د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

حذيفه
17.03.2011

تندر صاحب ! الله مو تل خندا په برخه لره
په رښتيا هم ډېر مي ورته وخندل مګر يوه څرګنده بېلګه یې داده :
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
***
زده کوونکی : سرښوونکی صاحب ، دالوبيا چي موږ ته راکوي ، ډېره کلکه ده .
سرښوونکي يوه قاچقه پورته کړه ، او زده کوونکي ته ئې وويل، چي داخو کلکه نه ده!
زده کوونکی : اوس خودنه ده کلکه ، ما نيم ساعت ژولې ده .
***

***
ښوونکی : د کښ کولو فعل ګردان کړه ؟
زده کوونکی : ما کښ کړ، تاسو کښ کړ!.
ښوونکی : ولي چپ سوې ، هغه نور څنګه سوه ..
زده کوونکی : نورو ته نه رسېږي ، ځکه ما کش کړ، تاسو کش کړ، بالا پرې سو .
***


خیریوسی
17.03.2011

دڅو هیوادو ډاکترانو دعامو نارغیو اونوی میکروبونو په اړه یوغټ میټنګ جوړ کړی ؤ
هر یوه په خپل هیواد دناروغیو په اړه معلومات وړاندی کوي وار دافغانستان راورسیدی . افغانی ډاکتر ویل زموږ په هیواد کي GHL مکروب زیات نشرسوی دی د GHL دناروغي څخه ونورو نارغیو ته نه وزګاریږو .
ډاکتران ډیر حیران سول چي دا څه ډول میکروب دی .
دافغانی ډاکتر څخه یي پوښتنه وکړه .
ایا تاسو ددې میکروب علاج جوړکړی دی؟
که مو جوړکړی نوم یي څه دی افغانی ډاکتر ورته وویل هو موږ ددې میکروب دپا ره دهغه ضد درمل جوړکړی دی .
نوم یي دی P.P ټولو په یوه سلاناری کړی ویری ګوډ ویری ګوډ .
=GHL جهل
P.P = قلم او کاغذ


عادل عادل
17.03.2011

السلام علیکم :)

که خدای کول ډېر ژر به د افغاني پوهانو له خوا یو بل میټنګ هم جوړیژي تر څو د ghl ویروس د مخنیوي لپاره د TT په نوم افغاني واکسین د تطبیق لپاره کمپاین وشي :) TT= تعلیم او تربیه :)

د TT واكسين لپاره د ټول افغان په بحث فورمونو په تیره بیا د ټوکو په خونه کې ډیر ضرورت پیښېژي، نوموړی واکسین به د PP په پرتله په لویانو کې تر ټولو ډیر موثر پرېوزي. :)

----------------------------------------------------------------------
له بلې خوا یو بل ویروس هم د افغانانو سره لاس او ګریوان دی چې له بده مرغه په ورته نوم یعنی PP سره پېژندل شوی، خام پوهان نظر لري چې PP عبارت دي له People of Pakistan څخه خو ددې خلاف تجربو ثابته کړې چې دا په اصل کې Politicians of Pakistan دي چې د دوی له ضرر څخه پاکستانی ولس هم ښه ورځ نلري، ددې ویروس لپاره هم خدای پاک په خپل حکمت سره په ورته نوم بل TT واکسین او درمل دواړه خلق کړی چې عبارت دي له Tahreek Taliban څخه چې په خپل ذات کې د پورتني TT یعنی تعلیم او تربیې څخه هم غني دي. :)


عنوان

tandar
17.03.2011

خير يوسې صاحب ستاسو په راتګ سره ګوره دا ديره هم بيرته ژوندې شوه ،خو چه همداسې ګرمه پاتې شې؟
زما له ټولو وروڼو هيله ده چه ټوکه بايد چاته راجع نه شې او عام شکل ولرې٠
دمکتب د١١ صنف خاطره ليکم که دچلونکې په تبه نه وې کولاې شې چه ړنګه ې کړې زه نه خفه کيږم مګر دځوانې او دمکتب دهمصنفيانو په ياد د زړه بغ اوباسم٠
غلام حيدرخان دننګرهار څخه چه يو ډير عالم او پوه او خوږ استاد و دتفصير شريف درس راکولو،مګر په يوه سترګه بيچاره ړوند و٠
يوه ورځ صنف ته راغې غوښتل ې چه پوښتنې وکړې ،په عين وخت کې زمونږ يو همصنفې چه په اخر دصنف کې ناست لږ تنبل هم و،ورغږ کړ چه استاده زه يو سوال لرم ،ددې ځواب راکړه بيا تاسې خپلې پوښتنې وکړې،اخر مولوې صاحب ورسره ومنله ٠
روح الله چه پهلوان هم و ورته وويل چه،،،،
مولوې صاحب دا ټوله دنيا چه غ ي ن شې نو ته به چيرته کښينې؟
مولوې صاحب ورغږ کړ چه ،خيريزر خره ،خو زه به هم لکه يو غ ي ن يو چيرته ولاړ ومه :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
کښيناستو ته څه ضرورت پيدا کيږې :roll: :roll: :roll: :roll:
که په چا بده لګيدلې وې بيا دې دښځو مجلس ته لاړ شې :roll: :roll: :roll: :roll: او دلته دې په کې هډوکې نه لټوې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
په دې مسافرې کې مو ارامه پريږدې٠
د٥٠ کالو خاطره ده دابايد لکه اثار موزيم ته لاړه شې :roll:
تر بل ډزه٠


chaparharay
18.03.2011

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :) :) :) :)


زدکړیال
18.03.2011

السلام علیکم
[quote:4f65d6613e]
مولوې صاحب دا ټوله دنيا چه غ ي ن شې نو ته به چيرته کښينې؟
مولوې صاحب ورغږ کړ چه ،خيريزر خره ،خو زه به هم لکه يو غ ي ن يو چيرته ولاړ ومه
کښيناستو ته څه ضرورت پيدا کيږې[/quote:4f65d6613e]
معترض اعتراض کوي چې په دې ټوکې سره تحصیل الحاصل راغلی دغه رنګه تکرار هم شنیع دی ، ځکه داټوکه تندر صاب یو وار مخکې هم کړې وه


عنوان

tandar
18.03.2011

معترض صيب ستړې مشې نوم دې راته نوې ښکارې مګر زوړ يار ې :roll: :roll: :roll:
سړې چه بوډا شې حافظه هم ورسره بوډا کيږې :roll: :roll: :roll:
شايد تکرار شوې وې خو ماهې چه هر وخت له اوبو راوباسې تازه وې :roll:
مننه٠


و.افغان
18.03.2011

معععترض صاحب:
لهجه دې لږه بدله کړه؛ او که نه نو پېژندل کېږې. :wink:
وايي چې يو وخت ظاهرشاه په افغانستان د ملايانو په نيولو پيل کړی وو، نو ځينو
ملايانو په کابل کې ګيرې وخريېلې، د دوی له جملې دوه ملايان سره د ښار په يوې
څنډه کې ولاړ وو چې پوليس پرې راغلل او ترې ويې پوښتل: چې هغه ملايان څه وشول؟
نو دواړو ځواب ورکړ چې: بعععضې داسې لاړل، او بعععضې داسې لاړل، نو پوليسو
ورته وويل چې: تاسې هم له مونږ سره مهربانه شئ، ځکه چې د هغوی ملګري وختئ. :) :)

په درنښت

[quote:154fea9a69="معترض"]السلام علیکم
[quote:154fea9a69]
مولوې صاحب دا ټوله دنيا چه غ ي ن شې نو ته به چيرته کښينې؟
مولوې صاحب ورغږ کړ چه ،خيريزر خره ،خو زه به هم لکه يو غ ي ن يو چيرته ولاړ ومه
کښيناستو ته څه ضرورت پيدا کيږې[/quote:154fea9a69]
معترض اعتراض کوي چې په دې ټوکې سره تحصیل الحاصل راغلی دغه رنګه تکرار هم شنیع دی ، ځکه داټوکه تندر صاب یو وار مخکې هم کړې وه[/quote:154fea9a69]


Re: عنوان

پښتون.
18.03.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:e13c900bd8="tandar"]غلام حيدرخان دننګرهار څخه چه يو ډير عالم او پوه او خوږ استاد و دتفصير شريف درس راکولو،مګر په يوه سترګه بيچاره ړوند و٠
يوه ورځ صنف ته راغې غوښتل ې چه پوښتنې وکړې ،په عين وخت کې زمونږ يو همصنفې چه په اخر دصنف کې ناست لږ تنبل هم و،ورغږ کړ چه استاده زه يو سوال لرم ،ددې ځواب راکړه بيا تاسې خپلې پوښتنې وکړې،اخر مولوې صاحب ورسره ومنله ٠
روح الله چه پهلوان هم و ورته وويل چه،،،،
مولوې صاحب دا ټوله دنيا چه غ ي ن شې نو ته به چيرته کښينې؟
مولوې صاحب ورغږ کړ چه ،خيريزر خره ،خو زه به هم لکه يو غ ي ن يو چيرته ولاړ ومه :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
کښيناستو ته څه ضرورت پيدا کيږې :roll: :roll: :roll: :roll:
[/quote:e13c900bd8]
ځوانانو ټینګ شی او ټوکې ولیکۍ :wink:
هغه د فارسی متل چې هسی [color=red:e13c900bd8]سیاهی لشکر [/color:e13c900bd8]مو جوړ کړی.
او که ستوری زیاتوی. :lol: :lol: :lol: :lol:


س افغان
18.03.2011

slamu alikom
ma kho daa zai oos walida tol afghan kho dalee dai
kho bighair da registeration na naa kigi
kho khaa mazadaar bandaarona paki dee
khwash mo sho aw bia kho da tandar aw hozaifaa tooke dere mazee de
wassalam 


زدکړیال
18.03.2011

السلام علیکم
[quote:9b7ac38b1d]
معععترض صاحب:
لهجه دې لږه بدله کړه؛ او که نه نو پېژندل کېږې.[/quote:9b7ac38b1d]
وهاج صاب ستاپه خبره معترض اعتراض کوي چې دلته هریو لکه چابک شوروا شپاړس نومان لري ، که په نورو یې اړولي وي په مابه یې هم واړوي ، :lol:
بیغمه خدای ده ، بیغمه اوسه


سادات
18.03.2011

زه س افغان صاحب ته هركلى اوشه راغلاست وايم.
او ددوي په چم او ددوي پخپلي لهجه ورته وايم:
خداي مو راوله هركله راسې شه راغلاست

ياره هغه بيټ ورک سو؟؟؟؟؟؟
څه ښه به يي دتبصري په اخير كي وليكل : ستاسو بيټ :cry: :cry: :cry:
ډييييييييير پسي خفه شوي يووووووووووووو.

اوس به معترض ته وخت وركو چي څه اعتراض كوي؟


س افغان
19.03.2011

سلام علیکم
شاغلی سادت صیبه تاسوسکه مننه چه زما شه راغلاستی دی وکئ
او دا خو نو و دیر شه بندار پیل سوی شه خوند ی وکئ او تر بیا خو نو دا د حذیفه ورور او تندر صیب توکی خو داسی خوندونه کی دی چه ته وای سکه درسره ناست دی او بندار کی.
آ شه د الله به امان وسلام


عادل عادل
19.03.2011

السلام علیکم

یو ډېر شوخ شاګرد د مکتب د رخصتی نه وروسته یوه جټه چې په کلیو بانډو به یې بنګړي ګرځول په بایسکل ورسره اخیستې وه، یانې دوپُشته په بایسکل روان وو، ننداره خو ځکه د ډېرې خندا وړ وه چې په عین مسیر د لېسې د آمر او اکثریت معلم صاحبانو هم لاره وه او ټولو د جټې او نوموړي شوخ شاګرد دوپُشته سواري ولیده.

سبا چې شاګردان په صفونو کې ولاړ وو، د لېسې آمر چپړاسیانو ته امر وکړ چې ولاړ شی او ښې ډېرې لمدې لښتې راوړی، چې کله یې لښتې راوړې نو نوموړی شاګرد چې تیره ورځ یې د خیر کار کړی وو، راوغوښت، تر څو یې په لښتو ووهي، شاګرد چې کله آمر صاحب ته راورسید نو یې وویل چې آمر صاحب زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چې له دې لمدو لښتو څخه ټکوری جوړوی که ځنبېل؟


عنوان

tandar
19.03.2011

عادل صيب خداې دې خوشحاله لره مونږ ته دې دشنو لښتو سره دمکتب دوران رايادېږې
واقعې خاطره٠
دکونړ نه زمونږ دوست و حمدالله نوميده ډير غټ غټ بريتونه ې لرل او سخت نسوار ې اچول٠ بيا څارنوال شو خداې دې وکړې چه ژوندې وې
د کابل په ابوحنيفه کې ې درس ويلو
يوه ورځ ې ددرس په وخت کې خولې ته نسوار واچول او معلم هم وليدو ورپسې راغې او ورته ې وويل چه ولې ؟ ددرس په وخت کې دې نسوار واچول؟
او سمدستې ې يوه څپړه ور حواله کړه٠
حمدالله چه ډير ټوکې سړې و معلم ته ې مخ ورواړاوه او ورته ې وويل
استاذه له دې بريتو مې هم نه شرميږې چه څپړه راکوې :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:


س افغان
19.03.2011

سلامونه او نیکی هیلی ومنی
تازه می د یو بل ځای راغلاکړی توکه ده او و دلي می پیسټ کړه
وایي یو سړی په منډه له خپل دوکان څخه راووت او له واره سره یې داسې ټوپونه اوملاقونه شروع کړل چې ټول عالم ورته حیران وو، پدې منځ کې یو خارجی چې ډیرمتعجب شوی وو راغی او ورته یې وویل: زه به ۱۰۰ ډالره درکړم که دې یوځل بیا هم دا کارتکرار کړ. سړي په ځواب کې ورته وویل: په خدای چې ۱۰۰۰ ډالره هم راکړې که خپلې خوټې په څټک ووهم...

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


Re: يو ضروري اعلان واورئ!

پښتون.
11.04.2011

[quote:b5d513f96d="حذيفه"][/quote:b5d513f96d]له څه مودې راهيسي زموږ څو تنه انډيوالان په نوم د قريش , تندر صاحب ورک دي ، موږ له هر سړي دا درخواست کوو چي که دا وروڼه چا وموندل نو هرومرو دي د ټوکو ټکالو خونې ته راولي او يا دي هم د ليدلو په صورت کي په انتظار وروڼو ته خامخا خبر ورکړي .

هر سړی دي دا اعلان تر خپل وس پوري خلکو ته ورسوي او په دې لاره کي دي له موږ څخه خپلې مرستې نه چپوي .
:cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:


Re: يو ضروري اعلان واورئ!

نوروز خان
11.04.2011

[quote:cdd8363dc5="پښتون."][quote:cdd8363dc5="حذيفه"][/quote:cdd8363dc5]له څه مودې راهيسي زموږ څو تنه انډيوالان په نوم د قريش , تندر صاحب ورک دي ، موږ له هر سړي دا درخواست کوو چي که دا وروڼه چا وموندل نو هرومرو دي د ټوکو ټکالو خونې ته راولي او يا دي هم د ليدلو په صورت کي په انتظار وروڼو ته خامخا خبر ورکړي .

هر سړی دي دا اعلان تر خپل وس پوري خلکو ته ورسوي او په دې لاره کي دي له موږ څخه خپلې مرستې نه چپوي .
:cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:[/quote:cdd8363dc5]
پښتون صیب دنادرکو وروڼو نښې خودې نه دي ښودلې ،خلک به یي څه وپیژني چې داتندر دی یا دا قریش دی ، دنادرکۍ په اعلان کې خو مهمه همداده ، لطفا یې که علامې هم ووایئ ،ترڅو یي خلک وپیژني او لاستړلي یي دټوکو خونې ته راولي .
دغه راز که شریني هم اعلان شي ښه به وي ، که څنګه ؟


بشري
11.04.2011

نوروزخانه زما دزړه خبره دي كړې .
په اعلان كي نښي نښاني ښوول شرط دي .
دپښتون دجواب په تمه :

ډګروال غلام محمد جانان (بشري)
په ماسكو كي دسوداګريزو چارو دنړيوال انستيوت دبورډ غړی


هوتک
11.04.2011

[quote:62380d0fe0="بشري"]نوروزخانه زما دزړه خبره دي كړې .
په اعلان كي نښي نښاني ښوول شرط دي .
دپښتون دجواب په تمه :

ډګروال غلام محمد جانان (بشري)
په ماسكو كي دسوداګريزو چارو دنړيوال انستيوت دبورډ غړی[/quote:62380d0fe0]‎
بشری صیب تندرصیب خو په جرمن کې دی هغه به پښتون راپیداکړی؟
خو قریش به ته راپیداکوی؟
‏ ‏‎ ‎‏


پښتون.
12.04.2011

سلامونه ټولو یارانو ته!
دا خو د حذیفه صیب د اعلان تکرار وه چې ما ئې اعلان ور تازه کړ.تندرصیب صیب او قریش خو د فورم مشهوره او پیژندل شوی څیری دي نو د علامو ښودلو ته به ئې اړه نه وي ،خو بیا هم که تاسو وایاست چې نه یو څه نښانئ ئې که وښودل شي نو په موندلو کې به ئې ستونځه نه وي. :wink:
زه به دومره ووایم چې تندر صیب چې ږیره ئې پاکه خریلې ده او کله کله چشمی هم په سترګو کوی او قریش چې ږیره ئې نه ده خریلې او د ږیری رنګ ئې هم سپین ،لږ تور او لږزیړ د نکریځو درنګه دی دا څه موده له فورمه نادرکه دی ،اوس نو یارانو په لټولو کې ئې مټې بروهۍ او بیرته ئې په خوشحالې فورم ته راولې.
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more