د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

رښتینی
30.03.2011

دبشری صاحب ددی موضوع درۍ ګټې :

۱ د زهیرشینواری راپیدا کیدل او فعالیدل .
۲ دټوکو په بحثخونه کی ګټوره موضوع رامنځته کیدل .
۳ او دی فورم ته زما راستنیدل :)


عنوان

tandar
30.03.2011

حامد صيب ستړې مشې
وه وروره لږ خو به دې صبر کړې و زما درې شيان دې ډير ژر راته ٢ کړل :roll: :roll: :roll:
اوس به نور فکرونه کوم چه ٣ شيان پيدا کړم :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
داکټوازيان به چه هند ته لاړل ٣٠ کاله ورسته به راغلل، کوم بچې به چه ترې پاتې و هغه به ټول غټ سړې وه او ده به نه پيژندل ،ښځې به ې هم دوه سوکان ورته ورکړل چه زه خو دې يواځې زړه کړم اوس څه کوې چه راځې؟ :roll: :roll:
مګر دلته ستالپاره سوکان نشته :roll: ددې لپاره چه دمسافرې دې ډيره ونکړه ټول درته ښه راغلاست وايو :roll:
دکټوازيانو په هکله څوک خفه نه شې ،زما يو مامور و پلار ې ٢٨ کاله بعد وطن ته راغې چا ورته ويلې وه چه ځوې دې مامور او په کابل کې دفتر دې،نوکله چه دفتر ته راغې او له خپل ځوي څخه ې د ځوې پوښتنه کوله ،نه ې پيژنده چه له ځوې نه مې پوښتنه کوم :roll: :roll: :roll:
داټوکې نه دې خاطرې دې :roll: :roll:
زما تخلص بايد اصل کې خاطرې وې :roll: :roll: :roll:
تربيا٠


خیریوسی
31.03.2011

ورڼو سلامونه وړاندی کوم اعنی السلام علیکم !

درې شیان هیښونکی دی
- 24 ساعته وطنمل صاحب دفورم څار .
- دهیښ صاحب هیښونکی لیکنی .
- دزین ګل دتعلیم څخه تیښته .

درې شیان نور هم عجبه دی
- دکور ښه لوکس ډیزاین او دتشناب کموډ دقبلی ولور ته جوړول .
- دذه کړه بیله تربې
- خپل ملکیت وبل ته په ګروی ورکول .

--


عادل عادل
31.03.2011

السلام علیکم

زما سره به دا ګران حامد ورور څوک په خولا کړي، ډېر وخت دی چې زما څخه زړه بدی دی :( ، دا زما غاړه او دا هم رسۍ.

بشري صاحب

زه چې خپلې شمېرې څومره هم تجزیه کوم نو پوره درې درې نه ترې جوړیژي، بس په خندا خندا ترې بیرته لاس په سر شم :)


عنوان

tandar
31.03.2011

عادل صيب سلامونه
صلحه دخداې ،ج، خوښې ده
زه خپله حامد صيب ته دافغانستان له غرونه زيات احترام لرم او راته ګران دې نو ځکه کله کله ټوکه ورسره کوم
اميد دې چه زمونږ ټولو دخوښې په خاطر دې صلحې ته حاضر شې او شايدزما خبره ځمکې ته ونه غورځوې ،او زه باور لرم چه دا کار به وکړې
که ستا پخلاينه ټوکه نه وې :roll:
مننه٠


زرین ګل
02.04.2011

اسلام علیکم زما زرین ګل سلامونه دتولو پوهانو دانستګانو ګرانو مشرانو ته ورسی ګی زه ښه یم تولوته دعاګانی کوم زماملګری چې چ دلته نوشتی کوی راته وییل چید دټول افغان کمبیټر پوه اوتاسیل کرده لیکوالان ستا پښتنه کوی اویادویدي چط ته څهشو ی زه به کار اوبار کی ډیر مسروپ یم او په کمپیټر کې نوشته هم زما یوه ټوله مکمله ورځ نیسی دسړتوب اوغریبی نهمی باسی بل داچی زما تبیت ځینو پوهانو مشرانو ورنو خراب کړ اوس نیم خپه چی تیر شول تیرشول اوس بیا راغلم چې خپل دوااوسلام اوخپل خبردرکړم چي زه شکر دخدای تالادی ښه یم که وشو انشالله دیو ملګری سره یودوکان دنجاری جوړم تاسی دواکوی اونوشته کول رانه مغواړی په لوی خدای تالامو سپارم اودواګانی راته کوی چی ددکانکارمی سم شی اد بلچا دمزدوری نه می الله پاک دخپل حبیب دروی په برکت خلاص کړي ځما ملګری چې هرورځ دلته نوشته کوی خو په قران یی کسم یی راکړی چی نوم یی نوشته نکړم هم تاسو ټولو پوهانو مشرانو ته سلاموایی اوخندانه نژدیدی چی خدای نخاسته مړشی وسلام په درناوی ستاسو یودواګوی ورور زرین ګل


bette
02.04.2011

زرین جان اوټولو ملګروته سلام !

یاره زرینه ! ته وا نو موږ خو بیخی د بین الملل په کوم مرکزی بانک
کی په زرها ډالره یا یورو تنخوا اخلو ؟!

وروره دلته ډیرۍ ملګری دکانداران دی (کوم ملګری چی له دکانداری لوړ مقام
لری هغه دی نه خپه کیږی)ما په خپله په یوه دکان کی مږدوری کوله په والله چی
له هغه دکانه یی هم اوس وشړلم او دربدره ګرځم دادشکایت په ډول نه بلکی ستا
د تسلی له پاره وایم کوم څښتن چی سا راکړی او ژوندی سری (حیوانان) یی پیدا
کړی یو هغه به روزی هم خامخا راکوی .

زرین جانه مه ډیر خپه کیږه او مه ډیری منډی وهه یواځی کله کله ټوله افغان ته
یوه منډه راکوه ستا دپښتو بیل او ښکلی سبک می ډیر خوښ شو !! که دی لیکنو
ته دوام ورکړ د شپون سبک به له خلکو هیرشی .

په مینه اوبیا په مینه


لقمان
02.04.2011

ټولو ته سلامونه
خاصتا ډګروال صیب ته!

بشري صیب ریښتیا هم ډیر ښه کورت دې رامیدان ته کړي خو دا چې معترض صیب زه هم په کې یاد کړی یم (لا یسعني إلا أن أقول: شكرا) :)
دا خو به منې :D

او په ضمن کې زرین ګل ته هم ښه راغلاست وایم، ماته داسې ښکاري چې زرین ګل د پښتو ټایپنګ په ډسکټاپ کمپیوټر زده کړی، او دا لیکنه یې په لیپ ټاپ کړې. :)


۰
13.04.2011

السلام علیکم
ورونو تاسی دری دری شیان لیکل پیل کړی نو زه به هم یو څو دری ګونی در وتوغوم:

فورم کی می د دری لیکوالانو لیکنی ډیر خوښی دی
مومن مهاجرصیب
تندر صیب
نوروزخان صیب

دری کسان یی نه لری
۱: ابوخلیل قدوسی صیب اولاد نه لري
۲: کامل صیب حوصله [صبر] نه لری
۳: ........اخلاق نه لری

دری لیکوالان له ټوکو مستعفی شو
۱: محمدزمان هوتک صیب
۲: س افغان صیب
۳: قریش صیب

دری لیکوالان له ټوکوڅخه نه صبریږی
۱: پښتون صیب
۲:تندر صیب
۳: زه چپرهاری

دری لیکوالان تعمیری لیکنی کوی
۱:عبدالکریم حلیمی صیب
۲: حامد صیب
۳: لطف الله صیب

دری لیکوالان هڅ نه تسلیمیږی اګر که ملامت هم وی
۱: نوروزخان صیب
۲:وهاج افغان صیب
۳: ددی بل نوم نه لیکم له شره یی ډاریږم

د دری لیکوالانو لیکنی تر اخره لولم او خوند تری اخلم اونه ورسره تنګیږم
۱: نوروزخان صیب لیکنه
۲: مومن مهاجرصیب لیکنه
۳: تندر صیب لیکنه
نوربیا


هوتک
13.04.2011

اسلام علیکم،
چپرهاری صیب داچیرې یې دانځر ګله چه نه معلومیږې؟
خدای ج دی راوله؟
‎[quote:68f865764b="چپلیاری"]السلام علیکم
دری لیکوالان هڅ نه تسلیمیږی اګر که ملامت هم وی
۱: نوروزخان صیب
۲:وهاج افغان صیب
۳: ددی بل نوم نه لیکم له شره یی ډاریږم
‏[/quote:68f865764b]‎
ته ترې ډاریږې خو زه نه ترې ډاریږم دایې پرما؟
‏۳کس یې لرغونی لاروی دی چه دعتیق الله په نامه راګډ شو او وروسته یې نه منل؟
که داسې نده چپرهاری صیب؟‎ ‎


۰
13.04.2011

وعلیکم السلام هوتک صیب ډیره مننه
زه چیری تللی وم چی هلته لپټاپ خو راسره وو خو د تلیفون درینج له ساحی بهر وم نو ځکه .
او دی نه ډاریدو ته دی هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
تر دی می هم دیر خندلی یاره مننه


Kamil
13.04.2011

[quote:2e27c74e33]دری کسان یی نه لری
۱: ابوخلیل قدوسی صیب اولاد نه لري
۲: کامل صیب حوصله [صبر] نه لری
۳: ........اخلاق نه لری[/quote:2e27c74e33]
دا[color=brown:2e27c74e33] دريم [/color:2e27c74e33]كس دى ولى نه دى ليكلى.ته يى ليكى او كه زه يى اوليكم
ستا دجواب په انتظار


۰
13.04.2011

السلام علیکم ورحمةالله
الله دی خیر کړی ورونو ماسره خو لکه چی حساب کتاب پیل شو!!!
کامل خان وروره دا خو می چی په چا ناز چلیږی نو هغه لیکم او څوک می چی ملګری نه وی
نوم یی هم نه لیکم نور به خپله پوهیږی.
او ځه که تاسی یی لیکی نو اجازه ده خو لږ فکر پکی وکړی هسی نه څوک بیګناه ونه ځپی هاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


م
13.04.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
نن چې فورم ته راغلم په ټولو کې دې بحث ډیر خوند راکړ ، خلک وایي غیبت ډیر خوږ وي داخوبه غیبت نه وي ؟
او بله ترټولو مهمه خبره داده چې دلته زما یو لمبر ون یار وه ، قریش صاحب یې نوماوه ، نن چې راغلی یم ډیر مې پسې وکتل هیڅ په نظر رانغی خدای دې ورته خیر پیښوي ، اخر چیرې دی چې داسې ورک نادرکه دی :shock:


حذيفه
13.04.2011

سلام :o :o :o سلام :o :o :o سلام :o :o :o
تر اوږدو تخنيکي ستونزو وروسته .
زما په نه شتون کي درې شيان درو پاڼوته وغزېدل مګر ما بيا هم پکي درې شيان جوړ نه کړل . :lol: :lol: :lol:
زه د درو خلکو له درو عادتونو بد وړم :
د فاضل له شخصيت پرستۍ چي ټول وخت د پلار ليکنې ته هوا ورکوي
د الوزيريه له تعصب
د عرفان وحدت د حقيقت نه منلو له صفته
د درو کسانو ټوکو ته سترګې پر لار يم :
پښتون
قريش
بشري
ددرو کسانو نومونه مي خوښ دي
بيا هم پښتون
تندر
وهاج
نور نو دا هم تاسو او دا هم ...



ع کريم حليمي
13.04.2011

تاسو ټولو ته ښې او ښادۍ غواړم آمین
اعني : فکر خرابئ مه کوه ، د نارینه دا تل درېٖ وي

درنئښت


پښتون یار
14.04.2011

حلیمی صاحب یوه دې وکړه پخه دې وکړه
هاهاها :lol: :lol: :lol:


۰
14.04.2011

چا ویل چی حلیمي صیب ټوکي نه کوي ؟
ومو لیده چی ۶ یی ووهله!
دومره مهم بلکي اهم دري ګوني[ثلاثی مجرد] له ټولو پاتي وو
اخر هم دملاصیب ورپام شو تاسو امیانو نه خو پاتي وو. :) :) :) :)


م
16.04.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په دې فورم کې ددریو ولایاتو په خلکوباندې ملګري ډير لګیږي او مثالونه پرې تیروي .
په لغمانیانو
په کندهاریانو
او کله ناکله په وردګو

زه یقیني که تراوسه پوهیږم چې
چپرهاری
chaparharay
او مومند افغان
یوسړی ده ، دوه دي او که دری دي

دټوکو په دې فوروم کې باید په دریو شیانو بندیز ولګیږي
په بې باکه ټوکو
په بې ټوکو خبرو
اوپه غیبت

که څنګه دوستانو ؟


۰
16.04.2011

السلام علیکم ورحمةالله
هو صیب دا دری سره یو سړي دي
ما د چپلیاري په نوم اکاونټ خلاص کړ بیا ملګرو اعععععععععععععتراض وکړ چی
دا خو چپرهار دي نو تاولي چپلیاري ایښی اګر چي دا اصلا ښه معلوم نده چي
چپلیار دی که چپرهار خو دا چي چپرهار په لیکلو کي خایسته ښکاري نو چپرهار
کړی يي دي لک تورخم چي د رسم الخط دخایست په خاطر طورخم لیکی او تورګل
بیا هم طورګل لیکي .
خیر خو زه هم مجبورشوم او چاته مي دانشو ویلی چي ستايي څه خو زما نوم دی
اخرمي چپرهاری کړ تردي ځایه خوبه دي سرخلاص شوي وي.
بیا مي یو وخت اکاونټ بلاک شو ډیره خواري مي وکړه خو ونشو نو اخرمي زړه
راوپړسیده او په بل نوم هم راته خوند نه راکوه نو بل اکاونټ مي جوړکړ د چپلیاري
دپه نوم ځکه د چپرهاري په نوم خو بلاک شوی وو.
نو بیا وطمنل صیب ته مي سوال زاري کولي خو اخریي اکاونټ راخلاص کړ خو شفر
او شکل يي بدل کري وو نو دچپرهاري نه بیا chaparharay جوړشوی
وو او پدي ترتیب د دوه اکاونټونو څښتن شوم بیا مي دا یو نوم اعني
chaparharay دپخوا پشان سمو لیکنو ته پریښوده او چپلیاري نه مي ددي لپاره
چي دchapaharay سره بیا ګډ وډ نشي اودټوکوټکالو اکاونټ وو نو مومند افغان می کړ .
اوس مهال دا دوه اکاونټونه کاروم چي مومند افغان اوchaparharay
اوس دي سر پري خلاص شو کنه ګوره دا څرګندوني هڅوک نه کوي او پدي لیکنه
به هم زه ډیرو هغو هوښیارانو ته چي په څو نومونو لیکني کوي ښه ساده بوده ښکاره
شوي یم اوښه به يي راپوري خندلي وي خو ما د مجبوریت په اساس دوه کړی نه
په بله موخه نو ځکه يي له افشاکیدلو نه ډاریږم او په ښکاره ناري وهم چي دواړه ځما دي
ستاسي ورور چپرهاری


عنوان

tandar
17.04.2011

اشنا زه دې ٣ ځلې ياد کړې يم ، په ما دې هم دواړه ؟؟ ښه لګيږې او دريم دې خداې پاک راباندې له نژدې وليدل کړه
دې ورځو کې ليکلو ته ډير کم وخت لرم عذر مې قبول کړې
تربيا٠

[quote:247a9ad8b6="مومندافغان"]السلام علیکم
ورونو تاسی دری دری شیان لیکل پیل کړی نو زه به هم یو څو دری ګونی در وتوغوم:

فورم کی می د دری لیکوالانو لیکنی ډیر خوښی دی
مومن مهاجرصیب
تندر صیب
نوروزخان صیب

دری کسان یی نه لری
۱: ابوخلیل قدوسی صیب اولاد نه لري
۲: کامل صیب حوصله [صبر] نه لری
۳: ........اخلاق نه لری

دری لیکوالان له ټوکو مستعفی شو
۱: محمدزمان هوتک صیب
۲: س افغان صیب
۳: قریش صیب

دری لیکوالان له ټوکوڅخه نه صبریږی
۱: پښتون صیب
۲:تندر صیب
۳: زه چپرهاری

دری لیکوالان تعمیری لیکنی کوی
۱:عبدالکریم حلیمی صیب
۲: حامد صیب
۳: لطف الله صیب

دری لیکوالان هڅ نه تسلیمیږی اګر که ملامت هم وی
۱: نوروزخان صیب
۲:وهاج افغان صیب
۳: ددی بل نوم نه لیکم له شره یی ډاریږم

د دری لیکوالانو لیکنی تر اخره لولم او خوند تری اخلم اونه ورسره تنګیږم
۱: نوروزخان صیب لیکنه
۲: مومن مهاجرصیب لیکنه
۳: تندر صیب لیکنه
نوربیا[/quote:247a9ad8b6]


عادل عادل
17.04.2011

السلام علیکم

د دریو د اختلاف عمق له دریو سره پوله/حد نلري:-

د پتوال صاحب اختلاف له طالبانو سره
د وهاج صاحب اختلاف له القاعدې سره
د شهیر صاحب اختلاف له پاکستان سره
---------------------------------------
درې په دریو فخر کوي:-

منیر صاحب په دیموکراسی
شکور صاحب په آزادی
مهمان په دواړو

--------------------------
په دریو د دریو شک بې ځایه دی:-

په سنګر وطن صاحب د کمونستی شک
په الوزیریه ضاحب د سیفو د مریدی شک
په شاهین صاحب د وطنپالی شک

--------------------------------
له دریو سره د دریو هسې لګي:-

د عادل له عبدالسلام صاحب سره
د تندرصاحب له پښتو سره
د وهاج صاحب له سیاست سره

-------------------------------

له دریو سره د دریو پړی مه نیسی:-

له حذیفه صاحب سره د ټوکو
له حلیمي صاحب سره د سیاست
له حامد صاحب سره د اختلاف
------------------------------

د دریو خبرې درې نه لري:-

د لاروي صاحب خبرې محور
د چپرهاري صاحب خبرې لنډیز
د پتنګ صاحب خبرې سرپوښ

-----------------------------
د دریو درې د قدر وړ دي:-

د نوروز خان صاحب احساسات
د حلیمي صاحب مشرتوب
د حامد صاحب اخلاق
------------------------------
درې په دریو نه ارزي

د مذهبي نفاق لیکنې په لوستلو
د نورزي چرندیات په ځوابولو
د بیارغونې برخه په پرانستلو
----------------------------------
نور بیا ............. هیله ده چې څوک به ناراضه نشي :)


۰
17.04.2011

عادل صیب لیکي : دچپرهاري صیب خبري لنډیز نه لري
والله دا خو دي بالکل صحیح خبره کړي خو ددي نو بیا څه علاج
هم شته که هسي دي خپل دري شیان برابر کړي که علاج يي وي
ورته وي ښایه ثواب به دي وشي.


عادل عادل
18.04.2011

السلام علیکم

دروند مومند صاحب اعنې چپرهاري صاحب

افاده په ژبه او قلم دوه بېل څیزونه دي، ستاسو د قلم افاده هغه ده چې تاسو یې په ژبه وایی، که خبرې مو په لنډو جملو او جملې مو په لنډو پرګرافونو کې تنظیم کړی نو بڼه به یې لا پسې خوندوره او د لوستونکي لپاره د نه ستړي کېدو او اسانه استفهام وړ وګرزي.


۰
18.04.2011

عادل صیب خیریوسي الله دي خیر درکړي ان شاءالله کوښښ به کوم
چي جملي مي لنډي کړم او معني يي کامله وي .
دغسي چلونه راښایه مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more