اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
لقمان
12.02.2010
السلام عليكم
نن سبا په افغاني ټولنه کې دا خبره ډیره ګرمه ښکاري چې د خدای لفظ روا دی که ناروا؟؟ یوه ورځ په یو مسجد کې ناست وم چې دمسجد ملا همدا موضوع راواخیسته او سمه یې وشاربله آن پوره یو ساعت یې له دې خبرې دفاع کوله چې د (خدای) کلمه جایزه ده. ډير اوچت عالم هم وو. نو ما ته هغه د دکتور ناصر بن سلیمان العمر خبره رایاده شوه چې له بل چا نه یې حکایت کاوه او په خپل کتاب (العلم ضرورة شرعیة) کې لیکلي وايي چې کله استعمار د سوریې هیواد اشغال کړ دمسلمانانو وینې بهیدې، ښځې بې پته کیدې، سپین ږیري او ماشومان شهیدانیدل، په ځوانانو زندانونه ډک ول، زه یو مسجد ته لاړم لمونځ مې وکړ او له لمانځه څخه وروسته له امام نه ګرچاپیره حلقه جوړه شوه او امام ددرس موضوع پیل کړه چې: (مسألة: إذا نبتت للمرأة لحية هل يجوز لها حلقها؟؟) که چېرته دیوې ښځې ږیره راشنه شي آیا خرېیل یې ورته جواز لري؟؟.
نو زه هم هک پک شوم چې په داسې حال کې زموږ هیواد د لسګونو ډوله کافرو له خوا اشغال شوی، بې ګناه مسلمانان شهیدانیږي، عفیفې خویندې میندې بې پته کیږي، په زندانونو کې رنګارنګ تعذیبیږي، کورونه یې بمباریږي، کورونه یې تالاشي کیږي او قرآن او اسلامي شعائرو سپکاوی په رڼا ورځ کیږي او................................. او زموږ علماء له خپل حقیقي مسئولیت څخه چې په اوس وخت کې ورته متوجه دی څومره غافله دي چې ساعتونه ساعتونه په یوه داسې موضوع ضایع کوي چې په دومره نه ارزي؟؟!!
زه دا نه وایم چې دا موضوع دې بلکل مطرح نه شي، په داسې مسايلو باندې دځان پوهول په موږ لازم دي، او په هرحال کې په دیني مسايلو دځان پوهولو هڅه وکړو، خو زه وایم که چیرته همدا او دې ته ورته حساسې موضوعګانې چې همدا اوس هم ځینې عوام دې ته تیار دي چې د خدای او الله د الفاظو په سر یو دبل ګریوان ته لاس واچوي، راپورته کول او پړسول به دګټې په ځای تاوان زیات نه وي؟؟!!
شیخ محمد الغزالي په خپل یو کتاب کې دیو ځوان له کیسې وروسته چې په (الرحمن علی العرش استوی) یې ورسره بحث کاوه، له غوسې نه په ډکې لهجه لیکي چې دا موضوعګانې به هغه وخت مناقشه کیدلې او بحث به پرې کیده چې مسلمانان د یو قوي، پیاوړي، او پراخ حکومت څښتنان ول، نو ولې یې اوس په داسې وخت کې رابرسیره کوئ چې داسلام حکومت ډیر کمزوری او په نشت حساب دی؟؟؟ ددې معنی دا ده چې موږ په لوی لاس اور ته تیل وراچوو تر څو لمبې یې لا زیاتې شي.
زما دخبرو خلاصه دا ده چې په اوس وخت کې دې زموږ علماء کرام له دغو اختلافي شخړو او دعوو دنګلو تیر شي، خپل قیمتي وخت دې په دې موضوعاتو نه ضایع کوي ځکه چې دهرې دیني او علمي موضوع په مطرح کولو د وخت او زمان مساعدت ته ډیر اړین دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، عائشې رضی الله عنها ته وايي: لو لا ان قومک حدیث عهد بالکفر لهدمت البیت ولبنیته علی قواعد ابراهیم.
یعنې که دمکې خلک تازه مسلمانان نه وای او ددې ویره نه وای چې زما دا عمل به بد وګڼي نو ما به کعبه شریفه ورانه کړې وای او د ابراهیم علیه السلام په تاداو به مې بیا له سره جوړه کړې وای.
په درنښت
دا زما شخصي نظر دی، په چا یې نه تحمیلوم.
وصيل پېروز
13.02.2010
السلام عليکم
لقمان صاحب الله جل جلاله موراوله .
په رښتياهم ډېرښه نظردي ورکړی دی اوزه یې سل په سل کي درسره تائيدوم اوخاص ستاپه څېرنظرلرم خواصل خبره داسي ده چي اوس مهال دابحث ډېرتودشوی دی نوماددې لپاره چي خلکوته نېغه لاره معلومه اوڅرګنده شي داپوښتنه مي مطرح کړه اودادی الحمدلله ډېری علماؤخپل نظرونه اودلائل وړاندي کړل ، په رښتیاهم داډول پوښتنوډېري اختلافي دي اوشخړوته به هغه ډول کسان ځان رسوي چي ياپه بشپړډول امي وي اوياښه جاهل وي ، دلته الحمدلله ډېری باعلمه کسان ناست دي اوټولي خبرې په دليل سره کوي که څوک یې مني نوهم دده خوښه ده که يې نه مني هم دده خوښه ده .
اوس په رښتياهم پراسلامي نړۍ يوډېرزووروونکی حالت راغلی دی اوموږداموضوع هم الحمدلله له پامه نه ده ويستلې که ته په فورم کي لږسترګې واړوې په دې اړه به دي هم ليکنې اوپوښتنې ترسترګوشي خونورووروڼوته مي توصيه داده چي پراصل موضوع ليکنې وکړي نه داچي دې ورورته ځواب ورکړي .
watanmal
15.02.2010
ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د وخت د كمۍ له وجه فقط د اوس لپاره تاسى ته د شيخ طارق جميل لاندى
ويډيو وړاندى كوم چى د ملتان په اجتماع كى كړى وينا برخه ئى ده د الله د نوم
په اړه ويډيو د 1:14 د قيقو څخه ورسته واورۍ.
http://www.youtube.com/watch?v=Gd3JCqI9aJM&feature=player_embedded
وروره مو
وطنمل
24.02.2010
ټول فرق دادی چې :
په عربي کې د خدای = god معنی [color=blue:c966901a5a] اِله[/color:c966901a5a] دی ،
او عبری [color=white:c966901a5a]الله[/color:c966901a5a] ته [color=yellow:c966901a5a] په عربي کې ال اِله [/color:c966901a5a]وايي !
الله ابراهيم (ع) ډير ذکر کړی او د هغه ژبه عبري وه، نه عربي!
نو د معنی له مخې the god يا der Goth, او هغه خدای او ال اله ټول د الله په معنی دي، صرف تلفظات يې د انګليسي،
الماني ، پښتو ، عربي دي چې له عبري (الله) سره فرق لري او بس !
[color=red:c966901a5a]نو په ذکر او عبادت کې الله او په خبرو کې الله او خدای ويل دواړه سم دي ![/color:c966901a5a]
و.افغان
02.03.2010
پتوال صاحب:
داسې نه ده، په عربي کې د خدای معنا اله نه ده، ځکه چې اله په عربي ژبه له أله يأله
يعنې عبد يعبد څخه اخيستل شوی، اله په معنی د مألوه يعنې معبود دی، نو د
(خدای) لفظ په پښتو ژبه کې د خالق ذات څخه يو تعبير دی، البته د کوم يو معين
الهي نوم ترجمه او تفسير هم نه دی، هو که دا مو ثابته کړه چې خدای د مألوه په معنی
دی، نو بيا صحي ده، البته د الف لام تعريف کمۍ به په کې ضرور وي، کوم چې د
(الله) په نوم کې نشته، ځکه چې الله عـَلـَم دی، او له هغه پرته په بل هيچا نه اطلاقيږي.
او نه اطلاق شوی.
دا چې په عربي او عبري دواړو ژبو کې په خالق ذات باندې د الله اطلاق شوی دی، ځکه
چې (الله) او (الرحمن) دواړه اسم عـَـلــَــــم دي د الله جل جلاله لپاره، حتا چې په يهودو
کې (الرحمن) کثير الاستعمال وو، او عربانو به مخکې له اسلامه دې نامه ته په نااشنا
نظر کتل، وروسته له اسلامه هم دغه فکر هغوی سره وو، تر څو چې دا آیت نازل شو:
قل ادعوا الله او ادعوا الرحمن ایاما تدعو فله الاسماء الحسنی.
ژباړه:
ووايه )ای محمده! دوی ته( وبولئ تاسې الله، يا وبولئ تاسې رحمان، هر يو نوم يې چې وبولئ )او واخلئ تاسې؛ پس هغه ښه دی(؛ نو ده لره دي نومونه ډېر ښه.
تفسير: د سُجود او خشوع او نورو په مناسبت دلته د دعاء )د الله د بلنې( او د دعاء په مناسبت په وروستني آيت کې د »صلوة« ذکر کړی شوی دی، واقعه دا ده چې د الله تعالی له نومونو څخه د عربو مشرکينو په نزد د الله استعمال ډېر زيات وو، او د (الرحمن) نوم په دوی کې دومره مأنوس نه وو، البته په يهودانو کې د(الرحمن) اسم کثير الاستعمال وو، په عبراني کې هم دغه مبارک اسم همداسې مقدّسه معنی درلوده، لکه چې په عربي کي يې لري، د بل لوري )مسيلمة الکذّاب( هم خپل لقب »رحمن اليمامة« ايښی وو، الغرض مشرکانو پر الله د(الرحمن)د اسم له اطلاقه بد وړل، او تور به يې ځنې خوړ، او په وحشت کې به ترې لوېدل، لکه څه مهال )وخت( چې د رسول الله مبارک له ژبې څخه يې (الرحمن)اورېده؛ نو په خپلو منځونو کې به يې ويل چې: محمد مونږ د دوو معبودانو له بللو څخه منع کوي، او دی پخپله ماسوا د الله څخه (الرحمن)ته هم غږ کوي، يهودانو به داسې شکايت کاوه چې په محمّدي اذکارو کې او اورادو کې ولې د (الرحمن) د نامه ذکر په دغه اندازه زيات نه دی لکه چې په مونږ کې شته؟ نو د دغو دواړو ځواب په دغه آيت کې ورکړی شوی دی، چې »الله« او »رحمن« دواړه د يوه منبع الکمالات ذات دوه نومونه دي، د صفاتو او د اسماوو د تعدُّد څخه د ده د ذات تعدّد نه لازميږي، او نه د هغه څيز د توحيد سره څه منافات لري، پاتې شوه دغه خبره چې يو نوم ولې په کثرت استعماليږي؟ نو وپوهېږئ چې د پاک الله هومره چې أسماء الحُسنی دی؛ له هغو څخه هر يو نوم چې واخلئ او په هغه سره پاک الله ته غږ وکړئ؛ صحيح دی، او مقصود ترې همغه يو ذات دی، او د عنواناتو او تعبيراتو په تنوّع سره معنوَن نه بدليږي.
له کابلي تفسير څخه
نو دغه دواړه علمونه په عربي او عبري دواړو کې استخدام شوي دي، او له دې امله
انسان ته رحمان ويل يو غلط او ناروا کار دی، لکه ځينې خلق چې عبد الرحمان بابا
ته رحمن بابا وايي، دا ښه کار نه دی، البته نور الاهي نومونه د مخلوق له نومونو سره
لفظي اشتراک لري.
په درنښت
[quote="پتوال"]ټول فرق دادی چې :
په عربي کې د خدای = god معنی [color=blue] اِله[/color] دی ،
او عبری [color=white]الله[/color] ته [color=yellow] په عربي کې ال اِله [/color]وايي !
الله ابراهيم (ع) ډير ذکر کړی او د هغه ژبه عبري وه، نه عربي!
نو د معنی له مخې the god يا der Goth, او هغه خدای او ال اله ټول د الله په معنی دي، صرف تلفظات يې د انګليسي،
الماني ، پښتو ، عربي دي چې له عبري (الله) سره فرق لري او بس !
[color=red]نو په ذکر او عبادت کې الله او په خبرو کې الله او خدای ويل دواړه سم دي ![/color][/quote]
03.03.2010
د خدای لغوي معنی به معبود وي يا نه، خو اصطلاحي معنی يې په هرصورت معبود دی ! مثلا ملايان صيبان وايي
چې مشرکينو د ډول ډول خدايانو يا معبودانو پرستش کاوه يا هغوی بيلابيل معبودان او خدايان درلودل!
داچې اله = معبود
او معبود = خدای دی،
نو لهذا خدای = اله دی!
انوارالحق
11.04.2010
ګرانو روڼو السلام علیکم
داکوم بحث چه روان دې ددې تشریح کول ډیر زیات ضروری په دې وجه دی چه نن هر سړې په دې خبروکښې پروت دې خیر که ورته زما په شان ددین په باره کښې ورته الف معلوم نه وې خو چه دبغض کينو پیدا کولو موقع په لاس ورځی نو چه دلاسه یې خلاصه نه شې ٠
اوله خبره زه د پوهانو نه دا پوښتنه کؤم چه مونږ مسلمانان په ایمان مفصل کښی دالله پاک په څلورو واړو کتابونو دایمان راوړلو اقرار کوؤ ٠ دقران مجید چه په عربۍ ژبه کښی نازل شوې دې نه علاوه دغه نور دریواړه کتابونه یعنې تورات، زبوراو انجیل په عبرنۍ ژبه کښې نازل شوی دی٠ په دغه دریواړو کتابونو کښې دالله دپاره اسم ذات او اسم صفات څه څه استعمال شوې دې٠ ماته خوچه څومره پورې علم دی نو په عبرانۍ ژبه کښې اله ، الوه او الهیوم راغلی دې ٠ نو که دغه نومونه دالله پاک دپاره په عبرانۍ ژبه په دغو اسمانی کتابونو کښې راغلی دی نوددې نه داخبره ثابته نه ده چه هر انسان په خپله مورنۍ ژبه کښې الله پاک یادولې شې ٠ مطلب دا چه دموسی (ع) ابراهیم (ع) او عیسی (ع) قومونو ته دهغو په ژبه کښې دالله پاک دپاره نومونه وؤ او دمحمد(ص) قوم چه عرب دې په عربۍ کښې الله پاک دی٠
بله خبره داده چه خدای پاک په پښتو کښې داسم صفت په طور استعمالیږی نه چه داسم ذات ٠ په دې خو هر سړې پوهه دي چه اسم ذات صرف الله دې باقی که څوک خدای پاک وایې که پروردګار وایې او که نور نومونه ټول په صفتی نومونو کښې راځې ٠
مهمه خبره خو داده چه که چرې مونږ صرف دعربۍ ژبې اسم صفتونه استعمالوؤ او دنورو ژبو دغه نومونه پریدو نو دغه غیر مسلمه کوم چه په عربۍ ژبه نه پوهیږی دوې ته به داسلام دعوت څنګه ورکړې شې ٠