ادبي ټوکې ټکالې
م ن غروال
02.06.2004
د پردېسۍ هجرې تاوده مجلس يارانو!
دبنده سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ٠
لاندي شعر کي تاسو هوتک ورور ته وګورئ چه اوس مو شفرو کي سرو ته وهي
[color=red:e2b861b436]چيرته چي د(نقد) (غر) په (ځواك) ولاړوي
هلته دعدل ورميږونه يوڅه مړه پاتي دي [/color:e2b861b436]
[color=#444444:e2b861b436][/color:e2b861b436]هوتک صاحب سلام او نېکې هيلې مې ومنئ ٠
نه د خداي بنده! اوس تا له مونږه څه بدي ليدلې ده٠ که د اروپا ژوند دې نه وي راپيرزو، خو ته هم په امريکې غوندې بلاتشبيه جنت کي مېشت يي نو له مونږه به دې اوس هسې هم غټ ورميږ وي٠
چا راته وويل چه يره ښه دي چه دئ مو پيښور کي نه وو ليدلۍ!
ــ ولې؟
يو وچ کګړ تک تور وچې شونډې يي وي چه ولا بلا ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ !!! آ ها چه اوس يي د امريکي په شش ګزه موټر کي وګوری پخداي که دي باور راشي يره دئ به هماغه يو وي٠
ــ نه مړه؟
آو که نه ، شعر خو يي ځکه داسي جاري دي چه نه ( نقد ) ترې ورځ لري او نه هم ( غر ) ! هغه بل ځواک بېچاره خو اوس هسي چټي خداي خولې کي ورکړۍ دی، چرته يي کوم بل لغت ندې پيدا کړئ٠
نو هوتکه وروره ګوره که د مونږ په غريبانو لږ ترحم وکړې بده نده٠ ځکه چه يوه ورځ مي د خپل ارواح ښاداستادانو سقراط او افلاطون سره د فلسفې يو نوۍ درس زده کاوه نو ککرۍ مې نه پرې خلاصيده نو راته يي وويل
چه اې ساده او نادانه پټهانه! که دا درس د زده نکړ نو د ټول افغان پاڼي کي به د هوتک فلسفه بيا څوک لولي؟ ما ورته وويل چه صاحبانو هغې ته خو تاسو هم خط بيني ويسته هسې زما ماغزه مه پرې ستړي کوئ هغه فلسفه خو ستاسو له خوا ړنګه شوه مونږ چټي ولې په بيابوئ٠
نو هوتکه وروره اصلي دښمنان دې هغوئ دي نه مونږه نو په هغوئ لګېږه مونږه خداوراستي چه ګوره تاته په دواړو لاسو سلامي ولاړ يو٠
او بل ګوره ماته خو معلوم يي که نه چه د لمسيو څښتن يي هسي د عمر برکته څه نشو درته ليکلئ که نه ځواب نه چه ځوابونه دې راسره شته خو څه وکړو بس عمر دې طالع کوي کنه نو٠٠٠
نور د الله ج مل شه او وسلام
انځورګر
03.06.2004
'ګرانووړونو او خوندو سلامونه
ع کريم حليمي
03.06.2004
ملګرو سلامونه درته وايم ٠
هوتک صيب ! په خدای مي لوړه ده چه په هغه ورځ مي ستاسو فلسفه په سترګو وليده يوه دقيقه مي دسرماغزه
لکه پوله ټکهار ئی سو نو خپل خانم صاحب ته ورغلم چه ته راسه دغه کيکنه وکور نه پوپيږم٠ نمي ليدلي نه مي
داسي څه اور ېدلي ٠ نو خانم صاب چه راغله چه سکرين ته چي ئی وکتل ٠ بد بدئی راته وکتل ٠ داټوکي دي
او ماته خندا و دريده ٠ نو دغه غعهمختنخکاوتهخبقينکهابغعمپ فلسفه مي په وړډ کي ساتلې ده ٠
وروره که پښتانه سم خلګ وای ٠ او هرڅه ئی مفت نه غښتلای ته به لکه اډيمرف دومره ميليونر وای ٠
اوکه کتاب وليکئ زه خوئی په 500 $ رانيسم ٠ ماخو ډېرخندوې ٠ خدای دي تا هم خندانه لري ٠
hotak
03.06.2004
[quote:84c005e7c2]چا راته وويل چه يره ښه دي چه دئ مو پيښور کي نه وو ليدلۍ!
ــ ولې؟
يو وچ کګړ تک تور وچې شونډې يي وي چه ولا بلا ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ !!! آ ها چه اوس يي د امريکي په شش ګزه موټر کي وګوری پخداي که دي باور راشي يره دئ به هماغه يو وي٠
ــ نه مړه؟ [/quote:84c005e7c2]
[quote:84c005e7c2]چا راته وويل چه يره ښه دي چه دئ مو پيښور کي نه وو ليدلۍ!
ــ ولې؟
يو وچ کګړ تک تور وچې شونډې يي وي چه ولا بلا ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ !!! آ ها چه اوس يي د امريکي په شش ګزه موټر کي وګوری پخداي که دي باور راشي يره دئ به هماغه يو وي٠
ــ نه مړه؟ [/quote:84c005e7c2]
غروال صاحب ايله په مټي چي ته خداى زموږپرديسيانو او ذوقيانو خوني ته راوستى.خداى دي راوله او هركله راشي.لومړۍ خبره خو داده چي خداي دي له ماسره له بي ابي وساته. زموږفورم ديارانو دبانډارخونه ده.ياران چي ځي راځي نو شيبه ګړۍ پښه ونيسي او زموږله دغو ګډو وډو خوندواخلي.
اوګوره كه موږچرسيان نه يو نو داخوي بوي مو ټول دچرسيانو دى.چي څه مو په زړه وي هغه مو په خوله وي.دامنافقت مو والله كه زده وي.دلته مشر كشر په خپل ځاي خو موږټول سره ياران يو.كله داسي يوه نيمه له چوكاټه وتلي خبره منځ ته راشي خو ياران دي خداى لري خاطر نه مانده كوي.كور يى ودان.اوته هم دلته زموږ ورور او ملګرى يى خداي دي راوله.ګډي وډي به سره وايو او هغه دپيښوريانو په خبره باجى به سره بغوو. :lol: :lol: :lol:
داستاترباجى مي خبره راياده شوه.زما دپوهنتون يو انډيوال وو سميع جان خداى دى اباد او ګل وګلزار لري.خورا ذوقي انسان وو.هره خبره يى ګل وه.چيشته پيشته خوله به بى تل له خندا ورانه ويجاړه وه.يوه ورځ يى چا باجه (دخوښيني ميړه) ورته راوست.ده لاترهغه وخته نه وو ليدلى او دايى اول وار ليدل وو.هماغه چي ويى ليد نو بديى ترى راغلل.چندان وضعيت يئ ورسره ونكړ.هغه بل هلك ورته ويل دادي باجه دى نو سميع ورته ويل نو څه پري وكړم چي باجه مي دى.هغه بل خداي وهلي ورته ويل باجه نو وي دڅه لپاره غاړي ته يى واچوه او بغوه يى :lol: :lol: :lol:
اوپاتي شوه ستاسي هغه خبره چي واي فلاني ويل هوتك په پيښور كي داسي وچ وو لكه لښته.داسي نرى وو لكه ډكى او داسي تور وو لكه كوركمن. وغيره وغيره.............................
نو وروره داټولي خبري په ماپسي تخريبكاره عناصر خپروي.ګومان كوم چي دغه ورور به ګوډملاعبدالولي هوتك ليدلى وي. :lol: :lol: :lol: اوتاسي ښايي ملاعبدالولي هوتك نه پيژنۍ؟؟؟؟؟
لنډى ګردى سړى وو.تك تورمخ او سپين غاښونه يى لرل.په پيښور كي دواغظ دمجاهدينو دجببهى نماينده وو.دپيرپه تنظيم كي وو.په كوچنيوالي كي ګوزر وهلى وو او يوه پښه يى ګوډه وه.داسي به ډينچق ډينچق روان وو والله تابه ويل تيمور لنګ دى.ګرده لنګوټه يى تړلي وه.له يوى خور پرته يى نور په دنيا هيڅ څوك نه لرل.خوناځوانه ددرواغو ګوډى وو.په ژوند يى سمت شمال نه ووليدلى خو چي ددرواغو ځاي به يي بخار وكړ نو به يى په سمت شمال ورمنډه كړه.عجيب اوغريب درواغ به ويل كيسى به يى بيا سره كوو.خو داوس لپاره يى دا ځانګړتيا واورۍ چي په هلكانو پسي مړوو.كيداى شي په هوتك غريب پسي داخبري هم دملاګوډ كوم ايجنټ كړي وي.هغه هسي هم زموږدكلي دوه شكر پشمه اخندزادګان په مفته كي سعودي ته استولي دي. :lol: :lol: :lol:
خو وايى ورۍ زه هغه تور هوتك نه يم چي تاسي يى سره يادوي.زه خو هغه مهال دلسو كلونو سره خوله هلك وم.دانو څه وشول چي امريكا ته له راتګ وروسته اوس لكه دخالدهادي خپله خيټه راباندي تاوان ده.
hotak
03.06.2004
[quote:6236511e17][quote:6236511e17]چا راته وويل چه يره ښه دي چه دئ مو پيښور کي نه وو ليدلۍ!
ــ ولې؟
يو وچ کګړ تک تور وچې شونډې يي وي چه ولا بلا ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ !!! آ ها چه اوس يي د امريکي په شش ګزه موټر کي وګوری پخداي که دي باور راشي يره دئ به هماغه يو وي٠
ــ نه مړه؟ [/quote:6236511e17]
غروال صاحب ايله په مټي چي ته خداى زموږپرديسيانو او ذوقيانو خوني ته راوستى.خداى دي راوله او هركله راشي.لومړۍ خبره خو داده چي خداي دي له ماسره له بي ابي وساته. زموږفورم ديارانو دبانډارخونه ده.ياران چي ځي راځي نو شيبه ګړۍ پښه ونيسي او زموږله دغو ګډو وډو خوندواخلي.
اوګوره كه موږچرسيان نه يو نو داخوي بوي مو ټول دچرسيانو دى.چي څه مو په زړه وي هغه مو په خوله وي.دامنافقت او ك........و.............وازي مو والله كه زده وي.دلته مشر كشر په خپل ځاي خو موږټول سره ياران يو.كله داسي يوه نيمه له چوكاټه وتلي خبره منځ ته راشي خو ياران دي خداى لري خاطر نه مانده كوي.كور يى ودان.اوته هم دلته زموږ ورور او ملګرى يى خداي دي راوله.ګډي وډي به سره وايو او هغه دپيښوريانو په خبره باجى به سره بغوو. :lol: :lol: :lol:
داستاترباجى مي خبره راياده شوه.زما دپوهنتون يو انډيوال وو سميع جان خداى دى اباد او ګل وګلزار لري.خورا ذوقي انسان وو.هره خبره يى ګل وه.چيشته پيشته خوله به بى تل له خندا ورانه ويجاړه وه.يوه ورځ يى چا باجه (دخوښيني ميړه) ورته راوست.ده لاترهغه وخته نه وو ليدلى او دايى اول وار ليدل وو.هماغه چي ويى ليد نو بديى ترى راغلل.چندان وضعيت يئ ورسره ونكړ.هغه بل هلك ورته ويل دادي باجه دى نو سميع ورته ويل نو څه پري وكړم چي باجه مي دى.هغه بل خداي وهلي ورته ويل باجه نو وي دڅه لپاره غاړي ته يى واچوه او بغوه يى :lol: :lol: :lol:
اوپاتي شوه ستاسي هغه خبره چي واي فلاني ويل هوتك په پيښور كي داسي وچ وو لكه لښته.داسي نرى وو لكه ډكى او داسي تور وو لكه كوركمن. وغيره وغيره.............................
نو وروره داټولي خبري په ماپسي تخريبكاره عناصر خپروي.ګومان كوم چي دغه ورور به ګوډملاعبدالولي هوتك ليدلى وي. :lol: :lol: :lol: اوتاسي ښايي ملاعبدالولي هوتك نه پيژنۍ؟؟؟؟؟
لنډى ګردى سړى وو.تك تورمخ او سپين غاښونه يى لرل.په پيښور كي دواغظ دمجاهدينو دجببهى نماينده وو.دپيرپه تنظيم كي وو.په كوچنيوالي كي ګوزر وهلى وو او يوه پښه يى ګوډه وه.داسي به ډينچق ډينچق روان وو والله تابه ويل تيمور لنګ دى.ګرده لنګوټه يى تړلي وه.له يوى خور پرته يى نور په دنيا هيڅ څوك نه لرل.خو حرامي ددرواغو ګوډى وو.په ژوند يى سمت شمال نه ووليدلى خو چي ددرواغو ځاي به يي بخار وكړ نو به يى په سمت شمال ورمنډه كړه.عجيب اوغريب درواغ به ويل كيسى به يى بيا سره كوو.خو داوس لپاره يى دا ځانګړتيا واورۍ چي په هلكانو پسي مړوو.كيداى شي په هوتك غريب پسي داخبري هم دملاګوډ كوم ايجنټ كړي وي.هغه هسي هم زموږدكلي دوه شكر پشمه اخندزادګان په مفته كي سعودي ته استولي دي. :lol: :lol: :lol:
خو وايى ورۍ زه هغه تور هوتك نه يم چي تاسي يى سره يادوي.زه خو هغه مهال دلسو كلونو سره خوله هلك وم.دانو څه وشول چي امريكا ته له راتګ وروسته اوس لكه دخالدهادي خپله خيټه راباندي تاوان ده
[/quote:6236511e17]
خالدجانه سلامونه ياره داڅه كړتي دي خيژي.لكه ماته ژرنده ټوله ورځ دي ګړزا خيژي خو په مقصد دي هيڅوك هم نه پوهيږي. :twisted: :twisted: :twisted:
ياره ته څه وايي؟ زه چاپيژندلى يم؟؟؟ هغه دغروال صاحب خبره هسي تبليغات دي چي په ماپسي يى كوي.تاسي نو كه هرچيري تور,ګوډ او ګردى ملا ليده نو هغه به نصير بولۍ.هسي نه كله په چا غلط شۍ.پردي پنجابي ته مو لكه دزابل هغه پټان غاړه وركړي وي چي ياره كه دي كه ندي خو بس دغه نصير دى راځه ورلاندي وزه. :lol: :lol:
وايى وطن ته پخوا يو سړى له پنجابه راغلى وو.هماغه چي له مسافري راغى نو په كور كي يى له مور سره په پنجابي خبري پيل كړلى.يوه ورځ دبيكارۍ په شپو كي دجومات ترمخ ناست وو خلكو ته يى دپنجاب تجربى بيانولي.دكيسو په لړكي يى يوه هم دريل ګاډي دا وه.
وايي ياره داريل ګاډى تك تور وي او غوړپړ وي ټوله ورځ به يى له خولى تور دود خيژي.تاسي هم چي لاړشۍ بس چي همدا ومو ليد نو منډه به پرى ور اخلي او ورباندي سپريږۍ به. بله ورځ ىسوركي زري ترور زوى جومه ګل هم دپنجاب شوق كړى.هلته يى يو تور په ګريسو لړلى پنجابى ليدلى چي سګريټ وهي او ترخولى يى لوخړي خيژي. دځوان زوى سم له لاسه منډه وراخستي او په څټ كي ورسپورشوى.هغه دي ورته وايى خان صاحب كيا بات هى؟ يه كيا كرتى هو؟؟؟ جوما ګل ورته وايى زويه بات مات نهى. هم لاهور جاتاهى اور اسي ګاډي مي جاتاهى :lol: :lol:
مجيب انګار
04.06.2004
اسلام عليکم يااهل البحث فورم!
دويالې په غاړه تلم،تلم(تللم) شمشتۍ وخوړم، غم دليونۍ وخوړم ،خليفه جان دې،بيمبړق بم !
مه خاندئ داهم يوه فلسفه ده کنه وۍ !
منلی قلموال غروال صيب،اوګران ورورهوتک صيب !داسې ښکاري ،چې ښاغلی وطنمل صيب يووارې بيادېته اړباسئ چې په دې بحث باندې يوخرواري بم راګوزارکړي اوهرڅه چخڼي ،مخڼي کړي،لږګوزاره کوئ له صبراوزغم نه هم کاراخلئ ،باباسم ډک ټوپک يئ ،په نه څه خبره سره سرۀ شئ .
هلکه خالدخانه ته هم څه نه وايې، نياګانې هم بې درکې دي
hotak
05.06.2004
يارانو سلامونه مي واخلئ
داسي ښكاري چي ستاسي امپيرونه په صفر ولاړدي.ځكه مو دا دټوكو ټكالو سپږي ويدې شويدي.
مخكي مي هم ويلي وو اوس هم وايم چي يوازي هوتك خو ددی فورم ټيكدار ندی.يوڅه خو تاسي هم وواياست كنه.زما مو لكه دملا غوا هرچاته خوله وازه نيولي وي.سم دم نصير هوتك وم اوس ستاسي له لاسه په فورم كي رانه ميراوس جوړشويدئ.خويارانودخداي لپاره خولې مو په امبور مه تړۍ.خوداسي اوتي بوتي هم مه ليكۍ.خير راځۍ خفه كيږۍ مه زما وروڼه ياست زه به درته دډاكټرشاخي يوه تازه كيسه وكړم.ډاكټرصيب خوبه تاسي اوس پيژندلئ وي كنه هماغه ملامعين يادوم.
ډاكټر شاخي چي كله په پيښور كي دشپږومياشتو دډاكټرۍ كورس خلاص كړ نو يئ له خيره دزابل په ارغنداب منډه ورواخسته.دئ پوهيده چي ارغنداويان ساده خلك دي ښه به پكي وځليږم.يوه ورځ له ورځو په كلنيك كي ناست وو چي يومريض يئ ورته راوست.مريض دنس له درده يوډول ولاړوو. خيټه يئ پړسيدلې او دقومندان شيفته دخيټي غوندي وه.(قومندان شيفته دومره چاغ وو چي چي پر زنګنو نه سوائ کښې نستلائ
ډاكټرشاخي سم له لاسه دفشار اله راواخسته او دمريض په فشار كتلو يئ پيل وكړ.يو وخت يى دفشار الى ته دومره هوا وركړه چي هغه تړق شو وچودله.شاخي سم له لاسه ستسكوب له غوږه لري كړ.پايواز ته يى مخه كړه وايى ظالمانو چه انسان داسي حالت ته ورسوئ چه هغه مري بيا نو ماته راولۍ (شاخي ګومان كاوه چي دمريض خيټه وچودله) :lol: :lol: :lol:
كه دغي ټوكي خوند دركړ سبا ټکټر راولۍ چي له ټوكو يى دربار كړم.البته له ورونو او خوندو په تيره بيا دفورم له چلونكو اومشتركينو نه دبي ادبي بښنه غواړم خداي دي وكړي چي معاف به يى كړۍ. :wink:
محمد اسحق شيوانی
06.06.2004
دټول افغان ټولو کارکونکوته د زړه له کومي سلامونه!!!!
خدای (ج) دي وکړي چي روغ او جوړ وه اوسی.
ياره هوتک صيب که ټولي ټوکې دي همدغه شان وي ټکټرنه درولم، ټکټر څه چي يو زوړ چارپاي لا هم نه در ولم، خپل پنځه افغانۍ دي واخله او دا ټوکي پريږده.
_________________
ياره د ميلمستيا په باره کي ماته يو پلان راځي، هغه دا چي دا ميلمستيا به پر يو تاوان نکړو، بلکي ټوله به يې پر غاړه واخلو، ناتار به سپين ږري کاکا( هوتک) صيب راوړي ، بر ګر به لوی لالا( هادي جان) راوړي، وريجي به دلمسيانو خاوند(هيواد) راوړي ، غوښي به ځوان ١٨ کلن(انګار) راوړي، پياز او روميان به دکړوسيانو خاوند (غروال) راوړي، پخلی به بوډی (ډېوه) خور وکړی، ما نو ډير مه خوږوی وچه ډوډی به زه درته راوړم.
په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی
هيواد شېرزاد
06.06.2004
سلامونه لکه غرونه،ښايسته لکه ګلونه ، خوشبوي لکه عطرونه، روان لکه سيندونه، پاسته لکه بالښتونه :lol: تاسې ټولو دوستانو ته وړاندې کوم. روغتيا مو غواړم.
هغه متل دی، وايي: چې اوښان ساتی نو دروازې جګې جوړوه.... نو ګرانه مهربانه او د ګېډې ډاکو هوتک جانه :lol: مونږ چې دا موضوع بېرته راتازه کوله خو ستا لپاره.... تا نو څه پکر (فکر) کاوه چې منږ (موږ) دومره بړيڅي يو؟ چا رښيا ويلي: نو زه چې خان يم په ياران يم 8) مونږ هم په تا غورې وهلې او وهو يې....
پام چې دا خبر بيا درنه راونه ووځي چې فورم پرېږدې.... مه يتيمان راڅخه جوړوه د شيندې ګله!
..........
ياره شيواني باداره، بالا زما څه خو دې وار پار خطا کئ .... نو دا دومره وريجې به له کومه راوړم چې دا د ټول افغان زمريان پرې ماړه کړم.... ګومان مې نه شي که يوازې هوتک هم موړ کړم. خير... اوس دې چې پکښې راوستی يم نو څه چاره هم نه لرو .. وايي خدای چې درته پېښه کړه نو ځان دې ورته مېښه کړه. :) نو ته دې ترهغې پورې ډوډۍ پخوه!
hotak
06.06.2004
يارانو سلامونه مينه او مننه مي غبرگ درواخلۍ!
اسحاق جانه ستړى مشى.كه خداى مي نه غلطوي ته خو هغه دطالبانو دامربالمعروف كاركونكى نه يى؟؟؟
كه دي په ياد وي چي يوه ورځ دي موږ په سروبي ودرولو او زما ږيري ته دي اشاره وكړه چي فاسقه فاجره دا ږيره ده او دكاليو برش؟؟؟ او بيا چي يوڅه ټيټ شوى دهيما ماليني عكس دي له جيب نه لاندي وغورزيد او مادرته ويل چي ملاصيب دا عكس دي دتذكرى لپاره اخستى او تاراته ويل چي خبيثه چي نه كار هلته څه كار :lol: :lol: :lol: دا غټي خانى دي په تاپوري اړه نلري :wink: :wink: :wink:
شيرزاده داسي ښكاري لكه زما يو گران دوست فيضان كاكړ ټوله اونۍ ويده يى.دفورم دپريښودلو كيسه تيره اونۍ سړه شوه.يارانو ننواتي راته وكړى.ماهم ويل ياران خفه كول سم كار والله كه وي.راځه چي دغه ساده گان ستا په اوتو بوتو خوشاليږي ته هم ورته گډاوسه.
فيضان له ماسره په پيښوركي په پوهنتون كي وو.يوه ورځ يى له يارانو سره په پيخر چرس وهلي وو.سهار چي دتامبوانو له سټاف نه ديونيورسټي په نيت په موټر كي كينستلى نو ويده شوى.موټرڅو پيرى وهلي خو فيضان لكه بت له ځايه نه خوزيږي.اخرچي كلينر او ډريوركتلى سړى سوړسوټى پروت دى.واي ياره پوډري دى اود ناځوانه په گاډي كي ساه ختلي.سم له لاسه يى له لاس اوپښو نيولى او دكارخانو شاته يى خطاكړى. ترتابتره فيضان هم لكه رنگه تور وو.دهرچا دپوډري گومان پرى راته.په دابله ورځ چي هاسټل ته راغى نو والله كه ماهم سم پيژاند.چي كيسه يى راته وكړه له خندا يى مړه كړو:lol: :lol: :lol:
بله عجبه يى دا وكړه چي دچرسو له وهلو وروسته چي كله دسړك خوا ته راروان شوم نو مي له ځانه سره چورت واهه چي ياره داخلك وايي چي څوك چي چرس وڅكوي هغه په ځان نه پوهيږي.زه خو دادى سم دم سړى يم.شوده گان هسي درواغ وايي.او بيابه مي له دى چورت سره دومره په زوره وخندل چي شاوخوا روانو خلكو به هم ماته وكتل.اوسره ويل به يى پاگل دى مړه خپل كار به كوي.
بله داچي وايي ما له ځان سره چورت واهه چي ياره داخلك وايي څوك چي چرس وڅكوي دهغه ځان ته پام نه وي او پرتوږ يى ايستلى وي.ددى لپاره چي داكارونكړم خپل پرتوگ مي له څلورو خواوو راپورته كړاو دگنډي په استقامت كي مي ټينگ ونيو.يوځاي چي څو انجوني سره رواني وى زما ددى كار په ليدوسره ډيري وارخطاشوى او له لاري يى لري منډه واخسته :lol: :lol: :lol:
بله داچي فيضان ويل هغه مهال ماته وړه تيږه سم كمر او كوچنۍ پوله سم نهر ښكاريده.كوچنۍ ډبري ته چي به راورسيدم نو به مي لوى ټوپ ځني واخيست.يو دوه واره به مي دټوپ په نعمت پرى رامنډه كړه خو چي تيږه به مي وليده نووارخطا به شوم بيا به په شا ولاړم او پرى رامنډه به مي كړه.څنگه چي تيږه به وړه وه او زما ټوپ به غټ وو نو به دواره ولويدم.اوشاوخوا خلكو چي به راته وكتل نو له خندا به شنه وو. :lol: :lol: :lo:
داخو دفيضان يوه خوندوره كيسه وه.خو خوندوره يى لا داچي اينجانب شخصا په خپله هم له دغسي يوى ډيري خوږى تجربى تيرشوى يم.چي بيا به يى البته ستاسي په غوښتنه درته بيان كړم.
پاتي شوه هغه دشيوان داخندزاده دميلمستيا خبره نو وروره په جگه ملادرته ولاړيم.چي څه تيار هغه ديار.البته زما په كور كي تيار شى ناتار وي.ناتار ديارانو پرى كتار.كه خوښ ياست همدا اوس ټكټونه راوكړۍ.ادى مي په كور كي نشته او ټول واك زما په لاس كي دى.اوگورۍ له ناتاره پرته والله كه بل شى دركړم.
وړم كال مي هم پنځه ملگري له كالج نه خلاص شوي وو.په مايى ميلمستيا وتړله.ماهم ورته ورځ وټاكله.دوى دخان زامنو نو يو لس نفره دځان په رقم نور ښاماران ورسره راپه مخه كړي.ټاكلى وخت يى زنگ راوواهه.چي ورووتلم نو ځان مي داسي ناشناخته ورته واچاو والله ته به وا چي په ژوند يى نه دي سره ليدلي.ماويل له چاسره موكاروو؟؟؟دوي دي وايي له تاسره.ماورته ويل چي مهرباني وكړۍ زه حاضر يم.دفتري كارمودى كه شخصي.دوي وايي ولي ميلمانه دي نه يو؟؟؟ماورته ويل دومره شوده خو نه يم چي ناشناخته انسانان ميلمانه كړم.دپلارمي همدومره دنياده چي په تاسي ښامارانو يى وخورم.
داخبره نه وه يارانو يوبل ته سره وكتل.وايي پر زموږدي لعنت شي چي ستا په څير سړي سره مو اشنايي كوله.هغه وو چي ورترغاړي وتم.اوبيا چي مي كورته راوستل نو په ناتارمي خوشاله كړل :lol: :lol:
ډيوه
07.06.2004
ګرانو اومشرانو خويندو ،وروڼو ! لکه دپيښور کريلې داسې شنه منۀ شئ .
وه هوتک ګوله ! ګوره شيواني ورورمې دې بحث ته نوی راغی اوتاپرې ورغروهل، لګ پام کوه کنه، دميلمه خيال ساته. دالاڅه کوې چې نن مې انګار ماما ته بريښناليک ورليږلی و ، اوترينه پوښتنه مې کړې وه چې بحث څنګه روان دی؟ نو،پوهيږئ ،چې څه يې راته وويل ؟ ويلې ،چې نورمې له دغه بحث نه توبه ده. زه يوپنډ ليکل وکړم خو،هيڅوک يې جواب نه راکوي.
هيواده !! نن خودې بيالکه دپشم خان کږه لونګۍ وهلې. دنظره مه شې، دهوتک خبره لکه وردګ چې عربي وايي
محمد اسحق شيوانی
09.06.2004
ښاغلو آغلو څلور پنځه (تنوره) سلامونه مي در واخلی.
سپينږری کاکا دا څه چټې پټې وايې؟ ياره د بېرې دي مړ کړم، ګر سره دي په القائده پوري وتړلم، ياره سپينږري کاکا زه خو دونه د امرباالمعروف خلاف يم،فکر نکوم چه ته به د وطنمل او هېواد ورور دونه خلاف يې.
هغه بله ورځ مي د اکا زوی مريض ؤ او دلته په کوئټه کي مي يو شفاخانې ته چه د اکرم هسپتال په نامه دی بوتلی، د شفاخانې مخته ناست وم موټران او خلګ دورې دورې کيږي، يو ښه ځوان چه سپينه لنګوټه يې تړلي ده راته راغلي او را ته ويې ويلل:- ياره دا اوس دلته يو دوو کسانو پيسي را څخه واخستلي، ما ورته وويل څنګه يې درڅه وا خستلي؟ دی راته په قصه سو وايې دغه مخامخ مسجد وينې؟ ماوويل هو! ويل دلته مي لمونځ وکړی او د مسجد نه راووتلم، يو سړی راغلي راته وايې مولوي صيب ستړي مشي ، روغ بړ مو سره وکړی، وايې مولوي زه يو دينې پوښتنه لرم، ما ويل څنګه پوښتنه؟ ده راته ويل ته دسړک هغه بلي غاړي ته را واوړه هلته به خبري سره وکړو، ما ورسره هو کړه. هغه بلي غاړي ته چه راغلو يو بل سړي د يوبلي خواه څخه راغلي او دا بل سړي ته وايې القائده دي ټنګ کړي دي. آ بس چاقو يې راباندي را وکښي، ويل چټک پيسي راکه که نه وژنم دي، ماهغه بل ته وکتل چه هغه هم چاقو راباندي را کښلي دي، بس تلاشي شروع سوه عام سړک دی خلګ ځي او راځي، او بل آخره پيسي يې ټولي راڅخه واخستي او راڅخه منډي يې کړي.
ما ورته وويل چه ظالمه ږغ به دي کولای خلګو ته چه کومک يې درسره کړی وای، ويل دې ظالمانو زه په داسي تور متهم کړم چه هيڅ مي هم نه سو ويلای، د القائده ټاپه يې را باندي ووهل.
اوس هم هوتک صيب زما خودي اوله سر وار خطاء کړی، اوبل ما خپله درې څلور واره د امرباالمعروف سره د لاسو جنګ کړي دي، يو وار خو بيخي تر توپکانو سره رسيدلي يو، چه په نتيجه کي مو ډير غنيمت لاسته راوړي دي. دغه تير اخترپه شپه بازار ته تلم او سودا مي راوړه، زما يو کشر ورور دی هغه راته وايې ماته د امرباالمعروف په ډول بوټونه راوړه. ما ورته ويل هغه بيا څنګه شيان دی. ده ويل ولي هغه چي امرباالمعروف جنګ وکړي مايو بوټ راوړی او پر هغه باندي موږ د امرباالمعروف نوم ايښی دی. ما ويل ښه !!!!
نو هوتک صيب نه پوهيږم چه تاسو ولي يو دم دونه غټ تر راباندي ولګوی؟
زه چه لږ څه فکر کوم، دا تور چه تاسو پرما ليګولی دی، ددې لامل ټول زما هغه سياسي ليکنيې چه ما په ټول افغان کي کړي دي. خو ګران ورور کيه!!! که رښتياهم دغه وي، نو داخو زما يو شخصي نظر دی، هر انسان په دي دنياکي خپل د نظر داظهارولو حق لري. خو ګوره سپينږري کاکا!!! هېواد ورور ديو څو کيلو غوښو طوان نه درلودی په ډير جبر يې ومنل چه هو ددې ميلمستيا غوښي پرمادی، تاسو څنګه دونه غټ تور يو دم پروما غريب ولګوی؟ فکر نکوي چه سره خوږ به کړو؟
خير بيا به سره ګورو زه اوس ستاسو د ميلمستيا د ډوډی په پخلو اخته يم
په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی
hotak
10.06.2004
سلامونه او نيكي هيلي مي درواخله ګرانه اسحق جانه!
خيردى مه خفه كيږه .نو څه وشول چي دالقاعده غړى يى.زه دي جيب نه درخالي كوم.ځكه زه شكر دى د كوټي له ټګانو سره هيڅ شناخت نلرم. زه كه ستا په ځاي واى نو والله چي اوس به مي لكه نر دنر ملا صاح[ او يا هم دنر د زوى اسامه بن لادن بوټونه پالش كولاى. وروره پخپل دريځ باندي تل افتخار كوه.زه له دغو كسانو سره يوڅه مخالفت لرم خو دهغوى دا دنرانو كارونه اوخبري خوند راكوي.
د اوس لپاره همدومره راځۍ دللو او پنجو دغه خوندور او خندونكي عكسونه درباندي وګورم.
[img:5745998e70]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040609/i/r3342324615.jpg[/img:5745998e70]
دادى صيب چپنه خو مي وايستله نور امرخيزمت؟؟؟؟؟؟؟؟
[img:5745998e70]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040609/i/r2684680783.jpg[/img:5745998e70]
ياره په كوران په كندار كي زه ام په داركم ګومبزه كي اوسم وپييدى بالا............................
[img:5745998e70]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040609/i/r3917947689.jpg[/img:5745998e70]
بوش اودهغه تړلي چرګان ...............كه په بازار يى خرڅوي ورسره ځينه
[img:5745998e70]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040608/i/r4045634160.jpg[/img:5745998e70]
I am doing the job as best as you like sir
[img:5745998e70]http://us.news2.yimg.com/us.yimg.com/p/ap/20040608/capt.abjm10106082153.afghan_president_abjm101.jpg[/img:5745998e70]
برګ سبز تحفه كرزايى ..................چه كيند بينوا همين دارد...............
دافغان وژني ميډال يى په سينه راځړوم...............حق خو زه بيشكه حقدار وته سپارم
ډيوه
10.06.2004
منم دې هوتک لالا ، په پير دې رحمت شه لاپردا پوخ ايمان. دې شيواني خو ډيره چټي ليکنه کړې ، سم دويرې ...دی ، شيواني ګيه ! پوهيږي چې څومره لويه ګناه دې وکړه ؟ بوټ ته دې امر بالمعروف ووايۀ . ای دويرې ګوډيه
hotak
11.06.2004
سلامونه ډيوى جانى!
داسي ښكاري چي زموږدټوكو ټكالو دغه بنډار نور دفلسفى په څير يوه خوشكه اوجدي بڼه غوره كوي.خو نه داسي بايد ونه شي.مگر څه وكړو.ديارانو دټوكو ټكالوتوبرى خالي شويدي.ماڅه موده مخكي دفورم دپريښودا خبره كړي وه خو ياران ددى خبري په اوريدو دومره جدي شول چي په لسگونو ايميلونه او شخصي پيغامونه يى راته مخابره كړل.ننواتي يى وكړى چي ياره گوره چي فورم پرينږدى.
ړزه هم ددوستانو په ټينگار دادى پاتي شوم.خوڅه وشول دوي ټول وتښتيدل او زه يى يوازي پريښودم.اودادى اوس زه يم اوتش فورم.لكه تش گيلن اخوا ديخوا پكي رغړم.
خالد ته گوره په سي اين اين كي څه كار كوي والله له ځانه يى دومره بوخته مرغۍ جوړه كړي والله ته به وا چي دكونډوليزا راييس په چوكۍ ناست دى او ولس مشر بوش ته مشورى وركوي. :wink: :wink: :wink
مجيب ته گوره چي بس هماغه يو خرپ يى وو.هلكه چي له وسه دي نه وو بد دي كول چي فورم ته راتلى.خپلي سپږي به دي وژلى. :lol: :lol: :lol:
تورلونگ خو نو هسي دسياه سرو په فورم كي چرخه دى.هلكه لونگه كله ناكله موږ ته هم يو سلام را اچوه.دادگودر په غاړه ډير مه گرزه.سور سالو به دي وخوري.
هغه دطالب كيسه دي اوريدلي ده كنه وايي يوطالب وو په كلي كي په يوه ملا هستيده.كلي يو گودر او په لسگونو چټي پيغلي درلودى.همدا چي مازديگر به شو په گودر به دسپينو كوترو حشر جوړشو.طالب جان ترمابتره داسي يوڅه زړخوږى وو.مازديگر مهال به هسي دا دگودر خواته سخوندر سخوندر كيده.له يوى پيغلي سره به يى البته دزړه تارهم نښلولى وي.خو هغه پيغله هم خورا چټه اوخداى وهلي وه.په ما وارو خلكو خو يى غاړه هم نه ايستله.ډيرى ماوارو خلك ورته سپي سپي كيدل.خو دا ډيره كبرجنه وه.
يوه ورځ له همزولو سره دكور خواته روانه وه.منگى يى په اوږه وو او طالب هم دخپل ورځني معمول له مخي دگودر غاړه اجاره اخستي وه.هماغه چي انجوني ده ته راورسيدى.ده مبارك نو له ځانه سره يو سوړاسويلى وايست او ويل يى ..........اُف خدايه خو زه دي هم ددربار چرگ يم :wink: :wink:
انجلۍ چي داخبره واوريده نو سم له لاسه يى ورغبرگه كړه وايى: كړې شه مرادار شى چي مرداري ونكړې :lol: :lol: :lol: نو لونگ جانه دا دانجونو له فورم نه راووزه.موږله دغو اخندزاده گانو،ملايانو او طالبانو نه په نورو فورمونو كي په عذاب وو او دوي له خيره سره دادى دټوټكالوخوني ته هم پسي راغلل.
مجيب،خالد،هادي،لونگ،هيواد،ډيوه،اصف،نقاد،غروال،غيرت ځواكمن او دانور دي په ملا پټكى واچوي او له خيره سره دي دغه بنډار نور تود كړي.
هو ريشتيا هغه داندړو اغاصاحب مي له ياده وتلى وو.قراراندړيادوم چي دلته دجلالزي په نامه ليكني كوي. ښه شعري قريحه لري او كه په ځان يى بده ونه مني رادي شي دلته دي هم خپله طبع وازمويى.
څوك يى وژني نه.كه ټوكي يى نه وى زده نو هسي دي راته خاندي اوخندا شكر دى بى بيي توكى دى.............. مينه مننه مينه مننه مينه مننه نصير احمد هوتك
مجيب انګار
11.06.2004
هوتک ته دې خېر وي !!!!!!!!!!!!!!!!!
دابيا ولې په اېنټه يې يار ! ګوره پيره نن سبا سپږې چيرې ده بابا ..... نوزه به څه وليکم قسم که مې څه زده وي، خوخالد هادي اوفرښته وتښتيدل، البته داداګان به يې ورته غصه شوي وي
Mazloom
13.06.2004
وروڼو اوخوندو له ډيره وخته وروسته مي يوواربيا سلامونه ومنۍ . دحلالي روزي ګټل کله په وختونو وختونو سړی له نيټ نه لري ساتي . دا هوتک ورور نوی راغلې مګر افسوس چا ورته ښه راغلاست ندي ويلي که مو خوښه وي زه به يي ورته دده دانډيوالانو[پيښوريانو]په ژبه ووايم .
خيردي وي هوتک دې پخيرراغلي هلکه [ تث ]. [ ددې لفظ دواړه توري ساکن دي دادپيښوريانو هغه عملته ورته توري دي کله چي دوي سپينه مردانۍ خولۍ [ټوپې ] په سر يوي خواته کږه ايښي وي اودتورونسوارو غټه چونډۍ دخولې چپي خواته ترشونډه لاندي ايښي وي په داسي حالت کي چي شونډه يي پورته خواته راپړسيدلي وي نوچي کله يي په خوله کي لاڼي _ ناڼي _ راجمع شي بيا يي دمخي دغاښونوترغاروډير په سرعت سره باسي نونژدې هغه داسي الفاظ تشکيلوي ]
خه نوروايه سينګې تث . ددي نه ړواندي لکه چرته وي سړيه . استا کوتک خوم روک شو مړه . خالد نامي وکه سه ومړه اغه کابلې مړه تث . په سه بي وفايانو اوختي يي مړه . تابه پي دامره ځان خودلووه . پيشو پړانګان دي ورنه جوړ کړي ووه . خلک به دي پي يرول لکه تث . اوس وايه سمبالي کړي کنه دومره شومان دي سلامَم درله نه اچَېيه تث . دي مجيب لې بياګوره مړه ځان به نيغ نيغ کَييَه لکه دچرګ ميَنځ له به را ودانګييَه . هلکه روک شه خوارشي هيس بي هيسه ټوپونه مه وهه لکه نرشه سه اوليکه تث . دانورخو بس هسي روټې خواره دييه لکه تث .
انځورګر
19.06.2004
'ګرانووړونو او خوندو سلامونه
دپردسي حجرې ياران
زرکه
20.06.2004
[color=red:1287c601be] الله دې خير کړي چې د خپلو پښتنو مې دا :oops: :oops: :oops: حال دی . [/color:1287c601be][color=blue:1287c601be]
نو د تاجکو حال خو بيا د ليدلودی . چې څومره په زړه پورې به وي . :lol: :lol:
[/color:1287c601be]:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:[color=green:1287c601be]
په پښتنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه مينه [/color:1287c601be][color=darkred:1287c601be]
زرکه[/color:1287c601be]
ادبي ټوکې ټکالې
زرکه
23.06.2004
ګرانو خويندو او ورورنو زما دزړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې ومنۍ .
ګلاليو ماشومانو هر يو کمکي ورورکي خالد جان او ماشومې ډيوې ته
خدای (ج) مو پخير رالوي او ستر خلک کړه .
ريښتيا خالدجانه ورورکيه زه به په هغه ورځ ستاسو حجرې ته نوی ورغلې
که مخکې مې ستاسو ځينې ليکنې لوستلي وی .خو ځه خير اوس اوبه په
سر اوښتي دي څه يوه نيزه څه دوه . ورور جانه زه د خپل ژوند نه دپښتو دپاره
تيريدلې شمه خو د پښتو نه د ژوند دپاره نه خودې ظالمې پښتو سره دومره
مينه لرم چې دهغې دپاره بيرته د هغې نه هم تيريږم . چې ثبوت يې ستاسو
حجرې ته د دويم ځل راتګ نه قيس کړه .
ګرانه وروره زه چې ګورم تاسو څو نفرو زما د راتګ نه وروسته خپل قلمونه ايښي
خو که تاسو خبر وی چې ما په څومره سخته پخپل دې وړانديز
( دبحث فورم ته راتګ ) باندې د بهرنيو چارو دوزير ( مور ) لاسليک تر لاسه کړ نو
بيا به مو دا سې فکر نه کاوه ما هره ورځ مورته دليلو خور ليکنې لوستلې او ورته
ويل مې ګوره دې څو مره دافغانانو غم په سر کړيدی تاسې هريو زمونږ په کور کې
ټول پيژني د هر يوه د ليکنو لوستونکي شته دی اوس چې خبره د ريښتيا ده نو ټوله
به ووايم يو وړوکی ورور مې چې ماسره يې هر وخت په کمپيوتر جنګ وي هغه تاسو
ته په غوسه وي خو په بيچارګي د هرې خوانه د ګواښونو او ګوزارنو باران شي .
ورورجانه خبره به نه اوږدوم خو زه دلته پدې خاطر راغلم چې ستاسو ټولو نه اوپه
خاص ډول د هيواد ورور ، ليلو ، فريښتې ، ډيوې ، او نورو خويندو ورورنو نه هيله
وکړم چې که دوۍ زما په راتلو فورم پريښودلی وي نو راځي دې . زه به بيا نه راځم
بله دا چې په سياسي بحثونو کې د پښتو ژبې په اړوند يو هر اړخيزه بحث روان دی
چې ما خوپکې بې اجازې ګډون کړيدی خو وروسته ښاغلي مشر هيواددوست صيب
ټول ځوان نسل ته بلنه ورکړيده چې پدې هکله خپل نظرونه څرګند او وړانديزونه
ووايې تر څو مونږه وکولې شو د خپلې ژبې سره لازمه مرسته وکړو . زه چې ګورم
ستاسو د ټولو ليکنې د پښتو ژبې سره د مينې نه خالي ندي نو زما په اند ستاسو
وړانديزونو ته ډيره اړتيا ده او خپلې ژبې ته چوپړ کول زمونږ د هر يوه فر ض دی
هيله ده چې تاسو پدغه بحث کې ګډون وکړۍ اوکه دا کار زما د فورم نه په
وتلو کيږي نو زه د نن نه وروسته نه راځم .
په پښتنه مينه ستاسو د ټولو نه مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــشره خور زرکه
hotak
25.06.2004
[quote:e69251601c="زلمي"]وروڼو اوخوندو له ډيره وخته وروسته مي يوواربيا سلامونه ومنۍ . دحلالي روزي ګټل کله په وختونو وختونو سړی له نيټ نه لري ساتي . دا هوتک ورور نوی راغلې مګر افسوس چا ورته ښه راغلاست ندي ويلي که مو خوښه وي زه به يي ورته دده دانډيوالانو[پيښوريانو]په ژبه ووايم .
خيردي وي هوتک دې پخيرراغلي هلکه [ تث ]. [ ددې لفظ دواړه توري ساکن دي دادپيښوريانو هغه عملته ورته توري دي کله چي دوي سپينه مردانۍ خولۍ [ټوپې ] په سر يوي خواته کږه ايښي وي اودتورونسوارو غټه چونډۍ دخولې چپي خواته ترشونډه لاندي ايښي وي په داسي حالت کي چي شونډه يي پورته خواته راپړسيدلي وي نوچي کله يي په خوله کي لاڼي _ ناڼي _ راجمع شي بيا يي دمخي دغاښونوترغاروډير په سرعت سره باسي نونژدې هغه داسي الفاظ تشکيلوي ]
خه نوروايه سينګې تث . ددي نه ړواندي لکه چرته وي سړيه . استا کوتک خوم روک شو مړه . خالد نامي وکه سه ومړه اغه کابلې مړه تث . په سه بي وفايانو اوختي يي مړه . تابه پي دامره ځان خودلووه . پيشو پړانګان دي ورنه جوړ کړي ووه . خلک به دي پي يرول لکه تث . اوس وايه سمبالي کړي کنه دومره شومان دي سلامَم درله نه اچَېيه تث . دي مجيب لې بياګوره مړه ځان به نيغ نيغ کَييَه لکه دچرګ ميَنځ له به را ودانګييَه . هلکه روک شه خوارشي هيس بي هيسه ټوپونه مه وهه لکه نرشه سه اوليکه تث . دانورخو بس هسي روټې خواره دييه لکه تث .[/quote:e69251601c]
الكه دزوان زويه .....يزنه پخير راغلې!
يره داستاسو نسواريانو حراميانو نه مي زړپه په پيخور كي شين وو او ته دادى دلته پسي راورسيدى.هسي پيخور خه خار دى.خلك يى ډيرسادگان كم عقلان دي.هډو په سړيتوب پوهيگي نه لكه خه....... اول چي دا كابليان دلته راغلي وو نو هغوى به دروټې سره شنه گندنه خوړله. پيخوريانو به ويل چي ماجرگوره گياه خوري.خو چي لگ يى په خوند پوي شول نو چي كتل به دي پيخوري زوان به دډيري گندنې نه خوله لكه دكيشپ تكه شنه نيولي وه. :lol: :lol: :lol:
دوي چي به روۍ خوړه نو هسي لكه دچرگانو ټونگې به يى وهلى خو دازيينگ سره هغوى دوريجو په انساني خوراك هم پوي شول. مونگ چي اول پيخور له راغلو نو په وارث اباد كي موكور وو.هلته كي يو جوارگر وو.زمونگ سره خوا كي يي كور وو.هغه چي پوي شو چي زما پلار دمهاجرو په دفترونو كي خه تعلوقات لري نو يوه ورز يى كټ په رشوت كي راوړو. ويې ياره تاسو مساپر خلك يى پدى كټ به مو بچيان څملي. مونگ چي دهغه داسړيتوب وليدو نو ډير متاثره شو چي ياره داپاكستانيان څومره خه خلگ دى.خو مونگ ته څه پته وه چي دپاكستاني حراميتوب به يوڅو ورزي روستو معلوميگي.پنزمه كه شپگمه ورز وه چي سړې راغى پلار ته مي وايي چي خان جي كه مهرباني دي وكړه او دادمهاجرو راشن كاټ دي راله واخست نو يو بل كټ به هم درته راوچلوم.پلار مي ورته ويل چي ياره زوانه هغه اول كټ دي هم واپس يوسه او چي بيا پدى لاره رانه شى. :lol: :lol: :lol:
اوبيا داسي ورز هم راغله چي ما په پيخور كي دوحدت په اخبار كي دپيرانو سره كارشروع كړ.هغه هسي دنامه پيران وو او نور خو واړه حراميان وو.ايله په مټه مي پيخوريان سم دم وپيژندل.
خير پاتى شوه دفورم خبره نو ريشتيا چي داټول هسي ډوډۍ خواره دي كنه نو اوس خو به دليكنو هډو شمار نه وو.سه پوي شوى دزوان زويه ....يزنه. راكه يو چونډې چي شل شي كنه :wink: :wink: :wink:
انځورګر
26.06.2004
'ګرانووړونو او خوندو سلامونه
مجيب انګار
26.06.2004
:twisted:
هلکه هوتکه ! اشنا ته څنګه يوچاته حرامي وايې ؟ دحرامي په مطلب پوهيږې ؟ نوبيا..........
موږ چې تاته دومره ناز درکوو نوته خو هم ... مه وره کوه
hotak
26.06.2004
انگاره ياره سلامونه مي واخله.
دحرامي له توري نه مي والله كه هغه حراموني مطلب وي چي نه مور لري نه پلار.داخو دپيخوريانو وروڼو يوه اصطلاح ده چي ان دډيرو نازولو خلكو لپاره يى هم كاروي.په هرصورت زه پدى وسيله له وروڼو او خويندو نه بښنه غواړم. خو ستايى له خيره چي دومره غوسه درغله؟؟؟ تاته خو به مي نه وي ويلي :wink: :wink:
پاتي شوه دناز خبره نو چيري دي دوريښمو كالي را استولي دي؟؟؟پدغه فورم كي خو مو په گډه دسپو له كلي هيسته تيركړم او لادپاسه احسان هم راباندي باروۍ؟؟؟ داخوار مو يوازي زه وليدم؟؟؟
hotak
26.06.2004
[quote:bac3cd275b="خالد هادي (حيدري )"]سلامونه ښاغلو اغلو
خدائ دي وکړي چه خولې مو له خندا ډکي وي او له غمه مو خدائ تل راته وساته
هوتک لالا ايله نن مي ستا پر ليکنه سترګي ولګيدلې نه پوهيږم چه تر سر څه واړوم :lol: :lol:
:shock: :shock: :shock: :shock: :shock: :shock:
الله را پياد سوله زرکه خور مي څمره د ميني او ملي ولولو ډکه ليکنه ئې ليکلې وه . ګراني خور خدائ دي نه کوي ولي به ستا له راتګ نه موږ ليکني پريښي وي . خورکۍ دا چه زما په کارو خبره شې په خدای زهره دي وچاودي .
چه دا کمکۍ انسان څنګه دا دونه غټي چاري پر مخ بيائې :cry: :cry: :cry: :cry:
دا انګار لالا وپوښته دئ به د خالد لالا دژوند يو دوه لحظې درته تمثل کړي ، او وبه وائې چه ولي د دا خالد کوپړئ نه چاودي د دادومره کارو څخه .
خو خورکۍ چه وخت پيدا کړمه نو اول ټول افغان ته راځمه ،خور داسي وختونه ډير راغلي چه خالد به ګوتي پر کيبورډ کش کړلې نو په ټول فورم کي به د بل چا نوم نه ښکاريده ، 8) 8) 8) 8) 8)
خو په دې مي تر اوسه کوپړۍ نه خلاصيږي چه ولي او په کوم دليل تاسي ليکلي چه که ما ستا ليکني اول لوستلي وائې نو به دې فورم ته نه وائې راغلې ، ولي زما ليکني د قلم د سپېڅلتيا څخه وتللي دي او که بل تعصوبي او يا غير علمي ستونزي لري
که زما عېب راته په ګوته کړئ نو دا به مو پر يو کشر ورور ډير لوی احسان وي
خير :
[color=blue:bac3cd275b]نوري خبري وکړئ چه اساني دي ____ پرېږدئ د الفت خبري ګراني دي[/color:bac3cd275b] :lol: (حمزه بابا)
يارانو که په يو زېري مو خبر کړمه نو غم شريکي راسره کوئ او که نه :?: :?
خالد لالا مو 23 کلن شوئ خو دا خبره دونه د خوشحالۍ نه ده ، خبره داده
:D :D :D :D
چه خالد پرون :D :D :D
خالد لالا پرون په نيويارک ښار کي :D :D :D
خالد په 23 کلنۍ کي د نړۍ د حيرانونکي عکاسۍ ( ده ګلوبل اميزينک فوټوګرافي ) :wink: :wink: :wink:
د خپل وطن د معيوبينو پر...............................
8) 8) 8) 8) 8) 8)
نور زېرئ به ستاسي د غم شرکي نه وروسته اعلان شي :lol: :lol: :lol:
په پوره پښتنولي
ستاسي کمکۍ مسافر ورور خالد په ډيره خوشحاله خاطره کي :D :D :o :o :o[/quote:bac3cd275b]
خالد جانه سلامونه او مينه! دادومره مصروفيت؟؟؟ والله ته به وايي كرزى يى!خداى دي خوار مكړه پدى پلمو.خير خداى دي بيا بيا بيا بيا بيا راوله.زموږدفورم گل يى.داسي ښكلى انځور دي لگولى والله چي زه سياه سره واي هم نو اول به مي تاته سلام كولاى.هوتك غريب ته گوره دنيكه خداى بښلي انځور يى لگولى والله كه څوك سنت سلام وراچوي :lol: :lol: :lol:
زركي ته گوره لكه زه چي بيخي دسلام اوكلام حقدار نه يم.انگار ته يى سلامونه اچولي او زه يى هسي بابيزه پرى ايښى يم.خير زه گيله نه كوم. مادي خداى بى خپل ډاكټرشاخي نه كوي :wink:
پاتي شوه دخالد دزيري خبره نو زه خو وايم ياره داسي ښكاري لكه كوژده چي دي كړي وي.او كه دي كړي وي نو زما ټولي ويرني، ساندي او چيغي له تاسره دي.
ماته مي يوه ورځ ادى ويل غټ مينده شوى ځم كوژده درته كوم.ماورته ويل ادى پري يى ږده مورى كوژده هسي دخداى غضب دى.مور مي ويل ياره كه دخداى غضب وي هم تادي خداي ورباندي اخته كړي.
كه داسي وي نو مباركي مي هم ومنه او غمرازي مي نوري خبري بيا له خيره سره. زه هم والله چي همدومره مصروف يم. .................مينه مننه نصير احمد هوتك...........