نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عتیق الله
01.03.2010
محترم پتنګ صاحب ! د پتنګ دوعاګوی خیر دي خو ښه ده چي (د پتنګ کفن کش) دي راته نه دي ليکلي.
:roll: :roll: :roll:
02.03.2010
[quote:09f0ae63bc]پاړسومخکې له پښتنو څخه په منطقه کې رواج وه خودهوتکيانوددربار ژبه پښتو وه٠ [/quote:09f0ae63bc]
په قندهار کې د هوتکي مشرانو ددربار ژبه پښتو وه، خو دلته هغوی پادشاهان نه وو او نه يې شاهي دربار درلود،
خو په ايران کې د هوتکي شاهانو رسمي ژبه مثلآ د شاه اشرف په دربار کې فارسي وه او هيڅ ايراني کله په پښتو يوه کلمه
هم په پښتو نه ده ليکلې او نه يې ويلې ده ! داچې د طالبانو په وخت کې پنجابي مشاورينو په ډيره سپين سترګۍ سره په يوه او بله غونډه
کې افغانانو ته د اردو ژبې د خپلولو وړانديزونه کول ، دا سې وړانديزونه په جلال اباد کې شوي، مولوي کبير نه يې پوښتنه کولی شې،
که پرې منکر نشي درته به يې تائيد کړي، نور په ليکلې ياويلې توګه ددې کوم خبر په رسنيو کې نشو خپرېدلای، ځکه چې دا وړانديز
نه دوی منلی او نه يې غندلی او نه يې له شرمه څرګندولی شو، ځکه چې د خبل ماهيت رسواييتوب يې رامنځته کېده !
[quote:09f0ae63bc] ستا خبرې دکرزي ددولت اوستميان د خبرو کوپي دي که څه هم په ډېر ځلو [color=red:09f0ae63bc]مونږ[/color:09f0ae63bc] خپل دريځ درته واضح کړی خو ته يې بيا او بيا .....تکراروي !!!!!!!!!!!!!! [/quote:09f0ae63bc]
که له (مونږ ) نه دې مطلب طالبان يا دطالبانو نماينده وي، دنو دنماينده په توګه يې ځان معرفي کړه، چې خبره دې رسمي وزن پيدا کړي
او نورې پوښتنې هم درڅخه وکړو، اوکه استازی يې نه يې نو بيا دې (مونږ) دلته د څه له پاره ليکلی او د منلو وړ کوم ارزښت لري (؟)
اوشخصي دريځ دلته څه معنی؟ ؟؟؟؟؟؟
[quote:09f0ae63bc]افغا نستان له ايرانه (پارس) نه پيداشوی خو پا کستان له افغا نستان څخه
او اوس ټول کلتور او سياست د افغانستان د ايرن په
لاس کې دی نو ستا څخه خوما ولاکه ددغه کلتوري اوسياسي استعمار په هکله څه اوريدلي وي !!! [/quote:09f0ae63bc]
ته پرې يوڅه منطقي وليکه چې زه يې درسره غبرګه کم، مونږ چې په خبل وطن کې د پښتو حق غواړو همدا د ايران مرګ دی، دشورا په ١٤ دوره کې
د هر رسمي مامور له پاره د پښتو او فارسي زده کولو د قانون مخه ايرن او شوروي دواړو نيولې وه چې شورا پرې ړنګه يا تر ختميدو پورې
وځنډول شوه! نو که مونږد پښتو درسميت تعميم ته کار کوو، د ايران له پاره همدغه ګوزار بس دی! ايرن له افغانستان سره په جګړه نه دی بخت، که نه
امريکا خو دغسې يوه پلمه له خدايه غواړي !
[quote:09f0ae63bc]او خپله حجره دې دطالب په تړنه له ISI سره ګرمه ساتلې ده٠ [/quote:09f0ae63bc]
ISI خو دا ديرش کلنه جګړه په افغان ولس تپلې ده او خپله يې
په کې نوک هم نه دی خوږ شوی او يو شل کاله خو به يې نور هم غځول غواړي، خدای مکړه که موفق او دلاسه يې وشي تاغوندې تش يو
ازاد طبيعته افغان به هم ترې بيا افغانستان ته ستون نشي !