د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

Re: عنوان

پښتون.
07.12.2010

:!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :?:


ملانصرالدين
08.12.2010

پشتونه وروركه په خپله مخکنی لیکنه کی دی تحریف کړی چه ستاسی په بګیلتیادلالت کوی.رشتیاهم زه دګوتوډیرکاراخلم پخپله موویلی چی وړای راوړی یی نسۍ تکلیف وی درته نواتیاط ورسره کوه چی پاته نسی درنه بیابه می دګوتوکارورسره اخیستی وی بیابه هغه بله لانجه راته جوړه وی.
تندرصیب دپشتون دوکانداری کوله په اصطلاح دګلپیانو تجارت یی کاوی یومشتری ورته راغی غوشتل یی ګلپی واخی نودغه لاندی سوال یی ترمینځ وسو:
مشتری: ډیرشه ګلپیان دی داووایه چی کیلوپه څوورکوی؟
پشتون (یعنی دکاندار):کیلو په شل افغانۍ وایه څومره درته وتلم؟
مشتری: دوه کیلوراته وتله خو کونه ورسره مه راکوه.
پشتون: چی کونه ورسره درنکړم بیاخوپه څلویشت افغانۍ می هم نه خرڅول ځکه خوپه شل افغانۍ دی چی کونه ورسره ورکوم.
داوسی دپاره همدومره ٠ډیرهمننه کوم. ستاسی په ایجازه.


عنوان

tandar
08.12.2010

پوښتونه اوس ټینګ شه مادرته ویلی په ارامه ځه او دخامارانو نه ځان لری ساته :oops: :oops: :oops:


عنوان

tandar
09.12.2010

پوښتونه چیرته ې،لکه چه په ټوکو پسی ورک ې،راشه ملا صیب سره صلحه وکړه په ګټه مو ده ،ډله به مو قوی شی،زور نه تیر شه چه تاوان کوو او ددی سړی سره مو زور نه رسیږی،دا کوم شرم نه دی یو انډیوال به مو ،هغه ډیر قوی ،زیات شی٠ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


محمدزمان هوتک
10.12.2010

ســــــــــــــلامـــــــونه
ټولو ګډونوالوته په تیره بیاعبدالسلام ،ملانصرالدین ،حلمی صیب،حامد،اوکامران صیب ته هیله ده چه جوړ به یاست ملاصیب یو ټوكه ټوکه خو لیکه یاره په بعضو ملګرو خو دی ګرد سره میدان پریښودی که څنګه
مننه


عنوان

tandar
12.12.2010

پوښتونه یاره ستا ړنګولو خفه کړو، یو وخت دی که په یاد وی مونږته دی ډاډ راکولو، مګر نن دی په خپله دا کار وکړو٠
اوبل پوښتون له میدانه نه تښتی،دخوشحال بابا شعر می اوس له یاده ووتلو٠
مګر که غلط نه شم په لاندی ډول ې لیکم٠
لاتر اوسه ې مازغه په قرار نه دی
...................................چا چه ماسره وهلی سر په سنګ دی
اوبل دی ملایانو غازی امان الله ې هم پسی واخستو ،چه وطن مو تر ننه پوری دبدبختیو سره مخ دی٠ تا هم دملا صیب په یو ټوکه دیره خوشی کړه،چه نن سړه ښکاری٠
ملا صیب زما سره غرض نه دی کړی،اوته هم ژوندی ګرځی ، او پوښتون باید پوښتون پاتی شی، دا ټوکی دی٠ په ټوکو کی چه قصدی نه وی سړی باید خفه نه شی
هغه متل دی اوریدلی ، دړندو په بازار کی به یوه سترګه پټوی٠
ددی لپاره چه رسوا نه شی ،نو دټولنی سره به سازش کوی٠
مونږ ټول وروڼه یو دملا صیب ټوکه ډیره زړه ټوکه ده،نوی نه ده،ځان ته ې مه کش کوه
پوښتنه به دی کړی وی چه مشتری په غیر له له ګلپی نه نوره ترکاری هم واخستله؟
ایاترپ ،،مولی،، دی هم په لاس کی ورکړه؟ :roll: :roll: :roll:
دټوکو نه ،ټوکی جوړیږی ته میدان خوشی کوی،ته باید خوشحاله وی ،چه ملا صیب دلته پیدا شو٠ اودده ټوکو ته خوښی وکړو،خیر بعضی نازونه به ې اخلو او منو٠
تربیا


عنوان

tandar
12.12.2010

واې دملا ٣ وخته ډوډی به کلی په نوبت ورکوله٠
یو ماښام دیوه کوره ورته چا ډوډی راوړه ،په کاسه کی شوروا او دوه پارچی غوښه او وچه ډوډی هم په درستخوان کی ورته تاو کړی وه٠
ملا غوښتل چه اول دکلی خلکو ته دماښام جمعه ورکړی،اوبیاپه قراری دشوروا نه خرپ تیر کړی٠
دډیری خوشحالی نه ې دشوروا کاسه دمحراب سره کیښوده چه دلمونځ په وخت هم ورته ګوری او دسجدی په وخت کی ې هم دغوښی بوی په دماغو لګیږی٠
ملا چه په لمونځ ودریدو ،خداې پیشو را پیښه شوه او په شوروا څټلو ې شروع وکړه٠
ملا چه صحنه ولیدله ،فکر ې خراب شو، اوفکر ې وکړو چه لمونځ خو نه شم قطع کولی او دلمونځ تراخیره پیشو شوروا او غوښه رانه خوری٠
پس معز ته ې لکه کمپیټر یو سورتۀ رایاد شوچه په اخر کی،، من الخوف،، راځی٠
بس دا سورتۀ باندی په جیګ اواز شروع مګر ډیر زرزر ځکه هلته پیشو کاسه خلاصوله ٠ کله چه د من الخوف ټکی ته ورورسیدو نو په ډیر جیګ اواز سره من الخوف کړه او وارخطا په روکوع شو٠ هم هغه وه پیشو وډاره شوه ،اوملا صیب دشوروا کاسه دپیشو څخه بچ کړه٠ :oops: :oops: :oops: :oops:
نوملایان ساده خلک نه دی، په لمونځ کی ې هم چلونه زده دی :oops: :oops: :oops:
پوښتونه یاره ما خبر کړی وی چه لږ په قراره ځه،اوس دی ورته یواځی خوشی کړو،خدای دی خیر کړی چه په مونږ به کله وار کوی٠ مګر زه نه تښتم٠ :oops: :oops:


عنوان

tandar
12.12.2010

ملانصرالدین خو اشنادی ،نن می ناڅاپه ملا بختور ورور هم تر سترګو شو،اوس نوزمونږ پوښتون یار نه ملا مرور جوړ شویدی :roll: :roll: :roll: :roll:
یاره سبا په خیر ډیر سخت عملیات لرم،ملاصاحیبانو ستاسو دوعاته ضرورت لرم ،ځکه چه یو څو ورځی غواړم چه ټوکی سره وکړو،او که خبره خرابه شوه، نو په بله دنیاکی خو حتمی سره وینو،بیابه خپلوټوکو ته بدون له جداې نه ادامه ورکړو،ستاسو ټولو خوښی او دملا مرور یار می،،پوښتون،،د پخلا کیدلو په هیله٠ :oops: :oops: :oops:
تر٢٣،١٢،٢٠١٠ پوری٠


محمدزمان هوتک
12.12.2010

اخ پښتونه یاره دادی څه وکړه هغه دقندهاریانو خبره ناځوانه دالیکنی خوبه دی نه ړنګه ولای که دی یادوی تاڅوځله پرماهم ګذارونه وکړه خو مانه میدان پریښودی اونه می لیکنی ړنګی کړی اونه می جواب درته ولیکی خیر دانور یاران دی خدای لری
‏..............................................
اوملګرو که مو لیدلی وی ددی فورم چلوونکی نصیراحمدجان هوتک هم ددی پورم څخه کډه کړی خدای ج خودی وکړی چه بیرته راشی


ښه چاری او خوشحاله شیبۍ

پښتون.
13.12.2010

سلامونه محمد زمان هوتک صیب،هیله لرم د ټولو یارانو سره روغ او رمټ اوسی.
وروره د لیکنو د ړنګولو موخه دا نه وه چی زه د فورم نه تښتیدلی یم او یا بیرته نه راځم .هو دا به صحیح وی چي ما لیکنی ړنګی کړی چی کیدای شی ستاسی د زړه سر مولا صاب بیرته راشی نو ما خپلی لیکنی بیرته واخیستی او که ته ور پسی ډیرخفه شوی یی بیا یی بیرته ږدمه.،او هلته می تندر صیب ته لیکلی و چی زه یو څه د کمپیوټر ستونځو سره مخ شوی وم اوس می الحمدالله ( پی ثی )بیرته روغه ده.
بیا هم تاسی نه مننه چی زه مو یاد کړم.
په درنښت


محمدزمان هوتک
13.12.2010

سلامونه پښتونه یاره ښه سو چه بیرته راغلی اوفورم دی ندی پری ایښی ولا ډیرخفه وم چه دا ولی پښتون صیب داسی وکړه موږ یې پری ښودو اودی لاړی اوس نو دایوه لنډی درته ډالی (( زمادسترګوتاوان راکا------ چه ته به نه وی مادی لاری ته كتله ))

‏ هرځای دی کامیابی غواړم مینه اومننه


قريش
13.12.2010

همداسی ښه شوۍ مابه درته ویل وه هلکو مه کوۍ دنامه لاندی ټوکی مه کوۍ داسی ټوکی..... خوهیچابه می هم غږ نه اوریده اخریی نتیجه داشوه چی اخرهم خفګان رامنځته کړ. :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:
ماویل چی ویل داخلک به اخریوبل ژوبولی نودهمغی ورځی نه زه هم ډیر زړه نه ښه کوم چی په ټوکو کی شریک شم. خودملاصیب نه هیله لرم دپښتون صیب نه عفوه او بښنه وغواړي اودپښتون صیب په بیرته خوشالولو کی ناغیړی ونکړی.اوهیله ده پښتون صیب یی هم ننواتی ومنی اودضد نه به کار وانخلی.
دتندرصیب په بیمارۍ ډیرخفه شوم پښتون صیب هیله ده په دعاوو کی یی هیرنکړۍ! تندرصیب خوزمونږ دعسکرۍ دوخت انډیوال پاتی شوی :wink:
اوهوتک صیب ته هم ښه راغلاصت وایم خوخواهش تری کوم چی دټوکوپه انتخاب کی زیات کوښښ وکړی لاس یی ترنامه لاندی تیر نشي :D :D
دابه دټولو په خیر وي که خدای کول


محمدزمان هوتک
13.12.2010

قریشه انډیواله تا اود فورم ټولو ګډونوالو ته سلامونه یو خو ښه دی چه پښتون خفه ندی اوس به ملاصیب پسی ګرځو چه دپښتون سره روغه وکړی او دا دتندر صیب دناروغی خبره که لږ راته واضیح کړی ښه به وی زه خودی په تشویش کړم اوکه ناروغه وی الله دی شفاء ورکړی زموږ خو زړه پر خوږیږی

او دا ترنامه لاندی ټوکی خو زما دوخته بدی ایسی
مینه اومننه


وزیري
14.12.2010

ټولو وروڼو ته سلام

دا یو زه په کی کم وم نور خو ټولو د مومن خان په خامار توره سره کړی ده.
چون زه په ټوکو داسی خاص نه پوهیږم نو په دی باره کی به څه نه وایمه. د راتګ مطلب می د تندر صاحب د مریضی پوښتنه وه.

تندر صاحب!
زه پخپله ډیر ګنهګار یمه، خوله می داسی پاکه نه ده چی الله جل جلاله نه ستا شفا وغواړم او پری متکی و اوسم خو ناامیدی پخپله کفر ده نو دومره به ناامیده کیږو نه. الله جل جلاله دی په خپل عظیم رحم ونازوه.
له عملیات نه چی پخیر راخلاص شوی نو ماته یو اطمینان راکړه.

والسلام


عبد السلام
15.12.2010

دمجلس یارانو سلامونه وړاندې کوم!
نن دادی چارشنبه ده دسامبر ۱۵ دتندر عملیات په دوشنبه و ، څوک تیرې
خبر دی چې څنګه دی؟
پښتونه وروره، ته خو به ترې خبر یې !
خدای دې روغ رمټ لري ، او له تازه کیسوسره دې ژر بیرته راستون کړي .


و.افغان
15.12.2010

[quote:ff7241fde9="عبد السلام"]دمجلس یارانو سلامونه وړاندې کوم!
نن دادی چارشنبه ده دسامبر ۱۵ دتندر عملیات په دوشنبه و ، څوک تیرې
خبر دی چې څنګه دی؟
پښتونه وروره، ته خو به ترې خبر یې !
خدای دې روغ رمټ لري ، او له تازه کیسوسره دې ژر بیرته راستون کړي .[/quote:ff7241fde9]

د مجلس دوستانو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
د محترم تندر کاکا سره مې همدا شېبه خبرې وشوې، راته يې وويل چې:
د قلب عمليات مې وو، او ډېر يې ستړی کړی وم.
الحمد لله چې عمليات يې په کاميابۍ سرته رسېدلی دي، يو څه وخت راحت ته
اړتيا لري، همدارنګه دعا ته اړتيا لري، نو ګرانو دعاوې ورته وکړئ، خبرو کولو
کې يو څه تکليف ورته رسيږي.
نسأل الله العظيم، رب العرش العظيم أن يشفيه.
اللهم رب الناس أذهب البأس، واشف وأنت الشافي، لا شفاء الا شفاؤک، شفاء لا
يغادر سقما.

رب دې وکړي، چې په صحت، سلامتيا، او خوښۍ بېرته د خپلو دوستانو مجلس
ته راستون شي.
په درنښت

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more