د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طاهر مسافر
10.07.2011

قرانی سیب
السلام علی من التبع الهدی، و ما علینا الی البلاغ.
تا باید پښتلی وای چه زه ولی غوصه وم. زما د طالب او اخوانی اتحاد ته زړه و نه د هغوی جنګ او اختلاف.
زه نه اخوانی یم نه طالب. زه بادرده مسلمان یم. کیدای سی که دواړه راسی نو د کرزیانو په څیر به ځان در څخه نیا کوم. ما ته پخوانی ګلبدینیان د تعصب او خودپسندی او تنګنظری په دنیا کی د مارکسستانو سره یو ښکاریدل. ما ویل اوس به هغسی نوی خو ته دی ژوندی اوسی هغه دی هغه راز دی هم راته ووایو. تاته چه د مخالف مرګ دومره ارزانه ده نو د رښتیا اخوانیانو رنګ مه بده وه. د پیر او مجددی نیکونه له اخوانیانو جګ و خو دا چی دا دواړه څه کوی نو د هغوی د پلورونو په ښه به د قبر له عذابه نسی خلاسیدای. هغه د نوح علیه السلام زوی در په یاد کړه. که دا ستا لیاری د اخوانیانو وی نو لا به می پسی خواشینی کړی. خو زه دا دعا کوم چه خدایه مسلمان سره یو کړی که نه نو مسلمان به نور هم دوه سوه کاله د ذمیانو په ډول کفر ته یا جزیه ورکوی او یا به وژل کیږی.
دا معلومیږی چه زما په خبره دی سر نه وی خلاص سوی. زما مطلب دا و چه امریکایان صرف په خپلو خواشینی کیږی. دا چه ته تنها د سرحدی خلکو په مرګ خپه یی او د نورو نه خاص هغه جه کفر یی وژنی (له دی نه سوا ستا په لیکنه کی د څه څرک نه لګیده) نو یوه بی انصافی ده. بیا خاص چه ځان ته قرانی هم وایی.
قرانی سیب
خدای (ج) دی هم ماته او هم تاته هدایت وکړی. زه خو دا دعا کوم چه هغه ذات (ج) مو دی د خودپسندی له جاله و باسی. تا کله هم دا فکر کړی چه ته به غلط یی. تر کومه چه زه خبر یم نو دا ستا خبری هسی بی ځایه ادعا ګانی دی. زما په منطقه کی خو ټول ګلبدینیان چه ما پیژندل د کرزی او امریکایانو په خدمت کی دی. هلته هم امریکایان او د کرزی خادمان وژل کیږی.
دا دعلم څښتن خو باید ځان د علماو له هغی فتوا نه خبر کړیوای کومه چه د چنکیزیانو په وړاندی سوی وه. د قرضاوی فتوا ته لیږ وګوره. تاته د احادیثو یو اصل معلوم دی چه وایی کوم چه یوی ټولګی ته منسوب وی د هغه روایت د هغه حدیث چه دده د ټولګی تایید کوی د عمل وړ ندی. نو ته دومره متعصب حزبی یی نو ستا قول به څوک و منی.
مونږ د مسلمان په هکله د حسن نظر په اصل عمل کوو.
حدیث دی: انما الاعمال بالنیات. که یو ځوان د اسلام د ګټلو لپاره ځان فدا کوی خو بیا اشتباه ترینه کیږی نو د پورتنی حدیث په مقتض ور ته د خدای (ج) عفو غواړو. دا به د انصاف لیار وی. ژوندو ته به د ښی لیاری توصیه کول ښه وی کنه للمجتهد اجران به دی اوریدلی وی. دا اصل مونږ له تنګنظری نه را ګرځوی. خو که چیری همداسی ورته ویل سوی وی چه ولاړ سه عادی خلک مړه کړه او هغه یی و منی نو بیا نه د امر نه د مامور څخه دفاع کولی سو ځکه چه لا طاعة للمخلوق فی معصیة الخالق. او دا که دیوه غیر مغرض له لوری ثابته شی نو بیا به هغوی ته به په رښتیا ګمراه ووایو. البته ستا خبره نه. ته مدعی یی.
ستا علم یی ډیر، خو چه د یوه کلیوال په توګه نه د خولی عفت ساتی نه د علم نه د جهاد او د یوه متکبر په څیر ټول در ته بیعقله او کافر (دا په دی لیکم چه زما مرګ دی روا کړی او په اسلام کی تنها د کافر مرګ روا دی) ښکاری نو د یوه رښتونی عالم نوم بدوی. د توبه نصوحا درته توصیه کوم.
اللهم اني بلغت. وما علي الرسول الا البلاغ


م . ق
11.07.2011

السلام علیکم یا اهل القبور،
اهل القبور مې درته پدې وویل چې د هغوي غوندې نه د چا غږ اورﺉ او نه درباندې اثرکوي.
آفرین، په خپلو څو بې ربطه جملو لیکلو سره دې نهایې هڅه کړې ده چې خپل علمیت په کې ښکاره کړې خو اصلي ځواب او معقولو دلایلو نه بیا هم عاجز پاتې شوی یې، ټوله اتکاء دې په یوڅو بې ربطه دلایلو کړې ده.
ښاغلیه پدې باید ځان پوه کړې چې زما اصلي اعتراض څه دی، زه حزبي نه یم البته د اخوان المسلمین د منهج کلک تاید کوم او ورڅخه متاثر یم.
ولې د تالي بانو به نسبت حزب ته ترجیح او اولویت ورکوم دا ځکه چې حزب سیاسي شعور، بصیرت او علمیت لري او مستقیما خارجې یرغلګر به نښه کوي او تالي بان یوڅو د منطق اخوندان دي چې یواځې په صوفیزم خبر دي او نور په دنیا وما فیها نه دي خبر ځکه نو په اسانه د هرچا د استفادې او استعمال وړ دي، همدا وجه ده چې یهودیان او صلیبیان نه وژني.
د انجنیر ګلبدین حکمتیارصیب شخصیت چې هرڅنګه وي مونږ د یوشخص د وجې نه ټوله عقیده او مفکوره نه شو مردودولاﺉ، بیاهم انجنیر صاحب د ډیرو نورو ړندو او کاڼو څخه زر ځله ښه دی، د قرآن مجید عظیم الشان تفسیر یې لیکلی دی او د جامع بخاري جامعه او مانعه شرحه حکمة الباري یې لیکلې چې په تاریخ کې سارې نه لري.
همدارنګه یې د بایبل او قرآن په هکله نور علمي کتابونه درواخله، د اخوانیزم مفکوره یې ترټولو غټه د ستاینې وړ خبره ده ځکه دا نور لډوان خو نه مفکوره لري او نه شعور.
په نړیوال سیاست کې د یوخپلواک او ازاد دریځ څښتن دی، د مسلمانانو ګټې پیژنې او د یهودو په شومو موخو او چالونو پوهیږي او هغې څخه پردې پورته کوي.
ددې نورو غوندې لوده نه دې چې څوک ېې هررنګه لوبوي په ځان نه پوهیږي.
ترټولو زیاته مهمه او ارزښتناکه خبره دا چې د افغاني سیاست په اړه روښانه ښکاره او خپلواک دریځ لري، چې په صفا نیت اخلاص افغانیت او اسلام دواړو ته په وفادارۍ بنا دی، د ولسي وګړو د وژنې په ښکاره کلک مخالف دی او مخه یې نیسې، د افغانانو سره محبت لري او دهغوي وینې او ژوند ورته اهمیت لري، یواځې د خارجي یرغلګرو په وژنه تمرکز کوي او په عمل کې یې هم دا ثابته کړې ده.
د ملي تاسیساتو او زیربنا خاصه پاملرنه کوي، د ترقۍ، سوکالۍ تعلیم او پوهې په وړاندې خنډ نه جوړوي،
د افغانیت او اسلامیت د اساساتو کلکه دفاع کوي، لکه د ښځو په چادریو کې د ځانمرګو غندنه یې وکړه، د ترکمنستان د پروژې کلک حمایت یې وکړو.
د ساختماني کمپنۍ د مزدورکارو بې ګناه مسلمانانو وژنه یې وغندله.
خو تالي بان ددې ټولو خبرو برعکس دي، یعنې ټول هغه ناوړه کارونه پکې راجمع شوي دي چې د هیڅ حقیقي مسلمان او افغان وجدان یې نه مني.
ځکه خو دا لس کاله وشو چې ددوي تش په نوم مقاومت هیڅ نتیجه نه ورکوي.
تالي بان د امریکایانو ساتنه کوي او ولسي بې ګناه خلک وژني.
دوي د یهودو د لاس آله کار او حربې دي، چې غواړي مسلمانان ددې لاري نه په غیر مستقیم ډول محکوم کړي، خو پدې ستاسو سر نه خلاصیږي چې څنګه ددې لارې مسلمانان محکومیږي، پدې باندې ستاسو پوهول زما د وس نه وتلې خبره ده ځکه ستاسو په ذهنیت کې نور اوړه اغږل شوې دي.
خو دومره پوه شه چې د تالي بانو لکۍ پاکستان ته رسي، د پاکستان لکۍ امریکا ته رسي او د امریکا لکۍ د یهودو په لاس کې ده، دسیمې ټول پلانونه او جنګونه د یهودو له خوا نه جوړیږي، طرح د هغوﺉ ده، وسلې د هغوﺉ دي، ابتکار د هغوي دی، شازش او منصوبې د هغوي دي، پاکستان یو لاس تړلې غلام دی د هغوﺉ د جنرالانو د اسلامي اخوت او خلافت په خبرو مه غولیږﺉ، دا ټوله مکاري او فریب دی.
تالپاره همدومره بس دی چې ځان سره پدې سوچ وکړې چې ولې مونږ امریکایان او انګلیسان نه وژنو خو کله چې امریکایان او انګلیسان تیر شي نو په افغاني ځواکونو حملې شروع کړو، دا ذهنیت مونږ ته چا راکړی دی؟ د کوم ځاﺉ نه یې منبع اغیستې ده؟
که همدا سلسله په هوښیارۍ او زیرکتیا سره تعقیب کړې نو پوه به شې چې د پړي (رسۍ) سر چیرته رسي.
دا خبره سمه ده چې د امریکایانو معاونین وژل روا دي خو کله مونږ د ځان سره دا سوچ کړې دی چې زمونږ اصلي دښمنان څوک دي، د معاونینو وژل ډیر ارجح او اهم دي که د اصلي یهودیانو او صلیبیانو وژل؟
مونږ ولې اصلي دښمن پریږدو او معاونین یې وژنو حالانکه نتیجه یې هم هیڅ ده.
د سروری صاحب خبره چې:
دوي چې وایې د ملا تیریې ماتوو
نو ولې روغ یې پدا سر نه ولي

نو خبره واضحه ده چې د اسلام او جهاد غوښتنې او ستاسې کړنې ډیر فرق لري، ځکه نو خلک درنه نفرت لري، او تاسو د یهودو د چالونو او جالونو یوه کړۍ بولي، او وقایع هم دا په اثبات رسوي.
دا چې نن د صیحیح مجاهدینو صحیح تفکیک نه شي کیدلاﺉ، جهاد یو ډول مضطرب شوي دی وجه یې دا ده چې منافقت، چالونه او جالونه ډیر پراخ دقیق او پلان شوي دي.
د مجاهدینو په صف او لباس کې شعوري او غیر شعوري منافقین ننوتلي دي او ځان باندې یې د مجاهد لیبل وهلی دی او یا ورته دغه لیبل د بادار له خوا نه په انعامي توګه ورکړل شوي دی.

د چنګیزیانو یا د صلیبیانو سره دجهاد په زمانه کې د مسلمانانو په نښه کول تاسو ته جواز نه درکوي او نه درته دلیل جوړیږي ځکه چې په هغې جهاد کې کفار د مسلمانانو ترشا پټ وو ځکه نو مخه صفا کول ضروري وو او د مخې صفا کیدو نه وروسته د کفارو د وژلو وار وو.
خو پدې جهاد کې سره ددې نه چې مخه صفا ده تاسو کفار پریږدﺉ او شاته راروان مسلمانان په نښه کوﺉ.
دوه ورځې مخکې د لوګر په تنګې کې همدغسې واقعه وشوه چې کله د امریکایانو ټانکونه او ګاډي تیر شول ورپسې څو کانټینرې راروانې وي، تاسو په لوي لاس امریکایان پریښودل او په تشو کانټینرو مو برید وکړو.
زه دا نه وایم چې کانټینرې به مو نه ویشتلې خو اول به مو دا صلیبیان او یهودیان وژلې وو او بیا به مو کانټینرې،
خو سره د افغانانو د اصرار تاسو ددې کار څخه احتراز کوﺉ نو ثابته خبره ده چې ترشا یې کومه پټه معامله وجود لري.
الله دې درته سیاسي شعور، بصیرت پوهه ادراک او درایت نصیب کړي چې مظلوم ولس مو له شر څخه خلاص شي او خپل اصلي دښمن ته متوجه شئ.
هیله چې زما په اصلي اعتراض به پوه شوې وې او د حقیقت د ادراک کوشش به وکړې او کنه نو د هغه ایت مصداق به وګرځې چې فرمایي: واضله الله علی علم.
الله دې د ضال او مضلې ډلګۍ څخه جلا خپلواک او مستقل کړه.


عادل عادل
11.07.2011

السلام علیکم

محترم طاهر مسافر وروره

تاسو د یوه شخص په بې مسوولیته چرندیاتو باندې هیڅ ډلې او تنظیم ته د شک په سترګه مه ګوری، ځکه چې د طرف ماموریت او هدف احتمالا همدا دی چې تاسو د مطلوبو ډلو او تنظیمونو په اړه شکمن او متنفر کړي.

د پي-آر-ټي خدای جتي مامور د هیڅ ملي اسلامي او سیاسي افغاني تنظیم او مکتب نمایندګي نشي کولای.


م . ق
11.07.2011

العیاذ باالله

والله المستعان علی ما تصفون

سبحانک هذا بهتان عظیم

الم تر الی الذین یزکون انفسهم بل الله یزکی من یشاء

بل بدا لهم ما کانوا یخفون من قبل ولو ردوا لعادو لما نهو عنه وانهم لکاذبون

ومن یکسب خطیئة او اثما ثم یرم به بریئا فقد احتمل بهتانا واثما مبینا

واولئك جعلنا لكم عليهم سلطانا مبينا

قد وقع عليكم من ربكم رجس وغضب اتجادلونني في اسماء سميتموها انتم واباؤكم مانزل الله بها من سلطان فانتظروا اني معكم من المنتظرين

ان نحن الا بشر مثلكم ولكن الله يمن علی من يشاء من عباده وماكان لنا ان ناتيكم بسلطان الا باذن الله وعلی الله فليتوكل المؤمنون


م . ق
11.07.2011

قد بدت البغضاء من افواههم وما تخفی صدورهم اکبر قد بینا لکم الایات ان کنتم تعقلون.
ها انتم اولاء تحبونهم ولایحبونکم وتومنون باالکتاب کله واذا لقوکم قالو امنا واذا خلوا عضوا علیکم الانامل من الغیظ قل موتوا بغیظکم [size=24:b760b96a28]ان الله علیم بذات الصدور.[/size:b760b96a28]

واذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما.


طاهر مسافر
12.07.2011

عادل عادل سیب او فرقانی سیب السلام علیکم
اول عادل سیب: ستاسو له حوصله افزایی ډیره مننه. لوی او توانا څښتن ته شکرګزار یم چه د فرقانی سیب له دل ازاری سره سره می وکړای سوای تر یوی اندازی په خپلو حواسو کابو راوړم او څه نا څه لیږ معقول ځواب ورکړم. خو دا چه لا دی پری قانع نه دی نو دا به زما کمزوری وی.
فرقانی سیب
خوښه دی ده چه په یوه او یا دوه موضوعګانو په یوه وخت کی مباحثه (نه مناظره) وکړو؟ هیله ده دا د ابن حزم او د هغه د پلویانو نهج نه بلکه د نخبه فقهاوو، اصولیونو او کلامیانو غوندی و موضوع ته متوجه او له هغه علاوه نوره دل ازاری و نکړی. په همدی ډول به ګوندی هم اسلام او هم افغانستان ته یو کوچنی خدمت وکړو.
د نن لپاره می دا ستا څو فقری یا پراګرافونه انتخاب کړی نور نور به بیا درته وایم کله چه د دی له موضوعګانو نه دواړه فارغ سو.
[quote:9935f1917e="غورځنګي قرآني"]السلام علیکم یا اهل القبور،
اهل القبور مې درته پدې وویل چې د هغوي غوندې نه د چا غږ اورﺉ او نه درباندې اثرکوي.
آفرین، په خپلو څو بې ربطه جملو لیکلو سره دې نهایې هڅه کړې ده چې خپل علمیت په کې ښکاره کړې خو اصلي ځواب او معقولو دلایلو نه بیا هم عاجز پاتې شوی یې، ټوله اتکاء دې په یوڅو بې ربطه دلایلو کړې ده.
ښاغلیه پدې باید ځان پوه کړې چې زما اصلي اعتراض څه دی، زه حزبي نه یم البته د اخوان المسلمین د منهج کلک تاید کوم او ورڅخه متاثر یم.
ولې د تالي بانو به نسبت حزب ته ترجیح او اولویت ورکوم دا ځکه چې حزب سیاسي شعور، بصیرت او علمیت لري او مستقیما خارجې یرغلګر به نښه کوي او تالي بان یوڅو د منطق اخوندان دي چې یواځې په صوفیزم خبر دي او نور په دنیا وما فیها نه دي خبر ځکه نو په اسانه د هرچا د استفادې او استعمال وړ دي، همدا وجه ده چې یهودیان او صلیبیان نه وژني.
[/quote:9935f1917e]
اهل القبور: دا د ابن حزم (رح) سبک دی چه نه می خوږی په هغه بحث وکړم او یا نور جواب درکړم.
د آفرین فقره یا پراګراف:
ښه ده د خپلی اولنی دعوی په خلاف خو دی دا منلی زما ځینی جملی له علم سره څه ربط لری. نو خدای (ج) دی وکړی چه هغه خپله د کفر فتوا چه دی په ما را ویستلی وه هغه بیرته درواخلی. هیله ده هغه سوء ظن دی چه په ما او طلباوو کړی وو بدل کړی. ان بعض الظن اثم. په دی ربط هیله ده چه ماته د محترم عادل سیب دلاسایی دا احساس در کړی وی چه ستا لیکنی څه افاده کوی. دا چه بیا دی په قرانی ایتنو د هغه جواب لیکلی هغه عینا له هغه حالت نه حکایت کوی کوم چه تاسو په ما او طالبانو لورولی وو.
ښاغلیه فرقانی سیب. زما خطابیی ټولی ستا و بهتان او یا سوء ظن ته چه په طالبانو دی ویلی وه راجع دی.  زما خبری ستا د حزبیانو په دفاع باندی دی. زما بحث له تا سره د هغوی دواړو په مینځ کی د تفرقی په احساس ورکولو دی، چه پدی ترڅ کی دی زه هم و خپل معیار ته په زور درکش کړم چه کیدای سی د ځینی صادق په خدای مین حزبیانو په حق می تجاوز کړی وی. ددی په رڼا کی چه می کوم اصول ویلی دی هغه د مسلمانو د اختلاف په هکله د ادب اصول دی. هغه د یوه دریمګړیتوب اصول دی. دا په دی معنی چه د دوو مسلمانو نظر باید ولیدل سی. و کتل سی چه هغه کوم شرعی دلیل ته منسوب شوی او که نه. د هغوی دلیل باید و څیړل سی. که صحیح وی نو فبها و نعمة و الا باید هغه معذور و بلل سی ځکه چه مجتهد او مفیتی نبی نه دی او ضرور به کله خطا کیږی او له خطا سره به بیا هم اجر ګټی. نو که دا اصل ومنو نو بیا خو د طالبانو او ستاسو نظر هم داسی وبلل سی. صرف د طالبانو په خلاف یوه عمومی فتوی لګول به تعسف او تعصب وی او هغه اصل که یی نه منی نو بیا خو الی الله المشتکی ځکه دا اختلاف به تر یوم الاخر دوام ولری او اسلام که ورک نه سی نو ضعیفه به حتما پاتی سی.
المطلب، زه د یوه د ښوالی او د بل د بدی په ثبوت پسی نه یم راغلی نو ځکه می د سوالونو جوابونه پریښی و. زه له دواړو سره په څه توافق او په څه اختلاف نظر لرم. د خپل اختلاف ګټلو لپاره هم نه یم راغلی ځک دا یی وخت نه دی. هغه چه دواړه سره یوځای کړی او د بیدینو دتبلیغاتو په مقابل کی یی پلوی وکړم هغه زما مقصد دی. هر هغه څوک چه اختلاف ته، کوم چه اسلام ته او د هغه د حاکمیت لپاره خنډ لویږی، لیار جوړوی د هغو خنډ سم. ستا ځوابونه می په دی ردیف کی نیولی څکه هغه د اعلای کلمة الله لپاره خنډ بولم. زه فکر نه کوم چه سالم فکر به په دی حالاتو کی د اختلاف طرفداری وکړی.
دا چه چوک ښه دی او چوک بد دی د هغه سپیناوی باید په اوسنی عمل او نه د هغه په تاریخ وسی. شیعه ګان خو لا د اسلام له اوله تاریخ لری. زما په نظر هغه ښه دی چه د اتحاد طرفدار وی نه د جبهی ماتونکی. اختلاف د مرچی پریښول او له جنګ نه تښتیدل بولم. هغه د بدر پیروزی او د احد ناکامی در په یاد کړه.
د ښاغلیه فقره:
که حزبی نه یی او بیا هم د هغوی لپاره داسی جدل کوی چه د یوه متعصب حزبی ګمان درباندی کیزی نو بیا خو له هغوی سره جفا او ظلم کوی. دا ستا سپوری خلک د هغوی بولی او زما غوندی خلک په دی مجبوروی چه ددوی په هکله هغه چه نه باید وویل سی ووایی.
تا ویلی چه د اخوان متاثر یی. ښه دی چه یی، زه هم یم خو تاسو غوندی نه. زه هغه د یوه مثال په توګه نه پیژنم خو د هغوی ډیری ښیګڼی هم تاییدوم. که څوک پری مغرضانه تعرض کوی هغه د ځان بولم، مثال یی د فلسطین او مصر والا دی چه په قوت یی خوشال او په ناکامی یی خپه کیږم. زه د هغوی پنجره کی ځان نه بیدیکوم. د هغوی ښه ښه بولم او بد یی بد. د هغوی مقایسه له نورو اسلامی حرکتونو سره د هغوی په ښیګڼو او بدیو کولای سم او ترجیح ورکولای سم خو چه د بیدینو په مقابل د صف خبره راشی نو دواړه یو غواړم او له دواړو دفاع کوم. که یی یو هم بیدینو ته لاړ سی بیا نو د هغه مقابل کی صف نیسم.
د پورتنی خبری دا مطلب دی چه تنظیمونه ښه او بد لری او دا فرق باید د اسلام په اصولو او مقاصد شرعیه او داسلام او امت اسلامی د نفع او تاوان په اساس وی. اسلام باید په تنظیم جګ ومنل سی. نو وګوره ستا د اخوانیانو په ګټه تبلیغ او د طالبانو سپک سپورول د اسلام په ګټه دی او که نه. تا خو چیری لیکلی و چه:
[والنفاق المقصود في الآية ليس قاصراً على النفاق ذي المرامي السياسية والأهداف التسلطية ، بل هو النفاق بكافة أشكاله وصوره عندما يكون موجهاً إلى ضرر الدين وأصحاب الدين ، سواء كان صادراً من أهل السياسة أومن أهل الثقافة أو أهل الفن والقلم. ]
نو ګوره دا ستا قول له عمل سره برابرول غواړی که نه د هغه ایت شریف به ته مخاطب یی چه وایی:- (يَا أَيُّهَا الَذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتاً عِندَاللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ.)
عن علي - رضي الله عنه - قال : (يا حملة العلم : اعملوا به ، فإن العالم من علم ثم عمل ، ووافق علمه عمله ، وسيكون أقوام يحملون العلم ، لا يجاوز تراقيهم تخالف سريرتهم علانيتهم ، ويخالف علمهم عملهم ، يقعدون حِلقاً ، يباهي بعضهم بعضاً ؛ حتى إن الرجل ليغضب على جليسه أن يجلس إلى غيره ويدعه أولئك لا تصعد أعمالهم إلى الله عز وجل)
يقول صاحب الظلال - رحمه الله تعالى - : (إن الإيمان الصحيح متى استقر في القلب ظهرت آثاره في السلوك ...)
ګوره دا زما توصیه په افغانستان کی ډیره ضروری ده ځکه افغانانو د اخوان نوم شرمولی. زه چه یی د باندی وینم نو هغه طالبانو ته تر تا ډیر احترام لری. دا زما له قوله بل ته ویلای سی چه زما خپله قیصه ده: په ۲۰۰۳ کی زه د یوه نابلده د پوهنتون له استاذ سره د ډوډۍ خوړلو په مناسبت کی یو ځای ناست وم چه خبر سو زه افغان یم. پوښتنه یی رانه وکړه چه طالبان څنګه دی ؟ ما ورته وویل چه هغوی د رسول الله (ص) د زمانی سره سم اسلام عملی کوی خو لیږ بیعلمه دی. دا زما پرونی او اوسنی باور دی. هغه استاد بی له دی چه له ما دلیل و غواړی دومره خپه سو چه اثار یی په مخ کی له ورایه ښکاریدل. بیا یی د طالبانو صفت شروع کړ او دا یی راته راشوده چه د اسلام غوښتل بی عقلی نه ده. زما د دنیا له مختلفو مسلمان پوهو خلکو سره تماس ده خو کوم چه هغوی په طالبانو نازیږی هومره په نورو نه. دا د هغوی و اسلام ته وفاداری ښیی.
د ترجیح فقره:
ستا ترجیح ته او خدای (ج). خو دومره ترجیح نه چه د اسلام پکی ضرر وی. که هلته د اسلام لپاره خدمت کولای سی خو لا پسی نوره ښه. مګر په اوسنی شرایطو کی په داسی ځای کی چه بیدینه هم ستاد حزب په ګټه او د نورو مسلمانو د ضعف لپاره تبلیغ ګوری دا ستا عمل د اسلام په ګټه نه بولم. بیا هم که دی مطلب اصلاح وی نو شل واری خو د یوه پوه داعی په توګه او د هغه له اصولو سره سم. دا ووایه: و جادلهم باللتی هی احسن. اوس فکر وکړه او ځان ښه پری پوه کړه. بیا ولاړ سه او ټول هغه ستا لیکونه ووایه چه زما له اوله لیک وروسته دی په دی سایټ کی کړی. بیا نو ته د لوی خدای لپاری قضاوت وکړه چه هغه ستا لیکونه د پورتنی اصل سره برابر دی؟ هیله ده خپل ځواب په خپله پیدا کړی.
فرقانی سیب
چه مقایسه کوی نو نارنج او مڼی به نه سره مقایسه کوی. د مڼو په مقایسه کی به معیار ټاکی. دا ستا مقدمی او نتیجه خوندوری نه وی.
سیاسی شعور: طالبانو حکومت وکړ او بیا یی انشاء الله جوړوی او ته لا وایی چه سیاسی شعور نه لری. نو که د امت د نظام برابرول سیاست نه وی نو څه دی. که شعور څخه دی د هغه ساینس او آرت مطلب وی نو نه پوهیږم ستاسو کوم ارت ته سترګی دی او په کومو سیاسی ساینټفیک اصولو پسی روان یاست. لیږ خو راته ووایه چه په حزب کی څمره د پالیسی جوړونکی د پولیټیکل ساینس دکترا، دیپلوم، او یا ډګریګانی لری. داسی بریښی چه ستا مطلب اسلامی سیاست نه وی. په اسلام کی خو سیاست شرعی، چه فقه پری ډکه ده، له ادمه تر دی دمه ښکاره شوی. نو بیا که داسی وی نو بیا خو حزب مسکین ده ځکه دینی علما به کم وی په حزب کی. که دی مطلب معاصرفقهی اراء وی نو دا بیا مسلمه ده خو دا به بیا د حزب په ګټه نه وی ځکه هغوی خو بیا د پیشینه او معاصرو اراو خاوندان کم لری.
زما په خیال دواړه ضعیف دی ځکه دواړو اسلامی دور اندیشی په عمل کی نده ښکاره کړی. بی ادبی معاف. وایی: سړه ده که توده ده د ملا ... دغه ده. کرزی چه له دیپلوم سره پکی وکړل نو دا نورو څخه خو ګیله نشته.
د خارجی یرغلګرو په نښه کول له سیاسی بصیرت سره څه تړون لری. هغه یوه نظامی خبره ده. داسی ښکاری چه د کفر و افکارو ته نا اګاهانه تسلیم سوی یی. فرق دا دی چه صلیبیان په هغوی او نورو چه ددوی معاونین دی او یا به شی فدایی حملی غندی او د کرزی او نورو انصار الکفر بیا یواځی په خپل ځان پام دی. دا د کابل انصار الکفر باید ووایی ځکه هغه خو یی قراردادیان دی. نو ته ولی؟ کوم قراردادی رفیق یا ملګری خو به نه ساتی؟ زما په ګمان ته په طالبانو بهتان وایی. کنه نو ثبوت یی کړه.
په منطق خبر: هیله ده چه ته خو به د ابن تیمیه له پیروانو نه یی. هغوی ابن رشد کافر بولی معاذ الله. داسی هم معلومیږی چه تا منطق نوی ویلی ځکه دی نه صغری نه کبری معلومیږی. زه خو وایم د یوه پوه سړی لپاره منطق ویل ضروری دی. هغه د خبرو چل ورښی. که دی خوشه وی نو یوواری خو د فصل المقال کتاب ووایه چه هغه مطلبونه څنګه څیړی.
رابسو ستا مطلب ته: ایا ته په یقین سره ویلای شی چه هغوی ټول تنها منطق پوهان دی. تا په دی هکله کوم ساینسی تحقیق یا استقراء کړی؟ تنها له دی ورسته له څه یقین سره ویلای شی چه هغوی تنها منطقیان دی او په فقه خبر نه دی. که دی دری په زروشمیرلی او بیا دی په زرو کی ضرب کړی وی نو دا خو ستا له منطق سره د نه اشنایی دلیل دی او بس. له هغه نه نتیجه اخستلای سی او نه څک درسره منی بلکی در پسی خاندی به.
منطقیان او صوفیان، یو سړی دواړه؟ عجیبه. د امام غزالی او امام رازی نه نه یی خبر؟ کوم منطقی صوفی دی لیدلی؟ منطق د فلسفی یوه برخه ده. خو خیر تا ویل اخوندان دی. بیا هم نه یی خلاص: تا ویلی: [یوڅو د منطق اخوندان دي چې یواځې په صوفیزم خبر دي او نور په دنیا وما فیها نه دي] نو ګوره څومره بیشخونده دی کړی. صوفیزم د منطقو نتیجه نه ده. منطق په عامه کی له فیزیکی او میتافزیکی واقعو نه د عقل په زورخبری کوی او تصوف د تجربی له لیاری د میتا فزیک یعنی خالق پیژندنه غواړی. بیا هم ایساغوجی د عالم شهود لپاره نه بلکی ساینسی مطلبونو د ښی لیکنی لپاره ده او عالم شهود لپاره شرعی عمل په کار دی. نو د منطق ویلو څخه د تصوف خبرتیا نه حاصلیږی. ستا له لیکنی ددی نقیض واضح ښکاری چه غلطه دی ویلی. صوفیان کیدای سی له دنیا بیخبره وی خو منطقیان نه. منطق که څه هم د حکمة مقدمه بللی سوای خو دونه معلوموی چه تصوری او تصدیقی علم در پیژنی. نو ته خو پوهیږی دا د دنیا او مافیها سره اړه لری. بیا دی هسی ویلی دی.
هغه پاتی نتیجی دی همداسی د بخث او نقاش وړ دی. که دی غوښتل بیا به پری بحث وکړو. خو لنډ. انشاء الله.
په درناوی.
[/b]


م . ق
13.07.2011

السلام علیکم ورحمة الله
تابیا یوځل د سلفیانو او احنافو ترمینځ اختلاف ناندریو او زړه بداوي ته لمن وهلې ده همدارنګه دې بیا یوځلې د حزب اسلامي سره خپل تعصب تنګ نظري ضد او عناد ښکاره کړی دی چې ډیره د افسوس خبره ده.
ګورﺉ د سلفیانو سره ستاسو دومره غټه جفا او خیانت د زغملو وړ نه دی.
تاسو د خپل حکومت په دوران کې هم سلفیان سخت وټکول، د هغوي مدرسې مو بندې کړې هغوي مو بندیان کړل خو سره ددې بیاهم هغوي تاسو سره د جهاد په صف کې ودریدل، ډیرې قربانیانې یې ورکړې او ورکوي یې خو ستاسو د جنوب رؤوس جهال مفتیان اوس هم فتوی ورکړې ده چې د یو وهابي وژل د لس یهودیانو د وژلو نه ډیر ثواب لري، ځان سره قضاوت وکړﺉ. سلفیان خو د اهلسنت والجماعت اصلي او حقیقي علمبرداران او وارثین دي.
ګوره دلته دې هم د سلفو صالحینو او مجتهدینو امامانو لکه امام ابن حزم رحمه الله او شیخ الاسلام ابن تیمیة خلاف خپل ضد عناد او ړوند تعصب ښکاره کړی د اختلاف نفاق او شقاق اور ته دې پوکی وهلی دی، هغوي ټول زمونږ سلف وو د هغوي خپل مینځي اختلافات باید مونږ دلته یوځل بیا راژوندي نه کړو او کنه تاسو بیاهم د سلف صالح خلاف د باطل لار نیولي وي نو مونږ مجبور یو چې ستاسې د فلاسفو، متکلمینو، معطله ماتریدیه او صوفیه د بطلان او ذم پسې راواخلو بیا به خبره ډیره ورانه شي.
د تعجب خبره خو داده چې تاسو په حزبیانو تور لګوﺉ چې خپل مخالفین ځپي خو مونږ چې ګورو تاسو پدې کار کې د حزبیانو نه څو قدمه مخته یئ، حزبیان ډیر وسیع نظر، پراخ نیت او لوي فکر لري، کوښښ کوي چې ټول مسلمانان خپل ورونه او ټول مقاومت کوونکي مجاهدین وبولي، د مسلمانانو ګټې خپلې ګټې ګڼي. خو ستاسو فکر او سوچ دومره لنډ او تنګ دی چې د ځان نه علاوه درته نورڅوک نه مجاهدین ښکاري او نه مسلمانان، د یونان فرسوده منطق او حنفي فقه درته لوي علم ښکاري خو د هغه چا د علم او پوهې څخه مطلق انکار کوﺉ چې د قرآني او نبوي علومو څخه برخمن وي د قرآن کریم تفسیر او د احادیثو شروح یې لیکلي وي، د سیرت نبوي نه خبر وي، د اسلامي تاریخ او اسلامي سیاست پوره مطالعه لري.
خو په خپلو فرسوده علومو ستاسو کبر او غرور دومره غټ دی چې ستاسې د مدرسو څخه چا پټکی نه وي تړلی نو نه یې عالم بولئ او نه طالبعلم.
فقهي مسایل او احکام د سیاست لپاره کفایت نه کوي، سیاست د اسلامي علومو ترڅنګ عصري علومو ته اړتیا لري، فقهي مسائل او احکام یواځې د یو قاضي او مفتي لپاره پکار راتلاﺉ شي او بس.
زه ستاسې رؤوس جهال مفتیان او لوي پټکیان د حزبي سیاستوالو او اسلامپالو سره د مقایسې وړ نه بولم ځکه حزبیان ډیر زیات پوهه، زیرک، رسیدلي او فهمیده، سیاستوال تجربه کار او سابقه کار خلک دي، ملي ګټې هم پیژنې او اسلامي ګټې هم، د یهودو او صلیبیانو په توطئو او د ګاونډیانو په منافقتونو هم پوهیږي او هم یې د شنډولو لیاقت او استعداد لري، د نړیوالې مفکوري څښتنان، د فرهنګي او تربیوي چارو استاذان او د سیاسې مبارزې رهبران دي، د جهاد او مقاومت پیشواهان او سرلښکران دي.
خو طالبان غریبانان ډیر پاتې پسمانده، وده غافل او ساده ګان دي، په سیاست لوبولو کې سادګي، حماقت، جهالت او پسمانده ګي ډیر تاوان کوي، ځکه نو زه طالبان د سیاست او حکومت اهل نه بولم بلکه د مدرسو، جوماتونو، دارالافتاګانو، او شرعي محکمو لپاره یې ډیر اهل بولم.
طالبانو خوارانو که مخکینې حکومت جوړ کړی وو نو هغه یې د بادار زور وو، اوس چې هم دومره غونډاري اسمان ته ولي، په نوو وسلو او وسایلو سنمبال دي، ویبسایټونه دي کمپوټرې دي انټرنیټ دی موټرسایکلي دي لوکس موبایلونه دي تبلیغات دي نو ترشا یې لوي بادار موجود دي لیکن حزب یو خپلواک او مستقل مزاج جماعت دی چې د چا باداري نه مني ځکه خو یې وسایل محدود دي او د تبلیغاتو جنګ نه کوي بلکه ټول تمرکز یې په اصلي دښمن دی.
حزب ۴۶ کلنه تجربه او سابقه لري، د ځوانانو محصلینو د اسلامي نهضت او مبارزې نه رانیولې بیا د سور روسي ښکیلاک خلاف ۱۴ کلن جهاد او اوس د صلیبیانو او یهودیانو خلاف حقیقي جهاد، په ټول افغانستان کې اوس د حزب غوندې پراخ، لوي، همشمول او ترټولو قدیم ترین ګوند نشته.
په لروبر ویبپاڼه کې د ښاغلي قریب الرحمن سعید د اسلامي تاریخ ژباړنې وګورﺉ، څومره غټ خدمت دی، د اسلامي امت د ویښتابه او د ځوانانو د بیدارۍ لپاره څومره موثر اقدام دی.
ما د ترکي عثماني خلافت تاریخ د صلیبیانو سازشونه او د سترسالار صلاح الدین ایوبی تاریخ د دوي د لیکنو څخه زده کړی دی چې زما په ټول بدن یې خپل اثر غوړولی دی.
طالبانو په فرهنګي تربیوي چارو او د اسلامي امت د بیدارولو او هڅولو په ډګر کې څه کړې دي؟
یواځې چاودنې دي، ځانمرګي دي، راکټونه دي او بغیر د تفکیک او احتیاط نه د وچو او لمدو ټولو سوځول دي.
طالبانو اوس د یو اسلامي حزب په خلاف جبهه پرانسته ده، پکار ده چې دوي د خپلې نومولود بچګانه ډلګۍ نه د اسلام د سرلوړۍ پخاطر تیر شي او د حزب د سالم اسلامي او سیاسي مجرب قیادت لاندی واقعي اسلامي مبارزه وکړي.
انډیواله، سیاسي شعور او بصیرت د زیړو پاڼو په درس نظامي او فرسوده منطق کې نشته، یونان پخپله اوس هغه د سوونو کلونو پخوانی بی فایدې منطق پریښې دی او ساینس او ټنکنالوژۍ ته یې مخه کړې ده، دا ستاسو منطق چې اصل کې یو بشپړ جنون دی او د فلاسفو او متکلمینو د ګمراهۍ سبب وګرځیدو تاسو یې هم د قرآن او احادیثو څخه منع کړي یې، په سلم، صدراء قاضي ملا او نورو د سوونو کلونو اکسپایر شوي کتابونو باندې اوس هم خپل وخت او عمر ضایع کوﺉ، د دې په ځاﺉ اسلامي سیاست تاریخ و جغرافیی ساینس و ټنکنالوژۍ سیرت نبوي تفسیر او احادیثو ته مخه کړﺉ.
صوفیه متکلمین فلاسفه منطقیان ټول د یو خر غوږونه او د یو غوایې ښکرې دي.
منطق او فلسفه دې په جیب کې کیږده دلته اوس نه چلیږي، تاچې ویلې ده په خبرو کې دې کوم ربط، فصاحت او بلاغت موجود دی خو هسې لړل تپل دې کړې، شل خبرې دې په یوه موضوع کې راننویستې دي، دا معلومه نه ده چې ته په سیاست غږیږې که په شریعت، فقه منطق او سیاست دې سره ټول لړلي دي.

ته د بې ګناه خلکو وژلو ته اجتهاد وایې؟ اجتهاد د خلکو په وژنو کې نه کیږي بلکه په فقهې مسایلو کې کیږي، ته پخپله وایې چې دا یو نظامي کار دی نو د نظامي کار بیا د اجتهاد سره څه؟
ښه که د مسلمانانو په وژنه کې اجتهاد کیږي نو بیا ستاسو په وژنه کې به هم حزبیان اجتهاد وکړي ځکه ظاهرا خو هسې نه هم مشتبه او مشکوک خلک یې، کیداﺉ شي چي حزبیان حق ته ورسیږي او که ونه رسیدل نو بیاهم ورته یوثواب خو شته ځکه چې اجتهاد یې کړی دی.آفرین شه او ستا پدې شرعي استدلال.
زما او ستاسو اصلي مباحثه د عامو مسلمانانو په وژنه کې ده، تاسو تراوسه پورې ماته زما د سوال ځواب رانه کړو او په هغه او دغه خبرو ځان خلاصوﺉ، ایله ړندو ټاپو، تهمتونو، تعصب او عناد ته تکړه یې.
نورې خبرې دې ټولې فضول دي وخت ضایع کول پرې نه دي پکار.
په موثقو شواهدو معقولو دلایلو او شرعي نصوصو د لاندی سوال ځواب ووایاست او مونږ ته قناعت راکړﺉ کنه نو دا سوال به زه بیا بیا تکراروم
تاسو ولې امریکایان او انګلیسان نه وژنئ؟
د امریکایانو او انګلیسانو په موجودګۍ کې تاسو صرف افغانان وژنئ او صلیبیان پریږدﺉ دا ولې؟
د معاونینو او انصارو وژل اولویت لري که د اصلي دښمن وژل؟
د هغې وژنو حواله به نه راکوﺉ چې یا د حقیقي مجاهدینو لخوا وژل کیږي او یا د عام ولس د انتقامي برید لاندې راځي.
په ړندو میزایلو راکټونو او بمي چاونو یا ځانمرګو کې د عامو مسلمانانو وژل په کوم دلیل روا دي؟ او تاسو په کوم دلیل بری الذمه یې او قاتلین نه یې ؟او یادا چې د اخروي عذاب یا د قصاص مستحق نه ګرځئ ؟

وإن طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فأصلحوا بينهما فإن بغت إحداهما على الأخرى فقاتلوا التي تبغي حتى تفيء إلى أمر الله فإن فاءت فأصلحوا بينهما بالعدل وأقسطوا إن الله يحب المقسطين.


طاهر مسافر
13.07.2011

وعلیکم السلام
وروره که ډیر لیکو نو بیځایه به وی.
زما شک دی پوخ کړ چه وهابی یی. خو شلواری زه هغه مسلمان بولم. خدای دی وکړی د صلیبیانو او د هغو له انصارو نه د مسلمانانو ځمکی پاکی کړی خصوصا شبه الجزیره.
ته چی همداسی لیکینی وکړی نو دل ازاری نه لری. ته خبر یی یی چه زه د ابن تیمیه او ابن قیم علمیت او منطق خوښوم. دا چه هغه څنګه متکلم وو هغه د ده او د خدای په مینځ کی ده. ابن حزم عالم وو نو احترام باید ورته وسی خو ستا غوندی نهج لری دل ازاری لری او انانیت نو ځکه د یوه عالم لپاره نه دی ښه. هغه دی خدای اوبښی خو زه یی ستا او ځان لپاره نه خوښوم. خو که د قران او سنت په پوهولو کی له نورو نه ښه نظر ولری نو منل یی واجب دی.  
یاره دا سلف خو د وهابیانو يا ده ابن حزم او یا ابن تیمیه په ټیکه ندی.
زه خو وایم چه اهل سنت و الجماعت وی او خپل امام ته د نبی درجه نه ورکوی هغه سلفی دی.
ګوره بیا هسی لیکی: جفا او خیانت یعنی څه؟ که می ناحقه ویلی وی نو ووایه چه څه دی. ما له هغوی سره قراردار او بیعت ندی کړی چه ګواکی امانت می ضایع او د دهغوی سره می خیانت ګړی وی. ګوره دا ده منطق او فقه دی نه ده ویلی ځکه داسی بیځایه بوهتان وایی.
په یاد دی نه دی چه در ته ومی لیکل زه طالب نه یم. که مو هغه بیڅایه ټکوی نو له لوی خدای سخه هدایت ورته غواړم او که تاسو په خپل تبلیغ متحد جماعت دوه کوی نو تاسو ته له خدایه هدایت غواړم او له که چه تا ما ته د ابن حزم په هکله نصیحت کړی زه همهغه ستا نصیحت تاته بیرته کوم. ته خو لیږ خپلو خبرو ته ځیر شه نو ته دوه مشکله لری: یو دل ازاره لقبونه ورکوی او بل د جبهه ګیری تمایل. دا دواړه عکس العمل لری. کیدای سی دا په دی ترجمه سی چه تاسو د سعودی په اشاره د مسلمانو صف ماتوی.
دا چه ته د حزب څخه د هغوی نمایندګی نه کوی نو نور زه د حزب او طالبانو په مقایسه کی نه در سره لویږم، دا به د هغوی دواړو په ضرر تمام سی. او زه نه غواړم هغه وسی.
زه خو وایم چه نه دی منطق ویلی او نه دی د اوسنی عصر د تحقیق میتدالوجی (قاعدی). که نه بیا دی د اکسپایر لفظ نه وایه. ته خبر نه یی چه دا علم اوږد سوی. ځینی پخوانی غلط ثابت سوی او ځینی یی لا تر اوسه ژوندی پاته دی. هغه تصورات او هغه تصدیقات خو نوم به بدل وی. هغه د کلیاتو نه استنباط او یا له جزیاتو نه استنباط دی چه لا سته هغه استقرا او یا سروی اوس هم سته. هغه د درایت او روایت فرق لا هم سته او په هر یوه کی د تحقیق لپاره خاسه قاعده. دا چه نورو ته ګوته نیسی ځان ته یی هم ونیسه. ته یی ولی نه وایی. لیږ خو د حکمتیار حخه به دی زده کول.
دا ټول می په دی ترته وویل چه په اول کی د همدی فکر په خلاف فتوی ګانی سادری ګری (نمونه یی د ابن تیمیه فتوی ده چه په ابن رشد پسی یی کړی وه) او ددی له ګبله د مسلمانو خپل علم مو و صلیبیانو او یهودانو ته ورکو په مونږ مو هیرکو هغوی زده کړ او نوره وده یی ورکړه او اوس بیا د تکنالوجی ناری وهی. عجیب د خدای کارونه دی. سلفی تکنالوجی غواړی خو دهغی د جوړولو وس رانه اخلی. ابن رشد وایی علم د قرونو په تیریدو پخیږی. نو ځکه بنیاد یو ږدی او دیوال بل. نو ځکه اوسنی خلک یوازی په اوسنی نظروونو نه متکی کیږی بلکه د یوه نظر تاریخ وایی او بیا پکی تدقیق او ترجیح او نوی توجیه کوی.
فرقانی سیب
پریزده ګلبدین او ملا عمر یا طالب او حزبی. داده خدای د کمپیوتر خاوند کړی یی عربی دی زده ده تفسیر او حدیث دی زده دی نو اصول او فقه به دی هم زده وی. فکر وکړه چه تا څه کړی. لیږ انګلیسی زده کړه او بیا نو وګوره په اسلام څنګه عقیدتی حملی د صلیبیانو له لیاری کیږی. هغوی ته جواب ووایه هغه به بیا درباندی واجب سی نه د حزب او طالبانو د ټولګیو ښه والی. په دی عصر کی اولیات وپیژنه او یا نور تشخیص کړه. بیا د هغه لپاره د حل لیاره و سنجوه. هغه اطلبوا العلم من المهد الی اللحد چی امام ابن حنبل ته منسوب دی په ځان عملی کړه. د انسان لپاره د علم مزل لا یتناهی دی. هغه که له طالبانو پاته وی نو بیا ته وکړه.
فرقانی سیب
وژل روا او نا روا لری. څه روا دی او څه نا روا دی حکم غواړی. حکم د قران او سنت، اجماع او قیاس (البة ستا په اصطلاح د هغه لوی پګړیانو د څلورو مذهبونو په اصولو باندی) په اصولو باندی کیږی. د قطعی المعانی کلمو نه سوا نور ټول نظر ته ضرورت لری. یوه نطر ته رسیدل او د هغه په بنسټ د یوه خاص وژلو د جواز او عدم جواز حکم ورکول د اجتهاد له عمل سره ارتباط لری. د چنګیزیانو داسیرانو مخته کول یو نوی کار و چه که یی ویشتل نو مسلمان مسلمان وژل او که نه نو د کفارو غلبه. فتوی په جواز ورکړل سوی ده. دا نظامی موضوع وه خو د نظامیانو په لاس د مسلمانو وژل په دی حالت کی روا وو او که نه؟ که د روا حکم ورکړل سویوای بیا به نو مجاهدینو په اسیرانو غیشی ور ایله کول او که نه نو نه. دی جواب غوښت او جواب یی په اجتهاد پوری ټړلی وو. زه پوهیږم د اجتهاد نوم په افغانستان کی درون نوم دی. هلته د فتوی نوم ورکړ سوی. نو هغه فتوی چه د نوی څیز په هکله حکم ورکوی هغه زما په نظر اجتهاد دی. نو دادی د نظامی کارونو تړون له اجتهاد سره. که واضحه می نه وی درته ویلی نو راته ووایه. دا چه هغه فتوی صحیح وه او که د هغه و دلیل ته ګورو. که یی دلیل د مسلمانانو بری وو نو هغه ده ثابته شوه جه غازیانو نه بری تر لاسه کړ او هم مسلمان ووژل. نو که مونږ هسی بحث کوو نو دا ستا الفاظ و هغه مفتی مونږ هم ووایو چه دا به بیا د اختلاف له ادب سخه لیری وی.
رابه سو ستا و سوال ته
ستا ډیر سوالونه دی اول سوال دی واضح نه دی. نه پوهیږم دا نور پوری تړلی او که هر سوال بیل دی.
په هر حال چه په مطلب سره پوه سو نو بیا داسی وکړه سوال مکړه او واقعه ووایه په مفصله توګه. نو بیا به زه کوښښ وکړم.
لطفا یوه واقعه په یوه وخت.
په درناوی


طاهر مسافر
13.07.2011

فرقانی سیب
لکل فن رجال. ماته ستا او طالب په خیال کی هیڅ فرق نه رامعلومیږی. لیږ د اسلام، شریعت، او فقه تعریف خو راته وکړه. او د هغوی په مینځ کی ارتباط راته وښیه.
ایا فقه د اسلام او شریعت ټول اړخونه نه څیړی؟ ایا په اسلام د ژوند ټول اړخونه نه تنظیمیږی؟ ایا شریعة ناقص دی؟
دا سوالونه ځکه کوم چه ستا له خبرو مالومیږی چه فقه یوازی له قضا او فتوی سره کار لری او بس. که دا وی نو بیا ډیر اختلاف لرو.
فرقانی سیب
بښنه غواړم لیږ شخصی پوښتنه ده: عمر دی د څو کالو دی؟ فارغ سوی یی؟ دا ځکه غواړم چه شاید زما جواب او نه جواب به باندی تړلی وی. دا خیال کوم چه زه به جګه توقع لرم . هغه نه سی چه بی انصافی درسره وکړم.


پتوال
13.07.2011

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
ما شا الله ، قراني صاحب ليکنې دې خورا دقيقي ، موجهې او مدللې دي او له حقايقو څخه پرده پورته کوي ، په تيره بيا د پنجابي پاکُستان
د سل مخي سياست نقابونه ماتوي اوپه افغانانو د دجّالي پوځي سازمان ISI نادودې په دقيقه توګه رسوا کوي چې پر کونړ د توپچي بريدونو
د دوه مخي هدفونو افشا کول يې ډېر ښه مثال بللی شو . که طالب لر دی او که بر په ټوله کې ISI ګومارلي او په کونړ کې يې مختلط شکل د مارماهي لوبه
پيل کړې، څو دISI په دستور د پولې له برې خوانه د مار سر راپورته کړي او ناپاک پوځ پرې د کليو د تخليې له پاره خطا خطا توپونه و وروي ،
څو بې ګناه خلک پرې ووژني او امريکا يي بادارانو ته هم ووايي چې وګورئ مونږ افغاني طالبان نه يواځې له پولې کښته خواته نه راپرېږدو ،
بلکې آن ځايونه يې بره غاړه هم ولو، نور رانه څومره همکاري او خدمت غواړې ، په عين زمان کې لر طالبانو ته د امريکا د بې پيلوټه هوايي
بريدونو په وړاندې له پولې بر ښه مصون ځای هم تامينوي ، څو په مناسب وخت کې بيرته د ماهي لکۍ ښکاره کړي ،راواوړي
او ددوی له خوا ور ښودل شوي قومي مشران او سياسي ليډران ووژني او هم يې د راوښتلو تور په افغانستان ولګوي چې په پاکستان کې
له طالبانو سره مرسته کوي .
هو، د لر او بر طالب د قومي وحدت پر ځای د ددوی ترمنځ د ګډې رهبرۍ وحدت چې ISI ده وجود لري ، څو لر او بر پرې مسلم ليگ
خپلو هدفونو ته ځان ورسوي ، لذا نه اسلام ، نه افغانيت او پښتونولي او نه له امو څخه تر اټکه د لوی افغانستان واحده افغاني خاوره
ددوی د وحدت اساس جوړوي ! تر څو چې دغه د دجّال لکۍ ISI ورکه نشي په افغانانو د جګړې بل شوی اور هم نه ختميږي .
ژوندي دې وي ملي طالب العلمان او ملي ملايان او موليان چې ISI ، مسلم ليک او پنجابي پوځيان يې نشي تيرايستلای !

په درنښت او سلامونو !


pattang
13.07.2011

ګوره پتواله پام کوه په خيزونو کې دې ملا ماته نشي چې بيا دې دوا نشي کېدی
اونه به دې کوم طبي ډاکتر علاج کولو ته حاضر شي ، مځکې ته ګوره ټوپونه
مه وهه !!!!!!!

[quote:befd9a1648="پتوال"]السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
ما شا الله ، قراني صاحب ليکنې دې خورا دقيقي ، موجهې او مدللې دي او له حقايقو څخه پرده پورته کوي ، په تيره بيا د پنجابي پاکُستان
د سل مخي سياست نقابونه ماتوي اوپه افغانانو د دجّالي پوځي سازمان ISI نادودې په دقيقه توګه رسوا کوي چې پر کونړ د توپچي بريدونو
د دوه مخي هدفونو افشا کول يې ډېر ښه مثال بللی شو . که طالب لر دی او که بر په ټوله کې ISI ګومارلي او په کونړ کې يې مختلط شکل د مارماهي لوبه
پيل کړې، څو دISI په دستور د پولې له برې خوانه د مار سر راپورته کړي او ناپاک پوځ پرې د کليو د تخليې له پاره خطا خطا توپونه و وروي ،
څو بې ګناه خلک پرې ووژني او امريکا يي بادارانو ته هم ووايي چې وګورئ مونږ افغاني طالبان نه يواځې له پولې کښته خواته نه راپرېږدو ،
بلکې آن ځايونه يې بره غاړه هم ولو، نور رانه څومره همکاري او خدمت غواړې ، په عين زمان کې لر طالبانو ته د امريکا د بې پيلوټه هوايي
بريدونو په وړاندې له پولې بر ښه مصون ځای هم تامينوي ، څو په مناسب وخت کې بيرته د ماهي لکۍ ښکاره کړي ،راواوړي
او ددوی له خوا ور ښودل شوي قومي مشران او سياسي ليډران ووژني او هم يې د راوښتلو تور په افغانستان ولګوي چې په پاکستان کې
له طالبانو سره مرسته کوي .
هو، د لر او بر طالب د قومي وحدت پر ځای د ددوی ترمنځ د ګډې رهبرۍ وحدت چې ISI ده وجود لري ، څو لر او بر پرې مسلم ليگ
خپلو هدفونو ته ځان ورسوي ، لذا نه اسلام ، نه افغانيت او پښتونولي او نه له امو څخه تر اټکه د لوی افغانستان واحده افغاني خاوره
ددوی د وحدت اساس جوړوي ! تر څو چې دغه د دجّال لکۍ ISI ورکه نشي په افغانانو د جګړې بل شوی اور هم نه ختميږي .
ژوندي دې وي ملي طالب العلمان او ملي ملايان او موليان چې ISI ، مسلم ليک او پنجابي پوځيان يې نشي تيرايستلای !

په درنښت او سلامونو ![/quote:befd9a1648]


م . ق
14.07.2011

[quote:d9e5559f77="طاهر مسافر"]وعلیکم السلام
وروره که ډیر لیکو نو بیځایه به وی.
زما شک دی پوخ کړ چه وهابی یی. خو شلواری زه هغه مسلمان بولم. خدای دی وکړی د صلیبیانو او د هغو له انصارو نه د مسلمانانو ځمکی پاکی کړی خصوصا شبه الجزیره.
[/quote:d9e5559f77]
الحمدلله ثم الحمدلله چې یم، هرڅوک دومره صحیح او صاف مسلمانان کیدلاﺉ نشي لکه سلفیان یعني اهلسنت والجماعت الفرقة الناجیة (ما انا علیه واصحابی)
اشنا تا اهل القران والحدیث د شبهې جزیرې پورې محدود کړې دي چې دا د لمرپه دوه ګوټو پټول دي، الحمدلله سلفیانو باندې اوس نیم افغانستان نیم پاکستان او هندوستان ډک دی، او دا سلسله په چټکتیا سره پراخیدونکي ده.

دوهمه خبره: زمونږ د شبهې جزیرې سره کار نشته، مونږ عربان نه بلکه افغانان یو، زه هم یو افغان یم او ته هم نو مونږ باید د خپل هیواد سیاست ته ځیر شو، نه دا چې زه د عربو لپاره سیاست ولوبوم او ته د پاکستان لپاره.

دریمه خبره: همدغه عربان او وهابیان دي چې طالبانو او پاکستان ته ریالونه ورکوي، که ریالونه یې پرې بند کړل نو مقاومت به یې یوه ورځ هم دوام ونه کړي.

[quote:d9e5559f77="طاهر مسافر"]ابن حزم عالم وو نو احترام باید ورته وسی خو ستا غوندی نهج لری دل ازاری لری او انانیت نو ځکه د یوه عالم لپاره نه دی ښه. هغه دی خدای اوبښی خو زه یی ستا او ځان لپاره نه خوښوم.[/quote:d9e5559f77]

استغفرالله ته په دې خپل ناچیز علم دومره غره یې چې امام ابن حزم نه ځان بالا ګڼې. ته چې یو امام ته داسې نسبتونه کوې او خپل ځان پرې برتر بولې نو دا دل ازاري او انانیت نه دی؟

[quote:d9e5559f77="طاهر مسافر"]زه خو وایم چه اهل سنت و الجماعت وی او خپل امام ته د نبی درجه نه ورکوی هغه سلفی دی.[/quote:d9e5559f77]
او که څوک خپل امام ته د نبي درجه ورکړي لکه احناف نو هغوي بیا څه دي؟

[quote:d9e5559f77="طاهر مسافر"]جفا او خیانت یعنی څه؟ [/quote:d9e5559f77]
د طالبانو جفا یادوم د سلفیانو سره چې په یو محاذ کې ورسره جهاد کوي خو بیا یې مرګ د یهودو نه غوره بولي .

[quote:d9e5559f77="طاهر مسافر"]په یاد دی نه دی چه در ته ومی لیکل زه طالب نه یم.[/quote:d9e5559f77] انډیواله چې طالب نه یې نو بیا د طالب د مدافعې وکالت هم ستا حق نه جوړیږي، او نه د هغوي په پلوۍ ستا ځوابونه اعتبار لري.
زه د خپل ولس په غم او درد کې په هغوي تند او تیز اعتراضونه کوم ګواګې الله یې په زړه کې رحم پیدا کاندې او دا زما خبرې پرې اثر وکړي او په خپل پالیسیانو باندې لږ سوچ کولو ته قایل شي او ماته پرې الله اجر راکړي چې د خپل وس مطابق مې خپل مظلوم ولس لپاره څه کړي دي. [/quote]
[quote:d9e5559f77]او که تاسو په خپل تبلیغ متحد جماعت دوه کوی نو تاسو ته له خدایه هدایت غواړم[/quote:d9e5559f77] الله دې نه کړي زه غواړم چې الله دا دواړه یو کړي او دا نوې نوې ډلې ټولي خپل مشر قیادت ته غاړه کیږدي او د انانیت څخه تیر شي.
[quote:d9e5559f77]کیدای سی دا په دی ترجمه سی چه تاسو د سعودی په اشاره د مسلمانو صف ماتوی.[/quote:d9e5559f77]
نه ملګریه داسې نه ده زه د سعودی په هکله هماغه څه وایم چې تاسې د شبهې جزیرې په هکله وویل، زه سلفی العقیده یم خو اخوانی المنهج یم.(زه ددې دواړو یوون حقیقي اسلام بولم)
د خلیج عربی ملکونه چې د اسلام ترټولو مقدس ځای دی او زمونږ قبله او روضه مبارکه هلته ده د صلیبیانو او یهودیانو څخه یې پاکول د افغانستان جهاد څخه ډیر اولویت او ارجحیت لري

[quote:d9e5559f77]زه خو وایم چه نه دی منطق ویلی[/quote:d9e5559f77] نه یاره دومره خو مې ویلی ایساغوجې او مرقاة مې ګرولي دي، د اوسنې عصر د علومو سره هیڅ تړاو نه لري، ډیر بې فایدې شی دی، اصلا زه ورته علم نه وایم.
[quote:d9e5559f77]او نه دی د اوسنی عصر د تحقیق میتدالوجی (قاعدی).[/quote:d9e5559f77]
انډیواله د جدیدې ټکنالوجۍ، منجمنټ ،بزنس ایډمینسټریشن میتډالوجي مې ویلې ده خو د منطق په باره کې مې ورکې هیڅ ونه لیدل، نه صغری نه کبری نه کلي نه جزي نه تصوري نه تصدیقي نه په نوي عبارت او نه په زوړ عبارت.
[quote:d9e5559f77]او ددی له ګبله د مسلمانو خپل علم مو و صلیبیانو او یهودانو ته ورکو په مونږ مو هیرکو هغوی زده کړ او نوره وده یی ورکړه او اوس بیا د تکنالوجی ناری وهی.[/quote:d9e5559f77]
د یونان فرسوده منطق د عربانو یا مسلمانانو ایجاد یا اختراع نه وه ځکه ورته د مسلمانانو علم نه شو ویلی او مونږ صلیبیانو ته نه دی ورکړی بلکه مونږ له صلیبیانو څخه اغیستی دی.
منطق د هارون الرشید عباسي خلیفه په وخت کې د یونان نه رانقل شو او عربی ته وژباړل شو، یونانیانو دا کار دې لپاره وکړو چې یو زوړ تجربه کار یوناني دا مشوره ورکړه چې کچیرته دا علم په مسلمانانو کې خپور شي نو ټول فکرونه او عقیدې به یې په عقل وي او نقل به پریږدي په دې توګه به په مسلمانانو کې اختلاف راشي. دا قیصه نفحة العرب راغیستې ده.
همداسې وشول چې کله منطق راغی په مسلمانانو کې فلاسفه او متکلمین پیدا شول داسې ضاله او مضله ډلې پیدا شوې چې د الله جل جلاله نه یې ټول جهات نفي کړل چا ورڅخه وجود منفی کړو چا ورڅخه صفات منفي کړل.

[quote:d9e5559f77]داده خدای د کمپیوتر خاوند کړی یی عربی دی زده ده تفسیر او حدیث دی زده دی نو اصول او فقه به دی هم زده وی. فکر وکړه چه تا څه کړی. لیږ انګلیسی زده کړه او بیا نو وګوره په اسلام څنګه عقیدتی حملی د صلیبیانو له لیاری کیږی. هغوی ته جواب ووایه[/quote:d9e5559f77]
ملا صیب ته څرنګه ویلی شې چې زما انګلیسې نه ده زده؟ انګلیسې مې له نرسري نه شروع کړې ده.
او ته څه خبر یې چې زه هغوي ته ځواب وایم کنه، تاته څه پته ده چې زه په څومره انګلیسې فورمونو کې لیکنې کوم، ټوله ورځ خو به پښتو ته نه یم ناست.

[quote:d9e5559f77]وژل روا او نا روا لری. څه روا دی او څه نا روا دی حکم غواړی. حکم د قران او سنت، اجماع او قیاس (البة ستا په اصطلاح د هغه لوی پګړیانو د څلورو مذهبونو په اصولو باندی) په اصولو باندی کیږی.[/quote:d9e5559f77]

هو په اسلام وژل روا او ناروا لري، په اسلام کې صرف د درې قسمه مسلمانانو د وژلو څخه علاوه نوره هر قسمه وژنه ناروا ده.
۱. د مرتد وژنه چې د اسلام نه واوړي
۲. د زاني محصن وژنه
۳. په قصاص کې وژنه چې بل مسلمان یې وژلی وي
همدغه د قرآن وسنت اجماع وقیاس او څلور واړو مذهبونو شرعی حکم دی.

[quote:d9e5559f77]د چنګیزیانو داسیرانو مخته کول یو نوی کار و چه که یی ویشتل نو مسلمان مسلمان وژل او که نه نو د کفارو غلبه. فتوی په جواز ورکړل سوی ده. دا نظامی موضوع وه خو د نظامیانو په لاس د مسلمانو وژل په دی حالت کی روا وو او که نه؟ که د روا حکم ورکړل سویوای بیا به نو مجاهدینو په اسیرانو غیشی ور ایله کول او که نه نو نه. دی جواب غوښت او جواب یی په اجتهاد پوری ټړلی وو. زه پوهیږم د اجتهاد نوم په افغانستان کی درون نوم دی. هلته د فتوی نوم ورکړ سوی.[/quote:d9e5559f77]
دا خبره دې سمه ده چې فتوی اجتهاد دی او د چنګیزیانو په مسئله کې هم اجتهاد شوی وو، خو اوسنې جهاد د چنګیزیانو په جهاد نشي قیاس کیدلاﺉ ځکه هلته لاس په لاس د تورو جنګ وو یو خواته د کفارو صفونه وو او بل خوا ته د مسلمانانو، او چنګیزیانو مسلمان اسیران خپلې مخې ته ودرولي وو ځکه نو د مسلمانانو د وژنې نه بغیر د کفارو وژنه ناممکنه وه خو په اوسني جهاد کې د مسلمانانو د وژنې نه بغیر د کفارو وژنه ممکنه ده او مسلمانان داسې د کفارو مخې ته نه دي ولاړ چې دهغوي مخه یې بیخي بنده کړي وي بلکه مخه صفا ده، د امریکایانو انګلیسانو اډې بیلې او معلومي دي.
خو طالبان امریکایان او انګلیسان په خپل ځاﺉ پریږدي او په لوي ښار کې د یو پولیس لپاره ۳۰ عام وګړي وژني، خه عام ولس څه کوې، دې مکتب، پل، سرک او جومات څه ګناه کړې ده؟ دلته هم صلیبیان پټ دي که څنګه د چنګیزیانو د فتوی ولا؟
تا پوښتنه کړې وه چې په کوم ځای کې یې داسې کارونه کړي دي، ما په خپلو تیرو لیکنو کې بعضې واقعات چې ماته معلوم وو لیکلي دي خو که ته خپله د جنوبي او جنوب شرقي سیمو کې وګرځې او عام ولس وپوښتې نو نور ډیر واقعات به هم واوري او په سترګو به یې هم وګورې.
پوښتنه دا نه ده چې په کوم ځای کې یې دا کارونه کړي دي، پوښتنه داده چې په کوم ځای کې یې امریکایان او انګلیسان وژلي دي؟؟؟؟

المهم پوښتنه په خپل ځاي پاتې ده، نه یې تا ځواب ویلی دی او نه یې طالبان ځواب ویلی شي ځکه چې دا یو حقیقت دی او هغوي پدې حقایقو سترګي پټوي، پټه خله نیسي او خپلې شومې موخې پوره کوي ځکه چې ولس ته ځان ځوابده نه ګڼې بلکه خپل بادار ته مسول دي.


م . ق
14.07.2011

[quote:15d9838685="طاهر مسافر"]فرقانی سیب
لکل فن رجال. ماته ستا او طالب په خیال کی هیڅ فرق نه رامعلومیږی. لیږ د اسلام، شریعت، او فقه تعریف خو راته وکړه. او د هغوی په مینځ کی ارتباط راته وښیه.[/quote:15d9838685]
اسلام غټو غټو پټکیانو اوږدو اوږدو جامو ته وایي اوږدو اوږدو تسبو او په وجد کې ګډا ته وایی، اسلام منطق او پکې شریفې (فقه) ته وایې، اسلام نسوارو او چلمونو ته وایې، اسلام د خپلو مخالفینو او معترضینو وژنې ته وایې. اسلام د سیاست او عصري علومو څخه ناخبرۍ ته وایې. اسلام د مسلمانانو په مینځ کې بمې چاودنو، په ماشومانو او جینکیانو ځانمرګو بریدونو، او په مسلمانانو د ړندو راکټونو ورولو ته وایې.
اسلام د جینکیانو مسمومولو او پر مخ یې تیزاب شیندلو ته وایې. اسلام د پلونو، مکتبونو سرکونو او جوماتونو ورانولو ته وایې. همدغه ستاسو او د اسلام په مینځ کې ارتباط دی.

[quote:15d9838685]ایا فقه د اسلام او شریعت ټول اړخونه نه څیړی؟ ایا په اسلام د ژوند ټول اړخونه نه تنظیمیږی؟[/quote:15d9838685]
د اسلام په مبارک دین کې د ژوند ټول اړخونه تنظمیږي ځکه چې د ټول ژوند لپاره یو لایحه عمل دی خو فقه د اسلام او شریعت ټول اړخونه نه څیړي دا ځکه چې ستاسو دفقهې تر ټولو غټ کتاب هدایه څلور کتابه یعنې څلور اجزاء لري ۱. صلوة . ۲. نکاح ۳. بیوع ۴. شفع خو پدې څلورو واړو اجزاو کې نه اسلامي سیاست شته نه نبوي سیرت نه اسلامي تاریخ.
یواځې په کې همدا دي چې خالفه زفر وخالفه کرخي وعند الشیخین وعند الصاحبین.
او نور په کې داسې صورتونه دي چې په ژوند کې هیڅ نه پیښیږي.
او هغه نور کتابونه خو مو صرف د فان قیل قلنا څخه ډک دي.

[quote:15d9838685]ایا شریعة ناقص دی؟[/quote:15d9838685] شریعت نه دی ناقص بلکه تاسو او ستاسې کتابونه او علمونه ناقص دي.

[quote:15d9838685]بښنه غواړم لیږ شخصی پوښتنه ده: عمر دی د څو کالو دی؟[/quote:15d9838685] دا یې زه د دوه کلونو او ته یې د اتیا کلونو خبره په عمر کې نه ده بلکه په حقیقتونو او دلایلو بیانولو کې ده.
عیسی علیه السلام ته الله پاک په مهد کې علم ورکړی وو او ابو جهل ته یې په زوړ عمر کې هم نه وو ورکړی. ذالک فضل الله یوتیه من یشاء.
چې تا ما نه شخصې پوښتنه کړې ده نو زه به یې هم درڅخه وکړم.
ته په کوم ټولګي کې درس وایې ؟ یعنې په څویم صنف کې یې ؟
دا ځکه پوښتم چې املاء او انشاء او په خبرو کې عدم فصاحت او بلاغت دې دا خبره څرګندوي چې ابتدایې زده کړې دې نوې خلاصې کړې دي.

من قال ما لاینبغي سمع مالا یشتهي.


م . ق
14.07.2011

[quote:8b1f96232c="پتوال"]السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
ما شا الله ، قراني صاحب ليکنې دې خورا دقيقي ، موجهې او مدللې دي او له حقايقو څخه پرده پورته کوي ، په تيره بيا د پنجابي پاکُستان
د سل مخي سياست نقابونه ماتوي اوپه افغانانو د دجّالي پوځي سازمان ISI نادودې په دقيقه توګه رسوا کوي چې پر کونړ د توپچي بريدونو
د دوه مخي هدفونو افشا کول يې ډېر ښه مثال بللی شو . که طالب لر دی او که بر په ټوله کې ISI ګومارلي او په کونړ کې يې مختلط شکل د مارماهي لوبه
پيل کړې، څو دISI په دستور د پولې له برې خوانه د مار سر راپورته کړي او ناپاک پوځ پرې د کليو د تخليې له پاره خطا خطا توپونه و وروي ،
څو بې ګناه خلک پرې ووژني او امريکا يي بادارانو ته هم ووايي چې وګورئ مونږ افغاني طالبان نه يواځې له پولې کښته خواته نه راپرېږدو ،
بلکې آن ځايونه يې بره غاړه هم ولو، نور رانه څومره همکاري او خدمت غواړې ، په عين زمان کې لر طالبانو ته د امريکا د بې پيلوټه هوايي
بريدونو په وړاندې له پولې بر ښه مصون ځای هم تامينوي ، څو په مناسب وخت کې بيرته د ماهي لکۍ ښکاره کړي ،راواوړي
او ددوی له خوا ور ښودل شوي قومي مشران او سياسي ليډران ووژني او هم يې د راوښتلو تور په افغانستان ولګوي چې په پاکستان کې
له طالبانو سره مرسته کوي .
هو، د لر او بر طالب د قومي وحدت پر ځای د ددوی ترمنځ د ګډې رهبرۍ وحدت چې ISI ده وجود لري ، څو لر او بر پرې مسلم ليگ
خپلو هدفونو ته ځان ورسوي ، لذا نه اسلام ، نه افغانيت او پښتونولي او نه له امو څخه تر اټکه د لوی افغانستان واحده افغاني خاوره
ددوی د وحدت اساس جوړوي ! تر څو چې دغه د دجّال لکۍ ISI ورکه نشي په افغانانو د جګړې بل شوی اور هم نه ختميږي .
ژوندي دې وي ملي طالب العلمان او ملي ملايان او موليان چې ISI ، مسلم ليک او پنجابي پوځيان يې نشي تيرايستلای !

په درنښت او سلامونو ![/quote:8b1f96232c]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ډیره مننه، دهر افغان مسلمان دیني اسلامي او ملي وجیبه ده چې د افغان مسلمان ولس په دې زبون او ځورونکې حالت کې چې د مختلفو ښامارانو او لیوانو لخوا نه راګیر شوي دي دفاع وکړي، حقایق ووایي او د دښمنانو د شومو دسیسو او پلانونو څخه پرده پورته کړي.
د افسوس خبره داده چې د یوخوا نه بهرني دښمنان ډیر دي او د بلې خوا نه زمونږ داخلیان څوک د فارس لاسپوڅې دي څوک د روس څوک د پنجاب او انګلیس او څوک د امریکا او یهودو ګوډاګیان دي.

د تاریخ پدې حساس پړاو کې زنده باد دې وي زمونږ افغان مسلمان ولس، زمونږ مشران او پوهان.

خورا درنښت او احترام


عادل عادل
14.07.2011

السلام علیکم

[quote:e611ad9e2d]د تاریخ پدې حساس پړاو کې زنده باد دې وي زمونږ افغان مسلمان ولس، زمونږ مشران او پوهان. [/quote:e611ad9e2d]

زنده باد

خدای ج دې افغان وولس او ټول هغه بریمن لري چې افغان ولس یې تر شا ولاړ دی... آمین

خدای ج دې ټول هغه مشران زمونږ له سره نه کموي چې په دین، وولس او وطن یې زړه خوږیژي او پدې لاره کې هیڅ ډول شهرت، قدرت او امتیاز ته منعطف او قایل نه دي .... آمین

خدای دې زمونږ پوهانو ته د پوهې تر څنګ بصیرت او پر ځان باور نصیب کړي..... آمین

د قراني صاحب نه هم مننه چې افغان وولس ، مشرانو او پوهانو ته ارادت لري.


طاهر مسافر
14.07.2011

السلام علیکم
کل حزب بما لدیه فرحون. والله عز و جل اعلم بالصواب.
د ابن حزم علم

وَرُوِيَ إيجَابُ الْغَرَامَةِ عَلَى عَاقِلَةِ الصَّبِيِّ ، عَنِ الزُّهْرِيِّ , وَحَمَّادِ بْنِ أَبِي سُلَيْمَانَ , وَإِبْرَاهِيمَ النَّخَعِيِّ , وَقَتَادَةَ .
وَبِهِ يَقُولُ أَبُو حَنِيفَةَ.
وَرُوِيَ ، عَنْ رَبِيعَةَ ، أَنَّهُ قَالَ : إذَا كَانَ الصَّبِيُّ صَغِيرًا جِدًّا فَلاَ شَيْءَ عَلَى عَاقِلَتِهِ , وَلاَ فِي مَالِهِ وَإِنْ كَانَ يَعْقِلُ فَالدِّيَةُ عَلَى عَاقِلَتِهِ.
وَبِهِ يَقُولُ مَالِكٍ
وقال الشافعي : هِيَ فِي مَالِهِ بِكُلِّ حَالٍ.

په دی علم یی الحمد لله او له خدایه ور ته اجر غواړو.

د ابن حزم د مخالفینو په وړاندی دلیل او تشدد چه انانیت پکی دی.

قال أبو محمد t : فَهَذِهِ مُنَاقَضَاتٌ ظَاهِرَةٌ , وَأَقْوَالٌ بِلاَ دَلِيلٍ , لاَ مِنْ قُرْآنٍ , وَلاَ سُنَّةٍ صَحِيحَةٍ , وَلاَ سَقِيمَةٍ , وَلاَ رِوَايَةٍ ، عَنْ صَاحِبٍ أَصْلاً , وَلاَ قِيَاسٍ , وَمَا كَانَ هَكَذَا فَهُوَ بَاطِلٌ مُتَيَقَّنٌ. وَقَدْ اتَّفَقُوا عَلَى أَنَّهُ لاَ يَجُوزُ أَنْ يُقَاسَ عَلَى الْعَامِدِ , وَقِيَاسُهُ عَلَى الْخَطَأِ بَاطِلٌ لَوْ كَانَ الْقِيَاسُ حَقًّا ; لأََنَّهُ لاَ يُقَاسَ عِنْدَهُمْ الشَّيْءُ إِلاَّ عَلَى نَظِيرِهِ وَمُشْبِهِهِ , وَلاَ شَبَهَ بَيْنَ الْعَاقِلِ الْبَالِغِ وَبَيْنَ الصَّبِيِّ الْمَجْنُونِ أَصْلاً فَبَطَلَ كُلُّ مَا قَالُوهُ وَبِاَللَّهِ تَعَالَى التَّوْفِيقُ. وَقَدْ أَجْمَعُوا عَلَى سُقُوطِ الْكَفَّارَةِ فِي ذَلِكَ عَنْهُ , فَلَوْ كَانَ الْقِيَاسُ حَقًّا لَكَانَ إسْقَاطُ الدِّيَةِ قِيَاسًا عَلَى سُقُوطِ الْكَفَّارَةِ فِي ذَلِكَ أَصَحَّ قِيَاسٍ يُوجَدُ , [u:1f4d8eea7f] وَلَكِنَّهُمْ لاَ النُّصُوصَ يَتَّبِعُونَ , وَلاَ الْقِيَاسَ يُحْسِنُونَ , وَلاَ الصَّحَابَةَ يُقَلِّدُونَ.(ابن حزم، المحلی، كِتَابُ الدِّمَاءِ وَالْقِصَاصِ وَالدِّيَاتِ [u]

دا اخرنی الفاظو ته وګوره چه دری مذهبونه مخالف له نصه، قیاس، او اصحابوبولی. او دادی نو ځکه زما نه خوښیږی. دا یو ظلم دی او یو بوهتان دی چه په تولو حنفیانو مالکینو او شافعیانو یی نا حقه کړی. ته هم داسی یی.
دا لاندی دوه پاراګرافونه د السرخسی دی. وګوره هغه څنګه په سړه سینه باادبه او علمی توګه د ابن حزم خبره رده وی:

وفي كتاب عمرو بن حزم { أن النبي عليه السلام جعل الدية من الدراهم اثني عشر ألفا } ولأنه لا خلاف أنها من الدنانير ألف دينار ، وكانت قيمة كل دينار على عهد رسول الله عليه السلام اثني عشر درهما بيانه في حديث السرقة فإنه قطع في مجن قيمته ثلاثة دراهم بعدما قال : القطع في ربع دينار ، وإنما يكون ثلاثة دراهم ربع دينار إذا كانت قيمة كل درهم اثني عشر درهما .

وحجتنا في ذلك حديث دحيم { أن رجلا قطع يد رجل على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فقضى عليه بنصف الدية خمسة آلاف درهم } ، وقضى عمر رضي الله عنه في تقدير الدية بعشرة آلاف وقد كان بمحضر من الصحابة ولم يحتج عليه أحد منهم بحديث بخلاف ذلك فلو كان فيه حديث صحيح خلاف ما قضى به عمر لما خفي عليهم ، ولما تركوا المحاجة به ثم المقادير لا تعرف بالرأي فما نقل عن عمر من التقدير بعشرة آلاف درهم ، ومساعدة الصحابة معه على ذلك بمنزلة اتفاق جماعتهم على رواية هذا المقدار عن صاحب الشرع عليه السلام ; ولأن الدية من الدنانير ألف دينار ، وقد كانت قيمة كل دينار على عهد رسول الله عليه السلام عشرة دراهم بدليل النص المروي في نصاب السرقة حيث قال : { لا قطع إلا في دينار أو عشرة دراهم } وقال علي رضي الله عنه حين ضجر من أصحابه : ليت لي بكل عشرة من أهل العراق واحدا من أهل الشام صرف الدنانير بالدراهم ، ونصاب الزكاة منهما على أن قيمة كل دينار كانت عشرة دراهم ثم أبو يوسف ومحمد رحمهما الله أخذا بظاهر حديث عمر وقالا : الدية من الأصناف الستة فإن عمر رضي الله عنه جعلها من هذه الأصناف ، وقدر كل صنف منه بمقدار ومعلوم أنه ما كان يتفق القضاء بذلك كله في وقت واحد فعرفنا أن المراد بيان المقدار من كل صنف .

نو اوس وګوره چه د ابن حزم خبره دروغ ده او که نه. ته همهغسی بی دلیله حکمونه کوی چه خدای دی هدایت درته وکړی.
ته د طالبانو د اصلاح لپاره دا خبری کوی؟ ته صف نه ماته وی؟ این راه به ترکستانست.
سلفی او اخوانی المنهجه؟اهل الحدیث و التاویل یو کس؟ ټوکی مه کوه. نو بیا یو هم نه یی.
Logic او منطق: دا لاندی تشریح کړه.
p: All mathematicians wear glasses
q: Anyone who wears glasses is an algebraist
r: All mathematicians are algebraist
(pp∧q→r ≡ (∼(p∧q)∨r)

دا لاندی څه شی دی؟
Formal Language
Propositional Logic
Predicate Logic
Probability Theory
Temporal Logic
FuzzyLogic
ANN-FL
Spatial Logic

دتحقیق میتدالوجی:
دا سی مثال دی راکړی لکه چه ما پښتلی وی چه اصول دی ویلی دی او ته راته ووایی چه بلی دابن حزم المحلی او الماوردی الحاوی کتاب می ویلی.
دا لاندی تشریح کړه.
تحقیق میتدالوجی: research methodology
deductive and inductive logic and reasoning: descriptive, correlational, explanatory and exploratory.

تاریخ:
در څخه کډ سوی او یا دی نه دی ویلی. د بغداد قیصه پریږده د هسپانیی، او هلته د ابن رشد د کتابونو سوځولو او د هغه د کتابونو ویل او نقلول و صلیبیانو ته او بیا د هغوی ورته توسعه ورکولو، قصه وکړه.
ډیره ښه ده چه انګلیسی دی زده ده، نو ځکه می د انګلیسی لغات در ولیږل.

وژل:
ابن حزم وایی:
که څوک اهل تاویل (مسلمان) ووژنی نو هغه قتل خطا دی. نو دا څنګه قتل دی؟
فقه:
داسی ښکاری چه ټکی په ډانګ ولی. او یا خو د حق ویلو سره حساسیت لری. ځانته سلفی وایی خو عمل نه پری کوی. د خدای (ج) له قوله چه وایی: ولا تکتموا الحق څخه مخالفت کوی. هدایه دی ویلی نه ده او بیا هم د پورتنی حنفی کتاب دوه پراګرافونه خو ستا په پورتنی څلورو کتابونو کی نه راځی.
ستا د پوهولو لپاره به درته ووایم: شریعة و منصوص احکامو ته ویل کیږی او فقه دواړه منصوص او اجتهادی احکامو ته (یعنی اجماع، قیاس او نورو مصادر) ویل کیږی. دواړه شریعی او فقهی مسایل اسلامی بلل کیږی.

فرقانی سیب
فکر می کاوو چه ته به خپله مشاجره او مناظره پریږدی. خو بیا هم ته هغه خرک او هغه درک یی. نور نو صرف دا وایم چه و ما علینا الا البلاغ. والسلام علی من اتبع الهدی. ستا د سوال لپاره می د یوه عرب نظر پیدا کړی چه مرجع یی یا شافعی فقه او یا د ابن تیمیه سلفی نظر دی او هغه ستا د سطحی نظر په مناسبت اوچت تللی دی. د نورو ویونکو لپاره به یی ملخص کړم:
زما مقدمه:
جنګ دوه ډوله دی: هجومی او دفاعی. دفاعی جنګ منظم (جبهئی) او غیر منظم (چریکی او ګوریلائی). دا دواړه symmetrical and asymmetrical بلل کیږی. اسیمیتریکال جنګ د دښمن د تضعیف او د جنګ د اوږدوالی لپاره، نه د آنی پیروزی لپاره دی. په دی جنګ کی مدافعین کمزوری وی.
اسلام: دواړه جواز لری. مرجع: سیر او سنن.
د استشهادی عملیاتو شهیدان:
ایا دیه باید ورکړل سی؟ ملاحظه: امنیتی خطر لری او مجاهدین پیسی نه لری.
جواب:
وژلی خلک په څو ډوله دی:
اول: څوک چه له کفر سره وی، او د کفارو دفاع او حمایه کوی:ددی خلکو وینی حلالی دی. دوی لکه کفار داسی دی او دیة نه لری.
دوهم: هغه چه په ایمان یی یقین کیږی او په کفر کی یی شک وی، هغه چه له کفارو سره اوسی او یا ملګری وی: دوی نیم دیة بایللی دی. حدیث او د امام شافعی او ابن قیم نظر. امام شافعی وایی: رسول (ع) ښولی جه دی له داسی کسانو نه بیزار دی. یعنی دیه نلری. دیة ورکول یی تطوع ده.
دریم: مسلمان خو مجاهدین یی په خطا ووژنی. پوره دیة لری.
امینیتی خطر: دا یی مانع نه دی.
بی پیسه او احتیاج: که نن نه سبا دی ورکړی. حسب القدره.
پورتنی حکم په ظاهر بنا دی. اوسنی حال له نوازلو دی. د نوازلو بل حکم دی. دا مختلف جهات لری: اول: نن دفاعی جهاد دی. دا واجب دی. عادی خلک یی نکوی. دوهم: ننی جهاد بی له دی لیاری نسی کیدای. نو دا به غټ تکلیف وی چه دیة یی د مجاهدینو په غاړه سی. واقعیت دادی چه له محاهدینو سره اعانت وسی نه پیسی ځنی واخستل سی. په ځینی عملیاتو کی ډیر خلک وژل کیږی، نو د دیة ورکول به حهاد له سقوط سره مخامخ کړی. د جهاد ادامه واجب دی. نو د دیة ورکول له دی اصل سره تناقض لری. څلورم: د دفاعی جهاد مالی کومک واجب دی. نو څنګه باید دیة ورکړل سی حال دا جه خلک باید مالی کمک وکړی. پنځم: د اهل بغی او هغه متأول چه حرام حلالوی (د عصبیت جنګ) او مرتد دیه نلری: ابن تیمیه. شپږم: ضرورت: مثال یی د هغی کشتی دی جه د غرقیدو په حال کی وی او د یو کس په غرقیدلو خلاسیدای سی، د هغه کس چه پچه یی ختلی وی غرقول حلال دی. د یونس (ع) قیصه. د نن حال همداسی دی چه یا به جنګ کوی خو مسلمانان به پکی وژل کیږی. او یا به چنګ نکوی او نتیجه به یی د کفر تسلط وی. نو کوم به کوی. مسلمان نن ازادی ته ضرورت لری او هغه جنګ غواړی.اووم: د چنګیزانو په وخت کی فتوی. ابن تیمیه وایی: هغه خلک شهیدان دی. نو دیة نه لری.
خاتمه: دا قتل خطا دی او دیة نه شته.
دا د عبد الرحمن بن طلاع المخلف وو.

عربی متن یی دادی:

دية من قتل من المسلمين في العمليات الجهادية بطريق الخطأ

Share

الكاتب : عبد الرحمن بن طلاع المخلف

بعض العمليات الاستشهادية يقتل فيها بعض المسلمين، فهل على ولي أمره دية أو كفارة؟ ومن ولي أمره عصبته أم أميره؟

والرجاء ملاحظة:

أ) ان تسليم الدية لاولياء القتيل من قبل المجاهدين فيه محاذير امنية.

ب) شدة احتياج المجاهدين للمال.

* * *
الجواب:

الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله.

قال تعالى: {وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا}.

المقتول في هذه العمليات الإستشهادية ممن ينتسب للإسلام على أقسام:

الأول؛ من كان مع هؤلاء الكفار، يدافع عنهم ويحميهم:

كحال الشرطة أو غيرهم ممن يقف مع الكفار، فهؤلاء حكمهم حكم الكفار لا دية لهم ولا كفارة ولا كرامة، دمهم حلال على المسلمين.

الثاني؛ من ثبت إسلامه بيقين، وشك في كفره، ويتردد على الكفار، ولم يثبت عندنا كفره ظاهرا:

فهذه له نصف الدية.

كما في الحديث الذي أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي وغيرهم وصححه الألباني رحمه الله - دون ذكر العقل - عن جرير بن عبد الله، قال: (بعث رسول الله صلى الله عليه وسلم سرية إلى خثعم فاعتصم ناس منهم بالسجود، فأسرع فيهم القتل، قال: فبلغ ذلك النبي صلى الله عليه وسلم فأمر لهم بنصف العقل، وقال: "أنا بريء من كل مسلم يقيم بين أظهر المشركين"، قالوا: يا رسول الله لم؟ قال: "لا تراءى ناراهما").

قال أبو داود: (رواه هشيم ومعمر وخالد الواسطي، وجماعة لم يذكروا جريراً)، كأنه يميل إلى أنه مرسل من حديث قيس بن حازم.

وقال الترمذي رحمه الله: (حدثنا هنادٌ حدثنا عبدة عن إسماعيل بن أبي خالد عن قيس بن أبي حازم مثل حديث أبي معاوية، ولم يذكر فيه عن جرير وهذا أصح، وفي الباب عن سمرة وأكثر أصحاب إسماعيل قالوا عن إسماعيل عن قيس بن أبي حازم؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم بعث سرية، ولم يذكروا فيه عن جرير، وروى حماد بن سلمة عن الحجاج بن أرطأة عن إسماعيل بن أبي خالد عن قيس عن جرير مثل حديث أبي معاوية وسمعت محمدا يقول: الصحيح حديث قيس عن النبي صلى الله عليه وسلم مرسلٌ).

قال الحافظ بن القيم رحمه الله: (قال بعض أهل العلم؛ إنما أمر لهم بنصف العقل بعد علمه بإسلامهم، لأنهم قد أعانوا على أنفسهم بمقامهم بين ظهراني الكفار، فكانوا كمن هلك بجناية نفسه وجناية غيره، وهذا حسن جدا).

وعلة إعطائهم نصف الدية؛ أنهم ظاهرا مسلمون لإعتصامهم بالسجود، ولكن لما أقاموا مع المشركين وتركوا الهجرة الواجبة عليهم وكانوا عرضة للقتل من المسلمين لإقامتهم في دار الكفر، كذلك كل من يتردد على الكفار وهو يعلم أنه عرضة للقتل، كما أن الكفار معرضون للقتل، فهذا ليس له إلا نصف الدية، كما في هذا الحديث، لإتحاد العلة بينه وبين من اعتصم بالسجود ليثبت إسلامه مع إقامته في دار الكفر.

قال الشافعي رحمه الله: أخبرنا مروان عن إسماعيل بن أبي خالد عن قيس بن أبي حازم قال: (لجأ قوم إلى خثعم فلما غشيهم المسلمون استعصموا بالسجود فقتلوا بعضهم، فبلغ النبي صلى الله عليه وسلم، فقال: "أعطوهم نصف العقل لصلاتهم"، ثم قال عند ذلك: "إلا أني بريء من كل مسلم مع مشرك"، قالوا: يا رسول الله لم؟ قال: "لا تراءى ناراهما").

وقال البيهقي - كما في السنن الكبرى -: (قال الشافعي؛ إن كان هذا ثبت فأحسب النبي صلى الله عليه وسلم - والله أعلم - أعطى من أعطى منهم متطوعا، وأعلمهم أنه بريئ من كل مسلم مع مشرك - والله أعلم - في دار شرك، ليعلمهم أن لا ديات لهم ولا قود).

القسم الثالث: من قتله المسلمون خطأ في القتال:

فهذا له الدية كاملة كما هو ظاهر الآية.

قال الشافعي: أخبرنا مطرف عن معمر عن الزهري عن عروة قال: (كان أبو حذيفة بن اليمان شيخا كبيرا، فرفع في الآطام مع النساء يوم أحد، فخرج يتعرض للشهادة، فجاء من ناحية المشركين، فابتدره المسلمون فنشقوه بأسيافهم - وحذيفة يقول؛ أبي.. أبي...، فلا يسمعونه من شغل الحرب حتى قتلوه، فقال حذيفة: "يغفر الله لكم، وهو أرحم الراحمين"، فقضى النبي صلى الله عليه وسلم في بديته).

وأخرج الحاكم في مستدركه عن محمود بن لبيد، قال: (لما خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى أحد، وقع اليمان بن جابر - أبو حذيفة - وثابت بن وقش بن زعوراء في الآطام مع النساء والصبيان، فقال أحدهما لصاحبه - وهما شيخان كبيران -: لا أبا لك ما ننتظر؟! فوالله ما بقي لواحد منا من عمره إلا ظمأ حمار، إنما نحن هامة القوم ألا نأخذ أسيافنا ثم نلحق برسول الله صلى الله عليه وسلم، فدخلا في المسلمين ولا يعلمون بهما، فأما ثابت بن وقش فقتله المشركون، وأما أبو حذيفة فاختلفت عليه أسياف المسلمين، فقتلوه، ولا يعرفونه، فقال حذيفة: أبي... أبي... فقالوا: والله ما عرفناه، وصدقوا، فقال حذيفة: يغفر الله لكم وهو أرحم الراحمين، فأراد رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يديه، فتصدق به حذيفة على المسلمين، فزاده ذلك عند رسول الله صلى الله عليه وسلم).

وقال: (هذا حديث صحيح على شرط مسلم ولم يخرجاه).

وأما الدية؛ فتكوت على العاقلة.

قال الشافعي رحمه اللّه: (لم أعلم مخالفاً أن رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم قضى بالدية على العاقلة، وهو أكثر من حديث الخاصة، والأحاديث في ذلك كثيرة جدا).

والدية تسلم لولي الأمر؛ وهم العصبة بإجماع أهل العلم، وتقسم بينهم حسب فرائضهم، لأنها معدودة من الإرث.

وأما مسألة المحاذير الأمنية:

فعليكم بالإجتهاد في تسليمها بالطرق التي لا تسبب لكم مشاكل أمنية، والأمر - والله أعلم - ممكن وليس بصعب، وعليكم أن تتقوا الله ما استطعتم.

وأما شدة احتياج المجاهدين للمال وعدم قدرتهم على دفع الديات:

فمعلوم أن الشرائع مبناها على العلم والقدرة، فإن لم تقدروا الآن على دفع الدية؛ فمتى ما قدرتهم على ذلك فعليكم بدفعها إلى العصبة، وعلى من كان سببا في القتل صيام شهرين متتابعين - كما هو ظاهر الآية -

هذا الكلام كله في ظاهر حكم الشرع، ولكن للنوازل حكم آخر لا يعلمه كثير من الناس، فياخذ طرف من أدلة الشرع ثم يحاول أن ينزلها على هذا الواقع دون النظر إلى حقيقة الواقع والأدلة الأخرى التي تنازع الظاهر الذي احتج به.

هذا؛ وأعلم أن الكلام في هذا في عموم المسألة.

ولكن هناك نظر يجب أن ننتبه له من عدة جهات:

الجهه الأولى: ان الجهاد اليوم جهاد دفع، والواجب على جميع المسلمين قتال الكفار، ومثل هؤلاء الذي يقتلون من المارة غالبهم لا يقاتل الكفار.

الثانية: أنه لا يمكن الجهاد اليوم - أي جهاد الكفار الواجب المتعين - إلا بمثل هذا القتل، فمن الحرج العظيم تحميل المجاهد المقاتل في سبيل الله ونصرة دين الله تعالى ديات من يقتل في هذه العلميات، مع أن الواجب إعانته بالمال لا أخذ المال منهم.

الثالث: أن في بعض العمليات يقتل كثير من المسلمين ولا يمكن وقف العلميات بسبب هذه الأمر، وهذا يقتضي دفع مبالغ كبيرة لأهل هذا المقتول، وهذا يسبب عبء كبير على المجاهدين، مما قد يتسبب في وقف الجهاد في سبيل الله، والأصل أن الجهاد يجب قيامه واستمراره، وانه يجب بذل النفس والمال لإقامته، وتسليم الديات بهذه الصورة يناقض إقامة الجهاد.

الرابع: أجمع أهل العلم على فرضية جهاد الدفع عينا وتعين الإنفاق في سبيل الله في جهاد الدفع، ومثل هذا المال لا شك سيؤول إلى عصبة المقتول، وهم عليهم الجهاد في سبيل الله بكل ما يستطيعونه، فكيف يدفع لهم المال والواجب عليهم دفع عين هذا المال للجهاد في سبيل الله؟!

الخامس:

قال شيخ الإسلام بن تيمية رحمه الله: (ونظير هذه المسألة؛ ما أتلفه أهل البغى المتأولون على أهل العدل من النفوس والأموال، هل يضمنون؟ على روايتين، إحداهما؛ يضمنونه جعلا لهم كالمحاربين وكقتال العصبية الذى لا تأويل فيه، وهذا نظير من يجعل العقود والقبوض المتأول فيها بمنزلة مالا تأويل فيه، والثانية؛ لا يضمنونه، وعلى هذا إتفق السلف - كما قال الزهرى - وقعت الفتنة واصحاب رسول الله متوافرون، فأجمعوا؛ أن كل دم أو مال أو فرج أصيب بتأويل القرآن فلا ضمان فيه، وفى لفظ؛ الحقوهم فى ذلك بأهل الجاهلية، ولهذا لم يضمن النبى أسامة دم الذى قتله بعد ما قال "لا إله إلا الله"، لأنه قتله متأولا، أى أنهم وإن إستحلوا المحرم لكن لما كانوا جاهلين متأولين كانوا بمنزلة أهل الجاهلية فى عدم الضمان وإن فارقوهم فى عفو الله ورحمته، لأن هذه الأمة عفى لها عن الخطأ والنسيان، بخلاف الكافر فإنه لا يغفر له الكفر الذى اخطأ فيه).

هذا إذا كان في قتال محرم - وهو قتال الفتنة - لا يأخذوا بالدم والمال والفرج، فكيف إذا كانوا مجاهدين في سبيل الله في قتال الدفع ويشق عليهم أعظم المشقة دفع مثل هذه الديات في وقت هم أكثر الناس حاجة لهذا المال؟ بل الواجب علينا جميعا أن نعينهم بالمال لإقامة الجهاد وإخراج الكافر من أرض المسلمين.

السادس:

قال شيخ الإسلام بن تيمية رحمه الله: (وكذلك المرتدون إذا صار لهم شوكة فقتلوا المسلمين وأصابوا من دمائهم وأموالهم، كما إتفق الصحابة فى قتال أهل الردة أنهم لا يضمنون بعد إسلامهم ما أتلفوا من النفوس والأموال، فإنهم كانوا متأولين - وإن كان تأويلهم باطلا - كما أن سنة رسول الله المتواترة عنه مضت بأن الكفار إذا قتلوا بعض المسلمين وأتلفوا أموالهم ثم أسلموا لم يضمنوا ما أصابوه من النفوس).

وهذا في تأويل باطل للمرتدين ومع ذلك لم يضمن المرتدون دماء المسلمين ولا أموالهم، فكيف بتأويل صحيح في مثل حالكم اليوم؟ فمن العنت تحميلكم هذه الديات وأنت تقاتلون من أجل هؤلاء المسلمين.

سابعا: {فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنْ الْمُدْحَضِينَ}.

قال ابن عباس: (هو الموقر أي المملوء بالأمتعة، {فساهم}؛ أي قارع، {فكان من المدحضين}؛ أي المغلوبين، وذلك أن السفينة تلعبت بها الأمواج من كل جانب، وأشرفوا على الغرق، فساهموا على أنّ من تقع عليه القرعة يلقى في البحر، لتخف بهم السفينة، فوقعت القرعة على نبي اللّه - يونس - عليه الصلاة والسلام ثلاث مرات، وهم يضنّون به أن يلقى من بينهم، فتجرد من ثيابه ليلقي نفسه، وهم يأبون عليه ذلك...).

فحالكم اليوم كحال أهل السفينة، فأنتم بين أمرين؛ إما أن تتركوا الكافر الصائل يعيث في داركم فسادا بحجة عدم قتل المسلمين، وإما أن تقاتلوه مع قتل بعض المسلمين، وليس لكم غير هذا الطريق، فكيف تأخذون بما أنتم مضطرون إليه؟

ثامنا:

قال شيخ الإسلام بن تيمية رحمه الله: (فإن الأئمة متفقون على أن الكفار لو تترسوا بمسلمين وخيف على المسلمين إذا لم يقاتلوا؛ فإنه يجوز أن نرميهم ونقصد الكفار، ولو لم نخف على المسلمين جاز رمى أولئك المسلمين أيضا فى أحد قولى العلماء، ومن قتل لأجل الجهاد الذى أمر الله به ورسوله هو فى الباطن مظلوم كان شهيدا وبعث على نيته، ولم يكن قتله أعظم فسادا من قتل من يقتل من المؤمنين المجاهدين، وإذا كان الجهاد واجبا، وإن قتل من المسلمين ما شاء الله فقتل من يقتل فى صفهم من المسلمين لحاجة الجهاد ليس أعظم من هذا).

فإذا كان المجاهد في سبيل الله تعالى ليس له دية، فهذا في حكم المجاهد لا دية له، لأنه قتل من أجل دفع الكافر الصائل، وهذا حقيقة مقتضى قواعد الشرع والقياس الصحيح ومفتضى الواقع الذي أنتم فيه.

لذا ما أراه؛ أنه لا يجوز اليوم - كما هو حالكم - أن تدفع دية لأهل المقتول، فأنتم في أشد الحاجة لمثل هذا المال، ثم إن أهل المقتول وجب عليهم الإنفاق في سبيل الله من صريح مالهم، فكيف بدية قتيلهم الذي قتل من أجلهم؟ هذا لا يستقيم أبدا لا في شرع ولا عقل.

والله أعلم

فرقانی سیب
دا زما او ستا اخره مکاتبه ده.
والسلام[/u:1f4d8eea7f]


پتوال
14.07.2011

[quote:0aaf9972c1]ګوره پتواله پام کوه په خيزونو کې دې ملا ماته نشي چې بيا دې دوا نشي کېدی
اونه به دې کوم طبي ډاکتر علاج کولو ته حاضر شي ، مځکې ته ګوره ټوپونه
مه وهه !!!!!!! [/quote:0aaf9972c1]
د مسلمان افغان ولس پر ما او تا دا حق دی چې سياست ور سره ونکړو، په حقيقت يې وپوهوو، د حق لوري ته يې وخوځوو :
که د بهرنيانو له وتلو سره سم ملي سوله وشي د سولې حکومت [color=blue:0aaf9972c1]د يو بېطرفه شخصيت په مشرۍ جوړ شي [/color:0aaf9972c1]په کوم کې
چې ٣٠٪ طالبان، ٣٠٪ داوسني حکومت ګډونوال او ٤٠٪ بېطرفه ملي شخصيتونه وي نو هيواد به وژغورل شي کۀ نه داځل به
دا وطن د ګاونډيو په لاسوهنه دومره خراب، دومره وران ويجاړ او دومره قبل الميلادي پيړيو ته ستون شي چې مه يې کوه پوښتنه !
ددې له پاره دواړه خواوې لومړی د هغوی له بادارانو څخه آزادول غواړي ، که نه د يوۀ بادار هم خپل غلامان نه ازادوي ! ددوه غلامو ډلو
څخه د يوې يا بلې ډلې په مشرۍ عبوري حکومت جوړولو نه نتيجه ورکړه اونه يې ورکولای شي نو تکرار يې د احمقانو کار دی ،
برعکس داسې آزاد او بېطرفه حکومت بايد رامنځته شي چې د بهر غلامې ډلې هم د بهرني لاس له منګولو څخه خلاصې کړي او
په سوله ييز ملي حکومت يې برخمن کړي .له دې پرته به هيواد له ورانېدو او بالاخره له تجزيې سره مخامخ کړي .
په زور کلي نه کيږي ، زور صرف اشغالګر تجربه کوي چې بله لاره نه لري، هغه داخلي ډلې چې د افغانانو په وړاندې له زور څخه کار اخلي
هغه حتماً په کوم بهرني زور تکيه لري لکه خلق و پرچم او طالبان چې په زور رامنځته شول او په زور چپه هم شول،
بهرنۍ تکيه ګانې يې هم رسوا رسوا شوې او هغه شرايط هم له منځه لاړل چې امريکا د طالب پلوی کاوه ، څو د پاکستان له لارې
د مرستو په رسولو سره ټول افغانستان د خپل حاکميت لاندر راولي . نه ايران او نه نور ګاونډيان آن تر روسيې پورې دې ته اجازه ورکوي
چې طالبان دې په يو اړخيز ډول يوځل بيا په ټول افغانستان مسلط شي او نه هم د پخوا په څير امريکا دا تيروتنه تکراروي، دا په داسې حال کې ده
چې ټول تجزيې ته لار پرانيزي او د پاکوستان په شمول هر يو د افغانستان تجزيه غواړي .
نو ورونو، د جهالت تر دغه آخرني بريده پورې د تګ نتيجه د افغانستان له تجزيې او نابودۍ پرته نور څه کېدای شي ؟؟؟؟؟؟
آيا د يوۀ اشغالګر شړل او د بل اشغالګر مخه نيول سره اړين نه دي ؟؟؟؟؟؟


م . ق
15.07.2011

سلامونه افلاطون صیب،
بیا دې ځان هسې تکلیف کړې او بې فایدې اطناب دې کړی دی، ما درته مخکې ویلي وو چې زه دې پیري نه منم، خو ته بیاهم په نیمه پوه نه شوې.

چې عقیده دې د اهلسنت والجماعت نه وي چې هرڅومره په دین کې تفقه ولرې اسلام دې مشکوک او غیر معتبر دی،
دغرب مستشرقین هم د اسلام په دین کې تفقه لري ایا هغوي مسلمانان بللی شو؟
هغه څوک اهلسنت والجماعت نه دی چې عقیده یې د اهلسنت والجماعت د لویو امامانو لکه امام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد ابن حنبل په شان نه وي،

چې عقیده یې د ابو منصور ماتریدي ابوالحسن اشعري جارالله زمخشري، ابن رشد، ابن سینا او نورو فیلسوفانو او کلامیانو وي اهلسنت والجماعت نه دی که هرڅو یې د اهسلنت فقه منلي وي، ځکه په فقه څوک اهلسنت کیږي نه، اساسي شی په اسلام کې عقیده ده. که په فقه څوک اهلسنت کیدلاﺉ نو ابن رشد هم غټ فقیه او قاضي وو خو د اندلس علماء کرامو ټولو پرې د کفر او الحاد فتوی ورکړه او ټول کتابونه یې ورته وسوزول او د اندلس د موحدینو دریم خلیفه يعقوب بن يوسف المنصور بالله د اندلس نه وشړلو ځکه چې په اسلام کې یې تحریف شروع کړی وو، د افلاطون او ارسطو فلسفه یې په اسلام کې راننویستله ځکه نو د مسلمانانو د عام عتاب او شتاب لاندې راغلو.

دا دې د ابن رشد تاریخ شو چې تا یې پوښتنه کړې وه.
هیله ده چې ته اسلامي او عربي تاریخ یوځل بیا وګورې چې منطق او فلسفه د چا لخوا نه راغله په کوم وخت کې راغله چا وژباړله او بیا ترینه کوم ضال او مضل متکلمین او فلاسفه وزیږیدل چې اسلام یې دړې وړې کړو، که هغوي نه واﺉ نن به زما او ستا دغه بحث هم نه وو بلکه ستا به هم سمه دمه د اهلسنتو عقیده وه.

ددې څخه انکار نه شې کولاﺉ چې منطق او فلسفه د یونانیانو ارسطو او افلاطون نه راپاتې ده، د عباسیانو د دور نه مخکې په مسلمانانو کې دغه ضال او مضل علم موجود نه وو، ښه شوه چې تاتاریانو د بغداد کتابخانې ټولې دجلې او فرات ته واچولې ګنې نن به یو مسلمان هم نه وو پاتې ټول به فیلسوفان او منطقیان وو، د الله په ذات کې به یې هم د خپل قاصر او ناقص عقل مطابق منطق چلولو.

[u:058565f7c9]فقهاء او امامان:[/u:058565f7c9]
امامان ټول مجتهدین دي، دوي په خپل اجتهاد کې کله حق ته رسیږي او کله نه رسیږي او امام ابن حزم هم د هغوي څخه یو دی، خو ته لا د امام درجې ته نه یې رسیدلی چې په هغه امام د بطلان حکم وکړې چې د تاڅخه ډیر د مخه په خیرالقرون کې تیر شوی دی.

زه چې کله اخوانی المنهج یادوم نو مراد مې ترینه د هغوي سیاسي تګلوری او کړنلاره ده، عقیده او سیاست دوه بیل شیان دي او په خپل مینځ کې تضاد نه لري ځکه نو یو کس سلفی العقیده اخوانی المنهج او افغانی الملیة کیدلاﺉ شي خو که ژور تفکر او تفقه ولري.

[u:058565f7c9]Logic او منطق:[/u:058565f7c9]
لاجک د منطق لفظي معنی ده او دې لاجک ته ستاسو اصطلاحي منطق نه شو ویلي.
Logic عام دی، هرهغه شی چی د عقل په بنیاد وي هغه لاجیکل دی، بیا لاجک ساینسې فارمولې هم دي او د کمپیوټر لینګویج هم دی، ځکه مې درته ویلی وو چې د جدیدې ټنکنالوژۍ یعنې کمپوتري لاجک په فنډامینټلز کې ما ستا د زوړ منطق اصطلاحات نه دي لیدلي.
جدید لاجک یا لفظي لاجک او ستا پخوانی منطق ډیر فرق سره لري او تا چې کوم مثالونه راوړي دي ټول د جدید لاجک مثالونه دي.
پخوانی منطق یواځې په خبرو کې تعقل او عقلي نتایجو ته وایې خو جدید لاجک بیا عام دی یو لفظي لاجک دی چې د انګلش یو لفظ دی چې د عقلي وجې په معنی دی د مثال په ډول یو څوک وایې چې ددې شي لاجک څه شی دی یعنې ددې عقلي وجه څه ده یا عقلي فلسفه یې څه ده او بل ساینسي لاجک دی چې هغه بیا ساینسي فارمولې معادلې او د ټکنالوژۍ لینګویج دی.

[u:058565f7c9]تحقیق میتدالوجی : Research Methodology[/u:058565f7c9]
بیا هماغه خبره ده، reasoning او logic دواړه تعقل او استدلال ته وایې کوم ته چې لفظي منطق هم ویلی شو خو دې لاجک نه مراد ستاسې زوړ فرسوده اصطلاحي منطق نه دی چې یواځې د خبرو او نطق پورې محدود دی بلکه دغه تعقل او استدلال لفظي هم کیدلاﺉ شي او ساینسي هم.
اوس چې چیرته د logic او reasoning ذکر راځي نو تاسو به ترینه خپل زوړ منطق فهموﺉ ځکه حبک الشئ یعمي ویصم.

تا ویلي چې:
[quote:058565f7c9]فکر می کاوو چه ته به خپله مشاجره او مناظره پریږدی. خو بیا هم ته هغه خرک او هغه درک یی. نور نو صرف دا وایم چه و ما علینا الا البلاغ. والسلام علی من اتبع الهدی[/quote:058565f7c9]

تا فکر کاوه چې دومره زر به د فلاسفو متکلمینو، معطلو معتزلو او مؤولو کلمه ووایم، د اهسلنت والجماعت او څلورو واړو امامانو سالمه اسلامي عقیده به پریږدم، زه ولې د حق او اسلام لاره پریږدم پداسې حال کې چې تا د باطل او شیطان لاره نیولې ده، باید ته خپل ځان ته د هدایت سوال وکړې او مونږ یې هم درته کوو، الله دې اهلسنت او صحیح سني کړه، عقیده د ایمان سره مستقیم تړاو لري ځکه نو د ایمان سوال ډیر ډیر کوه.

[u:058565f7c9]د دیت به هکله فتوی:[/u:058565f7c9]
تا چې کومه فتوی د یو نامعلوم او غیر معتبرې منبع څخه راکاپي کړې ده هغه صرف د دیت په باره کې ده، دلته سوال دیت نه دی چې د دیت مستحق ګرځي او کنه او دا چې دیت باید ورکول شي او کنه بلکه سوال دادی چې د ولسي بې ګناه مسلمانانو وژنه په کوم شرعي دلیل روا ده؟؟؟؟؟
کوم دلیلونه چې په فتوی کې ذکر دي ټول لکه د چنګیزیانو د فتوی غوندی دلیلونه دي چې دهماغه پخوانې زمانې د حالاتو او شرایطو سره سمون خوري کوم چې پدې دلالت کوي چې د مسلمان وژنې نه پرته بله لاره ممکنه نه ده چې کافر ووژل شي خو په اوسني شرایطو کې د مسلمان وژنې نه بغیر هم قتال او جهاد کیدلاﺉ شي نو مسلمان وژنې ته اصلا بیخې اړتیا نشته مجبوري او لاچاري خو څه کوې.
بله خبره دا چې زما سوال تر ډیره سیاسي دی شرعي نه دي او هغه دا چې طالبانو په کوم ځای کې امریکایان یا انګلیسان وژلي دي، هغه دې ولس ته وښایې ترڅو د خلکو قناعت حاصل شي چې واقعا ددوي هدف جهاد دی اود بهرنیو استخباراتي کړیو په لارښونه هدف د افغانستان ورانول یا د عام ولس وژنه نه ده.

اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطال باطلا وارزقنا اجتنابه.
والسلام علی من اتبع الهدی والتقی والعفاف والغنی


Ahmad shah
15.07.2011

[quote:05f4a61710]چې ٣٠٪ طالبان، ٣٠٪ داوسني حکومت ګډونوال[/quote:05f4a61710]
پتوال صیب ستاسو سیاسي ګروهې ته په پام سره، ددې خبرې معنی مو دا ده
چې ګنې تاسو isi ته په حکومت کې ۳۰٪ ونډه ورکوئ!!!!
که زه په دې اند وای چې طالبان د isi په ریموت څرخي نو ۳۰٪ څه چې په
۳٪ ونډې ورکولو به هم نه وای قانع شوی!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more