټوله پر مخ ځي او یا به ټوله وروسته پاتېژي.
اوس پوښتنه دا ده چې زمونږ په ټولنه کې هغه چې ځانونه مترقي ښیي او په څنګ کې د خپل پلار دین او کلتور ته د یوې ورستې او وروسته پاته پدیدې په سترګه ګوري او تر ټولو بده یې هم دا چې په خپلو اسلافو ملنډې وهي، له کومه ځایه متاثر شول؟
ځواب:-
[color=white:b09b9847e1] د مچ د هغه درانه وزر تر سیوري لاندې راغلي، چې دوهم نوم یې غربي ناولی تمدن دی.[/color:b09b9847e1]
ددې پر ځای چې د نفس او شیطان خواهشات د غربي فرهنګ په ناولي ډنډ کې اشباع او خړوبه کړي، خدای ج ته دې رجوع وکړي او خپل دین/ کلتور ته په عام و تام التزام سره د مچ هغه سپک/غیر مضر وزر ته وروښوییژي چې دوهم نوم یې غربي پرمختللې تکنالوجي ده.
په پای کې د عزتمندو وروڼو هر یو ښاغلي وزیري او کلیوال څخه د زړه له کومي مننه کوم چې زما د زړه خبرو ته یې په خپلو مبارکو لیکنو سره انعکاس ورکړی دی.
الله ج دې مونږ ټول دده د خوښې په فکر او عقیدې سره جوړ، او په عین مسیر کې د خیر خاتمې راته نصیب کړي، آمین
ډاکتر څپاند
15.07.2011
[quote:1d64cee006]حلیمي صاحب تاسو او پتوال صاحب چې احساساتو ته پنا یوسی نو مونږ کشران خو باید پرتوګ وباسو، [/quote:1d64cee006].......
خدای دې نکړي،
[quote:1d64cee006]ظرفیتونو او جهاندیده شخصیتونو دعوی هم لري، د دوی د هم مسلکه نامسلمانو او غیرپښتنو ډاکټرانو او متخصصینو د علمي او تجربي څېړنو د بېلګو په راوړلو سره وښوده چې دوی په خپل مسلک، تجربو، مطالعه او تحلیل کې مطلق بېسواده !، بې وقوفه!!! او پاګلان!!!! دي.[/quote:1d64cee006]
خدای ج دې انصاف ،هدايت او حوصله په نسيب کړه!
ننی کليوال،پخونی وهاج ساپی(وهاج افغان)ليکي:
[quote:1d64cee006]په والله چې کله مې ددي حدیث باره کې د حیواناتو متخصص ډاکټر (څپاند) کمونستي عقیده لیدلي د ټول افغان نه مې زړه تور شوی.. [/quote:1d64cee006]
ګوره کليواله،زه او ته خو کلونه شوه چه دلته سره لګيا يو بحثونه کوو،که زه
دحيوان يا انسان ډاکتر يم،څه توپير لري؟ ځيني انسانما څېري له حيواناتو
هم ذليلي دي،که داسې نده؟
که دې نن کډه کړه،زه کاملا مطمئن يم چې سبا بيا په بل نامه راڅرګندېږي :lol:
ا[quote:1d64cee006]چی جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم زهرو ته هم دوا ویلی وای نو په دنیا کی به ټول زهر ترقیامته پوری شفا ګرځیدلی وای [/quote:1d64cee006]
[color=red:1d64cee006]واقعا ډېره ښايسته او عالمانه نظر،١٠٠ په سلو کی موافق،[/color:1d64cee006]
خو :
١-څه ثبوت شتون لري چې د مچ په هکله دا وينا واقعا د محمد مصطفی ص
حديث دی؟؟
٢-ددې حديث معنی او تفصير؟لکه څنګه چې پتوال صيب هم پرې تبصره کړې!
٣-سره ددې چې ١٤٠٠ کاله دانسان په ژوند کې يوه اوږده موده ده خو د
بشريت په تاريخ کې دڅو شېبو حيثيت لري٠
ستاسو دمعلوماتو په خاطر بايد دبيلګې په توګه عرض کړم چې ٥٠٠٠ کاله پخوا،مصري عالمانو دسرطان ناروغې يوه ناعلاج ناروغئ بللې وه،نن ورځ هم
يو ګڼ شمېر سرطاني ناروغې دعلاج وړ ندي٠
غواړم بيا ځلي،تکرار او مکرر وليکم چې طبابت لا تر اوسه هم خورا روسته
پاته مسلک دی٠کيدی شي يو شمير لوستونکي ،زما دا ادعا دخندا وړ و بولي
اود پرمختللو هيوادو دساينس او تکنالوژئ د پرمختګ موضوع زما د نظر په
مقابل کې کيږدي،خو زه وايم چې هله به خبر شې، چې تارو جبې له ورشې،او
يا داچې:له بازاره زه راغلم او نرخونه ته وائي٠
[color=yellow:1d64cee006]نو دخپلو سترو عقيدتي مطالبو لپاره، دداسې يو نسبتا روسته پاتې "علم"،طبابت،د "کشفياتو"پر بڼسټ، ثبوت پيدا کول،زما په اند يوه
ستره تيروتنه ده٠[/color:1d64cee006]
فرض کې که نن يو بل ساينس پوه،طبيب...راپيداشي
او دمچ په هکله د پخواني تحقيقاتو بطلان ثابت کړي،نو زموږ موقف به څه وي؟
طبي عالمانو د زرګونو کلونو راهيسي،په ښکاره يا ظاهرا دبشر دښمن
موجوداتو په بدن کې، د ګټورو موادو او دارو درمل دموجوديت په هکله ليکنې
او تحقيقات کړي اودا کومه نوې موضوع نده٠
دموجوده نا مکمله "علمي" معلوماتو پر بڼښټ،مچان دخپلو پنجالو،ويښتانو
غايطه او استفراقيه موادو په وسيله،مکروبونه انتقالوي٠
دغه راز ننې "عصري-متمدن" طبابت پدې عقيده دی چې په راتلونکې زمانه
کې به دانتيبوتيک استعمال دتاريخ جز وګرزي٠
په پای کې غواړم وليکم چې که په يوه لاس کې دقران عظيم الشان په پښتو ژبه
ژباړ شوی کتاب او په بل لاس کې په عربي ژبه د کفر دتاريخ کتاب ولرئ
او په يوه کلي کې د بيسوادانو په ډله ور پيښ شئ،ددې خلکو عکسالعمل يا
غبر ګون به څه وي؟
عبد السلام
15.07.2011
یاره دوستانو ، سړی څه ووایي !!!
اول، السلام علیکم !
او بیا زه دې ته حیران یم چې دیوه ناولي مچ په سر بحث نژدې دی مونږ دکفر ټاپو وهلو ته سره ورسوي ، او حتی یو بل سره مباح الدم کړو ! جهالت نو!!!! نور تور وي اوکه سپین ؟؟؟ اوهغه هم د باسواده اشخاصو تر منځه ؟؟؟
دعادل صاحب خبره : خدای دې مونږ ټول جوړ کړي !!!
که زما دابو په ګیلاس کې ناولی مچ ، چې شیبه مخکې به دسپې په غولو بوڼیده، ولویږي څه فکر کوي چې زه به یې دابو څښکلو نه مخکې دا ناولتیا نوره هم په اوبو کې غوټه کړم او بیا به ګیلاس په سر واړوم ؟؟؟؟ ّهڅکله هم نه، او زر ځلی هم نه ، او نه به یو کس هم ، چې لږ عقل لری دا کار وکړي .
هو، که چیرته دا یو ګیلاس اوبه دمځکې پر سر روستی کیلاس وي بیا به ورته بل شانتې فکر وکړم .
رسول الله (ص) داسې هم فرمایلي :
[color=darkblue:2ff01ebf92]إنما أنا بشر ، إذا أمرتكم بشئ من دينكم فخذوا به ، وإذا أمرتكم بشئ من رأيي فإنما أنا بشر [/color:2ff01ebf92].
او په بل ځاي کې داسې فرمايي :[color=blue:2ff01ebf92] أنتم أعلم بأمور دنياكم [/color:2ff01ebf92]
معنی داچې : که مې په دینی امورو مامور کړي پیروي ترې وکړئ ، او که مې له خپل نظره څه در ته وویل [color=green:2ff01ebf92]زه بشر یم[/color:2ff01ebf92] .
ددویم حدیث معنی: تاسو په خپلو دنیوی امورو ښه پوهیږئ .
bazgar
15.07.2011
دحدیث شریف کروالی دعلماوو کار دی ،دبخاری په صریح حدیث کی دویلو ځای نشته،پرطبی اړخ دي ډاکټران خپل نظر ورکړی،
دلته ددومرو تیزو جملو کارولو حق یوهم نلری،اونه دي هرڅوک دلته له خیټی نظر ورکوی،داسلام خونه ده،داسلام ددښمني خونه نه ده
عبد السلام
15.07.2011
بزګر صاحب ! تاسو مه خپه کیږئ زما مطلب تاسو نه یاست ...
-
15.07.2011
یاره عبدالسلامه
نو په دې به ته هم پوهیږې چې هر امر د وجوب لپاره نه وي ډیر اوامر د اباحت لپاره وي
ددې حدیث معنی دا نه ده چې فرضا که چا مچ په لوښي کې غوپه نکړ نو ابدي جهنم یې ځای شو ځکه چې د نبوي امر څخه یې عصیان کړی!! نه!!
دلته ترې مراد اباحت دی، یعنې سړی کولی شي چې مچ په لوښي کې غوپه کړي او بیا یې اوبه وڅښي، او د شرعې او طب له نګاه څخه دې تشویش نه کوي.
شرعا څه چې لا طبّاً هم کوم حرج نلري ځکه چې که مچ هرڅومره په ناولتوبه بوګنیدلی وي مونږ باید د پیغمبر علیه السلام په دې وینا ایمان او عقیده ولرو چې:
[quote:5e7b1bded7]فإن في أحد جناحيه داء وفي الأخرى شفاء [/quote:5e7b1bded7]
[quote:5e7b1bded7]فليغمسه فإنه يقدم السم ويؤخر الشفاء[/quote:5e7b1bded7]
وګوره دلته پیغمبر علیه السلام (داء) او (سم) یاد کړی، په دې کې ټول هغه مکروبونه شاملیدلی شي چې انتقال یې د مچ په واسطه احتمال ولري
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث دا برخه چې:
[quote:5e7b1bded7]وفي الأخرى شفاء[/quote:5e7b1bded7]
[quote:5e7b1bded7]فإنه يقدم السم ويؤخر الشفاء[/quote:5e7b1bded7]
د هر نوع مکروبونو د له منځه تګ لپاره کافي او شافي بولم، ولو که هغه مکروبونه وي کوم چې مچ د ځانه سره د هغه ځایه راوړي چې عبدالسلام پرې شیبه مخکې لیدلی وه.
دلته دا یادونه ضروري بولم چې كه څه هم د مچ د شفاوالا وزر هر هغه مکروبونه وژلی شي کوم چې مچ یې د ځانه سره انتقالوي خو دا بیا د هر انسان د طبیعت او مزاج پورې اړه پیدا کوي چې نوموړې اوبه څښي او که نه؟
د مثال په توګه د سارانۍ سمسارې (ضب) غوښه خوړل روا دي خو زما طبعیت یې نه مني چې ویې خورم نو آیا ماته لازمه ده چې د حدیث په صحت کې شک وکړم؟؟
د نړۍ ځینې هیوادونه هغه ناپاکې او مردارې اوبه چې بحر ته توییږي بحر ته له توییدلو مخکې د ځینو قوي فلترونو په واسطه تصفیه کوي او دومره په دقت تصفیه کیږي چې وايي آن د څښلو اوبو سره فرق نلري،
نو ډیر خلک به کیدای شي ویې څښي ځکه چې د ډاکټرانو او متخصصینو په خوله به باور لري خو زه په داسې حال کې چې په صفاوالي کې یې شک نلرم که د دنیا ټول ډاکټران په یوه خوله ووايي چې پاکې دي، زه یې نه څښم.
نو چې یو بنده دومره کولی شي چې مردارې او چټلې اوبه څښلو ته برابرې کړي آیا محاله ده چې د کایناتو پیداکوونکي د مچ په وزر کې داسې قدرتي فلټر خلق کړي چې د هرډول مکروبونو د وژلو توان ولري؟؟؟؟؟؟؟
زه په دې عقیده یم چې که یو مچ هرڅومره مکروبونه (یا په نبوي اصطلاح: داء، سم) د ځانه سره انتقال هم کړی، په یو وزر کې یې الله تعالی د تصفیې داسې نظام (یا په نبوي اصطلاح: شفاء) خلق کړې چې په یوه غوپه ټول مکروبونه وژلی شي.
هو دا بیا د هر انسان په طبیعت پورې اړه لري چې دا اوبه څښي او که نه؟؟ خو یو مومن ته نه ښايي په پاکوالي کې یې د ذرې هومره شک وکړي.
ډیر شیان دي چې خوړل یې مباح دي لکه د سويي (خرګوش) غوښه، خو زما طبیعت یې نه قبلوي. اما هیڅکله یې په پاکوالي کې شک قدري هم نه کوم ځکه چې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یې خوړل جایز ګرځولي دي.
او عبدالسلامه دا کوم احادیث چې تا راوړي ددې موضوع سره هیڅ ربط نلري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لیکني څخه د ملنډو حصه ړنګه شوه
حلیمي
Kamil
15.07.2011
سلامونه او نېکې چارې
د ځینو په دین پوهو ورونو لیکنو ډیر زیات خفه کړم چی هغوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث پسی دا نوعه خبری کوي نو د کمونست څپاند نه څه ګیله؟
د ټول افغان په ډاکټرۍ که سړی ډاکټر کیږي نو زه هم سر دنن نه ډاکټر کامل شوم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ترخې او مضري جملې ړنګي شوېٖ
حلیمي
Kamil
15.07.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:cc1ffccb96]ترخې او مضري جملې ړنګي شوېٖ
حلیمي[/quote:cc1ffccb96]
یقینا حقیقت تریخ وي.
حلیمی صیب له اول نه دی ددوي پلوي شروع کړی او چی کومه لیکنه په حقیقت مبنی وي نو ړنګه وی یی. آفرین شه او ستا په دی انصاف.
که څوک د څپاند په کمونستۍ کی شک کوي نو لاندی لینک دی اوګوري بیا دی خپله رأیه ورکړي.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6790
-
16.07.2011
[quote:28ceacf56a]د لیکني څخه د ملنډو حصه ړنګه شوه
حلیمي [/quote:28ceacf56a]
عجیبه انصاف دی!!!!
څپاند په نبوي حدیث ملنډې وهي خو هیڅ یې لیکنه نه ړنګيږي خو د سلام خان په حق کې یوه تیزه خبره د ملنډو په پلمه ړنګیږي!!!
زه پوهیږم چې ولې دې هغه متل ړنګ کړی؟؟
ابله ورځنی زړه دې راته ډک دی که مې هغه خبره نه وی درته کړی اوس به مې لیکنه نه ړنګیده. خپل کسات راڅخه اخلې اورې حلیمي صاحب؟ لکه چې سخت مې خشمولی یې. :D
زه به درته ووایم:
موتوا بغیظکم
هوتک
17.07.2011
انصاف چرته دی نن ورځ خلک پرحق باندې سربیره پښه ایږدې؟؟
هغه دصادق خبره چه دفورم بعضې لیکوالان هم هغه دښار دجارو کښو عادت لرې؟؟
طاهر مسافر
17.07.2011
سلامونه
د ډاکتر سیب اول او دوهم لیک می نه وو خوښ سوی چه دریم می ووایو.
له دریم نه داسی معلومیده چه هغه هم ځه دلیل لری.
فرقانی سیب څخه هیله ده چه د البانی او ګلبدین صاحبانو نظر راته پیدا کړی چه ایا دا حدیث تر کومه حده صحیح دی.
څنګه چه زه خبر یم نو د بخاری احادیث صحیح دی. نو په داسی حال کی لکه داکتر سیب چه ویلی دی ساینسی نظرونه بدلیږی رابدلیږی. د یوه وخت بدیهی شاید و نظری علم ته واوړی. تیره ورځ ځمکه اواره وه خو نن بیا نده. نو په داسی حال کی که په یوه غلط نظر د نصوصو تفسیر وشی هغه به د هغه وخت له علم سره برابر وی مګر د حقیقت سره نه. او که په هغه اصرار وسی نو بیا به ښه نه وی.
له پورته نظر سره سره دا هم باید وویل شی چه انکار کول به هم ښه نه وی ځکه که ساینس نن نیمکړی وی نو کیدای سی سبا ښه سی او بیا هغه د نوموړی نص تایید وکړی.
دا د شکاکیتوب خبره نه ده. زمونږ عقیده ده چه هر هغه څه چه یو صحیح نص وایی هغه رښتیا دی. که مونږ نه پری پوهیږو هغه زمونږ د فکر خامی ده.
له دی وروسته که هرڅوک په خپل نظر اصرار کوی هغه د انانیت نه سوا بل څه نه کوی.
وزیري
24.07.2011
ټولو ته سلام بغیر له بی منطقه:
تش په نامه ابو منطقه:
اول خو دا چی نوم دی پوره ایښی خو یوه لګۍ نه لری کنه پوره ابوالحمار یی.
دوهم دا چی ځانته دی پخپله د مچ خطاب کړی نو دا دی هم د حمارتوب نښه ده.
دریم دا چی اوله لیکنه دی ده نو سلام دی په کی نه ده اچولی ستړی مشی دی نه ده کړی نو دا دی هم د حمارتوب نښه ده.
څلورم، خپل لاسلیک دی درباندی شاهدی وایی چی ته پخپله هم پخپله خبره نه پوهیږی.
غصه دی په دی راوسته چی چی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نوم مبارک دی ډیر په بی احترامۍ سره لیکلی.
دا زما لخوانه په ستړی مشی قبول کړه. نور ورونه په حتما اعتراض راباندی وکړی خو زما شخصی ډاکټری بیا دا وایی چی کږه خوله په سوک سمیږی.
والسلام
۰
24.07.2011
السلام علیکم
د ډاکټر څپاند واعوانهم نه ګیله نشته هر څه چي واي دا ددوي نوي خبري ندي پخوا يي د ظاهرکل په ملوکیت کي هم دوۍ ویلي وو چي دا لا کوم منطق دی چي محمد[صلی الله علیه وسلم] واي چي د شپي کوم لوښي کي خوراکي توکي وي نو سريي ورپټوۍ او که سرپوخ نلري نو بیا یوه دړه ورباندي ږدي چي دشپي لخوا افتونه راځي او پکي ولیږي دا هسي بي منطقه خبره ده ساینس يي نه مني نو بیا ورباندي د جلال اباد په ښار کي د نجم المدارس د مدرسي طالبانو ښه مظاهر وکړه او دا کار يي د اسلام سره دښمني وګڼله خو بیا دظاهرشاه عسکر راغلل او وی وهل او تیت پرک يي کړل خو مظاهر کامیاب شوه او بیا روسته نور ځینو ځاینو کي هم خلک وخشمیدل خودظاهر شاه پادشاهي وه کمونستان ازاد او مسلمانان لکه بندیان وو.
خو بیا د ابو جهل [ابو منطق] خو لا نور هم تري ور اخوا دی او فکر کوم چي دا هم هماغه ابوڅپاند دی او بیل نوم اکاونټ يي خلاص کړی او چي ملګری يي پیدا نشو نو ځان يي کاپي کړ ترّڅو خلکو ته دوه معلوم شي.
او وزیري صیب ستاسو غصه په ځاي خو اعتراض موځکه بي ځایه دی چي ددوي نه تاسو د محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم نوم مبارک صحیح ویلو او لیکلو غوښتنه کوی؟!
چي یو سړی کمونست شو نو بیا خو تاسو ته ښه معلومه ده چي نکاح ورسره نه کیږي او ذبیحه يي حرامه ده ، د یهودۍ،او عیسوۍسره نکاح هم رواده [خو راجحه نده] او ذبیحه يي هم حرامه نده خو کمونستانو سره نکاح هم نه کیږي او کوم شی يي چي ذبح کړ نو حرام دی کمونستان دهریان دي دي کي شک نشته او دهریان نو بیا څه حکم لري پدي به تاسو ښه پوهیږی او بیا هغه څوک چي مسلمان وي او بیا دهري شي نو شرعه کي ورته زندیق واي او هغه خو ځان ته حکم لري [ دا ګوری د کفر ټاپه وهل ندی حقیقت دی] پدي ځان پوهول پکار دي ، هریو شی چي جوړیږي نو د جوړیدو شرایط لري خو بیا چي ړنګیږي نو د ړنګیدو علل هم لري.
مثلا اودس پدي جوړیږي چي مخ ومنځي لاسونه تر څنګلو ومینځي او د سر مسح وکړي او پښي تر ښنګرو ومینځي دا يي فرض شو نور يي سنت دي لکه خوله مینځل پوزه او نور شیان يي، خو بیا دا اودس ماتیدل هم لري چي هغه غټي او وړي متیازي کول ،تیزاو پسکۍ، خوب،بي هوشي، وغیره دي.
نو همدا رنګه ایمان پدي جوړیږي چي پوره باور ولري چي ددي مخلوق یو خالق شته او ملایکي شته او دالله جل جلاله پیغامبران صلوات الله علیهم شته اوکتابونه يي رالږلي شته اوورځ د اخرت شته او د خیر وشر اندازه الله ته ورمعلومه ده .
خو دا بیا ماتونکي اعني نواقض هم لري چي یو دهغه جملي نه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارکو خبرو نا باوري ده او ورنه انکار دی او هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري پیسخند وهل او یا يي د اصحابو پوري ګستاخي کول دي دي ته نواقض الایمان واي او سړی ورباندي دایمان نه خلاصیږي.
خو مونږ افغانانو کي دا غټ مصیبت دی چي یو سړي ډاکټري واي نو بیا داسلام نه دومره ناخبره وي چي حتي لمونځ يي هم نه وي یاد اونه يي کوي او ملایان مو هم ډیر دعصري علومو نه ناخبره دي چي دا هم یوه خطرناکه خبره ده .
دمچ په باره کي دکلیوال صیب خبره ډیره په تول پوره ده چي دلته امر لپاره دوجوب ندی بلکي رخصت دی خو که دا رخصت بیا څوک نه مني نو دا په نواقض الایمان کي راځي اوسړی ورباندي دایمان نه خلاصیږي دي ته پوره غور وکړي او بیا هغه څوک چي مسلمان وي ،او چي دهري وي نو بیا خو هسي نه هم ګیله نشته.
نوربیا
م . ق
24.07.2011
[quote:3c85ce261d="ابو منطق"]زه به هم د مچ په څېر په دې بحث کې درودانګم (زما د شفاء والا وزر کښته دی نو تاسې اړتیا نلرئ چې پکې غوپه مې کړئ).
پوښتنه مې دا ده چې مذهب تل ادعا کوي چې کلهم د یو باخبر او باقوت خدای لخوا نازل شوی دی نو بیا ولې دې ته محتاج دی چې خپلې خبرې د انسان د یو نامکمل تحقیق په واسطه په ثبوت د رسولو کوښښ کوي؟[/quote:3c85ce261d]
ابو مچه، واقعا چې مچ یې او عقل دې هم د مچ هومره دی.
مونږ دې ته محتاج نه یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې احادیث مبارکه د انسان په ناقص عقل په ثبوت ورسوو ځکه د هغه صلی الله علیه وسلم هره وینا په ثبوت رسیدلې او دبل هیچا ثبوت ته اړتیا نه لري، دا چې بعضې ورونه ستاسې د پوهولو لپاره د غربی محققینو ثبوتونه وړاندې کوي ددې لپاره چې ستاسې عقل ناقص دی او په خپلو ټولو فکرونو او دلایلو کې د غرب محقیقینو ته محتاج یې او ستاسې د عقل منطق فکر او عقیدې واګې او رکابونه ټول کلهم د هغوي په لاسو کې دي ځکه نو تاسو ته ستاسو د استاذانو په اصطلاح د جدیدو ساینسدانانو حوالې درکوي چې ګورﺉ شاګردي خو کوﺉ خو بیا هم د غربی استاذ د تقلید ادنی لیاقت هم نه لرﺉ.
دا چې تاسو د عقیدوي او روحانی نعمت څخه محروم یې نو ځکه د مچ دواړه وزره الله پاک تاسو ته جراثیم او مکروب ګرځولي، دغه حدیث مبارک د مسلمانانو لپاره راغلی او الله پاک دغه امتیاز او برکت صرف د مسلمانانو د پاکې او پخې عقیدې په سبب نصیب کړی دی.
مطلب د خبرې دا دی چې کوم کس پدې حدیث عقیده نه لري د ایمانیاتو او روحانیاتو څخه خالي وي نو مچ د هغه لپاره مکمل ضرر دی او دا د هغوي د شیطانی عقیدې جزا ده، خو د یو مسلمان لپاره مچ خو لاڅه کوې د یو مار، لړم او ښامار زهر هم د الله په عظیم کلام او د مسلمان په کلکې عقیدې سره خنثی کیږي، که د مسلمان عقیده په خپل رب او خالق مضبوطه وي نو د مچ جراثیم به په هماغه لمحه کې په یو کن فیکون سره په شهدو او ګبینو بدل شي.
سبحان الله والله علی کل شی قدیر.
داچې وایې طب ساینس نه دی دادې بل حماقت او مچتوب دی، د قدیم طب زیاتره مفیدې او مجربې نسخې اوس هم په جدید طب کې په نوي شکل استعمالیږي. مرکبات او عناصر اکثره هماغه دي، د البیرونی او ابن سینا کتابونه د اولسمې ۱۷ پیړۍ پورې د اروپا په پوهنتونونو کې درس کیدل، د البیرونی القانون فی الطب کتاب وګوره چې غربی محققین یې اوس هم د اساسي اصولو او مبانیو لپاره استعمالوي.
ستا د همدې غرب یو عیسایې د قدیم طب په زمانه کې یو صحابی یا تابعی ته وویل چې ستاسو نبي صلی الله علیه وسلم خو تاسو ته د طب په برخه کې هیڅ هم نه دي فرمایلي، صحابی رضی الله تعالی عنه ورته وویل چې زمونږ د نبي صلی الله علیه وسلم صرف دغه دوه الفاظ ستا د قناعت لپاره کافي دی چې فرمایلي یې دي المعدة رآس الامراض یعنې معده سر د مرضونو دی عیسایی حیران شو ویی ویل والله ماترک نبیکم لجالینوس طبا یعنې قسم په الله ستاسو رسول صلی الله علیه وسلم خو جالینوس ته بیخې طب نه دی پریښې په دغه یوه جامعة الکلم کې ټول طب راجمع شوی دی.
خه زه د تانه اوس یوه پوښتنه کوم چې ته وایې زه کمیونست نه یم نو بیا خو به د کایناتو په خالق عقیده لرې او کنه ددې څخه هم محروم یې؟
که عقیده پرې لرې نو هغه خالق چې دومره کاینات، مرکبات عناصر، جامدات حیوانات نباتات اشجار طیور سیندونه ستوري سیارې او داسې نور بې شمیره مخلوقات چې انسان یې د ادراک څخه عاجز دی پیدا کولي شي، په یوه مچۍ(د شهدو غومبسه) کې هم زهر او هم شهد دواړه یوځای پیدا کولي شي آیا نشي کولی چې د مچ په یو وزر کې شفا او په بل کې ضرر پیدا کړي؟
همدا ستا عقل او منطق دی؟
او کچیرته په خالق او رب عقیده نه لرې نو بیا درته د مناظرې دعوت درکوم ترڅو ثابته شي چې ته د هماغه رب یو ناقص قاصر او کم عقل مخلوق یې او کنه، ترڅو ثابته شي چې ستا او د نورو حیواناتو چې هم ستا غوندې دماغ لري څنګه هغوي بې عقله بې شعوره او ته عقلمند او باشعوره شوې.
اوس به وګورو چې څوک بلادلیله او بې منطقه اپلتې په نورو تحمیلوي.
-
24.07.2011
[quote:42d6da0df2]مخکې له دې چې زما خبره ومنې لږ د خپل عقل نه هم کار واخله[/quote:42d6da0df2]
:lol:
ډیر صحیح خبره دې کړې مونږ هم همداسې کوو :lol:
ابو منطق زیاتوي:
[quote:42d6da0df2]اسلامستان بیا یوه ګوته ورتېر دي ځکه هر هغه څه چې څوارلس پېړۍ مخکې د عربو په قبایلي او له جهالتونو ډکه ټولنه کې تېر شوي دوی یې اوس په ځان تحمیلوي او په نورو هم.[/quote:42d6da0df2]
ډیره چټي خبره!!!!
ډیره د افسوس خبره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدایات او ارشادات د عربو دودونه او رواجونه ګڼل کیږي (الحمد لله علی نعمة الاسلام).
ددې مطلب دا دی چې د پیغمبر علیه السلام نبوي رسالت هم د عربو د جاهلیته مصئون نه دی پاتې شوی؟!! (انا لله وانا الیه راجعون).
د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم خو راغلی د عربو د جهالتونو د له منځه وړلو لپاره وه، [color=blue:42d6da0df2]او د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په ګرده عربي ټولنه (بلکې په ټوله نړۍ) کې یوازینی شخص وه چې د عربو د جاهلیتونو او د هغوی د ناروا دودونو د اغیز څخه خوندي پاتې شوی وه[/color:42d6da0df2]. دا ستا په جهالت دلالت کوي چې حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د جاهلیت په نارواوو کې ککړ بولې.
د عربو د جاهلیت د دور عادتونه څه شی وه؟؟؟
په عرب جاهلي دور کې لوڼې یا ژوندۍ په ځمکه ننویستل کیدې او یا په ذلت او رسوایۍ کې ساتل کیدې، شراب څښل، قمار، د ښځې سره اجتماعي جماع کول، د فقر له ډاره اولادونه وژل، ښځه بربنډه او بې حجابه ګرځیدل، زنا، لواطت، غلا، نیشنلیستی او ......
خو آیا الله جل جلاله د خپل همدې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاس جاهل عربان ددې جهالته راونه ویستل؟؟؟؟!!!!!!!!!
او بیا بالفرض والتقدیر، که ددې مبارک حدیث ریښې د عربو جاهلیت دور ته وروګرځي آیا دا ضرور وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې د عربو د هر شي مخالفت کړی وی؟؟؟
که ته وایې چې هو، نو دا به دې جهالت لا په ثبوت ورسوي.
سره له دې چې په عربو کې جهالت اوج ته رسیدلی وه ځینې ښه صفات یې هم درلودل او د پیغمبر علیه السلام د بعثت څخه وروسته اسلام یې ښه صفات وستایل او د بدو صفاتو څخه یې منع کړو. هغه غوره صفات چې په عربو کې موجود وه او اسلام یې هم مخالفت نه دی کړی په لاندې ډول دي:
۱-صدق او رښتینولي.
۲-د میلمه اکرام.
نو څرنګه چې دا ښه صفت دی نو پیغمبر علیه السلام یې هم مخالفت ونکړ او ویې فرمایل: (من کان یؤمن بالله والیوم الآخر فلیکرم ضیفه)
۳-په ژمنه وفا کول:
(والموفون بعهدهم اذا عاهدوا...) الایة
۴-پناه غوښتونکي ته پناه ورکول:
(اجرنا من اجرت یا آم هانئ) الحدیث
او مسلمانانو ابو العاص بن الربیع ته پناه ورکړه که څه هم مشرک وه.
۵-صبر او زغم:
(اصبروا وصابروا ورابطوا) الایة
(من صبر ظفر) الحدیث
۶-شجاعت، میړانه، زړورتیا.
۷-د اشهر الحرم احترام او درناوی.
۸-د میندو او لوڼو سره د نکاح حرمت.
۹-د جنابت څخه وروسته غسل کول.
۱۰-مضمضه او استنشاق کول.
۱۱-مسواک، استنجا، د نوکانو اخیستل
۱۲-د ماشومانو ختنه (سنت)
۱۳-د غله لاس پرې کول
۱۴-حج او عمره
نو منطق؟ صاحب اول خو زه په دې عقیده نه یم چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دې دا حدیث د پخوانیو عربانو څخه اوریدلی وي بیا که وي هم، په مونږ یې څه چې د عربو څخه راغلی او د که د عجمو څخه ماته دا مهمه ده چې د اسلام د پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د مبارکې خولې څخه نقل شوی دی او محمد صلی الله علیه وسلم هیڅکله داسې څه نه وايي چې په هغو کې د جاهلیت آثار لیدل کیږي.
د اوس لپاره همدومره، خو بل وار چې راځم دا درته په ثبوت رسوم چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه، بلکې ته (ابومنطق) په یوویشتمه پیړۍ کې د عربو په جاهلیتونو کې تر غوږو پورې ډوب یې، او د جلا-جلا جهل مثال به دې درکړم. لکه د لورګانو حقارت، د ښځو بې حجابي، شراب، د فقر له ډاره د اولاد وژل، او داسې نور...
-
24.07.2011
ابو منطق یې که ابو.... ما چې دا پورتنی جواب لیکه ستا وروستنۍ لیکنه مې نه وه لیدلې.
اوس چې مې ولیده نو زه اول غواړم پوه شم چې آیا ته په کوم دین یې؟؟؟ آیا په الله ایمان لرې او په دې ایمان لرې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول او پیغمبر دی؟؟؟؟
ددې پوښتنو د جواب نه وروسته به بیا زه پوه شم چې تاته څه رقم جواب درکړم..
که په الله جل جلاله او د هغه په پیغمبر صلی الله علیه وسلم ایمان لرې نو بیا همدا پورتنی جواب مې پرځای دی او بل ځل یې نور هم درواضحه کوم، خو که په الله جل جلاله ایمان نه لرې او محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ نه منې (والعیاذبالله) نو بیا زما، قرآني، مومندافغان او نورو دمناقشې پورتني اسلوب هیڅ ګټه نلري او باید تغیر ورکړو.
ستا دجواب په انتظار....
رښتینی
24.07.2011
کلیوال صاحب له دې خلکو سره دلایل ګټه نه لرې
ګومان کوم ابومنطق صاحب هماغه کوشان دی او
داځل لکه چې په رسمي توګه رابلل شوی دی
عادل عادل
24.07.2011
السلام علیکم
حلیمي صاحب لکه چې په مګس کُش پسې ورک یې، .... زر کوه د خدای جوړه چې غټ توربَخَوَن مچ راغلی، ........ که یې مړ نکړې نو په ګوتو کې به یې درته ومروړو.... او ستا په قبا به یې درته ومښو چې دلته ځوړنده خو خالي ده.
وصيل پېروز
24.07.2011
سلامونه
ابو منطق ؟ صاحب ستا له ليکنو ښکاري چي په بشپړ ډول اسلامي عقيدې ته ژمن نه ياست بلکي غواړئ په خپلو ورستو ليکنو د اسلام سپېڅلې عقيده بد بويه کړئ ، موږ ستا تر ليکنو وړاندي له تا دا پوښتو چي ايا اسلام د يو الهي دين په توګه منې که نه؟.
ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو پيغمبر او الهي استازې په توګه منې که نه؟.
هر وخت چي دي دې پوښتنو ته ځوابونه وويل له هغه وروسته به له تاسره پر ټاکل شوې موضوع ږغېږو.
او دا لاسليک دي ښيي چي د يو چا له پلوه ښه ډک شوی یې او غواړي چي دبل په لمسون له اصولي اوفني معیارونو پرته درسول الله صلی الله علیه وسلم پر هدایاتو نیوکې او اعتراضونه وکړئ !