نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
رښتینی
08.04.2009
ښاغلی بیصدا صیب لیکی :
[code:1:ac4ee59c2f]متل دی وی چه هر څه خوسا شي مالګه به پکی واچوی،که مالګه خوسا(ګنده)
شوه بيا به څه کوې؟
تاسو ته ډاکتر صيب وطنمل ددی واک درکړ چه د محترم حامد صيب ترڅنګ
دبحث دفورم سرپرستی او مراقبت وکړی ،عجبه غمخوري او سرپرستي؟
چه خفه نشي![/code:1:ac4ee59c2f]
نه ولی به خپه کیږو مننه
watanmal
09.04.2009
ورسته له سلامونو څخه
وهاج ساپى صيب مننه ، كور مو ودان چى د خبرى سپيناوى مو كړى ، له همدى وجى چى څوك راباندى د بل كوم ليكوال ټاپه ونه لګوى په خپل لاسليك كي مى د شاعر دغه بيتونه وليكل:
سر پسې څه ګرځې احساس مې ګوره
ستوری به نه يمه خو پاس مې ګوره
درد مې سندره کړه په تا يې اورم
د لېوني زړګي بړاس مې ګوره
په مينه
وطنمل
[quote:6f8a25499b="وهاج ساپی"]
ګران او محترم ډاکټر بی صدا صاحب:
اګر چې دارنګه خبرو ته زه ډیره پامځيرنه نه کوم، خو بیا هم ستاسو دزړه ساتلو لپاره،
او نورو لوستونکو ته دواضح کولو لپاره وايم، چې
مطمئن اوسه، زه دوطنمل تر نامه لاندی لیکل نه کوم، ښاغلې ډاکټر وطنمل صاحب به
ته به دا خبره هم معلومه وي، خو دومره وايم چې دښاغلې watanmal غوندی تکړه
لیکوال باندی په ډکه خوله وياړ کولی شم، همدارنګه ښاغلې ميوند ننګیال صاحب هم يو تکړه غیرتي پښتون دی، پرې وياړیږم، اګر که لیدلی می هم نه دی.
او بل دا مو خپل فوروم دی، ښه په ډاډه زړه لیکل کوئ، که څه شک مو راځي، په آزادانه
ډول يي مطرح کوئ، ديته اړتیا نشته چې اوږد صبر وکړئ، او ويره ترهه خبره مطرح کړئ.
بله دا ښاغلې بیصدا صاحب دی ورځو کې مصروف يم، هغه دچا خبره دسر ګرولو ته هم نه وزګاريږم، آزموينې مې دی، په دی موقی سره له ټولو دوستانو هيله کوم چې له دعا څخه مې هير نه کړي.
په درنښت[/quote:6f8a25499b]
هیښ
09.04.2009
ښاغلئ او محترم مولوي حلیمي صاحب !
تاسو او ټولو وطنوالو ته سلامونه او احترامونه .
باید عرض وکړم چې زما لیکنه دافغانستان په دې غم لړلي سیاسی بحران کې دذیدخلو لوریو اعمالواوکړنو ته چې دخپل وطن ،ملت ،کلتور اوملي ارزښتونو په مقابل کې ئې ترسره کړي دي او او سنئ موقف ته ئې چې ددې ارزښتونو په هکله ئې غوره کړئ دئ یودبل سره دمقایسې کولو نه وروسته د واقعیتونود روښانه کولودپاره دخپل لیدلوري له پلوه یوه هڅه ده نه دیوې معینې ډلې دښایسته کولو او جذاب کولو دپاره کوښښ .دجنګي جنايتكارانو او تنظیمي مجرمینو دنارواوواو غیر انساني سلوک له امله چې دافغانستان دخلکو سره ئې وکړکه دطالبانو کړه وړه مقایسه کړو او دانصاف نه کار واخلو دکوم شخصي او نوروملحوظاتو په بنسټ قضاوت ونه کړو ،نو باید په دې واقعیت اقرار وکړو چې طالبان نظر دانورو ته رښتیا هم بلاتشبه دفرشتو ځائ لري او په اوسنئ ډلو ټپلو کې تر اوسه بهتره ،باایمانه ،وطنپرسته ،خپلواکه او داشغال ګرانوضد تحریک دئ ،الله (ج) ئې د په سیاسي ډګر کې هم دپوهې ،زغم ،صبر ،تدبر ،تعقل او هوښیارئ وړتیا ور په برخه کړي.
تاسو زما په لیکنه کې دایوه جمله چې دتیروتنې په هکله ده دخپل تنقید محراق ګرزولې ده او داسې مو انګیرله ده چې ګواکي زه دمجرمینو دبښنې پلوئ یم .
نه محترمه، ابداًزه هم دمیلیونو نو افغانانو په شان دمجرمینو،خصوصاًدهغو چې درانه جرمونه اوعامه قتلونه ئې کړي دي دبښنې او دجزا څخه دبرائت او خلاصیدو طرفدارنه یم او زما اولینه ارزو اوهیله داده چې هغه کسان او ډلې چې جنګې جنایتونه او ملی خیانتونه ئې کړي باید په جدیت او سرعت سره تعقیب شي ،ونیول شی ،محاکمه او مجازات شی ،ترڅو نور څوک دداسې خلاف اعمالو اجراکولو ته زړه ښه نه کړي او افغان وولس چې ددې جنایت کارانو له لوري جسماً او روحاً متضرر شوئ دئ حد الاقل په اخلاقی لحاظ تسکین شی . که نه دهغو ځانی اومالي زیانونو تلافي چې دې جنایت کارانو سرته رسولي دي په هیڅ صورت ممکنه نه ده او په د ې هم پوره باور لرم چې ترڅو پورې جنګي جنایت کاران او ملي خائینان محاکمه نه شی او دافغانستان د سیاسی ژوند ځنې پاک نه شي دافغانانو دا بده توره شپه به نوره هم اوږد ه شی او دنیکمرغئ لمر به را ونه خیږي .
په افغانستان کې دټولو بدمرغیو او ویرونو اصلي عاملین همدا جنګي جنایت کاران دي او ددې تراژیدي دوام ددوئ دوجود سره مستقیماً تړاولري.دطالبانو دتحریک په راتګ سره دا دانسانیت دښمنان دنابودیدو او محو کیدو په حال کې وو اودخپل ناولي ژوند اخري سلګئ ئې وهلې ،ترڅو غربې جنګی جنایتکاران ئې مرستې ته راغلل او دخپلو وحشي اولادونو سرپرستي ئې شروع او په مړژواندي کالبود کې ئې ساه ور پو کړه او د لا نور جنایت اوبشري جرمونو داجرا کولو شیطاني وظیفه ئې ور په غاړه کړه .
سهوې اوتیروتنې دجرمونو سره ډیر توپیر لري.انسانان د ادمه (ع) تر دې دمه دسهوو او اشتباهاتو سره څه په فردي او څه په اجتماعي توګه ژوند کړئ دئ ،اشتباه دانسانانو دژوند سره لکه سیورئ ملګرې ده .ټول پرمختګونه او ارتقاوې دژوند په سیاسي ،اقتصادي ،علمي او تخنیکي اړخونو کې داشتباوواو تیروتنو نه وروسته صورت نیولئ دئ اودبیا نه تکرار او داصلاح دپاره ئې اقدام شوئ دئ .تیروتنه لکه تاسو چې مهرباني کړې ده دناپوهئ ،بې تجربه ګئ اوناخبرئ له امله منځ ته راځي او هغه شخص یا سازمان چې ئې تکرار نه کړي طبعاًدبښنې وړ دئ ،ځکه قصداً اوشعوراً ئې اقدام نه دئ کړئ .
مګر جرمونه چې په شعوري ،دستوري اوتنظیمي شکل سرته رسیږې اودشر اوفساد باعث ګرزی ،هیڅکله دبښلو وړ نه دي او جداًباید چې مجرمین دپوښتنې ا و د جرم د دروندوالي په تناسب دجزاسره دعدالت له لوري مخامخ شي .
محترمه ! تاسو په خپلو اظهاراتو کې دتحریک په وخت کې جنګونو ته اشاره کړې ده ،خو دا مونه دي ویلي چې تحریک دچا سره او دڅه دپاره په جګړه لګیا وو ؟ایا د۱۹۹۲ نه تر۱۹۹۶ پورې چې کوم جنایت کاران په توطئو او دسیسودملت په سر دټوپک په وسیله واک چلاوه او دهررنګه بربریت او وحشت څخه ئې دخلکو په مقابل کې کاراخست،دافغانستان دمظلومو خلکو په مال ،ناموس او عزت تیرئ ئې ورځنئ عمل واو هیڅ نوع انساني ،اسلامی او اخلاقی اوافغانی دودونو او نورمونو ته ئې اهمیت نه ورکولو ،نور دزغم اوتحمل وړوو؟
ایا افغانستان عملاً دجنګې جنایت کارانو له لوري دستمي ،فاشیستي اوشیعیه مذهبي ضدملي تفکر په بنا نه وو ویشل شوئ؟
ایا دادشر اوفساد غیرانسانی ،غیراسلامي او غیر افغانی بانډونه باید له منځه نه وائ تللي ؟
ایا ددې وحشیانو دوحشت دختمولو له پاره بې له زور او جنګ څخه بلې منسوبې وجود درلود؟
په لسهاوو داسې نورایا ،ایا......
ددې ټولو واقعیتونو په نظرکې نیولو سره او دشر ا و فساد دختمولو دپاره او دافغانانو دسر،مال ،ناموس او عزت دخوندي کولو دپاره دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک مبارزه اوجنګ د جنګي جنایت کارانو په مقابل کې یوملي او جبري مسؤلیت وو چې باید سر ته ئې رسولئ وائ ،بل انتخاب او بدیل وجود نه درلود.
قدرمن حليمي صاحب
تاسو دښځو په مقابل کې دتحریک دقهره ډک دریځ ته اشاره کړې او دهغوئ دوهلو نه په سرکونو او عامه محضرونوکې مو یادونه کړې ده .
زه شخصاً دهر ډول تبعیض ،خشونت ،بې ابۍاو ناوړه برخورد دښځو په مقابل کې سر سخت مخالف یم او دافغاني خویندو او میندو دسیاسی او اجتماعي حالت دتغیر او ښه کیدو غوښتونکئ یم .هغه غیر انساني سلوک چې په افغانستان کې دښځو په مقابل کې دکورنئ او ټولنې په سطحه کیږي دهر با احساسه انسان وجدان لړزوي اوباید ددې بې عدالتئ د منځه وړلو له پاره خپل غږ پورته کړي .
خو دښځو په برخه کې دتحریک دریځ د جنګی جنایت کارانو په نسبت په کراتو بهتره وو .دطالبانو داسلامی امارت په وخت کې به ښائي وهل شوي وي (زه ئې نه شم تائیدولئ)،خو عزت ،شرف ،وقار ،ابرو ئې دهر ډول تجاوز نه ساتل شوي وو،چا په سپک نظر ورته کتلائ نه شوائ او په کورونواو خپل ماحول کې ئې په امن او اطمینان خپل ژوند ته دوام ورکولائ شوائ .
لاکن دتنظیمي وحشت په وخت کې ددې بې غیرتو او پس فطرته عناصرو له لوري په ښځو جنسي تیري وشول ،سینې ئې غوڅې شوې ،بې ستره شوې ،بې عزتې شوې،په دسته جمعي توګه شهیدانې شوې او هغه کانې ورسره وشوې چې انساني تاریخ ئې مثال نه لري او په یادولو ئې انسان شرمیږي .نن ورځ همغه جانیان ددموکراسئ په چپنه کې دښځو دحقوقو او ازادئ بغارې وهي .
نو اوس تاسو محترم چې زموږ یو مشر ،پښتو ن اومتبحر ،جیداومجرب دیني عالم هم یاستئ ددې دوو دورو نه کومه دانسانیت ،افغانیت ،اسلامیت اواخلاقیت له لوري دښځو په مقابل کې دبرخورد په برخه کې بهتره ګڼې؟
بل دمیلمه يادونه تاسو کړې ده ،که لږ ژور او دقیق فکر وکړو ،دامیلمه هم دغربي جنایت کارانو سوغات وو،ترهغه چې ئې ددوئ دموزیک سره سر خوځاوه دمجاهد سلحشور په نامه ئې یاداوه او دشهرت او نامه دپاره ئې ټول امکانات ورته برابرول،پلانونه او پروګرامونه به ئې ورته جوړول ،مشورې او مذاکرې به ئې ورسره کولې او دخپلو شومو مقاصدو دپاره به ئې ترې کاراخست،مګر دکومو ملحوظاتو په خاطر چې هغه داوامرو داجرانه سر وغړاوه او په خپل لاس جوړکړي عسکر ئې دیاغیتوب لاره ونیوله ،فوراًدترورست اودهشتګر ډنډورې ئې پسې شروع کړې او دیوه عادي انسان نه ئې چې نه وطن لري ،نه لښکرلري ،نه پته اونشان لري یوه لویه هیولا جوړه کړه ،چې که رام نه شي اوتر کنترول لاندې رانه شي نړئ به په ارامه خوب ونه کړي ،دغربي نویو استعمارګرانو داخصلت دئ چې دخپل تجاوز او بربریت دپاره باید یوه بانه پیدا کړي ،که دامیلمه وجود هم نه درلودئ دخپل تجاوز دتوجیه دپاره به په مصنوعي ډول بل میلمه را پیدا کړئ وو.په هرحال که فرضاً دا میلمه ددوئ دادعا په اساس دکوم جرم داجرا تر دعوا لاندې وو ،نو ایا په اصطلاح دیوې سپږې له پاره باید ټوله بړستن وسوځول شی؟ ،دیوه ازاد ،خپلواک هیواد حریم تر تجاوز لاندې راشي؟ ،په وحشیانه توګه دمخربو ،مهلکو او زهر جنو بمونو بارانونه پرې واوریږي؟،په عامه توګه قتل شی؟،شرف اوناموس ئې تر تجاوز لاندې راشی؟ او دیوې دولتي ادارې چې تائید او تردید ئې د ملت وظیفه ده دتجاوزګرانودوحشیانه اعمالو په سرته رسولو سره ړنګه او په ځائ ئې یوه پوشالي او مزدوره اداره دیو شمیر وطنفروشانو ،جنګي جنایتکارانو ،قاتیلینو او نورو منفورو څیرونه نصب شي؟.دا کوم منطق دئ او کوم قانون؟.
د استعمارګرانو تاریخ ددې ادعا شاهد دئ چې دا دانسانیت دښمنان دخپلو شومو هدفونو دلاسته راوستلو له پاره دهیڅ وحشت نه مخ نه اړوي او هیڅ انساني ،مدني ،بین المللي ،اخلاقي قانون او اصولو ته ارزښت نه ورکوي .
که ددوئ دفاسد کلتور په شان رنډئ خانې ، ډم خانې ،رقاص خانې ،شراب خانې اونور غیر اخلاقي مرکزونه ورته هم جوړشوي وائ بیا هم دا تجاوز صورت نیولو او افغانستان ئې اشغال کولو ،ځکه چې په دې جغرافیایې ساحه کې ددوئ نو ر پلانونه او هدفونه دي چې باید عملي ئې کړي ،لکه دمرکزي اسیادپریمانه انرژی منابعو تسخیر او کنترول ،دچین ،ایران او روسی دیوځائ والي او نفوذ دساحې دپراخوالي ممانعت او داسلامي نهضتونو دبري او نشر مخنیوئ .
په بې څښتنه ،جنګ ځپلي ،مظلوم او دنااهله اوخاینوعناصروپه قبضه کې لویدلي افغانستان دتجاوز مصوبه دامریکائي وحشیانو له لوري ډیره مخکې طرح شوې وه،داد میلمه ،طالبان ،بنیادګران ،افراطیون او نور اصطلاحات یوازې دساده ګانو دذهنونو دمغشوشولو دپاره دي .
حقیقت دادئ چې دغربیانو داشیطانې سیستم چې دسرمایې او سود په لاسته راوړلو ولاړدئ ،په خپل ذات کې داقتصادي بحرانونو دزیږیدو عامل دئ او لکه څنګه چې دوئ داسیستم دهر درد دپاره دوا تبلیغ کوي هغسې نه دئ او صرف دحاکمه سرمایه دارانو دغوښتنو دپوره کولو دپاره چې په هره وسیله وي جوړشوئ دئ ،نو کله چې دبحران سره مخامخ شي په نورو ملکونو کې دجنګ په جوړولو سره، ددې ملکونو دطبیعې شتمنیو دچورولو او دخپلو جنګی تولیداتو دخرڅولو سره دا بحران دخپلې خاورې نه بیرون ته انتقالوي او په کاذبو او شیطاني دسیسواوتبلیغاتو سره خپل دې وحشت ته دبشر دحقوقو څخه دفاع،دموکراسئ ،ازادئ ،دترور په مقابل کې مبارزه او ددیکتاتورئ سره دضدیت نومونه او رنګ ورکوي .حال داچې منفورترین او استبدادترین رژیمونه په نړئ کې دغربي جنایت کارانو دمستقیم او غیر مستقیم حمایت او مواظبت په اساس خپل چټل او غیر انسانی ژوند ته دوام ورکوي ،او دهمدې جنایت کارانوپه وسیله دازادیخواهئ او عدالت خواهئ تحریکونه سرکوب کیږي .
بناءً په افغانستان دامریکایانود وحشیانه تیري او اشغال ګناه دطالبانو په اسلامي تحریک وراچول او یا دهغوئ ددورې داعمالو په مقابل کې دعکس العمل ښودلو نتیجه ګڼل یا دمسائیلو دعمق نه د ناخبرئ له امله به وي او یا به دتجاوزګرانو او اشغالګرانو ددستور په اساس قرار لري ،چې په دواړو صورتونو کې دتجاوز وحشت ته توجیه نه شي ورکولائ .
دهر زورو ،متجاوز او استبداد په مقابل کې دوې لارې دی یا مقاومت او یا تسلیمي ، بله لاره نشته .افغانان هم یا باید دمقاومت سره همکاری وکړي او یا دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره ملګري شي ،دریمه بدیل وجود نه لري .
مننه
عبدالله صابر
09.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ هيښ صاحب
ماشاالله تاسوښې ليکنې کوي خودومره اوږدي دي چي دلوستلوتوان څخه بهر دي
لطفا که خپلې ليکنې لنډې اويا هم وخت په وخت وکړئ نويوخوابه ستاسواولوستو
نکووخت هم کم نيسي بل خوابه لوستل کيږي هم ،تاسوپوهيږئ چي اوس وخت
څوک دومره وخت نه لري چي دومره اوږدي ليکنې ولولي ٠
مننه
والسلام
ع کريم حليمي
10.04.2009
ډېر دروند او مکرم هېښ صاحب ،او درنو ګډونوالو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ګرانه وروره ! د احساس دي قدر کوم ، کورمو ودان په روا چارو کي کاميابه
اوسې په زور د رب العزت .
[quote:43e0261e2c]دمقایسې کولو نه وروسته د واقعیتونود روښانه کولودپاره دخپل لیدلوري له پلوه یوه هڅه ده [/quote:43e0261e2c]
او نتيجه دي دا راويستله چه
[quote:43e0261e2c]طالبان نظر دانورو ته رښتیا هم بلاتشبه دفرشتو ځائ لري [/quote:43e0261e2c]
زه خوشاله کيږم ښه دی ، چه طالبان ملائکي وه ، له دې سره مشکل نه لرم
خو دحقوقو له ګړکۍ چه ورته وګورم ، نو دغه ايه کريمه مي سترګو ته
و دريږي لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ، اخلاقي اعمال د مقايسې دي
اما د مجريمنو اعمالو مقايسه !! چاچه يو مړی کړی وي هم مجرم او جنايتکاردی ، او که سل مړي ئې کړي وي هم جنايتکاره دي ، د دواړو مي بد کيږي
د ښو خلکو د ښو کارونو مقايسه کوه ، په دي چه هغه ښه تره تعاقب کړو
مقايسه دي شرعا ،ماته غلطه ښکاري ، که څنګه؟؟ !!!
نو ته د هغه چا ملګرئ کوې چه لږ جرمونه ئې کړي وي ، داسي مه کوه
[quote:43e0261e2c]سهوې اوتیروتنې دجرمونو سره ډیر توپیر لري.انسانان د ادمه (ع) تر دې دمه دسهوو او اشتباهاتو سره څه په فردي او څه په اجتماعي توګه ژوند کړئ دئ ،اشتباه دانسانانو دژوند سره لکه سیورئ ملګرې ده . [/quote:43e0261e2c]
هو ! دا برحق خبره ده ، چه پر دې جهان هيڅ ماشين،او هغه حساس ترين
ماشين هم بې Error نسته ، او د انسان په باب خو سوال نه پيدا کيږي
اما جرم او اشتباه ډېر فرق سره لري ، دومره فرق سره لري چه د مقايسې
نه دي ، دومره فرق لکه منفي او مثبت
د تحريک ، حزب ، حکومت و خطا ته اشتباه نه سو ويلی ، دوی
Chain of Command لري د هر عمل او اقدام امر له لوړ سره صادر
کيږي ، پرهر اقدام او امر چه پنځه امضا وي وسي ، يوه به په اشتباه سره
امضا کړې وي ، دې دوهم هم اشتباه وکړه ، او دا دريم هم اشتباه وکړه؟؟
[quote:43e0261e2c]بل دمیلمه يادونه تاسو کړې ده ،که لږ ژور او دقیق فکر وکړو ،دامیلمه هم دغربي جنایت کارانو سوغات وو،ترهغه چې ئې ددوئ دموزیک سره سر خوځاوه دمجاهد سلحشور په نامه ئې یاداوه او دشهرت او نامه دپاره ئې ټول امکانات ورته برابرول،پلانونه او پروګرامونه به ئې ورته جوړول ،مشورې او مذاکرې به ئې ورسره کولې او دخپلو شومو مقاصدو دپاره به ئې ترې کاراخست،مګر دکومو ملحوظاتو په خاطر چې هغه داوامرو داجرانه سر وغړاوه او په خپل لاس جوړکړي عسکر ئې دیاغیتوب لاره ونیوله ،فوراًدترورست اودهشتګر ډنډورې ئې پسې شروع کړې [/quote:43e0261e2c]
دا چه تاسو پوهېداست چي ،دامیلمه هم دغربي جنایت کارانو سوغات
ما اته کاله پخوا ناری کړې چه دا سوغات د کوره باسئ ، دا سوغات
مو کور راخرابوي ، مجاهد راته ويل چه حليمي خدای ته وګوره !
دا يو پاک سوغات دی ، اوس مو وپېږندلئ چه مېلمه د غرب سوغات دی ؟
دا اوسي ئې بل سوغات هم در استولئ ، که ئې در وښيم بيائې نه منئ
[quote:43e0261e2c]دیوې سپږې له پاره باید ټوله بړستن وسوځول شی؟ [/quote:43e0261e2c]
زه خو ئې شپږه ئې نه بولم ، ستاسو په خاطر به ووايم چه شپږه ده
نو مو ولي په سرکي ځای وکړی وو ؟، ورته ويلي به مو واي چه واخلئ ،
دا د شپږې سوغات !!
په درنښت