د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

z.shaheen
14.02.2009

[quote:9e1e578e26="باتور"]z. shaheen ته !

په خپل قوم او نسب که شرمېږې، بيا يې نو پرېږده. خبره بلي خوا ته مه اړوه .

[/quote:9e1e578e26]
در افغانستان هیچ قومی وجود ندارد که آدم بالای آن بشرمد مگر اینکه تو رئیس آن قوم باشی!!!


باتور
14.02.2009

سمه دي ليکلي:

[color=darkred:737e2edced]در افغانستان هیچ قومی وجود ندارد که آدم بالای آن بشرمد[/color:737e2edced]

که انسان [color=brown:737e2edced] آدم [/color:737e2edced]يي، نو په خپل قوم او هغه ته په منصوبيت باندي نه شرمېږي !!

په درنښت


باتور
14.02.2009

z.shaheen ته !

ګوره بيا دي په ښکنځلو پيل وکړ!

ځه کور دي ودان، شپه او ورځ دي په خير، واړه او زاړه دي ماړه . . .

په درنښت


میوند ننګیال
14.02.2009

سلامونه اوښي هيلي !
باتورخانه د Z SHAHEEN سره نورخ لانجه مكوه هغه بيچاره خو پدي هم نه پوهيږي چه قو ميت څه شي دي ٠

شاهين تازما ليكنه اقتباس كړي :

د ليکنې نېټه : ٥ شنبه فروري 12, 2009 5:02 am
ميوند ننګيال ليکلي:
سلامونه!
هرڅه چه شوي بد شوي بي ګناه خلك شهيدان شو ي ددي حملي تر شا د طالبانو څه هدف وه خداي ته معلو مه ده كه طالبان وايي چه وزارت عدل يي ددي لپاره په نخښه كړ چه ددوي وري كسان يي اعدام كړي نوداخو نه ده صحيح ځكه پكار ده چه د استخباراتو رئيسي دفتر يي الو ځولي وي يا يي دكابل دأمنيت قومنداني يي الوځولي وه دبا ګرام هوايي ډګر ته به ورغلي ول بهرحال داكوم بي ګناه خلك چي شهيدان شول خداي دي وبخښي او جنتونه دي ور نصيب كړي او پاتي كور والا ته دي دزړه صبر ور كړي

و باز چند ساعت بعد همین دوست ما مینویسد:
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه فروري 12, 2009 11:08 am
اقتباس
طالبانو ته يو خواست لرم چي اول دي دغه ټول حراميان چي پدي حكومت كي كار كوي مردار كړي تر څو داشغالګرو مرك ورته اسانه شي

داراته ووايه چه تا دا اقتباس څنګه كړي مطلب د بي ګناه خلكو نه ستا مراد څوك دي .
زما مراد ترينه هر هغه لاروي دي چه پدي لاره تيريدل هر هغه ماشوم دي چه دګل غوندي ښايست يي درلود نه هغه څوك چه پدي حرام خور او لاسپوڅي حكومت كي كار كوي او خپل عزت يي د اروپايانو او امريكايانو دډالرو په بدل كي ورته وركړي تو نالت پدي غلام او بي ناموسه لاسپو څو٠


watanmal
25.02.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د افغانستان اسلامى امارت سرښندونكو د صليبى ګوډاګۍ ادارى د عدل پر وازارت بريد عوامل د امارت وياندوى په ګوته كړى نو اوس [color=darkred:4917f4f2a2]د ګوډاګۍ ادارى چارواكو ته په كار دى چى پرى سوچ وكړى او هغه څه تكرار نه كړى چى دا ډول بريدونو سبب جوړيږى.[/color:4917f4f2a2]
په دى بريد كى د امارت سرښندونكى خپل هدفونو ته په ډيره كاميابۍ سره ورسيدل، خو د ياقوت ورور په ليكنه كى د [color=darkblue:4917f4f2a2]صبغت الله سنجرى[/color:4917f4f2a2] په خبرو ډير حيران شوم چى په څومره سپينسترګۍ دروغ وايى ، ښه يى ويلى چى حياء سړى له ډيرو كارونو څخه منعه كوى.
د ورونو په ليكنو كى مى د [color=darkred:4917f4f2a2]محمد كريم نور[/color:4917f4f2a2] په بى پرتوګه ليكنه نظر پريوتو چى د قرآن كريم اياتونه يى په غلت ډول تطبيق كړى او د ليكنى له لكۍ څخه ئى په ډاګه كيږى چى ليكنه ئى د حقيقت څرګندولو په موخه نه بلكى د حزبيت د تعصب پر بنا كړى، كريم دى په پردى خوله نه ګونګه كوى چى حزب اسلامى يواځى د كابل په جنګونو كى له پنځوس زرو څخه زيات افغانان وژلى او د پښتنو سيلاب چى په مخه كړو نو خپل ستمى دښمن .... ټ..... ته اوبوه اچولو لپاره پنجشير ته ورسيدو او همدارنګه دومره .... دى چى هغه خواركى ايران يى هم په حيا كى پرينه ښودو كوم چى دته پرون ځاي وركړى وه ،. په هر حال دته دى وويل شى چى [color=darkblue:4917f4f2a2]په اوسنى ګوډاګى حكومت كى د مجاهد څرمن اغوستونكى ليوان په سلو كى اته څلويښت حزبيان دى[/color:4917f4f2a2] نو حكومتيار به دومره .... نه وى چى خپل اجنټان ووژنى ، خو دى خبرى ته دى هم پام وى چى كله صليبيان او د يوبكس سره رغلى ګوډاګيان ئى تيښته كوى نو د څه په نوم اسلامى ملكونو پوځونه به پر خپل ځاى پريږدى او د پاچاهۍ په چوكۍ به حكومتيار صيب ميخ كړى ، په همدى موخه په حكومت كى د حزبيانو تعداد زيات كړى شوى، او دده په څير نور دى هم پدى پوه شى چى د صليبيانو لخوا د اربكى مليشو جوړولو كنترول به هم تر زياته حده حزبيانو ته وسپارل شى چى تر څو په راتلونكى كى د حكومت څخه دفاع وكړى شى.

ځه فكر نه كوم چى د PRT په بسكټو د شخوند وهلو څخه دى دى ليكوال دومره وخت پيدا كړى وى چى د صليبيانو او ګوډاګيانو په ګډو بريدونو كى بى ګناه وژل شوى افغانانو په اړه دى كومه ليكنه وكړى.

[color=darkred:4917f4f2a2]ځه نه غواړم چى د حزبيانو د زوړ تاريخ كتاب خلاص كړم خو تاسى ته وايم چى د الله پاك نه وويريږۍ حق ته حق ووايى او باطل ته باطل د مجاهدينو د صفونو د يوالى كوښښ وكړى د نفاق اور ته لمن مه وهى ، زړى تجربى مه تكراروۍ ، د عزت ژوند په غلامۍ كى نه دى ، د شهيدانو له روحونو وشرميږۍ ، د صليبيانو او ګوډاګيانو لپاره مه سپر كيږۍ كنه نو لرى نه ده چى د همدى سيلاب خړى اوبه د خپل انګړ په منځ كى ډير زر ووينۍ[/color:4917f4f2a2] [color=darkblue:4917f4f2a2]لكه سياف چى د سر نه تر پښو پورى د صليبيانو په خدمت كى بوخت دى خو بيا هم صليبيانو ئى څوځلى كور تالاشى كړو او ده به ورته زيړ زيړ كاته ، هغه وخت چى دوى په اسلام ولاړول چا ئى نوم بى اودسه نه اخيستو خو نن چى د كعبى پر ځاى سپينى ماڼۍ ته او د خداى پر ځاى صليب ته په سجده شول الله پاك په دنيا كى د غلامۍ او د ذلت ژوند ورپه برخه كړو او اخرت خو ئى هسى هم الله پاك په قرآن كريم كى په ډاګه كړى[/color:4917f4f2a2]

[color=green:4917f4f2a2]په جګړو د بى ګناه وژل شوو خلكو ته دى الله پاك جنت وركړى او ورثوو ته دى الله پاك اجر او صبر وركړى او همدى جګړو كى وژل شوو ګوډاګيانو، منافقينو، مرتدينو ته دى الله پاك په جهنم كى عذاب دوچند كړى او پاتى منافقينو او مرتدينو ته دى الله پاك هدايت وكړى او كه د هدايت وړ نه وى نو الله پاك دى نست او نابود كړى امين.[/color:4917f4f2a2]


میوند ننګیال
25.02.2009

محترم وطنمل صيب سلامونه!

محترمه ستا دليكني نه مننه .

ګرانه چه حقيقت دي بيانوه بيا خو به دي سم بيان كړي وي يواځي دحزب نه دي دبوسو سخي جوړكړي .

داصحيح ده چه حكومتيار دخپل سري له وجي دير بدنام شو او ښو پوهو پوهو كسانو تري لاس واخست او دحزب اسلامي تنظيم هسي يو نوم پاتي شو حزب كي مشكلات هم ددي وجي نه پيد اشول چه حكمتيار يا ستاسي په قول حكومتيار داسي كسان په حزب كي شامل كړل چه ټول غله او وطن فروش ول حكومتيار لږنه ډير مشكلات درلودل او لري يي كه ده لږداجراي شورى غړو خبره اوريدلي وه نن به داسي سپك نوه خوبايد يواځي حزب ملامت نشي ددوي په سل چنده سياف او هغه لاسپوڅي چه چوكي يي دځان پوري تړ لي وه اواوس يي شكل بيخي بوش ته ورته دي ډير ملامت دي ځكه دادواړه مذهبي مشران ګوره صيب زه دنه وايم چي حكومتيار ښه تاريخ لري مګر په حزب كي اوس هم ښه خلك شته كه دوي اوس دامريكا سره دي دانورو بي ناموسانو خودروسي سره اوربندونه كول نالت په هر هغه چا چه نن پارلمان كي ناست دي كه هغه هر څوك وي او دهر جهادي تنظيم سره تعلق لري تو نالت په لاسپوڅو بي غيرتو بي ناموسو وطن فروشانوباندي .

اميد كوم چه خاطربه نه درنوي٠


stanizy
25.02.2009

[color=white:2fe8542344]شاعر وایي:
داسر ربه مات شوی خوټیټ شوی چېرې ندی
خو تاته یې پنځه وخته محراب کې راولم
دازمانازک بدن او ستا درنې درنې څپیړې
اشنا دا به یوځلې په حساب کې را ولم[/color:2fe8542344]
تولو خوګودوستانوته دزړه له کومی سلامونه اونیکی هیلې وړاندی کوم
داسلام خوګ پيغمبر جناب محمدرسول الله [صل الله علیه وسلم]داسی فرمایلی دی:
انما الاعمال بالخواتیم مطلب یی دی چی دهر کار اوعمل نتیجه دهغه عمل تر خاتمی اوپایه پوری اړه لري که چیری یو نیک عمل ښه پایله لرله نو ثواب هم پری مرطب کیږی اوکه چیری ترپایه صحی ونه رسیده او ګډوډ شو نو دثواب اواجر
هم مستحق نه ګرزی
ددی مبارک حدیث په تعقیب لیکم چی زموږ تقریبا ټول جهادی رهبران جدای داسی وشرمول چی په دنیاکی یی ټولی دنیاته سپک اورسواکړل اوشاید چی داخرت رسوایی به یی تردی هم دیره درنه اوسنګینه وی
ولی چی دوی یوازی دخدای په حقونی کی خیانت نده کړی بلکی د ډیرو شهیدانو
کونډو یتیمانو اوبیوزلو په حقونویی داسی لوبی کړی چی له ویلونه یی خوله
اوله لیکلونه یی ګوتی عاجزی دی
دغه ربابی سیاف پیر حضرت او انډیوالانوته خولږ وګوری چی کله ورته سیماثمر
اختارونه ورکوی اوکله ورته ملالی جویا پیغورنه ورکوی اوکله یی خارجی ځواکونه
[خدای پاک مودی پردی وکي] دتورسرو جیبونه لټوی او دطالبانوله مرګونی ګوزاره خویی
هسی هم په پرتګونوکی .........روان وی
اوکه یو کمزورۍ ضمیر هم ولری نو داچی خپل ضمیر ته به څومره رسوا اومختوری وی نو خدای دی موږ اوتاسی ترینه وساتی
حکمتیارهم دخپل بدو اعمالو نارواقتلونو اوناوړه ظلمونو جزاترډیره حده ولیده
هغه حکمتیار چی په پاکستان کی به دده له ویری چاپه کورکی دده نوم بد نشوی
اخیستلی اوچی یوځلی به یی په جلسوکی لاس پورته کړ په لکونو افغانانوبه ورسره
لاسونه یوساعت لوړ نیولی وه خواس په ټول افغانستان کی دوه نفره مخلصین هم نه
لری کله وایی له طالب سره یوکیږم اوکله وایی داسامه اوایمن الزواهری تر قیادت لاندی جنګیږم اداسی نور
له رهبر نه قدرت واخله مړ ده لکه له شتمن نه چی پیسی واخلی
اودا تر رهبرانوراکته لکه فهیم یونس وامثالهم خو لکه دمرداری سپی هر چیری چی
مرداره پیداکی دوی ځان وررسوی
اوپاته شوه دخلقیانو اوپرچمیانو خبره نو هغه خو له سره نه دسړی زمن وو اونه دی
اونه پدی ارزی چی سړی دی پری بحث وکی خودومره باید ووایم چی ددی نیزدی څلور لسیزی تولو ناخوالو اودربدریو اصلی لامل اومجرمین ټول همدا د نه سړی زمن دی خدای دی دوی ددوزخ په لمبو خوړین کی
[color=white:2fe8542344]اودا لینک وګوری ډیر په زړه پوری دی :[/color:2fe8542344][url]http://www.youtube.com/watch?v=E4uvHMOOz58[/url]


watanmal
26.02.2009

ميوند ننګيالى صيب سلامونه مو قبلو او منظور كړه.
هيله لرم چى په صحت به روغ او جوړوى.
محترم زما تيره ليكنه د محمد كريم نور غوندى نفاق ته لمنه وهونكو ليكوالانو ته متوجه وه او په همدى وجه مى ترينه د نفاق نه اچولو غوښتنه كړى وه.
وروره مونږ اوس فقط دوه صفونه لرو چى يو صف د مجاهدينو دى او بل صف د صليبيان او اجنټانو دى نو هر هغه څوك چى د مجاهدينو په صف كى ولاړ دى او يا د مقاومت په خندق كى ناست دى كه هغه هر څوك وى مونږ ورته په دواړو لاسو سلامونه كوو.
ننګيالى جانه په حزبيانو كى ډير داسي مجاهدين شته چى د قربانۍ څخه ئى سترګى پټول د مسلمان له صفته نه شى كيدى همدارنګه د سياف په تنظيم كى هم همداسي خلك شته مثلاَ مولوى صيب شاه محمد او استاذ محمد ياسر او داسي نور ، هغه حزبيان وروڼه چى همدا مهال د صليبيانو سره په مقاومت اخته دى زه ورته په دواړو لاسو سلام كوم او هيله لرم چى رانه خفه نه شى.
تاسي په ليكنه كى د سياف او بچه سقاو (ربانى)يادونه كړى ، نو وروره جانه دغه خلك له اوله د امريكايانو اجنټان ول هغه وخت د امريكايانو پاليسي د روسان سره جنګ وه نو دوى هم لكۍ ډانګ كړى ، خپى ئى كلكى كړى او ښكرونه ئى روسانو ته اړم كړل او په مونږ باندى ئى د مكتبونو چپړاسيان وژل چى د روسانو تر چتر لاندى حكومت ته كار كوى خو نن دوى د صليبيانو تر چتر لاندى حكومت كى د وزارتونو او واليانو په چوكيو ناست دى ځانونه ورته سوچه مسلمانان ښكارى ،متاسفانه چى مونږ دغه اجنټان ډير ورسته وپيژندل خير د الله پاك شكر ادا كوم چى په همدى دنيا كى ئى مونږ ته ددوى اصلى څيرى په ډاګه كړى.
ددى لډرانو په اړه د چالخوا ليكل شوى لنډۍ راپياد شوى چى د لوستو لپاره ئى درته ليكم:

[color=darkblue:819550b81f]سياف:[/color:819550b81f]
د صليبى ساتلى چرګه!
دانى د قوم خورى خطا مه وايه بانګونه
[color=darkblue:819550b81f]ربانى[/color:819550b81f]
نه مى څوك وه نه مى پكار شول
د بى كسۍ سند په جيب كى ګرځومه
[color=darkblue:819550b81f]ګيلانى:[/color:819550b81f]
جانان زما زه د جانان يم
كه په بازار مى خرڅوى ورسره ځمه
[color=darkblue:819550b81f]مجددى:[/color:819550b81f]
له بدو څرنګه لاس واخلى چى ضمير نه لرى
شيطان به وه تړى په څه باندى ځنځير نه لرى
[color=darkblue:819550b81f]شنوارى:[/color:819550b81f]
خدمت مى خړو اوبو يوړو
د بوش جانان نه په زړه ډير ګيله من يمه
[color=darkblue:819550b81f]دوستم:[/color:819550b81f]
دا جمهوريت له ګريوان نيسه
خوګه پر تا ئى سخت بارونه وړي دينه

وروره جانه نور هم شته خو بيا به ګورو او دا كمونستان او خلقيان همدارنګه ستميان خو هغه د چا خبره روسۍ كلاوشى دى په هر پښه كى جوړى راځى ، دوى هيڅ غيرت ناموس ضمير نه لرى.


Lotfollah
26.02.2009

دوستانو سلام علیکم

[quote:e979266072="watanmal"]ميوند ننګيالى صيب سلامونه مو قبلو او منظور كړه.
هيله لرم چى په صحت به روغ او جوړوى.
محترم زما تيره ليكنه د محمد كريم نور غوندى نفاق ته لمنه وهونكو ليكوالانو ته متوجه وه او په همدى وجه مى ترينه د نفاق نه اچولو غوښتنه كړى وه.
وروره مونږ اوس فقط دوه صفونه لرو چى يو صف د مجاهدينو دى او بل صف د صليبيان او اجنټانو دى نو هر هغه څوك چى د مجاهدينو په صف كى ولاړ دى او يا د مقاومت په خندق كى ناست دى كه هغه هر څوك وى مونږ ورته په دواړو لاسو سلامونه كوو.
ننګيالى جانه په حزبيانو كى ډير داسي مجاهدين شته چى د قربانۍ څخه ئى سترګى پټول د مسلمان له صفته نه شى كيدى همدارنګه د سياف په تنظيم كى هم همداسي خلك شته مثلاَ مولوى صيب شاه محمد او استاذ محمد ياسر او داسي نور ، هغه حزبيان وروڼه چى همدا مهال د صليبيانو سره په مقاومت اخته دى زه ورته په دواړو لاسو سلام كوم او هيله لرم چى رانه خفه نه شى.
تاسي په ليكنه كى د سياف او بچه سقاو (ربانى)يادونه كړى ، نو وروره جانه دغه خلك له اوله د امريكايانو اجنټان ول هغه وخت د امريكايانو پاليسي د روسان سره جنګ وه نو دوى هم لكۍ ډانګ كړى ، خپى ئى كلكى كړى او ښكرونه ئى روسانو ته اړم كړل او په مونږ باندى ئى د مكتبونو چپړاسيان وژل چى د روسانو تر چتر لاندى حكومت ته كار كوى خو نن دوى د صليبيانو تر چتر لاندى حكومت كى د وزارتونو او واليانو په چوكيو ناست دى ځانونه ورته سوچه مسلمانان ښكارى ،متاسفانه چى مونږ دغه اجنټان ډير ورسته وپيژندل خير د الله پاك شكر ادا كوم چى په همدى دنيا كى ئى مونږ ته ددوى اصلى څيرى په ډاګه كړى.
ددى لډرانو په اړه د چالخوا ليكل شوى لنډۍ راپياد شوى چى د لوستو لپاره ئى درته ليكم:

[color=darkblue:e979266072]سياف:[/color:e979266072]
د صليبى ساتلى چرګه!
دانى د قوم خورى خطا مه وايه بانګونه
[color=darkblue:e979266072]ربانى[/color:e979266072]
نه مى څوك وه نه مى پكار شول
د بى كسۍ سند په جيب كى ګرځومه
[color=darkblue:e979266072]ګيلانى:[/color:e979266072]
جانان زما زه د جانان يم
كه په بازار مى خرڅوى ورسره ځمه
[color=darkblue:e979266072]مجددى:[/color:e979266072]
له بدو څرنګه لاس واخلى چى ضمير نه لرى
شيطان به وه تړى په څه باندى ځنځير نه لرى
[color=darkblue:e979266072]شنوارى:[/color:e979266072]
خدمت مى خړو اوبو يوړو
د بوش جانان نه په زړه ډير ګيله من يمه
[color=darkblue:e979266072]دوستم:[/color:e979266072]
دا جمهوريت له ګريوان نيسه
خوګه پر تا ئى سخت بارونه وړي دينه

وروره جانه نور هم شته خو بيا به ګورو او دا كمونستان او خلقيان همدارنګه ستميان خو هغه د چا خبره روسۍ كلاوشى دى په هر پښه كى جوړى راځى ، دوى هيڅ غيرت ناموس ضمير نه لرى.[/quote:e979266072]

watanmal خانه وروره تاسو دا جنابان ښه معرفی کړي دي په ریښتیا چې نور هم شته.
وګورﺉ د بل نامرد ته چې د آی اس آی تر څنګ یې سنګر نیولئ او څه فتواوې ورکوي:

ينځه نۍ د ١٣٨٧ لمريز کال د کب ٨
tolafghan.com

[color=blue:e979266072]ملا عمر پاکستاني طالبانو ته: په پاکستان کې جګړه جهاد نه دی [/color:e979266072]
خبري څانګه ٧ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-02-25 06:58:00 م

رپوټ: کمال الدین رنځور

رسنیو خبر ورکړی چې ملا عمر په یو لیک کې پاکستاني طالبانو ته ویلي دي چې نور دې په پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه نه کوي.

ملا عمر په دې لیک کې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر ته یې لېږلی ویلي دي چې د خپلو مسلمانانو سره جګړه جهاد نه دی.

په لیک کې راغلي دي چې "د پاکستان په قبایلي او نورو سیمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه او د خپلو مسلمانانو وروڼو وژل مجاهدین بدناموي او په افغانستان کې د امریکا اوناټو ځواکونه سره جګړه زیانمنوي."

ملا عمر له پاکستاني طالبانو څخه غوښتي دي چې سره یو شي، خپل صفونه منظم کړي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو سره جهاد وکړي. ملا عمر ویلي چې "که هر څوک غواړي رښتیني جهاد وکړي، نو د افغانستان دننه دې د ښکېلګرو سره جهاد وکړي".

ملا عمر داهم ویلي دي چې "زموږ موخه د افغانستان ازادول دي. د پاکستان ورانول هیڅکله هم زموږ موخه نه وه."

ملا عمر دا لیک پاکستاني طالبانو ته په داسې حال کې لیکي چې پخپله او ملګري یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو په ضد په جګړه بوخت او په بریدونو کې یې تر اوسه په زرګونو بې ګناه مسلمانان وژل شوي دي. په ډېرو پېښو کې یې ولسي خلک - د بې ګناه ثابتېدو سره سره - حلال کړي دي چې څو میاشتې مخکې یې په هلمند کې د ۲۷ لغماني ځوانانو وژنه - چې ایران ته د مزدورۍ دپاره روان و - ښه بېلګه ده.

په دې لیک کې ملا عمر د خپل فکر د یو مهم ار څخه سرغړونه هم کوي. د جهاد سرحدونه ټاکي او غواړي ځانته په افغانستان کې یې محدود کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې له جګړې څخه خپل پلویان منع کوي. په پاکستان کې چې کله هم طالبان بریدونه زیات کړي نو د افغانستان د طالبانو د مشرتابه له خواورڅخه غوښتل کېږي چې په پاکستان کې دې بریدونه ودروي. داسې بلنې په افغانستان کې د طالبانو د مصداقیت په اړي جدي پوښتنې راپورته کوي، ځکه له یوې خوا په پاکستان کې د دولت ځواکونو سره - چې امریکایانو او ناټو یې په مرسته افغانستان ته ځواکونه راولېږل او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ - جګړه ناروا بولي، خو له بلې خوا خپل افغانان وژني او د بریدونو په مهال د بې ګناه خلکو وژل هم ځانته روا بولي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په طالبانو د ګاونډی هیواد پاکستان ډېره اغېزه ده او په مشرتابه کې یې یو شمېر شخصیتونه د دې هیواد د استخباراتو مامورین دي. پخپله په ملا عمر هم دې ته ورته تورونه لګېدلي دي.

او دا هم ولولئ :

Angar ٧ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-02-25 20:46:41 م

دافغان فوځ وینه تویول ثواب لري ځکه چی ګوډاګی دی، خو خیر ده که د پاکستان فوځ ګوډاګی دی بیا یی هم روانده مرګ یی... په افغانستان کی ځانمرګی برید روا ده، خو په پاکستان کی حرام ده... په افغانستان کی دعامو خلکو مرګ ژوبله روا، پاکستان کی ناروا... دپاکستان هم دپښتنو په سیمه کی لږ لږ روا، خوپه پنجاب کی بیخی مطلق ناروا... [color=blue:e979266072]دپاکستان قانون که داسلام خلاف ده او دانګریز قانون ده بیا هم په عدلیه به یی طالب کارنلري... خوپه افغانستان کی پری ځانمرګی...[/color:e979266072] که په پاکستان کی فوځ په مسجدشریف حمله کوي، او لال جومات شهیدوی هیڅ خبره هم نده، خو په افغانستان کی ملی فوځ هیڅ هم نکوی بیا هم باید مړه شی... که دپاکستان حکومت،فوځ، پولیس،استخبارات، اودولتی اداری چی څومره هم طالب بدناموی، اسلام بدناموی، دامریکا لپاره کار کوی، رښتینی مسلمانان نیسی او امریکا ته یی په لاس ورکوي بیا هم هیڅ خبره نده.... خو دښمنی د افغان حکومت سره ده... اوجګړه یی دپښتنو په سیمه کی ده...
ولی ؟ آخر ولی ؟ دا دکوم ځای انصاف ده!!
دخدای په لحاظ واورۍ دافغانانو او پښتنو څخه تیرشی تری، معاف یی کړی، که جنګ، جهاد، جګړه، ورانی، پیسی هر څه مو دی چیرته بل ځای یی ولټوی... نور مو پریږدی ژوند ته... تعلیم ته... پرمختګ ته... انسانیت ته... مسلمانیت ته... دپښتون بچی د بی تعلیمی څخه قرآن کریم او کلیمه طیبه نشي لوستی... خو په جنګ،جګړه، وراني، وینه تویونه ښه پوهیږي ټول د طالب جان له برکته...
واه څه نوم به دوی په تاریخ کی


میوند ننګیال
26.02.2009

محترم وطنمل صيب سلامونه او ښي چاري !

وروره زه نه خفه كيږم خو دحق په جانب يم ستاسو نه يو جهان مننه!

هغه تشريح مو ډيره ښايسته كړي بله دا ګرانه چه صبغت الله رباني او يا دانور په يوه صورت نه دمحترم استاذ ياسر اونه دمولوي صيب شاه محمود ( رب لايزال دي له هرشراومشكل نه وساتي ) نشي رسيدي اونه دهغهوي ځاي نيولي شي مننه .
پاتي شوه دكمونستانو اوشوله يانو خبره په ليكني هم نه ارزي چه سړي ورپسي څه وليكي هغه مونږټولو ته معلوم دي ٠

لطف الله وروره !

دملا عمر نه ګيله نشته بي تعليمه دي دومره سوچ نكوي وايي پاكستاني مليشه مه مړه كوي خو داخلي بي غمه ولي ته او خداي دانوخبره شوه .


عبدالله صابر
26.02.2009

داخوملاعمرډيرکامياب اوښه تکتيک وکاره وه ،پکارلږمخکي ووخو اوس هم نا
وخته نه دی په دوه جبهوکښي دطالبانوجګړه پخپله دطالبانوپه تاوان اوددوښمن
په ګټه وه اوس به طالبانوته ګټه وي اودوښمن ته تاوان ځکه خوپه دي اعلان سره
ددوی دوښمن ورخطاښکاري ،که کرزئ دطالبانوپه مقابل کښي له مصلحتونوډک
جيبونه ګرځوي نودکرزي اوامريکايانوخلاف دايومصلحت حق خوطالبان هم لري
په دوښمن کښ دتفرقې اچولويوکامياب تکتيک ته دملاعمرپام شوی ٠
څه به نه وايی پکښي اول دامريکايانواخراج ضروري ده دانوربياوروستئ کارونه
دي ٠

والسلام


stanizy
27.02.2009

عبدالله صابر صاحب اونور و لوستونکو سلامونه می ومنۍ
صابر صاحب لدی خلکونه طالبان په یوه کی هم نه خلاصیږی
ترپرونه یی په طالبانو پوری پدی بد ویل چی طالبانو لرپښتانه هم داورپه لمبو واړول اوهلته یی هم په قبایلی پښتنی سیموکی دامریکی په بمباریو کی یوعالم مخلوق تبااوبرباد کړ
خونن چی [color=red:b8417f92da][ که داومنوچی دالیک حقیقت ولری ځګه تراوسه پوری موثقوخبری رسنیو داخبر نه ده خپوره کړی اودطالبانو ویان هم څه ندی پری ویلی][/color:b8417f92da] ملاعمر ددی بی دفاع قبایلو ،چی له یوه لوری یی امریکایی بی پیلوټه الوتکی په بی
رحمۍ سره بمباروی اوله بله لوری یی پاکستانی خدای ناترسه اوردوپه وحشی
توګه وزنی، ژغولو له پاره داحکم ورکړی ، نو بیا همدا خلک دی چی وایی
ملاعمر دپاکستان غلام افغانی عسکر وژنی اوپاکستانی نه وژنی دلته جهاد
کوی اوهلته یی نه کوی
بس وروره له دی خلکونه به په یوه کی هم خلاص نه شی


watanmal
28.02.2009

28-2-2009

ګرانو لوستونكو او ليكوالانو وروڼو له سلامونو ورسته هيله لرم چى ورغ او جوړ به وۍ.

لطف الله جانه
ښه درته معلومه ده چى د جګړو په ننى دور كى ميډيا له ټوپك سره اوږه په اوږه روانه ده او متل دى [color=darkblue:961e0a5aca]چى ريښتيا راځى دروغو به كلى وران كړى وى ، [/color:961e0a5aca]نو له دى لپاره د افغانستان اسلامى امارت خپله ويب پاڼه لرى او د مشرتابه بيانونه او د پيښو په اړه خپل نظريات پكى څرګندوى ،[color=green:961e0a5aca] د رنځور د ليكنى د لوستلو څخه مى ورسته د امارت ويب پاڼه لټ په لټ واړوله خو د ملا صيب د ليك په اړه مى پكى څه ونه ليدل ،[/color:961e0a5aca] خو امارت څو ځله د نورو هيوادونو په چارو كى د لاس وهنى څخه انكار كړى او كوى ، دا حقيقت دى چى پاكستانى طالبان خپل امير لرى چى بيت الله مسعود دى او په هر ساحه كى خپل كسان لرى او دوى په خپله اداره كى ازاد خلك دى، [color=darkblue:961e0a5aca]دا حقيقت بايد ومنو چى د پاكستان وژل شوى فوځيانو تعداد په افغانستان كى له وژل شوى صليبى فوځيانو څخه زيات دى.[/color:961e0a5aca]
به هر حال رنځور چى په ليكنه كى كوم ليك ته اشاره كړى له بل هيڅ كوم لورى نه دى تصديق شوى [color=darkblue:961e0a5aca]كه بيا هم دا ليك حقيقت وى نو ځما په نظر دا څو خبرى دى امكان ولرى:[/color:961e0a5aca]
1. په افغانستان كى د زياتيدونكو امريكايى قواوو ته په نظر سره امارت غواړى چى خپل ټول عسكر په يو محاذ كى وجنګوى.
2. امارت غواړى چى په افغانستان كى د امريكايى قواو په زياتيدو سره په خپلو عسكر كى هم زيات والى راولى.
3. د لګښتونو د كمولو لپاره لكه څرنګه چى امريكا په عراق كى جنګ پريدى او يواځى افغانستان ته توجه كوى نو همدا ډول امكان لرى چى طالبان هم غواړى د پاكستان د محاذ پر ځاى خپل ټول طاقت د افغانستان په محاذ كى استعمال كړى ، ځكه دو ونى بيخ په افغانستان كى دى ، خو بلى لورى ته په قبايلو كى د خپلو ځايونو ساتلو لپاره دوى مجبور دى چى د پاكستانى طالبانو څخه كار واخلى ، دا بيا د پاكستانى طالبانو كار دى چى دغه ځايونه د پاكستانى فوځ له حملو څخه په معاهده ساتى او كه په جګړه.
4. همدارنګه امارت ته د پاكستانى طالبانو څو ګټى دى چى يوه ئى په افغانستان كى د ميشتو صليبيانو د سامان د رسولو لارى بندول وه يعنى په هغه كاروانونو حملى كول ول چى په افغانستان كى صليبى قواو ته پكى سامانونه وړل كيږى ، نو د كله نه چى د امريكا لخوا افغانستان ته د سامان ليږدولو لار بدليدو خبره شوى نو زه فكر كوم چى هغه پاكستانى طالبان چى ددغه كار لپاره ګومارل شوى وه اوس امارت غواړى چى له هغوى څخه اوس په افغانستان كى كار واخلى.

كه دغه ليك حقيقت ولرى نو ډير نور عوامل به هم ولرى ، خو د رنځور د رپورت اكثره برخى د سرى چوك خبرى دى ، [color=darkred:961e0a5aca]مونږ بايد له ياده ونه باسو چى د سوات قيام په اسلام اباد كى په لال مسجد د حملى ردى عمل وه چى وه ئى كولى شول چى په پاكستانى حكومت د لال مسجد د شهيد شوى مشر خبرى په خپله ساحه كى ومنى.[/color:961e0a5aca]

استاذ ياسر د امارت له مهمو خلكو څخه شميرل كيږى ، كه د هغه پاكستانى طالبانو او قبايلو ته ورستى تقريرونه واريدل شى نو په دى خبر به يقين كول سخت نه وى چى [color=darkblue:961e0a5aca]امارت پاكستانى فوځيان د صليبيانو په كتار كى شميرى [/color:961e0a5aca]او جګړه ورسره همداى سى فرض ګڼى لكه څنګه چى د صليبيانو او افغانى مرتدونو سره .


عبدالله صابر
04.03.2009

ټول افغان لومړي مخ څخه

يوه نۍ د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي ١tolafghan.com
ملا عمر اصلي ملا غيرت دی

محمد نعيم بشريار

١٤ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2009-03-04 14:06:00 م

د غيرت لغات په ډيرو ژبو کي نشته، يواځي په پښتو، فارسي او اردو يا هندي ژبو کي مروج دي او هغه هم ګمان کيږي چي د پښتنو څخه انتقال شوى وي.
غيرت د ځينو کارونو نه زغملو ته وايي خير که په مادي لحاظ ډير ناچيزه ښکاري خو د پښتنو په کلتور کي د منلو وړ نه وي نو بيا پښتانه په هماغه وړوکي څيز د خپل ټول ژوند څخه تير شي او يا که هر څومره دنياوي تاوان وراوړي نو پروا يي نه کوي.
راځم اصلي مطلب ته چي دا به ومنو چي ملا عمر يو عادي انسان دي او حالاتو دي ته مجبور کړو چي وسلي ته لاس کړي ځکه چي هغه وخت افغانستان د ځنګل شکل غوره کړي وو چي همدا په کابل کي ناست او امريکايانو ته منلي رباني د حکومت واګي په لاس کي لرل. په هغي وخت کي د حيا، عزت او امن په نامه نور هيڅ نه په سترګو کيدل حتي چي د هلکانوپه نکاح کول هم شروع شول، همدا وو چي د طالبانو تحريک سر را اوچت کړو او چي کله خلکو د هغوي حقانيت وليد نو ښه راغلاست يي وشو او د هغوي د سختو پاليسيو سره سره بيا هم د افغانستان خلکو ته څه ناڅه د منلو وړ وو، ځکه چي هغوي د افغاني نه بلکي د غربي کلتور مخالف وو.
کيداي شي د پاکستان استخباراتي اداري هم په دي کي دلچسپي لرله او د کومک لاس يي وراوږد کړي وي تر څو د خپلو منافعو ساتنه وکړي (والله اعلم)، مګر داسي کله هم ندي شوي چي د کوم طالب قومندان باډيګارډان دي پاکستاني پوځيان وي او يا دي د هغوي ټانګونه او زغروال موټر په سرکونو روان وي او يا يي نظامي هډي جوړي کړي وي. دا منم چي د طالبانو په ليکو کي پاکستاني، چيچينايي، ازبک، تاجک، عرب او حتي اروپايي او امريکايي مجاهدين هم وو، خو هغوي د حکومتونو يا سياسي ډلو خلک نه بلکي هغه محروم مسلمانان وو چي خپلو حکومتونو د امريکا په اشاره د ملکه شړلي وو هغه هم په دي ګناه چي دوي مجاهدين دي او کيداي شي چي اسلامي نظريات خپاره کړي.
راځو دي ته چي ملاعمر د کارمل سره په کوم لحاظ د مقايسي وړ دي؟ که ملاعمر غلامي کولاي نو چي اسامه يي امريکا ته په لاس ورکړي واي او د امريکايانو شرايط يي منلاي واي نو اوس به د کرزي غوندي خلکو ملا عمر ته سلامي وهله، خو هغه د پښتني غيرت په وجه خپل اقتدار، ملک، کور او حتي اولاد په سيند لاهو کړل خو خپل مسلمان او مجاهد ميلمه يي کفارو ته په لاس ورنکړ تاريخ به يي په زرينو کرښو ياد ساتي.
ببرک کارمل، شاه شجاع او کرزي که سره يو سر وشميرو درسته ده ځکه دري واړه د خپل وخت او زمان د اشغالګرو لخوا په چوکي کينول شوي وو او په ملک کي خارجي قوتونو حکومت کاوه، لکه اوس چي زمونږ وزير دفاع صيب بګرام هوايي ميدان ته نشي ننوتلي او يا هم د ننګرهار ټول نظامي مشران د ننګرهار هواي ميدان ته نشي تللي چي هلته امريکايان څه کوي او څه نه کوي او حتي په لويو ښارونو کي د وزير صيب موټر د امريکايانو او نورواشغالګرو د يو وړوکي صيب منسب قطارته ورنږدي کيداي هم نشي.
ملا عمر که هر څو په سياسي لحاظ ضعيفه وو، او د حکومت داري چل ورتلو يا نه ورتلو خو اوسني کارنامي يي چي په دي اساسو شرايطو کي د اشغالګرو قواو په مقابل کي يي سنګر تود ساتلي او خپله سينه يي ورته سپر کړي د تقديروړ دي.
هر هغه څوک چي د حقايقو څخه سترګي پټوي او غلطي ليکني کوي لکه د بارکزي په نامه چي ملا عمر ته ملا کارمل خطاب کړي يا خو د کفري کړيو لخوا ورته معاش ورکول کيږي تر څو داسي مظامين نشر کړي چي اقلاً ځيني ويده افغانان په تشويش کي واچوي او يا خو هيڅ پوهه او بصيرت نلري او چي څه په مغزو کي ورګرزيدل هماغه ليکي او دي ته نه ګوري چي ددي ليکني او حقيقت تر منځ واټن څومره دي.

د اوسنۍ جګړي اړخونه وسنجوي چي څوک دي، يو طرف ته امريکايان او د هغوي لاسپوڅي رژيم او بل طرف ته مخالفين چي طالبان، حزب اسلامي او نور غټ واړه مسلح ګروپونه، نو که امريکايان شکست خوري ددي مطلب دا نه دى چي افغانستان به د پاکستان لاس ته ورشي، ځکه يو څوک چي په تش لاس د امريکايانو سره ډغري وهي هغوي ته به انشاالله پاکستان سلامي وهي.

په اخر کي همدومره سپارښتنه کومه چي افغانستان د شهيدانو خاوره ده او پروردګار د شهيد وينه نه ضايع کوي، دا خاوره به همداسي زمريان زيږوي تر څو هغه سلسله ژوندي وساتي چي وايي افغانستان د ابر قدرتونو قبرستان دي.

لوبه ډيره ښه روانه ده تر دوه زره يوولسم کال پوري انتظار وکړي بيا وګوري چي غلام څوک دي او ازاد څوک دي.
مننه

سرپاڼه


Re: طالبانو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟

ihtesham
10.04.2009

[quote:52d06ef2f0="وهاج ساپی"]درنو وروڼو!
نن به مو په خبرونو کې اوريدلې او ليدلې وي، چې طالب جنګياليو دعدل وزارت په نښه
کړ، او ځينې عام مأمورين يي وژلې او ټپې کړي دی.
له بله اړخه دپوهنې وزارت مخې ته هم چاودنه شوې ده، چې طالبان دهغې په اړه وايي، چې دوي دپوهنې وزارت په نښه کړې نه دی، بلکه يو فوځې خارجي قطار يي په نښه کړې وو،
چې صدفتا دغه بريد کوونکې هغه قطار دپوهنې وزارت سره نږدې راګير کړ، خو له بده مرغه قطار له نږدې کيدو مخکې يي ځان والوځاوه. (الجزيرة ټلويژن).
خداي شته چې دعامو وګړو په وژنه او زخمې کيدنه مو ډیر زړه وځوريده، خو پوښتنه داده چې طالب جنګياليو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟
ځوابونه لوستونکو ته پريږدم.
په درنښت[/quote:52d06ef2f0]

هئ ملا! ايا طالبانو يواځې د عدليې وزارت په نښه کړى؟ په دې اوو کالو کې هغوى کوم ځاى ندى په نښه کړى؟ ايا کوم ملکي وګړى، کوم ښوونځى، کوم سرک، کوم روغتون، کومه د تليفون دسګاه يا کوم بل د کار څيز چې د هغوى وس پرې رسېدلى له په نښه کېدو پاتې شوى چې ته وايې د عدليې وزارت يې ولې په نښه کړ؟
تروريزم د وحشت دويم نوم دى او د وحشت هدف بشردښمني او هر څه له منځه وړل دي او ترورستان هر څه د همدې لپاره هدف ګرځوي چې نړۍ ته وښيي چې افغانستان او افغانان به تل تر تله خوار او ذليل وي او د دوى د وحشت تر واک لاندې به وي. نور د تروريزم څه هدف دى؟


Re: طالبانو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟

pattang
10.04.2009

وروره کومې خبرې چې ته يې کوې کټ مټ د صليبيانو پرو پاګنده او دترور په نوم
هغه ګټې دي چې صليبيان او شورايې نظار يې په لاس راوړي خو خاص هدفونه نور
دي٠

[quote:0563993e59="ihtesham"][quote:0563993e59="وهاج ساپی"]درنو وروڼو!
نن به مو په خبرونو کې اوريدلې او ليدلې وي، چې طالب جنګياليو دعدل وزارت په نښه
کړ، او ځينې عام مأمورين يي وژلې او ټپې کړي دی.
له بله اړخه دپوهنې وزارت مخې ته هم چاودنه شوې ده، چې طالبان دهغې په اړه وايي، چې دوي دپوهنې وزارت په نښه کړې نه دی، بلکه يو فوځې خارجي قطار يي په نښه کړې وو،
چې صدفتا دغه بريد کوونکې هغه قطار دپوهنې وزارت سره نږدې راګير کړ، خو له بده مرغه قطار له نږدې کيدو مخکې يي ځان والوځاوه. (الجزيرة ټلويژن).
خداي شته چې دعامو وګړو په وژنه او زخمې کيدنه مو ډیر زړه وځوريده، خو پوښتنه داده چې طالب جنګياليو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟
ځوابونه لوستونکو ته پريږدم.
په درنښت[/quote:0563993e59]

هئ ملا! ايا طالبانو يواځې د عدليې وزارت په نښه کړى؟ په دې اوو کالو کې هغوى کوم ځاى ندى په نښه کړى؟ ايا کوم ملکي وګړى، کوم ښوونځى، کوم سرک، کوم روغتون، کومه د تليفون دسګاه يا کوم بل د کار څيز چې د هغوى وس پرې رسېدلى له په نښه کېدو پاتې شوى چې ته وايې د عدليې وزارت يې ولې په نښه کړ؟
تروريزم د وحشت دويم نوم دى او د وحشت هدف بشردښمني او هر څه له منځه وړل دي او ترورستان هر څه د همدې لپاره هدف ګرځوي چې نړۍ ته وښيي چې افغانستان او افغانان به تل تر تله خوار او ذليل وي او د دوى د وحشت تر واک لاندې به وي. نور د تروريزم څه هدف دى؟[/quote:0563993e59]


Re: طالبانو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟

ihtesham
11.04.2009

صليبيان او جهاديان دواړه د يو وحشت نوم دى او له يو بله پيدا دي. مدرسې په پاکستان کې امريکا جوړې کړې دي، له امريکا مخکې انګريزانو جوړولې او ملايان يې تربيه کول، جهاديان او طالبان ټول د امريکا او انګريز د مفکورې او هڅو او پېسو جوړ شوي دي، افغانستان يې د انګريز او امريکا او روس د اهدافو لپاره وران کړى او افغانان يې لکه د سپو خوړلي دي او اوس هم دواړه يو بل سره لکه د لېونو سپو د دې لپاره نښتي دي چې دا يو ليونى سپى (صليبيان) ډير اوښيار دى خپل وحشت د دې لپاره استعمالوي چې د دې بل ليوني سپي (جهاديانو) نه د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره کار واخلي. دا دويم لېونى سپى په ټول تاريخ کې همدا سابقه لري چې کله د يو بهرني قوت د ګټو لپاره په خپلو خلکو او خپل وطن داړې لګوي او کله يې د بل لپاره خوله چينګه کړې وي غاپي.
نو مونږ يې څه کوو چې پروپاګنډ پکې کوو وروره. پرېږده چې يو بل مات کړي سره.
[quote:5c038bd17a="pattang"]وروره کومې خبرې چې ته يې کوې کټ مټ د صليبيانو پرو پاګنده او دترور په نوم
هغه ګټې دي چې صليبيان او شورايې نظار يې په لاس راوړي خو خاص هدفونه نور
دي٠

[quote:5c038bd17a="ihtesham"][quote:5c038bd17a="وهاج ساپی"]درنو وروڼو!
نن به مو په خبرونو کې اوريدلې او ليدلې وي، چې طالب جنګياليو دعدل وزارت په نښه
کړ، او ځينې عام مأمورين يي وژلې او ټپې کړي دی.
له بله اړخه دپوهنې وزارت مخې ته هم چاودنه شوې ده، چې طالبان دهغې په اړه وايي، چې دوي دپوهنې وزارت په نښه کړې نه دی، بلکه يو فوځې خارجي قطار يي په نښه کړې وو،
چې صدفتا دغه بريد کوونکې هغه قطار دپوهنې وزارت سره نږدې راګير کړ، خو له بده مرغه قطار له نږدې کيدو مخکې يي ځان والوځاوه. (الجزيرة ټلويژن).
خداي شته چې دعامو وګړو په وژنه او زخمې کيدنه مو ډیر زړه وځوريده، خو پوښتنه داده چې طالب جنګياليو ولې دعدل وزارت په نښه کړ؟
ځوابونه لوستونکو ته پريږدم.
په درنښت[/quote:5c038bd17a]

هئ ملا! ايا طالبانو يواځې د عدليې وزارت په نښه کړى؟ په دې اوو کالو کې هغوى کوم ځاى ندى په نښه کړى؟ ايا کوم ملکي وګړى، کوم ښوونځى، کوم سرک، کوم روغتون، کومه د تليفون دسګاه يا کوم بل د کار څيز چې د هغوى وس پرې رسېدلى له په نښه کېدو پاتې شوى چې ته وايې د عدليې وزارت يې ولې په نښه کړ؟
تروريزم د وحشت دويم نوم دى او د وحشت هدف بشردښمني او هر څه له منځه وړل دي او ترورستان هر څه د همدې لپاره هدف ګرځوي چې نړۍ ته وښيي چې افغانستان او افغانان به تل تر تله خوار او ذليل وي او د دوى د وحشت تر واک لاندې به وي. نور د تروريزم څه هدف دى؟[/quote:5c038bd17a][/quote:5c038bd17a]


میوند ننګیال
12.04.2009

سلامونه او نيكي هيلي !

ihtesham

دا په كوم دليل وايي چي جهاديان او صليبيان ديو وحشت نومونه دي ٠

لږاحتياط كوه جهاد پسي څه مه وايه هماغه جهاديان ول چي ډير نن پلرونه لري كنه حراميان به ول ددادهمدجهاديانو بركت وه چي دتفغانستان انجوني او خلك دروس دكمونستي فكر نه خداي وساتل ٠

تو نالت او مرګ په كمونستو او ملحدو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more