د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

محمدزمان هوتک
04.01.2011

سلام ټولوته
دټولو دپښتنو نه به دپښتون ورور دپوښتنی ځواب ووایم دغه کوم ولایت چه مایاد کړی دا ولایت دافغانستان شمالی ولایت شبرغان دی هلته زما خپلوان دی هغه زکات هم داسی باسی
او داسی ټوکی چه تندرصاحب او قریش لیکلی داخوند نه راکوی ځکه څه نه لیکم؟
مننه[/quote]


قريش
04.01.2011

هوتک دی خفه کړو تندرصیب دقندهارنوم به دی نه اخیسته ویلی به دی وه دیوولایت اوسیدونکی... ټول پوهیدو چی کوم ولایت مراد دی؟


هیښ
04.01.2011

سلامونه
[code:1:5802776690]پوښتونه،هوتک اوقریشه وروره هیښ ورو ر اوس پردی شوی دی ځکه چه چوکی ورکړیده [/code:1:5802776690]
ښاغلئ تندرصاحب!
په ما دټول افغان ټول ګډونوال عموماً او ته ، ښاغلئ عبدالسلام ،ښاغلئ پښتون،ښاغلئ قریش،ښاغلئ هوتک او نوروروڼه ډیر ګران دي او زه ډیر خوشحاله یم چې د ټول افغان له برکته مې خپل دزړه او فکر برابر دوستان اوملګري نصیب شول .
په دې خونه کې زما متواتر نه حضور ددې معنی نه لري ،چې ګواکي زما مینه ستاسو سره کمه شوې ده بلکه ځنې وخت داسې څه راسره نه وي چې ستاسو دخندولو او خوشحالولو له پاره ئې ولیکم .
په هرحال په دې ورځو کې دښاغلی هوتک صاحب واده په خیر سره وشو او دزړه له کومی ورته مبارکی او نیکمرغی غواړم .هوتک صاحب خو یوبختور سړئ دئ چې داسې وخت ئې واده وکړچې دوستانو او یارانو دنوي ژوند دپیل کولو په هکله پوره او لازمي مشورې او تجربې ورته بیان کړې اوښه پوره ئې سر خلاص شو،نو فکر کوم چې دکوم مشکل سره به مخامخ نه شي.
خوځنې وخت دبخبرئ له وجهې ستونزې هم په نوی واده کولو کې رابرسیره کیږي ،لکه دالاندې کیسه که بې ادبې هم کیږي په خپله بزرګوارۍ سره مې وبښئ.

دیوه سړي زوئ شپون وو اودپلاررمه به ئې پووله .دادې عاشقۍ اوشیطان وژلو په چلونو ملونو نه خبر وو او نه پوهیده.
هلک ځوان شو ،پلارئې ورته وویل چې واده درته کوم ،ده به ورته ویل چې نه،همدا دمیږو او پسونو غم مې بس دئ اوزه ورسره خوشحاله یم .
دپلار دډیر تکرار او تاکید نه چې واده ښه دئ ،ډیرخوند او لذت لری او ټوله ورځ به خوشحاله وې ،هلک راضي شو چې واده وکړي.
دواده داولې شپې په سهار پلاردزوئ نه پوښتنه وکړه چې زویه څنګه زما خبره رښتیاشوه ،که نه ،چې واده کول خوند لري.
زوئ ورته وویل چې باالکل دروغ ده ،نه خوند شته په کې او نه مزه ،یوتروش پروش شئ دئ .پلارئې پوه شو چې هلک کارخراب کړئ دئ ،نو ئې ورته دکورواله چل ور وښود او ورته ئې وویل چې نن شپه باید دپتوال صاحب په اصطلاح سلائې درنجو کڅوړې ته داخله کړې .دوهمه شپه دهلک پلار په خپله کوټه کې ویده دئ،چې زوئ ئې دروازه ورخلاصه کړه او لوڅ لغړولاړدئ او نارې وهی،پلاره !
!پلاره .
پلارئې ورته وویل چې څه چل دئ ،هلک ورته وویل چې پلاره ستا خبره مې عملی کړه رښتیا هم چې ډیر خوند دئ په کې ،خو اوس دا چل هم راوښیه چې ټول څرنګه په کې ننوزم،چې زیاتره خوند ترې واخلم.

مننه


عبد السلام
05.01.2011

دغیږې ماشومانو ته مور اوپلار په ځینې ځایونو کې له نازه ، نینو، نینی، نانی، نانۍ ، نونو، او داسې نور وایی .

اوس یوه اوږده ټوکه :
دیوکابلی په اروپا کې ، په کوم اروپایی ملګري شپه شوه ، دشپې تر ناوخت یې سره کیسې کولی چې دخوب وخت شو کوربه خپل کابلی میلمه ته کړه چې ستا دخوب ځای مو د نونو په کوټه کې برابر کړی ته به هلته دنونو سره یوځای استراحت وکړي . کابلی چې دنونو نوم واورید دماشوم دژړا اومیتازو په فکر کې شو ، او کوربه ته یې کړه چې نه ، ډیره مننه زه همدلته دناستې په خونه کې خوشحاله یم همدلته څملم ، کوربه ورته وویل ته چې خوشحاله یې سمه ده ، کنه مونږ خوستا دلا زیاتی خوښۍ په هیله دنونوسره یو خای دخوب بند وبست کړی وو . سمه ده همدلته په سالون کې څمله ! سهار کابلی تږی له ځایه راولټید ، اوبو پسې هیخوا دیخوا شو چې ګوري دیخچال تر څنګه یوه دښاپرۍ په شان ښایسته لوړه نرۍ پیغله ولاړه ده او اوبه څښکي ، دنجلۍ چې سترګې په کابلی ولګیدې مسګۍ شوه اوځان یې معریفی کړ ، زما نوم نونو دی ـ ستانوم څه دی ؟ کابلی په فکر کې ډوب شوو ، نجلۍ بیا ترې په پسته لهجه وپوښتل : ستا نوم څه دی ؟ کابلی کړه زما نوم پدرلعنت !!!


عنوان

tandar
05.01.2011

عبدالسلامه یویو ټک کوی خو پوښ ې کوی،دلته هغه متل هم سرخوری چه وروستیه عقله چه ړومبی وی،البته ننو به ې په قسمت کی نه وه :roll: :roll: :roll:
یوه ښځه اومیړه وه دوی د٧ کالو ځوی لرو٠
داځوی به ماسپښین په مړه خیټه ویده کیدلو مګر دشپی به تر ناوخته ویښ و٠
یوه شپه چه اخر دهفتی و،دښځی شوق ې زیات شوی و اومیړه څخه ې کورواله غوښتل ٠
میړه ورته وویل چه سمه ده ،مګر کله چه دغه هلک ویده شو ،ځکه چه دریواړه په یوه خونه کی ویده کیدل٠
پلار ې ځوی ته ماسخوتن کی وویل چه ځویه ویده شه چه سهر دوخته پورته شی دچای لپاره لږ سودا راوړی٠
هلک وویل چه ښه پلاره٠
ښځی او میړه ځان غلی اچولی چه هلک ویده شی او وروسته خپله معامله شروع کړی٠
خوخیر ١٢ بجی دشپی شوی ،پلار غږ کړ ،ځویه ویده شه چه سباسودا راوړی٠
ځوی ویښ پروت دی او پلار ته هر ځلی واې ،چه ښه پلاره٠
دغه سوال او ځواب دپلار ځوی تر مینځ دسهر تر ٥ بجو پوری ادمه پیداکړه٠
په ٦ بجو دسهر کی چه پلارله ځویه پوښتنه وکړه چه ځویه ویده ې که ویښ؟
ځوی ې په ځواب کی ورته وویل، والا پلاره تر اوسه ویښ یمه٠
دپلار اعصاب ې خرابه شول او په ځوی غږ کړ چه تراوسه ویښ ې ،نوراشه دا مور دی خپله وغیه او سودا پسی زه ځمه٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:


انتن پورته شي

پښتون.
06.01.2011

يورځ څو ملګري سره ناست وه يوه يو بل ته مخ ور واړاوه او ورته ئي وويل چي سهار ته څنګه را ويښيږې؟ هغه ورته وويل چي د سهار په ازان باندي ويښيږم . بيا ئي د بل څخه پوښتنه وكړه . هغه وويل چي د مرغانو په ريز او نارو را ويښيږم. او په پاى كي ئي ددريم تن څخه پوښتنه وكړه چي ته څرنګه ويښيږې؟ هغه ورته وويل چي دسهار د خوا انتن پورته شي او هغه مي را ويښ كړي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


بډی ټال

پښتون.
06.01.2011

يوې ښځه چی د ډیرو ماملو څخه په تنګه راغلی وه وبلي ښځي ته وويل چي راشه د بډی ټال لاندي تيرى شو ګوندي نارينه شو. هغې ورته وويل خواره مه شې كه د بډی ټال لاندي تيرى هم شواو نارينه هم شو ،مړونه مو نه پريږدي اوس را باندي اموخته شوي دي. :lol: :cry: :cry: :cry:


د دوه ښځو سره مامله

پښتون.
06.01.2011

د يوه سړي كره مېلمه ورغلى و، د كور خاوند دوې ښځي درلودې. كله چي دوى بيده شول يوې ښځي يې د مېړه څخه هیله وكړ چي دا د خير كار ورسره وكړي. مېړه يې ورته وويل چي :
ته ورشه د يخچال دروازه خلاصه كړه، وګوره چي مېلمه بيده دى او كه ويښ. ښځي هم دا كار وكړ، راغله او ويې ويل چي مېلمه بيده دى. نو دوى دا معامله سره وكړه.
بيا هغه دوهمه ښځه يې راغله او ورته ويې ويل چي زه هم نن غواړم چي دا د خير كار سره وكړو، هغې ته يې هم وويل چي ورشه د يخچال ور خلاص كړه، د هغه په رڼا كي وګوره چي مېلمه خو به ويښ نه وي. هغه هم راغله او ويې ويل چي نه، مېلمه بيده دى، نو دوى هم خپل كار سره وكړ. سهار د كور خاوند د مېلمه څخه پوښتنه وكړه چي څرنګه شپه په خير درباندي تېره شوه؟
هغه ورته وويل چې ډېره بده نه وه، خو ډېر تږى وم. كوربه ورته وويل چي په همدې خاطر مي ځاى د يخچال په څنګ كي در اچولى و چي تږى شې د يخچال څخه به اوبه راواخلې او وبه يې څښې.
مېلمه ورته وويل : هر چا چي به د يخچال دروازه ور خلاصه كړه تا به ئې كار ورسم كړ، نو زه هم وبېرېدم كه د يخچال دروازه ور خلاصه كړم، زما كار به هم راسم كړې.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


پښتون.
06.01.2011

يو ځوان هلك د كور له پاره سودا را اخيستې وه چي په لاره كي يوه ځوانه نجلۍ ولاړه وه او د دې ځوان څخه يې پوښتنه وكړه چي زما شى تر مخ دى كه تر شا؟
هغه ځواب وركړ چي مخ ته دي دى.
نجلۍ ورته وويل كه داسي نه وه نو دغه د لاس كڅوړه به دي راكوې.
هغه ورسره ومنله، نجلۍ خپل شى د شا د خوا څخه ورته وښاوه.
نو د هلك څخه يې هغه د سودا كڅوړه واخيسته هلك په ناهيلۍ سره كور ته ولاړ او نوري پيسې يې واخيستې او نوره سودا يې رانيوله كله چي كور ته رانژدې سو بيا هغه نجلۍ مخي ته ورغله او ورته ويې ويل اوس خو دي زما شى وليدى اوس راته ووايه چي مخي ته دى كه شاته؟ مګر كه دي سم ونه ويل نو د سودا كڅوړه دي درڅخه اخلم.
هغه بيا هم ورسره ومنل او ورته ويې ويل چي ستا شى شاته دى.
نجلۍ خپل شى د مخ د خوا ورښكاره كړ. هلك هك پك سو او په تش لاس كور ته راغى، په كور كي يې پوښتنه ځني وكړه چي سودا دي ولي نه راوړه؟ ده كومه بهانه ورته وكړه خو دوى ورته وويل چي ولاړ سه سودا راوړه. ده ورته وويل چي نه زه هيڅكله بيا سودا نه راوړم.
دوى پوښتنه ځني وكړه چي ولي؟
ده ځواب وركړ كله چي زموږ په كوڅه كي دوه شیه نجلۍ وي زه بيا سودا نه راوړم.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
06.01.2011

پوښتونه وروره ځان په ټوکه مه خلاصوه هغلته می دپوښتو ددرس معلم مقرر کړی ې
اول خپلی وظیفی ته ځان ورسوه بیا ټوکی٠
هغه مخ خو یواځی زما نه دی ،زه خو په تاسو نازیږم او که نه سبا استعفا ورکوم٠
راشه سم دپو ښتو درس شروع کړه چه وطنوال تر ی ګټه واخلی٠
کوزه پوښتونخوا کی خائنینو په پوښتنو اردو زده کړی اوبره پوښتونخوا کی هم داقلیت ژبی روانی کړی ،په مونږ څه بلا لګیدلی چه خپله ژبه په خپله تقویه نکړو٠
مننه


پښتون.
07.01.2011

تندر صیب زه خو پخپله دلته زده کوونکی یم چی د لمړی مخ نه نیولی تر دلته فورم کی د یو سر نه ټولی لیکنی لولم او تر خپل وسه پوری یو څه له تاسو او نورو ورونو سره ګډه وم او تر څو چی دلته یم خپله هڅه به وکړم چی هلته د پښتو ژبی لپاره هم خذمت وکړم.
ټوکه:وایی
یو پښتون امرود خرڅول، يوه پنجابي ترې یو څو کیلو واخیستل او یو امرود یې ترې مات کړ تر څو ویې خوري. په امرود کې چینجی وخوت.
پنجابی: اوه پدې کې خو چینجی را ووت.
پښتون: د هرچا خپل خپل قسمت وي، تانه مخکي یوه ته پکې موټرسیکل را وخوت.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
07.01.2011

یاره غوږ شه٠
په کابل کی دامنیت نفرو یو پنجابی د په isi په تور نیولی و٠
مخکی له دی چه دده شکنجه شروع شی ،پنجابی له ډاره څو تیزونه واچول.
امنیت والا ورته وویل چه ته پوه نه ې چه دا ډول ډزی دلته اجازه نشته او شرم دی؟
پنجابی ورته وویل چه ، په شرم مرم نه پوهیږم خوخیټه می پاکستانی دال رانه غواړی٠ :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


پښتون.
07.01.2011

ښه ټوکه وه.هاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
سږکال پاکستان د ټوکونړيوالو اتلوليو ته ځان کانديد کړ . پاکستان داسې ټوکه کړې، چې موږ غواړو دترهګرومخه په اغزنوسيمونوونيسو . نړۍ ښه پوهېږي چې له اغزن سيم سره ترهګرخوپرېږده دکباړيانومخه هم نشي نيول کيدی اودوه ورځې وروسته به ټول اغزن سيمونه دپاکستان په بازارونوکې پراته وي. :lol: :lol: :lol: :lol:


پاکستانی سرتېری

پښتون.
07.01.2011

یو پاکستانی سرتېري چې نوی په پوځ کې شامل شوی و د خپل افسر څخه یې د څلورو ورځو رخصتۍ لپاره غوښتنه وکړه.
افسر: ایا تاسې لیونۍ شوې یاست؟ همدا اوس خو تاسې پوځ ته راغلي یاست او د څلورو ورځو رخصتي غواړې؟ تاسې باید یو ښه فوق العاده کار وکړي بیا به ګورو.
سرتېری وروسته له یوې ورځې له یوه هندي ټانک سره راغی او د دوی افسر حیران شو
د هغې دغه کار پر دې افسر ډېر اثر وکړ او ور څخه یې وپوښتلې: تاسې څنګه داسې وکړ.
سرتېري وویلې: زه په یوه ټانک کې د هندوستان سرحدي سیمې ته لاړم او کله چې مې د هندوان ټانک ولید نو خپل سپین بېرغ مې پورته کړ، هندي سرتېري هم خپل بېرغ پورته کړ، زه ور نژدې شوم او ورته مې وویلې: ایا غواړې چې د څلورو ورځو په رخصتۍ کور ته لاړ شي هغې ومنله او مونږ خپل ټانکونه سره بدل کړ.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


قريش
08.01.2011

اول خو ډیرشکردی چی پښتون صیب خدای دقبض نه ژغورلای دی دوهم داچی زمایوملګری غوښتل ځانته معلومه کړی چی دکورنۍ په غړوڅومره قدرمن دی؟نویوه ورځ یی قصدا دڅوورځو لپاره دکورسره ټلیفونی رابطه قطع کړه اودبل ملګری په واسطه کورته احوال ولیږه چی دفلانی داڅوورځی کیږی چی درک معلوم ندی اوټلیفون یی هم بنددی خدای دی خیرکړی چی څه بده پیښه نه وی.ملګری می په تمه وه چی اوس به څه کوششونه پسی شروع شی خوداسی ونشول،څوورځی وروسته کورته راغی اودغوسی په توګه یی دکورنۍ غړی مخاطب کړل: تاسی خوزمایوه پوښتنه هم ونکړه که بل ورځ زه رښتیا لادرکه شم تاسی به همداسی بیغمه یۍ؟،مشرورور یی وویل: ولی مسکال خو می درکړموبایل دی آن وه. :oops: :oops: :oops:
دادوه درځی ماهم دفورم نه ځان غیب کړی وه ماویل ته ودریږه چی په ملګروباندی څومره قدرلرم اوزمادغیاب احساس ورته کیږی او که نه،خواوس پوه شوم چی ولاکه می څوک پاڼه هم واړوی هیچامی پوښتنه ونکړه چی داقریش چیرته دی چی نه ښکاری تندرصیب خوبه دابهانه وکړی چی نوی مسئولیتونه وه او نه اوزګاریدم پښتون به هم څه بهانه مهانه وکړی اوڅه به زه دمشرتوب په خاطرځان غلی ونیسم خوهوتک صیب د تانه ډیرګیله من یم زمادملګری پشان دی په یومسکال هم پوښتنه ونکړه که بل ورځ خدای ناخواسته ماته څه مشکل پیښ شی نوتاسی به همداسی کوۍ. زه خفه یم. :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:


محمدزمان هوتک
08.01.2011

سلامونه قریشه یاره قسم درته وخورم چه نه می وی هیر تیره ورځ خو می یو مسکال درکړ چه زما نیټ کارنکوی باور وکړه چه څوځله به فورم ته راغلم یو څه به می لیکل بس داسرخوړلی به ورک سو اوس چیر روان یم بیا به ګپ لګوو
مننه


پښتون.
15.01.2011

يو سړي يوه ورځ كورته راغى كه ګوري د خوب په خونه كي ئي غالمغال دى چي ورغى ښځه ئي پر كټ پرته ده وريښتان ئي ګډ وډ دي حالت ئي خراب دى. ده پوښتنه ځني وكړه چي څه خبره ده؟ هغې ورته وويل زړه مي دريږي مړه كيږم دى ډير وارخطا شو د ټليفون و خواته ور روان شو په دې وخت كي ئي زوي چي د څلورو يا پنځو كالو ؤ ورته وويل بابا بابا نادر كاكا لڅ په دغه كنج كي تر پردې لاندي ولاړ دى. ده چي پرده پورته كړه ورته ئي وويل چي ډير ناځوانه سړى ئي او هيڅ فكر نلرې په دې وخت كي چي زما ښځه سكته كوي ته غواړي چي شوخي او ټوكي وكړي او بربنډ ګرځي چي هلك و خندوې . را ووځه، ځه دا وخت دټوكو نه دى . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


tandar
15.01.2011

[quote:e9b61affe9="POKHTON"]يو سړي يوه ورځ كورته راغى كه ګوري د خوب په خونه كي ئي غالمغال دى چي ورغى ښځه ئي پر كټ پرته ده ويښتان ئي ګډ وډ دي حالت ئي خراب دى. ده پوښتنه ځني وكړه چي څه خبره ده؟ هغې ورته وويل زړه مي درزيږي مړه كيږم دى ډير وارخطا شو د ټليفون و خواته ور روان شو په دې وخت كي ئي زوي چي د څلورو يا پنځو كالو ؤ ورته وويل بابا بابا نادر كاكا لڅ په دغه كنج كي تر پردې لاندي ولاړ دى. ده چي پرده پورته كړه ورته ئي وويل چي ډير ناځوانه سړى ئي او هيڅ فكر نلرې په دې وخت كي چي زما ښځه سكته كوي ته غواړي چي شوخي او ټوكي وكړي او بربنډ ګرځي چي هلك و خندوې . را ووځه، ځه دا وخت دټوكو نه دى . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[/quote:e9b61affe9]


عنوان

tandar
15.01.2011

پوښتونه ما یوه ،ز، وزیاته کړی،مګر کاکا ې دا دوس ښه پیژندلی و :oops: :oops: :oops: :oops:
تربیا


دپوهنتون خوندونه

پښتون.
16.01.2011

يو سړي خپل ملګری ته د زوى ځنې شكايت كولو او ورته يې ويل چې دا خان صيب ګوره! له كومې ورځې نه يې چې په پوهنتون كې داخله كړې، د دې پر ځاى چې درس ته توجه وكړي جونو پسې ګرځي. په لاين كې هم د انجونو سره، په كتابتون كې هم له انجونو سره، كينټين كې هم له انجونو سره او د پوهنتون نه د باندې هم له انجونو سره ګرځي راګرځي.
دوست: كه ماته پته وى چې په پوهنتون كې به دى دا كارونه كوي نو ما به دې په دوكان كې كېنولى واى او خپله به مې په پوهنتون كې ځان اچولی واى. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


خیریوسی
16.01.2011

محترم پښتون صاحب ترسلام وروسته !
دهلک پلاربه و خپل کوچني زوی ته همیشه ویل چي ومکتب ته دې اچوم.
یوه ورځ پلار و وزوی ته ویل راځه زویه نن به دی ومکتب ته واچوم .
هلک په ژړا سو دمور وشاته ته پټ سو ، پلار چي يی هر څه زاري ورته کوی راځه زویه بسته قلمان... به درته واخلم ، هلک وايی نه نه ما ومکتب ته اچوې وشاته ټاالی وهی او ژاړی هغه دا فکر کوي چی مکتب یو څه غوندی شی دی ما وراچوی .


پښتون.
16.01.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خوندوره ټوکه وه خیریوسی!ښه دی چی دلته مو تشریف راوړی ،یره ستا خو په دی مبارکیو کی هیڅ درک نلږیږی نو ځکه خو د نورو هم درته پام نوی.نو زه به له همدی ځای نه در له له اول ستوری نه نیولی تر دا اوم ستوری پوری مبارکی درکړم .ستوری دی مبارک شه او ستوری دی ځلانده اواوچت اوسه.هلته د ایمیګریشن په خونه کی می مبارکی ځکه درنکړه چی بیا به د هغه ځای واکدار هر څه را پاک کړی ،خو دا د ایمیګریشن خونه هم د بحث کولو په ځای کښی ده نو هلته ضرور ندی چی تیوریکی لیکنی وشی ،خو خیر هغه دی هلته خوشحاله وی. :wink:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more