ادبي ټوکې ټکالې
SADEQ MUSALMAN
05.05.2011
هوتک صيب له مبارکۍ نه مومننه کوم.
چای، کيکان اوډوډۍ واړه ستاسوله پاره دي.
هسي پرې بسم الله که.
داسي يې وخوره لکه دبل درې واره.
اوبياداړم ګفټ يوځل په ټول افغان کي چارګام کړه چې هضم شي.
مننه
عبدالوكيل
05.05.2011
هوتکه پروګرام خو د صادق او کامل دی ،
خو دا د خوړی سیستم یی انګریزی سیستم دی اعنی هر سړی د خپلی خوښی دی چی څه شی یی زړه غواړی د خپل ځان خدمت دی پخپله کوی .
نو تاته به زه په خپل لاس سپیشل یو ګلاس چای هغه ستاسو په اصطلاح (درپخی کړم) او د بیری شاتو سره یی نوش جان که .
[img:b57b3ecf3b]http://www.bntalex.com/up/uploads/images/domain-564c883b38.jpg[/img:b57b3ecf3b]
هوتکه شات هم ګوره خالص او اصیل شات دی ،
قدوسی صاحب یی د نورو صفتونو ترڅنګ دا هم وویل چی تازه راغلی .
Kamil
05.05.2011
له ټولو ورونو نه يو جهان مننه.
خاصتا له ګران او محترم پښتون څخه ډيره ډيره زياته مننه چى هميشه يى زه تشجيع كړى يم او له ما سره يى
په ډير اخلاص كومك کړيدی، له ما سره داسى كلمى نشته چى زه ستاسو او بالخصوص دپښتون ورور مننه اوكړم له ټولو څخه بيا هم مننه چى له مونږ سره په دى پروګرام كى شريك شوۍ او زمونږ حوصله افزايي مو اوكړه.
هوتک
05.05.2011
ټولو وروڼو ته سلامونه.
ښه صحت مو غواړم عبدالوکیل صیب اوس چه فورم ته راغلم ۱۱۷ کسان پر چای ناست وه له ځان مې وویل ولاکه خو هوتک تاته یو ګیلاس هم درپاتې وی دابه ټول دوی خلاص کړی وې یو ناڅاپه مې پرخپل اسپیشل چای باندی سترګې ولګیدی بیا ډیر خوشحاله سولم ماویل ځه یار دې خدای ج لری.
یو جهان مننه عبدالوکیل جانه.