د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوروز خان
02.04.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

باید ووایم چې حکمتیار صاحب له تېر کال راهیسې دطالبانو په ګډون په یوشمیر نورو سیاسي سیالانو هم له قهره ډک بریدونه پیل کړي دي ، کټ مټ لکه دنوېیمې لسیزې په پیل کې یې چې یوزیړی مازدیګر په کابل برید خښ کړ ، او په بله خوایې واړاوه .
خو دشکر ځای دادی چې دا ځل حکمتیار صیب ړانده راکټونه نه واروي بلکه ، بلکې پیغورونه او نقدونه دي ، چې دلور دلوره یې توغوي .
نوموړي په خپله یوه وروستۍ لیکنه کې ( چې په لیکدود کې دنوموړي تفردات یي دده ثابتوي ) لیکلي دي چې دطالبانو مشر ځکه دامارت اهل نه دی چې عضوي نیمګړتیا لري ، او څنګه چې زما دواړه سترګې روغې دي نو. . فتعین بازګل !!!!
خداې دې پوه کړي


عادل عادل
02.04.2011

السلام علیکم

نوروز خانه وروره ستاسو د راکټو تر خبرې پورې:

یوه ورځ په مجلس کې ناستو ملګرو او مېلمنو تود سیاسي بحث روان کړی وو، تر ټولو زیات یې طالبان تر بمبارد لاندې نېولي وو، پدې منځ کې یو ورور چې په غالب ګومان پخوانی، د حکمتیار صاحب تر څنګ دده د مخابرې چلوونکی وو ډېر حق په جانب او له انسان دوستانه احساسه ډکه لهجه یې خبرې پیل کړې، ویل طالبانو داسې وکړل او هایې وکړل، خو چې کله یې خپل ټول وارونه وکړل، نو یو ملګري ورته وویل چې اوس خو یوه خپله هغه خاطره هم تازه کړه چې د چهاراسیاب څخه به دې د حکمتیار صاحب په امر د بیم-41 ټولې دستګاوې په اهتزاز راوستې او نیم کابل ښار به مو په خاورو او دوړو کې پټ کړ، سړي چې خپلې تیرې خبرې یې ټولې په یاد وې، بې درېغه په خندا شو او ناستو ټولو هم ډېر پسې وخندل ........


و.افغان
06.04.2011

له ښاغلي او دروند ورور بريالي مجاهد څخه په مننې.
http://www.tolafghan.com/posts/21382
په درنښت


خانو حاجي
06.04.2011

وهاج صاحب ستالیکنه سرترپآیه ټکي په ټکي ترنظر تیره کړه .
ډیییییییییییره مستدله او علمی جوابیه لیکنه دی کړې .
الله پآک دې ستاپشان علما په افغان ولس کي نور هم زیات کړي .

خو :wink:

وهاج صاحب په یو ځآی کې یې ډیییییر سخت خراب کړی یې ، حقیقت به وايو ،
هغه چې انجینر حقپآل لیکی:

[color=green:e0393f23ba]د اسلام په اړه ئې ليكل شوي كتابونه دومره دي چي كه پر ساپي صاحب بار شي نو وړل به ئې ورته گران وي، [/color:e0393f23ba]

:)
ما ته خو یې ډيييره خندا راوسته ، تاسو؟ نه پوهیږم. :D


عادل عادل
07.04.2011

السلام علیکم

[quote:a11afb35a0]وهاج صاحب په یو ځآی کې یې ډیییییر سخت خراب کړی یې ، حقیقت به وايو ،
هغه چې انجینر حقپآل لیکی:

د اسلام په اړه ئې ليكل شوي كتابونه دومره دي چي كه پر ساپي صاحب بار شي نو وړل به ئې ورته گران وي، [/quote:a11afb35a0]

وروره کتاب که د پاڼو تورول وي نو په بحث فورمونو کې هر چا یو دوه سوه کتابونه لیکلي دي، څوک چې لیکل کوي، د هغه لیکنې باید د وخت په تېریدو سره مصداقیت پیدا کړي، که مصداقیت نه وي، حد اقل خو په خپل وزن پاته شي، د حکمتیار صاحب په مولفه کتابونو کې د لس کاله وړاندې خبرې نن د باد وړۍ دي، او د مطالعې په وخت د خوب سبب کیژي، مثلا دوی د طالبانو په اړه ډېرې له غلو ډکې خبرې کړي دي، چې نن یې هره یوه د کتاب او لیکوال دواړه فکري خامي او خودخواهي ثابتوي.

پورتنی خبره چې زما تر کتابو لاندې به څوک څنګه شي، د عالم او مفکر د شان سره نه ښایي، مګر چې علم سره یې د زړه نه بلکه په ځان پالنه کړې وي، ..... علم که بر دل زند یارې شود - علم که بر تن زند مارې شود!!

الله پاک دې مونږ ټول له خودخواهی څخه وساتي، آمیييييييين


و.افغان
07.04.2011

د محترم او دروند ورور بريالي مجاهد څخه په مننې.
حقپال د حکمتيار سکرتر: دويمه برخه.

6_ بله خبره یې دا کړې چې دین په تجربه سره هم زده کېږي نه يوازې په درس ویلو سره، او دډرېورۍ او لیکوالۍ مثالونه یې وړاندې کړې دي، لومړی خو دا چې دین څه ډرېوري او لیکوالي نه دی، دین له ډرېورۍ، موچي ګرۍ، او لیکوالۍ سره ډېر غټ توپیر لري، یو لنډ او ښکاره توپیر یې دا دی چې که یو کس په ډرېورۍ کې غلطي وکوي نو څه شرعي حکم نه پرې مرتبېږي، همدا رنګه لیکوالي، که یو کس په عادي خبرو او لیکنو کې د ښ پر ځای س ولیکلي، یا د ( ب ) پر ځای ( ج ) ولیکي څه شرعي حکم نه پرې مرتبېږي او نه په آخرت کې پرې محاکمه کېږي، مګر دین بیا داسې نه دی په دین کې پر غلطۍ او اشتباه هم په دنیا کې حکم پرې مرتبېږي او هم په آخرت کې، یو کس که پوره او تکړه ډريور وي او که نیمګړی او کمزوری، که ښه او تکړه لیکوال وي او که نیمګړی او کمزوری، که ښه او تکړه انجینر وي او که نیمګړی او کمزوری، دومره لویه خبره نه ده، لکه څومره چې د یو ښه پوه او تکړه عالم او نیمګړي او کم علمه عالم خبره ده.

ډرېوري، لیکوالي، انجینري، ډاکتري، زراعت او... له هر چا نه زده کېدای شي، له کافر نه هم زده کېدای شي او له مسلمان نه هم، له لار ورکو نه هم زده کېدای شي له نيك كارو نه هم، مګر دین بیا داسې نه دی، دین له کافر نه نشي زده کېدای، له فاسق او فاجر نه نشي زده کېدای، له مبتدع او منحرف نه نشي زده کېدای، که یې څوک زده کوي نو هغه به بیا دخپل استاذ په څېر وي.

له همدې کبله علماوو دا خبره په رسا توګه پوره روښانه کړې چې باید خلک له فاسق او مبتدع نه دین زده نه کړي، له داسې کس نه يې زده نه کړي چې نه یې استاذ معلوم وي، نه یې مدرسه معلومه وي، ځکه دمسلمان ټول ژوند دهمدغه دین لپاره دی، او دین دیو مسلمان په ژوند کې خورا ارزښت لري، نو باید دغه قیمتي او ارزښتناک ګوهر له داسې یو چا څخه واخیستل شي چې هغه معلوم کس وي، په دین کې یې پوه هر چا ته معلومه وي، خلک یې پېژني، استاذان یې معلوم وي, تر څو په شاتو کې زار ونه خوري!

دین دسرو زرو حیثیت لري، سره زر سړی له هر دوکاندار څخه نه اخلي، بلکې زرګر ته ورځي، داسې زرګر چې وتلی نوم ولري، ټول یې پېژني، که یو کس دسرو زرو په اخیستو کې تېروزي نو بیړۍ یې ډوبه ده ، ځکه ډېر تاوان به وکوي، او که مالګه، مرچ، پیاز او کچالو اخلي هغه دلارې په سر له یو کراچۍ والا نه هم اخلي، ځکه دلسو شلو روپو خبره ده ، که یې تېر باسي هم ډېره ستونزمنه کیسه نه ده.

دډېرو خلکو ستونزه په دې کې ده چې هغوی دسرو زور او پیازو توپير نشي کولای، دوی وايي دپیازو والا هم دوکاندار دی او دسرو زرو والا هم دوکاندار دی، او دېته نه ګوري چې یو دسروزرو دکاندار دی او بل دپیازو، دوی یوازې دوکاندارۍ ته ګوري پیازو او سرو زرو ته نه ګوري!

هو کله چې دین له استاذ نه زده شي، بیا په تجربه سره زیاتېږي، پیاوړی کېږي، خو باید له استاذ نه زده شي، داسې نه چې په تجربو سره ددین زده کولو ته ملا وتړل شي، ځکه ډېر ځله تجربې په بله ولاړې شي، کوم څه چې دډېرو خلکو لپاره دستونزو او اندېښنو لامل وګرځي، دتاریخ په اوږدو کې چې کومې ډلې په کږو لارو روانې شوې دي یو لوی لامل یې دا دی چې پرته له استاذه یې په تجربو سره ددین دزده کولو هڅې کړې دي.

7_ دا خبره چې حمید الدین فراهي صیب دحکمتیار استاذ دی، په دې اړه باید دوه ټکو ته پاملرنه وشي، لومړی: دا سم لاسوند نشي کېدی چې دجمهورو علماوو او دامت داجماع په وړاندې دیو یادوه کسو خبره درنده وتلل شي، او بیا وویل شي چې زما خو دغه یو یا دوه کسان استاذان دي!! ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ید الله مع الجماعة, داسې ډېر علما شته چې په یوه مسله کې تېروتنه ترېنه شوې وي له جمهورو علماوو نه په بله تللي وي، نو بیا که یو کس راځي او دا خبره ټینګوي چې لاسوند او سند لرم، ځکه فلاني دا خبره کړېده نو زه یې هم کوم, فكر نه کېږي چې په سمه به روان شوی وي!

که داسې وای او یا ددغه رنګه ځینو ځانګړو اجتهاداتو منلو ته لاره پرانیستل شي نو بیا خو به دین دړې وړې شي! دمثال په توګه امام غزالي دساز او موسیقۍ درواوالي خبره کوي، او دخپلې خبرې لپاره يې دلایل وړاندې کړي دي، حال دا چې دده دغه نظر دجمهورو علماوو له نظر سره او په ځانګړي ډول له شرعي نصوصو سره په ټکر کې دی، او ډېرو علماوو رد کړی هم دی، خو ډېر داسې هوا پرستان شته چې هغوی وايي ساز او موسیقي جواز لري او لاسوند دامام غزالي قول وړاندې کوي، او له دې لارې خپلې شهواني غوښتنې پوره کوي.

او امام غزالي دغه خبره دخپل یو ځانګړي اجتهاد له مخې کړې ده، کوم شرعي نصوص چې دموسیقۍ اوساز دحراموالي په اړه راغلي په هغه کې یې داسې ناسم او بې ځایه تاویلونه کړي دي چې په هېڅ ډول دمنلو نه دي.

همدا رنګه ځیني کسان دربا الفضل ( هغه سود چې لاس په لاس وي ) دروا والي لپاره دابن عباس رضی الله عنهما په خبره تكيه کوي او حال دا چې په دغه مسله كې دابن عباس رضی الله عنهما خبره دجمهورو صحابوو رضی الله عنهم له نظر سره په ټکر کې ده، نو ځکه كمزورې ګڼل کېږي.

دوهم دا چې حمید الدین فراهي صیب کله هم دحکمتیار استاذ نه دی، ځکه فراهي صیب د ۱۹۳۰میلادي کال په پای کې وفات شوی، دحکمتیار له پیدا کېدو اوه لس اته لس کاله وړاندې.

او که یوازې دا چې دفراهي صیب تفسیر لولي او مطالعه کوي یې نو په دې سره یې استاذ شو؟ بیا نو ښه داسې ده چې وویل شي دحکمتیار استاذ جبریل علیه السلام دی! ځکه جبریل علیه السلام درسول الله صلی الله علیه وسلم استاذ و، هغه ته به يې وحيې راوړله، او حکمتیار همدغه وحيې ( قرآن کریم ) هره ورځ لولي او مطالعه کوي یې نو په دې سره جبریل علیه السلام دده استاذ شو! او کېدای شي ځينې خلک یې ورسره ومني!

8_ یوه بله ډېره دتعجب او حیرانتیا ټکی دا دی چې حقپال دحكمتيار دملاتړ لپاره یوې خندنۍ لوبې ته مخه کړې ده، دی وايي: (...شيطان ئې غوښتل دا پرې وليكي: د هغوى مشورو ته په سپكه سترگه گوري خو فرشتې ئې قلم سم لوري ته بېولي، غوښتل ئې دا پرې وليكي چي د علماوو مشورو ته د درناوي په سترگه گوري خو دى بيا هم غلط شوى او دا ئې ليكلي: د هغوى مشورو د درناوي په سترگه گوري!!! )

دلته حقپال دوهاج ساپي یوه املايي تېروتنه چې کیدای شي پرې پوه شوی نه وي داسې انځوروي چې ګواکي دا کار پرښتو دحکمتیار په پلوۍ کړی دی!!! که له حقپال نه پوښتنه وشي چې ګوره! تا ته له کومه ځایه درک ولګېد چې دغه کار پرښتو کړی؟ وحیې خو هسې هم اوس نشته چې یو څوک یې دعوه وکوي؟ او بل کوم داسې سم، منل شوی دلیل هم نشته چې وښيې دغه کار پرښتو کړی دی؟ حقپال غوښتي وښيي چې حكمتيار پر حقه دی اوددې لپاره یې دلیل د پرښتو ملاتړ ښودلی چې له حكمتيار نه یې کړی دی؟ !!! سبحان الله! إن التعصب يفعل بصاحبه الأفاعيل!!

کېدای شي وویل شي دغه کار به شیطان کړی وي، تر څو حقپال په یوه لویه تېروتنه کې واچوي، او هغه دا چې پرته له کوم حجت او دلیل څخه پرښتې دحكمتيار ملاتړې وبولي!!!

که په رښتیا هم حقپال حکمتیار وي نو باور وکوۍ چې ددغې خبرې کول او لیکل خو بالکل دده له شان سره نه ښايي، ځکه دا دعامو خلکو دپېتاوي خبرې دي، نه د یو داسې کس چې دعلم، پوهې او بیا دیني علم او پوهې دعوه کوي.

په هر حال انسان کمزوری او ناقص دی، یوازې الله جل جلاله کامل دی.

ځينې خلک وايي دین یوازې دملا نه دی بلکې دهر مسلمان دی، هر مسلمان کولای شي چې دین خلکو ته وښيي، خبره بالکل همداسې ده، دین دهېچا نه دی دین دالله جل جلاله دی، او څوک هم ددې واک نه لري چې یو څوک ددین له زده کولو، ددین له خپرولو، او خلکو ته يې ښودلو نه ایسار کړي، خو یوه خبره شته هغه دا چې په سمه توګه زده شي، په هغه ډول زده شي په کوم ډول چې صحابه وو، تابعینو او له هغوی نه را وروسته علماوو زده کړی او مونږ ته یې را رسولی دی، ځکه یو ددین عامه پوهه او احکام دي، چې هر مسلمان پرې پوهېدلای شي، له همدې کبله الله جل جلاله فرمايي چې مونږ دین آسانه کړی آیا داسې څوک شته چې زده يې کړي؟ او یو ددین دځانګړې پوهې، ژورو او باریکو مسایلو خبره ده، په دې باندې بیا هر څوک نشي پوهېداي، هر څوک یې نشي زده کولای، نه له ځانه او نه یوازې په تجربه او مطالعې سره زده کېدای شي، بلکه له استاذ نه زده کول کېږي، له همدې کبله دامت په تاریخ کې تر ننه پورې په عام ډول دهر علم او په ځانګړي ډول ددین دعلم لپاره ځانګړي کسان وو او شته دي، یوازې هغوی کولای شي چې ددین باریک, ژور او اختلافي مسایل وڅېړي، هر څوک دا کار نشي کولای، دبېلګې په توګه که تاریخ ته وکتل شي دصحابوو رضی الله عنهم له وخت نه تر ننه پورې دهر علم لپاره ځانګړي ځانګړي کسان وو، په صحابوو کې عبد الله بن عباس، عبد الله بن مسعود، عبد الله بن عمر رضي الله عنهم اجمعين، دوتلو او نومیالیو فقهاوو په کتار کې ګڼل کېدل، او خلک به هم دفتوی لپاره دوی ته ورتلل، نن ورځ هم دهمدوی او دوی ورته کسانو فقهي اقوال تر نورو صحابوو زیات مشهوردي، داسې نه وو چې هر صحابي مفتي و خلکو ته یې فتاواګانې ورکولې، له دینه را وروسته ګورو چې په هر فن کې ځانګړي ځانګړي کسان وو، په نحوه کې سیبویه، په بلاغت کې عبد القاهر الجرجاني، او زمخشري، په تفسیر کې امام ابن جریر طبري، په فقه کې امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد بن حنبل په احادیثو کې امام بخاري، امام مسلم او..., سره له دې چې دغه ټولو نومیالیو ددین په هره برخه کې پوهه درلوده مګر تخصص یې په ځانګړي علم کې و.

په سلفو صالحو کې دا ډېره مهمه وه چې یو کس په دین کې خبره کوي باید دهغه استاذ معلوم وي، که به یې استاذ معلوم نه وو نو تر ننه پورې ددین په باریکو او اختلافي مسایلو کې دهغه په خبره باندې استدلال نشي کېدای، او نه څوک باور پرې کوي.

په حکمتیار باندې هېڅوک دا نیوکه نه کوي چې ولې تفسیر لیکي، ولې احادیث لیکي؟ غټه نیوکه دا ده چې ولې په داسې اختلافې مسایلو کې ګوتې وهي چې هغه دده له توان نه بهر دي، هغه مسایل چې په هغه کې دصحابوو ترمنځ اختلاف و، دلویو لویو تابعینو اوتبع تابعینو په وخت کې په هغه کې اختلاف و، او تر ننه پورې پکې اختلاف دی، دی جناب راځي ددغه لویو لویو هستیو تر منځ دمنځګړي پېښې کوي، یو لوری سم او بل ناسم بولي، هغه څوک چې ددومره لویو لویو هستیو تر منځ منځګړیتوب کوي هغه باید همدومره توان اووس ولري، دبېلګې په توګه که ددوه ډاکترانو تر منځ دیوې ناروغۍ په پېژندلو کې اختلاف وي، یا ددوه انجینرانو تر منځ په یوه نقشه کې اختلاف وي، یا ددوه مستریانو دموټر دیوې پرزې په هکله سره اختلاف وي، نو دلته به هغه کس ددوی تر منځ منځګړيتوب کوي چې هغه دنوموړو ډاکترانو، انجینرانو، مستریانو هومره پوهه ولري، دهغوی په سم او ناسم باندې پوه وي، پاتې دې نه وي چې دین په زرهاوو ځله له ډاکترۍ، انجینرۍ او... نه زیات ارزښتناک دی، او دا خو هېڅوک سم نه بولي چې یو نرس دې راشي او دلویو تجربه کارو او پوهو جراحانو تر منځ دې پرېکړه وکړي، یا دې یو کس چې یو څه هندسه یې په مطالعه باندې زده کړې وي راشي او دلويو او وتلو انجینرانو تر منځ پرېکړه وکړي، یو لوری سم او بل ناسم وبولي، اوس خبره همدلته ده چې ښاغلي حکمتیار دلویو لویو صحابوو، تابعینو، مفسرینو، او محدثینو تر منځ اختلاف غوڅولو ته بډې راوهلې دي, كوم څّه چېدده له پوهې او درک نه خورا لوړ او بهر دي.

په درنښت


نوروز خان
12.04.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نن مې دحکمتیار درسمي مجلې تنویر نوې ګڼه ترلاسه کړه ، مجله بیا هم له نادودو ډکه ده ، خو دموحد په قلم په لیکل شویو خبرو کې دوه راته نوې وبريښېدې .
۱ - حکمتیار دنبوي معراج په اړه په خپل تحقیق کې لیکلي چې معراج له لویه سره په خوب کې ترسره شوی دی ، او څوک چي وایي نبي علیه السلام په ویښه او جسماني سفر سره معراج ته تللی دا دنوموړي په اند له قرآن سره څرګند ټکر لري ،
۲ - حکمتیار لیکلي دي په نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې جاود اثر نه درلود او نه یي کله اثر پرې کړی دی ، نوموړي په دې اړه دسورة الفلق هم یوبیخی نوی تفسیر کړی دی .
زه خپله دیوشمیر مصروفیتونو له وجې له خپلو دیني کتابونو څخه لرې یم ، خو دطالبۍ دوړې دورې په مهال مې دمشکاة شریف ددرس په مهال دخپل استاد داخبره په زړه ده چې ویل یې ، لکه څنګه چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په رسالت عقیده واجب ده ، دغه ډول باید دنوموړي په بشریت او عربیت باندې محکم یقین ولرو ، ده وویل نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه پوره بشر وه ، داچې نوموړی مریض کیده او جادو اثر پرې کاوه ،دغه رازنور بشري عوارض ورته پیښیدل چې همدا یې دبشریت ثبوت دی ، زمونږ استاد په نبي کریم صلی الله علیه وسلم دجادو داثر په اړه خورا په زړه پورې تحقیق وکړ او له سورة الفلق پرته یې په ګڼو احادیثو هم داخبره ثابته کړه .
داچې حکمتیار صیب له دې حقیقت څخه چورلټ انکار کوي ، دنوموړي مطلب څه کیدای شي آیا نوموړی په رښتیا غواړي دقرآن او حدیثو دغه راز ددین دنورو مهمو مسائلو په اړه له سره استنباطات او اجتهاد وکړي ، اویوبل اسلام نړۍ ته معرفي کړي ، په ټوله کې که ښاغلی وهاج او نوردرانه علماء کرام دا روښانه کړي چې دنوموړي دا ډول خبرې او موندنې څومره وزني ، علمی او فني دي .
په مینه او مننه


شرافت
12.04.2011

قدوسي صاحب چيرې ورک يې؟؟؟؟؟؟؟؟؟
راشه دلته ترې دفاع وكړه
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:


و.افغان
12.04.2011

محترم ډاکټر شرافت صاحب:
السلام عليکم
حکمتيار صاحب او حزبيانو زما په يواځې يوې ليکنې انټرنت داسې په اهتزاز
راوستی دی، لکه چې هغه قومندان به يې د حکمتيار صاحب په امر د بيم 41
دستګاوې ټولې په اهتزاز راوستې.
رب مې دې د دوی له شرونو په امان ساتي.
هېره دې نه وي؛ چې په دغې ليکنه کې يواځې دوه مسألو ته اشاره شوې ده، چې
حکمتيار صاحب په کې له ډېر جرأت څخه کار اخيستی.
نورې مسئلې چې په لسګونه دي، بلکه سلګونو ته رسيږي؛ لوستونکو سره له خيره
يوه يوه په مفصل علمي ډول شرېکې کړم.
ومن الله التوفيق.

په درنښت

[quote:dfbd8cc7b1="شرافت"]قدوسي صاحب چيرې ورک يې؟؟؟؟؟؟؟؟؟
راشه دلته ترې دفاع وكړه
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:[/quote:dfbd8cc7b1]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more