د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکتر څپاند
08.03.2009

ښاغلی شکور،
دکرزی نه ستاسو کلک ملاتړ نوی ندی،
[quote:6161b33638]

راځﺉ چې ولسمشرۍ ته د خپل کاندید معرفی کړو
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه دسمبر 30, 2008 3:30 pm

ګرانو دوستانو سلام علیکم
راځئ چې راتلونکې ولسمشرۍ ته د نورو احتمالی کاندیدانو د ردو بدو ویلو څخه تېر شوو او د خپل کاندید معرفی کړوواو منطقی دلیلونه وړاندې کړوو چې ولې ستاسو کاندید تر ټولو مناسب سړﺉ دی.

په دې موجودو شرایطو کې زما په نظر د ولسمشرۍ کاندید باید د اساسی قانون د شرایطو درلودلو تر څنګ دا لاندې مهم صفتونه هم ولري:

- د ولسمشرۍ کاندید باید د هېواد نورو قامونو جدی مقاومت سره مخامخ نشی.
- د ولسمشرۍ کاندید باید دنړیوالې ټولنې د منلو وړ وي.
- د ولسمشرۍ کاندید باید دکاری تجربې خاوند وی.

نو زه چه د افغانستان د سیاست په ډګر کې وینم یواځې ښاغلئ حامد کرزئ دا دریواړه اوصاف لري. څرنګه چې د ښاغلي کرزي د وروستیو ویناو څخه څرګندېږي هغه د تېرو اوو کلونو د نیمګړتیاوڅخه یې ډېر شیان زده کړي دي. هر بل څوک چې راشي باید له سره یې پیل کړي او د تېرو کلونو نیمګړتیاو تجربه هغه سره هم وکړوو.

د ښاغلي کرزي په وړاندې داخلي مخالفت هم نسبی کم دﺉ. د هر بل تر اوسه مطرح کاندید په وړاندې په یوه او بله پلمه مخالفتونه زیات دي .

نړیواله ټولنه هم په ټوله ایزه توګه له حامد کرزي څخه د پام وړ شکایت نلري.

هغه څه چې هرو مرو باید وشی هغه دا دﺉ چې د حامد کرزي د مشاورانو په هکله بنسټیزه کتنه وشي. ځکه په دا تېرو اشتباهاتو او نیمګړتیاوو کې د ښاغلي اوسني مشاورین مستقیمه ونډه لري.

نتیجه دا چې په دې موجودو شرایطو کې ښاغلئ حامد کرزئ یو مناسب کاندید دﺉ !

لطغاً تاسې د خپل کاندید معرفی کړﺉ

والسلام
[/quote:6161b33638]

کرزی او دهغه ډله ټپله،پر افغات ولس راتپل شوی دی٠افغانانونه کرزی پيژنده
او نه دده خواوشاه غله٠
هغه څه چه په تيرو اوو کالو کی را بربنډ شوه هغه داوه چه کرزی نه يوازی د
امريکی دلاس اله دی بلکه يو بی سويه،ضعيف اوناتوانه سړی هم دی٠
په روسته پاته او تر سيخ يا غير مستقيم ډول،اشغال لاندی هيوادو کی ددولت
رهبران دتل لپاره داشغالګرو لخوا تعين او په اسطلاح انتخابيږی٠
مګر موږ په خپلو سترګو دکرزي نکامۍ ولیدي،نويوه مطلق ناکام تا ولي بيا د 
ملک دادارې واکې ورسپارۍ؟


momtaz
08.03.2009

[quote:0754af689c="ډاکتر وطنمل"][color=blue]

که ددغسې یو آزاد افغان په ډول د ټولوافغانانو د شریکو ګټو د مدافع اوغوښتونکي مبارز په توګه ډګر ته راووځي، باور لرم چې د افغان ولس ملاتړ به يې هم د بري پوړۍ ته ورسوي، دا ځکه چې د طالبانوله رهبرۍ راکښته به ډیر طالبان هم جلب کړای شي او متباقي به یې اړباسي چې له ده سره د افغانستان د جمهوري رئیس په توګه خبروته کښیني!

[/quote:0754af689c]
ښایی دا خبره سمه وی، چې ښاغلئ متوکل ځینې مرور طالبان جلب کړای شی خو د نومړي ماضی ته په پام سره د باور وړ نه برېښي چې هغه د افغانستان نورو قامونو ته د منلو وړ وي!
په درنښت


Ghairat
08.03.2009

ښاغلی ممتاز لیکي :
[quote:e2a5352e51]ښایی دا خبره سمه وی، چې ښاغلی متوکل ځینې مرور طالبان جلب کړای شی خو د نومړي ماضی ته په پام سره د باور وړ نه برېښي چې هغه د افغانستان نورو قامونو ته د منلو وړ وي! [/quote:e2a5352e51]
نه یواځې د طالبانوسره ملي پخلاینه، بلکې په سوله ییزه سیاسي لار د بهرنیانوویستل او د هیواد خپلواکي بیرته لاسته راوړل هغه دوه ستر رسالتونه دي
د سرته رسولو په وړاندې یې نور ارزښتونه لکه مخکې له مخکې د نورو قامونو باور دومره ارزښت بیا نه لري، بلکې دا پورتنۍ دندې افغانولس ته دومره ستر ارزښت لري چې د سرته رسولو په بهیر کې یې د نورو ورونو قامونو باور او ملاتړ هم بیرته لاسته راځي او په اصطلاح ملي سوله نه یواځې د حکومت سره بلکې د ټولوورونو قامونو سره تعمیموي او ژورې ریښې ځغلوي! باور، روغه جوړه او پخلاینه په عملي سیاست رامنځته کیږي او تش د ښوخبروکار نه دي، نوکه عمل اصولي، ريښور او انقلابي وي، په زړونوکې یې ‌ذهني انځور او اغیزې هم بیا رغنده، ژورې او انقلابي وي او دغسې وړې خلي خزلي یې د سپاند سیلاب مخې ته نشي ټینګیدای او بی باوري بیا د جرړو سره وړي!
نوخبره د متوکل صیب ریاست ته یواځې رسیدل نه ، بلکې د وطنمل صیب خبره هغه انقلابي پروګرام اوعمل دی دی چې نوموړی یې باید بیا د جمهور ریس په توګه له ځنډ او درنګ پرته پلی کړي ! په بل عبارت :
که مونږ اوتاسې او ټول افغانولس د هیواد خپلواکي یعنې د امریکایانوویستل او دغه راز ملي بخلاینه غواړو،نو ددې غوښتنو له پآره مناسب ولس مشر چې هر څوک کیدای شي باید هغه کاندید اوملاتړ یې وشي، چې په موجودو شرایطوکې
متاسفانه تر متوکل غوره کاندید څوک نه پیژني ،نوتر څو چې متوکل صیب بی بدیله وي اوالټرناتیف ونه لري، باید نوموړی کاندید کړل شي اوملاتړ یې وشي؟

په کاندید شویوکسانوکې تر اوسه تر ټولو ښه کاندید بشردوست دی، خونوموړی نه د امریکایانو د ویستلو پروګرام لري اونه د طالبانو سره په ملي پخلاینه کې د متوکل غوندې بریالیتوب لرلی شي،حال داچې د ملي خپلواکۍ او ملي سولې له پاره همدغه دوه ټکي ټاکونکي دي چې سړی یې رسالت متوکل ته سپارلی او له هغه نه پّه جدیت سره غوښتلای هم شي!
[color=red:e2a5352e51]متوکل دا لوښه هم لري چې ددغه رسالت سره ځآن سل په سلوکې عیار هم کړي! تاسې ټول په دې چانس له یوڅه ژور ې او هر اړخیزې اندئنې او شننې څخه کار واخلئ ۰ ومن الله التوفیق

[/color:e2a5352e51]


Sangar Watan
08.03.2009

محترم غيرت صيب او نورو دوستانو سلامونه٠
دښاغلي متوکل په هکله،تر هربل کانديد ډير؟؟ موجود دي٠
نوموړی پخپله او يا هرهغه څوک چه دی ښه پيژني،بايد موږ ته وليکي چه
دی څنګه دطالبانو دحکومت دبهرنيو چارو وزيرشو؟څه تحصيلات لري؟
دطالب اوISI په هکله متاسفانه ډيری اوازی موجودي دي،دی پدی هکله څه
توضيحات لري؟ او بالاخره امريکايانو،چه په کمسواده،نوی ځونانانو او حتي
اروپايانو چه دطالبانو سره ئی اړيکي لرلی،رحم ونکړ،داڅه معجزه وشوه چه
جناب مولوی ،وزیر خارجه متوکل صيب ،پخير سره دامريکايانو له بنده خوشی
او په کابل کی تشريف فر ما شو؟
زما په اند،هر افغان ددی پوښتنو حق لري،که څنګه؟


انتخابات چيرې

..Ahmadzai
09.03.2009

ټولو محترمو

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته

زه نه پوهيږم چې تاسو دغه د ا نتخاباتو ډرامې ته ولې دومره ارزښت ورکړی ؛ ټول ښه پوهيږو چې انتخابات په موجوده حالاتو کې د افغانستان معضله نشي حل کولی ، اونه جنګ ختمولی شي .

مونږ اوس داسې حال کې قرار لرو چې نه انتځابات اؤ نه پستې د سولې خبرې زمونږ زخمونه رغولی سي، مونږ ته درګرده دښمن نوړ جنګيالي راليږي لا د جنګ او زور خبرې او ګواښونه کوي، لا مو جوماتونه کورونه او باغونه ورانوي لا مو وژني، لا مو ناموس لوټوي٠

نو ددغه جابر او ظالم کافر دوښمن تر سيوري لاندي مونږته انتخابات څه ګټه رارسولی سي اؤ يا به وکيل احمد اومحمود څه توره وکړي بغير لدې چې پر طالبانو غږ وکړي چي نور توره پريږدي اؤ تسليم شې.

[color=darkred:d1ce06b9bd]وروڼو انتخاباتو کې ګډون او رايه اچول د بيعت معنا لري، يعني که چا کرزي
ته رايه تيړو انتخاباتو کي اچولي هغه ګرزي سره په ټولو جرمونو کې شړيک دي او خدای تعالی ته مسؤل ده٠[/color:d1ce06b9bd]

[color=darkblue:d1ce06b9bd]اوس خو د خدای فضل ده جهاد ښه په درب او غرب مخ پر وړاندې روان دې او دښمن هم ورخطا ده، نو مونږ ته پکار مقاومت او جهاد ده، نه انتخابات ٠[/color:d1ce06b9bd]

دمکراسي انتخاباتو کې اکثريت مطرح ده او اسلامي نظام کې اهليت او اهل الحل والعقد مطرح دي، نه چې د ډم او جولا په رايه هم څوګ د مشرۍ چوکۍ ته ورسيږي نو رئيس جمهور دې وې خير که دی هم ډم يا جولا وي.

ژوندي دې وي غيرتي مجاهدين
ژوندی د وي [color=darkred:d1ce06b9bd]امير المؤمنين ملا محمد عمرمجاهد[/color:d1ce06b9bd]
مرګ د وي د کافرو په لاسپوڅو غلامانو

په درنښت
احمدزی


Re: انتخابات چيرې

Lotfollah
09.03.2009

[quote:34d1a74118="jalal ahmadzai"]
دمکراسي انتخاباتو کې اکثريت مطرح ده او [color=blue:34d1a74118]اسلامي نظام [/color:34d1a74118]کې اهليت او اهل الحل والعقد مطرح دي، نه چې[color=blue:34d1a74118] د ډم او جولا په رايه [/color:34d1a74118]هم څوګ د مشرۍ چوکۍ ته ورسيږي نو رئيس جمهور دې وې خير که دی هم ډم يا جولا وي.

احمدزی[/quote:34d1a74118]
[color=white:34d1a74118]واه واه په دې د اهلیت خاوند، چې د اسلامی نظام شعار ورکوی خومظلوم ډم او جولا او نورو ورته ډلو ته د ځان اختیار هم نه ورکوی چې دخپل خوښی شخص وټاکي! [/color:34d1a74118]
پاک الله دې ټول هغه کسان تباه کړي چې د سپېڅلي اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه اخلی!
آمین یا رب العالمین


Ghairat
09.03.2009

[quote:296ef2d2d1]
اوس خو د خدای فضل ده جهاد ښه په درب او غرب مخ پر وړاندې روان دې او دښمن هم ورخطا ده، نو مونږ ته پکار مقاومت او جهاد ده، نه انتخابات ٠ [/quote:296ef2d2d1]
وروره دغه جهاد خو د شورویانو پر ضد له دې نه هم ډیر په ښه په درب او غرب مخ پر وړاندې روان و، پایلې یې د ISI جوړ کړو یا پاللو تنظیمونو له لاسه څشی شوې او څه ترې جوړ شول؟ هیواد یې په لږه موده کې د لس کلن جنګ جګړې څخه هم زیات وران نکړ ؟
دا ولې؟ دا ځکه چې جهاد او تنظیمونه بیل بیل د ISI تر کنترول لاندې وو، تر څو یې چې وطن وراناوه نو د ISI به په شا ډبول،خوکله یې ځینو د له پاکستان څخه ISI پرځای بلخوا ته مخه وکړه، سمدلاسه یې پءې د طالب په نامه یو بل لښکر و ر سم کړ، کوم چې امریکا پرته بل چا له پاکستان څخه نشو پرځولی او تر نن ورځې پورې یې پاکستان حامي پاتې شوی دی۰
نوپوښتنه داده چې ISI ته د طالبانو وفادارۍ تر کومې اندازې پورې تغیر خوړلی دی؟
او که تغیر یې خوړلی وي آیا نوره به هم زیاته شوې نه وي؟
که داسې وي نو بیا څه فکر کوئ چې د طالبانو د بري په صورت کې به افغانستان خدای مکړه عملأ د پاکستان په شپږمه صوبه وانه وړي؟ د پاکستاننوم خو بی له دې هم د پـــنجاب، افغانستان، کــــشمیر او ســــند له لومړیو تورو څخه جوړشوی اوتان یې پرې علاوه کړی دی او پاکستان بې ترې جوړ کړی دی،چې د پنجابیانو لپاره لکه صهیون(Zion ) د یهودوله پاره ورته سیاسي آرمان جوړوي!
[quote:296ef2d2d1]دمکراسي انتخاباتو کې اکثريت مطرح ده او اسلامي نظام کې اهليت او اهل الحل والعقد مطرح دي، نه چې د ډم او جولا په رايه هم څوګ د مشرۍ چوکۍ ته ورسيږي نو رئيس جمهور دې وې خير که دی هم ډم يا جولا وي. [/quote:296ef2d2d1]

۱ــ تر نن ورځې پورې کوم ولسمشر چې په عامو آزادو او شفافوټولټاکنو کې ټاکل شوی د ډم یا جولا بچی و، په څه نه پوهیده او خپل ولس بداخلاقه بللی وي؟؟
نو له دې معلومیږي چې همدغه انتخابات د بیعت بشپړ شوې بڼه ده، چې البته په اسلامي هیوادونوکې د لویدیځ سره په توپیر لیبرالیزم او ضد اسلامي بد اخلاقیوته اجازه نه ورکوي!

۲ــ د حل اوعقد خاوندان هم د مسلمان ولس له خوا غوره او ټاکل کیږي ، دا غوراوی هم هماغه د ملي شورا د وکیلانو ټولټاکنه ده، که ولسمشر د ولس له خوا مستقیم ونه ټاکل شي نو پّ هغه صړرت یې بیا د ملي شورا غړي یعنې د حل اوعقد د لرونکو په توګه د ولس له خوا منل شوي اوټاکل شویو وکیلانوله خوا انتخابیږي! دې ته وايي پارلماني نظام ، خوکه ولسمشر مستقیمأ د ولس له خوا وټاکل شي هغې ته جمهوري نظاموايي چې بیعت مستقیم کیږي!
د راشیدینو خلیفاو پّ وخت کې بیهت مستقیم کیده او د حل او لومړی د حل و عقد
کسانو سره بیعت نه کیده چې ګواکې بیا هغوی خلیفه وټاکي. یعنې نظام جمهوري و صرف په دې فرق سره چې خلیفه د ژوند تر پایه پورې ټاکل کیده اود ژوند پای به یې
اکثره د مرګ ژوبلې له لارې رامنځته کیدله ،چې په اسلامي اوملي ولسواکۍکې دغه خطر هم له منځه تللی دی !
د حل اوعقد سکالو په افغانستان کې سیاف صیب د خپلې ګټې له پاره مطرح کړه او ډیرې بدې خاطرې یې پریښوې، چې تکرارولوته یې د سړي ګرځون راځي!
اوبیاله حل اوعقد څخه مطلب د خپل وخت سیاسي پوهه ده چې راشیدینو خلفاو په داخلي او بهرني سیاست دواړوکې تر ترجا زیاته لرله،خو اوس ملا طالب اوچړي
یا خومطلق سیاسي پوهه نه لري اوکه لري یې دومره ټيټه وي چې په نشت حساب
ده او د هیواد سرنوشت ددوی په لاس کې ورکول هیواد په اوبولاهوکول او د ناورینونو سره مخکول دي او بس!
له دې کبله انتخاباتي سیستم د ملا صاحب له پاره هم د سیاسي مدرسې مثال لري، که پرې پوه شي او زدکړه په کې وکړي ښايي رښتیا هم ددومره سیاسي حل اوعقد خاوند شي چې اولس یې وټاکي او درایو اکثریت تر لاسه کړي،اوکه یې نشي تر رلاسه کولی اقلأ ولس به په سیاست کې د ملا بل او بل هر ناپوه د ښکرونو ، لغتو، خنګرو او لکۍ له ګوزار څخه مصئون پاتې شي ،نواوس تاسې ووایاست چې [quote:296ef2d2d1]آیا په ولسواک جمهوري نظام کې د انتخاباتو اکثريت د۰۰۰ اهليت او اهل الحل والعقد[/quote:296ef2d2d1] له پاره مطرح نه دی ؟
[quote:296ef2d2d1]د ډم او جولا په رايه هم (همغه)څوګ د مشرۍ چوکۍ ته (نه) ۰۰رسيږي[/quote:296ef2d2d1] چې ټول مسلمان ولس،عالمانو، پوهانو، قومي اووولسي مشرانو ، د شورا وکیلانو او سیاتوالو ټول د خپل ولس سره یوځای په کې شپږمیاشتي خبرې، سلا اومشورې کړې وي او په پای کې یې برې د رایې ورکو تصمیم نیولی وي !
اوس خوهغهوختونه نه دي چې په ټول هیواد کې د ګوتوپه شمیر څوکسان د پوهې قلم او دیني یا دتیوي پوهې خاوندان وو اوهغې ته یواځې په اصطلاح د حل اوعقدخاوندانویل کیدل، اوس خو شکر په سیاسي اواجتماعي نه یواځې د پوهو شخصیتونوکمی نشته ، بلکې آن سیاسي ګوندونه ، پراخه ډلې او په زرګونو مختلفېطرحې د وطن د خیر او فلاح له پاره مېح کیږي او ډګر ته وړاندې کیږي،چې نه یواځې اشخاص، بلکې طرحې، پوزیشنونه او لارې چارې پلانونه او پروګرامونه
غوره کیږي او رایې ګټي ۰
دا داسې مٍال لري لکه په یووخت کې د ډیروخلکو له پاره د سوړ سوکړک پیازو او شین چای سره ډوډۍ موندل او په هغې خيټه مړول قهرماني وه، خو اوس د غوښې، پلو او کیکوکلچې او پراټو سره د شیدو چای موندل قهرماني ده، نوکه اوس چاته دغسې ښه خواړه رسیدای شي اوته ورته وایې چې هغه پخوانۍ قهرماني غواړم او
اوس باید د پیاز ډوډۍ او شین چای څخه کار واخیستل شي اوکه څوک یې نه مني نو يه زور او دیکتاتورۍ دې په خلکو ومنل شي۰ ټیک همدغه غوښتنه د پخواني حل او عقد د قهرمانۍ طرحه ده چې اوس یې طالب د ملي اسلامي ولسواکۍ د قهرمانۍ د طرحې په وړاندې په زور تحمیلول غواړي، آیا همداسې نه ده ؟



ع کريم حليمي
10.03.2009

مکرم او دانشمند غيرت صاحب او احمدزی صاحب ، او د بحث ملګرو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:e3779382f3] اسلامي نظام کې اهليت او اهل الحل والعقد مطرح دي،[/quote:e3779382f3]
احمدزی صاحب ! کوم أهل الحل والعقد يادوۍ ، چيري وو په اسلام کښي أهل الحل والعقد  ، داخو نه د نبي خبره ده !!، نه د اصحابو کرامو!!! 

هو ! دا تر لمر روښانه خبره ده چه ابن خلدون  يو اسلامي فيلسفوف وو 
او مسلمان عربئ مؤرخ وو په سنه ٧٣٢ هجري کښي زېږېدلی دئ 
په تونس کښي ئې غټه مجسمه  ولاړه ده ، اما  د  أهل الحل والعقد خبره 
ئې په شريعت کښي ځای نه لري ، 

لوی مشکل دادی چه تاسو د ابن خلدون جمله ښه نده تحليل کړې ،ربانيان 
هسي کار ترې اخلي ، اما په پوهيږي خوراښه 
زمان هر شئ او اکثره کلام زړوي او خرابه وي  بېله کلام الله ،حديث نبوي ، 
اول په اسلام کښي نبي وو 
دوهم نفر خليفه سو ، عمر فاروق اعظم بياخپل ځان ته خليفه نه ويلی ، ويل ئې 
چه زه امير المؤمنين يم ، ......... ورسته اميرين سوه، بيا ورسته سطانان سوه 
پرون طالبان ، ، او نن ولسواکي په خړف ټنګيږي  داسي شويه شويه يا معلم !!
 
په اسلامي شرعه کښي ، أهل الاجتهاد ويلی سو،او  أهل العلم  ،او  أولواالأمر   ،
 دانسته چه أهل الحل والعقد !!!! خبره ښه خبره ده ، په عصر کښي 

دا نن ورځي د  أهل الحل والعقد ادبيات لا غلط دي ، ولي ؟؟؟ په دې چه :
اول بايد  أهل العلم  کښېني بيا  عقد وکړي ، نو بيا  الحل منځ ته راځي 
(ﻋﻘﺪ ﺣﻞ )
اول عقد کيږي بيا حل منځ ته راځي ، [color=red:e3779382f3]زمانه لکه چچ ګزاره پر سر راوړي [/color:e3779382f3]
اما قران او حديث چه اويا واره چچ ته واچوې ، هيڅ شئ به ئې پر سر رانه سي 
تاسو ته  علمي چج چم نه درځي ، زموږ سر تراس سو ږيره سپينه خوله کنډوله 
 ، بيا مې هم د ساسي موضعاتو تحليل او غلبېل کېده ندي زده   ، 
هو ! خوامه بده وه ، 
ته لاځوان ئې زده بې کې ، ماته ژړا راځي د خپلي ناپوهۍ 

 
 ابن خلدون داسي ليکي چه :
(فلما جاءت دولة بني العباس و استفحل الملك و عظمت مراتبه و ارتفعت و عظم شأن الوزير و [color=white:e3779382f3]صارت إليه النيابة في إنفاذ الحل و العقد [/color:e3779382f3]تعينت مرتبته في الدولة و عنت لها الوجوه و خضعت لها الرقاب و جعل لها النظر في ديوان الحسبان لما تحتاج إليه خطته من قسم الأعطيات في الجند فاحتاج إلى النظر في جمعه و تفريقه و أضيف إليه النظر فيه ثم جعل له النظر في القلم و الترسيل لصون أسرار السلطان و .....)
ژباړه : به تاسوکړي ؟

د اسلام په څانګه کښي ئې مطرح که چه دوستان بيان پر وکي 
دغه عنوان ئې ځای نه دی 
په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more