نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
و.افغان
11.12.2009
[quote:c6adc75cba="ابو جرير"]وهاج جانه هركله چې خبره د امنيتي دلائلو شوه، بيا نو په فورم كې له چا نه داصلي نامه غوښتنه مه كوه.
كه داستاذ زاهدي احمدزي او جمال خالد درايو منطقي رد كولاى نو أهلا وسهلا او كه نو بيا يي نورو ته پريږده ته خو فرهنګيان له نږدې، نه پيژنې لكه چې خپله دې اعتراف كړى، نو په دې موضوع هغه څوك ښه بحث كولاى شي چې له اصلاحيانو سره يې وخت تير كړى وي او دهغوى دپيژندلو لپاره سندونو ته اړتيا نه لري او دتوثيق اسلامي په وجه ترې اصلي موضوع نه پاتې کيږي، بلكي نيغ په نيغه يې پيژنې.[/quote:c6adc75cba]
ابو جرير صاحب:
ولې له بحث څخه ځما د شړلو کوښښ کوئ؟
ولې د شړلو په ځای ماته قناعت نه راکوئ؟.
تر اوسه تاسې هيڅ مستند نه دی وړاندې کړئ؟ نوڅنګه په پټو سترګو ستاسې خبرې
ومنم.
هو، هغه چا چې ورسره وخت تېر کړی دی، د هغوی په هکله به په خپل زړه کې ضرور
څه قناعات لري، خو دا چې له مونږ څخه هماغسې قناعات غواړي، نو مونږ ته دې
مستند وړاندې کړي، که نه نو دلته بحث ته د موضوع د طرح کولو څخه موخه څه ده؟
او که يواځې مونږ همدومره خبروې چې زه د دغو خلکو په هکله داسې معتقدلرم،
خو له ما څخه دليل مه غواړئ!!.
پاتې امني مسئله، نو هغه خو يواځې د امريکايانو، طالبانو او شبکو څخه د ويرې
له امله مطرح کيږي، نو د جمعيت اصلاح والا څخه څه ويره پکاره ده؟
چې په ښکاره د هغوی تېروتنو يا جنايت ته ګوته نه شي نيولی کېدی؟ البته که د
جرمونو مرتکب شوی وي.
پاتې شوه د افغانستان د روانې جګړې په هکله د خلکو منفي دريځونه، نو خلک په
څو ډوله دي، ځینې هغه خلک دي چې د ډالرو له امله يې خپل ضمير خرڅ کړی دی،
او روان اشغال ته بيخي اشغال نه وايي.
ځينې نور داسې دي چې اشغال ته اشغال وايي خو جګړه صحيح نه بولي، په دې معنا
چې هغه د تجربې څخه غږيږي، چې په پخوانۍ جګړه کې ځمونږ جهادي رهبران د
سياسي نګاه څخه نابالغه وو، چې نتيجه يې د ټولو په وړاندې ده، او د اوسنۍ
جګړې رهبري کوونکي هم په سياست کې نابالغه دي، دوی په قيادت کې راشدينو
ته ضرورت لري، البته راشدينو موقع نه ورکول کيږي، نه يې څوک غږ اوري.
نو لمړنۍ ډله خو معلومه ده، چې يواځې خپله خېټه او جېب ډکوي، نور نه د وطن
په قصه کې ده، نه د دين ، او د خپل ضمير په وړاندې مسئوليت احساسوي.
دويمه ډله چې ده: هغه د دين او وطن په وړاندې يو مسئولانه فکر لري، ډالرخوره نه
ده، په اوسنۍ مرحله کې د کوادرو په تربيه بوخته ده، د تعليم او تربيي په جانب کې
يې کوښښونه زيات کړي دي.
نو د دې دويمې ډلې چې ستاينه ونشي، نو غيبت خو يې بيخي ښه کار نه دی، الله
جل جلاله دې مسلح مجاهدينو ته په خپل جهاد کې برکت واچوي، او داعيانو ته دې
په خپل دعوت کې برکت واچوي، زه له دې کار سره سخت تضاد لرم چې څوک
جهادي مسلحې ډلې او دعوي ثقافي ډلې سره جنګول غواړي.
سبب د دغه جګړې اچولو او منافقت اچولو څه شی دی؟؟
سبب يې معلوم دی، جګړه په چوکۍ ده، په قدرت ده؟
دغه ښاغلي چې د مسلمانانو په منځ کې د نفاق ريښې ځغلوي، دوی په اشغالګرو
يو ډز هم نه کوي، دا تبليغات يواځې د دې لپاره چې سبا د ښکيلاګرو د ماتې په وخت
دغه خلک په حکومت کې کار ونه کړي، او چوکۍ ټولې مونږ ته پاتې شي.
اوووووو خلکو!!!!!
ځمونږ علمي کوادر ډېر کم دي، او پوسټونه او وظايف په حکومت کې زښت زيات
دي، که چېرته په رښتيا سره کار اهل کار ته وسپارل شي.
له اوس نه د چوکيو او قدرت خوبونه مه وينئ، نيت د الله جل جلاله لپاره خالص کړئ.
او حزبيانو! له اوس نه چې همداسې بد نيتي وکړئ، نو قسم په الله چې والله که سبا
له همدې طالبانو سره ستاسې جوړه راشي.
کوښښ وکړئ چې دمسلمانانو تر منځ فاصلې لنډې کړئ، او د اصلاح کوښښ وکړئ.
چې سر ژوندی وي، خولۍ ډېرې دي.
هر يوه ته به د خپل اهليت څخه پورته پوستونه حاصل شي، ځکه چې مونږ علمي
کوادر او مسلکي خلک کم لرو، د چوکيو نشه له ذهنونو وباسئ.
په درنښت
حمید هڅــاند
11.12.2009
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د اصلاح ټولني له نوم سره زموږ اشنایې له تېرکال راوروسته پیل شوېده. له پیله تر ننه پوري چې اصلاح ټولني کوم فعالیتونه کړې دي نو دهغوی باید یواځي ستاینه وشي. د ښاغلي ابوجریر لیکنه مې تر پایه پوري ولوسته خو رښتیا هم هیڅ داسي تور مې پکې ونه موند چې په ډانګ پېیلی ثبوت وړاندي شوی وي. د اصلاح ټولني اصلاحي هڅي د هېواد د تاریخ په ډېر نازک پړاو کې دافغان ځوانانو لپاره یوه نوې ساه وه چې پوه کړای شوه.
ښاغلی ابوجریر او ښاغلی عادل عادل !
زه د اصلاح ټولني غړي له نژدې څخه نه پېژنم خو دهغوی هڅي که ټولي نه وي نو نوي په سلو کې مې له نژدې څارلې دي او ورڅخه مې ډېره ارزښتناکه ګټه اخېستې ده. که په اصلاح ټولنه کې د ابوجریر دلیکني ۳۰ سلنه تورونه هم پرځای وای نو دهغوی له کړنوبه له ورایه څرګندېدل . د ابو جریر د لیکني د تورونو پر خلاف ، د اصلاح ټولني په ټولو پروګرامونو او هڅو کې د تېر او روان جهاد ننګه شوې ده، ټولنه او ځوانان یې سمي لاري ته رابللي دي.
زموږ ټولو لپاره د اصلاح ټولني هڅې د یوي نوې بل شوې ډېوي د رڼا په ماناوې او دي. ستاسو نه زما هیله او غوښتنه داده چې که په روان کړکېچ کې د مسلمانانو لاس نیوی نشئ کولی نو لږ تر لږه نور خو پرېږدئ چې دا کار په سړه سینه وکړي. هوکې؛ که کره شواهد لرئ نو راوړاندي شئ او د دروند ورور ښاغلي وهاج ساپي غوښتني ته ځواب ووایئ، هرڅه په ډېره مېړانه په میدان کېږدئ، ډارېږئ له چا؟ اصلاح ټولنه خو نه زور لري او نه ټوپک.
ښاغلی ابوجریر!
ستاسو لیکوال(جمال خالد) چې دروژې مبارکي میاشتي په وروستیو مبارکو لسو ورځوکې چې کوم کارته زړه کړی ؤ هغه به پرځای او یا نه ؤ، خو؛ تاسو څنګه د بل چا له لیکني نه دومره ټینګه ننګه کوئ؟؟ ستا لیکوال چې د روژې د مبارکي میاشتي په وروستیو لسو ورځو کې وغوښتل له حقیقت څخه پرده پورته وکړي ولي له اصلي نوم اخیستلو نه وډار شو؟؟
زما هیله او غوښتنه له تاسو نه داده:
راځئ د اسلام نیالګی تاند وساتو، پرېنږدو چې ددښمنانو د دسېسو له امله کمزوری شي. د هېواد ځوانان باید راوېښ کړای شي، په دې لارکې که کومه مرسته نشو کولای نو لږ ترلږه خو نور باید تخریب نه کړو.
ښاغلی ابوجریر!
که لیکنه ستاسو نه وي نو مهرباني وکړه لمړی ځان ډاډه کړه اوبیا یې نورو ته ورسوه، پام کوه چې په دې نازک پړاو کې ددښمنانو لاس نېوی ونه کړې. او که ستاوي نو راوړاندي شه، کره شواهد وړاندي کړه ترڅو خلک یې درسره ومني.
په درنښت
حمیدهڅاند/هند
عادل عادل
12.12.2009
سلامونه
ښاغلی حمید هڅاند صیب او د بحث درنو ګډونوالو ته
یو ټکئ به نه سره ګډوو، هغه دا چې زمونږ د ملاحظې او تردید طرف د اصلاح عام غړي، ددوی په پاڼو کې مخلص او دعوتګر لیکوالان، او یا ددوی له مثبتو هڅو څخه ګټه اخیستونکي نه دي، بلکه هغه عناصر دي چې ددغه تنظیم موسسین، مشران او د شوری غړي دي.
د اصلاح په پاڼه او یا نورو نشراتو کې چې کوم ګټور مالومات وینئ هغه زما، او ستا او یا د بل مسلمان بابا لیکنې دي، اصلاح یې حتی په اخر کې لیکي چې لیکنه د لیکوال اند څرګندوي او د اصلاح په ټولنې پورې اړه نلري، ما مخکې هم لیکلي وو چې دغه تنظیم د روانو محدودو شرایطو په سبب د ډیرو خدایي خدمتګارانو او دعوتګرو د هڅو او دعوت ممبر ګرځیدلئ دی، خو مشران او موسسین یې هغه ډله ده چې روان مقاومت ته د فتنې جنګ وایي، پدې مانا چې جګړه قومي بڼه لري او طبعا د نړئ هیوادونه هڅه کوي ددغې فتنې په دفع کولو کې د افغانانو سره مرسته وکړي؟؟؟ ددوی مخالفت د یرغلګرو سره په روش او سلیقه کې دی نه په اصولو کې، دوی د هغه خلکو په اصلاح کار کوي چې د یرغلګرو سره مطلق حساسیت لري.
د وروڼو ملاحظاتو ته به تر هغه وخته د شک، تردید او تفرقه اچونې په سترګو نه ګورو تر څو مو چې روان بحث یوې نتیجې ته نه وي رسولئ، او هیله ده چې د بحثفورمونو درانه چلوونکي د نتیجه ګیرئ نه وړاندې روان بحث د اصلاح په قفلونو ونه تړي.
که زه هغه څوک وای چې زه یې قانع کړی یم، نو اته کاله وړاندې به مې ددغه حرکت د مشرانو څیرې بربنډې کړې وای، زه به همغه اشخاص دغه بحث ته راوبولم تر څو مونږ ټولو ته مالومه کړي چې څوک په حقه او څوک د نقاق په ګرداب کې ګیر دي.
میوند ننګیال
12.12.2009
ګرانواو محترمو وروڼو سلامونه !
ابوجریر صیب !
د وهاج صیب خبره صحیح ده چه ته مونږ ته اول خالد جما ل راوپیژنی .
[color=violet:1bd19f4a65]دا خالد جمال څوک دی څه کاره دی ؟[/color:1bd19f4a65]
ایا دا یی خپل نوم دی او که مستعار؟
ابو جریر صیب لیکلی !
[quote:1bd19f4a65][color=darkblue:1bd19f4a65]خو دنوموړي په ليكنه كې ځيني داسي افشا شوي حقائق شته چې حتى اصلاحيان هم تري منكريدلاى نه شي، دمثال پ ډول/ [/color:1bd19f4a65]
استاد زاهدی احمدزی چندی قبل در یکی از کنفرانس ها در کمپ شمشتوی پشاور با ارائه
تفصيل یک راز پنهان وحقيقت تکان دهنده یی این بنياد نفاق را افشاء وبرملا ساخت. استاد
موسسه HAS احمدزی با دادن نمبر وتفصيلات کانتينری که مملوء از زنجير، زولانه واولچک وتوسط
ذیلی جمعيت افساد برای پایگاه امریکایان در بگرام از خارج از کشور وارد گردیده بود این بنياد نفاق
را به چالش گرفت که اگر این ادعا غلط باشد آنان آنرا رد کنند. وی اظهار داشت که هر کس از
شما ميتواند با این نمبر وتفصيل به گمرگ افغانستان در ارتباط شده ودر یابد که درین کانتينر چه
چيز بوده، توسط کی وبرای کی وارد گردیده است، اما تا حال از طرف مرکز ویا جمعيت افساد ردی
بر این افشاء گری صورت نگرفته است.[/quote:1bd19f4a65]
دا خو حقایق نشول ایا څه ثبوت یی لری تا پخپله د احمدزی دخولی اوریدلی .
ګوره یو انسان چه یو څه خلکو ته وړاندی کوی دلیل یی ورسره وی او ته بیا بیا د خالد جمال ذکرکوی حالانکه نه تا نه خالد جمال داسی کوم دلیل وړاندی کړ چه په هغه اندی یقین وشی.
وهاج صیب لیکلی !
[quote:1bd19f4a65]فکر کوم چې امکان لري جمال خالد په داخل د جمعيت اصلاح کې کار کړی وي،
پيسې يې
وهلي وي، خيانت يې کړی وي، او د محاسبې او تدقيق څخه وروسته ورسره جمعيت
اصلاح اړيکې شکولي وي، ځکه خو ښاغلی داسې بې بندوباره لګيا دی، او هسې
چټيات يې ليکلي دي. [/quote:1bd19f4a65]
وهاج صیب هغه د چا خبره : خبره دی دکاڼي کرښه ده .
زما په اند هم داسی ده یا دا چه :
[color=indigo:1bd19f4a65]خالدجمال له تعصب له وجهی دا لیکنه کړی وی او یا دا چی د کومی خوا ورته ډالر راځي .[/color:1bd19f4a65]
ګرانو وروڼو !
استاذ احمدزی د جمیعت اصلاح سره په کوم سیمینار یا غونډه کی برخه نوه اخیستي کیدای شی جمال خالد ددی نه استفاده کړی وی او داخپلی خبری یی استاذ ته منسوبی کړی وی .
[color=yellow:1bd19f4a65]خو دلوی اختر په یوه غوڼده کی یی برخه اخیستی او دجمیعت سره اوس اړیکی لری
که استاذ دا خبری کړی وی نو ولی یی دجمیعت اصلاح سره راشه درشه کوله .[/color:1bd19f4a65]
هو که چا سره دلایل وی نو ښه تر ښه او که دلیل ورسره نوی نو بیا هسی د بل په تش لیکنه دومره غوبل ندی پکار .
عادل صیب تاسو داسی څه لیکلی وه چه :
تاسو یی بلاک کړی وی مونږ سره یی هم شریکه کړه تر څو پوه شو
په ټوله اسلامی او پښتنه مینه
larghonay laraway
12.12.2009
السلام علیکم!
دغه لاندې کسان چې استاد وهاج رانقل کړي زه یې هم پېژنم او ښه خلک دي. نو د رسول الله صلی الله علیه والسلم حدیث دی چې په یو مؤمن باید ښه ګومان وکړو څو مو چې ترې بد نه وي لیدلي.
[quote:c041e98b18]مولوی صاحب محمد نعيم د مولوی ميا جان ځوی،
استاذ محمد عاطف، د دعوت او جهاد پوهنتون سابقه استاذ،
دوکتور فضل الهادي وزين، په قوم هزاره سنّي،
دوکتور اسماعيل لبيب بلخي، د دعوت جهاد پوهنتون سابقه مدرس، [/quote:c041e98b18]
مونږ او تاسو باید ددې او نورو ټولو مسلمانو تنظیمونو په اړه هغه وخت منفي نظر ولرو او رد یې کړو چې په خپله مو داسې خلاف څه ولیدل چې د دوی د تنظیم په پته خپاره شوي یا ترسره شوي وي.
د اشخاصو له کړنو د هغوی د تنظیم تول کول ساده ګي او له عقله لرې خبره ده.
مونږ د جمعیت اصلاح هغه لیکنې او کړنې تللی او نقد کولی شو چې د دوی په ویب پاڼه، ځینو پروګرامونو او غونډو منډو کې د دې تنظیم په استازیتوب خپرېږي. په تاویلو او ماویلو پسې به نه ګرځو چې پلانکي داسې وویل او ما داسې اټکل وکړ.
اټکل د شیطان کار دی . مسلمانان باید اټکلیان نه وي.
که کله مو ولیدل چې د اصلاح په کومه غونډه، خپرونه او یا کوم بل پروګرام کې داسې څه وو چې د اسلام خلاف دي نو په کلکه یې نقد کولی او ردولی شي او کنه نو هسې ببولالې د اټکلیانو کار دی.
مننه
ستاسو لاروی
ابو جرير
12.12.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:0af51d1dd9]استاذ احمدزی يو معروف شخص دی، ژوندی دی، ولې د هغه له خوا شفاهي
خبره مونږ ته نه وړاندې کوې؟ [/quote:0af51d1dd9]
دابه درته ان شاء الله راپيدا كوم. خو بيا يې منې؟
[quote:0af51d1dd9]امريکايان څه ضرورت
لري چې د ولچکو او زنجيرونو ډک کانتينر د جمعيت اصلاح په نوم انتقال کړي[/quote:0af51d1dd9]
وهاج جانه ته خو هوښيار سړی يې دعميق فكر خاوند يې، ته ولې ددې سوال په ځواب كې ونښتې.
[quote:0af51d1dd9]امکان لري جمال خالد په داخل د جمعيت اصلاح کې کار کړی وي،
پيسې يې
وهلي وي، خيانت يې کړی وي، او د محاسبې او تدقيق څخه وروسته ورسره جمعيت
اصلاح اړيکې شکولي وي،[/quote:0af51d1dd9]
پرته له دليله او سند څخه ګومان ښه كار نه وي.
ته خو ګومان کوې خو زه چې څومره معلومات لرم خبره بلكل برعكس ده، جمال خالد يو نيك، بافكره، دينداره، بااستعداده ځوان دى، داصلاحيانو هر عمل لپاره يې ددليل او سند غوښتنه كوله، دهغوى ړوند تقليد يې نه كاوه، بلكې دهغوى دخير او هدايت كوښښ يې هم كاوه، نو اصلاحيانو ورته مشكلات ايجاد كړل او له مركز څخه يې وتلو ته مجبور كړ.
جمال خالد زما دمعلوماتو مطابق له عمره پوخ نه دى، خو دخداى وركړي استعداد او علميت په مټ يې داصلاحيانو نخبه مشرانو خولې وربندې کړي دي.
زه بيا هم وايم چې له جمال خالد سره په ټولو خبرو كې موافق نه يم، خو ځينې داسې دي چې ايمان مې راته دمنلو امر كوي.
[quote:0af51d1dd9]او هسې
چټيات يې ليکلي دي[/quote:0af51d1dd9]
وهاج صيب ولې؟ ولې مونږ خو تر اوسه اخري نتيجې ته نه يو رسيدلي ولې په كوم دليل او سند زما يا دليكوال خبري چټيات ثابتې شوې؟
[quote:0af51d1dd9]په وسله والو مجاهدينو کې څه فکري غلطۍ وي، او که عملي
غلطي وي، نو ديانتا په ځان واجب بولم چې په ګوته يې کړم، [/quote:0af51d1dd9]
البته لكه څنګه چې عمر الفاروق رضي الله عنه وايي، د سوغات په توګه، نه دتنقيص او تبليغاتو په شكل.
[quote:0af51d1dd9]دغه انسان چې پرته له ځانه نور ټول کافر بولي، او خپله هم الف ته ډانګ وايي،[/quote:0af51d1dd9]
بيا د توثيق اصول نه دي مراعت كړي هيله ده آينده كې دا غلطي تكرار نه شي.
[quote:0af51d1dd9]د جمعيت اصلاح او نورې ورته ټولنې دې خير يوسي چې په داسې سخته مرحله کې
ځوانان په اسلامي روحيه روزي، [/quote:0af51d1dd9]
دا ستا شخصي نظر دى.
[quote:0af51d1dd9]جهاد، عبادت، اسلامي دعوت ټول د الله جل جلاله ارزاق دي، دا په خپل منځ کې
سره تضاد نه لري، [/quote:0af51d1dd9]
خو اصلاحيان غواړي تضاد وركړي. تفصيل يې وروسته راځي.
[quote:0af51d1dd9] نو د جمعيت اصلاح والا څخه څه ويره پکاره ده؟[/quote:0af51d1dd9]
زه له جمعيتانو ويره نه لرم. خو نه پوهيږم ته ولې زما اصلي نامه ته ليواله يې؟
زه چې كوم موقف په مستعار نامه لرم الحمد لله مخامخ هم په همدې دريځ ولاړ يم.
[quote:0af51d1dd9]د اوسنۍ
جګړې رهبري کوونکي هم په سياست کې نابالغه دي، [/quote:0af51d1dd9]
يا ته له واقعيتونو خبر نه يې يا تجاهل پرې كوې.
[quote:0af51d1dd9]زه له دې کار سره سخت تضاد لرم چې څوک
جهادي مسلحې ډلې او دعوي ثقافي ډلې سره جنګول غواړي.[/quote:0af51d1dd9]
ډير ښايسته! او دا دهر مسلمان ايماني غوښتنه ده.
[quote:0af51d1dd9]زه د افراط او تفريط دښمن يم[/quote:0af51d1dd9]
داسمه خبره ده، خو دې سرخوړلي شعار زمونږ ډيری ځوانان يا په اصطلاح داعيان دتفريط كندې ته ورټيل وهل.
[quote:0af51d1dd9]دويمه ډله چې ده: هغه د دين او وطن په وړاندې يو مسئولانه فکر لري، ډالرخوره نه
ده، په اوسنۍ مرحله کې د کوادرو په تربيه بوخته ده، د تعليم او تربيي په جانب کې
يې کوښښونه زيات کړي دي.[/quote:0af51d1dd9]
[quote:0af51d1dd9]د جمعيت اصلاح او نورې ورته ټولنې دې خير يوسي چې په داسې سخته مرحله کې
ځوانان په اسلامي روحيه روزي،[/quote:0af51d1dd9]
اوس دې دكار خبره وكړه او همدلته به لږ تم شو.
اول خو زه په دې معتقد يم چې دا يوه خيالي ډله ده په حقيقت كې داسي كومه ډله په ساحه كې نشته چې هغه دې داشغالګرو ترچتر لاندې او داجيرې ادارې تر نظارت لاندې سالمه تربيه او سالم دعوت وكړاى شي. دسالمې تربيې او سالمې فكري روزنې لپاره سالمې سياسي اداري ته ضرورت دى چې داصلاح غوښتونكيو دفعاليتونو مخه ډب نه كړاى شي، سالم عقل، او منصف منطق هيڅكله دا نه شي ايجابولاى چې دصليبي يرغلګرو په شتون كې او دهغوى تر زنې لاندې اصلاحيان وكولاى شي ځوان نسل په اسلامي روحيه سمبال كړي، هغوى داسلامي روحيې دله منځه وړلو لپاره ترافغانستان رارسيدلي، او هره مياشت په افغانستان كې په مليونونه ډالره په همدې هدف مصرفوي ترڅو ځوان نسل له اسلامي روحيې، تعليم، او سالمې فكري روزنې څخه ليري وساتي. بيا كوم عقل دا مني چې اصلاحيان دې دځوان نسل كماحقه دون تحريف أو تأويل فكري روزنه وكړاى شي.
كه فرض كړو چې اصلاحيانو په يو نه يو مهارت سره له مزدورې ادارې او صليبي اشغالګرو نه دا فرصت ترلاسه كړى چې دخلکو فكرونه په اسلامي روحيه روښانه كړي، نو بيا دې على الأقل دمجاهدينو په حق كې تبليغات نه كوي، دطالبانو مقدسه مبارزه او سپيڅلی مقاومت خو دې دځوان نسل په ذهن كې نه خدشه دار كوي، لږ تر لږه خو چوپ كښيناستلاى شي، كه اصلاحيان د زړې تجربې تكرار نه غواړي بيا دې راشي دجهاد په سنګرونو كې دې په فكري روزنه لاس پورې كړي او په اسلامي روحيه دې مجاهدين سمبال كړي، اصلاحيان خو اوسمهال په كابل كې دهغه چا په فكري روزنه؟ اخته دي چې دهيواد په سياسي راتلونكي كې هيڅ دپاموړ نقش نه شي درلودلاى بيا څنګه دوى دزړې تجربې دتكرار دمخنيوي دعوه كوي؟
دزړې تجربې دتكرار په اړه بايد دلته يو ټکي ته اشاره وكړم، د پخواني او اوسني جهاد يو عمده توپير دا دى چې هلته واحد قيادت موجود نه وو، اكثريت جهادي قومندانان له علمي نګاه نه په نالوستو برابر وو، عوامو به په پټو سترګو دمشرانو ړوند تقليد كاوه، خو نن برعكس الحمد لله مونږ واحدقيادت لرو (بكل ما تحمل الجملة من معنى) دجهاد كليدي او برجسته مشران علماء دي، دعوامو مجاهدينو علمي کچه سل په سلو كې دپخوانيو هغو په پرتله توپير لري، نن كه ته له يو هر مجاهد نه وپوښتي وايي چې زه دخپل امير اطاعت ترهغه كوم چې هغه دالله اطاعت كوي، په داسې حال كې چې پخوانيو به ويل كه فلاني تنظيمي مشر جهنم ته هم ځي زه به ورسره ځم، ما پخپله له ډيرو اوريدلي ويل به يې كه فلاني مشر له اسرائيلو سره جوړه وكړي هم مونږ يې نه اطاعت نه پرېږدو، نو دا ځل دپخوانۍ تجربې دتكرار چانس په نشت برابر دى، او ترينه په هغې کچه ويره يوه شيطاني وسوسه ده چې دجهاد نه دمنع كولوپه هدف يې ځينو مخلصو كسانو ته په زړه کې اچوي.
په كابل كې ددوى په مركز كې زما يو نږدې دوست ميلمه وو، داصلاحيانو يو مشر چې وهاج ساپي يې هم نوم ذكر كړی دمناقشې او جروبحث په نتيجه كې په تاويل شويو نصوصو داورته ثابته كړې وه چې اوسمهال دطالبانو وسلوال سپيڅلى مقاومت محض يوه فتنه او سياسي لوبه ده،زما دوست چې علمي كچه يې ټيټه وه په دې يې قانع كړى وو چې داشغالګرو دويستلو يواځينۍ لاره دجمعيت اصلاح له ليارې فكري روزنه او په مزدوره اداره كې له داخل نه كار كول دي، طالبان دامريكا له خوا تمويليږي.
نو آيا دكوم شرعي مبرر په اساس دغه تبليغات كيږي؟
ايا اصلاحيانو ته مناسبه نه ده چې دخپل اسلامي سياسي بصيرت له تقاضا سره سم دهيواد په دغې حساسه مرحله كې دهغو طالبانو پرخلاف دبې ځايه پروپاګند څخه خوله ونيسي، كومو چې صليبي اشغالګر دفكري روزنې، ژبني دعوت، او تعليم دشعارونو په زور نه، بلکې دايمان په مټ او وسلوالې مبارزې په ملتيا دې ته مجبور كړي چې دخپلې بقاء اخرنۍ نيټه اعلان كړي.
داوس لپاره همدومره
نور بيا
داصلاحيانو داصلاح په هيله.
ابو جرير
12.12.2009
نو اوس ددعوت فكري روزنې والاوو، او دوسلوالو مقاومت كوونكي صف ترمنځ تفرقه او تضاد څوك اچوي؟
زه دا نه وايم چې اصلاحيان دې ضرور دجهاد صف ته راواوړي او نه ورته حاجت وينم او نه به دوى دغه كار ته زړه ښه كړي، زه وايم اقلا دمسلمانانو ترمنځ تفرقې او اختلاف اور خو دې نه بلوي، غلي خو كيناستى شي (يو عاميانه متل راپه زړه شو كه خداى كول بل وخت به يې ووايم) .
نو زه داصلاحيانو پلويانو ته وايم آيا ددوى دغه عمل او دغه تبليغات نيغ په نيغه دصليبي يرغلګرو تله نه درنوي؟!
او ميوند ننګيال صيب ليكلي:
[quote:02615cfa2b]خو دلوی اختر په یوه غوڼده کی یی برخه اخیستی او دجمیعت سره اوس اړیکی لری
که استاذ دا خبری کړی وی نو ولی یی دجمیعت اصلاح سره راشه درشه کوله [/quote:02615cfa2b]
شايد اصلاحيانو دهمدې لپاره رابللي وي چې خلكو ته وښيي چې استاذ اوس له خپلو خبرو اوښتی دى، او استاذ كه ددوى دعوت مني هم ددوى په غونډو کې يې په شواهدو او براهينو ډانډسوي. هيله ده داستاذ نوم بدنام نه شي، استاذ كه داصلاحيانو په غونډو كې هم برخه اخلي په پوره جرئت دهغوى څيره افشا كوي (دا زما دخپلو سترګو ليدلى او دغوږو اوريدلى حالت دى) خو اصلاحيانو ټيټې سترګې او مړاوي غوږونه دهغه دخبرو هيڅ رد نه شي كولى.
څه موده وړاندې په پيښور کې ديوې تعليمې ادارې دفراغت مجلس وو، استاذ زاهدي احمدزى هم ورته وربلل شوى وو، په مجلس کې استاذ داصلاحيانو له مخ نه يو وار بيا پرده پورته كړه، په مجلس كې اصلاحيان هم وو، خو بعد دمجلس داختتام نه ددې په ځای چې خپله استاذ ته شكايت وشي، دتعليمي ادارې مسئولينو ته په پيښور كې داصلاحيانو دفتر تليفوني شكايت وكړ چې ولې مو استاذ ته بلنه وركړې وه، هغوى ځواب ورکړ مونږ مستقله اداره څوک حق نه لري په مونږ داسې اعتراض وكړي.
ددغه مجلس ويډيو داستاذ دوينا په شمول به ان شاء الله په راتلونكي كې انټرنټ ته اپلوډ کړم.
په افغانستان كې ديو سوچه اسلامي نظام د بيا راتلو په تكل
..Ahmadzai
12.12.2009
وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښاغلی آبو جریر صاحب
خدای دې ستا په قلم او ځوانۍ برکت وکړي.
ستا خبرې ماته ۱۰۰٪۱۰۰ کې د تایید وړ دي.
استاذ زاهدي صاحب زه ډیر ښه پیژنم ډیر سپین سړي دی، بې اساس اوبې څیړنې او پرته له یقین پر چا دارنګه ټاپې نه لګوي،نو حتماٌ دغو خلکو کې دغه نواقص سته چې استاذ نیوکې پرې لري، استاذ یو اصیل زیږ مسلمان عالم پښتون دی، او د افغانانو د وتلو علماو څخه دی، خدای دې سرلوړی او ژوندی لري.
د جمعیت اصلاح د کار او فعالیت جواز ګوډاګي حکومت ورکړې، او په هیڅ صورت له هغو سرحدو وړاندې تجاوز نه سي کولی کوم چې مسموح دي، زما په نظر خو دغه یو څو منتفع خلک دي ،سره راټول سوي ترڅو ډله تپله جوړکړي او دځوانانو له احساساتو څخه خپله شخصي او سیاسي ګټې پورته کړي، او کیدای سي چې له کومې خوا به د ګوډاګیانو تر نظارت لاندې سپورټ کیږي، کنه بل هیڅ توجیه نلري.
په درنښت
Lotfollah
13.12.2009
ګرانو دوستانو سلامونه!
[quote:d8fbaa3c2e="ابو جرير"]
كه فرض كړو چې اصلاحيانو په يو نه يو مهارت سره له مزدورې ادارې او صليبي اشغالګرو نه دا فرصت ترلاسه كړى چې دخلکو فكرونه په اسلامي روحيه روښانه كړي، نو بيا دې على الأقل دمجاهدينو په حق كې تبليغات نه كوي، دطالبانو مقدسه مبارزه او سپيڅلی مقاومت خو دې دځوان نسل په ذهن كې نه خدشه دار كوي، لږ تر لږه خو چوپ كښيناستلاى شي، كه اصلاحيان د زړې تجربې تكرار نه غواړي بيا دې راشي دجهاد په سنګرونو كې دې په فكري روزنه لاس پورې كړي او په اسلامي روحيه دې مجاهدين سمبال كړي[/quote:d8fbaa3c2e]
ډېره ضعیفه لیکنه !!!
د پورتنیو څرګندونو معنی دا ده چې که د " جمعيت اصلاح وانكشاف اجتماعي افغانستان" مبلغین تاسو سره یو شی او ستاسو په خوښه کار وکړي د جمال خالد او ملګرو تورونو په وهلو سره سره پروا نه لری! په فارسی کې یو متل دی چې وایی؛
ګرګیکه به من شیر دهد میش من است
ماته د اصلاح له مبلغینو څخه ستاسو اندېښنه هم د پوهیدو وړ ده، ځکه دوی پېژندل شوي ټولنیز او بالخصوص دینی شخصیتونه دي او کله چې دوی د ساری په توګه د ملکی بې ګناهو خلکو تلفاتو او د هېواد ویجاړۍ ته په پام سره هغو نا پوهو طالب ځوانانو ته په اسلامی دلایل ووایي چې ځانمرګی بریدونه جایز ندي نوخبرې یې ډېر وزن لري!
تاسې یېځایه د " جمعيت اصلاح وانكشاف اجتماعي افغانستان" له شخصیتونو نه دا تمه کوﺉ چې تاسو سره یا یو شی او یا لږ تر لږه ستاسو مسلحانه مبارزه تخریبه نکړي ځکه که د " جمعيت اصلاح وانكشاف اجتماعي افغانستان" اهدافو ته ځیر شئ نو دوی د جنګ جګړې له لارې د هېواد د ستونځو د حل پلویان ندي له همدې کبله هغه ته فتنه وایي.
والسلام
احمد جعفر
13.12.2009
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
من از چند سالی میشود که معتقدم که جمعیت های
به نام اصلاح وغیره در افغانستان که بر اساس مجوزه رسمی رژیم کفر کابل
فعالیت می نمایند در حقیقت ستون پنجمی اند که اختیار شده اند تا روحیه
جهادی را از مردم به ویژه جوانان بستانند وبه بهانه های مختلف وگوناگون
وتحت چتر اسلام نقش تخریبی شان بازی نمایند من به صراحت می گویم جمعیت اصلاح در حقیقت کسانی اند که در لباس اسلام می خواهند ذهن
سازی نمایند وآن را در قالب ها ی از قبل اماده شده بریزند ایا حوادث عراق
وافغانستان وصومالیا و الجزایر شاهد بر انچه گفتیم نیست ؟ در عراق حزب
اسلامی وابسته به اخوان سوار بر تانک های امریکایی وارد عراق می گردند و
در رژیم دست نشانده امریکایی نقش کلیدی را ایفا می نمایند در افغانستان
اخوانی های سابق مانند سیاف وربانی آن قدر در ارتداد عمیق اند که گوی
سبقت را در این راستا ربوده اند اما نسل نوین این ها یعنی جمعیت اصلاح
همان نقش رهبران شا ن یکسره ادا می نمایند البته با مراعات اوضاع
افغانستان
من برادران را از این جمعیت بر حذر می داشتم و امروز می نگریم که این
خفاشان بی ضمیر مجاهدین را شکار می نمایند و آن ها رااز جهاد مانع
میشوند اگر این ها صادق اند چرا مردم دیگری را دعوت نمی نمایند ؟
چندی قبل در پغمان مخیمی داشتند که نمونه از یاوه سرایی ها شان را مشاهده
کردم البته این نمونه ها را خود شان نشر داشته اند وزین یکی از رهبران
این جمعیت که در پوهنتون اسلام اباد استاد است به صراحت اعلان داشت که باید ما روشنفکران فرهنگ تحمل وبرداشت را در خود
پرورش دهیم تا یکدیگر برداشت نماییم یعنی همه را باید تحمل کنیم
دیگری که رییس شان است می گوید تنها جمعیت اصلاح است که می تواند
افغانستان را از تجزیه سیاسی و اجتماعی برهاند ودر زمینه نمایش تمثیلی را
به نمایش گذاشتند که در آن افغانستان را به انسانی زخمی تصویر داشته
بودند که فریاد می کشد ودر آن سو سه نفری لباس های مختلفی به تن کرده
بودند که هریکی یک دسته را تمثیل می کرد یکی با روی بسته که طالب بود و
دیگر دریشی به تن داشت گویا دموکرات ودیگری چپنی را بر شانه انداخته بود
گویا از اصحاب الشمال باشد سپس این ها به فریاد آن انسان می شتابند و و ی
را از مرگ محتوم می رهانند وسپس شخصی لوحه ای را به نمایش می افرازدکه در
ان نوشته است جمعیت اصلاح گویا این جمعیت افساد بود که افغانستان را از
این دشواری ها رهایی بخشید
رهبران این گروه مانند عاطف وغیره در همان اوان حمله امریکایی ها به
امارت اسلامی، می گفتند بگذارید که نظام استبداد نابود شود قسم به الله که
من این عبارات گنده را از این ها شنیده ام
جمیعتی که در پارلمان و مشرانو جرگه دو عضو دارد یکی سید محمد لغمانی
ودیگری ناصر عطایی . ایا به این ها باید اعتماد کرد ؟
کسانی که می نویسند که قانون اساسی کرزی رحمت الهی است و دیگر به نام
نعیم جلیلی مدعی می شود که قانون اساسی کرزی به جز در سه مورد دیگر همه
اسلامی اند چگونه میشود که براین ها اعتماد کنیم؟
ایا کافی نیست که در اوضاع فعلی افغانستان که جهاد فرض عین است ایا قعود
این ها از جهاد عینی کافی نیست که این ها را دیگر داعی ندانیم قعود از
جهاد فسق است که ساقط کننده پذیرفتن شهادت در محکمه است واگر تخذیل و
تثبیط را همراه داشت دیگر نفاق خالص است چنانچه جمعیت اصلاح را میتوان
مناقفین نامید
نمیدانم برادرانی در کنار این ها اند ایا
دلیلی شرعی را فراراهشان قرار داده اند ویا اینکه در دام حلاوت سخنان ان ها
افتاده اند چناچه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم گفته است منافقی که
حلیم اللسان است شما را از ان بر حذر می دارم
من به این برادران می گویم به این نکات غور نمایید
هنگامی که جهاد فرض عین میشود آیا در زمینه استثنای را در قرآن میتوان
دریافت به غیر از دارندگان اعذار شرعی مذکور در قرآن ؟ که از قتال معذور
شمرده میشوند اما همین دارندگان اعذار شرعی بایست تشجیع کننده گان بر
جهاد باشند من از شما میپرسم که این ها چه عذری شرعی در این قتال مقدس
دارند ؟ تأکید میکنم عذر شرعی مبتنی بر ادله شرعی نه اعذار بافته شده که
از حصر بیرون است.
این تفکیک زشت را ازکدام جعبه ی پوسیده برداشتته اند که برخی قتال نمایند
وعده ی قلم به دست ؟ آیا ما فعلا در مرحله ی جهاد طلب به سر میبریم؟ تا
این قاعده شرعی بر ما تطیبق گردد وخلیفه برخی را بازنشاند وقلم به دست
شان بدهد.
چرا این یاوه را اسم اسلامی میدهند وبرایش دلیل می تراشند وکسانی را که
براین ها اعتماد کرده اند فریب میدهند؟ وجالب اینکه هر دو را جهاد
مینامند ودراجر وپاداش یکسان . بلی اگر دعوت آن ها در موازات با قتال
منسجم شود ومحور دعوت افتضاح رژیم واعلان کفرش وبیزاری از آن وتنویر
اذهان جوانان در این راستا باشد مانند تشویق شان برقتال ودوری شان از
ارگانهای دولتی وهمکاری شان با مجاهدین . دیگری این هاان شا الله در اجر
با آنها یکسان اند زیرا این دعوتگران صادق را رژیم های کفری تحمل
نمیتوانند وحتما سنگر های داغ جایگاه شان خواهد بود.
صدق دعوتگر از تصادمش با طاغوت پیداست اما دعوتگر سازشگر با بسنده نمودن
به لقمه ی افتاده شده از طاغوت با او میسازد در حالیکه دانی وقاصی میداند
که دعوت این ها چنین نیست ودلیل, نتیجه فعالیت این ها است که جوانانی اند
که با جهاد مخالف ومالامال از شبهات . پس با این چنین دعوت آن پاداشی را
میخواهند که کسانی آنرا مستحق اند که کاشانه شان را ترک گفتند وبه مخالفت
این وآن گوش ندادند وجنگیدند نه کسانیکه آرام آرمیده اند و با خاطر آسوده
گشت وگزار دارند نه تعقیبی نه محاصره ی هیچ چیزی این ها را تهدید
نمینماید وحتی فعالیتشان, چین به جبین اشغالگرا ن نمی آورد در حالیکه
مجاهد حقیقی را حالی دیگریست.
وبدان که جهاد محک است منافقان را قتال رسوا ساخت سوره توبه که انرا
(الفاضحه) رسوا کننده نیز گویند پرده از اعمال ننگین این قماش افراد
برداشت اندکی آن را به تأمل به تلاوت بگیرید قسم به الله که برایت خیر
میخواهم وآرزویم این است که شما را در سنگر قتال بیینم وبدان که اعمال
منوط به خاتمه ها است.
یکی از ان ها به نام مستعار مولوی افضلی در سایت شان چنین نوشت"قتال را
هر که میتواند دهقان ومزدورکار …"
بنگر گویا جهاد عبادت جاهلان است من به ربم از این سخن زشت پناه میبرم
آیا نصی را سراغ دارند که دلالت بر این امر کند؟ این تحریف احکام شرعی
است ویکی از مواردیست که گروهگ های باطنی در آن واقع گردیدند.
همه میدانیم ما مکلفیم وجهاد یک تکلیف شرعی است پس هنگامی که این فرضیت
شکل عینی را میگیرد چنانچه افغانستان یکی از موارد قتال عینی است آیا
علما از این مورد مستثنی میشوند؟ چه دلیلی در زمینه دارید؟ واجماع است که
احکام تکلیفی بیشتر متوجه علما اند تا الگو های نیکی باشند برای دیگران .
این سخن زشت پهلوی دیگری هم دارد که به آن اشاره میکنم وآن اینکه فردا
یعنی هنگام آزادی کشور این باز نشستگان از قتال اند که باید زمام نظام را
به دست بگیرند نه دهقانان وغیره. زیرا اینها نمیدانند ما میدانیم .وای بر
این کلمه زشت چقدر ستمگرند آیا در تاریخ سراغ دارید که جنگجویان, کسانی
دیگری را جانشین خویش ساخته اند؟ خیلی در خوابند یا اینکه مردم را احمق
می پندارند؟
وبدانید که بازنشستن از جهاد عینی اقل آن فسق است اما اگر سب وطعن
مجاهدین به آن اضافه شد نفاق صریح است واین حکم قرآن است .
من به برادرانم می گویم که این ها ترک نماید و به عرین تان باز گردید
قسم به الله که امارت اسلامی در افغانستان امارت مظلوم
است که اکثر کسانی که خود را چیز فهم می دانند خود را به بهانه های
گوناگون از حول وحوش این امارت مظلوم دور کرده اند وجالب این که یا
کارمندان رژیم کفر کابل گردیده اند ویا اینکه به دام شکارچیان ماهری چون
جمعیت شکار مجاهدین (اصلاح) گردیده اند[/size]
حمید هڅــاند
13.12.2009
یو ځل مو بیا په سلامونو لمانځم؛
ښاغلی عادل عادل وروره، که ستاسو خبره سمه وبولو او وګڼو چې د اصلاح ټولنـــــــــــي مشرتابه ګواکې دوه مخې ده او نوري موخې لري نو بیا خو باید د اصلاح ټولني ټولــــــي کړنې ددوی له موخو سره سمې د ددوه مخې توب په رنګ ککړې وای، مګر تاسو پخپله منئ چې د اصلاح ټولني په پروګرامونو، ویبځي، غړو .. باندي بحث نه کوو بلکه بحــــث ددوی په مشر تابه ډلې دی. ستاسو په اند، دا خبره به څومره منطقي وي چې مشرتابه ډله دې یوه اجنډا ولري او تر لاس لاندي خلک یې بله؟؟.
[color=blue:487839e503]ښاغلی ابوجریر! تاسو په خپله لمړۍ لیکنه کې ، بـــــــې له دې چې بحث په لاسوندونو مخکې تللی وای، په اصلاح ټولنې مو دومره تورونه پورې کړل چې که وهاج ساپي ورور ورته چټیات نه وای ویلي نو څه به یې ویلي ؤ.
هوکې؛ موږ ټول دبحث پلویان یو، موږ هم غواړو له حقیقت څخه ځانونه خبـــــر کړو، خو هرڅه باید لاسوندیز بنسټ ولري. نو راځئ ، له هسي خبرو تېرشئ، د ښاغـــــــــــلي وهاج ساپي ورور په تبصرو کره کتني پرېږدئ او هرڅه مستند پر میدان کېږدئ. [/color:487839e503]
په درنښــــــــــت
حمیدهڅاند
Lotfollah
14.12.2009
[quote:24ce713359="احمد جعفر"]السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
من از چند سالی میشود که معتقدم که جمعیت های
به نام اصلاح وغیره در افغانستان که بر اساس مجوزه رسمی[color=blue:24ce713359] رژیم کفر کابل[/color:24ce713359]
فعالیت می نمایند [/quote:24ce713359]
د بحث درنو مسؤلینوآیا تاسې هم پدې باور نیاست چې د افغانستان اسلامی جمهوریت ته، چې د اسلامی کنفرانس غړﺉ هم دی [color=brown:24ce713359]کفری رژیم[/color:24ce713359] خطاب کول د بحث فارم له قاعدې څخه څرګند تېرﺉ ندﺉ؟
z.shaheen
14.12.2009
[quote:ab9c3c36f6="احمد جعفر"]
من از چند سالی میشود که معتقدم که جمعیت های
به نام اصلاح وغیره در افغانستان که بر اساس مجوزه رسمی رژیم کفر کابل
فعالیت می نمایند در حقیقت ستون پنجمی اند که اختیار شده اند تا روحیه
جهادی را از مردم به ویژه جوانان بستانند وبه بهانه های مختلف وگوناگون
وتحت چتر اسلام نقش تخریبی شان بازی نمایند من به صراحت می گویم [/size][/quote:ab9c3c36f6]
گو خوردی تو بی شرف!یک حکومت اسلامی را که ملیون ها انسان به شمول هزاران علمای دین پزیرفته ودر چوکات آن زندگی میکنندتو نا مسلمان چه سگ هستی که برایش نظام کفری میگویی! برو به مثل سگ های وحشی به جنگ خود ادامه بده ترا به اسلام چه؟ خداوند متعال آنچنان که تا حال شما را رو سیاه ساخته است دیگر هم روسیاه تر خواهد ساخت. تاسف به حال جوانیکه فریب شما منافقان را خورده اند.
و.افغان
14.12.2009
درنو وروڼو !
سلامونه او نيکې هيلې.
ګرانو!
بحث اوږد شو، خو تر اوسه پورې يو ورور هم د جمعيت اصلاح په اړه څه مستند
شواهد او معلومات وړاندې نه کړل، له دغو وروڼو زه يو ځل بيا هيله کوم چې د بحث
محور ته راشي، او مونږ ته کره شواهد وړاندې کړي، عادل عادل، ابو جرير صاحبان
او ورته نور وروڼه مې موخه دي.
مونږ د حق تابعداري کوو، دغه وروڼه په خپلو ذهنونو کې له جمعيت څخه څه
انعکاسات لري، کيدای شي چې په حقه وي په کې، خو دا قابل قبول نه ده چې بې
له دلائلو او مستندو خبرو خپل انعکاسات پر مونږ په زور ومني.
پاتې د جنګ کولو په اړه د خلکو د مختلفو دريځونو له امله په هغوی د کفر او نفاق
لګول، نو هسې چټي بې معنا خبرې دي، او ما يې مخکې ځواب کړی دی.
دا چې تاسو له دغو داعيانو دا غواړئ چې بر اعلی په کابل کې ستاسو ملګرتيا
اعلان کړي، نو د دې معنا دا ده چې تاسو سره واوسي، ځکه بيا د حکومت په وړاندې
د هغوی پاته کېدل امکان نه لري، نو تاسې داسې ښارښتي خبرې هغوی سره ولې
په کابل کې مطرح کوئ.
هو! يوه خبره ده چې هغوی حق نه لري چې د مجاهدينو تخريب وکړي، که د هغوی
کوم يو کس کومه خبره وکړي، وي به، البته د جمعيت عمومي پاليسې دا نه ده چې
د جهاد تخريب وکړي، او که نه نو تاسې د هغوی له ويبپاڼې څخه يو دليل راوړئ،
او ځمونږ په وړاندې يې کېږدئ، پاتې دې نه وي چې دغه وېبپاڼه کې د هغوی ټول
علمي او څيړنيز مواد خپريږي.
تاسې وروڼه مونږ دېته هڅوئ، چې په هغو اسبابو ګوتې کېږدو، چې خلک يې دېته
مجبور کړي وو، او مجبوروي يې چې له طالب څنګ ووهي، کومې خبرې چې اوس
د افغانانو په فايده نه دي، نو ځکه ترې صرف نظر کوم، که نه د افغانستان غوڅ اکثريت کلک مسلمانان دي، نه يې کفر خوښ دی، نه يې له جهاد سره دښمني ده،
او نه له طالب سره، خو دا چې دوی د طالب صف ته نه وردانګي نو د دې خبرې ډېر
وجوهات دي چې له هيچا څخه پټ نه دي.
هيله ده چې طالب پلوه ملګري له تعقل څخه کار واخلي، او په زوره خلک د خپل
کاروان په ضد ونه لمڅوي، دې کار کې نه د اسلام ګټه شته، نه د ولس او نه د وطن.
خو لکه چې مخکې مې وويل، خبره د قُدرت ده، او په آينده کې د قدرت په ويش له
اوس نه جګړه ده، خو چې تاسې دومره تنګنظري لرئ، نو يقين وکړئ ای حزبيانو
او طالبانو، هيڅکله تاسې دواړه په خپل منځه کې سره جوړ نشئ، د لوګر نژدې
بيني جګړه يې يوه نمونه ده، که تاسې حزبيان او طالبان خپل منځ کې سره نن جوړ شئ
دا د امريکا په ضد له جهاده ډېر لوړ او غوره کار دی.
خبرې نورې ډېرې دي په دې اکتفاء کوم
په درنښت
عادل عادل
14.12.2009
سلامونه
وهاج صیب ډیر وروڼه چې ستا په اندازه لوړ اسلامی تحصیلات لري او د پيښور د معاهدو او مرکز فرهنگی نه چی د ارباب روډ د مستو په کوڅه کې یې موقعیت درلود، نیولی تر اسلام اباد پوهنتونه پوری ددغه خلکو همدرسه، همدوره او هم اطاقه پاتې شوی دی، او د لسو کالو نه اوږد جراو بحث، دعوت او مناقشې په جریان کی یې د اصلاح د موسسینو سره په اختلاف کی تیر کړي دي، په لسگونو بااحساسو زده کړیالانو ددغه حرکت د اصلاح او تصحیح په جهت کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، خو څه نتیجه نه ده پری مرتبه شوې، نهایتا کله چی امریکا زمونږ په گران هیواد یرغل وکړ نو ددغه وروڼو په زړونو کې هغه هیلې د پوره کیدو په حال کې شوې چی د اصلاح د موسسینو د تجدید نظر په اړه یی درلودې په همدې بنا یې د خپل ملی اسلامی او دینی مسولیت له مخی دغه عالی جنابانو ته یو ځل بیا مراجعه وکړه او د عوت یې ورکړ تر څو د دین او ولس د عالی گټو په رڼا کې سالم او هراړخیزه موقف اختیار کړي.
خو دغه خودساخته او خودبافته شیخانو داسی مایوس کوونکی او د بی غیرتی او اسلامی عقایدو نه تش ځواب ورکړ چی د تل لپاره یی د دوی د هدایت په اړه ټولی هیلی د خاورو سره خاوری کړې او هغه شکونه چی مخکی یی پری لرل په یقین بدل شول.
دغه منافقینو به عرب استادان او منلی اشخاص خپلو مجلسونو ته بلل او پخپله گټه به یې د هغوی مثبتې رایې په داسی مهارت سره ښکار کولې چی لومړی به یی هغوی ته ښه پریمانه غلط مالومات ورکړل، هغوی ته به یی بین الافغانی شرایط د حقیقت خلاف داسی روښانه کړل چی ددوی په گټه څرگندونه وکړي، او بیا به یی د خپل گمراهانه دعوت په لار کی د ځوانانو د فکری اغوا لپاره په همدغو استادانو حواله ورکوله.
د پیل څخه ددغه بی فرهنگه فرهنگی مرکز د تاسیس اساسی هدف د هغه ابتکار ډپ کول وو چی د حزب اسلامی قیادت د جهاد سره موازی د نوی نسل د سالمی او هر اړخیزی فکری روزنی او هماهنگی په هدف په لاس کی اخیستی وو، مرکزیانو د دعوت په څنگ کی په خپل ټول توان سره د حزب اسلامی په تخریب لگیا وو، حزب اسلامی ته منسوب ټولو مرکزیانو ته د حکمتیار نوم یادول او یا په هغه ویاړل د عار خبره وه، خو ددوی بز شادگل او خواجیین تر ننه پوری ددوی د افتخاراتو لاینفک اجزا دي، که یې نن حکمتیار صیب له خولې لویدلی خو په ځای یې طالبانو ته غله او سړي تښتوونکي ویل کیژي؟؟؟؟
زما مطلب دلته د حزب اسلامی نمایندگی او یا ملاتړ نه بلکه ددغه حرکت د موازی تخریب یادول دی چی نن یی د اصلاح نوم د بل نه هضمیدونکی لوړ او خطرناک هدف تابیا کړی ده.
زه به شخصا د هیڅ هغه سالم او گټور تنظیم غړیتوب ته غاړه کښینږدم چی قیادت او مشري یی هغه قوم ته منسوب وی چی د وطن د اشغال په سختو شرایطو کی یی د دښمن ملاتړ کړی او د خپلی بین الافغانی وروری اعتبار یی پیکه کړی دی.
په اخر کی د وهاج صیب نه یوه پوښتنه کوم چی دا وووو حزبیانو !! نه مو مطلب څوک دي؟؟
په ورته وخت کی، ځنو وروڼو د خالد په اړه پوښتنه کړې چې گواکی دوی یی تر اوسه نوم نه دی اوریدلی او یا یی نه پیژني، نو زما سره دا سوال پیدا شو چی دغه ښاغلي به د تقریبا 36 ملیونو افغانانو څخه په شمار څو کسان پیژنِي؟؟ که فرض کړو 30 ملیونه پیژني نو بیا خو واقعا لوی لوی خلک دي، او خالد به هسی یو څوک وي، خو که یوازې د 1000 په شاوخوا کی افغانان پیژني نو بیا خو یې ځانونو ته د چارمغز په اندازه یوه وړوکې مجازي دنیاگۍ جوړه کړې چی د خپلې مهربانی له مخی باید تری رابهر شي، او زه په همدی صفت سره ښاغلي حزبیان پیژنم :wink:
میوند ننګیال
15.12.2009
ګرانو وروڼو سلامونه !
که چا سره څه دلیل وی د جمیعت اصلاح په باره کی نو بسم الله .
عادل صیب !
په رښتیا چه حزب اسلامی یو داسی تنطیم وه چه زما غوندی يه لکونو ځوانان پری فدا ول خو:
حکمتیار صیب اوس زمونږ مشر او دسترګو تور دی او وه ځکه چه د صلیبو سره په مقاومت بوخت دی :
ګران عادل صاحب !
ته جمیعت اصلاح ته ګوته نـــــیـــســی خو هغه خپل د حزب مشر تابه درنه دیاده وتلی :
ګلبدین حکمتیار ځه ونه کړل .
پخپل کتاب اسلامی نهضت کی یی ځان نه هغه د جا خبره هیرو جوړ کړی یو څو په شمار کسان یی یاد کړی نور یی داسی له هیره ویستی لکه بیخی چه یی په نهضت کی برخه نه وی اخیستی.
[color=yellow:eb4d800737]هغو حزبیانو چه اسلام او بیا حزب ته یی خپلی ځمکی ، کاروباروکورنی ونفس وقف کړل دی سوډر کلبدین دی ورسره څه ونه کړل .
د اجرایی شورا غړی یی په مرګ تهدید نه کړل په شمشتو کی بعضی لویو او نوموړو حزبیانو ته یی د مرګ او اختطاف کواښونه ونه کړل .
هغه مشرانو ته چه :
لویو لویو خلک او سیاستمدران به ورته لاس په نامه ولاړ ول څومره په سپکه وکتل
صرف پدی چه هغوی ورته د تفاهم او سولی خبری کړی وی [/color:eb4d800737].
ګران عادل صیب !
[color=blue:eb4d800737]په حزب کی داسی خلک ول چه د نیکونو نه یی یو نوم او عزت وه خو دی حزب داسی ټګان ورکړ چه نه یی ځمکی پاتی شوی او نه یی هغه خانی .
نن چه د ګلبدین زومان په اسلام اباد قبرص او حیات اباد کی او سیږی دوی داپیسی دکوم ځای نه کړی .[/color:eb4d800737]
همدا اسلامی فرهنګی مرکز وه په زرهاوو ځوانانو ته یی اسلامی تربیه ورکړه ځومره قاریان او نیک خلک یی وروزل .
هغوی غونډی کولی دسیرت تلاوت تاریخ او په نورواسلامی او فرهنګی هلو ځلو ته یی منډی وهلی .
ګران عادل صیب !
ما دلته مخکی هم لیکلی ول او بیا یی هم لیکم چه :
[color=white:eb4d800737]د افغانستان د جهادی مشرانو او سیاست مدارانو په سلګونو شواهد راسره شته[/color:eb4d800737]
په والله چه زه هر هغه چا سره مینه لرم چه نن په سنګر کی ناست د ی او دصهیونی اشغالګرو سره جهاد کوی او هدف یی صرف د الله رضا او داسلام سرلوړی وی ..
خو غلطی اوخود غرضی یی خلکو ته ښیم که هغه حزبیان وی یا طالبان .
عادل عادل صیب!
حزب اسلامی او یا انجینر صاحب ته په نه تا دومره خدمت کړی وی او نه به یی وکړی لکه څومره چی ځما کورنی کړی که انجینر صاحب څومره هم کوشش وکړی نو زمونږ د خدمت 35 فیصده حق هم نشی اداکولی .
مونږ صرف داسلامی او ازادی په خاطر دا منډی وهلی او وهو یی او د انجینر صیب نه یی اجر نه غواړو او نه ورته محتاج یو
و.افغان
15.12.2009
ګرانه وروره:
السلام عليکم.
زما له پخوانيو ليکنو څخه تاسو او نورو ملګرو ته جوته وي، چې
زما عقيده داسې جوړه ده، چې له پيغمبرانو او ديني مقدساتو پرته
هيڅ يو شي په تقديس قايل نه يم، او نه به قايل شم، د عربانو
خبره: ندور مع الحق حيث دار، چيرته چې حق وي، کوښښ کوو،
ان شاء الله چې له حق سره يو ځای شو، تاسو ښاغلي تر اوسه
په عمومياتو لګيا ياست، نه مو مونږ ته شواهد وړاندې کړل، او په
اشخاصو وغږېدئ، دغه اشخاصو چې نن د ځوانانو تربيه په غاړه اخيستې
ده، او په دوی کې ځينې خلک چې په قيادت کې دي، يا له قيادت
ښکته دي، څه کوږوالی لري، نو دغه کوږوالی بايد ضروري خلکو ته څرګند
شي، مونږ هيڅکله نه غواړو ، چې ځمونږ ځوانان بيا او بيا د اسلام په
نوم بيځايه بې مورده استخدام او قرباني شي.
د بحثونو فوروم ستاسو د موضوعي تنقيد پر مخ خلاص دی، د يوه
ورور مخه هم تر اوسه چا نه ده نيولې، خو چې تاسې د خپلو عمومياتو
لپاره کره شواهد نه وړاندې کوئ، او نه هغه اشخاص په ګوته کوئ چې
داسې غلط شيطاني حرکتونه کوئ، نو دا کار ستاسو د دعواګانو په بطلان
دلالت کوي.
په درنښت
[quote:44781e4f5a="عادل عادل"]سلامونه
وهاج صیب ډیر وروڼه چې ستا په اندازه لوړ اسلامی تحصیلات لري او د پيښور د معاهدو او مرکز فرهنگی نه چی د ارباب روډ د مستو په کوڅه کې یې موقعیت درلود، نیولی تر اسلام اباد پوهنتونه پوری ددغه خلکو همدرسه، همدوره او هم اطاقه پاتې شوی دی، او د لسو کالو نه اوږد جراو بحث، دعوت او مناقشې په جریان کی یې د اصلاح د موسسینو سره په اختلاف کی تیر کړي دي، په لسگونو بااحساسو زده کړیالانو ددغه حرکت د اصلاح او تصحیح په جهت کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، خو څه نتیجه نه ده پری مرتبه شوې، نهایتا کله چی امریکا زمونږ په گران هیواد یرغل وکړ نو ددغه وروڼو په زړونو کې هغه هیلې د پوره کیدو په حال کې شوې چی د اصلاح د موسسینو د تجدید نظر په اړه یی درلودې په همدې بنا یې د خپل ملی اسلامی او دینی مسولیت له مخی دغه عالی جنابانو ته یو ځل بیا مراجعه وکړه او د عوت یې ورکړ تر څو د دین او ولس د عالی گټو په رڼا کې سالم او هراړخیزه موقف اختیار کړي.
خو دغه خودساخته او خودبافته شیخانو داسی مایوس کوونکی او د بی غیرتی او اسلامی عقایدو نه تش ځواب ورکړ چی د تل لپاره یی د دوی د هدایت په اړه ټولی هیلی د خاورو سره خاوری کړې او هغه شکونه چی مخکی یی پری لرل په یقین بدل شول.
دغه منافقینو به عرب استادان او منلی اشخاص خپلو مجلسونو ته بلل او پخپله گټه به یې د هغوی مثبتې رایې په داسی مهارت سره ښکار کولې چی لومړی به یی هغوی ته ښه پریمانه غلط مالومات ورکړل، هغوی ته به یی بین الافغانی شرایط د حقیقت خلاف داسی روښانه کړل چی ددوی په گټه څرگندونه وکړي، او بیا به یی د خپل گمراهانه دعوت په لار کی د ځوانانو د فکری اغوا لپاره په همدغو استادانو حواله ورکوله.
د پیل څخه ددغه بی فرهنگه فرهنگی مرکز د تاسیس اساسی هدف د هغه ابتکار ډپ کول وو چی د حزب اسلامی قیادت د جهاد سره موازی د نوی نسل د سالمی او هر اړخیزی فکری روزنی او هماهنگی په هدف په لاس کی اخیستی وو، مرکزیانو د دعوت په څنگ کی په خپل ټول توان سره د حزب اسلامی په تخریب لگیا وو، حزب اسلامی ته منسوب ټولو مرکزیانو ته د حکمتیار نوم یادول او یا په هغه ویاړل د عار خبره وه، خو ددوی بز شادگل او خواجیین تر ننه پوری ددوی د افتخاراتو لاینفک اجزا دي، که یې نن حکمتیار صیب له خولې لویدلی خو په ځای یې طالبانو ته غله او سړي تښتوونکي ویل کیژي؟؟؟؟
زما مطلب دلته د حزب اسلامی نمایندگی او یا ملاتړ نه بلکه ددغه حرکت د موازی تخریب یادول دی چی نن یی د اصلاح نوم د بل نه هضمیدونکی لوړ او خطرناک هدف تابیا کړی ده.
زه به شخصا د هیڅ هغه سالم او گټور تنظیم غړیتوب ته غاړه کښینږدم چی قیادت او مشري یی هغه قوم ته منسوب وی چی د وطن د اشغال په سختو شرایطو کی یی د دښمن ملاتړ کړی او د خپلی بین الافغانی وروری اعتبار یی پیکه کړی دی.
په اخر کی د وهاج صیب نه یوه پوښتنه کوم چی دا وووو حزبیانو !! نه مو مطلب څوک دي؟؟
په ورته وخت کی، ځنو وروڼو د خالد په اړه پوښتنه کړې چې گواکی دوی یی تر اوسه نوم نه دی اوریدلی او یا یی نه پیژني، نو زما سره دا سوال پیدا شو چی دغه ښاغلي به د تقریبا 36 ملیونو افغانانو څخه په شمار څو کسان پیژنِي؟؟ که فرض کړو 30 ملیونه پیژني نو بیا خو واقعا لوی لوی خلک دي، او خالد به هسی یو څوک وي، خو که یوازې د 1000 په شاوخوا کی افغانان پیژني نو بیا خو یې ځانونو ته د چارمغز په اندازه یوه وړوکې مجازي دنیاگۍ جوړه کړې چی د خپلې مهربانی له مخی باید تری رابهر شي، او زه په همدی صفت سره ښاغلي حزبیان پیژنم :wink:[/quote:44781e4f5a]
و.افغان
16.12.2009
سلام عليکم وروڼو!
زه به اوس په جمعيت اصلاح باندې خپل شماره وار انتقادات له تاسو او هغوی سره شريک کړم:
تفصيلاتو باندې يې وروسته غږېږم:
۱- جماعة اخوان المسلمين ته ځانونه منسوبول، او ځانونه د هغوی فرعه ګڼل، چې
حقيقت هم دی، دومره توپير دی، چې دوی مخکې قُطبيان ول،او اوس بنائيان دي.
۲- د اسلامي خلافت لپاره تش بې بنياده هوايي دعوت چلول.
۳- سري يا پټ فکري مجالس تر سره کول، چې ځينې وروڼه يې پسپسک بولي.
۴ - د عضويت په صورت کې د جمعيت يا د جمعيت له امير سره بيعت کول، او هغه واجب الطاعة ګڼل، داسې بيعت او اطاعت کوم چې يواځې د خلافت امير المؤمنين يا امام المسلمين ته کيږي، ورسره د جمعيت لپاره تعصّب کول.
۵ - د اهمو امور پرېښودل، او په مهمو او غير مهمو نورو کارونو مشغولېدل.
۶ - د اخوانيانو عمومي تګلاره د اسلام له نوم څخه د قدرت لپاره غلطه سياسي استفاده کول دي.
په دې ټکو باندې به په تفصيل سره ان شاء الله وغږېږم.
په درنښت
میوند ننګیال
19.12.2009
ګران او رانزدی شیخ الحدیث وهاج صیب !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
محترم استاذه ستاسو دمفصلی لیکنی په هیله ځکه :
دا موضوع او ستاسی لیکنه زما په اند ډیره داهمیت وړ ده .
وسلام
په ټوله اسلامی او پښتنه هیله .
احمد جعفر
20.12.2009
به برادرم وهاج ساپی
السلام علکیم
نمیدانم شاید نوشته ام را نخوانده باشید یا اینکه اصلا به ان التفاتی نشده است من در نوشته ام به مسایلی تماس گرفته ام که با انچه شما در نوشته ای اخر تان ان را طرح نموده اید سازگار است اگر شود نوشته ام را بخوانید بهتر خواهد بود چون یکی از روش گفتار درک طرف مقابل است اما اینکه گفته شود که نوشته ها همه از دقت عاری اند این دیگر گزافه گویی بیش نیست من یکبار دیگر شما وهمه را دعوت می کنم که روش گفتار را مراعات نمایید
برخی ها نوشته اند که نظام کرزی نظام اسلامی است چون عضو کنفرانس کشور های اسلامی است یا اینکه به هزاران عالم ان را پذیرفته اند
کسی دیگر خواسته است که باید نوشته ام چون نظام کابل را کفری گفته ام حذف شود نمی دانم که این ها اسلام را می دانند یا اینکه می سرایند؟
نظام کابل نظام کفر است و هرانکه این نظام را اسلامی می داند از دو حالت خالی نیست یا اینکه جاهل است ویا اینکه می داند و می غرد
کنفرانس کشور های اسلامی گویا نزد این قماش یک مرجع شرعی برای شناخت نظام های اسلامی است ؟
من فعلا در این راستا نمی خواهم بنویسم بلی اگر موضوع بحث نظام کابل بود حتما می نویسم
ابو جرير
22.12.2009
[quote:35ee8a7557]ډېره ضعیفه لیکنه !!!
د پورتنیو څرګندونو معنی دا ده چې که د " جمعيت اصلاح وانكشاف اجتماعي افغانستان" مبلغین تاسو سره یو شی او ستاسو په خوښه کار وکړي د جمال خالد او ملګرو تورونو په وهلو سره سره پروا نه لری! په فارسی کې یو متل دی چې وایی؛
ګرګیکه به من شیر دهد میش من است [/quote:35ee8a7557]
ډېر ضعیف لوستونکی ثابت شوې!
لږ ترلږه زما لیکنه مکمله ولوله، ما د (بالفرض، فرض محال) کلیمې کارولي. او بیا خو مې واضحه لیکلي چې له جمعیت انکشافیان نه دا کار کوي، نه ورڅخه دا تمه درسته ده، او نه ورته الحمدلله طالبان اړتیا لري.
[quote:35ee8a7557]که د " جمعيت اصلاح وانكشاف اجتماعي افغانستان" اهدافو ته ځیر شئ نو دوی د جنګ جګړې له لارې د هېواد د ستونځو د حل پلویان ندي له همدې کبله هغه ته [color=red:35ee8a7557]فتنه [/color:35ee8a7557]وایي.[/quote:35ee8a7557]
ډېر ښه!
تاسو هم دتبلیغیانو په څیر په سوله ییزه (!) توګه ددعوت پلویان یاست ځکه خو په څلور کونجه دنیا کې یو کافر هم ورسره دښمني نه لري،ځکه ګواښ او خطره نه ترې لري کومه چې یوازې او یوازې له حقیقي دعوتګر او مبلغ او درسول علیه السلام له حقیقي امتیانو څخه یې دښمنان لري، چې آن په خپلو دخوب په خونو کې هم ترې ډارېږي ځکه چې دخپل پیغمبر څخه ورته هغه رعب په میراث پاتې شوی چې (نصرت بالرعب مسیرة شهر)، کوم چې منافق او په زړه کې دروغجن امتي یې ورڅخه برخمن نه دی.
همدارنګه دا دځوانانو له اذهانو څخه داشغال په وړاندې دمسلح جهاد دفریضې دمسخ کولو بل کوښښ دی
نو دلاسوندونو والا ته وایم چې دجهاد او جنګ جګړو ترمنځ خو خلط راغی او نتیجه یې دا شوه چې فتنه وبلل شي، نور به څه کیږي.
آفرین Lotfullah صاحب ! ته د جمعیت افساد وانحطاط اخلاقي افغانستان د یو فعال غړي په صفت شاباس په دې فکر!!!!!!!!!
میوند ننګیال
24.12.2009
ګرانووروڼوو سلامونه !
ګران ابو جریر وروره!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
ګرانه !
[color=blue:2be7c6cb46]که هر څوک وی او هر چیرته وی او ننی مقدس جهاد ته فتنه یا کوم بل نوم ورکوی هغه مونږ ته مردود دی ولو که ددی عصر لوی عالم او امام هم وی .[/color:2be7c6cb46]
پاتی شوه جهادی قیادت خبره نو اوس هم دطالبانو او حزب اسلامی تر منځ په بعْی ولوسوالیو کی شدید اختلافات شته .
الله دی وکړی چه طالبان لږ هو ښیار شی او دسرزوری او کمعقل توب لاره پریدی
شاهین لیکلی :
.[quote:2be7c6cb46]گو خوردی تو بی شرف!یک حکومت اسلامی را که ملیون ها انسان به شمول هزاران علمای دین پزیرفته ودر چوکات آن زندگی میکنندتو نا مسلمان چه سگ هستی که برایش نظام کفری میگویی![/quote:2be7c6cb46]
اوبرادر!
الحمد لله عام افغانان مسلمانان دی او غیرتی مسلمانان دی هیڅوک نه دوی ته کافر ویلی شی اونه د چا په خبره کافان کیدی شی لږ حوصله کوه .
احمد جعفر چه څه لیکلی هغه یی د حکومت او بعضی خرڅ شوو علماوو باره کی لیکلی .
کدام حکومت اسلامی .
کوم اسلام او کوم حکومت ایا ستا اسلام همدا دی چه د صهیونی غاصب غلام وی او وطن دی اشغال وی .
کوم علماء هغه چه اسلام او څپل ایمان یی دیو څو ډالرو په بدل کی خرڅ کړ.
هسی اوده یی لږ راویښ شه .
ربانی دی عالم دی که سیاف او که صوفی مجدددی کوم یو که دا عالمان وی نو بیا خو .....................................هم عالم دی .
رښتینی
24.12.2009
[code:1:9a7958d59a]پاتی شوه جهادی قیادت خبره نو اوس هم دطالبانو او حزب اسلامی تر منځ په بعْی ولوسوالیو کی شدید اختلافات شته .
الله دی وکړی چه طالبان لږ هو ښیار شی او دسرزوری او کمعقل توب لاره پریدی[/code:1:9a7958d59a]
یعنی دا اختلافات دطالبانو دسرزوری او کمعقلی له کبله دی
حزبیان هوښیار اوپه حقه دی ؟؟؟
z.shaheen
24.12.2009
[quote:02b1401c04="ميوند ننګيال"]
کوم علماء هغه چه اسلام او څپل ایمان یی دیو څو ډالرو په بدل کی خرڅ کړ.
هسی اوده یی لږ راویښ شه .
[/quote:02b1401c04]
تا وقتیکه علمای افغانستان با شما اند دنیا گل و گلزار است ولی به مجردیکه آنها از آدمکشی های طالبان فاصله میگیرند طبق عادت فروخته شده خطاب میشوند. ولی همه میدانند که این کدام چیز تازه نیست.
این علمای که اکثر شان امروز عضو " شورای عالی علمای افغانستان " هستند قسماً عضو همان شورای عالی اسلام هستند که زمانی رهبری طالبان در دوران حاکميت خود با گردآوردن علمای دينی سعی میکرد تا به فيصله های فردی خود مهر تائيد جمعی بزند.
به گونۀ مثال میتوان در مورد تهديد ايران و مانور اين کشور در مرز با افغانستان و فشار آمريکا بر طالبان برای سپردن اسامه بن لادن به آن کشور نام برد.
ولی طالبان بخاطر دست زدن به تندروی هايی که از نظر بسياری از علما اضافه روی در دین تلقی می شد، به تدريج حمايت علما را از دست دادند و هر بار تعداد کمتری از آنچه با ملامحمد عمر بيعت کرده بودند، در چنين گردهمايی ها يی حاضرمی شدند.
به خصوص عده ای از علمای مربوط به تنظيم های جهادی که به اقدامات طالبان به نظر شک می نگريستند، در پيشاور پاکستان به تشکيل شورای علما دست زدند که رهبری آن را مولوی فضل الهادی شينواری به عهده داشت .
آری امروز هم اکثر همان علما اند که تعداد شان بیشتر از سه هزار است و اکثریت شان در گذشته از حاميان طالبان بودند و با ملامحمد عمر بيعت هم کرده و از جنگ طالبان عليه جبهه متحد حمايت می کردندولی امروز از طالبان به دلیلی رو گردان شدند که این افغان کشی های طالبان را مغایر دستورات دین اسلام و مردود میشمارند.
طالبان امروز شاگردان همان علما ، برای بدست آوردن مجدد قدرت از دست رفتۀ خود، این افغان کشی را جهاد نامیده و استادان خود را فروخته شده مینامند!
pattang
25.12.2009
شاهينه زويه ! داځکه چې له cia څخه دالر اخلي ، لعنت پر دوی٠
[quote:247da913a7="z.shaheen"][quote:247da913a7="ميوند ننګيال"]
کوم علماء هغه چه اسلام او څپل ایمان یی دیو څو ډالرو په بدل کی خرڅ کړ.
هسی اوده یی لږ راویښ شه .
[/quote:247da913a7]
تا وقتیکه علمای افغانستان با شما اند دنیا گل و گلزار است ولی به مجردیکه آنها از آدمکشی های طالبان فاصله میگیرند طبق عادت فروخته شده خطاب میشوند. ولی همه میدانند که این کدام چیز تازه نیست.
این علمای که اکثر شان امروز عضو " شورای عالی علمای افغانستان " هستند قسماً عضو همان شورای عالی اسلام هستند که زمانی رهبری طالبان در دوران حاکميت خود با گردآوردن علمای دينی سعی میکرد تا به فيصله های فردی خود مهر تائيد جمعی بزند.
به گونۀ مثال میتوان در مورد تهديد ايران و مانور اين کشور در مرز با افغانستان و فشار آمريکا بر طالبان برای سپردن اسامه بن لادن به آن کشور نام برد.
ولی طالبان بخاطر دست زدن به تندروی هايی که از نظر بسياری از علما اضافه روی در دین تلقی می شد، به تدريج حمايت علما را از دست دادند و هر بار تعداد کمتری از آنچه با ملامحمد عمر بيعت کرده بودند، در چنين گردهمايی ها يی حاضرمی شدند.
به خصوص عده ای از علمای مربوط به تنظيم های جهادی که به اقدامات طالبان به نظر شک می نگريستند، در پيشاور پاکستان به تشکيل شورای علما دست زدند که رهبری آن را مولوی فضل الهادی شينواری به عهده داشت .
آری امروز هم اکثر همان علما اند که تعداد شان بیشتر از سه هزار است و اکثریت شان در گذشته از حاميان طالبان بودند و با ملامحمد عمر بيعت هم کرده و از جنگ طالبان عليه جبهه متحد حمايت می کردندولی امروز از طالبان به دلیلی رو گردان شدند که این افغان کشی های طالبان را مغایر دستورات دین اسلام و مردود میشمارند.
طالبان امروز شاگردان همان علما ، برای بدست آوردن مجدد قدرت از دست رفتۀ خود، این افغان کشی را جهاد نامیده و استادان خود را فروخته شده مینامند![/quote:247da913a7]